Image

د سولې، جنګ، حکومتولي او فرهنګ کيسې

د شیشه میډیا درنو لیدونکو او اورېدونکو، نن په دې بحث کې د ننګرهار پخوانی والي او د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال، شاه محمود میاخېل راسره دی. موږ به په دې خپرونه کې د میاخېل صاحب پر ژوند، زده‌کړو او بېلابېلو مسوولیتونو تم کېږو او هیله‌من یو چې ښې او ګټورې خبرې اترې ولرو.

د میاخېل صاحب ژوند ځکه مهم دی چې هغه په فرهنګي برخه کې ډېر کارونه کړي؛ د ژورنالېزم په برخه کې یې بېلابېلې دندې کړې دي؛ د سولې په برخه کې یې د امریکا د سولې په انستیتیوت کې څو کاله د افغانستان څانګې مشري کړې او د حکومتولي په برخه کې د ننګرهار کامیاب والي بلل کېده. هغه وروسته نظامي برخې، د ملي دفاع وزارت ته، راغی. میاخېل صاحب په دې ټولو برخو کې ښه مخینه او تجربه لري او ډېر کامیاب و. دې ټولو برخو ته په کتو، هغه موږ ته د اوسني وضعیت یو ښه انځور وړاندې کولای شي، چې موږ اوس په کوم وضعیت کې یو، شته فرصتونه کوم دي او له اوسني وضعیت څخه څه ډول وتلای شو.

میاخېل صاحب او ورسره ملګرو یې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته او تقریباً له اوس څخه کابو لس میاشتې مخکې د جمهوري غوښتنکو په نوم خوځښت جوړ کړ. د دوی په دغو فعالیتونو به هم تم کېږو او بحث به پرې کوو.

صدیق دقیق: میاخېل صاحب ډېر مننه چې شیشه میډیا ته مو وخت ورکړ.

شاه محمود میاخېل: دقیق صاحب له تاسو او شیشه میډیا څخه هم مننه چې په مختلفو مسایلو د بحث زمینه مو برابره کړه. هغه څه چې موږ او تاسې یې وایو او کوو یې، دا د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده او د همدې لپاره بحث کوو چې که راتلونکي نسلونه په مسایلو باندې بحث کوي، دا به ورته یوه منبع وي. که دا بحثونه منعکس شي، ډېره ښه خبره ده. هر سړی خپل نظر لري چې څوک ورسره موافق او څوک بیا مخالف وي. زه له تاسې مننه کوم چې دغه ابتکار مو کړی او هیله ده چې دا بحثونه به لیدونکو او اوریدونکو ته ګټور وي او استفاده به ترې وکړای شي. بیا هم ډېره مننه.

دقیق: خوشحال اوسئ میاخېل صاحب. ډېر مننه چې پر ټولو مصروفیتونو سربېره مو بیا هم موږ ته وخت راکړ. میاخېل صاحب، موږ معمولاً د خپرونې په پيل کې له مېلمنو څخه د وړکتوب له وخته د هغوی د ژوند او کورنۍ په اړه پوښتنې کوو. تاسې چېرې زېږېدلي یاست او عمر مو څو کاله دی؟  په څنګه کورنۍ کې زېږېدلي یاست؛ چې ستاسې د رشد او شخصي ودې او پرمختګ په ساحه او هغه محیط پوه شوو چې تاسې پکې را لوی شوي او تر دې ځایه را رسېدلي یاست.

میاخېل: ډېره مننه. زه په ۱۳۳۷ هـ.ل کال کې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالي د منګوال کلي اړوند بانډه سیمه کې پیدا شوی یم. په دې حساب، زما عمر اوس ۶۵ کاله دی او کافي وخت مې تېر کړی دی. البته د کورنۍ په اړه باید ووایم چې د هر چا فکري وده په کورنۍ، د ژوند چاپېرال او کاري او تعلیمي ماحول کې کېږي. زما پلار دې خدای وبښي، هغه زما پر ژوند ډېر زیات اغېز درلود. هغه د افغانستان په معارف، عدلي او قضايي ادارو او کورنیو چارو وزارت کې بېلابېلې دندې کړې دي. پلار مې چې کله په معارف کې کار کاوه، ډېر شاګردان یې روزولي دي. هغه د ښوونکي او سرښوونکي په توګه کار کړی او په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې کار کړی و. دې ټولو زما پر ژوند اغېز درلود؛ ځکه زه د پلار مشر زوی وم. موږ هغه وخت ډېر شیان په حجره کې یادول. په حجره کې به ناست وو، خلک به راتلل او دوی به ورسره بحث کاوه. زه به نورو ځایونو ته هم ورسره تلم او د دوی خبرو او بحث ته به مې غوږ نيوه. د هغه ټولنیز او اداري ژوند پر موږ ډېر اغېز درلود او ډېر شیان مو ورڅخه زده کړي دي. زه چې په مختلفو محفلونو کې خبرې کوم، د ډېر مسایلو په اړه د هغه نقل قولونه راوړم.

له ماشومتوب څخه وروسته چې کله په ښوونځی کې شامل شوم، تر پنځم ټولګي پورې مې د کابل په چهلستون سیمه کې په عمرا خان لومړني ښوونځي کې زده‌کړې وکړې. پلار مې هغه وخت په کورنیو چارو وزارت کې دنده لرله. دغه لومړنی ښوونځی وروسته پر لېسه بدل شو. وروسته مې پلار مزار ته تبدیل شو او له پنځم څخه تر اووم ټولګي پورې ښوونځی مې په مزار کې ولوست. اتم او نهم ټولګي ته بېرته خاص کونړ ته راغلم. لس او یولسم ټولګی مې په لغمان کې ووایه. دولسم ټولګي ته بېرته خاص کونړ ته ولاړم او په ۱۳۵۵هـ.ل کال کې هلته له ښوونځي څخه اولنمره فارغ شوم.

په هغه کې وخت کې ما له کرنې سره دلچسپي لرله؛ ځکه زموږ ځينو هغو دوستانو چې د کرنې په برخه کې يې کار کاوه، تشویقولم چې سړی په دې برخه کې ژر زده‌کړې او وده کولای شي. هغوی ویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اوس په دې برخه کې د ودې په حال کې دی؛ نو راتلونکی به دې پکې ښه وي. له همدې امله، له کانکور ازموینې وروسته د کرنې پوهنځي ته ولاړم او درې کاله مې ولوست، خو د ثور انقلاب په راتګ او کودتا سره یو کال نور هم دلته وو او بیا مهاجر شوو او پېښور ته ولاړو.

دقیق: میاخېل صاحب تاسو د خپلو زده‌کړو په اړه وویل، دا ډېر جالبه وه، پخوا به چې کله د حکومتي مامورینو دندې له یو ځای څخه بل ځای ته بدلېدې، کورنۍ یې هم ورسره بېولې. تاسې په وړکتوب کې افغانستان هم ډېر پېژندلی دی.

میاخېل: موږ پنځه کاله په مزارشریف کې اوسېدو. پلار مې په کندهار، روزګان، تخار، لغمان، سرپل، نیمروز او ډېرو نورو ولایتونو کې دندې کړې دي. وروستۍ دنده یې په نیمروز کې وه.

دقیق: هر ځای ته چې به یې دنده بدلېده، ستاسې کورنۍ هم ورسره تله، که یوازې مزار ته ورسره تللي وئ؟

میاخېل: په ډېرو ولایتونو کې موږ هم ورسره وو. مزار، کابل، تخار او لغمان کې کورنۍ هم ورسره وه، خو نورو ځایونو ته به اکثره وخت لنډه موده ولاړ او بېرته به را تبدیل شو. په کندهار کې چې و، هغه وخت زه ډېر کوچینی وم او نه مې یادېږي.

کله چې پېښور ته ولاړو، شرایط بدل شول. زما تعلیمي رشته بیا ورو ورو بدله شو. ما په پیرسټن انټرنېشنل یونورسیټي کې په سیاسي علومو کې لیسانس او ماسټري وکړه. د دې ترڅنګ مې په پېښور کې ایکزکټیو ام بي ای وکړه. وروسته مې په هاروارډ او سټنفورډ پوهنتونونو کې فیلوشیپونه وکړل. د کمپیوټر په برخه کې مې هم یو څه زده‌کړې وکړې. څانګې سره بدلېدې را بدلېدې؛ چې په ټولو وختونو کې ځان اپډيټ وساتم؛ یو څه زده کړم او زده‌کړي شیان تر نورو ور ورسوم.

دقیق: د خپلې کورنۍ د نورو غړیو په اړه که راته ووایاست، څو وروڼه او خویندې لرې؟ هغوی څه شی لوستي دي؟

میاخېل: نام‌خدا، زموږ کورنۍ کافي لویه ده. دا په دې مانا چې زما پلار درې مېرمنې لرلې او موږ شپاړس وروڼه او خویندې وو.

دقیق: ډېره غټه کورنۍ ده.

میاخېل: هو؛ د دوی مشر هم زه وم. ډېرو یې پوهنتونونه لوستي دي او په مختلفو برخو کې کار کوي. زما خپل اووه اولادونه دي او ټولو پوهنتونونه لوستي دي. ډېرو یې ليسانس او ماسټرۍ کړې دي. مشر زوی مې په امریکا کې ډاکتر دی. تقریباً زموږ ټوله کورنۍ لوستې ده، ان زموږ د کاکا په زامنو کې هم ټول لوستي وو.

دقیق: میاخېل صاحب، خویندو مو زده‌کړې کړې دي؟

میاخېل: ابتدايي زده‌کړې یې کړې دي. په هغه وخت کې په کونړ او نورو ځایونو کې د ښار په څېر شرایط نه وو. هغه وخت چې په ښار کې وو، بیا یې ابتدایي زده‌کړې کړې وې خو په اطراف کې یې نه وې کړې.  تقریباً ۴۵ کلونه ګډوډ حالات راغلل، ځکه زموږ په کورنۍ کې ډېر شیان پېښ شول. زما یو ورور سافتویر انجنیر دی او اوس فعلاً دلته په امریکا کې له ما سره دی، بل ورور مې په سویډن کې دی، یو بل ورور مې بیا له خپلو اولادونو سره په استرالیا کې دی او دا نور په کابل کې دي.

دقیق: هغوی هم په دندو دي او کار کوي؟

میاخېل: هو، هغوی په خپلو کارونو لګیا دی. زه چې ننګرهار ته ولاړم، نږدې دوستانو او خپلوانو خو موږ پېژندلو چې زموږ تعداد څومره دی. ما خلکو ته وویل چې یوازې زه راغلی یم او نور هيڅوک له ما سره نشته. ټول حیران وو چې ننګرهار ته او هغه هم په یوازې ځان ورتګ، خو له ما سره هيڅوک نه و، نه مې ځانته سکرتر بېولی، نه کوم ګارد او نه هم کوم کلیوال راسره و. ټولو ته رشته معلومه وه، خو زما هدف دا و چې هر سړی دې خپل کار وکړي او د یو و بل په کارونو کې دې مداخله نه کوي.

دقیق: میاخېل صاحب که ستاسې په شخصي ژوند، خصوصاً د ماشومتوب او لېسې د وخت په اړه وغږېږو. ستاسې کورنۍ غټه وه او پلار مو هم حکومتي مامور و، طبعاً اقتصادي ستونزې به مو هم لرلې، خو تاسې بیا هم زده‌کړې کړې دي.

میاخېل: زموږ کورنۍ ټوله لوستې وه. زما نیکه په خپله هم یو وخت حاکم و. اولادونه یې لوستي وو او زموږ د تره زامن هم ټول دولتي مامورین، يا ښوونکي وو او په مختلفو موقفونو یې دندې اجرا کړې وې. البته ډېر شتمن نه وو، خو ګوازره کېدله او غریب هم نه وو؛ ځکه په دولتي ماموریت کې بیا دومره زیاتې پيسې نه وي او بل په کونړ کې زموږ ځمکې هم کمې وې او حاصلات يې ډېر نه وو. که څه هم موږ په خپله د کامې یو او له کامې څخه کونړ ته تللي یو، البته زما مور د کونړ د امیرزمان خان لمسۍ ده او ماماګان مې ډېرې ځمکې لري. متوسط ژوند و؛ یعنې هغه وخت خلکو قناعت درلود او له غریبۍ څخه یې شکایت نه کاوه .

دقیق: میاخېل صاحب د انسانانو په ژوند کې د ماشومتوب او نوې ځواني په دوره کې ځينې پېښې کېږي، مثلاً په کورنۍ کې یا په شخصي ډول چاته یو څه پېښېږي؛ یا مریضېږي یا له کومې بلې پېښې سره مخ کېږي او یا هم په ژوند کې د مثبت بدلون فرصت ور ته برابرېږي. ستاسې په ماشومتوب کې کوم داسې څه شوي چې ستاسې ژوند ته یې لوری ورکړی دی؟

میاخېل: ما مخکې وویل چې زه د خپل پلار مشر زوی وم او په کومو مجلسونو کې چې به له هغوی سره کېناستم، دې پر ما ډېر اغېز وکړ. ما په دې مجلسونو کې ډېر څه زده‌کړل؛ ځکه د مشرانو، علماوو، دولتي مامورینو او والیانو په ګډون له هر چا سره کېناستم او د هغوی بحث او خبرې مې اورېدې.

له ماشومتوب څخه پر ما باندې دوو شیانو اغېز کړی و. یو دا چې کله د خلق او پرچم ګروپونه رامنځته شوي وو، هغه وخت د یو کارتون مساله په اخبار کې نشر شوه او بیا په مختلفو ولایتونو کې په دې تړاو لاریونونه شروع شول. په ۱۳۴۸هـ.ل کال کې چې په پل خشتی کې د علماوو یو تحریک شروع شو، موږ په مزار کې وو او زه په پنځم ټولګي کې وم. په روضه شریفه کې به هر مازدیګر علما را ټولېدل، مظاهرې به وې او هر چا به تقریرونه کول چې اسلام ښه دی او دوی کمونیستان دي. هلته به مختلف سیاسي بحثونه کېدل. مازدیګر به خامخا هلته تلو، لمونځ به مو کاوه او پلار به مې خپل ملګري هم لیدل. ماښام چې به کور ته راغلو، خدای بښلي پلار به مې راته ویل چې نن دې څه ووارېدل. هغه وخت یې ما ته یوه وړه چپنه هم را اخيستې وه، هغه به مې واغوستله او ویل به یې چې د کوټې په منځ کې پر سندلۍ ودرېږه او هغه ټولې خبرې دلته وکړه. ما به هغه خبرې بېرته تکرارولې. دې کار وروسته د پوهنتون او نورو ناستو ولاړو په دوره کې پر ما ډېر زیات اغېز وکړ؛ یعنې موږ چپي طرف ته  نه ولاړو. دا یو مثبت اغېز و، خو په هغه وخت کې مې له هيڅ سیاسي جریان سره اړیکه نه لرله.

دقیق: میاخېل صاحب، دا چې پلار دې تاسې ته په هماغه ماشومتوب کې چپنه در اغوستله او تقریر یې درباندې کاوه، له دې څرګندېږي چې هغه په تاسې کې یو څه لیدل او یا یې غوښتل چې له تاسې یو ټولنیز او سیاسي شخصیت جوړ شي.

میاخېل: زما د کاکا یو زوی و، خدای دې وبښي؛ هغه ولسوال و. هغه په کابل کې ژوند کاوه، زما همځولی و او په ماشومتوب کې یې په ما د ځیرک تخلص اېښی و. وروسته چې کله پېښور ته ولاړو، ما پر ځان «میاخېل» تخلص کېښود ځکه زما یو بل د کاکا زوی، چې د لېسې مدیر او زما ښوونکی او استاد پاتې شوی و، میاخېل تخلص کاوه؛ نو ما هم پر ځان «میاخېل» تخلص کېښود. طبیعي خبره ده چې پلرونو ته دا معلومېږي چې زما اولاد څومره استعداد لري. موږ په کور کې له پلار سره د انډیوالي په سیستم مخکې تلو او پر ډېرو علمي مسالو به مو بحث کاوه. طبعاً دغو بحثونو هم اغېز درلود.

دقیق: تاسې د کامې یادونه وکړه او ومو ویل چې موږ اصلاً د کامې یو. کامه د افغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې یو څه متفاوت محیط و او دی. په وروستیو شل کلونو کې هم هلته ډېر ښه امنیت و. د دې ترڅنګ چې اصلاً د کامې یاست، تاسې د ننګرهار والي هم پاتې شوي یاست. له نورو سیمو سره د کامې تفاوت په څه کې دی؟ د خپل پلار او کورنۍ په چلند او په خپل ځان کې داسې څه ګورئ چې ممکن دلیل یې دا وي چې د کامې یاست؟

میاخېل: موږ په اصل کې د میاعلي صاحب لمسیان یو. د میاعلي صاحب لمسیان په کامه کې دي او زموږ ځمکې او جایدادونه هم په کامه کې دي. زما نیکه هلته حاکم و.

د سرکاڼو میا صاحب هم د کامې دی. پخوا خو موټر نه وو او خلک به په سیند پیاده پورې وتل. یو ورځ زما نیکه په سرکاڼو کې دمه کړې وه. د سرکاڼو میا صاحب چې دی لیدلی و، ورته ویلي يې وو چې ولسوالي پرېږده او راشه فقیري شروع کړه. هغه هم ولسوالي پرېښوده او بیا يې دا طریقه، پیري او مریدي سره شروع کړله.  د سرکاڼو مولوي صاحب بیا ورته وویل چې راځه دا کلی او کور هم پرېږده، هغه راغی او په منګوال کې یې واړول. زما نیکه بیا د منګوال میا صاحب په نامه شهرت پیدا کړ. وروسته یې دلته شاوخوا شل جریبه ځمکه واخیسته، خو د ځمکې پروا یې نه لرله؛ ځکه زموږ ځمکه خو په کامه کې ډېره وه او هغه یې پرېیښې وه. زموږ نیکه د قران حافظ او عالم و؛ نو په هغه وخت کې دا ډېره غټه خبره وه.

دقیق: تاسې مخکې وویل چې ستا او د پلار ترمنځ بحثونه به پر مادیاتو نه وو او اوس هم وایاست چې زما او د اولادونو ترمنځ پراخ علمي بحثونه وي او پر مادیاتو نه غږېږو، تاسې پکې هغه د خپل پلار او نیکه د تصوف او طریقت څرک حس کوئ؟

میاخېل: پر هغه وخت او محیط کې یې یو څه اغېز درلود. هغه وخت همدا علمي او ټولنیز بحثونه وو چې کومه طریقه او علمي بحث ښه دی. پلار مې ډېر معلومات درلودل. هغه له دارالمعلمین څخه فارغ شوی و، خو ازاده مطالعه یې ډېره زیاته و او تر یو ښه عالم یې معلومات زیات وو. همیشه چې به موږ د مختلفو مسالو په اړه له خپل پلار څخه پوښتنې کولې، ځواب به یې را کاوه او که به په کوم شي پوه نشو، ویل به یې چې زه به یې پوښتنه درته وکړم او ځای به پرې پوه کړم. په کورنۍ کې دا بحثونه پر ژوند ډېر اغېز لري.

دقیق: میاخېل صاحب تاسې چې کله د ښوونځي دوره خلاصه کړه او پوهنتون ته تلئ. تاسې ویل ما زراعت پوهنځی پيل کړ او دې ته مو دلایل لرل. د زراعت پوهنځی په انتخاب او ژوند په ځینې نورو مهمو انتخابونو کې ستاسې د کورنۍ او د پلار نقش څه و، تاسې ته یې امر او نهی کوله، مشوره یې درکوله او که یې ازاد پرېښودئ؟

میاخېل: تقریباً ازاد یې پرېيښي وو. زما یادېږي چې له اتم ټولګي څخه مې نيت و چې بايد خپله باید یو کار او هلې ځلې وکړم. ما غوښتل په ټیټه کچه یو تجارت وکړم. زما نه یادېږي چې له اتم ټولګي وروسته دې ما له پلار څخه څه شی غوښتي وي. البته هغه وخت ۵زره او ۱۰زره ډېرې پيسې وې. پوهنتون ته چې راغلم هم له خپلي بل ملګري سره مې صرافي کوله او خپل جېب خرڅ مې پیدا کاوه. له ماشومتوب څخه دا زما عادت و چې پر ځان باندې باید اتکا وکړم.

دقیق: تقریباً دا مو د کورنۍ فرهنګ هم و.

میاخېل: هو، په کورنۍ کې هر سړي کوښښ کاوه چې خپلې هلې ځلې وکړي. همدا علت دی چې ما خپلو اولادونو ته نه دي ویلي چې څه شی ولولي او څه شی و نه ‌لولي. هر یو په خپله خوښه یو مسلک ته تللی او اوس کار پکې کوي. هغه وخت دا خبرې وې چې ډاکتر شه، خو ما پخپله له ډاکتري سره لېوالتيا نه لرله، ان ما خپل مشر زوی ته، چې اوس په امریکا کې ډاکتر دی، هم نه دې ویلي چې طب ولوله. پخپله تللی او پخپله یې خوښ کړی و او ډاکتر شو. نورو اولادونو مې هم چا اقتصاد لوستی دی، چا عامه پالیسي لوستې، څوک په کمپیوټر ساینس کې دي، چا طبي تکنالوژي لوستې ده؛ یعنې ما پر دوی کوم مسلک نه دی تحمیل کړی؛ خپلې خوښې ته مې پرېيښي دی؛ ځکه که پر یو چا مسلک تحمیل شي، هغه یې بیا سم نشي لوستلای. ډېر ډاکتران شته چې طب یې لوستی، خو په طب کې کار نه کوي او تر ډاکتري، ترجماني ښه ګڼي. متاسفانه زموږ تعلیمي او تحصیلي نظام همدغسې دی. ما مخکې عرض وکړ چې زموږ خپلوان له زراعت څخه فارغ شوي وو او مدیران وو. هغه وخت مدیر ډېره غټه څوکۍ وه. زما پلار ډېر کلونه کار کړی و او د مدیریت څوکۍ ته رسېدلی و. په زراعت کې دا امکان و چې ته پورته ولاړ شې او ژر رییس شې. دې کار پر ما اغېز کړی و چې باید زراعت ولولم.

دقیق: میاخېل صاحب په هغه وخت کې تعلیمي نظام څه ډول و، له نهم ټولګي وروسته څانګې بېلېدلې که تر دولسم ټولګي پورې عموميات و؟

میاخېل: نه؛ زموږ په وخت کې عمومي وو او تر موږ وروسته بیا څانګې جوړې شوې. زموږ په وخت کې به له دولسم څخه فارغېدې او بیا به دې چې هر پوهنځی انتخاباوه، هغه ته به دې امتحان ورکاوه.

دقیق: تاسې په کوم کال پوهنتون ته ولاړئ؟

میاخېل: ۱۳۵۶هـ.ل کال و.

دقیق: یعنې د ثور تر انقلاب یو کال مخکې.

میاخېل: هو؛ یو کال مخکې و، تقریباً دوه کاله.

