۱. د اسلام شریعت د انساني کړنو د تنظیم لپاره الهي نظام دی او د وګړو د ژوندانه په هره برخه کې داسې لارې چارې لري چې له هغو څخه غوره، نه چا وړاندې کړې او نه یې وړاندې کولی شي.
۲. د والدینو له خوا، د هر اړخیز او یا موقتي پلان پر بنسټ، د خپلو شرایطو او رغبتونو مطابق دنیا ته د ماشوم راوړلو د کمیت (څو ماشومان) او کیفیت (په څومره زماني فاصله کې) په هکله تدبیر نیولو ته د زیږون تنظیم ویل کیږي.
۳. د زیږون د تنظیم مسأله د اسلامي شریعت د قطعي احکامو له جملې څخه نه، بلکې د ظني اجتهادي احکامو له جملې څخه ده.
۴. د اولاد راوړلو په شرعي صفت کې فقها څلور ډوله نظر لري: لومړی – مستحب دي، دویم – کفایي واجب دي، درېیم – کفایي فرض دي، څلورم – مباح دي.
۵. د حمل مخنیوی د ښځې او میړه دواړو په خوښه د زیاتو صحابهوو او جمهورو فقهاوو (څلور مذهبه) له نظره جواز لري.
۶. د حمل مخنیوی، یواځې د سړي په خوښه او یا یوازې د ښځې په خوښه، د مذاهبو د پخوانیو امامانو په نزد جواز نه لري، خو د حنفي مذهب وروستیو علماوو د زمانې د بدلون له کبله دې کار ته هم جواز ورکړی.
۷. د طبي نویو میتودونو په واسطه د زیږون مخنیوی، په عزل قیاس کېږي، په دې شرط چې د ډاکټر (طبیب) په سپارښتنه ترسره شي، تر څو په غالب ګمان (له ۵۰٪ زیات) د جانبي عوارضو مخنیوی وشي، سل سلنه مخنیوی لازم نه دی.
البته! دا دی تصحیح شوی متن، چې املايي، ګرامري تېروتنې او ليکنښې پکې اصلاح شوې.
۸. د جنین اسقاط له څلورو میاشتو وروسته، په هېڅ صورت جواز نه لري، او له څلورو میاشتو مخکې، په حنفي مذهب کې دوه نظره دي:
۱- د جنین اسقاط مباح دی،
۲- د جنین اسقاط مکروه دی.
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد:
په دې کې شک نشته، چې اسلامي شریعت د خلکو د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ ضامن دی؛ ټولې هغه ستونزې، چې اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده، له شریعت څخه د کاږه فهم او د هغه د نه پلي کولو له کبله رامنځته شوې دي.
نو د شرعي احکامو پوهه، د عمل مقدمه ده، او که پوهه نه وي، عمل ممکن نه دی.
د زیږون د تنظیم مسأله یوه له هغو موضوعاتو څخه ده، چې د پلار او مور، طبيبانو، نجونو او ځوانانو پوهاوی ورباندې اړین دی؛ په داسې ډول چې مسأله له فقهې اصلي مآخذونو څخه رڼه او ښکاره شي، او په دې هکله د شرعي احکامو بنسټ بیان شي. د تطبیق او د احکامو تنزیل په مختلفو حالاتو کې، بیا آسانه کېږي.
په دې مقاله کې د اسلامي مذاهبو له معتبرو منابعو څخه د زیږون د تنظیم په اړه مواد راټول شوي دي، څو د موضوع تصویر د مینهوالو لپاره واضح شي.
د زیږون د تنظیم په اړه د پخوانو علماوو ترمنځ زیات اختلاف نه و؛ ځکه چې د زیږون تنظیم هلته په عزل ترسره کېده، چې په اړه یې دوه ډوله احادیث راغلي دي:
یو یې د اباحت غوښتنه کوي،
او بل یې د کراهت.
— وروسته دواړه بیانوو —
همدا دوه نظره د پخوانو علماوو ترمنځ موجود وو.
دلته هڅه شوې ده، چې د حمل د مخنیوي او د هغه د اسقاط (غورځولو) احکام له فقهې معتبرو مصادرو څخه رانقل شي.
