د هندوکش غوندې لوړه نجلۍ

Image

لساني: د شیشه میډیا تاسو ټولو ښو لیدونکو، اورېدونکو او لوستونکو ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم.

په افغانستان کې ښځې په بېلابېلو دورو کې له ظلم او زیاتې سره مخ شوې او د بېلابېلو لاملونو له مخې د ټولنې له متن څخه ایستل شوې دي. آن په هغه غوره حالت کې چې د جمهوري نظام دوره وه، هم ښځو ډېرې ترخې تجربې درلودې.

پوهېږو چې په ټولنه کې نارینه او ښځینه د یوې مرغۍ دوه وزرونه دي. هیڅ مرغۍ په یوه وزر نشي الوتلای. هیڅ ټولنه د ښځو په ایسته کولو او استثمار سره پرمختګ نشي کولای. له همدې امله ښځې د ټولنې له متن څخه نشي ایستل کېدای؛ بلکې د مور د رول له امله باید ښځو ته زیاته پاملرنه وشي او ارزښت ورکړل شي، خو له دې ټولو سره سره په ټولنه کې د ښځو د حضور پر وړاندې ننګونې څه دي؟ د جنسیت د مساوات، ناسمو ټولنيزو دودونو د له منځه وړلو او د ښځو د وړتیاوو د ځلولو لپاره زموږ حل‌لارې څه دي؟ ښځې باید څنګه مبارزه وکړي؟ څنګه خپل حقونه ترلاسه کړي؟

له اغلې لطیفه شجاعي سره په دې صمیمانه خبرو اترو کې به هغه مسایل او ستونزې واورو چې ښځې په ټولنه کې ورسره مخ دي.

لطيفه شجاعي د افغانستان يوه زړوره او اتله مېرمن ده، چې په خپلو هڅو او مبارزو د نورو ښځو لپاره الهام بښونکي نمونه شوه. هغه له نظامي پوهنځي څخه فارغه شوه. يو ځل له دايکنډي او بل ځل له کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته خپلواکه نومانده وه. په کورنیو چارو وزارت کې یې مهمې او کلیدې دندې درلودې. د کابل تر سقوط مخکې، په پام کې وه چې  د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۶مه د ښځو په کالج کې د جنرالې په بست کې وګومارل شي او له هغه وروسته د یوې داسې ښځې په توګه چې په نظامي برخه کې يې پر تر ټولو لوړه رتبه کار کوي، د وخت د ولسمشر له خوا د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړي، خو له بده مرغه د افغانستان په سقوط سره د ډېرو نورو ترڅنګ د لطیفې شجاعي هیلې هم پر اوبو لاهو شوې. اوس د دې مسالې نور جزيیات د دوی له خپلې ژبې اورو:

اغلې شجاعي شیشه میډیا ته ښه راغلاست. خوښ یو چې موږ ته مو وخت راکړ. هیله لرو چې په دې صمیمانه، دوستانه او ښځینه مرکه کې به د افغان ښځو د نوي نسل د تجربو په اړه، چې په تېرو شلو کلونو کې مو له ټولو ستونزو سره سره ښې لاسته راوړنې هم درلودې، نوې لارښوونې در نه واورو.

اغلې شجاعي، لومړی دا راته ووایه چې د افغانستان په کوم ولایت کې زېږېدلې ياست؟ د خپل پلار، مور، خور، ورور او هغې ګرانې کورنۍ په اړه راته ووایه چې د هغې په متن کې د لطیفې شجاعي په څېر یوه فعاله ښځه را لویه شوې ده؟

شجاعي: بسم‌الله الرحمن الرحیم.

د شیشه میډیا ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم. زه ستاسو له دې نوښت څخه خوشحاله یم او ټولو هغو کسانو ته سلامونه وړاندې کوم چې دا خپرونه ګوري. زه په دایکنډي ولایت کې زېږیدلی یم. زما پلار او نیکونه د خاص روزګان وو. د عبدالرحمن خان په وخت کې زموږ نيکونه او غور نيکونه له حاصلخېزو ځمکو او خاص روزګان څخه تېښتې ته اړ شول. دوی دایکنډي ولایت ته مهاجر او هلته مېشت شول. زه په دایکنډي ولایت کې زېږېدلی یم. شاید عمر به مې تر یو کال کم و چې کورنۍ جګړې پیل شوې. زما د پلار جان د روایت له مخې په هغه وخت کې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ او موږ پاکستان او بيا ايران ته مهاجر شوو. تر دوولسم ټولګي پورې مې په ایران کې د کمپيوټر ساينس په برخه کې زده کړې وکړې. تر هغه وروسته د کانکور په ازموينه کې ‎د تهران اراد اسلامي پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي ته بريالۍ شوم.

ما تر دې وړاندې افغانستان نه و لیدلی او هیله مې دا وه چې یوه ورځ افغانستان ته راشم او زما ټولګیواله افغانه نجلۍ وي؛ ځکه چې کله ما د ایران په دولتي ښوونځیو کې زده کړې کولې، زما ټول ټولګیوال ایرانيان وو. ما هیڅ افغان ټولګیوال نه درلود چې ما داسې احساس کړی وای چې زه د افغانستان یم. د هجرت په خاوره کې، ما تل د پرديتوب او بې هویتۍ احساس درلود. ما له ځانه پوښتل او زه يې ځورولم چې زه د کوم ځای يم؟ زما ریښه چېرته ده؟ په ۱۳۸۳ کال کې چې ومو لیدل چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د پوهنتونونو دروازې د هرچا پر مخ خلاصې دي، زما کورنۍ زما او زما د زده کړو د دوام په خاطر له ایران څخه افغانستان ته راستنه شوه.

لساني: ته له څو کلنۍ نه وروسته په ایران کې لویه شوې؟

شجاعي: زه یو کلنه وم چې موږ له افغانستان څخه مهاجر شوو.

لساني: نو تا په ماشومتوب کې په افغانستان کې د ژوند تجربه نه درلوده؟

شجاعي: نه، ما په ماشومتوب کې په افغانستان کې د ژوند تجربه نه درلوده؛ ځکه له یو کلنۍ وروسته پاکستان او ایران ته مهاجر شوو او له اوه کلنۍ وروسته مې په ایران کې ښوونځی پیل کړ.

لساني: څو کاله په پاکستان کې وئ؟

شجاعي: دوه یا درې کاله. زه درې يا څلور کلنه وم چې موږ ایران ته لاړو.

لساني: ستاسو مور او پلار څه ډول خلک وو؟ دوی څومره زده کړې کړې وې؟ له تاسې سره یې اړیکې څنګه وې؟

شجاعي: پلار مې د سیمې د خان زوی و. په پخوانیو وختونو کې خانانو سواد درلود. ځينې به د قرآن حافظان وو چې زوی به له پلاره زده کاوه. تر څنګ يې يو ليکوال، ډېر پياوړی شاعر او نامتو شخصيت و؛ ځکه د هغه د پلار او نيکه لړۍ د روزګان سردار مير محمد عظيم بيګ ته رسېده. مور مې پښتنه نده؛ خو په پښتو ژبه پوره برلاسې ده؛ ځکه د روزګان د ګیزاب ولسوالۍ ده. په هغه وخت کې يې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. دا په دې مانا چې زما کورنۍ له لوستيو مور او پلار څخه رامنځ ته شوې ده.

زما پلار د خپلو اولادونو لور او زوی ترمنځ هیڅ توپیر نه کاوه. هغه به تل موږ هڅولو او ویل به یې چې زما اولادونه باید پوهان وي، مسلکي وي، هنرمندان وي او ويل به يې چې که يو هنرمند د يوه لوړ غره پر سر هم وي، خلک په پښو او څکېدو د هغه لیدو ته ور ځي. څو کاله کېږي چې پلار مې وفات شوی دی، خدای دې ورته مغفرت وکړي.

ما د اسانتیاوو، د تدریس طریقې او ارامتیا له پلوه ډېر ښه ماشومتوب درلود. ما خپلې زده کړې له لومړي  ټولګي څخه تر عالي لیسې پورې په ښو نمرو وکړې او د خپلې خوښې څانګه، کمپیوټر ساینس، مې ولوستله. چا چې د کمپیوټر ساینس زده کړې کړې دي پوهیږي چې بايد بیسیک، لومړۍ درجه کاري کمپیوټر، دويمه درجه، د سیسټم تجزیه او تحلیل، اوټوکډ دولس، څوارلس، اساسي کیوبیسیک او ویژوال بیسیک ولولي او دا ټول ما ولوستل. زه دې رشتې ته لېواله وم؛ ځکه چې زه باوري وم چې انسان ی باید عصري علوم زده کړي. په هغه وخت کې، کمپیوټر یوه بشپړ نوې څانګه وه، ډېر مینه‌وال یې درلودل او ما هم ورسره ډېره لېوالتیا درلوده.

لساني: تاسو وویل چې ستاسو نسل لړۍ سردار میر محمد عظیم بیګ ته رسېږي؛ د تاسو په نظر دې موضوع ستاسو پر ژوند او برخلیک څومره اغېز درلود؟ ایا له خپل پلار څخه مو د خپل تېر ژوند او تاریخ په اړه پوښتنه کوله؟

شجاعي: سل په سلو کې اغېز لري. ټولې نړۍ د د جنیټیک علم تایید کړی دی. په یو شخص کې د هغه د خپل مور او پلار او آن د خپلو نیکونو ښه او بد جینونه موجود وي. په کډوالۍ کې زه پوهه شوم چې‎ څنګه د عبدالرحمن خان په وخت کې، زموږ پلرونه او هزاره ګان له خپلو پلرنیو سيمو کډه شول، د هزاره ګانو پر نجونو او ماشومانو څه ډول ظلم زیاتی وشو، څه ډول له کندهار، ارزګان، د اروزګان د خلج له یوې برخې او نورو سیمو څخه څنکه هزاره ګان د دووی له خاورې تیښتې ته اړ شول. زما مور او پلار دا کيسې سينه په سينه له خپلو مشرانو را نقل کړې وې او موږ ته يې ويلې او موږ یې هڅولو چې هیچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ حقونه تر پښو لاندې کړي.

پلار مې ما ته را زده کړل چې د يوې نجلۍ په توګه له علمي نظره، دومره تخصص او مهارتونه ترلاسه کړم چې د خپل حق غوښتنه وکړای شم، ژوندۍ او متحرکه اوسم، غلې نشم او پر شونډو د چوپتیا مهر و نه لګوم. لکه یو ماشوم چې وږي وي او له مور څخه شیدې غواړي. تر څو چې ماشوم و نه ژاړي مور نه پوهېږي چې ماشوم يې یې وږی دی.

دافغانستان پېښو او څلوېښت کلنې جګړې لاسونه سره ورکړل او د دې سبب شول چې زه له تاریخي روایتونو او داستانونوورهاخوا د یوې افغانې نجلۍ په توګه خپل مقام ومومم او خپل وطن ته د زده کړې او ټولنې ته د خدمت له لارې د وطن هغه پور ادا کړم چې راباندې و.

