Image

افغانستان به د ډیموکراسيد څلورمېڅپې جوړونکی وي!

د ماشومتوب دوره او چاپیریال

رویش: د شیشه میډیا ګرانو لیدونکو او اورېدونکو، خوښ یم چې د شیشه میډیا پاډکسټ په دې خپرونه کې د نیډ یا د ډیموکراسي لپاره د ملي ونډې موسسي د مشر ښاغلي ډیمون ویلسون کوربه یم. ښاغلی ويلسون، مننه چې زموږ بلنه مو ومنله او په دې خبرو اترو کې مو ګډون وکړ!

ویلسون: د ډېر ویاړ او خوښي ځای دی چې له تاسو، ګران عزیز رویش، سره مې په دې خبرو اترو کې حضور ترلاسه کړ. د افغانستان خلکو ته ستاسو ژمنتيا ته په پام سره، له ستاسو سره خبرو اترو ته لېوال وم. هیله لرم چې ګټورې خبرې اترې ولرو او له دې فرصته په استفادې خپل نظريات ستاسو افغان لیدونکو ته ورسوم.

رویش: د معمول په څېر موږ په خپلو مرکو کې له خپل مېلمه څخه غواړو چې خپل ځان لنډ معرفي کړي. مهرباني وکړئ د خپل ماشومتوب د دورې ، ستاسو د زېږون د نېټې او ځای او ستاسو د لومړنيو زده کړو په اړه معلومات راکړئ.

ویلسون: ما ته هم په دې اړه خبرې کول جالب دي. زما د ژوند تاریخ یو هغه لاملونو څخه دی چې اوس په نيډ کې حضور لرم او دا دنده مې غوره کړې ده. زه د متحده ایالاتو په ټینسي ایالت کې زېږېدلی یم، د سویلي کارولینا په چارلسټون کې لوی شوی یم او ماشومتوب مې  د شمالي کارولینا په کلیوالي ټولنه کې تېر کړی دی. په دې ډول، په سویل کې، زه په داسې چاپیریال کې لوی شوی یم چې په نژادي ډول متنوع و؛ تورو او سپینو یوځای ژوند سره کاوه. د ټولنې طبیعت همدا و او بل ډول کلتوري تنوع په کې نه لیدل کېده، خو کله چې زه د شمالي کارولینا په یوه کلي کې په درېیم ټولګي کې وم، تر ما یو کوچنی ماشوم له خپلې کورنۍ سره هلته مېشت شو، چې پلار یې پخوا د رومانیا د کمونیستي دیکتاتور نیکولای چائوشسکو پلوی و. په درېیم ټولګي کې، هغه زما تر ټولو نږدې ملګری شو. زه هغه ته لېوال شوم او له هغه سره مې ډېره لېوالتیا درلوده. ځینې کډوال چې زموږ ټولنې ته د ننه کېدل، بشپړه متفاوته تجربه يې درلوده.

زما له دې ملګري او د هغه له کورنۍ سره په اوسېدو سره له دې امله چې زه د درېیم ټولګي زده کوونکي او لا ماشوم وم، ما په ذهني ډول ځانګړي څه زده نه کړل، خو په خپل روح او زړه کې پوه شوم چې د یوې کورنۍ لپاره له ظلم او استبداد څخه خلاصون څه مانا لري. د سویلي کارولینا په چارلسټون کې په لېسه کې زما یو غوره ملګری هغه هلک و چې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه را تښتېدلی و. دوی یو ارزښت وو او له مذهبي ځورونې سره مخ شول؛ په ایران کې یې خپله ازادي له لاسه ورکړه، وتښتېدل او زموږ په ټولنه کې مېشت شول. له هغه او د هغه له کورنۍ سره د ایراني خوړو خوړل او د هغوی د تجربو اورېدل راته په یوې ازادې ټولنې کې د ژوند کولو مفهوم روښانه کړ او دا کار د دې لامل شو چې په یوه ازاده او ډیموکراټیکه ټولنه کې د ژوند کولو ارزښت درک کړم او ډېر یې په قدر پوه شم. په دې ډول زما ماشومتوب زما پر لېوالتیا، چې د ظلم د قربانیانو او هغو کسانو ملاتړ و چې له ازاد ژوند څخه بې برخې شوي دي، اغېز درلود.

له بشردوستانه کار سره مینه

رویش: ستاسو د ژوند مسیر د ادلون بدلون ډېره جالبه کیسه ده. مثلاً د چائوشسکو د دیکتاتوري د تجربې له پېژندلو څخه د نیډ موسسي تر مشر کېدو پورې، چې په ټوله نړۍ کې ډیموکراسي او ازادۍ ته وده ورکوي. دا کیسه ډېره جزابه ده. خوښ به شم چې د دې ادلون بدلون د کيسې په اړه ډېر څه را ته ووایئ.

ویلسون: ډیر ښه. احساس مې کاوه چې زما کورنۍ او زما مور په ما کې د عامه خدمت او له نورو سره د مرستې لپاره د ژمنتيا تخم وکاره او وروزه. زه په شمالي کارولینا کې دوک پوهنتون ته لاړم او د بهرنیو اړیکو او نړیوال سیاست اړوندو درسونو کې ښکېل شوم. پوهنتون ته زما تګ د برلین د دېوال له ړنګېدو، په مرکزي او ختیځه اروپا کې د ډیموکراسي له ودې او په لاتینه امریکا او افریقا کې د ډیموکراسي د لېږد د دریمې څپې له پیل سره هم‌مهال و. هغه وخت د امیدونو زمانه وه، خو د بالکان جګړې او د روانډا نسل‌وژنې بې ساري ناورینونه را منځته کړل، چې په هغه زمانه کې د ظلم اوج و. ما د استونيا د خپلواکي ه په لومړي کال یو څه وخت، د استونیا په ګډون، په بالتیک هېوادونو کې تېر کړ. ما په هغه سفر کې هغه کسان ولیدل چې عمرونه  يې تر ما ډېر نه وو، خو په بالتیک هېوادونو کې د ډیموکراسي د بېرته راوستلو په هڅه کې وو. ما له دغو خلکو خورا الهام واخيست. همدارنګه په بالکان کې مې د قومي  جګړو وحشتناکې اغېزې پخپلو سترګو ولیدې.

په هغه وخت کې ما د بشردوستانه مرستو او پناه‌غوښتنې په مسالو کې کار کاوه. په بالکان کې مې د یونیسف په ملاتړ د یوې پروژې لپاره د زده کونکي په توګه کار کاوه او کډوالو ماشومانو ته مې مرسته رسوله. له تاریخ، سیاست او کلتور سره مې لېوالتیا درلوده. له دوک پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، له « Save the Children» موسسې سره یوځای شوم. د خپل کار په پیل کې مې فکر کاوه چې ممکن بېرته بالکان ته لاړ شم، خو د روانډا نسل‌وژنه پېښه شوه او زه سملاسي هغه هېواد ته لاړم او یو کال مې هلته کار وکړ. په ځوانۍ کې، سره له دې چې په متحده ایالاتو کې د قومي کرکې یا تاریخي کړکېچونو په اړه د مطبوعاتي راپورونو په لوستلو پر دې و پوهېدم چې فاسد سیاسي مشران، د واک وږي او د تبلیغاتو، ويناوو د خلکو په افکارو کې لاس‌وهنه او کنټرول د لویو ناورینونو لامل کېږي او دا ټول د خپلو وړو سیاسي ګټو لپاره کوي. ما په لویدیځ بالکان او روانډا کې داسې ناوه وضعيت پخپلو سترګو ولید. زه له بشردوستانه کار سره مینه لرم. موږ د روانډا په زندانونو کې کار کاوه او هغو ماشومانو ته مو، چې د جګړې او نسل‌وژنې پر مهال له خپلو کورنیو څخه جلا شوي وو، مرسته رسوله.

