Image

د افغان مېرمنې د ژوند کیسه

د افغان مېرمنې د ژوند کیسه

له شیشه میډیا سره د شهلا فرید خبرې‌اترې

سریزه

د خدای تعالی په نوم او یاد!

د شیشه میډیا درنو لیدونکو، اورېدونکو او لوستونکو ته سلامونه او درنښت!

زه حمیده لساني، د شیشه میډيا له لارې په یوه بله خپرونه کې ستاسې درنو په چوپړ کې یم.

د افغانستان په تاریخ کې ښځې ډېرې ځپل شوې او زیانمنې شوې دي. په افغاني ټولنه کې موجودې کلتوري ستونزې، وروسته‌پاته‌والی او قبیلوي ژوند د دې لامل شوی چې تل نارینه حاکم وي. نارینه کوښښ کوي چې له بېلابېلو لارو د خپل لوړوالي د ثابتولو او پر ښځو د تسلط او امر کولو لپاره له خپل ځواک څخه کار واخلي. دا موضوع د ټولنیزو الګوګانو او چلند پر بنسټ، له پلار څخه همداسې زوی ته پاتې شوې ده.

ښځې تل په ټولنیز او کلتوري فقر کې پاتې شوې دي او د پرمختګ لپاره یې فرصت نه دی پیدا کړی. د بې‌سوادي له امله ډېرې ښځې او سړي له خپلو او د یو او بل له حقونو ناخبره او له ډېرو انساني او ټولنیزو حقونو بې برخې شوي دي.

دا چې د افغان  ټولنه تر ډېره دودیزه او په ځانګړیو قومي دودونو او رواجونو کې را ایساره ده، په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځې ونډې ته ارزښت نه دی ورکړل شوی. پر همدې اساس، ښځو د خپل برخلیک په ټاکلو او په ټولنیزو، کلتوري او سیاسي کارونو کې ونډه نشوه اخيستلای. ښځو تل د نارینه‌وو د پرمختګ لپاره د زینې رول لوباولی دی، خو ورو ورو يې غوښتل چې له دې حالت څخه ووځي.

هغوی هڅې کړې دي، درسونه یې لوستي او خپل تخصص او پوهې ته په کتو یې په ټولو سیاسي او ټولنیزو چارو کې ونډه اخیستې ده. دوی د نورو ښځو لپاره هم لارې پرانیستې دي او په الهام‌ بښونکو او اغېزناکو الګوګانو بدلې شوې دي. د حقوقي چارو کارپوهه، د کابل پوهنتون استاده، څېړونکې او لیکواله، د افغانستان د سولې د پلاوي پخوانۍ غړې او د ښځو، بشرحقونو او ټولنیزې سولې فعاله، شهلا فرید هم د دغو فعالو ښځو له ډلې ده. نور به یې پخپله د دې له خولې واورو.

د ماشومتوب او ښوونځي دوره

لسانی: استاد، شیشه میډیا ته ښه راغلاست! ډېره مننه چې خپل ارزښتناک وخت مو را کړ. پخپله له تاسې یې اورو چې څوک ياست؟ په کوم کال او چېرې زېږېدلې یاست؟ د خپلې کورنۍ په اړه را ته ووایاست؛ څو خویندې او وروڼه لرئ؟ د خپل واده او کار په اړه مو را ته ووایاست. په ټوله کې لومړی د دغو موضوع‌ګانو په اړه را ته ووایاست او وروسته به په هر یو باندې په جزیاتو بحث او خبرې وکړو.

شهلا فرید: تاسې او ستاسې درنو لیدونکو ته سلامونه! په لومړي سر کې له تاسې څخه منندویه یم چې ما ته مو د افغانستان په ټولنه کې د یوې فعالې ښځې په سترګه کتلي دي. زه په ۱۳۳۹ هجري لمریز کال کې د فاریاب ولایت په بالچراغ ولسوالي کې زېږېدلې یم؛ تقریباً تر نیمې پېړۍ ډېر عمر لرم. په داسې کورنۍ کې زېږېدلې یم چې د فاریاب ولایت د هغه وخت په فرهنګي وضعیت کې، یوازېنۍ لوستې کورنۍ وه.

زموږ کورنۍ په فاریاب ولایت کې ډېر بدلون او تحول راوستلی دی. یوه بېلګه یې دا ده چې د پلار کورنۍ مې په لومړي ځل فاریاب ته راډیو راوړې وه. پلار مې هر شپه ډېر خلک خپل کور ته د راډیويي خپرونو اورېدو ته را بلل؛ یعنې د افغانستان راډیو هغه وخت دوه دوه نیم ساعته خپرونې لرلې او پلار مې خلک هڅول چې دا خپرونې واوري.

که څه هم هغه وخت دې موضوع ډېر ارزښت نه درلود او پخپله د پلار کورنۍ مې هم د دې موضوع اهمیت او اغېز ته ډېر پام نه و کړی، خو کله چې ورو ورو موږ غټ شوو؛ درسونه مو ولوستل او لوړې زده‌کړې مو وکړې، د ټولنې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت په بدلون کې د راډیو او اووه‌ګوني هنر په ارزښت وپوهېدو. هغه وخت مې دې ته پام شو چې زموږ کورنۍ یوازېنۍ کورنۍ وه چې د ماډرنیزم په لور د ټولنې د حرکت په برخه کې یې په مثبتو بدلونونو کې ډېره ونډه لرله، خو له بده‌مرغه له دې امله چې پخپله دوی او خلک د دې کار پر ارزښت نه پوهېدل، دوی د اړتیا وړ ډېر کار و نه کړ.

زما ترور د فاریاب ولایت لومړۍ لوستې ښځه وه. هغې د فاریاب د لومړۍ لوستې ښځې په توګه د فاریاب د نجونو لپاره ابتداییه ښوونځی مدیریت کاوه. هغې وروسته د دغه ولایت د نخبه ښځو د ډلې په مرسته ورو ورو دغه ابتداییه ښوونځي د نجونې پر لیسه بدل کړ. په فاریاب کې یې د ستاره په نوم د نجونو لېسه جوړه کړه او ورو ورو یې پراخه کړه. زه ویاړم چې په یوه فرهنګۍ کورنۍ کې زېږېدلې یم. پلار مې په فاریاب کې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د ټولو موجودو فرهنګي خنډونو او ستونزو سربېره، هيڅکله زموږ د درس لوستلو مخه نه ده نیولې.  

موږ درې خویندې او درې وروڼه وو. په کور کې دننه او له کور څخه بهر زموږ په ټولنه کې له موږ سره کېدونکي چلند ډېر زیات توپير درلود. پلار مې هيڅکله زما او زما د ورور ترمنځ توپیر نه دی کړی. څنګه چې یې زما د ورور د ښوونې او روزنې په برخه کې هڅې کولې، هماغسې یې زموږ په اړه هم فکر کاوه چې باید درس ولولو. زما یادېږې، کله چې مې مشرې خور له نهم ټولګي څخه لسم ټولګي ته ارتقا وکړه، هغه وخت په فاریاب کې د نجونو لېسه نه وه.

یوازې د دې لپاره چې مشره خور مې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، موږ له فاریاب څخه جوزجان ته را کډه شوو. که له هغه ځایه را کډه شوي نه وای ، مشرې خور مې باید د هلکانو لپاره په ځانګړي شوي ښوونځي کې درس لوستی وای. که څه هم پلار مې له دې کار سره موافق و، خو زموږ نورو خپلوانو د دې کار مخالفت کاوه او دا يې نه منل چې یوه نجلۍ د هلکانو په منځ کې درس ولولي. له همدې امله، موږ له فاریاب څخه جوزجان ته را کډه شوو، چې مشره خور مې او وروسته زه او بله خور مې هم درس ویلو ته ادامه ورکړو.

لساني: له فاریاب څخه جوزجان ته د کډې کولو په وخت کې څو کلنه وې؟

شهلا فرید: هغه وخت زه په شپږم ټولګي کې وم. سم مې نه په یادېږي چې په شپږم ټولګي کې به څو کلنه وم. دا چې په شپږ کلنۍ کې مې ښوونځي شروع کړی و، ښايي دولس کلنه به وم، چې له فاریاب ولایت څخه جوزجان ته ولاړو. خور مې هغه وخت په لسم ټولګي کې وه. د لېسې دوره مو د جوزجان په بې بې خدیجه لېسه کې بشپړه کړه. زه له هماغه ځایه فارغه شوم او د کانکور ازموینې تر ورکولو وروسته کابل پوهنتون ته بریالۍ شوم.

لساني: په کوم کال کې فارغه شوئ؟

شهلا فرید: د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال په پای کې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوم او په ۱۳۵۹ هجري لمریز کال په کاپل پوهنتون کې شامله شوم. تر کانکور وروسته د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه زه لومړۍ نجلۍ وم چې حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوم؛ ځکه تر ما مخکې له جوزجان، فاریاب او بلخ ولایت څخه یوه نجلۍ هم د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي ته نه وه راغلې. په نورو پوهنځيو کې وې، خو په حقوقو کې نه وې. کله چې د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې شامله شوم، د بلخ ولایت له ځينو نجونو سره بلده شوم.

په روڼ‌انده کورنۍ کې زېږېدلې نجلۍ

لساني: د کورنۍ په اړه مو ډېر وغږېږئ. د پلار په اړه مو را ته ووایاست چې یو روڼ‌انده شخصیت و. د خپلې مور او ترور په اړه مو وویل چې د فاریاب لومړۍ باسواده ښځه وه او په لومړي ځل یې په فاریاب کې ښوونځی تاسیس کړ. لطفاً د دې موضوع‌ګانو په اړه توضحیات راکړئ.

شهلا فرید: لکه مخکې مې چې وویل، زموږ کورنۍ روڼ‌انده وه، پلار مې د ځوانانو په ټولو سیاسي حرکتونو کې ونډه لرله؛ نو زموږ د تحصیل مخه یې نه نیوله، بلکې موږ ته یې نور فرصتونه هم برابرول. مور مې سره له دې چې پوره سواد یې نه درلود، خو د قران کریم تلاوت يې کولای شو. هغې زموږ په کورنۍ کې مهمه ونډه لرله.

هغې د کورنۍ په نظم او مدیریت کې ډېر هڅه کوله او پلار مې ډېر وخت دا فرصت برابراوه چې د هغې وړتیاوې موږ ته راولېږدول شي. کله چې په یوه کورنۍ کې پلار مور ته ارزښت ورکړي او د اولادونو د روزنې، د کورنۍ د اقتصادي مسالو او نورو کارونو لپاره خپلې مېرمنې ته مدیریتي واک ورکړي، دا پر اولاد ډېر مثبت اغېز لري. موږ همدا‎ چاره پخپله کورنۍ کې تجربه کړې ده. ډېر وخت به مې پلار په کور نه و او په بېلابېلو ولایتونو کې به یې کار کاوه. هغه چې به په هر ولایت کې و، مور به مې ډېر وخت د کورنۍ اقتصاد او زموږ روزنې ته متوجه وه. موږ درې خویندې او وروڼه وو. موږ ټولو ته اسانتیاوې برابرې وې. مشرې خورې مې د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځی ولوست او بیا وروسته د ماسټري لپاره شوروي اتحاد ته ولاړه.

هغې د مسکو په یو ډېر مشهور انسټیټيوټ کې په روسي ژبه ماسټري وکړه. ورور مې هم له کابل پوهنتون څخه فارغ شو. کشرې خور مې د کابل پوهنتون ‎طب پوهنځی ولوست. ما حقوق ولوستل او کشر ورور مې په یوه بهرني هېواد کې طب ولوست. دا ټول فرصتونه مو مور او پلار په کورنۍ کې راته برابر کړي وو.

پلار مې یو بله ښېګڼه هم لرله. کله چې موږ د واده عمر ته ورسېدو، تر هغو چې به مو د لیسانس دوره نه وه بشپړه کړې، اصلاً یې موږ ته د واده مشوره نه راکوله. کله چې مو د واده پرېکړه وکړه، یوه بله ستره تابو یې ماته کړه. د کور (جیز) تر مسالې او ډېرو نورو ناوړه دودونو تېر شو. زما د مشرې خور د ماسټري ډيپلوم یې په ډېر ښایسته چوکاټ کې جوړ کړ او د هغې د خاوند د کورنۍ په مخ کې یې کېښود او ويې ویل چې دا مې د لور کور (جیز) دی، چې ټول ژوند یې په درد خوري. پلار مې وویل:« زه د مادیاتو په اړه فکر نه کوم. زه په دې ‎فکر کوم چې لور مې د فاریاب په ډېر سخت فرهنګي وضعیت کې درس ویلی دی او دغې تحصیلي درجې ته رسېدلې ده.»

موږ هر یوې چې واده وکړ، یوازې زموږ ډیپلوم یې په ډېر ښایسته چوکاټ کې له ګل سره زموږ د مېړه د کورنۍ په مخ کې کېښود او ویل یې: «دا مې د لور کور دی چې ما دا څو کاله ورته زحمت ګاللی دی او تر دې حده په رسېدو پورې مې ټول لګښتونه پرې کړي دي. زه فکر کوم چې دوی په دغه ډپيلوم ‎ خپل ټول ژوند جوړولای شي.» د پلار دغو کارونو مې ډېر غټ دودونه مات کړل، ان تر دې چې د پلار د کورنۍ ځينو غړیو مې له پلاره سره اړیکې وشکولې؛ ځکه موږ ته یې دا اجازه را کړې وه چې پوهنتون ولولو. موږ د پوهنتون لپاره د هېواد له شمال څخه کابل ته راغلو.

زه د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي زده‌کړیاله شوم. یو کال وروسته مې بله خور هم د طب پوهنځي ته راغله. موږ شپږ واړه خویندې او وروڼه زده‌کړیالان وو؛ نو په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال کې مو ټوله کورنۍ له جوزجان څخه کابل ته راغله، چې تر هغه وروسته بیا د هېواد شمالي ولایتونو ته نه یو تللي.

لساني: تاسې وویل چې پلار دې بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي دي او هلته یې دندې کړې دي، د پلار دنده مو څه وه او د کورنۍ اقتصادي وضعیت مو څه ډول و؟

شهلا فرید: زموږ اقتصاد ډېر ښه نه و. هيڅکله مو په فاریاب کې شخصي کور نه درلود. له نیکه څخه یو کور را پاتې و او هلته مو ژوند کاوه، خو په جوزجان کې مو په کرايي کور کې ژوند کاوه. همداراز کله چې کابل ته راغلو، هلته مو هم په کرايي کور کې ژوند کاوه. موږ هيڅکله په کابل کې شخصي کور نه درلود. پلار مې د دولت په معاش کور چلاوه. هغه یو ښه دولتي مامور و؛ یعنې داسې یو څوک و چې پخپله د فساد پر وړاندې ولاړ و او د فساد مخه یې نیوله. په ډېرو جګو دولتي بستونو یې کار کړی و، خو هيڅکله یې بډي نه اخیستې. موږ تل یوازې د خپل پلار په معاش ګوزاره کوله؛ ځکه مو اقتصاد ډېر ښه نه و.

زموږ دې ته پام و چې په کابل کې مو د پلار معاش کفایت نه کوي. مثلاً، موږ ته به یې په کال کې دوې جوړې جامې اخیستې. د سمسټر په پیل کې به یې ویل:« نوی سمسټر شروع کېږي، تاسې باید یوه جوړه نوي کالي ولرئ.» دا مسالې مو مور ډېرې ښې مدیریت کولې، تر دې چې کله مې مشر ورور او خور فارغان شول او هغوی هم په دولت کې دندې واخیستې او د کورنۍ د اقتصاد په ښه والي کې يې مرسته وکړه.

ترور مې د فاریاب لومړۍ باسواده ښځه وه. که د فاریاب یو څوک دلته زما غږ اوري، ښايي هغه وپېژني. د خاله نوم مې «شاهي جان» و. هغه د «افغان کوټ» ابتداییه ښوونځي لومړۍ مدیره وه. هغې د ښوونځي په مدیریت کې ډېره مهمه ونډه لرله.

لساني: «افغان کوټ» ښوونځی په کوم کال کې پرانیستل شو؟

شهلا فرید: ما ته یې د پرانیستل کېدو کره کال نه دی معلوم؛ ځکه کله چې زه شپږم ټولګي ته ولاړم، موږ له فاریاب څخه جوزجان ته راغلو، خو خاله «شاهي جان» به مې موږ ته خپل انځورونه را ښودل چې د ښوونځي مدیره وه او لومړۍ ښځه وه چې چادري یې نه اغوستله. د افغان ښځې په لاس له اوبدل شويو تکو څخه سړیو ته چپنې جوړوي، هغې هم له داسې تکې څخه ځان ته چپنه ګنډلې وه، چې له ټکري او جورابو سره به یې اغوستله او ښوونځي ته به تله.

درې ښځې سره همکارې وې. یوه یې زما ترور وه او دوې نورې وې. یوه «عصمت‌ارا» نومېده چې اوس مې یې هم نوم په یاد دی او بله «سارا جان» نومېده چې د ملي شورا دوو وروستیو دوروو ته یې له فاریاب څخه د سناتورې په توګه لار موندلې وه. د هغې عمر هم زیات و.

«سارا جان» زما د دویم ټولګي ښوونکې هم وه. زه له همدې ځایه هغې ته خپل درناوی وړاندې کوم. هیله لرم چې ژوندۍ به وي؛ البته د طالبانو تر راتګ مخکې مې لا اړیکه ورسره لرله او ژوندۍ وه.

هغه د فاریاب یوه لوستې ښځه وه چې زما له ترور «شاهي جان» او عصمت‌ارا سره یې په ګډه د فاریاب د نجونو په ښوونځي کې کار کاوه.

لساني: ترور مو اوس ژوندۍ ده؟

شهلا فرید: «سار جان» ژوند ده، خو ترور مې تقریباً لس کاله مخکې وفات شوه.

پلار مې سیاسي فعال و

لساني: روح یې ښاد. تاسې وویل چې پلار دې سیاسي فعاليت کاوه؛ یعنې هغه وخت یې دقیقاً کوم فعالیتونه کول؟

شهلا فرید: کله چې په لومړي ځل په افغانستان کې سیاسي خوځښتونه یا سیاسي اسلام رامنځته شو، د «ويښ زلمیان» په نوم یو چپي خوځښت جوړ شو، زما پلار هم د هغه خوځښت غړی و.

لساني: په کوم کال؟

شهلا فرید: فکر کوم تر ۱۳۴۳ هجري لمریز کال وروسته و؛ البته کره کال یې زما په یاد نه دی. پلار مې په هغه خوځښت کې شامل و؛ کار یې کاوه، خو وروسته یې بیا فکر بدل شو. هغه خوځښتونه چې په افغانستان کې د اخوان المسلمین په نوم جوړ شوي وو، د سیاسي اسلام د خوځښتونو په توګه له مصر څخه افغانستان ته را وارد شوي وو. د ګلبدین حکمتیار، رباني او ځینو نورو شخصيتونو په څېر، د مصر تحصیل‌الفارغانو په افغانستان کې دغه ډول خوځښتونه جوړ کړل. تر ډېره وخته مې پلار د دغو حرکتونو غړیتوب درلود، خو کله چې موږ غټ او ځوانان شوو، بیا یې سیاسي فعالیتونه و نه کړای شول؛ ځکه ځينې ستونزې پيدا شوې وې. د سياسي خوځښتونو ځينې غړي نیول کېدل او زنداني کېدل؛ نو دا چې پلار مې د یوې غټې کورنۍ او شپاړس اولادونو مسوولیت درلود او اولادونه يې هم د ځوانېدو په حال کې وو، خپل سیاسي فعالیتونه یې پرېښودل او تر ډېره د کورنۍ اقتصاد او کار ته متوجه شو.

لساني: ستاسې د پلار سیاسي فعاليتونو خو به کله تاسې ته ستونزې نه وي جوړې کړې؟

شهلا فرید: تر هغه وخته چې ستونزې یې نه وې را ته جوړې کړې، هغه خپل فعالیت کاوه، خو کله چې ځينې ستونزې پيدا شوې او د اخوان‌المسلمین ډېر غړي ونیول شول او بندیان شول؛ نو له سیاستوالو سره یې اړیکې پرې کړې؛ ځکه د دغو ستونزو تر څنګ، زموږ پلار په کور کې یوازې و او زامن یې کوچني وو. که څه هم غیرمستقیې اړیکې یې ورسره پاللې، خو د یو فعال غړي په توګه یې فعالیت نه کاوه او یوازې د هغوی د ځینو حرکتونو ملاتړ يې کاوه. نه پوهېږم کوم ګوند و، خو یادېږې مې چې د هغوی یو مشر ډېر وخت زموږ په کور کې پټ و. زه کوچنۍ وم او پر دې شیانو نه پوهېدم. موږ ته به یې ویل:« که چا دروازه وټکوله او پوښتنه يې وکړه چې مېلمه لرئ، ورته ووایاست چې نه؛ مېلمه نه لرو.» موږ په فاریاب کې دوه کورونه لرو؛ یو یې وړوکی سرای و او په بل کې ښځو ژوند کاوه. په وړوکي سرای کې به تل يو مېلمه و، خو دا چې زه هغه وخت ماشومه وم، په سیاسي مسایلو ډېره نه پوهېدم.

وروسته مې پلار دا خبره یادوله چې پلانکی سړی دومره وخت زموږ په کور کې پټ و. دا ډول فعالیتونه یې کول، خو پخپله يې په داسې فعالیتونو کې مستقیمه ونډه نه درلوده.  

په ژوند کې د پيوستون ټکی!

لساني: د هغه چاپېریال، ولایت او سیمې په اړه، چې تاسې پکې ژوند کاوه، راته ووایاست چې څه ډول ځای و او فضا یې څه ډول وه؟

شهلا فرید: زه تر شپږم ټولګي پورې، چې دولس کلنه وم، په فاریاب ولایت کې وم او په هغه ځای کې له خپلې دولس کلنۍ څخه بده خاطره لرم، چې تر ډېره وخته مې د هغې په اړه په ذهن کې ډېرې پوښتنې موجودې وې. چا ما ته د هغو پوښتنو ځواب نه راکاوه، خو چې وروسته مې پخپله د ټولنیز بدلون او د بشر او ښځو حقونو لپاره کار کاوه، د ښځو ستونزې مې ولیدلې او دې موضوع ته مې پام شو. هغه وخت مې یو ځل بیا په ذهن کې د خپلې دولس کلنۍ دورې د ماشومتوب انځور را ژوندی شو.

دا مساله د دې لامل شوه چې زه د بشر او ښځو حقونو فعاله شم. ما په دې هکله یو کتاب هم لیکلی دی. په ښوونځي کې زما د شپږم ټولګي اخر وخت و، چې زموږ یوه ګاونډي خپله ډېره کوچینۍ لور واده کړه. په فاریاب کې ګاونډيان داسې سره نږدې وو چې موږ په خپل منځ کې هيڅ بیلتون نه احساساوه، داسې فکر مو کاوه لکه ټول چې نږدې خپلوان یو.

هغه نجلۍ زما ملګرې وه؛ ځکه په کوڅه او کور کې مو یو ځای لوبې کولې. یوه ورځ یې را ته وویل چې د هغې نجلۍ يې ورکړې ده. موږ د دې لیدو ته ډېره تلوسه لرله، چې یو نجلۍ د واده کالي واغوندي؛ په لاسونو یې نکریزي کېښودل شي او نوي کالي ورته راوړي. له خپلې ملګرې مې په دې اړه وپوښتل. هغې ډېر په شوق را ته ویل چې داسې کالي يې را ته راوړي دي، داسې بوټان یې را ته راوړل او څو ورځې وروسته مې واده دی.

موږ په خپله ماشومانه نړۍ کې ژوند کاوه او هغه زما ډېره نږدې ملګرې وه. یوه ورځ یې وویل چې په پلانۍ ورځ یې واده دی. زما یادېږي چې ما هم خپله کورنۍ اړ کړه چې ما ته هم یو جوړ نوي کالي واخلي چې واده ته ولاړه شم. هغه زما نږدې ملګرې او ګاونډۍ وه. هغه وخت ودونه ډېر دودیز او په کورونو کې وو.

په فاریاب کې دا دود و چې کله به واده خلاصېده، د واده په لومړۍ شپه به نجلۍ د خپل پلار په کور کې وه او د کوروالي لومړۍ اړیکه به یې د پلار په کور کې ترسره کوله. د واده په لومړۍ شپه د دوی په کور کې ډېر ځوږ و. زه په څه نه پوهېدم. مور ته مې وویل چې د ناوې په کورۍ ډېر ځوږ دی. په دې وخت کې زما د ملګرې مور زما په مور پسې راغله چې یو ځل زموږ کره راشه. زه هم له خپلې مور سره هلته ولاړم. زه د هغوی په خبرو نه پوهېدم چې څه وايي، خو چې کله لویه شوم، دې ته مې پام شوم چې اصلي موضوع څه وه. له هغه وروسته مې پرېکړه وکړه چې د دې تابو پر وړاندې مبارزه وکړم؛ ځکه د افغانستان د نجونو ژوند خرابوي.

زما د ناوې ملګرې په کور کې ډېر ځوږ و او خاوند یې په هغې ماشومې تور پورې کړی و چې دا نجلۍ نه ده. د کلي خلکو به د هغې ناوې لپاره جزا ټاکله چې خاونده به یې دا ادعا کوله چې نجلۍ نه. جزا داسې وه چې یو غټه کمبله به یې سورۍ کړه او د نجلۍ په غاړه کې به یې ور واچوله او هغه به یې په همدې حالت کې بېرته پلار ته ور سپارله. دا نجلۍ یې هم په همدې حالت کې خپل پلار ته ور وسپارله چې ستا لور نجلۍ نه ده. دا کار د نجلۍ او د هغې د کورنۍ لپاره ډېر ستر ننګ او بې‌عزتي ګڼل کېده.

مور او پلار يې دواړو ژړل چې دا خبره سمه نه ده. دا ماشومه وه او هيڅ ستونزه يې نه لرله، خو پر هغې دا تور لګېدلی و. کله چې مې مور ورغله او له هغې نجلۍ یې وپوښتل، د هغې نجلۍ له خبرو داسې ښکارېده چې هغه اصلاً په دې خبرو نه پوهېږي. پېغلتوب او ناپيغلتوب څه مانا لري. د باکره‌والي او پېغلتوب خبره دې نجلۍ ته هېڅ مطرح نه وه؛ ځکه هغه زما په څېر ماشومه وه. زه هم په دې خبرو هيڅ نه پوهېدم. ما چې به هر څومره له خپلې مور څخه وپوښتل چې څه شوي دي، مور مې ماته هيڅ ځواب نه را کاوه. ما هم له هغې نجلۍ سره یو ځای چیغې وهلې.

بالاخره ناوې یې د خپل پلار په کور کې پرېښودله او له پلار څخه یې د واده ټول لګښتونه هم واخیستل. دا نجلۍ ډېر کلونه په کور کې پاتې شوه. بیا چې موږ له فاریاب څخه کډه وکړه ما له هغې سره اړیکه و نه شوه ساتلای، خو زما په ذهن کې دا خبره ثبت شوې وه او دا زما په ذهن کې یو نا حل شوې مساله وه. کله چې ما د حقوقو پوهنځي لوست، د زده‌کړو په جریان کې موږ د «کریمینال تخنیک» په نوم یو مضمون ولوست چې په هغه کې په بېلابېلو جرمونو بحث کېده او د جرم د ثابتولو لپاره مو په لابرتوار کې ډېر علمي مسایل تجرله کول.

د حقوقو پوهنځي په څلورم ټولګي کې وم چې زموږ د عدلي طب استاد په لومړي ځل لپاره د بکارت د پردې په اړه خبرې وکړې. موږ یې د عدلي طب یو لابرتوار ته بوتلو او هلته یې دا شیان ټول را وښودل.

هلته یې دا را ته تشریح کړه چې د بکارت پرده د ښځې د بدن یو غړی دی او امکان لري چې د ماشوم د زېږېدو په وخت کې د اناتومي په لحاظ د ماشوم په بدن کې یو اختلال موجود وي. د بېلګې په توګه؛ د یوه ماشوم شونډې پرې وي؛ یو ماشوم ګورئ چې شپږ ګوتې یې وي؛ بل ماشوم ګورئ چې د غوږ یو برخه یې پرې شوې غوندې وي؛ یا یې یوه سترګه ړنده وي او یا امکان لري چې د انسان په وجود کې بل اناټومي یا فزیکي مشکل موجود وي. موږ ته یې دا تشریح کړل او ویې ویل چې د بکارت پرده هم د یوې نجلۍ یا ښځې د بدن غړی دی او امکان لري چې ځينې ښځې داسې زېږېدلې وي چې د بکارت پرده و نه لري.

د شکل په اړه یې هم توضیحات راکړل چې څو شکلونه لري او تل د بکارت پردې شکېدل د وینې‌بهېدو لامل نه کېږي. هغه وخت بیا زما په ذهن کې هغه پېښه را را ژوندۍ شوه چې په ماشومتوب کې مې په ‎ذهن کې ثبت شوې وه.

ما دا موضوع په ټولګي کې بیان کړه، زموږ استاد وویل:«هو؛ د افغانستان په لرې پرتو سیمو او ښارونو کې ډېرې نجونې د سړیو د دې ډول لیدلوري قرباني کېږي. مېړونه يې د واده په لومړۍ شپه دا ترې غواړي او داسې انګېري چې دا د ښځې عفت او پاکي نښه ده.»

ما چې کله  حقوق بشري کارونه پیل کړل، په تېره بيا د جموریت دورې په وروستیو کلونو کې، چې زمینه را ته مساعده وه، دا موضوع مې تدریسوله. زه د بشر او ښځو حقونو یو فعاله وم او په دې اړه مې کتابونه هم لیکلي دي. زه په ټولنه کې د فرهنګي بدلون د راتلو لپاره د کار پر مهال دې ته متوجه شوم چې په یوویشته پېړۍ کې چې په افغانستان کې ځوانې نجوني ودونه کوي؛ لا هم د خپل بدن د اناټومي په اړه نه پوهېږي او خپل بدن نه پېژني. ما له یوه ډاکتر صاحب سره، چې په دې برخه کې یې معلومات لرل، کار پیل کړ.

د ډاکتر «نسیم جان اوریاخېل» دا کار مې هيڅکله نه هېرېږي چې د «کورنۍ لارښود» تر سرلیک لاندې یې د حج او اوقافو وزارت ته یو کتاب لیکلی و، چې په هغه کې یې د ډېرو مسالو په اړه توضیحات ورکړي وو. ما نجونو ته د خپلو درسونو په وخت کې د هغه له کتابونو استفاده کوله. که څه هم دا کتاب ډېر مسلکي نه و لیکل شوی، خو ما یې هغه برخې له نجونو سره شریکولې چې له حقوقي اړخه مې بحث پرې کولای شو.

موږ پر دې بریالۍ شوو چې نجونې پوه کړو او د هغوی ترڅنګ سړي هم پر دې وپوهوو چې له یوې نجلۍ سره څه ډول چلند وکړي. سړي باید وپوهېږي چې د بکارت پرده د ښځې د عفت او عزت نښه نه ده. ما چې کله دغه موضوع‌ګانې تدریسولې له ډېرو پوښتنو سره به مخ کېدم. مثلاً؛ یوه ورځ مې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي ښځینه زده‌کړیالانو ته د ښځو د حقونو د زده‌کړو سیمینار وړاندې کاوه چې د واده او نورو مسالو په اړه د بحث په وخت کې د بکارت پردې موضوع هم مطرح شوه او بحث پرې وشو.

یوې پېغلې نجلۍ له ما وپوښتل:« استاد، کله چې تاسې وایاست چې د بکارت پرده د ښځې د بدن یو غړی دی؛ نو د هغې ثبوتول ولې د سړي په غاړه دي؟ زه یې بايد پخپله ثابته کړم چې زه باکره یم که نه؟

ولې زموږ طبیعي وضعیت داسې دی چې د هغې د ثبوت لپاره باید عدلي طب ته ولاړې شو او یا د هغې ثبوت ته اړتیا ولرو؟»

کله چې تاسې پرمختلليو اسلامي هېوادونو ته ولاړ شئ، د بکارت پردې بحث د ښځې په عزت پورې هيڅ تړاو نه لري؛ یعنې د پرمختللیو اسلامي هېوادونو مسلمانانو ته دا موضوع هيڅ مهمه نه ده، خو له بده‌مرغه زموږ هېواد، چې له سنتي او فرهنګي اړخه ډېره شاته پاتې دی، اوس هم د هغې طبیعي موجودیت او نه موجودیت د یوې ښځې پر ښه والي او بدوالي دلالت کوي.

په فاریاب کې زما د ژوند د عطف دا نکته د دې لامل شوه چې زه د ښځو حقونو فعاله او د ښځو د حقونو اړوند لیکواله شم او په افغانستان کې د پېغلو د بدن د پېژندلو لپاره کار وکړم. بدن یې وپېژنم او دا ورته روښانه کړم چې په واده کې باید کوم شیان په پام کې ونیسي او هغه سړی چې د واده لپاره يې ټاکي، له هغه سره په دې تړاو څنګه خبرې وکړي.

دا هغه مسالې وې چې موږ ورباندې کار وکړ او ورو ورو مو د خلکو ذهن روښانه کړ، خو دا مساله اوس هم په افغانستان کې یوه تابو ده او افغانې ښځې او نجونې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

موږ تابوماتوونکې ښځې ګڼل کېږو!

لساني: کله چې ستاسې تر ټولو نږدې ملګرې د ماشومتوب په وخت کې د دغو غلطو دودونو او کلیشو قرباني شوه، دا ستاسې لپاره یو د عطف ټکی و، چې تاسې د خپل ژوند مسیر وټاکئ. استاد د دې موضوع په اړه به ډېر وغږېږو، خو لکه تاسې چې د افغانستان د فرهنګي وضعیت یوه ټکي ته اشاره وکړه، که په ټوله کې وغواړئ چې د افغانستان د کليو او بانډو ژوند وارزوئ، څه ډول انځور یې وړاندې کولای شئ؟ یعنې ستاسې په نظر د افغانستان وضعیت هغه وخت څه ډول و؟

شهلا فرید: ګورئ، کله چې موږ تېر وخت ارزوو او په اړه يې غږېږو، بیا هم د تابو ماتوونکو او داسې ښځو په توګه پېژندل کېږو چې خپل فرهنګ او دودونو ته درناوی نه لري. ما چې کله ځينې کتابونه ولیکل، له دې ستونزې سره مخ شوم. خلکو به مې مېړه ته زنګ واهه چې مېرمن دې ولې دا کتاب لیکلی دی؟ کله چې به ما تیلیفون ځواباوه، ورته ویل به مې:« کتاب ما لیکلی دی، تاسې ولې زما له مېړه څخه پوښتنې کوئ؟»

یعنې په یوه سړي پسې زموږ تړاو، په یوه سړي پسې د ښځې تړاو او د ښځې د خپلواک هویت نشتوالی زموږ په کورنيو کې تر ډېرې لوړې فرهنګي کچې موجود و، چې دا د ټولنې له منځه را ټوکېدلی او تر اوسه دوام لري. اوس په افغانستان کې یوه ښځه هم دا نشي ویلای چې زه خپلواک هویت لرم. تر څو چې ماشومه وي، هویت یې په یوه سړي، پلار، پورې تړلی دی. کله چې لږ غټېږي، ورور یې هم د نجلۍ واکدار کېږي او هغه تر خپل کنترول لاندې يې ساتي. کله چې واده وکړي؛ نو د مېړه او د هغه په کورنۍ کې بشپړه محوه کېږي. د هغوی له اجازې پرته ان یو ګیلاس اوبه هم نشي څښلای. دا ټول د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې په فرهنګي لحاظ د یوې ښځې هویت د سړي په هویت پورې وتړل شي. دا زموږ د ټولنې په خټه کې موجود دی.

ویلای شو چې دا مساله زموږ په ټولنه کې ډېره ځوروونکې ده. کله چې د پلارسالارۍ بحث مطالعه کوو، په اروپايي او پرمختللیو اسلامي ټولنو کې دې مسالې ته د پای ټکی ایښودل شوی دی، خو په افغانستان کې اوس هم موجوده ده. اوس هم يوه افغانه پېغله باید پر دې فکر وکړي چې د خپلې کورنۍ نارینه څنګه په هر لحاظ راضي وساتي، چې خپل ژوند ته دوام ورکړای شي. ان تر دې چې که په يوه کورنۍ کې نارنیه د يوې ښځې، یا پيغلې له کړنو او حرکتونو راضي نه وي، هغې ته ژوند ډېر سختېږي. دا اوس هم زموږ په ټولنه کې همداسې ځورونکی وضعیت موجود دی.

په یوویشتمه پېړۍ کې په يوه افغانه کورنۍ کې، په تېره بيا د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، ښځې ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي.

پرون له افغانستان څخه یوې نجلۍ را سره اړیکه ونیوه او ویې ویل:« استاد، طالبان چې د اسلام په نوم د ښځو په اړه کومې خبرې کوي، له هغه راهيسې زه له اسلام څخه ډارېدلې یم او زما په وجود کې له دین څخه وېره پيدا شوې ده او ان لمونځ هم نه کوم.»

کله چې ما ترې وپوښتل چې ولې؟ هغې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د یوه استاد خبره را ته وکړه: « استاد وايي چې له کفارو سره د جګړې په وخت کې چې کومې ښځې نیول کېږي، هغوی باید د مسلمانانو مينځي شي او یو نارينه تر سلو پورې مينځي ولري.»

ویل یې:« ایا اسلام همدا دی؟ که زما دین داسې وي چې ما د یوې وسیلې په توګه یو سړي ته تسلیم کړي، زه له دې دین څخه منکره یم.» ما له دې نجلۍ سره دوه ساعته خبرې وکړې او د دین په اړه مې د هغې باورونه سم کړل. ومې ویل: « ته پر دین د هغه د پیروانو پر اساس مه قضاوت کوه، ور شه د دین فسلفه ولوله. ته خو لوستې یې، پخپله یې مطالعه کړه.»

د دین څخه دا ډول طالباني او مردانه تعبیر د افغان ښځې په زیان دی. دین اوس د سیاسي واک د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ ځکه يې دين ته دا ستونزې جوړې کړې دي؛ نو فکر کوم چې زموږ دیني عالمان ډېر دروند او ستر مسوولیت لري. دوی بايد که له دین څخه د حاکمو طالبانو تفسیر او د هغوی کړنو ته پام وکړي. که د هغوی مخه و نه نیسي د افغانستان ډېر ځوانان به له دین څخه ووېرېږي. له دین څخه وېره را مینځته کېږي او د افغانان له دین څخه تېښته کوي. د دې پر ځای چې افغانانو ته خدمت وکړي، له دین څخه وېره ورته تدریسوي. ما دغه موضوعات د ټولنې له منځه را پیدا کړي دي او د ښځې په اړه دا ډول تفکر فوق العاده زیات دی. ښځې ته د یوه نارینه د جنسي وسیلې په سترګه کتل کېږي.

