Image

توکم‌پالنه او د غیر هزاره شیعه‌ګانو نامطلوب‌ښودل!

شپږمه برخه

فردوس: په تاسې باندې دا یوه نیوکه کېږي چې تاسې په خپلو سیاسي او کلتوري فعالیتونو کې یو ډول توکم‌پالنه دودوئ او همداراز ستاسې لخوا په لیکل شویو متنونو کې غیر هزاره شیعه‌ګان نامطلوب ښودل شوي دي. مثلاً، په «بګذار نفس بکشم» کتاب کې راغلي دي چې غیر هزاره شیعه‌ګانو په ښارونو کې د هزاره‌ګانو اړوند موجود سټریوټایپونه یا چوکاټي تفکر د کلیمو په چوکاټ کې رامینځته کړي دي. ستاسې له دې لیکنې داسې انګېرل کېږي چې تاسې د غیر هزاره شیعه‌ګانو نامطلوب ښودل دودوئ. که یې په ګوګل کې وپلټئ، ډېرو کسانو ستاسې په اړه په لیکلو مقالو کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده. ستاسې په نظر، ستاسې په اړه دغه نیوکه او انګېرنه څومره پر ځای ده؟

رویش: که رښتیا ووایم، دا ادعاوې او نیوکې ډېرې بې‌ځایه نه دي. زه په دې باور یم چې د انسانانو شخصیتونه د نورو په اړه په قضاوت کولو سره جوړېږي او نور خلک هم هېڅکله بې‌هېڅه قضاوت نه کوي. تاسې باید د نمونې په توګه یو څه ولرئ یا د نورو ذهنونو ته د خپل ځان په اړه انځورونه ور ولېږدوئ؛ څو د یو ځانګړي قضاوت اساس وګرځي، خو دا باید وارزول شي چې که د یو چا په اړه قضاوتونه کېږي، هغه منصفانه او عادلانه دي که نه؟ ایا ټوله خبره هماغه ده چې د نورو په قضاوتونو کې منعکسېږي او یا له هغه ورهاخوا نور واقعیتونه هم موجود دي؟

کله چې په قضاوتونو کې د واقعیتونو د انعکاسېدو کچه وسنجوئ، دا جوتېږي چې دا قضاوت عادلانه او منصفانه دی که نه. د بېلګې په توګه، تاسې یو چا ته د غل خطاب کوئ، حتماً هغه سړي ستاسې ذهن ته داسې نښې درلېږدولې دي چې تاسې هغه ته د غله په سترګه ګورئ. اوس هغه سړی، چې تاسې هغه ته د غله خطاب کړی، کولای شي راشي او ووايي چې د نوموړي د شخصیت په اړه د هغه سړي په ذهن کې رامینځته شوی انځور سم نه دی او هغه مثلاً، غل نه، بلکې سم سړی او ځوانمرد انسان دی. هغه دا ویلای شي چې د یعقوب لیث صفاري په څېر یې د واکمن له کوره غلا کړې او په بې‌وزلو یې وېشلې ده. تاسې دا مسایل د خلکو په ذهنونو کې د یوې خلا په توګه په نښه کړئ؛ څو هغه اصلاح شي.

د قومي مسایلو او قومي جګړو په اړه فکر نه کوم چې دا دې منصفانه وي چې زه یا زموږ یو ملګری دې راشي او له دې څخه دې انکار وکړي چې ګواکې په دې جګړو، د دې جګړو په ګرمېدو، د قومي درزونو په ډېروېدو او د هغوی په برجسته کولو کې دې موږ هېڅ ونډه و نه لرو. ما نه یوازې دا چې په دې مسایلو کې ونډه لرله، بلکې ډېره زیاته غوښنه ونډه مې پکې لرله. ما مقالې ولیکلې، ویناوې مې وکړې، جریدې مې چاپ کړې او دا هڅې مې وکړې چې دا مسایل په ټولنه کې مطرح شي، خو ایا په رښتیا هم زه او زما هم‌فکره ملګري د افغانستان په سیاست کې د قومي خوځښت او په افغانستان کې د قومي جګړو  بنسټګر وو؟ ایا له موږ مخکې بل هېچا په اوسنۍ مانا توکم‌پالنه نه ده کړې او یا یې نه کوي؟ تاسې به په ډېره اساني دې ته متوجه شئ چې نه موږ د دې بنسټګر وو او نه یې هم ختموونکي یو. بالاخره، په کوم مسیر کې چې موږ حرکت کړی، یو وخت مو ونډه او اغېز دواړه پکې لرل.

داسې نه وه چې موږ دې د توکم‌پالنې بنسټ ایښی وی. تر موږ مخکې، د افغانستان د تشیع ټولنه کې ډېر ژور توکمیز تضادونه او ټکرونه موجود وو. دغه توکمیز تضاد لومړی ځل د امیر عبدالرحمن خان لخوا د هزاره‌ګانو د عام وژنې په وخت کې پيل شو او له هغه وروسته د یوه اغېزناک بهیر په توګه په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي برخو کې د هزاره‌ګانو د ټکولو لپاره وکارول شو.