په رونډا کې په ځینو مواردو کې ماشومان ناچاره وو چې له خپلو میندو سره په زندانونو کې ژوند وکړي. دا زندانونه ډېر وحشتناک وو. موږ دغو ماشومانو ته د زندان په چاپېریال کې، د ښوونځي د ابتدايي دورې درسونه چمتو کول او له هغوی سره مو د کورنۍ د نورو غړو په موندلو کې مرسته کوله، چې له زندانه ووځي او له هغوی سره ژوند وکړي. هغه مهال پوه شوم چې له بشردوستانه کار سره مینه لرم، خو نه غواړم په دې چاپیریال کې تل بې‌پرې پاتې شم. تل د ظلم او استبداد د قربانیانو ملاتړی وم.

ما غوښتل مثبت قوتونه پیاوړي کړم چې تل د نسل‌وژنې، استبداد او ظلم پر وړاندې ودرېږي. زما باور دا و چې کرکجنو مشرانو، مفسدو او خود غرضه کسانو د مخنیوي لپاره چې د سترو ناخوالو لامل شوي دي، بايد خلک او هېوادوال داسې ځواکمن کړو چې د دغو مشرانو له لاسوهنې پرته خپل سیاسي، ټولنیز او اقتصادي راتلونکی جوړ کړي. زما دا باور د دې لامل شو چې لاړ شم او د متحده ایالاتو په حکومت کې خدمت وکړم چې تاوتریخوالی ودروي، د نسل‌وژنې مخه ونیسي او شخړې مديريت کړي. تر دولتي دندي وروسته د نیډ یا د ډیموکراسي لپاره د ملي ونډې موسسې سره یو ځای شوم، چې اصلي موخه یې په بېلابېلو هېوادونو کې د ډیموکراسي لپاره د اتباعو ځواکمنول دي.

له بشردوستانه کار څخه تر دولتي دندې او د ډیموکراسي لپاره د ملي ونډې په موسسه کې د موقف ترلاسه کولو او د شوروي ځواکونو پر وړاندې تر درېدو، چې د خلکو د کنټرول او تاوتریخوالي، درد او بدبختي د تحمیلولو په هڅه کې دي، اوږده لاره طی کړه. دا زما دنده ده چې د هغو اتباعو تر څنګ ودرېږم چې د ځواکمنېدو هڅه کوي او غواړي چې خپل سیاسي او ټولنیز راتلونکی پخپله جوړ کړي. زه د افغانستان له خلکو سره بې حده خواخوږي لرم، هیله‌من یم چې دوی ځواکمن شي او زه په نیډ کې په خپل موقف کې په دې لار کې هڅه کوم.

زموږ د وخت ننګونې او فرصتونه

رویش: ستاسو دا سفر په داسې چاپېریال کې شوی دی چې تعادل پکې نه و. د نړۍ عمومي  حالت، لږ تر لږه په هغه تاریخ کې چې تاسو ترې د یو شخص په توګه تېر شوي یاست، دا تعادل له لاسه ور کړی دی. زه فکر کوم چې زموږ نړۍ له تعادله بهر شوې ده او موږ تعادل ته اړتیا لرو. تاسو څه فکر کوئ د دې ګډوډۍ اصلي لامل څه دی چې موږ تل پخپله نړۍ کې ورسره مخ يو؟ همدارنګه د يو داسې شخص په توګه چې په نړۍ کې د ډیموکراتیک ثبات د ودې لپاره مو هڅه کړې ده، ډیموکراسي پلوه فعالانو ته څه سپارښتنه لرئ؟

ویلسون: ګران عزیز رویش، دا ډېره ښه پوښتنه ده. دا پوښتنه په دواړو ننګونو او فرصتونو پورې اړه لري. په ننګونو به يې پیل کړم. تاسو په حقه یاست چې موږ اوس په یوه ستونزمن حالت کې یو. تاسو او ستاسو لیدونکي دا په قوت سره احساسوي. افغانستان د دې بې ثباتۍ او د تعادل د نشتوالي په لومړۍ کرښه کې دی. د هغه څه يوه برخه چې موږ لیدلي دي، د نړیوالو بهيرونو یوه ټولګه ده. حقیقت دا دی چې موږ له څه مودې راهیسې په بې ثباتۍ کې یو، خو دا ټوله خبره نه ده. تر شايې واقعیت او په تثبیت شويو ډیموکراسیو کې د ننه پوپولیستی غبرګونونه. د نړیوال کېدو او یو له بل سره تړلې نړۍ یو ضمني محصول دی. خلک په خپل ژوند کې د اقتصادي نابرابرۍ او د سوداګرۍ د متحرکاتو اغېزې احساسوي. ټولنیزي رسنۍ نړۍ قطبي کېدو ته هڅوي. له همدې امله، موږ د تاسیس شوي ډیموکراسي د ګډوډي شاهدان یو. په ورته وخت کې، موږ په تړلو ټولنو کې د خورا ډېر شدید جبر شاهدان هم یو. زما په اند دا په اوس وخت کې د یوې خورا شدیدي ستونزې برخه ده. موږ پخوا پوهېدو چې بې تاوتريخوالي ۵۱ یا ۵۲ سلنه مدني حرکتونه به د ډیموکراتیکو بدلونونو لامل شي. دا سلنه د تاوتریخجن مقاومت په پرتله خورا لوړه وه؛ ځکه تاوتريخجن مقاومت په تېرو وختونو کې یوازې په ۲۰ سلنه مواردو کې بریالی و. که پر همدې بنسټ وګورو او راتلونکي پينځه کلونه په نظر کې ونیسو، د عدم تشدد د غورځنګونو د بریالیتوب احتمال ډېر دی. په همدې حال کې له ۲۰۰۶ راهیسې موږ شاهدان یو چې دا خوځښتونه په خورا ډېرو کړکېچنو چاپېریالونو کې د بدلون را وستلو په حال کې دي. استبدادي رژیمونه په جبر کې او د جبر قربانیان په خپل مقاومت کې ډېر تاوتریخجن شوي دي. استبدادي رژیمونه د سیاسي ملاتړ، همدارنګه د ټیکنالوژي، تاکتیکونو او د ځپلو د وسیلو له لارې یو له بل سره مرسته کوي. موږ په تېرو کلونو کې په تړلو ټولنو کې د ځپلو د لوړېدونکې کچې شاهدان يو. لکه په چین، روسیه، میانمار او افغانستان کې. ډېر زيات ډیموکراسي پلوي فعالان له دغو هېوادونو څخه تښتي. پخوا مو په دومره لوی شمېر د يموکراسي پلويو فعالانو مهاجرت نه و ليدلی. دا ټول په پراخېددونکي نړیوال چاپېریال کې پېښېږي چې هلته اطلاعات تر ډېره خلک قطبي کېدو ته هڅوي او له ټیکنالوژي د څېرې پېژندنې لپاره کار اخيستل کېدای شي.

اوس موږ د ځپلو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا، ډېرو پېچليو مفسدو مالي شبکو او د ديکتاتورانو او خپلسرو د ناقانونه لاسته‌راوړنو د ساتنې شاهدان يو. هغوی کله ناکله زموږ په سیستمونو کې د خپلو شتمنیو لپاره لاسوهنه کوي او کار ترې اخلي؛ نو له همدي امله د ډیموکراسي پلوو فعالانو کار خورا سخت دی او باید دې واقعیتونو ته پام وکړي.

له افغانستان څخه زما لومړی تاثرات

رویش : تاسو د خپل ژوند ډېره برخه په سیاست کې تېره کړې ده. په ياد مو دي چې کله مو چې په لومړي ځل د افغانستان په اړه واورېدل لومړی تاثر څه و ؟

ویلسون:  په ماشومتوب کې زه له شوروي اتحاد څخه ډېر ډارېدم؛ ځکه زما د درېیم ټولګي يو ملګری او ټولګيوال له کمونیزم څخه را تښتېدلی و. ما له ماشومتوب څخه د کمونیزم ضد روحیه درلوده. دا څرګنده ده چې زه په هغه وخت کې د کمونیزم په نظرياتو هیڅ نه پوهېدم. زه یوازې همدومره پوهېدم چې ښه شی نه دی. زه د شوروي د پوځي ځواک په اړه هم ډېر اندېښمن وم. له ماشومتوبه مې عسکري کلنۍ لوستې او د وسلو ډيپوګانو  او اټومي وسلو په اړه ډېر اندېښمن وم.

