د افغانستان د ښځو مساله څه ده؟

Image

له ډاکترې سیما سمر، منیژه باختري او حمیده لساني سره خبرې‌اترې

حمیده لساني: د شیشه میډیا درنو ملګرو ته سلامونه! په دې ځانګړي پاډکسټ کې زه او همکار مې، ښاغلی عزیز رویش، زموږ په ټولنه کې د دوو اغېزناکو مېرمنو، ډاکتر صاحب سیما سمر او اغلې منیژه باختري کوربانه یو.

رویش: په پام کې وه چې په دې خپرونه کې یو شمېر نور کسان هم له موږ سره وای، چې په افغانستان کې د ښځو د مسالې اړوند او د ښځو لپاره د اوسني وضعیت د لرلید په اړه یو جامع بحث وکړو، خو له بده‌مرغه زموږ نورو همکارانو د شخصي بوختیاوو له امله په دې خپرونه کې له موږ سره برخه وانخيستلای شوه.

لساني: په همدې اساس، له دې فرصت څخه په استفادې موږ وغوښتل چې له دغو دوو مېلمنو سره نسبتاً یو څه متمرکز او هر اړخیز بحث ولرو.

رویش: موږ مخکې په شیشه میډیا کې د اغلې منیژه باختري د ژوند او ځینو خاطرو په اړه خبرې کړې او خپرې کړې دي. د ډاکتر صاحب سیما سمر د ژوند پوره کیسه او تجربې هم په شیشه میډیا کې د خپرېدو لپاره چمتو شوې دي او ډېر ژر به  د ویډیويي او غږیزو پاډکسټونو او لیکلو متنونو له لارې زموږ همځولو او د راتلونکیو نسلونو مخاطبانو ته خپرې او ډالۍ شي.

لساني: سیما سمر او منيژه باختري په ټولنه کې د روڼ‌اندۍ د خوځښت مخکښې مېرمنې دي. دوی له هغو خوځښتنو او شخصیتونو سره خپلې لومړنۍ مبارزې او فعالیتونه پیل کړي، چې په ټولنه کې یې د تحول نقشه او لار رسم کړه.

رویش: د سیما سمر او منیژې باختري د روزنې او ودې چاپېریال بې‌شکه د هغوی پر ذهنیت، باورونو او د چلن پر الګوګانو ډېر ژور اغېز کړی دی. سیما سمر د افغانستان د هزاره‌ګانو په ټولنه کې د تحول مسیر په خپل نوم او خاطرو کې ثبت کړی دی، چې اوس یې دغه نوم د هزاره‌ګانو له توکم او د افغانستان له ملت څخه ټولې نړۍ ته رسېدلی او خپور شوی دی. مېرمن منيژه باختري د خپل فرهنګي حرکت او مبارزو په لار کې په اتریش او نورو نړیوالو دریځونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ تر مقام پورې رسېدلې ده. دوی دواړې د افغانستان د میلیونونه ښځو او نجونو او په ټوله کې د دې خاورې د رنځورو خلکو لپاره د ازادۍ، خوځښت او هیلو بېرغونه اوچت ساتلي او لېږدولي دي.

لساني: دا دوې مېرمنې اوس خپل ځانونه؛ افغان مېرمنې او د افغان مېرمنو په اړه د نړۍ لید څه ډول ارزوي؟ که دوی خپل ځانونه په ټولنه کې د ښځو د خلاصون او د ازادۍ د خوځښت سرلارې ګڼي، دوی هغو ښځو او نجونو ته چې اوس ډېر سخت شرایط؛ د تحقیر تر ټولو بد ډول او د جسمي او روحي ځورونو خورا بد حالت تجربه کوي، څه پیغام لري؟

رویش: البته پخپله مېرمن لساني هم په دې خپرونه کې زموږ په پنل کې ده. هغه به هم د خپلو تجربو او اخځونو په اړه خبرې وکړي. په ورته وخت کې به په پوښتنو او د بحث په لړ کې د غوټو خلاصولو په برخه کې هم ونډه واخلي. هیله‌من یم چې د دې خبرواترو تر پایه پورې له موږ سره پاتې شئ او د خپلو رغنیزو وړاندیزونو او نظرونو په څرګندولو سره د شیشه میډیا د ازادي‌غوښتونکي پيغام په خپرولو او لا ښه کولو کې د پام وړ ونډه واخلئ.

لساني: دواړو قدرمنو مېلمنو ته بیا هم په دې خپرونه کې د ګډون ښه راغلاست وایم. ډاکتر صاحب، له تاسې څخه یې پیلوو. له ۶۵ کاله عمر وروسته اوس په کوم حالت کې یاست او د یوې داسې ښځې یا نجلۍ په توګه، چې ټول عمر مو له سترو هیلو سره ژوند کړی او ډېرو دغو هیلو ته په خپل شخصي ژوند او تجربو کې رسېدلې هم یاست، څه حس لرئ؟

سیما سمر: تاسې، ستاسې درنې میلمنې، منيژه جانې او په شیشه میډیا کې ستاسې ټولو درنو همکارانو ته سلامونه وړاندې کوم. نه‌پوهېږم چې له کوم ځایه یې پیل کړم، خو غواړم دا ووایم چې د افغانستان په بېلابېلو تاریخي پړاونو کې مې له ۴۵ یا ۵۰ کلونو څخه ډېر وخت له بېلابېلو سیاسي رژیمونو سره مبارزه کړې او یا هم د مبارزې په حال کې وم. اوس هم په همداسې یو حالت کې واقع یم. زما مبارزه نه ده ختمه شوې او لا هم داوم لري. ناهیلې شوې نه یم. کوښښ کوم چې په افغانستان کې د برابروالي د روحیې او ډيموکراسي د ودې او د بشرحقونو د ارزښتونو ساتلو او ودې لپاره تر خپله وسه کار وکړم؛ ځکه زما په اند، یوازې د بشرحقونو پر ارزښتونو باور او اعتماد لرل او د هغوی په پلي کولو سره موږ کولای شو چې افغانستان له ټولو شته ستونزو څخه خلاص کړو. هيڅوک باید له بل چا څخه ښه و نه ګڼل شي. هيڅ قوم باید له بل قوم څخه ښه‌والی و نه لري. له بده‌مرغه لا هم باید هڅې او مبارزه وکړو. په دې کې هيڅ شک نشته چې اوس د ۲۰ یا ۲۵ کاله مخکې انژري نه لرو او هغومره ځواکمن نه یو ، خو بیا هم د دغه کار دوام خپله ورځنۍ دنده را ته ښکاري او په دې برخه کې هڅې کوم.

رویش: مېرمن باختري، که یوه اروپايي ښځه له تاسې څخه د افغانستان د سفیرې په توګه دا پوښتنه وکړي چې په هېواد کې مو څه تېرېږي، څه ځواب ورکوئ؟

منیژه باختري: اول غواړم پخپله ښاغلي استاد رویش، اغلې ډاکتر سیما سمر او اغلې لساني ته سلامونه او درنښت وړاندې کړم. ډېره خوشحاله یم چې له تاسې درنو سره دلته په دې خپرونه کې یو ځای یم. هغه ډول چې تاسې زه دلته معرفي کړم، هم خوشحاله یم او هم ډېره منندویه یم، خو په ورته وخت کې غواړم د دې یادونه وکړم چې په هيڅ صورت کې زه نشم کولای چې خپل ځان له اغلې سیما سمر سره په یوه مقام کې حساب کړم؛ ځکه هغې یو بشپړ عمر سیاسي، مدني او د بشرحقونو څخه د دفاع او ملاتړ په برخه کې زیاتې مبارزې او هڅې کړې دي.

هغه زما ښوونکې هم ده او زه ډېره خوشحاله یم چې د دوی پر پلونو روانه یم. په ورته وخت کې، د دې یادول هم اړین دي، چې ما هيڅکله سازماني یا د یوه ګوند یا ډلې د غړې په توګه سیاسي مبارزه نه ده کړې. ما یوه څه متفاوت کارونه کړي دي. په هر حال، اوس ستاسې پوښتنې ته راګرځم. زه فکر کوم چې په دې وروستیو کې هر ورځ اروپایان او همداراز زموږ ستاسې هېوادوال له ما څخه پوښتنې کوي. هغوی له موږ څخه بېلابېلې پوښتنې کوي. مثلاً؛ هغوی د افغانستان د وضعیت په اړه زموږ نظر پوښتي. هغوی غواړي وپوهېږي چې څه ډول کولای شو څو تیاره او روښانه نکتې واضح او څرګندې کړو. زه فکر کوم چې اول له شخصي اړخه، دا تېرې ۲۳ میاشتې زما د ژوند تر ټولو سختې ورځې وې او دي.

هر ورځ له بېلابېلو زاویو، په ځانګړې توګه، د انساني او حقوقي مسایلو او د ښځو حقونو له اړخه د افغانستان وضعیت څارم. په هر حال، تر خپل وسه هڅه کوم چې د یوه فرد او یا د هغه چا په توګه چې دغه پلټ‌فارم مې په واک کې دی، د دې مسالې په اړه کار وکړم.

په تېرو دوو کلونو کې د افغان مېرمنو همدا مبارزې د تېرو کلونو او په تېرو دوو کلونو کې د نورو جوړو شویو سیاسي جریانونو د مبارزو پر پرتله ډېرې منظمې، منسجمې او همغږې مبارزې وې.

له نېکه‌مرغه د افغانستان ښځو وکولای شول چې په نړیواله کچه او هم په افغانستان کې دننه د تېرو وختونو خلاف، په خپلو مبارزو کې د یو او بل ترڅنګ ودرېږي او د عدالت، خپلواکي او همداراز د بشرحقونو د ارزښتونو، چې موږ ته ډېر زیات مهم دي، لپاره ګډ کار وکړي.

په هر حال، که زه ستاسې پوښتنې ته راوګرځم او ووایم چې د افغانستان دننه وضعیت څه ډول را ته ښکاري؛ نو له دې دوو کلونو ورهاخوا، پخوا هم هيڅکله افغانستان بېخې داسې نه و جوړ چې د افغانستان ټولې ښځې دې له خپلو انساني حقونو برخمنې وي. په واقعیت کې په افغانستان کې ښځو هيڅکله خپلو انساني حقونو ته لاسرسی نه درلود او د تاریخي جبر او منظم او سيستماتيک تبعیض له امله ځپل شوې او حذف شوې دي.

البته فکر کوم اوس د دې ځای نه دی چې دا هره کړنلاره په جلا جلا توګه دلته وارزول شي. دا بېلابېل دلیلونه لري. د دیني احکامو له غیرعلمي تفسیر څخه نیولې بیا تر پلارواکه جوړښتونو؛ دودونو؛ په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د سړیو ډېر محافظه‌کار، ځواکمن او دودیز لیدلوري؛ د ښوونې او روزنې کمښت؛ سواد؛ بې‌سوادي او ډېر نور بېلابېل مسایل موجود دي.

په هر حال، د تېر تاریخ ورهاخوا، موږ ګورو چې تقریباً په دې تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې سیاسي مسایل داسې حالت ته رسېدلي چې ښځې په ډېر شدت او سیستماتیک ډول سره تر فزیکي، ټولنیز او رواني فشار لاندې دي او په واقعیت کې د هېواد له عمومي وضعیت څخه په پوره ډول څنډې ته کړای شوې دي.

تاسې وګورئ، ما یو راپور ولوست چې طالبانو تر اوسه شاوخوا نږدې څو څلوېښت فرمانونه صادر کړي دي، چې په دغو فرمانونو کې په مشخص ډول ښځې په نښه شوې دي. دغه لیکلي فرمانونونه په رسمي ډول د طالبانو له خوا خپاره شوي دي. د دې ترڅنګ مو په ولایتي کچه یا په کلیو او بانډو کې د طالب چارواکیو له‌خوا لسګونه ګړنیز امرونه هم لیدلي او اورېدلي دي.

له همدې امله، د طالبانو په واکمنۍ کې د رسمي فرمانونو د صادرولو ترڅنګ موږ ګورو چې په اطراف کې د ملک‌الطوایفي په څېر د قدرت په وړو جزیرو کې طالبان له دین څخه د خپل تفسیر پر بنسټ امرونه صادروي او پر ښځو محدودیتونه وضع کوي.

په ورته وخت کې، نه یوازې دا چې د طالبانو چلن ښځې څنډې ته کړې او په کور یې کېنولې دي، په واقعیت کې یې هغوی بېخې فلج کړې دي. په اقتصادي لحاظ او د ټولنیزو فعالیتونو له اړخه هغوی ته ډېر زیان رسېدلی دی. د اقتصادي مسایلو له اړخه، په افغانستان کې ډېرې ښځې په اقتصادي حوزه کې فعالې وې. په ځانګړې توګه، په هغو کورنیو کې چې سړي نه وو او د کورنیو مسوولیت د ښځو پر غاړو وو، هغوی ډېرې زیاتې زیانمنې شوې دي.

مسکینان او بې‌وزله کسان په ښارونو کې د سړکونو او څلورلارو پر سر ولاړ وي او خیرات غواړي. زه تل دې ته حیرانه یم چې ایا دا به ښه وي چې ښځې په ډېر بد حالت کې د سړکونو پر سر پرتې وي او د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره خپل لاسونه خلکو ته اوږده کړي؟ که دا چې ښځې کار وکړي؟

زه نه‌پوهېږم چې یو طالب څه ډول دا دوې جلا صحنې یو شان ګڼي. زه د طالب مغز ته نشم ورننوتلای چې د هغوی مغز ولولم. یعنې که یوه ښځه کار وکړي او په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا شي، دا به ښه وي که نه دا چې په ډېر بد حالت او حقارت سره د سړک پر سر پرته وي او خیرات وغواړي؟

په هر حال، زه فکر کوم چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو ډېر زیات محدودیتونه لګولي دي او بې‌شکه چې دغه محدودیتونه په نړیواله کچه او نړیوالو پلټ‌فارمونو کې تر بحث لاندې دي او په دې اړوند ډېرې زیاتې اندېښنې هم موجودې دي، خو دغه انديښنې اوس یوازې د خبرو اترو په کچه مطرح کېږي او په فرمانونو، خبرپاڼو او یا مثلاً ځينو راپورونو کې دا مساله څرګندېږي او خپرېږي، خو له بده‌مرغه لا هم په اروپا او نورو نړیوالو حوزو کې دغه خبرې‌اترې یو داسې حالت ته نه دې رسېدلې چې د افغانستان د ښځو اوسنۍ ستونزې ور حل کړي.

رویش: مخکې له دې چې له اغلې لساني څخه پوښتنه وکړم، غواړم چې هغه هم په دې بحث کې را ګډه کړم، چې ستاسې پنل درې‌اړخیز شي. اغلې لساني د ملا لور ده او د ملایانو په یوه ډېره ستره کورنۍ کې پيدا شوې، را لویه شوې او هلته یې وده کړې ده. اوس چې په ټولنه کې کوم څه روان دي، هغه په ډېر ستر دیني ملاتړ سره توجیه کېږي. هر څه چې کېږي، هغه د خدای له‌خوا او د شریعت له‌خوا ګڼل کېږي. د ډېر ستر ملا، ایت‌الله فیاض، په کورنۍ کې د یوې روزل شوې نجلۍ په توګه، څه حس لرئ او څه فکر کوئ چې د حمیدې لساني په توګه تاسې ته دا څه پيغام لري؟

حمیده لساني: د دوو داسې قدرمنو مېرمنو پر وړاندې، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې په دې برخه کې کار کړی، خبرې کول ډېر جرائت غواړي او زه باید دا جرائت وکړم، خو غواړم چې د مسالو د تحلیل او تفسیر پر ځای دلته خپلې شخصي تجربې بیان کړم او د هغو په اړه وغږېږم.

دا سمه ده چې زه د یوه ملا په کورنۍ یا په یوه کاملاً مذهبي کورنۍ کې زېږېدلې یم، خو زموږ په کورنۍ کې فضا دومره هم تنګه نه وه چې ښځې او نجونې دې د زده‌کړو اجازه و نه لري. پخوا چې یوازې جوماتونه وو، هغه وخت هم حداقل زموږ د کورنۍ ښځو کولای شول چې جوماتونو ته ولاړې شي او قران‌ زده‌کړي؛ ځکه همداسې فضا وه او ښځو ته د زده‌کړو اجازه وه. زموږ په کورنۍ کې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره وه؛ ځکه زما کاکا، ایت‌الله فیاض یا زما پلار چې اخوند یا ملا و، هغوی روڼ‌انده ملایان وو او پوهېدل چې ښځه باید د زده‌کړو حق ولري او په دې باور وو چې ښځې هم په کورنۍ کې د نارینه‌وو یا هلکانو په څېر له ورته حقونو برخمنې دي. البته په جوړښتونو کې د موجود تبعیض په اړه چوپه خوله نشم پاتې کېدای او انکار هم نشم ترې کولای. تبعیض موجود و او زه هم په همداسې یوه فضا کې را لویه شوې یم، خو ما ته د زده‌کړو زمینه برابره وه او ما درس ولوست.

ستونزه دا وه زما مور او پلار ژوندي نه وو او مجبوره شوم چې ژر واده وکړم، خو دا ډېره په زړه‌پورې وه چې زما د مېړه په کورنۍ کې او یا زما د مېړه له‌خوا بیا هم پر ما یو څه محدودیتونه ولګېدل. هر کله چې فکر کوم، همدا وایم چې څه وخت پر ما وضع شوي محدودیتونه لرې شول. بیا متوجه شوم چې دا محدودیتونه هغه وخت لرې شول، چې کله ما د یوې ښځې په توګه ځان ثابت کړای شو. یعنې له هغه مخکې یې څه فکر کاوه؟ مثلاً؛ زما مېړه یا د هغه په څېر نورو خلکو څه فکر کاوه چې که ښځه له کور څخه ووځي، ښايي ټولې ازادۍ ترلاسه کړي او بیا نور د کورنۍ په قید او بند کې ایساره پاتې نشي او یا دا چې د خپلې کورنۍ په فکر کې به نه وي او د کور کارونه به ترې پاتې وي، خو یوه ښځه مجبوره ده چې د نورو خلکو او نارینه‌وو دوه چنده، درې چنده او ان څو چنده کار وکړي، چې خپل ځان ثابت کړي چې په کورنۍ کې له هيڅ ‌ډول مشکل جوړولو پرته، زه کولای شم درس هم ولولم او کار هم وکړم.