دا چې موږ تر دې ځایه را رسېدلې یو، باید د خپلو کورنیو او د کورنیو د نارينه وو د دې احسان منندوی اوسو چې موږ ته یې فرصتونه برابر کړي وو. هغوی زموږ تر څنګ ودرېدل او له موږ سره يې مرسته وکړه چې زده‌کړې وکړو او دې حد ته ورسېږو.

د افغان ښځو یو ډله په یوازې ځان د نورو ښځو غږ نشي پورته کولای. همدا ستاسو او نورو افغان مېرمنو غوندې لوستې افغان مېرمنې د خپلو او نورو د حقونو غږ پورته کوي. د دوی د کورنیو روڼ‌اندي او د کورنیو سمه روزنه یې د دې لامل شوې چې خپلواک کار وکړي او په ټولنه کې د مدیرو او رهبرو ښځو په صفت را څرګندې شي.

کورنۍ باید د خپلو نجونو ملاتړې وي

لساني: تاسې وویل چې د ښځو په پرمختګ کې د کورنیو ملاتړ ډېره مهمه ونډه لري. کورنۍ مو ستاسې ملاتړ وکړ، چې اوس دغه ځای ته رسېدلې یاست، که کورنۍ ستاسې ملاتړ نه وای کړی، تاسې به دغه ځای ته نه وئ رسېدلې؟

شهلا فرید: د افغانستان په څېر ټولنه کې هيڅکله نشي کېدای. زه په جنسیتي توازن او برابروالي ډېره زیاته عقیده لرم. د دې لپاره چې د ښځو پر وړاندې د نارینه‌وو نظرونه او باورنه بدل شي او ښځې په ټولنه کې فعاله ونډه ولري، نارینه باید د ښځو په اړه پوه کړل شي. د جمهوریت په وروستیو کلونو کې موږ په دې برخه کې ډېر زیات کار وکړ، خو له بده‌مرغه اوس هم پر دې نه یو بریالۍ شوې چې د ښځو پر وړاندې د نارنیه‌وو په ذهنیتونو کې مثبت بدلون راولو.

ممکن هغه نارينه د ګوتو په شمېر وي چې د ښځو د ازادي، استقلال او زده‌کړو پلوي وي. که داسې نه وای، نن به دوه میلیونه نجونې له زده‌کړو څخه نه بې برخې کېدې، کنه باید حداقل یو میلیون پلرونه د اعتراض په توګه سړکونو ته راوتلي وای. یو میلیون وروڼه سړکونو ته راوتلي وای، خو هيڅ نارینه د افغان ښځو ملاتړ و نه کړ. که یو میلیون نارینه کوڅو او سړکونو ته راوتلي وای او ویلي یې وای چې خپلو لوڼو ته درس غواړو، طالبان اړ کېدل چې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.

طالب یو میلیون پلرونه نشي وژلای. یو میلیون پلرونه زنداني کولای هم نشي، خو اوس چې کله یوازې نجونې بهر راووځي او اعتراض وکړي، طالبان هغوی بندي کوي. پلرونه خپلې لوڼې خپل غیرت ګڼي، خو طالبان هم د هغوی لوڼې او هم یې غیرت زنداني کوي. ښځې اوس له رواني اړخه په ډېر بد وضعیت کې دي او طالبان همدا غواړي چې هغوی له رواني اړخه کمزورې شي؛ نو زه فکر کوم په یوه سنتي ټولنه کې د کورنيو له خوا د نجونو ملاتړ د هغوی د ژوند په بدلون او سمون کې ډېر مهمه ونډه لري.

لساني: استاد، دا ووایاست چې په ژوند کې مو چا ډېر ملاتړ کړی دی چې تل خپل ځان د هغه پوروړی ګڼئ؟

شهلا فرید: تر واده او د خپلې کورنۍ تر جوړولو مخکې مې په ذهني بدلون او د انسان په توګه د فعال پاتې کېدو په برخه کې پلار تر ټولو ډېره ونډه لرله. هيڅکله یې موږ بداخلاقي ته نه یو هڅولې. موږ ته یې معقوله ازادي راکړې وه. موږ تل د نېکو اخلاقو په ساتلو سره، په ټولنه کې ونډه درلوده.

ما له شپږم ټولګي څخه د افغانستان په فرهنګي ټولنه کې ونډه لرله. په افغانستان کې د نامشروع حکومتونو پر وړاندې په سترو لاریونونو کې مې برخه اخيستې ده. د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم چې زما لومړۍ مقاله د جوزجان ولایت په «ډېوه» ورځپاڼه کې خپره شوه. ما له هماغه وخته لیکوالي پیل کړه. سره له دې چې پوهېدم چې زما په لیکنو کې ستونزې شته، خو حداقل د ورځپاڼې په هغه پاڼه کې مې، چې پېغلوټو او تنکيو ځوانانو ته ځانګړې شوې وه، لیکل کولای شول او خپلې لیکنې مې هلته خپرولای شوې.

تر هغه را وروسته مې په بېلابېلو مجلو کې لیکنې خپرېدې. مثلاً؛ د «مېرمن» په نوم یوه مجله وه چې ما به هلته هم مقالې خپرولې. همداراز د بشر حقونو کمېسیون له لورې خپرېدونکې مجلې ته مې هم د ښځو د حقونو په اړه مقالې لیکلې او هلته خپرېدې. تر دې چې د کابل پوهنتون تر استادي ورسېدم. اوس سلګونه علمي مقالې لرم او وروسته مې کتابونه ولیکل. د نورو د ملاتړ تر څنګ، د یو انسان خپل هوډ، پرېکړه او قوت هم ډېر اړین دي.

له واده وروسته مې مېړه هيڅکله زما د ولسي فعاليتونو او د بشري حقونو په برخه کې د فعالیتونو مخه نه ده نیولې، خو زما او زما د مېړه د کورنۍ ترمنځ فرهنګي توپيرو ځينې ستونزې رامنځته کولې. مثلاً؛ هغه د افغانستان په یوه ډېره لرې پرته اطرافي کورنۍ کې را لوی شوی و او د خپلې کرونۍ لومړی لوستی سړی و.

د هغه په کورنۍ کې هيڅ لوستې ښځه نه وه او زه لومړۍ لوستې ښځه وم چې هغه کور ته دننه شوم. دغه بدلونونه مبارزې ته اړتیا لري؛ نو ما ځينې وخت ویل چې زه هم په کورنۍ کې او هم په ټولنه کې د بدلون لپاره جنګېږم.

وروسته له هغه چې زیات ماشومان مې پیدا شول، ان اوس هم ځينې خلک حیرانېږي چې ته یوه روڼ‌انده مېرمن يې، څنګه دې دومره زیات ماشومان زېږولي دي؟ زه اووه لوڼي لرم او ډېره هڅه مې کړې ده چې هغوی سمې وروزل شي. ما او پلار یې دواړو د هغوی په تعلیم او زده‌کړو کې ډېر ونډه لرله، خو ځینې وخت به د خپلو اولادونو د روزنې په برخه کې د یو بل پر وړاندې واقع کېدو. مثلا؛ یوه مساله د هغوی ودونه وو. زه پر دې باور وم چې هغوی باید ژر واده نشي، خو زما د مېړه د کورنۍ داسې رواج و، چې خپلې نجونۍ یې په دیارلس کلنۍ کې واده کولې. ما دا اجازه نه ورکوله چې زما لوڼې دي د لیسانس دورې تر خلاصولو مخکې واده وکړي.

دغو مسالو به کله نا کله زما او مېړه ترمنځ ټکر پېښاوه. د دې ترڅنګ ځینو هغو کارونو هم ستونزې را ته جوړولې چې له کوره بهر مې د ټولنې لپاره کول. ځينې وخت به نورو خلکو زما مېړه ته ویل چې ستا مېرمن دا او هغه کار کوي. حتماً به د افغان نارنیه په توګه د هغه پر اوږو د غیرت او ناموس بار درنېده او ځینې وخت به یې نشو زغملای او له ما به یې غوښتل چې دا کارونه پرېږدم، خو هيڅکله یې زما جدي ممانعت نه دی کړی، برعکس له ما سره یې مرسته کړې ده؛ ځکه هغه په خپله هم لیکوال و او په دې برخه کې یې تر ما ډېره تجربه لرله.

زما مقالې به يې ایډیټ کولې او څېړنې ته به یې هڅولم. زما ملاتړی نه و، خو همکار مې و. له ما څخه یې ځانګړی ملاتړ نه دی کړی، خو ځينې وخت مو له یو او بل سره مرستې کړې دي او ځينې وخت بیا د فرهنګي توپیرونو له امله له یو او بل سره ټکر شوي یو.

د لیکوالي انګېزې

لساني: تاسې مخکې وویل چې په اتم ټولګي کې مو لیکوالي پیل کړه. داسې ښکاري چې په هغه وخت او ټولنيز چاپېريال کې چې تاسې د ښوونځي په اتم ټولګي کې وئ، نورو خلکو د لیکوالي او ټولنیزو کارونو په اړه دومره جدي فکر نه کاوه. تاسې په هغه وخت کې په اتم ټولګي کې د لیکوالي انګیزه له کومه کړه؟

شهلا فرید: زه ډ ټولنې واقعیتونه وایم. زه په جوزجان کې وم او د افغانستان د نورو شمالي ولایتونو پر پرتله د جوزجان وضعیت یو څه متفاوت و. په جوزجان کې چپي ډيموکراټیک حرکتونه ډېر زیات وو او د پرچم او خلق داوړو ګوندونو سیاسي خوځښتونه ډېر فعال وو. په تېره بيا، پرچم ګوند هلته له ځوانانو سره ډېر کار کاوه.

په اتم ټولګي کې زه په جوزجان کې د خدیجې په نوم ښوونځي د دولسم ټولګي له یوې اولنمره نجلۍ سره، چې «بلقسی رادمنش» نومېده، بلده شوم. ما څو ورځې مخکې هغه په فېسبوک کې هم پیدا کړه. زه هغې ته ډېر درناوی لرم. هغه ډېره هوښياره او پوهه نجلۍ وه. په هغه وخت کې د دولسم ټولګي اولنمره وه، ډېره تکړه وه او فوق العاده پوهه یې لرله؛ اوس هم د افغان ښځو لپاره کار کوي. زه له همدې ځایه خپل سلامونه ورته وړاندې کوم. هغې هره ورځ له هغو زده‌کوونکو سره، چې لایق وو او د مطالعې شوق يې درلود، لیدل او هغوی یې خپل ګوند یا د ځوانانو سازمان لیکو ته وربلل او پروګرامونه یې ورته جوړول، خو دا کارونه يې د ښوونځي له ادارې پټ کول. موږ په ډله‌ییز ډول او د ملګرو په څېر حرکت کاوه. دوی ډېر ځوانان د مطالعې له لارې جذبول.

هغه وخت په کتابتون کې کتابونه نه وو او کتاب‌ پلورنځي هم نه وو، خو دوی کتابونه لرل، چې ډېر یې د ایران توده‌یی ګوند ژباړلي وو او په افغانستان، ایران او د افغانستان په نورو ګاونډيو هېوادونو کې چپي حرکتونو ته ورکړل شوي وو.

د هغه وخت د شوري اتحاد هم په دې برخه کې ونډه لرله. ما په لومړي ځل لپاره په اتم ټولګي کې د «شورش» په نوم کتاب مطالعه کړ او تر هغه وروسته مې فکر وکړ چې باید لیکوالي وکړم؛ یعنې هماغه وخت د لیکوالي فکر را پیدا شو.

په دې کتاب کې دا روښانه شوي وو چې په اروپايي هېوادونو کې خلک او ځوانان څنګه د هغه وخت د استبداد او سیاسي اسبتدادي حرکتونو پر وړاندې منسجم شول او څه ډول یې حرکت وکړ. دویم کتاب چې یې ما ته را کړ د «جنایت‌کاران قرن بیستم» په نوم و، چې د افغانستان اکثره ځوانانو دا کتاب مطالعه کړی دی. دې کتاب زه ور جذب کړم. په دې رمان کې په بېلابېلو هېوادونو کې د ځوانو هلکانو او نجونو د ژوند په اړه معلومات وو، چې څه ډول د سیاسي قدرتونو قرباني شوي دي. په دې کتاب کې یې د دوی د ژوند ډېرې ترخې خاطرې لیکلې وې.

لساني: دا کوم وخت و؟

شهلا فرید: له ۱۳۵۵ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۵۶ هجري لمریز کال پورې. دغو سازمانونو د جوزجان ولایت د ځوانانو په روڼ‌اندي کې ډېر مهم رول لوبولی دی. له همدې امله د جوزجان ولایت ځوانانو د نورو ولایتونو له ځوانانو سره توپیر درلود. ټولو ځوانانو مطالعه کوله. دغه کتابونه تر ډېره د پرچم ګوند ځوانانو ته په واک کې ورکول.

ځينې ځوانان به جذبېدل او ګوند ته به ور تلل او ځينو نورو بیا یوازې له دغو کتابونو استفاده کوله. په چا دا فشار نه و چې په سیاسي لحاظ باید له ګوند سره یو ځای شي، خو د ټولنې د روڼ‌اندۍ مسوولیت یې په غاړه اخیستی و او دا کار د مطالعې له لارې پیل کړی و. ځوانان یې مطالعې ته هڅول او بېلابېل کتابونه به یې په واک کې ورکول.

کله چې په یولسم ټولګي کې وم، د ویکټور هوګو د «بې‌نوایان» کتاب مې مطالعه کړ، چې په ځینو ځایونو یې هيڅ نه پوهېدم. کله چې په پوهنتون کې وم، بیا مې هغه کتاب مطالعه کړ. په دې وخت کې مې دا کتاب سم درک کړ او پرې پوه شوم؛ نو فکر کوم د ښوونځي او پوهنتون د درسونو ترڅنګ ازاده مطالعه د ټولنې په ذهنيت کې ډېر مثبت بدلونونه راولي.

لساني: تاسې وویل چې جوزجان د نورو ولایتونو په پرتله یو څه متفاوت و او د خلق او پرچم ګوندونو پکې ډېر فعالیت درلود، د دې کار دلیل څه و؟

شهلا فرید: له ټولنیز اړخه زه ځاص دلیل نشم وړاندې کولای؛ ځکه د جوزجان ټولنیز جوړښت داسې و چې پخپله د هغې سیمې خلکو روڼ‌اندي فعالیتونه نه کول. ډېر دغه روڼ اندي ځوانان د هغو دولتي مامورانو اولادونه وو چې له کابل او نورو ولایتونو څخه هلته تللي وو. په جوزجان کې د ښوونځي زده‌کوونکي هم د جوزجان د خلکو پر ځای تر ډېره د دولتي مامورانو اولادونه وو، سره له دې چې په ټولګیو کې به د زده کوونکو شمېر کم وو، خو په هر ټولګي کې به يوازې دوه درې تنه زده کوونکي پخپله د جوزجان وو.

هغه کورنۍ چې جوزجان ته کډه شوې وې او هغه ځای یې د خپل ژوند لپاره ټاکلی و، روڼ‌اندې کورنۍ وې، چې جوزجان يې بدل کړ. بل بحث دا و چې په جوزجان کې تېل او ګاز موجود وو او هلته ډېر کارکوونکي په کار لګیا وو. «شوروي اتحاد» په هغه وخت کې د ځمکې لاندې طبیعي سرچینو د را ایستلو په برخه کې مرسته کوله او د هغوی ډېرو انجنیرانو په دغه  ولایت کې کار کاوه. د دوی ترڅنګ پخپله د جوزجان خلکو هم هلته کار کاوه.

بله دا چې که څه هم د افغانستان په هيڅ ځای کې تلویزیوني خپرونې نه وې، خو موږ په جوزجان کې ټلوېزیون درلود او نشرات یې کول، چې پروګرامونه یې له ازبکستان او تاجستان څخه خپرېدل او د جوزجان خلکو کتلای شول. دې کار هم د دغه ولایت په فرهنګي بدلون کې رول درلود.

ولې مې د حقوقو پوهنځی وټاکه؟

لساني: پوهنتون ته ستاسې په ورتګ به خبرې وکړو. تاسې په پوهنتون کې د قبلېدو لپاره څه تیاری نیولی و او ولې مو حقوق انتخاب کړل؟

شهلا فرید: ځانګړی چمتوالی مې درلود. موږ درې خویندې، چې د جوزجان په خدیجه لېسه کې وو، درې واړه په خپلو ټولګیو کې اولنمره‌ګانې وو. زه او کوچنۍ خور مې په یوه ټولګي کې وو. ځينې وخت به هغه اولنمره کېدله او ځينې وخت به بیا زه اولنمره وم. کله چې لسم ټولګي ته بریالۍ شوو، هغه وخت لېسه دوره د ټولنیزو او ساینسي علومو پر ځانګو وېشل شوې وه. کوچنۍ خور مې د ساینس له څانګې سره لېوالتیا لرله او زه بیا ټولنیزو علومو ته لېواله وم. خور مې د ساینس په څانګه کې اولنمره وه او زه د ټولنیزو علومو په څانګه کې اولنمره وم.

درس مو لوست، چمتووالی مو نیوه او دا چې په کورنۍ کې فرصت را ته برابر و، له هغه فرصت څخه په استفادې مو ډېر زیات کوښښ کاوه. په هغه وخت کې په کانکور کې بریالیتوب یو خوب و. که به څوک کامیاب شو، دا ستر وياړ و. د کانکور ازموینه ډېره سخته وه.

د طبقاتي لیدلوري او ټولنیزو ټکرونو له امله د شمالي ولایتونو ډېر کمو زده‌کوونکي د کانکور له لارې کابل پوهنتون ته بریالي کېدل. ډېر هغه کسان چې په کانکور کې به بریالي کېدل، پخپله د کابل وو او د پاچا او نورو خلکو خپلوان به وو. دا موضوع بېخې عامه وه.

کابلیانو او د اشرافو اولادونو په حقوقو پوهنځي کې درسونه لوستل؛ ځکه هلته د ډیپلوماسي خبره هم مطرح وه. ډیپلومات، قاضي او څارنوال درې واړه له حقوقو پوهنځي فارغېدل. دا ستونزې موجودې وې. کله چې موږ د کانکور ازموینه ورکړه، په افغانستان کې سیاسي تحول راغی. زه په لسم ټولګي کې وم چې داوودخان له واکه لرې شو او د افغانستان د خلق ډموکراټیک ګوند بریالی شو او واک یې ونیو. یو ډېر ستر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي بدلون رامنځته شو.

د ماډرن کېدو مسایل په ټولنه کې مطرح شول. که څه هم سیاسي واک د یو قوم په لاس کې و، خو  خلکو په ماډرن ډول په سیاسي واک کې ونډه اخيستلای شوه. په سیاسي حاکمیت کې په لومړي ځل يو هزاره صدراعظم و.

لساني: کوم کال و؟

شهلا فرید: له ۱۳۵۴ هجري لمریز کال څخه تر۱۳۵۶ هجري لمریز کال پورې، کله چې د خلق ډموکراټیک ګوند واک ته ورسېد، په افغانستان کې دا تحولات رامنځته شول. کله چې موږ د کانکور ازموینه ورکړه، نور دا موضوع مطرح نه وه چې په کانکور کې باید هغه څوک بریالي شي چې د کابل وي او یا د شاهي او محمدزي کورنۍ غړي وي. هر چا کولای شول چې د خپلې خوښې څانګه انتخاب کړي، د خپل لیاقت او وړتیا پر بنسټ نمرې ترلاسه کړي او پوهنتون ته بريالی شي. موږ هم همداسې وو؛ کله چې مې له خور سره یو ځای امتحان ورکړ، هغه طب ته او زه حقوقو پوهنځي ته، چې لومړی انتخاب مې و، بریالۍ شوم.

مخکې، چې په لسم او یولسم ټولګي کې وم، غوښتل مې چې پولیسه شم؛ ځکه زما په ذهن کې هغه نجلۍ راګرځېده چې په فاریاب کې قرباني شوه. غوښتل مې پولیسه شم او له ښځو سره مرسته وکړم، خو پلار مې ویل:« لورې، په افغانستان کې ښځو ته ډېره سخته ده چې پولیسه شي او د پولیسو اکاډمي ووايي.» په هغه وخت کې د پولیسو اکاډمي په کانکور کې شامله وه. پلار مې ویل: ډېره سخته ده چې د پولیسو اکاډمي ولولې، هلته چاپېریال بل ډول دی.

غوښتل یې ما قانع کړي. ويې ویل:« که ته حقوق هم ولولې کولای شې چې قاضي، څارنواله او یا ډیپلوماټه شې او هغه شیانو ته، چې په اړه یې فکر کوې، ورسېږې.» پر همدې اساس، په کانکور کې زما لومړی انتخاب د حقوقو پوهنځي و. په هغه کال تر کانکور ازموینې وروسته د افغانستان ځوانانو ته د «شوروي اتحاد» او نورو سوسیالیستي هېوادونو ډېر تحصیلي بورسونه راغلل.

زه او  خور مې هم یوه هېواد ته ور معرفي شوو، خو دا چې د دواړو عمرونه کم وو، پلار مې خارج ته زموږ د لېږلو جرأت و نه کړ. موږ هيڅکله له افغانستان څخه بهر نه وو تللې. موږ یې کېنولو او را ته یې وویل:« غواړم چې تاسې یوه د طب او بله د حقوقي پوهنځي ته تبدیلې کړم. دا مو خوښېږي که خارج ته تګ؟» موږ په خپله هم بهر ته له تللو ډارېدو. و مو ویل: «نه، موږ بهر ته نشو تللای.»

له هغه وروسته یې موږ تبدیل کړو. بیا زه حقوقو پوهنځي ته راغلم او خور مې طب ته ولاړه. بیا مې وروسته خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د حقوقو پوهنځي لوستلو ته دوام ورکړ.

واده او د ژوند بوختیاوي

لسانی: کله چې پوهنتون ته ولاړئ، لا مو واده نه و کړی؟

شهلا فرید: تر هغه وخته مې واده نه و کړی. زه د پوهنتون په دویم ټولګي کې وم چې کوژدن شوم او په درېیم ټولګي کې مې واده وکړ.

لساني: تاسې وویل چې مېړه مو د ډېرې دوديزې کورنۍ و، ایا هغوی پوهنتون ته ستاسې د تګ او نورو فعالیتونو مخالفت و نه کړ؟

شهلا فرید: مېړه مې له خپلې کورنۍ سره ګډ ژوند نه کاوه او کله چې زه ورسره کوژدن شوم، هغه د هغه وخت عدلیې وزارت اداري معین و او کورنۍ یې په فراه کې وه. پخپله روڼ‌انده سړی و او زما د زده‌کړو مخه یې و نه نیوله او ان د درس فرصتونه یې راته برابر کړل.

سره له دې چې ما واده کړی و، خو د حقوقو پوهنځي مې خلاص کړای شو. یوازېنی توپیر دا و چې زه د یو ماشوم مور شوم. دا چې مخکې په پوهنځي کې اولنمره وم، نور مې اولنمره‌ګي ونشوای ساتلای، خو بیا مې هم لوړې نومرې اخیستې او په کدر کې وم.

لساني: تاسې مخکې وویل چې کله به مو کوم فعالیت کاوه او کتاب به مو لیکه؛ نو په هغه وخت کې به خلکو ستاسې مېړه ته زنګونه وهل او ترې غوښتل به یې چې هغه ستاسې د فعالیتونو مخه ونیسي، هغه وخت تاسې څه حس درلود؟

شهلا فرید: زما وروستی کتاب د ناموسي وژنو په اړه و؛ ځکه دا ښکارنده په افغانستان کې بېخې زیاته شوې وه. د افغانستان د هغه وخت د جزا قانون په یوه ماده کې راغلي و:« که یو نارینه یوه خپله (خپلوانه) ښځه له پردي سره په یو بستر کې وويني او یا یې د زوجیت په مفهوم له پردي سړي سره د نږدې کېدو په حالت کې وويني، سړی باید هماغه شېبه هغه ښځه ووژني او هغه سړی ته د قتل جزا نه ور کول کېږي.»

دغه قانون سړیو ته دا فرصت برابر کړی و چې که به هغوی خپلې نږدې خپلوانې ښځې وژلې، که به یې خپله ادعا ثابتوله او یا یې نه کوله، هغه سړي ته یې حق ورکاوه او تعزیراً به یې د یو یا دو کاله زندان جزا ورکول کېدله او د اصلي قاتل جرا نه ور باندې عملي کېدله. فکر کوم له همدې امله په افغانستان کې ورځ تر بلې ناموسي قتلونه د ډېرېدو په حال کې وو.

موږ داسې ډېرې قضیې درلودې. مثلاً؛ د هرات ډېره نومیالۍ شاعره «نادیه انجمن» د خپل مېړه له لورې په هرات کې ووژل شوه. په فاریاب کې یوه ورور خپله پېغله خور له دې امله وژلې وه چې له خپل کوژدن سره یې په تیلیفون خبرې کړې وې. دا هلک نه و بندي شوی او ازاد ګرځېده. همدا ډول د ښځو د وژلو لسګونه نورې قضیې وې چې دوسیې یې نه څېړل کېدې، که به څېړل کېدې هم، محکمې به یوازې تعزیري جزا ورکوله او د جرم مطابق جزا به یې نه ور باندې تطبيقوله.

موږ ښځو په پلوي د بشر حقونو حرکتونه کول، غوښتل مو دا ثابته کړو چې پر ښځو ډېر ظلم کېږي. ما یوازې دا کار نه کاوه، بلکې ډېرې ښځې راسره ملګرې وې. مدافع وکیلانې او حقوق‌پوه ښځې راسره وې؛ نو د «بشر حقونو خپلواک کمېسیون» د ناموسي وژنو په اړه یوه څېړنه وکړه چې کله یې راپور خپور شو؛ نو معلومه شوه په یو کال کې ۲۲ ناموسي قتلونه شوي وو.

پر همدې اساس، ما ولیدل چې ډېرې زیاتې ستونزې شته. ما په دې وروستیو کې د جزا او جرم پېژندنې په څانګه کې ماسټری وکړه. پرېکړه مې وکړه چې د خپلې ماسټري تېزس د «ناموسي قتلونو جرم‌پېژندنه» په اړه ولیکم او دا څېړم چې ایا دا جرم دی که نه؟

په دغو قتلو تورنو کسانو ته ولې د جرم اصلي جزا نه ورکول کېږي؟ کله چې مې څېړنه شروع کړه، له قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو سره مې مرکې وکړې. دا مرکې ډېرې زیاتې وې. کله چې مې خپله څېړنه د اصلاح کولو لپاره خپل لارښود استاد ته ولېږله، ويې ویل چې د دې حجم ډېر زیات دی، څو څپرکي یې په نښه کړل او ويې ویل چې دا بیا د بېلې رسالې په توګه چاپ کړه، خو د لیکلو په ډول کې یې لږ بدلون راوله. ما همدا کار وکړ. ما هم د «ناموسي وژنو د جرم‌پېژندې ارزونه» تر سرلیک لاندې د ماسټرۍ تېزس ولیکه او هم مې له دې تېزس څخه اضافه مواد په بېله رساله کې چاپ کړل او غوښتل مې چې دوام ورکړم. وروسته مې په دې کتاب د «روایت زن‌های افغانستان» نوم کېښود او په ځانګړې ډول مې د ټولنپوهنې له اړخه د ناموسي وژنو ارزونه پیل کړه.

په دې برخه کې تر ټولو ښه لیدلوری د خمیني و چې د «قتل در فراج» اړوند خپل کتاب کې یې لیکی و، ما هم هغه لیدلوری په خپل کتاب کې ولیکه. کله چې مې د هغه لیدلوری په خپل کتاب کې ولیکه، وروسته د حنفي او جعفري فقهې او سني او شعیه فقهې تر منځ یو ډول پرتله شوې وه، چې هغه پر ځينو خلکو ښه نه وه لګېدلې. ما په ډېره تلوار خپل کتاب چاپ کړ؛ ځکه هغه وخت د جزا په کود کار کېده. ما د جزا د پخواني قانون یوه ماده نقد کړې وه؛ نو ځکه مې بايد تر دې وړاندې چې د جزا نوی کود راووځي، خپل کتاب چاپ کړی وای. يو څه ژبنۍ ستونزې لا پکې وې، خو کتاب مې چاپ کړ. دا کتاب ما پخپله ټایپ، ایډيت او ډيزاین کړ. بالاخره مې په خپل شخصي لګښت د دې زر ټوکه چاپ کړ.

تر خپرېدو وروسته چې ځينو خلکو ولوست؛ نو هغوی زما ارواښاد مېړه ته، چې هغه وخت د تابش پوهنتون رییس و، زنګونه وهل او ورته ویل یې چې مېرمنې دې ولې په خپل کتاب کې د خمیني لیدلوری لیکلی دی؟ ولې یې د هغه فکر تایید کړی او ولې یې د ناموسي وژنو په اړه لیکل کړي دي؟ ښځه د سړي غیرت دی او ستا مېرمن بې‌ناموسي رواجوي. دې کارونو زه اړه کړم چې بېرته پخپله هغو خلکو ته زنګ ووهم، له هغوی سره خبرې وکړم او پر دې یې قانع کړم چې دوی دې ما ته زنګ ووهي زه د هغه لیدلوري د لیکلو دلیل ورته روښانه کړم.

ته کتاب تر پایه ولوله. په افغانستان کې سړیو د ښځو لیکل شوي کتابونه تر پایه نه لوستل، یوازې یو ځل يې سرسري کتل چې خپل مغرضانه نقد پرې وکړي، خو کتاب یې تر پایه نه لوست چې څه شی پکې لیکل شوي دي؟ د لیکلو موخه یې څه ده؟ د کتاب پایله څه شی ده؟ یوازې د کتاب هغه پاڼې یې را اړولې چې د سړیو په ضرر به وې، د سړیو حاکمیت به يې ننګاوه او یا به یې په ټولنه کې اغېز را کمېده؛ نو بیا به یې پر هغه نقد کاوه.

زه تل پر خپلو لیکنو د نقد پلوې یم، خو نقد باید داسې څوک وکړي چې بد او مغرضانه هدف و نه لري او نقد او د نقد دليل واضح ووايي، ویې لیکي او خلکو ته قناعت ورکړي. له بده‌مرغه، نه یوازې زما لیکنې، بلکې د ډېرو افغان مېرمنو لیکنې په مغرضانه ډول نقدېدې، چې دا په خپل ذات کې یو غټه ستونزه ده.

د ښځو پر وړاندې ټولنیز حساسیتونه

لساني: ستاسې په نظر په افغانستان کې د ښځو د لیکنو د مغرضانه نقد د مسالې دلیل څه و؟

شهلا فرید: د دې دلیل دا وه چې کلونه کلونه سړیو د ښځو د حقونو اړوند لیکنې کولې. دا تابو ما او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي نورو ښځینه استادانو؛ استاد حمیده برمکي، استاد حمیرا حق‌مل او استاد نورجهان، ماته کړه. 

موږ غوښتل چې د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په اړه یو ټولګه چاپ کړو، خو دا چې په افغانستان کې هيڅ امکانات  نه وو، ان د خپلو لیکنو د ټايپولو لپاره موږ یو کمپیوټر نه درلود؛ نو ومو غوښتل چې هغه د یوې پروژې په توګه مخکې یوسو. موږ «اسیا فونډېشن» ته یو پروپوزل ولیکه، چې خدای بښلې «حمیده جانې برمکي» هغه کورډینیټ کاوه.

موږ اسيا فونډېشن ته دا پروپوزل وړاندې کړ، هغوی قبول کړ. کله چې اسیا فونډېشن د دې پروژې مالي ملاتړ ومانه، موږ د دې کتابونو پر لیکلو پیل وکړ. د سرلیکونو او څپرکیو په لیکلو کې موږ ټولو ګډه مرسته او ګډ کار کاوه. یو ځای به مو لیکل او بیا به مو له علمي اړخه پرې کار کاوه. د «حقوق زن در اسلام و تغییرات و تحولات اجتماعی بعد از آن» تر سرلیک لاندې مو یو ستره ټولګه ولیکله چې اوس هم په افغانستان کې موجوده ده او استفاده ترې کېږي. درې واړه واړه کتابونه وو چې ټول مو یو ځای کړي وو؛ هرې یوې یې یوه یوه برخه لیکلې وه.

دا درې برخې « د ښځو سیاسي ونډه»، «په اسلام او د افغانستان په قوانینو کې د ښځو سیاسي حقوق» او « د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی» او د «فمینیزم» په نوم یوه بل بحث، چې وروسته موږ پکې اضافه کړ، ما لیکلې وې. دې بحث ډېر حساسیتونه را وپارول. کله چې کتاب چاپ شو، څو دیني عالمان او د شرعیاتو پوهنځي ځينې استادان سره راټول شول، اسیا فونډېشن ته ورغلل او هغوی ته یې وویل چې دا کتاب ستونزې لري او موږ یې نقدوو.

کله چې هغوی غوښتل دا کتابونه نقد کړي، مناسب نقد یې ونشو کړای؛ ځکه موږ هم له ایاتونو او حدیثونو څخه استفاده کړې وه او هغوی هم اړ وو چې په نقد کې له ایاتونو او حدیثونو څخه استفاده وکړي. یوازې په ځینو ځایونو کې موږ د دین د تفسیر او شرحې په اړه د روڼ‌اندي بحث کړی و، چې هغه یې و نه مانه. کله چې دوی بېرته زموږ مرسته وغوښتله، استاد حمیده برمکي مرستې ته حاضره نشوه. هغې وویل:« اوس چې یې دوی نقدوي، نو پخپله دې نقد کړي.»

ما ورته وویل چې نه، دا سمه نه ده چې موږ هغوی یوازې پرېږدو او یوازې دوی نقد وکړي. موږ باید پکې شاملې شو. کله چې زه د هغوی ډلې ته ورغلم، و مې لیدل چې دوی غوښتل هغه عنوان بدل کړي چې ما برې کار کړی و. ما د خپل کتاب لپاره د «د ښځو سیاسي حقونه» نوم غوره کړی و، هغوی غوښتل چې دا نوم پر « په اسلام کې د ښځو سیاسي حقونه او وجایب» باندې بدل کړي.

ما ورته وویل: «سیاسي حق، حق دی؛ وجیبه نه لري، وجيبه يوازې په هغه صورت کې لري چې د قانون پر بنسټ ورباندې انسان مکلف شوی وي، چې هغه مکلفیت د قانون پر بنسټ يوازې د نر اوښځې دواړو لپاره دی. داسې نه ده چې نر سياسي وجيبه نه لري او يوازې ښځه يې لري. زه له هغوی سره هوکړې ته و نه رسېدم او «د ښځو سیاسي حقونه» تر سرلیک لاندې کتاب باندې مې ورسره کار وکړ.

ځينې برخې چې دوی نقد کړې وې، هغه مې بیا اصلاح کړې. د «ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي» کتاب په اړه یې څه و نه شو ویلای؛ ځکه له دې کتاب سره د مخالفت لپاره یې هيڅ دلیل نه درلود، خو د «فمینیزم» کتاب یې دويم چاپ او خپرېدو ته پرېنښود. یوازې په لومړي ځل دوه یا درې زره ټوکه چاپ شوی و، خو په دویم پړاو کې یې د «فمینیزم» کتاب د چاپ له لېست څخه لرې کړ؛ یعنې زموږ دیني علماوو د ټولنیز بدلون لپاره د ښځو په محوریت د ښځو ټولنیزو خوځښتونه و نه شو منلای او دا برخه بیا و نه لیکل شوه؛ ځکه زه هم له دوی سره کېناستم او هر څه مې له نږدې څارل. هلته ما ولیدل چې دوی څه ډول نقد کاوه؛ ځکه ډېر یې هيڅ پر نقد نه پوهېدل.

ډېر مغرضانه نقد یې کاوه. ما داسې احساس کاوه چې ملایان له ښځو وېرېږي؛ د ښځو له لیکنو وېرېږي او د ښځو له فرهنګي کارونو وېرېږي. که تاسې اوس هم وګورئ، طالبان له ښځو یو ډول وېره لري.

له افغانستان څخه بهر هم ځينې ښځې په رسنیو کې طالبان نقدوي. زه پخپله هم په اوونۍ کې دوې درې مرکې کوم او طالبان نقدوم. البته داسې یې نقدوم چې هغه کار رښتیا وي او هغوی یې پر وړاندې دلیل و نه لري. له همدې امله یې اوس یو لړ تهدیدونه شروع کړي دي.اوس تازه په فرانسه او اروپا کې طالبانو ځینې مېرمنې تهدید شوې دي، چې موږ هماغلته هم تاسې له منځه وړلای شو. دوی غواړي د هغو ښځو خولې ور بندې کړې چې د افغانستان د ښځو غږ پورته کوي او د هغوی غږ نړیوالو ته رسوي.

سیاسي او مدني فعالیتونه

لساني: ما ستاسې تېر وختونه او فعاليتونه لیدلي دي؛ تاسې ډېر فعالیتونه کړي دي. د خپلو لیکنو او کتابونو په اړه مو تر یو بریده خبرې وکړې، د خپلو سیاسي او مدني فعالیتونو په اړه هم یو څه وغږېږئ.

شهلا فرید: که څه هم زما د ژوند یوه برخه سیاسي وه، کله چې زه خپل باورونه څرګندوم او له ځینو سیاسي خوځښتونو سره مرسته کوم، که وغواړم که نه، سیاسي فعال را ته ویل کېږي، خو زما موخه تر ډېره د ټولنې اصلاح ده. د ټولنې اصلاح هم د ښځې په ګټه، خو ما تر ډېره ټولنیز کارونه کړي دي. د بېلګې په توګه، کله چې مو د «حقوق زن در اسلام» کتابونو ټولګه ولیکله، د ټولو استادانو له ډلې یوازې زه دې ته چمتو شوم چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځو ته دا کتاب تدریس کړم.

د «اسیا فونډېشن» په مرسته په بېلابېلو ورکشاپونو کې دا زده‌کړې ورکول کېدې. مخکې له دې چې زه دغه درسونه ورکړم، اسیا فونډېشن د سویلي اسیا یو شمېر هېوادونو ته د ځینو سفرونو زمینه را ته برابره کړه، چې هلته د بېلابېلو هېوادونو تجربې ترلاسه کړم. داسې ورکشاپونه او کنفرانسونه یې را ته برابر کړل چې ما په هغو کې په ګډون سره وکړای شول چې د هغو هېوادونو د مسلمانو ښځو له تجربو څخه استفاده وکړم او بیا هغه په داسې ډول افغانستان ته را ولېږدم چې د حساسیت د را منځته کېدو پرځای د یوه تحول او بدلون لامل شي. سره له دې چې دې کار په رسمي او غیررسمي لحاظ ما ته ځينې ستونزې جوړې کړې، خو ښه کار و. دغه کارونه به معمولاً ما د پوهنتون د درې میاشتنۍ رخصتي پرمهال او همداراز د سمسټر په لړ کې د یوې مناسبې موقع ترلاسه کېدو په وخت کې کول.

د قانون له مخ۰ې باید زه یوازې د درس درلودلو په وخت کې په پوهنتون کې حاضره وای؛ ځکه ما کولای شول چې نور علمي کارونه له پوهنتون څخه بهر هم وکړم.