زه د شوروي اتحاد له تاکتیکونو، د شروي له خوا د کمونیزم د ملاتړ او په نړیواله کچه د هغه له تېري کوونکي چلند سره له ځوانۍ اشنا وم. کله چې ځوان وم، پر افغانستان د شوروي یرغل وشو او په افغانستان کې یې له ننګونو ډک او تاوتریخوالي ډک فصل پیل کړ چې پر ما یې ډېر اغېز وکړ. فکر کوم دا لومړی ځل و چې د افغانستان په اړه و پوهېدم. له مسلکي نظره له افغانستان سره زما لومړۍ مستقیمه اړیکه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته پيل شوه.

د سپټمبر په ۱۱مه ما د ناټو په مرکزي دفتر کې کار کاوه. زه د هغه وخت د ناټو عمومي  منشي لارډ رابرټسن د دفتر د ریس مرستیال وم. په کومه ورځ چې پر نیویارک برید وشو، موږ د ناټو په مرکزي دفتر کې غونډه وکړه او بله ورځ ناټو د واشنګټن تړون د پينځمې  مادي پر استناد وویل چې د ناټو پر یوه غړي برید د دې سازمان پر ټولو غړو برید دی او په دې ډول ما هم د افغانستان په موضوع کې ښکېل شوم.

رویش : تاسو د هغو معمارانو او خلکو په ډله کې یاست چې د افغانستان په بیارغونه کې یې مرسته کړې ده. د يو مدني ښوونکي په توګه زما لپاره د سپټمبر يولسمه یو نوی فصل و. ما په خپل کتاب کې دا ورځ «د افغانستان د نوي تاریخ پیل» بللې ده. د سپټمبر له یوولسمې وروسته په نوي افغانستان کې زموږ نوي نسل ته یو لړ نوي فکرونه او مفاهیم ور معرفي شول. که موږ د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې ګډون او مرستې په دوو برخو وېشو: یو هغه دولتونه دي چې له موجودو سیاسي واقعیتونو سره سر او کار لري او دویم د نړیوالو بنسټونو ملاتړ دی، چې له ټولنې سره سر او کار لري. په تېر ه بيا په دې دویمه برخه، د نویو مفکورو او او مفاهیمو په معرفي کولو، کې د نړیوالې ټولنې ونډه خورا ممتازه وه.

له همدې امله موږ شل کاله وروسته وليدل چې د دغه هېواد بشپړ متفاوت انځور جوړ شوی دی. په ۲۰۰۱ کال کې موږ په افغانستان کې یوه ساده اداره هم نه درلوده چې د مدیریت په برخه کې کار وکړي. موږ په افغانستان کې يو یونیفورم لرونکي سرتېری نه درلود. موږ په ټولنه کې یوازې څو فعالې ښځې درلودې، چې یوه یې په موقته اداره کې د حامد کرزي مرستیاله ډاکټره سیما سمر وه. هغه د ښځو چارو وزیره هم شوه؛ مګر په ۲۰۲۱ کال کې، چې بېرته طالبان راستانه شوو، افغانستان کاملاً بل ډول څېره درلوده. د نورو شیانو ترڅنګ، په ټولنه کې زرګونه ښځې او نجونې فعالې وې او په میلیونونو ښځینه زده کوونکو په ښوونځیو کې زده کړې کولې.

 ډېرو ښځو لوړې زده کړې وکړې. دا مېرمنې د هغو وکړو يوه برخه وه چې ځواکمن شوي وو. دوی بنسټي ملاتړ نه درلود او زیانمېدونکې وې؛ مګر په انفرادي توګه دوی په ملي او نړیواله کچه فعال حضور درلود. په دې کلتوري او تعلیمي  پرمختګونو کې ستاسو ونډه د پام وړ وه. له هماغو لومړیو ورځو څخه چې تاسو په افغانستان کې کار پیل کړ، تر هغه وخته پورې چې تاسو د هغو بند پاتې افغانانو په را ایستلو کې مرسته وکړه، چې ډېر یې د هغو موسسو کارکوونکي وو چې نیډ يې مالي ملاتړ کاوه او تاسو پخپله په دغه پروسه کې ښکېل وئ. زما پوښتنه دا ده چې تاسو د دغه ټول بهیر په اړه څه نظر لرئ؟

ویلسون: ستاسو خبره رښتیا ده. موږ د فوق العاده دیموکراتیکو لاسته‌راوړنو شاهدان یو، چې ډېر افغانان یې را ويښ کړي او خبر کړي دي او دا افغانان اوس د نړۍ او خپل رول په اړه متفاوت نظر لري؛ نو ځګکه زه فکر کوم چې تاسو او زه نن د دوی او د دوی د لاسته‌راوړنو په اړه اندېښمن یو. موږ به د راتلونکي په اړه خوشبین پاتې شو. تاسو په حقه یاست. افغانستان ته زما لومړی سفر په ۲۰۰۳ کال کې و. کله چې زه په ناټو کې وم، ما ډېر کلونه په بروکسل کې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل او د ناټو له ټول سازمان سره مې مرسته وکړه چې د افغانستان تاریخ او کلتور په اړه ډېر څه زده کړي.

زه ډېر لېوال وم چې افغانستان ژور وپېژنم. کله چې شاوخوا ۲۲ میاشتې وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۶‌مه نیډ موسسې ته راغلم، د افغانستان ملاتړ مې جدي تعقیب کړ. افغانستان د NED لپاره یوه مهم پروګرام و. موږ ژوره ژمنه درلوده او په افغانستان کې مو پانګونه وکړه. له افغانستان سره زموږ ژمنه د طالبانو د پخواني رژیم په راتلو سره پیل شوه. NED د سپټمبر تر۱۱مې په را وروسته دوره کې د افغانستان یو پیاوړی ملاتړی و.

د طالبانو له پرمختګ سره سم، موږ د افغانستان د خلکو، ښځو، خپلواکو رسنیو او جوتو لاسته‌راوړنو پر ملاتړ تمرکز وکړ؛ نو کله چې کابل ناڅاپه او تر توقع ډېر چټک سقوط وکړ زه د یو امریکایی په توګه شرمنده، غوسه او ناهیلې شوم. زه له دې امله شرمنده شوم چې د متحده ایالاتو دولت وضعیت سم اداره نشو کړای. زه د افغان دولت او افغان مشرانو له کړنو هم ناهیلي شوم؛ ځکه چې دوی هم وضعیت اداره نه کړای شو، خو موږ له خپلو افغان ملګرو سره ژمن وو او په دې برخه کې مو د مسوولیت احساس کاوه. زموږ شريکان او د مرستو ترلاسه کوونکي، چې د افغانستان د اتباعو د ځواکمنتیا لپاره یې کار کړی دی، په فساد ککړ نه وو او په خپلو ښارونو، کلیو او ټولنو کې د خپلو خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون او ښه والي په لټه کې وو. له دې امله زه شخصاً هغوی ته ډېر ژمن وم. په افغانستان کې زموو همکارانو او مرسته ترلاسه کوونکو د مدني مکلفیتونو او دیموکراتیکو حقونو په برخو کې د خلکو د روزلو، د ښځو د ونډې زیاتولو، معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د اداري فساد د مخنیوي لپاره دولتي چارواکي حساب ورکولو ته  په چمتو کولو کې کار او هڅه کوله.