لساني: ایا ستاسو مور او پلار د هلکانو او نجونو ترمنځ کوم کوچنی توپیر کاوه؟ د بېلګې په توګه، هلکان برلاسي وي او نجونې ټیټې وي؟

شجاعي: ما شخصاُ دا تبعیض نه دی لیدلی او زه د داسې قضیې قرباني نه وم، خو زما د تره او ماما په کورنۍ کې مې ليدلي وو چې نجونې تر وروڼو په ټيټه درجه کې وي. د ماما لور د خور په څېر ده. ځکه چې هغه زما همځولې وه، هغه به تل له ما سره د زړه خواله کول، له ما سره به یې ژړل. د مثال په توګه، هغه به ویل: پلار مې اجازه را نه کړله چې زه کلپ ته لاړه شم، خو زما ورور ته يې اجازه ورکړه. کله چې مې له هغې سره تبعیض او د هغې قرباني احساسوله، داسې وم لکه له خپلې خور سره مې داسې تبعيض کېږي، خو زموږ په کورنۍ کې مې مور او پلار هيڅکله موږ ته دا احساس نه دی راکړی چې زما د ورور او خور ترمنځ دې تبعیض وکړي، یا دې زما ورور ته تر ما ډېر ارزښت ور کړي، یا دې زما د زده کړو او هغو فعالیتونو چې زما خوښېږي، مخنیوی وکړي.

هغه څېړنه چې په ټوله نړۍ کې ثابته شوې ده دا دی: هغه پلرونه چې د ژوند په ټولو برخو کې د خپلو لوڼو ملاتړ کوي، د دوی لوڼې خورا زړورې او ځواکمنې دي. دا پلرونه ټولنې ته پیاوړې لوڼې وړاندې کوي. زه یوه هغه نجلۍ وم چې پلار مې تل زما ملاتړی و.

یوه خاطره درته وایم. کله چې زه څلور یا پنځه کلنه وم، یوه ورځ مې ژړل، پلار مې را پورته کړم او په یوه ډېره لوړه کړکۍ کې یې کښېنولم، ناز یې راکړ او پر مخ یې ښکل کړم او و یې ویل:« یوه ورځ به زما لور دومره لویه شي، دومره لویه شي، چې لکه هندوکش دومره به لوړه شي». زما د پلار خبرې زما پر روح او روان باندې ډېره اغېزه درلوده. له هغه وروسته، زه تل د خپل پلار د ارمان د پوره کولو په اړه فکر کوم. په ټولنیز ډول د افغانستان نجونو او د نړۍ ټولو ښځوته یوه او اغېزمنه، لویه او ځواکمنه ښځه اوسم.

زما د پلار هغه خبره تل زما په ياد ده او ما ته انرژي راکوي؛ نو زه هغو کسانو ته چې زامن او لوڼې لري وایم: پوه شئ چې مور او پلار د انسان د ژوند لومړني اتلان دي. که تاسو یو عادي مور او پلار یاست، بې تعلیمه یاست یا د ټیټې درجې کورنۍ یاست، د خپلو ماشومانو سره داسې چلند وکړئ او دومره قدر يې وکړئ او داسې ارزښت ورکړئ چې دوی احساس وکړي چې دوی په رښتيا اتلان او افسانوي دي. دا چلند ستاسو د ماشومانو پر راتلونکي باندې بې حده مثبته اغېزه لري.

لساني: ایا ستاسو پلار ستاسو ډېر ملاتړ کاوه که مو مور؟

شجاعي: دواړه په ما مهربان وو، خو پلار مې زما اتل و. هغه ډېر سنجيده سړی و. هغه ټول مسایل په دوو یا دریو ټکو کې د ټوکې په انداز را په ګوته کول. که تاسو د ملا نصرالدین کیسې اورېدلي وي، خپلو مخاطبینو ته به یې د ټوکې په ډول حقیقت وایه. پلار مې د ژوند مهمې خبرې په ټوکه او خندا سره را ته کولې، چې پر کورنۍ او ماشومانو یې ډېر مثبت اغېز درلود.

لساني: په کورنیو کې د ننه ډېرې فرهنګي کلیشې وي. مثلاً موږ تل اورېدلي دي چې نجلۍ باید له کوره بهر نشي. نجلۍ باید ښوونځي ته لاړه نشي. نجلۍ باید لوستي نه وي. نجلۍ باید په لوړ غږ و نه خاندي. نجلۍ باید په لوړ غږ خبرې و نه کړي او داسې نور. ستاسې په وینا ستاسې په کورنۍ کې داسې کلېشې نه وې، خو تاسو څه فکر کوئ چې په کورنیو او ټولنه کې دا ډول کلتوري کلیشې د ښځو پر وړتیا، پیاوړتیا او ځان‌باورۍ څومره بد اغېز کوي؟

شجاعي: د ارواپوهنې یوه څانګه، د ماشوم روزنې ارواپوهنه ده. د انسانانو شخصيت د مور له رحم څخه تر اووه کلنۍ پورې جوړېږي. ښايي کورنۍ په لاشعوري ډول داسې چلند وکړي چې پر ماشومانو قوي تخريبي اغېز وکړي، چې کله کله دغه تخريبي اغېزې او روحي اختلالات آن تر ځواني او مرګه هم ورسره مله وي.

په کورنیو کې ځینې ویجاړونکي دودیز دودونه شته چې خلک خپل ماشومان د هغو پر بنسټ لویوي او دا په غیر شعوري توګه د ماشومانو په روحیه ناوړه اغېزه کوي. د نن ورځې ماشومان په ښوونځي، پوهنتون او ټولنه کې له اوسنۍ ټکنالوژي سره اشنا دي، خو مور او پلار پر ځینو مواردو نه پوهېږي او پر دوی یو څه فشار راوړي چې د دوی دا کار ویجاړونکي اغېز لري. موږ باید ډېر محتاط و اوسو او پوه شو چې موږ د خپلو ماشومانو پر وړاندې مسوول یو. موږ د هغو د راتلونکي مسوول یو. هغوی مو نړۍ ته راوړي دي. موږ باید د دوی په وړاندې د خپل چلند مثبتې او منفي پایلې وسنجوو او بې پروا نشو.

لساني: تاسو کډوال وئ. مهاجرت ستاسو په ژوند څومره اغېز درلود؟

شجاعي: په مهاجرت کې، زه د خپل عمر په نسبت ډېره ژر خبره شوم. که زه مهاجره شوې نه وای، شاید زه به اوس دا لطیفه نه وم. ښایي زه به یوه عادي نجلۍ وم او په خپل ژوند کې بدلون به را ته مهم نه و، خو مهاجرت د دې لامل شو چې ځان ډېر ژر و پېژنم. د خپل ژوند موخې ژر تر ژره وټاکم، چې ځان، کورنۍ، ټولنې او افغانستان ته مې ګټه ورسېږي.

لساني:  د کډوالي له ژونده مو په ذهن کې ترټولو مهم څه شی پاتې دی؟

شجاعي: زما ماشومتوب په کډوالي کې تېر شوی و، د کډوالۍ زره زره یادونه زما په ذهن کې پاتې دي. کله چې د افغانې په توګه له ما سره تبعیض کېدّ او ویل به یې چې ته افغانه یې، زه نه پوهېدم چې افغان څه مانا؛ ځکه ما خپل هېواد نه و لیدلی او زه نه پوهېدم چې څه ډول هېواد دی. هغه کسان چې په ګاونډیو هېوادونو کې مهاجر دي خامخا داسې تجربه لري. کله چې به خبرونه خپرېدل، د افغانستان جنګ ځپلې سیمې او ویجاړې کوڅې به يې ښودلې. تل به مو د یوه داسې وران شوي افغانستان انځور په ذهن کې و چې د ژوند کولو ځای نه وي. زه چې تر څو افغانستان ته راغللم، د افغانستان د خلکو په اړه نه پوهېدم. تل مې هغه تبعیض په یاد دی چې زما ټولګیوالو د یوې افغانې نجلۍ په توګه له ما سره کاوو.

په ياد مې دي، چې د مېرمن عسکري په نوم یوه ښوونکې مو درلوده چې د ښوونې او روزنې د څانګې مدیره وه. یوه ورځ اغلې عسکري په ټولګي کې له نجونو سره خبرې کولې. زموږ یوې ټولګیوالې وویل: «اغلې افغانان ولې بېرته خپل هېواد ته نه ځي!؟» په دېرش نفره نجونو کې یوازې زه د افغانستان وم. کله چې هغې دا جمله وویله، زه په چیغو شوم. ما ډېر د یوازیتوب احساس وکړ. د دېرشو کسانو په منځ کې زه یوازې وم؛ ځکه چې زه د افغانستان وم. هلته په لومړي ځل پوهه شوم چې زه د افغانستان یم. تر دې دمه نه پوهېدم چې تبعیض څه شی دی، افغان څوک دی او نژادپالنه څه شی دی.

هلته د خپل او د یوې ایرانۍ نجلۍ تر منځ توپیر ته مې پام شو. زموږ استاده چې په هر ځای کې وي، خدای دې وساتي، سمدستي یې هغې نجلۍ ته وویل:« پر خپل ځای دې کښېنه؛ دا خبره بیا تکرار نه کړې. لطیفه په دې ټولګې کې ده، هغه ستا د خور په څېر ده.» هماغه ښوونکې د دې لامل شوه چې زه عقده يي نشم؛ که څه هم په لومړي ځل مې زړه مات شو. هغه څوک چې مهاجر دي، دې ته يې پام کېږي؛ ځکه چې زموږ دریو نسلونو په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند لیدلی دی. دوی په دې هېوادونو کې د کډوالۍ ستونزې او تبعیض درک کړي دي.

لساني: د ایران په کوم ښار کې مو ژوند کاوو؟

شجاعي: موږ د کډوالۍ په ټول دوران کې په تهران کې وو.

لساني: ځینې ​​​​وختونه هغه کسان چې ایران او نورو هېوادونو ته مهاجرت کوي د هویت له بحران سره مخ کېږي. تاسو هم له دې ستونزې سره مخ شوي یاست؟

شجاعي: سل په سلو کې. تر هغه وخته چې ما په ایران کې ژوند کاوه، له همدې کړېدم او تل زما په زړه کې یو خبره وه، چې زما نسل چا ته رسېږي؟ زه ولې بې ځایه شوې یم؟ زما مور او پلار ولې دلته را کډوال شوي دي؟ ولې زموږ روحیه له ایراني نجونو سره توپیر لري؟ ځینې ​​​​وختونه ما احساس کاوه چې موږ ډېر کوچني یو، موږ غوره نسل نه یو، موږ د دې ځای نه یو. دا ضد او نقیض فکرونه تل را سره وو.