په تېرو شلو کلونو کې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي فعاله عملي غړې وم؛ مانا زما نورو فعالیتونو په پوهنتون کې دننه زما د علمي فعالیتونو مخه نه ده نیولې. هغه مې هم ښه ترسره کول، چې د یوې ښځې په توګه د پوهنتون د مردانه مدیریت له خوا نقد نشم. پر همدې اساس، ما کوښښ کاوه چې مثبته روحيه ولرم او اکاډمیک کارونه په ښه ډول وکړم. د دې ترڅنګ مې په ټولنه کې د بشر حقونو د زده‌کړې او هغو کتابونو د زده‌کړې په برخه کې اقدام وکړ چې د بشر حقونو او ښځو حقونو پر محور مې لیکلي وو.

د افغانستان ټولو شمالي ولایتونو ته تللې ولاړم او د افغان ښځو او سړیو ته مې په اسلام او بشر حقونو کې د ښځې د حقونو اړوند مسالې تدریس کړې. همداراز مې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه ليک، چې په سوله او امنیت کې د ښځو ونډه پکې ښودل شوې ده، تدریس کړ.

ما د یوه بدلون د راوستلو لپاره له افغان ټولنې سره یو ډول ټولنیزه اړیکه لرله. که څه هم دا ادعا نشم کولای چې د یو فرد په توګه مې په افغانستان کې ډېر ستر بدلون را منځته کړی دی، خو کله چې مې د ښځو په ټولنو، مثلاً؛ « د افغان مېرمنو شبکه» کې د بورډ غړيتوب ترلاسه کړ، فعالیتونه مې ډېر اغېزناک او ګټور شول.

همداراز زما کار هغه وخت نور هم اغېزناک شو او ډېر فرصتونه را ته برابر شول چې کله مې له یوې نړیوالې موسسې سره، چې د ښځو لپاره یې کار کاوه، کار پیل کړ. د بېلګې په توګه په بامیان کې مې اویا بامیاني ښځو ته د «اساسي قانون او د بشر حقونو نړیواله اعلامیه»  او نور هغه حقونه چې یوه ښځه یې په اسلام او نړیوالو قواعدو کې لري، تدریس کړل.

موږ غوښتل چې هغوی د پارالیګل‌، یا هغو کسانو په توګه وروزو چې په ساحه کې موجود وي، حقوق یې نه وي لوستي، خو حقوقي معلومات ولري. دوی بیا وروسته په ټولنه کې د بدلون د رامنځته کېدو په برخه کې ډېرې اغېزناکې وې. همداراز مو په جوزجان، بلخ او هرات ولایتونو او د بلخ او جوزجان ولایتونو په ولسوالیو کې اویا اویا ښځو ته زده‌کړې ورکړې او کار مو ورسره وکړ.

په کابل ولایت کې زموږ وروستي کارونه د مسجد له ملا امامانو سره وو، چې ما په یو ډول هغوی ته د «بشر حقونو نړیواله اعلامیه» تدريسوله. له هغوی سره دا احساس نه پیدا کېده چې د «بشر حقونو نړیواله اعلامیه» د دین له بنسټونو سره په ټکر کې ده او پوښتنې یې هم کولې. ما هغوی ته د بشر حقونو نړیوالې اعلاميې اصلي فسلفه او مفهوم ور زده کاوه؛ نو زه فکر کوم چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۱ زېږدېر کال پورې په افغانستان کې د پوهاوي او روڼ‌اندي په ګډون ټولو ټولنیزو بدلونونو دوام درلود.

ما هم په دغو بدلونونو کې یو څه ونډه لرله، خو اوس ترې ډېره متأثره یم او ډېره ورته ځورېږم. سره له دې چې ما د ټولنې د بدلون لپاره د فرصتونو په برابرولو کې شپه او ورځ کار کاوه، خو دا هر څه په یو شپه کې ختم شول. زه فکر کوم چې اوس یوه بې‌کاره او بې‌فایدې ښځه یم او د افغانستان لپاره هيڅ کار هم نشم کولای.

هغه بدلون چې د روڼ‌اندي له اړخه په افغانستان کې راغلی و او اوس د طالبانو ترور او اختلاف هغه بند کړی دی، زموږ او هغو کسانو لپاره چې په دې برخه کې یې ډېر کار کړی و، ډېر دردوونکی دی. موږ په فساد ککړ نه وو او یوازې د مدني فعالانو په توګه مو کار کاوه. که څه هم په جمهوریت کې له موجودو مالي او نورو فسادونو څخه انکار نشم کولای، خو موږ په هغو کې ور ګډ نه وو.

دا چې موږ په ټولنه کې د بدلون لپاره څومره مثبت رول لوبولی دی او دا چې ما د یو فرد په توګه او موږ د ښځو د یوې ډلې په توګه څومره رول لوبولی، دا به خلکو ته پرېږدو چې هغوی يې په اړه قضاوت وکړي.

د فاریاب ولایت ډېرو لرې پرتو سیمو ته ولاړم، له خلکو سره کېناستم او وغږېدم، چې هغه ستونزې پیدا کړم چې په افغانستان کې د جګړې لاملونه دي. له بده‌مرغه په افغانستان له سیاسي اړخه جګړه سمه نه مدیریت کېدله؛ ځکه د افغانستان د دولت جګړه داسې جګړه نه وه چې موخه یې د خلکو له منځه وړل وي، بلکې د افغانستان جګړه د سولې لپاره جګړه وه.

د افغانستان د دولت جګړه د بنسټ‌پالنې او تروریزم د له‌منځه وړلو جګړه وه. دا د افغانستان کورنۍ جګړه نه وه. د واک لپاره جګړه هم نه وه، خو له بده‌مرغه اوس په نړۍ کې داسې انعکاس ورکول کېږي چې افغانان په کورنۍ جګړه کې ښکېل وو. زه له دې نظر سره مخالفه یم؛ ځکه د افغانستان ځوانان له نړۍ سره د تروریزم او بنسټ‌پالنې د له‌مینځه وړولو په برخه کې شریک شول. د افغانستان ځوانانو غوښتل د تروریزم هغه مرکز له منځه یوسي چې د دخيلو قدرتونو او د سیاسي نړۍ د ډېرو منفورو ستراتیژیستانو له خوا د افغانستان په خاوره کې رامنځته شوی وو. دوی غوښتل چې د افغانستان له سیاسي جغرافیې دا تور داغ پاک کړي، خو له بده مرغه په فساد ککړ مدیریتونه د دې لامل شول چې د افغانستان ځوانان شهیدان شي، تلفات ورکړي او خپلو هغو موخو ته و نه رسېږي چې غوښتل یې په افغانستان کې یو بنسټي بدلون راشي او د تروریستي ډلو د بیاحاکمیت مخه ونیسي.

د افغانستان د سیاستوالو او د هغوی د نړیوالو همکارانو له ناپوهۍ ډکې پرېکړې د دې لامل شوې چې طالبان بیا واک ته ورسېږي او دا زما په ژوند کې هغه دردناکه نکته ده چې زه ترې ځورېږم. ما د داسې چا په توګه چې حد اقل په افغانستان کې مې دوه نسله مثبت سیاسي او ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي او د یو صادق فرد او هغه تبعه په توګه چې تل مې د افغانستان لپاره مثبت فکر او کار کړی دی، نه غوښتل چې افغانستان پرېږدم.

ما هيڅکله نه غوښتل چې کډوالۍ ته اړه شم او د دې تصور مې هم نه کاوه چې زه به د خپلو مثبتو فرهنګي کارونو له امله په افغانستان کې ونیول شم او یا به ووژل شم. دا خبرې ان زما په خیال او تصور کې هم نه وې، خو بالاخره همداسې وشول او موږ اړ شوو چې افغانستان پرېږدو.

هماغسې چې ټولو خلکو خپل ډېر شیان له لاسه ورکړل، ما هم ډېر څه وبایلل. ما په خپل معاش ځانته کور جوړ کړی و او د یو ډېر عادي ژوند لپاره د اړتیا وړ مادیات مې درلودل. که څه هم دا هر څه ختم شول، خو دا دومره د بحث وړ نه دي. دا یې یوه خوا ده، خو ما خپل معنویات هم له لاسه ورکړل.

هر ورځ د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلور بجو پورې کابل پوهنتون او هغه ټولګي تصور کوم چې ځوانان به په ډېره ښه روحیه ورته راتلل چې یوه شی زده‌کړي او پوښتنې وکړي. هغوی غوښتل چې له خپل ښوونکي څخه نوي څه زده‌کړي او زه به په ډېر صداقت سره د هغوې پر وړاندې حاضرېدم او درس به مې ورکاوه. دا تصور مې همېشه د سترګو پر وړاندې درېږي او دا چې دلته هماغسې فعالیت نشم کولای، دا راته ډېره دردونکې ده.

بل بحث دا دی چې موږ یې هر ورځ وینو چې په افغانستان کې زموږ خپل خلک او هغه ډله چې ځان ته افغان وايي زموږ لاسته‌راوړنې له منځه وړي؛ دا ډېر ستر درد دی او هر افغان ورباندې ځورېږي. ما د کډوالۍ پر مهال خپل مېړه هم لاسه وکړ. هغه زما د ماشومانو لپاره ډېر ښه پلار او زما د ژوند ښه ملګری و. له هغه سره مې څلوېښت کاله ګډ ژوند وکړ.

د مېړه مړینه مې ما ته ساده خبره نه وه، ما ډېره ستره هستي وبایلله. کله چې انسان خپل معنویات له لاسه ورکوي، هغه د فکر له اړخه هم نیم کېږي او کابو پنځوس سلنه خپل فکر له لاسه ورکوي؛ نو ځکه فکر کوم چې له دې وروسته زه د یو مثبت انسان په توګه په افغانستان کې د مثبت بدلون لپاره کار نشم کولای. په دې اړه هم فکر نشم کولای چې حاکم قدرت، چې هره ورځ زموږ خلک وژني، معنویات مو له منځه وړي او لاسته راوړنې او فرهنګ مو ختموي، دوی به تر څه وخته دوام وکړي او نړۍ به تر څه وخته همداسې ورته ګوري؟

نړۍ د دې لامل شوه چې میلیونونه افغان ځوانان د تروریزم د له منځه وړلو لپاره وجنګېږي، شهیدان شي او هغه څوک واک ته ورسوي، چې په جګړه ورسره اخته وو. اوس موږ په افغانستان کې د اوسېدو ځای نه لرو او په دغو هېوادونو کې هم بې‌هویته یو؛ دا ډېر سخت درد دی.

لساني: ستاسې د خبرو پر تایید؛ له بده مرغه موږ اوس په خپل هېواد کې پردي یو او د خوندیتوب احساس نه کوو. بله موضوع دا ده چې تاسې ډېره ښه فعالیتونه کړي وو. که هر چا د خپل وس مطابق فعالیت کړی وای، افغانستان به اوس په دې وضعیت کې نه و. له بده‌مرغه ډېرې کم‌کارۍ وشوې. که هر چا ستاسې په اندازه فعالیت کړی وای، خپل پور به یې ادا کړی و. دا ویلای شو تاسې د افغانستان او د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپل مسووليت ادا کړی دی.

استاد؛ ما چې ستاسې فعالیتونه کتلي دي، تاسې دیارلس کتابونه ليکلي دي، چې د ځينو په اړه یې تاسې مخکې لږ تشریحات ورکړل، خو غواړم پر دې پوه شم چې ستاسې ډېر کتابونه او مطالعات د کومو موضوع‌ګانو پر محور را څرخېدلي دي؟

شهلا فرید: زما د مطالعاتو، عمل او عکس‌العمل محور تر ډېره ښځې دي. کله چې ما په حقوقو پوهنځي کې درس ورکاوه؛ نو تمرکز مې د ښځو پر حقوقو وو. د بېلګې په توګه، ما په هر تحصیلي کال کې د ښځو په اړه په پوهنتون کې د ننه د څېړنو او مطالعاتو په مرکز کې یو کنفراس جوړاوه او د افغانستان د ښځو په اړه مې علمي کنفرانسونه درلودل. مثلاً؛ «په سوله کې د ښځو ونډه»، «په ټولنیزو بدلونونو کې د ښځو ونډه» او همداراز د ماشومانو اړوند مې کنفرانسونه ورکول؛ مانا زما د څېړنو ډېره ساحه په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته ځانګړې شوې وه.

سره له دې چې زما ځانګړی مسلک حقوق و، خو د دې ترڅنګ مې ډېر علمي او مسلکي کارونه کول. مثلاً؛ زما علمي او مسلکي اثار چې د علمي ترفيع لپاره مې لیکل، د کتابونو په توګه چاپېدل؛ لکه، د «رویه‌ی قضایی»، «بررسی قانون از حیث مکان»، «تقسیم حقوق» او همداراز «منابع حقوق» کتابونه. دا هغه عنوانونه دي چې ما د خپلو علمي او مسلکي کارونو په توګه ورباندې کار کړی دی.

ما په خپلو علمي کارونو او درسونو کې پرتله‌ییزو مطالعاتو ته ډېر پام کاوه او له همدې امله مې د ښځو په مطالعاتو کې هم د پرتلې بحث راوړی و. زما یو کتاب دی چې په هغه کې ما د «ښځو حقونه» د اسلام، افغانستان د قوانینو، رواجونو او عادتونو او نړیوالو قوانینو په لحاظ پرتله کړي وو او دا چې له دغو څلورو  سرچينو څنګه په افغانستان کې د بدلون لپاره کار واخلو، هغه ټول مې پرتله‌ییز مطالعه کړي وو.

د ښځو لپاره فعالیت مې له خپلې علمي ساحې سره د تړاو په حساب تدریساوه او په هغه مې کار کاوه. له همدې امله مې «د جنسي ځورونو د مخنیوي قانون»، «د افغانستان د جزا قانون» او « د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون» په جوړولو کې ونډه لرله او د کمېټې غړی وم. د دې ترڅنګ مې د افغانستان د مدني ټولنو په استازیتوب د نورو قوانینو په تعدیل او یا د افغانستان د حقوقي نظام د ریفورم په ناستو کې ګډون کاوه چې د افغانستان په قوانینو کې جنسیتي توازن مراعت شي.

په هغو پالیسیو کې مې هم ونډه درلوده چې په وزارتونو او د دولت په کچه د جنډر لپاره جوړېدلې. « د افغانستان د ښځو د ملي عمل پلان»، چې د ښځو چارو په وزارت کې ولیکل شو او نورو ټولو هغو تحولاتو کې مې ونډه لرله چې د دولت له خوا د ښځو لپاره رامنځته کېدل؛ ځکه ما خپل عملي کار د ښځو لپاره له ترسره کېدونکي کار سره تړلی و او ما ته په یو مسلک بدل شوی و.

لساني: تاسې ډېرې زیاتې مقالې لیکلې دي، څومره مقالې مو چاپ شوې دي؟

شهلا فرید: ډېرې مقالې مې د بشر حقونو کمېسیون په سایټ کې خپرې شوې دي چې اوس هغه سایټونه تړل شوي دي. د دې ترڅنګ د کابل پوهنتون په علمي ژورنال کې هم زما مقالې خپرېدې. دا زموږ وظیفوي مکلفیت و چې د علمي ترفيعاتو لپاره علمي مقالې خپرې کړو. په «روزنه» مجله کې مې هم څو مقالې خپرې کړې. د بشر حقونو کمېسیون سایټ او د عدلیې وزارت سایټ ته مې ځينې مقالې ورکړې وې، خو طالبان راغلل او هغه له چاپ څخه پاتې شوې.

په «قضا» مجله کې مې هم مقاله خپره شوې ده. له بده‌مرغه ځينې ویب‌سایټونه بېخې ختم شوي دي. ځينې ویب‌سایټونه بیا بند شوي او اوس لاسرسی نه ور ته کېږي. وروستی کتاب مې د «سنګسار» په نوم لیکلی و. ما و نشو کولای چې دا کتاب د رومان په شکل ولیکم، خو د هغه کتاب په څېر شو چې په اسلام کې د موجود سنګسار په پرتله مې د طالبانو سنګسار نقد کړی و او چاپ شو.

د دې کتاب لومړی چاپ ما ته را ورسېد، چې هغه ایډیت کړم او چاپ ته یې ولېږم. دا کتاب لا زما پر مېز ایښی و چې طالبان راغلل او کتاب هماغسې په ډیپارټمنټ کې پاتې شو. وروسته دا کتاب طالبانو پیدا کړی و. له همدې امله په ما پسې ګرځېدل چې ولې مې داسې کتاب لیکلی دی؟ هغه څوک باید پیدا شي چې دا کتاب یې لیکلی دی. په کابل کې زما نور فعالیتونه هم ما ته پر ګواښ بدل شوي وو؛ مثلاً، ما په ډېر فعال ډول په رسنیو کې خپل نظر وړاندې کاوه. ستاسې خبریالانو په تعبیر، د نظر خاوند او کارپوه په توګه مې په ډېرو ورځنيو سیاسي او ټولنیزو بحثونو کې ونډه اخیسته. زما له ادرس څخه خپاره شوي لیدلوري د دې لامل شول چې طالبان کابل ته تر راتلو وروسته ما ونیسي او یا د بشر حقونو او ښځو حقونو د فعالې او یا یوې داسې ښځې په توګه چې له بېلابېلو هېوادونو سره مې کار کړی و، ما وځوروي.

موږ له بېلابېلو هېوادونو سره مرسته کوله چې کارونه یې په افغانستان کې په یو لوري برابر شي. له همدې امله زما فعالیتونه طالبانو ته مناسب نه ښکاره کېدل او ما ته د یو داسې چا په سترګه کتل کېدل چې باید ژر ته ژره ونیول او ووژل شم. له همدې امله ما کابل پرېښود. یو څه وخت مې په مزار کې تېر کړ او بیا مې افغانستان پرېښود، چې دا زما د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه.

لساني: تاسې په ولایتونو کې د ښځو او بشر حقونو په اړه ډېر فعالیت کړی دی، د هغو ښځو او د هغوی د کورنیو هرکلی څه ډول و؟ ځکه لکه څنګه چې لیدل کېدل، ډېرو کورنیو داسې باور درلود چې دا ډول مسالې ښځې بې‌لاريتوب ته هڅوي او هغه ډول چې باید د خپلو کورنیو اطاعت وکړي، هماغسې اطاعت نه کوي. له همدې امله، هغوی له داسې پروګرامونو سره مخالفت کاوه.

شهلا فرید: په وروستیو کې له هغو بنسټونو سره اړیکه ونیوله چې له ماسره د دغه پوهاوي په برخه کې مرسته کوي، وغوښتل چې دغو پروګرامونو ته ښځې او سړي دواړه را وبولي. مثلاً؛ کله چې جوزجان ته ولاړم، څلوېښت ښځې او څلوېښت سړي یې را بللي وو چې سړي د دغو ښځو وروڼه یا مېړونه وو؛ مانا له هرې کورنۍ څخه مو دوه دوه تنه دغه ښوونیز پروګرام ته ټاکلي وو. ما ولیدل چې دا کار د پخوانیو هغو پر پرتله ډېر بریالی او اغېزناک و.

موږ تر ډېره وخته یوازې ښځو ته پوهاوی کاوه او دا د دې لامل شو چې ښځې پوه شي، خو سړي به په هماغه صفري نکته کې پاتې وو او په کورنۍ کې به بیا یو ټکر رامنځته کېده. کله چې دې کار ته متوجه شوم، بیا چې به مې د پوهاوي هر پروګرام درلود، له اړوند بنسټ څخه به مې غوښتل چې ښځې او سړي یو ځای را وبولي، چې سړي هم پوه شي او د ښځو احترام وکړي. دې کار ډېره مثبته پایله ورکړه.

په وروستو کې چې موږ کوم ورکشاپونه وړاندې کول، نه یوازې ما بلکې د ښځو شبکې او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم دې موضوع ته پام کاوه او مراعتوله یې. په دغه وخت کې د ټولنې د بدلون په برخه کې زموږ لاسته‌راوړنې ډېرې وې، خو لا یې هم ډېر وخت ته اړتیا لرله. سره له دې چې موږ دغو ورکشاپو ته له ټولو ولسوالیو څخه ښځې او سړي را بلل، خو بیا هم زموږ د ټولو کارونو تمرکز د ولایتونو پر مرکزونو وو او په فرهنګي لحاظ مو د ښار او کلي ترمنځ یو ډول توپیر او واټن رامنځته کړی و چې تر ۲۰۲۴زېږدیز کال پورې مو باید په کلیو کې هم په فرهنګی او اقتصادي برخه کې کار کړی وای او یو بدلون مو رامنځته کړی وای، خو له بده‌مرغه وضعیت بدل شو.

په ټولنه کې هر رامنځته کېدونکی بدلون خپل پړاوونه لري او باید د پلان مطابق د وخت له اړخه په لنډمهال او اوږدمهال کې تطبیق شي. موږ په ولسوالیو او اطرافي سیمو کې د بدلون راوستلو په برخه کې له یو لړ ستونزو سره مخ وو. ستونزې دا وې چې په هغو سیمو کې چې تر ډېره طالبان پکې واکمن وو؛ په فزیکي لحاظ نه، بلکې په فرهنګي لحاظ یې حاکمیت درلود. هغو خلکو په دغو پروګرامونو کې ونډه نه اخیسته.

وروسته چې زمینه برابره شوه، طالبان د ښارونو په لور نږدې کېدل او ولسوالۍ او کلي یې نیولي وو. هغه وخت خلکو د طالبانو له وېرې په دغو پروګرامونو کې ونډه نه اخیسته. یو بل بحث، اقتصادي موضوع وه او خلکو په دغه ډول پروګرامونو کې ځانونه نه مصروفول؛ ځکه پر خپلو کارونو به لګیا وو.

بالاخره موږ دا وړاندیز وکړ چې کله تاسې ښځې او سړي دغو ورکشاپونو ته را غواړئ، د هماغې ورځې لګښت یې ورکړئ، چې هغوی خپل شخصي کارونه پرېږدي او ورکشاپ ته راشي. دې کار هم مثبته پایله ورکړه، خو د دې ټولو سره سره موږ بیا هم ډېر وخت ته اړتیا لرله.

که جمهوریت ښه کار کړی وای، تر ۲۰۳۰زېږدیز کال پورې به موږ په افغانستان کې د یو ستر فرهنګي بدلون شاهدان وو او هغه وخت بیا هېڅکله طالب نشو راتلای. له بده‌مرغه زموږ د رهبرانو خیانت، د سیاسي رهبرانو له خوا رامنځته شوې ستونزې او د هغوی غلطې او له ناپوهۍ ډکې کړنې د دې لامل شوې چې موږ خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې ماتې وخوړله.

ناپوه سیاستوال

لساني: تاسې وویل چې د افغان سیاستوالو ناسمې کړنې د اوسني وضعیت لامل شوې دي، ستاسې په نظر سیاسي ناپوهي څه ډول کړنو ته ویل کېږي؟

شهلا فرید: د افغان سیاستوالو یوه ناسمه کړنه دا وه چې د واک معتادان وو. ټاکنې به وشوې، خو د دې لپاره چې دوی خپل ناشروع واک وساتي، په پای کې به ټاکنې به بې‌پایلې وې او سمه پایلې به یې نه لرلې. کله چې یو سیاستوال پر دې پوهېږې چې خلکو رایې نه دي ورکړې، خو دی بیا په واک کې پاتې کېږي، دا سیاسي پوهه نه ده. دې کار نه یوازې پخپله ده ته؛ بلکې سیاسي ټولنې ته یې هم زیان رسېږي او دا هر څه موږ په سر سترګو لیدلي دي. دا په خپله سیاسي ناپوهي ده.

د سیاسي ناپوهي یو بل ډول دا دی چې سیاستوال د خپلو ځانونو لپاره ډېر لنډمهالي پلانونه جوړوي؛ یعنې یوازې د هماغه وخت لپاره پلان جوړوي چې دی د قانون مطابق په واک کې وي او هغه وخت کار کوي. کله چې هغوی له واکه لرې کېږي او یو بل څوک یې ځای نیسي، هغه بیا باید نوي پلانونه جوړ کړي. دا سیاسي ناپوهي او نامعقوله خبره ده. دې کار افغانستان ته هم تاوان درلود. ان که د کابینې یو وزیر د خدمت په نیمايي موده له دندې څخه لرې شوی وای او یو نوی وزیر راغلی وای، دغه نوي وزیر نوی پلان شروع کاوه چې دغه نوي پلان بیا هم زیاتې بودیجې او زیات ځواک ته اړتیا لرله او هم د پخواني وزیر ټول کارونه يې له صفر سره ضربول.

افغانستان هيڅکله دا ډول پرمختګ نه کوي؛ بلکې تل شاته پاتېږو. دا موضوعات د دې لامل شوي دي چې په افغانستان کې بدلون بريالی نشي او ډېر وخت ونيسي. که زموږ سیاستوالو سیاسي پوه او کړنلاره لرلای، موږ به تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې یو پرمختللی هېواد درلود.

بله موضوع دا وه چې سیاستوالو تر ډېره د خپل واک او قدرت تمرکز د خپلو هم‌فکره خلکو پر ځای پر خپلو خپلوانو کاوه؛ مانا دا چې که سیاستوال به د هر قوم و، خپل خپلوان او د خپل قوم خلک به یې پر ځان راټولول. تر ډېره یې د خپلو سیاسي ملګرو پر ځای په قوم باور درلود. دا هم سیاسي ناپوهي ده او په ټوله کې یې هغې ټولنې ته تاوان رسېږي چې د بدلون او تحول په لور حرکت کوي.

موږ په افغانستان کې داسې ځوانان لرل چې د تحول او پرمختګ پلوي وو او پخپله یې هم په ډېره چټکي د تحول، پرمختګ او خپل ذهن جوړولو پر لور حرکت کاوه. کله چې ځوانان د زده‌کړو په حال کې وي، ځينې ناسمې او ناپوه سیاسي کړنې پر هغوی ډېر ناوړه اغېز کوي.

زه به له دې ډېره متأثره کېدم چې ځينې ځوانان مې پېژندل چې ارګ ته به تلل او هلته به یې د ځینو مسالو له خاطره کار کاوه. ما به ورته ویل چې ارګ ته مه ځئ؛ تاسې هلته ضایع کېږئ او په فساد ککړېږئ. ځينو به یې ویل چې استاد پخپله زړه شوې او ارګ ته نشي تلای؛ نو ځکه موږ ته دا مشوره راکوي. زه څو ځوانان پېژنم چې ډېر لوستي، پوه او ځواکمن وو، خو کله چې د جمهوریت د فساد په وخت کې ارګ ته ولاړل، بیا له ارګ څخه روغ را و نه وتل.

په فاسد جوړښت کې په فساد ککړ شول، چې له دې ښکاري چې د سیاستوالو ناپوهي او ناسمې کړنې په ټولنه کې اغېزناک وګړي له منځه وړ‎ي او یا د افغانستان په څېر د سترې ټولنې د بې‌لارۍ سبب کېږي، چې همداسې و هم شول.

په افغانستان کې تعصب او تبعیض

لساني: تاسې په افغانستان کې په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې ډېر فعالیتونه کړي دي، تعصب او تبعیض څه ډول و؟

شهلا فرید: په افغانستان کې د قوم او ملیت اړوند تبعیض تر ډېره سیاسي و او په ټولنه کې يې ژورې ريښې نه لرلې. په ټولنه کئ دننه تعصب نه و. سره له دې چې که یې د «احمد شاه ابدالي» له وخته مطالعه کړو، زموږ سیاستوال په ټولنه کې قومي او قبیله‌یی ځواکونه دي. مثلاً؛ کله چې «احمد شاه درانی» واک ته ورسېد، له قوم څخه یې واک واخیست او قبیلې ته یې ورکړ. د «احمد شاه  ابدالي» د وخت ټول سیمه‌ییز حکومتونه د قبایلو مشرانو اداره کول؛ یعنې تر دې چې سیاسي واک یې په سیاسي پوهه ووېشه. هغه په دې کار کې یو ځانګړی هدف درلود؛ ځکه هغه نه غوښتل چې یو غټ قوم واک ته ورسېږي. هغه غوښتل چې واک ټوټه ټوټه وي او د قبایلو د مشرانو ترمنځ وېشل شوی وي، چې دې کار له یوې خوا ستونزې جوړولې او له بل اړخه که پر دې باندې دقیق کار شوی وای، تر دې ښه وه چې یو قوم دې په واک کې وي؛ ځکه کله چې یوه قبیله کوچنۍ کېږي، هره قبیله د یو ستر قوم غړې ده.

دا تر دې ښه ده چې یو داسې قوم چې د کمیت له اړخه کوچنی او د قدرت له اړخه حاکم وي او واک ونیسي، دا بیا ډېره دردونکې ده.

له بده‌مرغه د «امیر عبدالرحمان خان» په وخت کې د قبایلي حکومتولي ډول په قومي حکومتولي وواښت چې د پښتون قوم ډېر ملاتړ یې کاوه او هغوی یې په افغانستان کې د نورو موجودو وړو او کوچنیو قومونو پر وړاندې کارول. داسې چې ان امیر عبدالرحمن خان له خپلو نږدې خپلوانو سره د ودونو له لارې د قومونو ادغام هم پیل کړ. د نورو قومونو ښځه به یې خپل کور ته راوړه او د دې پر ځای چې د یو انسان په توګه د هغې درناوي وکړي، له هغې به یې د مينځي په توګه استفاده کوله. تاسې يې ګورئ چې له هماغه وخته له قومونو سره دا ډول چلند د ټولنیز تعصب پر ځای د سیاسي قومي تعصبونو لپاره زمینه برابروي.

ځينې هېوادونه له ټولنیزو تعصبونو څخه ډارېږي، خو په افغانستان کې بیا قومي تعصبونه موجود دي، چې دا قومي تعصبونه بیا سیاسي بڼه لري او زموږ سیاستوال هغو ته لمن وهي او ان تر دې چې خبره مذهبي تعصب ته رسېږي. مثلاً؛ کله چې موږ لویان شوو او ټولنه مو وپېژندله، موږ قومي او مذهبي تعصب نه پېژندل او یا مو ډېر کم پېژندل، خو اوسني ځوانان مو په مذهبي، ملیتي او قومي تعصب کې غرق دي.

کله چې ځوانې وو او مطالعه مو کوله، په موږ کې د ملیت او مذهب بحث هيڅ مطرح نه و، خو اوس پخپله ځوانان دې موضوع ته لمن وهي او په دې رنځ اخته دي؛ ځکه ټول چلندونه سیاسي شوي دي.

لساني: تاسې داسې پرتله وکړه چې په پخوانیو وختونو کې تبعیض او تعصب نه و، خو اوس موجود دی. تاسې همداراز د خپلو زده‌کوونکو یادونه هم وکړه چې هغوی ته مو ویلي وو چې ارګ ته دې نه ځي چې په فساد ککړېږي. غواړم چې په پخواني او اوسني وخت کې د تعصب او تبعیض د فضا په اړه له تاسې څخه ډېر څه واورم، چې په ټولنه او پوهنتون کې د ځوانانو او نخبه‌ګانو ترمنځ دغه فضا څه ډول و؟

شهلا فرید: هغه وخت  دا اجازه نه وه چې یو څوک دې له دې سره په ټکر کې وي او یا دا چې په دې اړه دې کوم غبرګون وښيي. د بېلګې په توګه؛ یو ستر قوم حاکم و او سیاسي واک یې درلود او په ټولو ځایونو کې همدوی واکمن وو؛ نو کله چې د کابل پوهنتون ته دننه کېدو، هلته اشرافیت موجود و.

اشراف هغه کسان وو چې په ټولنه کې په لوړ موقف کې وو. هغوی په ډېره ارامه فضا کې ژوند کاوه، خو کله چې د دې زمینه برابره شوه چې د نورو قومونو او د ټولنې ټیټ رتبه خلک هم پوهنتون ته داخل شي؛ نو دغه وخت په ټولنه کې هم قومي او سیاسي چلندونه رامنځته شول. بېلابېل ګوندونه واک ته ورسېدل. بېلابېلو سیاستوالو واک ونیو، چې د شاهي کورنیو پر پرتله یې پراخ لیدلوری درلود. بېلابیلو علمي او سیاسي ټولنو ته بېلابېل ټولنیز ترکیبونه دننه شول.

په دغه وخت کې ځينې سیاسي ټکرونه رامنځته شول چې هرې ډلې په خپله ګټه استفاده ترې وکړه؛ نو د یو قوم له خوا، چې تل په واک کې و، بېلابېلو سیاسي ټکرونو او مخالفتونو ته لمن ووهل شوه او ورو ورو دغه مذهبي او قومي تعصبونه ټولنې ته هم دننه شول او وده یې وکړه.

لساني:غواړم د یوې داسې څېړونکې په توګه چې کلونه دې په ټولنه کې څېړنه کړې، په ټولنه کې د قومي، مذهبي او جنسیتي تعصبونو د ريښو د له منځه وړلو په اړه ستاسې نظر واورم، چې څه ډول کولای شو دغه تعصبونه ختم او ريښې یې وچې کړو؟

شهلا فرید: له بده‌مرغه اوس په افغانستان کې دغه تعصبونه او تبعیضونه په ټولنیزو درزونو بدل شوي او ان ویلای شو چې پر ټولنیز بېلتون بدل شوي دي. کله چې یوه ښځه په ټولنه کې حذفېږي؛ نو له ټولنیز اړخه بېلتون او پرېکون رامنځته کېږي. فعلاً د افغانستان د مېرمنو یو نسل په ټولنه کې په نشت حساب دی او له زده‌کړو، کار او سیاست څخه لرې شوې دي او ان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم ورته ستونزمن دی.

موږ دې ته ټولنیز پرېکون وایو. ټولنیز پرېکون له همدې امله رامنځته شوی دی. همداراز ټولنیز درزونه هم د یو قوم د حاکمیت پر بنسټ رامنځته شوي دي. زه د افغانستان له خلکو سره په اړیکه کې یم او ډېره متأثره کېږم چې ځينې یې وايي:« استاد، کله چې موږ ادارو ته ځو، په پښتو نه پوهېږو او په فارسي خبرې کوو، دوی موږ له ادارو څخه باسي او خبره مو نه اوري.» یوه ستونزه دا ده چې دوی په فارسي/دري نه پوهېږي او بله ستونزه دا ده چې له تعصبه ډک چلند کوي.

په افغانستان کې ټولنیز پرېکون او په ټولنه کې درزونه رامنځته شوي دي او دا ډېر پراخ شوي هم دي؛ نو دا حالت ډېر ژر نشو بدلولای، ځکه دا شیان ډېر وخت غواړي.

د دې حالت سمول اوس په افغانستان کې پر یوې موخې بدل شوي دي. هغه قومونه ډېر زیانمن شوي دي چې د کمیت له اړخه یې د وګړیو شمېر کم دی او په ټولنه کې د سیاسي او ټولنیز ځواک له اړخه په ټیټه کچه کې دي. زه دا نه وایم چې خدای‌ مه کړه دوی د انسانیت له اړخه په ټیټه کچه کې دي، بلکې د واک او ځواک له اړخه په ټیټه کچه کې واقع دي؛ زیانمن دي او ډېر ژر قرباني کېږي او هغه قوم چې په واک کې دی، دا قوم سره له دې چې د کمیت له اړخه اقليت دی، خو د واک له اړخه دا ډېر وخت کېږي چې واکمن دی.

دوی کوښښ کوي چې دغې موخې ته ورسېږي. دوی هغه وخت له دغې ستونزې څخه د وتلو پلانونه جوړولای شي چې دا واک او واکمني نه وي او یوه بله واکمني حاکمه وي چې دغه وضعیت یې نه وي رامنځته کړی. موږ په دې واکمني کې په افغانستان کې د موجودو تبعیضونو په برخه کې مثبت بدلون نشو راوستلای؛ ځکه دغه واکمني پخپله د دغه وضعیت په رامنځته کولو کې ونډه لري.

د افغاني فمینیزیم کیسه

لساني: تاسې مخکې د فمینیزم په اړه خبرې وکړې او ومو ویل چې په دې اړه مو کتاب هم لیکلی دی، خو د چاپ او خپرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې، کېدای شي چې د همدې موضوع په اړه وغږېږئ او ووایاست چې ولې د «فمینیزم» کتاب ته د چاپ اجازه ور نکړل شوه؟

شهلا فرید: په افغانستان کې فمینیستي مطالعات له نورو بشري ټولنو سره ډېر توپير لري. فمینیستي یا د ښځې په محوریت حرکتونه په اروپا کې پيل شوي دي؛ په هغه اروپا کې چې اوس هم ښځې له ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ دي. سره له دې چې ډېره ښه قوانين لري او باید د ښځو ستونزې حل شي، خو بیا هم په ټولو بشري ټولنو کې له جنسیتي اړخه ستونزې موجودې دي؛ ځکه دا ټولنیزې مسالې دي.

کله چې په ټولنه کې دغه ټولنیزې پدیدې پخپله د انسانانو له خوا رامنځته کېږي، په کم وخت کې يې له منځه وړل ستونزمن دي او ان ناممکن دي. کوم مطالعات چې موږ په افغانستان کې پیل کړل، دلته فمینستي خوځښتونه موجود وو. موږ یوازې په اسلامي فمینیزم کار کاوه او د راډیکال او یا هغه فمینیزم په اړه مو کار نه کاوه چې په اروپا کې رامنځته شوی و. نه په افغانستان کې دې ته مناسب فرصت برابر و او نه هم ټولنه دې ته چمتو وه چې لیبرالیست فمینیزم ومني. موږ په افغاني ټولنه کې لیبرال فمینیزم نشو عملی کولای؛ ځکه هغه له دین سره نه جوړېده.

موږ په اسلامي فمینیزم کې په مطالعاتو پیل وکړ. مثلاً؛ کله چې مې لومړی ځل د فمینیزم په اړه یوه مقاله لیکله، ما د مصري عالم «شېخ عبده» مقالې ولوستې او د هغه له مقالو څخه مې الهام اخیست. هغه پخپله یو مسلمان فمینیست دی. د دې ترڅنګ به مې د ایران له مطالعاتو الهام اخیست؛ ځکه ایران پر اسلامي فمینیزم زیات کار کړی و او موږ د ایراني مېرمنو له عملي لیکنو او مقالو څخه الهام اخیست.

تر دې وروسته موږ په افغانستان کې په دې برخه کې کار پیل کړ. ما د یو ټولنیز خوځښت او حرکت په توګه پر فيمنيزم د افغان ښځو لپاره کار کولای شو. سره له دې چې زما باور دا دی چې ښځه دویم جنس نه دی، بلکې ښځه پخپله یو ځواک دی. دا زما خپل فکر دی او له ما سره دی، خو په افغانستان کې ښځو په ډېره اساني دا منلې وه چې ښځې دویم جنس دي. کله چې د ښځو یوه ستره ټولنه دا ومني چې زه دویم جنس یم، د ښځو د هغې ټولنې د بدلون لپاره باید ډېر زیات کار وشي؛ نو کله چې مو له ښځو سره کار شروع کړ، موږ له هغوی سره په لیبرال فمینیزم کار نشو کولای.

