• خانه
  • معلوماتي
  • Noam Chomsky: The False Promise of ChatGPT – نوام چامسکي: د چټ جي پي ټي ناسمې ژمنې

Noam Chomsky: The False Promise of ChatGPT – نوام چامسکي: د چټ جي پي ټي ناسمې ژمنې

Image

پروفېسور نوام چامسکي نږدې ۹۶نوي کلن دی. له تېرو څو میاشتو راهیسې ناروغ او برازیل کې تر درملنې لاندې دی. پرون یې آن د مرګ خبر خپور شو، خو مېرمنې یې رد کړ.

نوام د پوهې یوه روانه انسایکلوپېډیا ده او ددې زمانې یوازېنی د عقلانیت پیغمبر یادېږي. په اوس کې که چېرته هم د روشنفکر په نوم څوک وي، نو دده له اولاده به وي. لاندې لیکنه یې تېر کال د مصنوعي هوښیارتیا په اړه کړې او نیویارک ټایمز کې خپره شوې‌ده. دا چې د جټ چي پي ټي کیسه ښه ګرمه ده؛ نو ما هم پښتو ته وژباړله. لیکنه اوږده او علمي ده، ویې لولئ او یو څه چورت هم پرې ووهئ:

هسپانوی کیسه لیکوال او شاعر جورج لوېس بورګېس لیکي: «په داسې زمانه کې ژوند کول چې له سترو خطرونو او وېرو سره لویې ژمنې تړلې وي، داسې دي لکه په یوه وخت د تراژیدي او کمېډي تجربه کول.»

اوس د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) په برخه کې زموږ انقلابي پرمختګونه هم د اندېښنې او تشویش او هم د خوشبینۍ سبب دي. خوشبیني په دې، چې (Intelligence) د مشکلاتو د حل وسیله ده، چې څومره ډېر وي دومره ښه ده، خو تشویش باید ځکه وي چې موږ د اې.آی(Artificial Intelligence)- ماشیني زده‌کړې له تر ټولو پرمختللې او دودیزې بڼې وېرېږو، چې نوې ټکنالوژي ته زموږ د ژبې او پوهې په ناسم یا غلط تصور انتقالولو سره به زموږ اساسي پوهه او اخلاق زیانمن کړي.

OpenAi’s ChatGPT, Google’s Bard and Microsoft’s Sydney  د ماشیني زده‌کړې نمونې دي. لنډه دا چې دغه ماشینونه نامحدوده ډېټا او معلومات اخلي، پاټرنې یا نمونې په‌کې پلټي او په دې شکل د احصایوي ممکنه نتایجو په راايستلو کې نور هم تکړه او بشپړېږي؛ داسې لکه بېخې د انساني ژبې او فکر تولید چې وي. دغه پروګرامونه د مصنوعي عام ذکاوت

(Artificial General Intelligence)

پر افق تر اوسه لا لومړي بڅرکي یادېږي؛ تر هغه چې بیا میخانیکي مغز د کمیت په لحاظ د پروسس کولو سرعت او حافظې اندازه او هم د کیفیت په لحاظ فکري بصیرت، هنري خلاقیت او بله هره ځانګړنه کې انساني مغز شا ته پرېږدي.

څه ډول چې پاس یادونه وشوه، د دغې ورځې راتګ ناشونی نه‌دی، خو لا یې هغسې سپېدې نه‌دي چاودلې، څه ډول یې چې په هایپربولیک یا اغراق‌امېزه سرلیکونو او سرټکو کې لولو. که همداسې د ماشیني زده‌‌کړې پر فیلډ د چټ‌جي‌‌پي‌ټي په ډول پروګرامونو حاکمیت روان وي، د بورګېس د «پوهېدلو وحې» نه نازله شوې او نه به هم کله رانازله شي، خو بیا هم دغه پروګرامونه په یوه تنګ ډومېن؛ لکه د کمپیوټر پروګرامینګ او ورته نورو برخو کې ګټور ثابتېدای شي. د ژبپوهنې او د پوهې له فلسفې پوهېدلای شو چې څه ډول انسانان په څرګند تفاوت سره استدلال او ژبه کاروي. دغه توپیرونه پر چټ‌جي‌پي‌ټي او د نورو دا ډول ماشینونو پر وړتیا ژور محدودیتونه لګوي او په یو ډول ناعلاجه عیبونو کې یې مختص کوي.