دقیق: تاسې چې کوم وخت پوهنتون ته ولاړئ، پوهنتونونو کې هم یو ډول سیاسي، ایډیالوژيک او مذهبي فعالیتونه او حرکتونه پیل شوي وو، ستاسې په وخت کې محیط څه ډول و؟

میاخېل: زموږ په وخت کې سیاسي فعالیت کم و، ځکه د داوود خان کودتا شوې وه. په پټه به سیاسي فعالیتونه وو، خو په ښکاره څه شی نه و. که به چا له کوم بل چا سره رابطه لرله، هغه بېله خبره وه. البته موږ پېژندل چې کېدای شي څوک له خلق، پرچم او اخوانیانو سره رابطه ولري، خو په ښکاره لاریونونه او ناستې نه وې. موږ لومړۍ مظاهره هغه وخت ولیدله چې میراکبر خیبر ووژل شو او بیا خلق مظاهر وکړه. موږ دغې مظاهرې ته ولاړو او ومو کتل چې څه کیسه ده. دا هغه وخت لومړۍ مظاهره و. ډېر خلک یې لیدو ته ورغلي وو.

دقیق: تاسې مخکې وویل چې د پوهنتون ځينو زده‌کړیالانو له خلقیانو، پرچمیانو او اخوانیانو سره پټې اړیکې لرلې، په دغه مظاهره کې زده‌کړیالانو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و که نه؟

میاخېل: دې مظاهرې ته له پوهنتون څخه ډېر کسان ورغلي وو، خو سیاسي اړیکې یې ورسره نه لرلې. لکه یو نوی شی داسې و، چې یو ځای خلک را ټولېږلي او بیا نور ورسره یو ځای کېږي.

دقیق: یعنې تر هغه وخته لا د پوهنتون استادان او زده‌کړیالان سیاسي شوي نه وو او په پوهنتون کې علمي وضعیت حاکم و؟

میاخېل: نه؛ که سړی واقعیت ووايي د داوود خان په وروستیو کلونو کې هر سړی په خپل لیاقت استاد کېدای او پوهنتون ته تلای شو؛ یعنې موږ داسې تصور نه کاوه چې څوک دې په واسطه پوهنتون ته بریالی شي. موږ له چا نه دې اورېدلي چې پلانی په واسطه پوهنتون ته راغلی دی.

دقیق: تاسې د پوهنتون درې ټولګي ولوستل او بیا پوهنتون بند شو؟

میاخېل: نه؛ بند شوی نه دی، موږ ولاړو. هغه اوږده کیسه ده چې موږ څنګه مهاجر شوو. پلار مې هغه وخت په نیمروز کې و او وظیفه یې پرېښودله. حاکم راغی چې هغه ونیسي، خو موږ هماغسې غره ته وختلو او ولاړو؛ مهاجر شوو.

دقیق: ستاسې پلار خو سیاسي، مذهبي او ایډیالوژیک سړی نه و، هغه یو دولتي مامور و؛ نو ولې یې غوښتل چې هغه ونیسي؟

میاخېل: متاسفانه هغه وخت داسې حالت و چې که به په حزب کې نه وې؛ نو مانا يې دا وه چې مخالف یې يې. هغه وخت داسې ډېر کسان نیول شوي او ورک شوي دي. ان زموږ له پوهنتون څخه په یوه شپه دوه درې سوه کسان وړل شوي او د هغو له ډلې ډېر یې ورک شوي دي.

دا ځينې شیان چې سړی اوس ګوري، دا کټ مټ د تاریخ تکرار دی. زما یو خوریی په فارمسي پوهنځي کې و. هغوی و نه غوښتل چې په یوه ټولګي کې په یوه ورځ دوه امتحانونه ورکړي، د همدې ټولګي ټول زده‌کړیالان یې بنديان کړل او یو شپه یې د کابل په جمنازیم کې ور باندې تېره کړه. هغه وخت داوود تړون د کابل امنیه قومندان و. هغه راغی او ورته یې وویل چې که تاسې دا کار کوئ، موږ ته په پوهنتون کې موجود شل زره کسان هيڅ ارزښت نه لري او که د انقلاب په مقابل کې څلور دورې فارغان هم ور نه کړو، هيڅ پروا نه لري. هغه ویل چې زموږ انقلاب باید کامیاب شي؛ یعنې هغه وخت داسې یو ذهنیت موجود و چې د پوهنتون شل زره محصلانو ورته هيڅ ارزښت نه درلود، لکه اوس چې یې طالبانو ته نه لري. پوهنتونونه او مکتوبونه بند دي او دوی وایي چې دا موږ ته هيڅ ارزښت نه لري. که یو څوک له وطنه ځي، دوی وايي دا ښه خبره ده چې ووځي، خو حقیقت دا دی چې دا پر ژوند، نظام او سیستم اغېز لري.

دقیق: اوسني وضعیت او ستاسې د هغه وخت تجربو او تاریخ ته چې ګورو، داسې ښکاري چې هغه وخت هم استبداد او اختناق و؟

میاخېل: بالکل. چا چې ۱۳۵۷هـ.ل او ۱۳۵۸هـ.ل کال په افغانستان کې تېر کړی وي، هغه ته معلومېږي چې اوسنی وضعيت له هغه سره هيڅ توپير نه لري.

دقیق: یوازې اړخ یې بدل دی.

میاخېل: هو؛ هلته کمونیستي مفکوره وه او اوس اسلامي مفکوره ده. هلته هم خلک نیول کېدل، شکنجه کېدل او له محاکمې پرته په زندانونو کې وژل کېدل. د کونړ په چغل سرای کې يې په یوه ورځ ۱۲۵۰ تنه ووژل. تاسې به د کرالې مساله اورېدلې وي چې والي راغی او د ټول کلي ښځې او سړي یې را ټول کړل او تقریباً ۱۲۵۰ تنه یې ټول ووژل. د کونړ د سیند پر غاړه له پله سره اوس هم د هغوی دسته‌جمعي قبرونه شته؛ یعنې دا شیان هلته پېښ شول او همدا مجبوریتونه وو چې خلک را پاڅېدل.

دقیق: تقریباً که ووایو اختناق او استبداد په هر وخت کې یو ډول نتېجې ورکوي، خو یوازې شرایط، امکانات او وضعیت بدل وي. په هغه وخت کې د چپي اړخونو لخوا استبداد او اختناق وو او پر خلکو يې خپل عقاید او باورونه په زور منل چې بلاخره خلک مجبور شول چې پاکستان ته مهاجر شي؛ یعنې که هر څوک حاکم شوي دي، په یو ډول دا وضعیت تل تکرار شوی دی.

میاخېل: هو، دلته دوه شیان دي. یو د ایډیالوژي دکتاتوری او استبداد دی. خلقیان راغلل او له دغه استبداد څخه یې کار اخیست. ایډیالوژیکه ديکتاتوری چلوله او ويل يې چې څوک چې زموږ مخالف دي، هغوی باید له منځه یوړل شي. طالبان هم همداسې دي، خو نورو حکومتونو غوښتل چې د خپل قدرت او واک د ساتلو لپاره له شکنجې او استبداد څخه کار واخلي. د بېلګې په توګه، د ظاهرشاه په وخت کې په ۱۳۲۴هـ.ل کال کې په کونړ کې د ساپیانو انقلاب وشو. په دغه دوره کې تقریباً په کونړ کې ۴زره کسان ووژل شول. دوی د فقر او زياتې ماليې له امله را پاڅېدل. زما خپل ماماګان، د میرزمان خان کورنۍ، ښځې او نارینه ټول ونیول شول او ۱۳ کاله په دهمزنګ زندان کې بندیان وو. ښځې په قلعچه او نارینه په دهمزنک کې ۱۳ کاله بندیان او نظر بند وو او کله چې له دې ځایه خلاص شول، هرات ته وتښېدل او اته کال په هرات کې وو او ۲۱ کاله وروسته بېرته کونړ ته راغلل. د دوی د کورنۍ ډېر غړي په زندان کې مړه شول او کله چې د ډيموکراسي لسیزه راغله، خپل وطن ته راغلل او ځمکې یې واخیستې. زه د کونړ مثال ځکه ورکوم چې زه هلته وم او دا هر څه زما په مخ کې تېر شوي دي. دا مثال مې ځکه راووړ چې په هره دوره کې داسې کیسې تېرې شوې دي. ان زما یو ماما چې له شپږم ټولګي څخه فارغ شوی و، انا مې هغه هرات ته ولېږی چې د خپلو وروڼو احوال ورته راوړي، خو چې بېرته راغی، حکومت شپږ کاله بندي کړ.

دقیق: د ظاهر شاه په دوره کې؟

میاخېل: هو؛ د ظاهر شاه په دوره کې په ۱۳۲۴هـ.ل کال کې. زموږ او ستاسې په سیمو او منطقو کې داسې کیسې تېرې شوې دي چې بیا له دې وروسته د مشرقي ډېرې نورۍ کورنۍ هم په تېښته وې. لکه په ننګرهار کې د ملک قیس کورنۍ، د عظيم خان دوی کورنۍ او د کونړ د ساپیانو سلګونه کورنۍ شمال ته کډه شوې. داسې ظلمونه او پېښې شوې دي؛ نو له همدې امله زه وايم چې هر وخت چې اقتدار چک او بیلانس نشي، ديکتاتوري رامنځته کېږي.

دقیق: دلته د ديکتاتوري پر وړاندې بل خوځښت پیلېږي او هغه بیا بېرته دکتاتوري کوي.

میاخېل: زموږ دا ۱۰۰ او یو ۱۱۰ کاله تاریخ وګوره، همدا وژل، حذف کول او راوستل دي.

دقیق: تاسې چې کله له خپلې کورنۍ او پلار سره پېښور ته ولاړی؛ نو هلته مو ژوند بېرته له صفره پیل کړ، دا به ډېره سخته وه، ځکه ستاسې زده‌کړې هم پاته شوې.

میاخېل: زما یو عادت دی چې د هر وخت شیان لیکم او هغه چاپورم. «د واقعیتونو په بهیر کې» په نوم زما یو کتاب دی چې په هغه کې مې دا هر څه لیکلي چې څنګه مهاجر شوو، څنګه مو په غره او کمپ کې ژوند کاوه او په پاکستان کې څه را پېښ شول؛ نو دا تر یو حده سرګذشت دی، خو د تاریخ یو جز دی. ما هغه چاپ کړی او را سره شته. د کونړ ولایت د پېښو په اړه مې هم کتاب چاپ کړی دي.

پېښور ته چې ولاړو، لومړی په غره کې وو. په غره کې ژوند ډېر سخت و؛ ځکه د وړو یا نورو شیانو د اخیستلو لپاره به مو ۱۵ یا ۱۶ ساعته مزل کاوه او بېرته به راتلو.

دقیق: په غره کې کورونه وو، کلی وو او که سمڅې وې؟

میاخېل: هلته کورونه او کلي وو. هلته ځينې خلک اوسېدل او موږ ته هم یو چا یوه کوټه راکړې وه. اوړی و او کوټه هم یوه وه؛ نو دېرش څلوېښت ښځې به په همدې یوه کوټه کې وې او موږ به بهر تر ونو لاندې او په مسجدونو کې ویده کېدو. موږ هجرت ته تیاری نه درلود، خو دا چې ولسوال راغی او غوښتل یې چې موږ ونیسي؛ نو موږ غره ته وختلو. زما مور د جلال اباد په شفاخانه کې پاتې شوه، یو ورور مې، چې اوس په استرالیا کې دی، هغه په مزار کې پاتې شو. دوی بیا وروسته راغلل. زما دا کشر ورور، چې اوس په امریکا کې دی او د سافټویر انجنیر دی، هغه په هغه وخت کې تقریباً د لس پنځلس شپو و. کله چې غره ته راوختولو بیا محاصره شوو؛ نو ډېرې کیسې پېښې شوې.

په پېښور کې هم زموږ ژوند له بحرانونو سره مخ شو، ځکه کله چې موږ ولاړو، په دې وپوهېدو چې له تنظیمونو سره زموږ ګوزاره نه کېږي؛ نو له همدې امله ما مستقل فعالیت پيل کړ.

دقیق: تاسې په خپله فعالیت پيل کړ؟

میاخېل: هو؛ ما پخپله فعالیت شروع کړ. فعالیت په دې مانا چې په دې تنظیمونو کې زه نور کار نه کوم. لومړۍ څو میاشتې مې کار وکړ، خو چې و مې لیدل چې دا تنظیمونه زموږ په درد نه خوري او نتیجه نه ورکوي؛ نو ما خپل مستقل فعالیت پیل کړ. پلار مې په پيل کې لا دا خبره وکړه چې له دوی څخه څه شی نه جوړېږي. هغه وخت موږ ډېر ځوانان وو او په دې خبرو نه پوهېدو، خو هغه را ته وویل چې دا اوسنۍ رهبري د افغانستان مشکل نه شي حلولای؛ ځکه دوی تجربه نه لري او نور یې استعمالوي. هغه دا خبره د ډېرو کسانو په مخ کې را ته کړې وه. په هر صورت، ما کوښښ وکړ چې مستقل کار وکړم.

دقیق: ته د پلار مشر زوی وې او تاسې ته به شخصي مسوولیتونه، د ژوند مسوولیتونه، زده‌کړې او ډېر زیات کارونه در له غاړي وو.

میاخېل: هو؛ نور خو واړه وو، خو بس څنګه یې کوې چې هم ځان ورسوې او هم ډوډۍ پیدا کړې. هغه وخت په پېښور کې انجوګانې او نور کیسې هم ډېرې نه وې او په لومړیو وختونو کې امکانات هم ډېر محدود و،و خو وروسته امکانات زیاتېدل.

دقیق: تاسې په هغه وخت کې څه کار کاوه؟

میاخېل: په ژوند کې دا خبره ډېر اغېز لري چې کوم طرف ته ځې. په کابل پوهنتون کې یو جاپانی و، ما لومړی هغه ته تدريس شروع کړ. هغه تصادفي کمپ ته راغلی و. ما چې کله ولید، رنګ یې را ته اشنا ښکارېده او فکر مې وکړ چې ما چېرې لیدلی دی. هغه وخت چې موږ پوهنتون ته تلو، د خوشحال خان لېسې مخامخ زموږ لیلیه وه او په کارته چهار کې به تېرېدو. هغه د ادبیاتو په فاکولته کې درس وایه او په کارته چهار کې اوسېده او په خپل بایسکل به تاو را تاو کېده. موږ دی هلته لیدلی و.

دقیق: استاد و، که یې پخپله درس وایه؟

میاخېل: پخپله یې درس وایه او له ادبیاتو فاکولتې فارغ شوی و. کله چې مې له ده سره خبرې وکړې، ویل یې چې که ته ما ته دري ژبه را زده کړې، زه به یو څه معاش درکوم. زما لومړی کار له دې ځایه پیل شو. زموږ ښه والی دا وه چې هغه وخت په زراعت پوهنځي کې زیات مضمونونه او لکچر په انګلیسي وو، له همدې امله مې انګلیسي یو څه زده کړې وه او کله چې پېښور ته ولاړو ډېره ګټه یې را ته وکړه. بیا تصادفاً ما په لاره کې د «اي بي سي» کمپنۍ د برق انجنیر ولید. زه چېرته تلم، دی هم پر پټلۍ باندې روان و. ما ورته وویل چې چېرته ځې، ویل یې چې ډبګرۍ ته ځم. دی بېخې په بلخوا روان و او که لږ نور هم مخکې تللی وای، باړې ته نږدې کېده. ده له ما وپوښتل چې ته څه شی کوې. ما ورته وویل چې زه دلته یو ځای درس ورکوم. چای مې ورسره وڅښی او بیا مې له هغه سره یو څه کار وکړ. یوه میاشت چې مې کار ورسره وکړ، ما ته یې ۱۲زره کلدارې راکړې. ما «اي بي سي» نه پېژندله چې «اي بي سي» تلویزیون او «سي بي اس» څه شی دي، ځکه هغه وخت په افغانستان کې دا شیان نه وو، خو دی مخکې د برق انجنیر و او د ساونډ «غږ» له انجنیر، جان راډر څخه مخکې راغلی و چې بعضې افغاني موزیکونه ته ثبت کړي. دا هم په زړه‌پورې خبره ده.

دقیق: ښه، ژوند کې مو ځينې ډېر ښه تصادفونه شوي دي.

میاخېل: هو. هغه وخت ۱۲زره کلدارې زیاتې پيسې وې؛ ځکه زموږ د کور میاشتنی لګښت زر کلدارې و او دا مو یو کال بس وې. بیا مې انګلیسي تقویه کړه او وروسته مې له یو بل امریکایي انتومولوجیست سره، چې د څېړنې لپاره راغلی و او دوکتورا یې اخیستله، ولیدل او ملاقات مې ورسره وکړ. ما له هغه سره کار شروع کړ او ریسرچ اسیسټانټ يې شوم. تقریباً یو نیم کال مې له هغه سره کار وکړ.

دقیق: میاخېل صاحب، تاسې مخکې یوه خبره یاده کړه او هغه ما ته ډېر جالبه وه چې هغه وخت یوه جاپاني په کابل پوهنتون کې دري ادبیات لوستل، یعنې هغه وخت بهرنیانو د افغانستان په پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې؟

میاخېل: هو؛ ځينې خلک راتلل او په ځینو څانګو کې یې دلته درسونه لوستل.

دقیق: افغانستان تحصيلي بورسونه ورکول؟

میاخېل: زه نه پوهېږم چې دوی په بورسونو راغلي وو که پخپل لګښت، خو دلته یې درسونه لوستل.  دغه جاپاني له «صرف» نومې موسسې سره کار کاوه او له هغې سره راغلی و. دغې موسسې له افغان مهاجرو سره مرسته کوله.

دقیق: په افغانستان کې د بهرنیانو د زده‌کړو موضوع ما ته له دې امله ډېره په زړه‌پورې وه چې موږ دا دی څلوېښت – پنځه څلوېښت کاله وروسته هم په هغه کچه کې نه یو چې بهرنیان دلته د زده‌کړو لپاره راشي. یوه دوامداره بې ثباتي راغلې ده او موږ بېرته لا حد اقل د څلوېښت کاله مخکې وضعیت ته هم نه یو رسېدلي چې یو بهرنی راشي او په افغانستان او د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي. په پوهنتون کې د دغو کسانو شمېر څومره و؟ ډېر و، که کم؟

میاخېل: د طب په برخه کې زیات وو، خو په نورو څانګو کې بیا کم وو.

دقیق: طب یې په افغانستان کې لوست؟

میاخېل: هو؛ طب یې په افغانستان کې لوست. په ننګرهار پوهنتون کې د کوزې پښتونخوا محصلانو ته زیات سیټونه ورکول کېدل او هلته به یې درسونه لوستل، ډاکتران کېدل به او بیا به یې په پاکستان کې کار کاوه. د بورسونو مشخص شمېر ما ته نه دی معلوم، خو په ننګرهار پوهنتون کې زیات وو.

دقیق: له دې وروسته چې تاسو ورو ورو دندې شروع کړې، فکر کوم په مسلکي لحاظ تاسې د ژورنالیزم خوا ته مخه کړه.

میاخېل: هو؛ کله چې ما له امریکايي پورفیسور سره انټرومولوژي ریسرچ شروع کړ، دغه ریسرچ ما ته ډېره ګټه وکړه. هغه اوس هم په امریکا کې په ولزلي کالج کې پورفیسور دی او د افغانستان په اړه یې درې کتابونه ليکلي دي. زما شفاهي تاریخ ډېر په یاد و او له ترونو، پلار، ماماګانو او نورو مشرانو څخه مې ډېرې کیسې اورېدلې وې، خو د هغو لیکلې بڼه مې په کوم کتاب کې نه وه لوستې. کله چې ما ورسره پر دغه ریسرچ کار شروع کړ؛ نو بیا مې د افغانستان په اړه زیات کتابونه ولوستل او دا هم را ته معلومه شوه چې د افغانانو په پرتله بهرنیانو د افغانستان په اړه زیاتې لیکنې کړې دي. هغه وخت یوازې په افغانستان کې د امیر عبدالرحمن د دورې په اړه د حسن کاکړ لیکل شوی کتاب یو څه په زړه‌پورې و؛ هغه مې ولوست.

د دغه امریکايي کور د بهاوالدین مجروح له کور سره نږدې و. هغوی «افغان انفارمیشن سنټر» جوړ کړی و. موږ به هغه سنټر ته ورتلو، هلته به ځينې پوه کسان را تلل، بحثونه به مو کول او ناسته ولاړه به وه. په دغه وخت کې ما د ریسرچ او تاریخ په اړه ډېر څه زده کړل. په اصطلاح دغه وخت کې مې اړیکې او فکر دواړه پراخ شول. تر دې وروسته، هغه ولاړ او ما په ۱۹۸۴ميلادي کال کې د بلجیم په کمېټه کې کار پیل کړ.

د بلجیم کمېټه نوې هلته راغلې وه او د تعلیم و تربیې او حرفوي کورسونو په برخه کې یې کار کاوه. د کمېټې ډایرکټر هم نوی راغلی و او غوښتل یې چې دا پروګرام شروع کړي؛ نو ما له هغه سره مې د کمېټې د معاون په توګه کار پیل کړ. دا زما په کاري ساحه کې یو بل پړاو و.

دقیق: میاخېل صاحب، د مهاجرت د دورې په اړه یوه بله پوښتنه هم ډېر مهمه ده. د مهاجرت په دوره کې هم ښي لاسي او مذهبي ګوندونه پېښور ته ولاړل او مهاجر شول او هم علمي شخصیتونه ولاړل، لکه تاسې چې د مجروح صاحب یادونه وکړه. د دواړو کټګوریو زیات خلک ولاړل. په هغه وخت کې مذهبي ګوندونه له هر ډول ملاتړه برخمن وو، ایا هلته موجودو علمي څېرو او شخصیتونو او د پوهنتون استادانو هم څه فعالیت کاو که نه، ځکه فکر کوم په پېښور کې د مجروح صاحب په ګډون ځينې کسان شهیدان هم شول.

میاخېل: په لومړی سر کې فورمول دا و چې ډېر کسان باید پاکستان ته مهاجر شي، چې پاکستان نړۍ ته دا ور وښيي چې افغانستان ته روسان راغلي دي او هلته کمونیست ګوند حاکم دی. دې ته د تبلیغ یوه وسیله دا وه چې هلته بايد زیات مهاجر موجود وي. یو وخت بیا چې کله د مهاجرو تعداد ډېر شو، د دوی فورمول بدل شو او ویل یې چې خلک باید مهاجر نشي؛ ځکه هلته د کمونیستانو پر وړاندې مقاومت کمېږي.

په دې وخت کې ډېر لوستي خلک پېښور ته راغلل چې متاسفانه ځينې یې په پېښور کې ووژل شول او ځينې نور یې اړ شول چې له پېښور څخه نورو ملکونو ته ولاړ شي؛ ځکه پاکستان د مذهبي ګوندونو په پرتله د لوستو کسانو هيڅ ملاتړ نه کاوه. د هغو خلکو د ودې مخه یې نیوله چې ملي فکر یې درلود. د مجروح صاحب په څېر یو څو محدود کسان هلته پاتې وو، ځکه هغوی هلته خپلې شخصي اړیکې لرلې. هغه په بهر کې ماسټري او دوکتورا کړې وه او له مختلفو تینک تنکونو او استادانو سره یې اړیکې لرلې.

