په افغانستان کې د زده کړه او کاري فرصتونو لرليد!

Image

د شيشه ميډيا د اونيزو اکس سپيسونو د لړۍ په يوولسمه کړۍ کې مو په افغانستان کې د زده کړو او کاري فرصتونو د لريد په اړه د پکتيا پوهنتون له پخواني استاد ښاغلي جانداد جهاني سره بحث درلود. ښاغلي جهاني د بحث په پيل کې په افغانستان کې د عصري زده کړو د پيل او ودې په په اړه تاريخي معلومات وړاندې کړل. د ده په خبره چې په افغانستان کې عصري زده کړې د نورې نړۍ غوندې د ښوونځي په بڼه د امير شيرعلي خان په وخت کې پيل شوې، خو د غازي امان الله خان په دوره کې يې وده او پرمختګ وکړ. د هغه په دوره کې د هلکانو د زده کړو تر څنګ د نجونو د زده کړو په برخه کې هم کار پيل کړ او د ښځينه ښوونکو د روزلو لړۍ هم ورسره پيل شوه.

د ښاغلي جهاني په قول کله چې په افغانستان کې چپي ګوندونه واک ته ورسېدل، د عصري زده کړو په برخه کې يې ډېر کار وکړ، خو هم مهاله يې ورسره تحصيلي بنسټونه ايډيولوژيک او سياسي هم کړل چې دې چارې په لرې پرتو سيمو کې د زده کړو بهير له خنډ سره مخ کړ. د مجاهدينو په واک ته رسېدو سره هغوی هم په تعليمي سيستم کې ډېر افراطي ايډيولوژيک تعليمات ځای پر ځای کړل. له ۲۰۰۱ کال را وروسته د کميت په لحاظ عصري زده کړې ډېرې پراخې شوې او ډېر زيات دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونو جوړ شول.

د ده په خبره په دې وخت کې خلکو فکر کاوه چې زده کړې به د کار او دندو اساس وي؛ نو ټولو هڅه کوله چې په داخل او بهر کې لوړې زده کړې وکړي. جهاني زياتوي چې په تېرو کلونو کې زموږ په تعليمي او تحصيلي سيستم کې ډېرې نيمګړتياوې موجودې وې؛ ځکه پخواني جنګسالاران د د تعليمي او تحصيلي ادارو په راس کې وو. بله ستونزه دا وه چې تعليمي او تحصيلي وزارتونو او بنسټونو ته کمه بوديجه ځانګړې کېدله. د زده کړو کيفيت ته هم پام ونشو. پايله يې دا شوه چې د پوهنتونونو ډېرو فارغانو آن په داخلي مارکيټ کې هم د کار وړتيا نه درلوده.

د هغه په اند تر ۲۰۲۱ را وروسته فساد سيستماتيک شوی دی او د طالبانو د حکومت چارواکو خپل خپلوان او د خپلې ډلې لسګونه زره کسان له هر ډول تخصصي او کاري مخينې پرته د تحصيلي او تعليمي ادارو په شمول په ټولو دولتي بنسټونو کې استخداموي. د هغه په وينا په دې کار سره له يوې خوا ډېر مهم او د تصميم نيونې موقفونه نامسلکي کسانو ته رسېدلي دي، چې دوی يې تر عهده نشي وتلای او له بلې خوا د مسلکي کسانو له شړلو سره د ځوانانو، په تېره بيا د ښوونځيو او پوهنتونونو د محصلانو روحيې ځپل شوې دي او انګېزې يې له منځه وړل شوې دي او هغوی ته زده کړې او وړتيا معيار نه ښکاري او موږ د نړۍ له کاروانه لرې پاتې کېږو. د ښاغلي جهاني په اند له هېواده د مغزونو اوسنی فرار د همدې ناوړه تصميمونو له امله دی. دا ډول تصميمونه په اوږد مهال کې پر ثبات، اقتصادي وده او ټولنيز يووالي ډېره ناوړه اغېزه کوي او موږ له نړيوال کاروانه لا نور وروسته پاتې کوي. ښاغلی جهاني په دې اند دی چې په تېرو شلو کلونو کې زموږ د ښوونځيو او پوهنتونونو کريکولم ډېر پخوانی او له کاره لوېدلی و، چې له امله يې په تېرو دوو لسيزو کې فارغ شوي کسان په د کارد نړيوال مارکيټ په معيار برابر نه دی.