د زیږون د تنظیم معنا
د والدینو له خوا، د یو هر اړخیز او یا موقت پلان پر بنسټ، د خپلو ظروفو او رغباتو مطابق دنیا ته د ماشوم راوړلو تدبیر نیولو ته د زیږون تنظیم ویل کیږي.
ځینې جوړې واده کوي؛ خو نه د واده په سر او نه د ازدواجي ژوند په منځ کې د ماشومانو د راوړلو د ترتیب په هکله څه تدبیر نیسي. که اولادونه یې پرلپسې شول، لږ شول او که زیات شول، د دې د مادي او روزنیزو ظروفو سره سم وو او که د هغوی په خلاف، د مور او ماشومانو صحت که خوندي وو او که تهدید، که ماشومانو ته له رواني، تعلیمي او اخلاقي اړخه رسیدل کېدل او که نه؛ دې ټولو ته په نه پام کولو سره د ماشومانو راوړلو ته د زیږون نه تنظیم ویل کیږي؛ ځکه داسې جوړې د زیږون تنظیم یو مخیز نلري.
خو که یو څوک د واده په سر کې او یا د ازدواجي ژوند په اوږدو کې پورته ظروفو ته په پام د ماشومانو د راوړلو لپاره یو مقطعي پلان ولري، د بیلګې په توگه داسې تدابیر غوره کړي چې د اولادونو په منځ کې باید درې کاله وقفه موجوده وي، او یا هر اړخیز پلان ولري، لکه ټاکل شوي تعداد بچیان په ټاکلو وختونو کې راوړل په پام کې ولري؛ نو داسې جوړې د زیږون تنظیم تر سره کوي. او د بچیانو د یو مخیزه نه راوړلو تصمیم هم د زیږون د تنظیم یو صورت دی.
هغه تدابیر چې د زیږون د تنظیم په هکله کارول کیږي، یوه یې عزل دی، چې د انزال په وخت کې نارینه خپل مني په خارج کې تویې کړي. بله یې د طبي لارو چارو کارول دي، چې په هغو کې د تابلیتو، ستنو او د اطباوو په واسطه او مشوره د نورو طریقو کارول دي.
څنګه چې د زیږون په تنظیم کې د اولاد په راوړلو کې لاس وهنه ده، نو مخکې له دې چې د زیږون د تنظیم له روا والي څخه وغږیږو، باید د زیږون شرعي حکم وپیژنو؛ تر څو وکولی شو د هغه پر بنسټ د زیږون د تنظیم حکم هم وپیژنو.
د زیږون شرعي حکم
د اولاد راوړلو شرعي صفت څه شی دی؟ آیا د اولاد راوړل عینی فرض دي، چې په نه راوړلو یې هر شخص ګنهکارېږي؟ که کفایي فرض دي، چې د نورو په سر ته رسولو یې د شخص غاړه خلاصیږي؟ که د اولاد راوړل سنت دي، چې په نه راوړلو یې شخص یوازې له ملامتیا سره مخ کیږي؟ او که د اولاد راوړل مباح دي، چې په نه راوړلو یې هیڅ ګناه نشته؟
په حدیث شریف کې راغلي: «تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ فَإِنِّى مُكَاثِرٌ بِكُمُ الأُمَمَ» (احمد په خپل مسند کې له انس بن مالک څخه روایت کړی) — مینه ناکې او اولاد راوړونکې (ښځې) په نکاح کړئ، زه د قیامت په ورځ ستاسو په ډېروالي له انبیاوو سره سیالي کوم.
په دې حدیث کې د اولاد راوړلو لور ته ترغیب شوی، او همداراز دا حدیث د واحد خبر دی، او دا په مراده معنا غالب ګمان (ظن) رامنځته کوي، د تشویق او ترغیب په توگه د اولاد راوړونکو ښځو نکاح کولو ته هدایت کوي، او علت یې د محمدي امت ډېرول ښيي، نو د اولاد راوړل ټولنیزه دنده ده، کفایي مکلفیت دی نه عیني.
په مشروع توگه د اولاد راوړل د نکاح په سبب تر سره کیږي. د حنفي مذهب علما په عادي حالاتو کې د نکاح په هکله څلور نظرونه لري:
۱- نکاح مستحب عمل دی.
