د خنجان له ایتلاف سره د مخالفت کېسه

Image

اتمه برخه

فردوس: د «بګذار نفس بکش» کتاب په هغه ځای کې چې تاسې د احمد شاه مسعود د تلین په مراسمو کې د خلیلي پر خبرو نیوکه کړې، هلته مو له هغه څخه دا هم را نقل کړې چې تاسې یې د قومي تعصب او کرکې ذهنیت پر خپرولو تورن کړي یاست. د دې خبرو د څېړلو په وخت کې د «امروز ما» پر یو ګڼه ور پېښ شوم چې فکر کوم د ۱۳۷۵هجري لمریز کال د میزان پر ۱۷مه د احمد شاه مسعود، دوستم او خلیلي ترمنیځ د خنجان د هوکړه‌لیک تر لاسلیک کولو وروسته خپره شوې ده. د دې هوکړه‌لیک پر بنسټ، له طالبانو سره د ګډې مقابلې لپاره له افغانستان څخه د دفاع شورا جوړه شوه. طالبانو تر دې دوې اونۍ وړاندې کابل نیولی و، خو د  «امروز ما» د هماغې ګڼې په یوه مقاله کې احمد شاه مسعود رټل شوی و، چې دا کار د وحدت ګوند او خنجان هوکړه‌لیک له سیاست سره په ټکر کې و. فکره نه کوئ چې پر تاسې د خلیلي دا تور له دې مسئلې او یا هم دې ته ورته مسئلو څخه سرچینه اخیستې وي او تر یو بریده موجه هم وي؟

رویش: قطعاً، خو زه باید دا ووایم چې دا خپرونه هغه وخت خپره شوه چې موږ له وحدت ګوند څخه وتلي وو. موږ د ۱۳۷۴هجري لمریز کال په دلوه میاشت کې د «امروز ما» خپرونه وځنډوله. هغه میاشتنۍ خپرونه وه. له هغه وروسته، د ښاغلي خلیلي پلویانو هماغه خپرونه د اونیزې په شکل په اخباري ډول خپروله. هغه مقاله چې د مسعود د رټلو په اړه لیکل شوې وه او تاسې د هغې یادونه وکړله، هغې په موږ پورې تړاو نه درلود. هغه د ښاغلي خلیلي د پلویانو لخوا خپره شوه، چې هغه وخت دا خپرونه له سره تر پایه د خلیلي په خدمت کې وه، خو دا خبره باید له ښاغلي خلیلي وپوښتل شي چې څه ډول سیاست یې کاوه چې خپرونه یې په یوه خوا تلله؛ جبهه یې په بل لور روانه او سیاست یې بیا په بل طرف روان و.

همدا لامل دی چې زه هېڅکله ښاغلي خلیلي یو سیاستوال نه بولم، بلکې هغه ته د یو داسې سیاسي لوبغاړي په سترګه ګورم چې د ټولنې سیاسي فرصتونه یې له مینځه یوړل. زه هغه ته هېڅکله د یو داسې سیاستوال په سترګه نه ګورم چې قدرت مدیریت کړي او په خپل سیاست سره د قدرت مناسبات تنظیم کړي. همدا دلیل دی چې خلیلي له شلو کلونو وروسته د قدرت او امکاناتو لرلو سربېره بیا هم ننني استیصال او بې‌چارګي ته را ورسېد.

محقق ته تر ښاغلي خلیلي هم په کم کریډيټ قایل یم. هغه هم داسې لوبغاړی و چې ډېر فرصتونه یې ضایع کړل. ما په ۲۰۱۰زیږدیز کال کې په یوه مرکه کې وویل چې محقق په سیاست کې د ښوونځي له زده‌کوونکي لوړ نه دی او په رښتیا هم همداسې و. محقق په تېرو شلو کلونو کې نه د قدرت اړیکې درک کړې؛ نه یې له سیاسي تجربې څه شی زده‌کړل او نه په سیاست وپوهېد. یوازې په سیاسي لوبو او راکړې ورکړې ښه پوهېدی. له بده‌مرغه دوی په هر پړاو کې ډېر بې‌نظمه سیاست کاوه. له وحدت ګوند سره زما د اړیکو کیسه هم د خلیلي او محقق دې سیاسي بې‌کفایتونو ته په کتو ډېره په زړه‌پورې او د اورېدو وړ ده.

د «امروز ما» خپرونې د کابل د لویدیځ مقاومت په وروستیو میاشتو کې فعالیت پیل کړ. د دې خپرونې په لومړنۍ ګڼه کې مو هماغه د مزاري ډېره مشهوره وینا چاپ کړله چې ویلي یې وو:« په افغانستان کې شعارونه مذهبي او کړنې نژادي دي». له هغه وروسته طالبان چهارآسیاب ته راورسېدل؛ د کابل د لویدیځ جبهه کلابنده شوه؛ مسعود پر دې جبهې خپلو بریدونو نور هم زیات کړل او بیا مو مزاري له لاسه ورکړ او جګړه بیا بامیانو او یکاولنګ ته ورسېده او د مسعود جنګیالیو او هغو ته وفاداره جنګیالیو پر هغو سیمو بریدونه وکړل او موږ هم په «امروز ما» کې مسعود د یو فاشیست، انحصارغوښتونکي، توکم‌پاله او نورو لقبونو  یاد کړ او خپل ځانونه مو قربانیان وګڼل.

