ډیموکراسي که هایپوکراسي؟

Image

ډیموکراسي د معاصرې بشري نړۍ تر ټولو جدي اړتیا ده. يوازې د ډیموکراټیکو ارزښتونو، لکه زغم، خبرو اترو او ټول‌شموله ګډون په صورت کې انسانان، سره له دې چې د افکارو او تګلارو شدیده تنوع لري، په سوله کې ژوند کولای شي. ځینې ډلې چې د دې بنسټي او مهم ټکي بشپړ درک نه لري، د ډیموکراسي په اړه شپه او ورځ شعارونه ورکوي، خو اعمال یې ډیموکراټیک ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

په افغانستان کې د ولسواکي د دې مدعیانو د خبرو او کړنو تر منځ تضاد ډېر ښکاره دی. خپل مخالف تل ترتله په نه زغم، محدود ذهنیت او نا مدنیت تورنوي، خو کله چې دوی مکالمې او بحث ته راوبلل شي او د پراخې سینې ښودلو وخت شي، بيا تر هر چا ډېر دوی د نه زغم ننداره وړاندې کوي. دا نه يوازې زمونږ له ټولنې سره جفا ده، بلکې په لویه کې له ډیموکراټیکو ارزښتونو سره هم بې وفایي ده. د ستر جرمني مفکر فریډریک نیچه په قول له یوې نظریې سره تر ټولو غټ ظلم د هغې تش پنوم پلویان کوي او دغو ډلو ټيک همدا کار روان کړی دی.

زه خپله د دغو ډلو له تنګ‌نظري او نه زغم سره مخ شوی یم. يوه ورځ هغه مهال د ټویتر سپیس له یو بحث څه وایستل شوم کله مې چې د دوی نظر وننګاوه. بحث د کرکټ ملي لوبډلې په اړه وو. هلته زما نظر له واقعیتونو سره د تضاد له کبله نه؛ بلکې له دې امله بد وګڼل شو چې زه له یو خاص قوم سره تړاو لرم. دوی ښه پوهېدل چې زه ډیموکراټیکو ارزښتونو ته مبارزه کوم او د طالبانو ښکاره منتقد یم، خو دا چې د دغه بحث په دوران کې زما اند د دوی د ذهني تعصبونه نه خړوبول، زه یې له لیکې وایستم.

دا کوچنۍ پېښه یوې ژورې ستونزې ته اشاره کوي چې زمونږ په ټولنه کې موجوده ده او هغه دا چې موږ له ذهني تعصبونو لرې منظمه مکالمه نشو کولای. له هم‌نظره سره خو هر ډول انسان تیار دی. کمال دا دی چې له مخالف سره مکالمې ته حاضر شې. دا د ولسواک ذهن  او مهذبتیا نښه ګڼل کېږي چې د تورو او ټوپکو پر ځای نن ستونزې د خبرو او اترو او پراخه سینې له لارې حل او فصل کوي.

د پورته بحث په امتداد د ولسواکۍ د تش په نامه مدعیانو دوه مخیتوب ډېرې ناوړه پایلې لري. یوه بده پایله یې دا ده چې په موږ کې د خبرو اترو فرهنګ وده نه کوي او ډیموکراټیکه روحیه نه روزل کېږی. په هغه صورت کې لکه څنګه چې دوام لري، د مخالف له حذف کولو پرته بل افشن نه لرو. اوس پوښتنه دا ده چې اخر ولې داسې کېږي. د ډیموکراسي دغه مدعیان ولې دغسې د “یو بام دوه هواوې” په وضعیت کې ښکېل دي.

د دې ډېرې وجې کیدای شي. یوه یې دا ده چې اصلا دغو ډلو ولسواکي د یو ارزښت په توګه نده منلې. دوی فقط د خپل مخالف د بد ښودلو لپاره د ډیموکراسي شعار ښکته پورته کوي. دوی یو ډول داسې فکر کوي چې هر څوک د دوی له نظر سره نه وي موافق، ان که دا مخالفت په ډیموکراټیکو لارو ښکاره کوي، دا کس د ډیموکراسي مخالف دی. بل ټکی چې دوی په دې دوه مخیتوب کې ښکیلولو ته مجبوروي دا دی چې دوی د ډیموکراسي د شعارونو په کوز او بر کولو سره غواړي خپلې اجنډا ته د نړیوالو ملاتړ ومومي. د دې تر څنګ د منظم عقلاني تفکر کولو قابلیت نه لري. په ادراکي تعصبونو Cognitive Biases ککړ ذهن نشي کولای مکالمې ته دوام ورکړي او د مخالف فکر سم تحلیل کړي.

په دغسې تیاره وضعیت کې د ژغورنې لار دا ده چې له ځانه شروع وکړو. خپلې کړنې او فکرونه وارزوو. د یو فرد کړنې د هغه ټول قومي هویت ته منسوبې نه‌کړو. د دې تر څنګ پر خپلو ارزښتونو غور وکړو او انساني یې کړو. په دې پوه شو چې ډیموکراسي یوازې د ولس د ټینګې ډیموکراټیکي روحيې په پایله کې غوړېږي او د نورو تنګ‌نظره او له زغمه خالي نظریو ځای نیسي.

ليکوال: جانداد جهاني

Share via
Copy link