د ملي باور نهضت د طرحې اړوند ډله‌ييزې خبرې‌اترې؛

Image

په ډموکراتیک نظام کې ملي باور ساتل کېږي

رویش: د شیشه میډیا درنو ملګریو ته سلامونه! د شیشه میډیا دا پاډکسټ مو له هغو ملګرو سره خبرو اترو ته ځانگړی کړی دی چې د شيشه ميډيا په طرحه او نظرونو کې راسره دي.

ټاکل شوې چې له ملګرو سره په دې دوستانه خبرو اترو کې د ملي مسالو پېژندلو او هغوی ته د حل‌لارو موندلو لپاره په خپل گډ لیدلوری بیا کتنه وکړو. د دې کار لپاره زموږ طرحه دا ده چې د فردي ليدلوریو پر پرتله د هم‌فکره خلکو او هغه شخصيتونو لیدلوریو ته ډېر پام وشي، چې په ټيمي ډول يې گډ کار کړی وي. دا ليدلوري بايد تدوين او د بديلونو په توگه ارزونې ته یې چمتو کړو.

په دې خپرونه کې د استاد شهراني او د هغه د ملګرو پر هغه ليدلوري بحث کېږي چې د ملي باور د نهضت تر سرلیک لاندې یې مطرح کړی دی او مخکې يې په شيشه ميډيا کې هم د دې طرحې اړوند توضحيات وړاندې کړي دي. ډاکتر امین احمدي، ښاغلي مجيب مهرداد او ښاغلي ابراهيم شينواری په دې خپرونه کې له موږ سره دي.

استاد شهراني به لومړی د ملي باور نهضت په لنډه توگه را وپېژني او بیا به د خپلې وړاندې کړې طرحې مهم ټکي را ته بیان کړي. په دې بحث کې موجودو درنو ملګرو هم وار له مخه دا طرحه کتلې او ارزولې ده. هغوی به جلا جلا په دې طرحه کې پر موجودو ځانگړو ټکو او هغو مسالو ته، چې استاد شهراني به يې په دې جلسه کې مطرح کړي، خبرې وکړي او جلا جلا به يې وارزوي.

استاد، اوس جلسه تاسې ته درسپارم او هیله‌من یم چې دا واورم چې ملي باور څه ډول تاسې ته د يوې اړتيا په توگه مطرح شو او وروسته بیا د یوه نهضت په چوکاټ کې د ملي باور وړاندې کول کوم ځانگړی پیغام لرلای شي، چې ستاسې په نظر په افغاني ټولنه کې نور خلک ولې باید دې طرحې ته پام وکړي؟

شهراني: د خدای پاک په سپېڅلي نامه! تاسې او د دې جلسې ټولو گډون کوونکو ته سلامونه وړاندې کوم. ډاکتر صاحب امين احمدي، ښاغلي مهرداد، معين صاحب شينواري او تاسې ته سلامونه! البته له تاسې «ښاغلي رویش» او شيشه ميډيا څخه ډېره مننه چې موږ ته مو دا فرصت برابر کړ. خدای پاک دې تاسې ته خیر درکړي.

ښه، په کومه خپرونه باندې چې موږ نن كار كوو، دا تقریباً د ٢۰۲۱ زېږدیز کال د اکټوبر د میاشتې؛ یعنې د طالبانو له خوا د هېواد له اشغال څخه يوه نيمه يا دوې میاشتې وروسته مطرح شوې موضوع ده. هغه وخت د ښاغلي ضرابي له خوا يو فکر وړاندې شو. البته تاسې هم هغه پېژنئ.

هغه له یو شمېر هغو ملګرو سره چې د دوی په پروگرامونو کې به ورسره وو او فکر یې کاوه چې د دوی هم‌فکره دي، اړیکه ونیوله او ويې ويل چې که ممکنه وي چې سره را يو ځای شو او يو کار وکړو. موږ د «زوم» له لارې دوه درې مجلسونه وکړل. داسې پرېکړه وشوه چې د «ناپېيلې» ډلې په نوم يوه داسې وړه ډله جوړه کړو چې تر دې مخکې یې د افغانستان په سیاسي مسالو کې له هيڅ گوند او هيڅ حکومت سره کار نه وي کړی، خو باید داسې خلک وي چې زړه سوی ولري او ناپېيلي وي. پرېکړه مو وکړه چې یو کار وکړو، خوا دا چې څه وكړو، لا معلوم نه و.

ما دا وړاندیز وکړ چې هر څوک خبرې ډېرې کوي، خو که موږ هم یوازې کېنو او خبرې وکړو، زه فکر نه کوم چې موږ یو ځای ته دې ورسېږو. ښه به دا وي چې موږ یوه ډېره لنډه لیکلې طرحه وړاندې کړو او په هغې باندې کار پیل کړو، چې د افغانستان د موضوعاتو اړوند یو لیکلی سند ولرو.

له همدې امله، ما د یوې کلي طرحې په توګه دوه نیمې پاڼې طرحه چمتو کړه او ملګرو ته مې وړاندې کړه. له هغه وروسته مو پر دې دوه نیمو پاڼو کار پیل کړ، چې اوس یوولس- دوولس پاڼو ته رسېدلې ده. دې کار تقریباً یو نیم کال وخت ونیو او د دې لامل شو چې پرهغه باندې ډېر منظم او اوږده بحثونه وکړو.

داسې ورځې هم وې چې موږ به په «زوم»‎ کم‌ تر کمه څلور ساعت خبرې کولې. اول، لس- دوولس نفره وو، خو چې کله دې کار ډېر وخت ونیو؛ نو ځينې ملګري ستومانه شول. د بېلابېلو دلیلونو له امله سره بېل شوو، یا په اصطلاح، هغوی له موږ څخه بېل شول. په پای کې له لومړنیو لس- دوولس نفرو څخه یوازې پینځه نفره پاتې وو او په همدې پینځو نفرو مو دوام ورکړ.

البته دا باید ووایم چې د هماغه لومړیو ملګرو خدمتونه، افکار او وړاندیزونه لا هم زموږ په یاد وو او له هغو خلکو سره مو هم تل مشوره کوله چې زموږ په مجلسونو کې یې ګډون ونشو کړای. لیکلي شیان مو له هغوی سره شریک کړل او هغوی هم خپل نظرونه پرې ورکړل. د بېلګې په توګه، استاد سیرت ته دې خدای خیر ورکړي، چې تل له موږ سره په اړیکه کې و او له موږ سره یې په دې مسالو کې مرسته کوله. ځينې نور ملګري هم وو چې ښايي دلته به یې د نومونو یادول اړین نه وي، خو په هر حال، د هغوی نظرونه هم په هغه کاغذ کې ور زیات شوي دي چې ملګرو اوس مطالعه کړل.

په هر حال، موږ ته دا مهمه وه چې نورو ملګرو په خپلو ټولو برنامو کې تر اوسه پورې عموماً د واک اساس‌نامه جوړه کړې وه، چې واک څه ډول ووېشل شي؛ څوک په څه نوم یاد شي او داسې نورې خبرې … د سیاسي موضوعاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان د سیاسي کلتور، پر وړاندې د کار د ډول مساله دومره مطرح نه وه.

موږ تل د تحلیلي تاریخ پر ځای تفصیلي او تشریحي تاریخ لرو. ما فکر وکړ چې که ممکنه وي، موږ باید یوه تحلیلي کړنلاره خپله کړو. له همدې امله، تر ټولو لومړی ما ته دا خبره مطرح وه چې موږ تل پر افرادو خبرې کوو. زموږ تاریخ، د افرادو د کړنو تاریخ دی. زه فکر کوم چې فردمحوري په خپله د افغانستان د سیاسي کلتور یوه ستونزه ده، چې هر څه د افکارو او ارزښتونو پر ځای پر فرد باندې راڅرخي. زما تحلیل دا و چې زموږ ستونزه د افرادو ستونزه نه ده، بلکې زموږ سیاسي کلتور ستونزه لري. کلتور خلک ټولنې ته وړاندې کوي.

که عبدالرحمن خان کوم کارونه کړي دي، هغه یې د هغه سیاسي کلتور پر اساس کړي دي، چې دی پکې را لوی شوی و او له هغه څخه یې د خپل ځواک ښودلو لپاره استفاده کړې ده. هماغسې د هغه زوی، لمسي او یا داود خان یا محمد ګل مومند؛ نادر خان و یا ظاهرشاه ‎ او ببرک کارل، ټولو د سیاسي کلتور په یوه چوکاټ کې فعالیت کړی دی.

د دې هر یوه په اړه ډېر شیان لیکل شوي او ډېرې خبرې شوې دي، موږ پړه پر دوی ور اچوو، چې دوی ملامت دي، خو د افرادو په توګه یوازې دوی ملامت نه دي، بلکې ملامتي زموږ په کلتور کې ده چې دوی پکې پيدا شوي دي او له دوی څخه یې داسې سیاستوال جوړ کړي دي. له همدې امله، موږ وویل چې اول باید د سیاسي کلتور ارزونه وشي. زموږ د سیاسي کلتور زیانونه باید ډېر ژور وڅېړل شي، چې وپوهېږو چې په افغانه ټولنه کې زموږ په سیاسي تعاملاتو کې سیاسي ستونزې کومې دي او ولې یې موږ ته دا ستونزه زېږولې ده. په دې زیان‌پېژندنه کې موږ دې پایلې ته ورسېدو چې زموږ کلتور څلور مهم بنسټي اصلونه لري، چې دا اصلونه یو او بل ته ډېر نږدې دي او هر اصل بیا هغه سیاستوال او سیاستونه زېږولي دي چې موږ ورسره مخ یو.

د بېلګې په توګه، طالبان په حقیقت کې د دې سیاسي کلتور د تر ټولو بد تولید بېلګه دي. په همدې اساس، موږ دوی نشو ملامتولای. دوی همدې سیاسي کلتور را پيدا کړي دي. موږ باید خپل کلتور ته پام وکړو. څنګه کولای شو چې په خپل سیاسي کلتور کې ژور او بنسټي تحول راولو؟ د دې څلورو اصلونو له ډلې، یو اصل یې فردګرايي یا فردمحوري ده. مخکې مې دې ته اشاره وکړه. فردمحوري مانا ځان‌ښوونه، ځان‌محوري او ځان‌غوښتنه؛ یعنې هر څه د خپل ځان لپاره غوښتل او په هر څه کې د ځان لپاره انحصار غوښتل، چې دا بیا همداسې په ډله هم بدلېږي.

هر څوک چې یو شی د خپل ځان لپاره غواړي، ټول خلک هغه شی غواړي؛ هغه د خپلې کورنۍ، خپل قوم، خپل هم‌ژبي او خپلې سیمې لپاره غواړي او دا په افغانستان کې په یوې ځانګړې ډلې پورې اړه نه لري. موږ دا نشو ویلای چې یوازې یو قوم دا کار کوي، ټول قومونه همدا کار کوي؛ ځکه هغوی هم په همدې کلتور کې را لوی شوي دي او د ډېرو وړو توپیرونو په درلودلو سره د همدې کلتور برخه دي. په منځ کې یې ډېر کم توپیرونه دي. مثلاً، د ښارمېشتو او اطراف‌مېشتو ترمنځ په همدې مسالو کې توپیر موجود دی، خو په ټوله کې موږ په یوه مطلق فردګرا سیاسي کلتور کې سره شریک یو؛ یعنې فردپالنه او قوم‌پالنه یې دوه اصلونه دي.

په دې منځ کې ډېر مهم شیان موجود دي او زه کولای شم چې وروسته پر ارزښتونو خبرې وکړم او بیا په ګډه په دې مسالو خبرې وکړو او بېلګې یې بیان کړو.

درېیم اصل یې دا دی چې دین د وسیلې په توګه وکارول شي. د اسلام سپېڅلی دین د خلکو د ژوند لارښود دی، خو د ډېرو ښو ارزښتونو په لرلو سره د افغانستان په ټولنه کې په دین باندې هيڅکله د رښتیني لارښود په توګه ټینګار نه دی شوی؛ دود شوی نه دی او عملي شوی نه دی.

په ټوله کې زموږ سیاستوال اسلامي ارزښتونو ته درناوی نه لري. ‎له همدې امله، دین تل فردي واک، کورني واک او یا ډله‌ییز واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول شوی دی.

همدا لامل دی چې اوس په حقیقت کې طالبان هم له دین څخه د یوې ډېرې تاوتریخجنې وسیلې په توګه کار اخلي او د خپلو خلکو، خپل دین او د نړۍ د ټولو مسلمانو پر وړاندې درېدلي دي.

څلورم اصل یې دا دی چې په افغانستان کې سیاسي نظام او سیاستوال پر بهرنیانو ډېره بې‌حده اتکا کوي. دا وضعیت د شیرعلي خان له دورې او له هغه څخه څه کم وخت مخکې را پيل شوی دی، خو د عبدالرحمن خان په وخت کې په اساسي ډول موجود و. سره له دې چې عبدالرحمن خان د بهرنیانو له خوا راوستل شو؛ یعنې له بخارا یا سمرقند یا بل ځای څخه راوستل شو او ان د پاچاهۍ تاج یې هم یو انګلیسي جنرال پر سر ور کېښود، خو پخپله یې بیا ادعا کوله چې خدای پاک هغه د افغانستان د پاچا په توګه ټاکلی دی.

تاسې د عبدالرحمن خان خاطرې ولولئ. هلته یې پخپله په ډېر واضح ډول ویلي دي چې خوب ویني او ډېر نور کارونه کوي، خو ستونزه چېرې وه؟ کله چې عبدالرحمن خان د انګلیسانو لخوا راوستل شو، هغوی وسلې او پیسې هم ورکړې؛ یعنې هغه خلکو ته هيڅ اړتیا نه لرله. د یوه سیاسي نظام کلي اړتیاوې د بهرنیانو لخوا ور پوره شوې. هغه ته یې وویل چې دا وسله ده او دا هم پیسې دي. د عبدالرحمن خان دنده دا وه چې خپل هېواد ارام کړي او د روسانو پر وړاندې د انګلیستان موخې تعقیب کړي.

عبدالرحمن خان همدا کار وکړ. موږ ولیدل چې له خپلې کورنۍ څخه یې په اصطلاح، پاک‌کاري پيل کړه. بیا یې له خپل قوم څخه پیل کړه. څومره غلجیان او درانیان ووژل شول. طالبان هم اوس هماغه کار کوي. له هغه وروسته مثلاً، په هزراه‌ګانو او د ترکستان په خلکو پسې ورغلل او له هغه وروسته، د کافرستان مساله پېښه شوه چې بیا په نورستان بدل شو. امیر عبدالرحمن خان یوه ژوندۍ بېلګه ده او دا یې وښودله چې څه ډول یې دین د وسیلې په توګه وکاراوه، خو پر بهرنیو ځواکونو يې اتکا همداسې دوام وموند.

همدا دلیل دی چې په بهرنیو ځواکونو ډېره فوق‌العاده اتکا موجوده ده. زه د افغانستان په ټول تاریخ کې دوی ته کرايي حکومتونه وایم. موږ تل کرايي حکوموته درلودل. ولسي حکومتونو ته هيڅ اجازه نه ده ورکړل شوې. هيڅکله هم ان ولسي حکومتونو ته اړتیا نه ده پېښه شوې؛ ځکه حبیب الله خان هم هماغه پیسې او وسلې ترلاسه کړې او ولاړ او امان الله خان بیا یوازېنی سړی و چې خپلواکي یې اعلان کړه او د خپلواکۍ په اعلانولو سره پېسې ور نه کړل شوې. په امان الله خان باندې وسلې او پيسې دواړه قطعه شوې. هغه په افغانستان کې د خپلو ټولو هیلو مطابق تحول د راوستلو لپاره له بهر څخه پیسه ترلاسه نشوای کړای او له هماغه امله یې مالیې زیاتې کړې.

پر چا مالیات زیات شول؟ دلته بیا قومیت مطرح شو. له غیرپښتنو قومونو څخه او د هرات، ترکستان او په ځانګړې توګه د شمالي له خلکو ډېر مالیات واخیستل شول. ډېر خلک داسې فکر کوي چې خلکو د ښوونځیو، نجونو او ښځو له امله د امان الله خان پر ضد پاڅون وکړ. دا موارد بیا هم د وسیلې په توګه وکارېدل. په واقعیت کې د سلطنت د دوام لپاره د امان‌الله خان د ناکامۍ لامل اقتصادي او نظامي مسایل وو، نه دا نور شیان.

دا نور شیان په اصطلاح ډېر کلي او مهم مسایل نه دي. هغوی هم خپل اغېز درلود، خو اصل مساله بل څه وه. د حبیب الله کلکاني دوره هم همداسې وه. نهه میاشتې یې دوام وکړ. هغه هم له طالبانو سره شباهت او ورته‌والی درلود. همدا لامل و چې د همدې نهو میاشتو په لړ کې هيڅ هېواد هم حبیب الله کلکاني د حکومت د رییس په توګه په رسمیت و نه پېژاند او یوه حکومت هم یو غيران هم نه دی ورکړی.

هغه د نهو میاشتو په لړ کې د افغانستان ټولې زېرمې مصرف کړې او له هغه وروسته یې د مصرفولو لپاره څه نه لرل. سره له دې چې طالبان پر رسمیت نه دې پېژندل شوي، خو طالبان اوس له امریکا څخه په اوونۍ کې له څلوېښت څخه تر دوه څلوېښت میلیونه ډالر ترلاسه کوي. وروسته ویلای شو چې له طالبانو سره څه ډول معامله کولای شو. دا ډېر سخت کار نه دی. دا د افغانستان هماغه بنسټي سیاسي کلتور دی چې موږ یې دې ځای ته را رسولي یو.

همدا علت د دې لامل شوی چې باید ارزښتونو ته هيڅ اعتبار ور نه کړو. ارزښتونه مهم نه دي. یوازېنی شی چې په افغانستان کې مهم دی، هغه قدرت او ځواک دی. ځواک هم کرايي ځواک دی. هغه ځواک دی چې د نورو لخوا خلکو او ډلو ته ورکړل شوی دی او هغوی هم د خبل زړه او غوښتنو مطابق کارولی دی.

له همدې امله، خلک هم مطرح نه دي او ارزښتونه هم مطرح نه دي. په اوسنۍ نړۍ کې دوه شیان ډېر مهم او بنسټي دي، چې خلک باید دولتونو او سیاسي قدرتونو ته مشروعیت ورکړي او سیاسي قدرتونه هغه وخت مشروعیت ترلاسه کولای شي چې د خپلې ټولنې ارزښتونه عملي کړي. دې دوو شیانو ته په افغانستان کې هيڅ اړتیا نشته؛ ځکه هغو کسانو ته چې قدرت ورکړل شوی دی، هغوی ته د کورني ملاتړ پر ځای بهرنی ملاتړ مهم دی. څرنګه چې نادرخان راوستل شو بیا د کمونیستانو تر دورې پورې، چې روسانو راوستل؛ بیا پاکستانیانو او سعودیانو په اوله دوره کې طالبان راوستل؛ له هغه وروسته نور شل کلونه هم امریکایانو او ټلوالي يې نور خلک راوستل او بیا امریکا بیاځلې طالبان د خلکو پر اوږو ور سپاره کړل.

دا په اصطلاح د افغانستان د سیاست واقعیت دی، چې په ډېره ساده‌ګي درک کېدلای شي. راشئ اوس وګورو، همدا ارزښتونه چې په افغانستان کې نشته، د هغوی بدیل څه دی چې موږ يې باید په پام کې ونیسو او د افغانستان د سیاسي کلتور دا ژوره او پېچلې ستونزه حل کړو. لومړی کار دا دی چې په افغانستان کې اسلامي، مدني او انساني ارزښتونه او موازین مراعت شي. دا شیان دلته بېخې بې‌مانا پاتې شوي دي.

هغه دیارلس موازین چې موږ لیست کړي دي، د هغوی په سر کې اسلامي موازین دي، خو موږ اسلام ته د یوه لارښود په توګه کار نه دی کړی او باید کار ورته وشي.

دویم، امتیازغوښتنه ده چې ټولنه یې د عبدالرحمن خان له لومړي وخته طبقه‌بندي کړه. سرداران رامنځته شول او له هغه وروسته، قومیت، ژبه، سیمه او دا ټول شیان مطرح شول. په دې حساب، د پښتنو په منځ کې اول د محمدزیانو سراردان، بیا له هغو وروسته درانیان او له هغو وروسته غلجیان وو چې ښايي هلته به هم د هغوی په منځ کې طبقه‌بندۍ موجودې وې. له هغه وروسته، تاجکان هم ورسره همکاران وو او په دربار کې به وو. له دوی وروسته ترک‌ ژبي او په اخر کې هزاره‌ګان وو چې د افغانستان په مرکزي برخو او هزاره‌جاتو کې جګړې او مذهبي مسالې د دې لامل شوې چې هغوی د غلامانو په توګه ونیول شي او په بازار کې وپلورل شي. ډېر نور داسې شیان دي چې موږ او تاسې پرې پوهېږو او ډېر تفصیل او تشریح ته یې اړتیا نشته. که اړتیا ورته پيدا شوه، هغه به هم ووایو.

درېیم، د ټولنیز عدالت ټينګښت دی. په افغانستان کې ټولنیز عدالت لا مطرح نه دی، چې د ورورۍ او برابري پر بنسټ عمل وشي.

څلورم یې ځمکنۍ بشپړتیا ده. ځمکنۍ بشپړتیا؛ ځکه ټول حکومتونه کرايي وو. په حقیقت کې موږ خپلواکي نه لرله. سره له دې چې په دې اړوند د ویاړ او… خبرې دي، خو زموږ ځمکنۍ بشپړتیا نه ده ساتل شوې او اوس یې هم نه لرو.

پينځم یې د عادلانه او تلپاتې سولې ملاتړ او د نامشروع جګړو مخنیوی دی. موږ فکر کوو، دا هغه ارزښتونه دي چې باید پام ور ته وشي.

شپږم یې هم د خلکو په رایو او ولسواکي د سیاسي مشروعیت د اصل منل او د رعیت‌والي او تبعه‌والي د دوو هغو بلاوو ختمول دي چې د پخوانیو حکومتونو لخوا موږ ته راوړل شوې دي. په افغانستان کې اوس هم طالبان خلکو ته د ولس پر ځای د رعیت او تبعې په سترګه ګوري. ان زموږ په اساسي قانون کې لا «د ښاروندي» کلیمه نشته. زموږ د اساسي قانون یو څپرکی د اتباعو د حقونو اړوند دی. اوس وګورئ چې تبعه بېخې حقونه نه لري. دې ته په انګلیسي کې «Oxymoron» وايي؛ یعنې هغه څه چې بېخې سره په ټکر کې دي. دا ټکر هم زموږ د اساسي قانون په یوه څپرکي کې دی.

موږ څه وایو؟ موږ څه ډول له تبعه‌والي او رعیت‌والي څخه ځانونه خلاصولای شو؟ یوازې هغه وخت چې پخپله د سیمې خلکو ته د خپلې سیمې د اداره کولو واک وسپارل شي. د سیاسي بستونو او یا نورو اداري مسالو په اړه د پرېکړې کولو حق هغو خلکو ته ور وسپارل شي چې خلکو د خپل استازي یا د خپل کلي د ملک په توګه ټاکلي دي.

د خلکو له خوا د ملا امام یا د شپانه ګومارل، دا هغه څه دې چې زموږ په ټولنه کې معمول دي. دا هغه څه دې چې پخوا هم وو او اوس هم موجود دي، خو مثلاً ولسوال، حاکم یا علاقه‌دارباید د خلکو لخوا وټاکل شي. والي باید انتخابي وي. موږ داسې قومي شوراګانې لرو چې خلک پخپله پرېکړه کوي. له همدې امله، موږ په افغانستان کې دوه حکومتونه لرل. اول یې عمودي حکومت و چې له کابل څخه به ټولو سیمو ته غځېده. موږ هيڅکله سیمه‌ییز حکومت نه درلود.

بل یې یو موازي حکومت و چې پخپله خلکو د سپين‌ږیرو په واسطه جوړ کړی و، چې د کابل د حکومت پر وړاندې د خپلو خلکو دفاع وکړي. له حکومت سره د خلکو اړیکه تل پر دښمني ولاړه وه. مرکزي حکومت تل غوښتي چې په ټولنه کې د واک موازي جوړښتونه له منځته یوسي او پر ځای یې پخپله هلته واکمن شي او خپل نفر هلته ځای پر ځای کړي.

دا زموږ او ستاسې یو بنسټي سیاسي مشکل دی، چې موږ له حکومت سره یو ځای نه وو. موږ د یو جوړښت غړي یا برخه نه وو. له بهر څخه به یو جوړښت راوړل شو او بیا به پر خلکو وتپل شو. ان هغه جوړښتونه یې هم کمزوري کړل او له منځه یې یووړل چې د خلکو لپاره به یې کار کاوه. دا یوه بدبختي ده. موږ باید داسې شرایط رامنځته کړو چې یو ارګانیک  یا عضوي جوړښت رامنځته شي. دا یوازې هغه وخت شونې ده چې خلک له کلي څخه نیولې بیا تر ولسوالي او ولایت پورې سیاسي بستونه انتخاب کړي. د دولت ریاست او ملي شورا باید ټول انتخابي شي.

د تقرر مسالې هم له موږ څخه تبعه او رعیت جوړ کړل. هغه کسان چې په واک کې وو، د هر چا د تقرر حق یې درلود. له همدې امله د خپلوانو د مقررولو لړۍ پیل شوه او ورور، د خاله زوی، د ماما زوی او دې ته ورته نور خپلوان مقررېدل. له هغه وروسته یې هغه کسان په کرایه نیولی شوای. نه یوازې په واک کې شامل کسان د بهرنیانو لخوا کرایه کېدل، بلکې پخپله به هغوی هم د ځان لپاره نور خلک په کرایه نیول. دا په خپله زموږ په ټولنه کې یوه ستره بدبختي وه او اوس هم موجوده ده. په کرایه نیول یا په کرایه ورکول په خپله یو بد کار دی.