یوه ورځ موږ له ری ښار څخه بالاشهر ته په مټرو کې تلو. زه او زما مور د میټرو پر څوکۍ ناستې وو. یوې ایرانۍ نجلۍ وویل: «ایا ستا خپله پوزه عملیات کړې ده؟» کله چې هغې دا پوښتنه وکړه، ما ټکان وخوړ. ما وویل چې ولې یې دا پوښتنه وکړه؟ ایا غواړي چې سپکاوی مې وکړي؟ په ځواب کې مې ورته وویل نه. هغې وویل:« خامخا دې عملیات کړې ده؛ اوس د پوزې جراحی موډ ده.» ستاسې پوزه  ښکلې ده. زه هم غواړم چې د پوزې عملیات وکړم. ستاينه یې کوله، خو ما فکر کاوه چې دا هماغه تلپاتې توکمپالنه او سپکاوی دی.

مور مې ورته وویل: «لور جانې، کله موږ د دې وس لرو چې  پلاستیکي جراحي او عملیات وکړو. دا مې د لور خپله پوزه ده.» د یوې ایرانۍ نجلۍ لپاره به دا جالبه وه چې زما پوزه د عملیات شوې پوزې په څېر ښکلې ده. هغې له ما څخه یوه عادي پوښتنه وکړه، خو ما فکر کاوه چې بيا هم د نژادپالنې له زاويې را ته ګوري او سپکاوی مې کوي.

لساني: تاسو څنګه له کډوالي څخه افغانستان ته د ستنېدو پرېکړه وکړه؟

شجاعي: له بده مرغه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د افغانستان تر سقوط وروسته افغان مېرمنې کابو دوه کاله له زده کړو منع شوې. په دې برخه کې زه خپلې خاطرې درته وایم. په هغه وخت کې ما خپله کورنۍ وهڅوله چې له ۲۵ کلن مهاجرت وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شو. دوی د دې لپاره چې زه خپلو زده کړو ته دوام ورکړم له ايرانه وطن ته را ستانه شول.

لساني: په کوم کال کې افغانستان ته راستانه شوئ؟

شجاعي: موږ په ۱۳۸۳ کال کې له ایران څخه کابل ته راستانه شوو. کله چې کابل ته راستانه شوو، ما غوښتل چې د عمومي کانکور په ازموینه کې ګډون وکړم. دا مهمه نه وه چې کومې څانګې ته بريالۍ شم، هرې څانګې ته چې بریالی شوې وای، زما لپاره ښه وه. دا اړینه وه چې پوهنتون ته لاړه شم او لوړې زده کړې وکړم. ما لا هم یو څه وخت درلود چې په کانکور کې ګډون وکړم؛ له همدې امله د کانکور تر ازموینې پورې دایکنډي ته لاړو.

لساني: د اوسېدو لپاره مو دایکنډي وټاکه؟

شجاعي: نه، له مهاجرت وروسته زما پلار اړ شو چې د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره سیمې ته ولاړ شي. له همدې امله د کورنۍ ټول غړي دایکنډي ته ولاړو. په ۱۳۸۴ کال کې چې موږ دایکنډي ته لاړو، ولسي جرګې ته د نوماندانو لپاره نوم لیکنه کېده چې ما هم ځان نوماند کړ؛ خو په هغو ټاکنو کې ډېرې درغلۍ وشوې، آن پیسې هم تبادله شوې او زه بریالی نه شوم.

لساني: له تاسو سره نور نوماندان څوک وو؟

شجاعي: زه، عفیفه امیني، شیرین محسني، امیرتاج سیرت، طیبه یوسفي له دایکنډي ولایت او نیلي ښار څخه نوماندان وو. یو کس پارلمان ته لاره پیدا کوله چې مېرمن شیرین محسني بریالۍ شوه.

لساني: په ۱۳۸۴ کال کې تاسو څو کلنه وئ چې ځان مو پارلمان ته نوماند کړ؟ څه تجربه مو ترلاسه کړه؟

شجاعي: پنځه ویشت کلنه وم. کله مې چې ځان نوماند کړ، د دایکنډي ټولو ۹ ولسوالیو ته لاړم او دا د دې لامل شو چې خلک وپئژنم او ډیرې تجربې ترلاسه کړم. په دایکنډي کې اسانتیاوو ته لاس رسی ډېر کم دی. د خلکو د سواد کچه د اسانتیاوو د نشتوالي له امله خورا ټیټه ده. شل سلنه خلکو هم ارام او هوسا ژوند نه درلود؛ ځکه په دایکنډي کې پوهنتون او امکانات نه وو. له ټاکنو وروسته مې پرېکړه وکړه چې کابل ته راستنه شم او د کانکور ازموینه ورکړم.

لساني: مخکې له دې چې ستاسې پر زده کړو خبرې وکړو، دا چې تاسو د کډوالۍ سخته دوره تېره کړې ده. له راستنېدو وروسته به د افغانستان له چاپېریال، په ځانګړې ډول د دایکنډي له چاپېریال او کلتور سره بلد نه وئ. ډېره ځوانه هم وې. څنګه مو جرات وکړ چې پارلمان ته ځان نومانده کړئ؟ ستاسې د دې پریکړې انګېزه څه وه؟ له نوماند کېدو او ۹ ولسوالیو ته له سفر وروسته، مو د خلکو او سیمې په اړه لیدلوری څومره بدل شو؟

شجاعي: زما پلار یو پېژندل شوی سړی و. د سیمې خلکد هغه د ليدو او وطن ته د راستنېدو د مبارکي لپاره ور ته راتلل. په هغوی کې لوی چارواکي لکه والي، امنیه قوماندان او د سیمې نور مشران هم وو. ما په دايکنډي ولايت کې وليدل چې ښځې د لومړي کمون د وخت په څېر ژوند کوي. دوی هيڅ اسانتياوې نه درلودې او ژوند يې خورا ساده او سخت وو. موږ چې کله دوی لیدل، ورته حیران وو. موږ یو څه له عصري ځای څخه راغلي او ښاري انسانان ګڼل کېدو او دوی کلیوال وو چې د لومړنیو انسانانو په کچه ژوند يې کاوو.

ما پرېکړه وکړه چې د افغان مېرمنو لپاره کار له یو ځایه پیل کړم او تر ټولو ښه دا ده چې د خپل زېږون له ځای څخه يې پیل کړم. که زه خپلې سيمې ته کار وکړم؛ نو لوی کار به مې کړی وي. له همدې امله مې له خپلې سیمې څخه پیل وکړ او پارلمان ته مې ځان نوماند کړ. تر څنګ مې يې په ۱۳۸۴ کال کې د آسمان دایکندی په نوم یوه مجله خپره کړه. د آسمان دايکندی لومړۍ ګڼې، چې هغه وخت مهالنۍ وه، ډېر مطالب درلودل. زما په یاد دي چې یوه مقاله يې دا وه چې «ځوانانو ځوانې نه ده کړې؛ دوی بوډاګان شوي دي» چې ما پخپله لیکلي وه. ما او زما خور له هغو اسانتیاوو په استفادې سره چې درلودې مو، په کلا کې د حیاتي زده کړو مهم کورس پیل کړ. یعنې موږ د ټاکنیز کمپاین په وخت کې دا فعالیتونه هم کاوه.

لساني: تاسو د ټاکنیز کمپاین، د حیاتي زده کړې مهم کورس او ګاهنامې لګښتونه څنګه پوره کول؟

شجاعي: د خدای شکر دی موږ په ایران کې امکانات درلودل. موږ خپل موټر پلورلی و او کور مو چې پیسې درلودې، راوړې مو وې. موږ ډک لاس افغانستان ته راغلي وو. زما ورور په استرالیا کې و او اوس هم دی. دوی له ما سره ډیره مرسته وکړه. ځايي خلک ډېر خواخوږي وو. ممکن تاسو باور و نه کړئ چې دوی زموږ په راتګ سره دوی تر سلو زیاتې غواګانې او پسونه راوړي وو، چې دا د سیمې رواج دی. کله به چې څوک له مهاجرت څخه راتلل میلمستیاوې به یې ورته کولي. دوی به زما پلار ته له لرې ولسوالیو څخه بلنه ورکوله. زما پلار به ویل چې زه نشم تلای؛ ځکه چې د خپلې لور په کمپاین کې بوخت یم، خو زما له پلار سره د مینې او عقیدت له امله دوی د میلمستیا پر ځای حلالې کړې او وچې کړې غواګانې او پسونه راوړل.

خلک مهربان، لېوال او زړه سواندي وو. ما به تل دا احساس درلود چې موږ د دوی پوروړي يو. له همدې امله ما او زما خور بلقیس د حیاتي زده کړو مهم کورس پیل کړ. بلقيس څو کاله کېږي چې په حق رسیدلې ده. هغه لومړنۍ ښځینه ښوونکې وه چې تدریس یې پیل کړ.د نیلي د کهنه ده نجونو ته یې تر پنځم ټولګي پورې تدریس کاوه. هغې ته د هبیتات له خوا د لومړنۍ مثالي او زیارکښه ښوونکې په توګه ستاینلیک ورکړل شو. دا هغه کارونه وو چې موږ په سیمه کې ترسره کړل.

لساني: څو وروڼه او خويندې یاستئ؟

شجاعي: د خدای شکر دی موږ دولس خویندې او وروڼه وو، چې له بده مرغه څلور خویندې مې مړه شوې دي. اوس مهال موږ څلور وروڼه او څلور خویندې یو.

لساني: ایا ته او ستا خور د حیاتي زده کړو مهم کورس ښوونکې وئ؟

شجاعي: زه رسمي ښوونکې نه وم. زما خور بلقیس شجاعي رسمي ښوونکې وه. ما ځینې مضامین یوازې په دې نيت تدریسول چې څوک علم لري، باید زکات یې ورکړي. ځینې ​​​​وختونه، ما له لومړي څخه تر پنځم ټولګي پورې نجونو ته د ریاضی درسونه ورکول. ما دا کار د دې لپاره کاوه چې خپل پور ادا کړم او یو فعال رول ولرم، خو زموږ د ټولګي اصلي ښوونکې بلقیس جانه وه، خدای دې پرې ورحمېږي.