۲- نکاح مؤکده سنت دی.
۳- نکاح کفایي فرض دی.
۴- نکاح کفایي واجب دی.
مستحب او سنت سره نږدې دي. د دې نظر دلیل دا دی چې نکاح د دین په فرایضو کې په قرآن او احادیثو کې نه دی شمېرل شوی، او د رسول الله r په پیروۍ او د هغه مبارک په ترغیب استحباب رامنځته کیږي، نه فرضیت او وجوب. (د کنز شرح تبيين الحقائق، دویم ټوک ۹۴ مخ؛ فتح القدیر د هدایې شرح، درېیم ټوک، ۱۸۸مخ).
د امام شافعي رحمه الله په نزد نکاح مباح عمل دی، او عباداتو ته له نکاح څخه د ځان سپمول غوره کار دی.
څنګه چې مشروع زیږون له نکاح پرته نه تر سره کیږي او له نکاح څخه دوه موخې تر لاسه کیږي: لومړی – د شهواني غریزې په روا توگه مړول، دویم – د اولاد زیږون، نو د زیږون شرعي صفت هیڅکله له نکاح څخه مؤکد کېدلی نه شي، داسې چې زیږون دې فرض عین یا واجب عیني وي او نکاح دې فرض کفايي یا واجب کفايي وي. نو له پورته نظریاتو څخه څرګندېږي چې د اولاد راوړل د نکاح په پیروۍ مستحب، یا سنت، یا کفايي فرض او یا هم کفايي واجب دي، او د شافعي صاحب په نزد لکه څنګه چې نکاح مباح کار دی، نو اولاد راوړل هم مباح عمل دی.
د زیږون د تنظیم مشروعیت
د اسلامي کتابخانې پخوانو کتابونو مطابق د زیږون تنظیم په عزل سره تر سره کېده، او په ځینو کتابونو کې د ښځې له خوا د رحم د خولې د بندولو یادونه هم شوې. نو د عزل د حکم په بیان سره د زیږون د تنظیم حکم هم ښکاره کېږي.
جمهورو علماوو عزل جایز ګڼلی او د طبي لارو چارو په واسطه د حمل مخنیوی په هغه صورت کې جایز دی چې د مسلک خاوندان (اطبا) یې د مور، پلار او ماشوم صحت ته په پام توصیه کړي.
د عزل شرعي حکم د محدثینو او فقهې مذاهبو له نظره
د عزل په هکله دوه ډوله احادیث وارد شوي، یو ډول یې له عزل څخه منع کوي، بل ډول یې د عزل اجازه ورکوي.
په صحیح حدیث کې راغلي چې صحابه وو له رسول الله e څخه د عزل په هکله پوښتنه وکړه، هغه مبارک وفرمایل: دا د ماشومانو په پټه توگه ژوندي خښول دي (صحيح مسلم – د عبدالباقي تحقیق، دویم ټوک ۱۰۶۷ مخ).
طحاوي په شرح مشکل الآثار کې له ابو سعید خدريt څخه روایت کړي چې رسول الله r ته یو سړي وویل: زه مېنځه لرم او عزل ورڅخه کوم، دا نه خوښووم چې حمل واخلي خو د نورو سړیو په شان ورسره یو ځای کېدل خوښوم، او یهود وایي: دا د وړوکې اولاد ژوندۍ خښونه ده؟ نو هغه مبارک ورته وفرمایل: یهود دروغ وايي، که الله تعالی وغواړي چې ماشوم پیدا کړي ته نشې کولی چې هغه وګرځوې. (شرح مشكل الآثار، پنځم ټوک ۱۷۰ مخ).
امام طحاوي د دواړو روایتونو تر منځ توفیق داسې راوستلی چې لومړی حدیث د یهودو په اخبار بنا وو، او پخواني شریعتونه زموږ لپاره شریعت دی، وروسته رسول الله r ته د وحي له لارې معلومه شوه چې دوی دروغ وايي، نو د عزل اجازه یې ورکړه.
د امام طحاوي له نظره عزل اولاد وژنه نه ده؛ بلکې وژنه له ژوندي کېدو وروسته رامنځته کېږي، او ژوندي کېدل له نطفې څخه وروسته د نورو مراحلو پوره کېدو ته اړتیا لري، او همدا نظر یې له حضرت عمر، علي او ابن عباس – رضي الله عنهم – څخه هم روایت کړی دی. (شرح مشكل الآثار، پنځم ټوک ۱۷۴ مخ).