دا وضعیت د فساد لامل هم شو. له هغه وروسته یې ټولې څوکۍ خرڅولې. موږ او تاسې ټول پر دې پوهېږو، د هغو په اړه نورو خبرو ته اړتیا نشته. موږ وایو که موږ دا کار وکړو، د مقررولو پر ځای باید موږ ګومارنې وکړو. مسلکي وزارت‌خونې باید د ګومارنې د مسلکي کمېسیونونو له لارې په سیمه‌ییزه کچه ګومارنې وکړي. مثلاً، د پوهنې وزارت باید په مرکز کې د ګومارنې خپل کمېسیون او په ولایتونو کې خپل کمېسیونونه ولري، د عامې ورغتیا وزارت، د کرهنې وزارت او نور ټولو وزارتونه باید د ګومارنو مسلکي کمېسیونونه ولري او هلته باید متخصص او مسلکي کسان موجود وي، چې د افغانستان له ټولو سیمو څخه ټول خلک غوښتنلیکونه وړاندې کړي او د وړتیا، کاري تجربې او اهلیت پر اساس د هغوی غوښتنلیکونه وارزول شي او بیا په دندو وګومارل شي.

که داسې وشي، بیا تبعیض هم ختمېږي. اوس تبعیض په دې کې و چې کله به یې یو څوک مقرراوه، دې مقرري به د قومونو ترمنځ یو ډول د نابرابرۍ مساله رامنځته کوله، چې د قوم په اساس یو څوک مقرروي او بل څوک نه مقرروي. ګومارنه دا شیان ختموي. مثلاً که یو هزاره وغواړي، هغه کولای شي چې په پکتیا کې په دنده وګومارل شي. یو پښتون کولای شي چې په واخان کې په دنده وګومارل شي. یو پښتون کولای شي چې په ډایکنډي کې په دنده وګومارل شي. کله چې هغه وګومارل شي، هغه بیا د خلکو خدمت کوي؛ ځکه هغوی ګومارلی دی، خو چې کله به یې له کابل څخه کوم لیک یووړ، بیا نو هغه بادار دی.

موږ وایو چې د دې مسالو یوازېنۍ حل‌لاره دا ده چې د سیمې خلکو ته د خپلو سیمې د ادارې د ټاکلو حق ورکړل شي، چې ولسي حقوق تامین شي او موږ خپل ځان له رعیت‌والي څخه خلاص کړو او خپل خلک خپل ولس کړو. د فکري تنوع مسالې هم باید موجودې وي. مثلاً، باید ګوندونو ته اجازه ورکړل شي چې د قانون پر بنسټ کار وکړي. د مذهبونو ازادي، د بیان ازادي او ټولو هغو ازادیو ته باید درناوی وشي چې موږ او تاسې باور پرې لرو.

تجربه باید د ګومارلو بنسټ وي او ژمنتیا او وړتیا باید د ګومارلو تهداب وي، نه دا چې د قشر په اساس یو څوک وګومارل شي. مثلاً، په اوسني حکومت که طالب، یا ملا، یا قاري او یا هم د طالبانو غړی و نه اوسې، په حکومت کې هيڅ حق نه لرې. موږ وایو چې نه، ټول شیان باید د ژمنتیا او تخصص پر بنسټ وي. تجربه او رښتینولي باید تر هر څه مهمه وي.

موږ وایو چې ملي پرېکړي باید د افغانستان د خلکو د سمې سرشمېرنې پر بنسټ پلان او کارونه یې مخکې یووړل شي. تر اوسه لا د افغانستان کره سرشمېرنه نه ده شوې. دا ادعاوې چې څوک اکثریت او څوک اقلیت دي، موږ ټولو لیدلې دي او ورسره بلد یو. دا بلاوې پر موږ را تپل شوې دي.

په هر حال، موږ پخپل چمتو کړي پروګرام کې دې ته پام کړی دی، نه یوازې دا چې ستونزې مشخصې او زیانونه وپېژنو، هر یوه ته مو حل‌لارې هم وړاندیز کړې دي. په سیاسي لحاظ، دا طرحه په سیاسي نظام کې د ستر تحول په توګه یو داسې وړاندیز دی چې موږ ټولو لوستی دی او په اړه یې ډېرې خبرې کېدای شي، خو زه غواړم د وروستۍ مسالې په توګه د دې مسالې په اړه یو څو دقیقې وغږېږم او بیا خپلې خبرې بس کړم، چې په اوسنیو شرایطو کې دا طرحه څنګه د پلي کېدو وړ ده؟

زموږ اساسي ستونزه دا ده چې موږ افغانان دا کار نشو کولای. له بده‌مرغه او متأسفانه، سره له دې چې موږ د نړیوالې ټولنې لخوا ډېر زیانمن شوي یو، خو بیا هم د هغوی ملاتړ ته اړتیا لرو. د تاریخ په اوږدو کې موږ نړیوالې ټولنې ته اړ وو او اوس هم ورته اړ یو. له هغوی پرته موږ خپلې نننۍ ستونزې نشو حل کولای. له همدې امله هم موږ درې پړاوونه وړاندیز کړي دي.

د یو ملي او ټول‌شموله منتخب حکومت د رامنځته کېدو لپاره، چې ټوله ټولنه پکې شامله وي؛ موږ باید له پيله تر پایه ټول خلک په دې بهیر کې شریک کړو. له همدې امله موږ وایو چې لومړی باید د افغانستان لپاره د سولې نړیوال کمېسیون د جوړولو وړاندیز وکړو. البته د هېوادونو پر غړیتوب نه، بلکې د نړیوالې ټولنې ستر بنسټونه یې باید غړیتوب ولري؛ چې تر یوه حده د هېوادونو له اغېزه ځان خلاص کړو او له نړیوالې ټولنې سره کار وکړو. له همدې امله، زموږ وړاندیز دا دی چې د امینت شورا، اروپايي ټولنه، شانګ‌های سازمان او د اسلامي همکاریو سازمان دې د دې کمېټې غړیتوب ولري او تر څنګ دې یې نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک «Asian Development Bank» هم موجود وي. دوی په افغانستان پانګونه کړې ده. که اړتیا پېښه شي، دوی مرسته کولای شي. که موږ نړیواله ټولنه دې ته قانع کړو چې د افغانستان په تړاو همداسې یو کمېسیون جوړ کړي، هغه کمېسیون به دوې دندې ولري. لومړۍ دنده به یې دا وي چې لومړی باید له طالبانو سره خبرې وکړي او طالبان دې ته قانع کړي؛ چې هغوی زموږ په طرحه کې د نورو وړاندیزونو پلي کېدو ته پرېږدي.

د دې کار لپاره دوې لارې دي. لومړی دا چې دوی د افغانستان وسله‌وال مقاومت تر دې حده ځواکمن کړي، چې هغوی طالب له صحنې بهر کړي، خو دا کار ناشونی دی او د نه منلو کار دی. د دې کار لپاره ممکن ډېره بې‌حده وینه وبهېږي، خو ډېره ساده ممکنه او له جګړې پرته لار یې دا ده چې د امریکا ۴۲ میلیون ډالري اونیزې مرستې اوس طالبان ساتلي دي. که د دوو یا دریو میاشتو لپاره دا پيسې ورنکړل شي، طالبان سره پاشل کېږي. له کانونو او بندرونو څخه په ترلاسه کېدونکیو پیسو دوی دوام نشي کولای. دا ناممکنه ده. نړیواله ټولنه هغه وخت دا کار کولای شي چې امریکا یو څه کولو ته قانع کړي، خو امریکا او نړیوالې ټولنې د دې کار لپاره یو بل بدیل را میدان ته کړی دی، چې د طالبانو پر وړاندې باید یو بل افغاني بدیل را پيدا شي، چې د هغوی په را پیدا کولو کې دوی مرسته کولای شي.

که دوی دا کار وکړي او طالب دې ته قانع کړي چې تر ټوله ښه لار دا ده چې هغوی زموږ د طرحې په پاتې بهیر کې مرسته وکړي او برخه پکې واخلي. دوی دې د نورو افغانانو په څېر دا کار وکړي. د دې پر ځای چې بهر وي او یا دا ادعا وکړي چې نه، موږ باید د واک انحصار ته دوام ورکړو، دا د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي او هیله‌من یم چې نړیواله ټولنه هم همداسې وي. له دې وروسته، دویمه دنده یې دا چې که طالب دې ته قانع شي، دا ډېر اوږد مزل دی، دوی باید د افغان سولې یو کمېټه یا د سولې ملي کمېټه جوړه کړي.

موږ دوی ته دا نه وایو چې د «بن» په څېر دې پخپله ورشي او دا هم نه غواړو چې که هر افغان یې پیدا کړ، یا هره ډله او یا هم د خپلې ډلې غړي دې ور ولېږي. موږ وايو چې د سولې نړیوال کمېسیون دې له طالبانو سره داسې کار وکړي چې ولایتونو ته دې راشي. د ۳۴ ولایتونو له ډلې دې هر ولایت د خپل نفوس پر بنسټ، د دې کمېټې غړیتوب ته استازي را وړاندې کړي. هغه ولایتونه چې نفوس یې ډېر دی، هغوی کولای شي چې د دې کمېټې غړیتوب ته ډېر خلک را وړاندیز کړي او کوچیني ولایتونه دې کم استازي را وړاندیز کړي. له افغانستان څخه بهر په ایران، پاکستان، ترکیه، اروپا او امریکا کې مېشت افغانان هم باید وکولای شي چې خپل استازي را وړاندیز کړي. دا یو وړاندیز دی، غړیتوب نه دي. یوازې وړاندیز دی!

د سولې نړیوال کمېسیون دنده به دا وي چې وړاندیز شوي کسان وارزوي. د هغوی په منځ کې باید غله، قاچاق‌وړونکي، قاتلان او نور جنايتکاران نه وي. دوی باید سم او ولسي خلک وي. دوی دې دا کمېټه جوړه کړي او بیا دې دا کمېته د افغانستان خلکو ته ور وپېژندل شي. د بېلګې په توګه، پنځوس کسیزه، سل کسیزه یا هر ډول کمېټه چې وي. دوی دې  د افغانستان د سولې ملي کمېټې په نوم وپېژندل شي. د سولې ملي کمېټه به له هغه وروسته خپل سلاکاران لري. البته موږ وایو چې یو شمېر افغان افغانستان پېژندونکي او سلاکاران دې هم وي، چې هغوی هم باید د سولې نړیوال کمېسیون غړیتوب ولري او هم دې د سولې له ملي کمېټې سره مرسته وکړي، لارې ور وښيي او پېښېدونکیو مسالو ته دې ځوابونه ومومي.

د سولې ملي کمېټې یوه مهمه دنده به دا وي چې د پینځو کلونو لپاره یو لنډمهالی او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي. بیا هم وایم چې په دغو پینځو کلونو کې دوی دا حق نه لري چې کوم افغان دې د کوم وزیر یا کابینې د غړي په توګه یا د دولت د ريیس په توګه وټاکي. دوی باید خلکو ته مراجعه وکړي. بیا دې هم له هر ولایت څخه د هغه ولایت د نفوس پر بنسټ د وزارتونو لپاره خلک وغوښتل شي؛ هغوی دې خپل کسان ورته نوماندان کړي. له هېواده بهر دې هم همدا کار د نفوس پر بنسټ ترسره شي. په پاکستان، ایران، ترکیه، اروپا او امریکا کې دې هم د نفوس پر بنسټ همدا کار وشي او دا ستونزه نه لري؛ ځکه موږ پوهېږو چې څومره افغانان له افغانستان څخه بهر اوسېږي. که د نړیوالې سولې کمېسیون دا کار وکړي، کولای شي چې له ملي کمېټې سره هم مرسته وکړي چې هغوی هم همدا کار وکړي. دوی یو لیست جوړوي، چې هغه لیست باید بیاځلې وارزول شي او د دوی مهارت، تجربې، کار، رښتینولۍ او همداراز د خلکو د وژلو، وطن‌پلورلو او یا په تېرو شلو کلونو کې ترسره شوي کارونه باید په پام کې ونیول شي. په دې حکومت کې باید پاک او زړه‌سوانده خلک شامل کړای شي. دا د هغوی دنده ده چې داسې حکومت اعلان کړي چې د دولت ريیس يې مرستیالان او وزیران او … ولري. دوی به بیا د لنډمهاله حاکمانو په توګه یوازې درې دندې لري.

لومړی، یا دې زموږ لخوا د وړاندیز شویو ارزښتونو پر بنسټ د ۲۰۰۴زېږدیز کال اساسي قانون تعدیل کړي؛ یعنې د واک غیرمتمرکزوالی او داسې نورې خبرې دې په پام کې ونیول شي، یا دا چې بېخې یو نوی اساسي قانوني دې جوړ شي. دوی باید د دې کار لپاره یو کمېسیون جوړ کړي، چې هغه کمېسیون هم باید ټول‌شموله وي، د خلکو په اړه فکر وکړي او واک د خلکو وي.

دویمه ډېره مهمه مساله دا ده چې اساسي قانون د لویې جرګې په څېر د دودیزو ارزښتونو پر بنسټ تایيدېږي. موږ فکر کوو چې تېرې لویې جرګې ګټورې نه وې او له هغو څخه ناوړه استفاده وشوه. د دې قانون د تایید او منلو لپاره باید د ټولو خلکو رایې او نظرونه واخیستل شي. یعنې د یوه ریفرانډم یا ټول‌پوښتنې له لارې دې دا کار وشي. کله چې دا کار وشو، بیا دې د نوي اساسي قانون پر بنسټ، د ټاکنو نوی قانون جوړ کړي.

درېیمه مساله دا ده چې باید داسې کمېسیونونه جوړ کړي چې پر اوږدمهاله اقتصادي، ښوونیزو، کلتوري، نظامي اونورو پلانونو کار وکړي او حد اقل د راتلونکو ۱۵ یا ۲۰ کلونو لپاره یو اوږدمهال پلان ولري. دا درې مهم کارونه به د همدې لنډمهاله حکومت دندې وي.

وروسته له هغه چې د ټاکنو نوی قانون جوړ شو، دوی باید ټاکنې وکړي او خلک د نوي دولت رییس او نوې کابینه انتخاب کړي او کله چې نوی حکومت معرفي کېږي، نور نو د لنډمهاله حکومت کار او دنده ختمېږي. تر هغه وروسته موږ یو بل شرط هم لرو. هر هغه چا چې په دې لنډمهاله پینځه کلن حکومت کې کار وکړ، هغه تر نورو پینځو کلونو پورې نشي کولای چې د افغانستان په سیاست کار وکړي، هغه که په انتخابي ډول وي او یا په دنده وګومارل شي. دلیل یې دا دی چې موږ نور نه غواړو چې بیاځلې «بن» تکرار شي. موږ ټول پوهېږو چې په «بن» کې داسې وشول، هغه کسان چې په لومړي لنډمهالي حکومت کې وو، هغوی بیا  شل کاله په حکومت کې پاتې شول. موږ نه غواړو چې دا کار بیا تکرار شي او هغوی د خپلو ځانونو لپاره کار وکړي. دوی باید وپوهېږي چې د لنډمهاله حکومت په ختمېدو سره، دوی نور نشي کولای چې حداقل د پینځو کلونو لپاره په حکومت کې کار وکړي.

هیله دا ده چې د خلکو لپاره کار وکړي. زموږ طرحه دا ده چې لومړی دې د تعدیل او د زیان‌پېژندلو وړاندیز وشي او له هغه وروسته دې ستونزې حل شي. دویم، د یو داسې حکومت جوړول چې له هماغه پيله د خلکو حکومت وي او موږ وکولای شو چې په افغانستان کې د سیاسي کلتور په برخه کې یو بنسټي تحول راولو. دا کار ډېر وخت غواړي.

موږ تر بل هر چا ځوانانو ته ډېر پام کوو. زموږ له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنه خلک له ۳۵ کلونو څخه کم عمر لري. موږ له هماغې کتلې سره کار لرو او له هغوی هیلې لرو.

دویمه مهمه مساله دا ده چې د ملي باور په نهضت کې هيڅوک هم له سیاسي واک سره لېوالتیا نه لري. موږ غواړو چې خلک زموږ پر ځای زموږ د طرحې څخه ملاتړ وکړي. که دا طرحه معقوله ورته ښکاره شو، بیا دې يې ملاتړ وکړي، د شهراني، رستمي، ضرابي او یا د دې ډلې د بل غړي ملاتړ دې نه کوي.

زموږ ډله فعلاً د جلب او جذب په حالت کې ده. زموږ شمېر شاوخوا ۲۵ نفر ته رسېدلی او ان‌شاءالله په نږدې راتلونکې کې به د هغو کسانو شمېر نور هم زیات شي چې د دې طرحې ملاتړ کوي او له موږ سره یو ځای کېږي. موږ هیله‌من یو چې په افغانستان کې دننه زموږ خلک د دې طرحې په ملاتړ سره خپل ځانونه مسنجم کړي؛ چې وکولای شو چې د خپلې ټولنې لپاره یوه حل‌لاره ولرو.

مننه!

وبښئ، ډېرې اوږدې خبرې مې وکړې.

رویش: مننه، استاد. دا چې تاسې باید طرحه را ته معرفي او تشریح کړې وای، له همدې خاطره مو ډېر وخت درکړ. له نورو ملګرو څخه هیله کوم چې حداقل وخت ته دې پام وکړي؛ مثلاً، هر ملګري چې خپل نظرونه وړاندې کوي، کوښښ دې وکړي چې په ۵ یا ۷ دقیقې کې دې خپلې خبرې سره راټولې کړي؛ چې د بېلابېلو مسالو د مطرح کولو لپاره څو څو ځله یو او بل ته د خبرو لپاره د نوبت ورکولو فرصت ولرو او خبرې وکړو. هر هغه ملګری چې غواړي لومړی خبرې وکړي، موږ ته دې ووايي؛ چې د استاد شهراني د خبرو پر ارزولو پيل وکړو. ډاکتر صاحب تاسې یاست؟

ډاکتر امین احمدي: هو، یم.

شهراني: ډاکتر صاحب، خدای دې وکړي چې زما خبرو به ستومانه کړي او ویده کړي نه یاست.

ډاکتر امین احمدي: ستومانه شوی نه یم، رښتیا هم ما ډېر څه ترې زده کړل. دا اړینه وه چې ما باید یو ځل ستاسې نظريات پوره اورېدلي وای. ستاسې خبرې زما په ذهین کې کېناستې.

رویش: ډاکتر صاحب، دا چې تاسې خبرې کوئ، له تاسې څخه به یې پیل کړو. د ملي باور نهضت لخوا له وړاندې شوې طرحې څخه ستاسې کلي اخځ څه دی او څه فکر کوئ چې د دې طرحې د لا بشپړېدو لپاره تاسې کومه بله نکته یا نظر پرې ور اضافه کولای شئ؟

ډاکتر امین احمدي: هیله کوم. بسم الله الرحمن الرحیم. درانه استاد او نورو ملګرو او دوستانو ته سلامونه وړاندې کوم. له تاسې څخه ډېره مننه چې دا پروګرام مو جوړ کړی دی او د داسې پروګرام جوړولو ته مو زمینه برابره کړې ده. د دې پروګرام په اړه زما په ذهن کې لومړی دا را وګرځېدل چې د ښاغلي استاد دا طرحه پر خیر او ښګېڼې ولاړه دی. په دې طرحه کې ډېر زیاته خیرغوښتنه لیدل کېږي. دا لومړۍ نکته ده. دویمه خبره دا ده چې استاد په یو ډول سره غواړي د دې پروګرام په محوریت سره د افغانستان عامه افکار، په ځانګړې توګه د افغانستان د نخبه‌ګانو افکار، سره متحد کړي.

په دې طرحه کې دا دوې مهمې بنسټي نکتې تر سترګو کېږي چې له پخوانیو تجربو څخه درس واخیستل شي، خو زه یې د ستونزو په اړه غږېږم. د دې حقیر بنده په نظر، لکه څرنګه چې استاد د خیرغوښتنې او ښه نيت له امله په دې طرحه کار کړی دی، زه هم د دې طرحې تر شا له حقیقت‌غوښتنې او ښه فکر  پرته بل څه نه وینم. پخپله یې هم وویل چې موږ سیاست، مقام او څوکۍ نه غواړو. په دې کې هيڅ شک نشته؛ ځکه اړتیا نه ورته لري. یو اکاډمیک سړی، سپین‌ږیری او یو داسې څوک چې ټول عمر یې په درس، علم، څېړنې او بحثونو کې تېر کړی وي، هغه معمولاً د سیاست او سیاستوالو له نړۍ څخه لرې او پردی وي. ډېر پردی وي. زه پخپله تر یوه حده دا نړۍ درک کوم؛ نو دا کار د خیرغوښتنې او نېکۍ لپاره دی. زه هڅه کوم چې په دې برخه باندې خبرې وکړم؛ یعنې هغه څه چې زه وایم، په حقیقت کې هغه د ستونزو بیانول دي. موږ ګورو چې کومې ستونزې لرو. مثلاً، ایا دا طرحه کولای شي چې دا ستونزې حل کړي که نه؟ ستونزو ته باید له واقعي زاویې وګورو.

زموږ په منځ کې دا یوه ستونزه شته چې موږ تل په یو ډول خپل ځانونه سانسور کړي دي. موږ ډېر وخت خپل ځانونه سانسور کړي دي او ستونزې نه څرګندوو. موږ له دې امله، چې د بېلګې په توګه د دې قوم یا د هغه قوم یا قبیلې څخه زموږ کوم ملګری یا خپلوان خپه نشي، خپل ځانونه سانسور کوو. حداقل د ستونزو یادونه لا نه کوو.

زه کوښښ کوم چې ستونزې په ښکاره ډول مطرح کړم. فکر کوم زموږ لومړۍ ستونزه دا ده چې په افغانستان کې سیاست د هویت پر محور را څرخي؛ یعنې په یو ډول موږ له هویتي سیاست سره مخ یو. دغه هویتي سیاست ته Identity politics ویل کېږي. دا د افغانستان یو بنسټي ستونزه ده؛ ځکه سیاست د هویت پر محور را څرخي. دا چې په افغانستان کې سیاست ولې هویتي شوی دی، دلیل یې دا دی چې موږ هلته یو لړ تودې ملي شخړې لرو او دا چې هغه شخړې حل شوې نه دي؛ نو سیاست هویتي شوی دی. دا دویمه نکته ده.

درېیمه نکته په حقیقت کې فردګرايي ده. کله چې یو فرد په سیاست کې مهم کېږي، دلیل یې هماغه هویتي سیاست او هماغه ملي شخړې دي. زه دلته دا یو شی تشریح کوم او په ښکاره توګه یې څرګندوم. ګورئ، که موږ افغانستان په یو څو غټو قومونو ووېشو، هر قوم یې له افغاستانه یو بېله کیسه لري؛ یعنې له افغانستانه خپل ځانګړی روایت لري. د بېلګې په توګه، د افغانستان پښتانه او په ټوله کې د نړۍ پښتانه داسې یو ملت دی چې تقریباً شاوخوا له پینځوس څخه تر شپېته میلیونه نفوس لري، خو دوی بېل کړای شوي او په دوو برخو وېشل شوي دي. ستره برخه یې په پاکستان کې دي؛ یعنې ۶۰ سلنه یا تر ۶۰ سلنه زیات یې په پاکستان کې پاتې دي او اقلیت یې په افغانستان کې دي. دغه بېلتون په حقیقت کې په تاریخي لحاظ د پښتنو هویت ته زیان رسولی دی.

لکه څرنګه چې استاد شهراني هم اشاره ورته وکړه، انګرېزان د دې وېش اصلي لامل دي او هغوی د دې لپاره چې دا ستونزه حل کړي، په حقیقت کې يې د ټولو پښتنو لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د پښتنو لپاره یې د پښتنو ملت او دولت جوړ کړ؛ مانا د افغانستان د پښتنو لپاره د ملت-دولت جوړول د هغوی کار و.

دا د انګریزانو طرحه وه او تر یوه بریده یې پښتانه هم پر دې قانع کړل چې موږ په افغانستان کې ستاسې لپاره دولت جوړوو. هغه حایل دولت چې ټاکل شوې وه د تزاري روسیې او د هند د بریټانیوي امپراتورۍ ترمنځ جوړ شي، دا دولت پښتنو ته ورکړل شو؛ یعنې د پښتنو مشرانو او د پښتنو نخبه‌ګانو ته ورکړل شو. لکه څرنګه چې استاد اشاره ورته وکړه، عبدالرحمن خان ته ورکړل شو. هغه ته پيسې، وسله او دې ته ورته نور شیان ورکړل شول.

دا حکومت پښتنو واکمنو ته په اجاره ورکړل شو او ورته وویل شول، تاسې کولای چې د پښتون قوم پر محوریت حکومت جوړ کړئ. له بده‌مرغه، دا زموږ بنسټي او تاریخي ستونزه ده. دا یو واقعیت دی. دې ستونزې په افغانستان کې په ملي کچه تضاد ډېر کړی دی؛ ځکه څومره چې په افغانستان کې د قومونو په اړه پوهاوی ډېرېږي او د خلکو تاریخي معلومات ډېرېږي، په هماغه اندازه د افغانستان د خلکو په منځ کې دا ستونزه نوره هم خپرېږي او ډېرېږي. د نوې ټکنالوژي په راتګ سره دا پوهاوی اوس عمومي شوی دی. ټول خلک اوس کولای شي چې ټول تاریخي معلومات پيدا کړي او ویې لولي. اوس هيڅ شی هم پټ نشي پاتې کېدای.