دا ټول هغه بحثونه وو چې د وحدت ګوند دننه روان وو. وحدت ګوند د ښاغلي خلیلي لخوا مدیریت کېده او موږ هم په «امروز ما» کې د هغه ژبه وو. په دې وخت کې یو دم تر پلو لاندې مُلی راووته او خلیلي پرته له دې چې موږ خبر کړي، د ایران او د اسلامي جمهوریت د پلویانو په ګټه یې خپل دریځ بدل کړ. دا وضعیت د دې ښکارندويي کوي چې د وحدت ګوند د رهبرۍ په کچه او په سیاسي، نظامي او کتلوري برخه کې ژور درز موجود و. زه د ۱۳۷۴هجري لمریز کال په سنبلې میاشت کې یو ځل بامیانو ته ولاړم. هغه وخت په ټول وحدت ګوند او د هغوی په ملاتړو کې دا هرج و مرج موجود و او ښاغلي خلیلي په سم ډول وضعیت نشوای مدیریت کولای.

په هغه سفر کې زه دې ته متوجه شوم چې خلک له ایران سره پر خپل تړاو نپوهېدل. تر هغه وخت پورې هغوی په دې نپوهېدل چې له غیر هزاره شیعه‌ګانو سره کوم تړاو لري. له غیر هزاره‌ شیعه‌ګانو سره زموږ حساب نه و پاک شوی او لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه وو رسېدلي. ښاغلی اکبري، ښاغلی سید حسین انوري، ښاغلی کاظمي، سید علي جاوید او دوی ټول تللي وو او له ښاغلي محقق سره تر یو چتر لاندې له وحدت ګوند سره یوځای شوي وو. ښاغلي خلیلي هم پر دې خبر و، په داسې حال کې چې د «امروز ما» خپرونه سل په سلو کې د هغو کسانو پر ضد وه او موږ هغوی د «درباري شیعه‌ګانو» پر نوم رټل او له هغوی سره لا زموږ حساب نه و تصفیه شوی.

هېچا موږ ته له وحدت ګوند سره د دغو غیرهزاره شیعه‌ رهبرانو د یو ځای کېدو خبره توضیح نه کړله. خلیلي باید دا موضوع موږ ته توضیح کړې وای. زه ښاغلی خلیلي د خنجان هوکړه‌لیک پر لاسلیکولو نه ملامتوم، خو ولې یې مدیریت داسې و چې هېڅوک پر موضوع خبر نه وو؟ بله پوښتنه دا وه چې ولې څو کاله مخکې له مسعود سره جوړ نشو، چې اوس له دغومره جګړو، ورانیو او تباهي وروسته سره یو ځای کېږي؟ دا پوښتنه مسعود ته هم متوجه وه چې کله په کابل کې واکمن وو، ولې یې له وحدت ګوند سره خپله ستونزه له سوله‌ییزې لارې او خبرو حل نه کړله؟

د «بګذار نفس بکشم» کتاب کې مې د ازادبیګ او ترجمان خالد له خولې لیکلي دي چې مسعود د کابل پر لویدیځ د وروستي برید پر مهال مزاري ته دا پيغام ورکړ چې وروستی ځل د کابل پر لویدیځ د دریو ورځو لپاره بریدونه کوي. که په دې دریو ورځو کې وحدت ګوند ختم شو، بیا نو یووالي، وحدت او متحدې جبهې ته اړتیا نشته، خو که ختم نشو بیا د وحدت ګوند هره غوښتنه مني.

ازادبیګ او ترجمان خالد هغه دوه کسان وو چې د مسعود او مزاري ترمنیځ د یووالي او همغږي لپاره یې هڅې کولې. ما په خپل کې کتاب کې د ترجمان خالد او ازادبیګ له خولې لیکلي دي، دا دوه نفره چې د مسعود د پيغام قاصدان وو، مزاري ته یې دا سپارښتنه وکړله چې تسلیمي ذلت دی او باید د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې وجنګېږي. د پردې تر شا د دوی پر موخو نه پوهېږم، خو دوی د دې دوو جبهو تر مینځ د یووالي لپاره هڅې کولې. په هغه سفر کې زه له هغوی سره یو ځای کابل ته تللی وم. زه د حوت پر نهمه او لسمه بېرته را وګرځېدم او هغوی پاتې شول. مخکې له دې چې وروستۍ درې ورځینۍ جګړه پيل شي، دوی دواړه د مسعود او رباني لیدو ته ورغلل او مزاري ته یې وروستی پيغام دا و چې تاسې مقاومت وکړئ او وجنګېږي، که د هزاره‌ګانو په مینځ کې هېڅوک هم پاتې نشول، زه ستاسې چپن اغوندم او د هزاره‌ګانو د مقاومت مشري پر غاړه اخلم، خو هوښیار اوسئ چې تسلیم نشئ. د مسعود وروستی پیغام ان د دې دوو نفرو لپاره هم د منلو نه و.