دغو کسانو په ژمنتیا او زیار سره د یوه متحرک کلتور او دیموکراتیک ژوند د جوړولو لپاره خپلې دندې ترسره کولې. د رسنیو د کار لوړ کیفیت او د ښځینه متشبثینو لېوالتیا زموږ د شریکانو او ګټه اخیستونکو د لاسته‌راوړنو يوه برخه وه. د جمهوري رژيم تر ړنګېدو وروسته مو پرېکړه وکړه چې بايد د خپلو شريکانو تر څنګ ودرېږو او د ګواښ، اړتيا او دغه ستر ناورين په وخت کې د هغوی د ملاتړ لپاره هر ممکنه هڅه وکړو. تاسو په حقه یاست. په نيډ کې زما تر اوسني موقف درې اوونۍ وروسته کابل سقوط وکړ.

ما درک کړه چې د کابل د سقوط پر وړاندې زموږ غبرګون او له خپلو شریکانو او مرسته اخیستونکو سره د مرستې کولو څرنګوالی له افغانستان سره زموږ د اړيکو څرنګوالی تعينوي؛ ځکه مو له هغوی سره مرسته وکړه. موږ تل د افغانستان خلکو ته ژمن یو او هغوی د یوه دیموکراتیک ژوند وړ ګڼو.

د نیډ د شریکانو د ژغورنې عملیات

رویش: تاسو او ستاسو ټیم په نیډ کې تر ۱۲۰۰ له زیاتو خلکو سره مرسته وکړه چې له افغانستانه بهر شي.

دوی اوس په متحده ایالاتو، کاناډا، برتانيا او نورو هېوادونو کې ژوند کوي. دوی له کوربه هېوادونو څخه د پام وړ ملاتړ ترلاسه کوي، خو NED بيا هم ژمن دی چې د افغانستان په بدلون کې ونډه واخلي.

په تېره بيا د ښځو او هغو کسانو لپاره چې د افغانستان تر ټولو زیانمن قشرونه ګڼل کېږي، لکه قومي، ژبني او مذهبي ټولنې او هغه خلک چې د جبر قرباني دي. دا چې د افغانستان اوسنی حاکمیت د نړیوالو نورمونو د نه مراعاتولو له امله د افغانستان اکثره خلک د جبر قرباني دي.

زما پوښتنه دا ده چې دا ۱۲۰۰ کسان په افغانستان کې د ډیموکراټیک خوځښت لپاره څومره سرچینې برابرولای شي؟ او بله دا چې تاسو په افغانستان کې د دغو ځواکونو د نشتوالي تشه څنګه ډکولای شئ؛ ځکه NED هڅه کوي چې خلکو ته داسې الګو وړاندې کړي چې خپل کار پخپله وکړي؟

د ډېرو نورو نادولتي سازمانونو برعکس چې لنډ مهاله پروګرامونه عملي کوي؛ NED په دې هڅه کې دی چې له خلکو سره مرسته وکړي چې په ټولنیز او عام ژوند کې رول ولوبوي او دا کار افرادو او عواملو ته اړتیا لري، چې په داسې یو هېواد کې چې پکې ګډوډۍ وي او د قانون حاکمیت په څېر محافظتي وسایل نه لري، داسې اوږد مهاله لید عملي کړي. په دې برخه کې ستاسو عملي تګلاره څه ده؟

ویلسون:  لومړی دا چې تاسو په حقه یاست. هغه خلک چې NED يې ملاتړوکړ، لکه تاسو او هغه کسان چې له IRI، NDI او CIPE سره یې کار کړی دی، ډېر مستحق خلک دي چې د يو بریالي افغانستان د جوړولو لپاره یې ډېر کارونه وکړل. پوښتنه دا ده چې ولې مو له دغو ډېرو مستحقو کسانو سره مرسته وکړه، چې له افغانستانه ووځي؟ دليل یې دا دی چې دوی په خطر کې وو او هغه شرایط چې رامنځته شول زموږ انتخاب نه و. هغه فاجعي ته په پام سره چې په افغانستان کې را منځته شوه او زما د خپل هېواد رول ته  په کتو ما احساس وکړ چې NED په متحدوايالاتو کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه، باید د امریکا خلکو ته ښودلې وای چې موږ له خپلو شریکانو سره خپلې ژمنې په ټينګه عملي کوو او د هغو تر څنګ درېږو.

زموږ همکارانو متحده ایالاتو او د متحده ایالاتو پوځ ته کار نه کاوو؛ نو ځکه دوی ته د SIV ویزو په ترلاسه کولو او د وتلو په پروسه کې لومړیتوب نه و ورکړل شوی. زموږ همکارانو په افغانستان کې د ډیموکراسي او ارزښتونو لپاره کار کاوو او امریکایان یې د خپل هیواد ملاتړ ته لېوال کړي وو. د ښځو د حقونو فعالانو، ژورناليستانو او د مدني ټولنې بنسټونو د افغانستان ډیموکراسي ژوندۍ ساتلې وه. همدا رنګه دا سمه نه وه چې که تاسو د امریکایي سرتېرو ژباړونکي ياست؛ نو تاسو د ژغورلو مستحق یاست، خو که د ډیموکراسي معمار یاست، خو که په خطر کې هم یاست؛ مستحق نه یاست. دا موږ ته د منلو نه وه. زموږ د ډېرو شریکانو په غوښتنه او هغه خطر ته په پام چې دوی ورسره مخ وو، موږ حس کړه چې موږ باید د دوی د را ايستلو پروګرام بشپړ او وړاندیز کړو.
له همدي امله، موږ باید ډاډ ترلاسه کړی وای چې کانګرس او د بهرنیو چارو وزارت زموږ د کار ملاتړ کوي. موږ باید د دې کار لپاره کافي بوديجه برابره کړې وای او ډاډمن شوي وای چې مالي سرچينې لرو چې له مالي ستونزو سره مخ نشو. موږ باید د افغانستان، قطر او «سنټکام» ترمنځ په خطرناک چاپېریال او کاري شرایطو کې د امنیت او خوندیتوب په اړه ډاډمن شوي وای. همدارنګه زموږ د تدارکاتو سیستم بايد داسې عیار شوی وای چې د دوی د راایستلو په پروسه کې اغېزناک ثابت شوی وای.

له نېکه مرغه د را ایستلو له پروګرام سره اړوندو ترانسپورتي شبکو کې زموږ د حضور له امله، موږ بسونه او تدارکات چمتو کړای شول. موږ خپله عملیاتي وړتیا لوړه کړه. زه عملیاتي تجربه لرم او له نېکه مرغه موږ د نړۍ په کچه یو ډېر مجرب افسر استخدام کړی و؛ هغه له موږ سره ډېره مرسته وکړه.

موږ اړتیا درلوده چې را ایستل شوي کسان د امکان تر حده ژر تر ژره ځای پرځای کړو؛ له همدې امله مجبور شوم چې د سویل ختیځې اروپا د څو هېوادونو له مشرانو سره اړیکه ونیسم. دوی ماته ډېر ژر مثبت ځواب راکړ. زه د البانیا، شمالي مقدونیې او ګرجستان د لومړيو وزیرانو منندوی یم، چې ماته یې ډېر ژر مثبت ځواب راکړ. لکه څنګه چې تاسو وویل موږ تر زر ډېر کسان وايستل او په بریالیتوب سره مو په مختلفو هېوادونو کې ځای پرځای کړل. دوی اوس په کاناډا او متحده ایالاتو کې اوسېږي. موږ هم ژمن یو چې په راتلونکي کې هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ ویاړ ولرو.

موږ د افغانستان لپاره پراخ پروګرام لرو او د هغو کسانو ملاتړ ته ژمن یو چې په جلاوطنۍ کې دي. برسېره پر دې، موږ د هغو کسانو ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو، مدني ګډون او د رسنیو د خپلواکۍ په برخه کې د دیموکراتیکو لاسته‌راوړنو د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. موږ باور لرو چې ملیونونه افغانان د ښه راتلونکي مستحق دي او له همدې امله موږ د رسنیو د فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکوو.