د ده په وينا چې په پرمختللو هېوادونو کې د تعليمي او تحصيلي نصاب او کار د مارکيټ د تړاو په اړه بېلابېلې تيورۍ شته او هغه عملي کېږيو د بېلګې په توګه د Skill Gap تيوري پر دې بحث کوي چې د کار د مارکيټ تقاضا څه ده او تحصيلي سيستم ورته د کومو مهارتونو خلک وړاندې کوي. دوی هڅه کوي چې په کريکولمونو کې داسې مواد او مهارتونه شامل کړي چې ترې فارغ کس يې پر اساس تر فراغت وروسته کار وموندلای شي او په اړونده برخه کې د ادارو او شرکتونو اړتيا پوره کړي.

يوه بله تيوري وايي چې د تعليمي نصاب اساسي موخه د کاري ځواک روزل دي؛ نو هغه تعليمي او تحصيلي نصاب موثر دی چې عملي درسونه پکې ډېر شامل وي. د دوی موخه د مسلکي کاري ځواک روزل وي. په ليبرال تعليمي ماډل کې بيا باور دا دی چې د کار بازار تل د بدلون په حال کې دی؛ نو بايد داسې کسان وروزل شي چې د اوږدمهاله کاري تقاضا لپاره مناسب وي او په عين حال کې که په ټکنالوژي، د کار په بازار کې بدلون راځي او يا ان سياسي نظامونه بدلېږي، نو زده کوونکي او محصلان بايد داسې وروزل شي چې په اوږد مهال کې له بدلونونو سره ځان عيار کړای شي او تل هڅه وکړي چې له هر ډول شرايطو او بدلونونو سره ځان بلد کړي.

 په افغانستان کې په تېرو دوو لسيزو کې دغو مواردو ته کم پام شوی وو او چې هر څومره په تعليمي او تحصيلي سيستم کې دا علمي تيوريانې په پام کې ونيول شي هغومره زموږ د تحصيل او کار په برخه کې زموږ د ځوانانو ستونزې راکمې شي.  

ښاغلي جهاني د حللارو په برخه کې هم زده کوونکو او محصلانو او هم اوسني حکومت ته ځينې وړانديزونه مطرح کړل. د هغه په اند څومره چې زموږ ښوونيز سيستم معياري وي، د هېواد اقتصادي وده به مو هومره چټکه وي؛ ځکه د اقتصادي ودې لپاره مسلکي بشري ځواک ته اړتيا لرو او دا بشري ځواک يوازې د عصري زده کړو له لارې ممکن دی. تصميم نيوونکو ته د ښآغلي جهاني وړانديز دا وو چې عصري زده کړو ته لاسرسی بايد د دوی محوري بحث وي، د ده په خبره همدا اوس هم د افغانستان د ناخالص عايد ۵۰ سلنه يوازې له خدماتو تر لاسه کېږي او نور ټول سکتورونه يوازې د خدماتو له عايد سره برابره نه ده. د هغه په خبره له زده کړو د نجونو محرومول هېواد ته ډېر دروند مالي زيان هم لرلای شي؛ نو له هر ډول تبعيض پرته بايد ټولو ته معياري عصري زده کړو ته لاسرسی تضمين شي او له تعليمي او تحصيلي نصاب څخه هر ډول ايډيولوژيکې زده کړې وباسي.

د ښاغلي جهاني بل وړانديز دا وو چې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې بايد مسلکي ټرينينګونو ته پام وکړي او زده کوونکو ته يې وړاندې کړي. زده کوونکو ته د استاد جهاني يو وړانديز دا وو چې د تحصيلي څانکو په انتخاب کې پوره دقت وکړي. دوی بايد داسې پوهنځي انتخاب کړي چې د کار بازار لري، ټيکنالوژي يوه هغه ساحه ده چې دوی بايد ور باندې فکر وکړي. هغه د انګليسي زده کړه هم تر هغې کچې ډېره مهمه وګڼله چې زده کوونکي ورباندې ليکل، لوستل او پلټل وکړای شي.

د ښاغلي جهاني بله سپارښتنه دا وه چې ځوانان بايد د زده کړو له انلاين فرصتونو استفاده وکړي او همدارنګه د کار نړيوال بازار بايد جدي په پام کې ونيسي. دوی بايد خپل مهارتونه دومره لوړ کړي چې له هېواده بهر انلاين کارونه وکړي.

Share via
Copy link