ټرمپ او پوتین ناستې ته کتنه

Image

ښایي ډېرو لپاره د پوښتنې وړ وي چې ولې د یوکراین په اړه ولسمشر ټرمپ ناڅاپه جدي شو او لومړی یې د روسیې ولسمشر لپاره د ۵۰ ورځو ضرب العجل وټاکه، بیا یې د ۱۲ ورځو لپاره ضرب العجل وټاکه او بیا یې د دوه ورځو ضرب العجل وټاکه او  د منځني ختیځ لپاره خپل ځانګړی استازی سټیف وټکاف چې د یوکراین په خبرو اترو کې هم دخیل دی، د  ولسمشر پوتین سره لیدنې لپاره ولېږه.

د وټکاف او پوتین لیدنې سمدستي وروسته ولسمشر ټرمپ د یوه  اجرایوي فرمان صادرولو په واسطه روسیه د امریکا  امنیت او بهرني سیاست لپاره فوق العاده تهدید وباله.  دا دست و پاچګي ولې؟  ولې ولسمشر ټرمپ او د هغه ټیم د فشار او تعامل دواړو افراطي او عدم هماهنګ حرکتونه ترسره کوي؟

د دغه کړنو د نورو ټولو دلایلو سربېره یو ستر دلیل د یوکراین په جګړه کې د جنګ لومړي خط په اوږدو کې د روسیه په ګټه او د یوکراین په تاوان روان وضعیت دی. د بخموت وروسته، چاسیف یار د دوه کلونو فرسایشي او ستومانه جګړې وروسته سقوط شو، کوپیانسک د درې خوا څخه محاصره دی، پکروفسک هم چې د جنګ لومړي خط اکمالاتي ، لوژستیکی، د سوق او ادارې او پلانګذاري مرکز  رول لوبوه او له تېر یو کال راهیسې ورباندې جګړه روانه ده، د  دریو خوا څخه محاصره دی چې د توقع خلاف ممکن یوه هفته الی ۱۰ ورځو کې به سقوط شي. تر ۲ میاشتې مخکې پورې ګمان کېده چې پکروفسک ښار به حد اقل تر اکتوبر میاشتې پورې د روسیې ځواکونو لاس ته نه غورځي.  د پکروفسک، سلوویانسک او کرامتورسک سیمو سقوط دا معنا ورکوي چې د روسیې ځانګړي نظامي عملیات چې هغه کې د څلورو ولایتونو ، دونیتسک، لوهانسک، ژاپروژیا، او خرسون شامل دی، تکمیلیږي.

د پورته دریو ښارونو سقوط نه یواځې د روسیې ځانګړي نظامي عملیات اهداف روسانو ته په لاس ورکوي، بلکه د جګړې خط ماتوي، روسي ځواکونه  به په لوړه کې قرار لري، او تر لسګونه  کیلومتره بیا نور غټ، یا میانه ښارونه نشته دی چې هلته دې یوکرایني ځواکونه د دفاع لپاره مورچلې جوړې کړي او هوار او تش ډاګې دي چې هلته مقاومت او جګړه په هیڅ صورت امکان نه لري.  همداسې که احیاناً روسان وغواړي چې خارکیف او Pahlovrad ونیسي ، نو د دغه سیمو سقوط وروسته به هغه سیمې بدون له جدي مقاومت څخه په څو اونیو کې ونیسي.

امریکایان څه غواړي؟

امریکایان چې د جګړې وضعیت تحلیلوي او ځمکني حقایق درک کوي، کوشش کوي چې یوکراین په ممکنه توګه کمه ساحه د لاسه ورکړي، او روسان محدود کړي. د امریکا لپاره به په غربي یوکراین کې د یوکراین نظام حفظول او روسیه همغه شرقي څلور ولایتونو کې محدودول هدف وي.

اروپایان او یوکراین څه غواړي او د دوی غبرګون څه دی؟

د اروپایانو او یوکراین تأکید لا هم پر جګړې دی. اروپایان او یوکراین فعلي شرایطو کې مذاکرات د یوکراین په تاوان بولي او تأکید کوي چې د جګړې له لارې روسي ځواکونه په شا وتمبول شي. د همدې هدف ترلاسه کولو لپاره به اروپایان او یوکراینان خپل اعظمي هڅه کوي چې هر نوع مذاکرات د روسانو او امریکایانو ترمنځ سبوتاژ شي، ولو که هغه د روسانو عکس العمل پارولو له لارې یا هم د روسانو ستراتیژیک محلونو په نښه کولو له لارې وي.

آیا د راتلونکي ناستې څخه د پایلې تمه درلودل منطقي ده؟

د نړیوالو اړیکو اصولو مطابق د هیوادونو ولسمشران مذاکرات نه کوي، بلکه د خپل خارجه وزارت تر مشري لاندې د شوي مذاکراتو له لارې منځ ته راغلي هوکړو، توافق او تعهداتو باندې د  کاغذ پر مخ امضا یا د تأئید مهر اېږدي.  تر اوسه پورې رسماً د روسیې او امریکا ترمنځ خبرې نه دي شوي چې هغه کې دې وزارت خارجه مشري کړي وي او نړر اطراف هم پکې ګډونوال وي. خو د دې احتمال هم شته دی چې د دواړو لوریو ترمنځ مخفي استخباراتي ناستې شوي وي او مخې له مخکې یوې هوکړې ته رسیدلي وي، که څه هم د دې احتمال نهایت کم دی.

د نړیوال میډیا، آزاد خبریالانو، سیاسي تحلیلګرانو، نظامي چارو پوهانو او شته معلوماتو ارزونه او تحلیل که وشي، نو دا انګېرلی شو چې دغه ناسته کې به امریکایي لورې د بشپړ او بلا قید و شرطه اوربند او د هغه وروسته د سولې مذاکراتو د مخ ته وړلو هڅه کوي، او روسان به کوشش کوي چې امریکا رسماً تعهد ورکړي چې یوکراین سره به نظامي مرستې دفعتاً ودروي، د یوکراین نیول شوي خاوره به رسماً د روسیې برخه ګڼل کیږي او تعهد کیږي چې یوکراین به د ناټو غړیتوب نه ترلاسه کوي.

د ۲۰۱۴ کال څخه راوروسته د منسک توافقاتو او د ترکیې خبرو اترو په نظر کې نیولو سره د داسې یوه نتیجې توقع درلودل منطقي او متصور نه ده.  له دې ناستې به روسان کوشش کوي چې وښایي دوی  مذاکراتو ته حاضر دي، خو له خپلو شرایطو به هم انعطاف نه کوي ځکه چې دستي برلاسي دي او که توافق ته ورسیږي یا ونه رسیږي ، راتلونکي ۳ میاشتو کې د جګړې خط ماتیږي او د هغه بیا احیا کول د   ۲-۳ کلونو خبره ده.  امریکایان به هم کوشش کوي چې څومره زر وشي، د روسانو لخوا د ځمکو تصرف او مخ ته تګ ودروي، که نه د پکروفسک، کرامتورسک او سلویانسک سقوط سره به د جګړې خط د ټېنګولو نه وي.

ليکنه: عبدالرحمن سليم

Share via
Copy link