مسعود چې کومې درې ورځې ښودلې وې، هغه د کابل د لویدیځ د هزاره‌ګانو لپاره د هغوی د عمر وروستۍ درې ورځې وې. هغه درې خطرناکې ورځې چې د کابل لویدیځ یې ټول له خاورو او ایرو سره برابر کړ او په ټولو ځایونو بمونه او راکټونه را ورېدل. ولې داسې وشول؟ ځکه احمد شاه مسعود غوښتل چې خپل وروستی نظامي او جنګي چانس وازمايي. ترجمان خالد او ازادبیګ بیا دا خبرې راوړلې او د وحدت ګوند په مرکزي شورا کې یې بیان کړلې. ما ته دا خبرې یو هزاره یا پخپله مزاري نه دې روایت کړې. د دې رواي نستوه دی. نستوه یو سید دی، چې د ازادبیګ، ترجمان خالد او هاشمي ملګری او د وحدت ګوند د مرکزي شورا غړی دی. دا کیسه نستوه وکړله او موږ د «امروز ما» په خپرونه کې د یوې خاطرې په توګه خپره کړله. نستوه وویل چې ازادبیګ د دې خبرې په بیانولو سره په مرکزي شورا کې وژړل او له مزاري او د وحدت ګوند له مرکزي شورا یې وغوښتل چې یوې بلې کربلا ته چمتووالی ونیسي. ترجمان خالد او ازادبیګ مزاري ته وویل چې که تسیلم شې، نور هېڅکله نه درسره مخ کېږو او نه روغبړ درسره کوو.

موږ دا مسایل په «امروز ما» کې منعکس کړل. زموږ مهمه پوښتنه دا وه چې ولې احمد شاه مسعود په دې وخت کې د جګړې د ختمولو او یووالي اړتیا نه درک کوله؟ موږ په «امروز ما» کې پر همدې مسایلو بحثونه کول او له همدې امله مو مسعود ته د فاشیست او انحصارغوښتونکي خطاب کاوه. که مسعود هغه وخت مزاري ته د یووالي لاس ورکړی وای، هغه به بیا دې ته نه اړ کېدی چې د طالبانو په راتګ سره له خلیلي غوندې کسانو سره چڼې ووهي او یووالی ورسره وکړي، خو له ۲۰۰۱زیږدیز کال وروسته وضعیت بېخې بدل شو. اوس بل ډول شرایط رامینځته شوي. زما بحث دا وه چې اوس نور نه احمد شاه مسعود شته، نه مزاري شته او نه هم د کابل لویدیځ، راشئ، دا مسایل په داسې ډول وارزوو چې د خپلو اولادونو پر مخ د قومي جګړو لارې وتړو؛ څو زموږ اولادونه بیا هغو جګړو ته ور و نه ګرځي

فردوس: دا ډېره مشروع پوښتنه وه چې ولې احمد شاه مسعود د کابل په جګړو کې له وحدت ګوند او مزاري سره تفاهم و نه کړ، خو هغه وخت چې د ۱۳۷۵هجري لمریز کال په میزان میاشت کې تازه د خنجان هوکړه‌لیک لاسلیک شو او له افغانستان څخه د دفاع عالي شورا جوړه شوه، دوی دا جبهې د هېواد له شمال څخه د دفاع لپاره جوړې کړې وې. ایا فکر کوئ چې هغه وخت د اختلافي مسایلو مطرح کول، هغه هم د وحدت ګوند په خپرونه کې، د توجیه وړ منطق دی؟

رویش: فکر کوم تاسې په زماني لحاظ په ځینو مقالو او دریځونو کې سره تېروتي یاست.

فردوس: فکر کوم د ۱۳۷۵هجري لمریز کال د میزان ۱۶مه یا ۱۷مه وه. زه هغه تاسې ته در ښودلی شم.

رویش: که دا مقالې په ۱۳۷۵ هجري لمریز کال کې خپرې شوې وي، دا په موږ پورې اړه نه لري؛ ځکه هغه وخت «امروز ما» موږ نه خپروله او په هغو کسانو پورې یې تړاو درلود چې وروسته د خلیلي لخوا وټاکل شول او «امروز ما» یې په اونیز ډول د ورځپاڼې په شکل خپروله. یا دا چې د «عصری برای عدالت» خپرونې پورې اړوند دي، چې د هغې د خپرولو مسوولیت زموږ پر غاړه و. په ۱۳۷۵هجري لمریز کال کې چې متحده جبهه جوړه او د خنجان هوکړه‌لیک لاسلیک شو، موږ دغه وخت د «عصری برای عدالت» خپرونه خپروله چې دا په «امروز ما» کې زموږ د کار پر دوام خپرېدله، خو موږ هغه د وحدت ګوند له چوکاټه بهر خپروله. «امروز ما» د ۱۳۷۳هجري لمریز کال د دلوې په میاشت کې پیل شوه؛ د ۱۳۷۳ کال په حوت میاشت کې مزاری وژل کېږي او د ۱۳۷۴ کال د دلوې په میاشت کې له دیارلسمې ګڼې وروسته دا خپرونه نور بندېږي.