ښاغلي دای فولادي دا موضوع په دوو بېلو مقالو کې تشریح کړې ده. دا دوې مقالې زموږ په نننۍ خپرونه کې چاپ شوې. د یوې مقالې سرلیک «صدسال جنګ روانی با هزاره‌ها» دی او بله د «سکوت سیاسی» تر سرلیک لاندې خپره شوه. رواني جګړه تر ډېره په ټولنه کې د دننه جوړ شوي چاپېریال په موخه ترسره شوه. په دې مانا چې تاسې هغه ځپل شوي او څنډې ته کړای شوي قوم ته د بیا راپورته کېدو اجازه مه ورکوئ. د روانې جګړې له لارې د بیا سر راپورته کېدو لپاره اجازه ور نه کړل شوه. بېلابېل لقبونه او بېلابېل انځورونه یې جوړول او هغه یې هزاره‌ګانو ته منسوبول؛ څو د نورو قومونو په مینځ کې د هزاره‌ګانو ټولنه بده او نامطلوبه وښودل شي. دا د هزاره‌ګانو پر وړاندې یو ډول رواني جګړه وه چې پر هغوی د فشار لپاره به یې بېلابېل لقبونه د هزاره‌ګانو د جمعي تمسخر لپاره کارول.

د سیاسي چوپيتا یا سکوت مانا دا ده چې د یوې مشخصې ټولنیزې ډلې غوښتنه یا عدالت‌غوښتنه په چوپتیا سره بدرقه او نالیدلې وګڼل شي. مثلاً، پاچا باید خپل ټول رعیت ته توجه وکړي او د قرباني چیغې یې واوري، خو په افغانستان کې هزاره‌ګان له سیاسي چوپيتا سره مخ وو او پاچاهانو د قرباني شوي هزاره انسان، چې د دوی رعیت ګڼل کېده، چیغې نه اورېدلې. دا یو ډول سیاسي چوپيتا وه. مانا یې دا وه چې د هزاره په نوم انسان هېڅ غږ نه لري او له درد او بې‌عدالت څخه نه کړېږي او اصلاً دا شیان بېخې نشته. د سیاسي چوپتیا او رواني جګړې دې عمدي سیاست پر هزاره‌ګانو داسې فشار وارد کړ او د هغوی قربانۍ یې داسې عادي وښودلې، چې کله هزاره‌ګانو په ۱۳۷۱هجري لمریز کال کې خپلې ډېرې ساده او ابتدايي غوښتنې مطرح کړلې، له ډېر شدید غبرګون سره مخ شول.

همدا ځای دی چې د هزاره‌ګانو پر وړاندې په رواني جګړه او سیاسي سکوت کې د غیر هزاره شیعه‌ګانو ونډه مطرح کېږي. ما او همفکره ملګرو مې په خپلو مطبوعاتي کارونو کې همدا نکته مطرح کړې او د هزاره‌ګانو پر وړاندې په رواني جګړه کې مو د غیر هزاره شیعه‌ګانو ونډه توضیح کړې ده. البته موږ کوم نوی شی نه دی اختراع کړی. د کابل جګړې دا مسئله پیل کړله او موږ یوازې هغه توضیح کړله. د کابل په جګړه کې تاسې لیدل چې له یوې خوا د شیعه‌ګانو پر وړاندې جګړه و او په جبهه کې د شیعه او غیر شیعه خبرې مطرح کېدلې. شیعه‌ګان د ایران پلوي او د ایران په اسلامي جمهوریت پورې تړلي معرفي کېدل. په همدې حال کې تاسې ګورئ چې د شیعه‌ګانو ډېرو برجسته مذهبي څېرو د ښاغلي رباني په حکومت کې دندې لرلې. مثلاً، ښاغلی محسني، چې شیعه عالم او مجتهد و، د ښاغلي رباني په حکومت کې د دولت د عالي شورا غړی و. وحدت ګوند چې د هزاره‌ګانو استازی و، د رباني له حکومت سره په جګړه کې ښکېل و، خو سادات شیعه‌ګانو، له ښاغلي سید مصطفی کاظمي څخه را نیولې بیا تر سید حسین انوري او ښاغلي فاضل او نور کسانو پورې ټولو د ښاغلي رباني په حکومت کې دندې لرلې او د هغه تر څنګ ولاړ وو. یو خوا د شیعه‌ګانو پر وړاندې جګړه روانه وه، خو بلخوا د شیعه‌ګانو برجسته مذهبي څېرو د ښاغلي رباني د حکومت ملاتړ کاوه او تر څنګ یې ولاړ وو. دا کوم پراډاکس چې د کابل په جګړو کې برجسته شو، ما او زما همفکره ملګرو هغه توضیح کړ او له هزاره‌ګانو سره د غیر هزاره شیعه‌ګانو د بیا ځلې نسبت ټاکلو غوښتنه مو وکړله. که جګړه د شیعه‌ګانو پر وړاندې وه، بیا نو ښاغلي محسني د شیعه ضد افراطي څېرې، عبدالرب رسول سیاف تر څنګ څه کول؟