موږ مجبور وو چې له هغوی سره په اسلامي فمینیزم کار وکړو چې هغوی دا ومني او توافق پرې وکړي چې زه هم د سړي په څېر یو انسان یم؛ حق لرم او دویم جنس نه یم. هغوی دا ومني چې زه هم د خلقت په لحاظ یو انسان یم او سړی هم  یو انسان دی. ان لوستو ښځو ته هم د دې موضوع ور فهمول ډېر سخته خبره وه.

زه پخپله هم په حقوقو  پوهنځي کې له دې ستونزې سره مخ وم. ان هغو ښځو چې له ما سره یو ځای درس لوستی و او د علمي کادر غړې وې او له ما سره یې درس ورکاوه، هغوی هم زه نشوم منلای. ما ته به یې ویل: « په خپل کور کې ارامه کېنه، راشه خپل درس ورکړه او معاش واخله. ولې داسې کوې؟»

کله چې به زه رسنیو ته تلم؛ خپل نظر به مې څرګنداوه او له هغوی سره به مې مرسته کوله، له رسنیو څخه تر راتګ وروسته به یې له ما څخه پوښتل چې د هرې مرکې په بدل کې تا ته څومره پیسې درکوي؟ یعنې هغوی ته د دې منل هم ډېره سخته خبره وه چې زه نظر د خاوندې په توګه خپل نظر او فکر نه خرڅوم او د ټولنې د بدلون لپاره کار کوم، خو ما خپل ځان ته دا حق او صلاحیت ورکاوه چې ولاړه شم او خپل نظر څرګند کړم؛ ځکه زه هغه حد ته رسېدلې یم او ټولنه مې پېژندلې ده چې په اړه یې نظر څرګند کړم.

ما به ویل: « که ته په یو شي وپوهېږې او له رسنۍ سره مرسته وکړې، پیسې ترې اخلې؟ زه خو څه شی نه ترې اخلم، تر هغه چې که زما شرایط داسې وي چې له رسنیو سره د مرستې لپاره پیسو ته ضرورت ولرم او هغوی ته ووایم چې هغه وخت کار درسره کوم چې ما ته پیسې راکړئ، بیا د هغې رسنۍ د سیاستونو تابع کېږم او نشم کولای چې د هغې رسنې د سیاست خلاف خبرې وکړم.»

دا ستونزې موجودې وې. له همدې امله ما له اسلام‌پلوه فمینیزم څخه پیل وکړ. ما په «فمینیزم» کتاب کې فمینیستي حرکتونه؛ یعنې هغه حرکتونه چې په افغانستان کې ښځو د خپل ځان د بدلون لپاره ترسره کړي وو، یاد کړي وو او په یو ډول مې په اروپا کې له موجودونو حرکتونو او خوځښتونو سره پرتله کړي وو. وروسته مې د هغو توپیرونه  هم څرګند کړي وو. زه هيڅکله نه غواړم چې په ټولنه کې د خپلو حقونو او موقف لپاره د اروپايي ښځې په څېر کار وکړم.

موږ د خپلې اسلامي ټولنې ارزښتونه او ځانګړنې په پام نیولې وې او د هغو په رڼا کې مو د ښځو د وضعيت د بدلون او تحول لپاره کار کاوه. همدا لامل و چې ما خپلې لیکنې د ښځو پر اسلامي حقونو پیل کړې؛ ځکه د افغان ښځې ان د واده، رضایت او مهر له ډېرو  لومړنيو حقونو، چې اسلام ورکړي دي، هم بې برخې دي. پر دې مساله مې باید ډېر زیات کار کړی وای چې یو ښځه د خپل ژوند د ملګري د انتخاب او ټاکلو حق لري.

که د خپل اوسني ژوند په اړه ووایم، موږ دا ټول فعالیتونه وکړل، خو افغانستان مو پرېښود. اوس په یوه داسې نکته کې یم چې د افغانستان لپاره کار کوم، خو عملاً د افغانستان په بدلون کې ونډه نشم اخيستلای. اوس هم خپل علمي کارونه کوم. فعلاً هم څېړنه کوم او د امریکا په نیوجرسي کې د «Rutgers» په نوم یو ستر پوهنتون کې د سکالر په توګه کار کوم. اوس غواړم په هغو کورنیو کې د کورني تاوتریخوالي په اړه څېړنه وکړم چې د اګسټ له پنځلسمې وروسته امریکا ته راغلې دي او په ځانګړې توګه په نیوجرسي کې مېشتې دي.

له همدې امله غواړم هلته یوه څېړنه وکړم چې قانون او سیستم ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې ځينې اسانتیاوې رامنځته کړم؛ یعنې دلته هم زما کارونه افغان ښځو او کورنیو ته ګټور دي.

لساني: استاد تاسې مخکې د فمینیزم په اړه لنډې خبرې وکړې، اوس غواړم وپوهېږم چې په افغانستان کې فمینیستي حرکتونه او ښځې له یو او بل سره څه ډول همغږې کولای شو؟

همداراز تاسې وایاست چې اسلامي فمینیزم ښه دی، د اسلامي فمینیزم او لیبرال فمینیزم تر منځ توپیر روښانه کړئ.

شهلا فرید: په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د فمینیستو ښځو او فمینیستو سړیو بېلابېلو ډلو یو لړ حرکتونه درلودل، خو په ټوله کې د ټولنې روحیه له دې پدیدې او اصطلاح سره مخالفه وه؛ ځکه د دې اصطلاح د پېژندنې په برخه کې ډېر لږ کار شوی و او د روڼ‌انده پدیدو له ډلې ګڼل کېده. په افغانستان کې د روڼ‌اندي له پدیدو سره ډېر مخالفت موجود و او دی. په ځانګړې توګه، د افغانستان روحاني طبقې، لږ سواد درلودونکې طبقې او په فرهنګي لحاظ ورسته پاتې طبقې له دې پدیدې سره مخالفت درلود.

هغوی له نویو ټولنیزو پدیدو سره، چې په یوویشتمه پېړۍ کې افغانستان ته را واردې شوې وې، مخالفت درلود. نويو ټولنیزو پديدو، په تېره بيا نړيوال کېدو ته، د ټولو هېوادونو پولې پرانيستې وې.

د دغو پدیدو د پراختيا او په ټولو ټولنو کې د خپرېدو یو لامل پخپله نړیوالتوب و، چې موږ هم د نړیوالتوب پر لور روان وو. که د نړيوالتوب مخه نیول شوې وای که نه، خو ښه خبره دا وه چې هغو کسانو باید دې ته زمینه برابره کړې وای چې د ټولنې ټولنیز مسايل یې مدیریت کول. تر زمینې برابرولو وروسته د خپلې ټولنې ارزښتونو ته په پام باید دغه نوې ټولنیزې پدیدې رامنځته شوې وای.  په افغانستان کې یوه بله ستونزه دا وه چې د افغانستان ټولنپوهانو هيڅکله د مسوولیت احساس و نه کړ، چې نویو ټولنیزو پدیدو ته زمینه‌سازي وکړي، خو د دې برعکس یې د خپلو نظرونو په څرګندونو سره یوازې د دغو پدیدو د اصلي او کلیدي مفهومونو په تخنیکي اړخ بحث کاوه او هيڅکله یې په دې اړه بحث ته زمینه‌ نه برابروله چې په یوه ټولنه کې څه ډول یو ډله خلک نوې ټولنیز پدیدې مني او یا یې مخالفت کوي.

ښايي ټول «شفیقه جانه حبیبي» وپېژني. هغه د افغانستان یوه ډېره پېژندل شوې خبریاله ده، چې اوس په افغانستان کې د مریضي پر بستر پرته ده. زه له همدې ځایه هغې ته سلام او درناوی وړاندې کوم. هغې یو پروډکشن درلود چې په ټولنه کې د روڼ‌اندي او د ټولنې د بدلون لپاره یې هلته ځينې خپرونې ثبتولې او د بېلابېلو انځوریزو رسنیو په واک کې یې ورکولې او بیا به خپرېدې.

موږ یو ځل له «شفیقه جانې» څخه وغوښتل چې د فمینیزم په اړه بحث وکړو؛ ځکه د فمینیزم اصطلاح افغانستان راغلې وه او ځينو ښځو او سړیو په دې برخه کې کار کاوه او دې اصطلاح خپل پیروان لرل. موږ چې کلونه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د افغانستان د ټولنیزو او اخلاقي ارزښتونو د ساتنې لپاره کار کړی و، د فمینیزم له پدیدې څخه نشو منکرېدلای.

موږ د لیکوالو، څېړونکو او هغو کسانو په توګه چې په ټولنه کې مو د مسوولیت احساس کاوه، دا دنده لرله چې لومړی دا ښکارنده خلکو ته ور وپېژنو؛ ځکه خلک له دغې پدیدې څخه د یوې کفري او د لویدیځې ټولنې د یوې پدیدې په توګه ډارېدل؛ نو لومړی باید دا ښکارنده خلکو ته عادي شوې وای چې موږ په ټولنه کې هغې ته ځای پیدا کړی وای.

یو پروګرام مو جوړ کړ چې زه هم پکې وم. موږ په دغه پروګرام کې د فمینیزم ځینې مفهمونه توضیح کول او موخه مو دا وه چې څه ډول په افغانستان کې فمینیستي خوځښتونو ته زمینه برابره شي چې زموږ له دیني او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې واقع نشي؛ ځکه دا تجربه په مصر، سوریه، مالیزیا، اندونیزیا او ایران کې هم شوې وه.

بالاخره موږ دې پایلې ته ورسېدو چې په افغانستان کې د ایران له اسلام‌پلوه فمینیزم څخه الګو واخلو او هغه عملي کړو. کله چې موږ دغه پروګرام د خپرولو لپاره رسنیو ته وړاندې کړ، له بده‌مرغه هغوی وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغسې موضوع‌ګانو د خپرولو اجازه نه ورکوي. دقیق مې نه یادېږي چې هغه وخت څوک د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر و، خو چې هر څومره مو کوښښ وکړ په رسنیو کې د هغه پروګرام د خپرېدو اجازه مو ترلاسه نشوای کړای. په پایله کې هغه پروګرام همداسې پاتې شو. وروسته موږ د مدني ټولنې له لارې کار وکړم.

لومړی ځل مو وغوښتل چې د فمینیزم بحث د «مقاله‌لیکنې»، «څېړنې» او «کتاب» له چوکاټ څخه را وباسو او ټولنې ته یې دننه کړو. ما، حمیرا جانې ثاقب او د پارلمان یوې وکیلې، چې له بده‌مرغه اوس مې یې نوم هېر شوی دی؛ ځکه څو کاله تېرشوي دي، د پولي‌تخنیک پوهنتون په ایډیټوریم کې د ځوانانو د بنسټونو په مرسته یوه ستره ناسته جوړه کړه چې ډېرو نجونو او هلکانو پکې برخه اخیستې وه.

لساني: دا ناسته په کوم کال کې جوړه شوه؟

شهلا فرید: فکر کوم د ۲۰۱۱ زېږدیز کال و. کله چې مو په دغه بحث کې ګډون وکړ، هلته ډېرې جالبې پوښتنې وشوې چې ځینې وخت به انسان ته د هغه بحث زغمل ډېر سخت و، خو موږ به په ډېره ارامي او درناوي سره ځوابولې. د دغې ناستې ټول ګډون کوونکي ځوانان وو او ما د پوهنځي تجربه هم لرله او پوهېدم چې ځوانان د دغسې مسایلو په اړه ډېر احساساتي چلند کوي؛ نو مې ډېر ذهني چمتووالی درلود.

بالاخره ما او حمیراجانې ثاقب دې پایلې ته ورسېدو چې د فمینیزم عمومي بحث باید په بېلابېلو ټولنو د هغو ټولنو د ارزښتونو په ساتلو سره مطرح شي. ښه دا ده چې دا ښکارنده د رټلو پر ځای ټولنې ته ور وپېژندل شي. ځوانان هم پر دې باور شول چې فمینیزم باید وپېژندل شي. ډېرو ځوانانو د فمینیزم په اړه دا تحلیل درلود چې انسانان د ګمراهي او بې‌لاري په لور بیایي.

دا هغه مکتب دی چې تر ډېره د نارينه او ښځينه جنسيت ترمنځ پر اړیکو بحث کوي. تر ډېره د فمینیزم د مکتب په جنسيتي بحث خبرې اترې کېدې، خو کله چې دغه ټولنیزه ښکارنده ټولنې ته دننه کېږي، ټول بحثونه پکې شاملېږي. ځينو خلکو د دې پرځای چې د دغه مکتب د اساسي او بنسټي مفهومونو په اړه بحث وکړي، تر ډېره یې جنسیت پکې مطرح کاوه. دغه مکتب د ښځو د حقونو پر ترلاسه کولو، برابروي او دې بحث کوي چې ښځه د ټولنې د فعال غړي په توګه په ټولنیزو او سیاسي چارو کې بنسټي ونډه ولري.

کله چې په اروپايي ټولنه کې فمینیزم مطرح شو، هغوی له هماغې لومړۍ نکتې پیل کړی و. کله چې موږ وایو چې ښځه او سړی سره برابر دي؛ یعنې په هر لحاظ باید برابر وي. هلته هغوی د کوم دین یا داسې قاعدې پر وړاندې، چې د دوی له دایرې بهر وي، مسوولیت نه درلود چې هغو مقید او را محدود کړي. اسلامي ټولنو ته به حتماً فمینیزم راځي، خو د اسلامي ټولنو معیارونه دا دي چې فمینیزم به د اسلامي ټولنو د معیارونو پر بنسټ رامنځته کېږي؛ نه دا چې موږ اسلامي ارزښتونه په فمینیزم کې محوه کړو. همدا زموږ موخه وه.

ما په افغانستان کې تل په همدې معیار پر فمینیزم کار کړی دی. له همدې امله، ما خپل لومړی کتاب د «حقوق انسانی زن» په نوم ولیکه او په دې فکر کې شوم چې ایا اسلام ښځې ته حقوق ورکړي دي که نه. په دیني متنونو او احکامو کې په ډېره اساني سره دا موندلای شو چې په اسلام کې ښځه او سړی له مساوي حقونو برخمن دي.

له هغه وروسته مې دلته د «برابري او ورته‌والي» بحث مطرح کړ. کله چې موږ وایو چې ښځه او سړی په ټولنه کې مساوي حقونه لري، زموږ موخه ورته‌والی نه دی؛ ځکه په اسلام کې د ښځو او سړیو حقونه د هغوی د وړتیاوو او ظرفیتونو پر بنسټ وېشل شوي دي او زموږ تر ارادې د یوې لوړې ارادې له خوا تنظیمېږي. له همدې امله مې تر ډېره د ښځو د اسلامي حقونو اړوند کتابونه ولیکل او هغه مې د جنډر او فمینیزم مکتبونو په څېر له نړیوالو قوانینو او قاعدو سره پرتله کړل.

ما او د ښځو هغې ډلې چې په یو نېک نیت یې په دې برخه کې کار کاوه د افغانستان په روڼ‌انده ټولنه کې دا ښکارنده دود کړه. موږ هيڅکله داسې نه غوښتل چې د افغانستان په څېر اسلامي ټولنه کې فیمینزم ته د کار کولو له لارې «لیبرال فمینیزم» دود کړو.

کوم بحث چې په اروپايي ټولنه کې رامنځته شوی و، اروپا او لویدیځ ته به مناسب و، خو افغانستان ته هيڅکله مناسب نه و. له همدې امله مو هيڅکله په افغانستان کې په سترو ناستو کې دا نشول ویلای چې زه یوه فمینیسته یم؛ ځکه چې د اسلامي ټولنې ارزښتونه مو ساتلي وو او د هغو ارزښتونو په رڼا کې مو د افغانستان د ښځو د وضعیت بدلولو لپاره کار کاوه، خو هغوی زما له حرکتونو پوهېدل چې زه یوه «مسلمانه فمینسته» یم چې دې ښکارندې ته د لویدیځ د لیدلوري پر ځای تر ډېره له اسلامي لیدلوري ګورم.

سره له دې چې ما د بشر حقونو د فعالې په توګه خپلې پلټنې کولې، خو ډارېدم چې په ټولنه کې هغه موقع هم له لاسه ور نه کړم چې له دیني او نورو ښو موقفونو مې په ټولنه کې د بدلون لپاره کار کولای شو. کله چې به مو د جنس یا جنسیت په اړه خبرې کولې، تر ډېره به مو خپلې خبرې په دې متمرکزولې چې ولې نجونې په بدو کې ورکول کېږي؟او کله چې به مو اسلام ته مراجعه کوله، هلته به په تېره بيا د کورنۍ د فقهي په برخه کې دا نشول پیدا کولای چې «نجلۍ د نجلۍ په بدل کې» ورکول شي. د «بدل واده یا نکاح» په اسلام کې حرامه ده او دا بحث به مو د جنډر په بحث «د ښځو د حقونو ورته‌والي» کې مطرح کاوه.

له وخت څخه مخکې ودونه هم همداسې وو. کله چې به یوه ماشومه نجلۍ ودېدله؛ نو دا چې د ماشومې نجلۍ رضایت په حقوقو او شرع کې اعتبار نه لري، د دې زمینه به برابرېدله چې ووایو چې د ماشومانو ودول جواز نه لري او یا په هغه واده کې چې رضایت نه وي، هغه واده باطل دی. موږ په دغو مسالو کار کاوه. همداراز د میراث د حق خبره، چې غیرمسلمانان په سلام کې د ښځو د میراث پر حق نیوکه لري، خو موږ پر دې کار کاوه چې اسلام مسلمانې ښځې ته د میراث حق ور کړی دی او په افغانستان کې کورنۍ ښځو ته میراث نه ورکوي.

موږ پر دې هم کار کاوه چې ښځه څه ډول خپل هغه حق ترلاسه کولای شي چې اسلام په میراث کې ورکړی دی، خو تل یې خپل حق نه دی ترلاسه کړی او ترې بې برخې وي. همداراز د «مهر» بحث هم مهم و؛ ځکه د واده په بدل کې «مهر» ضرور دی او د نکاح د صحت یو مهم شرط دی. په افغانستان کې به «مهر» ټاکل کېده، خو ښځې هيڅکله له خپل «مهر» څخه د خپل ملکیت په توګه استفاده نشوه کولای.

د حقونو برابري او په اسلام کې د ښځې حقوقو په بحثونو کې به زما او د ښځو د حقونو د نورو فعالانو ترمنځ بحث همدا و چې موږ  د مسلمانو ښځو په توګه په افغانستان کې له خپلو اسلامي حقونو بې برخې یو. د طالبانو په واکمني کې یې هم وګورئ چې د اسلامي احکامو په نوم پر ښځو ځينې داسې شیان تحملېږي چې هغه اصلاً په اسلام کې موجود نه دي.

په اسلام کې د ښځې «سنګ‌سار یا رجم» نشته او لومړی ځل هم یوه یهوده رجم شوې ده چې د هغه مبنا هم له یهودیت څخه اخیستل شوې ده، خو د قران کریم په هيڅ ځای کې ان د رجم په اړه یوه کلیمه هم نشئ پیدا کولای. تازه طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې موږ د سنګ‌سار حکم عملي کړ. پر یوه مجرم په هيڅ اسلامي هېواد کې دېوال نه چپه کېږي، خو طالبان یې کوي، چې دا د اسلام له اصولو او احکامو سره په ټکر کې دي. د قصاص او د زنا حد هم خپل ځانګړي شرایط لري او هغه وخت پلي کېږي چې عدالت موجود وي. تاسې لږ ځير شئ، په نننیو شرایطو کې یو عادل قاضي یا عادله محکمه هم نشته چې د قصاص او زنا حد عملي کړي. دا هغه مسالې وې چې ما پخپله پرې کار کاوه.

لساني: تاسې وایاست چې په اسلام کې د سنګ‌سار په څېر موضوع‌ګانې نشته؛ طالبان وايي چې په اسلام کې دا شیان شته او کله چې د بشر حقونو فعالان په نړۍ کې د دې مسالو په اړه خپل غږ پورته کوي، نړۍ وايي چې د طالبانو چلند ستاسې په فرهنګ او دین کې دی؛ نو هغه کړنې چې اوس یې طالبان په ډېر وحشي ډول ترسره کوي، له کومه ځایه سرچینه اخلي؟

شهلا فرید: زه دا نه وایم چې په دین کې نشته، په دین کې شته خو هغه قواعد چې په یوه انساني ټولنه کې پلي کېږي، د وخت په تېرېدو سره بدلېږي. مثلاً؛ که د جزا او جرم‌پېژندنې برخې ته ځیر شو، د ټولنې په ودې او پرمختګ سره د جرمونو د ترسره کېدو ډول هم توپیر کړي او نور اړینه نه ده چې مجرم پخپله په خپل جرم اعتراف وکړي چې دا کار یې کړی دی که نه؟

اوس داسې وسایل موجود دي چې د مجرم جرم ډېر ژر پرې ثابتېږي، ان د هغه اعتراف او اقرار کولو ته هم هيڅ اړتیا نه پېښېږي او سل سلنه یې په اسنادونو پرې ثابتوي. کله چې موږ دې بحث ته راځو؛ نو دا چې په اسلام کې د حد د تطبیق معیارونه شاهدي ورکول دي، هغه بیا دا شیان تر سوال لاندې راولي. اوس په یوه ټولنه کې د زنا د ترسره کېدو شرایط دومره مساعد شوي دي چې دا ډېره سخته ده چې یو سړی دې اقرار وکړي او یا دې هم شاهدان د هغه په عمل شاهدي ورکړي؛ نو پر همدې اساس اوس د حد د عملي کېدو د اصلي دلیل شکل بدل شوی دی، موږ څه ډول حد پلي کولای شو؟

زه بیا هم وایم چې په اسلام کې د سنګ‌سار او رجم بحث نشته. اسلام د ښځې د سنګ‌سار یا رجم بنسټګر نه دی. دا د یهودیت په نوم له یو بل دین څخه اخیستل شوی او کله چې حضرت محمد «ص» هغه وخت پر یوې یهودي ښځې پلي کړ، هم د هغې خپل دین څخه یې ورته را واخیست او پرې پلي یې کړی؛ یعنې پر یهودي ښځې د خپل یهودي دین مطابق د سنګ‌سار جزا پلې شوه.

نو کله چې تاسې قران کریم او احادیثو ته مراجعه کوئ، په صراحت سره د ښځې سنګ‌سار یا د دېوال چپه کول نشئ پکې پيدا کولای؛ ځکه دا مجرم ته د جزا ورکولو هيڅ داسې لار نه ده چې مجرم دې د اصلاح خوا ته ولاړ شي یا دې بیا اصلاح شي. پر یو داسې مجرم یې دېوال چپه کاوه چې لواطت یې کړی و، چې نور خلک پند ترې واخلي، په داسې حال کې چې اوس د ټولنې د اصلاح کولو لپاره نورې لارې شته او د دېوال چپه کېدو ته هيڅ اړتیا نشته.

تاسې وګورئ چې که لس کاله نور کار وشي، تاسې به هيڅ داسې دېوال پیدا نه کړئ چې په فقه کې تعریف شوی دی؛ ځکه ټول به له ګاډرو او سیخونو څخه جوړېږي. هغه دېوال به څه ډول پر مجرم ور چپه کوئ؟ کله چې د جزا د پلي کولو شرایط موجود نه وي او د ټولنې په پرمختګ سره بدل شوي وي؛ نو د جزا ډول هم بدلون بدلېدای شي. دا اسلام ته هيڅ مشکل نشي پېښولای او دا د طالبانو یو وروسته‌پاتې لیدلوری او فکر دی چې د پاکستان له دیوبندي مدرسو څخه اخیستل شوی دی او طالبان یې اوس په افغانستان کې پلي کوي.

لساني: طالبان  دا ستونزې څه ډول حل کولای شي؟

شهلا فرید: طالبان باید ژر تر ژره له دین څخه یو واحد تفسیر وکړي او دا مسوولیت اصلي عالمانو ته ور وسپاري. همداراز دوی چې فتواوې صادروي، باید پر دې وپوهېږي چې د هر ملا فتوا، فتوا نشي کېدای. اسلام د هغه چا شخصیت تعریف کړی دی، چې فتوا صادروي.

ایا هغه څوک چې فتوا صادروي هغه دا ځانګړنې او علمي معیارونه لري که نه؟ طالب هغه وخت ځان اصلاح کولای شي چې هم د خپل تفسیر او هم د فتوا سرچینه واحده او علمي کړي. له دې پرته، دوی د دین خلاف احکامو په پلي کولو سره نور هم خپل عمر لنډوي. دوی پر دې نظر دي چې د خپل خدای د رضا او جنت ته د تللو لپاره دا کار کوي، خو داسې نه چې دوی خپل ځان ته د جنت پر ځای د دوزخ دروازې پرانیزي.

د فرخندې د قتل دوسیه

لساني: استاد، فکر کوم چې همداسې به وي. تاسې د فرخندې د قاتلانو د پيدا کولو کمېسیون غړې هم وئ، په دې اړه مو خپلې خبرې او د سترګو لیدل حال څه دی؟ هغه وخت څه پېښ شول؟ ایا د فرخندې قاتلان د خپلو کړونو په سزا ورسېدل؟ حق، حقدار ته ورسېد که نه؟

شهلا فرید: زه چې د کوم کمېسیون غړې وم، هغه اجرایوي کمېسیون نه و او یوازې څارنه یې کوله؛ ځکه دا یوازېنی جرم و چې په خلاصه ټولنیزه فضا کې شوی و. د افغانستان د جزا او جرم‌پېژندې په تاریخ کې داسې پېښه نه وه شوې؛ نو ډېرې هڅې وشوې چې د عدلي او قضیايي دستګاه‌ ترڅنګ پولیس هم په دې برخه کې کار وکړي او د ولسمشر په حکم یو کمېسیون هم وټاکل شو.

هغه کمېسیون ته زه د مدني ټولنې د غړې په توګه ور معرفي شوم او عضویت مې یې درلود، چې وضعیت له نږدې وګورم چې څه پېښ شوي دي او واقعیت څه دی؟ زموږ ترڅنګ پولیس او جرم‌پېژندونکي هم وو چې د جرم د پېښېدو ځای یې هم په مسلکي لحاظ مطالعه کاوه.

موږ هم هغه کسان وو چې په دې برخه کې مو زده‌کړې کړې وې او تر یو بریده مو د جرم د اصلي عاملانو د پېژندلو لپاره زمینه مساعدولای او مرسته کولای شوه. واضح ښکارېدل چې په افغانستان کې ستر ټولنیز درز او بېلوالی موجود دی. لا هم د افغانستان نارینه ټولنې ځان ته دا حق ورکاوه چې که یوه ښځه یا نجلۍ په ټولنیز چاپېریال کې کوم جرم ترسره کړي، سړي بايد هغه مجازات کړي.

که د فرخندې پر ځای یو سړی وای، سړیو خپل ځان ته دا حق نه ورکاوه چې هغه ته جزا ورکړي. دا د یوې نرواکه ټولنې هغه وروستی حد ښيي چې لا هم ښځې ته د وسیلې په سترګه ګوري. په داسې حال کې فرخنده د قران کریم حافظه وه؛ له دیني مدرسې فارغه شوې وه او داسې یوه څوک وه چې د هغو خرافاتو پر وړاندې یې مبارزه کوله چې د افغانستان ښځو او سړیو به ترسره کول او زیارتونو ته به تلل. هغې ښځې روښانتیا ته رابللې او ورته ویل یې چې له داسې خرافاتو لاس واخلئ!

د مسجد ملا چې کله دې موضوع ته متوجه شو چې د فرخندې په دې کار سره ښځې روڼ‌انده کېږي او د هغوی په روڼ‌اندي سره بیا ملا تعویذ نشي ورکولای او مزد یې نشي اخیستلای؛ نو د هغې کار یې د خپل کاروبار په زیان ولید او د فرخندې پر وړاندې داسې پلان جوړ کړ.

کله چې یو ډله احساساتي ځوانان ونیول شول، یو نفر یې شل کلن او دوه نفره چې په زیات کې وو، عمر یې زیات و، د پاتې نورو ټولو کسانو عمرونه تر پنځلسو کلونو ټیټ وو. له دې معلومېږي او لیدل کېږي چې کورنۍ د خپلو اولادونو په روزنه کې څومره وروسته‌پاتې دي او ښوونځي څومره ستونزې لري. د ښوونځي په ټولګیو کې ولې باید بې‌مسوولیته ځوانان وي؟

په ټوله کې پخپله ټولنې ځوانانو ته داسې چاپېریال برابراوه چې دوی پر خپل یو وطنوال او یو انسان باندې داسې وحشي برید وکړي او هغه له منځه یوسي. تر دې ور هاخوا چې هغه یوه لوستې او مسلمانه نجلۍ وه، موږ دلته ډېر ټولنیز درزونه وموندل. د فرخندې د وژلو او سوځولو د جرم په څېر د نورو جرمونو په ترسره کولو کې نه یوازې دا چې فکري او روزنیر جوړښتونه دخیل دي، بلکې ښاري جوړښت هم پکې خپله ونډه لري.

ولې دې ټول ځوانان د سړک پر سر ګاډۍ‌ چلوونکي وي؟ ولې ځوانان د سړک پر شیان پلوري؟ دا ډول بدې پېښې لکه فرخنده چې ووژل شوه، د ځوانانو له مطلقې بې‌کارۍ او نالوستي او په افغانستان کې د سړیو له حاکمیت څخه سرچینه اخلي.

موږ په افغانستان کې یو ستر ټولنیز فکري بدلون ته اړتیا لرله، البته اوس هم ورته اړتیا لرو چې کار پرې وکړو. موږ پرې کار کاوه او کار مو هم وکړ او قاتلان مو محکمې ته ور معرفي کړل، خو دا چې جزا ورکړل شوه که نه، هغه بیا بېل بحث دی. زه پخپله د اعدام مخالفه يم، خو د قصاص مخالفه نه یم او که پلي کېږي هم باید د دین د شرایطو مطابق پلي شي، نه داسې چې طالبان یې ترسره کوي.

که قصاص د دین مطابق عملي شي، د هېچا حق نه خوړل کېږي، خو په اعدام کې داسې ستونزې موجودې دي چې د حقونو د نقض کېدو لامل کېږي. زه د اعدام د منع کېدو لپاره د عدالت‌غوښتنې ډلو غړې وم. هلته ډېرو خلکو ویل چې حد اقل باید درې یا څلور نفره اعدام شي، په داسې حال کې چې د اعدام د تطبیق شرایط ډېر سخت وو؛ ځکه دا نه وه معلومه چې چا اول فرخنده وژلې ده؟ ایا فرخنده له سوځول کېدو مخکې وژل شوې وه که له سوځول کېدو وروسته؟ داسې ستونزې په عدلي طب کې هم موجودې وې او تر پایه یې داسې څرګند نظر وړاندې نشو کړای چې د جرم په ثابتولو کې مرسته وکړي؛ ځکه یوه ډله ځوانان د هغې په وژلو کې دخیل وو او د محکمو روحیه هم داسې وه چې باید ټولنیز حساسیت په پام کې ونیول شي، چې په دې ډول بیا عدالت نشو پلي کولای.

د فرخندې کورنۍ هيڅکله هم ارامه نشوه چې د هغې قاتلانو ته داسې سزا وټاکل شي چې مور، پلار او ورور یې د ارامي احساس وکړي. تر وروستيو ورځو زما ورته پام و چې د فرخندې وارثانو رضایت نه درلود؛ نو کله چې وارثان د عدالت په پلي کولو قناعت و نه لري، څه ډول عدالت به پلي شوی وي.

لساني: تاسې وویل چې عدالت تأمین نشو او د فرخندې کورنۍ هم له محاکمې څخه راضي نه وه، ستاسې په نظر او خپل د سترګو لیدلي حال ته په کتو د دې ستونزې اصلي سرچینه چېرې وه؟

شهلا فرید: هم د څېړونو په وخت کې ستونزې موجودې وې او هم د حکم د صادرولو په وخت کې مشکلات وو. کومې ستونزې چې د جرم د پېژندلو په برخه کې موجودې وې، د هغو لامل دا و چې له تخنیکي اړخه په ښه شکل کار و نشو چې حداقل دا ثابته کړي چې هغه په لومړۍ تيږه تر لګېدو ورسته مړه شوه؛ پر سړک باندې په موټر پسې د کشولو په وخت کې مړه شوه او یا ښايي سوځول یې د مرګ لامل شوي وي.

هلته درې ډوله جرمونه شوي وو او هيڅ یو هم ثابت نشو چې چا ترسره کړی دی؟ کله چې سل سلنه ثابته نشي چې دا کار چا کړی او څوک تورن دی؛ موږ د وارثانو د راضي کولو لپاره یوې ډلې خلکو ته جزا نشو ټاکلای. بالاخره د فرخندې پلار یو ډېر ښه سړی و. هغه ویل، زه نه غواړم چې څوک اعدام شي، بلکې غواړم چې ټولنه پر دې وپوهېږې چې د یو فرد پر وړاندې، که هغه فرخنده هم نه وي او یو بل څوک وي، داسې وحشي عمل و نه کړي چې ان د مرګ لامل یې شي. ځوانان باید پر دې موضوع پوه کړای شي. د ځوانانو د بندي کولو دلیل همدا و چې اصلاح را منځته شي، خو له بده‌مرغه زندانونه داسې وو چې مجرم به هلته د اصلاح کېدو پر ځای، سلګونه نور جرمونه هم زده‌کول او بیا به راوتی. له همدې امله، فکر کوم چې د افغانستان عدلي او قضايي دستګاه د فرخندې په قضیه کې ناکام شوه.

لساني: د فرخندې د محکمې رییس څوک و؟

شهلا فرید: خدای دې وبښي ښاغلی «حلیمي» قاض‌القضات و، چې اوس وفات شوی دی، او ځینو نورو قاضیانو هم مسوولیت درلود. موږ د کمېسیون غړیو له پولیسو او څارنوال سره مرسته وکړه او دوسیه مو ورته وسپارله، چې له هغه وروسته بیا موږ نور مسوولیت نه درلود. وروسته بیا ما شخصاً دا جریان نه دی تعقیب کړی، چې قاضیان په نومونو وپېژنم، خو د کابل ولایت د جزا ابتداییه محکمې او درې ګونو محکمو کار ورباندې وکړ. په درېیمه او وروستۍ محکمه کې یې هم د فرخندې د کورنۍ رضایت ترلاسه نه کړای شو.

لساني: ستاسې خبرو ته په کتو، دا لومړۍ داسې وحشتناکه پېښه وه چې په دې ډول د افغانستان دننه پېښه شوې وه. مخکې داسې پېښه نه وه شوې چې دومره ډېر خلک پر یو نفر راټول شي او هغه ووژني. له هغې قضيې وروسته د دې موضوع په اړه ستاسې احساس او تجربه څه وه؟

شهلا فرید: په دې برخه کې یې ډېر کم کار کړی و. کله چې به ورغلم چې د دې کتاب په اړه مرکه ورسره وکړم او واقعیتونه پکې ولیکم، له بده‌مرغه هيڅوک دې ته نه حاضرېدل چې د لیکلو او یا فلم جوړولو لپاره نظر وړاندې کړي. هېچا واقعیتونه نشول څرګندولای او یا یې نه غوښتل چې څرګند یې کړي. له همدې امله ما د فرخندې د قضیې په اړه خپل کتاب بشپړ نه کړای شو؛ ځکه ما داسې مرکو ته اړتیا لرله چې اصلي واقعیتونه په کتاب کې راوړل شي.

له دې قضیې وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې څومره وخت ما د سړیو د ذهنیت بدلولو لپاره کار کړی دی، پز دې نه يم بریالۍ شوې چې  په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د سړیو ذهنیت بدل کړم. په واقعیت کې د افغانستان د ښځو ټولنې د کارونو عیب دلته را ښکاره شو چې ځینو بنسټونو د پروژې په شکل کار کړی و او هيڅکله یې داسې ژور فکر نه و کړی چې زموږ په ټولنه موږ نورو شیانو ته هم اړتیا لرو.

موږ تر اوسه په ټولنه کې د ښځو او سړیو حقونو او ټولنیز او سیاسي ګډون ته د رسېدو لپاره د یو بستر چمتو کولو، فرهنګ جوړولو او لیکلو ته نه یو رسېدلي. که رسېدلي هم یو، ډېر محدود و او ډېر تمرکز د ښارونو پر مرکزونو و. اوس مو یې پایله ولیده چې د طالبانو په راتګ سره ټولې لاسته‌رواړنې په یوه شپه له لاسه ووتې.

که موږ ژور او بنسټي کار کړی وای، هغه مو له لاسه وتلې؟ که موږ د ټولنې عمق ته رسېدلي وای او ټولنیز درزونه مو نښلولي وای؛ هغه وخت مو په ټولنه کې د ښځو او سړیو د برابري اصل دود کړی وای او د خلکو فکرونه مو بدل کړي وای، ایا دې ټولنې دومره ژر بدلون کاوه؟

ایا دومره ژر به بیا ښځې له ټولنې څخه حذفېدلې؟ دا اوس چې دوه میلیونه نجونې له زده‌کړو څخه پاتې دي، ایا دا دوه میلیونه نجونې، دوه میلیونه پلرونه او وروڼه نه لري؟ ایا دوه میلیونه کاکاګان او ماماګان نه لري؟ ایا د دوی کورنۍ تراوسه د زده‌کړو په قدر نه پوهېدې؟ هيچا غږ پورته نه کړ. زه پوهېږم چې په افغانستان کې د اختناق او ترور فضا حاکمه ده، خو کله چې دوه میلیونه خلک سړکونو ته راووځي، هيڅ نظام ولسي ځواک له منځه نشي وړلای.

فضا ډېره له اختناقه ډکه ده. موږ فعالانې چې له هېواده بهر د طالبانو پر وړاندې غږ پورته کوو، ان په بهر کې مو ګواښي. پرون د رسنیو له لارې د بشر حقونو ټولو فعالانو ته یو غټ اخطار ورکړل شو. ډېرو مهمو طالبانو وویل: «هغه کسان چې له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر وړاندې خبرې کوي، په چاقو دې ووژل شي». د طالبانو دا اخطار د دې ښکارندوی دی چې په افغانستان کې د طالبانو موجودیت یوازې د افغانستان خلکو ته زیان نه رسوي.

هر څومره چې د طالبانو واکمي ټینګه شي او دوام وکړي، په هماغه اندازه نړۍ ته په ستر ګواښ بدلېږي او دا ګواښښ خلکو او دولتونو ته متوجه کېږي. طالبانو په همدې کړنو او له طالبانو څخه په ملاتړ سره کولای شي د یو ټولنې او نړۍ نظم ګډوډ کړي. دا چې زه په مطبوعاتو کې یم او خبرې کوم، کله چې د ورځې له مخې پیاده ګرځم، د طالبانو له دې ګواښه ډارېږم.