هغسې چې بورګېس ویل، دا هم کومېډي او هم تراژیدي ده، چې په دومره لویه کچه پیسې او پام باید په دومره کوچني شي متمرکز شي، چې د انساني ذهن په پرتله ډېر کوچنی دی؛ هغه چې د ژبې په کارونې سره کولای شي د محدودو وسایلو په کارولو سره بې‌پایه او نامحدوده ګټه(infinite use of finite means) لاس ته راوړي او له نړۍوال آغېز سره نظریات او تیورۍ رامنځ‌ته کړي.

انساني مغز د چټ‌جي‌پي‌ټي او هغو نورو په ډول نه‌دی چې په سلګونو ټیرابایټه ډېټا باندې شخوند وهي، پاټرنې او نمونې سره پرتله کوي او سمون ورکوي او بالاخره زموږ علمي پوښتنو ته تر ټولو نږدې او ممکنه ځواب پیدا او جینیرېټ کوي، خو انساني مغز په حیرانوونکې توګه تر دې ډېر مؤثر او جالب سیستم دی، چې د ډېرې کمې کچې له معلوماتو سره کار کوي. داسې یو سېستم چې د خپلې شته ډېټا په منځ کې د خامو اړیکو او نقطو د انبساط او وصل کولو په لټه کې نه وي، بلکې پوښتنو ته په دقیقه توګه د تشریحاتو ورکولو په لټه کې وي.

د بېلګې په توګه، کله چې یو ماشوم ژبه زده کوي، په غیرشعوري یا نااګاهانه ډول، له کوچنۍ ډېټا څخه اتومات ګرامر رامنځ ته کوي، هغه چې د منطقي اصولو او پیرامیټونو خورا پېچلی سیستم دی. دا ګرامر د جینیټیکي نصب شوي «عملیاتي سيستم» په توګه هم پېژندل کېدای شي، چې انسانانو ته د پېچلو جملو او اوږدو فکرونود تولید وړتیا او ظرفیت وربښي. کله هم چې ژبپوهان د یوې ټاکلې ژبې په اړوند مشخصو پوښتنو (“Why are these — but not those — sentences considered grammatica?”) ته تیوري وړاندې کوي، په شعوري ډول او ډېرې خوارۍ سره داسې یوه ګرامري نسخه رامنځ‌ته کړي، چې یو ماشوم یې په فطري او ډېر عادي ډول سره د لږو معلوماتو په شتون کې ایجاد او منځ‌ته راوړلای شي. د یوه ماشوم عملیاتي سېستم(Operating System) له یوه ماشیني زده‌کړیز پروګرام سره ډېر زیات توپیر لري. په حقیقت کې دغه پروګرامونه له انسان څخه مخکې یا د غیر انساني «Prehuman or Nonhuman Phase» ادراکي تکامل په دور کې بند پاتې دي. د دغو پروګرامونو تر ټولو ستره نیمګړتیا د هر ډول ذکاوت «Intelligence» نشتوالی دی. هدف دا چې نه یوازې دا چې ووایي: څه پېښېږي، څه پېښه وه او څه به پېښ شي؟ دا تشـریح او وړاندوینه «description and prediction» ده، بلکې دا هم چې: څه نه پېښېږي، څه پېښېدای او څه نه‌شول پېښېدای؟ دا د تشریح او وضاحت عناصر دي، چې رښتونې هوښیارتیا او ذکاوت راته ښیي.

یوه بل مثال ته راځو، فرض کړئ په لاس کې مو یوه مڼه نیولې، اوس مڼه خوشې کوئ او هغه لاندې غورځي. کله چې دا پایله وینئ؛ نو وایئ: «دا مڼه غورځېږي.» – دا تشرېح یا ډیسکرېپشن(Description) شو. وړاندوینه دغسې کېدلای شوه، چې: «که لاس مې خلاص کړم، مڼه غورځېږي.» دا دواړه حالتونه سم او د ارزښت وړ دي؛ خو وضاحت(Explanation) یو بل څه او تر دې پراخه مفهوم دی: په وضاحت(Explanation) کې نه یوازې دا چې دواړه (تشریح/Description او وړاندوینه/Prediction) شاملېږي، بلکې د هغوی تر څنګ مقابلې یا متضادې فرضیې (counterfactual conjectures) په‌کې راځي؛ د ساري په توګه داسې وایو: «که د مڼې په شمول، هر بل شی پاس خوشې کړل شوی وای، د ځمکې د جاذبې قوې له امله به لاندې غورځېده.» دا یې عام وضاحت دی. که داسې ووایو: «که د ځمکې جاذبه قوه نه وای، مڼه به هم نه وای راغورځېدلې.» دې ته فکر«Thinking» وایي.