په بل حدیث کې چې بخاري له جابر t څخه روایت کړی هغه مبارک ویلي: موږ به د نبي r په زمانه کې عزل کاوو او قرآن نازلیده (موږ یې له عزل څخه منع نه کړو) (صحيح البخاري، پنځم ټوک ۱۹۹۸ مخ).
عزل ځینو علماوو د لومړي حدیث له مخې مکروه ګڼلی، ځینو نورو ویلي: د ښځې او میړه په موافقه جواز لري؛ خو که د ښځې خوښه نه وه بیا دوه نظره دي: لومړی دا چې جواز نلري، دویم دا چې جواز لري. (هندیه، فتاوا: ۵ ټوک ۳۵۶ مخ)
نووي صاحب د مسلم په شرح کې د احادیثو تر منځ جمع راوستلې: د عزل منعه کوونکی حدیث یې په تنزیهي کراهیت حمل کړی، او هغه حدیثونه چې د عزل اجازه ورکوي، هغه یې د حرمت په نفی حمل کړي دي. (شرح النووي على مسلم، ۱۰/ ۹)
عزل د فقهاوو له نظره:
په حنفي مذهب کې د دریو صورتونو حکم بیان شوی: (رد المحتار: ۱۰ ټوک ۲۴۱ مخ)
لومړی – عزل د زوجینو په خوښه، جواز لري.
دویم – عزل د ښځې له خوښې پرته میړه ته، د مذهب د امامانو (ابو حنیفه، ابو یوسف او محمد – رحمهم الله -) په نزد جواز نلري. او وروستیو علماوو د زمانې د فساد له کبله جایز ګڼلی دی.
درېیم – عزل یوازې د ښځې په خوښه چې میړه یې راضي نه وي، په داسې توگه چې ښځه د رحم خوله وتړي، ځینو ویلي: جواز نه لري، ځینو نورو ویلي: په دې زمانه کې جواز لري.
په مالکي مذهب کې: له اصیلې ښځې نه د دې په رضا عزل جایز ګڼل شوی. (القوانين الفقهية، ص: ۱۴۱)
په شافعي مذهب کې: له اصیلې ښځې څخه د هغې په خوښه د عزل په هکله دوه نظره دي: لومړی – عزل مباح دی. (الأم، ج ۷، ص ۱۷۳) دویم نظر – عزل مکروه دی. (أسنى المطالب في شرح روضة الطالب، ج ۳، ص ۱۸۶)
په حنبلي مذهب کې: عزل له اصیلې ښځې څخه یوازې د هغې په خوښه جواز لري، د دې له خوښې پرته حرام دی. (الإقناع في فقه الإمام أحمد بن حنبل، ج ۳، ص ۲۴۰)
د جعفري شیعه ګانو په مذهب کې:
له اصیلې ښځې څخه عزل له کراهیت سره جواز لري، مگر که د ښځې خوښه وي، بیا کراهیت نشته. البته په دې مذهب کې میړه او ښځه کولی شي د عزل حق د ځان لپاره د نکاح د عقد په وخت شرط کړي. (د آیة الله سیستاني په منهاج الصالحین ۳ ټوک، کتاب النکاح، لسمه مسأله)
په نویو لارو چارو د حمل مخنیوی
د طبی علومو په پرمختګ سره د حمل د مخنیوي لپاره نورې لارې چارې هم رامنځ ته شوې دي، چې د تابلیتو، ستنو او نورو لارو چارو په واسطه تر سره کیږي. د فقهاوو له نظره دا طریقې په دوه ډوله دي:
لومړی ـ هغه چې د څه وخت لپاره د حمل مخنیوی کوي.
دویم ـ هغه چې په یو مخیزه توګه نر یا ښځه شنډه وي او په راتلونکې کې نور د اولاد راوړلو وړتیا ته ورګرځیدل یې ممکن نه وي؛
لومړي ډول لارو چارو ته معاصرو علماوو جواز ورکړی، هره لاره چې طبیبانو مناسبه وبلله، کورنیو ته یې توصیه کوي او هغوی یې کارولی شي. دا طریقې د عزل په قیاس کیږي؛ دواړه د اولاد موقته مخنیونه ده، نو جایزې دي.