رسول امین دې خدای وبښي، هغه د لیکوالانو یوه اتحادیه جوړه کړه. دا اتحاديه د ډېرو لوستیو کسانو لپاره یو چتر و، خو زیاتره لوستیو کسانو کوښښ چې له دې ځایه ووځي او اروپا، يا امریکا ته ولاړ شي. په پېښور کې د دایمي اوسېدو پلان یې نه درلود. دا په حقیقت کې یو ټرانزیټ پاینټ و.

دقیق: مذهبي ګوندونه او لوستی قشر دواړه له چپي ګوندونو او د هغوی له واکه تښتېدلي وو او دا د دوی  مشترک ټکی و؛ نو دوی ته ولې ستونزې جوړېدې؟ ایا دوی هلته فعالیت کاوه؟

میاخېل: لوستی خلک او د پوهنتون استادان پوهېدل چې دغه تنظیمونه ملي حرکتونو ته وخت نه ورکوي او ترڅو چې په افغانستان کې ملي حکومت جوړ نشي، هلته ثبات نه راځي. دوی پر دې پوهېدل؛ نو هلته پرې کړۍ ورو ورو را تنګېده، ان تر دې چې په ۱۹۹۰ز کې د لوستيو خلکو پر وړاندې حالات ډېر سخت شول او ډېر کسان شهیدان شول. مجروح دې خدای وبښي، زه او هغه په یوه کوڅه کې اوسېدو، هغه شهید شو. ډاکتر صاحب لودین یې وواژه، ډاکتر صاحب شګیوال یې وواژه او زما یو ورور په پېښور کې شهید شو او یو بل ورور مې د ماما له زوی سره یو ځای ترې تم شو. حالات په ټولو سخت شول او ان د رسول امین له دفتر څخه یې هر څه یووړل او یو نفر یې ورک شو؛ نو دا خلک مجبور شول چې نورو ملکونو ته ولاړ شي او خپلې کورنۍ وژغوري.

زه یو وخت په یو مجلس کې وم، شپون صاحب، رسول امین، د افغان میډیا سنټر مسوول حاجي صاحب سید داوود، نعیم مجروح او ځينې نور کسان هم په هغه شپه هلته وو. په هغه وخت کې پیټر ټامسن د امریکا ځانګړی استازی و. هغه د مطبوعاتو له مسوولانو او مستقلو کسانو سره په امریکن سنټر کې مجلس درلود.  

پیټر ټامسن له ما څخه وپوښتل چې افغانان زموږ په اړه څه فکر کوي. ما هغه وخت له امریکا غږ راډیو سره کار کاوه. تر دې مخکې حکمتیار مطبوعاتي کنفرانس ورکړی و او بیا پیټر ټامسن ناصر باغ ته تللی و او چې کله راغی، ده هم کټ مټ هماغه د حکمتیار خبرې کولې. په دې ورځ سعادت شګېوال، خدای دې وبښي، شهید شوی و او د هغه شهادت پر ما ډېر بد اغېز کړی و؛ ځکه د هغه دوه زامن زما له اولادونو سره یو ځای مکتب ته تلل. ما هغوی نه پېژندل چې د شګیوال زامن دي، خو چې کله مازدیګر کور ته راغلم، هلکانو د موټر د دروازې له خلاصولو سره سمدستي را ته وویل چې میرزا لالا، زموږ د همصنفیانو پلار خو چا مړ کړ. سړي ته خپل اولادونه سترګو ته ودرېږي. په دې ورځ موږ ټول ډېر خپه وو؛ نو ما ورته وویل، بهر خو پرېږده، دا موږ چې نن دلته په کوټه کې ناست یو او تاسې دعوت کړي یو، زموږ ذهنیت هم د امریکا پر ضد دی، ځکه داسې پېښې کېږي، خو بیا هم ستاسې او د حکمتیار خبرې یو شی وي.

ما له امریکا غږ سره کار کاوه؛ نو ځکه يې را ته وویل چې ته څه وايې، یعنې زما خبرې یې د توقع خلاف وې. بیا یې رسول امین ته مخ ور واړاوه. رسول امین ورته وویل چې دی سمه خبره کوي؛ ځکه تاسې پاکستان او ای اس ای ته پیسې او وسلې ورکوئ، ای اس ای یې بیا تنظیمونو ته ورکوي او تنظیمونه موږ وژني؛ نو تاسې زموږ په وژلو کې شریک یاست.

د ټيري په نوم اول سکرتر وویل، تاسې دا خبرې ځکه کوئ چې پښتانه یاست. رسول امین ورته وویل چې دا ستا حماقت دی. پښتو او فارسي زموږ کار دی؛ نو که تاسې په افغانستان دوست حکومت غواړئ سمه ده، خو که غلام حکومت غواړئ، موږ غلام حکومت نه منو، ځکه غلام حکومت، خو روسانو راوستی او موږ یې په مقابل کې راوتلي یو او نه یې منو؛ نو که تاسې هم داسې حکومت راولئ، موږ یې درسره نه منو. نسیم جواد هغه وخت د «اي ار سي» مشر و. هغه ورته وویل زه خو پښتون نه یم، خو موږ چې دا خبره کوو دا زموږ ټولو خبره ده؛ نو له همدې امله ملي کسانو ته د ډېر کار زمینه مساعده نه وه. دا مې هسې د یو مجلس مثال ورکړ. د هغو خلکو له ډلې اوس یوازې نسیم جواد، حاجي داوود او نعیم مجروح ژوندي دي.

دقیق: میاخېل صاحب، تاسې د رسول امین صاحب خبرې یادې کړې چې ورته ویلي یو چې تاسې د مذهبي ګوندونو ملاتړ کوئ او وسلې ورکوئ او هغوی موږ وژني؛ نو داسې ده لکه تاسې چې مو وژنئ. هلته مذهبي ګوندونه او د  پاکستان حکومت یا «ای اس ای» هم موجود و، او تاسې په هغه محیط کې اوسېدئ. ستاسې په نظر د لوستو او علمي افغانانو ترور کول تر ډېره د ګوندونو کار و که خپله ای اس ای دا کار کاوه؟

میاخېل: ای اس اس د دوی په لاس کې و. دا د دوی شریکه پروژه وه؛ ځکه د دغو تنظیمونو استخباراتو له ای اس ای سره رابطه لرله او په ګډه یې کار کاوه. د دې ډېر مثالونه او کیسې شته. مثلاً زما ورور او د ماما زوی په پېښور کې ورک شول. زه په هغه ورځ له امریکا څخه راغلی وم. موږ په ۱۹۸۷ز کال کې امریکا ته راغلي وو. په دغه سفر کې موږ نهه کسان وو چې کرزی صاحب هم په دې ګروپ کې و. په کومه ورځ چې موږ پېښور ته ورسېدو، زما ورور او د ماما زوی ورک شول.

دقیق: ستاسې ورور او د ماما زوی لوستي کسان وو، یعنې د خپلو فعالیتونو له امله خطر ورته پېښ و که فکر کوئ ستاسې د وروري له امله ورک شول؟

میاخېل: هو، هغوی په مکتب کې وو او عمرونه يې د ۱۷ یا ۱۸ کلونو وو، خو خپله یې کوم فعالیت نه کاوه. موږ ته بیا وروسته بېخې ښه معلومات وشول چې ای اس ای په دې کې لاس درلود. هغه سړی هم لادرکه شو چې موږ پرې شکمن وو؛ یعنې هغه ټوله حلقه ورکه شوه. په پېښور کې داسې ډېرې پېښې وشوې. کله چې په ۱۹۹۰ز کال کې وضعیت خراب شو، زه امریکا ته راغلم. امریکا ته زما تر راتګ وروسته د پېښور په کچه ګړۍ کمپ کې زما بل ورور هم شهید شو. هغه ډاکتر و او کلنیک یې درلود. د وضعیت خرابېدو زه مجبور کړم چې له پلار سره له مشورې وروسته امریکا ته راشم.

دقیق: یعنې هغه وخت په پېښور او ټول پاکستان کې وضعيت داسې و چې ملي فکره یا لوستي کسان کاملاً حذف شي او د یو داسې جوړښت او قوت مخه ونیول شي، چې ملي باورونه لري او ملي او ماډرن حکومت غواړي. پلان دا و چې په افغانستان کې حکومت یوازې مذهبي ګوندونو او مذهبي کړیو ته په لاس ورشي او د دوی پر وړاندې هيڅ خنډ پاتې نشي؟

میاخېل: هو؛ همداسې پلان يې درلود. لومړی پلان دا و چې د روس مخه ونیسي، ځکه د شرق او غرب مساله وه او داسې فکر نه کېده چې روسان دې له افغانستان څخه ووځي. وروسته چې د روسانو وتل یقیني شول بیا پلان دا وه چې د دوی خپل روزل شوي ګروپونه باید واک ته ورسېږي. له همدې امله یې اووه مختلف تنظیمونه جوړ کړي و، چې که یو تنظیم معامله کوي؛ نو بل به یې پر وړاندې درېږي.

دقیق: میاخېل صاحب، له امریکا غږ سره مو څومره کار وکړ؟ خبريالي او ژورنالیستي کارونه اوس ډېر متفاوت شوي دي، هلته به له لرې کار ډېر سخت و؛ ځکه فکر کوم ډېر ابتدايي وسایل به مو لرل. د سټلایټ له لارې به مو اړیکې نیولې؟ کار مو څه دول کاوه؟

میاخېل: په هغه وخت کې مشکلات ډېر وو. ما له ۱۹۸۵ز کال څخه تر ۱۹۹۰ز کال پورې تقریباً پنځه کاله له امریکا غږ سره کار وکړ. هغه وخت کې ډېر خبریالان هم نه وو، موږ د امریکا غږ درې خبریالان لرل، چې زه او سید فضل اکبر په پېښور، ضیا مجددي بیا هغه وخت په کویټه کې و او میرویس جلیل له بي بي سي سره کار کاوه.

دا چې د خبریالانو شمېر ډېر کم وو؛ نو د مجاهدینو د مشرانو په ګډون له ټولو سیاسي حلقو سره مو پېژندل او رابطه مو ورسره لرله. په هغه وخت کې د خبریالي کار ډېر سخت و؛ ځکه لومړی خو هغه وخت سیار او سټلایټ ټليفونه نه وو او هر چا د کور ټليفون درلود. یو نفر به مو ورته کېنولی و چې څوک ټليفون کوي. بیا چې به کور ته راغلو بېرته به مو زنګ ور واهه. د تنظیمونو مشرانو او قومندانانو ته به مو هم زنګونه وهل؛ نو په همدې خاطر د موادو را ټول ډېر سخت کار و. ته مجبور وې چې د یو خبر جوړولو لپاره لسو ځایونو ته ولاړ شې، ټلیفونونه وکړې او رابطې ولرې. د ژورنالیزم په کار کې دا خبره ډېره مهمه ده چې له ډېرو کسانو سره اړيکې ولرې او د خبرو سرچینې دې زیاتې وي. بیا د خبرونو چک کول ډېر مهمه مساله وه؛ ځکه هلته محدودیتونه موجود وو. مثلاً؛ ما ته به له دريو تنظیمونو، یا سرچینو څخه یو خبر راغی، خو هغو درې واړو سرچینو ته به یوې سرچینې ورکړې وه. کله چې به خبر نشر شو، دريو سرچينو به تاييد کړی و، خو په اصل کې به يوه سرچينه وه.

د ټليفون مساله دا وه چې یا به موږ امریکا‌ غږ ته زنګ واهه او یا به امریکا غږ موږ ته زنګ واهه. هغه وخت امریکا غږ ۲۴ ساعته پروګروامونه نه لرل؛ یوازې دوه پروګروامونه وو. د امریکا غږ سهارنۍ او ماښامنۍ پښتو او دري خپرونې وې. موږ باید تر خپرونو مخکې راپور ورکړی وای؛ نو بیا به هغوی زنګ واهه او راپور به مو ور کاوه. کله به لین کار کاوه او کله به بیا ضعیف و او سم کار به یې نه کاوه. کله چې به اواز واضح او سم و، هغه به یې په ژوندۍ بڼه خپراوه او چې غږ به خراب و، بیا به یې هغه ټرانسکریپټ کاوه. ایډيټ هم ډېره سخته خبره وه؛ ځکه په پېښور کې د ایډیټ ماشینونه نه وو، یوازې زموږ بېرو ایډیټ کولای شو او هغه په اسلام اباد کې و. په پېښور کې کليپ اخیستل او بیا هغه بېرته ورکول یو څه سخت و. کله به مو نیمايي راپور ورکړ او لین به قطع شو او بیا به بېرته نه وصلېدو.

دقیق: له امریکا غږ سره مو څنګه کار پیل کړ، هلته مو څوک پېژندل؟

میاخېل: نه؛ دا هم یو تصادف و. ما مخکې وویل چې ژوند تصادف دی او تا یو طرف ته بیايي. د امریکا غږ د پښتو څانګې رییس، ریچارد سکاټ نومېده. هغه تر دې مخکې په پېښور کې له «USAID» سره کار کاوه او ما هغه پېژانده. هغه انتومولوجیست و. دی د بجلیم کمېټې ته راغی، چې له ما سره د دغې کمېټې د فعالیتونو په اړه مرکه وکړي. مرکه چې خلاصه شوه، هغه را ته وویل چې څنګه دې خوښه ده که له امریکا غږ سره کار شروع کړې. ما ورته وویل چې زه خو مسلکي ژورنالیست نه یم. هغه وویل چې زه هم ژورنالیست نه یم، خو زه پوهېږم چې ته یې کولای شې. هغه ته زما ریسرچ او نور کارونه معلوم وو. ټیپ یې را کړ او له هغه وخته ما کار ورسره شروع کړ. زه نه پوهېدم چې له امریکا غږ سره څوک څوک کار کوي؛ ځکه هغه وخت به په امریکا غږ کې خبریالانو خپل نومونه نه یادول.

دقیق: په مستعارو نومونو يې فعاليت کاوه؟

میاخېل: نه؛ نومونه یې قطعاً نه یادول.

دقیق: د خبریال او نطاق نوم هيڅ نه یادېده؟

میاخېل: هو؛ د خبریال او نطاق نوم نه یادېده. زه نه پوهېدم چې څوک څوک هلته کار کوي.

دقیق: کله چې تاسې له امریکا غږ سره کار پیل کړ، د دې دلیل مو وموند چې هغوی ولې خپل نومونه نه یادول؟

میاخېل: د هغوی دلیل دا و چې کله دوی لومړی له امریکا غږ سره کار شروع کړ، د دوی خپلوان لا په افغانستان کې وو؛ نو که د دوی نومونه یاد شوي وای، کېدای شي کمونيستانو یا د خلق ګوند هغوی ته ضرر رسولی وای؛ یعنې دوی د دې کار دلیل امنیتی مساله یادوله. په وروسته کلونو کې بیا خلکو خپل نومونه یادول. بیا هم د چا چې خپله خوښه وه هغوی خپل نومونه یادول او د چا چې خوښه نه وه، هغوی نه یادول. ما، سید فضل اکبر او ضیا مجددي درې واړو خبریالانو خپل نومونه یادول.

دقیق: له امریکا غږ سره مو څومره کار وکړ؟

میاخېل: تقریباً څلور که پنځه کاله مې کار ورسره وکړ.

دقیق: په دغه دوران کې چې تاسې پاکستان ته ولاړئ او بیا مو تر ۱۹۹۰ز کال پورې له امریکا غږ سره وظیفه لرله، په دغه موده کې زده‌کړې کولې؟

میاخېل: سړی مجبور وي چې ځان ورسوي، ان په اوله کې سړی په راپور لیکلو هم نه پوهېږي، خو بیا مې وروسته ځینې کتابونه ولوستل. وروسته چې کله ملګرو ملتونو ته راغلم، ایګزګټیو ام بي ای مې هغه وخت وکړه. بیا مې تر هغه وروسته له پیرسټن انټرنېشنل یونورسیټي څخه په انلاین ډول په سیاسي علومو کې لیسانس او ماسټري واخیستل. بیا مې په سټنفورډ پوهنتون کې د ډيموکراسي او د قانون د حاکمیت او انکشاف فیلوشیپ وکړ او بیا مې په هارورډ پوهنتون کې په رهبري او مدیریت کې هم فیلوشیپ وکړ.

دقیق: د انلاین زده‌کړو پر مهال په پېښور کې وئ، که امریکا ته تللي وئ؟

میاخېل: نه؛ انلاین زده‌کړې خو مې له ۲۰۰۲ز کال څخه وروسته وکړې. زه چې کله امریکا ته راغلم، د کمپیوټر په یوه کمپنۍ کې مې کار کاوه. کله چې مې یو نیم کلن اسایلم ختم شو، بېرته پېښور ته ولاړم. پېښور کې مې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کار شروع کړ. په ۱۹۹۶ز کال کې د طالبانو تر راتګ پورې پېښور کې وم او چې کله طالبان راغلم بیا بېرته امریکا ته راغلم. هر ځل چې به امریکا ته راغلم شخصي کاروبار مې کاوه او له پېښور څخه به مې له ځان سره غالۍ راوړلې او هغه به مې امریکا کې خرڅولې او ان ټکسي مې هم چلوله؛ ځکه کورنۍ مې به پېښور کوه او ما دلته دایمي کار نشو کولای.

دقیق: تاسې یوزاې امریکا ته تللي وئ؟

میاخېل: هو؛ زه امریکا ته یوازې راغلی وم. کله چې طالبان راغلل، دا تصمیم مې ونیو په پېښور او امریکا کې نور ژوند نه کېږي او ښه دا ده چې خپله کورنۍ امریکا ته راولم. لومړی مې په ۱۹۹۷ز کال کې دوه مشران زامن امریکا ته راوستل. هغوی چې راغلل، یوه دوه کاله یې تېر کړل او چې کله لږ بلد شول او زده‌کړې او کاروبار یې برابر شو، بیا مې په ۱۹۹۹ز کال کې نوره کورنۍ راوستله. بیا په ۲۰۰۱ز کال کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه رامنځته شوه.

دقیق: تاسې وویل چې په ۱۹۹۶ز کال کې تاسې بالاخره دې پایلې ته ورسېدی چې نور په افغانستان او پاکستان دواړو کې ژوند امکان نه لري، ولې په پاکستان کې په تاسې نوره هم حلقه راتنګه شوه؟

میاخېل: دلته دوې خبرې وې. د ورور شهادت او ورکېدل خو جلا خبره وه، خو به دې وخت کې زما اولادونه هم را غټ شول. دوی چې راغټ شول، هلته ورته د لوړو زده‌کړو چانس نه برابرېده او ډېره سخته وه چې د خپلې خوښې تعلیم وکړي؛ ځکه هلته پر افغانانو محدودیت ډېر و؛ نو ما پرېکړه وکړه چې ښه خبره دا ده چې د خپلو اولادونو پر تعلیم او تربیه تمرکز وکړم. هیله مې لرله چې دوی ټول دلته خپل پوهنتونونه خلاص کړي؛ ځکه هلته امید قطع شو او دا نه وه معلومه چې طالبان به څومره وخت په واک کې وي.

په ۲۰۰۱ز کال موږ د ویلیمز پوهنتون سره د « ویلمیز افغان میډیا پراجکټ» په نوم یوه پروژه شروع کړه. د دې پروژې هدف دا وه چې د جهاد د وخت ارشیف خوندي کړو چې ضایع نشي. هغه تقریباً زر ساعته ویډیو وه او همدارنګه تر یو نیم لک پورې عکسونه وو، چې افغان میډیا ریورس سنټر ساتلي وو او ما ته معلوم وو؛ نو له هغو سره مې کار کاوه. په دې وخت کې مې ډېر نور کارونه هم کول. د پنځو کلونو په جریان کې له امریکا غږ څخه زما شپږ سوه راپورونه خپاره شوي دي. کله چې مو په ارشیف کار کاوه د سپټمبر ۱۱مه پېښه وشو؛ نو د دې ارشیف ارزښت نور هم ډېر شو. په ۲۰۰۲ز کال کې زه بېرته کابل ته ولاړم.

دقیق: یعنې تاسې چې کله امریکا ته ولاړی له امریکا غږ سر مو کار پرېښود؟

میاخېل: کانسلټنسي مې درلوده. تصادفاً زه چې کله امریکا ته راغلم، د عراق جګړه شروع شوه. د عراق د جګړې په شروع کېدو سره د افغانستان سوړ جنګ ختم شو او د افغانستان اهمیت هم ورسره ختم شو؛ نو په امریکا غږ کې یې نور څوک نه مقررول. زما نیت دا و چې زه به هلته کار شروع کړم، خو هلته نور سيستم بند و. بیا مې د رینډم په نوم له یو بل میډیا ګروپ سره یو څه وخت کار وکړ. مختلفې دندې مې وکړې.

دقیق: په۲۰۰۲ز کال کې بېرته افغانستان ته ولاړې؟

میاخېل: هو؛ په ۲۰۰۲ز کال کې چې افغانستان ته ولاړم، هلته مې په مشرقي کې له ملګرو ملتونو سره کار پيل کړ. بیا اضطراري لویه جرګه او انتخابات وو. زه په مشرقي کې د انتخاباتو مسوول وم، کله چې انتخابات ختم شول بیا له یوناما سره مشاور شوم. یون صاحب هم هغه وخت راغی، ما خپل مسوولیت هغه ته وسپاره او ورته مې وویل چې زه غواړم په ملګرو متلونو کې د مشاور په توګه پاتې شم، چې لویې جرګې ته لار پیدا کړم. هغه وخت داسې اصول وضع شوي وو چې که څوک په انتخاباتو کې وي، هغه لویې جرګې ته نشي تلای. که څه هم په اخر کې هغه اصول مات شول، خو په پيل کې داسې وو چې چا انتخابات کړي وي، هغه خپل ځان نشي انتخابولای. زه دوه ځایه لویې جرګې ته انتخاب شوم. لومړی موږ د امریکا په «واشګټن» ساحه کې انتخابات وکړل او لس کسه انتخاب شوو. دویم زموږ د خاص کونړ ولسوالي هم په لویه جرګه کې دوه سهمه درلودل. د ولسوالي خلکو د رایو په اتفاق زه او یو بل ډګروال صاحب لویې ته انتخاب کړو. پلار مې هم هغه وخت ژوندی و. خلکو ویل چې یا مې دې پلار ولاړ شي او یا زه، خو پلار مې هغه وخت ډېر کمزوری و او خلکو ته یې وویل چې ښه خبره ده چې زوی مې ولاړ شي. دا چې ولس زه د رایو په اتفاق غوره کړی وم؛ نو زما لپاره د ولس رایه مهمه وه او زه له یوناما سره د مشاور په توګه پاتې شوم او یون صاحب ټیم لیډر شو.

دقیق: یعنې په یوناما کې مو رسمي دنده ختمه کړه او د مشاوریت دنده مو پیل کړه؟

میاخېل: په یوناما کې مې دنده نه ده پرېیښې او مشاور پاتې شوم. البته ما د اضطراري لویې جرګې په اړه کتاب لیکی او هغه وخت چاپ شوی دی. دا زما عادت دی چې له هرې وظیفې وروسته یو شی لیکم.