په ورته وخت کې، لکه څرنګه چې ښاغلي استاد شهراني هم اشاره ورته وکړه، هغوی له هزاره‌ګانو سره ډېرې ستونزې لري. مذهبي ستونزه ورسره لري؛ ځکه د همدې مذهبي‌توب له امله کله چې امیر حبیب الله خان وویل چې دولت جوړوي، دا څو شیان د هغه د دولت اصلي پایې وې. دې دولت درې بنسټي پایې لرلې. د دې دولت یو مهمه پایه سني‌توب و. یعنې شیعه‌توب د دولت له اصلي پایو څخه لرې شو. طبعاً دې کار قومي رنګ پيدا کړ او د هزاره‌ګانو پر وړاندې یې یو ستر خنډ جوړ کړ چې تر اوسه هم لا له دې خنډ څخه نه یو تېر شوي. طالبانو هم اوس دا موضوع سخته او جدي کړې ده. په ټول افغانستان کې یو شعیه قاضي یا هزاره قاضي نه لیدل کېږي. هيڅ شعیه وګړی د قاضیانو په ازموینه کې د ګډون حق نه لري. دا یو ډېر عمده او بنسټي خنډ دی. یعنې له ښځو وروسته، په واقعیت کې زموږ د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو ټولنه په افغانستان کې له مهمې ستونزې سره مخ ده.

دا هم د هزاره‌ګانو ستونزه ده. په ټوله کې د فارسي‌ژبو ستونزه دا ده چې د هغوی له نظره، د افغانستان تاریخ بېخې په یو بل لورې روان دی. سره له دې چې هغوی له واک څخه څنډې ته شوي دي، د دې ترڅنګ اوس چې له افغانستانه کوم روایت وړاندې کېږي، هغه د افغانستان له کلتوري او تاریخي مخینې او د هغوی له هویت سره په ټکر کې دی. د افغانستان ترک‌توکمه خلک هم همداسې دي.

موږ له یوې بنسټي ستونزې سره مخ یو. طبعاً اوس قومي روایتونه تولید شوي دي. د قومي روایتونو په تولید سره، هر څوک په خپل اتل پسې روان دی. هر څوک په خپل اتل پسې ګرځي. وايي، څوک کولای چې زما دفاع وکړي. څوک زما د دفاع ځواک لري. دلته فردګرايي رامنځته کېږي. هغه څه چې استاد شهراني وویل، فردګرایي له دې ځایه شروع کېږي؛ ځکه هر څوک د خپل ځان ساتنه په یوه اتل کې ګوري.

طالب یو اتل دی؛ هغه قومي اتل چې خپل قوم وساتي او خلک یې سره راټول کړي. د ځواک په لحاظ، له تاوتریخوالي سره مل ځواک، ډېر ځواکمن دی. طالبانو په حقیقت کې د تاوتریخوالي کلتور د سیاست په اساسي وسیلې بدل کړی دی. هر څوک چې تاوتریخوالی وکړای شي، هغه اتل کېږي. هر څوک د همداسې یو اتل په لټه کې دي. هزاره‌ګان تر بل هر چا ډېر د همداسې یو اتل په لټه کې دي. ما سږ کال څو ځایه خبرې وکړې. له ما څخه به یې پوښتل چې موږ ولې نشو کولای چې یو بل شهید مزاري پيدا کړو؟ ما ورته وویل چې هغه یوه تاریخي پېښه ده. تاسې چې کله په اصطلاح، شهید مزاري پیدا کوئ، دا یو طبیعي کار نه دی، بلکې دا یوه پېښه ده. پېښه هر وخت نه پېښېږي. هغه ولاړی. هغه فرصتونه، چې مزاري هزاره‌ګانو ته مساعد کړي وو، هغه نور نه پيدا کېږي. د دې کار احتمال ډېر کمزوری دی. له همدې امله، موږ باید خپله لار وټاکو.

یعنې لکه څرنګه چې استاد شهراني وویل، خلک باید نور له فردګرايي څخه تېر شي. له دې څخه تېرېدل، چې موږ یو اتل ته اړتیا لرو، ډېر مهم دي.

دا چې طالب لا تر اوسه د ځینو خلکو لپاره اتل دی، دې کار په افغانستان کې د سیاست کولو بنسټ ډېر کمزوری کړی او ځپلی دی. د استاد شهراني د نظر خلاف، زما عرض دا دی چې د دې مسالې اساس او بنسټ هماغه هویتي سیاست او زموږ ترمنځ اختلافات دي. په حقیقت کې د افغانستان خلک د اتل په لټه کې دي او طالب د ځینو خلکو لپاره په اتل بدل شوی دی.

د ډېرو پښتنو لپاره هم طالب اتل دی او هم په یو ډول د اتل په لټه کې دي. کله چې ډاکتر احدي ولیکل چې د پښتنو د واک زوال، هغه وخت ولې د طالبانو موجودیت مهم شو؛ ځکه طالب وکولای شول چې په تاوتریخوالي سره یې یو ډول د پښتنو هغه د واک‌غوښتنې تاریخي حس ارضا کړ چې ګواکې دا خلک زموږ دفاع کولای شي او موږ خپل هماغه لومړني جلال او موقف ته رسولای شي. دا هر څه خپل ځانګړي دلیلونه لري. ما غوښتل چې همدا درې نکتې تشریح کړم.

رویش: ډاکتر صاحب، که ستاسې اجازه وي چې خبرې مو همدلته بس کړئ؛ چې نور ملګري هم خپلې خبرې وکړي. وروسته به بیا ستاسې خبرو ته راوګرځو.

ډاکتر امین احمدي: که اجازه وي چې زه د خپلو خبرو سرلیکونه بیان کړم. د ښاغلي استاد په خبرو کې بله خبره دا وه، چې زموږ سیاستوال په بهرنیانو اتکا کوي. دا هم واقعیت دی. د دې کار اساس و منشأ هماغه مخکینۍ نکته ده. دا چې ولې داسې ده، ما یې مخکې دلیل څرګند کړ. تر ټولو اساسي دلیل یې دا دی چې له بده‌مرغه په وروستۍ پېړۍ کې د افغانستان کورني عایدات او سرچینې دومره نه وې، چې د یوه دولت د اداره کولو لپاره دې بسنه وکړي.

یعني د افغانستان عادي عایدات د یو دولت د جوړولو لپاره بسنه نه کوي. همدا لامل دی چې موږ تل کرايي دولتونه درلودل. د دې کار دلیل یا همدا دی او یا هم دا چې د افغانستان مالیاتي سیستم په داسې ډول نه جوړېږي؛ چې د افغانستان د خلکو له عایداتو څخه د دولت د جوړولو لپاره یوه مناسبه اندازه مالیات واخیستل شي. فکر کوم دا دواړو حالتونه سره یو ځای شوي دي او دا وضعیت یې رامنځته کړی دی.

درېیم یې د طالبانو اړوند دی. لکه څرنګه چې ښاغلي استاد وویل، که امریکا همدا نن هم د طالبانو ملاتړ و نه کړي او پيسې ور نه کړي، هغوی دوام نشي کولای. موږ دلته د حل‌لارو په برخه کې هم بنسټي ستونزې لرو. ښاغلی استاد، زموږ بنسټي ستونزه دا ده چې ایا موږ د طالبانو بدیل وړاندې کولای شو؟ امریکا ولې پیسې ورکوي، لامل یې څه دی؟ کوم دلیل موجود دی چې امریکا طالبانو ته پيسې ورکوي؟ که موږ د دې لپاره حل‌لاره پيدا نشو کړای، موږ به پخپله دا ووایو چې پيسې ورکړئ.

موږ به پخپله دا وایو چې طالبانو ته پیسې ورکړئ. باید د دې لپاره حل‌لاره پيدا کړو. ایا موږ دې ته حاضر یو چې د افغانستان اقتصاد دې سقوط وکړي؟ د افغانستان ټول بانکي نظام دې وپاشل شي او د افغانستان خلک په یوه شپه سپېرو خاورو ته کېني؟ درویشت میلیونه خلک دې د سیاست لپاره دې ورځې ته کېني؛ ځکه موږ سیاست کوو؟ ایا موږ حاضر یو چې د سیاست لپاره داسې کار وکړو؟

دا یوه مساله ده. بله مساله دا ده چې خلک غریبان او وږي دي. ایا موږ دې ته حاضر یو چې مثلاً ټول خلک دې له لوږې او فقر سره لاس او ګرېوان شي؟ دا ستونزې شته. درېیمه خبره دا ده، څوک کولای شي چې افغانستان له ترور او وحشت څخه وساتي او له عادي خلکو څخه د ممکنه ترورونو او وحشتونو پر وړاندې دفاع وکړي. موږ له سیاستوالو سره کار نه لرو، یوازې له عامو خلکو دې دفاع وکړي.

څوک د هغوی دفاع او ملاتړ کولای شي؟ دا بنسټي ستونزې دي. د استاد شهراني طرحه په دې برخه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د ډېر شدید رقابت مساله حلوي. هو، د سیمې هېوادونه او سیمه‌ییز او نړیوالو قدرتونه هر یو له یو او بل څخه ډارېږي.

وايي که موږ له طالبانو څخه ځان څنډې ته کړو، پلانی زموږ ځای ډکوي. که هغه ځان ترې ګوښه کړي، يلانی یې ځای ډکوي. په همدې اساس، ټول یو ډول کوښښ کوي چې له طالبانو سره اړیکې ولري. هغوی غواړي چې د رقیب او سیال له ډاره له طالبانو سره اړیکې ولري. هو، د استاد شهراني طرحه همدا ستونزه حل کولای شي. یعنې ممکنه ده چې د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ د هېوادونو رقابت او سیالي یو څه را کمه کړي او هر یو د رقابت له مخې طالبانو ته امتیازات ور نه کړي، خو د نورو ستونزو لپاره هم باید حل‌لارې وموندل شي. دا خبرې د ښاغلي استاد د طرحې اړوند دي.

هغه څلورمه یا پینځمه نکته چې غواړم د ښاغلي استاد د طرحې د حل لارې اړوند یې بیان کړم، هغه دا ده چې موږ په افغانستان کې یو لړ ځانګړې ستونزې لرو. زموږ لومړۍ ستونزه، په افغانستان کې د ملي هویت د تعریف ستونزه ده. په افغانستان کې ملي سمبولونه کوم دي؟ موږ څه ډول افغانستان تعریفوو؟ دا هغه ستونزه ده چې تر یوه بریده باید حل کړای شي.

دویمه ستونزه دا ده چې د واک جوړښت باید څه ډول وي. موږ اوس په دې اړه ډېر اختلافات لرو. یو وایي چې فدرالیزم دې وي؛ بل وايي چې پارلماني نظام دې وي او بل بیا وايي چې ریاستي جوړښت دې وي. د استاد طرحه هم د فدرالیزم په اړه ده. دا چې ولایتونه باید څه ډول ووېشل شي او یا فدرالي حکومت څه ډول رامنځته شي، دا زموږ ترمنځ ډېر مهم ملي اختلافات دي، چې هماغه د ملي هویت اړوند زموږ تعریف ته ورګرځي او که د دغو ستونزو لپاره حل‌لارې و نه سنجول شي، موږ یوې جامع حل‌لارې ته نشو رسېدلای.

زه خپلې خبرې خلاصه کوم. لنډه دا چې زما عرض دا دی چې موږ یو لړ بنسټي او جوړښتي شخړې لرو. دا بنسټي او جوړښتي شخړې په واقعیت کې د شخړې د حل د تیورۍ پر اساس دي. دغو ته باید یو پلټ‌فورم پيدا شي. یعنې یو چوکاټ پيدا شي چې دا شخړې څه ډول حل کېږي. مانا موږ څه ډول سیاسي جوړښت رامنځته کړو چې هغه یو داسې واحد جوړښت او بیلډينګ وي چې د هرې شخړې لپاره یوه جلا کوټه ولري. که یو څوک ووايي چې دا شخړه څه ډول حل کړو، دروازه ورته پرانېزو او ووایو چې له دې لارې حل کېږي. که څوک وواي چې دا شخړه څه ډول حل کېږي، دروازه پرانېزو چې له دې لارې حل کېږي. یعنې هغه جوړښت پخپله دغو ټولو شخړو ته ځواب‌ویونکی وي. دې ته د شخړې حل وايي. موږ تر اوسه پورې «compromise» سیاسي جوړجاړی درلود. سیاسي جوړجاړی یې حل لاره نه ده. سیاسي جوړجاړی د شخړې حل‌لاره نه ده، بلکې هغه بیاځلې شخړه زېږوي. پر همدې اساس، ما په مجموع کې دا شیان مطرح کړل او وروسته که فرصت پیدا شو، په جزيیاتو به هم خبرې پرې وکړم. وبښئ!

رویش: ډېره مننه، ډاکتر صاحب. تاسې ډېرو ښو ټکیو ته اشاره وکړه. زه باوري یم چې د نورو ملګرو لپاره هم ډېر فرصت موجود دی چې هغوی هم پر دغو موضوعاتو تمرکز وکړي. اوس به یې له ډاکتر صاحب شینواري څخه واورو.

شینواری: بسم الله الرحمن الرحمن. ټولو ملګریو ته سلامونه! ډېره مننه چې یو ډېر ښه بحث مو روان کړی دی. ما په ډېر دقت د ښاغلي استاد شهراني صاحب خبرې واورېدې؛ ځکه هغه یو عالم او استاد دی او ډېرې علمي او تیوریکي خبرې یې وکړې. دویم بحث دا دی، دا چې هغه په دې وروستیو کلونو کې له هېواده بهر و، د ډاکتر صاحب د خبرو په تایید؛ نو ډېرې ایډيال او زړه‌سوانده خبرې یې وکړې. ټولې خبرې یې د خیرغوښتنې له مخې وې.

زه غواړم دا هم پرې ور اضافه کړم چې د استاد خبرې ډېرې هراړخیزې او جامع هم وې. دا چې کار باید څه ډول ووېشل شي او دا مسایل څه ډول حل شي، دغو نکتو ته د ډاکتر صاحب په خبرو کې متوجه شوم. هغه څه چې ما غوښتل ويې وایم او ښاغلي رويش صاحب ته مې هم ویلي وو، د هغو هراړخیزوالی تر دې لږ و؛ ځکه دا یو ډېر پراخ بحث دی. ښاغلي شهراني صاحب د ټول حکومت او ملت‌جوړونې طرحه وړاندې کړه. ډاکتر صاحب هم ډېرې علمي خبرې وکړې، چې زه هم تقریباً په هماغه نظر یم. د وروستیو ۴۵ کلونو په لړ کې زموږ د دولتونو د سقوط لامل دا و چې حداقل په افغانستان باندې د دوو زبرځواکونو لخوا یرغل وشو. یو ځل یې د نړیوالې ټولنې د حضور په نوم او د ملګرو ملتونو په اجازه، چې یو څه مشروعیت یې هم درلود، برید وکړ. د هماغه لږ مشروعیت امله ما هم په هغه حکومت کې کار کاوه، خو مخکينی یرغل بېخې په مطلق ډول ښکاره تېری و. له بده‌مرغه، لکه څرنګه چې ډاکتر صاحب وویل، د ملت په منځ کې هغه یو څه را ینځته شوی پیوستون هم سره وپاشل شو.

له دې وړاندیز څخه زما موخه دا وه چې د روڼ‌اندو ترمنځ بحث او خبرې اترې پيل شي؛ چې حداقل د مشورې کولو لپاره چاپېریال یو څه چمتو شي؛ ځکه سیاستوال پر سیاسي مسالو ډېر ښه پوهېږي، خو روڼ‌اندي بیا ډېر عاطفي دي او په دې مسالو ډېر ژور فکر نه کوي. دوی تر دې حده اختلافاتو ته لمن وهي چې بیا سیاستوالو ته په دې اړه پرېکړه کول هم ستونزمنېږي. زموږ موخه دا وه چې څه ډول کولای شو د روڼ‌اندو په توګه یو داسې چاپېریال یا فضا رامنځته کړو او ورو ورو عدالت‌غوښتنه ورته وکړو چې که مسایل مطرح کېږي هم، د ډاکتر صاحب احمدي په څېر په ډېر جراات او زړورتیا سره وویل شي او د ادب په چوکاټ کې حل لاره هم ورته بیان شي.

د ملت ترمنځ باید د ښکنځلو، توهین، تحقیر او ډېر لرې‌والي مخه ونیول شي. دا ډېره مهمه ده چې زموږ روڼ‌اندي زموږ لخوا لیکل شویو مطالبو ته ډېر پام وکړي. د باسواده خلکو په توګه زموږ کار دا دی چې هغه ډېر خپاره کړو او ذهنونه دې ته چمتو کړو او سیاستوالو ته لابي وکړو چې هغوی دا پخپلو پالیسیو کې شامل کړي؛ ځکه موږ تل له ستونزو سره مخ یو او دا ستونزې په یوه ورځ نه حل کېږي.

د افغانستان د نوم، ارزښتونو، ملي ایډيالونو، ملي سرود او … په څېر مسالې ډېرې ژر حل کېدلای شي. لکه څرنګه چې مخکې شهراني صاحب دا خبره تشریح کړه چې زموږ اساسي قانون باید منسجم شي. که موږ وغواړو، همداسی یو څه لیکو او که ډاکتر صاحب احمدي هم وغواړي، همداسې یو څه لیکي. که مهرداد صاحب او رویش صاحب هم وغواړي، کولای شي چې په یوه څه لنډ یا اوږد تفصیل سره، همداسې یو څه ولیکي.

د ملي هویت مساله اوس ډېر ګرمه شوې ده. په دغه مساله باید بحث وشي او حداقل باید د روڼ‌اندۍ په حلقوي بحثونو کې حل شي. ایا موږ افغانان یو، افغانستانیان یو او که کوم بل هویت لرو؟ افغانستانی د ژبې، ګرامر او نورو له مخې څه مانا لري؟ دا هغه شیان دي چې په اړه یې بحث کولو ته اړتیا ده. دا څه جادو یا بل څه نه دي چې سړی یې په اړه خبرې نشي کولای. بله مساله د ژبې ده. په افغانستان کې پښتو او فارسي یا پښتو او دري زموږ رسمي ژبې دي. عملاً د دولت په ټولو برخو، ادارو، پوهنتون، ښوونځي او نورو ټولو چارو کې په دغو ژبو خبرې کېږي او چلېږي که نه؟

د دې برعکس یوه بله اندېښنه دا ده چې ژبه ځپل کېږي. کومه ژب‌ځپنه؟ دا غټه خبره ده. دا یا یوه پالیسي ده، یا اندېښنه ده او یا هم اضافي وېره ده. که رښتیا هم کوم څه موجود وي، باید مخه یې ونیول شي. په اوسنیو بحثونو کې دا مسایل ډېر مهم دي. بله مهمه مساله، د نظام ډول دی. لکه څرنګه چې ډاکتر صاحب هم وویل، نظام باید متمرکز وي که غیرمتمرکز وي. که غیرمتمرکز وي، فدرالي به وي که به ولایتونو یا ولسوالیو ته واک ورکول کېږي، خو کوم زون به نه وي. دا هغه مسایل دي، چې باید بحث او خبرې پرې وشي.

د دولت عقیدتي ډول باید اسلامي وي که نه؟ که اسلامي وي، د ایران ماډل دې وي که د سعودي؟ د استاد رباني ماډل دې وي که د طالبانو ماډل؟ د پاکستان ماډل دې وي، چې نوم یې اسلامي دي خو په حقیقت جمهوري نظام دی. که جمهوریت وي، د حامد کرزي د اسلامي جمهوریت په څېر دې وي، چې په قانون کې یوه ډېره پياوړې ماده راغلې وه چې هيڅ قانون د اسلام د قانون خلاف نشي رامنځته کېدای، که دې یوه ډېره لیبرال ډيموکراسي وي، چې ښايي افغانستان هغه ته چمتو نه وي؟

بله مساله د اتل مساله ده. د ملیت اتل دې وي که ملي اتل؟ که موږ یو څوک د ملي اتل په توګه ټاکو، هغه باید کوم معیارونه ولري؟ معیار یې باید دا وي چې یوازې خپل قوم ته اتل دی؛ یا دا چې تقلب یې کړی او بریالی شوی؛ یا دا چې ټولو قومونو هغه منلی دی او یا دا چې بهرنیان یې له هېواده ایستلي دي، کوم معیار باید وي؟

باید یو معیار موجود وي او په هغه باندې بحث وشي او مساله حل شي. په هر حال، لومړی باید چاپېریال یو څه برابر شي. زه دا شی لیکم چې طبعاً موږ په ټول افغانستان کې اتلان لرو او هم د جګړې، سیاست او له هېواد څخه د دفاع په برخه کې ښه خلک لرو او هم د کلتور، تعلیم، پوهې، سولې او ورورولۍ په برخه کې ښه خلک لرو. بله مساله د سرچینو د وېش ده؛ البته دولتي سرچینې او مالي سرچینې په دې برخه کې راځي. دا سرچینې څه ډول په عادلانه ډول ووېشل شي؟ لومړیتوب څه شی دی؟ محرومو سیمو ته باید څه ډول ځانګړې توجه وشي او هغو مالي پروژو ته باید څه ډول ځانګړې توجه وشي چې ټول افغانستان ته یې ګټه رسېږي؟ د دغو ترمنځ توازن او یو میکانیزم او پالیسي ډېره اړینه ده، چې د افغانستان خلک یوې هوکړې ته پرې ورسېږي.

دولتي مسایل او دولتي څوکۍ هم مهمې دي. دولتۍ څوکۍ په کوم اساس ووېشل شي؟ ټاکنې دې وي که ملي جوړجاړی او یا یوه سهم‌بندي وي؟ په دې اړه هم باید بحث وشي. تخنیکي څوکۍ؛ یعنې له اول بست څخه تر لسم بست پورې، باید سل په سلو کې د لیاقت، رڼې ازموینې او ازاد رقابت له لارې په ډېر عادلانه ډول ووېشل شي. بله مساله، له ګاونډیانو سره زموږ مساله ده. موږ له پاکستان سره د ډیورنډ مساله لرو.

د سیمه‌ییز پیوستون مساله ده. د افغانستان د اوبو مساله ده، چې له ګاونډیانو سره هم د جنجال لامل شوې ده. زموږ د نورو سرچینو په استخراج کې ګاونډیان او نړۍ څومره رول ولري یا یې و نه لري؟ د دې کار ګټې او زیانونه څه دي؟

یوه بله مساله، د افغانستان د سټراټېژيکي ملګرتیا مساله ده. له بده‌مرغه، افغانستان په تېره پېړۍ کې ډېر زیان ګاللی دی. هر ځل چې به زبرځواکونو پر افغانستان برید کاوه، لامل یې دا و چې موږ یو پیاوړی سټراټېژیک ملګری نه درلود. افغانستان باید له لویدیځ، که له چین، یا روسیې او یا له ټولو ګاونډیو هېوادونو یا له یوه ګاونډي هېواد سره سټراټېژيکه ملګرتیا ولري که نه په مطلق ډول غیرمنسلک پاتې شي؟ دا هم ناشونې ده.

یوه بله مساله چې تر ټولو ډېره مهمه ده، هغه د ثبات د محور مساله ده. څوک د ثبات محور واوسي؟ څه ډول کار باید وکړو؟ ځکه که تر ټولو ښه ډيموکراسي هم واوسي؛ مثلاً، په امریکا کې هم د ثبات یو ډېر پياوړی محور موجود دی چې هغه ته «establishment» وايي او په هغه کې یو ډېر پیاوړی اردو، پياوړي استخبارات او د یو سیسټم دننه اف‌.بي.ای او پولیس موجود دي. په افغانستان کې طبیعي ده چې یو قوم د سیاست په محور کې دی. له دې څخه انکار نشي کېدای. په امریکا کې انگلاساکسون دی، خو قومي محور ډېر پټ ساتل شوی دی؛ ځکه ټول خدمتونه په ډېر عادلانه ډول وړاندې کېږي؛ ټول خلک په ټاکنو کې ګډون کوي او هغه اوباما هم ولسمشر کېدای شي چې د امریکا د نفوس یو سلنه هم نه جوړوي او پلار یې له کینیا څخه دلته راغلی دی. موږ کولای شو همداسې یو قانون جوړ کړو چې یو ثبات او د ثبات محور وي او په ورته وخت کې یو نورستانی، نورستانیان د افغانستان یو سلنه نفوس جوړوي، هم وکولای شي چې ولسمشر شي او یو پښتون هم وکولای شي چې ولسمشر شي. دا محور د پاچا په څېر یو فرد هم کېدلای شي، لکه؛ ظاهرشاه. یا یو ګوند هم کېدلای شي، خو ګوند بیا هم قوم ته ورګرځي؛ ځکه دا په نړۍ کې ثابته شوې خبره ده.

که په ټوله نړۍ کې وګورو، ګوندونه یو قومي اړخ لري، ان په ډېرو پرمختللیو هېوادونو کې هم همداسې ده. فکر کوم چې په دې وخت او ۲۱مه پېړۍ کې د قوم محوریت ممکن نه دی، خو د فرد محور کېدل ممکن دي. مثلاً؛ په انګلیستان کې ملکه د یووالي سمبول ده او ګوند هم ممکن دی، خو په دې شرط چې د افغانستان ګوندونه ټول‌شموله شي. معیار باید دا وي چې ټول قومونه پکې وي او د ډيموکراسي پر بنسټ جوړ شوی وي. داخلي ټاکنې او روڼ سیسټم ولري. پرته له دې چې د ثبات یو محور و نه اوسې، زموږ ټولې خبرې همداسې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي.