لساني: د سیمې ښځو ستاسو د فعالیتونو څومره هرکلی کاوه؟ تاسو د سواد حیاتي زده کړو په کورس کې څومره زده کونکي درلودل؟ زما مطلب دا دی چې ښځې خو ډېرې بوختې وي. دوی په ځمکه کې کار کوي، د ډوډۍ پخوي، خواړو پخوي، غواګانو او پسونو ته واښه تياروي او اچوي، حیوانات ساتي او لوشي، د ماشومانو پالنه او نور ډېر کوچني او واړه کارونه کوي. د کلي د ښځو له ټولو مصروفیتونو سره سره د هغوی هرکلی څنګه و؟

شجاعي: په هغه وخت کې ځينو خلکو ښځو ته د هغو سختو کارونو په خاطر چې تاسو یې یادونه وکړه، د درس ویلو اجازه نه ورکوله. کله چې کلیوالو یوه ښځینه ښوونکې ولیده او موږ د هغې تر څنګ کار کاوه، یوه غوغا جوړه شوه. ښځې وهڅول شوې چې راشي او درس ووایي؛ آن هغه ښځې چې ماشومان یې درلودل او عمرونه یې لوړ وو، هم راغلې وې. یو ټولګی د ځوانو نجونو او بل د منځني عمر لرونکو نجونو لپاره و. جالبه وه چې یوه ۷۰ کلنه مېرمن هم ټولګي ته راغلې وه او ویې ویل یې چې زما خوښېږې چې زده کړه وکړم او قرآن ولولم. ډېره غوغا شوه. خلکو ویل: د ښاغلي شجاعي لوڼې راغلې دي؛ تر دې وروسته به زموږ لوڼې او ښځې لوستې کېږي. د سیمې سپین ږیرو ویل چې که وکیله هم نشوې، همدلته دنده واخله چې زموږ له ښځو سره اوسې او زموږ لوڼې له تا زده کړې وکړي. دوی ډېر صميمي خلک دي. دوی د پرمختګ وړتیا لري او په چټکۍ سره مثبته خبره جذبوي.

ما چې هر ولای يت سفر وکړ وضعيت همداسې و، بامیان، غزني او نور ځایونه. په حقیقت کې بايد د افغانستان خلک، که په ولایتونو کې وي، که په کابل کې، باید یو کاریزماتیک مشر یا مدیر ولري. هغه موارد چې په دې سیمه کې یې خلک تل اغېزمن کړي، لومړی یې کورنۍ جګړې، دویم کډوالي او درېیم یې د هزاره ستان د مواصلاتي لارو خرابوالی دي. د هزارستان سړک ډېر خراب دی او له شپږو مياشتو راهيسې د واورو او باران له امله لارې تړلې دي، چې خلکو ته يې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

لساني: دا چې ښځې درس ووایي، لوستې شي او پرمختګ وکړي د هرکلي وړ ده، چې باید تاسو ته یې ډېره انګېزه درکړې وي.

شجاعي: هو، ډېر زیات. هغه وخت به دولت موسساتو ته پروژې ورکولې. یوه د زده کړې او مسلک پروژه وه، چې په هغې کې ښځو ته د ګنډلو ماشينونه ووېشل شول چې هغوی ګنډل زده کړي او اقتصادي خودکفا شي، خو د ګنډلو استاد نه و، پدې مانا چې اسانتیاوې وې، خو ستاد او ماهر سړی نه و.

لساني: دا فعالیتونه مو په دقیق ډول په کوم کلې کې درلودل؟

شجاعي: د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي، کهنه ده او شاوخوا سیمو کې.

لساني: تاسو وویل چې پروژې ډېرې وې او موسساتو دا پروژې پلې کولې؛ د دايکنډي خلکو له دغو پروژو څومره ګټه به پورته کوله؟

شجاعي: زه دا ويلای شم چې دایکنډي ولایت کې دوه سلنه پروژې پلې شوې دي. ځینې ​​سیاسي مسایل، د ترانسپورت ستونزې او د سړکونو خرابوالی او درېیم دا چې د تخصصي کارکوونکو کمښت په دایکنډي ولایت کې د پروژو د نه پلي کېدو لاملونه وو. د ګنډلو ماشینونه په دېرشو، څلوېښتو او پنځوسو ښځو وېشل کېدل، خو د کالیو ګنډلو ښوونکي نه وو چې ښځو ته د کالیو ګنډل ور زده کړي. دا ټول هغه عوامل وو چې په دایکنډي کې یې د پروژو د پلي کېدو مخه نيوله؛ تل به یو ځای کار خرابېده.

لساني: تاسو سیاسي بحث راپورته کړ. ستاسو په اند کومو سیاسي خنډونو په دایکنډي کې د پروژو د پلي کېدو مخنيوی کاوه؟

شجاعي: که تاسو دایکنډي له کندهار سره پرتله کړئ. په کندهار کې څه باندې اتيا سلنه پروژې پلې کېدې. هر ډول ډول پروژې؛ د بیلګې په توګه د سړک پروژې، ودانۍ، روغتون جوړول، د کرنې پروژې، حرفوي پروژې، خو په دایکنډي کې په حقیقت کې دا سلنه دوه وه. اوس تاسو اتیا سلنه له دوه سلنه سره پرتله کړئ. په نورو ولایتونو کې هم همداسې وه. د یو داسې کس په توګه چې مختلفو ولایتونو ته مې سفرونه وکړل، ما ولیدل او پوهه شوم چې دا کار سیاسي اړخ لري او دا ښکاره تبعیض په هغه وخت کې موجود و.

لسانی: تاسو څو کاله په دایکنډي کې وئ؟

شجاعي: له ۱۳۸۳ څخه د ۱۳۸۴ تر ورستیو پورې.

لساني: ته له ایران څخه راستنه شوې وې، چې هلته ښاري اسانتیاوې وې، د هغه ځای له نسبي ارامتیا څخه د دایکنډي په څېر ولایت ته، چې خلکو یې سخت ژوند درلود. هلته هيڅ ټولنیز او ولسي خدمتونه نه وو، د تګ راتګ لارې سختې وې او شپږ میاشتې سوړ ژمی و، دا ستاسو لپاره ډېر ستونزمن نه و؟

شجاعي: ډېره سخته وه. کله چې ورسېدلو، ډېر ناروغه شوو. هغه ناروغۍ چې هرڅوک له کډوالۍ وروسته پرې اخته کېږي. خامخا هر چا تجربه کړې دي. د معدې ستونزې، د پوستکي حساسیت، موږ حتی د سیمې ډوډۍ او خواړه نشول هضم کولای؛ ځکه درانه وو. هیڅ اسانتیاوې نه وې. په هغه وخت کې خلکو په خلاصه فضا کې د ویالې په اوبو سره حمام کاوه؛ دوی حتی د حمام کولو لپاره سر پټی ځای هم نه درلودل؛ بیا وروسته ورو ورو خلکو زده کړل چې له کلیوالېتوبه ښارې ژوند ته مخه کړي. هغوی چې شل کاله مخکې یې زده کړې پیل کړې وې اوس ډاکټران شوي دي. په دې شلو کلونو کې د خلکو په ژوند کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

لساني: تاسو په دایکنډي کې د جنسیتي تبعیض کچه څنګه وه؟

شجاعي: د افغانستان ټولنه یوه نرواکه او د ښځو ضد ټولنه ده. په لومړیو کې په داکندي ولایت کې هم خلک ډېر د ښځو ضد وو. ډېر پلرونه چې ملایان وو، پر دې باور وو چې لور یې باید د ملايې زده کړې وکړي. د دوی لور باید نظامي یا ډاکټره نه وي. د دغو فکرونو په منځ کې په سیمه کې زموږ تګ راتګ او کار یو ډول تابو ماتول و؛ ځکه چې موږ د یوې مشهورې کورنۍ وو او د سیمې پر خلکو مو ښه اغېز درلوده. بلاخره تقریباً ټولو ومنله چې بايد هیڅ ډول تبعیض نه وي او نجونې باید زده کړې وکړي.

لساني: د دې پړاو د وروستۍ پوښتنې په توګه، له دايکنډي ولايت څخه ستاسو د ژوند تر ټولو ښه او تر ټولو اغېزناکه خاطره څه ده چې لا مو هم په ياد ده؟

شجاعي: د ډایکندي ولایت تر ټولو ښه خاطره د پسرلي ده. اوس د ۱۴۰۲ کال پسرلی دی. موږ د بادام ګل جشن لرو؛ ځکه چې هلته د بادامو ډېرې ونې شته. په پسرلي کې له سپینو واورو وروسته د بادامو سپین ګلان ډېر ښکلي وي او د دایکنډي د نیلي اسمان بې ساری رنګه او نیلي دی. تاسو تل د شپې په اسمان کې ستوري وينئ، چې دا زما غوره خاطره ده. زه د هزارستان له طبیعت سره عادت وم. زه وړاندیز کوم چې دوستان هزارستان ته لاړ شي او څو ورځې د هزارستان په ښکلې هوا کې تېرې کړي. په هزارستان کې چې هره ساه اخلئ، ځوانېږئ، د هزارستان طبیعت تاسې ته هیلې او انرژي درکوي.

لساني: اوس راځم ستاسو د ژوند بلې برخې ته. په دايکنډي کې مو پيل کړيو فعاليتونو څومره دوام وکړ؟ د خپلو زده کړو په اړه هم را ته ووایاست.

شجاعي: موږ د دایکنډي مهالنۍ او د سواد زده کړې حیاتي کورسونو ته د کورنۍ او ملګرو په ملتيا دوام ورکړ.

ما بايډ د ۱۳۸۴ کال په پای کې د کانکور په ازموینه کې باید برخه اخیستې وای. له همدې امله کابل ته راستنه شوم. د کانکور آزموینه مې ورکړه. د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته بریالۍ شوم. دا چې له کابله لرې و، مور مې اجازه رانه کړه چې هلته لاړه شم. ویل یې: ځوانه نجلۍ یې؛ زه راحته نه یم چې جلال اباد ته لاړه شې او زده کړې وکړې. دوې یا درې میاشتې وروسته د پولیسو اکاډمي د کانکور ازموینه پیل شوه، کورنۍ مې په جریان کې واچوله. کورنۍ د امنیتې ستونزو له امله ملکي برخه را خوښه کړه، خو په دې منځ کې مې پلار وویل: لورې نظامي برخه سخته ده؛ وچ او نارینه چاپېریال دی، خو ستا چې هر ډول خوښېږي هماغسې وکړه.زه کوم نظر نه لرم. پلار مې انتخاب ما ته پرېښود. له نظامې یونیفورم سره مې لېوالتیا درلوده، ځکه هغه په ​​ټولنه کې د قانون اجرا کوونکی او پلي کونکی دی. د پولیسو اکاډمي په کانکور ازموینه کې مې ګډون وکړ او اوه تنه نجونې بریالۍ شوو. دا اووه نجونې د بلخ، بامیان، دایکنډي، غزني او هرات د ولایتونو وې چې زه پکې له کابل څخه وم. د پولیسو اکاډمی څلور کلنه دوره مو ولوسته.