دقیق: بالکل؛ تاسې د ننګرهار تر ولایت وروسته هم کتاب ليکلی دی.

میاخېل: هو؛ د کورنيو چارو وزارت تر دندې وروسته مې هم کتاب لیکلی دی. کله چې جلالي صاحب په ۲۰۰۳ز کال کې د کورنیو چارو وزیر کېده، ما ته یې وویل چې ته څه شی کوې. هغه له ما وغوښتل چې خامخا ورشم. ما هغه وخت یوه طرحه ورکړې وه چې ولسوالۍ باید تقویه کړو. هغه وخندل چې دا طرحه دې له ما پټه کړې ده. ټوکې یې را سره کولې؛ ځکه جلالي صاحب زما انډیوال و. هغه زما رییس هم پاتې شوی و. جلالي صاحب ډېر ښه عالم او پوه سړی دی او ما ډېر څه ترې زده کړي دي، مخصوصاً په امنیتي او غټو سیاسي مسالو کې مې ترې ډېر څه زده کړي دي. ما ورته وویل چې ما څنګه ستا طرحه در څخه پټه کړې ده، ما خو تر اوسه ستا طرحه لا لیدلې هم نه ده. هغه بېرته زما طرحه را کړه او ویل یې چې راځه راشه او تطبیق یې کړه.

دقیق: فکر کوم دا تر انتقالي دورې وروسته د کرزي صاحب لومړۍ دوره وه. دغه وخت په افغانستان کې یو نظام راغی، طالبان ولاړل او د طالبانو سره په جګړه کې ښکېلو کسانو د هغوی ځای ونیو. په ملي بنسټونو او ارګانونو کې د هغوی ادغام یو مساله وه، مثلاً؛ اردو یا پولیس هغه وخت ملي ادارو او چوکاټونو ته نه وو لوېدلي، ملي نه وو او یوازې د هغو خلکو وو چې په جګړه کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې وه او طالبان یې په شاه کړي وو. ممکن ډېرې ستونزې له همدې ځایه را شروع شوې وي، چې تر پایه زموږ محلي حکومتولي تقویه نشوه او یا هم زموږ پولیس ملي او معیاري نشول. کله چې تاسې د کورنیو چارو وزارت ته ورغلئ، هغه وخت هلته څه ستونزې وې؟

میاخېل: تقریبا ۸ یا لس کاله مخکې د « کورنیو چارو وزارت لاسته‌راوړنې او خنډونه» تر سرلیک لاندې زما کتاب چاپ شو. که تاسې هغه ولولئ؛ نو په دې به خبره شئ چې په کورنیو چارو وزارت کې څه کیسې روانې وې او موږ څه وکړل. فکر کوم د هغه کتاب لوستل اړین دي.

د لویې جرګې کیسه هم داسې وه چې هلته هم تضادونه روان وو؛ ځکه کوم قوانین چې وضع شوي وو، هغه بېرته تر پښو لاندې شول. دا فیصله شوې وه چې لویه جرګه به د پينځو کلیدي وزارتونو وزیران انتخابوي او ان قاضي القضات به هم هلته ټاکل کېږي، خو هغه ټول تر پښو لاندې شول او د لایحې مطابق انتخاب نشول؛ نو د ا تضادونه له هماغه وخته شروع وو.

هغه وخت دوې نظریې وې. یو نظریه دا وه چې موږ باید د قانون پر حاکمیت او حکومتولۍ باندې ټینګار وکړو؛ ځکه له دې لارې اوږدمهاله ثبات رامنځته کېدلای شي. د خلیلزاد صاحب او کرزي صاحب په ګډون څو کسان بیا په دې نظر وو چې جنګسالارن او زورواکي باید به سیستم کې وساتل شي. دوی ویل چې که دا خلک په سیستم کې وي، بیا ستونزې نه جوړوي، خو زموږ بحث دا و چې که دوی په سیستم که وي که نه، دوی اصلاً مشکل نشي جوړلای؛ ځکه امریکایان موجود دي او کودتا نشي کولای؛ نو موږ باید د قانون پر حاکمیت کار وکړو.

دغه وخت د عراق جګړه شروع شوه او خبره نوره هم پېچلې شوه. هغه ټیم چې خلیلزاد صاحب او کرزي صاحب یې رهبري کوله، هغوی له زورواکو سره د معاملې لار وړله. کله چې کرزی صاحب په ۲۰۰۴ز کال کې د ولسمشر په توګه انتخاب شو، هغه کسانو ورو ورو دندې پرېښودې چې د کرزي صاحب او خلیلزاد صاحب د ټیم له فکر مخالف وو؛ ځکه کرزی د پينځو کلونو په مخه ولسمشر شو او دوی نور هيڅ هم نشو کولای. هماغه و چې په ۲۰۰۵ز کال کې ما او جلالي صاحب له کورنیو چارو وزارت څخه استعفاوې وکړې. زه بیا بېرته ملګرو ملتونو ته ولاړم او په یوناما کې د هغوی د حکومتولي د برخې مسوول شوم او جلالي صاحب امریکا ته ولاړ او بېرته یې هلته په نشنل ډیفینس پوهنتون کې خپله استادي پيل کړه.

دقیق: یعنې هغه وخت چې د قوي ملي بنسټونو د درلودلو یو څه فرصت برابر شوی و، دا د کرزي صاحب او د هغه د ټیم د هغه تصمیم قرباني شو، چې غوښتل یې جنګسالاران په نظام کې وساتي؟

میاخېل: بالکل. ما خو په ټولو بحثونو او مرکو کې ویلي چې دې نظام په لسو ورځو کې سقوط نه دی کړی. د نظام سقوط له ۲۰۰۲ز کال د اضطراري لویې جرګه څخه شروع شوی دی. زما د لویې جرګې کتاب چې ولولې په وروستۍ جمله کې يې راغلي دي:« کله چې لویه جرګه ختمه شوه او پاچا پرېنښودل شو چې ځان انتخاب کړي؛ نو خلک داسې روان وو لکه سړی چې مړی خښ کړي او له هدیرې څخه د کورونو خوا ته ناهیلي روان وي.»

دقیق: هغه وخت چې جلالي صاحب د کورنیو چارو وزیر او تاسې معین وئ، یو خو د حکومت په رهبري کې ذهنیت داسې و چې دغه خلک بايد په نظام کې دننه وساتل شي او بل هغوی یو څه بهرنی ملاتړ درلود او په دې فکر کې وو چې دوی جګړه ګټلې او مخالف لوری یې مات کړی دی. تاسې به هغه وخت په کورنیو چارو وزارت کې له ډېرو ستونزو سره وئ؟

میاخېل: هغه وخت خو په کورنیو چارو وزارت کې ډېر جنجالونه وو، یعنې که به دې په کابل کې د یوې حوزې امر هم بدلاوه؛ جنګ به و. وروسته ورو ورو کیسه ښه کېدله او د وخت په تېرېدو سره د قانون حاکمیت ډېرېده. جلالي صاحب هغه وخت د ملي پولیسو تهداب کېښود، ځکه په لومړیو کې چې به د کورنیو چارو وزارت ته را دننه شوې، نه پوهېدې چې څوک پولیس دی او څوک نه دی؛ ځکه د چا به پکول پر سر و او چا به پلنګي دریشي اغوستې وه. ورو ورو تهداب کېښودل شو او خبره لږ غټې سطحې ته راغله؛ ځکه په لومړي سر کې په وړو وړو خبرو جنجالونه وو، خو وروسته د والیانو تغیير او تبدیل جنجالي موضوعات ګڼل وو.

موږ له ډېرو جنجالونو وروسته څلور والیان بدل کړل، چې له هغې ډلې مو ګل اغا شیرزی له کندهاره، اسماعیل خان له هراته، براهوي له نیمروزه او اکرام الدین له بدخشانه له سیستم څخه لرې کړل، خو کرزي صاحب همدا څلور واړه وزیران کړل. کله چې دوی وزیران شول، بیا خو په یوه کابینه کې له هغوی سره کار کول ستونزمن و. همدا دلایل وو چې جلالي صاحب استعفا وکړه.

دقیق: یعنې وضعیت داسې و چې که به یو څوک له یو ځایه لرې کېده، هغه به د توقع خلاف په لوړو موقفونو مقررېدل او تقریباً کرزي صاحب ته د قانون حاکمیت لومړیتوب نه درلود؟

میاخېل: مشکل همدا معامله‌ګري وه. د کرزي صاحب دوره ۱۳ کاله وه او په دغه وخت کې افغانستان ته ډېر امکانات ورکړل شول، خو موږ دا ۱۳ کاله ضایع کړل. په ۲۰۱۴ز کال کې چې انتخابات وشول، د دغو انتخاباتو د ناکامي مسوولیت هم د کرزي صاحب و؛ ځکه هغه برحاله ولسمشر و او ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غني کاندیدان وو؛ نو کاندیدان خو دا مسوولیت نه لري چې څه ډول انتخابات وشي، هغوی غواړي چې انتخابات وګټي. د دې ټول وضعیت مسوولیت ده کرزي صاحب و؛ نو که دا پنځه کاله هم په ور اضافه کړې، دا د ۱۸ کلونو د نیمګړتیاوو مسوولیت ټول کرزي ته راجع کېږي.

دقیق: په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې تقریباً بېرته د طالبانو نظامي فعالیتونه پیل شول. د محلي حکومتولي یوه کمزوري دا وه چې په هره سیمه کې داسې څوک په واک کې راغلل چې هغوی یا عقدې درلودې، یا مسلکي نه وو او یا یې د بلې هر ستونزې له امله هغه طالبان او د هغوی کورنۍ وځورولې چې وسلې یې پر ځمکه ایښې وې او نظامي او سیاسي فعالیتونه یې نه کول. له هغوی سره د تړاو په تور خلک شکنجه شول. تاسې مخکې د خلق د دورې کیسه وکړه چې خلک به په د دوی د فکري تړاو او باورونو له امله شکنجه کېدل او تېښتې ته اړ کېدل، همدا کیسه دلته هم بیا په عین شکل تکرار شوه.

میاخېل: په ۲۰۰۳ او  ۲۰۰۴ کلونو کې طالبانو غوښتل چې په خپلو کورونو کې واوسي او څوک ورته څه و نه وايي، خو داسې و نشول؛ ځکه دلته استخبارات او نظامي ارګانونه زیاتره د شمالي ټلوالي په کنټرول کې وو او کرزی صاحب هم له هغوی سره موافق و. طالبانو ان د سولې د یوې داسې پالیسي غوښتنه کوله چې د هغې له مخې دوی راشي، خو امریکایانو، شمالي ټلوالي او کرزي صاحب همدا خبره کوله چې نه؛ دوی که راځي باید تسلیم شي. هغوی یې په کلیو کې نه پرېښودل او هغوی مجبور شول چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي او د پاکستان په لمنه کې ځانونه وغورځوي. پاکستان بېرته ورو ورو دوی منظم او تقویه کړل.

په افغانستان کې د حکومتولۍ په برخه کې تل همدا ستونزې وې. کله چې ته یو څوک په کلي کې نه پرېږدې او کار کولو ته یې نه پرېږدې؛ نو هغه به څه کوي. مثلاً؛ لکه اوس چې طالبانو حکومت نیولی او د قدرت انحصار یې خپل سیاست ګڼلی دی. دا چې په سلګونه زره کسانو په دولت کې کار کړی، که ته هغوی په کور کې نه پرېږدې، کار نه ورکوې، وظیفه هم و نه لري او مصوون هم نه وي؛ نو هغوی به خامخا د دوی پر وړاندې را پاڅېږي. یعنې هغه څه چې له طالبانو سره وشول، دوی هم اوس هماغه کیسه بیا تکراروي.

 دقیق: که دا خبره یوازې د شمالي ټلوالي په کچه و نه کړو، دا تقریباً په محلي کچه په ټول افغانستان یا د افغانستان په ډېرو سیمو کې داسې کارونه کېدل. مثلاً؛ زه د غزني یم او په غزني کې په حکومت کې د شمالي ټلوالي څوک نه وو.

میاخېل: څوک چې هلته د والي یا قومندان په توګه مقررېده، خامخا یې له دوی سره رابطه درلوده. اکثریت کسان چې د پښتنو په سیمو کې مقرر شوي وو، یا یې له جمعیت سره تړاو درلود او یا یې هم له استاد سیاف سره اړیکه لرله. دوی چې به بیا هلته تلل، خپل رقیبان او مخالفان به یې شکنجه کول او د عمل او عکس العمل سیاست و. هر ځای خو ټول حاضر نه وي، خو یو نیټورک جوړ شوی و. په کندهار کې هم همدا مساله وه. مثلاً؛ هلته پوپلزي او بارکزي په واک کې وو او دا نور قومونه بې واکه وو، خو چې کله جنرال رازق راغی، اڅکزي په واک کې شول او بیا یې دا نور  نه پرېښودل. یا مثلاً په ارزګان کې جان محمد خان په واک کې و او په مرکز کې پوپلزي حاکم وو او دا نور قومونه بې واکه وو.

دقیق: یعنې تاسې په کورنیو چارو وزارت که له دوو لویو ستونزو سره مخ وئ. لومړی دا چې په سیاسي لحاظ دا خلک د یوې ډلې وو او دویم مسلکي نه وو.

میاخېل: په کورنیو چارو وزارت کې هغه وخت څو ډوله مشکلات وو. لومړۍ ستونزه د ظرفیتونو وه؛ ځکه ظرفیتونه نه وو. دلته دېرش څلوېښت کاله جګړه شوې وه او پخواني مسلکي پولیس ټول زاړه شوي وو. ما د کورنیو چارو وزارت په اړه په لیکلي کتاب کې دا ټول شیان تشریح کړي دي.

د کورنیو چارو په ټول وزارت کې یوازې ما او وزیر صاحب ایمیل درلود؛ بل چا ایمیل نه درلود او انټرنټ یې نه پېژاند، یعنې ظرفیتونه بېخې ټيټ وو. د همدې لپاره موږ د پولیسو اکاډمي جوړه کړه او له دغې اکاډمۍ څخه څو دورې فارغ شوي کسان بیا غټو څوکیو ته ورسېدل. په هره دوره کې موږ ۵۰۰ کسان زده کړو ته داخلول. د پولیسو د روزنې دا دوره بیا له دریو کلونو څخه پينځو کلونو ته پورته شوه. بیا مو دوی راوستل او په مسلکي برخو کې مو ترې استفاده کوله. تر دې وروسته د پولیسو د روزنې مرکزونه جوړ شول. هره دوره چې به فارغېدله، هغوی به مو هغو سیمو ته لېږل چې هلته به د ولایت یا ولسوالي په کچه له قومندان څخه شکایت کېده؛ ځکه د پولیسو په برخه کې بايد داسې کار وشي چې هم ورځنی امنیت وساتل شي او هم بايد د راتلونکې پلان ولرې. که تا ویلي وای چې پلانی قومندان لرې کړه؛ نو په مقابل کې دې څوک ورلېږل.

هلته ظرفیت نه و؛ نو باید لومړی ظرفیت لوړ شوی وای. متاسفانه په لومړيو دریو څلورو کلونو کې امریکا د پولیسو د روزنې په برخه کې مرسته نه کوله. هغه وخت د پولیسو د روزنې مسوولیت د جرمنیانو په غاړه و او هغوی د «لیډ نېشن» په نوم یو پروګرام پیل کړی و. هغه پيسې چې امریکایانو مصرفولې، جرمنیانو هغومره نه مصرفولې. هغوی یوازې د پولیسو پر اکاډمي باندې مصرف کاوه. دغه درې څلور کلنه خلا زورواکانو او نورو قومندانانو ډکه کړه او د دوی لرې کول بیا بېرته اسانه کار نه و.

بله مساله د حکومتولي وه؛ ځکه هغه وخت والیان او ښاروالان هم د کورنیو چارو وزارت اړوند وو. د هر والي لرې کول ډېره جنجالي موضوع وه. هره شپه به پرې بحثونه روان وو. وزیر صاحب به هره ورځ اته یا نهه ساعتونه په ارګ کې تېرول. ما به په ټوکه ورته ویل چې د وزارت کار موږ ته پاتې دی او ته ټوله ورځ په ارګ کې یې. که حکومتولي ته لږ پام شوی وای، موږ هلته ډېر ښه تهداب ایښی و. بالاخره چا چې کار کاوه، هغه هم مایوسه شول؛ ځکه موږ خو یوازې د وظیفې لپاره هلته نه وو تلي. هماغه و چې جلالي صاحب هم استعفا ورکړه؛ ځکه کرزی صاحب پينځه کاله نور هم ولسمشر شو او نور څه نه کېدل. موږ فکر کاوه چې اصلاحات به رامنځته شي، خو هغه وضعیت له بد څخه بدتر شو. کله چې سړی یو کار نشي کولای؛ نو ښه ده چې هغه پرېږدي؛ ځکه ضرور نه ده چې سړی یوازې څوکۍ وساتي.

دقیق: تاسې په ننګرهار کې والي وئ، ما ستاسې کابو ټول فعالیتونه څارل. په حکومتولۍ کې مو تر نورو متفاوتې تجربې هم لرلې. هلته د پولیسو چلند، د قانون نه حاکمیت او همدارنګه د خلکو تر منځ تربګنیو او نورو چارو د طالبانو پر غښتلي کېدو یا طالبان کېدو کې څومره رول درلود؟

د مثال په ډول، له طالب سره د تړاو په تور د خلکو وهل او نیول. یا هغه طالبان چې په مدرسو کې وو او یا هغه چې پخوا د طالبانو په حکومت کې کار کړی و، پرې ځورول کېده.

 د حکومت له لورې نامسلکي چلند څومره اغېز درلود، په عین وخت کې طالبانو شاته ښه عقبه هم درلوده، که دا لږ د خپلو تجربو پر اساس را ته تشریح کړئ، چې څه روان و؟

میاخېل: په دې اړه ما ډېرې مقالې لیکلې دي، ځینې به یې چاپ شوې هم وي. یوه مقاله چې ما په دې اړه لیکلې او په میډل‌ایسټ ریسورسیس کې چاپ شوې ده، سرليک يې «The repeating of history» دی. په اصل کې دا د مجاهدینو د تکتيکونو تکرار و، خو طالبانو په پرمختللي شکل وکارول. مطلب دا چې د پاکستان هماغه پخوانۍ دستګاه موجوده وه، اوس یې هڅه کوله چې څنګه نفوذ وکړي. دوی پوهېدل چې څنګه خلک منظم کړي او څنګه د حکومت پر وړاندې تبليغات وکړي. دا یې لوی علتونه وو.

بلخوا دلته سیمه‌يیز رقابتونه او ستونزې وې. په لویه کې بیا د اشغال مساله هم یادېده، چې دې مسالې مختلفو خلکو ته انګېزه ورکوله. په ډېرو ځایونو لکه هلمند کې ځکه خلک را پاڅېدل چې د ملا شېرمحمد اخوند او عبدالرحمن جان، چې امنیه قوماندان و، ترمنځ اختلاف پیدا شو. د کرزي صاحب په وخت کې حکومت هغه نه لرې کاوه؛ که ستاسې یادېږي، خلک یې پر وړاندې را پاڅېدل. په دې پېښه کې شاوخوا اویا کسان ووژل شول. دا انقلاب په ۲۰۰۶زېږدیز کې را منځته شو. لنډه دا چې دې کار محلي ريښې لرلې او طالبانو له همدې ګټه اخیسته.

بلخوا که تاسې ټولې سروې‌ګانې وګورئ، ولس د حکومت ملاتړی و. دا موضوع ما تر ولایت مخکې هم په یوه مقاله کې، چې فارن‌پالیسي خپره کړې وه، یاده کړې وه. یوه وخت زموږ خپله ولسوالي ډېره زیاته نا امنه شوه، بیا قوماندان تبدیل شو او یو بل قوماندان راغی. هلته زموږ د کلي یو ملک دی، په لومړي ځل یې محلي پولیس جوړ کړل. هغه فکر کاوه چې نور پاکستان ته نشم تلای. اوس نو راغلی یم، که مرګ دی او که درد دی، دلته به اوسېږم. په دې وخت کې طالبان چلينج شول، اصل کې په ټوله ولسوالي کې هغه وخت دولس کسه طالبان وو، خو وروسته چې بیا دا دولس کسه طالبان چلنج نشول، د ټولې ولسوالۍ امنیت یې خراب کړ.

په ننګرهار کې زما تجربه د تحقیق او ریسرچ پر اساس وه، زما تجربه هوایي خبرې نه وې. داسې نه وه، چې زما څه خوښه وي هماغه وکړم. شرایط راته معلوم و، چې څه کېږي او څه نه کېږي. ما به له خلکو پوښتنه کوله چې په ولسوالیو کې څومره کسان طالبان دي. معلومه شوه چې د وسله‌والو طالبانو شمېر تر شل، دېرش او څلوېښتو لوړ نه دی.

بیا به مې پوښتنه کوله، چې ښه؛ په دې سیمو کې ملي اردو څومره دی، دوی به ویل؛ پنځه سوه، شپږ سوه، ان تر زر پورې ملي اردو شته؛ ښه دا ولې نه چلینجوي؟

خلکو به هم فکر کاوه چې دا د هغوی د چلینج لپاره نه دي. دوی خپلې پیسې پیدا کوي.

دقیق: میاخېل صاحب زما په اند کله چې تاسې په ۲۰۰۵زېږدیز کال کې له وزارت څخه استعفا وکړه، بیا د امریکا د سولې انسټیټیوټ ته راغلئ، هلته مو څه وکړل؟

میاخېل: نه، له هغه وروسته ما څلور کاله له ملګرو ملتونو سره کار وکړ. په ۲۰۰۹زېږدیز کال کې د سولې انسټیټوټ ته لاړم. هلته مې بیا شاوخوا لس کاله وکړ او په ۲۰۱۹زېږدیز کې مې پرېښود.

دقیق: یوه پوښتنه مې دا ده، چې څنګه دې انسټیټیوټ ته ولاړئ او بل فکر کوم دا د امریکا حکومتي اداره ده؟ ماموریت یې څه و؟ یوازې یې ریسرچونه کول، وضعیت یې تحلیلاوه او د افغانستان د سولې کې پروسه کې یې رول او اغېز څه و؟

مېاخېل: دا د امریکا حکومتي اداره ده، خو خپلواکه اداره ده. سوله ډېر زیاد ابعاد لري. حکومتولي پر سوله تاثیر لري، پراختیا او پرمختګ او د قانون حاکمیت په سوله کې مهم فکټورونه دي. دا او نور ټول پر تلپاتې سوله اغېز لري.

زموږ یو بحث دا و، چې خلکو ته دا تشریح کړو، چې موږ د سولې په سیاسي خبرو اترو کې کوم رول نه درلود. زموږ بحث پر دایمي سوله و. په دایمې سوله کې انکشاف، د قانون حاکمیت او حکومتولي را منځته کېږي. زموږ ډېر کار او زیار په همدې برخه کې و. یعنې تر ډېره مو په علمي برخه کې کار کاوه.