دویم ډول چې د جراحي عملیاتو په واسطه رامنځ ته کیږي، او نر یا ښځه په داسې توګه شنډه وي، چې بیا خپل حالت ته ورګرځیدلی نه شي، دا طریقه علماوو منعه ګرځولې ده.
د دې طریقو د کارولو پایلې کله ناکله مشخصې نه وي، کېدای شي یو میتود د موقتي وخت د اغیز لپاره وکارول شي، خو په پایله کې یې یومخیز عقامت رامنځ ته شي، په دې هکله غالب ګمان اعتبار لري؛ که په سلو کې پنځوس یا له دې ډېر یو میتود خوندي وي، کارول یې روا دي، او که خوندیتوب یې له دې لږ وي، کارول یې ممنوع دي. طبیبان او کورنۍ دا اصل په پام کې نیولی شي. (الفقه الإسلامي وأدلته، ج ۴، ص ۱۹۴)
د حمل اسقاط!
وروسته له دې چې نطفه د ښځې په رحم کې ځای ونیسي، که څوک یې په دوا یا فزیکي فعالیت د مودې له پوره کېدو مخکې له رحم څخه وغورځوي، دې ته د حمل اسقاط ویل کیږي.
د حمل د اسقاط حکم!
د حمل اسقاط د حکم له مخې دوه حالته لري:
لومړی – چې د حمل پیدایښت تکمیل شي، او ساه پکې وچلیږي – چې دا کار په څلورو میاشتو کې سر ته رسیږي – په دې صورت کې د حمل اسقاط حرام دی؛ ځکه ژوندی جنین معصوم انسان دی، او د بې ګناه انسان وژل حرام دي. په دې نظر د اسلام علما اتفاق لري. (الموسوعة الفقهية الكويتية، ج ۲، ص ۵۷)
دویم – چې د جنین وجود نه وي پوره شوی، ځانګړی ژوند یې نه وي موندلی، ساه لا پکې چلیدلې نه وي، څلور میاشتې یې پوره شوې نه وي، د حنفي مذهب د علماوو په نزد په اسقاط کې دوه نظره دي:
۱- اسقاط په دې حالت کې مکروه دی؛ ځکه کله چې نطفه په رحم کې ځای پر ځای شوه، نور د انسانانو له خوا بل عمل ته اړتیا نه لري تر دې چې ژوندی کیږي؛ بلکې یواځې په رحم کې په پاتې کېدو الله تعالی ژوند ورکوي، نو له دې کبله له عزل سره توپیر لري. د عزل په صورت کې نطفه رحم ته نه ده رسیدلې او انساني هڅه غواړي څو هلته ورسیږي، بیا د وخت په تیریدو الله تعالی روح پکې واچوي.
۲- اسقاط یې مباح دی، ځکه دا یواځې د منوي نطفه یا د وینې او یا غوښې یوه ټوټه ده، ژوند نلري، نو غورځول یې وژل نه ګڼل کیږي. (المحيط البرهاني، پنځم ټوک، ۲۴۱ مخ)
په نورو مذاهبو کې درې نظره شتون لري:
۱- د ځینې مالکي، شافعي او حنبلي فقهاوو په نزد، له څلویښتو ورځو مخکې اسقاط مباح دی. (الموسوعة الفقهية الكويتية، ۲/ ۵۷، ۵۸)
۲- د ځینو نورو په نزد یوازې د عذر له کبله د حمل اسقاط مباح دی، له عذر پرته جواز نه لري.
۳- د ځینو نورو له نظره د حمل اسقاط په پورتني حالت کې مکروه دی. (الموسوعة الفقهية الكويتية، ۲/ ۵۷، ۵۸)
۴- د مالکي مذهب معتمده خبره دا ده چې د منوي نطفې په رحم کې له استقرار وروسته د هغو له منځه وړل حرام دي. (الشرح الکبیر للدردیر: ج ۲، ص ۲۶۶، ۲۶۷)
ليکوال: دوکتور شيرعلي ظريفي