تر هغه وخت پورې د متحدې جبهې د مشرانو د پخلاینې بحث نه دی مطرح شوی. یوازې که د ښاغلي خلیلي او احمد شاه مسعود ترمینځ احیاناً کومې لیدنې ترسره شوې وي، خو تر هغه وخت پورې لا شورای نظار له کابل څخه نه وه وتلې او په کابل کې وه. هغه څه چې تاسې د دفاع د عالي شورا او دې ته ورته ناستو په اړه بیانوئ، هغه په ۱۳۷۵ کال پورې اړه لري، چې هغه وخت موږ له وحدت ګوند سره کار نه کاوه.

فردوس: ښايي هغه به «عصری برای عدالت» پورې اړیکه ولري او یا هغه څه چې تاسې یې «امروز ما» بولئ، چې د نورو خلکو لخوا خپرېدله.

رویش: د «عصری برای عدالت» خپرونه له وحدت ګوند سره تړاو نه لري؛ ځکه هغه وخت موږ پخپله په خپلواک ډول فرهنګي کار کاوه. په دغه خپرونه کې چې په کومه اندازه موږ احمد شاه مسعود بد یاداوه، په هماغه اندازه مو ښاغلی خلیلي او ښاغلی محقق هم تر پوښتنې لاندې رواستل. هلته یو بېل کار روان و او موږ د وحدت ګوند له دننه د کار مسوولیت نه درلود. دا زموږ د خپلواک فرهنګي کار دوره ده او موږ خپل سیاسي او فرهنګي لوری د شهید رهبر د فرهنګي کانون له طریقه مدیریت کاوه.

د متحدې جبهې غړیو یو او بل ته دوکه ورکوله!

فردوس: ایا تاسې فکر کوئ چې هغه وخت هماغسې دریځ‌نیونه سم کار و؟

رویش: هو، بالکل. دلیل یې دا دی چې هغه وخت نور موږ سیاستوال نه وو. موږ یوه فرهنګي ګروپ و او یوازې زموږ د ټولنې د برخلیک اړوند منطقي پوښتنې مو مطرح کولې. موږ ویل چې ایران ولې دا کار کړی دی؟ مسعود، خلیلي، محقق او سید فاضل ولې دا کار کړی دی؟ ویل مو چې دوی باید د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب‌ویونکي وي. موږ ویل، هغه کسان چې پر خپلو کړنو نه شرمېږي؛ نو د خپلو کړنو پر توجیه‌کولو ولې وشرمېږي؟ فرض کړئ، زه ځم او غلا کوم. له غلا نه وېرېږم، خو کله چې له ما وپوښتل شي چې ولې دې غلا وکړله، ډارېږم او غوصه کېږم چې مثلاً ولې داسې پوښتنې کوئ. وایم که غلا یوه مشروع کړنه وي، د هغې توجیه کول هم باید ډېر اسانه او مشروع وي.

په همدې ترتیب، موږ خپرونه خپروله. دا یو عملي کار و. د هغه توجیه هم اوس دا کار دی چې زه یې اوس له تاسو سره کوم. وایم، هغه وخت چې هر څه وو، موږ په دې لیدلوري خپرونه خپروله. مثلاً، کله چې موږ د هزاره‌ او سید بحث مطرح کوو، دا یو عملي کار و. بالاخره په ټولنه کې یې انعکاس کاوه، خو د هغه توجیه څه ده؟ زه دا نشم کتمان کولای چې ګنې هېڅ کار نه دی شوی او یا ما د سید، هزاره او تاجک په اړه هېڅ نه دي ویلي. دا مې ویلي دي او اوس یې باید توجیه کړم.

په همدې ترتیب، معرفت یو ښوونځی دی او په دې ښوونځي کې ډېرې پېښې شوې دي او موږ ډېر ځانګړي پروګرامونه پلي کړي او ترسره کړي دي. دا هغه کړنې دي چې موږ ترسره کړې دي او خلک هم پر هغو خبر دي.

دا هم باید ووایم چې د یوې کړنې توجیه کول، د هغې کړنې د پټولو مانا نه لري. توجیه په دې مانا ده چې د خپلې خبرې منطقي اساس نورو ته بیان کړو. هغه وخت موږ د خنجان د هوکړه‌لیک په اړه کومه خبره نه ده کړې. د هغه د توجیه‌کولو لپاره مو خبرې لرلې. زموږ خبره دا وه چې ایا دا لوټې ته ورته یو هوکړه‌لیک دی چې غواړي د هغه په واسطه له اوبو تېر شئ او که رښتیا د هزاره‌ګانو، ازبکانو او تاجکانو د یووالي په اړه فکر کوئ؟ که د نظار شورا، احمد شاه مسعود، جنرال دوستم، خلیلي، محقق او هغو کسانو چې د دفاع عالي شورا یې جوړه کړله، دا نیت درلودلی، ډاډه اوسئ چې موږ د طالب پر وړاندې ماتې نه خوړله، خو اوس یې هم غوښتل چې یو او بل دوکه کړي.