موږ د افغانستان په ګڼو پوهنتونونو کې د سولې مضمون پیل کړ. په دوو اختیاري کرېډیټونه کې تدریس کېده. دې ته مو استادان تربیه کول، نصاب مو برابراوه او نور کارونه مو کول. همدارنګه مو په اقتصادي برخه کې هم ریسرچونه کول. البته باید یادونه وکړم، چې دې ټولو پر سیاسي اوضاع هم تاثیر درلود. ځینې وختونه مو پر سیاسي حالاتو هم تحقیقونه کول. موږ دا په وار وار ویلي وو چې که هڅې یوازې د خبرو په ډول وي، دا پایله نه لري. دا چاپ شوې هم دي او خپاره شوي هم دي.

ما لس کاله په سولې انسټیټیوټ کې کار وکړ او د یو‌اس‌ای‌پي ښه‌والی دا و چې هر سړي پکې خپل نظر درلود او څرګندولای یې شو، پر چا محدویت نه و. مثلا؛ زما او زما د رییس د نظر تر منځ به اختلاف و، زما او د امریکا سفارت په نظر کې به اختلاف و. ځینې شیان که به موږ لیکل، د دوی به نه خوښېدل؛ لنډا دا چې د هر سړي نظر ته احترام و. بلکې دا اداره د همدې لپاره جوړه شوې وه چې بېلابېل نظرونه سره واورو.

په امریکا کې لېبرال، کنزرویټیو، ډیموکراټ او مختلف انسټیټیونه دي. ریپبلیکن انسټیټیوټ او ډېر نور هم فعالیت کوي. دېرش یا پنځه دېرش کاله مخکې، چې کله کانګریس دا ادارې ایجاد کړې، موخه او علت یې همدا وه چې بايد خپلواک نظرونه موجود وي. دا باید د حکومت تر تاثیر لاندې نه وي. له همدې کبله کانګریس بېله بودیجه ورته وټاکله. مطلب دا چې موږ له بل چا څخه پیسې نشوې اخیستلای، خو د حکومت تر تاثیر لاندې هم نه وو. موږ یوازې د مالي چارو راپور حکومت ته ورکاوه. کاري اړیکې مو د سنا له فارن‌رېلیشن کمېټي سره شریکېدې. لنډه دا چې د حکومت تر تاثیر لاندې نه وو.

زه به یوه کیسه درته وکړم. یو وخت جان کېري کابل ته راغی، غوښتل یې زموږ دفتر ته راشي. دی هغه وخت د سنا د فارن‌رېلیشن کمېټي مشر و، خو سفارت مخالفت وکړ، چې را نشي. جان‌کېري ټینګار کاوه چې زه ورځم؛ بیا راغی. هغه وخت د ۲۰۱۴ ټاکنې را نږدې وې. سفارت ویل که نوموړی هلته ولاړ شي، بیا به کرزی صاحب عکس‌العمل ښکاره کړي. جان کیري بیا زما دفتر راغی، خو د سفیر خوښه نه وه. هغه وخت یې د کرزي صاحب له مخالفینو سره هم مجلس وکړ. ډاکټر عبدالله، اتمر صاحب او نور ورته راغلي وو.

دا یې ښه والی و او همدا یې د خپلواک‌توب نښه هم وه. له همدې کبله، زه  «USIP» ته راغلم. که څه هم  په ملګرو ملتونو کې زما نړیوال بست و. هلته یوازې د معاش مساله وه، خو نور دې نه څه لیکلای شول، نه دې مرکې کولای شوای؛ محدودیتونه زیات و. که څه هم زه د حکومتولي د برخې مشر وم، خو که کومه مرکه به مې کوله، باید لومړی مې اجازه اخيتسې وای.

  په دې پروسجرو کې چې کله د مصاحبې لپاره اجازه اخلې، وخت تېرېږي. که تاسې په یو خاص وخت کې لیکنه کوئ او و نشي او اجازه اخلې ډېر وخت نیسي؛ نو دا یو لوی جنجال و.

یو اس ای پي زما لپاره یو ایډیال ځای و. هلته دې خپل نظر ویلای شو، لیکنه دې هم کولای شوه؛ همدا یې لوی علت هم و چې ما شاوخوا لس کاله کار ورسره وکړ. زموږ کلاسي‌فایډ یا انلاین شیان نه درلودل، زموږ ټول تولید چاپېده.

دقیق: که څه هم تاسې مخکې وویل، چې موږ د سولې په پروسه کې عملا لاس نه درلود، خو کله د قطر د سولې پروسه پیل شوه، یا امریکا د قطر دفتر بېرته پرانیست، رسمي مذاکرات پیل شول؛ ستاسې له تحقیقاتو، ریسرچونه او موندنو څخه استفاده کېدله؛ ستاسې نظر څه و؟

میاخېل: موږ په هغه وخت کې پر دې مقالې خپرې کړې؛ تاسې هغه وګورئ. موږ لیکلي و چې که چېرې موخه یوازې دا وي چې یوه معامله وشي، دا نتېجه او ګټه نه لري. افغانستان ته ثبات نه راځي، خو که سوله پروسه وي او پکې ټول خلک دخیل شي؛ بيا سمه ده. جګړه د حل لاره نه ده. افغان حکومت، ولس او طالبان ټول باید په دې پروسه کې شامل وي. زموږ ټول نظریات پر همدې محور را څرخېدل.

متاسفانه د امریکا پالیسي جوړوړنکي نور دي، یو اس ای پي پر دوی اغېز نه لري، چې خپله خبره پرې ومني. موږ دا ټول لیکو، دوی او خلک یې لولي، دا چې ګټه ترې اخلي او کنه، دا د دوی کار دی.

د امریکا پالیسي بل ډول جوړېږي، لږ مغلقه هم ده. که کومه خبره وي هم، په اخیر کې بیا نيشنل ‌سیکورټي کونسل سره مشوره کوي، بیا د ريیس جمهور رول او خبره چلېږي.

دقیق: له سولې انسټیټیوټ څخه ولې د ننګرهار ولایت ته ولاړئ؟

میاخېل: لومړی دا چې ما په ۲۰۱۴ ټاکنو کې د ولسمشر غني ملاتړ وکړ. ما مخکې هم وویل چې د سولې انسټیټیوټ همدا ښه‌والی درلود چې د سړي نظر خپل وي.

له موږ سره ځینې خلک و، دوی د ډاکټر عبدالله ملاتړ کاوه. په یو‌ اس ای پي کې پر موږ محدودیت نه و. البته په رسمي وخت کې مې دا کارونه نشول کولای، مثلاٌ؛ که کومه ورځ مې د ټاکنو په اړه له چا سره لیدل، په هغې ورځ باید ما رخصت اخیستی وای. موټر مې ټول وخت خپل کاراوه. له موږ سره زرې موټر و، خو ما ته یې خوند نه راکاوه، په خپله زړه کرولا کې به ګرځېدم. 

د فکر په لحاظ که ته په امریکا کې هم اوسې، هر چا ته چې دې خوښه وي، رایه ور کولای شې؛ نو دغه محدودیت په دې دفتر کې نه و. هر سړی خپل فکر لري، ما په هغه وخت کې د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړ. زموږ خبره دا وه چې ټاکڼې وشي او واک له کرزي صاحب څخه یو بل چا ته په سم او سوله‌ييزډول انتقال شي.

دقیق: هغه وخت دا وېره وه، چې ښایي له کرزي څخه واک انتقال نشي؟

میاخېل: هو؛ دا وېره وه چې ښایي واک انتقال نشي. زموږ په یو‌ اس ای پي کې یو لوی بحث همدا و.

په ټوله کې پر اقتصادي او نظامي انتقال بحث کېده، خو پر سیاسي انتقال باندې بحث نه کېده. هلته د بي‌اس‌اې (دوه اړخيز امنيتي تړون) مساله وه، امریکا ویل که موږ پر دې بحث کوو، ښایي کرزی  دا تړون لاسليک نه کړي. زموږ خبره بیا دا وه، چې که سیاسي چارې حل نشي، اقتصادي او نظامي انتقال د افغانستان ستونزې نشي حل کولای.

هغه وخت موږ په ډېرو مجلسونو او ناستو کې پر دې بحث کړی دی. وروسته چې کله ډاکټر اشرف غني رییس جمهور شو، پخپله یې ما ته زنګ وواهه چې که ته ننګرهار ته ولاړ شې، ښه به وي.

هغه وخت زه امریکا ته را روان وم. ورته ومې ویل، فکر به پرې وکړم. کله چې امریکا ته راغلم، خبر شوم چې کندوزی صاحب یې د ننګرهار والی ټاکلی دی. په کنړ کې یې بیا بل والي تعین کړی و. دا کیسه بیا ډېره اوږده ده. وروسته مې ورته وویل، چې ښاغلی ولسشمره! تاسې چې په کنړ کې والي ټاکه؛ نو یوه پوښتنه خو به مو کړې وه، ځکه چې موږ د همدې ځای یو. خلکو قربانۍ ورکړې دي، په ټاکنو کې یې ګډون کړی دی. په هغه مجلس کې خپلواک صاحب هم را سره و، ما ته یې وویل چې ملامت یم. زه یې منم، اوس راشه او د ملګرو ملتونو په چارو کې زما مشاور شه!

ما ورته وویل، رییس صاحب! یو زه مشاوریت نه کوم، بل معینیت نه کوم. ما دا هم ورته وویل، چې مشاوریت هیڅ معنی نه لري، نه څوک غوږ ورته نیسي.

او که بیا مو هم مشورې ته اړتیا وه، بې ټایټله یې هم درکوم؛ ځکه زه په «یو اس ای پي»  کې ښه امتیاز لرم، ښه معاش لرم، تقاعد او بېمه لرم؛ دا ولې پرېږدم او ولاړ شم د ملګرو متلونو په چارو کې مشاور شم. وروسته یې بیا هزاره نادري ته دا پوسټ ورکړ. څو ورځې وروسته یې د ټاکنو په اصلاحاتو کمېسیون کې کمېشنر ټاکلی وم، وروسته مو په هغه هم اختلاف را منځته شو، ځکه مې بایکاټ وکړ.

وروسته خبرې روانې وې، دوه درې ځله په دې منځ کې د ننګرهار مساله یاده شوې وه. په وروستي ځل یې ما ته زنګ وواهه، دا کیسه ما په خپل کتاب کې هم لیکلې ده. ښاغلي ډاکټر محب زنګ را ته وواهه او ویې ویل، چې تا خو له حکومت سره بایکاټ کړی دی، اوس غواړي په حکومت کې کار وکړې، که نه؟

ما وویل، بایکاټ مې نه دی کړی، خو زه هغه ځای ته نه ځم چې اغېزناک نه یم. زه د دندې په خاطر نه ځم، زه ښه وظیفه لرم؛ د حکومت تر وزارت پنځه شپږ ځله لوړ معاش اخلم. بیا یې راته وویل، که بهر ته ځې؛ نو د هند سفارت سمبال کړه او که دلته دې زړه وي، ننګرهار ته د والي په حیث ولاړ شه.

دی پوهېده چې زه له ننګرهار پرته بل هیڅ ځای ته نه ځم، نه هم وزارت غواړم. په دې ما او رییس صاحب څو ځله خبرې کړې وې.

ما دا پوښتنه ځنې وکړه، چې دا خبره ستا ده، که د رییس صاحب ده؟

هغه وویل نه؛ د رییس صاحب ده. ما وویل، چې د رییس صاحب خبره ده؛ نو سفارت نه کوم، ننګرهار ته ځم. کله چې نګرهار ته ولاړم، په دې وخت کې خلیلزاد ځانګړی استازی وټاکل شو. دا ۲۰۱۹زېږدیز کال و. کله چې نوموړی وټاکل شو، زه پوه شوم چې د سولې خبرې ګټه نه لري، راځئ څومره چې امکان ولري، حکومت باید تقویه کړل شي. سړي به ایماناً او وجداناً تر یوې کچې خپل مسوولیت ادا کړی وي. ما د اولادونو مسوولیت ادا کړی دی؛ پر ټولو مې پوهنتونونه لوستي دي. اوس زما لپاره دا مهمه ده چې د حکومت په پياوړتيا کې کار وکړم. سړی باید یوازې د پیسو او معاش لپاره دنده اجرا نه کړي. د ژوند په اخیر کې باید هغه ځای کار وکړې، چې خوښه دې وي. دا وخت زما د کریر نه دی، چې جوړ یې کړم.

ننګرهار ته ولاړم. اولادونو ته مې هم وویل. دوی وویل، پلاره که دوه درې زره ډالره دې په کار وي، هم ستونزه نشته، موږ به يې درلېږو.

دقیق: ننګرهار کې امنیت او هر څه یې په څنګلوریو ولایتونو لکه کنړ، لغمان او نورستان اغېز لري. له پاکستان سره لویه فرضي کرښه لري، څومره ستونزې وې؟ البته چې تاسې په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړي یاست، له یو متفاوت فکر سره هلته تللي وئ. مثلاٌ؛ پخوا په ننګرهار کې یو نظامي سړی لکه ګل اغا شېرزی والي و، په شمال کې استاد عطا، په هرات کې اسماعیل خان و، دوی ټولو نظامي مخینه درلوده، خو تاسې له یوې ملکي مخینې سره تللئ وئ، تاسې هلته کار وکړ، تر ډېره خلک راضي و، په ننګرهار کې مو څه وکړل؟

میاخېل: مخکې تر دې چې زه په حکومتي چوکاټ کې هلته ولاړ شم، هلته دخیل وم. د چارو او حالاتو حال مې درلود. له ننګرهار او مشرقي سره دا څلوېښت کاله زما نږدې اړیکه وه. ما ته ټولې ستونزې معلومې وې. بله مساله دا وه چې په کولمبیا پوهنتون کې د ډیفال په نامه یو استاد دی، هغه پر دې څېړنه کړې وه، چاپ شوې هم ده. ده ویلي و چې په ولایتونو کې باید زورواکان والیان وي. هغه شېرزی، عطا او اسماعیل خان په مثال کې راوستي وو. زما بحث ورسره دا وه چې په زورواکانو حکومتولي نشې ښه کولای؛ امکان نه لري.

فرضاً دا طالبان اوس ولې خپله ستونزه نشي حلولای او یا په هغه وخت کې زوراکانو نشول کولای خپلې ستونزې حل کړي؟ ګورئ،

که تاسې په یوې ډله یا ګروپ کې شل یا دېرش یا څلوېښت کاله پاتې شوی یاست، دې خلکو له تا سره یو ځای جنګ کړی دی، قربانۍ یې ورکړې دي، ملګرتوب دې ورسره کړی دی؛ کله چې واک او قدرت ته راغلې، اوس نشې کولای چې دوی هېر کړې او نوي دوستان پیدا کړې، خو د مسوولیت پر اساس باید پر دوی یو شان قانون تطبیق کړې، چې ته دا نشې کولای. پر خپلو ملګرو قانون نشې تطبیقولای، خو پر نورو یې منې. لنډا دا چې زورواکان هیڅکله حکومتولي نشي ښه کولای.

زما له هغه سره یو بحث همدا و. بل بحث بیا دا و چې په افغانستان متمرکز او غیر متمرکز حکومتونه څنګه دي.

په افغانستان کې ځينې خلک فکر کوي چې که حکومتونه غیر متمرکزی شي، وضعيت به ښه شي. زما بحث دا و، چې هر سيسټم خپل ښه‌والي او بد والي لري. په موجوده سيسټم کې ته کولای شې، تغيیر او ښه‌والی راولې.

حکومتولي هم داسې ده لکه موټر؛ که له تاسې سره هر ماډل موټر وي او موټروان مو سم نه وي، ټکر کوي، خو که موټر زوړ هم وي او موټروان سم وي، یو ځای ته رسېږي.

بل بحث مو دا و چې موږ په دې شته امکاناتو بدلون راوستلاس شو. مثلاٌ؛  که موږ خپله مالیه سمه راټوله کړو، خپله عادي بوديجه پوره کولای شو. ان پرمختیایي بودېجې ته یوه اندازه پیسې ورکولای شو، خو دا چې زموږ اویا سلنه بوديجه خزانې ته نه راځي؛ نو ان خپله عادي بوديجه هم نشو پوره کولای.زما بحث هم همدا و.

زه ولې وزارت نه ولاړم، چې ولایت ته تلم. علت دا و چې راځئ دا موډل وګورو، چې تطبیق کېږي که نه. ما باور درلود چې په شته سرچینو او امکاناتو، تغيیر راوستلای شو. په همدې ذهنیت زه ننګرهار ته ولاړم. که ستاسې یاد وي، په لومړۍ ورځ ما خلکو ته وویل چې زه له تاسې سره وعدې نه کوم. زه له یو فکر سره راغلی یم. هغه فکر دا دی چې  د افغانستان د قوت ستنې ولس، علما، روحانیون او حکومت دی. کله چې د دوی تر مینځ تعادل موجود وي، په افغانستان کې ثبات راتلای شي.

کله هم چې د دوی ترمنځ تعادل له منځه تللی، یا هر حکومت حاکم شوی دی؛ لکه د خلقیانو په وخت کې، یا علما او مجاهدین چې یو بل یې نفې کړي دي؛ بیا نو وضعيت رامنځته شوی او هر څه له منځه تللي دي.

د دې دريو قواوو ترمنځ تعادل چې «پییر اف پارو» ورته وایي او موجود وي، ستونزې نه جوړېږي. د خوشبختۍ خبره پکې دا وه چې د همدې دريو واړو قواوو سرداران یا مشران د ننګرهار وو.

د مثال په توګه غازي امان‌الله خان د حکومتولۍ یو ښه مثال دی، پاچا خان د ولسي مبارزې مشر، چې مقبره یې هلته ده، د هډې ملا صاحب نجب‌الدین اخوند زیارت هم هلته و، علما او روحانیون زیات احترام ورته لري.  زه په لومړۍ ورځ یادو درې واړو زیارتونو ته ولاړم، سم دستي دا تبلیغ پیل شو چې میاخېل صاحب راغلی او په زیارتونو ګرځي، خو زما موخه د همدې درې قوتونو یو ځای کول و، چې څنګه تعادل رامنځته شي.

دویمه مساله چې ما له خلکو سره شریکه کړه، هغه دا وه چې زه دلته دې ته نه یم راغلی چې خلک ووژنم، ویې ټکوم او بې حیثیته یې کړم؛ ځکه د هر سړي حیثیت ما ته مهم دی.

ما وویل، دلته ما ته معیار وهل، ټکول او توهین نه دی، خو زه تاسې ته وایم، چې که تاسې یو کرېټ مڼې ولرئ او یوه مڼه پکې خوسا وي، منطق څه ایجابوي؟

باید خوسا مڼه له کرېټ نه لرې کړئ، که غواړئ چې دا ټولې مڼې خوسا شي؟

اوس که په یوه کلي کې څوک غواړي مشکل جوړ کړي، زه تاسې ته نه وایم، چې زه دا مڼه کاږم؛ تاسې پخپله د خپل کس جواب او لاره پیدا کړئ. که ستاسې وس نه رسېده، بیا ما ته راشئ، مرسته درسره کوم. زما لپاره دا معیار نه دی چې څومره ووژل شول او څومره ژوندي پاتې شول.

درېیمه خبره مې ورته دا وکړه چې زه له تاسې سره وعدې نه کوم. د هغو شیانو وعدې کوم چې زما په لاس کې دي. مثلاٌ؛ رشوت به نه اخلم، چا ته باج نه ورکوم او واسطه به هم نه منم.

دقیق: دا ژمنې مو څنګه کولې؟ په ننګرهار کې د پارلمان تر ټولو لوی وکیلان و، زورواکې کورنۍ وې، دوی په واک کې کورنۍ وې، څنګه باوري وئ، چې دا وعدې پر ځای کولای شئ؟

میاخېل: د قانون پلي کول باید لومړی له ځانه پیل کړې. ما دوی ته په لومړۍ غونډه کې وویل چې د پلي تګ، بایسکل او لنډکروزر والا باید ټول په یو کتار کې روان وي. داسې نشي کېدای چې څوک ووایي، زه په لنډکروزر کې یم، لومړی نوبت زما دی. زما خبرې ساده وې، خو موخه مې ژوره وه. هر څه لومړی له خپله ځانه پیلېږي. خلک خو کم‌عقل نه دي. کله کله موږ داسې فکر کوو چې زموږ ولس بې‌‌تفاوته دی، نه، نه دی. ولس که پوه شو چې د دوی لپاره کار کوې او د کوم چا تر تاثیر لاندې هم نه یې، بیا دې ملاتړ کوي.

د مسلې یوه برخه همدا وه. دویمه برخه په ادارو کې ستونزې وې. ما مخکې هم په امنیتي ادارو لکه کورنیو چارو وزارت کې کار کړی و. ریسرچ او تحقیق مې هم ډېر زیات کړی و.

دلته په خپله په امنیتي ادارو کې ډېرې ستونزې وې. د مثال په ډول، پولیس به په امنیت پسې بد ویل، امنیت به په اردو پسې، همدا ډول به قوماندان او والي د یو بل پر ضد لګیا وو. نه په منیتي ادارو کې همغږي وه او نه د ولایت او دوی ترمنځ همغږي وه.

زما لومړی کار دا و چې لومړی ځان څنګه ثابتوې؟

داسې چې امنیه قوماندان هم تا ته د والي په سترګه وګوري، د ملي امنیت رییس هم تا ته د والي په حیث وګوري؛ ځکه ستا لاس او بازو همدا امنیتي ادارې دي. که دوی له تا سره ملتیا او مرسته و نه کړي، بیا کار نشې کولای. ښه تصادف دا و چې امینه قوماندان، د قول اردو قوماندان او ملي امنیت ريیس په شمول درې واړه ما مخکې هم پېژندل. دوی زما احترام کاوه، ښه همکاري یې راسره کوله.

بله موضوع، تحلیل دی. که ته تحلیل و نه لرې، جنګ نشې ګټلای. هغه کتاب چې ما د ننګرهار په اړه لیکلی، په دې اړه مې په وضاحت سره دا خبرې کړې دي. ما ویلي چې که موږ لعل‌پوره و نه نیسو، شرقي ننګرهار نشو امن کولای. هلته یو بېس ته اړتیا لرو. که موږ هغه و نه نیسو او په بټي‌کوټ کې او نورو کې فشار راوړو، مخلفان بېرته لعل‌پورې ته ځي.

پينځلس یا شپاړس کاله وتلي وو چې لعل‌پوره د حکومت له واکه وتلې  وه. موږ د دې لپاره هلته یو بېس ته اړتیا لرله او سرحدي ځواکونو دا بېس نه جواړوه.

بیا زه دفاع وزارت ته راغلم، بلاخره مو په لعل‌پوره کې بېس جوړ کړ. کله چې مو هلته عملیات پیل کړل؛ نو یو ډز هم ونشو. زموږ د ننګرهار چې ۲۱ولسوالۍ امن شوې، یوه ښه خبره دا وه، چې تلفات مو ډېر کم و. موږ لعلپوره په جنګ نه ده نیولې. جنګ بېخي شوی نه دی.