که جګړه د شیعه‌ګانو پر وړاندې نه، بلکې د هزاره‌ګانو پر وړاندې وه، بیا نو ولې محسني او مثلاً د شیعه ساداتو نومیالیو څېرو ځانونه د هزاره‌ګانو استازي بلل او د ښاغلي رباني په حکومت کې یې په همدې نوم امتیازات ترلاسه کول؟

همدا لامل و چې ما او زما همفکره ملګرو د کابل له جګړو وروسته د مذهبي حق یا سیاسي حق پوښتنه مطرح کړله او ومو پوښتل چې ایا د وحدت ګوند او د رباني حکومت ترمینځ جګړه د مذهبي حق  که د سیاسي حق پر سر ده؟ د یادولو ده چې د کابل د جګړو په وروستیو ورځو کې مزاري په یوه وینا کې په ډېر واضح توګه وویل چې « په افغانستان کې شعارونه مذهبي، خو کړنې قومي دي». موږ همدا پاراډاکس توضیح کړ او تر دې مو اضافه څه نه دې کړي.

په تشیع ټولنه کې مزاري تر بل هر رهبر په توکم‌پالنه او د توکم‌پالنې پر ترویج ډېر تورن دی، خو زما باور دا دی چې مزاري د خپلې مبارزې په مسیر کې دا کار وکړ چې له غیر هزاره شیعه‌ګانو سره د هزاره‌ګانو د ټکرونو تجربې یې په شعور او دله‌ییز پوهاوي بدلې کړې. هغه دې ته اجازه ور نه کړله چې دا تجربې یوازې همداسې تجربې پاتې شي. مثلاً، هغه دا خبره مطرح کړله چې موږ په سیاسي تعاملاتو کې ګډون کړی و، خو د دغو تعاملاتو پایله څه وه؟

مزاري د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا خبره مطرح کړله چې مثلاً، غواړي په افغانستان کې هزاره‌توب جرم و نه اوسي او د خپلو خبرو په بله برخه کې یې د توکمیزو کړنو او مذهبي شعارونو مصداقونه مطرح کړل. کله چې دا خبره د مزاري لخوا مطرح شوه، دې خبرې د کابل د لویدیځ مقاومت جبهې او د هزاره‌ګانو په لیدلوري کې یو ډول تحول او بدلون رامینځته کړ. د خلکو ذهنونه بدل شول. کله چې د دغه پوهاي خبره وشوه، ما او زما همفکره ملګرو هغه خبرې په «امروز ما» او «عصری برای عدالت» خپرونو او نورو ځایونو کې توضیح کړې، خو دې ته باید توجه وکړو چې دا پوهاوی یوازې په همدې خپرونو پورې منحصر پاتې نشو او په ټولو ځایونو کې مطرح او په ډېره چټکي خپور شو.

ښاغلی خلیلي، محقق، سیما سمر، صادق مدبر، شفق او بل هر نفر د دې پوهاوي په خپراوي کې ونډه لرله. داسې نه وه چې یوازې موږ دې دا کار کړی وي او دا ټول په موږ پورې وتړل شي. یوازې هغه څه چې تر نورو موږ په ښه شکل ترسره کړ، هغه دا و چې موږ دې مسئلې ته په یو څه بنسټي ډول او د پياوړو استدلالونو په وړاندې کولو سره کار وکړ. موږ د خپلو خپرونو له لارې په کړکېچ کې د ښکېلې ټولنې تجربې د مقالو او لیکونو په منظم چوکاټ کې د یوه تاریخي پوهاي په کوډ بدلې کړې. موږ دا کار په «امروز ما» یا «عصری برای عدالت» کې ترسره کړ، چې انکار ترې نشي کېدلی.

ایا ټول شیعه سادات او قزل‌باش د هزاره‌ګانو دښمنان دي؟

فردوس: په تاسې دا نیوکه ده چې دا مسئله مو په داسې ډول مطرح کړې چې پایله یې د ډله‌ییز تورپورې‌کولو دودول و؛ مثلاً، ستاسې له لیکنو داسې مطلب اخیستل کېږي چې ټول شیعه سادات یا قزل‌باش د هزاره‌ګانو دښمنان دي. ایا دا نیوکه منئ؟