یو نفر به ویل چې د جبهې فشار له دې ځایه هغه ځای ته څه ډول ولېږدو؛ ښاغلي خلیلي غوښتل چې له مسعود څخه مهمات او وسلې ترلاسه کړي او احمد شاه مسعود هم ښايي دا غوښتل چې د هزاره‌ګانو ځوانان په شمال یا بل ځای کې له طالبانو سره وجنګوي. دوی د خپلو موخو لپاره مقطعي سواستفادې کولې او موږ ویل چې دا کار سم نه دی. که دوی پر خپلو اصلي خبرو هوکړې ته رسېدلي وای، هغه وخت د هزاره، ازبک، تاجک او پښتون د ونیو تفکیک ناشونی و. هغه وخت به ټول اساس او بنسټ یو ارزښت و او بې‌شکه چې افغانستان له دې کړکېچ څخه خلاصېدی. اوس هم قضیه بېخې روښانه ده. هېڅکله څوک دا نشي ویلای چې د کارکولو فرصت ختم شوی دی. که اوس هم له خپلو شخص‌محوره شخصي غوښتنو او ګټو تېر شوو او ټول‌شموله ارزښتونو او ګټو ته راوګرځو او په ارزښتونو او اوصولو اتکا وکړو، افغانستان به په ډېرې چټکۍ له دې کړکېچ څخه وایستل شي. له بده‌مرغه موږ دا روحیه او ذهنیت نه لرو. دلته لکه څرنګه چې مزاري ویل، شعاونه مذهبي دي، خو کړنې بیا نژادي او قومي دي. شعارونه یوازې یو پوښ دی، خو سیاست عمل دی. د مذهب تر سیوري لاندې سیاسي کار کوو. مذهبي جګړې رامینځته کوو، خو له هغو سیاسي ګټه اخلو. دا ښه کار نه دی.

ایا هزاره‌ګان له پښتنو سره ملګري او د تاجکانو دښمنان وو؟

فردوس: په تاسې بله دا نیوکه کېږي چې تاسې ځينې مسایل په داسې ډول مطرح کړي دي چې له فاکټونو سره په ټکر کې دي او له همدې امله د قومي جنجالونو او شخړو لامل ګرځېدلي دي. مثلاً، د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې مو له اشرف غني سره د لومړنۍ ناستې کېسه داسې را نقل کړې او ویلي مو دي چې وحدت ګوند او هزاره‌ګانو د کابل د جګړو پر مهال دې ته اولویت ورکړی چې د تاجکانو پر ځای له پښتنو سره په یوه خوا کې وي. یعنې له تاجکانو او پښتنو سره په قومي جګړه کې مو لومړنۍ ته اولویت ورکړی دی، په داسې حال کې چې د «بګذار نفس بکشم» په کتاب کې مو د مزاري له خولې لیکلي دي چې هغه له مسعود سره د جبل‌السراج هوکړه لاسلیک کړې وه او بیا وروسته مسعود پر هغې عمل و نه کړ او دا کار د وحدت ګوند او احمد شاه مسعود د جبهې ترمنیځ د جګړې لامل شو. یعنې پر تاجکانو د پښتنو د اولویت موضوع په مینځ کې نه وه، خو له «روایت یک انتخاب» څخه داسې انګېرل کېږي چې ګواکې د وحدت ګوند لخوا د تاجکانو پر پرتله پښتنو ته اولویت ورکول د دې جګړې لامل و. دې ته څه ځواب لرئ؟

رویش: ګورئ، په «روایت یک انتخاب» کې ما یوازې کوډونه او نقل‌قولونه راوړي دي، خو په «بګذار نفس بکشم» کې ټول مسایل په ډېر تفصیل سره ذکر شوي دي. اول، کله چې د جبل‌السراج د هوکړې بحث مطرح کېږي، ما پخپله د جبل‌السراج د هوکړې په نوم سند نه دی لیدلی. د نظار شورا ځينې چارواکي هم وايي چې د جبل‌السراج د هوکړې په نوم کوم څه نشته او پر هغې استناد، یو جعلي استناد دی، خو زه بله خبره کوم او وایم چې د کابل د جګړو په اوج کې چې کله مزاري، دوستم، مسعود، فهیم، ډاکتر عبدالله او رباني ټول ژوندي وو، په ډېر صراحت سره د جبل‌السراج د هوکړې یادونه کېدله. مزاري هغه وخت په خپلو بیانیو کې د جبل‌السراج د هوکړې یادونه کړې ده. پښتنو سیاستوالو چې هم کله خبرې کولې، د جبل‌السراج هوکړه یې د پښتنو ضد جبهې د جوړولو او د موجود کړکېچ اصلي لامل یادوله او ویل یې چې دوی د جبل‌السراج په هوکړې سره غوښتل څو د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي له ګواښ سره مخ کړي.