 هغه زما خبره شوه، کله چې لعل‌پوره ونیول شوه، شرقي ننګرهار امن شو. همدا ډول چپرهار ته ولاړو. موږ ته معلومه وه چې د طالب او داعش قوت دومره نه دی. د ملي امنیت رییس ډېر ښه تحلیل درلود. چا چې کار ورسره کړی، ورته معلومېږي؛ باید سړی کرېډیټ ورکړي. هغه به ما ته ډېر ښه تحلیل راووړ. که نورو ادارو به نه مانه، بیا یې ما ملاتړ کاوه.

په چپرهار کې عین مساله وه. هلته کلونه کلونه امریکایي ځواکونه مېشت و، خو بیا هم چا و نه نیوله، له همدې ځايه جلال اباد ښار هم ناامن و.

ما ته یې همدا وویل چې دا ولسوالي باید ازاده کړو. دلته ټول سل تر یو نیم سل پورې طالبان او داعشیان نشته. کله چې موږ عملیات پیل کړل، ټول طالبان او داعشیان تر پنځوس کسه زیات نه وو. ټول چپرهار امن شو.

وروسته بیا تر سرخ‌رود او شېرزادو ولسوالیو پورې ورسېدو. په دې کې ما دوه کارونه وکړل؛ یو دا چې همغږي مو رامنځته کړه، بل مو فضا له جنګي حالت څخه د بیارغونې لور ته سوق کړه.

ټول وخت به له ننګرهار څخه د جګړې خبرونه و. مافیا، جګړې او نور د خبرونو سرلیکونه و. کله چې امنیت پراختیا ومومي، پراختیایي پروژې په خپله پیلېږې.

لسګونه پروژې ولاړې وې او ځکه ولاړې وې چې امن نه و، یا به زورواکو ترې باج اخیسته. د دې کارونو مخنیوي له موږ سره دا مرسته وکړه چې دا پروژې پیل شي. په دې منځ کې د خپلواکۍ سلمه کالیزه هم وه، ملي روحیه نوره هم پیاوړې شوه.

د افغانیو د ترویج مساله پکې راغله، خو د کرونا مساله هم شوه. د پاچا خان د مقبرې جوړول، په خوږیاڼو کې دوه لوی پلونه جوړول، د دوسرکې سړک پراخول، پښتونستان څلور لارې جوړول او نور ډېر یو په بل پسې شروع شول.

دقیق: که څه هم په ننګرهار کې زورواکو، د ولسې جرګې زورور غړيو او په ضمن کې مدني ټولنو او رسنیو هم تاسې له تاسې سره ستونزې لرلې، خو تاسې یې هم په وړاندې مبارزه کوله؛ په ټوله کې دا وضعیت راته تشریح کړئ.

تاسې په ننګرهار کې د محلي حکومتولۍ ښه موډل وړاندې کړل، خلکو هم خوښ کړ، خو په نورو ولایتونو کې عملي نشو، ولې؟

میاخېل: هر حکومت په خپل  وخت کې له یو چلینج سره مخ وي. دا څه استثنايي مساله نه ده. ننکونې باید له مخې لرې کړې او حل لارې ورته پیدا کړې.

 فرضاً زورواکان؛ موږ ولایتي شورا درلوده، د ولايتي شورا وکيلان به په نظامي شورا کې ناست وو. ما دوی له نظامي شورا منع کړل. ومې ویل، تر هغو چې زه والي یم، تر هغو به په نظامي شورا کې نه کېنئ؛ ځکه زه پوهېدم چې دوی راز نه ساتي او غواړي امنیتي ځواکونه د یو بل پر ضد وکاروي.

زما او د دوی جنجال پر همدې راغی او په ټول یو نیم کال کې زه ولایتي شورا ته نه یم ورغلی.

کله چې مې چلینج کړل، پخپله ټول غلي شول. بل په ننګرهار کې فرهنګي مافیا موجوده وه، ما ورته د «هاها» ډله ویله.

دوی لس ځایه کمېشن کاري کوله. مثلاٌ؛ ما د یوه ټلوېزیون له کس سره مرکه وکړه، وروسته زما سکرتر راغی، چې دا د پلاني ټلوېزيون خبريال بهر ناست دي. ما ورته وویل، چې مرکه مې وکړه، څه ته ناست دي؟ هغه وویل، خرچه غواړي. ما را وغوښتل او ورته ومې ویل، هغه مرکه چې ما کړې، ډیلیټ یې کړئ. هیڅ مې په کار نه ده. زه پخپله له خپل ټوېټر او فېسبوکه کار اخیستلای شم.

ما دغه ډاېرکیټ او این‌دایرکیټ کمیونېکشن، چې ولسوالیو ته سفر او بیا د خپل فېسبوک له لارې تر خلکو رسول، پیل کړ. مطبوعاتو بیا چل شروع کړ، له ما به یې کلیپ نه اخیست او د ملي امنیت له رییس څخه به یې خبري کلیپ اخیست، یا به یې له امینه قواندان څخه اخیست.

دوی غوښتل په دې ډول ما را ټیټ کړي، خو چې خبریالان به ورغلل؛ نو هغوی به ورته ویل، چې والي صاحب زموږ مشر دی، څه چې هغه ووایي، هغه زموږ خبره ده، موږ چا ته کلیپ نه ورکوو.

بېرته به مجبور شول چې له ما څخه کلیپ واخلي. دوی خپله لوبه کوله، خو موږ یې هم پر وړاندې له خپلو تکتیکونو ګټه اخیسته.

زه وایم چې شناخت ډېره مهمه مساله ده، یو ځای ته چې ځې، بايد بشري جغرافیه يې وپېژنې، سیاسي جغرافیه يې وپېژنې، اقتصادي جغرافیه يې وپېژنې. د مثال په توګه، ته سل په سلو کې فساد نشې ورکولای؛ ځکه والي خو په هر ځای کې نشي درېدلای؟

په چوک، ګمرک او ولسوالي کې خو نشي درېدلای. زما خبره دا وه، چې څنګه ولسوالانو او نورو ته صلاحیت ورکړل شي. حکومتولي خو یوازې په والي نه ښه کېږي. عین صلاحیت چې ما درلود، ولسوالانو ته مې هم ورکړ. عین صلاحیت چې ما درلود، رییسانو ته مې هم ورکړ. ما ولسوالانو او رییسانو ته دا هم ویلي وو چې که ستا په کار کې وکیلان مداخله کوي یا بل څوک، ځواب یې زه وایم. مسوولیت ما اخیست، خو کرېډیټ مې دوی ته ورکاوه.

همدا علت و چې ټول ولسوالان فعال و. رییسان فعال شوي وو، مخکې دوی دا کار نه کاوه. هر چا به کمېشن غوښت، دا سلسله ماته شوه. د ولسوالانو او رییسانو کار او فعالېدل په تغيیر او تبدیل نه کېږي. له دوی سره چې انګېزه پیدا شوه، بیا کار کوي. که دوی له ما سره دا کار نه وای کړی، په یوازې ځان خو والي څه نشي کولای.

دقیق: په ننګرهار سیمه‌يیزې محکمې تر پایه فعاله پاتې وې؟

میاخېل: نه؛ په لومړیو کې همداسې وو. زه چې کله ننګرهار ته ولاړم، څلورو ولسوالیو لکه کامه، ښېوه، بهسود او دره‌ی‌نور ته مامورینو او نورو خلکو تګ راتګ کولای شو، خو د نورو اکثرو ولسواليو مسوولان به په جلال اباد کې ناست وو.

وروسته چې کله امنیت را منځته شو، دوی ټول خپلو محکمو ته ولاړل. شپه او ورځ د ننګرهار ۲۶ ولسوالیو ته قاضیان، مامورین او هر څوک تلای شو. موخه دا وه چې هلته باید حکومتولي بېرته فعاله شوې وای. د حکومتولۍ شاخص دا دی چې یوازې امنیتي ځواکونه دې سیمو ته ځي، خبره په دې کې ده چې مامور تلای شي، که نه.

ولس ولسوالي ته راتلای شي، که نشي راتلای؛ نو زموږ لپاره معیار همدا و.

لنډه دا چې کله امن راغی، دا ټول شیان د سمېدو خواته روان شول. حکومتولي هم یو علم دی، داسې ساده کار نه دی. موږ ولسوالانو او رییسانو ته واک ورکړ، دوی فعال شول. کله چې ولسوالۍ فعالې نه وي، واکمنې نه وي، ولایت نشي واکمنېدای.

کله چې ما له ننګرهاره استعفا ورکړه، رییس صاحب ته مې وویل چې دا دی موډل جوړ شو، بیا يې د هماغه موډل د تطبیق لپاره د دفاع وزارت وړانديز را ته وکړ.

ما ورته وویل چې زه وزارت نه کوم. بیا یې وویل چې د لومړي مرستيال پوسټ ته راشه، هم ملکي پوسټ دی، هم په ټولو برخو کې همکار دی. له دې سره یې د ننګرهار د ملي امنیت رییس هم کابل ته تبدیل کړ؛ ویې ویل، تاسې به د ننګرهار موډل اوس دلته تطبیق کړئ.

متاسفانه کله چې زه کابل ته راغلم، پر دا سبا دفاع وزیر اسدالله خالد ناروغ شو. دلته نو زه د بحراني حالت سرپرست دفاع وزیر پاتې شوم. باید ووایم، هغه فارموله چې په ننګرهار کې موږ عملي کړه، په کابل کې مو عملي نشوه کړای.

دقیق: ننګرهار کې یو مهم کار د افغانیو ترویج  و. تاسې وویل چې نور باید په ننګرهار کې کالداره له بازارونو ټوله شي. دې کار لنډ‌مهاله غبرګونونه هم درلودل؛ نرخونه لوړ شول. طبعاً په لنډ مهال کې به یې دا ډول ستونزې جوړې کړې وي، یا ښایي ستاسې مخالفانو به تبلیغات کول.

ننګرهار هغه ولایت و، چې سل سلنه کالداره پکې چلېده، دا ډېره اوږده پروسه مو څنګه کابو کړه؟

میاخېل: ما مخکې هم وویل چې موږ په ننګرهار کې داعش هم ختم کړ، او د ننګرهار ټولې ولسوالۍ امن شوې. که ته یوې ولسوالۍ ته تللای نشې، قانون به څنګه پکې تطبیقوې؟

په جلال اباد کې څوک شپږمې او نهمې ناحیې ته نشو تلای. تر دې کچې ستونزې موجودې وې، خو کله چې امن تر و لسوالیو ورسېد، موږ د افغانستان د خپلواکي د سلمې کالیزې نمانځلو ته ډېر ښه ترتیبات ونیول. مراسم ډېر ښه ترسره شول. په خلکو کې ملي روحیه را پیدا شوه. هر څه ته باید لومړی انګېزه را پیدا کړې. زموږ انګېزه دا شوه چې نور باید افغانۍ وچلوو.

 که څه هم هلته د پاکستان، هند او ایران قونسلګرۍ وې. هغه ټولې د جاسوسي مرکزونه وو. دلته تبلیغ ډېر تېز و. په واقعیت کې به یو وړوکی شی و، دوی به ترې لويه کيسه جوړه کړه. دوی خپل کسان درلودل. په مدني فعالانو، ملکانو، ملایانو او نورو ټولو کې یې خپل کسان لرل.

ما د افغانیو د ترویج لپاره پخوانۍ لارې چارې ټولې وڅېړلې. دوی د بېلګې په توګه جریمه کول، په زور یې پر خلکو منل. دې کار امکان نه درلود؛ جریمه خپله د فساد باعث وه.

بل، دا پیسې چې له بانکه تر صرافانو رسېدې؛ دا ځل ما د تصمیم‌ګیري ډول په اصطلاح ډي‌سنټرلایز  يا غير متمرکز کړ. دا خبره مې وکړه چې څوک به نه جریمه کېږي.

پرېکړه مو وکړه، چې د سرغړونې په صورت کې به د یو چا دوکان  لومړی یوه ورځ بندېږي، دویم ځل به دوې ورځې، درېیم ځل که یې بیا هم دا کار وکړ، درې ورځې به یې دوکان بند وي؛ پر څلورم ځل یې باید لایسنس ترې واخیستل شي.

بله مساله د ماتو یا وړو پیسو لېږد و. په دې اړه ما په کابل کې له بانک سره خبرې وکړې، چې څنګه وړې پیسې ننګرهار ته را انتقال او ووېشي. دا زما تر ټولو لویه پروژه وه. ان ولسمشر غني ما ته ولیکل تا دا کار څنګه وکړ. ما ورته ولیکل چې مخکې دا ستونزې وې او موږ په دې شکل وکړ. بیا هغه امر وکړ چې نور والیان هم راوغواړي، چې زه دا موضوع ورته تشریح کړم. په همدې یې ما ته د وزیر محمد اکبر خان مډال هم راکړ.

موږ په لومړۍ میاشت کې پنځه څلوېښت میلیارده کالدارې له سيسټم څخه وایستلې. دا ډېرې زیاتې پیسې وې. په هغه وخت کې ښاغلی نوشېر د بانک رییس و. تاسې پوښتنه ترې کولای شئ، موږ یوازې بانک ته پنځوس تر شپېته میلیونه ګټه رسولې وه.

دا پیسې بیا موږ له صرافانو سره په همغږۍ له بېلابېلو لارو، پاکستان ته انتقال کړې؛ ځکه دا پیسې نور بانکونو هم نه اخیستې. دوی به بیا له هغه ځایه بېرته ډالر راوړل.

موږ د ښاروالي او نورو ادارو په ګډون شاوخوا یو نیم سل ټیمونه تیار کړل چې وړې پیسې به یې وېشلې. له موږ سره پیسې هم نه وې، چې په بدل کې یې څه واخلي. موږ به ولسوال یا ښاروال ته ویل چې تاسې پنځوس زره یا یو لک افغانۍ بانک ته یوسئ، چې هغه تاسې ته وړې پیسې درکړي، په شاوخوا دوکانونو کې یې تقسیموئ. مطلب دا کیسه مو هم د صرافانو له کنترول څخه ایستلې وه. دا یوه لویه پروژه وه، داسې ساده او وړه پروژه نه وه.

په نارمل ډول او جوړو هېوادونو کې هم د کرنسۍ تغيیر درې څلور کاله وخت نيسي، خو په ننګرهار کې دا کار په درې څلورو میاشتو کې وشو.

که څه هم دا کار پر نرخونو تاثیر لري او په ټوله کې، دومره اسانه کیسه نه وه، خو د ولس او ټولو ادارو اخلاص او اراده موجوده وه. دې کار ډېره ښه نتېجه ورکړه.

دقیق: میاخېل صاحب ستاسې له خبرو داسې را ته معلومه شوه، چې په ننګرهار کې تر ټولو ډېر کار او ستونزې په محلي حکومتولۍ کې وې. کوم کسان چې د والیانو په حیث تلل، هغوی ولایت په اړه بشپړ معلومات نه لرل، ستونزې یې نشوای تشخیص کولای. له بېلابېلو ادارو سره نه همغږي بله ستونزه وه.

لنډا دا چې د ستونزو دا لړۍ له مرکز څخه پیل وه، بیا تر کلي. پر کلیو دې کارونو مستقیم اغېز درلود. ناسمه حکومتولي فساد زېږوي او همدا ډول هر څه له خنډ سره مخ کوي. ستاسې نظر څه دی؟

میاخېل: د فساد تعریف همدا دی چې له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه فساد دی. لومړی دا چې ستا تعینېدل په واسطه  او روابطو وي، کار به څنګه کړې.

د بېلګې په توګه دغو لویو زورواکانو به والیان تعینول. دوی جمهور رییس ته ورتلل او یو څوک به یې پرې تعین کړ. مثلاٌ؛ که په هرات کې یو والي وي او د اسماعیل خان په خوښه تعین شوی وي، یا په ننګرهار کې یو والي وي او د زورواکانو په خوښه تعین شوی وي؛ نو هغه بیا له دوی ځان خوځولای شي؟

چارواکي هغه چا ته وفادار وي چې دوی يې تعین کړې وي؛ نظام او سيسټم ته هم وفاداري نه وي.

زموږ قوانین خراب نه و، خو تطبیق کېدل نه. که چېرې تاسې قوانین تطبیق کړئ، دومره ستونزې نه جوړېږي. قانون بیا لومړی له ځان نه پیلېږي، که تاسې یو شی پر ځان عملي نه کړئ، ولس په تصمیم‌ کې شریک نه کړئ، نه کېږي.

د حکومتولۍ تعریف همدا دی چې خلک د تصمیم‌ نيولو په پروسه کې را ګډ کړې او حساب ورکړې.

مثلاٌ؛ موږ د افغانیو په ترویج کې صرافان، وړې اتحادیې لکه د تیل پمپونو او نورو ټول په تصمیم‌ نيولو کې شریک کړل. دوی به راغلل پرېکړه به یې وکړه، بیا به مې دوی ته وویل چې راځئ اوس نو تاسې دا فیصله تطبیق کړئ.

زه باوري یم که چېرې دا اتحادیې له ما سره په تصمیم نيولو کې شریکې نه وای، کار به شوی و، خو په هغه ډول نه کېده، چې ما غوښت.

 دقیق: تاسې دا فرهنګ لری کړ چې والي دلته عام و تام واک لري. هر څه چې یې په ذهن کې وي، تطبیقولای یې شي. دې کار څومره ګټه وکړه؟

 میاخېل: البته والي واک لري، خو دا چې څنګه له خپل واک څخه ګټه واخلي، دا اړینه ده. که د دیکتاتور په ډول کار ترې اخلې، پایله نه لري، خو که داسې ګټه ترې اخلې چې وروره راشه په ګډه تصمیم نیسو! بيا يې لاسته راوړنې ښې وي.

د بېلګې په توګه ما دا خبره په خپل کتاب کې هم کړې ده چې د اقتصاد پوهنځي استادان ما ته راغلل او ویې ویل چې موږ د افغانیو په اړه یوه طرحه لرو. ما دوی ته د اتحادیو مشران، امنیتي او نور ټول رییسان را وغوښتل؛ دوی یو ساعت لکچر راکړ. وروستۍ خبره یې دا وه، چې تاسې اراده نه لرئ، چې افغانۍ رواج شي.

زه له خپلې څوکۍ پاڅېدم او هغه استاد ته مې وویل چې راشه دا زما پر څوکۍ ته کېنه او دا اراده ته تطبیق کړه. ته دا پیسې څنګه راټولوې، څنګه یې انتقالوې، د قېمتونو د لوړېدو مخه څنګه نیسې، وړې افغانۍ څنګه توزیع کوې؟

د احدي صاحب په وخت کې یوازې ۲۲ کانټینره کوینونه یا وړې افغانۍ چاپ شوې وې. دا په ارګ کې پرتې وې، ځای یې هم نیولی و، ما د بانک له لارې ټولې ننګرهار ته را انتقال کړې، دوکاندارانو او کسبه کارانو ته مو ووېشلې.

لنډا دا چې که تاسې ولس په تصمیم‌ کې شریک کړئ؛ نو حکومت ۹۹سلنه استخباراتي مساله نه ده. ډېر کم او محدود شیان دي، چې تاسې یې باید پټ وساتئ.

ډېر شیان باید له ولس سره یې شریک کړئ. مثلاٌ؛ زه دا تصمیم نیسم، ولې یې نیسم؟!

که هغه خبر شي چې دا تصمیم د دې موخې لپاره دی، بیا ستونزه نشته. بیا یې تطبیق کولای شئ. په هره ولسوالي کې چې به موږ تصمیم نیوه، خلک مو پرې خبرول. ویل به مو چې موږ دغسې کار کوو. ځینې وخت به یې ښه مشوره راکړه، بیا به مو په هغه نظر کې تغيیر راووست.

ولس تا ته ځینې وخت ډېرې ښې مشورې درکوي. له رییسانو او ولسولانو سره مو منظم مجلسونه درلودل؛ سیاسي، ټولنیز او د جګړې حالات مو شنل او مشورې مو پرې کولې. د چا په اړه چې تصمیم نیسئ، هغه باید په دې تصمیم خبر وي او ورسره شریک یې کړئ. څومره چې تاسې تصمیم شریکوئ، په هماغه کچه یې پایله ښه وي.

په اصل کې تقرر ډېره مهمه مساله  ده؛ ټوله خبره له همدې ځایه پیلېږي. که چېرې زه په هرات کې والي وای، دومره ژر نه بریالی کېدم، خو په ننګرهار کې ځکه کامیاب وم چې ننګرهار ما ته معلوم و.

هر سړی په هر ځای کې اغېزناک نه وي. په دې باید سړی ډېر فکر وکړي. په تقرر کې دا ډېر زیات اړین و چې څنګه وزیران باید ولرو، څنګه والیان ولرو، امنیه قوماندان مو باید څنګه څوک وي؛ پر دې ټولو باید ډېر زیات تمرکز او فکر شوی وای.

د یوه تنظیم کس به کار خراب کړ، د بل  ګوند کس به ورته راغی. ټوله ورځ به تغيیر او تبدیل پر همدې اساس کېده. ما د کورنیو چارو وزارت ته ولیکل چې که د موټر انجن خراب وي او تاسې ټوله ورځ د هغه موټروانان بدلوئ، دا ګټه نه لري. انجن سمېدل غواړي. موږ باید دا انجن جوړ کړو. دا سیسټم باید جوړ کړو، که نه؟!

مثلاٌ؛  که یو ځای کار نه کېږي؛ نو باید سړی ووایي چې لیډرشیپ خراب دی، مدیریت خراب دی، سرچینې نشته، قانوني ستونزه ده، دا باید سړی تشخیص کړي.

دقیق: تاسې مخکې وویل، چې زه د همدې موډل د تطبیق په موخه له ننګرهار څخه ملي دفاع وزارت ته را تبدیل شوم، ولې دلته دا کار ونشو، علتونه یې څه و؟

میاخېل: زه په ننګرهار کې والي وم، خو دلته دفاع وزیر دا نشول کولای چې د کورنیو چارو وزیر ته امر وکړي. دلته تاسې د ملي امنیت پر رییس امر نشو کولای. په محلي ارګانونو دې امر نشو کولای. دلته موږ په راس کې یوې بلې لویې همغږي ته اړتیا لرله. دا کار باید د ولسمشر دفتر او امنیت شورا دفتر کړې وای. متاسفانه موږ دلته دا هماهنګي رامنځته نشوه کړای. دلته په سر کې کشمکش و.

د بېلګې په توګه د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر او امنیت شورا د دفتر ترمنځ کشمکش روان و. هغې موخې ته چې موږ تللي وو، هغه ونشوه. البته زما په خپله ساحه کې کار وشو. ما په دفاع وزارت کې اته میاشتې کار وکړ. که تاسې د هغه وخت له خلکو په هغه ځای کې پوښتنه وکړئ، دوی به درته ووایي چې ما په ډېرو برخو کې اساسي بدلونونه راوستل، خو ډېر محدود وو.

مثلاٌ؛  تر ما مخکې موډل دا و چې څوکۍ پر قومونو وېشلې وې، دا د پښتانه څوکۍ ده، دا د تاجک او داسې نورو؛ ما دا شیان له منځه یووړل. ما ویل څوک چې ښه کار کولای شي، هغه که د هر قوم وي، باید مسووليت ورته وسپارل شي.