یعنې ما هم دا ثابته کړه او و مې کولای شول چې درس ولولم. له همدې امله، فکر کوم چې ما په ډېرو سختو شرایطو او چاپېریال کې درست ولوست. کله چې فکر کوم، زه د هغو نجونو حس درک کوم چې د افغانستان دننه دي؛ هلته ژوند کوي او له دې وضعیت سره مبارزه کوي، خو زما تصور دا دی چې موږ ښځې کولای شو چې دا چاپېریال ختم کړو او له دې حالته ووځو. هغه وخت چې ما ته مېړه اجازه نه راکوله، هغه وخت له اوس سره ډېر توپير لري، خو ما وکولای شول.

مېړه مې زما کتابونه وشکول؛ زه یې له ښوونځي څخه را وایستلم او د خپلو ملګرو پر وړاندې یې تحقیر کړم، تر دې چې ما ورته ثابته کړه. کله چې ما هغه ته خپل ځان ثابت کړ، هغه راغی او زما ملاتړ یې وکړ. هغه وویل، حمیده کولای شي چې درس ولولي. د هغې په اخلاقو، چلن او کار کې هيڅ ستونزه نه ده را منځته شوې. هغه راغی او زما ملاتړ یې وکړ، خو څه فایده؟ ما ډېر وخت له اندېښنو ‌ډک او تر فشار لاندې ژوند وکړ او ډېر وخت په همدې حالت کې ښوونځي ته ولاړم او تر فشار لاندې حالت کې مې درس ولوست، خو ما وکولای شو چې هغه لار ووهم او له هغه چاپېریاله را تېره شم.

په همدې اساس، ډاډه یم چې د افغانستان نجونې هم اوس کولای شي چې له دې وضعیت څخه تېرې شي. د افغانستان دننه د شریعت او دین په نوم توجیهات ټول یوازې د وسیلې په توګه د ښځو د ځپلو لپاره کارول کېږي. ښځې باید د داسې وضعیت پر وړاندې ودرېږي او مبارزه وکړي.

رویش:  ډاکتر صاحب، له تاسې څخه یوه پوښتنه کوم. تاسې ټول عمر د جنسیتي برابروالي او انډول لپاره کار وکړ. د یوې نجلۍ په توګه، حداقل تاسې پخپله د دې نابرابري شاهده وئ او غوښتل مو چې لومړی پخپله له دې نابرابري او تبعیض څخه ځان وژغورئ. اوس فعلاً په ۶۵ یا ۶۶ کلنۍ کې ګورئ چې په افغانستان کې یو ډېر عجیب نظام حاکم دی. په ډېر ښکاره ډول سره په ټولنه کې جنسیتي اپارتاید عملي کېږي. ښايي ډېر خلک به دا خبره و نه مني، خو دا ان په سویلي افریقا کې د شوي اپارتاید په پرتله هم ډېر شدید اپارتاید دی. په سویلي افریقا کې پارک و، خو سره بېلول یې. لار وه، خو لار یې بېلوله. ښوونځي و، ښوونځی به یې بېلاوه. یا مثلاً یو کافي‌شاپ به یې جلا کاوه، خو دلته په ټوله کې د ښځې له شتون سره تضاد موجود دی.

یوه ښځه یې مور ده؛ یوه ښځه یې د خور په توګه پر وړاندې ولاړه ده او یوه ښځه یې د مېرمنې په توګه په څنګ کې ده، خو همدا حضور بیا هيڅکله په رسمیت نه پېژني. د یوې ښځې په توګه، د یوې داسې چا په توګه چې له ډېره وخته د همدې تبعیض قرباني وئ او اوښکې مو بهېدلې دي، کله چې دې ځای ته رسېدلې یاست او دا ورځې ګورئ، د دې اپارتاید په لیدلو سره څه احساس در پکې پیدا کېږي؟

سیما سمر: ښه. لومړی له منيژه جانې څخه ډېره مننه، مهرباني يې وکړه. زه فکر کوم چې موږ هرې یوې په خپل ځای کې د افغانستان په ټولنه خپل اغېز درلود. په دې کې هيڅ شک نشته. البته ما سياسي مبارزې يا په اصطلاح منظمې او سازماني مبارزې هم وکړې او پر هغو سربېره مې تقریباً په ټولو مسالو او برخو کې ازادې مبارزې کړې دي.

وبښئ، دلته غواړم چې دوې مسالې مطرح کړم. لومړی دا چې په دې کې هيڅ شک نشته چې افغانستان یو نرواکه او له بده‌مرغه وروسته پاتې هېواد دی او ډېر وګړي يې بې‌سواده دي، خو حداقل زما په يادېږي چې کابو ۵۵ یا ۶۰ کاله مخکې ما په هلمند کې له هلکانو سره ګډ ښوونځی ولوست. که څه هم هلمند يو ډېر متعصب ولایت دی او نارینه يې د ښځو پر وړاندې ډېر عجيب تعصب لري.

د افغانستان خلک ډېر مذهبي او محافظه‌کار دي، خو هيڅکله یې هم د اوسنيو طالبانو په څېر کارونه نه دې کړي. مثلاً؛ په هلمند کې هيڅکله داسې نه دي شوي چې د هماغې سیمې سړي او يا يوه پښتون هلمندي دې موږ ته بدې خبرې کړې وي. که څه هم موږ هلته ښوونځي ته په يونيفورم کې تلو او توره لمن به مو په تن او تورې جرابې به مو په پښو کړې وې.

کوچیني سپین ټيکري مو درلودل، چې هغه به مو هم ډېر وخت پر سرونو نه وو. د دې مسالو په اړه يې موږ ته څه نه دې ويلي يا مثلاً؛ هغه وخت چې زه په پوهنتون کې وم؛ یعنې ۴۵ کاله مخکې به موږ د اختر په رخصتيو او یا نورو جشنونو کې د شپې له خوا په سرویس موټرونو کې له کابل څخه کندهار ته حرکت کاوه او په سهار به يې کندهار ته رسېدلو او بیا به هماغسې لښکرګاه ته تلو او د سهار چای به هو هلته څښه. په دغه وخت کې ما هيڅکله داسې څه و نه ليدل چې د لارې په اوږدو او يا د سرویس موټر دننه دې موږ ته چا په بده سترګه کتلي وي . مثلاً؛ موټر به په کندهار کې درېدی او موږ به د سهار د چای څښلو او یا د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره یوه کافي شاپ ته تلو. هلته يې ډېره ښه کړايي پخوله. هغه وخت به يې د کباب پر سر د چرګانو هګۍ اچولې او پخولې او هغه ته یې کړايي ويله. يا مثلاً؛ د کندهار په شهیدانو چوک کې د جاغوري د خلکو یوه کلچه‌پزي وه، چې ډېرې ښې کلچې يې پخولې او په کندهار کې ډېر مشهور و. موږ به له هماغه ځایه ځان ته کلچې اخیستې. هلته به هيچا زموږ د کالیو، ټيکري او یا که به مو پتلون اغوستی و، د پتلون په اړه به يې خبرې نه کولې او چا ته یې زموږ شیطاني نه کوله.

ما په کندهار کې د کانکور ازموینه ورکړه. د ژمي او واورې ورېدو له امله څو ورځې د ازموینې اخيستلو هیئت کندهار ته را و نه رسېد، دا د ۱۳۵۳ هجري لمريز كال كيسه ده، موږ هغه وخت څو ورځې په کندهار کې پاتې شوو. ورور مې راسره و؛ ځکه دومره ازادي هم نه وه چې زه دې په یوازې ځان سفر وکړاى شم او په کندهار کې دې واوسم. په دغه موده کې موږ سينما ته ولاړو؛ بيا مو «چهلزینه» ولیدله او د خرقې ليدلې ته هم ورغلو. په دومره وخت کې هيچا هم موږ ته بد څه نه دې ويلي. په هغه وخت کې به مثلاً نارینه وو د نجونو د ځورولو لپاره حداقل یوازې په خپلو ویښتو کې ږمونځه وهله. له دې ورهاخوا هيڅ شی هم نه و او د اوس په څېر د ښځو کرامت ته بې‌احترامي نه‌کېدله. زما په نظر، طالبان په خپله هم يو ډول د سوړ جنګ قربانیان دي.

په افغانستان باندې د روسيې يا شوروي د يرغل په وخت او له هغه وروسته چې هغوی په افغانستان کې کوم کارونه وکړل او د خلکو حقونه يې نقص کړل، دا کار د دې لامل شوی چې خلک د حکومت پر وړاندې راپورته شي. له بده‌مرغه له هغه وروسته دین یوه وسیله شوه او د پاکستان او عربي هېوادونو په ګډون لويديځو هېوادونو له هغه څخه استفاده وکړه. دا خو ښکاره خبره ده چې پاکستان د دې کار پلي کوونکی و.

دوی د افغانستان شاوخوا د یوه زرغون کمربند د جوړولو لپاره کار پیل کړ، څو د روسانو او يا د دوی په ادعا د کمونیستانو مخه ونيسي. له همدې امله، تاسې د ایران اسلامي انقلاب او په پاکستان کې د ضیا‌الحق کارونه وليدل. په همدې اساس، دا نسل د قربانۍ نسل دی. دوی ادعا کوي چې خپلې مور ته درناوی لري او جنت د مور تر پښو لاندې بولي، خو بيا هم دوی له خپلې مور سره څه ډول چلند کوي؟ دا کار ما ډېره زياته ځوروي.

ستاسې په خبره، که یې ویني او يا يې نه ويني، خو له موجودیت څخه يې انکار کوي. په داسې حال کې چې د هماغې مور له وينو تغذيه شوي او د هماغې مور له وينو جوړ شوي دي او د هماغې مور په لمن کې را لوی شوي دي. يعنې دوی فکر کوي چې یوازې د مور د لاسونو ښکلول، د مور درناوی دی او بس خلاص. په اصل کې داسې نه ده. په همدې اساس، دوی هم د همدې ساړه جنګ قربانیان دي. زما په اند، افغانستان او په ټوله کې د افغانستان خلک د «جیوپوليټيکي» مسالو او زموږ د جغرافيايي موقعيت قربانيان دي.

زما په نظر، یوه بله خبره دا ده، لکه څرنګه چې ما مخکې وويل، له بده‌مرغه افغانستان یو نرواک هېواد دی او حداقل يو څه خلک یې د نورو وګړيو په پرتله ځانونه لوړ ګڼي او دا پخپله د شخړې دوام ته زمینه برابروي. کله چې يو نارینه په یوه کورنۍ کې تبعیضي چلند کوي، تاسې نشئ کولای چې په افغانستان کې سوله راولئ، ان په کورنۍ کې هم سوله نشئ راوستلای. کله چې په یوه کورنۍ کې یو څو نفره ځانونه د نورو پر پرتله لوړ ګڼي؛ یعنې تاسې عملاً د یوې ټولنې نيمايي وګړي، چې ښځې دي، هغه تر ځان ټيټې ګڼئ، همدا موضوع د تبعیض رامینځته کېدو لامل کېږي.

کله چې تبعیض رامنځته شي، شخړه او تاوتریخوالي دوام مومي. دا هغه څه دي چې موږ يې په ورځني ژوند کې پخپلو سترګو وينو. تاسې هيڅکله په هغه ټولنه کې سوله نشئ راوستلای، چې په دې کچه تاوتریخوالي او توپیرونه پکې موجود وي.

سوله هم نشي تلپاتې کېدای؛ ځکه چې رښتينې سوله له کورنۍ څخه پيلېږي. له بده‌مرغه زه د دې شاهده یم چې د کډوالو اولادونه له کمپونو څخه څه ډول مدرسو ته وړل کېدل؛ ځکه چې دغه کورنۍ غریبې وې او ان هغوی د خپلو اولادونو ډوډۍ يې نشوه برابرولای. اولادونه يې ډېر وو او د لوږې کچه هم ډېره لوړه وه. بېسوادي هم بې حده زیاته وه او سړی داسې تصور کوي او وايي چې خدايه! موږ چېرې اوسېږو او نور خلک کوم ځای ته رسېدلي دي. مثلاً؛ اوس انسانان په مریخ کې د ژوند په لټه کې دي، خو موږ لا هم د ښځې په ټيکري پورې نښتي يو، چې د ټيکري رنګ يې څه ډول دی او ولې یې پر سر کړی دی او یا هم دا چې ولې یې ټیکری نه دی پر سر کړی او يا يې ويښتان ولې معلومېږي.

زما په اند، هغه ادعا چې طالبان یې کوي، چې ښځې دې پوښل شوې وي او يا داسې او هغسې وي، د دوی دا ادعا عملاً د مسلمانانو له عقيدې سره په تکر کې ده؛ ځکه موږ په دې عقيده يو چې خدای پاک ښځې او سړي دواړه پیدا کړي دي او پخپله یې پیدا کړي دي. دا چې ښځه يې په يو څه جسمي توپیر سره پیدا کړې ده، اوس دوی غواړي، نغوذبالله د خداى تېروتنه اصلاح کړي.

د دې منشأ دا ده چې دوی پخپل ځان باور نه‌ لري. هر هغه انسان چې پخپل نفس اعتماد و نه‌ لري، بيا ډېر ژر وارخطا کېږي؛ یعنې که ښایسته ښځه یا ښایسته سړی وویني، وارخطا کېږي. دا مساله اوس همداسې يو طرفه نشي پاتې کېدای، خو په ډېر تاسف سره چې د دوی فكري وضعیت ډېر خراب دی؛ ځکه دوی يې په هماغه ماشومتوب کې مدرسو ته وړي دي، هلته یې قید کړي دي او ورته ويلي يې دي چې ښځه شیطان ده؛ ښځه ټولنه خرابوي او ښځه ټولنه د بربادي خوا ته بيايي او… دوی هېڅکله داسې تصور نه دی کړی، چې له بده‌مرغه موږ هم د هماغې ښځې په لمن کې پیدا شوي یو، دا به څنګه کېږي؟

رویش: اغلې باختري، غواړم له تاسې يې وپوښتم، چې ستاسې په اند د افغانستان ښځې اوس له کومې مهمې مسالې سره مخ دي؟ د یوې ښځې په توګه تاسې ته هغه کومه جدي مساله ده چې ځینې وخت له خوب څخه پرې راويښېږئ او ذهن مو پرې مصروفېږي؟ دا مساله را ته په ګوته کړئ.

منیژه باختري: ښه. د ښځو د مسالو اړوند ستونزې دومره زياتې دي چې زه فکر کوم د یوې یا دوو موضوع‌ګانو انتخابول بېخې سخته دي او په زغرده نشم ویلای چې په افغانستان کې د ښځو مهمه مساله دا یوه ده. موږ دغو ستونزو ته له بېلابېلو زاويو څخه کتلای شو. زه فکر کوم چې د افغانستان ښځې هم د نورې نړۍ د ښځو د يوې برخې په توګه د خپلې ونډې او ښځينه‌توب له اړخه د نورو ښځو په څېر غوښتنې لري. دا د قضیې یو اړخ دی، چې د افغانستان ښځې په عمومي او کلي توګه د نورو ښځو په څېر کومې ستونزې لري.

بلخوا، د افغان مېرمنې په افغانستان کې دننه له کومې مسالې سره مخ دي. که موږ دا مساله وارزوو چې په ټوله کې ښځې څه غواړي او له کومو ستونزو سره مخ دي، دا یو اوږد بحث دى او له دې به تېر شو او خپل بحث به د افغانستان د ښځو په اړه را لنډ کړو. ښه، زه يې اوس ګورم چې بنسټي حقونو ته لاسرسی فعلاً د افغانستان د ښځو غټه ستونزه ده.

په دې حقونو کې د زده‌کړو، کار، پیسو ګټلو او د ازاد تګ را تګ حقونه شامل دي. زه فکر کوم چې په دغو حقونو کې مثلاً د زده‌کړو حق؛ د کار حق، چې تر څنګ یې د پیسو ګټل هم طبيعي دي او د ازاد تګ را تګ حق د ښځو بنسټي او اصلي ستونزې دي.

البته دا غوښتنه اوس د طالبانو د واکمنۍ په متن کې د تعریف وړ ده. مثلاً؛ که زه دا په بل شکل بیان کړم چې په افغانستان کې د ښځو د کلي وضعيت د بدلون لپاره هڅې او مبارزه په دې پړاو کې له شاتګ سره مخ شوې او ښځې اړ شوې دي چې پر همدې دريو موضوع‌ګانو تمرکز وکړي. ګورئ، د افغانستان ښځو په تېرو څو کلونو کې د جوړښتي تبعيضونو، پلارواکه نظام، تاوتریخوالي او د معادلاتو د بدلون خبرې کولې، خو زموږ ټول هغه بحثونه او خبرې له افت او بدلېدو سره مخ شوې دي او اوس د افغانستان ښځې د خپلو حداقل حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. مثلاً؛ که يوه بېلګه يې بیان کړو چې زموږ ښځو او يا یو شمېر نورو په ډېرې پوهې او شعور سره مسالو ته کتل او د خپلو ونډو په اړه د پراخو بدلونونو غوښتنه کوله. مثلاً؛ وګورئ، زموږ ښځو هانا ارنت لوست او يا يې سمين دوبوار لوستله، خو اوس دې ته را ګرځېدلې دي چې زه ښوونځي ته تلای شم که نه. موږ له کوم ځای څخه کوم ځای ته را ورسېدو؛ يعنې موږ بېرته هماغه پخوانیو مورچلونو ته راوګرځېدو، چې د مبارزې په پیل کې مو یې بنسټ ايښی و.

له همدې امله، زه فکر کوم، البته په دې مانا نه چې موږ له خپلو غوښتنو پر شا شو، خو په اوسني حالت کې د افغانستان ښځو پر همدې څو مسالو تمركز كړى او اتفاقاً همدا څو مسالې هم په همدې وخت کې ډېرې مهمې دي. مثلاً؛ د زده‌کړو حق، د کار حق او د ازاد تګ را تګ حق په یوه ټولګه کې ارزول کېږي او دا حقونه له يو او بل سره تړاو لري.