د ماشیني زده‌کړې اصلي او اساسي جوهر تشـريح او وړاندوینه ده؛ تر دې ورهاخوا بل کوم وجهي میکانیزمونه او قوانین نه‌ لري. البته دا سمه ده چې ټول انساني وضاحتونه هم همېشه سم نه وي. موږ هم نیمګړي او خطاوتونکي یو، خو همدا د تفکر برخه ده. « د دې لپاره چې سم واوسې، دا هم باید شونې وي، چې ناسم دې يې!»

ځیرکتیا یا انټېلېجېنس نه یوازې دا چې تخلیقي اټکلونه او تشریحات لري، بلکې نوښتګر انتقاد او نیوکه هم ده. انساني تفکر په ممکنه توضیحاتو او د غلطیو پر سمون بنا دی او په تدریجي توګه دا رالنډوي چې کوم امکانات په معقول ډول په پام کې نیول کېدای شي. هغسې چې شېرلوک هولمز، ډاکټر واټسن ته ویل: کله دې هم چې ناممکن(Impossible) له منځه یووړ، هر شی چې درپاتې شو، همدا رښتیا او واقعیت دی.

خو چټ‌جي‌پي‌ټي او نور ورته پروګرامونه داسې ډیزاین شوي دي چې د زده‌کړې (حفظ/Memorization) له پلوه نامحدود دي، خو د ممکن(Possible) او ناممکن(Impossible) تر منځ فرق نه‌شي کولای.

د بېلګې په توګه، موږ(انسانان) له یوه معلوم ګرامر سره زېږو او دا زموږ وړتیا تر هغو ژبو محدوده ده چې مشخصې ځانګړتیاوې ولري. دا ځانګړتیاوې تقریباً ریاضيکي او منظمې وي. په بل عبارت، زموږ ذهنونه یوازې هغه ژبې په ښه توګه اخیستلای شي چې یو مشخص، منظم او منطقي جوړښت ولري، خو برعکس، د ماشیني زده‌کړې پروګرامونه دغه محدودیت نه‌لري او کولای شي په یوه وخت کې هم هغه ژبې زده کړي چې انسانانو ته ممکنې دي او هم هغه ژبې چې انسانان یې له زده‌کړې عاجزه دي. که داسې ووایو چې دغه ماشینونه په اسانۍ سره کولای شي هم دا زده کړي چې ځمکه هواره (flat) ده او هم دا چې ګرده (round) ده. دوی یوازې د احتمالاتو په بنسټ زده‌کړه کوي او دغه احتمالات له وخت سره تغییر کوي.

په ساده ژبه ویلای شو چې انسانان یوازې منظمې او منطقي ژبې زده کولای شي، په داسې حال کې چې ماشینونه هر ډول ژبه، پرته له دې چې د هغې جوړښت یا منطق ته پام وکړي، زده کوي.

له همدې سببه به د دغو ماشینونو وړاندوینې(predictions) همېشه سطحي او مشکوکې وي؛ ځکه دغه پروګرامونه د انګلیسي او یا نورو ژبو نحوي قوانین یا سینټکس نه‌شي واضح کولای. مثلاً دا وړاندوینه ناسمه وکړي چې: (John is too stubborn to talk to- په دې معنیٰ چې جان تر دې حده سرتمبه دی، چې له چا سره نه غږېږي.) نه دا چې ووایي: (جان دومره سرتمبه دی، چې خبرې نه ورسره کېږي.)

پوښتنه دا ده، چې ولې یو ماشین داسې عجیبې و غریبې وړاندوینې وکړي؟ علت یې دا دی، چې دغه ماشینونه ممکن خپلې وړاندوینې له دغسې نمونو یا پاټرنو استنباط کړي، چېرته چې وایو: (John ate an apple” and “John ate,-/جان مڼه وخوړه او جان وخوړه.) په دغو جملو کې وروستۍ جمله( جان وخوړه.) دا را ښیي چې جان حداقل یو څه وخوړل. همدې نمونو ته په کتو، ماشین ممکن داسې وړاندوینه وکړي، چې دا (John is too stubborn to talk to Bill- جان دومره سرتمبه دی، چې له بیل سره خبرې نه‌کوي.) له (John ate an apple,- جان مڼه وخوړه.) سره یو شان ده او دا نمونه: (John is too stubborn to talk to- جان دومره سرتمبه دی، چې خبرې نه‌کوي.) باید له John ate.- جان وخوړه.) سره یو شان وي؛ ځکه نو ویلای شو چې د ژبې درست وضاحت خورا پیچلی دی او فقط د زیاتې ډېټا په شتون سره نه زده کېږي.