موږ به هغو افغانانو ته، چې د خپلو لاسته‌راوړنو د ساتلو په هڅه کې دي، شا نه کړو. په داسې حال کې چې ډېر مرستندویان افغانستان پرېږدي یا یوازې په بشري مرستو تمرکز کوي، موږ ژمن یو او خپلو مرستو ته دوام ورکوو. زه باید دا هم ووایم چې موږ رول ماډل نه یو. تاسو رول ماډل  او الګو یاست. افغانستان ستاسو هېواد دی. دا ستاسو مبارزه ده. موږ هڅه کوو چې ستاسو د نظرونو او نوښتونو او هڅو ملاتړ وکړو. دا تاسو یاست چې وټاکئ چې تاسو په خپل ظرفیت سره څه کولای شئ یا د افغانستان خلک څه غواړي. موږ نظرونه نه ورکوو او موږ پلان نه لرو؛ مګر موږ ستاسو د نظریاتو او پلانونو ملاتړ کوو.

رویش : زه به په افغانستان کې د نیډ موسسې د تګلارو او برنامو په اړه پوښتنه وکړم. تاسو وویل چې نیډ چمتو نه و چې د ایستلو د عملیاتو مشري وکړي؟

ویلسون : موږ اړین چمتووالی ونیو او عملي مو کړ.

د افغانانو د ژغورنې لپاره د عملیاتو خطر

رویش: ستاسو دنده هیڅکله د خطر له سیمې څخه د خلکو ایستل نه وو. ستاسو کارمندان به خامخا د ګډوډۍ او فشار په وخت کې د داسې پېچليو عملیاتو د رهبري او اجرا کولو لپاره اړین ذهني چمتووالی نه درلود. د دې لپاره تاسو ژمن، مجرب او ګټور ټیم ته اړتیا درلوده. له دې سره زه او زما ملګري شاهدان وو چې د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د وخت د توپیر له امله، ستاسو همکاران شپه او ورځ ویښ وو او بې له ځنډه یې کار کاوه.

په هغه ستونزمن وخت کې چې تاسو د ایستلو عملیاتو د مدیریت مرکزي نقطه وئ، تاسو څنګه ډاډه وئ چې د خلکو ایستل خوندي دي او له خطر او ریسک سره مخ نه وو؟ هغه وخت  هره شېبه او هر ځای د ناورین د پېښېدو امکان و. د هماغه  وخت د سختيو او فشارونو یوه کیسه را سره شریکولای شئ؟

ویلسون په دې کې شک نشته چې هغه وخت ستاسو، ستاسو د ملګرو او ډېرو افغانانو لپاره په پوره مانا ناورین و. زموږ لپاره هم یو ستونزمن وخت و، خو هغه زحمت او سختي چې موږ په هغه وخت کې وزغمل، د هغه ناورین په پرتله چې تاسو ورسره مخ وئ، لږ وو. زه د دریو اونیو لپاره هغه موقف ته ګمارل شوی وم او موږ له خپل ټیم ​​سره د ژمنې او هغه باور پراساس چې پر يو بل مو درلود، کار ته دوام ورکړ. د باور پر بنسټ اړیکې او کار د دې پروسې د بریالیتوب کلیدي عناصر وو.

د ایستلو په پروسه کې کار کول د دې لامل شول چې د خپل ټیم ​​هر غړی په دقیق ډول وپېژنم او د دوی وړتیاوې درک کړم. د بحران په وخت کې تاسو خپل سازمان ښه پېژنئ، درک کوئ يې او پرې مسلط کېږئ. په نیډ کې هیچا دا تصور نه کاوه چې موږ به یوه ورځ د وتلو عملیات ترسره کوو؛ خو يوه داسې ورځ راغله، موږ هڅه وکړه او دا عمليات مو ترسره کړل. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، زموږ بنسټ د ډیموکراسي د ملاتړ لپاره کار کوي، نيډ داسې سازمان نه دی چې د تخليې په پروسه یا بشري مرستو کې کار کوي. موږ مالي مرستې ورکوو، خو د افغانستان خلکو او خپلو همکارانو ته د ژمنتیا له مخې مو له خپل ځواکه استفاده وکړه، یو مجرب افسر مو وګماره او په جدي او بې سارو هڅو مو د خپلو همکارانو او مرسته ترلاسه کوونکو ته را ایستلو زمینه برابره کړه.

رویش : ایا د ایستلو پروسې په جریان کې داسې هم شوي دي چې د ناڅاپه پېښې له امله د شپې ویښ پاتې شوي یاست، يا ټکان مو خوړلی وي؟

ویلسون:  هو. دا ډېر ستونزمن او ناوړه دوران و. د عملیاتو د بریا لپاره اړینه وه چې شپه او ورځ کار وکړو او تر نیمې شپې پورې ویښ پاتې شو. په هغه وخت کې کرونا يوه بله ننګونه وه چې زموږ کار يې لاسخت کړی و. ما د سویلي کارولینا په چارلسټن کې له خپل زاړه تاریخي کور څخه کار کاوه، تر نیمې شپې به ویښ وم او کارونه به څارل.

کله کله به مې خپله کورنۍ را ویښوله او باید تصميم مې نيولی وای چې د هغو بسونو په اړه څه پرېکړه وکړم چې طالبان يې دروي. موږ مجبور وو چې دا ستونزې په کابل کې د قطر له سفارت او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له قوماندانانو سره په همغږۍ تعقیب او حل کړو.

ډېرې سختې ورځې وې. زموږ لومړی کاروان له ستونزې پرته و ایستل شو، خو دویم کاروان مو طالبانو ودراوه او کار مو مختل شو. د قطر له سفارت او د طالبانو له پوستو سره د ترانسپورت د همغږي کولو لپاره زموږ وړتیا محدوده وه، خو د قطر او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او همغږي له منځه ولاړه. کاروان ودرول شو او طالبانو درې تنه ونيول. دوه تنه نسبتاً ژر خوشې شول او یو یې تر ډېره په بند کې پاتې شو. زه ټول جزيیات نه وايم؛ مګر موږ د هغه کس د خوشې کولو لپاره خورا خطرناکه ډیپلوماسۍ وکړه. دا چې موږ د انسانانو له ژوند سره سر او کار درلود، په ډېر فکر او دقت او په تشوش کې مو کار کاوه.

د افغانانو د ژغورنې د عملیاتو لګښت او بودیجه

رویش: دا پوښتنه ممکن ننګونه وي، خو تاسو آزاد یاست چې ځواب يې کړئ یا نه. تاسو د دې عملياتو په رهبري او بريالي ترسره کولو لپاره څو تنه عملیاتي ټیم درلود؟

ویلسون نیډ شاوخوا دری سوه کارمندان لري او موږ د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان په ځانګړي ډله کې تر سل تنه ډېر ګومارلي وو. موږ د تخليې پر عملیاتو ډېرې سرچینې او بوديجه ولګوله. که مو داسې نه وای کړي، دا پروسه ناکامېدله. وضعیت استثنایی و. له نېکه مرغه موږ شاوخوا اته تنه افغان کارمندان درلودل چې د اړتيا په وخت کې يې په ډېرو ژبو خبرې کولای شوې، ټلیفوني اړیکې يې نيولای شوې او له خلکو سره په اړیکه کې وو. له همدې امله موږ يو اصلي عملیاتي ټیم او د همغږۍ يوه بېړنۍ ډله درلوده. ما په منظم ډول د ټولو همکارو بنسټونو له رییسانو او زموږ له خپلو ټیمونو سره ناستې درلودې.

 وروسته د «سنټ کام» په مشرۍ د تخليې د ټیم د همغږۍ له غونډو سره یوځای شوم. ما هره شپه له «سنټ کام» سره اړیکه نیوله چې عملیات همغږي کړم.