رویش: ښه، تاسې دا مسئله په عموم کې په نظر کې ونیسئ او بیا یې د افغانستان د سترو قومونو ترمینځ اړیکو کې مطالعه کړئ. ایا هر پښتون په افغانستان کې ظلم کړی دی؟ ایا هر پښتون د خلکو کورونه او ځمکې غصب کړې دي؟ ایا د هغوی هر یوه یې په عام وژنه کې ونډه اخیستې او له هزاره، ازبک، ترکمن، تاجک، بلوڅ، پشه‌يي، براهوي او ګوجر سره یې جفا کړې ده؟ واضح خبره ده چې داسې نه ده. د پښتنو په میلیوني ټولنه کې داسې ډېر پښتانه دي چې د هغوی په تصور کې لا داسې را ګرځي چې په یو بل پښتون یا غیرپښتون انسان دې ظلم وکړي او هغه دې ازار او اذیت کړي، خو چې کله راځئ او په مجموع کې د یوې ټولنې د داسې سیاست خبره کوئ چې دې سیاست په ټولې ټولنې سیوری غوړولی دی، هغه وخت به په ښکاره توګه دا وګورئ چې دا سیاست د کوم سیورې تر چتر لاندې عمل کوي.

امیر عبدالرحمن خان د پښتو له چتر څخه استفاده کوله. هغه قومي جګړه پيل کړه او بیا یې پښتون سره راټول کړ څو په خپل مظلومیت سره د مظلوم هزاره عام‌وژنه وکړي. د دې کار دلیل څرګند دی؛ هغه انځور چې عبدالرحمن خان وړاندې کړی دی، هغه یو قومي انځور دی. اوس تاسې څه کوئ؟ ایا یو قرباني شوی هزاره دا تفکیک کولای شي څو کور په کور وګرځي، چې کوم پښتون پر نوموړي په ترسره شوي ظلم کې سهم درلود او کوم یو پکې سهم نه درلود؟

قرباني یوازې عمومي او کلي سیاست ته ګوري. هغه د جزيي چارو تفکیک نشي کولای. دې موضوع ته مذهبي اړخ ورکړئ. کله چې مذهبي جګړه پېښه شي، د مذهب تر سیوري لاندې د انسانانو عام‌وژنه کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه انسان په یو مذهبي باور کې سره شریک دي، هغوی ټول په هماغه عام‌وژنه کې د جنایت په ترسره کولو کې شریکان دي. راشئ، دا بحث یو څه نور هم ځانګړی کړو. جمعیت اسلامي له وحدت ګوند سره جنګېدلی دی، ایا د جمعیت ګونډ ټول غړي او پلویان له وحدت ګوند سره جنګېدلي دي؟ ایا په جمعیت اسلامي کې هېڅ داسې څوک نه و چې د ښاغلي رباني او احمدشاه مسعود پر کړنو دې ناراضه شوي وو او یا پر هغوی نیوکه و نه لري؟ قطعاً، داسې کسان موجود وو، خو کله چې ووایاست چې جمعیت اسلامي دا کار وکړ، دلیل یې دا دی چې جمعیت اسلامي د یوې مجموعې په توګه د جګړه‌مارانو او قوماندانانو استازولي کوي. همدا مسئله د هزاره‌ګانو او غیر هزاره شیعه‌ګانو په مینځ کې هم مطرح ده. تاسې یو ځل د شیعه په نوم یو مذهب لرئ چې ټوله ټولنه یې نیولې او پینځه، شپږ او یا لس میلیونه انسانان د هغه مذهب پیروي کوي. دلته هم دښمني موجوده او هم امتیاز ترلاسه کېږي. په یوې ډېرې ساده ارزونې سره تاسې دا درک کوئ چې د دښمني په یوه اړخ کې په کلي او عام ډول څوک څوک راځي او کومه خوا یې امتیاز ترلاسه کوي.

ظاهرشاه او د هغه د سلطنت ټولې دستګاه پر هزاره‌ګانو ظلم کاوه. هزاره ته یې نه په اداره کې ځای ورکاوه، نه یې په عسکري نظام کې پرېښود او نه یې په سیاست کې ځای درلود. ان هزاره ته یې په پوهنتون کې د درس ویلو اجازه نه ورکوله. په بازار کې یې هم له هزاره سره دښمني کوله. د سلطنت ټوله دستګاه د هزاره‌ګانو پر حذفولو لیګا وه، خو پخپله ظاهرشاه په محرم کې د عاشورا تکیه‌خانې ته ورتلی او د ښاغلي حجت تر منبر لاندې به یې اوښکې تویولې او دا اوښکې به یې هم پخپل ابرېښمي دست‌مال پاکولې. تاسې ګورئ، د عزاداري په هغو مراسمو کې چې ظاهرشاه ګډون کړی، زرګونه هزاره‌ګان هم د شیعه‌ګانو په توګه د مذهبي مراسمو د ترسره کولو او اوښکو تویولو لپاره هماغه ځای ته ورځي. هلته ظاهرشاه هم اوښکي تویوي. د زرګونو هغو شیعه‌ګانو اوښکې، چې د امام حسین د مظلومیت لپاره یې تویوي، د ظاهرشاه له هغو اوښکو سره څه توپير لري چې په ابرښمي دست‌مال یې پاکوي؟ د دغو دوو بېلو اوښکو ترمنیځ حتماً توپير شته، خو د دې توپير سربېره د ښاغلي حجت منبر او پخپله ښاغلی میر علی احمد حجت د دوی د اتصال او پيوستون ټکی دی. میر علی احمد حجب یو سید، یو ملا او یو شیعه عالم دی، خو په ورته وخت کې د قاتل او مقتول؛ ظالم او مظلوم او د جلاد او قربانیانو ترمنیځ د پيوستون ټکی دی.