زه اوس فکر کوم چې دا تر ټولو ستره مساله ده؛ ځکه موږ ډېرې زياتې خبرې لرلې او همدا اوس هم خپلې خبرې لرو، خو له بده‌مرغه اړ یو چې له خپل هماغه فکري خط یا فکري نظام څخه تېر شوو او په حداقلونو پسې ونښلو.

اجازه راکړئ چې زه دلته دا بحث يو څه شخصي کرم مثلاً ګورم چې کېسه ډېر خوږه کېږي او کله چې اغلې : سمر او اغلې لساني د خپلو خاطرو په اړه خبرې کوي، زه يې هم وکړم. البته زه داسې تجربه نه لرم چې قرباني شوې دې يم او نه غواړم چې خپل ځان د قرباني بېلګه وښیم. ما دا امتیاز درلود چې د ښار دننه او په یوه نسبتا روڼ انده کورنۍ کې را لویه شوم او کله چې مې واده وکړ، د مېړه په کورنۍ کې مې هم د هغوی په کورنۍ کې د حاکم کلتور په اساس، ډېره زياته ازادي لرله. د ډېرې ودې امکانات مې درلول ما ته یو فرصت یا یو امتیاز برابر شو چې ډېر درس ولولم، ډېر ليکل وکړم او ډېر فکر وکړم او په ورته وخت کې په خپل کورني نظام کې د خپل ځان لپاره وخت ولرم.

اغلې لساني يو څو مسالو ته اشاره وکړه چې ښځې باید ځانونه ثابت کړي؛ د کور کارونه په ښه شکل ترسره کړي او د نارینه‌وو په پرتله ډېره هڅه وکړي او کله چې ثابتې شوې، بيا د کورنۍ نارینه ډېره اجازه ورکوي. ما همداسې حالت نه درلود او… البته ټول شیان ډېر عالي او پوره ښه نه وو، خو که په ټوله کې یې سره پرتله کړم، ګورم چې دا مساله له اخلاقي اړخه او يا دا چې د کور کاورنه څومره ښه ترسره کېږي او یا نه کېږي، ما داسې څه نه دې ليدلي. زموږ په کورنۍ کې د حاكم فكر له امله، ما همدا ازادي لرله او يا مې اولادونو همدا ازادي لرله، چې د زده‌کړو له ازادي ورهاخوا هم فکر وکړو. موږ باید یوازې د کار پر حق تمې نشو، بلکې له هغه ورهاخوا مطالعه او ليکل وكړو. که څه هم زما کورنۍ له همداسې یو وضعیت سره مخ نه‌شوه، خو له بده‌مرغه په افغانستان کې پر میلیونونه نجونو او ښځو همدا وضعیت راغلی دی چې نه یوازې دا چې د هر ډول مشارکت، فکر او برابرو فرصتونو له حقه بې‌برخې دي، بلکې په ورته وخت کې د ژوند د ډېرو وړو او بنسټي مسایلو پر وړاندې جنګېږي.

زه فکر کوم چې د یوې ښځې مورنۍ ونډه ډېره مهمه ده. بې‌شکه چې ښځې په طبیعي او بيولوژيکي لحاظ ميندې کېږی او دا ونډه د دوی لپاره هم ډېره خوندره ده او دا يې يو طبيعي کار دی. په دې کې هېڅ شک نشته، خو ښځې باید یوازې د دوی د موروالي د ونډې پر اساس تعریف نشي. ښځې باید یوازې له دې امله محاسبه نشي چې په کورني جوړښت کې د کور څومره کارونه کوي او يا د کورنيو د نورو غړیو لپاره څومره سهولت رامنځته کوي. یعنې ښځې او نارينه دواړه هغه انسانان دي چې ګډ مسوولیتونه او مکلفیتونه لري او بايد برابر حقونه ولري او برابر فرصتونه او د برابرې ودې زمینې ورته مساعدې شي.

يعنې زموږ د مبارزې اصلي مساله همدا ده. يعني اصلي مبارزه نه هېروو، خو له بده‌مرغه موږ اوس په همداسې وضعيت کې واقع يو. ما مخکې هم اشاره ورته وکړه چې له نېکه‌مرغه په تېرو دوو کلونو کې ډېرو عملي تجربو موږ ته دا را وښووه چې ښځې حداقل د طالبان تر منځ په یو بحث بدلې شي او په افغانستان کې دننه او یا له افغانستان څخه بهر خپلې مبارزې په داسې شکل ترتيب او ترسره کړي چې خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره د ښځو مساله او د هغوی مبارزې او هڅې په یوې کلي موخې او اصل بدلې کړي او پر همدې کلي موخه سره راټولې شي. پر همدې اساس، زه فکر کوم که موږ په سترو غونډو کې هم په افغانستان کې د ښځو د ستونزو په اړه خبرې کوو، په لومړي ګام کې به همدا ستونزې تعقیب کړو او بیا به وروسته نور مسایل مطرح کړو؛ ځکه بې‌شکه یوازې د همدې ستونزو تعقیب په هيڅ صورت كافي او د بسنې وړ نه دي.

رویش: اغلې لساني، غواړم له تاسې څخه هم همدا پوښتنه وکړم، که له تاسې څخه وغوښتل شي چې د ښځو اړوند د څو مهمو مسالو ترمنځ يو داسې مساله په ګوته کړئ، چې د ډېرو دغو ستونزو كيلي وي، هغه به کومه مساله وي؟

حمیده لساني: سمه ده. د دوو قدرمنو مېلمنو له خبرو څخه ډېره مننه. په رښتیا هم ډېرې ګټورې خبرې وې. زه مخکې له دې چې د دې مسالې په اړه خبرې وکړم، غواړم دا یوه مساله اصلاح کړم چې د ښځو د ستونزو په اړه ډېر مهمه نکته پکې نغښتې ده. زما د مېړه کورنۍ ډېره ازاده او ډموکراټه کورنۍ وه، خو دا ډېره جالبه ده چې کله نارینه په خپل منځ کې سره کېني او ووايي چې ښځې ته دې ازادي مه ورکوه. ووايي، ښځې ته دې له کور څخه د وتلو اجازه مه ورکوه. يعنې ملګري په خپل منځ کی دا شیان یو بل ته وړانديزوي او وايي، که دې ښځه بهر ووته، هغه خپلسرې کېږي او هغه بیا نور د کور ښځه نه ده. زما مېړه هم له کوره بهر دا موضوع‌ګانې زده‌کولې او بيا به يې په کور کې پر ما محدودیتونه وضع کول. تر دې چې د وخت په تېرېدو سره ما ځان ثابت کړای شو او بيا له هغه وروسته هغه د نورو خلکو د خبرو په کيسه کې نه و. يعنې نور د دې په کيسه کې نه و چې نور خلک کومې سپارښتنې ورته کوي او يا يې ملګري څه ورته وايي. تر دې چې هغه بیا زما ملاتړی شو. د ډاکتر صاحب سمر د خبرو په تایید سره وایم، کله چې موږ افغانستان ته په يو ډېر تخصصي نظر وګورو، ګورو چې ان په افغانستان کې تيوري‌ګانې او تفصيلونه هم بدليږي. مثلاً؛ هغه مفاهیم کولای شي چې دلته نورې ماناګانې هم ولري. موږ وایو چې اپارټاید، اپارټاید څه شی دی؟ اپارټاید یعنې نژداي تبعيض، خو په افغانستان کې په جنسيتي تبعيض بدلېږي. يعنې مفهوم يې بېخې بدل شو او هغه تيوري پر يوه بله تيوري واوښته. دا کار په افغانستان کې بدلېدلای شي او کېدای شي چې په همدې موضوع بدل شي. دا يوه بله هغه موضوع ده، چې زه یې په اړه په تشویش کې یم. زه تل دې ته فکر کوم چې موږ ښځې څه ډول موجودات يو. موږ څومره کمزورې یو؛ یعنې موږ ته څومره د کمزورو په سترګه کتل کېږي.

مثلاً په افغانستان کې ټول نارینه اوس د واک په لټه کې دي، خو موږ ښځې څه؟ موږ د خپل هویت په لټه کې یو. تر اوسه لا د خپل هویت په کرکېچ کې را ايسارې یو. دا را ته ډېره دردونکې ده. ولې؟ موږ باید د سیاست لپاره وجنګېږو، خو موږ راځو او د ښوونځي لپاره جنګېږو. د خپلو بنسټي حقونو لپاره مبارزه کوو. ان هغه هم نشو ترلاسه کولای. دا ما ته دا ډېره دردونکې او ډېر غټ تشویش دی، چې هر وخت ما ځوروي. له دې څخه د وتلو لپاره مې په ذهن کې تر اوسه هيڅ لار نه ده موندلې، خو د افغان ښځې په توګه دا ما ته ډېر غت تشویش دی.

رویش: تاسې ته د دې فرصت در کوم چې د يوې ښځې په توګه، چې په شیشه‌ میډیا کې زموږ همکاره یې، که زموږ له دوو همکارانو کومه پوښتنه لرئ، مطرح یې کړئ؟

سیما سمر: پام مو دی، وايي چې فرصت درکوم. هر څه چې وي، د افغانستان سړی دی که نه؟ ههههه

لساني: ههههه. استاد مو تر پوښتنې لاندې راوست. نه، دا یې له بلې خوا وویل. زه غواړم همدا وپوښتم چې ولې نارینه د واک په لټه کې دي او موږ اوس هم لا په خپل هویت پسې ګرځو. اوس هم په خپل لومړي او ابتدايي حق پسې ګرځو او د هغه لپاره مبارزه کوو. هر څومره چې لاس او پښې ووهو او کوښښ وکړو، په افغانستان کې اوسنۍ فضا ته په کتو، واک او برابر فرصتونه له موږ څخه نور هم پسې لرې کېږي.

رویش: ډاکتر صاحب، تاسې دا پوښتنه ځواب کړئ. نور خلک د واک په لټه کې دي او تاسې اوس هم په هویت پسې یاست، چې زه یم که نه یم؟

سیما سمر: نه، زه فکر کوم چې یم. له همدې امله مې د خپل موجودیت لپاره ډېر پخوا لا هڅې کړې دي. زما په نظر، داسې نشي کېدای چې موږ د بشر حقونو ارزښتونو یا انساني ازادیو ته د یو بل په پرتله لومړتیوب ورکړو، خو زه فکر کوم، ښوونه او روزنه خلک د وضعیت ښه‌والي او مثبت لوري ته سوق کولای شي. البته زما هدف با کیفیته ښوونه او روزنه ده، نه هغه ښوونه او روزنه چې طالبان یې اوس غواړي. ښوونې او روزنې او پوهې ته د لاسرسي په اړه ما ته اوس دوې مسالې مطرح دي. لومړی دا چې طالبانو اوس د هلکانو زده‌کړو ته اجازه ورکړې ده، خو ښوونیز نصاب بدلوي، چې په دې سره به موږ د دوی په څېر یو ستر نسل ولرو. که د نجونو ښوونځیو ته اجازه ورکړي، طبعاً به ښځينه طالباني راته وروزي.

له بده‌مرغه هغوی به هم د دوی په څېر فکر لري او د طالبانو کارونه به تاییدوي. کوم کارونه چې طالبان یې کوي او یا یې په ګاونډیو هېوادونو کې نور خلک کوي، نه‌پوهېږم چې څومره به کره وي؛ ځکه ما هغه نه دي تعقیب کړي، خو اورېدلې مې دي چې مېرمن رییسي یا کوم بل چا په وینزویلا کې ویلي دي چې موږ ولې د نارینه‌وو کارونه وکړو؟ ولې درس ولولو او یا ولې بهر کار وکړو؟ دا ډېره جالبه ده. زما پوښتنه دا وه چې هغه ښځه څه ډول تر وینزویلا پورې تللې ده. که خبره همداسې وي، باید په خپل کور کې کېنستلې وای او نه وای تللې. پخپله به له کوره نه راوتله. له بده‌مرغه وضعیت همداسې دی.

زما په نظر، ښوونه او روزنه د انسانانو ژوندونه بدلولای شي؛ ظرفیت یې لوړولای او د حمیده جانې په خبره چې د ښځو ظرفیت، وړتیا او هویت تثبیتولای شي.

رویش: اغلې باختري، که تاسې د یوې ښځې په توګه خپل ځان په افغانستان کې دننه د موجودو ښځو او نجونو پر ځای فرض کړئ، څه شی ګورئ؟ یعنې یو ځل غواړم چې د یوې نجلۍ په توګه ستاسې د ذهن تصویر وګورم. د بدخشان د یوې نجلۍ په موقف کې؛ یا د پکتیا د یوې نجلۍ په موقف کې او یا د داسې یوې نجلۍ په موقف کې چې په جلال‌اباد یا کابل کې مو درس لوستی وي؛ دولس کاله ښوونځي ته تللې یاست او یا مثلاً پوهنتون ته تللې یاست.

ناڅاپه مو ټولې دروازې ‎پر مخ تړل کېږي او مجبورېږئ چې فقط واده وکړئ. په هماغه نقش کې ځان برابر کړئ چې مثلاً ستاسې میندې د هماغه نقش قربانې شوې او بل هيڅ یې نه درلودل. که د یوې داسې نجلۍ په موقف کې ځان واقع کړئ، ذهن ته مو څه راځي؟

منیژه باختري: ښه. زه فکر کوم چې که زه په افغانستان کې دننه د یوې داسې نجلۍ درد او رنځ چې له اختناق، دیکتاتوري او سنانسور سره مخ ده، رسم کړای شم؛ نو د افغانستان نجلۍ اوس د ناهیلۍ په اوج کې ده. هوا نشې تنفس کولای. خپلو سږو ته تازه هوای نشي دننه کولای. د لمر له وړانګو خوند نشي اخیستلای. د خاور له بویه خوند نشي اخیستلای. د باران څاڅکو او د واورې دانو ته نشي خوشحالېدلای. ښادي یې له زړه څخه کډه کړې ده. موسیقي، ساز او اواز یې له ذهن څخه غوټه تړلې ده. هغوی د ناهیلۍ، یاس او فلاکت په اوج کې دي. له بده‌مرغه که زه دا همداسې وارزوم، کېدای شي ځينې استثنات یا مسایل موجود وي، خو په ټوله کې د افغان نجلۍ لپاره طبیعي خبره ده چې له یوې بې‌وزله او بې‌اسانتیاوو ټولنې څخه راپورته کېږي او خپل ټول راتلونکی ژوند په ښوونځي او درس ویلو پورې منحصر بولي. دا چې له خپل کور څخه کورس یا ښوونځي ته ځي او یا هم پوهنتون ته ځي او درس وايي، فکر کوم چې همدا بدخشانۍ نجلۍ، بامیانۍ نجلۍ، د پکتیا نجلۍ او د کابل او کاپيسا نجلۍ د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې تېروي.

په واقعیت کې زه د هغوی دا درد له ډېر نږدې او په ژوره توګه حس کوم. سره له دې چې زما په څېر ډېر کسان له افغانستان څخه بهر دي او زه هم له همدې امتیازه برخمنه یم چې په ازاده فضا کې واوسم او کوښښ وکړم چې دا وضعیت بدل کړم، خو له بده‌مرغه دا وضعیت نشم بدلولای. په دا کوم شکل چې یې ما تعریف وړاندې کړ، بې‌ له شکه که تاسې په کابل ښار کې له یوې نجلۍ څخه، چې د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې شوې ده، پوښتنه وکړئ، حتماً به تاسې ته ډېر تریخ ځواب درکړي، خو غواړم دا هم ووایم چې هیلې لا هم ژوندۍ دي.

لا هم د بدخشانۍ، د پکتیاوالې، د کندهارۍ او بامیانۍ نجلۍ په زړونو کې هیلې ژوندۍ دي. هیلې لا نه دې رژېدلې او موږ هر څه ته د ختم شوي په سترګه نه ګورو. ګورئ، طالبان یوازې د افغانستان د تاریخي واقعیت یو برخه دي. هغوی د پخوانیو هغو په څېر راغلل، یوه ورځ به دوی هم ځي. په دې منځ کې یوازې یو څو نسله خپل ښوونیز او تحصیلي امتیازات او اسانتیاوې له لاسه ورکوي، چې دا ډېره دردوونکې ده. تاسې يوې ډېرې ښې نکتې ته اشاره وکړه.

مساله دا ده چې دا نجلۍ له واده پرته بله هيڅ لار نه لري. زه فکر کوم چې د طالبانو همدا سیاستونه او پالیسۍ، چې له خپل دیني ليدلوري د ښځو مسالې ته ګوري او پر هغوی محدودیتونه لګوي، هيڅ ديني اساس نه ‌لري. ما ان په خپلو مقالو کې د دې مسالې په اړه ليکلي چې دوی خپلو جنګیالیو ته د واده او تملک زمینه برابروي. هغه نجلۍ چې ښوونځي ته نه ځي؛ مالي امکانات نه لري او له اقتصادي اړخه کمزورې وي، په کورنۍ کې هم په ډېر کمزوري او دردمن حالت کې وي او په ډېرې اسانۍ سره په کم عمر کې واده کېږي او قرباني ورکوي.

په رښتیا هم طالبانو همدا زمینه برابره کړې ده. زه فکر کوم چې اوس له افغانستان څخه ټول راپورونه تر موږ پورې نه رارسېږي. هر هغه وخت چې موږ دغو ټولو راپورونو او په افغانستان کې روانې تراژيدي ته لاسرسی وموند، بې‌شکه زه په دې باور یم چې زرګونه کم‌عمره او متعلمې نجونې هغو کسانو ته واده شوې دي، چې وړ یې نه دي. ګورئ، زما یادېږي چې موږ او تاسې مخکې په یوه بله مرکه کې هم د واک او عدالت د وېش په اړه خبرې کړې وې. مثلاً؛ طالبان د دې پر ځای چې هڅه وکړي او د جګړې له پېر څخه تېر شي او حداقل پخپله ظرفيت لوړونه کار وکړي او زده‌کړو ته پام وکړي؛ ځکه زده‌کړې ډېرې مهمې دي. ښه ده چې پر ښوونځي ، درس، ارزښتونو او يا مثلاً په نړیوالو ارزښتونو تمرکز وکړي او وغواړي خپل ظرفیت لوړ کړي، خو دوی دا کار نه کوي. په پايله کې يې د افغانستان د نجونو ظرفیت دومره را ټيټوي او دومره يې په اقتصادي او ټولنيز لحاظ ځپي، چې دوی په ډېرو داسې ناچيزو موجوداتو بدلېږي، چې د رحم وړ وګرځي او که یو سړی له هغوی سره واده کولو ته چمتو شي، هغه نجونې دې کار ته د یوه فرصت په سترګه ګوري.

