ستړې اروا – لنډه کيسه

Image

د والسوالۍ په خامه لاره د ښوونځي د عملې موټر روان و. زما څوکۍ د ښېښې څنګ ته وه؛ ځکه د موټر د تیلو بوی بد رالګېده. د موتړ له رفتار سره د دوړو د جګېدو کچه هم ډېرېده، ډېر وخت به ښېښې تړلې وې او په بندو ښېښو کې زما ساه بندېده.

 سهار او ما‌‌زدیګر به مې له کوره تر ولسوالۍ ټول کلي تر سترګو تېرول. د کلیو په منځ کې ځای ځای شنې ونې، شنه بوټي او شنه باغونه تر سترګو کېدل. ځینې کلي ټول تک شنه و؛ داسې شنه لکه په خړه ځمکه چې زرغون شال غوړېدلی وي، خو ځیني کلي ډېر سپېره وه.

ببۍ به کیسې راته کولې:«کال مخکې په ولسوالۍ کې چا د نجونو د ښوونځي نوم نشو اخیستلای، جنګونه و او هره ورځ به سرې مرمۍ اورېدې؛ ټول باغونه او شنه فصلونه یې له سکاره داسې تک تور کړل. شکر دی اوس جنګونه نسته، خو د لوږې غم دی. ټول خلک همدا یوه خبره کوي: کار نسته، هلکان ټول بیکاره دي، څوک دوبی ته، څوک ایران او څوک پاکستان ته منډې وهي. کاشکې لوږه نه وای، دې ما شیرین به د دوبي په سره ګرمي کې څه غوښتل.»

 د ښوونځي موټړ به هر سهار، ځای ځای درېده، ښوونکې به یې د غزني د ښار له بېلا بېلو سیمو راجګولې او ښه په خوښي به د والسوالۍ په لور روانېده. هرې ښوونکې ځانته انډېواله لرله. جوړه جوړه به سره غږېدې، خندل به یې؛ تر هغه چې د ښوونځي دروازه رسېدې.

زه له دوی سره ډېره بلده نه وم؛ ځکه لږه موده کېده چې د دوی په ښوونځي کې ښوونکې شوې وم. د دې دندې وړاندېز یوې ملګرې راته کړی و؛ هغې له یوې موسسې سره په تعلیمي برخه کار کاوه. زه په دې دنده خوشحاله وم، زما هیله همدا وه چې په لرې پرتو سیمو کې نجونو ته تدریس وکړم .هغه ورځ چې ټولګي ته ولاړم، زده کوونکې د « ولاړ شئ» په ویلو ودرېدې، ما له سلام وروسته د کېناستو ورته وویل او درس مې پیل کړ. ټولګي کې مې نوې زده کوونکې تر سترګو شوه، ومې پوښتله:

ــ ستا نوم څه دی، نوې راغلې یې که غیر‌حاضره وې؟

ـ استاذې، زما نوم ګلورینه ده، زړه مې ډېر غواړې مښتب( مکتب) ته راسم، خو ابو ډېره ناجوړه وي. دا څو ورځې بیا تور ټوخي نیولې ده او زه په کور وم.

ـ ګلورینې، دا څنګه ښایسته ګلورین نوم لرې. ابو دې خدای پاک زر درته روغه کړي چې هره ورځ مکتب ته راشې. زده کوونکو ته مې وویل:

ـ نجونو پام وکړئ! دا اوس ګلورینې دوه کلیمې وویلې، مښتب او استاذ. دا دواړې کلیمې سمې نه دي، نه یې املا سمه ده او نه یې تلفظ سم دی. تاسې خو په کلي کې اوسېږئ، خو تاسې ښوونځی لولئ، ستاسې ژبه باید سمه وي. هر کلیمه سمه تلفظ کړئ او سمه یې ولیکئ. موږ استا‌ذ نه وایو او نه یې لیکو. باید استاد ووایو او مښتب هم سم نه دی، باید مکتب ووایو. په پښتو کې مکتب ته ښوونځی وایي باید ښوونځی ووایو.

ګلورینې په خپل تېز غږ را غږ کړ:

ـ استادې ته دې پښتو مضمون استاده یې، که د ریاضي؟

ټولو نجونو پټ پټ وخندل او زه یې دې متوجه کړم چې د ریاضي ساعت دی. ما دوی ته د کتاب کتابچې د تیارېدو وویل چې ګلورینه بیا وغږېده:

ـ استادې زه په ریاضي کې دېره ښه یم، ابو یې را زده کوي. ابو په کابل کې مکتب لوستی دی.

ـ کابل کې یې مکتب لوستی دی؟

ـ هو استادې

ما ونه غوښتل نورې پوښتنه وکړم؛ ځکه وډارېدم چې ګلورینه بیا و نه وایي دا د کیسو ساعت نه دی. تولګی تمام شو چې یوې ښوونکې راته وویل:

ـ مشر مدیر صاحب وايي، یو ځل ادارې ته راشه!