هغوی دومره منطق نه لري چې له خپلو مخالفانو سره بحث وکړي، یوازې خپل مخالفان په چاقو، ټوپک، ګواښ او زندان ځپي. فکر کوم په افغانه ټولنه کې باید یو بنسټي بدلون راشي چې ښځې ته د انسان په توګه درناوی وشي. پخوا ډېره متزلزله وم. اوس پر دې باور يم چې ما ډېر کم  او سطحي کار کړی دی چې نن ټول سړي چوپه خوله دي او د افغانې ښځې په یوازې ځان له نړۍ څخه خپل لومړني حقونه غواړي. هيڅ سړی د وژل کېدو او د طالبانو د تاوتریخوالي، وحشت او زنداني کېدو له ډاره د ښځو ملاتړ نه کوي. سره له دې چې اوس سړي پرته له دې چې د سړک سر ته راووځي، هره ورځ وژل کېږي؛ زندانونو ته وړل کېږي او د «استاد مشعل» په برخلیک اخته کېږي، خو بیا هم ژمن نه دي او غږ نه پورته کوي. دا د دې ښکارندوی ده چې موږ له فرهنګي اړخه ډېر وروسته پاتې یو.

مدني فعالان خوندي نه دي

لساني: تاسې مخکې وویل چې طالبانو بهر‌مېشتو مدني فعالانو د وژلو ګواښ کړی دی. څه فکر کوئ؛ د دوی له دې ګواښه څه ښکاري؟ د طالبانو د دغو څرګندونو پر وړاندې بايد د نړۍ او مدني فعالانو غبرګون  څه ډول وي؟

شهلا فرید: د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان یوازې کولای شي چې پر خپل ځان پام وکړي. که داسې پېښه وشي، ښايي هغوی خبر کړي او یا هم د هغوی له خبرولو پرته برید پرې وکړي. یو بحث دا دی چې نړۍ پخپله د طالبانو له ادرسه په واضح ډول دا ګواښ اورېدلی دی؛ نو نړۍ باید پخپله هم پرېکړه وکړي چې د طالبانو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي. کله چې د یوې تروریسي ډلې ملاتړ کېږي او د افغانستان په څېر هېواد کې واک ته رسېږي، هغه ډله نړۍ او ټولو خلکو ته پر ګواښ بدلېدای شي.

دا چې طالبانو ولې دا ګواښ څرګند کړ، دلیل یې دا دی چې په خارج کې اوسېدونکي افغانان تر یو بریده د عدالت غوښتلو لپاره د را ټولېدو په حال کې دي او طالبان هم له افغانستان څخه بهر د هغوی له را ټولېدو وېرېږي. که څه هم لا تر اوسه د دوی انسجام پیاوړی شوی نه دی او طالبان له افغانستان څخه بهر خپل لابي‌کوونکي لري چې د خلکو د پاشلو لپاره ډېر کار کوي، خو کم شمېر خلک چې سره را ټول شوي او  د بدلون غږ یې اوچت کړی دی، هغه هم د افغانستان د ښځو غږ دی.

که د ملګرو متلونو سازمان او یا نور هېوادونه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو زمینه برابروي، د دوی پر وړاندې به لومړی ځل ښځې درېږي او خپل غږ به پورته کوي. له همدې امله، د ملګرو متلونو په سازمان کې نظرونه د بدلېدو په حال کې دي. طالبانو هم دا درک کړې ده؛ نو ځکه ښايي له افغانستان څخه بهر د چاقو په وسیله د لومړي برید قرباني افغانې ښځې شي.

نړۍ او د افغانان دې زما دا خبره واوري چې د طالبانو په چاقو د لومړي برید قرباني ښايي یوه ښځه وي او ممکن پر سړیو برید و نه کړي؛ ځکه سړيو له افغانستان څخه بهر هم خپلې محافظه‌کاري ته ادامه ورکړې ده او لع افغان ښځو سره یو ځای غږ نه پورته کوي.

د ۱۳۲۵م کال پرېکړه‌لیک

لساني: فکر کوم د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک په برخه کې مو هم زیاتې هڅې کړې دي، لطفاً په دې اړه خبرې وکړئ.

شهلا فرید: د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د مصوبې پرېکړه‌لیک دی. دا هغه پرېکړه‌لیک دی چې د ملګرو ملتونو سازمان پر غړیو هېوادونو یې ډېر اغېز کړی دی. هغه هېوادونه چې جګړه یې تجربه کړې او له جګړې څخه د سولې خوا ته درومي، هلته د سولې هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي او یا هم هغه بنسټونه جوړوي چې د سولې لپاره کار کوي.

د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک غړي هېوادونه مکلف کړي دي؛ ځکه دا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د مصوبې پرېکړه‌لیک دی؛ نو د ملګرو ملتونو سازمان ټول غړي هېوادونه د منشور مطابق اړ دي چې د جګړو او د سولې د بهیرونو په لړ کې دا پرېکړه‌لیک عملي کړي. البته دا په مستقیم ډول نه عملي کېږي او د ملګرو ملتونو سازمان د دغه سازمان ټولو غړیو هېوادونو ته دا حق ورکړی دی چې د هغه د پلي کېدو لپاره خپل ملي پلانونه جوړ کړي.

موږ په افغانستان کې اول په هغو بنسټونو کار پیل کړ چې د سولې او د جنګ د ختمولو لپاره یې کار کاوه. په دغو بنسټونو کې د ملي دفاع وزارت، امنیت شورا، ملي امنیت ریاست، د کورنیو چاور وزارت مدیران شامل وو چې په لوړه کچه یې کار کاوه او د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک په منطق او کلتور خبر وو او پوهېدل چې موږ ولې باید د ملګرو ملتونو سازمان د غړي هېواد په توګه د دې پرېکړه‌لیک پیروي وکړو. لومړی ځل موږ د افغانستان د ښځو شبکې په چوکاټ کې د دې پرېکړه‌لیک لپاره کار وکړ.

مدني ټولنې په افغانستان کې د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک په اړه د پوهاوي په برخه کې د پام وړ کار وکړ. د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک په اړه د پوهاوي په برخه کې د مدني بنسټونو پر پرتله د دولتي بنسټونو مسوولیت ډېر دی؛ خو موږ دولتي ارګانونو ته د هغه د رسېدو په برخه کې ډېر کار وکړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او فنلنډ دولت په مرسته د افغانستان د ښځو شبکې له ادرسه ډېرو ولایتونو ته ولاړو او هلته مو د ښوونیزو ورکشاپونو له لارې والیانو، د والیانو مرستیالانو او په کابل کې د بېلابېلو وزارتونو مرستیالانو ته د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال پرېکړه‌لیک تشریح کړ. دا ډېر مهم کار و؛ ځکه دا پرېکړه‌لیک یو ډېر عالي منطق لري چې د امنیت د ټینګښت په پروسه او د سولې او امنیت په پروسو کې د ښځو د ونډې په برخه کې جنسیتي برابري څرګندوي.

دا کارونه وشول او همدا دلیل و چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په ملي دفاع وزارت کې د ښځينه کارکوونکو شمېر په ډېرو و او هم ښځینه پولیسې ډېرېدې. همداراز په ملي امنیت ریاست کې هم هره ورځ ډېرې ښځې جذبېدلې. د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک د پلي کېدو په تړاو د دولت ژمنتیا ته په کتو، بالاخره د بهرنیو چارو په وزارت کې د دغه پرېکړه‌لیک په تړاو په افغانستان کې د ملي عمل دوه پلانونه ولیکل شول، چې ما د هغو پلانونو د لیکلو د کمېټې غړیتوب هم درلود. د ملي عمل پلان د پلي کېدو لپاره باید ډېرې هڅې شوې وای، خو له بده‌مرغه د دغه پلان د لیکلو په برخه کې پر ډېرو زیاتو لګښتونو سربېره بیا هم د افغانستان دولت د هغه په پلې کېدو کې پاتې راغلی و. هيڅکله هم د هغه د پلي کېدو کوښښ ونشو. په ټوله سیمه کې یوازې نیپال هېواد د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د ملي عمل پلان د لیکلو تجربه لرله. هغه پلاوی چې د مصوبې په کمېټه کې و او د ملي عمل پلان د لیکلو مسوولیت یې درلود، نیپال هېواد ته هم سفرونه وکړل، چې د نیپال تجربې افغانستان ته راوړي. موږ د ملي عمل پلان ولیکه چې د هغه د پلي کولو مسوولیت بیا د دولت پر غاړه و او مدني ټولنې یې یوازې څارنه کوله، خو له بده‌مرغه د جمهوریت په وخت کې، په ځانګړې توګه د ډاکتر اشرف غني په وخت کې، د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک د ملي عمل پلان د پلي کولو په برخه کې بریالی کار و نشو.

همداراز د کرزي د حکومت په وروستیو کې هم پلان ولیکل شو، خو هغه ورسره لېوالتیا و نه ښوده. سره له دې چې کافي بودیجه موجوده وه، خو دولت د هغه په پلي کولو کې د پام وړ برخه وانخیسته او صادقانه  کار يې و نه کړ. مدني ټولنې هغه وخت پر دې کار نیوکې وکړې. وروستی ځل په اطلاعاتو او کتلور وزارت کې د ملي عمل پلان د پلي کېدو د اروزنې په تړاو، چې ایا دا پلان پلي شوی که نه، ناسته وشوه او موږ هلته د مدني ټولنې له ادرسه خپلې نیوکې وړاندې کړې.

لساني: لومړنۍ او وروستۍ ناسته په کوم کال کې وشوه، ایا کره نېته مو په یاد ده؟

شهلا فرید: د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک د لومړي پلان په اړه په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې هڅې وشوې او په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پرېکړه‌لیک د ملي عمل پلان پلي کېدو ته چمتو شو او دویم پلان څلور کاله وروسته، د۲۰۲۰ زیږدېز کال په پای کې چمتو او پلي کول یې پیل شول.

لساني: کله چې تاسې پر پرېکړه‌لیک کار کاوه، داسې څوک و چې پر پرېکړه‌لیک د اصلي کار او د هغه د پلي کولو مسوول وي؟

شهلا فرید: هو. د بهرنیو چارو وزارت، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او همداراز پخپله د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادراې ونډه پکې لرله.

لساني: هغه وخت څوک د بهرنیو چارو وزیر و؟

شهلا فرید: کله چې مو د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال د پرېکړه‌لیک لومړی پلان لیکی، فکر کوم ډاکتر سپنتا د بهرنیو چارو وزیر و. په وروستیو کې ډېر وزیران بدل را بدل شول، خو فکر کوم د ۲۰۲۰ زیږدېز کال په وروستیو ورځو کې ښاغلی صلاح‌الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر و. سم مې نه په یادېږي.

لساني: تاسې وویل چې د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال پرېکړه‌لیک د پلي کېدو په برخه کې د دولت له خوا نیمګړتیاوې موجودې وې او ډېر کار ونشو، ستاسې په نظر اصلي پړه د چا په غاړه وه ؟ ایا «اشرف غني او عبدالله عبدالله» د دې کم‌کاریو مسوول وو که د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیران؟

شهلا فرید: د اول ملي پلان د پلي کولو لپاره مسوول وزارتونه ټاکل شوي وو. مثلاً؛ د «ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، امنیت شورا، امنیت ریاست، بهرنیو چارو وزارت، ښځو چارو وزارت او پخپله د چارو اداره» هغه دولتې ادارې وې چې د دې پلان د پلي کولو مسوولیت یې درلود. مدنې ټولنې، د بشر حقونو کمېسیون، د مدنې ټولنې بنسټونو او د افغانستان د ښځو شبکې د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال پرېکړه‌لیک د ملي پلان پر پلي کېدو د څارنې دنده لرله.

موږ د خپلې څارنې پر وړاندې کړي راپور کې نیوکه کړې وه چې د کورنیو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت دا پلان نه و پلی کړی. هغوی دا پلي نشو کړای چې ښځې د امنیت په ټینګښت او د افغانستان په سوله کې خپله ونډه ولري. دا په داسې حال کې و چې زموږ ښځينه پولیسې هم کمې وې او په ملي دفاع وزارت او امنیت ریاست کې هم د ښځو ډېره ونډه کمه وه.

ښځو ډېرې ستونزې لرلې او په دولتي ادارو کې د هغوی د موجودیت لپاره زمینه نه وه برابره. دا کار باید شوی وای. په وروستیو ورځو کې د افغانستان ښځینه پولیسې ګواښل کېدې او وژل کېدې. په ټولنه کې د هغوی ژوند ډېر سخت شوی و. سره له دې چې په وروستیو کې په دولتي ادارو کې د کمیت له اړخه د ښځو کچه لوړه شوې وه، خو ستونزې هم ډېرې شوې وې.

لساني: تاسې وویل چې د ښځینه پولیسو کمښت هم یوه ستونزه وه، تر دې ور هاخوا د دې پلان د ښه پلي کېدو پر وړاندې نور کوم خنډونه وو؟

شهلا فرید: د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال پرېکړه‌لیک یو منطق دا و چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ښځینه پولیسې جذب شي؛ جنسیتي برابري وساتل شي او ښځینه پولیسې و نه ځورول شي، خو له بده‌مرغه ښځینه پولیسو له نارينه پولیسو ډېر شکایت درلود. ښځو ان د خپل یونیفورم د بدلولو لپاره مناسب ځای نه درلود. پر ښځینه پولیسو د تېري او د هغوی د ځورولو په اړه ډېره شکایتونه کېدل. که څه هم د دغو شکایتونو د ارزولو هڅې کېدې، خو بیا هم ستونزې وې او موږ دا ستونزې له منځته نشوې وړای. یوازې د پولیسو اکاډمي د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره کار کاوه.

هلته ډېره ښه لیليه ورته جوړه شوې وه؛ د زده‌کړو لپاره یې ښه زمینه برابر شوې وه او د هغوی د ځورونې کچه هم ډېره ټیټه وه او یا هيڅ نه ځورول کېدې. په ټوله کې ویلای شو چې ډېره ښه فضا یې ورته جوړه کړې وه. د هغوی دا کار د یادولو او قدر وړ دی. د پولیسو اکاډمي څنګ ته یې ان کودکستان هم جوړ کړی و، چې د ښځینه پولیسو د ماشومانو ښه پالنه او ساتنه پکې کېدله.

په افغانستان کې د جنسیتي برابري ستونزې

لساني: ستاسې خبرو ته په کتو ویلای شو چې په دولتي ادارو او ټولنه کې د جنسیتي برابري لپاره قوي اراده موجوده نه وه؟

شهلا فرید: قطعي نشم ویلای، خو فکر کوم چې همداسې و؛ ځکه د ټولنیزو ښکارندو د نه پلي کېدو یو لامل پخپله په ټولنه کې موجود وي. له همدې امله، موږ په قطعي ډول او سل سلنه نشو ویلای چې اراده موجوده نه وه. د جمهوریت په وخت کې د پالیسیو، ستراتېژيو او قوانینو پر جوړولو کار کېده، خو د هغو پلي کولو یو ظرفیت ته اړتیا درلوده چې له بده‌مرغه د پلي کولو او د خلکو د ټاکلو لازم ظرفیت نه و؛ په دقیق ډول کار نه ترسره کېده او اړیکې پر ضوابطو حاکمې وي.

پر همدې اساس، د ځينو مسایلو د پلي کېدو لپاره چې کوم بشري ځواک ګومارل کېده، هغوی به بې‌ظرفیته وو او یا به په اړیکو او واسطو په رهبري کې واقع کېدل. دوی به هغه اړیکې ساتلې او هيڅکله یې د خپل مدیریتي کار د اغېزناکه کېدو لپاره کار نه کاوه؛ ځکه زړه یې ډاډه و چې ولسمشر یا فلانکي وزیر ګومارلی يم او څوک مې نشي لرې کولای.

دلته به د ستراتېژۍ او پالیسي پر خلاف بېخې متفاوته چاپېریال جوړېده. د جمهوریت په وخت کې دا زموږ تر ټولو بده تجربه وه، چې هيڅکله به هم با ظرفيته او اغېزناک کسان په اړتیا وړ ځای کې نه ګومارل کېدل. که ووایو چې هيڅ کار نه دی شوی، دا به اشتباه او بې‌انصافي وي. په افغانستان کې ځينې کارونه وشول او لاسته‌رواڼې مو هم لرلې، خو کارونه ډېر کمزوري او متزلزل وو او لامل یې هم دا و چې بنسټي کار نه کېده. موثر بشري ځواک به د ګټورو او مؤثرو مدیریتي بنسټونو په رأس کې نه ګومارل کېده. ډېر مدیریتونه په خپلوۍ چلېدل او ټولې ستونزې همدې کار جوړې کړې وې.

د سولې عالي شورا کیسې

لساني: استاد، ستاسې خبرې بېخې سمې دي. تاسې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د سولې عالې شورا غړې وئ، ښه ده چې په دې اړه هم موږ ته توضیحات راکړئ.

شهلا فرید: زه د سولې عالي شورا غړې وم، خو په دغه شورا کې غړیتوب مې ډېره بده خاطره وه؛ ځکه هلته د سړیو یو ډېر غټ ترکیب موجود و او ان دوه سلنه ښځې هم نه وې. که څه هم د ولسمشر او د ۱۳۲۵م هجري لمریز کال پرېکړه‌لیک ژمنې دا وې چې په ټولو هغو بنسټونو کې چې په دې اړه جوړېږي،  حداقل له شل تر پنځه‌ویشت سلنه او تر ۲۰۲۰زېږدیز کال پورې به پکې پنځوس سلنه ښځې موجودې وي، خو له بده‌مرغه د سولې په عالي شورا کې د ښځو د غړیتوب فیصدي دوه سلنه هم نه وه. له موږ مخکې هم نورو ښځو د سولې عالي شورا غړیتوب درلود او له هغه وروسته یې هم یو شمېر غړې بدلې شوې. ما د سولې په عالي شورا کې دا درک کړه چې هلته تقریباً هغو ښځو ته ډېر ارزښت ورکول کېده چې نظر یې نشو وړاندې کولای. هغوی تر ډېره رهبري ته ټاکل کېدې. په ټیټه کچه کې هغه کسان وو چې که به یې نظر هم ورکاوه، هغه به نه اورېدل کېده؛ ځکه زموږ کمیت بېخې کم و. ما ډېر کار کړی دی خو دا قضاوت خلکو ته پرېږدم چې زما کارونه ټولنې ته ګټور وو که نه. د ژوند تر ټولو بده تجربه مې د سولې عالي شورا غړیتوب و. هلته داسې خلکو کار کاوه چې د زورواکانو له خوا را معرفي او انتخاب شوي وو او واک ورکړل شوی و.

د دې شورا د نه موثريت او د سولې بهیر د ماتې یو دلیل پخپله د سولې شورا او مذاکراتي پلاوی و. زما تجربه یوازې زما په کړنو پورې نه وه تړلې، بلکې هغه د هغو دوه سوه پنځوس نفره سړیو په کړنو پورې تړلې وه، چې هلته یې غړیتوب درلود. د دې ترڅنګ ځينو ښځو به هم د سړیو پر پلونو، پلونه ايښودل او تر ډېره یې سیاسي چلند کاوه.

د سولې عالي شورا ډېر غړي د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په فکر کې کوو؛ ځکه د هغوی له ادرسه دلته راغلي وو، خو يو څو داسې کسان هم وو چې د شخصي ګټو پر ځای یې د سولې د بهیر په اړه فکر کاوه.

لساني: د سولې عالي شورا ریاست د کومو خلکو پر غاړه و؟

شهلا فرید: هغه وخت چې زه هلته وم خلیلي صاحب رييس و. هغه به ډېر کم راته او کمه ونډه به یې اخیستله. داسې و لکه یو مېلمه چې د سولې شورا ته راشي او بېرته ولاړ شي. هغه همداسې رول درلود. له بده‌مرغه هغه د سولې په عالي شورا کې ګټور رول و نه لوباوه. مرستیالان یې هم د ده په څېر وو.

لساني: هغه وخت د سولې عالي شورا مرستیالان څوک وو؟

شهلا فرید: نه مې په یادېږي، خو اته – نهه مرستیالان یې لرل. یوه یې هم سم کار نه کاوه.

لساني: د سولې عالي شورا غړي څه ډول انتخابېدل؟ یعنې د کوم معیار پر بنسټ خلک ټاکل کېدل؟

شهلا فرید: د سولې عالي شورا انتخابي او انتصابي غړي، دواړه لرل. انتصابي غړي یې ولسمشر د خپلو معیارونو له مخې انتخابول او انتخابي غړي یې ډېر کم وو. مدني ټولنې به پخپل منځ کې یو څوک انتخاباوه او بیا به یې هغه د خپل استازي په توګه د سولې عالي شورا ته ور لېږه. هغه به هم په هغه صورت کې د شورا غړيتوب ترلاسه کاوه چې د ولسمشر له خوا منل شوی وای. که ولسمشر هغه نه وای منلی، هغه شورا ته نشو ورتلای. د مدنې ټولنې د استازې په توګه زما ټاکنه داسې وه چې د ښځو شبکې په کچه ټاکنې وشوې او زه وټاکل شوم. د سولې عالي شورا ته د نورو بنسټونو له لارې هم ښځې راغلې وې، خو ما د سولې عالي شورا ته د غړي په توګه د انتخابېدو لپاره کوم ځانګړی معیار و نه لید. ټول غړي به د ولسمشر د یو لېست له مخې راتلل. زه هم تر ډېر وخت پورې نه وم خبره چې د مرکچي پلاوې غړې یم او فکر کوم دا هيڅ معیاري کار نه و.

لساني: لومړی ځل د سولې عالي شورا په کوم کال کې جوړه شوه؟

شهلا فرید: د ستونزو له امله نشم کولای چې کره کلونه ووایم.

لساني: استاد، مشکل نسته. تاسې وویل چې د سولې له عالي شورا څخه ډېره بده خاطره لرئ؛ ځکه هلته ډېره بې‌اتفاقي موجوده وه. ستاسې د خبرو پر بنسټ، ښځې باید هلته یوازې په سمبولیک شکل حاضرې وای، د دې کار دلیل څه شی کېدای شو؟ ایا سبب يې دا ګڼئ چې له هماغه وخته جمهوري دولت نه غوښتل چې د سولې لپاره هڅې وکړي؟

شهلا فرید: د سمو ژورو هڅو پر ځای یې ډېرې نمایشي هڅې کولې. فکر کوم د افغانستان د دولت په رأس کې کسانو د سولې په نوم په دې ستره پروسه کې هيڅ ډول واک نه درلود. بهرنیانو باید هغه پروسه تنظیم کړې وای؛ ځکه بودیجه یې هغوی ورکوله. ټولې پرېکړې له افغانستان څخه بهر کېدې.

تر پایه مې په همدې خبرې تاکید کاوه چې د سولې خبرې باید د افغانستان دننه وشي. ان د دې کار لپاره مې یوه طرحه ورته وړاندې کړه چې د افغانستان یو ستراتېژیک او مهم ولایت د سولې ولایت په نوم اعلان کړئ؛ د سولې مرکچي پلاوی دې افغانستان ته راشي او په هغه ولایت کې دې خبرې وکړي؛ ځکه له هېواده بهر د سولې خبرې په دغه پروسه کې د خلکو ونډه پیکه کوي او د یوې داسې هوکړې لامل کېږي چې د افغانان به پکې هيڅ ونډه نه لري.

د طالبانو او امریکا تر منځ د «دوحې هوکړه‌لیک» همداسې وشو چې افغانانو هيڅ ونډه پکې نه لرله، خو د هغه هوکړه‌لیک ټول تاوان د افغانستان خلکو ته ورسېد. دا غږ هيڅکله وا نه ورېدل شو. څو څو ځله مې ښځو ته وویل چې راځئ، په یو محور سره راټولې شو او هڅه وکړو چې د سولې خبرې د افغانستان دننه وشي، خو هيچا هم زما خبرو ته توجه و نه کړه.

ما داسې ښځې هم پېژندلې چې دې ته خوشحاله وې، چې که د سولې خبرې له افغانستان څخه بهر وشي؛ نو دا چې دوی د پلاوي غړې دي؛ یو څه وخت به په بهر کې چکرونه ووهي. دوی ته غټ معاش هم ورکول کېده، خو دوی تر ډېره د خپل هېواد او خلکو د ګټو پر پرتله، خپلې شخصي او نورې بې‌مانا ګټې په پام کې نیولې. دا یو ډېر ستر درد و. ما هلته داسې ښځې او سړي هم پېژندل چې د سولې شورا په ناستو او جلسو کې به یې له پيله تر پایه پورې یوه خبره هم نه کوله او یوازې به یې ډوډۍ خوړله او پیسې به یې اخیستې.

له خلکو سره د خبرو لپاره به ولایتونو ته تلو. والیانو به موږ ور بللو او ټکري او چپنې به یې زموږ پر اوږو را اچولې، خو د کومې موخې لپاره چې به موږ هلته تلو، هغه به کار نه کېده او ډېرې کمې لاسته راوړنې به مو لرلې.

لساني: کومې ښځې له تاسې سره وې، نومونه مو یې یاد دي؟

شهلا فرید: هو، د مدنې ټولنې په استازیتوب موږ دولس ښځې وو. «زه، ماري اکرمي، پلوشه حسن او وژمه فروغ» وو او «حبیبه سرابي» ولسمشر ټاکلې وه او تل به موجوده وه. اوس چې هم کله د سولې په اړه خبره کېږي، هغه موجوده وي. د ملي شورا زیاتې وکیلانې او سناتورانې هم وې. د خبریالانو له ټولنې «شفیقه حبیبي» وه او یو بله د «ګلالۍ» په نوم یو سناتوره وه. له بده‌مرغه د پاتې نورو نومونه مې هېر شوي دي.

لساني: که هغه وخت ښځو په ژمنتیا کار کړی وای او خپل غږ یې په ښه شکل رسولی وای، ستاسې په نظر، زموږ د ټولنې پر اوسني حالت یې څومر اغېز کړی و؟

شهلا فرید: که د ښځو د غړيتوب کچه درېش سلنې ته پورته شوې وای او د کمیت له اړخه زموږ رایه اغېزناکه شوې وای، بیا هغه وخت زموږ یووالي رول لوبولی شو، خو د سولې په ۲۶۵ نفري شورا کې یوازې دولس ښځې وې. که دا دولس ښځې په اتفاق وای که بې‌اتفاقه وای هيڅ رول يې نشو لوبولای؛ ځکه شمېر یې کم و، خو د سړیو په پرتله یې په خپل منځ کې اتفاق درلود. د سولې عالي شورا دوې مرستیالانې ښځې وې. «شفیقه حبیبي او حبیبه سرابي» تل د سولې شورا مرستیالانې وې، خو هلته مرستیالي د رهبري پلاوي تر اغېز لاندې وه او ځينې وخت د دې درک کول ډېره سخته خبره وه چې دا ښځه څه شی غواړي.

بهر به یې له موږ «ښځو» سره یو ډول خبرې کولې او چې کله به د پرېکړې وخت راغلی، له سړیو سره به یې په بله خبره هوکړه وکړه. دا د افغان ښځو ټولنې یو ستر درد او ستونزه وه، خو بهر په مطبوعاتو او جایزو اخیستلو کې یې ډېر شهرت درلود. په دې نوم یې سلګونه جایزې واخیستې او سلګونه سفرونه یې وکړل. تر اوسه ټول وايي، چې فلانۍ جانه. که لږ ورته ځير شو، دوی هيڅ هم نه دي کړي او متأسفانه ځينې یې اوس د طالبانو په لاوډسپېکرونو هم بدلې شوې دي. ځينې وخت وایم چې که زه هم په هغه ځای کې وای، داسې به کېدم؟ نه پوهېږم.

هره ښځه چې به لوړ مقام ته ورسېده، همداسې به بدلېدله او بیا به مو هغه نشوای پیدا کولای. له ښځینه وکیلانو سره د خبرو لپاره مو باید وخت اخیستی وای. ځينې وکیلانې په ښوونځي او بیا وروسته د پوهنتون په دوره کې زما شاګردانې وې، خو چې کله به ځينې وخت یو ځای ته را دننه کېدې، هیله یې لرله چې د درناوي لپاره ورته ودرېږم. ما هيڅکله هم داسې کار نه کاوه او په بدل کې به یې هغې هم ما ته درناوی نه کاوه.

هر کله چې به مې له یوې وکیلې سره ملاقات ته اړتیا پېښېدله، باید د هغې له اتاق سره چک او تلاشي شوې وای. دې مسالو له پارلمان سره زموږ اړیکه بېخې پیکه کړې وه. «فوزیه کوفي» د هغو وکیلانو له ډلې وه چې په ښوونځي او پوهنځي دواړو کې زما شاګرده وه. هغې د شپې له خوا د حقوقو پوهنځی ولوست. ما دوه مضمونونه ورته تدریسول، خو چې کله وکیله شوه، هغه معنوي اړیکه چې د ښوونکې او شاګردې ترمنځ وي او د افغانستان د کلتور یوه برخه هم ده، متأسفانه وشکېدله.

لساني: تاسې به د «فوزیه‌ کوفي» لیدو ته هم وخت اخیست؟

شهلا فرید: هو؛ له هرې وکیلې سره چې به مو خبرې کولې، باید وخت مو اخیستی وای. زه هيڅکله هم پارلمان ته نه یم تللې او هيڅ وکیلې ته مې وخت نه دی اخیستی، خو که ورتلای ، باید همدا پروسه مې طی کړی وای؛ نو ځکه به هلته نه ورتلم. ما دا هم نشو کولای چې خپل کار مې د واسطې له لارې وکړم. د پاسپورت ريیس زما د زده‌کړیالانو له ډلې و. ما هغه ته د بشر حقونه تدریسول. کله چې به د پاسپورت ریاست ته د پاسپورت اخیستلو لپاره ورغلم، هغه به مې درناوی کاوه او ویل به یې: «استاد، کولای شم چې بې‌نوبته ستاسې کار وکړم.» خو ما به ورته ویل چې نه، زه په قطار کې درېږم. یوه ورځ هغه له خلکو وغوښتل، چې استاد درس لري، اجازه ورکړئ چې بې‌نوبته خپل کار خلاص کړي. خلکو هم اجازه راکړله. ما ورته وویل چې نه، زه انتظار کوم؛ ځکه یوه ورځ رخصت مې اخیستی دی، خو د پاسپورت رییس وویل چې په یوه ورځ مې کار نه خلاصېږي؛ نو د خلکو له اجازې او له هغوی څخه له بښنې غوښتلو وروسته مې بې‌نوبته بایومتریک وکړ.

لساني: ډېر کم خلک پیدا کېږي چې دې ارزښتونو ته ژمن وي. استاد، ستاسې د خبرو په منځ کې مې دې ټکي ته پام شو چې ښځې یو ډول ثبات نه لري؛ یعني ممکنه ده چې له نورو سره ژر بدلې شي. څه فکر کوئ چې د ښځو د بې‌ثباتۍ دلیل په څه کې دی؟

شهلا فرید: فکر کوم د دې کار یو دلیل پخپله په ښځو کې د فکري یووالي نه موجودیت دی. ځينې ښځې د خپل اغېز پر پرتله ډېرې امتیازغوښتونکې دي. هغوی دې ته خوشحاله دي او پرې ویاړي چې په ټولنه کې ووايي چې فلانۍ ريیسه ده او فلانۍ وزیره ده. هغوی د دې پر ځای چې پر خپلو وړتیاوو او لاسته‌راوړنو وویاړي، تر ډېره پر خپلو لقبونو ویاړي. بل دلیل یې د افغانستان له نرواکې ټولنې څخه د هغوی وېره ده. سره له دې چې په ډېر مسالو کې به د سړیو ملګرې کېدې، خو بیا به هم سړیو ستونزې ورته جوړولې. بل دلیل یې دا و چې کله به یوه ښځه له ډېرو ستونزو وروسته د رهبرۍ کچې ته رسېدله، د دې لپاره چې خپل منصب له لاسه ور نه کړي، د خپلې چوکۍ ساتلو لپاره به له هغه نظر څخه هم تېرېدله، چې د ښځو په ګټه به و.

البته هغه ښځه ملامته نه وه. دا د یو مفسد جوړښت د ماتې ښکارندويي کوي. ما ته دا تجربه وشوه چې ډېرې هغه ښځې چې واک ته رسېدلې دي او وزیرانې شوې دي، پخپله خپلواک عمل نشي کولای او لازم ظرفیت یې نه لري. کله چې یو باظرفیته څوک مدیریت ته ځي، هغه بیا هیچا ته اړتیا نه لري. خپل پلان او کار پخپله مخکې وړي. که د یوې ادارې رییسه کېږي، هغه د سړي پر پله پل نه ږدي. په افغانستان کې د ښځو لپاره خپلواک عمل کول، ډېر سخت دي؛ ځکه هغو د وزیر کېدو ظرفیت نه درلود.

مثلاً؛ موږ د افغانستان په اجراییه قوه کې داسې وزیران هم لرل چې لا به یې لیسانس دوره نه وه بشپړه کړې او مونوګراف يې په پوهنځي کې له استادانو سره و، خو دی به وزیر کېده. ځينې وخت به یې د افغانستان په مدني ټولنه کې فعالیت کاوه، خو ان پر دې نه پوهېدل چې له خپل معین یا رییس سره څه ډول چلند وکړي.

دا سړی به مستقیماً وزیر کېده. یوې وزیرې په خپله مرکه کې وویل چې د کالو مینځلو لګن ته ناسته وم او کالي مې مینځل چې زنګ راغی، چې وزیره شوې. کله چې داسې څوک وزیر کېږي، د وزارت په کارونو کې به له شک پرته ستونزې رامنځته کېږي. البته په سړیو دا ستونزې تر دې هم ډېرې وې.

لساني: ستاسې د خبرو پر تایید، د ښځو پر پرتله په سړیو کې دا ستونزې زیاتې وي، خو متأسفانه لکه څنګه چې تاسې وویل، د ښځو په رهبري کې هم ستونزې وې. د ښځینه ټولنې د چارو د ښه‌والي لپاره باید دا ستونزې وپېژندل او حل شي. موږ باید په دواړو قشرونو کې موجود حقیقتونه، نیمګړتیاوې او ستونزې بیان کړو، نه دا چې ښځې د ښځیتوب له امله له نیوکې څخه مستثنا وي.

د سولې عالي شورا د هر غړي معاش څومره و؟

شهلا فرید: زه په خپل معاش خبره یم، خو د نورو معاش نه و را ته معلوم؛ ځکه په داسې طریقه یې معاش ورکاوه چې یو څوک د بل چا به معاش نه خبرېده. ما معاش نه درلود؛ ځکه د کابل پوهنتون ښوونکې وم او د دسترخوان او سفرخرڅ په نوم یې یو څه پیسې راکولې. سفرخرڅ یې هغه وخت اجرا کاوه چې ولایتونو ته به مو سفر کاوه. که به مو ولایتونو او یا له افغانستان څخه بهر سفر کاوه، موږ ته به یې سفر خرڅ را کاوه او که به نه تلو، بیا به یې نه راکاوه.

زه یې په خارجي سفرونو کې نه برابرولم، خو په داخلي سفرونو کې یې ټولو ولایتونو ته ليکلې وم. د سولې عالي شورا د غړیتوب په وخت کې ما تقریباً څلوریشت ولایتونو ته سفر کړی دی. د ورځې یې ۲زره افغانۍ سفرخرڅ را کاوه. دې پيسو د ډوډۍ، هوټل او پاتي نورو لګښتونو، لګښت پوره کاوه. کله چې به موږ ولایت ته سفر کاوه، هوټل ته به نه تلو او د یوه ملګري یا همکار په کور کې به وو. که به موږ په هوټل کې اوسېدو او یا به بل ځای ته تلو، زموږ سفرخرڅ اجرا کېده. د دسترخوان د خرڅ په نوم یې هم یو څه پیسې راکولې. موږ ته یې د یوه وزیر د سترخوان د خرڅ په اندازه۳۰زره افغانۍ راکولې. هغه یې هم هره میاشت نه راکولې، شپږ یا اووه میاشتې وروسته به یې یوه میاشت اجرا کولې؛ یعنې که یو څوک یوازې د سولې عالي شورا غړی وای او بل ځای یې کار نه کولای، د سولې عالي شورا له منظم معاش څخه نه برخمن کېده.

د سولې عالي شورا فعالیتونه او امتیازات

لساني: د سولې په عالي شورا کې داسې کسان هم وو چې منظم او لوړ معاش یې درلود؟

شهلا فرید: هو. هغه کسان چې په رهبري او اجراییه برخه کې وو، د هغوی معاش لوړ و؛ ځکه د مأمور په توګه یې کار کاوه. مثلاً؛ پخپله د سولې عالي شورا رییس فکر کوم ۷زره ډالر معاش اخیست؛ مرستیالانو یې هر یو ۵زره ډالره معاش درلود او د اجراییه غړیو هم د میاشتې ۲۵۰۰ ډالره معاش درلود.

لساني: کوم کسان به په بهرنیو سفرونو کې شاملېدل؟

شهلا فرید: معمولاً به د رهبري پلاوي غړي په دغو سفرونو کې تلل او ځینې وخت به په خپله د رهبري ډلې د سفر پلاوی په خپل منځ کې انتخاباوه. دا چې زه د کابل پوهنتون استاده وم، ډېر کم به بهرنیو سفرونو ته ټاکل کېدم. ویل به یې چې تاسې نشئ تلای؛ ځکه د پوهنتون د ازموینو له امله په یوه سفر کې ما ته اجازه را نکړل شوه او نه لاړم، خو په نورو سفرونو کې به زه تللای شوم، خو نه یې غوښتل چې ما د بهرنیو سفرونو په لېست کې وليکي.

لساني: که یوه ورځ د سولې عالي شورا فعالیتونه بیان کړئ، کوم فعالیتونه پکې راتلل؟

شهلا فرید: معمولاً موږ په هره کمېټه کې خپل فعالیتونه لرل. لس کمېټې وې. مثلاً؛ زه په عدالت‌غوښتنې او حقوقي کمېټه کې وم. موږ ټول په کمېټو کې تنظیم شوي وو. په کمېټه کې به مو په اوونۍ کې یوه ورځ ناسته لرله. په دغه ناسته کې به مو د کمېټې رییس ته د اوونۍ په لړ کې د اجرا شویو کارونو راپور ورکاوه او د کمېټې رییس به بیا هغه اجراییه ته سپاره. په میاشت کې به مو دوې عمومي ناستې لرلې، چې عمومي ناستو ته به معمولاً وکیلان او وزیران هم را بلل کېدل او د هغو تسلیم شویو مخالفو وړو ډلو قوماندانان به هم راتلل او د خپلې تسلیمۍ راپور به یې وړاندې کاوه. د کړنلارو لپاره به هم په همدې عمومي ناستو کې اصول او پالیسي تصویبېدله.

د ښځو چارو وزارت کې فعالیت

لساني: تاسې د ښځو چارو له وزارت سره هم همکاري لرله؟

شهلا فرید: هو؛ په وروستیو کې مې همکاري لرله. په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې زه د مدني ټولنې له خوا د اجراییه ریاست د سلاکارې په توګه ور معرفي شوم.

لساني: هغه وخت څوک د ښځو چارو وزیره وه؟

شهلا فرید: هغه وخت «دلبر نظري» د ښځو چارو وزیره وه. زما کار په اجراییه ریاست کې نه و. زه ده ښځو په چارو کې د اجراییه ریاست سلاکاره وم، چې د دولت او اجراییه ریاست له خوا نه وم ټاکل شوې، بلکې د «د ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې» په نوم د یوې ډلې له خوا اجراییه ریاست ته ور معرفي شوې وم؛ ځکه د اجراییه ریاست د جنډر په بست کې پالیسۍ جوړېدې او زه د یو تخنیکي شخص په توګه هلته ور معرفي شوم.