رویش : بله ننګونکې پوښتنه د بودجې په اړه ده؛ ځکه چې دې بریالي عملیاتو له ۱۲۰۰ څخه زیاتو کسانو سره مرسته وکړه چې په دې نازکو شرایطو کې ویستل شي. زه غواړم د دې عملیاتو په ټوله بودیجه او لګښت پوه شم. ورته عملیات ملیاردونه ډالر لګښت لري. په نیډ کې، که څه هم دا عملیات ستاسو دنده یا د تخصص ساحه نه وه، تاسو دا د لږو مالي سرچینو سره ترسره کړې. ایا تاسو کولی شئ د دې عملیاتو د بودیجې په اړه لنډ ځواب ورکړئ؟

ویلسون هو. خو ځواب به یې بشپړ نه وي؛ ځکه دا مهال له ما سره ټول اسناد او ارقام نشته. کله چې کابل سقوط وکړ، ما سملاسي د خپل سازمان له مشرتابه سره اړیکه ونیوله او ومې ویل چې موږ بئړني ملاتړ ته اړتیا لرو. دې مشرتابه زموږ لپاره شاوخوا اوه میلیونه ډالر تصویب کړل. څو میاشتې وروسته موږ بیا مشرتابه ته مراجعه وکړه او بودیجه مو تر ۱۳ میلیونه ډالرو پورې لوړه کړه. دا د ایستلو د پروسې او تر هغه وروسته پروګرامونو ټول لګښت و. په همدې پیسو په البانیا، شمالي مقدونیه او ګرجستان کې د بیا مېشتیدنې لګښتونه او د ایستل شویو کسانو د ژوند لګښتونه تامین کړل. تاسو او ستاسو ډېر اورېدونکي پوهېږئ چې ځینې کسان په دې هېوادونو کې له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې پاتې شول. د دې ترڅنګ موږ له هماغې بودیجي، تحصیلي او بېړنیو مرستو لګښتونه هم تامین کړل. زما په یاد دي چې تاسو زموږ یو بېړنی همکار وئ. لکه څنګه چې مې وویل زموږ ټوله بودیجه ۱۳میلیونه ډالره وه. تاسو په حقه یاست. دا د هغه څه په پرتله هیڅ پیسې نه دي چې دولتونه یې په ورته مواردو کې مصرفوي.

د نیډ موسسې ښوونیز چلند

رویش : غواړم د زده کړو په اړه خبرې وکړم. له NED سره زما د پېژندګلوی لس کاله کېږي. کله چې زه د NED د همکار په توګه امریکا ته راغلم. دا همکاري زما د استادي په تجربه پیل شوه. کله چې ما په NED کې د خپلې پروژې په اړه خبرې وکړې، ومې ویل:« زه دا احساسوم چې افغانستان په تېرو دریو لسیزو کې له یو ډېر بریالي بدلون او پرمختګ څخه تېر شوی دی.» ما د ۱۹۷۸ کال تر کودتا وروسته وخت په پام کې نیولی و. کله چې ما خپل تاثرات او د بدلون اړوند ځینې انځورونه شریک کړل، له ما یې وغوښتل چې لاړ شم او د افغانستان د بدلون کیسه بیان کړم. دا کیسه مې پخپل کتاب کې ولیکله. البته زما لپاره د دې روایت بیان ډېر ستونزمن و او ما ته یې هغه خاطرې را په يادولې چې زه ترې په تېښته وم، خو له هغه سره سره مې ۵۷۰ پاڼې کتاب ولیکه. دا کتاب څلور ځله چاپ شو او شپږ زره نسخې وپلورل شو، چې په افغانستان کې ډېر پلورل شوی کتاب و. دا د NED د روزنېزې طریقې زما لومړی برداشت و: دا چې خلکو ته څنګه الهام ورکړو چې دوی ته هغه لاره وښیو چې ورسره مرسته وکړي. تر هغه وروسته، ما پخپل ښوونځي کې د «معرفت راډیو» په نوم د راډیو لپاره له نیډ څخه ډېره لږه مالي مرسته ترلاسه کړه. په ټول وخت کې چې موږ له NED څخه مالي مرسته ترلاسه کوله، دې موسسي ان یو ځل هم موږ ته و نه ویل چې څه وکړو یا څنګه خپله بودیجه مصرف کړو. د نیډ کارکوونکو به موږ ته ویل چې د بودیجي د مصرف او د محتوا د تولید څرنګوالی ستاسو کار دی. بیا مو د «سا» په نوم تلوېزیون جوړ کړ. «سا» په افغانستان کې لومړی روزنیز – تفریحي چینل و. اوس بيا د نيډ او شیشه میډیا نوې اړیکه ټینګه شوې ده. موږ په افغانستان کې د ټولنې د بدلون لپاره یوازې مفکوره لرو.‎ موږ غواړو چې د افغانستان خلک له تاوتریخوالي، کرکې او افراطیت څخه مدني روغې جوړې ته راووځي. زه د مدني ښوونکي په توګه باور لرم چې دا یو روزنیزه طریقه ده. په دې اړه د NED د مشر لیدلوری غواړم. البته، دا طریقه په ټولو هېوادونو کې عملي کېږي. تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟

ویلسون: د دې موضوعګانو د یادولو په خاطر مننه کوم. ستاسو کارونه ډېر الهام بښونکي دي. د دې ټکي درک کول خورا مهم دي چې ستاسو شخصي کیسه او ستاسو لاسته‌راوړنې او هغه مثبت بدلون چې تاسو رامنځته کړی دی، په نيډ کې زموږ موخې دي. موږ غواړو پر ايډياوو پانګونه وکړو چې مثبت بدلون راولي، خلک پیاوړي شي او د ټولنې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. زموږ وروستۍ موخه د ډیموکراسي د نړیوالې زیربنا په پیاوړتیا کې مرسته کول دي. موږ پوهېږو چې هر ځای خپلې مشخصې ډیموکراسي ته اړتیا لري او رامنځته کوي یې. ډیموکراسي باید د هر هېواد په کلتور او چاپېریال کې ځای ونیسي او ريښې وکړي؛ نو هر ځای خپله ډیموکراسي لري. له همدې امله موږ په هر هېواد کې له فعالانو سره مرسته کوو چې د ډیموکراسي لپاره د خپل نظریات عملي کړي. موږ له دوی څخه پوښتنه کوو چې د دوی لیدلوري، پلانونه او تګلارې څه دي او دا پلانونه د دوی په ټولنه کې د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا له اصولو سره څنګه تړاو لري؟ همدارنګه موږ له هغوی سره څنګه مرسته کولای شو.

 موږ خپلې مرستې تقاضا محوره ګڼو چې په هغه کې مفکورې، پلانونه او تګلارې زموږ د مرسته اخیستونکو له خوا ډيزاين کېږي او موږ مرسته ورسره کوو، يعنې موږ مرستندوی رول لرو او موږ نه، بلکې زموږ مرسته اخيستونکي تګلاره جوړوي. تاسو په حقه یاست. زموږ ملاتړ په دریو کچو کې دی. یو یې مالي مرسته ده. موږ بسپنه ور کوو. لکه څنګه چې تاسو یادونه وکړه، زموږ مرستې کوچنۍ او منځنۍ دي.

زموږ د مرستې دویمه کچه روزنه او اطلاعات دي. موږ د څېړنيزو فعالیتونو او څېړونکو مرکز لرو چې د تحصیلي لګکښتونو د مرستو د پروګرامونو، تحصيلي بورسونو او ډیموکراسي د مجلې له لارې د ډیموکراسي پلوه څېړونکو ملاتړ کوو چې مدني زده کړي وکړي او په خپلو ټولنو کې د ډیموکراسي د تحقق په اړه خپل نظریات پیاوړي کړي. موږ د ډیموکراسي د فعالانو او دیموکراتانو ترمنځ د تجربو د تبادلې شرايط چمتو کوو، چې یو بل وویني او خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي.