زما نه په یادېږي چې هغه وخت دې احمد شاه مسعود یا رباني دا ویلي وي چې د جبل‌السراج د هوکړې په نوم څه نشته او هغه په فریب سره مه مطرح کوئ. مسعود هېڅکله و نه ویل چې دا هوکړه نشته او راشئ، سند یې را وښیاست. دا واقعیتونه ښيي چې په دې نوم یو څه موجود و، خو زه نپوهېږم چې دا هوکړه ولې پټه شوه. زه هغه وخت ۲۳کلن وم او په وحدت ګوند کې په هغه موقف کې نه وم چې له رهبرانو د جبل‌السراج د هوکړې د متن پوښتنه وکړم؛ څو هغه زموږ په واک کې راکړي، خو د هغه وخت په جنګي ادبیاتو کې په پراخ ډول د جبل‌السراج د هوکړې اصطلاح بیانېدله. مزاري به تل ویل چې مسعود هوکړه نقض کړې او په هغه څه یې عمل نه دی کړی چې په جبل‌السراج کې یې هوکړه پرې کړې وه. مزاري د کابل په لویدیځ کې په خپله وروستۍ وینا کې په ډېر صراحت سره وايي چې د جبل‌السراج په هوکړه کې، چې مسعود هغه نقض کړله، زموږ هدف دا نه و چې پښتنون حذف کړو، بلکې موږ غوښتل چې انحصار مات کړو.

مزاري په هماغه بیانیه کې وايي چې یو ځل فاروق اعظم او د اسلامي حزب او نورو ګوندونو یو شمېر پښتانه غړي د هغه لیدو ته ورغلل او ده په هغه لیدنه کې د پښتنو واکمنو لخوا د واک د انحصار او تاریخي بې‌عدالتیو په اړه خبرې وکړې او بیا فاروق اعظم او د هغه ملګریو وویل چې د رباني په حکومت کې هېڅ پښتون نشته. مزاري وايي، ما وخندل او ومې ویل چې خدای دې رباني ووهي چې د دوو کلونو او اتو میاشتو په حکومت کې یې ستاسې د ۲۵۰ کلن حکومت مخ پټ کړ. د دې خبرې مانا دا ده چې تاسې انحصار غوښتی دی. یعنې دا بحثونه دقیقاً هماغه د جبل‌السراج هوکړې ته اشاره کوي.

په دې ټولو بحثونو کې هر ځای د جبل‌السراج د هوکړې پرېمانه یادونه شوې ده، خو ما چې کوم څه په «روایت یک انتخاب» کې راوړي دي، هغه فاکټ دی. پوښتنه دا ده چې مزاري ولې د جبل‌السراج له هوکړې ووت؟ په دې برخه کې ډېر تاریخي فاکټونه موجود دي، چې باید پام ورته وشي. د کابل د جګړو په لومړیو کې؛ یعنې تر هغه وخت پورې لا د وحدت ګوند او د مسعود د جنګیالیو ترمنیځ جګړه نه وه پیل شوې، خو د مسعود او حکمتیار تر مینځ جګړه روانه وه او وحدت ګوند له سیاف سره په جګړه کې ښکېل شو، خو تر دې وخت د وحدت ګوند او مسعود د جنګیالیو ترمنیځ هېڅ ډول مسلحانه برخورد نه و شوی، په دې وخت کې د ایران سفیر، ښاغلی نجفي د مزاري لیدو ته راغلی او په ډېر واضح او څرګند استدلال سره یې هغه ته وویل چې په افغانستان کې سنيان اکثریت دی او شیعه‌ګان اقلیت دي. په همدې دلیل، شیعه‌ګان په افغانستان کې په بشپړه توګه حکومت نشي ترلاسه کولای او حکومت سنیانو ته پاتېږي. د ښاغلي نجفي په خبره، د سنیانو په مینځ کې هم پښتانه او تاجکان یا فارسي ژپي د قدرت دعوه کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت د مذهبي، کلتوري، نژادي او یو شمېر نورو ملاحظاتو له امله د پښتنو د حکومت پر ځای د فارسي‌ژبو د حکومت ملاتړ ته اولویت ورکوي. د ایران سفیر وویل، وحدت ګوند، چې د شیعه‌ګانو د قدرت ممثل دی، باید د فارسي‌ژبو له حکومت او ښاغلي رباني سره یوځای شي او د حکمتیار یا پښتنو د صف پر ځای د احمد شاه مسعود په لیکو کې ودرېږي. دا د ایران د سفیر استدلال و.