اوس چې کوم هزاره دلته راځي، باید له خپل ځان څخه دا پوښتنه وکړي چې له موږ سره د ظاهرشاه نبست او تړاو څه دی؟ که ظاهرشاه رښتیا هم زما مذهب ته د یوه ارزښت په سترګه ګوري او زما د امام د وینو په خاطر اوښکي تویوي، بیا نو ولې په ټولنه کې په دې اندازه موږ تحقیر او توهینوي؟ که نه، زموږ اوښکې یو ډول نه دي او ظاهرشاه له ما سره هېڅ تړاو نه لري او هغه زما او زما د امام د مظلویمت په خاطر اوښکې نه تویوي او بله موخه لري؛ نو هغه ښاغلی چې د منبر پر سر ناست دی او زما او د سلطنتي دستګاه د پیوستون کړئ ده، واقعاً هغه له ما سره څه نسبت لري؟ زه باید د خپل تړاو په ټاکلو بیاځلې کتنه وکړم. د مذهبي شعارونو او توکمیزو کړنو مصداق همدله څرګندېږي.

مولوي یونس خالص له شیعه مذهب او شیعه‌ګانو سره مخالف دی او له دې انکار هم نه کوي، خو همدا سړی له ښاغلي محسني سره نږدې ملګرتیا لري. مزاري کیسه کوله، یوه خبریال له خالص څخه پوښتنه وکړله چې که له شیعه مذهب او شیعه‌ګانو سره ستونزه لرئ، بیا نو محسني د یو شیعه عالم او رهبر په توګه ستا په څنګ کې څه کوي؟ د مزاري په تعبیر، خالص هغه ته داسې ځواب ورکړی و چې محسني «زموږ» دی. مزاري په خپلو خبرو کې ویل چې هو، مولوي خالص رښتیا ویل، هغه له شیعه‌ګانو سره نه، بلکې له هزاره‌ګانو سره یې دښمني لرله. په همدې خاطر، مزاري ویل چې مولوي خالص زما خوښېږي؛ ځکه هغه خپله خبره نه پټوي او رښتیا وايي.

که تاسې دې ته متوجه شوي یاست چې همدا عام انځورونه په ټولنه کې د سیاست بنسټ ګرځي. هغه وخت چې ښاغلی رباني او احمد شاه مسعود د کابل په لویدیځ کې له هزاره‌ګانو سره جنګېدل، غیر هزاره شیعه علما له هغوی سره ملګري وو. د احمد شاه مسعود هغه فلم موجود دی چې د تلویزیون د غره پر سر ولاړ دی او په مخابره کې غږ کوي او په نورو ځایونو کې خپلو قوماندانانو ته وايي چې تاسې دا کار وکړئ «زه دلته په هزاره‌ګانو مصروف یم». یا وايي « دوی د هزاره‌ګانو د جبهې له طرفه راغلي دي». تاسې چې کله د «هزاره‌ګانو» دا تعبیر د احمد شاه مسعود له خولې اورئ، په همدې وخت کې ګورئ چې د هغه په څنګ یو غیر هزاره شیعه قومندان هم هلته ناست دی. د دې صحنې فلم موږ په هغه وخت کې په «غرب کابل، میعاد با عدالت» کې خپور کړ. مانا یې دا ده چې نه مسعود هغه شیعه قومندان هزاره ګاڼه او نه هم هغه قومندان غوښتل چې پخپله خپل ځان په هزاره‌ګانو پورې وتړي. دا شیعه قومندان ښاغلی سید حسین انوري و، چې د حرکت اسلامي ګوند او شیعه ساداتو له مشرانو څخه دی. دا کار دا څرګندوي چې احمد شاه مسعود او رباني له شیعه‌ګانو سره ستونزه نه لرله. د هغوی په حکومت کې له وزارته نیولې بیا تر معینیت، ریاست او قومنداني پورې ۳۶ یا ۳۷ کلیدي او مهم بستونه د غیر هزاره شیعه‌ګانو په واک کې وو، خو هزاره له داسې خصومت سره مخ و چې یوازې د دوی په پوره نابودي هغوی ارامېدل. د کابل د لویدیځ مقاومت د سقوط په شپه د نظار شورا یو سرتېري یا قومندان له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د هزاره‌ګانو د وینو تږی دی. یو خوا له هزاره‌ګانو سره دښمني کېږي او بلخوا بیا له هغه غیر هزاره شیعه‌ګانو سره ملګرتیا کېږي چې ځان د هزاره‌ګانو استازي بولي. کله چې تاسې دا وقعیتونه ګورئ، په طبیعي توګه مو په ذهن کې دا را ګرځي چې غیر هزاره شیعه‌ګان پر هزاره‌ګانو د ظلم په دستګاه کې د هزاره‌ګانو استازیتوب کوي.