ځکه له جګړې وروسته چور او وحشت کېږي او اختلافات نور هم ډېرېږي. په دې حساب، دا هغه مسایل وو چې ما غوښتل په اړه یې په څو جلسو کې خبرې وشي. حداقل کله چې اوسط حد ته راغلو، له هغه وروسته موږ دا په رسنیو او مطبوعاتو کې خپاره کړو. له روڼ‌اندو وغواړو چې ستاسې ونډه نفرت، کرکه، بېلتون او وحشت نه دی، بلکې حداقل د یوه روڼ‌اندي او لوستي انسان په توګه ستاسې ونډه پیوستون دی. دا باید تر سیاستوالو هم ور ورسوو او بالاخره له هغوی هم دا وغوړاو چې یوه اوسط حد ته راشي.

زما د خبرو لنډيز همدا دی. د شهراني صاحب د خبرو اړوند یوه تبصره کوم. هغه څه چې هغوی وویل، طبیعي خبره ده چې په افغانستان کې شاهي حکومتونو او نور حکومتونو هم ظلم کړی او ښېګڼې هم لري. استاد عبدالعلی مزاري په دې اړه ډېره ښه خبره کړې ده. هغه ویل، موږ فکر کاوه چې کوم قوم پر موږ ظلم کاوه. ويې ویل، کله چې ما له بېلابېلو قومونو سره ولیدل او له هغوی سره مې اړیکې ونیولې، موږ نږدېتوب او اختلافات دواړه لرل، خو اوس پوه شوو چې اصلي ظالم قدرت دی او قوم ظلم نه کوي. په دې حساب، که د افغانستان تاریخ ته وګورو، هغومره چې موږ شکایت کوو، هغومره هم تاریخ ظالم نه دی.

که یې له ګاونډیو او د نړۍ له زبرځواکونو سره پرتله کړو، داسې هم نه ده. څومره چې استاد شهراني وویل چې موږ په نورو اتکا کوو، هغه ته په ډېر درنښت، زه له هغه سره موافق نه یم. فکر کوم که د استعمار تاریخ ولولو، چې له انګلیستان څخه ولاړل او ټوله افریقا یې ونیوله او بیا را وګرځېدل او بحر ته ورسېدل او د هند نیم وچه، چې د بشریت یو ستر تمدن و، یې هم ونیوله. مالیزیا، اندونیزیا او شاوخوا واړه هېوادونه یې هم ونیول، افغانستان تر هغو ډېر ازاد و. بیا شوروي اتحاد ځواکونه راغلل او د «امو» تر سینده یې ټول ځایونه ونیول او سل سلنه یې تر خپلې واکمني او اغېز لاندې راوستل، خو افغانستان دو درې ځله، دو ځله په مستقیم ډول، یو زبرځواک له خپل هېواد څخه وایست. دا چې جوړجاړی یې وکړ، هغه زه حکمت بولم.

زما په فکر، دا هيڅ ممکنه نه ده چې ټول زبرځواکونه وباسې او د طالب په څېر په یوه جزیره کې کلابند شې. دا هم یوه مساله ده چې زموږ روڼ‌اندي دي په دې برخه کې عدالت په پام کې ونیسي. په دې باید بحث وشي چې که موږ له خپل هېواد څخه استعمار وایست، کومه مساله یې جوړجاړی، کومه مساله یې حکمت او کوم مورد یې ازادي‌غوښتنه ده. که په مطلق ډول دا رد کړو او ووایو چې موږ لاس‌پوڅي وو او نورو سم کړو او یا کرايي وو، فکر کوم چې دا الفاظ به زموږ ملي غرور ته زیان ورسوي. برعکس، دا کار موږ نور هم پر خپل ځان بې‌باوره کوي.

که موږ کوم ویاړ هم ګټلی دی، هغه په یوه ځانګړي قوم پورې محنصر نه دی. فکر کوم چې د انګلیستان او روس پر وړاندې جهاد کې د افغانستان ټول خلک شریک وو. ان که ووایو چې میرویس نیکه او شاه محمود هوتکی ویاړ او خپلواکي ترلاسه کړه، سره له دې چې د فقیه ولایت تر نظر لاندې و، خو که په هغو کې د پښتنو پر پرتله د هزاره‌ګانو ونډه ډېره نه وه، کمه هم نه وه.  په دې حساب، زما وړاندیز دا دی چې موږ د روڼ‌اندو په منځ کې داسې یو فکر او فکري چاپېریال رامنځته کړو، چې حداقل روڼ‌اندي خلک د پیوستون او نږدې‌توب پر لور ولاړ شي. سیاستوال، چې طبعاً د واک پر سر سیالۍ او مقابله لري، هغوی هم ورو ورو پر دې لور حرکت ته اړ کړای شي. ډېره مننه!

رویش: ښاغلی شینواری صاحب، ډېره مننه! ښاغلی مهرداد، له تاسو به یې له بلې زاویې واورو.

مهرداد: ډېره مننه، ښاغلی استاد. ټولو ته سلامونه وړاندې کوم! په اصل کې زه باید اورېدونکی واوسم او یو څه زده‌کړم، خو په هر حال، دا چې درانه استادان ځوانانو ته د مهربانۍ په نظر ګوري، زه هم د خبرو کولو جرات کوم او د یوه ځوان په توګه د خپل هېواد په اړه، استادانو ته خپل نظر څرګندوم. زه فکر کوم چې افغانستان په یو ډېر خطرناک پړاو کې دی.

لکه څرنګه چې ښاغلي شینواري صاحب وویل چې که کړکېچ نور هم ډېر شي، دا ځل نړیوالو جنجالونو ته په کتو، چې د زیاتېدو په حال کې دي او ان نړۍ د یوې اټومي جګړې په درشل کې ده او د هېوادونو په اړیکو کې یو ډول د سوړ جنګ چاپېریال رامنځته شوی دی، د دې ډېر احتمال موجود دی چې موږ بیا له یوې کورنۍ جګړې سره مخ شو. که په دغسې یو حالت کې موږ کورنۍ جګړې ته ځو، زما باور دا دی چې نور به نو د افغانستان په نوم هېواد پاتې نشي. په همدې اساس، ښه ده چې موږ اوس هم په افغانستان د یوه هېواد په توګه باور لرو او موږ هر یو، سره له دې چې بېلابېل روایتونه لرو، خو بیا هم په دې باوري یو چې افغانستان یو هېواد دی. زه فکر کوم اوس د دې وخت دی چې موږ ګډ ژوند وکړو. همدا یې فرصت دی؛ ځکه طالب به افغانستان د یو داسې ناورین پر لور بوځي چې د وړاندوینې وړ نه دی.

زما اخځ دا دی چې طالب د حکومتولي وړتیا او توان نه لري او ډېر وروسته پاتې سیاسي کلتور لري. فرض کړئ، که نړۍ دا ډېر کمه مداخله هم و نه کړي، افغانستان به ډېر ژر د یوې کورنۍ جګړې پر لور ولاړ شي. زه هم د یوه خبریال په توګه له افغانستان سره د کېدونکیو مرستو په اړه د استاد احمدي له نظر سره موافق یم. زه فکر کوم، هغه اقتصاد چې له شل میلیارده ډالرو «جی‌ډي‌پي» څخه پینځه میلیارده ډالرو ته را ښکته کېږي، فکر وکړئ چې اقتصاد دومره را ټیټېږي چې په یوه کال کې له ۵۰ یا ۶۰ سلنه څخه زیات خلک د لوږې تر کرښې لاندې کېږی. البته هغه وخت هم زموږ جي‌ډي‌پي واقعي جي‌ډي‌پي نه وه اوس هم نه ده. که د نړۍ دا لږه مداخله او بشري مرستې نه وي، زه فکر کوم چې د افغانستان خلک به له قحطي سره مخ شي. ښايي میلیونونه خلک له لوږې مړه شي.

زه د افغانستان په اړه ډېرې واضح خبرې کوم. کله چې په ټولنیزو رسنیو کې خبرې کوم، د درنو استادانو په څېر وایم، دا ښه ده چې ښکاره بحثونه وشي، خو چې د خپر غوښتنې په نیت وشي. یعنې زما باور دا دی چې له یوې خوا د ښاغلي استاد احمدي په څېر صراحت ولرو، بل لور باید په خپلو خبرو کې د خیر نیت هم ولرو. که موږ د افغانستان په تاریخ کې ظلم ته اشاره کوو، زموږ موخه دا نه ده چې له دې روایت څخه ناوړه استفاده کوو، بلکې زموږ موخه دا ده چې د ظلم تاریخ بیاځلې تکرار نشي.

په مقابل لوري کې باید یو ډول د ډاډ او اطمینان حس رامنځته کړو. زموږ ادبیات هم باید ډېر مناسب ادبیات وي او د نورو له توهینولو او تحقیرولو څخه ځان وساتو. زه فکر کوم چې حداقل د ټولنې د نخبه‌ګانو په کچه زموږ ادبیات تر یوه حده محترمانه دي، خو دا چې موږ د افغانستان په اړه وړاندوینې کوو، ښايي له هغو څخه یو څه لرې‌والی موږ ته سخت وي. ان په اول سر کې هر ډول خبرې یو څه حق‌تلفي او بې‌انصافي ښکاري، خو په دې کې هيڅ شک نشته چې موږ ټول غواړو چې د افغانستان په اړه په ډېرو اخلاقي، انساني او مناسبو ادبیاتو بحثونه وشي.

زه فکر کوم چې په افغانستان کې د دایمي جګړو له امله د ملت‌جوړونې پروسه، یوه ناقصه پروسه ده. یعنې موږ هيڅکله نه یو توانېدلي چې د اوږدمهال لپاره ثبات او زیربناوې ولرو. پر همدې اساس، هغه څه چې شینواري صاحب وویل، هغسې نه پېښېږي ځکه زموږ تاریخ تل ډېرې لوړې او ژورې لرلې او دا لوړې او ژورې هم د سیمه‌ییز او نړیوال موج یوه برخه ده؛ نو له همدې امله موږ د افغانستان پر تاریخ ډېر کنټرول نه لرو.

په همدې اساس، زما باور دا دی چې که موږ د همدې تېرو شلو کلونو په څېر د ثبات یوه دوره ولرو، مثلاً، په تېرو شلو کلونو کې زما په نظر د هویتي شخړو بحث یوه ډېره ښه تجربه ده. د بېلګې په توګه؛ تاسې د محمد هاشم خان د صدارت دورې ته یو ځل وګورئ، د دې لپاره چې پښتو ژبه پر عامه ژبه بدله شي، درې ځله په پرلپسې توګه فارسي ژبه له رسمیاتو څخه لرې کېږي، خو ان شاهي کورنۍ هم پښتو ژبه نه زده‌کوي، خو په تېرو شلو کلونو کې تقریباً پښتو د افغانستان د خلکو په دویمه ژبه بدله شوه.

یعنې موږ له تاریخي تجربو څخه دا زده‌کوو چې پښتو ژبې په ډيموکراټيکو شرایطو کې د عامېدو لپاره ډېر فرصت درلود. ان د تورې په واسطه یې هغه ځای و نه موند، چې د ډيموکراسۍ او پرانیستي رسنیز چاپېریال په وخت کې یې هغه ځای ته ورسېدله. زما مور یوه بې‌سواده ښځه ده، خو اوس چې کله په تلویزیون کې په پښتو ژبه خبرونه اوري، په ځینو شیانو یې پوهېږي. یعنې که موږ د ثبات یوه دوره ولرو، یو څه کېدای شي. مثلاً؛ یو وخت «دانشګاه» یوه تابو وه.

که موږ د کابل پوهنتون د هویت په کارت کې د «دانشګاه» کلیمه لیکلې وای، هغه یې څېرې کاوه، خو زه په البیروني پوهنتون کې استاد وم او په مکتونو او د زده‌کړیالانو په سوانحو کې مو د پوهنتون په ځای کې «دانشګاه البیرونی» لیکل. تقریباً ورو ورو زه په دې باور کېږم چې که ثبات موجود وي،  د یوه سوله‌ییز تعامل په بهیر کې موږ کولای شو چې د ښاغلي شینواري په خبره منځنۍ کچې ته ورسېږو، خو له بده‌مرغه د اوسني حالت په څېر چې کوم پرېکونونه پېښېږي، هماغه د ثبات فرصت بیا له لاسه وځي او یو ډېر ستر خطر د هېواد او خلکو موجودیت ګواښي.

ما د ښاغلي استاد طرحه ولوستله. زما په نظر، ټولې هغه اندېښنې چې ښاغلي استاد احمدي بیان کړې او هم شینواري صاحب هغو ته اشاره وکړه، هغو ټولو ته پوښښ ورکړل شوی دی، خو ښه ده چې دا مسایل یو څه نور هم وشاربل شي. مثلاً؛ د ډیورنډ موضوع. واقعیت دا دی چې موږ په سیمه کې ځينې ملي شخړې لرو او ځينې شخړې بیا ملي نه دي.

مثلاً د اوبو شخړه زموږ یوه ملي شخړه ده. یعنې په افغانستان کې هيڅ داسې قوم نشته چې د ایران یا پاکستان پر وړاندې د افغانستان له حقابې څخه دفاع و نه کړي، خو د افغانستان ټول خلک بیا له پاکستان سره دیورنډ پر سر کومه ستونزه نه لري. یعنې دا له پاکستان سره د افغانستان د یوې برخې خلکو شخړه ده. له همدې امله زه فکر کوم چې فعلاً د دولت په سقوط سره دا یو شی ښه دی چې موږ بیاځلې په یو صفري پړاو کې واقع شوي یو.

اساسي قانون چې ډېرو مسایلو ته یې مشروعیت ورکاوه، هغه اوس عملاً تعطیل شوی او په واقعیت کې موږ اوس د حکومت، قانون او حقونو په خلا کې ژوند کوو. ښه ده چې که د افغانستان خلکو ته بیا فرصت برابر شي چې سره له اوسه ورو ورو عامه افکار دې ته چمتو کړو چې دا ځل سمې پرېکړې وکړي. ښاغلي استاد احمدي د اساسي قانون اړوند ډېره ښه مقاله لیکلې چې څه ډول ولیکل شو او کوم شیان پکې شامل شول چې بیا يې وروسته ډېر بې‌مانا جنجالونه رامنځته کړل. مثلاً؛ یوازې له دې امله چې د «دانشګاه» کلیمه ولیکل شي که نه، د لوړو زده‌کړو قانون په پوره یوه لسیزه کې هم د ملي شورا لخوا تایید نشو. یو قانون لس کاله په ملي شورا کې بند پاتې و، په داسې حال کې چې د ملي اصطلاحاتو ماده پخپله د ښاغلي استاد احمدي لخوا لیکل شوې وه.

د ده له مقالې څخه ما په یوه بله مقاله کې استفاده وکړه چې په دې برخه کې دا یوه الحاقي ماده ده او وروسته ور اضافه کېږي. په هر حال، ښاغلي استاد او درنو استادانو، زه مې خپلې خبرې را لنډوم. زما باور دا دی چې پښتانه په افغانستان کې یو فانټیزي لري. ما یو وخت د فانټیزي په اړه یوه مقاله لیکلې وه او ویلي مې وو، دا مهمه نه ده چې یوه فانټیزي دې واقعي وي که دې واقعي نه وي، خو کولای شي چې د هغو افرادو او یا انساني ډلو پر چلند، چې مثلاً یوه ډله‌ییزه فانټیزي ولري، ډېر بد اغیز وکړي.

دا نو نور مهمه نه وي چې یو تاریخي ملاتړ هغه فانټيزي رامنځته کوي او دا یو رښتینې تاریخي کیسه ده که نه. خلک پر هغو باور کوي. د ارواپوهنې په بحث کې د فانټیزي مشکل دا دی چې پایله یې تحقق مومي. یعنې هره ټولنیزه فانټیزي په واقعیت کې د فانټيزي لېږدونکو ته دا زیګنال ورکوي چې خنډونه لنډمهاله او د حل وړ دي او ستا په ذهن کې موجوده فانټيزي به یوه ورځ پوره تحقق پیدا کوي، په داسې حال کې چې وايي، دا د فانټيزي یو چل او دوکه ده. له بده‌مرغه، مثلاً نازیزیم، ناسیونالیزم، پان فارسیزم ایراني یا پان ترکیزم او پښتني ناسیونالیزم، دا ټولې هغه فانټیزۍ دي چې پرې باورمن خلک په دې باور وو چې دا خنډونه لنډمهاله دي او له منځه ځي او یوه ورځ به پوره تحقق پیدا کړي، خو د ټولې سیمې تاریخي تجربو موږ ته دا را ښودلې ده چې په ایران، ترکيه او افغانستان کې، چې د دغو هېوادونو یو قوم پر هغو ښه ټینګ باور درلود، کومې ټولنیزې فانټیزي په پوره توګه تحقق نه دی موندلی، بلکې زموږ په سیمه کې یې لا نور ستر جنجالونه او مصیبونه رامنځته کړي دي.

په همدې اساس، ښه ده چې موږ دا ځل په روڼ او شفاف ذهن سره د ستونزو د حل لپاره لاس پکار شو. زه پخپله دې پایلې ته رسېدلی یم چې د یو طرف په توګه، له پښتنو سره د هویتي شخړې په اړه زموږ چلند باید ډېر محتاطانه او له حوصلې ډک وي. یعنې موږ باید هڅه وکړو چې د پښتنو ذهنونه درک کړو. زه په دې باور یم چې د انحصاري ذهنیت بدلون یو څه وخت ته اړتیا لري.

له همدې امله، موږ باید ډېر ورو ورو او په ډېرې حوصله‌مندۍ سره د دې ذهنیت بدلون ته انتظار وکړو. باید د اطمینان په رامنځته کولو سره له هغوی سره مرسته وکړو؛ ځکه تر هغو چې موږ منځنۍ کچې ته رسېږو، هيڅ پښتون باید د ډار احساس و نه کړي. زه پر دې باور یم چې موږ کولای شو هغه منځنۍ کچه رامنځته کړو. موږ کولای شو چې هویتي نښانونه او ملي سمبولونه په داسې ډول تنظیم کړو چې د افغانستان ټول ملتونه او قومونه خپل ځانونه پکې وګوري او هيڅوک د محرومیت او تحقیر احساس و نه کړي.

مثلاً د سویلي افریقا ملي سرود په پینځو ژبو لیکل شوی دی. یا مثلاً ډېر اروپايي هېوادونه له څو ژبو جوړ شوي ملي سردونه لري. موږ کولای چې د ملي اصطلاحاتو ستونزه حل کړو. که په نظامي برخه کې زموږ اصطلاحات په پښتو ژبه وو، موږ کولای شو چې هغه په دې برخه کې ومنو او په یوه بله برخه کې د نورو ژبو اصطلاحات وکاروو، ځکه نورې ژبې هم حق لري. زما باور دا دی چې د سمبولیزم مساله په افغانستان کې جدي وګڼل شي؛ ځکه زه په دې اړه هم فکر کوم او هم څېړنه کوم. مثلاً په کاناډا کې ترافیکي نښې په دوو ژبو دي. مثلاً د هند په پيسو کې اووه-اته ژبې راغلې دي. هند شاوخوا ۲۴ یا ۲۵ رسمي ژبې لري. مثلاً ما په پنجاب کې درس لوستی دی، کله چې به ازموینه وه، زموږ د ازموینو پارچه به څو ژبو لیکل شوې وه. په پنجابي، انګلیسي او هندي ژبه به یې لیکلې وه او زده‌کړیالانو به د خپلې خوښې وړ ژبه ټاکله.  که موږ یو مسوول دولت ولرو، موږ کولای شو چې د ژبې د سیاست بحث حل کړو. ان فرض کړئ که موږ فدرالي نظام هم ولرو، موږ کولای شو چې په فدرالي نظام کې، چې که په یوه څنډه کې یې یو وړوکی قومي واحد هم پروت وي، ان هغوی ته هم د هغوی په ژبه ښوونیز نظام جوړ کړو.

په هر حال، زه مې خپلې خبرې را خلاصه کوم. زه د استاد شهراني ټولې اندېښنې تاییدوم. په دې پړاو کې د ښاغلي استاد احمدي صراحت په رښتیا هم یوه اړتیا ګڼم. همداراز هغه څه چې ښاغلي شینواري صاحب وویل، موږ باید منځنی حد پيدا کړو. پښتانه او نور قومونه هېڅوک نشي کولای چې په خپلو فانټيزو او د هغو په الټرناټيف پسې وګرځي. که څوک غواړي چې د پښتنو د ظلم پر ځای د تاجیکانو ظلم وي، دا هيڅ یو یې هم تحقق نشي موندلای. موږ باید یو انساني فورمول ولټوو، چې هيڅوک هم په خپله مورنۍ خاوره کې د حقارت احساس و نه کړي. له ښاغلی استاد عزیز او نورو د قدروړ استادونو څخه ډېره مننه!

رویش: ډېر مننه، ښاغلی مهرداد صاحب!

ډاکتر امین احمدي: ښاغلی استاد، که اجازه وي چې یو څو خبرې مې په ذهن کې پاتې دي او هغه بشپړې کړم. د استاد له خبرو استفاده کوو.

رویش: ښه ده، زه هم دلته یوه نکته مطرح کوم. ښه خبره ده چې تاسې هم په هغې بحث وکړئ؛ ځکه دا یوه داسې مساله ده چې تر ډېره مفهومي اړخ لري. د ملي باور نهضت طرحه تر ډېره یوه سیاسي طرحه ده او د استاد شهراني هدف هم دا نه دی چې د یوه اخلاقي ارزښت په توګه دې بېخې د اخلاقي باور اړخ ولري. تر ډېره سیاسي باور دی. طبعاً چې په یوه ډيموکراټيکه ټولنه او په یوه ډيموکراټيکه فضا کې سیاسي باور، ډيموکراټيکو جوړښتونو ته په کتو رامنځته کېږي. دا هماغه ورکه شوې کړۍ ده چې له بده‌مرغه زموږ افغانستان یې له یوه ډېر ستر تشتت او پاشلتیا سره مخ کړی دی. ډاکتر صاحب، اوس یې له تاسو اورو، څه ډول احساس کوئ چې موږ او تاسې دا ورکه شوې کړۍ، چې د یوه اسکلیټ په توګه ټولنه ثبات او پیوستون ته رسوي، چېرې پيدا کولای شو او له کوم ځایه یې پيل کولای شو؟

ډاکتر امین احمدي: په واقعیت کې زه غواړم همدا ووایم چې اصلي موخه د همدې نکتې موندل دي. ما دا د شخړې په حل باندې تعبیر کړله. ما وویل چې د شخړې حل او سیاسي جوړجاړی له یو او بل سره توپير لري. د شخړې د حل اساسي مفهوم دا دی چې هر څوک خپلې غوښتنې وړاندې کولای شي او وايي چې دا زما ستونزه ده او دا مې موخه ده. تاسې دې ته پام کړی دی؟ هر څوک له پټولو پرته او په ښکار توګه خپل واقعي او حقیقي مشکل مطرح کوي.

کله چې یې خپله ستونزه مطرح کړه، تاسې څه کار کوئ؟ تاسې د یوه انجینیز په توګه د یوه داسې کور نقشه جوړوئ چې هغه کور په حقیقت کې دې ټولو ستونزو ته ځواب وايي. یعنې د سیاست په ډګر کې یو انجینیر را پيدا کوئ. کله چې ښه وایاست، دا زموږ ټولو لپاره مناسب دی. دې ته د شخړې حل وايي. په دې مفهوم باندې باید کار وشي. ما دا د شخړې د حل په توګه یاد کړ او ښاغلي شینواري بیا هغه د منځني حد «Middlel ground» په نوم یاد کړ.

استاد، موږ او تاسې او ښاغلی پروفیسور شهراني هم د همدې نکتې په لټه کې دی. هغه د دې نکتې په لټه کې دی چې باور رامنځته کړي. باور په غوښتنه نشي ترلاسه کېدلای، چې له نورو وغواړو یا ورته توصیه وکړو چې باور وکړي. یا په دې اساس هم باور نشو پیدا کولای چې څوک ښه سړی دی. زه د ښاغلي استاد د وړاندوینو په اړه دا یوه خبره کوم چې استاد د خپلې طرحې لپاره په ښو خلکو پسې ګرځي. ښه خلک د افغانستان ستونزه نشي حل کولای. د دې نکتې پیدا کول د افغانستان ستونزه حل کولای شي. ما غوښتل همدا ووایم. زه یو ځل بیا خپلې خبرې خلاصه کوم.

هغه ستونزې چې د دې طرحې په اړه زما په ذهن کې دي او موږ ورپسې ګرځو، لومړۍ یې د هویتي سیاست ستونزه ده، چې له بده‌مرغه له تاریخه یې سرچینه اخیستې ده. له هغه تاریخه یې سرچینه اخیستې ده، چې استاد هم اشاره ورته وکړه، خو زه وایم چې هغه د ډېرو ستونزو سرچینه ده. فردګرایي هم له هغه ځایه سرچینه اخلي. دا زما لومړۍ نکته وه. ښاغلی استاد، زما دویمه نکته دا ده چې سیاسي اتکا اقتصادي اړخ لري.

کله چې موږ د افغانستان دننه د افغانستان له اقتصادي سرچینو خپلې اقتصادي ستونزې حل نشو کړای، سیاسي اتکا هم نشي حل کېدلای. دا سیاسي اتکا د دې لامل کېږي چې که هر څوک وکولای شي چې بهرنیو ځواکونو ته عملي ژمنه ورکړي او بهرني ځواکونه د هغه پر ژمنه باور وکړي، هغه د افغانستان په سیاسي ډګر کې بریالی دی.

