موږ ټول د تېر، حال او راتلونکې زمانې په اړه خبرې کوو، مګر څلورمه زمانه هم شته!
لومړی به یو څو نورو خبرو ته راشو:
مثلا ملګری زنګ در وهي، خبرې ور سره کوې، دې حالت ته ظاهرا حال زمانه وایوو. مګر اصلا دا تېره زمانه ده، ځکه ستاسې خبرې چې د یو و بل تر غوږونو رسي، غوږونه بیا هماغه اوازونه مغزو ته انتقالوي او له هغه وروسته تاسې په خبره پوهېږئ، دا هر څه تېر شوي وي.
یا فرضا کله چې نیمه شپه اسمان ته ګورو او د هماغې اوږدې سپینې لیکې یا کهکشان منځ وینو، دا هېڅکله حال زمانه نه ده. کومه رڼا چې له هماغه ځایه موږ ته راځي، هغه پنځهویشت زره کاله پخوانۍ رڼا ده. یا کوم ستوري چې وینو دا ټوله صحنه تېره زمانه ده. ځکه هر ستوری لسګونه، سلګونه، زرګونه او یا میلیاردونه نوري کاله له موږ لیرې دی. یعنې د رڼا سرعت په یوه ثانیه کې درېلاکه کیلومتره دی، له همدې ستورو څخه چې ځمکې ته رڼا په همدې لوړ سرعت حرکت راوکړي، لسګونه، سلګونه، زرګونه او میلیونونه کلونه وروسته موږ ته را رسي. نو له همدې خاطره موږ ټول وخت تېره زمانه وینو. کوم ستوري چې اسمان کې وینو، ممکن ډېر کلونه پخوا لا له منځه تللي وي، خو موږ یې هماغه پخوانۍ رڼا وینو چې د ده په ژوند یې زموږ خوا ته حرکت راکړی و. موږ شاید د مړو شویو ستورو پخوانۍ رڼا وینو.
که زموږ د کهکشان مرکزي برخه له منځه لاړه هم شي، موږ به ۲۵۰۰۰ کاله وروسته ترې خبرېږو. خو جالبه بیا دا ده چې همدا د نور ذرې بیا د وخت په نوم څه نه پېژني، هغوی ته یو میلیارد کلونه او یوه ثانیه وخت بې تفاوته دی. دا ځکه، کله چې کوم شی د نور په سرعت حرکت وکړي وخت نه پرې تېرېږي او تل په مطلقه حال زمانه کې اوسي، هغه بیا د تېر او راتلونکي نومونه لا نه پېژني. یعنې د هغوی له لیدلوري تېر او راتلونکی هېڅ موجود نه دي.
آن موږ چې یو د بل تر څنګ ناست یوو هم، په تېره زمانه کې اوسو. ځکه د کومې رڼا په واسطه چې موږ مقابل کس وینو هغه یو ځل له هغه څخه منعکسېږي، زموږ تر سترګو مزل کوي او بیا یې ماغزه تشخیصوي.
که موږ وغواړو چې په حال زمانه کې واوسو نو مجبور یوو چې د نور په سرعت حرکت وکړو. خو د نور په سرعت د هغو شیانو حرکت ناممکن دی چې مادي کتله ولري.
فرضا هغه نور چې میلیاردونه کاله پخوا پیدا شوی او په کائناتو کې حرکت کوي، په عمر کې یې له هغه نور سره فرق نشته چې همدا نن تولید شوی دی. ځکه نور تل په حال زمانه کې اوسي، وخت هېڅ ور ته مهم نه دی.
مګر تر ټولو جالبه بیا دا ده چې په کائناتو کې له همدې درې زمانو ورهاخوا څلورمه زمانه هم شته.
ستورپوهانو او کازمولوجیسټانو موندلې چې زموږ کائنات د نور تر سرعت لا په چټک سرعت پراخېږي، مګر دا پراختیا د فضا ده، د مادې نه ده. مثلاً دوه کسه په یوه ربړي قالینه ناست دي، خو یو څوک دا قالینه سره کش کوي او د دې دوو کسانو تر منځ پخوانۍ نیم متر فاصله یو دم پنځه مترو ته رسېږي. دلته دوی حرکت نه دی کړی، قالینې کړی دی. نو د کائناتو د پراخېدا اړوند هم کیسه داغسې ده چې فضا پراخېږي او دا یوازې پراخېدل نه دي، لحظه په لحظه یې سرعت پسې زیاتېږۍ هم.
مخکې مو وویل کله چې غواړو مطلقه حال زمانه ولرو نو باید د نور په سرعت حرکت وکړو؛ خو د کائناتو د پراخېدو په مساله کې سرعت د نور تر سرعت لوړېږي او نظري فزیکپوهان وایي چې دې سره یوه څلورمه زمانه زېږي چې موږ یې لا تر اوسه سم په تشخیص نه پوهېږو.
د انسانانو تکنالوجي او پرمختګ نسبت د کائناتو رازونو سپړلو ته دومره ضعیف دی چې کله سم متوجه شو نو و به وایوو چې ساینس او ټکنالوجي تر بلې هرې برخې زیاته شا ته پاته ده.
نو هر کله چې نور ساینسي پرمختګ وشي موږ به هم د کائناتو له همدې پېچلو رازونو پسې خبرېږو. لکه څنګه چې د فضا تر دریو بُعدونو د زیاتو بُعدونو تحلیل او تصور ګران دی خو ساینس یې شتون وړاندیز کړ، همداسې د زمانو او حواسو حساب هم ډېرېدای شي.
مثلا هاروارډ پوهنتون د ادراکي علومو اړوند په پلټنه لګیا دی او د شپږم حس په اړه خبرې کوي.
لیرې نه ده چې یو وخت د همدې څلورمې زمانې اړوند هم زیات مالومات تر لاسه کړو.
ليک: وکيل احمد عزيزي