هغوی د ښځو چاور وزارت کې پالیسۍ جوړولې. له همدې امله، زما دفتر هم د ښځو چارو په وزارت کې و. مدنې ټولنې یو اندازه معاش را ته ټاکلی و او هغوی به را ته هغه معاش را کوه. اجراییه ریاست معاش نه را کاوه، خو په اجراییه ریاست کې دننه د مدني فعالیتونو د څانګې له لارې را ته اجراه کېده.

لساني: هغه وخت تاسې ته د ښځو چارو وزارت رول څومره اغېزناک ښکارېده؟ ډېرو خلکو پر دغه وزارت ډېرې نیوکې کولې.

شهلا فرید: زه دا منم چې د وزارت د رهبري پر کړنلارو ډېرې نیوکې موجودې وې، خو د ښځو چارو وزارت د افغانستان د ښځو یوه اړتیا وه. که د ښځو چارو وزارت ته په سیاسي شکل د وزیرانو د ټاکل کېدو پر ځای داسې وزیرانې انتخاب شوې وای چې کار يې ګټور وای، ښايي پر ښځو چارو وزارت به دغه نیوکې نه کېدلې. متأسفانه د ښځو چارو وزارت ته داسې وزیرانې و نه ټاکل شوې چې د افغانستان له ټولنې راپورته شوې وې او لازم ظرفیت یې درلود. هره وزیره له یوې سیاسي ډلې سره د اړیکې پر اساس ټاکل کېده او تر ډېره یې کوښښ کاوه چې په دغه وزارت کې د جنسیتي برابروالي د ستراتېژیو او پالیسیو د پلي کولو پر ځای، د هغې سیاسي ډلې ګټې په پام کې ونیسي..

تر وروستیو ورځو پورې یې له ټیټې کچې نیولې بیا د وزارت تر کچې په ټولو کړنو کې ستونزې موجودې وې. سره له دې چې ستونزې یې لرلې، خو دا یوه اړتیا وه او د ښځو لپاره په یو شمېر ګټورو کارونو یې هم سترګې نشي پټېدای. حداقل د ښځو لپاره د اقتصادي ظرفیتونو د لوړونې لپاره یې کار پیل کړ، چې تر اوسه یې هم موږ پایلې احساسوو او ګورو یې. د افغانستان سوداګرو ښځو خپل فعالیت کاوه او په دې برخه کې یې د ښځو د ذهنیتونو د بدلولو، د ښځې د حقونو د دفاع او کورنیو ته د مشورو ورکولو په برخه کې خپل رول ولوباوه. مدني ټولنه هم په دې برخه کې ورسره همکاره وه. همداراز یې له پوهنې  وزارت سره د لیک لوست د زده‌کړې په پروژه کې همکاري کوله. دا پروژې د ښځو د ودې لپاره پلي شوې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې هم ګټورې تمامې شوې. یو لړ ستونزې یې هم لرلې، خو په ټوله کې داسې نشو ویلای چې دغه وزارت په مطلق ډول هيڅ کار نه دی کړی. کار یې وکړ او دې کار ته ډېر اړتیا هم وه. اوس هم اړتیا ورته موجوده ده. که اوس د طالبانو په وخت کې هم دا وزارت پاتې شوی وای، طالبانو هم کولای شو چې د دې وزارت له لارې افغان ښځو ته ډېره ښه کارونه وکړي. ان هماغه د افراطیت فکر هم د دې پر ځای چې د سړیو له خوا ښځو ته خپور شي، د همدې وزارت له لارې خپرېدلای شو.

مثلاً؛ همدا اوس د طالبانو په زندانونو کې زرګونه ښځې بندیانې دي. له همدې بندیانو ښځو څخه د تحقیق او بررسي لپاره هم باید ښځې موجودې وي، چې متأسفانه اوس د ښځو پر ځای دا کار سړي کوي، چې دا د ټولو اسلامي قوانینو خلاف کار دی. زه فکر کوم، اوس هم اړتیا ده چې د ښځو چارو وزارت موجود وي، خو د کار ډول یې باید متفاوت او دقیق وي.

زه فکر کوم کله چې په افغانستان کې یو بدلون راځي او د طالب حکومت ختمېږي، باید د لومړي ګټور او ښه وزارت په توګه د ښځو چارو وزارت ملاتړ وشي.

بهرني سفرونه

لساني: هو، دقیقاً همداسې ده. بله موضوع دا وه چې په افغانستان کې جوړښت فاسد و او په فاسد جوړښت کې کارونه هم فاسد وي. کله چې په ټولو وزارتونو کې ستونزې وي، موږ یوازې د ښځو چارو پر وزارت نیوکه نشو کولای. استاد، زه دې ته لېواله یم چې د سفرونو په اړه مو خبرې وکړئ. فکر کوم تاسې د کورنیو او بهرنیو سفرونو په ګډون ډېر زیات سفرونه کړي دي، چې په بهرنیو سفرونو کې فرانسې، جرمني، هند، چین، امریکا، نیپال او ډېرو نورو هېوادونو ته تللې یاست. که د دې سفرونو او په دغو سفرونو کې د خپلو لاسته راوړونو او تجروبو په اړه وغږېږئ، ډېره به ښه شي.

شهلا فرید: ما په خپلو سفرونو کې یوازې سفر نه دی کړی، بلکې په دې ټولو سفرونو کې مې علمي کارونه کړي او همداراز لیکلي دي. ویلای شم چې دا ټول علمي سفرونه وو او په دغو هېوادونو کې د علمي ظرفیت‌جوړونې زمینه برابره وه. په دغو سفرونو کې استادانو ته د لنډمهاله فیلوشیپ یا د ځينو مسلکي مهارتونو د ظرفیت‌جوړونې زمینه برابره وه. په افغانستان کې د تحولاتو په لومړیو کې د طالبانو د لومړۍ واکمني تر له منځه وړلو وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي له خوا سفرونه برابرېدل، خو د هغو ترڅنګ مې د مدني تولنې له خوا هم یو لړ څېړنیز سفرونه کړي دي.

لومړی سفر مې نیپال ته و. دا سفر د «اسیا فونډېشن» له خوا برابر شوی و، چې د ښځو د ظرفیت جوړونې په برخه کې یې ډېره مرسته کوله. کله چې مې د «حقوق زن در اسلام» په نوم د کتابونو ټولګه ولیکله، تر هغه وروسته مې د تجربو ترلاسه کولو او ځينو مسالو د مشخصولو لپاره نیپال ته سفر وکړ. مثلاً؛ د نیپال پینځه سلنه نفوس مسلمانان دي.

که څه هم په نیپال کې د مسلمانو ښځو نفوس کم دی، خو هغوی څه ډول د قوانینو او پالیسیو او د ټولنې د نورو مسالو په برخه کې ځانګړی ځای پيدا کړ. غوښتل یې د هغوی تجربې له موږ سره شریکې کړي. هغه وخت په انګلیسي ژبه هيڅ نه پوهېدم او له «اسیا فونډېشن» څخه یوه بله ښځه د ترجمانې په توګه راسره وه. په لومړي سفر کې مې یو لړ ستونزې موجودې وې؛ ځکه تقریباً تر ۸۰ کلونو وروسته يوې افغانې نیپال ته سفر کړی و.

لساني: دا کوم کال و؟

شهلا فرید: ۲۰۰۴ زېږدیز کال و؟ موږ ته یې وویل چې تاسې پاکستان ته ولاړ شئ او هلته د نیپال ویزه واخلئ؛ ځکه نیپال په افغانستان کې سفارت نه لري. کله چې موږ پاکستان ته ولاړو او سفارت ته مو مراجعه وکړه، موږ ته یې وویل: ستاسو سفر د بشر حوقونو د فعالانو سفر دی او «اسیا فونډېشن» په نیپال کې خپل دفتر لري. تاسې هوايي ډګر ته ولاړ شئ او له هغوی سره اړیکه ونیسئ، د هوايي ډګر دننه به ویزه درکړل شي.

د دفتر د اړیکې شمېره یې هم راکړه او ویې ویل: تاسې له هوايي ډګر څخه وتلای او نیپال ته تللای شئ. کله چې موږ د شپې نهه بجې له پاکستان څخه د کټمانډو هوايي ډګر ته ور ورسېدو، په نیپال کې ډېره کلکه جګړه روانه وه. موږ په افغانستان کې هم جګړه تېره کړې وه او هلته هم له جګړې سره مخ شوو.

د نیپال پولیسو د هوايي ډګر دننه موږ ته ویزه را کړه. د شپې دوې بجې وې او موږ دوې ښځې هلته بندې پاتې وو او د «اسیا فونډېشن» استازی هم په ښار کې و او هوايي ډګر ته نشو را ننوتلای. پولیسو هم موږ ته له هوايي ډګر څخه د وتلو اجاره نه راکوله. سهار شو. پولیس زموږ په شاوخوا کې سره راټول شوي وو او ویل یې چې افغانستان په کوم ځای کې دی؟ تاسې څنګه په انګلیسي ژبه خبرې کوئ؟

په افغانستان کې هم جګړه ده، تاسې څنګه راغلئ؟ همدا ډول پوښتنې راونې وې. داسې وه لکه موږ چې له کومې بلې سیارې هلته ورغلې وو. د سهار خوا ته د «اسیا فونډېشن» استازی راغی. د هوايي ډګر دننه یې وېزه راکړه او بهر ولاړو. هلته درې ورځنی کنفراس و. دا سفر ما ته په زړه‌پورې هم و او ستومانه کوونکی هم؛ ځکه دا زما لومړنی بهرنی سفر و. کله چې کنفرانس پای ته ورسېد، د ښار حالت ډېر خراب و او موږ بهر ته نشو وتلای. ځينې ځایونه یې موږ ته راوښودل. په کومه ورځ چې موږ باید بېرته راغلې وای، په هغه ورځ په نیپال کې نور پروازونه بند وو او یوازې له نیپال څخه قطر ته یو پرواز و. موږ باید بیا له قطر څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته راغلې وای؛ ځکه له قطر څخه افغانستان ته مستقیم پرواز نه و. د بودایانو یو ستره ډله چې له ۸۰۰ څخه ۹۰۰ تنه وو او نیپال ته د بودایانو زیارتونو ته راغلي وو، بنده پاتې وه. د هغوی د لېږد لپاره یو ځانګړې الوتکه راغله، چې موږ یې هم په هغه الوتکه کې تنظیم کړو. بالاخره قطر ته ولاړو او بیا له هغه ځایه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته راغلو.

یو ډېر ستړی سفر و؛ ځکه که څه هم موږ ته یوه ښه تجربه وه، خو بدې خاطرې مو ترې درلودې. بهر مو هویت نه درلود. هيچا زموږ پاسپورټ نه پېژاند. هر وخت تر ټولو بد پاسپورټ زموږ و او متأسفانه اوس همداسې ده. ډېرې زیاتې ستونزې موجودې وې؛ ځکه یو مو په لومړنیو بهرنیو سفرونو کې ستونزې لرلې او بل په افغانستان کې د پروازونو په برخه کې ډېرې ستونزې وې. موږ یوازې پاکستان ته تلای شوو او له هغه ځایه به بیا نورو ځایونو ته تلو. یا به دوبۍ ته تلو او هلته هم پروازونه کم وو. موږ دا ټول تجربه کړل.

زه پاکستان ته د ژوند لپاره هيڅ تللې نه وم او پېښور مې هم نه و لیدلی، خو د نیپال تر سفر وروسته مې په رسمي کنفرانسونو کې د ګډون لپاره څو ځله نور هم اسلام اباد، کراچۍ او لاهور ته سفرونه وکړل. دویم ځل مې د «اسیا فونډېشن» لخوا په هند کې له مسلمانو ښځو سره د کنفرانس لپاره هند ته رسمي سفر وکړ. په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د پوهنتون له خوا په یو بل رسمي سفر کې فرانسې ته ولاړم. په دغه علمي سفر کې دوولس نفره استادان وو چې د «سوربون» او «پاریس نمبر ۱۱» پوهنتونو کې مو د نوي او ماډرن تدریس د لارو په اړه سمينارونه او لنډې زده کړې وکړې او بېرته افغانستان ته راغلو. د دې سفر په تعقیب مو د مدنې ټولنې له خوا یو سفر هالنډ او دوه سفره جرمني ته درلودل. له هغه وروسته چین ته ولاړم.

په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې مې د «بیجینگ + 15» په نوم کنفرانس کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر وکړ. دغه کنفرانس ته له ټولې نړۍ څخه ۷زره ښځې وربلل شوې وې، چې له افغانستان څخه هم دوه پلاوي ورغلي وو؛ یو د ښځو چارو له وزارت څخه دولتي او بل د مدنې ټولنې په استازيیوب. زه د مدني ټولنې په پلاوي کې تللې وم.

په دغه کنفرانس کې د ښځو اړوند په بېلابېلو هېوادونو کې د بشر حقونو د وضعیت په اړه راپورونه وړاندې کېدل، چې له افغانستان څخه هم یو راپور چمتو شوی و او د دې ناستې په څنډه کې مو  وړاندې کړ. د دغه کنفرانس په لړ کې مو واړه ورکشاپونه هم لرل.ټول ټال مو ۲۲ ورځې په نیویارک کې تېرې کړې. موږ د ملګرو ملتونو په سازمان کې کار کاوه. دا یو ښه او کاري سفر و.

علمي سفرونه ډېر ګټور وي. په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې مې دویم ځل فرانسې ته سفر درلود، چې تقریباً یو میاشت هلته پاتې شوم. هلته مې د ننګرهار پوهنتون له یو بل استاد سره په ګډه د «حقوقو او سوداګري» کتاب ولیکه. هغه زموږ همکار او وطنوال و چې په فرانسه کې یې ژوند کاوه. کله چې بېرته وطن ته راغلم، په برخه کې ترلاسه کړیو تجربو ته په کتو مې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي لپاره د «حقوقو او سوداګرۍ» کتاب ولیکه.

وروستی سفر مې دوی ته و. هلته دوه کنفرانسونه وو چې په هغو کې د ګډون لپاره مې ۲۵ ورځې په دوبۍ کې تېرې کړې. یوه داسې میکانیزم موجود و چې دوبۍ ته ډېرې افغان مېرمنې رابلل شوې وې، څو په افغانستان کې ښځو ته د پېښو ګواښونو په اړه پرېکړه وشي چې څه ډول د بشر حقونو او ښځو حقونو له ښځینه فعالانو سره مرسته وشي او و نه وژل شي. البته هغه وخت په افغانستان کې د ښځو وژل او د هغوی ګواښل فوق‌العاده ډېر شوي وو.

کله چې هغه سفر پای ته ورسېد، ما اوولس نفره ځوانو ښځینه خبریالانو، د ځوانانو د حقونو ښځينه فعالانو او د ماشومانو د حقونو ښځینه فعالانو ته یو پینځلس ورځنی کنفراس جوړ کړ. تر هغو چې هغوی له افغانستان څخه دوبۍ ته راتلل، زه په دوبۍ کې ورته پاتې شوم.د هالنډ یو پروفیسور او ډاکتر صاحب ملک ستیز د بشر حقونو او جندر موضوع اړوند دا ورکشاپ ورکړ. د دغه ورکشاپ له پای ته رسېدو او ۲۲ ورځو وروسته بیا افغانستان ته ولاړم. له دې وروسته بیا ارامي نه وه او ګواښونه او خطرونه مخ پر زیاتېدو وو، تر هغو چې کابل سقوط وکړ. له هغه وروسته البانیا ته ولاړو او بیا دې ځای ته را ورسېدو.

لساني: استاد، تر ټولو ښه سفر مو کوم یو و؟

شهلا فرید: له علمي اړخه مې د فرانسې سفر تر ټولو ښه سفر و. د دې ترڅنګ مې د المان هامبورګ ته د پرتله‌ییزو مطالعاتو د سیسټم اړوند یو ۲۲ ورځنۍ سفر و، چې ډېر ښه خاطرات ترې لرم. تقریباً اتلس نفره ښوونکیو د اندراګاندي په انسټیټیوټ کې د ګډون لپاره هند ته هم سفر وکړ او ۲۲ ورځې هلته پاتې شوو. هلته مو د ماډرنو ښوونیزو لارو چارو زده‌کړې وکړې. هلته مو زده کړل چې زموږ درسي ټولګي څنګه په نړیوالو معیارونو برابر شي؛ ځکه سیسټم کریډیټ ته اوښتی و.

سره له دې چې هنډ ډېر ګرم و، خو بیا هم دا ډېر ښه سفر و؛ ځکه هندي پروفیسرانو له موږ سره خپلې بېلابېلې ښوونیزې تجربې شریکې کړې. د مدنې ټولنې سفرونه هم معمولاً ښه سفرونه وو؛ ځکه هلته به فضا ‌ډېره خلاصه وه، چې هغه ټولې خاطرې وې. په ټوله کې له هېواد څخه بهر ته سفرونه انسان پخوي.

لساني: په علمي سفرونو کې زده‌کړي ماډرن ښوونیز ميتودونه مو څومره په خپل پوهنتون او درسي ټولګیو کې عملي کړې، یعنې تاسې ته دا امکان موجود و؟

شهلا فرید: فکر کوم د حقوقو پوهنځي د ښځینه استادانو په منځ کې به زه لومړۍ استاده وم چې په ماډرن ميتود، له کمپیوټر څخه په استفادې مې د «پریزینټېشن» په شکل درس ورکول پیل کړل او زده‌کړیالانو ته مې په ټولګي کې ازاده فضا برابره کړه. دا چې په علمي لحاظ به څومره معیاري و، هغه زما په ظرفیت پورې تړاو درلود. د پوهنځي علمي شورا او زده‌کړیالان په دې اړه قضاوت کولای شي، خو هيڅکله به هم له چمتووالي پرته ټولګي ته نه تلم.

په وروستیو وختونو کې د امنیت له اړخه په افغانستان کې د ژوند کولو فضا ډېره خرابه شوې وه او ډېر زیات ګواښونه به مې زغمل. که څه هم ځينې ورځې به مې سره له دې چې درس ته ډېر چمتووالی نیولی و، خو د امنیت د نشتون او نورو ډېرو ستونزو له امله به مې په درس ښه تمرکز نشو کولای. یوه ورځ یو زده‌کړیال پوه شو او ويې ویل: استاد، څلور کاله کېږې چې ستا شاګرد یم، دا اول ځل دی چې تاسې په ټولګي کې حاضره یاست، خو فکر مو بل ځای دی. ما بښنه ترې وغوښته او له ټولګي ووتم؛ ځکه هغه تدریس نيمګړی دی چې زده‌کړیال د خپل استاد روحي وضعیت ته متوجه شي.

یعنې هر ډول وضعیت چې وي، ښوونکی باید داسې نه وي چې زده‌کړیالان یې درک کړي. یو زده‌کړیال په دې وضعیت پوه شو؛ ځکه د هماغې ورځې پر سهار هم ګواښل شوې وم او له امنیت څخه زنګ را ته راغلی و چې باید پوهنځي ته ولاړه نشم، خو په ډېره وېره ولاړم. وروستۍ ورځې داسې شوې وې چې د پوهنتون دننه د تګ را تګ په وخت کې به مې هم فکر کاوه چې یو څوک را باندې برید کوي. په هيڅ ډول حالت کې هم بهر نشوای وتلای؛ اوس یې هم زما اولادونه یادوي چې په وروستیو ورځو کې وضعیت څومره بد او سخت شوی و.

موږ ان ونشو کولای چې بازار ته ولاړ شو او کالي واخلو؛ ځکه مخکې به تل زه ورسره تلم او کله چې به مې ورته ویل چې یوازې ولاړ شئ، هغه نه تلل. له هغوی سره په یو ځای تګ ډارېدم؛ ځکه که چا برید را باندې کړی، هغوی ته هم زیان رسېدی. د ۲۰۲۰ زېږديز کال له نیمايي څخه د ۲۰۲۱زېږديز کال تر اګسټ پورې دا وخت ډېر په سختۍ تېر شو.

پر ښځو د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه

لساني: استاد، زه ستاسې خبرې درک کوم. د جمهوریت دورې په وروستیو کې رښتیا هم ستونزې زیاتې وې، په ځانګړې توګه ښځو ته امنیتي ستونزې ډېرې وې. تاسې مخکې په خپلو خبرو کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمېټې غړې وئ، غواړم پوه شم چې تاسې په دې برخه کې کوم فعالیتونه کړي دي؟

تاسې د ښځو حقونو د فعالې په توګه پخپله دا سنتي ټولنه ولیدله، په دې برخه کې کوم فعالیتونه اغېزناک او ګټور دي؟

شهلا فرید: په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې کمېتې په ځانګړې توګه په کورنیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لارې چارې لټولې. له همدې امله د حکومت په کچه «د جنسیتي برابروالي ستراتېژي» ولیکل شوه او تصویب شوه. دا د دولت یو مهم پلان و. افغانستان په ۲۰۰۳زېږديز کال کې « د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنيوي کنواسیون» غړی شو.

په دې پیوستون سره د هغه وخت دولت ته یو لړ مسوولیتونه هم متوجه شول، چې داسې پلانونه او پاليسۍ جوړې کړي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د موجود تاوتریخوالي کچه را ټیټه کړي.

په هر صورت، که څه هم د دولت د پالیسو مطابق موږ اوږدمهالي او لنډمهالي موخې لرلې، د هغو ترڅنګ، د افغانستان مدني ټولنې هم فعالیت کاوه. زه هم د کابل پوهنتون استاده وم او هم د هغو کسانو په ډله کې وم چې باور مې درلود چې په انساني ټولنه کې تاوتریخوالی موجود دی او دا یوه طبیعي موضوع ده؛ ځکه غوښتنې او کړنې توپیر لري؛ نو په شعوري یا لاشعوري شکل په ټولنه کې تاوتریخوالی کېږي، خو کله چې یو جنسيت پر بل جنسيت تاوتریخوالی کوي؛ مثلاً، پر ښځه د سړيو تاوتریخوالي یا د دې برعکس، دا لوی ټولنیز درزونه پیدا کوي او د هغو د له منځه وړلو لپاره باید هڅې وکړو.

د ټولنپوهنې په لحاظ چې به مو هم د افغانستان ټولنه مطالعه کوله، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ستر لامل همدا موضوع وه؛ یعنې په ټولنه کې د سړیو حاکمیت د دې لامل شوی و چې ډېرې ښځې له تاوتریخوالي سره مخ شي. بېلابېلې ټولنیزې ستونزې شته او لاملونه يې هم د خلکو د سواد او کلتور د کچې ټیټوالی او په وروستیو کلونو کې بېلابېلو هېوادونو ته د خلکو کډوالي ده، چې بېلابېل او پرمختللي فرهنګونه یې افغانستان ته راوړي دي. موږ ته دا هم جوته شوه او پخپلو سترګو مو لیدل چې ښځو پخپله هم تاوتریخوالي ته لبیک وایه؛ یعنې پټه خوله وې او خپلو انساني ارزښتونو ته یې پام نه کاوه. دا ټول د دې لامل شول چې هره ورځ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شي.

موږ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره کار کاوه او د دولت هم دا دنده او مسوولیت و چې تاوتریخوالی ختم کړي، خو په هر حال، که وغواړې که نه، د یو جنس له خوا پر بل جنس رواني یا فزیکي تاوتریخوالی کېده. موږ غوښتل چې بد غبرګونونه رامنځته نه کړو او له تاورتریخوالي څخه د وتو لارې پیدا کړو، چې خبره دې ځای ته و نه رسېږې چې د ښځې پوزه یا غوږ پرې شي.

له بده‌مرغه په وروستیو کې همداسې و. ښځې ډېرې زیاتې وهل کېدې، ان تر دې چې لاسونه او پښې یې ماتېدل. دا یوه یا دوې پېښې هم نه وې، بلکې موږ ډېرې داسې پېښې ولیدې. ناموسي وژنې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ډول و، چې هر ورځ به په افغانستان کې پېښېدې او شمېر یې زیات و. همدا لامل و چې له مدني ټولنې او تخصصي بنسټونو سره مو د افغانستان د ښځو چارو وزارت په هڅو د تاوتریخوالي د منع کېدو کمېټه جوړه کړه.

سره له دې چې موږ د کمېټې د جوړولو لپاره ډېر ښه کار وکړ، خو د کمېټې جوړول ډېره اوږده او ستونزمنه پروسه وه. یو ورځ به مو ښه کار وکړ او بله ورځ چې به مو غوښتل چې زموږ کار د قانون په متن کې ځای پر ځای شي، له غبرګونونو سره به مخ کېدو. سره له دې چې د «د تاوتریخوالي مخنيوي قانون» د تصویب په مخ کې ډېرې ستونزې پرتې وې، خو بالاخره یو واحد متن چمتو شو. یوه لويه ستونزه د هغو بېلابېلو بنسټونو ترمنځ د تفاهم نشتوالی و، چې په دې برخه کې یې کار کاوه.

بالاخره چمتو شوی متن د تصویب لپاره ملي شوار ته ولېږل شو. له بده‌مرغه د افغانستان پارلمان یې مخالفت وکړ او قانون یې تصویب نه کړ، خو د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د پارلمان د رخصتیو له فرصت څخه په استفادې له خپل واک څخه استفاده وکړه او د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون یې توشیح کړ.

د جمهوري حکومت تر وروستیو ورځو پورې د «تاوتریخوالي د مخنيوي قانون» له دې امله له ستونزو سره مخ و چې پارلمان نه و تصویب کړی. بالاخره دا د ولسمشر د تقنیني فرمان پر بنسټ د اجرا وړ قانون و او هر کال زرګونه قضیې د «تاوتریخوالي د مخنيوي قانون» مطابق حل او فصل کېدې. زه دا نه وایم چې دې قانون هيڅ ستونزه نه لرله او اعتراف کوم چې يو څه ستونزې یې لرلې. هر قانون او اصول چې د انسانانو له خوا جوړېږي، حتماً ځينې ستونزې هم لري چې دغه ستونزې د پلي کېدو په وخت کې د همدغه قانون د تفسیر او شرحې له امله، چې قضايي تفسیر ورته وايي، مطرح کېږي.

یعنې د پلي کېدو په وخت کې په تفصیل او شرحې سره قانون اصلاح کړو او په متن کې یې بدلون راولو، خو له بده‌مرغه د جمهوريت تر پايه تصویب نشو او یوازې د تقنیني فرمان په توګه عملي کېده. د «تاورتریخوالي د مخنيوي قانون» په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت لامل نشو، خو حد اقل په یو ډول هغو ښځو ته د غږ اوچتېدو فرصت برابر شو چې د تاوتریخوالي قرباني کېدې. د هغوی د ساتلو لپاره یوه دستګاه موجوده وه. هلته د څارنوالۍ، محکمې او تر څنګ یې د قضا عالي شورا یو مسوول قاضي درلود. دا د همدې کمېټې، د افغانستان د ښځو او بېلابېلو بنسټونو د کار پایله وه. یو قانون باید موجود وای چې پر بنسټ يې د افغانستان عدلي او قضايي دستګاه د مسوولو بنسټونو په توګه د قرباني شویو ښځو لاسنیوي او مرسته کړې وای. د همدې تقنیني فرمان په موجودیت سره همداسې وشول او تر یو بریده قضايي او عدلي دستګاه د ښځو ستونزې حلولې.

لساني: «د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون» په کال کې تصویب شو؟

شهلا فرید: بیاځلې یې وایم چې د ځينو پېښو شویو ستونزو له امله مې کره کلونه هېر شوي دي، خو د کرزي صاحب په وخت کې و.

لساني: پارلمان ولې د «تاوتریخوالي د مخنيوي قانون» مخالفت وکړ او دا قانون یې تصویب نه کړ؟

شهلا فرید: د دې قانون اړوند په پارلمان کې درې نظرونه موجود وو. لومړی، په پارلمان کې ډېرې ښځينه وکیلانې د دې قانون د تصویب پلوې وې، خو ځينو ښځینه وکیلانو غوښتل دا قانون په داسې شکل سره تصویب شي چې د دوی لاسته‌راوړنه وګڼل شي. له همدې امله، ښځينه وکیلانې په خپل منځ کې له ستونزو سره مخ شوې او دا مشکل دې لامل شو چې په پارلمان کې دننه د دغه قانون ملاتړ ونشي. دویم بحث دا دی چې ځينې هغه وکیلان، چې په قانون د پوهېدو سواد یې نه درلود، مطلق د دې قانون مخالف وو او فکر یې کاوه چې دا قانون په ټولنه کې د سړیو ونډه کموي او پر کورنیو کې یې حاکمیت ختمېږي. کله چې د خلکو د یوې سترې ډلې واک د قانون په واسطه محدودېږي؛ نو تمه هم دا وي چې هغه ډله به د دې قانون پر وړاندې درېږي. درېیمه ډله هغه نارینه وکیلان وو چې په قانون کې یې د ځينو داسې بدلونونو د راوستلو غوښتنه کوله چې قانون یې له خپلې اصلي موخې څخه را ګرځاوه؛ نو کله چې به ښځې د هغوی پر وړاندې درېدلې، په پارلمان کې دننه به ټکرونه را منځته کېدل. یوه ډله روحانیون وو او هغوی په یو ډول غوښتل چې د افغانستان روحاني ټولنې ته دا ور وښيي چې دوی په پارلمان دننه په تیارو کې د را ایسارو ملایانو دفاع کولای شي. که څه هم په پارلمان کې ملایان هم وو او هغوی له دیني اړخه د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون مطالعه کړ؛ د دې قانون هيڅ ماده هم له دیني احکامو سره په ټکر کې نه وه؛ ځکه د هغه په لیکلو کې ډېر دقت شوی و او د مصوبې د لیکلو په وخت کې دیني عالمان هم موجود وو، خو پر دې ټولو سربېره بیا هم په افغانستان کې له دین څخه د وسیلې په توګه د استفادې موضوع رواج وه او له همدې امله هم د دې قانون پر وړاندې ستونزې موجودې وې او همدا ستونزې د دې لامل شوې چې دا قانون په پارلمان کې تصویب نشي.

لساني: استاد، کولای شو یو ډول ووایو چې ښځو د یوې او بلې ملاتړ نه کاوه؟

شهلا فرید: زه شخصاً په همدې نظر وم او اوس هم په هماغه نظر یم. که څه هم موږ، افغان ښځو، د برابرۍ لپاره ډېر زیات کارونه وکړل، خو متأسفانه هيڅکله هم د ښځو حرکتونه په یو داسې خوځښت بدل نشول چې یوه ښځه یې مشري وکړي؛ ښه استفاده ترې وکړي او بیا په ټوله نړۍ کې په مدیریت شوي ډول حرکت وکړي او خپلو موخو ته ورسېږي. په افغانستان کې د ښځو حرکتونه متحد نه وو، بلکې ډېر پاشل شوي فعالیتونه یې کول. مثلاً؛ یوه ډله ښځې وې چې د ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې کار کاوه.

دوی هيڅکله هم له هغو ښځو اړیکه نه درلوده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو لپاره یې کار کاوه، په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمولو یو عمده لامل، په کورنۍ کې د ښځې خپل خپلواک اقتصاد دی. ځینو هغو ښځو چې د اقتصاد په برخه کې یې کار کاوه، هيڅکله له هغو ښځو سره خپل لیدلوری او نظرونه شریک نه کړل چې غوښتل یې د تاوتریخوالي لاملونه مطالعه کړي او هغه له مینځه یوسي. په همدې شکل، ځينو ښځو له خپلو موقفونو څخه غلطه استفاده کوله. مثلاً؛ یوازې په ځينو پروژو یې بسنه کوله. کله چې به پروژه ختمه شوه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند هماغه فعالیت به هم ورسره ختم شو.

دا یوه مدیریت شوې او رهبري شوې کړنلاره نه وه، بلکې دا یوه پروژه‌يي کړنلاره وه. ښځې هېڅکله هم د یوې ښځې په مشرۍ سره راټولې نشوې او ویې نشو کولای چې هېڅ یوه فعاله ښځه د خپلې مشرې په توګه انتخاب کړي. ان هغو کسانو هم مشکل درلود چې د ښځو چاور وزارت د وزیرې په توګه به ټاکل کېدې. فکر کوم دا هم په ټولنه کې د سړیو د ۹۵سلنه حاکمیت پايله ده، چې هغوی هم د ښځو د کړنو پر وړاندې درېدل. له همدې امله ټکرونه رامنځته شول او د ښځو ۹۰ سلنه حرکتونه بریالي نشول او ستونزې یې درلودې. د ښځو په منځ کې د اتحاد او یووالي نشتوالی د دې لامل شو چې په موږ په افغانستان کې د ښځو یو خوځښت جوړ نشو کړای.

لساني: تاسې چې د ښځو په منځ کې د کوم یووالي خبرې وکړې، هغه یووالی څه ډول رامنځته کېدای شي؟

شهلا فرید: موږ د دوو ډلو ښځو ترمنځ یو سراسري یووالی نشو رامنځته کولای. دلته دوې ډلې ښځې وې. یوه لويه ډله د لوستو او روڼ‌اندو ښځو وه او بله ډله سنتي بې‌سواده او یا کم‌سواده ښځې وې، چې خپل ژوند یې په مېړه پورې تړلی ګاڼه. د دغو ښځو هویت به تر واده مخکې د هغوی پر پلار پورې تړلی و او چې کله بې یې واده وکړ بیا به یې هویت پر خپل مېړه پورې تړل کېده.

دوی ته کار کول ډېر سخت و؛ ځکه لومړی باید دوی باسواده شوې وای او د يوه خپلواک انسان په توګه يې خپل ځای پېژندلای وای؛ نو بیا یې خپلواک ژوند کولای شوای او په کورنۍ کې یې ځانته خپلواک اقتصاد جوړولای شوای؛ ځکه خپلواک اقتصاد ژوند کولو ته د انسان اراده پخوي. نو د دې لپاره د روڼ‌اندو او لوستیو ښځو ډېر اوږد کار ته اړتیا ده. حداقل دا خو مو کولای شو چې د روڼ‌اندو او لوستیو ښځو ترمنځ یووالی رامنځته کړو، خو د دوی ترمنځ به هم تر ډېره د قدرت په اړه فکر کېده چې څوک به د ښځو چارو وزارت ته ولاړه او وزیره شي او له هغه ځایه پر نورو ښځو تسلط ولري.

زما په فکر د دې کار لامل هم دا دی چې مخکې په افغانستان کې د ښځو حرکتونه له ارګ څخه پیلېدل. مثلاً، د شاه امان الله خان په وخت کې ملکه ثریا د ښځو لپاره کار پیل کړ؛ یعنې د ښځو ټولنې پرمختګ له ښکته خوا څخه یا د ټولنې له منځ څخه نه دی پیل شوی. د ظاهرشاه په وخت کې هم هغو ښځو د نورو ښځو لپاره کار کاوه چې د ټولنې په پورتنۍ برخه کې واقع وې او بېلابېلې موخې یې لرلې.

د باسواده او روڼ‌اندو ښځو یوې سترې ډلې هيڅکله ونشو کولای چې د ټولنیزو جوړښتونو په لحاظ خپل یووالی وساتي.

د جمهوریت په وخت کې هم دا ټکر لیدل کېده. هيڅکله یوې خپلواکې ښځې ونشو کولای چې وزیره شي. تل هغه ښځې د وزارت څوکۍ یا نورو لوړو موقفونو ته رسېدې چې په یو ډول یې له واکمنو او حاکمو سړیو او د سړیو له حاکمو سیاسي ډلو سره اړیکې او یا قومي تړاو درلود.

کله چې یو ستر قوم د یوې ښځې ملاتړ وکړي او هغه یوه موقف ته ورسوي، هغه یوازې خپل قوم ته پام کوي؛ ځکه قوم یې دې ځای ته رسولې ده. له همدې امله فکر کوم چې موږ افغان ښځو په افغانستان کې د ښځو په ګټه د ټولنیزو حرکتونو د رامنځته کېدو لپاره یو خپلواک ټولنیز لیدلوری نه درلود او تر وروستیو ورځو هم د هغه پر رامنځته کېدو بریالۍ نشوو.

اوس هم تاسې وګورئ، کومه عدالت غوښتنه چې له افغانستان څخه بهر په افغانستان کې د موجودو ښځو لپاره کېږي، زموږ په منځ کې د لیدوري توپیرونه موجود دي. موږ چې کله کومه موضوع په ګروپ کې څرګندوو او له نورو سره یې شریکوو، ډېرې ښځې زموږ لیدلوری نه مني. زموږ فکر او لیدلوری همداسې پاتې کېږي او هيڅوک یې په اړه نظر نه وړاندې کوي، خو یو دوې ورځې وروسته یو بل څوک هماغه موضوع په هماغه لیدلوري او فکر په لږ متفاوتو کلیمو څرګندوي، بیا ټولې ښځې په هغه تړاو نظرونه وړاندې کوي. زه بیا یوه جمله ولیکم چې یوه اونۍ مخکې ما دا موضوع مطرح کړې وه، خو هيچا پام ورته ونکړ. دوې درې ورځې پيغامونه سره بدلېږي رابدلېږي او بیا هر څه ختم شي.

زموږ ټول حرکتونه همداسې مقطعي دي. موږ هم په خپلو کړنو کې او هم په تیورلیک لحاظ له یو بل سره ټکرونه درلودل، چې په پایله کې ښځو ته ډېرې ستونزې جوړې شوې. فکر کوم هغو ښځو چې غوښتل یې د ښځو حرکتونه رهبري کړي، خپل ځان ته یې د واک او قدرت له زاویې وکتل او کله چې واک ته ورسېدې، د ښځو په نوم یې کار او فکر کاوه، خو کله چې بې‌واکه شوې، بیا یې د ښځې نوم په خوله نه دی راوړی.

موږ په پارلمان کې دننه یوه ستره ډله ښځینه وکیلانې لرلې، چې ان د اروپا په پارلمانونو کې هم دومره ستره فیصدي ښځينه وکیلانې نه وې، خو دغو وکیلانو د افغانستان د ښځو لپاره څه وکړل؟ ځينې په فیشن او مډلینګ کې دومره غرقې شوې چې دا یې بېخې هېر کړي وو چې د څه په خاطر پارلمان ته راغلې دي. زما ورته پام و چې د ځينو ښځينه وکیلانو د کالیو د اغوستلو او سینګار ډول پارلمان ته له لومړي ځل راتګه د وکالات د دورې تر ختمېدو پورې څومره تغییر کاوه.

کله چې به په لویو ناستو کې سره راټولېدلې، د خپل سینګار او کالیو په اړه به یې خبرې کولې او د خیاطیو او د سینګار توکیو د دوکانونو ادرسونه به یې له یوې او بلې سره شریکول. دې کار زه ډېره ځورولم، خو ځينو ښځو ته د دوی دا کار د منلو وړ و. زه دا منم چې مډ او فېشن د ښځو د سیلقې یو برخه ده، خو کله چې موږ د ښځو په رایه یو ستر موقف ته رسېږو او هغوی له موږ څخه د خدمت تمه لري، خو موږ ۹۹ سلنه خپل ځان ته پام وکړو او هغوی ته هيڅ کار و نه کړو، د دې پایله همداسې وي. نن سبا تاسې د یوې وکیلې غږ هم نه اورئ. موږ خبر یو چې دوی دلته «لویدیځ» ته راغلې دي.