ما او زما هم‌فکره ملګرو په خپلو مطبوعاتي کارونو کې دا پرده وشکوله. زه په دې واقعیت اعتراف کوم او هېڅکله هم انکار ترې نه کوم، خو په فردي لحاظ، زما ډېر ملګري غیر هزاره شیعه‌ګان دي. ډېر هغه ملګري مې چې زما په ژوند کې یې د ښوونکي او مربي رول لوبولی دی او ما له هغوی څخه ډېر شیان زده‌کړي دي، هغوی هزاره‌ګان نه دي، بلکه غیر هزاره شیعه‌ګان دي. یو ښوونکی مې قسیم اخګر نومېږي، چې ما په خپل کتاب کې هم هغه یاد کړی دی. اخګر په قوم بیات دی. زه د اخګر د ژوند تر پایه، له هغه سره ملګری وم او هېڅکله مې هم اخګر له خپل ځان او فکر څخه پردی نه دی ګڼلی. د دې ټولو سربېره بیا هم یوه ورځ اخګر له موږ څخه ډېر خپه شو. دا هغه وخت و چې موږ د هزاره شیعه‌ګانو او غیر هزاره شیعه‌ګانو بحثونه مطرح کړل. ښاغلی اخګر هم د هغو کسانو له ډلې و، چې زموږ د کار پر ډول یې نیوکه لرله. ښاغلي اخګر د کویټې د هزاره‌ګانو په مینځ کې ډېر محبوبیت درلود او خلکو به هغه د « آغای کابلی» په نوم یاداوه او موږ په دې مسئله هم په ډېر بې‌رحمانه ډول نیوکه وکړله. مثلاً، له هغه مو وپوښتل چې همدا « آغای کابلی» څه مانا؟ تاسې د «آغای کابلی» په نوم د هزاره‌ګانو په مینځ کې څه کار کوئ؟ په داسې حال کې چې ته سید نه یې او بیات یې؛ نو بیا ولې له خلکو غواړې یا خلکو ته دا اجازه ورکوې چې د سید په توګه ستا لاسونه ښکل کړي؟

موږ ویل چې اخګر دا کار کوي؛ ځکه پوهېږي چې سید توب یې یوه ډېره ښه پرده ده. خلکو په همدې پردې سره هغه ته ځینې شیان منسوبوي او ښاغلی اخګر هم تر همدې پردې لاندې، سره له دې چې خپل ایډیالوژيک مهارتونه او هنر لري، د عامو هزاره‌ګانو لپاره یوه سپېڅلې مذهبي پرده هم ساتي.

طبعاً زموږ دا نیوکې پر ښاغلي اخګر ښې نه وې لګېدلې. په ځانګړې توګه، دا چې ما ځان د هغه شاګرد او منندوی ګاڼه او په خپل ژوند کې مې له ښاغلي اخګر څخه ډېر ښه شیان زده‌کړي وو. سید عباس حکیمي مې یو بل ښوونکی و، چې په خپل کتاب کې مې هغه یاد کړی دی. ما له سید عباس حکیمي څخه په دیني او اسلامي برخه کې ډېر څه زده‌کړي دي. په ځانګړې توګه، حداقل له هغه څخه ما دوه کاله د ژمي په موسم کې له صرف او نحوې څخه نیولې بیا تر منطق او معالم‌الاصول پورې درس لوستی او د دیني او مذهبي باورنو اړوند ډېرو خبرو مو د سید عباس حکیمی په کور کې بحث او خبرې کړې او زده‌کړې مې دي. ښايي زه به د په ګوتو شما هغو کسانو له ډلې واوسم چې د سید عباس حکیمي په شخصي کور کې مې له هغه سره یو ځای اوسېدلی یم او هغه خواړه یې مې خوړلي چې هغه به د خپل کور لپاره تیارول او ما ته به یې په خپلو لاسونو راوړل. زه د غزني په سه‌قلعه‌ قیاغ سیمه کې د ښاغلي حکیمی په کور کې دننه په یوه کوټه کې اوسېدوم. سید عباس حکیمي زما ښوونکی و، خو داسې نه ده چې ښوونکی دې د انسان خدای وي او زه هم د خدای په څېر د هغه عبادت وکړم.