تاسو د پولیسو اکاډمي پیل کړه. ستا پلار تاته واک درکړ، خو د افغانستان د ښځو ضد ټولنه کې دا عادت دی چې له ګاونډیانو، دوستانو، خپلوانو څخه نیولې هر څوک د یو چا په ژوند کې لاسوهنه کوي. دا چې « د نجلۍ يې پر پولیسي او پوځي کارونو څه، نورې رشتې کمې وي چې و یې وایې؟» ایا تاسو له داسې قضیو سره مخ شوي یاست؟ که هو؛ نو څنګه مبارزه مو ورسره کړې ده؟

شجاعي: سل په سلو کې. کله چې ما وویل چې غواړم په نظامي پوهنځي کې نظامي زده کړې وکړم، زما مور او پلار کومه ستونزه نه درلوده، خو زما یو ورور و نه منله. هغه ویل چې تاسو که غواړئ زده کړې وکړئ، په ملکې برخه کې يې وکړئ؛ نظامي مې نه خوښېږي، خو ما ورته وویل چې زما خوښېږي، دا زما انتخاب دی او زه غواړم چې نظامي زده کړې وکړم. لږ بحث مو وکړ او بیا مې پلار په جریان کې کړ او ما ورته وویل چې زما نظامي زده کړې خوښېږي او دا زما هیله ده چې دا څانګه ولولم. زما پلار پرېکړه وکړه چې زما لور چې هر څه وغواړي لوستلای يې شي او زما ورور بشپړ چوپ کړ. هغه وويل چې زما د لور دا رشته خوښه ده؛ نو باید پکې زده کړې وکړي؛ زه د خپلې لور واک او اختیار بل چا ته نه ورکوم. زما د پلار دا جمله تل ما ته ښکلې وه؛ یعنې ته د هغې ورور یې، خو زه د هغې پلار یم. ما پخپله دا تجربه کړه چې زما ورور زما د زده کړو د رشتې له انتخاب سره مخالفت وکړ؛ هغه هم په دې دلیل چې پوځ د هلکانو لپاره دی. د افغانستان چاپېریال پوځي نجونې نه مني. امنیتي وضعیت خورا خطرناک و. پوځیان په مستقیم ډول له طالبانو او نورو افراطي ډلو سره مخامخ وو؛ له همدې امله دوی دا نه خوښوله چې زه یوه پوځي شم.

لساني: په افغانستان کې داسې کورنۍ تصور کولای شو چې پلار یې نه وي، یا پلار د خپلې لور د خوښې خلاف پرېکړه کوي. يوو ورور د خپلې خور پر ځای پرېکړه وکړي. په دې ډول، د نجلۍ ژوند د خپلو هیلو خلاف بل لور ته لاړ شي. ستاسو پلار و، ورور ته یې دا واک ور نه کړ. بلکې پرېکړه یې تاته پرېښوده او ستا برخلیک دا ډول وشو. په داسې حالت کې به د افغان نجونو برخلیک، چې د دوی د غوښتنو او هیلو خلاف وي، څه ډول کېږي؟ د خپلو زده کړو او د کار د پیل په اړه راته ووایاست.

شجاعي: په هماغه کال مې د پولیسو په اکاډمي کې د کانکور ازموینه ورکړه او بریالۍ شوم. موږ عمومي رشته ولوسته، خو د جمهوریت د نظام تر نسکورېدو وړاندې، نظامي رشتې ووېشل شوې. د بیلګې په توګه، د ټرافيک، لوژستیک او جنایي رشتې یې جلا کړې. په جنایي پوهنځي کې تخصصي درسونه لکه کریمنولوژي او کریمنالستیک په ساده او پرمختللې بڼه تدریسېدل؛ ځکه دوی غوښتل چې یو نظامي زده کونکی په یوه برخه کې متخصص شي. په CID سي آی ډي یا جنایي یا ترافیکو څانګه کې، یې غوښتل چې هره څانګه متخصص فارغان ورکړي، خو په هغه وخت کې موږ لومړي کسان وو چې شکر عمومي درسونه مو ولوستل. کله چې تاسو عمومي زده کړې کوئ، نو دا پدې مانا ده چې تاسو په هره برخه کې کار کولای شئ. مثلاً، تاسو په جنایې، ترافیک، لوژستیک درې واړو کې کار کولای شئ.

لساني: تر فراغت وروسته مو کار څنګه پیل کړ؟

شجاعي: نظامي پوهنځی هغه څانګه ده چې تر فراغت وروسته درته په اوتومات ډول بستونه ټاکي. دنده زموږ په زړه نده. هر چېرته چې يې بست را ته و ټاکه، خامخا به تللو او دنده به مو ترسره کوله. زما لومړۍ دنده په ۱۳۸۹کال کې د کورنیو چارو وزارت کې د ښځینه پولیسو د جلب او جذب د قوماندانۍ د غړې په توګه وه. زموږ دنده دا وه چې نجونې پولیسو ته جلب کړو.

هغه کسان چې نالوستي وو د سرتېرو په توګه مو ټاکل او هغه کسان چې تر نهم، لسم او دولسم ټولګي پورې یې زده کړې کړې وې، خورد ضابط مو ټاکل. هغو کسانو چې لسانس به يې درلود، که به ملکي وو رتبه به مو ور تعدیلوله او که به نه وو؛ نو ورته ویل به مو چې ایا ستا خوښېږې نظامي فاکولته ووایې؟ موږ د دوی له خوښې سره سم افسران ټاکل. سوق او د نجونو جلب او جذب زموږ پر غاړه و. د اوومې رتبې تر تعدیل وروسته، به موږ هغوی، په عمومي ډول د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې په حوزو کې ګومارل.

هغه کسان به چې موږ ګومارل باید له فزیکي، ذهني او عصبي پلوه روغ وای. د جذبولو شرايط دا وو چې دوی بايد معیوب نه وي، سواد به لري، سترګه به یې ړنده نه وي او ونه به يې لنډه نه وي، ساري ناروغي و نه لري او کوم جرم يې نه وي کړی، د مجرمانو له کورنيو سره تړاو و نه لري؛ يعنې نږدې خپلوان يې لکه  تره، یا پلار مجرم نه وي، موږ د مجرم خپلوان نه شول ګومارلای. په پای کې هغه کسان چې په شرایطو به برابر وو؛ خامخا به یې ضمانت لیک جوړاوه چې په قوانینو کې، د ضامن شرایط لیکل شوي وو. د وکیل ګذر په څېر یو چا يې باید تضمین کړی وای. همدارنګه هغه کسان چې مو جذبول، بايد د افسري او خوردظابتی په ازموینه کې بريالي شوي وای. په همدې کال کې مو ډېر کمپاینونه وکړل. موږ کاپیسا، بامیان، بلخ، جلال اباد او کندهار ولایتونو ته لاړو او ډېرې نجونې مو جلب کړې. د افغانستان تر سقوط مخکې موږ څلور زره ښځینه پولیس درلودل.

په ۱۳۹۰ کال کې جنرال شفیقه قریشي د بشر حقونو د جنډر مشره وه. یوه ورځ یې دفتر ته ور وغوښتم. ما ته یې وویل:« لطیفه جان زه خبره شوې یم چې ته ډېره لوړه روحیه لرې او زړوره نجلۍ یې. زه د یوې ښځینه مشرې او جنرالې په توګه غواړم تا یو ځای ته ولېږم چې ما ته به نه نه وایې؟ ما ورته وویل چې که ز ما په کاري برخه کې وي او زه یې وکولای شم ترسره یې کړم؛ زر ځله. هغې وویل؛ زه غواړم چې تا د ښځینه ځانګړو ځواکونو قوماندانه وټاکم؛ دا دنده منئ او هر ولایت ته سفر کولای شئ؟ باید په هماغه شیبه کې مې باید پرېکړه کړې وای. زه یې معرفې کړې وم، خو خپله خبره نه وم. په اردو کې، کله چې قوماندان د خدمت او دندې په چوکاټ کې امر درته وکړي، تاسو باید هغه پر ځای کړئ. اوس قوماندان امر کړی و او زه یې باید پر ځای کړم. کله چې یې راته وویل، لاړه شه او دنده ترسره کړه؟ ما ورته وویل ستونزه نشته. زه یې د ښځو د ځانګې د ځانګړو قطعو د قوماندانې په توګه ومنلم. زه یې په سکورپین قطعه، یا د امریکایانو د لړم په قطعه کې چې د کومانډو قوماندان ښاغلی یفتلي وو؛ ازموینې ته ور ولېږلم. ازموینه یې واخیسته، پوښتنو ته مې ځوابونه ورکړل. دوی زما د کړنو په اړه وپوښتل. وضاحت مې ورکړ او بریالۍ شوم چې ورځې وروسته له هغه زه له دوو امریکایی مشاورینو سره یو ځای ولېږدول شوم چې یوه یې برینډا نومېده. دوی راته وویل چې هغه نجونې چې دې قطعې ته راځې، ازموینه ترینه واخله؛ دلته مو هم هماغه پخوانۍ پروسه مو پر مخ وړله. موږ چک کول چې دوی هیڅ ډول رواني، عصبي، فزیکي یا جنایي ستونزې ونه لري؛ لوړ فزیک ولري، د منډې کولو، تمرین کولو او د هر ولایت د سړو، ګرميو او سختیو زغم ولري؛ ځکه چې دا مسایل په کمانډو قطعه کې خورا مهم وو. پنځوس نجونې د ازموينې لپاره راغلې وې، په څو ورځو کې مو ورسره مرکې وکړې، له پنځوسو نجونو څخه يوازې دولس تنه يې په شرایطو برابرې وپېژندل شوي او له هغوى سره مو کار پيل کړ.

موږ دوې ډلې پوځ لرو، یوه ډله چې په دفتر کې کار کوي او بله ډله چې د کومانډو په برخه کې و. دا ډله باید ډېره تېزه وي او چټک عمل وکړي. له چورلکې څخه ټوپ وکړي، په مخامخ جګړه کې مهارت ولري، له هر ډول تفنګچې یا ماشین لرونکې وسلې سره اشنا وي؛ دا پدې مانا ده چې دوی باید په هره برخه کې یو پیاوړی کس وي، چې له پنځوسو نجونو څخه یوازې دولس یې په شرايطو برابرې وګڼل شوې.

لساني: دغه ټولې مرحلې مو چې بیان کړې، تاسو خپله تېرې کړې دي؟

شجاعي: هو. په لومړي سر کې دوی له ما څخه د دې ټولو ازموینه واخیسته؛ کله چې زه بريالۍ شوم، بیا یې زه د هغه نجونو مسووله وټاکلم.

لساني: تاسو دا ټول د فاکولتې په دوره زده کړي وو؟

شجاعي: نه، په فاکولته کې مو د توپوګرافي درسونه ولوستل. توپوګرافي معنی نقشه او د جګړې ستراتېژي، کرمنولوژي، يا د جرم ارواپوهنه، کریمنالستیک؛ کله د جسمي او فزیکي معايناتو او پلټنو له لارې یو قتل، يا جنايي پېښه تشخیص کړو. موږ د پولیسو تاکتیکونه، د پولیسو عملیات، جمع نظام، اسلامي شرعیات او الماني ژبه زده کړل. په ټولیز ډول، موږ دوه ویشت مضمونونه ولوستل؛ مګر په یو وخت کې، باید يو نظامي ځینې مهارتونه په تجربوي توګه زده کړي. دا په دې مانا چې ته باید د مدیر او قوماندان کېدو وړتیا په خپل ځان کې ولري، جنرال قریشي له څېړنو وروسته د ټولو هغو کسانو له جملې څخه زه غوره کړې وم او باور يې درلو د چې زه د نجونو د ټیم قومنداني کولای شم.