موږ چې په افغانستان کې معاش درلود او خیانت مو  و نه کړ، اوس په دغو هېوادونو کې په ډېره سختي ژوند کوو؛ ځکه موږ پیسې نه لرلې چې دلته يې را سره راوړو، خو دوی له ځان سره ډېرې زیاتې پیسې راوړې او اوس څوک له هغوی پوښتنه هم نه کوي. کله چې په دې اړه خبره وشي، وايي موږ سوداګري کوله، په داسې حال کې چې هغوی په افغانستان کې هيڅ سوداګري او تجارت نه درلود.

تر ټولو ګران‌بیه کور او موټر لري. په کورنیو کې یې امریکایی کارګر او خدمت‌کاران کار کوي. دا ټول دا څرګندوي چې دوی هغه وخت چې دوی په واک کې وې او باید یې په ډېر زړه‌سوي د افغانستان ښځو ته کار کړی وای، هغه یې نه دی کړی. دوی هغه وخت فساد وکړ؛ پيسې یې راټولې کړې او اوس یې په ارام زړه مصرفوي او اولادونه یې د امریکا په بهترینو پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي؛ ځکه دا یو سرمایه‌دار هېواد دی او دلته له پیسو پرته زده‌کړې هيڅ امکان نه لري. که سکالرشيپ نه وي، باید ډېر لوړ فیس ورکړئ.

سکالرشيپ هم د یو شخص وړتیا ښيي چې څومره د ټولنې له تحصیلي معیارونو سره برابر دی. ایا دوی سکالرشیپ اخیستلای شي که نه؟ د ژبې زده کړه هم مهمه موضوع ده، خو که دوی په پیسو باندې د ژبو زده‌کړه او تحصیل اخلي، نو هر وخت یې کولای شي چې وې وایي. په هر صورت، فکر کوم ښځو په دغو موضوع ګانو ژور فکر نه دی کړی، یوازې په قدرت کې وې او د ورځې موډ کالي یې اغوستل. ټول فعالیتونه یې ډېر موقت وو او ژر به ختمېدل.

د افغانستان په مدني ټولنه کې هم یو شمېر ښځې یوازې پروژو ته ناستې وې او پروژه‌يي کار يې کاوه. که به پروژې ختمېدلې، د دوی کار به هم ورسره ختمېده، خو داسې ښځې هم پېژنم چې هم یې په پروژه کې کار کاوه او هم یې ژور او اساسي کار کاوه. د داسې ښځو شمېر ډېر کم و. کومې محدودې لاسته‌راوړنې چې لرو، هغه هم د دغو ښځو له برکته وې چې دقیق او ښه کار یې وکړ. هغوی هم له پروژو سره کار وکړ؛ ځکه د پروژو له ملاتړ پرته په هغه برخه او سیمو کې کار کول ناممکن وو. د افغانستان ډېرو ښځو په ډېرې ژمنتیا او یووالي سره په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار وکړ. په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې یوازې دوه سلنه ښځې باسواده وې، خو په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې څلوېښت سلنه ښځې باسواده شوې وې، چې دا یوه ښه لاسته‌راوړنه وه، خو دا بهیر ډېر پڅ روان و؛ ځکه ځینې کلتوري مسالې هم موجودې وې.

تر ګواښ لاندې ژوند

لساني: استاد، تاسې مخکې وویل چې ډېر زیات ګواښونه درته متوجه وو، ولې دا ګواښوانه درته متوجه وو؟ دا څه ډول ګواښونه وو او ستاسې په ژوند کې یې څه ډول ستونزې پیدا کړې؟

شهلا فرید: ما په افغانستان کې هيڅکله داسې کار نه و کړی، چې یو فرد ته دې پکې په فزیکي لحاظ تاوان ورسېږي. مثلاً، په فساد کې نه وم ککړه او په داسې ځایونو کې مې کار نه و کړی چې په فساد کې ښکېل شم. یوازې یوه استاده وم. هلته هم د فساد زمینه برابره وه او زه ډېر داسې استادان پېژنم چې فساد یې کاوه، خو ما دا کار نه دی کړی. هيڅکله مې داسې فکر نه و کړی چې په افغانستان کې به یو وخت داسې حالت راشي چې زما په څېر یو کس چې یوازې د افغانستان د نوي نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې یې کلونه کار کړی او ان د خپلو سترګو لید او روغتیا یې په دې لاره کې له لاسه ورکړې وه، یوه ورځ دې یو څوک هغه وګواښي.

هغه وخت چې زه ګواښل کېدم، په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان و. د ۲۰۲۰ زېږديز کال له نیمایي څخه تر ۲۰۲۱زېږديز کال پورې په ټوله کې هغه ښځې په یو ډول ګواښل کېدې چې مثبت کارونه يې کړي وو. دا چې د چا له خوا ګواښل کېدو، هيڅوک پر دې نه پوهېدل؛ ځکه زموږ مقابل ادرس طالب و. ټولو فکر کاوه چې د طالب له خوا ګواښل کېږو؛ ځکه دا ګواښونه به امنیت اروزل او ویل به یې چې خطر درته متوجه دی او طالب تا وژني.

دا ډول مسایل موجود وو. له ما سره زما ټولې مرکې شته او کله چې بې‌کاره شم، هغه اورم او دې ته متوجه کېږم چې د افغانستان په مطبوعاتو کې ما هيڅکله داسې نظر نه دی وړاندې کړی چې په افغانستان کې د حاکمو ټولنیزو او دیني ارزښتونه مخالف وي، خو په فکري او سیاسي لحاظ زما لیدلوری او خبرې د طالب، القاعده او نورو اسلامي سخت‌دریځو ډلو خلاف وې. دا امکان لري چې په دې اساس مې د هغوی خلاف خبرې کړې وي، خو په ټوله کې زما روحیه ډېره ارامه او سوله‌غوښتونکې وه. ما هيڅکله نه غوښتل چې داسې خبرې وکړم چې زما لوڼو او په ټولنه کې یوې بلې ښځې ته زیان ورسوي. په خپلو لیکنو کې مې هم د دین په محوریت د افغانستان د ښځو لپاره روڼ‌اندي غوښتې او کار مې ورته کړی دی.

زه په ۲۱مه پېړۍ کې د اسلامي ويښتیا د پلویانو له ډلې وم. د سید‌جمال‌الدین افغان په لیکنو کې مې اسلامي ويښتیا لوستې وه، چې څه ډول مسلمانې ښځې او سړي کولای شي په یو عالي کلتور سره د نړیوالتوب د مثبتو حرکتونو پر لور حرکت وکړي. دا مې د دین په محوریت کې مطالعه کړي وو، خو له بده‌مرغه د جمهوریت په وروستیو کې مې د جمهوریت له مخالفو ډلو له لوري ډېر بد پیغامونه ترلاسه کړي وو. داسې پیغامونه لکه زه چې کومه وزیره يم، خو زه وزیره نه وم او یوازې په رسنیو کې فعاله وم او خپل نظر مې څرګنداوه. په هغه وخت کې مې د ولسمشر او اجراییه رییس په څېر واکمنان هم نقدول او له هغه وضعیت څخه د وتلو لارې مې ورته وړاندیزولې. زما نقد هغه وخت هم محکوم و او چا نه مانه.

له هغه وضعیت څخه د وتلو کومې لارې چې ما وړاندیز کړې وې، د هغوی د علمي کول هم ممکن و. ان یو ورځ ولسمشر غني په طلوع کې د خپلې یوې مرکې په وخت چې ډېرو خلکو ګډون پکې کړی و، د خپلو خبرو په منځ کې زه مخاطبه کړم. هغه ادعا کوله چې د نوموړي د حکومت په وخت کې ډموکراسي او د بیان ازادي وده کړې، خو ځينې وخت خلکو دا نقد کاوه چې اساسي قانون نقص شوی دی. هلته یې زما مثال ورکړ چې «استاد فریدې، مخامخ نقد کړی یم او هره ورځ مې نقدوي، خو زه په پراخ تندي د هغې نیوکې منم. هغه خلک چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لارې وړاندیزوي، هغه دې ولیکي چې استفاده ترې وکړو.» دا یې ښه ځانګړنه وه.

اشرف غني رښتیا ویل چې پر هغه مې مخامخ نیوکې کولې. په ځانګړې توګه، کله چې هغه غوښتل چې د « تاوتریخوالي د مخنيوي قانون» د جزا کوډ برخه کړي، ما یې کلک مخالفت وکړ او ان تر دې چې یوه ورځ یې «زه، ډاکتر صاحب سمر او د ښځو چارو وزیره» ور وغوښتو. هلته ما درې څلور نظره وړاندې کړل چې په دې اساس باید د «تاوتریخوالي د مخنيوي قانون» د جزا کوډ برخه نشي. ډاکتر صاحب سمر، د ښځو چارو وزیره او یو شمېر نورې ښځې له دې سره موافقې وې چې دا قانون د جزا کوډ برخه شي.

له هغه وروسته یې یوه ورځ د جمعې په ورځ موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغوښتلو. ویې ویل: «شهلا فرید ته د دې مبارکي وایم چې د استاد فرید نظر، د ډاکتر سمر پر سیاسي چلند او زما پر شله‌توب، غالب شو او موږ دواړو ته یې ماتې راکړله. مبارکي یې درته وایم او هڅه کوم چې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون له جزا کوډ څخه جلا پاتې شي. ستا دلیلونه معقول وو.» په داسې حال کې چې ما په یوه ستره غونډه کې نیوکې وکړې او دا وړاندیز مې وکړ چې دا قانون باید خپلواک پاتې شي. دا ډول مسایل ډېرو وو چې زما د ګواښل کېدو لامل کېدل، خو په ټوله کې څه شی د دې لامل شو چې ډېره وګواښل شم؟ ان تر دې کله چې مې پر موټر برید وشو، په وروستیو ورځو کې د ډېر ډار له امله پر لار نشوای تلای.

دا زما تر ټولو بده خاطره وه چې یوه ورځ سهار له امنیت څخه زنګ راغلی او ویې ویل: « نن له کوره مه وځئ. څلور ښځې په کابل کې هدف ګرځول کېږي، چې دوه نفره یې قاضیاني دي. دا چې څوک دي، موږ نه پوهېږو، خو هدف همدا تاسې ښځې یاست چې په ټولنه او مطبوعاتو کې مطرح یاست او پر طالبانو نیوکې کوئ؛ نو نن له کوره مه راوځئ.» د پوهنتون رییس صاحب ته مې زنګ وکړ او ورته مې وویل چې داسې یو زنګ را ته راغلی دی. هغه وویل:« ستا امنیت هر ورځ خراب وي، نشي کېدای چې ټولګی مو پرېږدئ.» ډېره ډارېدم؛ ځکه د سړک پر سر د یوې ښځې پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه او یا بل ناځوانه برید، هم له ټولنیز اړخه او هم په ټولنه کې د موجود موقف له اړخه را ته د منلو نه و.

که څه هم ډېره ډارېدم، خو د کابل پوهنتون پر لور مې حرکت وکړ. هغه ورځ مې له دمې پرته سر په سر درې ۹۰ دقیقه‌يي درسي ساعتونه درلودل. زموږ په هر ټولګي کې ۲۵۰ زده‌کړیالان وو. د پوهنتون د رییس خبرې هم معقولې وې چې وې ویل: «هر درسي ساعت ته چې تاسې ورنشئ، ۲۰۰ نفره په پوهنتون کې همداسې پاتې کېږي. موږ ټولو ته همدا ګواښونه متوجه دي، لطفاً راشئ، هيڅ خبره نشته.»

کله چې په ټولګي کې وم، پیغام را ته راغلی چې :« د یوې قاضي صاحبې پر موټر برید شوی او دوې قاضیاني پکې وژل شوې دي.» په دې سره که څه هم ما ته ځاني تاوان را و نه رسېد، خو زما فکر يې مغشوش او ناارامه کړ. نه یوازې دا چې دوې قاضیانې وژل شوې وې، بلکې هغوی هم انسانې وې. دواړې له حقوقو پوهنځي څخه فارغې شوې وې او کلونه یې د عدالت د خوندیتوب لپاره کار کړی و. رشوت یې نه و اخیستی؛ په فساد کې نه وې ښکېل او په صادقانه ډول یې کار کاوه. متأسفانه هغوی مو د سړک پر سر له لاسه ورکړې. دا ډېره سخته وه.

لساني: استاد، د هغو قاضي صاحبانو نومونه مو په یاد دي چې په هغه ورځ شهیدې شوې؟

شهلا فرید: اوس یې لازمه نه ګڼم چې د هغوی نومونه دلته واخلم، ځکه ښايي کورنۍ یې و نه غواړي او په دې کار خوشحاله نه وي. د هغوی له اجازې پرته به ښه نه وي، چې نومونه یې یاد کړم. هغه وخت هر ورځ پر یوه یا دوو ښځو بريد کېده او له منځه تلې. ما به ډېر وخت دا خبرې په کور کې نه کولې؛ ځکه لوڼې مې په پوهنتون کې وې او دا ورته سخته وه. هغه ورځې چې مې تر ټولو بده خاطره تجربه کړه، په هغو ورځو کې مې پرېکړه وکړه چې یو څه وخت له افغانستانه بهر شم. اوس چې طالبان پخپله دا خبرې اوري، فکر دې وکړي چې د دوی کارونه څومره سم وو.

په اوونۍ کې یوه ورځ د غرمې له ۱۲ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو پورې، چې د شپې ټایمونه شروع کېدل، بې‌کاره وم او په ډیپارټمنټ کې ناسته وم. خپله لیکل شوې څېړنه، کتاب او یا لیکنه مې ایډیټوله؛ ځکه فضا ښه وه او ډېر وخت به مو د ډيپارټمنټ دروازه د شا له خوا په ځان پسې تړله. وروسته چې کله په پوهنځیو کې دننه ځينې مسایل مطرح شوي وو، له موږ څخه وغوښتل شول چې کله د ډیپارټمنټ دننه اوسئ، له دې وروسته مو د ډیپارټمنټ دروازې د شاه له خوا په ځان پسې مه تړئ؛ ځکه څو کاله مخکې د ډیپارټمنټ دننه یو استاد وژل شوی و. همداراز د ځينو ځوانو ښځینه استادانو په اړه هم ځينې مسایل رامنځته شول؛ نو ځکه له موږ ټولو وغوښتل شول چې له دې وروسته د ډیپارټمنټونو دراوزې بندې کړئ، خو قفلوئ یې مه.

یوه ورځ د غرمې د ډوډۍ په وخت کې څو ساعته بې‌کاره وم. د غرمې ډوډۍ مې وخوړله او بیا مې لمونځ وکړ. هوا ډېره ګرمه او د پکې غږ هم ښه نه را باندې لګېده. پکه مې بنده کړه او کړکۍ او دروازه مې خلاصې کړې چې په دیپارټمنټ کې دننه هوا وچلېږي. زه په لیکلو مصروفه وم چې یو ۳۰ یا ۳۲ کلن هلک دیپارټمنټ ته را دننه شو. ما خپل زده‌کړیالان د خپلو اولادونو په څېر ګڼل او له هغوی سره مې ډېر ښه چلن کاوه؛ ځکه را باندې ګران وو او درناوی مې ورته درلود. داسې فکر مې کاوه چې که یو استاد د یو ځوان درناوی کوي، که وغواړې یا نه، هغه هم د استاد درناوی کوي، خو که زه د چا شخصیت ته درناوی و نه کړم، هغه هم زما شخصیت ته درناوی نه کوي.

دروازه یې ټک ټک کړه او وې ویل چې اجازه ده؟ ما ورته وویل، مهرباني وکړئ؛ ځکه هغو کسانو چې په وروستیو وختونو کې یې د لیسانس دوره بشپړه کړې وه او د جنګ او ځينو نورو مسایلو له امله له کابل څخه ولایتونو ته تللي وو او د خپلې لیسانس دورې مونوګرافونه یې نه وو لیکلي، اوس یې مراجعه کوله. په دې وروستیو کلونو کې ډېر مونوګرافونه د هغو زده‌کړیالانو وو چې په مخکنیو کلونو کې فارغ شوي وو، خو هغه وخت یې مونوګرافونه نه وو لیکلي او کله چې یې غوښتل وظیفې واخلي او اداري اصلاحاتو کمېسیون ته به یې مراجعه کوله، له هغوی یې مونوګرافونه غوښتل او دوی په دغه وخت کې په خپلو مونوګرافونو کار کاوه.

ما په شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو دواړو کې درسونه لرل. د دې سړي ظاهری څېره د شرعیاتو زده‌کړیال ته ورته وه؛ ځکه د شرعیاتو زده‌کړیالانو هم کالي اغویستل؛ خولۍ یې پر سر کولې او ږیرې یې پرېښودلې. زموږ د «حقوقو پوهنځي» ډېر زده‌کړیالان په داسې شکل او قیاقه پوهنتون ته نه راتلل. ما فکر وکړ چې ښايي د شرعیاتو پخوانی زده‌کړیال به وي او یا زموږ ځينې پخواني زده‌کړیالان به زموږ درناوي ته راتلل او ویل به یې چې ته په دې کال زما استاده وې او درناوي ته دې راغلو.

زه په همدې فکرونو کې ډوبه وم، خو دا چې دروازې ته مې شاه وه، خپل مخ مې ور واړاوه او ومې ویل، مهرباني وکړئ. دا سړی را دننه شو او دراوزه یې وتړله. کله چې یې دروازه وتړله، ما له هغه وغوښتل چې دروازه بنده نه کړي. شوخي مې هم ورسره وکړله چې تا شرعیات لوستي دي، کله چې اتاق ته دننه کېږئ، ښه ده چې دروازه پرانیستې وي. ما ته یې وکتل او ویې ویل: یوه دقیقه اجازه راکړئ، دروازه یې خلاصه نه کړله. یو غټ ګلکسي موبایل یې زما مخې ته ونیو چې پر صفحه یې لیکل شوي وو:« راغلم چې خبرې درسره وکړم، غږ دې مه اوچتوه، دروازه هم نه خلاصوم.» و مې ویل چې دروازه ولې نه خلاصوې او ولې غږ و نه کړم؟ دا یعنې څه؟ بېرته ولاړ، دروازه یې نوره هم کلکه وتړله او ویې ویل: «زه د طالبانو لخوا راغلی یم» په هغو شپو او ورځو کې دوی د کابل دننه بیعت اخیستل پیل کړي وو. مشرانو ته به ورتلل چې بیعت راسره وکړئ، موږ راځو؛ نو ښه ده چې زمنیه مساعده شي او داسې خبرې وشي.

ما مخکې داسې خبرې اورېدلې وې، خو پخپله مې نه وې لیدلې. اوس ورسره مخ وم. هغه وویل:«ته لومړنۍ ښځه یې چې د بیعت اخیستو لپاره درته راغلی یم.» حیرانه پاتې وم چې څه ووایم. بیا مې وویل:«بل ساعت درس لرم. دا درسي ساعتونه د شپې تر اتو بجو همداسې روان دي، ما مه ستړې کوه. زه یوه استاده یم او ډېره مصروفه یم. له داسې مسالو سره لېوالتیا هم نه لرم.» وې ویل:« خبر یم چې استاده یې او لیکنې  هم کوې. ما ستا کتابونه هم لوستي دي.» خپل بکس یې خلاص کړ او د ښځو د اسلامي حقونو په اړه زما د هر لیکل شوي کتاب یوه یوه کاپي یې زما مخې ته کېښوده او ویې ویل چې ما ستاسې کتابونه لوستي دي.

موږ په دې ویاړو. موږ هر چا ته نه ورځو. ته لومړنۍ ښځه یې چې درته راغلی یم. باید زموږ بیعت ومنې. وې ویل:« کتابونه ډېر ښه لیکل شوي او ټول مطالب د ایاتونو او احادیثو پر بنسټ لیکل شوي دي، خو په ځينو مسالو کې د بشرحقونو او نړیوالو حقونو په لور تللې یاست او هغه مو تایید کړي دي. د هغو شیانو په اړه به بیا خبرې وکړو.» د دې سربېره مې د نورو زده‌کړیالانو په څېر د «زویه» خطاب ورته وکړ. و مې ویل «زویه» وخت نه لرم. هغه په دې وخت کې د خپلې کرتۍ یوه څنډه پورته کړه؛ توپانچه یې معلومه شوه او ویې ویل چې دا به درته ښه وي چې ارامه واوسې. په هماغه شېبه دا سوال راته پیدا شو چې هغه څه ډول کابل پوهنتون ته دننه شوی دی؛ ځکه د کابل پوهنتون ټولې دروازې زرهي جوړې شوې وې او په دروازو کې ډېره قوي چک او تلاشي کېدله.

په هغه شېبه و نه ډارېدم او بدن مې یو ډول سوړ شو. فکر مې وکړ چې دا سړی، چې توپانچه هم ورسره ده او دروازه یې هم وتړله، د کوم بل هدف لپاره دیپارټمنټ ته دننه شوی دی، بدن مې سوړ شو. هغه کېناست او ویې ویل:« مه ډارېږه! زه او ته یوازې خبرې کوو.» ځينې خبرې یې په خوله نه کولې او موبایل به یې را نږدې کړ. موبایل یې زما مخې ته کېښود، چې د موبایل پر صفحه یې لیکل شوي وو:« هر هغه خبره چې تا ته یې وایم، ته د دې حق نه لري چې هغه له دې ځایه وباسي او یا کوم ځای شکایت وکړې. که شکایت وکړې، دا به تا ته ښه نه وي.» بېرته یې خپل موبایل ور واخیست. ما ورته وویل، څه شی وایاست؟ ویې ویل: «راغلم چې مرسته راسره وکړې.»

ما ورته وویل، څه ډول مرسته؟ ویې ویل: «کله چې دې ومنله، بیا یې درته وایم چې څه ډول مرسته؟» و مې ویل« زه دا نشم منلای؛ ځکه زه کورنۍ لرم. ته خپل ځان مسلمان ښيې او وایې چې د طالبانو له ادرسه راغلی یې، زه مېړه لرم، د هغه له اجازې پرته هيڅ کار نشم کولای. د هغه په مشوره کار کوم.» ویې ویل:« د شپې تر اتو بجو چې طلوع تلویزیون ته ځې، هلته دې هم له مېړه اجازه اخلې؟» و مې ویل: « هغه پخپله ما هلته بیايي.»

د ټولو هغو هېوادونو نومونه یې را ته واخیستل چې زه هغو ته تللې وم او ویې ویل چې دغو هېوادونو ته یوازې او بې‌محرمه تللې وې. زه خبر یم چې مېړه دې هم د یو پوهنتون رییس او استاد دی. ته او مېړه دې یو ځای په بشر حقونو کمېسیون کې کار کوئ.

په دې ټولو خبر یم. ښه به وي چې له ما سره مرسته وکړې، ټول ژوند به دې خوندي شي. و مې ویل: «د خپل مېړه له اجازې پرته مې یوه خبره هم نشم کولای.» همداراز مې ورته وویل:« په فکري لحاظ زما او طالب تر منځ ډېر واټن دی.» ويې ویل: «ولې؟ ته مسلمانه نه یې چې وايي، په فکري لحاظ سره لرې یاست؟» و مې ویل: « مسلمانه یم، خو طالب له دین څخه غلط تعبیر وړاندې کوي. کوم تعبیر چې طالب له دین څخه لري، زه له هغوی سره نشم یو ځای کېدای. تر هغه وخت پورې چې طالب له دین څخه شخصي تعیبر ولري، زه نه له طالب سره مرسته کوم او نه طالب منم.» ويې ویل: «استاد، ډېره تېزه غږېږې! ډېر درناوي درته لرم، کنه دلته همدا اوس ستا جواب درکولای شم.»

و مې خندل او و مې ویل:« هو، اسانه ده. ښايي یوه چاپلاخه به دې وهلم، چې دا کار نشئ کولای.» و یې ویل:«بیا هم تېزه ځئ.» بالاخره یې وویل:«مرسته کوئ که نه؟» زما کتابونه یې بېرته ور ټول او په خپل بکس کې یې کېښودل. و مې ویل: «دا کتابونه راکړئ، ستاسي په درد نه خوري. دا مو له کومه کړل؟»

کتابونه یې ور واخیستل او په خپل بکس کې یې کېښودل. و یې ویل:« د وروستي ځل لپاره درته وایم» بیا یې خپل موبایل خلاص کړ چې پر صفحه یې لیکل شوي وو چې د دې موضوع په اړه هيڅ ځای شکایت نشئ کولای او که مو شکایت وکړ، ټولو ته زیان رسېږي. هغه وخت مې یوه لور په پوهنتون کې وه چې له موږ سره به یې یو ځای په موټر کې تګ را تګ کاوه. بله لور مې د «افغان ترک» په ښوونځي کې وه او بلې لور مې د «فرانسویانو» په روغتون کې کار کاوه.

همدا درې لوڼې مې اوس هم راسره دي. د دوی ادرسونه ورسره وو او د ټولو په اړه یې را ته معلومات راکړل. دا یې هم وویل چې مېړه دې دلته کار کوي او که ته یې و نه منې، ټولو ته زیان رسېږي.

حیرانه پاتې شوم چې ده ته اوس څه ووایم. هغه له اتاق څه ووت. کله چې هغه ووت، یو نارینه استاد راغلی او ویې ویل:« استاد، څو ځله راغلم، دروازه تړلې وه. له دې وروسته دروازه مه تړئ. بیا رییس صاحب وايي چې استاد فریده په ځان پسې دروازه بندوي.» هغه ته مې دا ونشو ویلای چې دروازه چا او ولې تړلې وه؟ د پوهنځي رییسي ته، چې یوه ښځه رییسه شوې وه، ورغلم. اصلي موضوع مې هغې ته ونشوه ویلای؛ ځکه ډارېدم چې که کوم ځای یې ووایي، ما او اولادونو ته مې خطر پېښېدی.

هغې ته مې وویل:«رییسه صاحب زه دا وړاندیز لرم چې د پوهنځي په دهلیزونو کې امنیتي کامرې ولګول شي.» و یې ویل:«استاد، څو څو ځله دې دا وړاندیز وکړ.» کله چې مې د مدني ټولنې له لارې له «ډاکتر صاحب عبدالله» سره کار کاوه، هغه وخت مې هم هغه ته دا وړاندیز کړی و. ويې ویل:« د پوهنتون د پوهنځو د امنیتي کمرو لګښټ اجراییه ریاست په غاړه اخلي. ټیم در لېږم. له هغوی سره تفاهم وکړئ، چې له امنیتي اړخه په کوم ځای کې کمرې ولګول شي. هر څومره چې په کار وې، موږ مرسته کوو.»

دا موضوع مې د پوهنتون له رییس سره مطرح کړه، هغه وویل:« فکر کوم اړتیا ورته نشته.» کله چې د پوهنځیو رییسانو ته وویل شول، ډېرو نارینه استادانو د هغو مخالفت وکړ، چې څه ضرور چې تاسې د دهلیزونو دننه امنیتي کمرې نصبوئ.

ما د داسې ورځو له خاطره ویل. د هغه طالب د راتګ او د هغه د ګواښ په اړه که به مې دا ادعا کوله چې یو څوک راغلل او زه یې وګواښلم، د اخبره مې نشوای ثابتولای، خو که امنیتي کمرې وای، پولیسو ته مې ورښودلای شو چې دا سړی راغلی او زه یې وګواښلم. هغه ورځ د پوهنځي رییسې وویل چې امنیتي کمرې نشم نصبولای؛ ځکه زه تازه راغلې یم. هغې وویل خدای مهربان دی، وضعیت ښه کېږي.

هغه نفر ته، چې ما ته راغلی و او زه یې وګواښلم، مې ویلي وو:« له سلاح سره څه ډول دیپارټمنټ ته را دننه شوې؟» د شرعیاتو پوهنځي د ۱۳۹۱هجري لمریز کال د زده‌کړیالۍ کارت یې را وښود. زه پوهېدم چې کارت یې جعلي دی. کله چې یې خپل نوم راوښود، نوم او رنګ یې ډېر اشنا راته ښکاره شو. بله ورځ د شرعیاتو پوهنځي رییس ته ورغلم او ور ته مې وویل:« په دې کال کې په دې نوم یو څوک له شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی؟» هغه وویل:«هو، په همدې ورځو کې دلته ګرځي او راځي. د مصر په الازهر کې دی. دوکتورا وايي او ډېر لایق شاګرد و. تا پخپله هم په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې ساعت پرې درلود. څنګه دې هېر شوی دی؟»

څه مې و نه ویل او ترې راووتم. یوازې خپل ځان مې دومره مطمئن کړ چې د شرعیاتو پوهنځی یې لوستی او له هغه ځای فارغ شوی دی. کور ته راغلم او دا موضوع له استاد فرید سره شریکه کړه. استاد فرید را ته وویل:« نجونو ته څه مه وایه، هغوی وارخطا کېږي.»

لور مې چې له پوهنځي څخه کور ته راغله و یې ویل:«مورې! نن یوه ښځه چې حجاب یې اغوستی و، تور دستکښ یې لاس کړي وو او اوږده توره چپنه یې اغوستې وه، د پوهنځي دننه په ما پسې ګرځېده. له هغه چا څخه چې یې زما ادرس پوښتلی و، هغې ورته ویلي وو چې دلته د «زینب» په نوم دوې نجونې دي، ته یې کومه یوه ښيې؟ نور یې څه نه ویلي، یوازې دومره یې ویلي وو چې مور یې د حقوقو پوهنځي استاده ده. کله چې زه ورغلم، ویل یې چې یوه نجلۍ په تا پسې ګرځي. داسې حجاب يې اغوستی و. د مور ادرس دې هم ورته معلوم و. موږ وډارېدو او څه مو ورته و نه ویل چې تا ته زیان و نه رسېږي.»

دا پخپله ما ته یو سوال و. په بله ورځ یې د پوهنتون رییس صاحب «پوهاند داکتر صاحب عثمان بابری» ته ورغلم. هغه وویل چې د دا ډول مسالو مخنیوی نشي کولای. هغه وویل، سره له دې چې په پوهنتون کې مو امنیت نیولی دی، خو زده‌کړیالان دي؛ ځي راځي او موږ څه نشو ورته ویلای. مېړه مې لږ اندېښمن شو. و يې ویل:« که بیا راغلی، ور ته ووایه چې مرسته درسره کوم.» په دې خبرې سره مې له مېړه سره مخالفت شروع کړ. مېړه مې ویل چې ظاهراً همدا خبره ورته وکړه. ما ورته وویل چې دا ډېر ستر مسوولیت دی چې ورته ووایم چې مرسته ورسره کوم. دا ستونزې را ته جوړوي. هغه مې وویل:« بله لار نه لرې. تر څو چې له دې ځای څخه د وتلو پرېکړه کوو، تاوان را ته رسوي.» موږ د خپلو پاسپورتونو تمدیدولو ته په ډېر مشکل تلو او راتلو. لور ته مې پاسپورت واخیست، تر دې چې ټول شیان مو ختم کړل. د کورونا د دویمې دورې له امله قرنطین شوو، چې بیا هيڅ له کوره نه را وتلو. د قرنطین په ختمېدو او د سمسټر په پيلېدو سره طالبان هم راغلل.

دغو ګواښونو په رواني لحاظ ډېر ناارام کړو او پرېکړه مو وکړه چې که هند یا ترکیه ویزه راکړي، یو څه وخت به ولاړ شو ترڅو وضعیت ښه شي؛ ځکه ویل کېدل چې د ۲۰۲۱زېږديز کال تر پای پورې وضعیت ښه کېږي. ما د مدني ټولنې له خوا له خلیلزاد سره د امریکا په سفارت کې ناستې درلودلې. په وروستۍ ناسته کې خلیلزاد په ډېره صراحت سره وویل: «طالبان خبرې نه کوي. امریکا وځي او تاسې خپل چمتووالی ونیسئ.» تر دې اضافه نور څه نه ویل کېدل. خلیلزاد ویل:« دا چې ولسمشر او ډاکتر عبدالله وايي چې امریکايان نه وځي، دا خبره سمه نه ده. امریکايان وځي او موږ له حکومت سره په اړیکه کې یو چې څه ډول یو ګډ او موقت حکومت جوړ کړو چې له هغه وروسته ټاکنې وشي.» ولسمشر له دې کار سره هيڅ موافقه نه کوله.

له وطن څخه د وتلو په لټه کې وو. په کومه ورځ چې د مو ترکیې سفارت ته د ویزو غوښتنلیک ور وسپاره، تر دوه درې زره ډېر کسان د ترکیې سفارت مخ ته ولاړ وو. د هند سفارت مخ ته هم همدا حال و. یعنې هيڅ امکان یې نه درلود چې یو سړی دې د دغو هېوادونو ویزه واخلي. په ډېره سختۍ مو د ویزې اخیستلو لپاره د هغوی پروسې ته ځان ور ورساوه. ویل یې چې یوه میاشت وروسته تاسې ته نوبت در رسېږي. دا چې ویزه درکوي که نه، هغه بیا بېله خبره ده. هيڅ لاره نه وه. بیا قرنطین شوو او په کور کې وو، تر دې چې دوی راغلل.

خدای بښلي استاد فرید ته د افغانستان د پرېښودلو پرېکړه ډېره سخته وه. هغه هيڅ نه غوښتل چې ولاړ شي؛ ځکه کلونه یې د افغانستان لپاره صادقانه خدمت کړی و. موږ به ورته ویل چې لنډه موده ځو او بیا بېرته راځو، خو هغه د وتلو هيڅ فکر نشو کولای. تر وروستیو ورځو به یې ویل:« موږ څوک نه وژني. په موږ څوک څه کار لري؟» کله چې د طالبانو له راتګ وروسته ورته په وار وار زنګونه راغلل او اخطار یې ورکړ چې که دې ښځه موږ ته و نه سپارې، موږ دې لوڼې وړو. له هغه وروسته مو پرېکړه وکړه چې باید له کابل څخه ووځو. د طالبانو له راتګ څخه دوې اوونۍ وروسته مو کابل پرېښود او مزارشریف ته ولاړو. ۴۵ورځې په مزارشریف کې پاتې وو او بیا بهر ووتلو.

د کابل سقوط او د کډوالۍ بهير

لساني: استاد، د کابل د سقوط او د کډوالۍ د بهیر په اړه مو را ته ووایاست؟

شهلا فرید: کومې پنځه څلوېښت ورځې چې موږ په مزارشریف کې تېرې کړې، ښايي زما، زما د اولادونو او استاد فرید د ژوند تر ټولو سختې ورځې به وې. موږ ټول په یوه کوټه کې وو. دا چې مخکې مو بلخ ولایت ته تګ را تګ زیات و او استاد فرید هم راغلی و او یو څه وخت یې دلته کار کړی او ډېر ملګري یې پيدا کړي وو، خو چې هر چا ته به مو زنګ واهه، هغوی به ویل چې تاجکستان یا ازبکستان ته تللي دي؛ ځکه وضعیت ښه نه و او زموږ هيڅ دوست او خپل په مزراشریف کې نه و. مخکې چې کله د کانکور ازموینې د اخیستلو او یا د ښځو لپاره د نورو پروګرامونو لپاره مزار ته تلو، ان درې اوونۍ به هلته پاتې کېدو. د ۱۳۲۵ زېږديزکال د پرېکړه‌لیک او د بشرحقونو نړیواله اعلامیه او له اسلام سره د هغوی پرتلنه او تجویز ډېر زیات مینوال لرل. هغه وخت به یوه هوټل ته تلو، په هغه ورځ هم مستقیم هماغه هوټل ته ولاړو. د هوټل خاوند زه وپېژندم او ویې ویل:«استاد، دا ځل څنګه داسې راغلئ؟ ویل یې چې خالي کوټې نه لرو. تاسې پنځه نفره یاست او موږ یوه خالي کوټه لرو، چې درې تخته لري. د کابل ټول خلک مزارشریف ته راغلي دي، څه خبره ده؟» ما ورته وویل:« موږ نه پوهېږو، خو ځای ته اړتیا لرو چې یو څلور پينځه شپې دلته اوسېږو او بیا فاریاب ته ځو.» هماغه کوټه مو د موقت وخت لپاره قبوله کړه. حمام هم په کوټه کې دننه و او ډوډۍ مو هم باید له بهر څخه راغوښتلای.

په هماغه کوټه کې به مو یوه اوونۍ یا لس ورځې نه وې تېرې شوې چې د شپې پر دوو بجو راغلل. ټولې کوټې یې وپلټلې، چې پوه شي چې په دغو کوټو کې څوک اوسېږي؟ دا چې زموږ په ستونزه د هوټل خاوند خبر و، ورته ویلي یې و چې په دې نوم مو چا ته کوټه نه ده ورکړې او زموږ نوم یې هم په په خپل کتاب کې نه و رسولی. هغوی کتابونه لیدلي وو او بېرته تللي وو. د هوټل خاوند موږ ته راغی او ویې ویل:«له هوټل څخه راووځئ. هغوی بیا راځي. دا ځل ما رخصت کړل، خو که بیا راغلل، کوټې درپسې پلټي.» استاد فرید ته یې وویل:«که تا یوسي (په خپله اصطلاح یې ورته وویل)، دا څلور نفره سیاسرې به دلته یوازې پاتې شي، هغوی به بیا څه کوي؟ نجونې دې پیغلې دي او دا ښه نه ده».

استاد فرید خپل یو ملګري ته زنګ ور وواهه. وروسته چې د هغوی کره ورغلو، کله چې هغه کور ته ور ورسېدو ما ته زنګ راغی او ویې ویل:«ولې له طالبانو سره مرسته نه کوې؟ ولې دې خپل ځان بې‌ځایه کړ، بېرته کابل ته راشئ. هيڅوک له تا سره کار نه لري. کله چې دې له مزار څخه د کابل پر لور حرکت وکړ، همدې نمبر ته زنګ ووهه. موټر در ته نیسم او خوندي مو کابل ته رسوم. هيڅ خبره نه ده. یوازې له طالبانو سره مرسته وکړه.»

تیلیفون مې قطع کړ. د کور خاوند راغی او ویې ویل: سیمې ته تلاشي راغلې او کورونه تلاشي کوي. پام مې شو چې د هماغه زنګ له لارې یې موږ پلټلي او پيدا کړي یو. هغوی په کور کې یوه ډېره ښه تهکوي لرله او موږ یې هلته بوتلو. طالبان راغلل او کور یې تلاشي کړ، خو موږ یې پیدا نشو کړای؛ ځکه د تهکوي دورازه په المارۍ کې دننه راخلاصه وه او هيڅ داسې نښکارېده چې دلته دې تهکوي وي.»