نو اوس په دې ډګر کې څوک زما پر خبره باور نه کوي. که زه ښې خبرې هم وکړم، څوک یې په یوه روپۍ هم نه اخلي. نه یې امریکا اخلي او نه یې بل سیمه‌ییز نړیوال قدرت اخلي. ولې؟ ځکه زه د افغانستان په سیاسي معادله کې شی نشم خرڅولای. د خرڅلاو لپاره شی نه لرم، چې د حکومت او د افغانستان د خلکو لپاره پرې اسانتیاوې برابرې کړم. دا اقتصادي ستونزه، ډېره مهمه ستونزه ده. نه پوهېږم چې دا ستونزه پخپله د افغانستان په جوړښت او طبیعت کې ده، چې د حکومت‌ولۍ لپاره کافي سرچینې نه لري، یا موږ داسې دولت نه لرو چې د افغانستان له عایداتو استفاده وکړای شي. دا په رښتیا هم دویمه اساسي ستونزه ده.

درېیمه اساسي ستونزه د دین په برخه کې ده. زه په دې برخه باندې هم ملاحظه لرم. زموږ تر ټولو اساسي مشکل دین دی. داسې نه چې دین د ستونزې منشا ده، بلکې په دې مانا او مفهوم چې موږ مطلقاً یو سیاسي دین لرو. یعنې اسلام ذاتاً داسې نه دی، خو که د نړۍ ټول ادیان په پام کې ونیسو او په یوه تابلو کې یې ولیکو، د نړۍ تر ټولو سیاسي‌ترین او واک‌خوښی دین، د اسلام دین دی.

دا یو واقعیت دی او دا د افغانستان له سیاسي کلتور سره هم غوټه شوی دی. له شریعت، شرعي نظام او فقهې څخه سم او یا ناسم اخځونه اخیستل شوي او د کلتوري ارزښتونو په توګه د عامو خلکو په ذهنونو کې ور پېچکاري شوي دي او دا بیا مشروعیت د تولید منشاء ګرځي.

له دین څخه د وسیلې په توګه استفاده کېږي؛ ځکه د مشروعیت د تولید سرچینه ګرځي. په ټولنیز لحاظ او د ټولنپېژندنې په اساس داسې کېږي. په همدې اساس، زموږ یو اساسي مشکل دا دی چې موږ څه ډول کولای شو چې له قدرت او سیاست سره د اسلام مناسبت په عملي توګه تشریح کړو، چې په دې پوه شو چې اسلام او شریعت څومره د قدرت او حکومت د مشروعیت د توجیه سرچینه کېدلای شي.

ایا په اصل کې دین مشروعیت رامنځته کولای شي چې که يې نشي رامنځته کولای. دا یو ډېر فني، تخنیکي او ډېر مهم بحث دی. پر همدې اساس، دا چې استاد وايي چې موږ دیني او اسلامي ارزښتونه مراعت کړو، دا پخپله مشکل جوړوي. یعنې څومره چې په کلي شکل ویل کېږي، دا ستونزې جوړوي او دا پخپله هم یوه ستونزه ده. د استاد موخه دا ده چې تقوا ولرو. په حقیقت کې د استاد موخه دا ده یا د اسلام له دین څخه د استاد تصور یو شرعي نظام نه دی چې د خلکو پر سیاسي او حقوقي مناسباتو حاکم وي.

د استاد موخه تر ډېره دیني تقوا ده. دا چې یو ښه سړی واوسې او له خدایه وډارېږې. له بده‌مرغه په افغانستان کې په دې مانا او مفهوم نه کارول کېږي؛ نو په همدې اساس، موږ باید په دې برخه کې له ډېر دقت څخه کار واخلو. یعنې دا زموږ یوه عمده ستونزه ده. زه په دې باور نه لرم چې موږ دې برخې ته کومه حل‌لاره لرو، و یا د سولې نړیوال کمېسیون په رښتیا هم په افغانستان کې بدلون رامنځته کولای شي. سره له دې چې نړیوال فشارونه ډېر اغېزناک دي، یعنې د بدلون اساسي پایې دي، خو د نړۍ په هيڅ ځای کې داسې نه دې شوي چې نړیوال فشارونو دې په یوازې ځان اساسي بدلون رامنځته کړی وي.

یعنې نړۍ د خبرو اترو پر میز له طالبانو څخه د امتیاز اخیستلو لپاره هيڅ نه لري. د نړۍ لاسونه تړلي دي. دا هر څه موږ په دوحه کې د قطر په خبرو اترو کې په خپلو سترګو ولیدل. موږ او نړۍ دواړو له طالبانو څخه هيڅ امتیاز ترلاسه نه کړ. د قطر دولت، چې ان د طالبانو کوربه و او هر یوه ته یې ښايي د میاشتي لس زره ډالر تنخوا ورکوله، هم پر طالبانو باندې یوه وړه غوښتنه هم تحمیل نشوه کړای. یوه طالب ان په یوه ناسته کې د قطر سیاسي استازي ته ښکنځلې وکړې. هغه ډېرې رکیکې افغاني ښکنځلې ورته وکړې. هغوی دا ښکنځلې اورېدلې وې، خو سترګې یې پرې پټې کړې وې.

د افغانستان د اسلامي جموریت د استازو په توګه یې موږ ته دا وړاندیز وکړ، چې موږ په هغه صورت کې منځګړیتوب کوو چې هغوی یې ومني. دا ښه وړاندیز و او له نړیوالو معیارونو سره برابر و. موږ هغه ومانه. طالبانو د هغه وړاندیز پر درې څلورو مادو خط راکش کړ او ویې ویل چې موږ دا نه منو. د قطر دولت د طالبانو پر وړاندې چوپه خوله و او هيڅ یې ونشو ویلای.

طالبانو ویل چې دا د نړۍ یو کوچنی هېواد دی. زموږ او د نړۍ لاسونه خالي وو. ولې خالي وو؟ ځکه چې په کور دننه ځواکمن نه وو. دا ډېره مهمه مساله ده. تر هغو چې موږ په کور دننه د قدرت مناسبات بدل نشو کړای، د نړیوالو فشارونو په مرسته هيڅ ځای ته نشو رسېدای. دا زما باور دی، خو دا چې موږ کور دننه څه کولای شو، یو انتخاب یې جګړه ده، چې استاد هم جګړه رد کړه او هغه یې مردوده وګڼله. دا هغه نکتې وې چې زما په ذهن کې راګرځېدې او په ډېر اخلاص او اب سره مې د خپل استاد پر وړاندې بیان کړې.

زما نظر دا دی، چې که هره طرحه مطرح کېږي، هغه باید د افغانستان د مدني او سیاسي ځواکونو تر منځ په یوه عامه طرحه او یا یوه عام منشور بدله شي. دا زما وړاندیز دی، چې باید په یوه عام منشور بدله شي. د هغې طرحې په اړه خبرې اترې وشي؛ نو به یوه عامه هوکړه پرې وشي.

د تونس بېلګه یې یوه تاریخي نمونه ده. کومه طرحه چې استاد چمتو کړې، لازمه ده چې پر هغې کار وشي، چې د طالبانو خلاف په یوه عمومي طرحه او یا یوه عمومي منشور باندې بدله شي. یعنې ښاغلي شینواري چې د کومو اختلافاتو یادونه وکړه، هغه ټول ډېر اساسي اختلافات دي. د هغو اختلافاتو نوملړ باید جوړ شي، چې موږ کوم کوم اختلافات لرو. د دغو اختلافاتو د ختمولو لپاره باید وړاندیزونه ولرو. مخکې چې ما د شخړې د حل خبره وکړه، هغه باید په یوه عمومي او ټول‌شموله منشور بدله شي.

رویش: استاد شهراني، زه غواړم تاسې د نورو خبرو تر څنګ، د هغو دریو اساسي نکتو په اړه هم یوه څه توضحیات وړاندې کړئ، چې مخکې دلته مطرح شوې. ښاغلی شینواری ستاسې له دې لیدلوري سره موافق نه دی چې ګواکې افغانستان ډېره خپلواکي نه لرله. تاسې یې داسې احساسوئ، دا چې افغانستان له نورو زبرځواکونو سره جګړه کړې، د ګاونډیو هېوادونو، چې د بهرنیو ځواکونو اغېز پرې کم و، او نورو پر پرتله یې د خپلواکۍ اعتبار ډېر دی.

غواړم په دې یو څه ډېر وپوهېږم چې په بهرنیانو باندې له اتکا څخه ستاسې موخه څه ده. دویمه نکته د عملي حل‌لارې اړوند ده. نورو ملګرو هم دا خبره مطرح کړه او ښاغلي مهرداد هم پر دې تاکید وکړ چې تاسې دغه مسایل له یوه اکاډمیک او علمي ادرسه مطرح کوئ. د ماډرن علم یوه ځانګړنه دا ده چې له موږ سره د مسالې په پېژندلو او د هغې په حلولو کې مرسته کوي. مساله داسې پېژندل کېږي چې موږ د ټولو مسالو نوملړ جوړ کړو او د مېز پر سر یې کېږدو او د دې پر ځای چې د یوې تابو په توګه هغه په خپل منځ کې د بېلتون او پاشلتیا لامل وګرځو، هغه د خپل بحث پر بډاینه بدله کړو.

قوم یوه مساله ده، خو کولای شي چې زموږ بحث بډای کړي. ژبه یوه مساله ده، خو کولای شي موږ ته ډېر قدرت راکړي. اوس په نړۍ کې موافقت او مخالفت ډېره مهمه خبره ده. موږ باید له موجودو بېلابېلو تنوعاتو او بېلابېلو لیدلوریو څخه سمه استفاده وکړو. دا نکته چې تاسې پلورالیسټه ټولنه جوړوئ او د انسانانو د ازاد انتخاب حق ته درناوی کوئ، دا پخپله د «کموني» نړۍ یوه ځانګړنه ده، چې موږ او تاسې په هغې کې ژوند کوو. زما وروستۍ خبره چې تاسې خبرو کولو ته هڅولای شي دا ده چې لومړی ځل د طالبانو په واکمنېدو سره داسې ښکاري چې موږ په افغانستان کې د سیاست‌کولو له دورې څخه لرې کېږو. دا سیاست‌کول په طبیعي ډول یو سیاسي مصلحت دی چې په سیاسي ناپوهۍ او وروسته‌پاتې والي کې یې یو څه ورته‌والی درلود. ټول یې د سیاست ډګر ته راغلل، خو په سیاست، د قدرت په مناسباتو او په هغو جوړښتونو نه پوهېدل چې له قدرت سره یې مرسته کوله.

امیرعبدالرحمن یو بې‌سواده او نالوستی سړی و. له هغه وروسته هم چې څوک افغانستان ته راغلي دي، زیات سیاسي سواد يې نه درلود. په دې نویو دورو کې، په ځانګړې توګه د خلق ډموکراټيک ګوند او جهادي دورې په وخت کې له دې جهالت سره د ایډیالوژیک طعم او خوند افت هم را پيدا شو. د سیاست ایډيالوژيک کول سیاسي کړکېچ او له سیاست سره د قدرت د عقلاني چلند کړکېچ  نور هم پېچلی کوي.

طالبانو اوس یو چانس را منځته کړی دی. هغه چانس دا دی، هغه څوک چې په سیاست نه پوهېدل، هغوی ټول بهر ته ولاړل او طالبانو هم هر څه انحصار کړل او وايي چې که دا سیاست جاهلانه هم دی، موږ دا سیاست کوو. هلته نور څوک نه دې پاتې چې راپاڅېږي او دا ووايي چې له امیرالمومنین پرته بل څوک هم کولای شي چې د سیاسي مناسباتو په اړه خبرې وکړي.

دا چانس د افغانستان له نوی نسل سره، چې قاطع اکثریت یې باسواده دی او له نړۍ او ټولو ماډرنو ارزښتونو سره بلد دي، دا مرسته کوي چې خپلې سیاسي خبرې اترې د شخړې له ځای څخه هغو ځایونو ته انتقال کړي چې هغوی ته ډېر قدرت ورکوي.

په امپاورمنټي اصطلاح چې یو څه «Turn around» وکړو. خپل محدودونکي باورونه په داسې باورونو بدل کړو چې زموږ ملاتړ وکړي. په کومو ځایونو کې چې مو دا احساس وکړ چې شخړه او جنجال را پیدا کوي، هغه داسې ځایونو ته انتقال کړو چې زموږ په منځ کې یووالي رامنځته کړي او په ځانګړې توګه ده ټولنې اغېزناک ځواکونه د یو او بل تر څنګ سره راټول کړي؛ چې د دې اجازه ور نه کړي چې د دې ټولنې بد خلک په خپلو بدو کاورنو باندې متفق عمل وکړي، خو د ټولنې ښه خلک په خپلو ښېګڼو باندې اتفاق و نه لري.

له تاسې څخه غواړم چې په همدې محوریت باندې ملي باور یو څه نور هم تشریح کړئ او هغو نکتو ته هم اشاره وکړئ چې ډاکتر صاحب احمدي یې یادونه وکړه، چې څه ډول کېدای شي د ملي باور نهضت په طرحه کې دا خلاګانې رفع شي؛ چې یوه جامع طرحه ولرو؟ په ډېرې بښنې سره، ما غوښتل دا وپوښتم چې تاسې خو سیاسي سړی نه یاست او په علمي برخه کې مو کار کړی او طرحه مو هم یوه علمي طرحه ده. په دې طرحه ډېرې خبرې پرې کېدای شي. تاسې د دې طرحې د سمون او ارزونې اجازه ورکوئ او که نه؟ داسې خو به نه وایاست چې څه ډول ده، هماغسې یې باید نور خلک ومني او یا دې ووايي چې وروره موږ یې نه منو.

شهراني: موږ چې له تاسې سره کومه طرحه شریکه کړې وه، که د هغې وروستۍ جملې ولولئ، دا پوښتنه مو ځوابېږي. دا یوازې یوه طرحه ده او په هيڅ‌ ډول مکمله نه ده او په هيڅ ‌صورت هيڅوک دا نشي ویلای چې یا دې دا وي او یا هيڅ! داسې هيڅ خبره نه ده. دا هغه څه دي چې ما په اول سر کې هم له تاسې سره شریک کړل. افغانان په ساعتونو، ورځو او شپو خبرې کوي او دا خبرې هيڅ نه تمامېږي، خو په پای کې هيڅ پایلې ته نه رسېږي. مخکې هم کومې پایلې ته نه دې رسېدلي.

البته دا خبره په کلتوري مسالو پورې هم تړاو لري، خو اوس د دې وخت نه دی چې موږ په هغو هم خبرې وکړو. موږ ولې په خپلو بحثونو کې پایلو ته نه رسېږو؟ د دې پر ځای چې زموږ خبرې یوه نوي بحث ته لار پرانېزي او موږ پر هغو موضوع‌ګانو خبرې وکړو، موږ ولې په ډېرو بحثونو کې خپلې خبرې په جنګ او یوه او بل ته په ښکنځلو سره ختموو؟

دا وړاندیز، په رښتیا هم یو وړاندیز دی. موږ تل یو څوک بحث ته رابللي، خو په پایلو مو تاکید نه دی کړی. موږ هیله‌من یو، لکه څرنګه چې ډاکتر صاحب احمدي وویل چې دا طرح به وکولای شي چې حد اقل په یوه محور کې هم مثبته نتیجه ورکړي. ښايي دا طرحه به نورې طرحې هم ولري، چې موږ لا تر اوسه پرې خبر نه یو.

موږ له ۵۰ یا ۶۰ څخه له ډېرو بېلابېلو ډلو خبر یو چې ځینو یې د اساس‌نامې او نورو په نوم طرحې يې شریکې کړې دي، خو هغه یوازې لیستونه دي. البته د یو څو بېخې معمولي خبرونه لیستونه دي. ډېرې یې پکې موخې لیکلې دي. د موخو په برخه کې په افغانستان کې هيڅ ډله له یوې بلې سره هيڅ  ډول ستونزه نه‌ لري، خو د ټولنې د ستونزو د زیانونو د پېژندنې په برخه کې هيڅ کار نه کېږي او که کېږې هم، هيڅ حل‌لاره یې نه ده وړاندیز کړې. موخو ته د رسېدو لپاره تاکتیک او سټراتېژي نشته. ستونزه دا ده چې موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یوه کړنلاره نشو واضح کولای. موږ دلته دا کار پيل کړ او ځينې کارونه مو وړاندیز کړي دي.

اول، موږ زیان‌پېژندنه وکړه. دا کار ډېر اړین و او اړین هم دی.

دویم، د دې هرې ستونزې لپاره مو یو حل‌لارې وړاندیز کړې. ځينې ملګرو پوښتنې مطرح کړې، هغو ټولو ته په دې طرحه کې ځواب ویل شوی دی. له بده‌مرغه موږ یوه ستونزه لرو او هغه هم یوه کلتوري مساله ده. معمولاً موږ چې کله یو شی لولو، د اصلاح او سمون پر ځای مو ډېر کوښښ دا وي چې څه ډول کولای شو چې هغه نقد کړو او یا وکولای شو چې هغه رد کړو. ځينې خبرې شته او سمې هم دي.

راځئ هماغه تشې ډکې کړو. یو بدیل یا یوه بله حل لاره ورته پیدا کړو؛ چې دا هر څه بشپړ شي. موږ هیله‌من یو چې د ټولنې بېلابېل بنسټونه وکولای شي لکه څرنګه چې موږ لس دولس نفرو زما لخوا پر نیمه پاڼه لیکل شویو شیانو توافق وکړ، هغه مو وړاندیز کړه او تر دې ځایه مو را ورسوله، که نور پنځوس ډلې هم را ټولې شي او پرته له دې چې هغه زموږ اړوند وګني، هغه دې یوازې یو وړاندیز وګڼي، چې څه ډول دا نور هم ښه کولای شو. لکه څرنګه چې ښاغلي احمدي وویل، موږ کولای شو چې يوه بشپړه افغاني طرحه ولرو. دا زموږ هیله ده.

کاش چې په همداسې یوه شي بدله شي. دویمې «ویانا» ته یوه هیله وه، چې اوس په هغې هم باوري نه یو. لکه څرنګه چې دا طرحه له تاسې سره شریکه شوې، په دویمه ویانا کې هم په همدې شکل شریکه شوې ده. که مو په یاد وي، د هغې په پای کې لیکل شوي، وو چې یوه کاري کمېټه جوړېږي. هغه کاري کمېټه جوړه شوې ده او درې څلور نفره یې غړیتوب هم لري.

هغوی دوې دندې لرلې. اول دا چې څه ډول کولای شي چې په بېلابېلو شکلونو مقاومت په ښه توګه منسجم شي. داسې لارې وړاندیز کړي چې په ټوله کې هر ډول مقاومت ښه، بهتر او مسنجم شي.

دویم دا چې هغوی وکولای شي چې زموږ لخوا د چمتو شوي وړاندیز پر محوریت د افغانستان د ستوزې د حل لپاره یوه کړنلاره وړاندیز کړي. دا چې دا کار کېږي او یا کېداي شي یا نه، زه لا تر اوسه څه نشم درته ویلی، خو هیله‌من یو چې که هغوی و نه کړ، یو بل ځای دا کار ترسره شي. ګورئ، زه په دې یوه برخه کې له ډاکتر صاحب احمدي سره موافق یم، خو یو څه ستونزه ورسره لرم. ایا افغانان پخپله په خپل منځ کې موجودې ستونزې حل کولای شي یا یې نشي کولای؟ زه په دې ډېر باوري نه یم.

له همدې امله موږ وایو چې نړیواله ټولنه دې په یو ډول را دننه کړای شي. که زموږ لخوا وړاندیز شوې طریقه سمه نه وه او بریالۍ نشوه، یوه بله لار دې ولټول شي. له هغوی پرته د دې کار احتمال ډېر کم دی. که همدا اوس د ملي باور نهضت ووایي چې وروڼو، راشئ همدا پنځوس یا شپېته نفره سره یو ځای شو او په دې طرحه کار وکړو. د دې پر ځای چې دا طرحه یوازې د ملي باور نهضت اړوند وي، راشئ دا د ټولو طرحه کړو. باور وکړئ، څوک نه راځي، خو که کوم نړیوال څېړنیز یا سیاسي بنسټ کومه طرحه جوړه کړي او هغه افغانان را وبولي چې طرحې لري او له هغوی څخه وغواړي چې خپلې طرحې موږ ته راولېږي او یا ووايي چې راشئ، سره یو ځای شئ او دا طرحې سره منسجمې کړئ، د دې کار احتمال زیات دی.

په نږدې راتلونکې کې هیله لرو چې موږ هم په نړیواله ټولنه کې همداسې یو بنسټ را پيدا کړو. یا دې یو داسې څېړنیز بنسټ وي؛ لکه په ناروې کې چې و او څو ځله یې طالبان او نور افغانان هلته ور وغوښتل او سره راټول یې کړل. موږ هماغسې یو بنسټ غواړو. که هغسې پیدا نشي، موږ کوښښ کوو چې د اسلامي همکاریو سازمان «Oorganization Of Islamic Conference» دې ته وهڅوو چې داسې یو کار وکړي، هغه افغانان چې طرحه یا بنسټ لري، هغوی سره راټول کړي او په یوه ګډه طرحه ګډ کار وکړي.

دا زموږ دویمه هیله ده. که ونشوه، موږ وایو چې نړیواله ټولنه یا مثلاً هغه دفترونه دې ته وهڅوو چې په جینوا یا نورو ځایونو کې دي، څو هغوی دا کار وکړي. په دې صورت کې د دې یو څه امکان شته چې افغانان سره راټول شي او بالاخره په یوه طرحه کار وکړي. دا اړینه نه ده چې دوی دې یوازې د ملي باور پر طرحه کار وکړي. موږ دې ته چمتو چې له یوه داسې بنسټ سره یو ځای شو چې د دې کار د ترسره کولو لپاره یوه لار ومومي، خو بیا هم وایو چې موږ په دې یوه خبره هم باور نه لرو چې کار دې پرې وشي، خو هیله‌من یو چې موږ باید یوه لار وسنجوو او پيدا یې کړو. ما د ویانا، جینوا او دوشنبې په کنفرانس کې ولیدل او په نړیواله کچه چې زه له هر چا سره په اړیکه کې شوم، فعلا نړیواله ټوله په مجموع کې دا وايي چې تاسې څه لرئ؟ وړاندیز او بدیل مو څه دی؟ له موږ څخه څه شی غواړئ؟ موږ هغوی ته د ویلو لپاره هېڅ هم نه لرو. ان په دې وروستیو کې موږ د دوحې د ناستې په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یو لیک ور واستاوه، د هغه ځواب مو نه دی ترلاسه کړی.

ما په ملګرو ملتونو کې له ځينو کسانو وپوښتل چې هغه لیک ته ولې نه ځوابوئ. ویې ویل چې تر اوسه ۵۶ بېلابېلو افغاني بنسټونو له ملګرو ملتونو سره اړیکه نیولې ده او موږ دومره وخت او فرصت نه لرو چې هر یوه ته یې جلا جلا ځوابونه ولیکو او خبرې پرې وکړو. په دې کار زموږ وخت ضایع کېږي. ولې دوی نه سره یو ځای کېږي؟ یو یا دوه بنسټه دې جوړ کړي چې موږ هم له هغوی سره کار وکړو.

اساسي مشکل دا دی چې اوس د طالب پر ځای بل بدیل نشته. که بل بدیل موجود وای، باور وکړئ چې امریکایانو همدا پیسو طالبانو ته نه ورکولې. زه نه غواړم چې د خپلو افغانانو احساساتو ته زیان ورسوم، خو زه چې ځينې کومې خبرې کوم، هغه له ډېره صداقته وایم. موږ باید له خپل تاریخ څخه هم په ډېر صداقت او رښتینولۍ سره اخځ وکړو. باید پر حقایقو سترګې پټې نه کړو. که موږ سترګې پرې پټې کړو، د خپلې ټولنې واقعیتونه نشو درک کولای او خپل ملي غرور او یا قومي غرور زیانمنوو.

زه شخصاً پخپله د پښتنو له ستر قوم سره هيڅ ستونزه نه لرم، نه مې درلوده او نه به یې ولرم، خو له هغو کسانو سره ستونزه لرم چې د دغه ستر قوم له نوم څخه په ناوړه استفادې حکومت کوي او خلکو ته خپل زور ورښيي. د پښتنو په حق کې تر نورو خلکو دوی ډېر ظلم کړی دی. دا باید درک کړو چې کله زه د حکومتونو په اړه خبرې کوم، په حقیقت کې دا خبرې د هغو کسانو په اړه دې چې په واک کې وو.

دا چې هغوی د کوم قوم په نوم حکومت کوي، دا بېخې یوه جنجالي مساله ده او موږ ټول یې درک کوو. موږ په هيڅ صورت نشو کولای چې یو قوم ملامت کړو. که ستاسې په یاد وي، ما مخکې په دې بحث کې وویل چې ان موږ همدا خلک هم نشو ملامتولای؛ ځکه په افغانستان کې موجود سیاسي کلتور موږ دې حالت ته را رسولي یو. که پښتون دی، که هزاره دی، که تاجک دی، که اوزبیک دی او که نورستانی دی، دوی ټول په دې هېواد کې موجود سیاسي کلتور دې حالت ته را رسولي دي. موږ په همدې شرایطو کې را ستر شوي یو.

په همدې اساس، موږ باید له خپل کلتور څخه عمومي درک ولرو. ما په خپل ژوند کې دا زده‌کړل او نورو ته مې هم په دې اړه درس ورکړ، چې خلک څنګه وپېژنو. دا په حقیقت کې کلتور پېژندنه ده. دا هغه څه دي، چې زه غواړم د هغو پر بنسټ خبرې وکړم. دا چې دا د پلي کېدو وړ ده که نه، زه هم په هغه باندې د نورو ملګرو په څېر شکمن یم.

رویش: ښاغلی استاد په ډېرې بښنې سره، که تاسې یوې بلې نکتې ته هم پام وکړئ، ځکه تاسې په رښتیي سیاست یا «Real Politics» حکم کوئ او د افغانستان د شخړې په حل کې د بهرنیو ځواکونو ونډه یو څه برجسته او اغېزناکه درته ښکارېږي.