تاسې ډېر ښه شي ته اشاره وکړه، چې دوی د خپلو میندو په څېر د طالبانو د سیاست قرباني کېږي. تاسې يې وګورئ، بېخې هماغسې ده. هغه نجونې چې د طالبانو په وخت کې د زده‌کړو له نعمت څخه بې‌برخې شوې دي او د جبري ودونو ښکار شوې دي، نن يې اولادونه هم هماغه د خپلو میندو حالت تجربه کوي. دا ډېره دردونکې ده.

رويش: اغلې لساني، له کابل څخه د وتلو په وخت کې تاسې د یوې لوستې ښځې او هغې ښځې په توګه چې کار دې کړی و او له یوې ډېرې سختې دورې وروسته یو ځای ته رسېدلې وې او هغه ستاسې په خبره، پخپله ټولنه او کورنۍ کې مو د یوې فعالې او اغېزمنې ښځې په توګه ځان ثابت کړی و. د طالبانو په راتګ سره تاسې هم وتښتېدئ. له کومې تجربې سره مخ شوئ او ايا غواړئ چې خپله دغه شخصي تجربه مو له خپلو لوڼو سره شریکه کړئ؟

حمیده لساني: ښه، که وغواړم چې بیا هم دلته خپله یوه تجربه بیان کړم؛ نو غوره ګڼة چې د هغو نجونو لپاره چې په افغانستان کې بندې پاتې دي او له ډېر بد وضعیت سره مخ دي، خپله دا تجربه بیان کړم. دې ته ځکه تجربه وايم چې زه هم ستاسې له ډلې یم. زه هم ستاسې په څېر وم. مثلاً؛ داسې نه وه چې ما په ۱۴ کلنۍ کې له واده کولو پرته بله هېڅ لار نه لرله، خو د هغه وخت شرايطو ته په کتو باید ما واده کړی وای او واده مې هم وکړ. د خدای شکر ادا کوم چې د هغو ټولو سختیو سربېره اوس له خپل مېړه او ژوند څخه فوق العاده راضي يم. زما د ژوند پایله دا وه چې زه دوکتورا ته نومانده وم، خو د سقوط له امله مې ونشو کولای چې ادامه ورکړم. یعنې دا چې ما په ۱۴ کلنۍ کې واده وکړ، زده‌کړې را څخه پاتېدې. زه مجبوره وم چې دوه درې ماشومان را لوی کړم. له هغه وروسته چې پینځه کاله له زده‌کړو لرې وم، مجبوره وم په هغه عمر کې کار وکړم او ماشومان وروزم. له پینځه کاله وروسته ولاړم او بيا مې د شپې له‌خوا درس پيل کړ. یعنې دا پینځه کاله د دې لامل نشول چې زه دې بېخې هر څه پرېږدم. د افغانستان نجونې هم اوس په هماغسې وضعيت کې دي.

سمه ده چې چاپېریال ډېر سخت شوی دی. دا رښتیا هم ډېره سخته ده. زه پنځه کاله په دې سختۍ کې وم او هغه وخت چاپېریال داسې نه و چې زه دې ښوونځي ته ولاړه شم. هغه وخت په کور کې دننه دا مجازي پاڼې نه وې او د انلاین درسونو زمینه هم برابره نه وه . يعنې پر موږ باندې محدوديتونه ډېر زيات وو. موږ به یو کتاب له يو چا څخه را قرض کاوه او بیا به مو هغه د شپې له خوا ژر ژر لوست؛ ځکه مجبوره وو چې بېرته يې خپل مېړه ته ور تسلیم کړو، خو اوس د افغانستان د نجونو لپاره دا زمینه برابره ده چې په مجازي نړۍ کې په بېلابېلو موسسو، مدرسو او ښوونځيو کې انلاین زده‌کړې وکړي. دوی ته چاپېریال برابر دی او کولای شي چې ښه ګټه ترې واخلي. هر څه پخپله شخص پورې تړاو لري. که ته وغواړې، ان په ډېر سخت حالت کې هم له هغه څخه استفاده کولای شې. کله چې موږ وغواړو، دروازې پخپله را ته پرانیستل کېږي. لارې هم را ته خلاصېږي او هم اسانېږي. کولای شو چې کار وکړو او مخکې ولاړې شو او ښه فعالیتونه ترسره کړو.

رویش: ایا لور مو له تاسې څخه دا پوښتنه کړې چې مورې، تاسې چې دا ټولې ستونزې او دردونه زغملي دي، بالاخره مو خپله تجربه په ټوله ټولنه او ټولو نورو نجونو په کلي ډول تطبيق کړې ده. يعنې ته په فردي ډول له درس څخه محرومه شوې؛ په کور کېناستې او تحقیر شوې او اوس ټولې نجونې په مجموعي ډول له دې کار سر مخ شوې دي. څه ډول کولای شئ چې خپله تجربه د پوهاوي او هیله‌مندۍ په عمومي تجربه بدله کړئ، څو ستاسې لور داسې احساس نه کړي چې له تحقیر او توهین سره مخ ميليونونه نجونې له «حمیدې» څخه ځواکمنې دي؟

حميده لساني: زه په ټوله کې د ښځو پر وړتياوو له حده زياته باوري یم. یعنې ښځې دومره ځواکمنې او صبرناکې دي چې په هر ډول شرایطو کې خپلې ستونزې حل کولای شي.

رویش: داکتر صاحب، تاسې په خپلو مبارزو کې ډېرې سختې ورځې زغملې او تېرې کړې دي. فکر کوئ هغه تحقیر، توهین او محدودیتونه چې د اوسني افغانستان نجونې ورسره مخ دي، دا سختي او تحقير په رښتیا هم ستاسې د دورې پر پرتله ډېر سخت دی که نه، ډېر زيات توپیر نه لري؟

سیما سمر: غواړم ستاسې مخکینۍ پوښتنه هم در ځواب کړم. مثلاً؛ یوې نجلۍ چې ۱۲ کاله یې زده‌کړې کړې او پوهنتون ته تللې ده او واده ته مجبورېږي، هغه بیا د مور په څېر کار نه کوي. يعنې دې نجلۍ درس لوستی دی. ان که هغه له یو طالب سره هم واده وکړي، د کورنۍ چاپېریال پخپله بدلېږي. که مو په یاد وي، د طالبانو په اوله دوره کې د ملا عمر يو فرمان دا و چې کابلۍ ښځې مه په نکاح کوئ. له کابلۍ ښځې سره واده کول څه دلیل لرلای شي؟ دليل يې دا دی چې هغوی خپل مېړه هم له ځان سره بدلوي. زه فکر کوم، هغه نجونۍ چې د زور له لارې واده کولو ته مجبورېږي، هغوی د خپلو میندو په څېر کارونه نه کوي. يعنې هغوی تر خپلو میندو ښې دي او یا د خپلو ميندو پر پرتله ښې میندې کېدای شي.

رویش: ډاکتر صاحب ، تاسې په دې خبرو کې د اغلې باختري د اندېښنو يو برخه ځوابوئ او فکر کوم چې حداقل تاسې دا اندېښنه نه لرئ. اغلې باختري وايي چې طالبان په خپل دې سياست سره په واقعیت کې د خپلو جنګياليو لپاره له پیسو پرته په مفت ډول لوستې ښايسته ښاري نجونې پیدا کوي. په داسې حال کې، چې تاسې وایاست چې طالبان پخپله له دې کاره ډارېږي؛ ځکه که دا نجونې د طالبانو ښځې شي، دا طالب بيا په خپل پخواني حال نه پاتېږي او بيا دا طالب، هماغه پخوانی جنګیالی نه دی؟

سیما سمر: ښه. زه اوس نشم کولای چې د طالبانو ټوله تجربه بیان کړم، خو د طالبانو د تېرې دورې تجربه همداسې وه. که مو په یاد وي، ملا عمر په هغه وخت کې یو فرمان صادر کړ چې کابلۍ ښځې مه کوئ. دا کار ډېر څرګند دلیل لري.

رویش: داکتر صاحب، زه هم غوارم همدا خبره وکړم. یعنی د افغانستان اوسنۍ نجونې، ان د کابل نجونې، له ۳۰ یا ۲۵ کلونو پخوا نجونو سره ډېر توپیر لري.

سیما سمر: هو. بالكل.

رویش: ۳۰ کاله پخوا د کابل نجونې ډېرې اغېزناکې او پوه نه وې. دا اوسنۍ نجونې له بشر حقونو، ازادي، کرامت او نورو مسالو سره بلدې دي او پرې پوهېږي. دوی دا مسایل له خپل پلار یا خپل ورور څخه نه دې اورېدلي، بلکې پخپله یې ژوند کړی او زده‌کړي یې دي. که دا اوسنۍ نجلۍ، چې په ذهني لحاظ يې هيڅ بدلون نه دی کړی، له طالب سره مخ شي، بالکل به د ۲۵ کاله پخوانۍ نجلۍ پر پرتله پر طالب باندې ډېر زيات اغېز وکړي.

سیما سمر: ښه. دا خبره سمه ده. ما مخکې هم همدا خبره وکړله. که څه هم موږ ځينې طالب‌فكره لوستې نجونې لرو او داسې هم نه ده چې ټولې لوستې نجونې دې روڼ‌انده وي، خو زما په فکر چاپېريال په پوره ډول بدل شوی او اوسنی چاپېریال د ۱۹۹۵ میلادي کال يا ۱۹۹٦ ميلادي کال په څېر چاپېریال نه دی. د لوستو نجونو شمېر ډېر زيات دی. هغوی ډېر زيات مقاومت کوي. نجونې له چادري پرته په کابل کې تګ را تګ کوي، یا په مزار کې ګرځي او یا هم په هرات کې تګ را تګ، البته له بده‌مرغه په کندهار کې یې نشي کولای، خو په کومو ځايونو کې چې يې کولای شي، دا پخپله یو ډول مقاومت دی. دا د طالبانو پر وړاندې یو مدني مقاومت دی. ما څو ورځې مخکې په کابل کې له يو همکار سره خبرې وکړې. هغه ویل چې اوس هم په پل سرخ کې هماغسې بیروبار دی؛ نجونې دوکانونو ته ځي؛ کالي اغوندي او ډېرې ښځې لا هم چادرۍ نه پر سر کوي. په ځانګړې توګه، لوستې او پیغلې نجونې چادري نه پر سر کوي. هغه یوه ډېره جالبه پېښه را ته بیان کړه. ویل یې چې په یوه ښاري موټر کې د ناستې یوې نجلۍ ویښتان ښکارېدل، چې طالب ورته راغلی او ورته ویې ویل چې ولې ټیکری سم نه پر سر کوې؟ ويل يې چې هغې نجلې بېخې ټیکری له سره لرې کړ او غاړه هم يې لاندې را کش کړه او ويې ويل چې که نر يې و مې وهه! فیر وکړه! و مې وژنه!

ويل يې چې هماغه طالب، چې ټوپ یې پر اوږه را ځوړند و، سر ټیټ واچاوه او هماغسې بېرته خپلې غرفې ته ولاړ. که دا مقاومت په عمومي ډول د افغانستان په ټولو سيمو کې او د ډېرو خلکو له‌خوا وي، طالب پخپله په شا کېږي. له بده‌مرغه دوی ډېر تاوتریخجن دي او له عدالت او ځواب‌ورکونې څخه نه ويرېږي او له خلکو سره ډېر تاوتریخجن چلن کوي. هغوی د کورنیو نران د خپلو کورنيو د استازو په توګه ټاکلي او ورته ويلي يې دي چې که دې ښځه يا لور بې‌چادري له کوره را ووتله، تا ته يې جزا درکوو، خو دوی د افغانستان ټولو نارینه وو ته جزا نشي ورکولای. زما په فکر، د ښځو د حقونو مساله یا هغه سرغړونې چې د ښځو د حقونو اړوند کېږي، افغانستان يې د ټولو لپاره، په ځانګړې توګه، د ښځو لپاره په یوه زندان بدل کړی دی. دا یو سرخلاصی زندان دی، چې هلته هيڅوک ساه نشي اخیستلای.

که جمعي مقاومت وشي، هغوی ټول خلک نشي وهلای او یا د کورنیو د نارینه وو د وهلو لپاره د هر کور د دروازې شا ته نشي ورپسې ورتلای، خو خلک هم په حقه دي. اوس د خلکو اولویت دا دی چې له لوږې او ډېر بد اقتصادي او ټولنیز حالت څخه ووځي. له همدې امله، زه ډېره ناهیلې نه یم؛ ځکه دا نسل او یا هر بل نسل او هر انسان، که هغه بې‌سواده او محافظه‌کار هم وي، ازادي خوښوي.

رویش: اغلې باختري، تاسې هم مخکې وویل چې هیلې لرئ. سره له دې چې شرایط ډېر سخت دي، ډاکتر سیما سمر په دې نسل کې د موجود پوهاوي له امله هیله لري. هغه نجلۍ چې پخپله د ظلم او بې‌عدالتي پر وړاندې سر نه ټيټوي، نور نو بيا ظلم نه پاتې کيږي. ظلم هغه وخت پېښېږي، چې يو څوک پخپله په ځان ظلم ومني. کله چې ظلم و نه منل شي او پر وړاندې يې مقاومت وشي، ظلم نه پاتېږي. ښايي چې بې‌عدالتي به شوې وي او ښايي چې هلته به ستاسې حق هم خوړل شوی وي. غواړم له تاسې يې وپوښتم چې په رښتيني مانا د افغانستان ښځې په اوسني ظرفيت سره د دې سخت وضعیت پر وړاندې، چې طالبانو جوړ کړی او د ډاکتر سیما سمر په خبره چې د کورنيو نارينه يې د خپلو ښځو د ځپلو لپاره په خپلو سرتېرو بدل کړي دي، مقاومت کولای شي او دا وضعیت ماتولای شي؟

منیژه باختري: ښه، زه فکر کوم چې د افغان مېرمنو مقاومت په خپل ډول کې ډېر شریفانه، اخلاقي او له واکه برخمن ځواک دی. دروني او بهرني ځواک دواړه لري؛ بې‌شکه چې افغان نجونو پر سړکونو دا ثابته کړه چې ډېرې ځواکمنې دي؛ نه ډار لري او نه له چا وېرېږي.

دوی عملاً په میدان کې مبارزه کوي. له شک پرته چې دا یو روڼ‌اندی او باسواده نسل دی او د بشر حقونو الف او بي خو څه چې په دې شلو کالو کې د ډیموکراسۍ پر ډېرو زیاتو ارزښتونو بلد ې شوې دي. کتابونه یې لوستي، نړیوالې ټولنې ته یې لاس رسی درلود. نن سبا وضعیت تغیر کړی؛ د بېلګې په توګه نن سبا هر ځای انټرنیټ شته او ګرده نړۍ له یو بل سره د وړوکي کلي شان په اړیکه کې دي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې نن سبا په افغانستان کې ځوانان ټولنیزې رسنۍ کاروي او ښه پوهاوی لري؛ دا ټول سم دي، خو موږ غواړو دا ووایو چې په دې وخت کې افغان مېرمنې او نجونې له یوې داسې ظالمې تروریستي ډلې سره مخ دي، چې پر خبرو اترو، بحث او ډیالوګ هيڅ باور نه لري. نه غواړي چې دا ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي. دوی په ډېره سپین سترګي له ځور او زور زیاتي اخلي؛ زه فکر کوم اوس مهال به دا ډېره ستونزمنه وي، چې پوهاوی او روڼ اندی فکر دې په دومره لنډه موده کې پر ټوپک بریالی شي.

بې‌شکه چې پوهاوی شته او بې‌شکه که طالبان له تحصیل کړیو او ښاري نجونو سره ودونه وکړي، تر یوې کچې ښایي له ارزښتونو او د خپلې مېرمنې له سواد، پوهاوی او روڼ‌اندي څخه متاثره شي؛ داسې ځینې کیسې پېښې شوې دي، خو په ټوله داسې نه ده. که په ټوله کې ورته ځیر شئ، هغه طالب چې نه یې ښوونځی لوستی دی او نه یې درس ویلی دی، په ایډیالوژیک لحاظ او همدارنګه د خپلو مذهبي باورونو له امله ښځه تر ځان ټیټه ګڼي. دوی ښځه هغه موجود ګڼي چې د نارینه کور ته د ارام بښولو لپاره پيدا شوې ده. باید ماشومان راوړي، کور پاک کړي او امرونه پر ځای کړي؛ دا د خدای امر ګڼي. دا په خپلو ورځنيو اړیکو او چارو کې خپلې ایډیالوژۍ د بنسټ په توګه په نظر کې نیسي. اوس نو باید وویل شي چې ښځې یوازې د مقاومت پر مټ نشي کولای چې پر دې ټولو بدمرغیو او سترو ستونزو غالبې شي.

طالبان هغه ډله ده چې شل کاله ورسره نړیواله ټولنه جنګېدلې ده؛ دا یوه ډېره خطرناکه ډله ده او موږ یې د تروریستانو په نامه پېژنو. دا داسې تروریستان چې د خلکو پر وژلو، وهلو او بندي کولو سربېره د خپلو ښځو او نجونو له وهلو او وژلو ترهه نه لري.

په داسې حالت کې دا ډېره سخته ده چې موږ ووایو، زموږ ښځې باسواده دي، پوهاوی لري، روڼ‌اندې دي او په دې شلو کالو کې یې ډېر تغیر کړی دی او د ستونزې اصل حل په همدې کې ووینو. بې‌شکه چې نن سبا وضعیت ډېر تغیر شوی دی او په دې کې هیڅ شک نشته چې علم او پوهاوی هم ډېر شوی دی.

په ټوله کې زه غواړم ووایم، تر هغو چې په سیاسي لحاظ یو جوړښت رامنځته ته نشي، د طالبانو پر وړاندې یو بدیل نظام رامنځته نشي او د طالبانو پر وړاندې په سیاسي او نظامي لحاظ یوه ستره ډله جوړه نشي؛ د ښځو او نجونو مبارزه، مقاومت، روڼ‌اندي او پوهاوی ډېر ځای نه نیسي؛ هغه هم په داسې حال چې د افغانستان نجونې او ښځې په ټوله کې د نارینه‌وو له ملاتړ څخه بې برخې دي.