زما خپله تجربه دا ده چې یو ځل چې دندې د وړتيا پر بنسټ ورکړل شي، ملیتي ترکیب پخپله برابرېږي.

دا بیا داسې هم نه و چې په هغه قوم کې یې ښه کسان راوستل، هغه بیا زورواکانو خپل کسان راوستل. که هزاره مشرانو به څوک تعین کړ، هغه به هغه څوک و چې له دوی سره یې رابطه درلوده.

داسې یې نه کول چې د خپل قوم تکړه او ښه سړی دې یې راوستلی وي. تاجکو، پښتنو او نورو ټولو همدا کیسه روانه کړې وه. ما دا سیسټم له منځه یووړ.

ان زه یې په دې اړه پارلمان ته وغوښتم، ما ته یې وویل، له کومې ورځې چې ته راغلی یې، ملیتي ترکیب په نظر کې نه نیسې. ما ورته وویل زه پر دې هیڅ عقیده نه لرم. پر کوم څه چې باور نه لرو، ولې یې په نظر کې ونیسو.

د لوجسټیک رییس او ریاست د لوی درستیز تر لاس لاندې و. ما د لومړي مرستیال دفتر کې د تامنیاتو تر چتر لاندې را انتقال کړل. دا یو لوی تغییر و.موږ په دې کار سره اکمالات په اسانۍ تر ځواکونو ورسول. دلته حساب ورکول او شفافيت هم رامنځته شول. پخوا به داسې کیسه وه چې مصرف به یې هم پخپله کاوه، وېش به یې هم په خپله کاوه او حساب به یې هم خپل ځان ته ورکاوه.

د منجمنټ له مخې باید داسې نه وي. که ته یو شی مصرفوې یا یې چاته ورکوې، حساب يې باید بل څوک درپسې کړې. دا ډېر لوی تغیير و.

زموږ په وخت کې حد اقل دومره کار وشو چې یو ولایت سقوط و نه کړ. البته د هغې مفکورې لپاره چې موږ کابل ته تللي وو او دنده مو اخیستې وه، هغه و نشوه. له همدې کبله زه جمهور رییس ته ورغلم او ورته ومې ویل چې زه نور دا کار نشم کولای. هماغه و چې بیا یې زه په قطر کې سفیر تعین کړم.

ما ته یې وویل، که په قطر کې د سولې خبرې کېږي؛ نو ته په دې برخه کې تجربه لرې. دا مساله زما او ولسمشر تر منځ په دوه پر دوه ناسته کې مطرح شوه. وروسته زه تعین شوم، دفاع وزارت مې پرېښود. په قطر کې موږ انتظار و، چې د کوربه هېواد توافق راشي، هغه را نغی. وروسته په اګسټ کې کیسه بلې خوا ته واوښته او ختمه شوه.

دقیق: د دفاع وزارت اړوند یوه پوښتنه لا لرم. د افغانستان پر سقوط ډېرې څېړنې وشوې، د سیګار راپورونه خپاره شول، د تېرو چارواکیو خبرې دي، تبصرې یې دي؛ یوه خبره دا کېږي چې نړیوالو لوجيستکي ملاتړ کم کړ، عملیات یې محدود کړل، پر دې ټولو بحثونه کېږي.

د حکومتولۍ داخلي ستونزې یې بل فکټور دی او اغېز لري؛ تاسې هلته اته میاشتې تېرې کړې، په نظامي برخه کې د افغانستان د سقوط لاملونه څه وو؟

میاخېل: ګورئ! یو د وروستیو دریو میاشتو بحث دی؛ هغه یو بېل بحث دی. عوامل یې لوجسټیک، هوایي قواوي او د انګېزې ورکېدل دي. په امنیتي ادارو کې ډېر زیات تغیيرات راغلل. زما له راتګ سره شاوخوا پنځه شپږ وزیران تغيیر او تبدیل شول.

همدا ډول د امنیې او قول اردوګانو د قوماندانانو بدېدل. دا ورکه شوه چې اوس څوک له چا سره رابطه لري. تسلسل مات شو. زه په امریکا کې وم، ځینو والیانو به ما ته زنګ واهه چې په دغه ځای کې زموږ مشکل دی، څه وکړو؟ ما به ورته وویل، چې زه خو دا څو میاشتې شوې، چې له دفاع وزارت څخه وتلی یم. هغه به ویل چې زه پوهېږم چې ته هلته نه یې، خو که څوک پېژنې، زموږ دا غږ ور ورسوه.

په شمال کې سقوط پیل شو، خو هیچا ولس ته معلومات ور نه کړل. دا یې ورته و نه ویل، چې دا څنګه سقوط شول.

ایا په رښتیا یې څوک نیسي، که يې څوک ورته پرېږدي. ایا دا د قطر د معاملې په پایلې کې پرېښودل کېږي؟ هیڅ معلومات نه و. لاندې مقاماتو ته که معلومات و نه رسېږي، هغه څه کولای شي؟

دلته یو ډول معلوماتي خلا را منځته شوه. دا یې هغه وروستي مسایل دي، خو که دا شیان په اوږد مهال کې وڅارئ، بیا دوې درې مسالې دي.

لومړی دا چې سیسټم څنګه انډرماینډ شو، البته د کرزي صاحب له وخت بیا تر وروستیو پورې. له اضطراري لویې جرګې نیولې بیا تر وروستو پورې.

امریکایانو په کوم ځای کې اشتباه کړې ده. دوی له پیله افغانستان ته د نشنل ‌بیلډينګ يا ملت جوړونې لپاره نه و راغلي، دوی یوازې د کاونټ‌اف‌ټروریزم لپاره راغلي وو، خو افغانانو او کرزي صاحب بیا دا فکر نه کاوه. کرزي صاحب ويل، چې که کوتک هم پسې را وخلو، بیا هم دا امریکایان نه وزي.  کله چې په ۲۰۰۹ کې اوباما وویل، زه ځواکونه ډېروم او بیا په ۲۰۱۴کې وزم، موږ نه منل، چې امریکایان وزي.

یعني موږ خپل ځان تقویه نه کړ، موږ شل کاله فرصت له لاسه ورکړ. په وروستو درېیو میاشتو کې د ټرمپ په اداره کې دوې پوښتنې کېدې؛ ډېرې ساده وې.

له خپلو جنرالانو یې یوه پوښتنه دا وه، چې موږ دا جګړه ګټلای شو، که یې نشو ګټلای؟

هغوی وویل، چې جنګ ګټلای شو، خو ځواکونه باید اضافه شي.

ټرمپ وویل، ښه! که دا ځواکونه ډېر کړو او جګړه وګټو، نو موږ ته یې ګټه څه ده؟ 

ځکه، کله چې تاسې جګړه کوئ؛ نو یوه ګټه خو به یې لاس ته درځي؛ دوی دا نشوه ورته تشریح کولای چې زموږ ګټه څه ده.

لنډا دا هغوی وویل، چې نور باید موږ له افغانستانه ووزو، دا نور موږ ته ګټه نه کوي.  

البته دا لومړی ځل نه و، په ۲۰۰۳ کې هم عین مساله  شوې وه. هماغه جنرال رامزفیلډ ویل چې نور دلته نه پاتې کېږو، خو زموږ سیاسیونو دا نه منله.  ښاغلی اشرف غني چې هم راغی، ویې ویل، موږ ته دې breathing space راکړل شي. موږ ته اووه کاله وخت برابر شو، خو ځان مو پکې را ټول نشو کړای.

نو کله چې تا کوچ‌کشي ته مخه کړې وي او ځې؛ نو مجبور یې ټول شیان را ټول کړې. اخېري مساله  په همدې ډول وشوه.

دقیق: میاخېل صاحب! تاسې د افغانستان له سقوط مخکې ووتئ، بیا مو شاوخوا لس میاشتې مخکې د «جمهوري غوښتونکو» په نامه یو خوځښت پیل کړ. که څه هم وضعیت ډېر زیات پاشلی دی، په ځانګړي ډول طالبانو مخالف لوری ډېر پاشلی دی.

يو قشر د افغانستان پخواني سیاستوال دي، بل د افغانستان لوستی قشر دی او بيا همدا لوستی قشر هم سره وېشلی دی. ځینې د قوم پر بنسټ سره وېشلي دي، ځینې یې د حکومتولي د سيستم او راتلونکي په اړه د نظر تفاوتونه لري؛ په دې منځ کې تاسې د جمهوري غوښتونکو خوځښت پیل کړ، څه مو وکړل؟

ما ستاسې د څه مودې مخکې یو کلیپ لید، ویل مو چې موږ په اته ویشت ولایتونو کې کسان لرو، په دېرشو هېوادونو کې کسان راسره دي. په دې اړه که راته ووایاست.

همدا رنګه یوه بله مهمه پوښتنه چې کېږي، هغه دا ده چې له طالبانو سره د مبارزې لپاره خلک وېشلي دي، ځینې پر جګړه ټینګار کوي، ځینې پر سوله؛ تاسې هم له هغو کسانو یاست چې پر سوله تاکید کوئ، خو هغه کسان چې پر جګړه ټینګار کوي، دوی ان طالبانو ته یو نیابتي ډله وایي، دویم استدلال دا کوي، چې بل انتخاب نه لرو، د خبرو اترو ټولې لارې تړل شوې دي. ستاسې استدلال څه دی او په تېرو لسو میاشتو کې مو څه وکړل؟

میاخېل: لومړی دا چې کله افغانستان سقوط شو، له موږ سره دوې لارې وې. زه بېلابېلو ملکونو ته ولاړم، له خلکو سره مې ولیدل، له ډېرو سره مې خبرې وکړې، مشورې مې وکړې؛ واضح طرحه موجوده نه وه.

دلته دوه اپشنه وو، یا دا چې کرار کېنو، خپل برګر خورو  او باربکيو کوو او هیڅ د افغانستان په مسایلو کې برخه نه اخلو او بله دا چې د هغه مصیبت پر وړاندې چې زموږ پر ملک راغلی، فعال اوسو.

انتقاد په هغه چا کېږي، چې څوک کار کوي. په جمهوریت کې ډېر کسان وو، خو اوس یې څوک یادوي هم نه. که څه هم پر هغو ډېر اعتراضونه هم شته، خو د جمهوریت ټوله ملامتیا بیا پر هغو اچوي چې کار یې کړی دی.

ما او زموږ ملګرو دا تصمیم ونیو چې زموږ لپاره ناسته په کار نه ده. دا یو ملي او وجداني مسوولیت دی. موږ باید فعال واوسو. ښه نو چې فعاليت کوئ، نو څه کوئ؛ ځکه نو جمهوریت خو د چا شخصي ملکیت نه و؛ داسې نه و چې د دغو دوو دريو کسانو جمهوریت وي، دا خو د ټولو افغانانو او خلکو جمهوري ارزښتونه وو. ولسواکي ، اساسي قانون او د قانون حاکمیت خو ټول افغانان غواړي.

موږ باید له دې ارزښتونو تېر نشو. له همدې کبله مو د جمهوري ارزښتونو لپاره د جمهوریت غوښتونکو خوځښت پيل کړ.

موږ وویل چې جنګ د مسالو حل نه دی. تاسې دې تېرو لنډو پنځوسو کلونو ته کتنه وکړئ، داوود خان کودتا وکړه، مشکل حل نشو. خلقیانو کودتا وکړه، په زور یې واک ونیو، نتېجه یې ور نه کړه. مجاهدین راغلل، بیا طالبان راغلل، بیا بېرته جمهوریت را منځته شو، جمهوریت که ښه و که خراب، خو خلکو ساه ایستلای شوه.

خلکو پر حکومت انتقاد کولای شو، په والي یې نقد کولای شو، په جمهور رییس یې نیوکه کولای شوه، د بیان ازادي وه. دغو شلو کالو ډېر زیات ظرفیتونه ایجاد کړل، له دې ټولو نیمګړتیاوو سره سره یې بیا هم دوام و نه کړ. حکومتولي پياوړې نشوه؛ سقوط یې وکړ.

طالبانو په زور واک ونیو، دا دی دوه کاله یې وشول، خو په زور یې نشي چلولای.

موږ دا نه وایو چې طالب دې ووژل شي، ټول دې له منځه ولاړ شي؛ طالب هم باید د یوې سیاسي پدیدې په حیث دلته موجود وي، خو ټول افغانان باید دلته حق ولري.

موږ دا وایو، که اوس یو بل ګروپ راځي او طالب له منځه وړي، خو بېرته هماغه خبره ده. پایله نه لري.

پر دې ما د «تشدد ګټې او تاوان» تر نامه لاندې یوه مقاله هم ولیکله. که ته سیاسي مبارزه کوې او یا نظامي مبارزه کوې، په اوسني وخت کې باید ستا سیاسي چوکاټ جوړ وي.

ته د څه لپاره جګړه کوې، له جنګ وروسته څه موډل جوړوې؟

که د جګړې موخې معلومې نه وي، څومره چې جګړه اوږدېږي، هغومره مداخلې هم زیاتېږي. په هماغه کچه جګړه ستا له واک او اختیاره وځي.

د خلقیانو په وروستو کې جګړه د دوی له واکه وتلې وه؛ ځکه تصمیم د روسانو په لاس کې و. مجاهدینو چې په کوم نیت پیل کړې وه، وروسته یې جګړه له واکه ووتله. همدا ډول په تېر جمهوریت کې، چې کله جګړې دوام وموند، حکومت چپه شو.

اوس هم که څوک جګړې ته زړه ښه کوي؛ نو کورنۍ، سیمه‌يیزه او نړیواله مداخلې ډېرېږي او افغانستان د نورو نیابتي جګړو پر مرکز بدلېږي.

موږ جنګ نه غواړو، خو یو سیاسي تفاهم ته باید ورسېږو، چې موږ په افغانستان کې څه غواړو. که دا  توافق ونشي، نتېجه نه ورکوي.

که ستاسې فکر و، موږ په لومړي ځل هم دا خبره وکړه، چې د تفاهم لاره باید را منځته شي. بین‌الافغاني ګفتمان باید را مینځته شي. بلاخره په افغانستان کې یو قانون وي، ولسواکي وي او په دې ډول چې طالبان روان دي، دا دوام نشي کولای.

زموږ خبرو که نور هیڅ نه و، دا ګټه یې ورسوله. ما په خپله مقاله کې دا ذکر کړي چې د دې جګړې لېډرشیپ به د چا په لاس کې وي؟

نظامي جګړې عقبه چېرې ده؟ د همدې جګړې لپاره به امکانات او پیسې څوک ورکوي؟ له جنګ وروسته کوم ډول نظام راولئ؟

کله چې له دې ټولو یو هم څرګند نه وي، یوازې د وژلو لپاره جګړه نتېجه نه لري. په سیاسي اړخ کې د واحدې قوي رهبرۍ تشه شته او دا یوه نیمګړتیا ده. عقبه نشته، دا اوس د جګړې امکانات هم نشته.

نن چې طالب تر فشار لاندې دی، دا خو تر نظامي فشار لاندې نه دی، بلکې تر سیاسي فشار لاندې دی. که څه هم دا غږ ډېر وېشلی دی، واحد نه دی، خو بيا هم پر طالب فشار شته. دا ټول لا همغږي هم نه دي، خو بیا هم خپل تاثیر لري.

همدا خبرې دي چې طالب یې تر خپل فشار لاندې کړی دی. په اوسني وخت کې همدا د عدم تشدد مبارزه تر تشدد ډېر موثره ده. په همدې خاطر او د همدې لپاره کار کوو.

د جهوري غوښتونکو خوځښت دا دی جوړ شو، خو دا د ټولو ستونزو حل نه دی. له نورو سره باید یو ځای شو. اوس موږ له څو نورو سیاسي جریانونو سره یو ځای شوي یو، موږ پر ځینو اصولو توافق کړی دی.

که تاسې په اصولو یو ځای نشئ، بېرته مو ايتلاف له منځه ځي. ایتلافونه بېرته شکېږي. زموږ او څلورو نورو جریانونو تر منځ اوس قوي ایتلاف دی. موږ اوس د شپږ میاشتو لپاره اسحاقزی صاحب مشر تعین کړی دی. د ایتلاف د «سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت» په نامه کار کوي.

څلور مرستیالان لري، له څلورو جریانونو څخه یو یو معاون لري. خپل ویاند لري؛ زه یې ویاند یم. د شپږو میاشتو لپاره یې مشر ټاکل کېږي. وروسته بیا د «الف ب» پر اساس بل کس ټاکل کېږي. اوس هڅه کوو او له نورو سیاسي جریانونو سره په اړیکه کې یو، چې دا نهضت نور هم پراخ کړو. بلاخره څاڅکی څاڅکی پر سیند بدلېږي.

په لومړیو کې ډېره د بې‌اعتمادۍ فضا وه، هیچا پر یو بل باور نشو کولای. موږ په دې منځ کې یوه لویه کتله را ټوله کړه او پر یو بل مو اعتماد وکړ. له نورو سره یو ځای شوو، پر هغوی باور وکړو. موږ تحرک پیل کړی دی او غواړو د افغان داعیه ژوندۍ وساتو. دا چې کله دا خبرې پیلېږي، کله سوله راځي، یا فرضاً د طالب فکر تغيیر کوي؛ ښایي موږ له کمو ستونزو سره مخ شو.

که چېرې دوی تغيیر نه کوي، موږ به خپله داعیه ژوندۍ ساتو. که داسې ونشي افغانستان به بیا د نیابتي جګړو مرکز شي او جګړه موږ ته ګټه نه لري. یو څه چې ګټه نه لري؛ نو په هغه کې ونډه اخیستل هم ګټه نه لري.

دقیق: دلته یوه بله جدي پوښتنه شته، باید ډېره واضح مطرح شي؛ هغه دا چې ډېر دري ژبي وروڼه تاجک، هزاره یا ازبکان په دې نظر دي، یا تل فکر کوي او وایي چې پښتنو تل واک انحصار کړی دی. متمرکز کړی یې دی او په سر کې يې دوی دي.

دوی ادعا کوي چې که د طالبانو حکومت وي هم انحصاري دی، په واک کې دوی دي. همدا ډول په جمهوري او متمرکز نظام هم همدا نیوکه لري. د دوی حد اقل غوښتنه دا ده چې نظام بايد غیر متمرکز وي، هغه که فدرالي هم نه وي؛ تاسې له دې کسانو سره چې لویه کتله ده او دا ډول غوښتنې لري؛ ستاسې په ایتلاف کې هم د دې ډول نظر کسان شته؟

د دوی پر دې غوښتنه او داعیه بايد ولې بحث او خبرې اترې ونشي؟

میاخېل: ګورئ! هر نظام د اصلاح وړ دی. که تاسې په نړۍ کې وګورئ، مختلف نظامونه شته. په پاکستان کې فدرالي نظام دی، هند هم فدرالي نظام لري. امریکا په خپله یو فدرالي نظام دی، خو خبره دا ده چې ته دا غیر متمرکز نظام په کوم ډول یا شکل جوړوې؟

خبره داده چې موږ دلته غیر متمرکز نظام درلود. د قدرت جزیرې په خپله همدا غیرمتمرکز نظام و. نتېجه یې ور نه کړه. د مجاهدینو په وخت کې شمال له دوستم سره و، غرب له اسماعیل خان سره، مشرقي له حاجي قدیر سره و، پر کابل د احمدشاه مسعود او حکمتیار جنګ و؛ یو غیر متمرکز نظام و، نتېجه یې ور نه کړه.د افغانستان منابع او جغرافیه دې ته جوړه نه ده.

که زموږ ګاونډيو هېوادونو ته هم وګورې؛ نو یو مرکزي نظام ته اړتیا ده. دلته بیا فدرال او محلي قوانین دي. دا یو لوی بحث دی. دا څوک چې د غیر متمرکز نظام نارې وهي، دوی پر دې نه پوهېږي چې څنګه به یې راولي. څنګه به یې مدیریت کوي؟

د بېلګې په توګه ځینې وایي چې والیان دې انتخابي شي. فرضاً والیان انتخابي شول، بیا په ولایت کې هم هماغه ستونزه ده، کومه چې په مرکز کې ده.

 مثلاٌ؛ ننګرهار ته به څوک راځي، هغه کس به راځي چې ټوپک ورسره وي. ولس په دې کې سهم نه لري. اوس که سړی یو قدم ښکته ځي؛ هغه وخت به هم موږ په کورنیو چارو وزارت کې بحث کاوه، چې که ولسوالان انتخابي کړو، څنګه به وي.

شورا انتخاب شي او شورا خپل مشر تعین کړي، خو موازي ادارې جوړول نه دي په کار. دا سمه نه ده چې منتخبه شورا هم وي او ولسوال هم وي؛ ځکه بیا د دوی تر منځ ټکر راځي. والیان دې مرکز تعین کړي او ولسوالان دې شورا او ولسوالي تعین کړي.

د همدې لپاره لاره پیدا کېدای شي، خو دا وروستي بحثونه دي. په طب کې یوه اصطلاح ده، ټراژ یې بولي. مثلاٌ؛  تاته لس مریضان راځي، ته باید وګورې چې لومړی کوم ناروغان تداوي کړې.

موږ په پیل کې یو قانونمند حکومت ته اړتیا لرو. دا بیا وروسته مسایل دي چې څنګه یې جوړوې.

اوس خو چې څوک په دې اړه خبرې یا غوښتنه لري، طرحه نه لري، ور معلومه نه ده چې څه غواړي. دا یوازې شعارونه دي.

که تاسې له یو چا څخه د فدرالي نظام پوښتنه وکړئ، دی پرې نه پوهېږي، چې دا څنګه حکومت دی.

ګورئ موږ او تاسې ډېرې ساده ټاکنې درلودې، هغه مو کوم حد ته ورسولې؟ اوس که ته په هره ولسوالي کې دا ټاکنې کوې؛ نو جنجالونه به کوم ځای ته ورسېږي؟

نو لومړی باید یو مرکزي حکومت او قانون جوړ کړې. پر قانون باید جرګه را وغوښتل شي، یا ریفرنډم  وشي، خو یو ځل باید دې ځای ته ځان ورسوې.

دقیق: میاخېل صاحب لکه تاسې چې دې موضوع ته خپل استدلال او مثالونه لرئ، هغوی هم طبعاً خپل مثالونه او استدالونه لري. له همدې ادرسونو سره تاسې د تماس هڅه کړې ده؟ د یوه ډیالوګ زمینه برابره شوې ده؟

میاخېل: موږ دوه ډوله شرایط لرو. لومړی دا چې څوک له موږ سره یو ځای کېږي، طبعاً هغه باید له موږ سره زموږ شرایط ومني. بل دا چې په افغانستان کې باید څنګه یو مشروع حکومت را منځته شي، پر دې بیا بحث کېدای شي، دا یوه بېله مساله  ده. زه تېره میاشت په ترکیه کې وم، پر همدې موضوعاتو مو بحث درلود.

ما وویل چې په دې اړه له دوی سره واضح طرحه نشته. یوازې شعار دی، هغه هم له دې کبله چې د ځان لپاره یو څه ولري. په ډیموکراسي کې ښه والی همدا دی، چې ته وایې، دا سيسټم ښه دی او زه وایم چې خراب دی. په اخېر کې به فیصله پر څه کوې؟ قانون به جوړوې. قانون به بیا څوک تصویبوي؟ ولس به یې تصویبوي. داسې خو نشي کېدای چې زه یو پروفیسور یم او دا اکاډمیک سند لرم؛ نو زما خبره دې هرومرو ومنل شي.