شهراني: هو.

رویش: تاسې وایاست چې له بده‌مرغه افغانستان تل په هغو ځواکونو اتکا کړې چې د خپلو ګټو لپاره دلته راغلي او بیا یې په افغانستان کې کړکېچ رامنځته کړی دی. په دې سره، د دې مسالې یوه برخه ستاسو په خبرو کې ډېره ښکاره ده.

شهراني: هو، هو!

رویش: تاسې د دې پاراډوکس دوه اړخه څه ډول حلوئ چې په رښتیا هم بهرني هېوادونه د خپلو ګټو په نظر کې نیولو پرته راشي او د افغانستان د شخړې په حل کې مرسته وکړي؛ هغه شخړه چې د دوی د ګټو او د دوی د ګټو پر سر د جګړې له امله رامنځته شوې ده؟

شهراني: یوازېنۍ حل‌لاره چې موږ د ملي باور په نهضت کې د هغې په اړه فکر کړی دی، هغه د خپلې طرحې درلودل دي. موږ باید هغوی ته دا وخت ور نه کړو، چې هغوی موږ ته طرحه را جوړه کړي. پرېنږدو چي هغوی دا پرېکړه وکړي چې افغانستان څه ته اړتیا لري، ولې اړتیا ورته لري او دا اړتیا څه ډول باید پوره شي. موږ وایو نه، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره دا زموږ طرحه ده. راشئ، له موږ سره مرسته وکړئ چې افغانان پخپله خپله ستونزه حل کړي. تاسې یوازې مرسته وکړئ، نه دا چې اصلي تصمیم‌نیونکي واوسئ.  زموږ د طرحې موخه دا ده چې که هغوی وغواړي چي له موږ سره مرسته وکړي، له موږ سره دې د دې طرحې په پلي کولو کې مرسته وکړي. زه فکر کوم چې د تېر پر پرتله به اوس هغوی هم ډېر واکونه و نه لري.

له همدې امله موږ وایو، هغه لومړی شی چې موږ یې اوس د بدیل په توګه چمتو کولای شو، هغه یوه طرحه ده. یوه داسې طرحه چې هم طالب پکې خپل ځان وګوري او هم نور خلک خپل ځانونه پکې وګوري. ګورئ، ځينې خبرې مطرح شوې چې زه کولای شم دغو دریو قدرنو ملګرو ته په جلا جلا توګه خبرې وکړم، خو تر ټولو مهمه مساله په افغانستان کې د نظام او قدرت د شرایطو د تحول او بدلون ده، چې کولای شي موږ له عبودیت، رعیت‌والي او تبعه‌والي څخه خلاص کړي. له همدې امله مو وویل چې یو غیرمتمرکز نظام او په ورته وخت کې مو هغه ارزښتونه هم ور وښودل چې د همداسې یو نظام لپاره کومو ارزښتونو ته اړتیا ده. موږ د حکومت‌ولي په ډولونو کار نه لرو. فدرالیزم او داسې نور خبرې یوازې کیسې دي. هغوی له یوه او بل سره هيڅ تړاو نه لري. موږ وايو چې موږ ارزښت‌محوره یو، فکر محوره یو او طرحه‌محوره خلک یو. دا طرحه محوري ده. شینواري صاحب وویل چې په امریکا کې سپين پوستي د ثبات محور دي، سپين پوستي د ثبات محور نه دي. په امریکا کې د ثبات محور ځینې ارزښتونه دي. په امریکا کې څلورګوني ارزښتونه دي چې حکومت تل د هغو ارزښتونو څخه د ملاتړ او د هغو په منځ کې د تعادل ساتلو لپاره کار کړی دی.

که تور پوستی وي یا کاټولیک سپين پوستی وي او یا کوم بل سپین پوستی وي، مهم ارزښتونه دي. د دې کیسه جورج واشنګټن ته ور رسېږي. کله چې یې جورج واشنګټن ته وویل چې راشه، د امریکا پاچا شه. هغه ورته وویل، ولې؟ موږ له پاچاهۍ څه را وتښتېدو او دلته مو هم د انګلیستان د شاهي حکومت پر ضد پاڅون وکړ، خو اوس تاسې غواړئ چې موږ دلته بېرته هماغو شرایطو او هماغه جوړښټ رامنځته کړو؟

ویې ویل چې موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي. موږ دلته د یو لړ ارزښتونو لپاره راغلي یو. هغه ارزښتونه ډېر معمول ارزښتونه دي، موږ هغه پېژنو خو نه یې مراعت کوو. هغه ډېر اساسي ارزښتونه دي او باید زموږ په یاد وي. ان زموږ او ستاسې لپاره هم هغه ارزښتونه، امریکايي ارزښتونه نه دي. د لویدیځ ارزښتونه نه دي. دا ډېر مهم انساني ارزښتونه دي، چې باید پام ورته وشي. دا څلور ارزښتونه، متقابل ارزښتونه دي. یو یې اتحاد، یووالی او پلورالیزم دی. موږ څه ډول کولای شو چې د یوې ټولنې یووالی «Unity» وساتو، په داسې حال کې چې نور شیان هم موجود دي.

ډاکتر امین احمدي: په ډېروالي کې یووالی.

شهراني: یووالی نه دی، اتحاد دی. د وحدت مانا دا ده چې موږ …

ډاکتر امین احمدي: په عین ډېروالي کې یووالی، هماغه اتحاد… دا  په ډېروالي کې د یووالی مفهوم افاده کوي

شهراني: سمه ده. زه وایم چې د یووالي او اتحاد کلیمې توپیر لري.

ډاکتر امین احمدي: هو، توپیر لري. ما وویل چې په عین ډېروالي کې یووالی…

شهراني: ښه، ښه، هماغه اتحاد ترې جوړېږي. دویم یې دا دی چې مثلاً د شخصي پيسو او شخصي شتمنۍ د راټولولو حق ولري، خو ټولنیز عدالت باید په پام کې ونیول شي. تاسې نشئ کولای په داسې حال کې چې نور خلک د لوږې، فقر او بدبختۍ له امله مري، د ټولنې ټوله شتمنۍ په خپل جیب کې واچوئ. همدا لامل دی چې د امریکا ۹۵ سنله نفوس د شتمنۍ له اړخه په متوسط حد کې دي. پینځه یا دوه درې سلنه یې ډېر شتمن او درې یا څلور سنله یې ډېر غریبان دي. په حقیقت کې نور خلک یې په متوسط حالت کې دي.

درېیمه مساله یې قانون او اخلاق دي. تاسې قانون جوړوئ؛ ځکه قانون یې خلک جوړوي، خو په قانون کې باید اخلاقو ته درناوی موجود وي. تاسې داسې قانون نشئ جوړولای چې له اخلاقو سره په ټکر کې وي.

څلورمه مساله یې ډېره زیاته مهمه ده. په امریکا کې د ثبات د ارزښت څلورم رکن، ازادي او برابروالی دی. ازادي مانا دا چې هر سړی دا حق لري چې د خپلې خوښې کار وکړي، خو داسې کار نشي کولای چې د نورو خلکو ازادیو ته زیان ورسوي. مساوات او د حقونو برابري یوه اړتیا ده. د دې څلورو شیانو ترمینځ باید تعادل وساتل شي. موږ څه ډول قانون جوړ کړو چې عقل نفی نه کړي او له اخلاقو سره په ټکر کې نه وي. موږ څه ډول شتمني را ټوله کړو چې د نورو خلکو حقونه پکې ضایع نشي. سره له دې چې اوس څو نفره ډېر بې‌حده شتمن دي او شونې ده چې فقر هم زیات وي، خو د نړۍ د بلې هر ټولنې پر پرلته، البته د څو اسکناندیناوي هېوادونو پرته، ممکن دلته وضعیت ښه وي. د دې سربېره په امریکا کې د پلورالیزم مسئله هم شته، خو مهمه دا ده چې په امریکا کې نژاد یا قوم د ثبات د تثل مرکز نه دی، بلکې همدا ارزښتونه په امریکا کې د ثبات د ثقل مرکز دی. که په هر نوم وي، زه د اسلامي حکومت پلوی نه یم، خو موږ وایو که موږ په افغانستان کې ارزښت‌محوره شو، سیاست باید په اسلامي ارزښتونو عیار شي. اسلامي ارزښتونه، انساني ارزښتونه دي. موږ باید یو داسې حکومت ولرو چې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ کار وکړي او هغو ته درناوی وشي، نه دا چې د شریعت په نوم اقدام وشي. دا چا شریعت؟

موږ په ارزښتونو کې ستونزه نه لرو. عدالت، حق‌غوښتنه یا مثلاً سیاسي تقوا، فردي تقوا، احسان، ایمان او نورې خبرې د دین له دایرې څخه بهر نه دي. دا ټول دیني مسایل دي، خو که موږ دغو ته درناوی کوو او یا هغه حکومت چې دغو ارزښتونو ته درناوی کوي، زما په نظر دا یو اسلامي حکومت دی، خو اړینه نه ده چې حتماً دې اسلامي نوم ورکړل شي.

رویش: ډېر مننه، استاد. تاسې ته به بیا د خپلو خبرو د جمع‌بندي لپاره یو بل فرصت هم درکړو. ښاغلی مهرداد، له تاسې یې اورو. فکر کوم ښاغلی شینواری د انټرنټ ستونزه لري.

مهرداد: بیا هم سلامونه! د درنو استادانو له خبرو مې ډېر خوند واخیست. ما په دې وروستیو کې د بینجامین هاب‌کینز کتاب ولوست. که یو څوک د افغانستان اړوند د انګلیسانو کتابونه ولولي، ډېرې ښې خبرې هم پکې دي او سړی یو څه ترې زده‌کولای شي، خو په دغو کتابونو کې هغوی هغو شیانو ته د مطلق حقیقت په توګه تبلیغ کړی، چې دوی پرې باوري شوي دي. استاد شهراني یو ځای ډېره ښه اشاره ورته وکړه. مثلاً تاسې د افغانستان اړوند داسې کتاب نشئ موندلای، چې ډېره برخه یې د پښتونولۍ او پښتنو اړوند نه وي. د دې برعکس، کله چې تاسې د ازبکانو، هزاره‌ګانو او یا تاجکانو برخې ته راځئ، ښايي د هغوی اړوند دوې پاڼې، درې پاڼې او یا نهایت څلور پاڼې لیکل شوي وي، خو کله چې تاسې مثلاً د پښتنو اړوند څپرکی لولئ، حداقل یوازې لس پاڼې یې د پښتونولۍ په باره کې لیکلې وي، په داسې حال کې چې زه هم د پښتونولۍ اړوند دې پایلې ته رسېدلی یم، چې د پښتونولۍ تول عناصر په واقعیت کې د افغانستان د خلکو ګډ عناصر دي. مثلاً فرض کړئ چې میلمه‌پالنه. په افغانستان کې کوم قوم دا وايي چې موږ میلمه‌پال نه یو یا دا چې د نورو قومونو په منځ کې د میلمه‌پالنې کلتور نه وي. مثلاً پښتانه د بدیو په بدل کې نجوني ورکوي. د تاجکانو په منځ کې هم په کافي اندازه داسې نجونې شته چې د بدیو په بدل کې ورکړل شوې دي. یا مثلاً د مېړانې اړوند؛ کوم قوم وايي چې موږ بې‌مېړانې یو…

رویش: شینواری صاحب، مهرباني وکړئ!

شینواری: زما نظر دا دی چې دا ډېر ښه بحث دی. دا ډېره ښه ده چې ډاکتر صاحب شهراني په دې بحث کې راسره دی. ډاکتر صاحب شهراني یو ډېر پوه عالم، پرهېزګاره او د ډېرو معلوماتو درلودونکی شخص دی. هغه ارزښتونه چې تاسې تشریح کړل، طبعاً موږ ټول په هغو باندې باور لرو او ورته لېواله یو. د یوه انسان په توګه، عدالت، مینه او محبت او انصاف ډېره عالي انساني ارزښتونه دي. په هر ځای کې باید دا ارزښتونه موجود وي. د یوه دولت، نظام او یا یوه کوچیني کلي په معنوي بنیاد کې باید همدا ارزښتونه موجود وي او له دغو انساني ارزښتونو پرته مخکې نشو تلای، خو د باسواده او روڼ‌انده خلکو په توګه باید زموږ ډېر تمرکز پر دې وي، جې هغه کارونه وکړو، چې کولای یې شو.

مثلاً؛ هغه ډېره جامع طرحه چې استاد شهراني چمتو کړې ده، ټول سیاسي ګوندونه همداسې طرحې لري. ښايي د استاد طرحه به د هغو پر پرتله جامع وي، خو د دې طرحې پلي کول ډېر کار ته اړتیا لري؛ ځکه دا د ملت‌جوړونې او دولت‌جوړونې طرحه ده او موږ ترې د یوه علمي سند په توګه استفاده کوو. مهمه دا ده چې ژر تر ژره د مطبوعاتو مسموم چاپېریال یو څه اصلاح کړو او که یوه څوک نیوکه یا شکایت هم لري او غواړي یوه ستونزه حل کړي، په ډېر مودبانه، علمي او محترمانه شکل دې وړاندې کړي. زموږ په بحث کې د ډاکتر صاحب احمدي خبرې ډېرې عملي وې. هغه په دریو نکتو کې اساسي ستونزې بیان کړې چې د افغانستان د خلکو پر یوه کتله متمرکزې وې. البته یوه برخه یې هم عمومي ده.

په افغانستان کې د هویت مساله باید واضح شي. چې د مذهب پر بنسټ چې کوم محرومیتونه روان دي او دا چې ولې دا کتله محرومه شوې ده، دا مساله باید واضح او په بنیادي ډول حل شي. دا هم ډېره مهمه مساله ده او باید بحث پرې وشي چې د افغانستان سرچینې کمې دي که په غلط ډول کارول کېږي. که یې په لنډه ټوګه ووایم، زما وړاندیز دا دی، ما۱۲  نکتې یادداښت کړې وې او یوه بله نکته مې د دغو بحثونو په لړ کې پرې ور اضافه کړه، چې ۱۳ نکتې شوې. زه غواړم هغه له تاسو سره شریکې کړم. موږ چې کوم شیان مطرح کوو، دا به ډېره ښه وي چې د هغو عملي حل‌لاره هم ورسره بیان کړو.

د استاد شهراني بحثونه ډېر ارزښت‌ناک دي، خو د یوه «ټینک‌ټانک» په توګه کار کولای شي. دوی غواړي چې د ملي باور نهضت جوړ کړي، زما وړاندیز دا دی چې که د « ټینک‌ټانک» په توګه کار وکړي، د یوه سیاسي خوځښت په توګه به یې کار اغېزناک وي. کوم سیاسي خوځښتونه چې په افغانستان کې وو او یو ځای ته رسېدلي دي، هغوی شپه او ورځ کار کړی دی. مثلاً که احمد شاه مسعود یاد کړو، هغه به د سهار پر څلورو بجو له خوب را پاڅېد؛ لمونځ به یې کاوه؛ درس به یې ورکاوه؛ تمرین به یې کاوه او بیا به یې له بېلابېلو ولایتونو، ولسوالیو او بهر سره اړیکې ټینګولې. په همدې ډول، د هغه حریف حکمتیار به هم د سهار پر څلورو بجو له خوب څخه را پاڅېد، درس به یې ورکاوه او خپل کسان به یې روزل. یا همداسې مزاري صاحب. دوی څو سوه زره نفریز ګوندونه جوړ کړل. زه په دې باور یم چې هغوی باید سیاست وکړي.

د یوه روڼ‌اندي په توګه باید موږ هغو ته لارښوونه او وړاندیزونه وکړو. زما وروستۍ خبره دا ده چې د افغانستان اساسي ستونزه سیاستوال حل کولای شي. زموږ ونډه دا ده چې ذهنونه جوړ کړو او د هغوی ذهن په یوه داسې سم مسیر برابر کړو چې هغوی یوه عادلانه منځني حد ته ورسېږي. له افراط او تفریط څخه ځان وساتي او د یوه داسې افغانستان لپاره کار وکړي چې د ټولو ګډ کور او د اوسېدو با عزته ځای وي. پرته له دې چې په کوم قوم پورې تړلی وي او څومره دي او په کومه جغرافیايي سیمه کې ژوند کوي، یو فوق‌العاده مناسب انساني کرامت او کاملاً برابر انساني حقونه موجود واوسي.

زه بیا هم خپل وړاندیز تکرارم. اول، که هر کار وایو، باید حل لاره یې هم ورسره بیان کړو. دویم، په هغو نکتو تمرکز وکړو چې موږ یې ترسره کولای شو. درېیم، موږ روڼ‌اندۍ او عدالت ته کار وکړو، نه دا چې قدرت وغواړو. که څه هم غوښتل یو څه دي، خو د هغو لپاره امکانات او وسایل هم نه لرو. ډېره مننه!

رویش: مهرداد صاحب، فکر کوم چې له بده‌مرغه ستاسې د موبایل چارج خلاص شو…

مهرداد: له بده‌مرغه، د یوې تخنیکي ستونزې له امله له خبرو ووتم. ډېره بښنه غواړم، ښاغلی استاد. بېرته بیاځلې بحث ته راغلم. ما دا ویل چې له بده‌مرغه، د بهرنیانو له لورې ټولې کیسې یوازې د تابو په شکل تکرارېږي، خو په دغو کیسو کې یو لړ واقعیتونه هم موجود دي. مثلاً بینجامین هاب‌کینز د دولتونو او دا چې څنګه نه دې بریالي شوي چې خپل مالي مسایل حل کړي او باوري مالي ملاتړي ولري، په اړه یوه ډېره ښه نکته بیان کړې ده. د بېلګې په توګه، هغه ویلي چې د نادرشاه او یا احمدشاه ابدالي په څېر کسانو به د دولتي لګښتونو پيدا کولو او اقتصاد رغولو لپاره په هند او نورو سیمو بریدونه کول. هغوی به یوه ستر لښکر له ځان سره رواناوه او ژمنه یې دا وه چې ځو او هلته چور او غلا کوو، هر څومره چې به په لاس ورغلل هغه به یې پخپله ور اخیستل او هر څومره چې به ترې پاتې شول، هغه به یې په هماغه ځای کې د خپلو متحدو او ملاتړو قبیلو مشرانو ته ورکول.

نادرشاه افشار او احمدشاه ابدالي دواړو دا کار کاوه. احمدشاه ابدالي چې په حقیقت کې د نادرشاه ساتونکی و، دا هر څه له نادرشاه څخه هغه ته په میراث ور پاتې وو. جالبه دا ده، هاب‌کینز ویلي چې دې حکومتونو هيڅکله دوام نه دی کړی. یعنې مثلاً د نادرشاه افشار حکومت له هغه وروسته دوام و نه موند. احمدشاه ابدالي هم په همدې شکل و. کله چې یې واک زامنو ته پاتې شو، جالبه دا ده چې له تیمورشاه وروسته د شاه زمان په وخت کې  د شرقي هند کمپني هندوستان ته راغله. هندوستان نور د غلا ځای نه و، چې هر څوک ورشي او هلته غلا وکړي او بیا راشي له هغې غلا خپل اردو ته تنخوا ورکړي او د دغو پيسو او امتیاز په واسطه د نورو ناراضه قبایلو خولې ور وتړي.

دا ډېره جالبه ده. وايي، مثلاً د دوست محمد خان په دوره کې د ملکانو د ځمکو نیولو په اړه هڅې کېدې. کله چې د شرقي هند کمپنۍ او رنجیت سینګ نور دوی ته دا اجازه نه ورکوله چې د احمدشاه ابدالي په څېر هند ته ورشي او له هغه ځایه له ځان سره پیسې راوړي؛ نو یې د داخلي سرچینو راټولولو ته پام شو. مثلاً د ملکانو ځمکمې به یې ترې اخیستې او کوښښ به یې کاوه چې یو مالیاتي بهیر  جوړ کړي، خو دې کار نتیجه نه لرله. جالبه دا ده چې د انګلیستان په وخت کې دا سیستم په دې بدل شو چې موږ بیا انګلیستان ته اړ شوو. یعنې په غلاوو ولاړ اقتصاد که څه هم زموږ په سیمه کې څو سلطنتونه ساتلي وو، خو له هغه وروسته نور دوی نشوای کولای چې د حکومتونو د دوام لپاره د دایمي ګټې سرچینه پيدا کړي.

دقیقاً چې موږ «فیسکل‌کالونی» یو. ښاغلي شینواري وویل چې موږ د بهرنیانو لاس‌پوڅي نه یو، خو زموږ بهرنی سیاست د انګلیسانو لخوا ټاکل کېده. عبدالرحمن خان ونشو کولای چې په سیمه کې له روسانو سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي. ویل کېږي چې د عبدالرحمن خان پوځ شاوخوا ۶۰ زره نفره وو او د دې ټول پوځ لګښټ به له هغو ۱۷ لکه یا کم او زیاتو پیسو څخه ورکول کېده، چې انګلیسانو به ورکولې. د ډیورند کرښې تر لاسلیکولو وروسته، پره دغو پیسو سل زره نورې ور زیاتې شوې.

بالاخره موږ پر غلا له یوه ولاړ اقتصاد څخه پر بهرنیانو د اتکا اقتصاد پر لور ولاړو. له دې ورهاخوا، هيڅ شی هم پاتې نشو. امان الله خان راغی او د دې اقتصادي الګو پيروي یې و نه کړه، هغه هم داوم و نه کړ. هغه خپلو سرتېرو ته تنخوا نه ورکوله، هغوی هم جګړه نه کوله. ما مخکې هم غوښتل چې دا نکته یاده کړم. زه فکر کوم چې که زه خپلې وروستۍ خبرې وکړم، هغه به دا وي چې موږ په افغانستان کې یو داسې فورمول ته اړتیا لرو چې ټول خلک د هغه فورمول په جوړولو کې ځانونه شریک وګڼي. یعنې د افغانستان ستونزه دا وه، چې له بده‌مرغه دلته تل یو لړ قومي مراتب موجود وو. پر وطن د مالکیت احساس هم تل د قدرت د مرجع لخوا خپور شوی دی؛ یعنې تل نورو ته داسې حس ورکړل شوی چې ستاسې پر پرتله واکمنان له دې خاورې سره ډېره وفا او د مالکیت احساس لري.

زه وایم چې اوس باید موږ په ټولو برخو کې ملي مذاکراتو او خبرو اترو ته غاړه کېږدو. یعنې پښتانه دې دا چمتووالی ولري چې له «الف» څخه تر «ي» پورې د افغانستان د هر شي په اړه د افغانستان د نورو قومونو او خلکو خبرې واوري. زه په دې باور یم چې متوسط حد ته د رسېدو لپاره اوس اړتیا ده چې ټول خلک له هغو غوښتونو یو څه په شا شي، چې تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې او تر ټولو مهمه دا چې پښتانه له خپلو هغو پخوانیو غوښتنو تېر شي چې مثلاً ویل به یې چې ملي هویت باید موږ وټاکو او په واک کې باید موږ واوسو. دا سمه ده چې نور قومونه هم په واک کې وو، خو د بېلګې په توګه حاکیمت او اقتدار له بده‌مرغه تل د یوه قوم په واک کې و. په تېرو شلو کلونو کې هم همداسې وو. همدا لامل و چې د دولت په وروستیو کې هم اجماع موجوده نه وه او ګوندونو او نورو سازمانونو پخپله مثلاً؛ د حکمتیار صاحب په منځګړتوب یوه ارتباطي لار پرانیستې وه او له طالبانو سره یې خبرې کولې. زه هغه وخت خبریال وم او په دې خبرو خبر وم. مثلاً د ښاغلي خلیلي، وحدت ګوند هم خبرې کولې. یا د بېلګې په توګه، صلاح‌الدین خان دوی بیا په جلا توګه له طالبانو سره خبرې روانې کړې وې. له دې ټولو سره هم‌مهاله په دوحه کې هم خبرې روانې وي، خو ټولو سیاسي ګوندونو له طالبانو سره د خپلو چینلونو له لارې خپلې خبرې پيل کړې وې؛ ځکه ولسمشر غني بل هيچا ته دا احساس ور نه کړ چې هغوی هم کولای شي چې د افغانستان په سیاست کې ونډه ولري او یا یې خبره واورېدل شي.

یعنې زه وایم چې په دې خاوره کې دې ټولو ته یو ډول د مالکیت حس ورکړل شي او ټول دې دا حق ولري چې مثلاً دا ووايي چې څه شی ملي دی او څه شی ملي نه دی او څه ډول کولای چې هماغه اوسط حد (Middlel Ground) را پيدا کړو. ایا د ډیورنډ مساله، ملي مساله ده؟ په دې اړه باید بحث وشي. د افغانستان د اوبو مساله څه ډول ده او د اوبو د وېش سرچینې باید څه ډول وي؛ چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ واک او شتمني په عادلانه ډول ووېشل شي. ټول باید په دې اړه خبرې وکړي. د ملي سمبولونو اړوند هم باید بحث وشي. زموږ پیسې باید په کومو ژبو وي؟ په پوهنتونونو او ښوونځیو کې باید په نصاب کې د ژبې پالیسې څه ډول وي؟ ټول قومونه باید په دې اړه خبرې وکړي. له بده‌مرغه تل یوازې پښتون او تاجک خبرې کړي دي، په داسې حال کې چې مثلاً ازبکانو د ژبو پر پالیسۍ باندې هيڅ خبرې نه دې کړې او ژبه یې څنډې ته شوې ده. په همدې اساس، زه فکر کوم چې موږ یو جمعي بحث او خبرو ته اړتیا لرو او اوس د همداسې خبرو فرصت دی.