کله چې هغوی لاړل، دوی له موږ څخه بښنه وغوښتله. ويې ویل چې موږ هم په کور کې پېغلې نجونې لرو، کومه خبره ونشي؛ یعنې دا کار مسوولیت لري. په امریکا کې مې له خپلې لور سره اړیکه ونیوه. هغه شپږ کاله مخکې د زده‌کړو لپاره هلته تللې وه. هلته یې واده وکړ او په امریکا کې يې ژوند کاوه. هغې بیا موږ ته د خوندي کور ادرس راکړ او ویې ویل:«هلته ولاړ شئ. امریکا ته ستاسې د لېږد لپاره هم یو کار کېږي.» موږ هلته ولاړو. هغو ډلو زموږ لپاره هم کار کاوه چې د ښځو د لېږدولو په برخه کې یې فعالیت کاوه. پوره پینځه څلوېشت ورځې د یو کور دننه له یوې بلۍ کورنۍ سره اوسېدو. د هغوی هم دوه زامن ترجمانان وو چې یو زوی یې ور وژلی و او بل زوی یې په هماغه د ګډوډیو او بیروبار په ورځو کې وتلی و. دا کورنۍ هم ډېره زیانمنه شوې وه. د هغوی په کورنۍ کې تقریباً پنځلس ښځې او یو سپينږی سړی و. پېغلې نجونې هم پکې وې. درې نجونې زموږ وې چې په مجموع کې ۱۸ یا ۱۹ ښځو او دوو نفرو سړیو په یوه کور کې ژوند کاوه.

پر استاد فرید ډېر فشار راغلی و. موږ له دغه کور څخه د وتلو اجازه نه لرله. یو نفر موږ ته خوراکي توکي راوړل. ۲۲ نفرو په یو داسې کور کې ژوند کاوه چې په ټول کور کې یوازې یو حمام و او موږ به په ساعتونو د تشناب او حمام کولو لپاره په نوبت کې انتظار ایست. دا ورځې په موږ ډېرې سختې تېرې شوې. په ځانګړې توګه، کله چې هوا سړه شوه، موږ د ګرمېدو لپاره هيڅ شی نه لرل. یوازې یو وړوکی ګاز و او هغه به یې موږ ته راووړ. کله چې هغه خلاص شو، په ورځو ورځو موږ حمام ونشو کړلای؛ ځکه ځای نه و. ټول په یوه کوټه کې وو. استاد فرید ویل:«هر څه چې کېږي، کابل ته ځو» زه کابل ته د تلو پلوې نه وم. و می ویل:« د فراه خوا ته به ولاړ شو» ځکه استاد فرید د فراه و. و مې ویل:«استاد فرید، ورور ته دې زنګ ووهه. د فراه خوا ته ځو. چادري اغوندو، په لار کې څوک موږ نه پېژني. هلته هم ښايي څوک موږ و نه پېژني.» استاد فرید خپل ورور ته زنګ و نه واهه، ویل یې :« هغه په اندېښنه کې کېږي. هغه ته نه وایو او مناسبه هم نه ده.» د دوشنبې په ماښام مو پرېکړه وکړه چې تر پنج‌شنبې همدلته پاتې کېږو، که مو د لېږد احوال راغی خو ښه، که رانغی پنج‌شنبه بېرته کابل ته ځو.

د سه‌شنبې په شپه یې د شپې پر یوه بجه زنګ وواهه او ویې ويل چې ستاسې د لېږد لپاره یوه الوتکه چمتو ده. پرواز د سه شنبې په روځ د سهار پر شپږو بجو دی او تاسې باید په هوايي ډګر کې موجود ياست. د لېږد بهیر یې په ډېره ښه شکل تنظیم کړی و. ټول یې د ودونو یوه صالون ته انتقال کړي وو او داسې وه لکه واده چې وي. موږ ټول ټال تقریباً ۳۰۰ کورنۍ وو چې له ۶۰۰ څخه زیات نفر کېدلو.

استاد فرید هماغه شپه تر سهاره پرنجی کاوه. په یوه بجه پر ځپل ځای کېناست او په متواتر ډول یې پرنجی کاوه او یوه دقیقه هم ارام نه و. همدومره یې وویل:«شهلا که داسې وم، سبا نشو تلای.» تبه یې نه لرله او اشتها یې هم ښه وه. اوبه یې څښلې، ډوډۍ یې خوړله، خو په متواتر ډول یې پرنجی کاوه او داسې افرازات یې کول چې خپل سر به یې لاندې نیولی و. ډېره ورته اندېښمنه وم. ورته مې وویل، چې سمه ده، نه ځو، خو مستقیم روغتون ته ځو. ویې ویل:«نه، نه، ښه کېږم» سهار را کېناست چې ورزش وکړي؛ ځکه معمولاً به يې هر سهار ورزش کاوه، په هماغه ورځ یې ورزش ونشو کولای. په کوټه کې وګرځېد او پرنجی یې ښه شو.

سهار وختي و. هغه بله کورنۍ لا راويښه شوې نه وه. هغوی ته مو د شپې د زنګ او احوال په اړه څه نه وو ویلي. خپل بکس او وسایل مو سره را ټول کړي وو. استاد فرید حمام وکړ او بېرته راغی. خپل کالي یې واغوستل او ویې ویل:«شهلا زه جوړ شوم، هيڅ مشکل نشته.» ما ورته وویل:«تبه نه لرې؟» و یې ویل:«نه». شکر یې درلود، د شکر دوا یې وخوړله. په موږ پسې موټر راغی. د لارې په اوږدو کې یې صحت ښه و او هيڅ مشکل یې نه درلود. ویل یې چې لږ ګنګس یم. په الوتکه کې یې د څنګ په څوکۍ کې کېناستم. په هوايي ډګر کې یې د پرواز تر اعلانېدو پورې ډېر زیات وژړل.

ټولو ژړل، خو استاد فرید ډېر زیات ژړل. ورته مې ویل: ورور ته دې زنګ ووهه! ویل یې: نه.

په خپله کورنۍ کې یې هيچا ته زنګ و نه واهه. د پرواز تر نیمایي پورې یې لا ژړل. بالاخره د پوهنتون یوه استاد کیسه ورسره شروع کړه او حالت یې ښه شو. هغه استاد د ده ملګری و او زموږ څنګ ته ناست و.

جورجیا ته ورسېدو. دوه ساعته دمه وه. په دویمه الوتکه کې زموږ نوبت و، چې د البانیا خوا ته ولاړو. د شپې پر ۱۱ بجو هلته وسېدو او د سهار تر شپږو بجو پورې په هوايي ډګر کې پاتې وو چې بایومتریک شو\. هوا سړه وه. ښه و، موږ له ځان سره جاکټونه رااخیستي وو. موږ ته یې ډوډۍ، یوه ډول کچالو او ماهیان راوړل. په کور کې به مې استاد فرید ته اجازه نه ورکوله چې کچالو وخوري؛ ځکه شکر یې درلود، خو دلته یې ماهیان او کچالو دواړه وخوړل. ویل یې: «ډېر زیات وږی یم، پرېږده چې ويې خورم. خپله دوا هم خورم»، خو دوا یې و نه خوړله. ما ورته وویل: «ولې؟» ويې ویل:« کله چې په کتار کې ودرېږم، په ځان مې لرزه راځي، نشم درېدلای.» بیا په کتار کې ودرېد. ما ورته وویل:«خېمې ته راننوځه، خیر دی.» ویې ویل: «نه» که دویمې الوتکې ته پاتې شوو، ډېر ناوخته کېږي.

د سهار تر شپږو بجو په لین کې و، تر دې چې د بایومټریک نوبت را ورسېد. ډېر ښه و، ټوکې یې کولې او خندل یې. له کابل څخه یوه بله پېغله نجلۍ راغلې وه، ویل یې:« یوازې یم، ستاسې له کورنۍ سره اوسم.» له هغې سره مو ټوکې وکړې او ومو خندل. په کوټه کې وو چې نوبت را ورسېد او بیا یې وروسته موږ په موټر کې هوټل ته یووړلو. تقریباً د هوايي ډګر او هوټل ترمنځ دو ساعته واټن و. د سروېس په پورتنۍ برخه کې د اوبو بوتلونه اېښي وو. درې بوتله اوبه یې وڅښلې. ویل یې:« ماهيان مې وخوړل، ډېر تږی شوم.» ما ورته وویل:« کمې اوبه وڅښه، چې تر هوټله دوه ساعته لار ده. رفع حاجت به څنګه کوې؟» ویل یې :«خیر دی، په ولاړه به یې وکړم.» څو ځله یې یاده کړه چې شهلا څومره اوبه مې وڅښلې او کوم مشکل رامنځته نشو.

د سرویس په منځ کې یې قدم واهه او بېرته کېناست. د سهار پر شپږو بجو چې کله ورسېدو، ډېر ښه تنظیم یې کړی و. په لېست کې اول نوم زما و. د کوټې کیلي یې راکړه. ډېره ښه غټه کوټه وه. ټولې اسانتیاوې یې لرلې. ويې ویل: ډوډۍ په رسټورانټ کې د سهار په اتو بجو تیارېږي، کولای شئ چې راشئ. د غرمې ډوډۍ وخت یې هم اعلان کړ، خو نجونې زیاتې ستومانه وې او ویده شوې، خو ما ته خوب نه راته. خپل سر مې کېښود، چې ویده خو و پام مې شو چې استاد فرید خپل بکس را خلاص کړی دی. د کاغد غږ مې واورېد. سر مې را جګ کړ او ومې ویل: « د پلاستیکونو غږ دې اچولی دی، ما ته هيڅ خوب نه راځي.» ویل یې: « خیر دی چې ویده نه شوې، راشه یو څه درته وایم.»

جګه شوم چې استاد فرید یې بل ډول تعریفوي. ما ورته وویل:« استاد خیر دی. مسافرت دې نه و کړی، خپل وطن او کور مو بایلود.» و مې ویل:« زه هم همداسې یم، خو نه غواړم چې یاد یې کړم ځکه په اولادونو باندې بد اغېز کوي.» درې سره ویده شوې وې. ما ورته وویل:« لږ ارام اوسه، په ځان فشار مه راوړه.» ویې ویل:« په خپل لاس کې مه نه ده. فکر کوم یو شی دی، ساه نشم اخیستلای.»

رښتیا په هوايي ډګر کې طالبانو استاد فرید له ځان سره وړی و. تقریباً یو ساعت له طالبانو سره و. کله چې بېرته راغی، ما ورته وویل:« څه خبره وه؟» ویل یې:« هيڅ، په خبرو پسې مه ګرځه.» نور یې هيڅ هم و نه ویل. کله چې یې په کوټه کې خپل بکس را خلاص کړی و، ويې ویل:« یو لک یا یو څه زیاتې پیسې راسره وې. هغه مې طالبانو ته ورکړې. یو څه ډالر هم وو، هغه يې هم را څخه واخیستل. نه یې پرېښودلم.» ما ورته وویل:« خیر دی، دا چې ژوندي را ووتلو، غټه خبره ده.» نورې پیسې مې نه لرلې. کله چې البانیا ته را ورسېدو، ويې ویل:« یو څه پیسې مې له هغوی پټې کړې وې او په بکس کې دي.» هغه یې ما ته راکړې. ویې ویل:« کوټه ده، کومه خبره ونشي.» بیا یې د کور اسناد، نکاح‌خط او ټول شیان ما ته راکړل. ما ورته وویل:« استاد فریده، عجب کارونه کوې، سړی بېخې ډاروې.» ویل یې:« ولې وډارېدې؟ دا مې درته درکړل چې یو ځای یې کېږدې.» بیا وروسته د خپلو اولادونو د تخت شاوخوا را ګرځېد. لاسونه یې شاته نیولي وو. کله چې د تخت پر سر وغځېد، ساه یې یو ډول بنده شو او بېرته را پورته شو.

غږ یې وکړ چې راشئ، ډوډۍ مو درواخلئ. ورغلو، ویل یې:«ښه یم.» نجونو هم ډوډۍ وخوړله او ولاړو. د کورنا ټیسټ یې وکړ. موږ په افغانستان کې واکسین کړی و. کله چې راغلو د شپې تر لسو بجو ښه و او له هغه ورسته یې ساه بندېدله؛ تر دې وخته لا په کمپ کې هيڅ شی نه و تنظیم شوي. ټول خلک ویده وو. وضعیت یې بېخې خراب شو. د شپې پر دوولسو بجو مې فاطمه لور په امبولانس پسې ولاړه، چې امبولانس پیدا کړي او استاد فرید روغتون ته یوسو. ساه یې بنده بنده کېدله. هر څومره چې یې د کمک، کمک چیغې ووهلې، څوک را نغلل، تر څو چې د هوټل په دورازه کې موظف البانیایان راغلل. یو یې هم په انګلیسي نه پوهېده. فاطمې به په انګلیسي لیکل کول، بیا به یې هغه البانیايي ته ژباړل او بیا یې هغوی ته ورښودل. یوه یې وویل:«ښه ده، موږ امبولانس راولو.» هغه همداسې پسې ورک شو. ډېر وخت یې تېر کړ. د استاد وضعیت ډېر زیات خراب شو. لور مې مجوره شوه او له امریکا سره یې اړیکه ونیوله.

یوې افغانې ښځې چې دلته یې د ښځو لپاره کار کاوه، کلونه مخکې راغلې وه او زده‌کړې یې کولې. هغه د لېږد په پروسه کې ډېره مرسته کړې وه. هغه اندېښمنه شوه او ويې ویل:« په استاد څه شوي دي؟ کرونا نه وي؟» ما ورته وویل:« ټیسټ یې اخیستی دی، تر اوسه یې لا ځواب نه دی راکړی.»

له امریکا څخه یې په البانیا کې له روغتون سره اړیکه ونیوله او امبولانس راغلی. د شپې یوه بجه وه. له پلار سره یې یوازې فاطمه ولاړه. زه یې ورسره پرېنښودلم. ویل یې: « ستاسې عمر ډېر دی او درته ښه نه ده.» امبولانس دوه ساعته مزل وکړ، ترڅو چې روغتون ته ورسېد. موږ اړیکه نشوای ورسره نیولای؛ څکه موږ سیمکارټ نه درلود. فاطمه ډېره ډارېدله چې په ژبه یې نه پوهېږم. په هر صورت، هغه ورسره ولاړه او د سهار خوا وه چې بېرته راغلل. وې ویل:« استاد، ښه یم. یوه پېچکاري یې راولګوله، اوس ارام یم.» هغه ورځ تېره شوه او د شپې ناوخته یې بیا وضعیت خراب شو او تر سهار یې ساه وهله. هرڅومره چې مو کوښښ وکړ چې بیا اړیکه ټینګه او روغتون ته یې ورسو، بریالي نشوو.

بالاخره یو افغان ډاکتر راغی او معاینه یې کړ. هغه وویل:«فکر کوم د استاد بډوګو اوبه نیولې دي.» ما ورته وویل:«تاسې ته اوس په یوه معاینه دا معلومه شوه چې د استاد بډوګو اوبه نېولې دي. » تر سهاره مې الله، الله ویل او سر ته یې ناسته وم. اوبه به یې غوښتلې او چې کله به مې اوبه ورکړې، یو څاڅکی به یو وڅښلې او بیا به یې ویل چې ګرمې اوبه راوړئ. هرڅومره مو چې کوښښ وکړ، په تول هوټل کې ګرمې اوبه نه وې. سړې اوبه یې لږ لږ څښلې. د سهار خوا ته یې وضعیت بېخې خراب شو. ويې ویل: «ځم یو شاور اخلم.» ما ورته وویل: اوبه ډېرې نه دي ګرمې شوې؛ ځکه هلته اوبه په لمر ګرمېدلې. ویې ویل:« خیر دی، یو حمام کوم.» ولاړ ځان یې پرېمینځه او خپل ورزشي کالي یې واغوستل. ویې ویل: «دا جامې مې بدې ایسي». موږ هر یو دوه دوه جوړې کالي راوړي وو. د ډېرو کالیو د راوړلو اجازه یې نه راکوله. ما وورته وویل:«یوه جوړه سپین کالي هم لرې». ويې ویل:«هغه راوړه». ما هغه کالي ورته راوړل او په دې وخت کې په ټوخۍ راغی او زما لاسونه یې ټینګ ونیول. ويې ویل:« شا مې ډېر درد کوي». د تشناب خوا ته ولاړ او استفراق یې وکړ چې وینې هم ورسره ګډې وې. ما چې له نږدې ولید، د وینو غوندې وو، خو وینې نه وې. د بډوګو د ټوټو په څېر وې. غوښتل یې چې راووځي، خو درېدلی نشوای. له لاسه مې ونیو او بالکن ته مې بوتلی. و یې ویل:« شهلا، پوهېږې په ما د زړه حمله راغلې ده. غږ مه کوه، نجونې اندېښمنې کېږي.» یوازې فاطمه راويښه کړه چې په ډاکتر پسې ولاړه شي.

کله چې مې فاطمه را ويښه کړله، هغې ویل:« په پلار مې څه شوي دي؟» ګورم چې رنګ یې سپين اوښتی دی. یو ډول نوراني شوی و او خپله پخوانۍ څېره یې نه وه. ډېره خوله یې کړې وه. ډاکتر راغی او ويې ویل چې فشار یې لوړ او تنفس یې خراب دی. ډاکتر ورته وویل:«ولې دې د شکر دوا نه ده خوړلې؟» ویل یې:« له کومې ورځې چې له افغانستان څه راوتلی یم، له یاده مې وتلې ده.» عاجل یې امبولانس راوغوښت. زه یې نه بوولم او یوازې فاطمه ورسره ولاړه. درې ساعته وروسته بېرته راغله.

سهار شو. هيچا احوال را نکړ چې څه شوي دي؟ سره له دې چې زموږ ټیسټ منفي و، خو بیا یې هم موږ ټول قرنطین کړي وو. لور مې له امریکا زنګ را وواهه او ویې ویل:«پلار مې ښه دی. خبرې مې ورسره وکړې، کرونا نه دی. هغوی ته مې هم وویل چې تاسې ته د وتلو اجازه درکړي. ولاړ شئ، ډوډۍ وخورئ.» موږ بهر راووتلو چې ډوډۍ وخورو. ټولو د استاد پوښتنې کولې او موږ هم ورته ویل چې استاد ښه دی. موږ ته یې اصلي خبره نه وې کړې. کله چې فاطمه له روغتون څخه وتلې وه، هغه د شپې وفات شوی و او موږ ته یې نه وو ویلي.

دوې بجې وې چې فاطمه یې ور وغوښته. امبولانس یې راوست. د ښځو له بنسټ څخه یو نفر راغی او فاطمه یې ورسره بوتله. هغه چې کله بېرته راغله، ویې ویل:« پلار مې وفات شوی دی.» ډېره سخته وه. هېڅوک موږ ته نه را نږدې کېدل چې تاسې کرونا یاست. پر سبا یې د خښېدو مراسم ترسره شول او هغه یې په البانیا کې خښ کړ. هغه هيڅکله نه غوښتل چې له افغانستان څخه ووځي، خو له بده‌مرغه د تل لپاره ترې ولاړ.

په امريکا کې ژوند

لساني: استاد، ډېره متأسف یم. د استاد فرید روح دې ارامه وي. له هغه وروسته تاسې څه شی وکړل؟ څه ډول امریکا ته ورسېدئ؟ په امریکا کې مو وضعیت څه ډول دی؟ او کوم فعالیتونه کوئ؟

شهلا فرید: موږ په افغانستان کې وو چې لور ته مې د «Scholars at the risk» بنسټ په مرسته د «Rutgers» پوهنتون څخه سکارشیپ ورکړل شو. دا په «Rutgers» پوهنتون کې د ښځو د مطالعاتو یو مرکز و. یوې ښځې له موږ سره مرسته کوله؛ ځکه موږ تولو شرایط پوره کړي وو. خاوند مې او شکریه لور مې، چې هغه وخت ۱۶کلنه وه، زما په ویزې پورې تړلي وو، خو چې کله استاد وفات شو، هر څه بدل شول. که استاد ژوندی وای، ښايي موږ به یوه اونۍ په البانیا کې پاتې وو او په دویمه اونۍ کې به د امریکا ویزې په ترلاسه کولو سره امریکا ته راتلو؛ ځکه تحصیلي ویزه مو اخیستله. موږ کډوال شوي نه وو. کډوال نه وو.

په تحصیلي ویزه به له البانیا څخه وتلو، خو چې کله استاد وفات شو، «خدای دې وبښي» زموږ ټول کېس بدل شو. موږ دوې میاشتې په البانیا کې پاتې شوو او دا چې دا دوې میاشتې پر موږ څه ډول تېرې شوې، یوازې خدای ښه پوهېږي. یوازې یو ښه‌والی یې دا و چې زموږ هوټل هغې هدیرې ته نږدې و، چې استاد پکې خښ شوی و. تقریباً هره ورځ به یې قبر ته ورتلو و ګلان به مو ور وړل. دې کار په روحي لحاظ موږ ته یو څه سکون را کاوه.

له هغه وروسته، دوی بیاځلې د ویزې غوښتنلیک د «Rutgers» پوهنتون له داخلې سره یو ځای ور ولېږه. په ډېرې ناهیلۍ د امریکا سفارت ته ورغلو؛ ځکه ټولو ویل چې ویزه نه ورکوي. کله چې هلته ور ورسېدو، دوه ساعته یې مصاحبه را سره وکړله و ویې ویل: « ستاسې ویزه منل شوې او راغلې ده.» له هغه وروسته له البانیا څخه وتل هم را ته سخت وو. هغه ورځ چې له البانیا څخه وتلو، سختي یې د هغې ورځې په څېره وه، چې مو افغانستان پرېښود. زموږ پرواز ویانا ته و او له هغه ځایه امریکا ته راغلو. «Rutgers» زموږ ډېر ښه هرکلی وکړ، چې ډېره مننه ترې کوم. موږ ته یې د «Rutgers» خپل کور چمتور کړی و. یو څه وخت مو هلته ژوند وکړ؛ ځکه ډېر ستر کور و. له هغوی مو وغوښتل چې که موږ یو اپارتمان ته ولېږي، ډېره به ښه شي. موږ یې د پوهنتون په کمپس کې یو اپارتمان ته انتقال کړو. هغه ځای د هغو کسانو لپاره وو چې یوازې به وو او دوکتورا به یې کوله. دا چې موږ یوه کورنۍ وو او د لور ښوونځی مې ډېر را څخه لرې شو، له هغه ځایه یې موږ یو بل ځای ته را انتقال کړو، چې اوسه هم همدلته ژوند کوو.

دا یو ډېر ښه ځای دی او کورنۍ پکې اوسېږي. ښوونځي ته هم نږدې دی. لور مې ښوونځی شروع کړ. په دویمه اونۍ کې ما هم کار شروع کړ. یوازېنی شی چې هلته ما اراموي، هغه دا ده چې استاد هیله پوره شوه. استاد دا هیله لرله چې اولادونه یې درس ووايي او په نیمايي کې ترې پاتې نشي. اوس د دوی د درسونو بیا دوام یوه هیله را کې پیدا کړې ده چې د استاد روح به ارام وي.

یوه لور مې په ښوونځي کې شامله شوه او دوې نورې لورګانې مې ماسټري او لیسانس لولي. ژوند هم ښه روان دی؛ ځکه دا یو سرمایه‌دار هېواد او باید ډېر عایدات ولرې. د سکالر لپاره یو محدود شمېر او ټاکل شوې اندازه پیسې ورکوي. اولادونه مې د کار اجازه نه لري او یوازې د پوهنتون دننه ساعت‌وار کار کولای شي. په بله ژبه درس ویل هم ډېر ستونزمن وي. سره له دې چې هغوی په انګلیسي پوهېدلې، خو په افغانستان کې زده‌کړې انګلیسي د دې ځای له انګلیسي سره، چې اوله ژبه ده، په اکاډمیک لحاظ ډېر توپير لري. زه پخپله د ژبې ستونزه لرم، خو اولادونه یې اوس له دې مشکل سر مخ نه دي. خپل درسونه یې شروع کړي دي. زه د دې تر څنګ چې کار کوم، د ورځې درې ساعته انګلیسي هم وایم.

په حضوري توګه ټولګي ته ورځم؛ ځکه په انلاین ډول مې ښه نشوه زده‌کولای. په اوونۍ کې څلور ورځې د ماسپښن له درې بجو څخه د ماښام تر اوه نیمو بجو هلته ورځم او خپل ټولګی تعقیبوم. یو ګرامر، اورېدل او خبرې کول دي؛ ژبه مې ښه شوې ده، خو لا هم ارامه نه یم. مغز او فکر مې ارام نه دی. ډېر زیات شیان نشم جذبولای. ۶۴کاله عمر لرم. فکر کوم په دې عمر د شیانو جذبول سخت شوي دي. پخپله لېوالتیا هم مهمه ده. فکر کوم چې سږ کال به کار وکړم او کال ته تقاعد کېږم. اولادونه مې دلته کار او ژوند کوي، ښايي زه بېرته افغانستان ته ولاړه شم، يا ممکن ولاړه نشم. دا مې په اولادونو پورې تړلې موضوع ده. دلته د څلورو کلونو ویزه ورکوي.

کورنۍ ته لنډه کتنه

لساني: سمه ده استاد. که د خپلو زامنو او پخپله د استاد د تېر په اړه یو څه معلومات راکړئ، چې اولادونه مو څنګه دي او څه کارونه کوي؟ د استاد فرید او ستاسې زامن به حتماً بهترین انسانان وي.

شهلا فرید: استاد د افغانستان یو لوستی سړی و. د ماسټرۍ تر کچې يې په افغانستان کې دننه زده‌کړې کړې وې او کله چې یې ماسټري لوستله، په افغانستان کې یې دوکتورا ته هم نوملیکنه کړې وه، دوه کاله یې دوکتورا هم لوستې وه، چې په افغانستان کې تحول راغی. تر څنګ یې په جنايي ټولنپېژندنه کې ماسټري لرله او د پولیسو اکاډمي یې لوستې وه. یو څه موده د پولیسو په اکاډمي کې استاد و. له هغه وروسته تقریباً شپږ کاله د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کې سلاکار و او په بېلابېلو بنسټونو او ادارو کې یې کار کړی و. کله چې زده‌کړیال و، هغه وخت یې هم د افغانستان په عدلیې وزارت کې کار کاوه. هغه یو روڼ‌انده سړی و.

زه اووه اولادونه لرم چې ټولې یې نجونې دي. اوله لور مې ډیپلوماټه وه او اوس په انګلستان کې اوسېږي. دویمه لور مې د کمپیوټر انجینره ده او درېیمې لور مې په فرانسه کې ټولن‌پوهنه او لرغون‌پوهنه لوستې او په لرغون‌پوهنه کې یې تخصص اخیستی دی. هغې په فرانسه کې دوې ماسټرۍ کړې دي او اوس هم هلته په لرغون‌پېژندنه کې په دوکتورا مصروفه ده. څلورمې لور مې په افغانستان کې طب لوستی و او د تخصص لپاره امریکا ته راغلې وه، چې اووه کاله کېږي دلته ژوند کوي او واده یې کړی دی.

همدې څلور واړو لورګانو مې ودونه کړي دي. پینځمه لور مې دلته له ما سره ده چې د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري کوي او د ښځو د مطالعاتو په برخه کې یې هم له هند څخه ماستري اخیستې او لیسانس یې په کابل پوهنتون کې کړی دی. شپږمې لور مې په افغانستان کې د عامې روغتیا پوهنځی لوست او په درېیم ټولګي کې وه، خو اوس یې دلته له سره پیل کړی دی. اوومه لور مې هم دلته په یوولسم ټولګي کې ده. پلار یې د دوی ډېر ملاتړ کاوه او ډېر لېوال و چې لوڼې یې درسونه ولولي. هغه هيڅکله د خپلو اولادونو د تعلیم او درس ویلو مخه نه ده نیولې، خو یو لړ کلتوري ستونزې موجودې وې. د کورنیو فشارونو او کلتوري ستونزو ځېنې وخت زموږ په منځ کې ستونزې رامنځته کولې. په ټوله کې مو ښه ژوند درلود. له اقتصادي اړخه مو هم ژوند نورمال و. د دولت په معاش مو ژوند روان کړی و. هيڅکله مو فساد نه دی کړی. تل مې درس ورکړی دی او د معلمۍ په معاش مې خپل ژوند مخکې وړی دی.

لساني: ډېر عالي، استاد. بریالي انسانان تل بریالي اولادونه هم لري. کله چې مې ستاسې د اولادونو د زده‌کړو او ژوند په اړه دا هر څه واورېدل، هغوی ډېرې ښې دي. په دې کې شک نشته چې د هغوی دا بریالیتوبونه تر یو حده په مور او پلار پورې تړلي دي او بیا د دوی خپلې هڅې، پشت‌کار او اراده هم مهمه ده. افرین دې پر تاسې وي، چې د هغوی ملاتړ مو کړی دی.

استاد، که د ویلو لپاره بل څه نه وي، غواړم ستاسې وروستی پیغام واورم. په ځانګړې توګه، هغو ښځو ته مو پیغام څه دی چې فعلاً په افغانستان کې دي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي. هغوی په ډېرو خطرناکو شرایطو کې فعالیت کوي. همداراز هغو ښځو ته څه پیغام لرئ، چې اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې فعالیت کوي.

شهلا فرید: فکر کوم چې افغان ښځې ډېرې پياوړې دي. لکه څنګه چې ما په ټولنه او کورنۍ کې له ځينو مسایلو سره مبارزه وکړه او و مې کولای شو چې خپل اولادونه دې ځای ته را ورسوم؛ ځکه په ټولنه او کورنۍ کې حاکم کلتورونه تقریباً یو ډول وو، چې د هغو د بدلولو لپاره مې هم په کورنۍ او هم له کورنۍ بهر کار کړی دی. فکر کوم چې د افغان ښځې ډېرې پياوړې دي. هغوی هيڅکله دا نه دې هېر کړي، چې دوی میندې دي او د دې ترڅنګ چې میندې دي، د ټولنې د بدلولو لپاره یې کار او مبارزه وکړه، خو د افغانستان د اوسنیو ښځو د مبارزې ډول ډېر بدل دی.

زه تل په خپلو خبرو کې وایم چې د افغانستان درې نسله ښځو مبارزه وکړه. اول نسل اوس نشته، هغوی درباریانې وې. هغوی د مبارزې لپاره لار پرانیسته چې څه ډول مبارزه وکړو؟ دویم نسل، هغه نسل و چې تازه يې د ښوونځيو دروازې پر مخ پرانیستل شوې، چې موږ د هغه نسل له ډلې یو؛ هم مو درس ولوست؛ هم مو کار وکړ او هم مو د اوسني ځوان نسل لپاره فرصتونه برابر کړل.

د افغانستان د ښځو درېیم نسل، د افغانستان د ښځو نننی نسل دی چې لوستې ښځې دي. درسونه یې لوستي، خو له بده‌مرغه ټولې هیلې او ارمانونه یې په یوه شپه خاورې شول. کله چې د جمهوریت د سیاسي قدرت واکمنو، واک پرېښود؛ د هغوی موخه همدا وه چې په واک کې وي، خو د خلکو په اړه یې فکر نه کاوه. هغوی چې کله واک پرېښود او افغانستان یوازې پاتې شو، طالبان واک ته ورسېدل.

د افغانستان د ښځو د درېیم نسل مسوولیتونه زموږ او ستاسې په پرتله ډېر ستر او خطرناک دي؛ ځکه د طالبانو په واکمنېدو سره د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د نجونو پر وړاندې بندې شوې. اوس درې میلیونه نجونې په کورونو کې ناستې دي. دوی مبارزه کوي، خو د ځانونو ساتل یې هم شرط دي. زه ډېره متأثره کېږم چې د ټولو مبارزو په جریانونو کې؛ موږ د افغانستان ښځې، چې اوس په ۲۱مه پېړۍ کې اوسو؛ توهین او تحقیرېږو.

زموږ د څلوېښت کلنې مبارزې په لړ کې موږ هيڅکله داسې توهین او تحقیر شوې نه وو. هيڅکله هم د اوس په څېر، زندانونه د افغانستان له مبارزو ښځو څخه نه وو ډک شوي. اوس د زندانونو دروازې د جنایتکاره سړیو او ښځو پر مخ پرانیستې دي. هغوی ازاد شول او ووتل او اوس هم په ټولنه کې ازاد ګرځي، خو هغه ښځې چې د خپل لومړني حق « د زده‌کړو حق» د غوښتلو له امله، چې دین ورته ورکړی دی، په زندانونو کې د تورو تمبو شاته پرتې دي. زرګونه ښځې او پېغلې نجونې اوس د طالبانو په زندانونو کې بندیانې دي. دا ډېره سخته ده.

دې کار د ښځو لپاره مبارزه سخته کړې ده. طالبان له ښځو څخه د افغانستان د سړیو د ناموس، حیثت او عزت په توګه ناوړه استفاده کوي. پر کورنیو یې فشارونه راوړي. زه ډېره متأثره یم چې افغان ښځې د سړکونو پر سر د خپل لومړني حق لپاره مبارزه کوي. درې میلیونه پلرونو او درې میلیونه وروڼو هغوی یوازې پرېښې دي. که څه هم تل یې هغوی خپل غیرت، ناموس او عزت ګڼلې، خو نن هغوی بې‌عزته کېږي او د افغانستان هيڅ سړی خپل غږ نشي اوچتولای، ډارېږي؛ ځکه هلته د اختناق او ترور فضا حاکمه ده.

هیله‌ لرم چې د افغانستان د ښځو د درېیم نسل، چې ځوان او لوستی نسل دی،  پر مخ بیاځلې د ښوونځي دروازې پرانیستل شي. د افغانستان ځوانو نجونو ته وایم چې خپل دین مه پرېږدئ. دین تاسې ته دا حق درکړی دی، دین هيڅکله داسې محدودیت نه دی وضع کړی. دا محدودیت له دین څخه د طالبانو د ډېر منحصرانه تعبیر له امله دی. دا له دین څخه د طالبانو د وروسته پاتې کلتور تعبیر دی. ستاسې دین ډېر ښایسته او ښکلی دین دی. هيڅکله خپل دین مه پرېږدئ. دین په کورونو کې ستاسې د پاتې کېدو لامل نه دی شوی، بلکې د دین بدو پيروانو، دین بدنام کړی چې تاسې په خپلو کورونو کې بندیانې واوسئ او درس مه لولئ دین په دې اړه خپل اصول لري، چې د هغو په ساتلو سره هر ښځه کولای شي چې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې مصروفې شي، چې ښوونه او روزنه هم د هغو یو جز دی.

لساني: ډېره مننه، استاد. ما ستاسې خبرې واورېدلې. ستاسې په خوښیو خوښه شوم، په بریالیتوبونو مې دې د بریالیتوب احساس وکړ او په غمونو مو غمجنه شوم. موږ دا واورېدل چې د افغانستان دننه اتلې ښځې څخه ډول مبارزه کوي. هر کله چې ښځې د کډوالۍ او غربت د وخت سختۍ بیانوي، خلک ورته وايي چې ولې کډوالېدئ؟ اوس به متوجه شوي وي چې تاسې په خپل هېواد کې څومره د غربت، خطر او وېرې احساس کاوه او اړه شوئ چې د خپلو اولادونو لپاره هېواد پرېږدئ؛ ځکه دلته یوازې ستاسې د ژوند مساله مطرح نه وه، بلکې د کورنۍ امنیت هم مهم دی.

شهلا فرید: یوازې یو شی وایم. کله چې رسنۍ یوه کیسه خپروي، خلکو ته وایم چې هغه یوازې د یوې کیسې په توګه وا نه‌وري. تاسې هغه ته د یو درس په توګه غوږ کېږدئ. په ځانګړې توګه، د ښځو کیسو ته د یوه درس په توګه غوږ ونیسئ، چې یوې ښځې په افغانستان کې څه کړي دي؟ کومې ستونزې یې لرلې؟ ولې نن د افغانستان ښځه په بداخلاقي او بې‌دینۍ تورنېږي؟ موږ هيڅکله خپل دین نه دی پرېيښي. موږ دلته امریکا ته راغلو او په مسجد کې لمونځ کوو، خو په خپل هېواد کې مو د ګواښونو له امله هيڅکله ونشو کولای چې په مسجد کې لمونځ ادا کړو. دلته هيڅوک زما له ټيکري سره مشکل نه لري. په افغانستان کې اوس د طالبانو ټولې ستونزې د ښځو په حجاب او ټیکري کې دي، خو په دې نړۍ کې د ښځو د حجاب په اړه هيڅ ستونزه نشته. زړه يې چې حجاب کوي که یې غورځوي.

هيڅوک هم څه نه ورته وايي، خو زه د یوې مسلمانې ښځې په توګه دا خپل مسوولیت ګڼم او بې حجابه نه ګرځم. که بهر ته بې ټیکري ولاړه شم، څوک نه وايي چې ولې؟ دا اوس چې مې له تاسې سره مرکه وکړه، څوک نشته چې راته ووايي چې شهلا ورشه او ټيکری دې پر سر کړه، خو زه یې د یوه ارزښت په توګه منم؛ د خپل ژوند د یوې برخې په توګه یې منم او د یو داسې شي په توګه یې منم چې ټولې نړۍ ته ما د یوې مسلمانې ښځې په توګه ورپېژني. فکر کوم که تاسې زما کیسه یوازې د یوې کیسې په توګه اورئ، نو مه یې اورئ! د افغانستان د ښځو د ژوند د یو اصل په توګه یې واورئ او د افغانستان د ښځې د ژوند د یوې برخې په توګه یې واورئ، چې له دې وروسته په بداخلاقۍ او بدکارۍ تورنې نشو.

نن له دینه ډارېږم. هغوی په افغانستان کې له دین څخه وېره رامنځته کړه، ان که یوې ښځې خپل دین پرېيښی هم وي، له دې امله یې پرېيښی دی چې هغه له دینه ډارېدلې ده؛ ځکه د طالبانو په څېر د دین استازيو، له دین څخه وېره رامنځته کړې ده، کنه هيڅوک دا نه غواړي او نه یې خوښېږي چې خپل دین پرېږدي. فکر کوم موږ باید دا ډېره په ارامي سره ومنو چې د یوې مسلمانې ښځې په توګه، د نړۍ په هر ګوټ کې په ارامي سره خپل ژوند وکړو، خو کډوالي سخته ده؛ بې‌هویتي سخته ده او له وطن څخه لرې ژوند کول سخت دي. موږ اوس دې ژوند ته اړ شوي یو. موږ هيڅکله هغه څوک نه بښو چې موږ یې دې ژوند ته اړ کړي یو.

لساني: استاد، تاسې سم وایاست. په افغانستان کې پر ټولو ستونزو سربېره، خلکو په یوه هیله او امید ژوند کاوه؛ کار او فعالیت یې کاوه او د وطن د پرمختګ او ابادي لپاره یې هڅې کولې، خو له بده‌مرغه  ژوند، ټولې هڅې او ټول جریانونه له صفر سره ضرب شول او هيڅ شول. تقریباً کولای شو ووایو چې له سلو څخه صفر ته راښکته شوو. ډېره مننه ښاغلې استاد! چې خپل ارزښتناک وخت مو زموږ ته راکړ او ډېرې باارزښتنه خبرې مو درڅخه واورېدلې. موږ ډېر څه زده کړل. هیله لرم چې له دې څخه لا زیات بریالیتوبونه مو په برخه شي

Share via
Copy link