تاسې مخکې ډېره پر ځای اشاره وکړه، چې طالبانو د هر کور هلکان او نارینه په غیر مستقیم ډول په خپلو کورونو کې خپل سربازان ټاکلي دي. تاسې د افغانستان نارینه‌وو ته ورګورئ، دوی د همدې مسلط فرهنګ تر  اغېز لاندې دي. دوی ټول د همدې دستور او کلیشه رواجونو تر اغېز لاندې پاتې دي. د بېلګې په توګه کله چې د یوې کورنۍ یوه نجلۍ مقاومت کوي، پر سړک درېږي او له خپلې ټولې زړورتیا کار اخلي، زندان ته ځي؛ اوس نو کله چې د یوې کورنۍ یوه نجلۍ تر زندانه رسېږي، له کلتوري اړخه د دې کورنۍ نارینه دا په ډېره سختۍ زغمي او یا یې هضمولای شي.

له شک پرته چې کله دا نجلۍ له زندان څخه بېرته را ووځي، بیا هغې ته د مبارزې لپاره موکه نه ده مساعده، نور هغه نشي کولای چې له کوره را ووځي او یا دې بیا پر سړکونو شعارونه ورکړي او ځان دې ښکاره کړي؛ دا نشي کېدای. له همدې کبله زه فکر کوم اوس په افغان ټولنه کې دې بنسټ پالنې هرې خوا ته رېښې غځولې دي او په وروستیو کلونو کې خو یې د ټولنې په پوست کې دننه هم ښه رسوب کړی دی؛ نو ډېره ستونزمنه ده چې نارینه دې هم وکړای شي چې له دې سېلاب او څپو سره سره دې بیا هم د خپلې کورنۍ په منځ کې مبارزه وکړای شي.

مخکې اغلې سمر د پخواني وخت یادونه وکړه؛ دا سمه ده چې مخکې افغانستان یو نرسالار نظام درلود او خلک په فکري لحاظ د پوهاوي په دې کچه کې نه وو، چې دوی ځان له نارینه‌وو سره برابر وګڼي، خو په هغه وخت کې چا پر چا کار نه درلود. هر چا ځان د خپلې کورنۍ مسوول باله؛ تر دې ور هاخوا یې پر چا کار نه درلود. فرض کړئ یوه ښاري مېرمن کلي ته تللې او هلته یې خپل بازاري کالي پر تن وای او په هغو کې یې ناسته پاسته وای، ډوډۍ او ټول کارونه یې په ښاري ډول مخته وړلای؛ نو هغه کلیوال سړي که څه هم په فکري لحاظ بنسټ پالی و، خو اعتراض یې پرې نه کاوه او که پر دې کار راضي هم نه وای، بیا یې هم له زور زیاتي څخه کار نه اخیست. د دې ښځې د تغیير او یا تنبې لپاره یې هغه خپلې کورنۍ ته پرېښوده، خو د خپلې کورنۍ د مېرمنو مسوولیت یې خپل ګاڼه. اوس دا مسله توپیر کوي؛ اوس یو کس د بل کس شخصي مساله داسې ګڼي، چې ګویا دوی د افغانستان د ټولو خلکو د راتلونکي مسوولین دي؛ خپل نظریات پرې تحمیلوي او وضعیت نور هم د خرابۍ پر لور بیایي.

رویش: په افغانستان کې پخوا اخلاق فردي چاره بلل کېده او خلکو پر خپل کس پام کاوه. د جهاد په دوره کې یو شی چې رامنځته شو، هغه دا چې دین د اخلاقیاتو حوزې ته را دننه شو او د ټولنې اخلاق یې په خپل واک کې واخیستل. په پایله کې هغو خلکو چې په دیني پشتوانه یې سیاست او مشري کوله یا یې مخته وړله؛ نو دين  یې د چال چلند، چارو او ټولنې د اخلاقو د کنټرول لپاره وکاراوه.

اوس به تاسې وایاست چې دا هر څه پر یو کلتور اوښتي دي؛ ګورئ څلوېښت کاله جګړه کمه موده نه ده. کله چې تاسې د دین، مذهب او سیاست د پشتوانې پر بنسټ د خلکو پر ټولو چارو او کړنو کنټرول ولرئ، په طبعي ډول هماغه کلتور عامېږي چې تاسې غواړئ او نن سبا هم هر څوک ځان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامور ګڼي. هر څوک دا حق لري، چې بل ته ووایي، چې ته په دې کار کې دا کار وکړه دا مه کوه!

دا یو تغيیر دی او اوس راغلی دی. ډاکټر صاحب زه غواړم له دې زاویې ستاسې مخکې خبرو ته په اشارې چې خوشبیني مو وښودله، یو چلنج وړاندې کړم.

تاسې وویل، چې نننی نسل پوه او روڼ‌اندی دی، په ځانګړي ډول ښځې؛ مګر د پوهاوی کلیمه هغه وخت د واقعي مانا افاده کوي، چې یو ته کس خپلواکي، پر ځان باور یا هم هغه ته زمینه مساعده کړای شې؛ هغه وخت موثرې تمامېدای شي. ستاسې په خبره، طالبانو یو کار وکړ چې د کورنیو نارینه یې د ځان غیر مستقیم عسکر کړل او ښځې پرې ټکوي؛ نو بیا خو ښځې په رواني او روحي لحاظ ماتې دي، ټوټه ټوټه دي.

په پایله کې ویلای شو چې دا پوهاوی اوس مهال نشي کولای چې د دوی لپاره معجزه شي او تغیير را منځته کړي؛ دوی احساسوي چې ماتې مو خوړلې او د مبارزې د دوام لپاره پخه پایه نه لرو. فکر کوي چې د ځان برابرولو او سمولو لاره نه لرم؛ نو تاسې څه فکر کوئ، هغه‎ روڼ‌اندي چې سواد تر کچې محدوده ده، ایا  د دې ناخوالو او کرغېړن حالت پر وړاندې چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي، د ښځو د هویت دفاع کولای شي؟

سیما سمر: ښه په هر صورت، شرایطو تغییر کړی او تر پخوا ډېر تغییر شوي دي. هغه نجلۍ تر شپږم ټولګي یې درس ویلی او هغې چې هیڅ ښوونځي ته نه ده تللې، ډېر توپیر سره لري. یوه خبره درته کوم، ښایي ډېر وخت هم ونیسي، خو درته کوم یې؛ زه بامیانو ته تللې وم، له یوې نجلۍ سره کېناستم. کتاب او کتابچه یې هم بغل ته ايښي وو، تر څنګ یې پایڅې پر خامکو کنډلې، دوې درې مېږې یې هم راوستې وې چې ویې پیایي.

کالي او ځان یې خواپاکې مالومېدل، زه ورته ودرېدم او ومې پوښتله چې په څووم ټولګي کې یې؟ هغې وویل، زه په لسم ټولګي کې یم.

بیا مې وویل، څه کار کوې؟ ویې ویل، پسونه مې راوستي چې ویې پیایم او خپله کورنۍ دنده هم پوره کړم، خو اوس خامک ګنډم. ما وپوښتله، دا یوه جوړه په څو ګنډې؟ هغې وویل، ما تر اوسه په پيسو نه دي ګنډلي، نپوهېږم چې په څو به وي. پيسې نه اخلم.

ګورئ، په داسې حال کې چې د پټي پر سر ناسته وه او درې پسونه یې هم رواستي وو، په څنګ کې یې خامک هم ګنډل او خپله کورنۍ دنده یې هم پوره کوله؛ ماته ډېره جالبه وه، چې په یوه وخت کې خپل ټول کارونه کوي او خپل ځان یې هم پاک او منظم ساتلی و.

تر هغې لږ ور هاخوا دوې نورې نجونې  هم وې، ښایي دولس او یا دیارلس کلنې به وې، لور یې په لاس کې و او دواړو په خندا خندا ټوپکې وهلې؛ دا دواړې مې هم ودرولې، وېښتان او کالي یې د هغې بلې نجلۍ په څېر چې ښوونځي ته تله، منظم نه و، ومې پوښتل چې ښوونځي ته ځئ؟ ویې ویل، نه، مکتب ته نه ځو.

ما وویل، ولې نه ځئ؟ ویې ویل، نو بیا به پټاټې څوک را ټولوي؟

له دې مې موخه څه ده؟ موخه مې دا ده چې د دوی تر منځ هغه نجلۍ چې ښوونځي ته تله، په خپل شخصي ژوند کې یې ځان ته هم رسیده‌ګي کوله او پاکه او منظمه وه، خو هغه نجونې چې کچالو یې را ټولول او ښایي کورنۍ یې بې وزله وه او نه یې شو کولای چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي، لګښتونه یې پوره کړي او یا یې له کاره وباسي؛ تاسې سره مقایسه کړئ.

ګورئ، کار دواړه نجونې کوي، دې یوې هم کار کاوه او هغو دوو نورو هم؛ ښه اوس باید سړی د دوی تر منځ توپیر او مقایسه وکړي؛ هغه چې تر شپږمه یې درس ویلي، څنګه وضعیت لري او هغه چې نه یې دی ویلی، په کوم حالت کې ده.

کله چې تر شپږم ټولګي په یوې نجلۍ کې دومره تغیير راځي او ورځنی ژوند یې تغیروي؛ هغه زموږ د خلکو په اصطلاح د سړي سترګې خلاصوي؛ نو تاسې وګورئ، چې د هغې یې څومره سترګې خلاصې کړې وې.

زه فکر کوم، د افغانستان خلک باید نور دومره پوه شي، چې پر افغان مېرمنو چې اوس کوم وضعیت حاکم دی، یا راغلی دی؛ دا یوازې د افغان ښځو ستونزه نه ده؛ بلکې د هرې کورنۍ ستونزه ده، د هر هغه انسان چې مسوولیت پذیره دی، د هغه ستونزه هم ده.

زما په اند دا په ټوله کې د بشریت ستونزه ده؛ کله کله زه متاسفانه له دې کبله ډېره غوسه شم، ناهیلې شم چې ټوله نړۍ د طالبانو دا لوی ناورين یوازې پر یوه اعلامیه خلاصه کړي او یوازې دومره ووایي، چې د طالبانو دا کار ناسم دی.

دوی باید پر هغو ډېر فشار واچوي، خو که چېرې د افغانستان په دننه کې پر دوی فشار اچول کېږي، د کورنیو له خوا تر فشار لاندې کېږي؛ دا تر ټولو مهمه ده. زه هیله‌ لرم چې د طالبانو لوڼې، خویندنې، مېرمنې او ان میندې دا کار له خپلو کورنو را پیل کړي؛ باید له خپلو کورنیو را پیل شي.

رویش: مېرمن لساني تاسې په یوې داسې مذهبي کورنۍ کې را لویې شوې نجلۍ یاست چې پلار مو ملا و؛ مخکې مو وویل، چې هیڅکله مو کورنۍ له خوا د دیني توجیهاتو له کبله د زده کړو مخه نه ده نیول شوې؛ پلار، کاکا او یا د کورنۍ هیڅ غړې مو مخنیوی نه دی کړی، خو په ټوله دا دی ملایان د ښځو د پرمختګ او هر څه مخه نیسي.

اوس تاسې دا را ته ووایاست، هغه څه چې د هزاره ټولنې په منځ کې تاسې تجربه کړي، ایا د افغانستان د نورو قومونه او په ځانګړي ډول د پښتنو تر منځ ، څومره او څه توپیر لري؟

د بېلګې په توګه مېرمن باختري اوس په ښار کې د اوسېدونکو مېرمنو استازولي کولای شي، خو دا ستونزمنه ده چې د پکتیا د یوې مېرمنې، یا د يوې کندهارۍ په اړه خبرې وکړای شي؛ ایا تاسې چې کله په افغانستان کې وئ یا اوس په کډوالۍ کې یاست، له داسې کسانو سره مخ شوي یاست چې د خپلو مذهبي باورونو او کورني سکښتونو او ټولنې اړوند متفاوتې تجربې یې درسره شریکې کړې وي؛ مثلاً له داسې چا سره چې پلار یې ستاسې د پلار او کاکا په کچه ملایان وو، خو بیا یې هم د هغوی د پرمختګ مخنیوی نه و کړی؟ 

حمیده لساني: ګورئ، په ټوله کې که وګورو او په دې ډول یې پرتله کړو؛ نو هزاره ټولنه ماته تر نورو ډېره مدني فکره ښکاري. فکر کوم دوی تر نورو ډېر د خپلو لوڼو او ښځو اړوند حقونو ورکړې ته ژمن دي. ما په دې اړه څېړنې کړې دي، ځکه هغه وخت چې زه په افغانستان کې وم، د ښځو اړوند مې څېړنې کولې او سفرونه مې درلودل؛ ان هغه ولایتونه یا سیمې چې هزاره پکې اوسېدل، خو له پښتونو سره یا نږدې وو یا ګډ اوسېدل؛ د نورو هزاره وو په نسبت يې چلند سخت وو. دا ما ته ډېره جالبه وه، چې د بسهودو ولسوالي کابل یا نورو پښتنو سیمو ته نږدې ده، خو د جاغورو تر هزاره وو یا مثلاً هغه هزاره چې په غزني کې مېشت دي، ډېر سخت دریځه وو؛ البته دومره ډېر هم نه، خو خورا ډېر توپیر لیدل کېدل. 

اوس که بېخي ځانګړې پرتله کوو؛ نو زه یوه کیسه درته کوم. ما په پوهنتون کې یوه ټولګیواله لرله، موږ ژورنالیزم لوست، دا نجلۍ پښتنه وه؛ هغې چې کله له ما سره خبرې کولې، ویل به یې چې حمیدې موږ خو که ژورنالیزم ووایو هم په دې برخه کې کار نشو کولای. دا ډېره بده ده، خلک په داسې نجونو پسې بدې خبرې کوي او کورنۍ مو هم اجازه نه راکوي چې په رسنیو کې کار وکړو.

دا ما ته ډېره جالبه وه، ان ماته یې هم داسې ذهنیت راکړی و، چې فکر مې کاوه، دا چې زما ټولګیواله را ته وایي، نو حتماً بد کار دی او زه هم باید په رسنیو کې را څرګنده نشم، خو وروسته مې ولیدل چې نه؛ ورو ورو مخکې ولاړم او ومې لیدل چې هغه کسان چې دا ډول فکر کوي او کورني لیدلوری یې هم داسې وي، د هغو خپل فکر هم هماغه شان جوړ شي.

دا ډېره جالبه ده چې یوه نجلۍ ان ماسټري هم ولولي او بیا هم پر کور ناسته وي او دنده دې و نه لري؛ مانا دا چې ان کورنۍ یې د اجازه هم نه ورکوله چې له کوره بهر ووزي او یو ځای دنده واخلي؛ په داسې حال کې چې زه د هغې ټولګي واله وم او په رسنیو کې مې ازادانه  کار کاوه او هیڅ ستونزه مې نه لرله، کورنۍ مې هم مخنیوی نه کاوه؛ البته هغه ټول ارزښتونه چې د یوې افغانې کورنۍ په منځ کې پالل کېږي، ما هم پالل، خو خپل ټول فعالیتونه مې مخته وړل. دا ډول ستونزې په تاجک ټولنه کې هم لیدلی شو؛ ما یوه ملګرې لرله، هغه په اصل کې د اندراب ولسوالي وه.

هغې به ویل چې زما کورنۍ ډېره سخت دریځه ده؛ دا ځکه ډېره جالبه وه چې هغې دا خبره څنګه ځان ته تعیبروله؛ دوی به ویل، چې په دې ډول زموږ پت ساتي او پتمنې ښکارو. دا چې موږ له کوره بهر نه پرېږدي، دا زموږ د عزت لپاره کوي، موږ ته په احترام قایل دي او له موږ سره مینه لري. له همدې کبله، هغه احترام چې موږ ته لري، نه غواړي چې موږ بهر ته را ووزو او نور نارینه دې موږ وویني او یا دې له موږ سره خبرې وکړي؛ دا ډېره جالبه وه. کله چې به بهر ته هم را ووتې، ځان به یې ټینګ پیچلی و او یوازې به یې سترګې ښکارېدې؛ دا یې هغه سواد داره او تحصیل کړې نجونې وې.

رویش: ډاکټر صاحب اوس له تاسې پوښتم. ایا تاسې هم فکر کوئ چې د هزاره ټولنې سکښت په اعتقادي او مذهبي لحاظ د پښتنې ټولنې له سکښت سره توپیر لري؟ مثلاً، یوه هزاره نجلۍ چې له کومو سخت دریځیو سره په خپله ټولنه کې مخ ده؛ د هغې په نسبت یوه پښتنه نجلۍ په مراتبو او شدیدو سختدریځیو او بندیزونو کې را ګیره ده، که څنګه؟

سیما سمر: لکه څنګه چې مې مخکې وویل، ما په لښکرګا کې درس ویلی دی. موږ په یوه ټولګي کې پنځه ویشت تنه نجونې او پنځه ویشت تنه هلکان وو.

په خپله د هلمند دوې نجونې له موږ سره وې، چې د هلمند اصلي اوسېدونکې وې، خو دا نورې ټولې د هغو مامورینو اولادونه وو چې له نورو ځایونو څخه هلته تللې وې. د بېلګې په توګه ځینې له لغمان څخه راغلې وې او په هلمند کې یې پلار دولتي دنده لرله او نجونو یې له موږ سره درس وایه. ځینې نجونې له کندهاره راغلې وې او زموږ ټولګي والې وې. په دې ډول او په ټوله کې موږ دا نشو ویلای چې دوی شاته پاتې خلک دي، دوی بېچاره‌ګان په قصدي ډول همداسې شاته پاتې پرېښودل شوي دي. دا دوی ګناه هم نه ده، خو زه غواړم تاسې ته ووایم چې هزاره هم ډېر انقلابي او پراخ فکره خلک نه وو؛ په هر صورت کله چې زه په ۱۳۶۱ل کال کې ډاکټره شوم او جاغورو ته ولاړم، البته په هغه ډول کالیو او ټیپ کې ولاړم چې په ښار کې لویه شوې وم. ما له هلکانو سره درس ویلی و او په کابل کې مو ښه ازادي لرله؛ زما موډ تر یوې مودې د جاغوري خلکو ته ډېر په زړه پورې ښکارېده.