موږ باید د ټولنیزو رسنیو چاپېریال «عامو خلکو» ته ور پرېنږدو؛ چې هغوی دا چاپېریال د یو او بل پر وړاندې د کرکې او کینې پر ادبیاتو بدل کړي. روڼ‌اندي او نخبه‌ګان له دې ویرې، چې د خلکو لخوا به سنګسار شي، هر چا ځان څنډې ته کړی دی. زه فکر کوم چې موږ باید یو څه ریسک په غاړه واخلو. په بحثونو او خبرو اترو کې ونډه واخلو او له عامو خلکو د دې بحثونو کنټرول پخپله واخلو. په ډېره مېړانه، دوستۍ او هماغه د استاد احمدي په خبره، د ښېګڼې په نیت د افغانستان په اړه خبرې وکړو. که موږ وایو چې د پښتون هژموني تاریخ نتیجه نه ده ورکړې، په دې نیت یې باید و نه وایو چې خدای مه کړه، ټول یو او بل ته لاسونه سره ورکړو چې پښتون له افغانستان څخه حذف کړو. موږ باید دا ووایو، موږ ټولو غواړو چې په افغانستان کې په یوه انساني او عادلانه فورمول سره یو انساني ژوند وکړو او ټول باید په ډېره صادقانه او رښتیني ډول ګډ کار وکړو. ښاغلی استاد، دا زما خبرې وې. زه به نور د نورو ملګرو خبرې واروم او زده‌کړه به ترې کوم.

رویش: ډاکتر صاحب احمدی، هیله‌من یم چې ستاسې انټرنټ به اوس ښه شوی وي. ستاسې مخکینۍ، چې ډېر څه ترې زده‌کېدل، له بده‌مرغه هغه پرې شوې. په ځانګړې توګه تاسې د تونس تجربه بیان کړه. که په هغو خبرو باندې بیا یوه لنډه کتنه وکړئ او بیا مو وروستۍ خبرې بیان کړئ او د دې ترڅنګ که نور ملګري هم خبرې وکړي او حداقل موږ وکولای شو چې په یو څو جملو کې د دې خبرو یو ګډ پیغام ترلاسه کړو.

ډاکتر امین احمدي: زه غواړم چې خپلې خبرې مې سره راټولې کړم او درانه استاد او ټولو درنو ملګرو ته يې د یوه وړاندیز په توګه وړاندې کړم. زما لومړۍ خبره دا ده، هغه ارزښتونه چې استاد شهراني ورته اشاره وکړه او کولای شي د ملي یووالي اساسي محور واوسي او ځينې ستونزې حل کړي، هغه ډېر اساسي او سم ارزښتونه دي. هغه اساسي ارزښتونه دي، خو چې دا دوه شرطونه مراعت شي.

یا یې درې شرطونه بللی شو. لومړی شرط دا دی چې په رښتیا هم د ټولو لپاره برابري تأمین کړي. موږ تر اوسه په دې نه یو بریالي شوي چې د افغانستان په اساسي قوانینو کې ان د حقوقي تعریف په حد کې هم هغه تعریف کړای شو. دیني مسایل یا هم قومي مسایل د دې کار پر وړاندې خنډ وو. یعنې قومیت او دیني مسایل دواړو د افغانستان په سیاست او د افغانستان په حقوقي سیستم کې د برابرۍ مخه نیولې ده. ما د اساسي قانون په برخه کې کار کړی او پوهېږم چې په کومو ځایونو کې نابرابري رامنځته کوي.

نو په همدې اساس موږ باید برابري په تعریف کې د ټولو لپاره غواړو. په دې برخه، چې ټول له یو او بل سره برابر دي، باید ډېر رښتینی چلند وکړو. یعنې په دې برخه کې، په ځانګړې توګه په قومي لحاظ، باید قید او شرط د صفر کچې ته راټیټ کړو. که په ديني لحاظ دا شرطونه نه ختمېږي، مانا په ټولنیز لحاظ زموږ زور کم دی. په افغانستان کې د دین زور ډېر دی. که موږ هغه نشو صفر کولای، همدا یې دلیل دی.

دویم، په قومي لحاظ هم ما وویل چې دا کړنلاره باید په کلي توګه له منځه ولاړه شي چې د قومی هویت پر بنسټ موږ تر نورو ښه وګڼل شو او په یو ډول په افغانستان کې قومي سلسله مراتب رامنځته کړي. مثلاً؛ د سیاست په ډګر کې په واقعي توګه زما ارزښت د قوم پر بنسټ سنجول کېږي. یعنې هغه نکتې باید د صفر کچې ته راټيټې شي چې د قومي سلسله‌مراتبو د رامنځته کېدو لامل کېږي. ان احتیاطي یا محافظي سیاستونه باید رامنځته کړای شي؛ چې څوک ونشي کولای چې قومیت په سلسله‌مراتبو باندې بدل کړي. دا د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر مهم دي.

درېیمه مهمه نکته دا ده چې جوړښټ هم ډېر مهم دی. یوازې ارزښتونه په یوازې ځان بسنه نه کوي. باید داسې جوړښتونه موجود وي چې برابري رامنځته کړي او د برابري ساتنه وکړي. جوړښت په دوو کچو کې ډېر مهم دی. یوه برخه یې استاد شهراني تشریح کړه. هغه په ملي کچه جوړښتونه تشریح کړل او هغه ډېر مهم هم دي. هو، په ملي کچه جوړښتونه باید اصلاح شي. سیمه‌ییز حکومت باید د مرکز پر ځای، د خپلو خلکو پر وړاندې ځواب ویونکی وي. که د مرکز پر وړاندې ځواب‌ویونکی هم وي، هغه باید په ډېره لوړه کچه وي، خو په مستقیم ډول باید د سیمې د خلکو پر وړاندې ځواب‌ویونکی وي.

دا څلور شرطونه لري چې ما په خپلو لیکنو او خبرو کې دا موضوع تشریح کړې ده. دویم، په مرکز کې هم جوړښت ډېر مهم دی. پارلماني رژیم یو ډول پایلې لرلای شي او ریاستي نظام بیا یو بل ډول پایلې لرلای شي. ښايي له دغو دوو څخه یو یې قومي سلسله‌مراتب رامینځته کړي او بل یې ښايي قومي سلسله‌مراتب کمزوري کړي.

موږ باید داسې جوړښت وټاکو چې قومي سلسله‌مراتب رامنځته نه کړي او نورې ستونزې هم را کمې کړي. دلته باید ډېر دقت وشي. دا اختلافي نکتې دي، چې د حل لپاره یې باید په عملي حل‌لارو غور وکړو.

ملي هویت ډېر مهم دی، چې موږ او تاسې باید په ګډ ډول ډېر ټینګار پرې وکړو. ملي سبمولونه، یعنې هغه څه چې ښاغلي مهرداد یې په اړه وویل، ما د هغو په اړه ډېره مطالعه کړې ده. په ډېرو وړو او جزئي اصلاحاتو سره موږ کولای چې له برابري سره جوړ ډېر متعادل ملي سمبولونه جوړ کړو. دا سمبولونه باید په حقیقت کې د افغانستان د خلکو له عمومي روحیې او حس سره هم جوړ وي. زه چې کله د اساسي قانون د کمېسیون غړی وم، ما ولسمشر کرزي ته د الکترونیکي پېژندپاڼو په اړه په غير مستقیم ډول، البته په مستقیم ډول ما ونشو کولای چې له هغه سره له نږدې وګورم، وویل چې ځينې کلیمې داسې دي چې د افغانستان د خلکو له عمومي حس او روحیې سره برابرې نه دي او د افغانستان د خلکو په عمومي حس کې په دې تړاو یو ډول غبرګون را پاروي.

ځینې کلیمې دومره درنې نه دي چې د افغانستان خلکو دې هغه منلې وي. مثلاً؛ پخپله د افغانستان کلیمه د افغانستان خلکو منلې ده، خو دا چې ته راشې او ووایې چې افغان یې، دا غبرګون راپاروي. یعنې له عمومي حس سره دومره همغږې او برابرې نه دي. اړینه نه ده چې تاسې په دې کلیمه ټینګار وکړئ. د اساسي قانون د کمېسیون لخوا زموږ وړاندیز دا و، دا بسنه کوي چې موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت پېژندپاڼه ولیکو. پرته له دې چې د افغانستان د خلکو ترمنځ د بېلتون او توپير احساس رامنځته شي، دا ټول مسایل حلوي.

هغه د ښاغلي یون د افغانیت او اسلامیت د شعار له امله زموږ خبره وا نه ورېدله. د یون سیاست پر کزري تحمیل شو او د ثبت او احوال نفوسو هغه قانون یې توشیح نه‌کړ. همدا دلیل دی چې موږ په سمبولیزم کې په ډېرو وړو اصلاحاتو سره کولای شو داسې تعبیرونه وکاروو چې دا تعبیرونه برابري رامنځته کولای شي او د دې ترڅنګ چې برابري رامنځته کوي، غبرګون هم نه رامنځته کوي؛ یعنې د خلکو له عمومي حس سره برابر دي. دا کار مهارت غواړي. یعنې اول مهارت، دویم منل او درېیم انصاف غواړي. انصاف موږ د قاضي په توګه واقع کوو.

په یوه علمي بحث کې انصاف قاضي کړو او د انصاف پر وړاندې ووایو چې دا حل لاره ده او هغه ومنو. دا زما بل وړاندیز دی. د سولې د نړیوال کمېسیون په برخه کې زه د ښاغلي استاد له وړاندیز او غوښتنې سره موافق یم. ما وویل چې د نړیوالې ټولنه مرسته او د نړیوالې ټولنه مداخله د افغانستان د ستونزې د حل لپاره لازم شرط دی. یعنې له نړیوالې مداخلې، سیمه‌ییزې هوکړې او نړیوالې مرستې پرته د افغانستان ستونزه نشي حل کېدلی. دا لازم دي، خو بسنه نه کوي. غواړم دا ووایم، چې مثلاً هغې ځانګړې نکتې ته چې استاد اشاره وکړه، هغوی دې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي. هغوی دې طالبان دې ته قانع کړي چې له امارتي نظام څخه یو بل نظام ته ولاړ شي او یوې عادلانه طرحې ته غاړه کېږدي.

نړۍ کومه وسیله لري. دلته د نړۍ لاسونه تش دي. یوازې د تحریم وسیله په واک لري، خو دا کار پخپله یو غیرانساني عمل دی. یعنې په رښتیا هم په دې کچه تحریم اخلاقي توجیه نه‌لري؛ ځکه په دې برخه کې پخپله د افغانستان خلک زیانمنېږي. زه یې دلته یوه ډېره ښکاره بېلګه بیانوم. مثلاً؛ زموږ یو ډېر زحمت‌کښ ورور دی او ډېر کار یې کړی دی. هغه شپږ یا اووه کاله کار کړی دی او خپله ټوله شتمني یې، چې درې لکه ډالر شوې، را ټوله کړې او هغه یې په بانک کې ايښې ده. بیا امریکا ته ولاړ او کډوال شو. د هغه دا درې لکه ډالر سوځي. که د افغانستان په بانکي سیسټم کې څلوېښت میلیونه ډالر ترزیق نشي، د هغه درې لکه ډالر چې اوس د افغانستان په بانکي سیسټم کې بند دي او د طالبانو په واک کې دي، هغه ټولې سوځېږي. دا یې یوه عیني بېلګه ده.

په همدې ترتیب د خلکو سلګونه زره او میلیونونه ډالره شتمني له منځه ځي؛ نو له همدې امله زما په نظر تحریم عملي څېز نه دی. که استاد موږ ته یوه عملي لار راوښيي، موږ هغه منو. دا مې د یوې ستونزې په توګه مطرح کړله. جګړه هم حل‌لاره نه ده.

بیا نو حل‌لاره څه ده چې په افغانستان کې دننه د قواوو ترمنځ توازن رامنځته شي؛ ځکه موږ په ټوله نړۍ کې داسې تاریخي بېلګه نه لرو چې بهرنیو هېوادونو دې د خبرو او یا د ځپلو په یوه سیسټم سره یو بل هېواد دې ته قانع کړی وي چې ډيموکراسي دې ومني او یا دې خپل سیسټم بدل کړي او یوه ملي عادلانه طرحه دې ومني. موږ داسې بېلګه نشو موندلای.

په همدې اساس ما وویل، ستونزه دا ده چې موږ څه ډول کولای شو چې د افغانستان دننه یو ټولنیز قدرت رامنځته کړو؛ چې د قواوو تر منځ توازن رامنځته شي. هغه طرحه سمه ده، خو ستونزه یې په دې برخه کې ده. موږ به دا هم ومنو چې هغه وايي داسې یو مرکز دې رامنځته شي چې موږ وکولای شو د هغه له لارې د ملي طرحې لپاره عملي کارونه وکړو. زما خبره یوازې د مذاکرې په اړه وه، چې هغوی نشي کولای چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي. دا خبرې به بې‌پایلې وي. ما غوښتل همدا خبره وکړم. موږ باید دې خبرې ته ډېر پام وکړو.

رویش:  ډېره مننه، ډاکتر صاحب. شینواري صاحب، تاسې مخکې د ښاغلي مهرداد د خبرو په وخت کې خپل لاس اوچت کړ، که کومه خبره لرئ، مهرباني! که نه، د استاد شهراني خبرې به واورو.

شینواری: زه بیا هم لنډې خبرې کوم. ستونزې دېرې دي او ګیلې او د زړه دردونه هم زیات دي؛ ځکه طبعاً افغانستان یو غټ هېواد دی او په یوه پېړۍ کې درې ځله زبرځواکونو تېری را باندې کړی دي. د سرچینو او سواد کمی دی او د دې ترڅنګ ډېر نور زیات لاملونه موجود دي او خلک هم زیانمن شوي دي، رټل شوي دي او قرباني یې ورکړې دي؛ شهیدان یې ورکړي او زخمیان شوي دي. فقر او بدبختي ده، خو زه دا څو شیان وړاندیزوم: لومړی، د یوه افغان په توګه راشئ چې ټول په دې هوکړه وکړو چې لومړیتوبنه مشخص کړو.

زما په نظر، د افغانستان لپاره لومړی لومړیتوب ثبات دی. زه فکر کوم چې زموږ په منځ کې به داسې څوک نه وي، چې خلک کورنۍ جګړې ته وهڅوي. جګړه د حل لار نه ده. باید په دې باندې هوکړه وکړو. دویم، په دې هوکړه وکړو چې که دا مسایل اختلافي هم وي، هغه باید د یوې بلې ځانګړې لارې پر ځای، د تفاهم له لارې حل کړو. درېیم، اول باید اصلاحات وړاندیز کړو او بیا د هغو اصلاحاتو د رامنځته کېدو لپاره د مبارزې عملي او معقولې لارې پيدا کړو. باید له خپل ځان څخه یې پيل کړو او بیا د ټولنې او نورو خلکو د اصلاح کولو لپاره هڅې وکړو.

زما څلورم وړاندیز دا دی چې په داخلي حل‌لارو زیات تمرکز وکړو. که افغانان په خپل منځ کې خپله ستونزه حل کړي، دا ډېر ګټور کار دی. که د ستونزې حل نړۍ ته ور وسپارل شي، د نړۍ هر هېواد خپلې ملي ګټې په پام کې نیسي. هيڅوک زموږ د ملي ګټو لپاره له خپلو ملي ګټو نه تېرېږي.

زه تاسې ته یوه ډېره ساده بېلګه وړاندې کوم. زما یو ملګری د ډاکتر نجیب او مجاهدینو ترمنځ د جګړو په وخت کې د مجاهدیونو په مرکچي پلاوي کې و. هغه د ایران د هغه‌مهال د بهرنیو چارو له وزیر، علي اکبر ولایتي سره د تفریح په وخت کې خبرې کړې وې او له هغه یې غوښتي وو چې تاسې له موږ سره مرسته وکړئ. تاسې، پاکستان، ازبکستان او په ځانګړې توګه د نړۍ اسلامي هېوادونه دې له موږ سره مرسته وکړي. د افغانستان خلک ډېر زیانمن شوي؛ یو نیم میلیون شهیدان یې ورکړي؛ ۸۰ سلنه کلي یې وران شوي؛ پینځه میلیونه افغانان کډوال شوي. هغه ورته ویلي وو، دا سمه ده چې موږ مسلمانان یو او وروڼه یو، خو زموږ ملي ګټې دا ایجابوي چې ستاسې اردو او نظامي ځواکونه له منځه ولاړ شي؛ ځکه که د مجاهدینو او ډاکتر نجیب وسله سره یو ځای شي؛ نو د ایران او پاکستان له مجمومي وسلې او نظامي امکاناتو څخه ډېرېږي.

بیا یې په خندا ورته ویلي وو چې که تاسې پخپله کومه حل‌لاره ورته پيدا کولای شئ، ورشئ او د افغانانو په صفت ځان ته حل‌لاره پیدا کړئ. که مو موږ ته پرېښوده، موږ یې نه حل کوو. موږ یې داسې حلوو، چې زموږ ملي ګټې پکې خوندي وي. یعنې زموږ اسلامي وروڼه هم خپلو ملي ګټو ته ترجیح ورکوي او نور پردي بهرنیان هم اول په خپلو ملي ګټو تمرکز کوي.

په هر صورت، ملګري ملتونه او یا نور خیرغوښتونکيو بې‌طرفه نړیوال سازمانونه لا کېدای شي یوه سپارښتنه او مشوره راکړي، چې د هغو اغېز هم ډېر کم دی. مهم او د کار وړ ونډه باید په کور دننه ولټول شي. زما وروستی وړاندیز دا دی چې دا ډول بحثونه دوام ومومي او هڅه وشي چې له احساساتو ځانونه وساتو او که کومه ستونزه بیانوو؛ نو حل‌لاره یې هم باید ووایو. مننه!

رویش: استاد شهراني، لکه څرنګه چې تاسې لومړۍ خبرې وکړې، وروستۍ خبرې هم تاسې ته در پرېږدم. ملي باور په افغانستان کې یوه اړتیا ده. بې‌شکه چې موږ نړیوال ملاتړ او بهرنیو بنسټونو ته اړتیا لرو، خو فکر کوم چې موږ هم باید د افغانانو په توګه خپله ونډه جدي وګڼو؛ ځکه چې یو ډول بې‌کسي همیشه په طبیعي ډول یوه ډول د بې‌باورۍ حس په موږ کې را ژوندی کوي. که موږ پر خپل ځان باور و نه کړو، احتمالاً چې نړیوالې مرستې هم په ښه ځای کې نه کاروو.

غواړم چې تاسې په خپلو خبرو کې دا باور هم د افغانانو لپاره د کار د یوې بنسټي نکتې په توګه بیان کړئ او هم په خپلو خبرو کې هغه خلا رفع کړئ چې استاد امین احمدي، استاد شینواري او مهرداد درې‌واړو په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې باید هڅه وکړو چې دا مسایل په هېواد کې دننه حل کړو.

شهراني: زه بیا هم ډېر منندوی چې ممکن تاسې د دې طرحه پر لوستو او همداراز مو اوس دلته څو ساعتونه لګولي وي. که فرصت وي، زه یوازې په هغو دوو یا دریو موضوع‌ګانو ټینګار کوم چې څو ځله دلته مطرح شوې او ډېرې کلیدي هم دي. دا به د وخت ضایع نه وي.

لومړی دا چې موږ افغانان باید خپله ستونزه پخپله حل کړو. له همدې امله وایم او ټینګار هم کوم چې موږ باید یوه طرحه ولرو. زموږ د افغانانو له طرحې پرته، ناشونې ده چې نور څوک دې له موږ سره مرسته وکړي. موږ دا وایو چې هغوی زموږ لپاره پرېکړې و نه کړي، موږ باید پخپله پرېکړې وکړو او هغوی باید له موږ سره همکار واوسي؛ جې موږ وکولای شو چې په خپل هېواد کې خپلې پرېکړې پلي کړو او خپلې ستونزې حل کړو. دې ته باید پام وکړو.

دویمه مساله چې ښاغلي احمدي څو ځله هغه تکرار کړه، د قومي او هویتي شخړو مساله ده. په هر حال، فردګرايي، ځان‌غوښتنه، ځان‌محوري او ځان لوړ ګڼل زموږ اساسي مسالې دي. په دې کې هيڅ شک نشته، چې دا ارزښتناک مسایل دي. موږ باید په خپله ټولنه کې دا شیان بدل کړو او د دوی پر ځای نور ارزښتونه ځای پر ځای کړو. د هغو ارزښتونو باید درناوی وشي چې زموږ په ژوند کې دي، داسې نه چې موږ یوازې په دې وپوهېږو چې دا ارزښتونه موجود دي، خو زموږ په کړنو او فردي ژوند، ټولنیز ژوند او ان ملي ژوند کې بیا د هغو هيڅ نښه نه وي.

دا یوه ستره ستونزه ده. زموږ موخه دا ده چې پر قدرت تمرکز د دې وضعیت د رامنځته کېدو لامل دی. د قدرت تمرکز بیا هم د بهرنیانو په پيسو او وسلو باندې رامنځته شوی دی. زه یو څو وروسته د دولت د سیاسي اقتصاد مسالې ته راګرځم. زما موخه دا ده چې دوه سوه څلوېښت کاله مخکې بهرنیانو یو شمېر کمو کسانو ته دې زمینه برابره کړه چې هغوی په خلکو خپل ځانونه ومنل او متمرکز قوي نظام یې جوړ کړ.

دا چې څومره داسې موضوعات به وي چې په اړه یې ډېرې خبرې کېږي، خو مهم نه دي. زه پر تفصیلاتو او تشریحاتو باندې خبرې نه کوم، بلکې په بنسټونو باندې خبرې کوم. تفصیلات او تشریحات یې ډېر توپيرونه لري، چې زیات بحث پرې کېدای شي، خو زه تر ډېره غواړم چې په کلي، عمومي او جوړښتي شکل او په ټولنه کې د اړیکو په ډول دا موضوعات مطرح کړم. اصلي مساله هماغه د قدرت مرکزیت و، چې زموږ په ټولنه کې یې فردګرايي نوره هم ټینګه او مروجه کړه. همدا لامل و چې تر نورو ځان لوړ ګڼل، امتیازونه او د خلکو ترمنځ تبعیض یې را منځته کړ. هماغه تبعیضونه د توپیرونو او تضادونو د بدلېدو لامل وګرځېدل.

ګورئ، ما په ۱۹۸۶زېږدیز کال کې یوه اوږده مقاله لیکلې وه، چې فکر کوم یو یا دوه ځلې فارسي ته هم ژباړل شوې ده. ما هلته د افغانستان تاریخ لرزولی دی، چې ټولنیز، ژبني، مذهبي او نور توپيرونه څه ډول سیاسي شول. دې توپيرونو د سیمې په اوږد تاریخ کې ستونزه نه وه جوړه کړې، خلک د ژبې په نوم له یوه او بل سره لاس او ګریوان نه وو او د مذهب په نوم یې له یو او بله سره ستونزه نه لرله. که به کوم ځای لږ یا زیات موجود هم وو، هغه هم په سیمه‌ییزو سیاستونو کې نه وو، بلکې په ډېره لوړه کچه سیاست کې به وو. دا افغانستان په تاریخ کې دا مسایل څه ډول سیاسي شول. هویتونه سیاسي شول، چې بالاخره د جنجالونو لامل شول. توپیرونه په خپل ذات کې هيڅ ستونزه نه لري. دا په قران کریم کې هم لیکل شوي دي، چې خدای پاک موږ په قومي توپيرونو سره پیدا کړي یو؛ چې موږ یو او بل وپېژنو، خو موږ د شناخت پر ځای، یو او بل تحقیروو او داسې کارونه کوو چې د تضاد، ټکر او جنجال لامل کېږي.

له همدې امله، زه وایم چې له هغو درسونو یې زده‌کړو چې د نړۍ په نورو ځایونو کې تدریس شوي دي. موږ په افغانستان کې په خپله ټولنه کې دو یا درې مذهبونه او یا واړه مذهبونه او یو یا دوه نور ډېر واړه دینونه لرو. په امریکا کې د نړۍ ټول دینونه شته؛ د نړۍ ټول مذهبونه هم شته او د نړۍ ټولې ژبې هم شته. د هندوستان هر ډول خلک له ټولو توپيرونو سره په امریکا کې دي. نورې ټولنې هم همداسې ځانګړنې لري. امریکا څه ډول بریالۍ شوه چې خپله ټولنه داسې وساتي؟ لکه څرنګه چې وویل شول، که سپين پوستي هلته د ثبات محور وای، چې نه دي، ایا دې ټولنې کولای شوای چې خپل ځان په دې شکل وساتي؟

یوازېنی راز یې دا دی چې د سیمې د ادارې حق پخپله د سیمې خلکو ته ور سپارل شوی دی. دا داسې مانا نه‌ لري چې هلته مرکزي حکومت نشته. د امریکا مرکزي حکومت موجود دی. په افغانستان کې هم موږ مرکزي حکومت ته اړتیا لرو، خو داسې مرکزي حکومت چې واک پکې وېشل شوی وي. په کوم ځای کې چې زه اوس ژوند کوم، هلته د واشنګټن ډیسي حکومت هيڅ اغېز نه لري. هيڅ! خو که زه هلته د امریکا د ملي قوانینو خلاف کار ترسره کړم، په هغه صورت کې ممکنه ده چې اف‌بي‌ای دلته راشي، یا فډرال حکومت راشي او یا یو بل کار وشي. د پولیسو قومندان موږ پخپله ټاکو، د خپلې محکمې قاضي پخپله ټاکو، خپل ښاروال پخپله ټاکو، د خپلې ښاروالۍ شورا پخپله ټاکو. ټول شیان انتخابي دي. بیا دوی خلک ګوماري. عادي پولیس، عادي کارګر ګوماري. هر څوک که د هېواد د هر ځای وي. ان بهرنیان هم کولای شي چې دلته د کار غوښتنه او وړاندیز وکړي، که یې وړتیا لرله، ګومارل کېږي او هغوی د خپلو خلکو لپاره خدمت کوي. د انډیانا په ایالت کې هم همداسې کار دی. د ولایت والي ټاکل کېږي، ایالتي شورا ټاکل کېږی، د عادي ایالتي محکمې قاضي ټاکل کېږي؛ یعنې ټول یې انتخابي دي. د پولیسو قومندانان د هغوی لخوا، خو د ښاروالۍ او نورو اداردو کسان په مشوره باندې ګومارل کېږي. ګورئ، دلته خلک په ټولو پرېکړو کې دخیل دي.