 سید محمد سجادي زما د ډېرو نږدې ملګریو له ډلې دی. ما او سید محمد سجادي د خپل ژوند ډېر رازونه او کورني مسایل په خپل مینځ کې سره شریک کړي، خو یو وخت داسې حالت ته ورسېدو چې په «عصری برای عدالت» خپرونه کې مو د « سید محمد سجادی؛ یک چشم ګریان، یک چشم نګران» تر سرلیک لاندې مقاله ولیکله. دا مقاله په خپرونه کې خپره شوه او په هغه یې ډېر بد اغېز وکړ او له ما څخه خپه شو. د هغه د خپګان دلیل ډېر ښکاره و. دا خپرونه به د وحدت ګوند دننه خپرېدله او ټولو به لوستله.

سید هاشمي د وحدت ګوند د ځواکونو او قول اردو عمومي قومندان و او ما خپل ډېر رازونه له هغه سره شریک کړي دي. هغه هم زما ډېر نږدې شخصي ملګری و. زه او سید هاشمی دومره سره نږدې وو، چې ډېرو خلکو به دا تصور کاوه چې زه هم د مستضعفینو د جبهې غړی یم؛ ځکه سید هاشمي د هغې جبهې غړی و او ډېر وخت به یې زما د ساتونکي او امنیتي پرسونل په توګه کار کاوه او د جګړو په وخت کې یې ما ته پېښېدونکي ډېر خطرونه دفع کړي دي. د دې جبهې ډېر رهبران او مشران زما ملګري وو.

ډاکتر سید عسکر موسوي اوس هم زما نږدې ملګری او انډیوال دی. پر هزاره‌ګانو د ظلم په برخه کې د غیر هزاره شیعه‌ګانو پر ونډې او پر هغوی باندې زما نیوکې یې نه خوښېدلې او تل به یې اعتراض کاوه. زما د کارونو له امله به یې عصاب هم خرابېدل. دا هغه شخصي اړیکې دي چې ټولو زما پر ژوند، فکر او باورونو اغېز درلود، خو چې کله د ټولنیز برخلیک او عامه پوهاوي بحث مطرح کېږي، دا اړیکې بیا مانع نشي ګرځېدلای.

څلور ځله د ایډيالوژي بدلون څه مانا لرله؟

فردوس: یو د اویایمې لسیزې جګړه‌ییز وضعیت دی او ښکاره خبره ده چې د جګړې ډګر او جګړه‌ییز حالت خپلې غوښتنې لري، خو کوم متنونه چې مو له ۲۰۰۱زیږدیز کال وروسته ولیکل، فکر نه کوئ چې دا مسئله مو باید په داسې ډول مطرح کړې وای چې داسې نه وای انګېرل شوې چې ګواکې ټول غیر هزاره شیعه‌ګان د هزاره‌ګانو دښمنان وو او دي؟ «بګذار نفس بکشم» کتاب په ۲۰۱۲زیږدیز کال کې لیکل شوی او له هغه څخه هم داسې استنابط کېږي چې ټول غیر هزاره شیعه‌ګانو د هزاره‌ګانو دښمنان دي. فکر نه کوئ، دا به ښه وه چې تاسې هغه وخت په یو څه تفکیک او حساسیتونو ته په کتو دا مسئله مطرح کړې وای؟

رویش: بالکل، همداسې ده. که دا نکتې لږ سره تنظیم او په بېلابېلو پړاوونو ووېشئ، تاسې زه داسې معرفي کړم چې په څلور بېلابېلو پړاوونو کې زما شخصیت بدل شوی دی. تاسې یو ځل وویل چې ما څلور ځله خپله ایډیالوژي بدله کړې ده. ښه ده چې همدا څلور پړاوونه یا زما د ایډیالوژي بدلون په دې برخه کې هم مطالعه کړئ. مثلاً، زه داسې څوک یم چې د ماشومتوب په وخت کې مې د کمونیزم په اړه ډېرې ساده او لومړنۍ زده‌کړې وکړې، بیا مې چپي مایویستي ادبیات مطالعه کړل او بیا په ۱۶ یا ۱۷ کلنۍ کې ولاړم او د نصر سازمان غړی شوم. په دې عمر کې تازه د انسان عقل وده کوي او دا صلاحیت مومي چې د بېلابېلو فکرونو په مینځ کې یو فکر غوره کړي. البته هغه وخت همدومره شونې وه او فکري وده مې په همدې حد کې وه چې د یو فقیهي ولایت انقلابي مسلمان شوم. زما یادېږي چې د روح الله خمیني په مرګ مې درې ورځې مسلسل وژل. هغه وخت مې داسې احساسوله چې زموږ پر سر ولاړ چت نړېدلی دی. دا یوه خاطره وه چې دلته مې یاده کړله.