لساني: زما مطلب دا دی چې تاسو په شخصي توګه د وسلو کارول، له لوړ ځایه ټوپ کول او جنګ کول چېرته زده کړل؟

شجاعي: موږ په نظامي فاکولته کې د ټوپک او وسلو د کارولو تخنیکونه زده کړل، خو وروسته له دې چې دولس نجونې وټاکل شوې، دوی موږ ټولو ته په خوست ولایت کې له چورلکو د را ټوپېدو، منډې کولو او د امریکا د پرمختللو وسلو د کارولو په برخه کې پنځه څلوېښت ورځې روزنه راکړه، وروسته یې موږ ته سندونه او مډالونه راکړل او بیا فارغې شوو.

لساني: د دې دورې تېرول او تمرينات سخت وو؟

شجاعي: ډېرې سختۍ یې درلودې. له کورنۍ لرې کېدل، د امریکا په وخت سره فعالیت کول، ټول سخت وو. سیسټم داسې وو چې موږ باید د ورځې خوب کړی وای او د شپې ویښ پاتې شوي وای. سهارنۍ مو د شپې خوړله، د غرمې ډوډۍ مو په نیمه شپه او د شپې ډوډۍ مو سهار خوړله او بيا ویده کېدلو. په داسې حال کې چې موږ په افغانستان کې ژوند کاوه او د خوړو د وخت خپل وختونه مو درلودل. په همدغو پنځه څلوېښتو ورځو کې زه ډېره روحي وځورول شوم؛ ځکه زما تر ټولو وړه خور چې شپاړس کلنه وه او زه ورسره ډېره مینه لرم، په کابل کې ناروغه وه او کله به یې چې ویل: « راشه ډېره مې یادېږې» ما به ورته ویل: زه نشم کولای؛ ځکه چې زه دلته دنده لرم.

درس او دنده دواړه خورا ستونزمن وو. د ټولو روزنو ترڅنګ، موږ ته لومړنۍ مرستې لکه د پیچکارۍ، بنداژ، د زخمونو ګنډل، د ماشوم زېږون او د قابله ګۍ او نسایي علوم هم تدريسېدل. دوی به را ته ویل: تاسو به داسې سیمې ته ځئ چې یوه ښځه امیندواره وي، ماشوم یې پیدا کېږي، تاسو باید له امیندواره مېرمنې سره مرسته وکړئ، یا ستاسو د ډلې د کوم کس لاس ټپي کېږي، تاسو باید د بنداژولو مهارت ولرئ. لاس یې مات شوی وي، هغه پر ټوټه وتړئ. له پنځه څلوېښت ورځو وروسته کابل ته راغلو. موږ هر یو د هېواد په کچه خپله دنده پیل کړه او خپله دنده مو په ښه توګه ترسره کړه. زموږ د نجونو دنده دا نه وه چې له طالبانو سره مخامخ جګړه وکړي. نور کسان جنګېدل. موږ یوازې تلاشي کوله؛ ځکه چې زموږ په پوځي کلتور او قانون کې باید ښځې د ښځینه پولیسو له خوا تلاشي شي. ما پخپله د هغو نجونو سوق او اداره په غاړه درلوده چې په پنځو ځانګړو ډلو کې ولایتونو ته د دندي لپاره تلې. دا ډلې ملي امنیت، د ځانګړو ځواکونو کومانډو، امریکايي ځواکونه، استخباراتي ډله او زموږ ډله وه، ټولې پنځه ډلې په عملیاتو ولایتونو ته تلې. همدارنګه د وخت په تېریدو سره مو له داوطلبو نجونو څخه ازموینه واخیسته، چې شمېر یې له دولسو څخه زیات شو. په هغه وخت کې وزیر بسم الله محمدي او زموږ مشر د وزارت مرستیال جنرال عبدالرحمن عبدالرحمن و.

په همدې کال کې زما ځوانه خور فاطمه وفات شوه (خدای دې پرې رحم وکړي) چې زه له روحې پلوه ډېره غمجنه او خفه شوم. وروسته د اپانډیس ناروغۍ له کبله عملیات شوم او تر عملیات وروسته مې و نشو کړای چې په دې دنده کې اوسم. د ۱۳۹۲ کال په پای کې مې غوښتل چې د کورنیو چارو وزارت په اداري برخه کې دنده ترسره کړم. ازموینه مې ورکړه چې زما د ازموینې په مرکه کې، د یوپول پولیس، بهرنیان او د ناټو غرې وو. د لومړي ځل لپاره د کورني تاوتريخوالي عمومي امره شوم، چې په اصل کې د کابل د جنايي رياست مرستيالې وه، چې ښاغلی يارمند يې جنايي ریس و. دې ادارې د کورني تاوتریخوالي په اړه د نوي قانون جوړ کړی وه، چې په افغانستان کې په بشپړه توګه نوی و. په دې قانون کې د تاوتريخوالي د مخنیوي ٢٢ موارد شامل شوي وو چې د کورني تاوتريخوالي مدير د کابل ولايت په ټولو حوزو او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د کورني تاوتريخوالي مدیريتونه جوړ شول او دغو مديريتونو بايد د ٢٢ مواردو دفاع کړې وای.

که مو په یاد وي، په هغه وخت کې د یوه طالب د ښځې قضيه، چې مېړه یې غوږونه او پوزه ترې پرې کړې وه، ډېره مشهوره شوه. له هغه وروسته یې قضیه امریکا ته ولېږدول شوه، چې لا هم په امریکا کې ده او د هغې لپاره مصنوعي غوږونه او پوزه جوړ شول. د هغې دوسیه ماته راغله او باید دا ډول قضیې مې څېړلې وای. په ۲۲ موارد کې په بدو کې ورکول، له کوره تېښته، وهل او ټکول، سپکاوی او فحشا، قتل، جنسي تجاوز او داسې نور شامل وو. موږ ډېرې هڅې وکړې چې د افغانستان په پارلمان کې د تاوتریخوالي د منع قانون تصويب شي، خو دوی د تاوتریخوالي د منع قانون تصويب نه کړ، خو په هېواد کې د کورني تاوتریخوالي د مدیریت دفترونه فعال وو.

لسانی: ستاسو په نظر، په هېواد کې د کورني تاوتریخوالي امریت څومره اغېزمن و؟

شجاعي: کله چې دا ادارې د هېواد په کچه فعالې شوې، د کورنیو په کچه د تاوتریخوالي کچه په سلو کې دېرش ته را ټيټه شوه. په پیل کې، ډیرې له تاوتریخوالي سره مخ کېدې، خو د ناسم کلتور او دودونو له امله يې چې ګواکي عزت ته يې زیان و نه رسي؛ د داسې پېښو راپور نه ورکوله کېده، یا کله ناکله به یې عریضه کوله؛ خو بيا به يې خپله عریضه نه تعقیبوله. عریضه باید تعقیب شوې وای. پولیسو باید لومړی تحقیق کړی وای. بیا څارنوالوالي ته تلله او څارنوالي به څېړنه کوله. بیا به محکمې ته تلل، خو له تاو تریخوالې سره مخ ښځو به حتی خپله عریضه تر محکمې پورې نه روسوله، چې بیا تاوترخوالي رامنځته نشي، خو تر هیڅ ډېر ښه و.

د کورنیو تاوتریخوالو پر وړاندې د مبارزې امریت د تاوتریخوالي کچه ۳۰ سلنه کمه کړې وه. دا پخپله یوه لاسته راوړنه وه. کله چې په هېواد کې نوی قانون پلی شي او خلک هغه قانون ومني او خپله قضیه تعقیب کړي، ډېر وخت نیسي.

لساني: په دفترونو کې د تاوتریخوالي منع قانون حتی د لوستو ښځو ترمنځ هم نه پلی کېده او مېرمنو نه غوښتل د هغه تاوتریخوالي څرګندونه وکړي چې په دفترونو کې له دوی سره کېده. کله چې د کابل په دفترونو کې د لوستو ښځو دا وضعيت و؛ نو د ولایتونو د ښځو لپاره دا کار ډېر ستونزمن وو. تاسو به خامخا په دې لاره کې ډیرې سختۍ زغملې؟

شجاعي: افغانستان يوه نرواکه ټولنه وه او ښځينه پوليسو ته يې په ښه سترګه نه کتل. البته دا ټول د دښمن پروپاګند وو؛ ځکه دوی نه غوښتل چې د افغانستان ټولنه یو مجرب لرونکی او کارپوه نظامي ولري؛ هغه هم چې ښځه وي. موږ په یوه جبهه کې جګړه نه ده کړې. موږ په یوه جبهه کې د ښځو ضد او په بله جبهه کې مو د دښمن او افراطي ډلو لکه طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوله. کله به مو چې د حقدار په حق کې پرېکړه وکړه، هغه کورنۍ چې تاوتریخوالی به يې کړی وو، زموږ پر دښمنانو بدلېدې. یوه سړي خپله ښځه وهلې وه. کله چې يې مېرمنې پر عریضه کړې وه، د هغې مېړه به هره ورځ ما ته زنګ واهه او زه به یې ګواښلم. موږ د ښځينه قربانیانو ملاتړي وو. له همدې امله د هغې مېړه او کورنۍ د دې پر سر له موږ سره هم دښمنې کوله.

لساني: کله چې د ښځو د حقونو او د بشري حقونو فعالانو د ټولنې په کچه د ښځو د حقونو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره فعالیت کاوو، دوی هم له دې ستونزو سره مخ کېدل. موږ به ډېر اورېدل چې تاسو زموږ ښځې بې‌لارې کوئ. د دوی په اند، د بې‌لارۍ مانا دا وه چې کله ښځې له خپلو حقونو خبرې شي، نور زموږ او زموږ د کورنۍ اطاعت نه کوي او نور ظلم نه مني. دوی باید له خپلو حقونو څخه خبر نه وي او دوی باید له هغه څه سره سم ژوند وکړي چې موږ پرېکړه کوو. له بده مرغه د افغانستان په دودیزه ټولنه کې دا ډول ستونزې ډېرې وې.

ښه که ستاسو د فعالیتونو په اړه خبرو ته دوام ورکړو، د کورني تاوتریخوالي په امریت کې مو تر کومه کاله دنده ترسره کړه او ستاسو راتلونکی فعالیت څه و؟

شجاعي: ما یو کال په دې امریت کې دنده ترسره کړله. زما لاسته راوړنه دا وه چې موږ د ولایتونو په کچه او په ټول هېواد کې د کورني تاوتریخوالي د مدیریت دفترونه پرانیستل. داسې اوازې خپرې شوې چې اوس ښځې مدافع لري. ښځو هم ښه احساس پیدا کړ چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره پولیسو ته شکایت کولای شي. د دوی دوسیې تفتیش او څېړل کېږي. ډېر ناقضينو ته د قانون او حکومت په چوکاټ کې د خپلو جرمونو سزا ورکړل شوې وه. موږ حق الله او حق العبد لرو. کله کله به قریاني مېرمنې خپل مېړه باښه؛ خو حق الله يې نشو بښلای.