ښاغلي مزاري همدلته خپل صف بېل کړ. هغه وویل چې هو، د ایران د اسلامي جمهوریت ګټې په هر دلیل په افغانستان کې د فارسي‌ژپو یا تاجکانو له حکومت څخه ملاتړ ته اولویت ورکوي، په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې هزاره‌ګان له تاجکانو سره دوه کیلومټره ګډه پوله هم نه لري، خو له پښتنو سره بیا یوزاې له بادغیسه تر غوربنده له ۱۴۰۰ کیلومټره زیاته ګډه پوله لري. مزاري وویل چې که په قومي محور د پښتنو او غیر پښتنو ترمینځ جګړه ونښلي، هزاره‌ګان د دې جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع کېږي او له ډېرو درنو انساني زیانونو سره به مخ شي. دا فرق نه کوي چې په هغه جګړه کې هزاره‌ګان بریالي کېږي که پښتانه، خو هزاره‌ګان او پښتانه انساني تلفات ورکوي؛ کورونه یې سوځېږي او وینې یې بهېږي. په همدې دلیل، مزاري وویل چې د رباني په حکومت او د احمد شاه مسعود په لیکو او صف کې د هزاره‌ګانو موجودیت د هزاره‌ګانو په ګټه نه ده، بلکې دې کار ته دې یوې فاجعې په سترګه ګوري. مزاري ویل، هغه له همدې امله دې ته اولویت ورکوي چې انحصار نه وي او ټول قومونه په حکومت کې شریک شي. هغه د څلور قومي حکومت طرح مطرح کړله، چې هر قوم د خپل نفوس په تناسب په حکومت کې ونډه واخلي او نور قومونه هم د سیاسي محرومیت احساس و نه کړي.

خو د مزاري دا استدلال او طرح کوم ځای ته و نه رسېده او و نه منل شوه. کله چې شخړه ژوره شوه او جګړې ګرمې شوې، مزاري دې ته اولویت ورکړ چې د تاجکانو پر ځای د پښتنو تر څنګ ودرېږي. د دې کار دلیل هم دا و چې په مقابل طرف کې موجودو تاجکانو چې د جبل‌السراج هوکړه یې ورسره لاسلیک کړې وه او د هغې پر بنسټ به تاجکانو، هزاره‌ګانو او ازبکانو له یوه واحد او همغږي ادرسه له پښتنو سره خبرې کولې، هغه عملي نشوه او تاجکانو پر هغې عمل و نه کړ.

هغه وخت احمد شاه مسعود ځان داسې پاچا احساساوه چې باید ټول قدرتونه د هغه په انحصار کې وي او نور د هغه تر لاس لاندې حرکت وکړي. مزاري دا نه منله. مزاري غوښتل چې موږ باید په سیاسي پرېکړو کې شریک واوسو. هغه ویل چې دوه یا پینځه وزارتونه ډېر اهمیت نه لري، خو مهمه دا ده چې په پرېکړو کې شریک واوسو او په هغه ځای کې مانادار او پرېکړه‌نیونکی حضور ولرو چې د وزارت‌خونو او سیاسي جریانونو یا ډلو ته د هغو د ور سپارلو په اړه پرېکړه کېږي.

ښاغلی صدیق چکري، چې اوس کابل ته تللی دی، د دې خبرې شاهد دی چې دوی وحدت ګوند ته د پینځو وزارتونو او نورو ډېرو امتیازاتو په وړاندیزولو سره د مزاري لیدو ته راغلل. کله چې جګړې پيل شوې، صدیق چکري او له هغه سره یوه ستره ډله له مشخصو وړاندیزونو سره د مزاري لیدلو ته راغلل او هڅه یې کوله چې د وحدت ګوند او جمعیت اسلامي ترمنیځ شخړه په سوله‌ییزه توګه حل کړي. دوی فکر کاوه چې اصلي مسئله د امیتازاتو د وېش پر سره ده. ډاکتر شاه‌جهان او ځينو نورو څېرو هم د هغه پلاوی غړیتوب درلود.

دوی راغلل او خپل بحث یې مطرح کړ. مزاري غوږ ور ته نیولی و. په پای کې یې په خندا سره چکري او د هغه ملګریو ته وویل چې ستاسې له نېک نیت او د ښاغلي رباني له سخاوت څخه منندوی یم، خو دا امتیازات ډېر زیات دي. که ټاکل شوې وي چې دا ټول امتیازات یوازې وحدت ګوند ته ورکړل شي، حداقل یو دوې څوکۍ حرکت اسلامي او په همدې اندازه حرکت انقلاب او محاذ او دې ته ورته نورو ګوندونو او جریانونو ته هم ورکړئ. که ښاغلي رباني دومره بخشش وکړئ، بالاخره هېچا ته رسېدنه نشي کولای. زه حیران یم چې ښاغلی رباني به دا دومره امتیازات او د وزارتونو څوکۍ له کومه کوي.

هغه د خپلو خبرو په داوم کې وویل چې موږ دا ټول امتیازات نه غواړو. دا امتیازات ډېر زیات دي، خو زما پوښتنه دا ده چې ښاغلی رباني څه کاره دی چې امتیازات وېشي، چې ګواکې زه پینځه څوکۍ ولرم، یو بل دوې څوکۍ او یو بل نفر درې څوکۍ ولري؟ مزاري وویل، موږ دا نه غواړو. موږ غواړو چې په هغه ځای کې حضور ولرو چې د وزارت‌خونو او نورو چارو په اړه پکې پرېکړه کېږي.

هغه وویل، ولاړ شئ او ښاغلي رباني ته ووایاست چې هېڅ څوکۍ مه راکوئ. پرېږدئ چې موږ په پرېکړو کې ونډه ولرو او هلته یو ځای پرېکړه وکړو. همدا ټول پلاوی په همدې لیدلوري او همدې منطق سره بېرته رخصت شو. همدا ځای و چې د مزاري او احمد شاه مسعود او رباني ترمنیځ ټکر رامینځته شو.