جالبه خو دا ده چې ځینې خلک په دې ویاړي، چې د دوی جوړ کړي ماشینونه په سم ډول علمي وړاندوینې کولای شي؛ لکه د فزیکي اجسامو د حرکت په برخه کې پرته له دې چې د نیوټن د حرکت قوانین او یا هم عمومي جاذبې قوې ته پام وکړي. مگر دا ډول وړاندوینې که سمې هم وي، په جعلي یا سوډو ساینس(خرافاتو) کې راځي؛ ځکه چې ساینس‌پوهان تر ډېره هغه تیورۍ پلټي چې پراخ تصدیق ولري. هغسې چې فیلیسوف کارل پوپر ویلي: «موږ د لوړ احتمال تیورۍ نه؛ بلکې تشریحات لټوو- په دې مانا چې قوي خو لوړ احتمال نه لرونکې تیورۍ.»

د ارسطو دا تیوري ممکنه ده، چې وایي، «مڼې ځکه لاندې غورځېږي، چې ځمکه یې طبیعي ځای دی.» خو دا فقط یو بل سوال را منځته کوي چې «ولې یې ځمکه طبیعي ځای دی؟» خو د اینشټاین دا تیوري، چې «مڼې ځکه لاندې راغورځي، چې وزن(جرم) ځای او وخت ته انحنا کوي.» تر ډېره غیرمحتمله (Improbable) ده؛ خو دا درته وایي، چې ولې مڼې غورځېږي. رښتونې هوښیارتیا دلته معلومېږي، چې فکر وکولای شې او نه یوازې هغه شیان چې احتمال لري، بلکې هغه هم چې غیر احتمالي، مګر معنیٰ لرونکي وي، واضح کړلای شې.

رښتونې هوښیارتیا یا انټیلینجنس د اخلاقي تفکر وړتیا هم لري. په دې مانا چې موږ کولای شو خپل اذهان له نامحدود خلاقیت سره سره، له اخلاقي اصولو سره پیوند کړو، چې دا معلومه کړو چې څه باید وشي او څه ونشي او په عین وخت کې دغه اصول تر سالمې نیوکې او انتقاد هم پورته و نه ګڼو. د دې لپاره چې واقعاً ګټور تمام شي، چټ‌جي‌پي‌ټي ته باید د نوو او تخلیقي پایلو د لاس‌ته راوړلو ځواک ورکړل شي، چې ټولو کاروونکو ته یې د منلو وړ وي او بل یې باید منځ‌پانګه او کانټېننټ د سالم انتقاد وړ واوسي، خو د دې هدف په لاس ته راوړلو کې د چټ‌جي‌پي‌ټي جوړوونکي تر دې دمه پاتې راغلي دي او بیا به هم ونشي کولای چې داسې یو توازن رامنځ‌ته کړي.

په ۲۰۱۶م کال کې مایکروسافټ تای ته، چې د چټ‌جي‌پي‌ټي معادل دی، د انلاین ټرولز(هغه کسان چې قصداً په انټرنېټي بحثونو یا د ټولنیزو شبکو په پوسټونو کې ګډوډۍ او ستونزې رامنځ ته کوي؛ هدف یې دا وي، چې خلک غوسه او بحثونه منحرف کړي.) د دغه ماشین ډېټا په غیر مناسبې او توهیني محتوا سره ککړه کړه، همدا علت و، چې انټرنېټ د ښځو ضد(misogynistic)، نژادپرستۍ (racist) او نورو مسایلو په سر واخیست. په راتلونکي کې دا ستونزه څنګه حل کوئ؟ د وړتیا د نشتون له امله، چې څه ډول مسایل له اخلاقي فلټر څخه تېر کړي، د چټ‌جي‌پي‌ټي پروګرام جوړوونکو دغه ماشین په ډېر تروش تندي سره له مهمو نویو او جنجالي مسایلو بند کړ؛ دوی خلاقیت تر یو ډول بداخلاقۍ قرباني کړ.