ادارې ته ولاړم، له روغبړ وروسته، مدیر صاحب وویل:

ـ استادې، پرون له ولسوالي کسان راغلي و او ستا لباس په هکله یې وویل چې مناسب نه دی.

ـ زما لباس په څه دی؟

ـ په هېڅ هم نه دی، خو موږ د حجاب توصیه کوو. هغه تور حجاب ډېر مناسب دی که یې واغوندې، موږ خوشالېږو.

ـ مدیر صاحب، زما کالي د خپل وطن کالي دي، ګرد اوږد کمیس او لوی ټیکری، ولې پردي کالي واغوندم؟

ـ زموږ د ښوونکو یونفورم تور حجاب دی او ته که داسې سرکشي کوې، ګومان مې نشي جوړ سره راشو.

ـ سمه ده مدیر صاحب، زه به فکر وکړم.

 اعصاب مې لږ سره واوښتل. له ادارې د ښوونځي حویلۍ ته ووتم، نه مې غوښته نورو ښوونکو ته دا وضاحت ورکړم چې مدیر صاحب څه وویل. حویلۍ کې مې سترګې مې په ګلورینې ولګېدې، د لاس په اشاره مې راوغوښتنه، ومې پوښتله:

ـ ګلورینې، تا ویل چې مور دې مکتب لوستی دی؟

ـ هو، استادې

ـ  نو مور دې ولې په کلي واده کړی؟

ـ هغه داسې و استادې، هغه اول وار چې طالبان راغلي و، مکتبونه تړل سوي و؛ نو ځکه یې نور مکتب نه دی ویلی او بابا مې دې خدای وبښي، ابو یې په کلي واده کړه. بابا مې صاحب منصب هم و، خو ابو یې کلي کې واده کړه. ابو هر ورځ وایي کاشکې دې بابا دا کار نه وای کړی. ډېره خپه وي

ـ  ګلورینې، ته خو کوچنۍ یې، نورې مشرې خویندې هم لرې؟

ـ هو استادې، موږ ۵ خویندو یو، ورور نه لرو، ابو او ابا ډېر ځورېږي چې زوی نه لري. په ابو یې نږدې بن راوړې وه، خو ښه ده ابا غریب دی چا لور نه ورکوله.

زه د ګلورینې هغو پخو خبرو ته حیرانه وم، بن، غریبي، د مور د بربادۍ غم او دا ۱۲ یا ۱۳ کلنه ماشومه. له خپل عمر چې ډېره لوړه غږېده او کم عمر کې په ډېرو غمونو اخته وه. نه پوهېږم دا نجلۍ داسې اشنا راته ښکارېده لکه د بل چا ساه چې پکې چلېږي. داسې خوږه راته واېسېده. ګلورینه مې بیا وپوښتله:

ـ مور دې نه وایي د کابل په کوم ځای کې مکتب لوستی؟

ـ د کابل په ماتو کلا کې ( مهتاب قلعه) کې یې کور و.

ـ مهتاب قلعه؟

ـ هو استادې

ـ د مور نوم دی څه دی؟

ـ ابو مې بصیره نومېږي.

ـ بصیره… او د بابا نوم دې څه دی؟

ـ بابا مې خان ولي نومېده

د مهتاب قلعه، بصیرې او خان ولي کاکا د نوم په اورېدو مې ټکان وخوړ، هکه پکه حیرانه شوم، خپل ټولګی او ښوونځی مې رایاد شو. ګلورینې ته مې وویل:

ـ ګلورینې ستا ابو زما همصنفۍ وه.

ـ وۍ جااار استادې، ته زما د ابو همصنفۍ وې، ته څونه ځوانه یې، ابو ډېره زړه سوې ده. ابو ته که ووایم، څونه به خوشاله سي، په کران ( قران) رکه روغه به سي.

ګلورینه مې په مخ ښکل کړه او بصیرې ته مې لیک ولیکه:

« سلام، زه نازیه یم، په یاد دې یم که نه؟ بیخې مې باور نه راځي چې ته به کلي کې واده یې. ته خو د ټولګي اول نمره وې او تا باید طب لوستی وای… ته د داسې ژوند او سلو مرضونو لایقه نه وې. دا مې شمېره ده، زنګ راوکړه او یا بېرته د لیک ځواب راولېږه. کلي نوم او د کور ادرس راولیکه، زه غواړم تا وګورم.»