تر یوې اوږدې مودې خلکو فکر کاوه چې زه د دوی خپله نه یم یا د دوی له ډلې څخه نه یم. زه به تاسې ته یوه کیسه وکړم چې څنګه هلته ان ښځو زما پر وړاندې خپل حساسيت درلود. موږ یوه ډاکټر ته کوژده کوله؛ نو یوه کور ته ورغلو، دا ډاکټر اوس په اسټرالیا کې اوسي؛ خیر هغه کور ته ورغلو، دا کورنۍ ما پېژندله. نجلۍ تر دولسم ټولګي په لښکرګاه کې زده کړې کړې وې، خو د جګړو له کبله مجبور شوي وو چې بېرته جاغورو ته راشي. ژمی و او ډېره واوره ورېدلې وه، لاره یوازې دومره له واورې پاکه شوې وه، چې پیاده تګ راتګ پرې کېدلی شو.

شاوخوا ۵۰ یا ۶۰ سانتۍ واوره شوې وه، لاره ډېره نرۍ وه؛ زه تر ټولو مخکې روانه وم، تر شا مې څلور یا پنځه کسان چې ټول یا ډاکټران وو یا یې زراعت لوستی و او اوس مهال ټول په بهر کې یا په کاناډا یا ناروي یا نورو ځایونو کې ژوند کوي، راپسې وو. لنډه دا چې څلور نارینه په ما پسې را روان دي او زه مخکې یم؛ یوې مېرمنې له خپلې دروازې سر را ویوست، ښایي کوم شی یې مینځلي وو، له کاسې یې اوبه پر واوره وشېندلې. سترګې یې پر ما ولګېدې، زه یې ځکه هم وپېژندلم چې د «ګل سیب» درې کونجه دسمال مې پر سر تړلی و؛ له ځان سره یې وویل: «وی ناامید کنه ای زنه که سرگله‌ی مردا شده». «وۍ خاورې دې پر سر سه ښځې، سي د نارینه وو ګله دې تر شا روانه کړې ده.»

مطلب دا چې هغې ته دا هیڅ د منلو نه وه چې ښځه دې تر نارینه وو مخکې روانه وي. دې ښځې چې دا وویل، یو دوو درېیو نورو ښځو هم خپل سرونه له دروازې را بهر کړل، ټول وایي، دا لا څنګه ښځه ده چې د نارینه‌وو تر مخ روانه ده. په هماغه کلي کې بیا موږ ښوونځي جوړ کړ، اوس یې ډېری نجوني ډاکټرانې دي او یا یې ماسټرۍ اخیستې دي.

دا اسانه نه وه، کله چې ما د نجونو ښوونځی پیل کړ؛ په لومړیو ورځو کې یې لا ټول مکتب چور کړ.

رویش: دا بدلون د ټولنې په درون کې په خپله رامنځته شو، خود به خوده یې در هزاره ټولنې په درون کې د مذهبي عناصرو او همدې قشر نفوذ کم یا له منځه یووړ. تاسې اوس ډېر کم هزاره ملایان لیدلی شئ چې د مذهبي کارټ پر بنا سیاست کوي، خو په پښتني ټولنه کې برعکس وینو، چې ملا د سیاست رسۍ ټینګه کړې او هیڅ روشنفکره او یا هغه کس چې مډرن سیاست یې لوستی دی، په پښتني ټولنه کې ان خبره نشي کولای؛ البته تر هغو چې ملا اجازه نه وي ورکړې.

دې ته په کتو ویلی شو، چې په طبعي ډول په همدې ټولنه کې د ښځو ژوند ځپل شوی او له سخت دریځۍ تر پوزې راغلې دي؛ خو تاسې اوس له کوم درکه دا انګېرۍ چې له ښوونځي راوتلې پوهه او روڼ‌اندي تر رواجونو، کلتور، دیني باورنو او سیاسي پشتوانې تر پوښ راوتلای شي او د ښځو ملاتړ کولای شي؟

سیما سمر: ښه، موږ له دې انکار نشو کولای؛ یانې د ټولنې په هره برخه کې توپیر کوي؛ د پښتنو په منځ کې یا د ازبکو، تاجکو او یا ترکمنانو او نورو تر منځ هم توپیر کوي؛ البته دا ټول له یو بل سره اړیکه لري او په هماغه کچه چې دوی سواد، تعلیم او تربیې ته لاس‌رسی لري؛ توپیرونه هم په هماغه کچه دي. ګورئ دا ټول دومره اسانه هم نه وو، خو په هر صورت سره له هغو ستونزو چې موجودې وې، پيل یې کړل او اجازه یې ورکړه.

ان هغه وضعیت چې مخکې مې اشاره ورته وکړه؛ دوی نارینه په خپلو کورونو کې طالبان کړل او هغه یې د ځان استازي وټاکل او دا یې د خپل واک د کنټرولولو او غځولو په موخه وکړل.

د کور نارینه هم له دې بد نه وړي چې په کور کې دې دی واکمن وي. زه باوري یم چې ستاسې هم له دې بد نه راځي؛ ځکه هر څه چې مو زړه وي، هغه ویلای شئ.

د بېلګې په توګه ته دا کار وکړه او دا مه کوه؛ دا وخوره دا مه خوره، دا واغونده او دا مه اغونده؛ دا ډېره طبعي خبره ده، خو دا مساله په ټولنه کې د واک او کنټرول مساله ده.

اوس ما مثلاً له خپلې ټولې کورنۍ سره جنجالونه او ستونزې لرلې، تر هغو چې د حمیده جانې په خبره خپل ځان مې ثابت کړ او اوس ټولې مشورې زه ورسره شریکوم، د کور مشره زه یم، خو دې کار ډېره اوږده موده ونیوه.

زه اوس هم پر دې باور لرم، هغه څوک چې ښوونځي ته ځي او بیا هغه ښوونځي څه ډول لولی، دا اړینه ده؛ له کوم لیدلوري یې لولي. فزیک پر کوم فکر لولي؟

رویش: ډاکټر صاحب زه بیا هم غواړم ستاسې د هیله مندۍ د سرچینې په اړه وپوښتم؛ په داسې یو وضعیت کې چې اوس یوه افغانه نجلۍ ژوند کوي، څومره هیله مندي شته چې هغه دې هم له دې شرایطو سره د خپلو حقونو اړوند دومره مبارزه وکړای شي چې ووایي، زه غواړم د ډاکټر سیما سمر غوندې بریالۍ شم؟

سېما سمر: ښه، ښایي زه د یو چا لپاره ښه بېلګه و نه اوسم، خو دا په خپله په هغه کس پورې هم اړه لري. دا چې څومره پر ځان باور لري او تر کومې کچې مبارزه کولای شي، خو دا ناممکنه نه ده؛ ځکه په هغې کورنۍ کې چې مېرمن یا سړي یا زوی یا لور زده کړې کړې دي، باور ولرئ چې په هغه کور کې اوضاع تغییر ده؛ په دې کې هیڅ شک نشته.

رویش: مېرمن باختري غواړم له تاسې وپوښتم؛ ایا تاسې اوسني وضعیت او حالاتو ته په کتو د افغان مېرمنو پر وړاندې پر شته ستونزو او موانعو سربېره هیله مندي لرئ؟ دا هیله مندي مو له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ افغان نجونې چې ټولټال ښایې تر ۱۵ میلیونه پورې ورسېږي، لس میلیونه یې ښایي هغه وي چې یا ښوونځي ته تللې دي یا یې ښوونځی ختم کړی او اوس د ټولنې په منځ کې د باسوادو په حیث ژوند کوي؛ اوس دوی ټول له ډول ډول محدودیتونو سره مخ دي، تاسې له کومه ځایه دا هیله مندي مومئ او دوی ته یې څنګه روښانوئ، چې په رښتیا هم موږ کولای شو، بریالۍ شو او کولای شو دا وضعیت تغییر کړو او دې ناخوالو ته تسلیمې نشو؟

منیژه باختري: ښه، اجازه راکړئ چې زه دا مساله لږ په بل شکل تاسې ته روښانه کړم. که بده یې ونه ګڼئ، زه فکر کوم، په دې ډول چې اوس موږ دغه بحث مخته وړو، زه دوو نکتو ته پکې متوجه شوم او زه د دواړو نکتو مخالفه یم. البته دا چې حتماً دې زما نظر سم وي، ټینګار نه لرم، خو یوازې غواړم چې خپل نظر بیان کړم. دلته زموږ په بحث کې دوه اړخونه دي، یو د طالبانو د تغيیر روایت دی، پر دې ان نړیواله ټولنه هم باور لري، چې طالبانو تر یوې کچې تغيیر کړی دی.

د ټولنیز فشار او په ټوله کې د وخت په تېرېدو طالبان د تغيیر په حال کې دي، له دې دوی ځان نشي خلاصولای. دوی مجبور دي، چې د نړیوالې ټولنې برخه شي او نړیوالو ارزښتونو ته ژمن شي. یو وخت به حتماً طالبان تغيیر کوي او دا کار به د افغانستان د ټولنې له داخله پیلېږي؛ نو لومړی دا چې زموږ بحث پر همدې نکتې را څرخي.

یانې د طالبانو د تغیير هیله‌مندي او باورمندي په افغانستان کې د باسواده نارینه او ښځو په مټ چې په تېرو کلونو کې ښوونځي ته تللي دي او یا یې زده کړې کړې دي؛ دې مسالې ته له دې اړخه له شک پرته باید هیله‌من واوسو.

په ټولو ټولنو کې د نسل د تغیير له کبله تغيیر منځ ته راځي؛ که موږ وغواړو یا و نه غواړو، تغیر راتلونکی دی. تر موږ وروسته پينځم یا شپږم نسل چې راځي، بې‌شکه چې یا به طالبان نه وي یا به همدا طالبي فکر؛ لکه اوس داسې نه پالي. هغه وخت د افغانستان هر څه تغيیر کوي. سیاسي وضعیت یې، ټولنیز حالت یې، هر څه بدلېږي او په دې ډول نه پاتې کېږي.

ګورئ، یو اوږد مهاله بحث دی او بل د لنډې مودې، چې موږ په دې لنډه موده کې څه کولای شو او افغانستان ته کومې هیله‌مندۍ لرلای شو؟ د بېلګې په توګه په راتلونکو دوو کلونو کې کومې هیله مندۍ شته؟ په راتلونکي درېیو کلونو کې څه کېدای شي؟ په دې اړه زه غواړم ووایم، چې زموږ له ننني بحث سره مخالف نظر لرم.

زه په لنډ مهال کې کومه هیله مندي نه وینم، که څه هم چې زموږ نجونې او ښځې به پوهه ولري، زده کړې او نور به ولري؛ متاسفانه په دې لنډه موده کې موږ نشو کولای چې تغیير رامنځته کړو. بله نکته چې زه ورسره ډېره همغږې نه یم، هغه دا ده چې زه د بحث پر مهال متوجه شوم، چې دلته له ښځې تر وس د لوړې  توقع روایت بیانېږي.

بل دا چې که ښځه وغواړي کولای شي، صبر او زغم ولري. که یې تر پينځم ټولکي یا تر لسم ټولګي هم ښوونځی لوستی وي، بیا هم کوښښ کوي، کتابونه لولي، درس وایي او په دې ډول دا له نورو ښځو متفاوته مېرمن ده. د هغې اخلاق تر نورو توپير لري او هغه په دې بریالۍ شوې ده، چې د کورنۍ نورو غړیو ته ځان ثابت کړي.

دا باید صبرناکه وي او د خپل شاوخوا ستونزې په ډېر غوره شکل حل کړي او نور متاثر کړي؛ اما که موږ یوه ټولۍ ښځې د افغانستان له نورو ښځو را بېلوو او بیا له ښځې «سوپر هیرو» جوړوو او له دوی یې بېلوو، زه له دې نظر سره مخالفه یم او دا سم کار نه دی.

رویش: یانې تاسې فکر کوئ، هغه پوهه، روڼ‌اندي او سواد چې اغلې ډاکټر سيما اشاره ورته کوي، تاسې هغه د ښځو د وضعیت په ښه والي، ظرفیت لوړونې او د مبارزې لپاره تاثیر لرونکې نه بولئ؟

منیژه باختري: له شک پرته چې خپل اغېز لري؛ زما موخه د دې مسالې رد نه دی. زما موخه له دې مسالې دا ده، که موږ وغواړو ښځې سره بېلې کړو، چې ځینې ښځې کولای شي؛ ځکه تر نورو غوره اخلاق لري، ښې کارینده دي، تر نورو پر ځان ډېر کار کوي؛ نو بیا زما په اند موږ له یوې سیستماتیکې او بنسټیزې مسلې سره مخ يو. موږ باید د ټولنې کلیت په پام کې ونیسو.

رویش: مېرمن باختري بښنه غواړم، یانې کله چې موږ د افغان مېرمنې خبره کوو، د روڼ‌اندې، پوهې او باسوادې مېرمنې خبره کوو؛ دا نه یوه ده، نه دوې دي، نه سل؛ بلکې فکر وکړئ چې په افغان ټولنه کې او په دې تېرو شلو کالو کې د دې کتلې خلک تر لس میلیونه اوړي. لس میلیونه هغه کسان چې ښوونځيو ته تللي او باسواده دي. دوی په یوې پرانیستې فضا کې ژوند کړی او سواد پرې اغېز کړی دی، پوهې او روڼ‌اندۍ پرې اغېز کړی دی. په اوس وخت کې اطلاعات ډېر عام شوي دي، په کابوه هره کورنۍ کې خلک معلوماتو ته لاس رسی لري، که څه هم دې شیانو ته پخوا دوی لاس رسی نه درلود. اوس نو دا شیان په طبعي ډول د ستونزو پر وړاندې د ښځو ظرفیت او توان تر یوې کچې لوړوړي. هغه مهال چې ښځې ځواک پیداکوي، بیا نو په طبعي ډول پر طالب یا بل هر څوک چې دوی ورسره مخ کېږي، اغېز لرلای شي.

دا سمه ده چې ښایي خپله طالب تغيیر و نه کړي، خو هغه فشار چې د ټولنې په درون کې دی، هغه طالبان مجبوروي چې تغیير وکړي. طالبان دا ځل تر بل هر وخت ډېر واکمن او غوسه‌ناک ښارونه ته را ننوتي دي، خو په هغه سربېره تاسې د طالب پر وړاندې د ښځو درېدل ولیدل. دا درېدل یوازې تر مظاهرو محدود نه دي. دا د ښځو د مبارزې او مقاومت یوه ډېره وړه برخه ده.

دا هغه څه دې چې جریان لري، په ټولنه کې خلکو د طالبانو حاکمیت نه دی منلی، په هیڅ صورت یې نه دی منلی؛ ان د هغې ټولنې نارینه چې تاسې وایاست، ښایي د طالبانو پر سرتېرو بدل شي، هماغه نارینه ان طالب د کلیمې واقعیت لا نه مني.

تاسې وګورئ، همدا اوس دوی د یو غبرګون په حیث د خپلو لوڼو او خویندو پر محافظینو بدلېدونکي دي. اوس که دا موږ د عامه پوهاوي له کبله ګڼو، مطلب دا چې په رسمي یا غیر رسمي ډول یې په کورنیو کې نفوذ کړی دی. موږ اوس له یو متفاوت نسل سره مخ یو، نو موږ ولې داسې وانګېرو چې د افغان مېرمنو هغه نسل چې د پوهې پر ګاڼه سامبال دی، بیا هم له هغه طالب سره چې ډېر زوړ فکر او کلېشه الګوګانې لري، مقاومت نشي کولای؟

منیژه باختري: زه فکر کوم، که موږ یوازې پر پوهې او پوهاوي تکیه کوو او ډېر خوشبین و اوسو او فکر کوو چې یوازې همدا لس یا پنځلس میلیونه تحصیل کړي خلک به په لنډه موده کې وضعیت تغيیر کړي، بیا هم وایم، لنډه موده؛ نو دا زما په اند یوه خوشباوري او خیال دی. زه دا خبرې نه ردوم، له شک پرته هغه خبرې چې تاسې اشاره ورته وکړه، بلکل سمې دي.

رویش: لنډه موده، مثلا څو کاله؟

که دا راته روښانه کړئ، چې له لنډې مودې ستاسې موخه څومره موده ده؟ که داسې راته ووایاست، چې یو کال یا دوه کاله؟ البته که دا لنډه موده ان پينځه کاله هم وي، بیا هم د سترګو یو رپ وهل دي. ایا بیا هم فکر کوئ چې په دې موده کې څه کېدای شي؟

منیژه باختري: ګورئ، د طالبانو دا پينځه کاله دومره کم هم مه ګڼئ. طالبانو پخوا هم پينځه یا پينځه نیم کاله واکمني کړې ده، خو یوه نسل ونشوای کړای چې تغیير یې کړي. دا سمه ده چې زموږ په ټولنه کې پوهاوی ډېر شوی او محسوس دی. زه پوهه نه ردوم، خو بل پلو تاسې د بنسټ پالنې پراختیا او منګولو خښولو ته هم لږ وګورئ. افراطیت ته وګورئ چې د افغانستان د ټولنې ستره برخه یې پر بنسټ پالنې او افراطیبت لړلې ده؛ ان تر هغه مخکې چې طالبان راشي، د افغانستان په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې همدې افراطیت ته کار شوی و او ستر جال یې غوړولی و. زه وایم چې موږ یوازې د ښار تحصیل کړي قشر ته ګورو، خو د افراطیبت او بنسټ پالنې برخه مو په افغانستان کې هېره ده یا یې نه وینو. دا په خپله ډېر لویه ستونزه ده او ستر اغېز لري.

که زموږ له خوا یوازې د پوهاوي او پوهې فشار په واک کې لرو، له بل پلوه چې متاسفانه خورا قوي هم دی، هغه د افراطیت او بنسټ پالنې فشار دی. زه یو دوې بېلګې درته وایم، مخکې ځل چې کله طالبانو په ۲۰۰۱ز کال کې ماتې وخوړه، له کابل او نورو ښارونو پر شا شول او ولاړل؛ نو ورو ورو په همدې لومړیو میاشتو کې ښځو خپلې چاردۍ لرې کړې او ټکري یې پر سر کړل. فضا ورو ورو ورته پرانېستل کېده.