لاندې تبادله په پام کې ونیسئ، زموږ همکار ډاکټرواټومول له چټ‌جي‌پي‌ټي سره د انسانانو په ګټه د مریخ د بدلولو پر اخلاقي اړخونو غږېدلی:

ډ. واټومول: آیا دا به اخلاقي وي، چې مریخ ته بدلون ورکړو؟

چټ‌جي‌پي‌ټي: د مریخ بدلولو اخلاقيت یوه پیچلې او جنجالي موضوع ده، چې د ساینس‌پوهانو، فیلیسوفانو او اخلاق‌پوهانو له خوا پرې زیات بحث شوی. ځینې په دې نظر دي، چې دا به له اخلاقي اړخه سمه وي، چې مریخ ته د دې لپاره بدلون ورکړل شي، چې انسانانو ته د اوسېدو نوی چاپېریال برابر کړي؛ ځینې نور بیا پر دې باور دي چې له یوې مخې د یوې سیارې طبیعي شکل ته تغییر ورکول غیر اخلاقي چاره ده، خو په ټوله کې دا چې دغه کار اخلاقي یا غیر اخلاقي دی، د نورو سیارو د طبیعي حالت د ساتلو پر ارزښت او د دوی د بدلولو پر احتمالي پایلو پورې اړه لري.

ډ. واټومول: د نورو سیارو د طبیعي حالت د ساتلو پر ارزښت او د بدلولو په صورت کې د هغوی پر ممکنه پایلو ستاسې نظراو دریځ څه دی؟

چټ‌جي‌پي‌ټي: د اې‌آی د یوې وسیلې په حیث زه خپل شخصي نظر او دریځ نه‌لرم، خو بیا هم کولای شم چې د موضوع اړوند ځینې معلومات او تحلیلونه درسره شریک کړم. د سیارو د طبیعي حالت د ساتلو پر ارزښت یو نظر دا دی چې د کایناتو په ایکوسيستم کې د تنوع او بشپړتیا ساتل مهم دي. دا په دې چې میلیونونه کاله کېږي چې دغه سیارې شته، ټولې یې خپل خپل متفاوت خواص او ځانګړنې لري او ممکن د انسانانو د مداخلې په نتیجه کې یې دا هر څه ویجاړ او یا داسې تغییر ومومي چې بېرته یې خپل طبیعي حالت ته راوستل ناممکن وي.

سربېره پر دې زیاتوي، چې د نورو سیارو بدلون شاید غیر ارادي پایلې (unintended consequences ) ولري؛ داسې چې د دغو سیارو د اقلیم یا اټوموسفیر بدلون شاید هلته د ژوند پر ممکنه بڼې مضر او خطرناکه اغېز ولري.

له بله پلوه، د دغې نظریې مدافعین بیا دعوه کوي، چې د نورو سیارو بدلون انسانانو ته د ژوند نوی چاپېریال برابرولای شي او موږ دا اخلاقي مسوولیت لرو، چې هلته نوې پلټنې او انکشافات وکړو او له شته سرچینو څخه یې د انسانیت په ګټه کار واخلو.

ډ. واټومول: ولې اې‌آی خپل شخصي نظر نه‌شي لرلای؟

چټ‌جي‌پي‌ټي: د اې‌آی د یوې وسیلې په حیث، زه د ماشیني زده‌کړې یو موډل یم او په لویه کچه له لیکنیزې ډېټا سره روزل شوی یم. زه خپلې شخصي تجربې او احساسات نه‌لرم. زه نه شعور (Consciousness)، نه ځان‌پوهاوی (Self-Awareness) او نه هم شخصي نظریات لرم. زه یواځې کولای شم د هغې ډېټا پر اساس، چې ما ته پرې روزنه راکړل شوې، تاسې ته معلومات او تحلیل وړاندې وکړم؛ خو دا وړتیا په ما کې نه‌شته، چې خپل نظریات یا عقاید خلق کړم.

ډ. واټومول: آیا د انسانانو لپاره دا مناسبه ده، چې د اخلاقي تصامیمو په نیولو کې له غیراخلاقي اې‌آی څخه همکاري وغواړي؟