که احمد شاه مسعود هغه وخت دا موازنه مراعت کړې وای، هغه جبهه چې د انحصار ضد جوړې شوه وه او مزاري یې یادونه کوله، په رښتیا هم هغې کولای شوای چې افغانستان یو توازن ته ورسوي. هغه وخت شونې وه چې په ډېرې اساني خبرې وشي او هوکړې ته ورسېږي؛ ځکه یوې ډېرې پیاوړې جبهې له عدالت څخه دفاع کوله او د هغې جبهې ژبه بندېدله چې د افغانستان له ملت سره یې جفا او ظلم کاوه.

فردوس: فکر نه کوئ چې د ټاکنیزو شرایطو په ډېرو ملتهبو شرایطو کې په دې شکل د دې مسئلې توضیح کول چې پښتون ته پر تاجک اولویت ورکړل شي، دې کار یو ډول قومي تضاد او ټکر پياوړی کاوه؟

رویش: بالکل یې پياوړی کړ، خو دا مو باید په یاد وي چې قومي تضاد په هماغه لومړي سر کې په ولسواک حکومت کې هم دوام وموند او د تاجکانو په سیاسي مشرانو کې هېڅ داسې نښې و نه لیدل شوې څو هغوی دا احساس کړي چې اوس چې موقع په لاس ورغلې ده؛ نو ښه به وي چې په هېواد کې ولسي سیاست دود کړي؛ څو نور هېڅوک د قومي، مذهبي او دې ته ورته سیاستونه له بستره د خلکو ولسي او ډموکراټیک حقونه نقض نه کړي. داسې څه ونشول. تاسې بیا هم ګورئ، چې جګړه د امتیازاتو جګړه ده؛ د امتیازاتو جګړه قومي او مذهبي رنګ لري او زه د هغو کسانو له ډلې یم چې نه غواړم څو دا بهیر په ټولنه کې دوام ومومي. که موږ د تاجکانو په جبهه کې درېدلي وای، دې کار پخپله قومي ډلبندي رامینځته کوله او هغه مو نوره هم پیاوړې کوله، په داسې حال کې چې موږ فکر کاوه چې که راشو او د پښتنو په جبهه کې ودرېږو او په رښتینې مانا له پښتنو سره په دې مسایلو هوکړې ته ورسېږو، ستونزې حلېږي.

دا مو باید په یاد وي چې هغه وخت موږ کار دا نه کاوه چې د پښتنو ترڅنګ د تاجکانو ضد جبهه جوړه کړو. موږ غوښتل چې موږ له پښتنو سره ستونزه لرو او اصلي ستونزه دا ده چې پښتانه د واک وېشلو ته چمتو نه دي او موږ باید د واک دا وېش پخپله د پښتنو په واسطه پلي کړو. کله چې پښتون دا حق ومني، تاجک په طبیعي ډول راځي او د واک وېش مني او ازبک هم د واک وېشلو ته غاړه ږدي.

که دقت وکړو، په هماغه لومړۍ ورځ چې موږ له اشرف غني سره خبرې وکړې، موږ دا نه غوښتل چې اشرف غني له هزاره‌ګانو او ازبکانو سره د تاجکانو ضد ټاکنیز ټیم جوړ کړي. ما په «روایت یک انتخاب» کې هم لیکلي دي، زما نظر دا و چې باید د تاجکانو یوه ډېره پياوړې او ځواکمنه څېره د اشرف غني په ټاکنیز ټیم کې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شي. اتفاقاً موږ داوړو پر یونس قانوني توافق درلود. موږ داسې حس کوله چې له یونس قانوني سره د سیاست مدني پروسه په راحتي سره مخکې وړلی شو. اصلاً زموږ تصور دا و او کله چې مو دا شخصیتونه سره پرتله کول، فکر مو کاوه چې خلیلي او قانوني د نورو پر پتله د دې ظرفیت لري چې په مدني حرکت کې برخه واخلي.

دلته موږ نه غوښتل چې یو څوک راولو او له یوازې د هغه له نوم څخه استفاده وکړو. په هر حال، د افغانستان په ټاکنو کې قومي جګړه د ټولو سیاستونو بنسټ ګرځېدلې وه او له بده‌مرغه په دې ځای کې نه ما، نه تا او نه بل چا کولای شول چې د دې څرخ مخ یو دم بدل کړي. تاسې یا باید د تاجکانو په جبهه کې درېدلي وای او په هر حال مو له پښتنو سره جګړه کړې وای او یا برعکس، د پښتنو په جبهه کې درېدلي وای او هلته مو حد اقل د قدرت د تعدیل لپاره هڅې کړې وای. ما داسې حس کوله، د دې پر ځای چې د تاجکانو له جبهې پښتون قانع کړې، دا اسانه ده چې د پښتنو له جبهې تاجکان قانع کړې. اوس هم په همدې باور یم.

Share via
Copy link