زموږ د ملاتړ درېیمه کچه اخلاقي، عمومي او سیاسي ملاتړ دی. موږ خپل شریکان له مشهورو رسنیو او کانګرس سره وصل کوو چې د دوی غږونه واورېدل شي. موږ د نړیوال ډیموکراسي پلوه غورځنګ ملاتړ کوو چې د ټولې نړۍ فعالان د یو بل تر شا ودرېږي او یو له بل سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د نیډ د پروګرامونو ننګونې

رویش : ممکن افغانستان به د هغو کارونو او پروګرامونو په برخه کې یو استثنایی مورد وي، چې نیډ یې ملاتړ کوي. د دې لامل هغه محدوديتونه او سخت قوانین دي چې طالبانو په هېواد کې وضع کړي دي. طالبان په نړۍ کې یوازېنی حکومت دی چې نړیوالو معیارونو او نورمونو ته پام نه کوي. تاسو لاهم له خلکو سره اړیکه لرئ.

تاسو په هغه هېواد کې ولسواک بدلون ته ژمن ياست، له دې پرته چې خلک د چارواکو له سختو او منفي غبرګونونو سره مخ شي. هغه مهمې ننګونې چې تاسو ورسره د طالبانو د حکومت پر مهال مخامخ یاست، کومې دي؟ ایا ځینې وختونه ستاسو کارونه محدودوي؟

ویلسون:  موږ په افغانستان کې حضور نه لرو. موږ هلته دفتر نه لرو. موږ پروژې او پروګرامونه نه عملي کوو. موږ ستاسو افغانانو او ستاسو د خپلو کارونو او فعالیتونو ملاتړ کوو. زه پوهېږم چې افغانان  دا پوښتنه مطرح کوي چې دوی څنګه اغېزناک کېدای شي. د خپل هېواد له ډیموکراتیک راتلونکي سره څنګه مرسته وکړي؟ موږ څنګه د مدني ګډون ملاتړ وکړو؟ موږ دوی ته بلنه ورکوو چې راشي او خپل نظریات له موږ او یو بل سره شریک کړي. هغه افغانان چې له خپل هېواده تېښتې ته اړ شوي دي بې ساري افکار لري او لا هم له خپل هېواد سره ټينګې اړيکې لري او هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو لپاره اغېزناک کارونه وکړي. موږ له ډېرو جلا‌وطنو افغانانو سره کار کوو. د بېلګې په توګه موږ دهغو افغانانو ملاتړ کوو چې رسنيز فعاليتونه کوي، چې افغانانو ته کره معلومات ورسېږي. موږ د هغو افغانانو ملاتړ هم کوو چې د طالبانو تر واک لاندې چاپېریال کې د خلکو لپاره د فضا د رامنځته کولو او د هغوی د ځواکمنولو لپاره کارونه کوي. په افغانستان کې وضعیت پېچلی او نا مناسب دی، خو لکه څنګه چې مو اشاره وکړه، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې بې کچې مدني ویښتیا او پوهاوی خپور شو. دا پوهاوی باید نور هم پیاوړی شي.

طالبان دا پوهاوی له منځه نشي وړلای. مثلاً دوی لوستي خلک بېرته نشي نا لوستي کولای. دوی ټول هغه څه له منځه نشي وړلای چې ورسره مخ دي، لکه خپلواکو رسنیو ته لاسرسی. موږ له خلاقو، متشبثو او نوښتګرو افغانانو سره یو، چې د خپلو خلکو ښه راتلونکی غواړي. افغانان پوهېږي چې څنګه له تاوتريخوالي پرته د افغانستان د راتلونکي لپاره ډیموکراتیک لیدلوری تعقیب کړي. موږ به تل له دوی سره یو.موږ په دواړو، خلاصو یا تړليو، ټولنو کې د ډیموکراسي د پیاوړتیا د کار او دايمي بهير ملاتړ کوو.

رویش : تاسو، چې اوس مهال د ډیموکراسي لپاره د ملي ونډې موسسې مشر یاست، په سیاسي فعالیت کې هم مخینه لرئ. تاسو له ډېره وخته ډیموکراسي پلوی فعال شخص یاست او لکه بل هر څوک خوشبینۍ او بد بینۍ به لرئ. ایا کله هم داسې شېبه راغلې ده چې تاسو د افغانستان غوندې پېچلې قضیې په اړه بد‌بینه شوي یاست؟ کله مو دا فکر‎ کړی دی چې نورې لارې ولټوئ او د امریکايي ځواکونو په څېر له افغانستانه شا تګ وکړئ؟ د یو انسان په حیث تاسو کله افغانستان ته داسې کتلي دي که نه؟ ایا تاسو لاهم خوشبین یاست؟

ویلسون:  موږ د افغانستان له خلکو سره په خپلو ژمنو کلک ولاړ یو او ترې شا تګ به ونه کړو. البته، د دې مانا دا نه ده چې زه ساده لوح یم. د دې مانا دا نه ده چې زه فکر وکړم چې موږ به په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ پياوړې ډیموکراسي ولرو. دا په دې مانا چې د افغانانو د ملاتړ لپاره زما هوډ قوي دی. موږ هغو افغانانو ته ژمن یو چې پر دې باور دي چې د دوی هېواد د ډیموکراتیک بدلون لپاره د خپلو خلکو امکانات کارولای شي. د افغانستان پينځوس سلنه نفوس له ښځو څخه جوړ دی. دوی د ازادۍ او زدکړو خوند څکلی دی او له هغو څخه د ښه راتلونکي لپاره کار اخيستلای شي. اوسنی افغانستان، چې طالبان يې رهبري کوي، ټول‌ شموله او متنوع نه دی، خو دا حالت دایمې  نه دی او موږ باید لرې راتلونکې ته پام ونیسو.

 داسې ورځې شته چې زه بدبین او خپه اوسم؟ موږ په برما کې د خپلو شریکانو د اعدام شاهدان یو. زموږ ملګري په بیلاروس کې بندیان شوي دي. موږ په اسیا کې له هانګ کانګ څخه تر تهران پورې د پراخ جبر شاهدان یو. دا سخته ده. موږ هم انسانان یو. زموږ دننه د غم او غوسې اور بلېږي، خو موږ بیا هم ورسره هیله من یو. موږ هیله لرو چې افغانان په خپلو هڅو سره په راتلونکي کې د خپل هیواد لپاره یو نوی ډیموکراتیک فصل پرانيزي، چې د تېر ډیموکراتیک فصل په پرتله به خورا پیاوړی وي.

نوی ډیموکراتیک فصل ستاسو غوندې وګړو له ډيموکراتيکو لاسته‌راوړنو څخه الهام اخيستلای شي. هغه نجونې چې تاسو روزلې دي او هغه ماشومان چې ستاسو د راډیو په خپرونه کې حضور لري، د یوه ډيموکراتیک افغانستان د راتلونکي فصل لپاره قوي بنسټ دي.

د نیډ اوږد مهاله ستراتېژي

رویش: تاسو په هیڅ ډول خلک د انقلاب مفکورې ته نه هڅوئ،

بلکې د بدلون يو تکاملي بهير ترويجوي چې په ساحه کې د خلکو د ګډون او ژمنې پر بنسټ ولاړ وي. په همدې دلیل تاسو په ژر تر ژره پایلو ټينګار نه کوئ. د ستراتېژي په اړه هم یو بحث شته؛ ډېر فعالان چې تازه ميدان ته راوتلي وي، معلومه تګلاره نه لري او نه پوهېږي چې خپل ماموریتونه څنګه ترسره کړي. دوی ممکن وخت او انرژي له لاسه ورکړي، دا به په اوږد مهال کې ناورین رامنځته ته کړي.