بیا راغلم او د کابل په جګړو کې مې ګډون وکړ. د کابل په جګړه کې به هره ورځ ډېر څه نړېدل. ما په «بګذار نفس بکشم» کتاب کې دا نکته په تفصیلي ډول راوړې ده، چې له ډاکتر نجیب الله څخه صبغت الله مجددي ته واک د لېږد له تحول یوه ورځ وروسته له پاکستان څخه کابل ته راغلم. یعنې په واقعیت کې دا پېښه تر ما یوه ورځ مخکې پېښه شوه. له هغه وروسته، نه یوازې زه، بلکلې په را روانو دو کلونو او دو میاشتو کې موږ ټول له پېښو شاته پاتې شوو او حد اقل یوازې ما دا احساسوله چې پېښې تر موږ یوه ورځ مخکې دي او زما په واک کې نه دي. مانا دا چې هغه وخت ما نور د فکر کولو لپاره فرصت پيدا نکړ. مثلاً، داسې نه وه چې اول یې وګورم، بیا فکر او تأمل پرې وکړم او له هغه وروسته عملي ډګر ته ور ښکته شم. زما تر فکر کولو مخکې به یو کار کېده او موږ به یې په خپل ځان پورې ور کشولو. موږ خپلو کارونو ته پلان نشوای جوړولای او هر څه بې‌اختیاره پېښېدل. همدا لامل و چې له بده‌مرغه د سترګو په رپ کې به هر څه را نړېدل؛ ښار ونړېد، خلک ونړېدل، اړیکې وشکېدې او ان زموږ خپل ملګري او انډیوالان له مینځه ولاړل او د کار په پای کې مو د کابل د لویدیځ مقاومت رهبر او مشر، مزاري هم له لاسه ورکړ.

له هغه وروسته چې کله موږ د «امروز ما» خپرونه جوړه کړله، لومړنی کار دا وشو چې موږ تر عملي کار مخکې فکر کاوه. مانا دا پروسه واوښته. «امروز ما» داسې وه چې موږ تر کار کولو مخکې فکر کاوه او په اصطلاح د یو کار شعوري جنبې ته مو ډېر پام کاوه. یو فرهنګي کار مو وکړ. لومړی ځل و چې موږ پوښتنې مطرح کړې. لومړی ځل و چې موږ په ټولنه کې فکر کول دود کړ. له هغه وروسته هزاره‌ګانو یو څه په فکر سره کار او عمل ترسره کاوه.

له دې وروسته ۲۰۰۱کال ته راځو. له ۲۰۰۱زیږدیز کال وروسته زما د کار تجربه د معرفت تجربه وه. که تاسې معرفت وګورئ، موږ په معرفت کې داسې زده‌کوونکي او چاپېریال رامینځته کړ چې د کابل له لویدیځ سره یې همغږي لرله. تاسې هېڅکله د معرفت په کار کې د «امروز ما» او د کابل د لویدیځ او نورو سیمو د مقاومت اغېز نشئ موندلای؛ ځکه په معرفت کې زما د کار اساس بېخې بدل و. په معرفت کې زه په یوه مدني ښوونکي بدل شوم او داسې احساس مې کاوه چې قومي سیاست، نژادي سیاست، قبیلوي سیاست، نژادي تمایلات او ډله‌ییز سیاست په ټولنه کې څه ډول کړکېچ رامینځته کولای شي.

همدا لامل و چې ما پر مدني زده‌کړو تمرکز وکړ. مدني زده‌کړې په واقعیت کې د مدني فرد او مسوول ښاروند ښوونه او روزنه ده. د معرفت په ښوونځي کې چا دا تفکیک نشوای کولای چې څوک قزل‌باش دی، څوک هزاره دی، څوک سید دی او مثلاً څوک په چا او د چا په کورنۍ پورې تړلی دی. زه تر پایه په دې نپوهېدم چې د معرفت کوم شاګرد یا ښوونکی د نصر، حرکت، وحدت او یا کوم بل سازمان غړی دی. د معرفت په مدیریت کې هم همداسې حالت و. قسیم اخګر د معرفت ښوونځي د سرپرستۍ شورا یا مدیره پلاوي غړی و. ډېر کسان راغلل او د معرفت په نوم یوه تجربه کې یې خپله ونډه واخیستله.

اوس د «بګذار نفس بکشم» کتاب ته را رسېږو. دا کتاب یو روایت دی. ما په هغه کتاب کې د درې لسیزو تحول ته د یو انسان په سترګه کتلي دي. ما ویلي چې داسې یو څه پېښ شوي دي او که تاسې پام ورته کړي وي، کله چې زما کیسه د معرفت فعالیتونو او د جوړېدو وخت ته را رسېږي، زما ژبه بېخې بدلېږي. په «بګذار نفس بکشم» کتاب ما دا هڅه نه ده کړې چې د اشخاصو او پېښو په اړه قضاوت وکړم. ما یې یوازې کیسه بیان کړې ده؛ یعنې لیکلي مې دي چې زما د سترګو پر وړاندې څه پېښ شوي او یا هم ما د خلکو له خولې څه شی اورېدلي دي….

Share via
Copy link