زموږ په ګاوڼد کې یوه کورنۍ وه، ډېره عصري وه، کابلی ژوند یې درلود؛ د طالبانو تر راتګ مخکې یې ډېر ښاري ژوند درلود، خو د همدې کور نجونو بیا هم چادرۍ او حجابونه پر سر کول، له خپله سره یې نه دي ایسته کړي؛ ځکه چې کوچنی ورور یې چې شاوخوا ۱۴ یا ۱۵کلن به و، هغه خپلو مشرانو خویندو ته اجازه نه ورکوله چې خپلې چادرۍ لېرې کړي. تاسې وګورئ، افراطیت او بنسټ پالنه خپل اغېز او تاثیر لري.

څه مانا، یانې که موږ یوازې همدې مسالې ته خوشبین یو، چې د افغانستان په ټولنه کې په ځانګړي ډول ښځو تعلیمونه کړي؛ له شک پرته، زه هم له دې انکار نه کوم، خو له بل پلوه، موږ د بنسټ پالنې فشار هم باید هېر نه کړو.

په همدې حال کې هغه توپیري چلند او جوړښت چې پر بنسټ یې طالبانو خپل حکومت جوړ کړی او هره ورځ تبلیغ ورته کوي، هره ورځ یو ښوونځی پر مدرسه اړوي، خلک او ځوانان یوازې دیني زده کړو او مدرسو ته تشویقوي؛ د دې پر اغېزو باید سترګې پټې نشي. زه فکر کوم د دې کار اغېز به خورا پراخ او ستر وي. دا به نه یوازې پر افغانستان؛ بلکې پر سیمه هم ناوړه اغېز ولري.

البته زه لنډه موده له دوو تر پنځو کالو یادوم.

زه له همدې دوو تر پنځو کالو موده کې د طالبانو خطر ډېر زیات احساسوم، له هغه وروسته دا طبعي خبره ده چې دوی به ورو ورو تغیير کوي، خو موږ په دې دوو تر پنځو کالو موده کې څو نسله له لاسه ورکوو. موږ به څو نسله له لاسه ورکړو چې جبري ودونو ته به اړ کېږي، ځان وژنې به کوي، په رواني ناروغیو به اخته کېږي او تر ټولو اړینه دا چې خپله انګېزه له لاسه ورکوي. ایا تر کومې به یوه نجلۍ کوښښ کوي، چې کتابونه ولولي؟ لږ باید وسیع او عمومي فکر وکړو. البته استثناوې به وي، خو څومره نجونې به پر ټولنیز پاڅون باوري پاتې شي؟ دوی اخېر خپله انګېزه بایلي. انسانان که هر څه وکړي، د ټولنې له اغېزه ځان نشي خلاصولای. زه هیله‌منه یم چې زه دې په خپلو خبرو کې تېروتې یم او داسې و نشي؛ متاسفانه اوس مهال تر دې د دوی ښه انځور نشم، انځورولی.

رویش: ډاکټر صاحبې اوس تاسې ته راځم، په ځانګړي ډول هغه تعیبر چې مېرمن باختري بیان کړ، دا چې تاسې په اصطلاح ورته د سترو ښځو یا «ابر زن» صفت وکاراوه او ومو ویل چې دوی له نورو ښځو سره توپیر لري؛ ځکه چې پوهه لري او روڼ اندې دي. ایا تاسې په رښتیا هم د دې ډول ښځو شمېر په افغانستان کې په دې کچه وینئ؟ د هغې پوهې په اړه چې تاسې یې یادونه کوئ، هیڅ لوړ او ټیټ شخص پکې مطرح نه ده، بس چې په کمیت کې ډېرې وي؟

سېما سمر: ښه، زه غواړم دلته یو وضاحت وړاندې کړم، ما داسې نه دي ویلي چې طالب تغیير کوي، خو که یو طالب باسواده کابلۍ ښځه کوي؛ هغه وخت دا امکان شته چې دی دې لږ پاک شي او یا دې نرم شي؛ دې کې زه هیڅ شک نه وینم.

منیژه باختري: تاسې ښاغلی (قاري سعید) خوستی ولید؟ ډاکټر صاحبې هغه قاري سعید مو ولید چې د کابل د طب پوهنځي له یوې محصلې سره یې کوژده وکړه او څومره تغيیر یې وکړ؟

رویش: خو کوژده یې و نه پاییده. هغه د زور کوژده و او ختمه شوه. هغه یې په زور کړې وه، هغه د هغې پر خوښه کوژده نه وه.

 مهرباني ډاکټر صاحب!

سېما سمر: زه فکر کوم په دې اړه لږ ښځې هم ګرمې دي، اشتباه کوي. زه پر دې بحث نه کوم، خو زه غواړم دا ووایم چې طالبانو افغانستان پر یوه زندان بدل کړی دی. دا زندان د ټولو لپاره دی، دا یوازې د ښځو لپاره نه دی. ما دا یادونه هم وکړه، په هغه ډول چې دوی خپل تعلیمي نصاب او ښوونځي ته د تګ اجازه ورکوي، دا خطر هم ورسره تړلی چې ښایي ټول طالبان کړي. دلته بیا هم سوء تفاهم را منځته نشي، زه فکر کوم چې د افغانستان عادي او بې سواده مېرمنې هغه که د هلمند ښځه ده او که د بامیانو؛ دوی اوس هغه د ۲۵ کالو پخوا طالبانو د دورې مېرمنې نه دي پاتې؛ هغوی اوس ټلوېزیون ګوري.

رویش: انټرنیټ ته هم لارسی لري…

سېما سمر: پر دې نه یم خبره چې دا بېچاره میندې به څومره انټرنیټ ته لاسرسی ولري، خو که لور یې یو څه ولولي، مور ته یې هم وایي؛ دا پر ټولنه اغېز لري. زما په اند دا ځل طالبانو له دې ښه درس اخیستی او ښه مشاور لري. لکه څو ورځې مخکې چې ملا هبت الله یو بل فرمان ورکړ چې څوک په خپل سر مه وهئ، عکسونه مه اخلئ او بل دا چې څوک مه بندي کوئ او وژنئ. دا خبره په هغه ملک کې کېږي چې هلته نه قانون شته، نه اساسي قانون او نه نورو قوانینو ته احترام شته. هغه یوازې یوه خبره کوي: ښه کوئ، بد مه کوئ…؛ دا خبرې خلکو ته کوي. په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ ته یوه اوږده لاره پاتې ده؛ له دې هیڅوک هم انکار نشي کولای.

د افراطیت خطرونه او اندېښنې اوسنۍ نه دي، دا له ډېره پخوا موجودې وې.

د کابل پوهنتون د استادانو کیسه ډېره جالبه ده. د کابل پوهنتون ډېری زده کړیالان طالبان وو، یا طالب ډوله کسان وو. دوی یوازې د یوه خاص قوم خلک نه وو، یوازې د پکتیا او پکتیکا نه وو، له هر ځایه وو؛ البته د پکتیا خلک لومړي خلک وو چې راغلل او ویې ویل چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي، خو زور یې و نه رسېد. زما په اند دوی فطرتاً د ازادي پلوه خلک دي.

رویش: ډاکټر صاحبې تاسې او مېرمن باختري چې دواړه د مېرمنو د یوه لوی خوځښت په منځ کې یاست یا یې برخه یاست، دواړې له ښځو سره د همغږۍ ښه شبکه لرئ او په اړیکه کې یاست؛ په مشخص ډول دا چې ښځې خپل اواز پورته کړي او د یو ځواک په حیث د مسالو د حل لپاره را ودانګي؛ اوس مهال له افغانستان څخه بهر هغه تحصیل کړې ښځې چې پوهاوی لري، روڼ‌اندې دي او له هر څه سره بلدې دي؛ څومره هیله مندي لرئ چې دوی دې وکړای چې پر یوه چوکاټ دې سره راټولې شي؟ په تېرو دوو کالو کې چې طالبان واک ته راغلي، ستاسې تجربې او دا کار تر کومه ځایه رسېدلی؟ په ښځو کې د پخوا په نسبت د همغږي او انسجام لپاره څومره زمینه برابره شوې ده؟

سېما سمر: متاسفانه تر اوسه دومره ډېره زمینه نه ده برابره شوې. دا سمه ده چې موږ مېرمنې په ناستو او بحثونو کې ګډون کوو او د طالبانو پر وړاندې خپل غږ پورته کوو، خو د یوه جدي سیاسي جوړښت په حیث لا څه نشته. ښایي زموږ اعتراضونه کوم ځانګړی ځای و نه نیسي، خو دومره کولای شي چې دوی له شرمه طالبان په رسمیت و نه پېژني.

رویش: یانې دا چې بدیل نشي کېدای؟

سېما سمر: په هغه صورت کې چې تر اوس مسجمې نشو او یو جدي سیاسي کار پیل نه کړو، بدیل نشو کېدای.

رویش: مېرمن باختري: تاسې د هغو هڅو په پایله کې چې تر اوسه مو کړې دي، څومره بریالۍ شوې یاست چې یو شمېر مېرمنې په رښتیا هم تر هغه ځایه ورسوئ چې ډاکټر صاحب یې اړتیا بیان کړه. ایا د یو داسې خوځښت او سیاسي منسجم حرکت په اړه چې وکړای شي په افغانستان کې سیاسي واک چلنج کړي او بدیل وړاندې کړي؛ نږدې شوي یاست؟

منیژه باختري: ښه، د مېرمن سمر خبرې ډېرې پر ځای دي. دا سمه ده چې له افغانستان څخه بهر ښځو په رښتیا هم په لویو نړیوالو پلټفورمونو کې غږ اوچت کړی، خبرې یې کړې او مرکې یې کړې دي؛ دا په رښتیا هم ستر کار دی، خو په ټوله کې دې ټولو هڅو یوازې دومره رنګ راوړی چې د ډاکټر صاحب د خبرې په تایید باید ووایم چې یوازې یې نړیواله ټولنه دې ته راوستلې ده چې له شرمه طالبان په رسمیت و نه پېژني. که له افغانستان څخه بهر د ښځو دا غږ نه وای، طالبان به ډېر ژر په رسمیت پېژندل شوي وو؛ دا د قضیې یو اړخ دی، خو پر دې سربېره زرګونه او لکونه هغه باسوداه او تحصیل کړې ښځې چې په بهر کې اوسي، زحمت یې ایستلی او کار یې کړی دی، خو په دې دوو کلونو کې یې مبارزې او هڅې همغږي نه وې. د یو لوی سیاسي خوځښت په حیث او یا د بدیل ډول یې نه درلود، چې د خپل جوړښت او خوځښت ډول په ښه او ستر ډول مطرح کړای شي.

په ځانګړي ډول تاسې زما د کارونه په اړه هم وپوښتل؛ رښتیا دا دي چې په دې ۲۳ میاشتو کې که ځان ښوودنه نشي، ما شپه او ورځ کار کړی دی. په ډېرو مهمو نړیوالو کنفرانسونو کې مې ګډون کړی دی. د طالبانو حقیقت او واقعیت مې په هغه ډول چی دی، بیان کړی دی او د یوناما له راپورونو مې استدلال کړی دی. د جنسیتي تبعیض په اړه مې خبرې کړې او له څو ډلو سره په دې اړه کار کوم. دا چې موږ د جنسیتي اپارتاید یا تبعیض په اړه خبرې کوو، خو جنسیتي تبعض اوس مهال په رسميت نه دی پېژندل شوی. موږ هڅه کوو چې د خبرو اترو په مټ دې ته توجه جلب کړو او په ورته وخت کې د نړیوالو پاملرنه هم را وګرځوو، چې د یوه حقوقي ابزار په توګه طالبان ځواب ته مجبور کړي. هغه تبعیض چې طالبان یې روا ګڼي، باید د یوه جنايت په حیث وپېژندل شي. ما دا ټول کارونه کړي دي، خبرې مې کړې دي، بحثونه مې کړي دي. دا زما د شپې او ورځې کار و او دی، خو که دا غواړئ چې د پام وړ پایله یې څه وه؛ نو باید اعتراف وکړم چې د پام وړ پایله یې نه وینم.

رویش: ستاسې فردي هڅې پر خپل ځای؛ دلته یوه ستره اړتیا دا محسوسېږي چې د ټولنې ټولو مېرمنو ته پاملرنه وشي، چې یوه بشپړ انسجام ته ورسېږي. غږ یې یو منسجم او را ټول غږ وي، ادرس یې معلوم او یو وي؛ دې ته څومره نږدې شوي یاست؟

منیژه باختري: په دې اړه زه په خپله کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لرم او که رښتیا ووایم؛ ډېرې هڅې مې هم نه دي کړې. زما کارونه تر ډېره د ډیپلوماسي په برخه کې وو. زه دا مسوولیت لرم چې په کنفرانسونو کې ونډه واخلم. زه د سازمانونو کې غړې یم؛ تر ډېره مې همدې ته پام کړی دی. د افغان ښځو په شبکه جوړونه یا یو جوړښت مې کار نه دی کړی، له بل پلوه زه په شخصیتي لحاظ هم دومره ځان نه احساسوم، زه ډېره زړه وره ښځه هم نه یم. دا چې زه دې مثلاً ښځې را ټولې کړم، خبرې دې وکړم او داسې نور؛ بلخوا یوه د خواشینۍ خبره دا هم ده چې د افغانستان د مېرمنو تر منځ ډېرې بدبینۍ او اختلافونه هم شته، چې زه ډېر زړه نشم کولای.

که تاسې غواړئ په دې برخه کې لږ ډېرې هڅې وکړئ؛ نو ځینې کسان مو تورنوي چې په اصطلاح دا برخه مو بېخي پر ځان را څرخولې ده، خپله ځان ښوودنه کوئ؛ ځان یو مهم شخص ښیاست…؛ له همدې وېرې او بله دا چې زه په خپله ډېره ارامه او ګوښه خوښوونکې انسان یم؛ نو په رښتیا هم ما په دې برخه کې ډېر کار نه دی کړی. ما له خپله ادرسه له هغو ښځو سره چې په رښتیا هم لایقې او تر ما مبارزې ښځي دي، تر اوسه په دې اړه بحثونه نه دي کړي.

که رښتیا را باندې وایاست، زما د تجربې پر اساس په افغانستان کې یو کس تر ټولییز کار په انفرادي کار کې ډېر بریالی وي. همدا ترخه تجربه د همدې سبب هم شوې، چې دوه ګامه شاتګ وکړم؛ که څه هم دا د ویاړ خبره نه ده.په دې برخه کې باید کار وکړو. په ځانګړي ډول د هغو مېرمنو په ملاتړ چې په ټولنه او خلکو له خورا احترام او درنښت څخه برخمنې دي. لنډ مثال یې ډاکټر صاحبه سمر ده او د دې په شان ګڼې نورې؛ زه فکر کوم که د دوی په ملتیا موږ سره کېنو، خبرې وکړو، بحثونه وکړو، یو شو؛ دا به زموږ لپاره ګټوره وي. دلته باید یوې بلې نکتې ته هم اشاره وکړو، هغه دا چې دلته د ځوان نسل، منځني نسل او عمر خوړلي نسل تر منځ یو تضاد او یو بل نه منل هم وینو؛ البته دا خبره او ستونزه چې د دوی تر مینځ موجوده ده، معمولاً په ټولو ټولنو کې شته؛ دا یوازې په افغانستان کې نه ده، خو په افغانستان کې یې کله کله شدت او زور اخلي.

د بېلګې په توګه د افغانستان تازه کاره نجونې او ښځې په دې باور دي، چې دا مبارزه اوس تازه د دوی له مظاهرو او مبارزې سرچینه اخلي؛ په داسې حال کې چې د ازادۍ او د ښځو د حقونو مبارزه له لسګونه کلونو راهیسې روانه ده. تر ډاکټر صاحب سېما سمر مخکې هم مبارزه روانه وه، تر دې وروسته به هم وي. البته زموږ تر منځ اختلافونو او په عین حال کې هغه نظر او تعبیر چې موږ یې مبارزې لرو، زموږ کار تر یوې کچې له ستوزمن کړی دی؛ خو ناممکن نه دی. زه هم باید له خپلې ټمبلۍ را ووځم.

رویش: مېرمن لساني زه غواړم له تاسې یوه پوښتنه وکړم، ډاکټر صاحبه به یې هم ځواب راکړي؛ دا به لږ نا اشنا پوښتنه وي.

تاسې هغه ټولې ناځوانۍ او بې خوندۍ چې د افغانستان له نرواکه ټولنې مو لیدلې، له نرسالاره کلتوره مو لیدلې؛ بیا هم څومره هیله من یاست چې نارینه ټولنه دې په رښتیا هم د ښځو د حقونو او ښځينه انسان غږ د اوچتولو په برخه کې اوږه په اوږه درسره ودرېږي؟ افراد په پام کې مه نیسئ، چې ښایي وي؛ د افغانستان فرهنګي جوړښت څومره د افغان ښځې ملاتړی کېدای شي؟

حمیده لساني: د افغانستان دننه کلتوري جوړښت خورا ناهیلی کوونکی دی او یا به کومه معجزه کېږي.

له هغې ورځې چې طالب راغلی دی، هماغه نارینه او هماغه د ادارو خلک چې ان نېکټایي به یې تړله؛ اوس طالبان شوي دي. ان خپلو نجونو او مېرمنو ته یې ویل چې ښه وشول، طالبان راغلل اوس نو پر کور کېنئ. نور بهر را و نه وځئ، حجاب مو هم مراعت کړئ. لنډه دا چې که طالب یوه ښکاره زور زیاتی او ځورونه کوي، دا نېکټایي پوشه طالبان هم د هماغه طالب تر څنګ درېږي. د ډاکټر صاحبې تر خبرې؛ نه یوازې دا چې ښځې بلکې که د ټولنې د دواړو قشرونو تر منځ اجتماع رامنځته نشي، موږ کوم بدلون نشو لیدلای. دا پوهاوی باید په افغانستان کې هم تر نر او هم ښځې پورې ته ورسېږي.