قوانین خپله پروسه لري. موږ باید لومړی دې پروسې ته ورسېږو.

دقیق: یوه بله پوښتنه دا چې سنتي سیاستوال چې ډېر یې د مذهبي ګوندونو غړي دي، اکثراً په ترکیه کې مېشت دي. سره له دې چې پر دوی د فساد او نه ظرفیت نیوکې شته، بیا هم سره را ټول دي او په یوه خوله دي. ادرس لري او یوه خبره لري؛ بلې خواته لوستی اقشار او د مدني ټولنو پخواني غړي او ټولنې لا هم سره وېشلي دي، ولې؟

میاخېل: دوی ځکه مطرح دي چې دوی دوه شیان لري؛ یو دا چې هر یو ګوند لري، امکانات لري او له یو ملک سره رابطه هم لري.

موږ ولې د جمهوري غوښتونکو خوځښت جوړ کړ؟

کله چې ته ادرس و نه لرې، وېشلې یې، هیڅ نشې کولای. سیاست د هغه چا دی چې منظم وي. اوس که یو څوک له سیاست سره مینه لري، خو نه غواړي په کوم ګوند کې و اوسي او یا که د حزب په راس کې نه وي، بل څوک هم نه مني.

همدا اوس ستاسې تر مرکې مخکې موږ د جمهوري‌ غوښتونکو مجلس درلود. د مثال په توګه په دې بله میاشت کې زموږ د ایتلاف مشري د جمهوري غوښتونکو نوبت دی. باید یو څوک مشر شي.

ما په مجلس کې وویل چې تاسې هر څوک ټاکئ، موږ یې منو. دوی زه تعین کړم، خو ما له دوی پوښتنه وکړه، هغه قوانین چې ته په خپل حزب کې و نه منې، په خپله ډله کې يې و نه منې، په خپل سیاسي جریان کې یې و نه منې، پر بل چا یې بیا څنګه تطبیقوې؟

زموږ د تنظیمونو د نه پرمختګ یو علت همدا شی دی. دوی ټاکنې د نورو لپاره غواړي، خو په خپل حزب کې یې نه غواړي. میراثي شکل دی او روان دی.

دا ګوندونه چې نه قوي کېږي، لوی علت یې همدا دی چې له پلاره زوی ته پاتې وي او له هغه بل کس ته په وراثت پاتې وي.

دقیق: مخکې تاسې د نوي قانون په اړه وویل او د دې قانون لپاره به بیا لویه جرګه را غوښتل کېږي، دا خو اوس په افغانستان کې ناشونې ده، د افغانستان ټوله خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده. حکومت یې دی؛ نو یو بل سند، مثلاٌ؛ د جمهوریت د دورې د اساسي قانون  پر محور د راټولېدو امکان نشته؟

ځکه که هر څوک خپله طرحه وړاندې کړي، ډېر ادرسونه دي، زه فکر نه کوم، چې بیا د دې ټولو د توحید کېدو او راټولېدو امکانات وي.

میاخېل: خبره دا ده چې هر څه یو ټرانزېشن/ transition يا انتقال ته اړتیا لري چې له بد حالته ایډیل حالت ته ورسېږي.

د مثال په توګه اضطراري لویه جرګې په اړه په بن کې یوه پرېکړه وشوه، چې د پاچا له صلاحیتونو پرته، د ۱۹۶۴ اساسي قانون د تطبیق وړ دی. بيا نو د نوي اساسي قانون تر تصويب او توشيح پورې کارونه د هماغه اساسي قانون پر بنسټ مخکې چلېدل.

نوی قانون چې کله د ۲۰۰۴ په وروستو کې جوړ شو، کارونه د هماغه پر اساس روان شول. اوس موږ ويلای شو چې دا قانون دې تر شپږو میاشتو او یا یو کال پورې د اجرا وړ وي.

دا خو یوازې قانون نه دی، نور قوانین هم پسې تړلي وي. په دې لنډمهاله دوره کې چې دوه کاله وي، تاسې دا قانون پلی کوئ، خو وایئ چې په دې دوران کې به په دې قانون کې اصلاحات راولو.

اصلاحات هم داسې نه دي چې یو څو کسان کېني او اصلاحات راولي. دا اصلاحات ولس وړاندې کوي. د قانون جوړونې پروسه همدا ډول ده.

زموږ په ولس کې د دې لپاره یا لویه جرګه شته، یا ریفرنډم دی. که داسې و نشي، بیا خو دا قانون نه دی، د یو څو کسانو لیکلی سند دی.

اوس که طالبان وایي چې موږ واک نیولی دی؛ نو قدرت خو ډېرو نیولی؛ مګر په زور نیولی واک تر ډېره نه پاتې کېږي.

د طالب په مقابل کې سیاسي اپوزیسون شته، نړۍ په رسمیت نه دی پېژندلی، بېلابېلې افراطي ډلې په افغانستان کې فعالیت لري؛ پایله دا کېږي، چې ورو ورو دا وضعیت د دوی له کنترول څخه وځي.

له همدې کبله موږ وایو چې د نظام مشروعیت ډېر اړین دی.

د نظام مشروعیت لپاره بیا یو «روډ‌مپ» یا لارنقشې ته اړتیا ده. موقت حکومت بايد د څومره وخت لپاره وي، یا که یو څوک وټاکل شو؛ نو هغه به تر قیامته پورې پر ګدۍ ناست وي، یا به هغه امیرالمومنین وي؛ نو دې روډمپ/ لار نقشې او توافق ته ضرورت دی.

دقیق: میاخېل صاحب! دا خو به هغه وخت کېدل چې تاسې او ټول جهتونه سره را ټول وای، بیا مو له طالب سره خبرې کولای؛ نو هغوی ته به مو ویل چې ستاسې راوستلی موډل د دوام وړ نه دی.

اساسي قانون نه لرئ، د واک د انتقال مساله په تاسې کې واضح نه ده، ستاسې د مشرانو او د راس د کسانو واکونو مشخص او واضح نه دي. دا خو وروستی بحث دی.

زما بحث دا دی چې د طالبانو مخالف کسان، د هغوی مخالفې ډلې، ګوندونه او لوستي کسان چې له افغانستان څخه بهر دي؛ د دوی د انسجام لپاره څه په کار دي، څه شوي دي؟

میاخېل: موږ د همدې انسجام لپاره هڅې کوو چې یو ادرس پیدا شي. زموږ ادرس دا دی چې اوس له نورو ادرسونو سره یو ځای کېږو. البته په خپلو اصولو ورسره یو ځای کېږو.

که څوک په افغانستان کې ولسواکي غواړي، اساسي قانون غواړي، ټاکنې غواړي؛ پر دې موږ توافق کړی دی، دوی راسره یو ځای کېدای شي. زموږ دا قوت اوس غوړېږي او پراختیا مومي، که بیا څوک مخالف نظر لري، له هغه سره به وروسته کېنو او خبرې به کوو.

په سیاست کې خاموش اکثریت یا تعلیم یافته هیڅ رول نه لري؛ سیاست کې هغه څوک رول لري چې منسجم او فعال وي.

په سیاست کې چې برخه وانه خلې، ګوند و نه لرې، له یو چا سره رابطه و نه لرې؛ هیڅ مطرح نه یې. ما ولې ادرس غوښت، موږ دا ادرس ځکه جوړ کړ چې پخوا که موږ یو ځای ته تلو، موږ ته به یې د یو فرد په حیث کتل، د قضیې د طرف په توګه یې نه را ته کتل.

ان په ارګ کې یوه ورځ چې دومره ډېر مجلسونه کېدل او تر دفاع وزارت پورته کوم وزارت نه و؛ موږ د امنیتي سکټور وزیران یې وغوښتو چې راشئ، تاسې هم د قضیې طرف یاست؛ ځکه موږ سیاسي ادرس نه درلود.

دوی به هغه څوک را غوښتل چې سیاسي ادرس یې درلود؛ نو لنډه دا چې په سیاست کې خاموش اکثریت هیڅ مانا نه لري.

خاموش اکثریت تخریب کولای شي، خبرې کولای شي، انتقاد کولای شي، لیکل کولای شي؛ هغه مسیر ته چې پخپله رول ولري، هغه نشي کولای.

تر هغو چې ته یو سیاسي جریان و نه لرې، ادرس و نه لرې، هیڅ نشې کولای.

دقیق: زما اصل پوښتنه دا وه چې تاسې د جمهوري غوښتونکو په حیث اصول لرئ او که بل څوک درځي باید ستاسې اصول ومني، خو دوی به هم وایي، چې موږ خپل اصول لرو؛ نو تېر اساسي قانون د مشترکو اصولو د مجموعې په صفت د تعامل لپاره ستاسې تر شخصي اصولو اسانه سند نه دی؟ 

میاخېل: موږ ولې جمهوریت غوښتونکو ته ضرورت پیدا کړ. زموږ اصول ډېر ښکاره او واضح دي. موږ پينځه شیان غواړو. څوک چې زموږ د جریان برخه کېږي، باید دا ومني. موږ چې اوس له څلورو پنځو ادرسونو سره ایتلاف کړی، پر همدې اصولو مو توافق کړی دی.

نور حزبي سیاست د هر چا خپل دی. موږ که اوس ځو او له بل چا سره کېنو، نو پر دې غټو مسالو خو باید توافق سره ولرو.

د افغانستان حاکمیت منئ، که یې نه منئ؟ ټاکنې منئ؟ اساسي قانون دې وي، که نه؟

 پر همدې پينځو شپږو اصولو توافق کولای شئ، کنه؟

راځئ چې اوس د همدې لپاره کار وکړو. دا چې اساسي قانون بیا څه ډول وي، دا بیا پراخ او بېل بحث دی. ته کولای شې له یو ځای څخه یې پیل کړې او بلې خواته ولاړ شې. موږ خو په نارمل حالت کې نه یو، کاش داسې ګوندونه مو لرلای چې یو موټي وای. ټول پاشلي یو.

یو په یوه ملک کې دی، بل په بل ملک کې، څوک په وطن کې پاتې دي. یوازې دا ښه والی راغلی دی چې تر پخوا اوس امکانات ښه دي. وټس‌اپ شته، زوم شته، فېسبوک او نور شته، خلک ک له یو بل سره اړیکې نیولای شي.

دې ته زمینه مساعده ده چې خلک ژر ژر له یو بل سره حال وکړي او ورسره وګوري. په عین حال کې بې باوري هم موجوده ده. ته نشې کولای په پټو سترګو یو چا پسې ولاړ شې.

موږ چې اوس یو ځای شوي یو، پر یو بل مو اعتماد درلود، یو بل مو پېژندل چې سره یو ځای شو.

دقیق: یعني دا چې باور لرئ، ستاسې اوسنی خوځښت یا دا ایتلاف به وکولای شي، په راتلونکي کې یا تاسې له دوی سره، یا دوی له تاسې سره په ګډه له ژبني، مذهبي او نورو تړاونو ورهاخوا پر یو بریالی جریان بدل شي، که څنګه؟

میاخېل: همدا اوس هم له موږ سره په دې ایتلاف او جریان کې هر ډول خلک شته، په دې ګوندونو کې میکس خلک دي. داسې نه دي، چې یوازې پښتانه سره راټول یو. زموږ موخه همدا ده چې دا سرحدونه باید مات کړو. پر اصولو توافق وکړو. ډیموکراسي یوازې په شعار نه کېږي، دا بیا نيشنلیزم دی او په نشنلیزم کې چې وحدت رامنځته نشي، بیا نو کيسه د بې اتفاقۍ او تجزیې لور ته ځي.

له همدې کبله وایم، کاش موږ قوي جریانونه درلودای. زموږ په تېرو شلو کالو کې همدا هم یوه لویه خلا وه، چې ډکه مو نشوه کړای.

علت یې دا و چې کرزي صاحب بېخي سیاسي جریانونه نه غوښتل، ډاکټر صاحب غني وعده وکړه، خو کله چې څوکۍ ته ورسېد، بیا وعده پاتې شوه. سیاسي خلا خپله یوه ډېره لویه مساله  ده او هغه په سیاسي جریانونو ډکېږي، په افرادو نه کېږي.

دقیق: میاخېل صاحب! لکه مخکې چې تاسې وویل، اوس نارمل او ایډیل حالت نه دی. خلک له فردي ازاديو محروم دي. طالبان لا هم چا په رسمیت نه دي پېژندلي. په داخل کې هم داسې مرجع نشته چې دوی له هغوی مشروعیت اخیستی وي. پر طالبانو او حکومت يې بنديزونه لګېدلي دي. له افغانستان سره یوازې بشري مرستې کېږي.

تاسې او نور مخالف اړخونه به ممکن له نړیوالو سره هم په اړیکه کې یاست، هغوی څه وایي؟

مثلاٌ؛ ځینې خلک له افغانستان سره د مرستو په اړه وایي، چې دا مرستې دې دوام وکړي، ځینې وایي دا مرستې دې دوام نه کوي، پر دې مرستو طالبان تقویه کېږي.

د افغانستان د سفارتونو د تخلیې او ورسپارلو مساله  ده، چې ګاونډیو هېوادونو طالبانو ته وسپارل، له طالبانو سره د نړۍ د تعامل په اړه مو نظر څه دی؟

میاخېل: ګورئ، بشري مرستې باید په هر لحاظ دوام وکړي، ولس له ستونزو سره مخامخ دی. البته له دې مرستو به څه اندازه طالب هم ګټه اخلي، خو د کنټرول یو میکانیزم يې باید ایجاد شي. پر همدې هم بحثونه روان دي، خو قطع کول یې د افغانستان لپاره ښه کار نه دی.

په هر حال ولس تر فقر لاندې دی، سیاسي مسایل له دې بېل دي.

له طالب سره د تعامل په برخه کې باید ووایم چې څوک یې د سیال په حیث نه مني. تاسې هم دا دی حالات تعقیبوئ، نه پاکستان طالبان خپل سیال ګڼي، نه یې ایران ګڼي. یوازې د ویزېټور په حیث ځي راځي، په مجلس کې یې هم څوک نه کېنوي. ازبکستان ته ولاړو، خو په غونډه کې اجازه ور نه کړل شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سپکه لهجه مو ولیده، چې متقي ته یې کاروي. پاکستان ته ځي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یې ښه راغلاست ته نه ورځي.

همدا د مشروعیت نه لرل، لویه مساله  ده. استاد رباني هم ناست و، خو هغه حکومت نه و. نظام او سيسټم نه و. قانون حاکم نه و. دلته هم چې کله تاسې یو چیک‌پاینټ ته ورځئ، هغه طالب هم ولسوال دی، هم قاضي دی، هم څارنوال دی. هر رنګه چې یې خوښه وه، له تاسره هغه ډول چلند کوي.

په دې ډول اقصادي رشد نشي راتلای. د افغانستان ستونزې پرې نشي حل کېدای، د جګړې مخه پرې نشي نیول کېدای.

ابن قرطبه وایي چې د یو نظام لپاره اردو په کار ده، اردو بې پیسو نه جوړېږي، پیسې بیا د انکشاف په نتېجه کې پيدا کېږي، خو انکشاف بیا د ښې حکومتولي له کبله را منځته کېږي.

ښه حکومتولي بیا خپل تعریف لري، په دې کې نظام، سيسټم، حکومت ، قضایه او مقننه قوه شامل دي.

میراثي‌توب حکومت نه دی. دا ټول پر نظام او رشد باندې اغېز لري. بل ډول يې دا دی، لکه په یو زندان کې چې یې، ډوډۍ در رسېږي او ژوندی یې، هغه بیا بېله مساله  ده.

له همدې کبله د نظام او قانوني حکومت راتګ ډېر اړین دی. نن راځي، که کال او یا دوه کاله وروسته راځي، خو څومره چې ژر راشي، ښه خبره ده.

دقیق: میاخېل صاحب! اوس طالبان په واک کې دي، حکومت یې دی. دوی وایي، پر سل سلنه خاوره حاکم یو، ولس راضي دی، په یوولس ورځې مو حکومت نیولی دی. دوی که څه هم عملاً ټاکنو ته نه درېږي، چې معلومه کړي، ولس رښتیا راضي دی، که نه دی. دوی وایي، موږ له نړۍ سره رابطه لرو، تګ او راتګ شته، یوازې د رسمیت اعلان نه دی شوی. په دې ډول خو دا دی وضعیت روان غوندې ښکاري، له دې خنډونو ورهاخوا دوی ته کوم خنډ نشته. دوی په تور لېست کې، یا د سفر بندیزونو اړوند کیسو ډېر غوږ نه ګروي.

په داخل کې حکومت روان دی او په دې ډول دوام کوي. اوس تاسې یا مخالف ادرسونه لپاره څه په لاس کې لرئ، چې وضعیت پرې تغیير شي؟

میاخېل: په داخل کې خو تاسې ته حالات معلوم دي، پر فېسبوک د لیکلو له امله هم یو څوک نیسي او بندي کوي یې، یا یې له منځه وړي. اما په بهر کې د مېشتو افغانانو مبارزه د دې باعث شوې چې طالبان څوک په رسمیت و نه پېژني.

همدا په خپله لوی فشار دی. تر هغو چې هلته یو مشروع حکومت را منځته نشي، دا بد وضعیت به همداسې دوام وکړي.

دا چې تر کومه وخت پورې دوام کوي، دا به وخت او حالات معلوموي. البته ډېر دوام نشي کولای. که طالب وایي چې ما حکومت نیولي، د خلقیانو حکومت تر دې ډېر قوي و، هغه هم یو ګوند و، نفوذ یې درلود، قوت او سوپر پاور یې تر شا ولاړ و؛ نتېجه یې ور نه کړه.

جمهوریت هم ډېر قوي حکومت و، ملي مشروعیت او ډېر قوتونه یې تر شا ولاړ و، خو کله چې حکومتولي خرابه شوه، نتېجه یې ور نه کړه.

د دې ټولو په نسبت طالب په ضعیف حالت کې دی. ټاکنو ته غاړه نه ږدي؛ نو نه معلومېږي چې ولس یې څومره پلوي کوي. ښوونځي یې د ښځو له وېرې تړلي دي، د ښځو د مظاهرو تاب نه لري. دوی وېرېږي چې که مکتبونه پیل شي او ښځې مظاهرې وکړي، دا په خپله دوی ته سرخوږی دی.

له همدې کبله ویلای شو چې دا حکومت په ډېر ضعیف حالت کې دی. بل دا چې سیمه‌يیزه اجماع نشته، نړیواله اجماع نشته، هر سړی خپلې موخې پکې لري.

په داخل کې افراطي ډلې بله مهمه موضوع ده؛ لنډه دا چې دا ټوله کیسه نور د دوی له کنټرول څخه وځي. په ټوله کې چې اوس افغانستان ته ګورې، متاسفانه سم لوري ته نه یو روان. حالات بد لوري ته روان دي. زه او زما دوستان په خپله د همه‌شمول حکومت غوښتونکي نه یو. موږ د همه‌شمولې پروسې طرفدار یو.

همه‌شمول خو دا مانا چې هلته یو پينځه تاجکان او اوزبکان کېنوه، بیا وایه چې دا همه‌شمول حکومت شو.

دا طبعاً د افغانستان ستونزه نشي حل کولای، خو همه‌شموله پروسه ځکه مهمه ده چې ټول افغانان پکې برخه واخلي، د نظام مشروعیت را منځته شي.

کله چې داخلي مشروعیت را منځته شو، بیا نړیوال مشروعیت پخپله ترلاسه کېږي. که چېرې ته داخلي مشروعیت و نه لرې، بيا که دې نړیوال په رسمیت هم وپېژني، ګټه نه لري.

مثلاٌ؛ مخکې جمهوریت ټولۍ نړۍ په رسمیت پېژندلی و، خو دا چې کورنۍ حکومتولي یې خرابه وه، ستونزې پيدا شوې او سقوط یې وکړ.

 که په کور کې تعامل جوړ نه وي او له نړۍ سره هر څومره تعامل وکړې، پایله یې ښه نه وي.

 لنډه دا چې موږ باید د کورني مشروعیت لپاره هلې ځلې وکړو. په حکومتولي کې پبلیک‌ لیډرشیپ ډیپلوماسي ډېره ضرور ده.

د مثال په توګه، ښایي یو سړی ډېرې ښې ټاکنې هم وګټي، خو چې وروسته بیا کار و نشي کړای، نتېجه نه ورکوي. پاکستان اوس ښه او ژوندی مثال دی. مشروع صدارعظم شته، خو عام مقبوليت نه لري او دا ډېره اړینه ده. د ولس ملاتړ او اراده تر نړیوالو مرستو هم ډېره مهمه ده.  مرستې په خپله راځي او کېږي؛ دا ډېره لویه ستونزه نه ده.

دقیق: ډېره مننه ښاغلی میاخېل صاحب. اوږده حوصله مو وکړه، د مرکې په پای کې که تاسې د شیشه میډیا لیدونکو او اورېدونکو ته کوم پیغام  او خبرې لرئ، مهرباني.

میاخېل: مننه، زما له ټولو دوستان او هېوادوالو دا هیله ده، چې حد اقل لږ د خپل وطن د حالاتو په اړه مطالعه وکړي.

 خپل تاریخ ولولي، له واقعیتونو خبر شي. د واقعیتونو په چوکاټ بیا ته پرېکړه کولای شې. که ستا معلومات سم نه وي، قضاوت هم نشې کولای.

له همدې کبله معلوماتو ته لاس‌رسی او  معلومات لاس ته راوړل، ډېر اړین دي. زموږ جنګونو یو لوی تاوان دا رسولی، چې موږ شخصیت وژنه کړې ده، موږ اوس مهال په محلي، ملي او نړیواله کچه منل شوي، شخصیتونه نه لرو. منل شوي ګوندونه نه لرو.

لوی علت یې دا دی، چې موږ بې اسنادو یو بل ډېر ټکولي دي. که د یو چا په اړه قضاوت کوو، باید د واقعیتونو پر بنیاد وي، داسې نه چې د افواهاتو پر بنسټ پرېکړه وکړو.

دا هغه شیان دي، چې باید پام ورته وکړو. موږ باید زیات معلومات ولرو. د شخص، سیمې او هر څه په اړه معلومات تر لاسه کړو.

دا ستونزې په شمال کې هم شته، په مشرقي کې هم، په جنوب او لوېديځ کې هم شته. له ملي وحدت څخه پرته په افغانستان کې ثبات نشو راوستلای. له تاسې هم نړۍ مننه، چې زمینه مو مساعده کړه، چې خواله وکړو او هغه معلومات چې راسره دي، شریک کړو.

البته دا کومې خبرې چې ما وکړې، ډېری یې زما په کتابونو او مقالو کې هم راغلې دي. ما ټولټال څوارلس کتابونه لیکلي ډي. په هغو کې دا موضوعات په تفصیل سره لوستلای شئ.

دقیق: ډېره زیاته مننه میاخېل صاحب.  

کوربه: صديق دقيق

Share via
Copy link