یو کال وروسته مې استعفا ورکړه. په ۱۳۹۳ کال کې له کابل ولایت څخه ولایتي شورا ته خپلواکه نومانده شوم او کمپاین مې پیل کړ. بودیجه جوړول، اعلانونه او کمپاین مې کاوه چې خپل ځان مطرح کړم. د ټاکنو په کمېسیون کې د ډېرو درغلیو له امله هغه کسان چې په شرایطو برابر وو، بریالي نه شول، خو هغه کسان چې واسطه او پیسې یې درلودې بریالي شول. زه هم بریالۍ نشوم. په هرصورت، دا یوه جالبه تجربه وه؛ ځکه چې دا ځل د تېر ځل خلاف له کابل څخه نومانده وم، چې په کليوالي چاپېريال کې په لږو اسانتياوو سره کار کول د کابل ښاري چاپېريال له ډېرو اسانتياوو سره سره ډېر توپير درلود.

له هغه وروسته په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یو ځل بیا د کورنیو چارو وزارت ته راغلم او دا ځل د پلچرخي د ښځینه زندان امنیتي مرستیاله وګومارل شوم. دا دنده زما لپاره د پوهنتون په څېر وه. دا یو داسې چاپېریال و چې ما له مجرمینو سره سر او کار درلود او د دې تر څنګ مې بهرنۍ دندې هم درلودې؛ لکه د ټولو ښځو د امنیت خوندیتوب، د بندیانو له کورنۍ سره د بندیانو د ناستو تنظیمول، د بندیانو د خوړو کنټرول او څارنه چې زهر و نه لري او یا ککړ نه وي. پروسه داسې وه چې مخکې له دې چې خواړه ووېشل شي، شخصاً به زه، یو ډاکټر او د عامو بندیانو مسوولان راتلل او خواړه به یې معاینه کول. روغتون ته د ناروغانو لېږدول، هغه کسان چې جرم یې کړی وي د هغوی لپاره دوسیې چمتو کوي، د رژیم په نوم مو هڅه وکړه چې بندیان عفوې ته برابر کړو او یا د هغوی د بند موده او د جرمونو او سزاګانو کچه راټیټه کړو. دا هغه کارونه وو چې ما باید ترسره کړي وای. کله چې ما دنده پیل کړه، د ډېرو مجرمینو دوسیې آن تر څارنوالی  پورې هم نه وې تعقیب شوې. کله چې زه لاړم، د بندیانو دوسیې مې تنظیم کړې او محکمې ته مې واستولې، چې ژر تر ژر له بې برخلیکي  وژغورل شي. هغه څوک چې زنداني وي، ازادي ورته مهمه وي او تل په دې فکر کې وي. موږ داسې زمینه برابره کړې وه چې ژر تر ژره قانوني پروسې ته لاړ شي او بندیان ژر تر ژره خوشې شي.

لساني: تر تاسو مخکې د پلچرخي د ښځو د زندان امنیتي مرستیاله څوک وه؟

شجاعي: یو سړی وو چې نوم یې راته یاد نه دی. د زندان د مدیر نوم مې هم په یاد نه دی. زما تر راتګ مخکې بندیانو بغاوت کړی و. هغې زېرمې ته يې اور اچولی و چې د بندیانو د ژمې او اوړي توکي پکې وو. په زېرمه کې يې تر یو لک ډالرو ډېر توکي له منځه وړي وو. دغه راز کله چې د مافیا ښځینه مرستیاله روغتون ته لېږدول کېدله، له پولیسو څخه تښتېدلې وه. ډېره ګډوډي وه؛ له همدې امله یې بدلون راوست او زه یې هلته وګومارلم، چې یو نظم او ډیسیپلین حاکم شي.

لساني: حقیقت دا دی چې د یوې ښځې احساسات، مسوولیت منل او له خپل همجنس سره په مرسته کولو کې ښځو طریقه له نارینه وو سره توپیر لري. د ښځو پر وړاندې د  ښځو نظر له نارینه وو سره توپیر لري، تاسو چې د یو نارینه پر ځای د پلچرخي د ښځو د زندان د امنیت د مرستیالې په توګه وګومارل شوئ، ستاسو په نظر د ښځو په زندان کې د هغه وخت په پرتله څومره بدلون راغی چې یو نارینه يې مسوول وو؟

شجاعي: دا چې تر ما مخکې د امنیت مرستیال سړی و، اجازه یې نه درلوده چې د ښځو زندان ته د ننه شي. که هغه غوښتلای چې یوه زنداني مېرمن وویني؛ نو په رسمي ډول به یې دفتر ته ور غوښته. کله چې زه لاړم، دفتر ته مې بندیانې په ډېره اساني ورته راتلې؛ خپلې ستونزې یې را ته ویلې. په اساني سره له مجرمو ښځو سره کښېنستلای شوم او د یوه همجنس په توګه مې د هغوی د زړه درد اورېده. د وخت په تېرېدو سره زه و پوهېدم چې هغه مېرمنې چې په زندان کې وې د فقر له امله یې جرمونه کړي وو. کله چې موږ فقر وايو، بايد د هغه ټول اړخونه په پام کې ونيسو؛ اقتصادي فقر، کلتوري فقر، سیاسي فقر، لنډه دا چې د فقر ټول اړخونه.

د بندیانو لپاره دا جالبه وه چې دا ټول وخت د امنیت مرستیال یو سړی و او اوس یوه ښځه ګومارل شوې ده. کله چې د مافيا ښځينه مرستياله وتښتېده، د امنيت مرستيال اعتبار له لاسه لاړ او چارواکو وغوښتل چې يوه ښځه وټاکي، چې ډېر مسوولانه کار وکړي. دا یو ستونزمن مسوولیت وو خو ما تر خپله وسه هڅه وکړه چې خپله دنده ښه ترسره کړم چې د کورنیو چارو وزارت نیوکه راباندې و نه کړي او و نه وايي چې یوې ښځینه صاحب‌منصبې خپله دنده سمه ترسره نه کړه. ما تل غوښتل چې ځان یوه پیاوړې ښځه ثابته کړم؛ که څه هم زه په فزیکي توګه د یو سړي په څېر پیاوړی نه یم؛ خو زه باید ثابته کړم چې زه د خپلې دندې د ښه ترسره کولو وړتیا لرم.

لساني: کله چې تاسو په ۱۳۹۴ کال کې د پلچرخي د ښځو د محبس د امنیت مرستیاله شوئ، تاسو وویل چې تر تاسو مخکې یو سړې د دې زندان مشري پر غاړه درلوده، پوښتنه دا پیدا کېږي چې ولې یو سړي د ښځو د زندان ریاست پر غاړه درلود؟ ایا نرواکه سیاست ته په پام سره، دا پوست نارینه ته ورکړل شوی و، که ښځې په زندان کې د رول لوبولو ته نه راضي کېدې او له مجبوري نارینه ټاکل شوی و؟

شجاعي: زندان د هغو کسانو ځای دی چې قانون یې نقض کړی وي. مثلا جرمونه يې کړي وي. خطرناک انسانان وي چې د قانون له مخې باید په زندان کې وي. له همدې امله، دوی فکر کاوه چې د امنیت مرستیال باید یو سړی وي، خو لکه څنګه چې ما وویل، ان د یو نارینه امنیتي مرستیال په شتون کې، هلته دوې ډېرې بدې ستونزې رامنځته شوې، چې دواړو یې مالي او معنوي تاوان واړاوو. هم زخېرې اور اخیستی و او هم یوه خطرناکه مجرمه تښتېدلې وه. د مافیايي کړیو دغه ښځه چې په بي بي حاجي مشهوره وه، له خپلو ملګرو سره یې د نشه توکو د قاچاق کار کاوو. کله چې زه وټاکل شوم، دا یوه نوې او ډېره ستونزمنه تجربه وه. هغه کس چې دې دندې ته ټاکل کېدو باید د سایکلوژي، ارواپوهني، جرم پوهني زده کړه يې درلودای او د خدای شکر دی چې ما د ارواپوهنې په اړه عمومي معلومات او تجربه درلوده؛ يعنې په تېرو دندو کې مې د خپلو تجربو له مخې د ارواپوهنې او جرمونو په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.

د پلچرخي د ښځو له زندان پرته، د کابل ټول زندانونه، د کابل ولایت زندان او د بادام باغ زندان هم زما تر څار لاندې وو. د طالبانو تنکي ماشومان، ځانمرګي بریدګر او هغه کسان چې د نظام پر ضد وو، پکې ساتل کېدل. زما یوه جالبه خاطره دا وه چې په لومړۍ ورځ چې زه ټاکل شوی وم، باید د بادام باغ زندان ليدو ته تللې وای. موږ هلته د پنځه یا شپږ تنه پرسونل سره لاړو چې نارینه او ښځینه وو. په زندان کې مې نږدې لس کلن ماشوم ولید. دوی ویل چې هغه طالب او ځانمرګي بریدګر دی. کله چې یې زه ولیدلم، هغه ماته داسې کتل لکه غواړي چې پر ما برید وکړي. هغه ډېر بریدګر حالت درلود. زه لرې ودرېدلم، فکر مې کاوه چې هغه په دغه کم عمر څومره د ښځو ضد دی. همکارانو راته وویل چې معاون صاحب هغه ماشوم چا ته داسې ګوري لکه څلویښت کلن ځانمرګی چې وي. دا بندي ماشوم دومره د ښځو ضد وچې که امکان يې په هماغه شېبه يې ځانمرګی بريد راباندې کاوه. زما به هماغه خاطره او د هغه لس کلن ځان ځانمرګي ماشوم سترګې تل په یاد وي.

د بادام باغ د زندان تر لیدو وروسته او د هغه ځانمرګی ماشوم په لیدو مې له ځانه سره فکر وکړ چې څومره وحشي او له وحشت او کرکې ډکه ډله ده چې یو لس کلن ماشوم یې د یوې لوستې ښځې ليدل نشې زغملای.