له همدې امله، د NED د ماموریت لپاره ستراتېژي خورا مهمه ګڼل کېږي. د افغانستان له خلکو سره د زده کړې او پر هغه ځواک د باور لپاره چې په تېرو شلو کلونو کې يې وده کړې ده، څه ده؟

د افغانستان د خلکو او زما په شان وګړو لپاره د NED ستراتېژي څه ده چې په افغانستان کې یې له خپلو لیدونکو سره شریکه کړي؟

ویلسون: لکه څنګه چې ما مخکې وویل، موږ به تاسو ته د افغانستان لپاره ستراتېژي در نه کړو. موږ به له تاسو سره د افغانستان لپاره ستاسو په خپله ستراتېژي کې مرسته وکړو. موږ تاسو، ستاسو شریکانو او نورو ډېرو افغانانو ته غوږ نیسو چې وګورو د راتلونکي په اړه د هغوی لیدلوری، د بدلون نظریه او لرليد څه دي او زموږ چې څومره په وس وي، له دوی سره به هغومره مرسته وکړو. موږ د هغو افغانانو ملاتړ ته ژمن یو چې له سوله‌ییزو لارو د ډیموکراسي غوښتونکي دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره لاره پیدا کوي. موږ غواړو چې د افغانستان خلکو ته کره معلومات ورکړل شي او همدارنګه دا تضمین شي چې د افغانستان له د ننه چې کوم معلومات راځي، د طالبانو له خوا پکې لاسوهنه ونشي او د افغانستان د خلکو رښتینی روايت نړۍ ته منعکس شي.

د روزنې څرخ باید فعال وي. افغانان باید پوه شي چې معلوماتو ته لاسرسی د ډیموکراسي یو مهم عنصر دی. که تاسو کره معلومات و نه لرئ؛ نو د هغه وضعيت په اړه انتقادي فکر نه رامنځته کېږي چې تاسو پکې یاست او له دې تفکر پرته تاسو واکمنانو مسووليت منلو ته نشئ اړ کولای. موږ له افغانانو سره معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته کوو. افغانان حساب ته د ځواکمنو د حاضرولو اړتیا درک کوي، ان په دیکتاتورو هېوادونو کې هم دیکتاتورانو په تدریج سره دا درک کړې ده چې د خپل واک د دوام لپاره له خلکو څخه حد اقل مشروعیت ترلاسه کول خورا اړین دي. فعال افغانان باید پخپله دا په ګوته کړي چې په اوسني افغانستان کې دوی ته څه شی کار ورکوي. دا باید پخپله افغانان مشخص کړي. د NED درسونه، زموږ د نورو شریکانو تجربه، د ډیموکراسي مجله او زموږ د څېړنې ټولنه افغان فعالانو ته د مطالعې او څېړنې لپاره اړین مواد په واک کې ورکوي، چې مطالعه او څېړنه وکړي او وګوري چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دوی لپاره کومې طریقې ګټورې دي.

رویش : له ډیموکراسي او ډیموکراتیکو بدلونونو څخه ستاسو برداشت یوازې د پوهنتون د يوه استاد یا په فکر خونه  کې د یو اکاډمیک کس برداشت نه دی. تاسو د روانډا او بالکان هېوادونو مستقیمه تجربه لرئ. تاسو له هغو هېوادونو سره، چې په تېرو شلو کلونو کې له ستونزو سره مخ وو، تعامل درلود. دا ستاسو د شخصي ژوند مهمې تجربې دي. د دغو هېوادونو لکه روانډا، بالکان هېوادونو او افغانستان کوم درسونه راسره شریکولای شئ؟ هم د پېښو منفي او هم ځینو مثبتو اړخونو په کتو، څه راسره شريکولای شئ‎ چې خلک له هغو څخه د داسې عواملو په توګه چې دوی ته انرژی ورکړي، الهام واخلي؟

ویلسون:  لومړی، رهبري له خپلو منفي او مثبتو پایلو سره خورا مهمه ده. د افرادو عاملیت خورا مهم دی؛ ځکه له تاريخي نظر موږ د دې شاهدان يو چې هغه رهبران چې د واک تږي دي او واک ته رسېدل غواړي، په سيستمونو کې ګوتي وهي، ټولنيز کړکېچونه جوړوي او لوی شر پېښوي. په همدې حال، موږ ګورو چې د خلکو د یوې کوچنۍ ډلې کړنې چې د هغه پر وړاندې را يو ځای کېږي او بدیل وړاندې کوي، د مثبت بدلون لامل کېږي؛ نو ځکه د خلکو رهبري او عاملیت مهم دی.

دويم، د نړیوالې ټولنې رول ارزښتمن دی. نړیواله ټولنه له محلي حل‌لارو او هغو غږونو څخه چې د باثباته او عادلانه څېزونو لپاره پورته کېږي، ملاتړ کولای شي. زموږ د سازمان وجودي فلسفه هم له دې کار سره تړلې ده. موږ هم د نړیوالې ټولنې برخه یو. البته دننه باید د ډیموکراسۍ غوښتنه موجوده وي او د هغې لپاره هڅې وشي. ډیموکراسي له بهره نشو واردولای. دا طریقه کار نه کوي. موږ د ډیموکراتیکو بنسټونو او کلتور د جوړولو لپاره د ځایي هڅو ملاتړ کوو. په پای کې، تر ټولو لوی درس د خلکو عاملیت دی. موږ لیدلې دي چې ممکن رهبري ښه يا بده وي. ممکن د نړیوالې ټولنې ښکېلتیا مضره یا ګټوره وي، خو د خلکو عاملیت پرېکنده دی.

رویش: موږ اوږده لاره په مخ کې لرو. دا لاره ډېرې لوړې ژورې لري، خو راځئ د ډيموکراسي لپاره د خپل سفر په اوږدو کې د ماراتن يوې سیالۍ ته فکر وکړو. راځئ چې په ۲۰۳۰ کال کې د پای ټکی ته وګورو. ډیمون ویلسن به د افغانستان خلکو ته څه پیغام ولري؟ د افغانانو راتلونکی منزل له هېواد، چاپېریال او نوي نسل سره ۲۰۳۰ کال دی. فرض کړئ تاسو د یو داسې وګړي په توګه د ماراتن په دې سيالي کې هلته ولاړ یاست او د هغو خلکو له ډلې یاست چې هلته ترسره شوې هڅې لمانځئ او ستایئ. د هغه وخت او شېبې په اړه ستاسو تصوير څه دی او په افغانستان کې به په هغه ځانګړي وخت کې څه پیغام وړاندې کړئ؟

ویلسون : دا یو ښکلی فکر دی. زه ډېر لیوال یم چې ستاسو په څېر خلکو سره کابل ته ستون شم او د دوی په کورونو کې مې مېلمه‌پالنه او هرکلی وشي.

زه هيله لرم چې لکه څنګه چې تاسو وایاست په ۲۰۳۰ کې ډیموکراسي ته د لېږد شاهدان اوسو. هیله لرم چې اوسنی تياره فصل تېر کړو او په هغه وخت کې بېرته را ژوندئ شوې ډيموکراسي ووينو. زه هیله من یم چې یوه ورځ هغه څه چې تاریخپوهان یې په تاریخي لحاظ د ډیموکراسي څلورمه څپې بولي، راشي او افغانستان د ډیموکراسي په هماغه څلورمه څپه کې خپل لوری ومومې .

افغانستان به د ډيموکراسي د څلورمې تاریخي څپې په توګه خپل ډیموکراتيک راتلونکی جوړ کړي. د دې ډیموکراتیک راتلونکي مشري به خپله افغانان کوي او پایدار او باثباته به وي. په هغه کې به مالي فساد نه وي او په بهرنې ملاتړ پوري به تړلی نه وي. دا هغه هیله ده چې زه یې د تحقق کولو اراده لرم او زه به په خورا عاجزي به چمتو يم چې له تاسو سره یې په ګډه ونمانځم.

رویش : زه په لېوالتیا سره هلته ستاسو د لیدلو په تمه یم. 

ویلسون : ګران عزیز رویش، زما ملګریه! ستاسو د کارونو، د ازادي د ارمان او د افغانستان د خلکو د ملاتړ له امله له تاسو ډېره مننه کوم.

رویش : دا زما لپاره وياړ و. د خدای په امان.

ویلسون : د خدای په امان.

Share via
Copy link