ناموسي قتلونه

Image

د ښځو وژل د ناموس په نوم، یوازې یو قتل نه دی. دا یوازې یوه شخصي اشتباه نه ده. لکه غلا یا رشوت خوړل دا یو عادی جرم هم نه دی. بلکې د ښځو وژل یو فرهنګ او البته یو ټولنیز نظم دی.

دا له انسانه، له ښځې، له سړي، له عزت څخه زموږ یو خونخوار فهم دی. یو داسې فهم چې پېړۍ پېړۍ زموږ د ذهنونو، زموږ د کورونو، او زموږ د ژبو برخه پاتې شوی دی.
موږ په داسې ټولنه کې لوی شوي یوو چې ښځه یې د انسان په توګه نه، بلکې د سړي د خیالي عزت یوه برخه ګڼلې ده. ښځه لکه سیوری، لکه جایداد، لکه شتمني داسې پيژندل کېږي مګر فرق یې له جایداد سره دا دی چې که په جایداد څه وشي، جایداد ته یې جزاء نه ورکول کېږي مګر زموږ په نزد د ښځې بدن او ژوند یې د ښځې لپاره د قصاب کونده ده. په افغانستان او پښتنو کې کې هره پيدا کېدونکي ښځه د خپل قتل سامان او دلیلونه په خپل بدن کې له ځان سره زېږوي.

زموږ فرهنګ د قومپالانو او ملتپالانو لاس کې و، فرهنګ هغوۍ ته د افتخار او ځان لوړښودنې یوه وسیله وه، مګر زموږ نسل باید وپوښتي چې اصلاً ناموس څه ته وايي؟ ولې باید داسې څه وجود ولري چې د یوې ښځې په وینو او غوښتو پايي. د دې په کوم ځای کې افتخار دی، دا چا موږ ته ویلي چې د یو انسان وژل زموږ شان پر ځای کوي. او البته دا شان نه دی، دا عزت نه دی چې د یوې ښځې په قتل پايي بلکې دا زموږ فرهنګ دی، زموږ جمعي عقل. هغه ټولنیز نظم چې د ښځې ژوند یې زموږ د خودخواهۍ او کاذب غرور په پښو کې حلال کړی دی.

موږ زر کاله دا کار کړی دی: ښځه مو یوه تابو، یوه پټه موضوع، یو شرم ځای ګرځولې ده. ورته مو ویلي: مه وځه، مه خانده، مه وایه، مه ګوره، مه فکر کوه، مه خوښه لره. د ښځو دا مغلوبیت له دې سرچینه نه اخلي چې د هغې وجود د یوې ښځې دی بلکې دا په دې سبب ده چې موږ سړي، یعنې جامعه، فرهنګ، نظم او د قدرت کنټرولونکي په خپل وینه څښوونکي قدرت کې پاتې شو، باید ښځې قرباني او د خونخوارو حیواناتو غوندې کنترول شي.

ځوان افغان نسل باید دا نظم مات کړي چې د افغانو نجونو او میرمنو په وینو خړوب دی. موږ باید دا فکر وننګو باید ووایو چې ښځه د سړي عزت نه دی، ښځه انسانه ده، سړي دې خپل عزت د بل انسان په وژلو کې نه ګوروي.  باید دا ومنو چې زموږ فرهنګ ناروغ دی، قاتل دی، وینه څښونکی او ښځه وژونکی دی. کله چې د سړي عزت د ښځې له مرګه سره وتړل شي ټول فرهنګ باید راغوځار شي، هر هغه بنسټ چې د ښځې په مرګ کې د سړي افتخار ګوري باید و نړول شي.
او دا زموږ مسؤلیت دی. زموږ د نسل تاریخي رسالت دی چې د ښځوژنې دا په وینو سور زنځیر وشکېږي. نه یوازې د ښځو لپاره، بلکې زموږ د خپلو ځانونو لپاره. موږ باید داسې سړیان نه شو او زموږ راتلونکي نسلونه باید داسې سړیان نه وي چې خپل عزت د ښځو په قتل کې ګوري او غواړي. دا زموږ اخلاقي مسولیت او دا زموږ مبرم ملي ضرورت دی. د یو ودان، پرمختللی او باعزته افغانستان د اقامې لپاره موږ د ښځې ژوند، بدن، اواز، فکر، احساس او تخیل ازادیدو پرته بل لار نه لرو.

زما دا لیکنه دې د شهیدې غزالې جاوید ځوانې ارواه ته د هغې د ۱۳ تلین په مناسبت ډالۍ وي.

ليکوال: قسيم ځير

Share via
Copy link