بالاخره په واشنګټن کې دوی خپل سناتوران لېږي او خپل «کانګریس‌منان» انتخابوي. د ولسمشر په ټاکلو کې هم دوی ونډه لري. په افغانستان کې څه ډول کېږي؟ موږ هم باید په سیمه‌ییزه کچه همدا کار وکړو، په ښاروالۍ او ولایتونو کې همدا کار وکړو او په ورته وخت کې داسې مرکزي حکومت ولرو چې واکونه یې محدود وي. ولې هر څوک غواړي چې د افغانستان ولسمشر شي؟ ځکه که په اوسنیو شرایطو کې څوک واک ته رسېږي او یا پخوا چې به څوک په افغانستان کې واک ته رسېدل، ټول واک به د هغه په لاس کې وو. هغه ټول خلک ګومارلای شول او هرکاره و. له هماغه مرکزي قدرت څخه یې د هر څه لپاره استفاده کولای شوای. مثلاً که د والیانو، ښاروالانو او امنیه قومندانانو ټاکل د دوی په واک کې نه وي او یوازې په نظامي برخه کې د ټاکلو واک ولري. یعنې مثلاً له اردو سره سروکار ولري، یا مثلاً له بندرونو سره سروکار ولري، له لویو لارو سره سروکار ولري، له سترو ملي پروژو سره سروکار ولري، خو اجازه ورکړي چې خلک په خپلو سیمو کې خپلې پراختیايي طرحې ولري. د پیسو وېش او داسې نور کارونه هم ستونزمن کارونه نه دي. کېدای شي چې داسې قوانین جوړ شي چې په هغو کې ملۍ شتمنۍ د نفوسو پر بنسټ ووېشله شي. موږ د هېوادوالو یوه سمه سرشمېرنه باید وکړو. دا کارونه ټول تخنیکي کارونه دي. اقتصادپوهان کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره دا کارونه وکړي.

مثلاً په کوم پوهنتون کې چې ما دلته دا ۳۲ کاله درس ورکړی دی، دوی خپلې پیسې له فډرال حکومت څخه اخلي؛ خو هغه هم د «ګرنټ» پر بنسټ دي. مثلاً؛ ښوونکي د خپلو پروژو لپاره د پيسو غوښتنه کوي او د مرکزي حکومت لخوا تمویلېږي. یا که دلته لارو او سړکونو ته اړتیا ولري، ایالت یې فډرال حکومت ته پیشنهادوي، چې موږ دلته دې شي ته اړتیا لرو او مرسته وکړئ. که دلته مثلاً کوم طوفان یا پېښه پېښېږي، مرکزي حکومت پخپله راځي او مرستې کوي. یعنې داسې ازمایل شوې لارې موجودې دي چې موږ له اطراف سره د مرکز اړیکې په داسې شکل ټینګې کړو چې عدالت پکې تامین شي. په هغو کې یوازې قانون مطرح وي، فرد پکې مطرح نه وي. زموږ او ستاسې په ځای کې فرد پرېکړه کوي چې وايي مثلاً دلته یې په جېب کې، یا یې په لاسي بکس کې او یا یې په دفتر او کور کې نغدې پیسې وي. یو څوک ورته راځي، لاس په لاس یې ورکوي.

یا مثلاً د ایران حکومت په خلطو کې کرزي ته پيسې رالېږلې. په نور ټولنو کې داسې کارونه نه ترسره کېږي؛ ځکه دا چې هغوی کرزي ته پیسې ورکړلې، بیا چې له کرزي څخه هر څه وغواړي، هغه ترلاسه کولای شي. موږ باید دا شیان ورک کړو. دلته باید یو بل شی هم موجود وي. په افغانستان کې هم مرکزي حکومت قانون جوړوي، هم قانوني پلي کوي او هم د قانون پلټنه کوي. یوه اداره یا بنسټ هيڅکله نشي کولای چې دا درې واړه کارونه ترسره کړي. موږ وایو چې مرکزي حکومت دې ټول قانونونه جوړ کړي، خو د ولسي، سیمه‌ییز او انتخابي حکومتونو له لورې باید پلي شي او پلټنه یې باید په مرکز کې وشي. هر هغه وخت چې دوی د ملي قوانینو خلاف حرکت کوي یا یو سیمه‌ییز سړی د خپلو خلکو پر ضد کار کوي، مرکزي حکومت باید د خلکو تر څنګ ودرېږي. خلک هم هغه وخت له مرکزي حکومت سره یو ځای کېږي او د هماغه سړي پر وړاندې درېږي چې له واکه یې ناوړه استفاده کړې وي. دا کومو خلکو چې دا دومره کلونه له خپلو واکونو څخه ناوړه استفاده کړې ده، دوی ته تل مرکز دا واک ورکاوه چې دا کار ترسره کړي. موږ وایو چې مرکزي حکومت باید پلټنه وکړي او د سیمه‌ییزو قدرتونو د ناوړه استفادې مخنیوی وکړي.

په هغه صورت کې هغوی له خلکو سره یوه مشترکه وجه پیدا کوي. موږ په افغانستان کې داسې څه نه لرل. که دا کارونه وشي، تبعیض ورکېږي. یوازېنۍ لار چې موږ له تبعیض څخه ساتي، هغه همدا ده چې خلک په خپلو سیمو کې د خپلو حکومتونو خاوندان وي. مثلاً؛ پښتانه په خپلو سیمو کې؛ هزاره‌ګان په خپلو سیمو کې او اوزبکان په خپلو سیمو کې د خپلو حکومتونو خاوندوان وي. که هغوی خپله اداره په خپل لاس کې واخلي؛ یعنې خپل ولسوال پخپله وټاکي او خلک هم پخپله وګوماري، په دې صورت کې دا څه ستونزه لري چې په کابل کې څه کېږي.

موږ وایو، یو داسې قانون دي جوړ شي چې د مرکز او اطراف ترمنځ واک ووېشل شي. داسې شرایط وي چې ټول خلک خپل ځانونه په نظام کې وويني. د ملي باور نهضت په طرحه کې مو هم همدا وړاندیز کړی دی. دا د ملي باور د جوړولو طریقه ده. دا هغه یوازېنۍ لار ده چې موږ تبعه او رعیتونه په ولس بدل کړو. بیا همدا ولسونه ملي هویت تعریفوي. ملي هویت، قومي تعریف نه لري. ملي هویت کې که د افغانستان نوم تر ابده همداسې افغانستان وي، چې هلته یو ازبک، یو تاجک، یو هزاره او یا یو نورستانی یو ډول حقونه ولري او په ټولنه کې له برابري پرته بل هيڅ نه وي، هغه ولې له افغانیت څخه انکار وکړي.

زما اوزبک‌والی په امریکا کې پر هيڅ شي هيڅ ډول اغېز نه لري. زه له یوه تورپوستي، له یو مکسیکويي او یا یوه انګلیستاني سپين پوستي سره په دې هېواد کې هيڅ حقوقي توپير نه لرم. هيڅوک په هيڅ ډول دا نشي ویلای چې ته ازبک یې او موږ تا دلته نه غواړو. یا ووايي چې ته دا کار نشې کولای او یا دا حق نشې لرلای. په همدې شکل، د ټولو خلکو په اړه همداسې ده. له همدې امله، زموږ امریکايي والی هيڅ مهم نه دی. موږ ټول امریکایان یو. موږ ټول هماغه یو پاسپورت اخلو او ګرځو.

په هغه صورت کې که زما په پاسپورت کې افغان ولیکي، زه هيڅ ستونزه نه ورسره لرم، خو ستونزه په کوم ځای کې ده؟ ستونزه دا ده چې اوس په افغانستان کې داسې نه ده. په افغانستان کې د افغان په نوم د لوړوالي او برترۍ لپاره یو ځانګړی قوم موجود دی. له همدې امله، هغه شخړې چې ښاغلي احمدي مطرح کړې، هغه موجودې دي. موږ د بلې هر لارې په پرتله د واک د غیرمتمرکزوالي په طریقه دا شخړې هوارولای شو.

وروستۍ مسالې ته راځو. وروستۍ مساله، د افغانستان د دولتي اقتصاد مساله ده. لکه څرنګه چې ښاغلي مهرداد د هاب‌کینز کیسې وکړې، د امپراتوریو سیاسي اقتصاد د دولت یا ملتونو له سیاسي اقتصاد سره ډېر توپیر لري. دا یو واقعي توپير دی. ګورئ، موږ په نړۍ کې څلور ډوله امپراتورۍ لرو. عقیدتي امپراتورۍ چې تر ډېره یې محور دین و او ځينې اسماني امپراتوریو تر ۱۹۲۲زېږدیز کال پورې دوام وکړ. په ځينو سیمو کې یې دا امپراتورۍ ژر له صحنې وایستل شوې. دویم ډول امپراتورۍ هغه امپراتورۍ وې چې د شرقي هند کمپنۍ یې د رامنځته کېدو اساسي لامل وه. دا سوداګریزۍ امپراتورۍ دي، چې د نورو هېوادونو د کانونو د استخراج او سوداګري له لارې تمویلېږي. انګلیسانو چې هيڅ شی نه لرل، د نړي تر ټولو ډېر شمتن خلک شول. دا هم یو دلیل لري، چې دلته یې ستاسې پر وړاندې څرګندوم. د امپراتورویو مساله معمولاً غلا وه. هغوی به یو ځای فتح کاوه او بیا بې چور او غلا کوله.

عقیدتي او دیني امپراتورۍ هم همداسې تمویلېدې، خو تجارتي امپراتوریو یې شکل لږ ور بدل کړ؛ ځکه هغو د سوداګرۍ له لارې شتمني پيدا کوله. کله چې لویدیځوالو د اروپا له نیمه‌وچې بهر تجارتي امپراتورۍ ټينګې کړې، هغه یې په نظامي امپراتوریو بدلې کړې. دوی ولاړل او ټولنې یې د خپل ځان مستعمره کړې او هلته یې نظامي ځواکونه ځای پر ځای کړل؛ چې د دوی د اقتصادي ګټو ملاتړ وکړي. دې کار استعماري او نظامي امپراتورۍ رامنځته کړې. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د امپراتوریو څلورم ډول هم رامنځته شو. څلورم ډول یې بلنه‌ییزې «دعوتي» امپراتورۍ وې. د بېلګې په توګه، امریکا بیاځلې په اروپا کې جګړې ته وربلل شوه. امریکا په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې نه غوښتل چې په جګړه کې ونډه واخلي.

اروپایانو هغوی ته بلنه ورکړه چې له خپلو ځواکونو سره هلته ورشي او دوی هم برخه پکې واخیسته. له هغه وروسته، یوه نوې امپراتوري رامنځته شوه. امریکایانو ولیدل چې دوی باید له نورو ټولنو سره همکار واوسي او باور رامنځته کړي. «ځينې وخت دغې امپراتوري ته د باور امپراتوري هم وايي.» په امریکا کې یې په ډېر ستر کتاب کې د «Empire of Trust» نوم ورکړی دی.

دا کتاب د امریکا په اړه دی، خو د بلنې امپراتوري نوم یې یو څه معمول او رښتینی ښکاري. دوی په نورو ټولنو کې داسې شرایط رامنځته کوي، چې هغه ټولنه د کړکېچ په وخت کې دوی ته هلته د ورتګ بلنه ورکړي. لکه څنګه چې د شوروي کمونیستانو په افغانستان کې د کمونیستانو ګوند جوړ کړ او هغه یې پیاوړی کړ، بالاخره یې هغوی کودتا ته وهڅول او هغوی هم بالاخره دوی ور وبلل چې راشئ او زموږ ملک ونیسئ.

هغوی هم دا کار وکړ او راغلل. تر دې بدو شرایطو هم دومره توپیر نه درلود. پاکستانیانو هم له طالبانو او مجاهدینو سره ورته کار وکړ. بالاخره په حقیقت کې طالبان هم افغانستان ته د امریکا د راتګ لامل شول. کوم کار چې د القاعده له لارې په نیویارک او واشنګټن کې وشو، دا تقریباً یوه غیرمعموله طریقه وه چې امریکا د نړۍ په مرسته خپل ځان ته بلنه ورکړه. دا ډول امپراتورۍ ډېرې خطرناکې دي؛ ځکه دا ډول امپراتورۍ په یو وخت کې دوه کارونه ترسره کوي؛ هم یوه توده جګړه مخکې وړي، چې یو ملک په دوه ټریلیونه ډالر ورانوي او ترڅنګ یې د هغه هېواد د بیارغولو لپاره اتیا میلیارډه ډالر لګوي. وايي چې پوهنتون، سړک، روغتون او نور جوړ کړئ. ته اوس زموږ څه یې؟ موږ اوس دا نشو ویلای چې ته زموږ ملګری یې که زموږ دښمن؟ ګورئ، د هند په نیمه وچه کې چې کومې نظامي او اتقصادي امپراتورۍ یا مستعمره امپراتورۍ رامنځته شوې، دوی د افغانستان حکومت او نور حکومتونه رامینځته کړل. لکه څرنګه چې هاب‌کینز وايي، همدا دوی وو چې اقتصاد یې لوټ کړ او … او دوی یې نورو ته اړ کړل. دلته یې احتیاج رامنځته کړ. دوی ته یې ټول شیان ورکړل او له هماغې لارې یې د دوی ټول امکانات کنټرول کړل. ګورئ، موږ په داسې شرایطو کې وو.

دا چې کوم پاچا کم او یا زیات، خو په ټوله کې په افغانستان کې هيڅ حکومت خپلواک نه و. په ډېرو شیانو یې واک نه درلود. ښايي په کور دننه به یې واک او خپلواکي لرله، خو په ډېرو مهمو او سترو بهرنیو مسالو کې اختیار نه درلود. دا چې هغوی کوم قوم او په کوم اساس یې واک ته ورساوه او له هغوی یې د شخړو او تشنج په رامنځته کولو کې څومره استفاده وکړه.

د دغو هېوادونو دنده دا نه ده چې ستونزې یې ور حل کړي، بلکې هغوی تشنج رامنځته کوي. موږ باید اوس دا زده‌کړو چې څه ډول کولای شو چې خپلې ستونزې حل کړو. موږ له امتحان پرته بله لار نه لرو. هغوی چې د بشرحقونو او دې ته ورته نورو غټو مسالو خبرې کوي، موږ باید دا ووایو چې موږ اوس طرحه لرو. زموږ طرحه، د ستونزو د حل او په هېواد کې د ثبات راوستلو، طرحه ده. که تاسې رښتیا هم حق وایاست، راشئ او له موږ سره یوځای شئ او همکاري راسره وکړئ. موږ باید له هغوی وغواړو چې دا کار وکړي، خو زه فکر نه کوم چې هغوی دې دا کار وکړي. په ملي حکومتونو کې موږ دو ډوله متمرکز حکومتونه لرو. لومړی، هغه حکومتونه دي چې د هغوی اقتصاد د حکومت په واسطه د شمتنۍ پیدا کول دي. حکومتونه خپل ځان ته د شتمنۍ پیدا کولو حق ورکوي. په افغانستان کې دا کار په دوه ډوله ترسره شوی دی؛ یو یې له بهرنیانو پیسې اخیستلې او بل یې له خپلو خلکو غلا کوله. حکومت خپله شتمني یا له بهر څخه را پيدا کوله او یا یې د مالیې او رشوت له لارې له خپلو خلکو اخیسته.

دا حکومتونه شتمني نشي پيدا کولای، دوی غربت او فقر رامنځته کوي. په استعمار ځپلیو ټولنو کې دا یو معمول کار دی. یوازې هغه هېوادونه چې خپل تېل یا نورې سرچینې خرڅوي، هغوی په دغو شیانو یو ډول اتکا کوي، خو دوی یو شی ورکوي او په بدل کې یې یو شی ترلاسه کوي. په افغانستان کې موږ تر اوسه داسې څه نه درلودل چې چا ته یې ورکړو. د حکومتولي دویم ډول په انګلیستان کې پیل شوه. انګلیسانو په هغه جزیره کې له یو څه سکرو پرته بل هيڅ نه لرل او له ماهیانو پرته بله هيڅ طبیعي سرچینه هم نه لري. انګلیستان ولې لومړی شتمن هېواد شو؟ ځکه حکومت دا پرېکړه وکړه او یا خلکو یې دا پرېکړه وکړه چې حکومت باید د شتمنۍ په تولید کې لاسوهنه و نه کړي. مثلاً؛ نړیواله سوداګري د شاهي کورنۍ په لاس کې وه، هغه هم له هغوی څخه واخيستل شوه او خلکو ته دا حق ورکړل شو چې خلک پخپله پانګونه وکړي او شمتني تولید کړي. د حکومت دنده دا وه چې خلکو ته داسې شرایط برابر کړي چې هغوی پکې شتمني تولید کړای شي. یعنې شخصي شتمنۍ تولید کړي.

همدا لامل و چې د شرقي هند کمپنۍ رامنځته شوه او شتمني یې پيدا کړه او بیا یې دا شتمني خپل هېواد ته راوړه او خپل هېواد یې پرې شتمن کړ. همدا کار په هسپانیا کې ونشو. د بریټانیا دا ستر انقلاب د چا نه په یادېږي. د بریټانیا ستر انقلاب په ۱۶۶۸ زیږدیز کال کې رامنځته شو. هغوی دې انقلاب ته «Glorious Revolution» وايي. په دې کال کې څه پېښ شول؟ خلکو پاڅون وکړ او ویې ویل چې له دې وروسته شاهي کورنۍ په نړیواله سوداګرۍ او د شتمنۍ پيدا کولو په کارونه کې لاسوهنه نشي کولای. دا د خلکو حق دی. په هسپانیا کې دا کار و نشو؛ یعنې هغوی دا کار ونشو کولای. امپراتورۍ هلته نړیوالې سوداګرۍ او د شتمنۍ پيدا کولو ته دوام ورکړ.

هغوی له شمالي امریکا څخه دومره سره‌زر راوړل چې د اروپا مارکیټ یې پرې مات کړ. سره‌زر بې ارزښته شول، خو بالاخره څه پېښ شول؟ هسپانیا همداسې یو غریب او بې‌چاره هېواد پاتې شو؛ ځکه خلکو ته یې دا اجازه ور نکړل شوه چې شتمني پیدا کړي. په افغانستان کې هم په ورته حالت کې یو. دلته هيڅکله زموږ خلکو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې کار وکړي او یا هم د شتمنۍ په پيدا کولو کې ونډه ولري. ګورئ، همدا ستر ملي شرکتونه، ملي بانک، نپوهېږم اوس د «اوغان» په نوم یو ساختماني شرکت او جوړ شوی، د نساجۍ او برېښنا شرکتونه، دا ټول د دولت په لاس کې دي. په تېرو شلو کلونو کې یو شمېر خلکو وکولای شول چې له بهر څخه د خیرات په نوم مرستو څخه یو څه پیسې غلا کړې او ډېر کوچیني سوداګریز کارونه یې پيل کړل. په همدې اساس، په وروستیو شلو کلونو کې په افغانستان کې یو څه شخصي پانګه پيدا شوه، خو تر هغه مخکې څه وو؟

یوازې ملي بانک و چې هغه هم یو څو شیان درلودل او له هغو پرته یې نور څه نه لرل. په افغانستان کې د خلکو په واسطه د شتمنۍ د تولید لپاره هېڅ ډول شرایط نه دې برابر شوي. په همدې خاطر، هغه یو استخراجي حکومت و، چې له بهر او په هېواد کې دننه یې له خلکو شتمني ترلاسه کوله. هغه یو تولیدي حکومت نه و؛ چې د خلکو لپاره شرایط برابر کړي او خلک دې ته وهڅوي چې پخپله هغوی شتمني پيدا کړي. په همدې خاطر، موږ په افغانستان کې شتمن خلک نه لرو. 

موږ وایو چې که حکومت غیرمتمرکز کړو او د شتمنۍ د تولید هغه یو څو وړې کمپنۍ هم ترې واخیستل شي او داسې شرایط برابر کړو چې شخصي پانګونه وشي او خلک پخپله شتمني پيدا کړي، په دې صورت کې افغانستان کولای شي چې په ځان بسیا شي. ګورئ، زموږ له کانونو هيڅ استفاده نه ده شوې؛ ځکه خلکو له هغو څخه د استفادې حق نه درلود. دولت پخپله هم نشوای کولای او یا په اساسي توګه د کانونو را ایستل په ډېره ګرانه بیه ورته تمامېدل. اوس طالب څه کوي؟ د دې پر ځای چې له کانونو استفاده وکړي، خام مواد یې پلوري.

تېر کال یې د میلیونونو په ارزښت خام مواد په پاکستان وپلورل. هغه یې هم په مستقیم ډول وپلورل. په دې کار سره یوازې دوی ګټه کوي، خو خلکو ته یې هېڅ ګټه نه رسېږي. ګورئ، موږ په یو ډول ډېر عجیب سیاسي اقتصاد کې واقع یو. حکومت لوږه او فقر تولیدي او زموږ خلک هم په غربت کې ژوند کوي. اوس ۹۸ سلنه خلک د خوړلو لپاره هيڅ نه لري. د حکومت سیاسي اقتصاد همدا حالت رامنځته کړی دی. حکومت کولای شوای چې دا سیاسي اقتصاد بدل کړي. که موږ وکولای شو چې د سیمه‌ییزې ادارې واکونه د سیمې خلکو ته ور وسپارو، دا سیاسي اقتصاد به بیا په بل ډول وي. د اطراف او مرکز ترمینځ د واک له وېشلو وروسته که شرایط داسې وي چې خلک د شتمنۍ د تولید حق ولري او مرکزي حکومت د شتمنۍ د تولید اسانتیاوې ورته برابرې کړي او هغوی وهڅوي، په دې صورت کې موږ کولای شو دا هېواد له فلاکت څخه وژغورو.

رویش: استاد، ډېر مننه. ډېر خوښ یم چې تاسې له موږ سره په دې بحث کې یاست. له ټولو ملګرو څخه هم ډېره مننه چې په دې بحث کې یې ګډون وکړ. ملي باور په یوه داسې ډيموکراټيکه فضا کې رامنځته کېږي چې خلک له برابرو فرصتونو برخمن وي. موږ ټول دا مسوولیت لرو چې په خپل هېواد کې دې اړتیا ته ځواب ووایو. که موږ ته له پخوانیو خلکو څخه یو ښه او د کار وړ حکومت او یوه باثباته ټولنه په میراث نه ده را پاتې شوې، موږ باید خپلو اولادونو ته یوه باثباته، مسووله او یوه داسې ټولنه په میراث پرېږدو چې هلته انساني کرامت ته درناوي وشي.

شهراني: یوه جمله پاتې شوه، که اجازه وي چې هغه هم ووایم. دا جمله په ځانګړې توګه د ښاغلي شینواري صاحب لپاره ډېره مهمه ده. د افغانستان د راتلونکې په اړه د تېرو دېرش یا څلوېښتو کلونو سیاستوالو ونډه باید د یوه سوال په توګه مطرح شي. په افغانستان کې د اوسنیو شرایطو، بدبختۍ او فلاکت اصلي لامل څوک وو؟ که هغوی د دې فلاکت د رامنځته کېدو عوامل وو، ایا کولای شي چې دا فلاکت پای ته ورسوي؟ په لویدیځو ټولنو کې داسې یوه مقوله ده «که ته د یوې ستونزې برخه واوسې، هغه ستونزه نشې حل کولای». په همدې اساس، په ملي باور نهضت کې موږ په دې باور یو، چې زموږ دغو ملګرو او سیاستوالو خلکو ته خپل خدمتونه ترسره کړي دي، هغه بسنه کوي.

که دوی رښتیا هم له خپلو خلکو سره مینه لري؛ نو مهرباني دې وکړي، ځانونه دې څنډې ته کړي. زموږ ځوانان دې کار ته پرېږدي. د افغانستان ځوان قشر دې پرېږدي چې هغوی د یوې سمې ټولنیزې طرحې په محوریت ټولنه رهبري کړي او هېواد له دې فلاکت څخه وژغوري. هغوی دې خپل عزت او شتمني وساتي. بس خلاص!

رویش: مننه. ډاکتر صاحب احمدي، تاسې د پروګرام په لړ کې د پردې شاته پاتې شوئ، که کومه خاصه خبره لرئ، هغه اورو، که نه خدای پامانی به وکړو.

ډاکتر امین احمدي: نه، کومه خاصه خبره نه لرم. له تاسې او په دې پروګرام که له ټولو ګډون کوونکیو څخه مننه. هیله‌من یم چې یو ورځ به ان‌شاءالله د ښاغلي استاد طرحه په یوه ملي منشور بدله شي او زموږ د هوکړې لپاره به یوه جامع ملي طرحه او د پیوستون نقطه واوسي.

شهراني: امین یا ربه! امین یا ربه!

ډاکتر امین احمدي: زه هم همدا هیله لرم؛ ځکه همدا زموږ مسیر دی. همدا لار مو د همدې لپاره ټاکلې ده. دا چې موږ اوس نیوکه کوو، چې دا ځای دې داسې شي او هغه ځای دې هغسې شي، دا یوه طبیعي مساله ده. هو.

رویش: مننه! سلامت اوسئ. ستاسې لطف او مهرباني زموږ لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی. د خدای په امان!

مرکه کوونکی: عزیزالله رویش

Share via
Copy link