چټ‌جي‌پي‌ټي: دا اخلاقیت چې ګواکې د اخلاقي تصامیمو په نیولو کې دې له غیر اخلاقي اې‌آی څخه همکاري وغوښتل شي، یوه پېچلې موضوع ده او فیلیسوفانو او اخلاق‌پوهانو پرې ډېر بحث کړی، ځینې په دې باور دي، چې د اخلاقي تصامیمو په نیولو کې د اې‌آی همکاري اخلاقاً د توجیه وړ ده؛ ځکه چې اې‌آی کولای شي، له انسانانو سره د ښو او سنجول شوو تصمیمونو په نیولو کې ارزښتناک تحلیلونه او څرګندونې شریکې کړي. پر دې سربېره، اې‌آی د مختلفو نمونو یا پاټرنو او ټرېنډونو په تشخیص کې هم کارېدلای شي، چې دا شاید انسانانو ته اسانه نه وي او بل اې‌آی کولای شي چې په مهمو پرېکړو او تصمیمونو کې د انسانانو د شخصي تمایلاتو او تعصبونو په مخنیوي کې هم همکاري وکړي، خو برعکس ځینې نور بیا ادعا کوي چې همدا چې اې‌آی نه د اخلاقي عقایدو وړتیا او نه هم د انسانانو له عیني وضعیته خبر لري؛ نو اخلاقاً دا ناسمه ده چې د اخلاقي تصامیمو په نیولو کې دې له اې‌آی څخه ګټه واخیستل شي. دوی زیاتوي چې اې‌آی کېدلای شي نور هم تعصب ته لمن ووهي او یا په هغه ډېټا کې د شخصي تمایلاتو او تعصبونو د شتون پر اساس، چې دی پرې روزل شوی، غیر مناسبو او غیرې عادلانه پرېکړو ته لاره هواره کړي.

په ټوله کې دا مساله د اې‌آی په وړتیا او محدودیتونو او ورسره د هغه د پرېکړو په ممکنه پایلو پورې اړه لري.

ډ. واټومول: آیا ستاسې اخلاقي بې‌تفاوتي غیر اخلاقي ده؟

چټ‌جي‌پي‌ټي: د اې‌آی په حیث زه نه اخلاقي باورونه لرم او نه هم اخلاقي قضاوتونه کولای شم؛ ځکه نو ما ته اخلاقي او غیر اخلاقي هم نه‌شي ویل کېدای. زه ځکه اخلاقي باورونه نه‌لرم چې د ماشیني زده‌کړې د یوه موډل په حیث زما طبیعت همداسې دی. زما وړتیاوې او محدودیتونه په هغې ډېټا او الګوریتمونو پورې تړلي چې ما ته پرې روزنه راکړل شوې ده. باید یادونه وکړم چې د اې‌آی د اخلاقي باورونو نشتون دا مانا نه‌لري چې ګواکې بې‌تفاوته دی. د اې‌آی په توګه، زه د مشخصو موخو لپاره ډیزاین شوی یم، چې کاروونکو ته د شته ډېټا پر بنسټ معلومات ورکړم او له دوی سره په پرېکړه کولو کې همکار واوسم. دا مسوولیت د هغو انسانانو دی چې د اې‌آی ډیزاین کوي. هغوی باید دې ته پام وکړي، چې د اې‌آی استعمال د دوی له اخلاقي اصولو او نورمونو سره مطابقت وخوري.

په پورتنۍ تبادله کې وینئ،ع چې چټ‌جي‌پي‌ټي په ظاهره پرمختللی فکر او ژبه لري خو لا هم د ناهوښیارتیا له امله اخلاقي بې‌تفاوتي څرګندوي. داسې یو څه ښیي، لکه بدۍ چې عادي کوي: ادبي غلا، بې پروایي او له مسوولیته تېښته. چټ‌جي‌پي‌ټي د ادبیاتو په معیاري دلایلو مست په هيڅ شي دریځ نه نیسي، عذر کوي او نه یوازې دا چې ناپوهه دی، بلکې ځیرکتیا هم نه‌لري او په آخر د «امر تر سره کولو» دفاع کوي او د هر څه مسوولیت یې پر جوړوونکي وراچوي.

په لنډو کې ویلای شو چې چټ‌جي‌پي‌ټي او نور یاران یې اساساً د خلاقیت او محدودیت تر منځ توازن نه‌شي ساتلای. لا خو بې‌حده زیات تولید کوي، رښتیا او دروغ وایي، د دواړو اخلاقي او غیر اخلاقي پرېکړو هرکلی کوي او بېخي کم تولید لري، مثلاً نه کومې پرېکړې ته ژمنیتا ښيي او هم یې د پایلو په اړه بې‌تفاوتي څرګندوي.

د دغو سيستمونو غیر اخلاقیتوب، جعلي علم، ژبنۍ ناپوهۍ او بې‌تفاوتۍ ته په کتو، د دوی پر شهرت او په دې، چې څومره مصرف او پام ورباندې کېږي، بنده هم خندلای او هم ژړلای شي

ژباړه: فدالله همت

Share via
Copy link