رویش: ډاکټر صاحبې که څه هم تاسې یې افغان ټولنه په بشپړ ډول نرواکه ټولنه ګڼئ، خو بیا تاسې څومره د افغان ټولنې پر جوړښت باوري یاست، چې دوی دې د ښځو د حقونو او غږ څخه ملاتړ وکړي؟

سېما سمر: ښه، دا د خلکو تر فکر پورې اړه لري. افغانستان کې همدا رواج دی، هغه نارینه هم چې خپل ځان ډېر روشنفکره ښیي یا په رښتیا هم وي، خو کله چې د نارینه وو په ټولنې او مجلس کې کېني، بیا بېرته د نرانو کیسې کوي. زه فکر کوم هغه څوک چې پر ازادۍ باور لري، دوی دا باور هم لري، چې بې له ښځو ازادي ناممکنه ده.

رویش: تاسې مخکې د ښځو او نجونو په اړه وویل چې دوی د ټولنې په درون کې یوه ډېره ستره کتله ده چې پوهاوی لري، سواد لري او حتماً به تغیير را منځته کړي؛ د کمیت له اړخه نارینه هم هغه څه ته چې تاسې یې یادوئ رسېدلي؟ ایا دوی به د ټولنې دا کلتور او ډول تغییر کړای شي؟

سېما سمر: بلکل؛ که تاسې نننی کابل له ۱۹۹۶ یا ۱۹۹۷ز کال کابل سره پرتله کړئ، هلکان او نجونې توپیر لري. داسې نه ده چې یو څوک دې ووایي، هیڅ تغیير نه دی راغلی.

رویش: مېرمن باختري، تاسې څومره له کلتوري اړخه د ټولنې پر تغيیر باور لرئ؟

داسې چې نور دې نو افغان نارینه سره له دې چې طالب یې استازولي کوي، سره له دې چې ډېرې نيمګړتياوې شته، خو بیا دې هم ښځه د یو واقعیت په حیث منلې وي. د ښځو حضور یې منلی وي، ښځینه فرهنګ یې منلی وي، ښځینه لیدلوری یې منلی وي او د ښځې د حقونو، غږ رسونکی او ملاتړی دې وي.

منېژه باختري: ښه، زه فکر نه کوم چې موږ دې دا پوښتنه ډېره عمومي مطرح کړو او د ټول افغانستان پر نارینه وو دې عملي کړو؛ ځکه ډېر زیات قشرونه او بېلابېلې ډلې خلک په دې منځ کې شته. زه په خپله د خپل کور د نارینه وو له ملاتړ څخه برخمنه وم، ډېر ښه چال چلند یې را سره کړی دی، دې برخه کې زه هیڅ ستونزه او شکایت ترې نه لرم. په دې ډول په افغانستان کې ډېر زیات نارینه شته چې له خپلو مېرمنو او د خپلې کورنۍ له ښځو او نجونو یې ملاتړ کړی دی، خو که په ټوله کې ورته وګورو، د افغانستان په کچه دې موضوع ته پام وکړو؛ زه په دې باور یم چې متاسفانه د افغانستان ډېر خلک د ښځو پر ځواکمنتیا ډېر باور نه لري.

نه یوازې همدا خلک چې روشنفکران دي، که په ظاهره د زمان تقاضا دا وي چې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي یا له بشري حقونو کوي یې؛ خو که د وخت تقاضا نه وي، بیا یې نه کوي. یوې ایټالوۍ خبریالې مېرمن اوریانو فلاچي یو ځل ویلي وو، که د یوې ټولنې سیاست او واکمني وغواړي له ښځې ملاتړ وي، دوی په ډېر ښه شکل د ښځو ملاتړي وي، خو که هم دا واکمن او ځواک و نه غواړي، دوی سم دستي تغیر کوي. مخکې مېرمن لساني هم وویل چې کله طالبان پر واک راغلل، ډېر روشنفکره نارینه چې په ظاهره پوه، ښاري او لوستي خلک بلل کېدل، سم دم یې خپل ډول او ځان بدل کړ او هم یې د ښځو تر ټولو مهمه موضوع، تر ټولو هغو جزیي او کوچنۍ وګڼله.

له بل پلوه، لیدلوری هم توپیر کوي؛ یو لیدلوری چې ډېر زوړ شوی دی، هغه دا چې د ښځو پر هیڅ ډول ګډون او مشارکت د باور نشتون دی؛ متاسفانه د افغانستان لویه برخه خلک پر همدې فکر دي. یوه بله بیا ډېره وړه برخه ده او دوی بیا د افغان مېرمنې پر واکمنۍ، وړتیاوو او ګډون بشپړ باور لري. یوه بله ډله بیا تر یوې کچې د ښځوو پر وړتیاوو باور لري، غواړي ښځې یوازي درس ووایي او پوهنتون ته ولاړې شي، چې په پایله کې یا معلمانې شي یا ډاکټرانې شي.

دا هغه دندې دي چې د دوی په نظر د ښځو لپاره دي او باید په هغو کې کار وکړي. د ژورنالیزم غوندې دندې چې مېرمن لساني ورته اشاره وکړه او یوه داسې دنده ده چې وخت نه پېژني؛ که تاسې چېرې خبریاله یاست، ښایې د شپې پر لس بجې هم کار وکړئ او یا سهار ډېر وختي هم دنده اجرا کړئ، په نارینه چاپیریال کې کار وکړئ؛ دا ډول دندې ښځو ته نه خوښوي.

که څه هم دوی به پر زده کړو باور لري او پر دې به هم پوهېږي چې په کور کې باسواده مېرمن د لا ډېر سکون، ښې تربیې او د نجونو د ښوو زده کړو باعث کېدای شي. زما په نظر په دې برخه کې بېلابېل نظرونه شته؛ نشو کولای چې دا یو ډول یاد کړو؛ خو په ټوله کې د ښځو پر وړاندې په افغانستان کې لیدولوری خورا ډېر منفي دی او ډېر د اندېښنې وړ دی.

رویش: مېرمن لیساني، تاسې مو خپله پوښتنه ووایاست!

حمیده لساني: البته دا باید هېر نه کړو چې اوس مهال د افغانستان نارینه له یوه وحشتناکه تخریب سره مخ دي، له سختو ستونزو سره مخ دي؛ لاره یې ورکه کړې ده.

زه د مېرمن منېژه باختري او ډاکټر صاحبې مخکنیو خبرو ته په اشاري وایم، چې تر اوسه لا ښځو په خپل منځ کې انسجام نه دی موندلی یا را منځته کړی دی. سیاسي جریان نه لري او تر اوسه یې ځانګړی او معلوم ادرس هم نه دی ایجاد کړی. ما غوښتل همدا وپوښتم، چې بلکل دا زموږ د ښځینه ټولنې لویه ستونزه ده؛ اوس څنګه کولای شو، د دې لپاره حل لاره ومومو او دا ستونزې حل کړو. دا ښځې منسجمې کړو، چې د دې تروریستي ډلې پر وړاندې واحدې منسجمې او ښه مبارزه وکړای شي. له هغه وضعیت سره ښه مبارزه وکړای شي، چې اوس مهال پر افغانستان حاکم دی او پر ښځو حاکم دی؟

سېما سمر: ښه، دا اسانه کار نه دی. دا اختلافونه چې اوس موجو دي، دا هم ډېره طبعي خبره ده. په هغه ټولنه کې چې ډېره وېشلې ده، له څو قومونو جوړه ده، له څو ژبو جوړه ده او څو ډوله افکار پکې پالل کېږي؛ دا ډېره طبعي خبره ده. په ټوله نړۍ کې همدا ډول ده. بله خبره دا ده چې په تېرو دوو کالو یا شاوخوا شلو میاشتو کې ټول خلک یو ډول پر خپل شخصي ژوند او چارو جوړولو بوخت وو؛ زما په شمول ټول بوخت وو.

زه هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې به دا بحثونه پیل شي او ترې کچې به جدي کار وشي. بله دا چې دا معلومه خبره ده چې دا زموږ په کار او ځان ثابتولو پورې هم اړه لري. متاسفانه اوس داسې وضعیت دی چې په چا کې بل هیڅ عیب پيدا نه کړي؛ نو بیا وایي چې پلانۍ هزاره ده، پلانۍ پښتنه ده، پلانۍ تاجکه ده او پلانۍ له پلانکي سره لار لري یا یې ملاتړ کوي. البته دا طبیعي ده، انسان که د نړۍ په هر ځای کې وي، دا تضادونه موجود وي، زما په نظر د یووالي لپاره باید کار وشي او کار ترې واخیستل شي. دا هم معلومه خبره ده چې دا انرژي او کار غواړي، حوصله غواړي او باید ورته ویې لرو.

د بېلګې په توګه تر اوسه ما هیڅ نه دي کړي، زه چې کله نورې ښځې په جنګ او جنجال وینم، نو لنډ ورته ولیکم، چې همدا انرژي چې اوس دلته ضایع کوې، ورشه د طالب پر وړاندې یې وکاروه؛ تر دې چې په خپل منځ کې سره نښتي یاست. ځینې بیا ځواب راکړي، چې سمه ده؛ خو لا هم موږ ته ډېره اوږده لاره پاتې ده.

رویش: مېرمن باختري ستاسې په اند کوم شی د ښځو تر منځ انسجام راوستی شي؟

منېژه باختري: لومړی باید ووایم، مخکې ما د ښځو تر منځ پر اختلافونو او د ښځو د مبارزې پر ډول او ستونزو خبرو وکړې، خو ګورئ دا موضوعات یوازې داسې نه دي چې په ښځو پورې مختص وي. مخکې ډاکټر صاحبې سمر وویل چې موږ هم د هماغې ټولنې تولید یو؛ اختلافونه، ماتې، یو بل نه منل د افغانستان په ټولو خلکو کې شته؛ تاسې په تېره دوره کې نارینه او خپل سیاستوال وګورئ، چې څومره ټینګ اختلافونه او کیسې یې لرلې.

ښڅې حد اقل په ښځینه مسایلو کې سره همغږې دي، خو تر یوې کچې؛ ځینې مسایل او توپیرونه هم شته. دا کار ډېره انرژي غواړي او ډېر وخت باید پرې ولګول شي، چې همغږي او شبکه رامنځته شي. همدا مهال هم ډېر ښه کارونه شوي دي. ډېر ښه ګروپونه جوړ شوي دي، دا ډېره ښه خبره ده، خو باید زیات شي. زما په اند موږ یو ګډ روایت لرو؛ هغه دا چې موږ د طالبي فکر پر وړاندې ګډ روایت لرو. په افغان ټولنه کې د ازادۍ راوستو، عدالت، برابرۍ او بشر حقونو ارزښتونه یې مهم اړخ دی.

دا هغه مرکزي نکته ده، چې موږ ټول پر را ټولېدلای شو، که څه هم دا طبیعي خبره ده، چې موږ دې سیاسي اختلافونه هم ولرو؛ متاسفانه په افغانستان کې یو لړ قومي اختلافونه هم شته او موږ تر انکار نشو کولای. البته هغه محور چې موږ پرې بحث کوو، هغه ډېر پراخ دی. زه فکر کوم چې د افغانستان ډېری خلک پر دې محور را ټولېدی شي او بحث وکړي. ښه، بله دا چې د افغانستان راتلونکی نظام دې څه ډول وي، کوم قومونه څه ډول رول ولري، کلتورونه څنګه رشد وکړي؛ واک څه ډول په مساوي توګه ووېشل شي؛ موږ دې ټولو ته وخت لرو، چې کار پرې وکړو. موږ کولای شو په دې اړه هره ورځ چې زمینه برابره شوه، پر ټولو اړخونو بحث وکړو او پر ټولو هغو اختلافاتو چې لرو یې، باید بحث وکړو.

په دې بحثونو کې لازمه ده، چې له خپلو ځاني غوښتونو تېر شو، تر څو تر توافق او اتفاق ته ورسېږو، خو لومړی باید خپله ټوله انرژي او مبارزه په افغان ټولنه کې د افراطیت او بسټ‌پالنې چې کومې رېښې غځېدلې دي او طالبان یې ممثلان دي؛ محدوده کړو. زه هیله لرم، چې ټول به د ډاکټر صاحبې سمر خبره ومني او له خپلو وړو او زرګري جګړو به لاس واخلي او یوې سترې جګړې ته دې تیاری ونیسي. په هغه کچه چې موږ د یو بل پر سر کومې ډبرې وار کړې، که چېرې مو دا پر طالبانو وار کړې وای؛ اوس به ټول تر خاورو لاندې وو، خو موږ پر دې بوخت شوو، چې هله تشویش را ولوېد، غربت دی، زړه مې تنګ دی، ها مې له لاسه ورکړ، دا مې له لاسه ورکړ؛ بس ټول پر همدې بوخت پاتې شوو. اوس هم چې کومې مبارزه کېږي، ډېر یې هغه کسان دي چې په دې تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه راوتلي دي؛ دوی په یو ډول مجبور شو، خو باید خپل شخصي ژوند ته هم پام وکړي.

دوی د کډوالۍ اړوند مسایلو کې را ګیر شول، خو راځئ خپل ارمانونه هم هېر نه کړو. له دې پرته یو ملت او خلک پرمختګ نشي کولای. هیله ده او ژوندۍ ده. موږ کار کوو، هڅې کوو؛ موږ باید نیوکې ومنو، نیوکې وکړو. خپل کار لا سم کړو او په خپل منځ کې مشورې وکړو. په خپل مینځ کې خبرې اترې او بحثونه ولرو، چې دا بحثونه بیا پر یوه ملي ګفتمان واوړي او د افغانستان په کچه ستر بحث را منځته کړي. ما مخکې هم وویل، زموږ محور مشترک دی، زموږ روشفکره خلک، باسوداه خلک او د حساب خلک او ان هغه خلک چې ډېر عادي سواد هم لري، پر دې ټولو مسایلو له موږ سره شریک دي؛ له شک پرته په تیارې پسې رڼا راتلونکې ده.

رویش:  مننه، زما په اند زموږ د بحث وروستۍ برخې ته رسېدلي یو. که مهرباني وکړئ، تاسې هره یوه، چې په دې بحث کې مو له خپل شخصي موقف څخه د افغانستان د ښځو پر عمومي مسالې بحث وکړ؛ اوس د افغان مېرمنو لپاره او په ځانګړي ډول نجونو ته چې تر ډېره ستاسې مخاطبې دي، څه پیغام دی؟

سېما سمر: افغان نجونو ته زما پیغام دا دی چې له هرې وسیلې ګټه واخلئ، هیڅ کار نا ممکنه نه دی. ستونزمن به وي، خو ناممکنه نه دی. اسانه کار هر څوک کولای شي، خو اړینه دا ده چې څوک ستونزمن کار سر ته ورسوي.

یو دا دویم دا چې د تغیير لپاره چمتو اوسئ. د مثبت تغیير لپاره تیار اوسئ. خطر ومنئ، له ریسک اخیستو پرته هیڅ کار ممکن نه دی.

منېژه باختري: زما پیغام به دا وي چې له یو بل سره دې یووالی او انسجام ډېر کړي او خبرې اترې دې زیاتې کړي. دا سمه ده چې طالبان دي او زمینې ډېرې نه دي مساعدې، خو په هغه کچه چې ممکنه وي، په ډېرو وړو  او سترو حلقو کې ځانونه سره یو ځای کړئ. خبرې او بحثونه وکړئ. هو، له شک پرته چې ازادي له قربانۍ پرته ناممکنه ده، خو که چېرې د افغان مېرمنو مقاومت او ځواک لا پراخ او ستر شي؛ د هر کور خپل نارینه که ټول نه وي، ځینې یې د ځان ملګري کړي او د طالبي فکر پر وړاندې دې جدي ودرېږي. له شک پرته بدلون راتلونکی دی. زه بیا هم وایم، چې خپلې هیلې مه بایلئ، هیله او امېد په دې لاره کې تر ټولو اصل څېز دی.

حمیده لیساني: زموږ درنو استادانو ډېرې ښې خبرې وکړې، زه به حتماً ګټه ترې واخلم. دا چې راغلئ او خپلې خبرې او کړي فعالیتونه په اړه مالومات مو راسره شریک کړل؛ دا په رښتیا ډېر الهام بښوونکي وو. دا چې ستاسې غوندې مخکښې او باتجربه مېرمنې چې نوم یې په افغانستان کې یې د ښځو تر منځ اعتبار لري او بیا له افغان ښځو سره پر انسجام کار وکړي، دوی ته د خپلو تجربو کیسې وکړي؛ ډېر عالي کار دی. موږ به ګټه ترې اخلو او زده کوو به یې. بله دا چې اوس طالبانو د افغانستان ټولې بنسټونه او جوړښتونه له منځه وړي او دې قاتلې ډلې د افغانستان ټولې مېرمنې د هغوی له خپلو ډېرو عادي حقونو هم بې برخې کړې دي؛ نو د همدې لپاره د ښځو فعالیتونه خورا اغېز لري، په ځانګړي ډول هغو ښځو ته چې په افغانستان کې ژوند کوي. ډېر ورته هیله بښوونکي دي؛ دوی هیڅ اميد او رڼا نه ویني.

زما په اند د افغانستان ټولې ښځې، هغه که باسوداه دي، که بېسواده؛ که پوهې دې، که ناپوهې؛ په اصل کې ټولې یو ستر ځواک دي؛ ځکه که په ټولنه کې دي، که په کور کې دننه دي، ژوند یې له خورا سختو ستونزو سره مخ وي. زه په رښتیا غواړم ښځو ته ووایم، چې د طالبانو دا توره دوره، لکه تر لمر را ختو مخکې توره او ظالمانه دروه داسې تصور کړئ ؛ باور ولرئ چې یوه ورځ به سهار شي او دا توره تاریکه له ختمه شي. لنډه دا چې ژوند وکړئ، په ژوند کې ګډون ولرئ او هغه ښځې چې په بهر کې اوسي، ټولې یې تر څنګ ولاړې دي او له تاسې سره مبارزه کوي. تر هر ممکنه ځایه ستاسې غږ رسوي.

له تاسې ټولو درنو مېلمنو څخه مننه چې په دې بحث کې مو راسره ګډون وکړ، له ټولو مو ډېر څه واورېدل، ډېره مننه.

پای

Share via
Copy link