د مدیر خبرو او د بصیرې بد ژوند مې طبیعت ډېر راخراب کړی و. ښوونځی رخصت شو، کور ته ورسېدم. کیسه مې ببۍ ته تېره کړه. هغه هم حیرانه وه چې تقدیر هم څه کانې کوي. شپې مې څو ساعته په بصیرې په اړه فکر کاوه. کابل، د مجاهدینو جنګونه او د طالبانو تورتم او زموږ ماشوتوب… د بصیرې لياقت او د ښوونځیو تړل کېدل او کډوالي… دا ټولې خاطرې مې په څو دقیقو کې تر سترګو تېرې شوې.
شپه تېره شوه او له ما د مدیر خبرې هېرې وې چې باید تور حجاب واغوندم، بیا په خپل سټایل کې ښوونځي ته ولاړم.

 ګلورینې د بصیرې لیک راکړ: د تقریح په ساعت کې مې لیک ولوسته:

« سلام … نازیې، لکه خوب چې وینم چې تا به بیا ګورم. زموږ له جلا کېدو یو عمر تېر سوی او څرنګه زر تېر سو، ګلورینې ویل ته ځوانه پاتې یې، خو زه ډېره زړه سوې یم؛ ځکه ما ډېر بد ژوند تېر کړی، خامخا زما کورته راسه…»

د بصیرې لیک مې ولوسته، پاس مې اسمان ته وکاته او په یوه سوړ اسویلي مې د زړه براس کم کړ. ادارې ته ولاړم ښوونکې سره غوږ په غوږ وې، یوې ښوونکې راته وویل:

ـ استادې، لکه چې خبره نه یې، پخه اوازه ده، له اووم ټولګیو پورته ښوونځي تړل کېږي…

موږ ښوونکو د ښوونځيو د ټړل کېدو غم کاوه چې د ښوونځي یو صفاکار ادارې ته راغی او یو پاکټ یې راکړ، یو رسمي مکتوب او یو لیک و:

 « سلام، ما پرون تاسو ته یوه توصیه وکړه، خو تاسو نن هم نه ده مراعت کړې، ګومان کوم تاسو خپله لاره نه پرېږدئ، د ښوونځي او دولت دې پالیسي په مطابق تاسې له دې دندې منفک یاست.»

د لیک له لوستلو وروسته یوې استادې وپوښتلم:

ـ د څشي مکتوب دی؟

ـ نن زه په لباس منفکه یم، خو سبا ته به تاسې ټولې به د ښوونځيو په تړل کېدو کورناستې یاست…

 په سبا ورځ د ببۍ له لمسي سره د بصیرې کلي ته رهي شوم. کلي ته چې ورسېدم، د خټین کور د اوسپنې زړه دروازه مې په لاس ټک ټک کړه. د دروازې له شا غږ وشو:

ـ ابو، خداسته څوک ده، تا غواړي

په حویلۍ کې یوه کوچۍ ډوله ښځه مخامخ راغله:

ـ نازیې راځه!

ـ بصیرې، دا ته یې؟

بصیرې ته ور نژدې شوم. غېږې کې مې ونیوه، هغې داسې ژړل لکه یوه ځوانه ښځه چې په کونډتون ساندې کوي:

ـ نازیې! مه راته وایه مه ژاړه، پرېږه چیغې وکړم. ما خو داسې ستړی ژوند تېر کړی، کلونو کېږي وجود مې لکه د ناسور زخم نه روغېږي. زوی خدای نه دی راکړی، تانې( پیغور) ما ته راکېږي. مسېره( مشره) لور مې واده ده، دا بله کشرۍ یې هم ورکړې ده. ما یي پلار ته وویل، دا دوه تا ورکړې، دا درې زه لویوم. ګلورینه دېره راباندې ګرانه ده او ښه لایقه ده. تر شپږم ټولګي مې ډېر په سختۍ مکتب پرې ولوسته. نور یې هم پرې لولم، لوی ارمان دی چې ډاکتره سي…  نن داسې یم لکه مړی چې ژوندی سي، له زړه مې بوج کم سو، وجود مې مړ او اروا مې ستړې وه، خو نن ستا په لیدو بیا ژوندۍ سوم او اروا مې راته خاندي، ما به نه هېروې او خامخا به راته راځې…

بصیرې سره مې وعده وکړه چې خامخا به ورته راځم. له هغې ورځې کلونه تېر دي، خو زه په کلي کې نه یم. نن هم هغسې ویرجنې ورځې دي او په وطن کې د نجونو په ټولو زده کړو بندیز لګېدلی دی. ماته بصیره او ګلورینه رایادېږي. ۳۰ کاله مخکې د بصیرې د زده کړو ارمان نیمه خوا شو، نن یې د لور د زده کړو ارمان نیمه خوا دی. نه بصیره ډاکتره شوه  او نه ګلورینې اووم ټولګی ولوست، خو حیرانه په دې یم د نجونو د نیمه خوا ارمانو توره اروا ولې لکه د بصیرې اروا نه ستړې کېږي او وجود یې نه مري…

لیکواله: پاکیزه ارزو

Share via
Copy link