د ښځو د محبس د امنیت د مرستیالې په توګه تر دندې وروسته شپږ میاشتې د جنایي کالج د پرسونل په عمومي قوماندانۍ کې د جرم د استادې په توګه وټاکل شوم. د جنايي کالج ستاف کې سيستم داسې و چې نظامیانو به شپږ مياشتې يا يو کال د ظرفيت لوړولو زده کړې کولې؛ د مثال په توګه، هغه کسان چې غوښتل یې د افسرۍ لوړه رتبه ترلاسه کړي، بریدمن یا سمونیار شي، باید هغه کورس او یا هغه دوره یې لوستې وای. هلته مې د جنایي استاد په توګه تدریس کاوه. هلته مې د استادي تجربه هم وکړه. زه هغه ښځه وم چې د نارینه وو ټولګي ته مې، چې ټول صاحب‌منصبان یې نارینه وو، تدریس کاوو. دا دوی ته خورا جالبه وه. دوی پوښتنه را نه کوله چې تاسو چېرته زده کړې کړې دي؟ ما ويل: په نظامي فاکولته کې مې زده کړې کړې دي او څلور کلنه کاري تجربه لرم. دوی ډېر حیران وو. ډېر یې له ولایتونو څخه راغلي وو. دوی به ویل: « وګوره زموږ ښځې ليک او  لوست نشي کولای، خو تا ډېرې داسې دندې کړې دي چې زموږ سړيو تر وس او زغم پورته دي او حتی موږ له دې دندو څخه وېرېږو؛ مګر تاسو، د یوې ښځې په توګه، ډېرې ستونزمنې دندې ترسره کړې دي.» څه موده مې د نظامي کالج په ستاف کې د جنايي استاد په توګه دنده ترسره کړه؛ خو په ۱۳۸۹ کال کې مې استعفا ورکړه. ما وغوښتل چې بيا ځان د ټاکنو په پروسه کې شامل کړم چې تر دې اقدام وروسته مې ځان له کابل ولایته ولسې جرګې ته نوماند کړ.

ما ډېر کلونه کار کړی و او تجربه مې درلوده. غوښتل مې چې د یوه وکیل او سیاسي شخصیت په توګه ژر تر ژره خپلې موخې ته ورسېږم او د ښځو، ماشومانو او د ټولنې زیانمنېدونکو طبقو ته د خدمت جوګه شم. له بده مرغه د ټاکنو په کمېسیون کې درغلۍ وشوې، چې دغه بهیر یې ډېر ستونزمن کړ. اخلاقي فساد هم ډېر و. زما په ګډون ډېرو ښځو ته غیر اخلاقي وړاندیزونه وشول. دا چې د بشر حقونو او د عدالت مدافع وم، دا موضوع مې رسنیزه کړه او ومې ویل چې د ټاکنو کمېسیون غړي خپله دنده په سمه توګه نه ترسره کوي؛ دوی له ښځو څخه جنسي او ناوړه غوښتنې کوي.

لساني: څه رنګه ناوړه غوښتنې یې کولې؟

شجاعي: هغوی به له موږ سره په موبايل اړیکه نیوله، موږ ته به يې ويل چې دفتر ته راشئ، کله به چې د دفتر په وخت سهار نهه او لس بجې د دوی دفتر ته ورغللو؛ نو ويل به يې چې يا به پيسې راکوئ او يا به زموږ خبرې اورئ. ډېر بد الفاظ او غوښتنې چې زه یې اوس نشم ویلای.

لساني: آیا ممکنه ده چې د دغو خلکو نومونه ووایاست؟

شجاعي: د ټاکنو کمیسیون له عادي مامورینو را نيولې تر لوړو مقاماتو پوري. عادي مامورین د لوړ پوړو کسانو پیغام رسوونکي وو. هغه مهال د ټاکنو کمیسیون مشر ښاغلی نورستانی و، چې اخلاقي فساد ډېر و. د دوی ټيټ رتبه پرسونل هر نوماند ته غیر اخلاقي یا جنسي وړاندیزونه کول. خبرې ډېرې لویې شوې؛ لکه څنګه چې ما مخکې وویل، زه د یوې لوستې او زیارکښه نجلۍ په توګه په اخلاقي فساد سترګې نشم پټولای؛ له همدې امله مې د ټاکنو کمیسیون د اخلاقي فساد موضوع رسنیزه کړه.

د کابل په کچه مو له یوې لویې ډلې سره د عدالت غوښتنه وکړه. دا د ټاکنو د کمیسیون د یوولسو کمېشنرانو د ګوښه کولو او د ټاکنو کمېسیون د مشرې په توګه د عدالت غوښتونکو له ډلو څخه حوا علم نورستاني د ټاکل کېدو لامل شوه. دا بيا بېله خبره ده چې مېرمن نورستاني خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې او که نه، کار یې وکړ او که نه. دا هم بېرته په ولسمشر او د هغه په پلانونو پورې اړه لري. موږ د عدالت لپاره خپل کمپاین ترسره کړ، چې په پایله کې یې د ټاکنو کمېسیون ريیس او یوولس کمېشنران له دندو ګوښه او په پنځه کاله بند محکوم شول. له دغو پېښو وروسته د ټاکنو پايلې هېڅ ځاى ته و نه رسېدې او هغه څوک چې حق يې نه و، وکيلان شول. رايې په پېسو او ډالرو واخيستل شوې، وکيلانو رايې په سل سل  ډالره او تر هغه هغه پورته واخيستې، وکيلان شول او دا دوره هم تېره شوه.

په ۱۳۸۹ کال کې بېرته د کورنیو چارو وزارت ته را ستنه شوم. په هغه وخت کې یې زه د وړکتونونو د عمومي امرې په توګه وټاکلم. د کورنیو چارو وزارت ټول وړکتونونه د کورنیو چارو وزارت همدې عمومي وړکتون اړونده وو. په دې موده کې مې د وړکتونونو د اکمالاتو او لوژستیکي چارې، د ښوونکي د ټاکلو او له څلور څخه تر شپږ کلنو ماشومانو لپاره د نصاب په برخه کې کارونه وکړل. موږ له څلور څخه تر شپږ کلنو ماشومانو لپاره نصاب درلود او له شپږو میاشتو څخه تر دوه کلنو ماشومانو لپاره نصاب نه و، خو موږ د سهار له اتو بجو څخه تر هغه وخته پورې د دوی پالنه کوله چې د دوی میندې به له کار څخه رخصتېدې او کور ته به تلې. په هغه وخت کې د تېلو بخارۍ وې چې د اطاقونو د ګرمولو کار مو ترې اخيست. وروسته بیا اي سې ګانې راغلې چې د برښنا په واسطه یې کار کاوه. که لنډه وووايم، د خوراکي توکو له اکمالولو نيولې بیا د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ د ښوونکو تر ګومارنې پوې د وړکتون ټول کارونه موږ کول.

له هغه وروسته د بشر حقونو او جنډر رياست د پلان او راپورونو امره وټاکل شوم. هلته زما دنده دا وه چې د بشر حقونو او جنسیت لپاره یو کلن ستراتېژیک پلان ولیکم. بیا مو هغه وزیر ته د لاسلیک لپاره واستاوه، چې د وزیر له منظورۍ وروسته بیا زموږ دفتر ته راجع شو. په یو کلن ستراتېژیک پلان کې، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ټول کلنې، درې میاشتنې، میاشتنې او اونیزې کړنې، د کورنیو چارو وزارت د جنډر ټولې دندې، په ولایتونو کې د بشر حقونو د څارونکو ولایتي سفرونه، د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو او یا د سیمې د ښځو پر وړاندې کېدونکي تاوتريخوالي راپور ثبت او د کورنیو چارو وزیر او حتی د بشر حقونو ادارو ته راجع کول زموږ اړوند و. د هغو نجونو لپاره چې غوښتل یې د افغانستان د ننه پوهنتونونو کې زده کړې وکړي، يوهنتونونو ته د هغوی ور معرفي کول او د یو کلن فیس اجرا کول. موږ د ليسانس څلور کلنه او د ماسټرۍ دوه کلنه دوره درلوده. موږ له دې امتیازاتو څخه د صاحب‌منصبو لپاره نجونو چې په پولیسو کې وې، ګټه مو اخیسته. د بېلګې په توګه، موږ د کورنیو چارو وزارت د څلور زره ښځینه پولیسو له جملې څخه هر صاحب‌منصب ته هر کال پنځه څلوېښت زره افغانۍ ورکولې.

همدا راز مو په کابل کې د ښځینه پولیسو د ښارګوټي پروژه هم اخیستې وه، چې بودیجه یې د سیګار له خوا ورکړل شوې وه او جوړه شوې وه، وېش ته نږدې وه، خو له بده مرغه چې د اګست په ۱۵مه طالبان راغلل او و نه وېشل شول. هغه ښارګوټی د ښځینه پولیسو اړوند و. د پروژې بودیجه د نړیوالې ټولنې، کاناډا او امریکا هېوادونو لخوا ورکړل شوې وه. ځکه چې پولیسو ښځو زیار ایست او باید په یو ځای کې يې په ګډه  ژوند کړی وای. هغه مېرمنې چې تر لس کاله ډېره کاري تجربه يې درلوده په دې ښارکوټې کې يې د بلاک حق درلود. بلاکونو دوې، درې، څلور او پنځه خونې درلودې. اوس نه پوهېږم چې طالبان پخپله د پوليسو په ښارګوټي کې اوسېږي او که نه؟ زه فکر نه کوم چې دوی دې دا ښځینه پولیسو ته ورکړي وي، ځکه چې ډېرې ښځینه پولیسې وتښتېدې.

لساني: د پولیسو ښارګوټی د کوم وزیر په وخت کې جوړ شوی و؟

شجاعي: دا یوه اوږدمهاله پروژه وه، خو د مسعود اندرابي په وخت کې پرانيستل شوه، خو و نه وېشل شوه او نه دا ممکنه وه چې اپارتمانونه هغو مستحقو مېرمنو او چارواکو ته چې لس، پنځلس يا شل کاله يې زیار ایستلی و، ورسېږي. حتی هغه میرمنې چې د ډاکټر صاحب نجیب په وخت کې، صاحب منصب، جنرالانې، دیګروالانې او سمونیارې وې، ګټه يې ترې پورته کوله.

لساني: د پولیسو ښارګوټی په کوم کال کې پرانیستل شو؟

شجاعي: د ۱۴۰۰ کال په لومړیو کې.

لساني: که د طالبانو تر راتګ مخکې په هماغه وخت وېشل شوی وای، اوس به د صاحب منصبانو کورونه وو؟

شجاعي: هو، البته اوس هم د ښځينه صاحب‌منصبانو او ښځینه پوليسو اړوند کېږي؛ ځکه د افغانستان پوځي ښځو له کلونو راهیسې ډېر زیار ایستلی دی. اوس نه پوهېږم چې نړيواله ټولنه پر دغه ښارګوټي څارنه کوي او که نه؟ خو زه فکر کوم چې دا ښارکوټۍ د طالبانو له خوا شخصي کارول کېږي؛ ځکه چې دوی نه دی وېشلی. تاسو په جریان کې یاست طالبانو عمومي عفوه علان کړه، خو عمومي عفوه یوازې پو نوم و. د طالبانو تر راتګ وروسته تاسو وليدل چې ډېر نظامیان يې ووژل او د نظامیانو د وژلو لړۍ لا هم روانه ده.

په بل پړاو کې مې له هغو ښځو څخه چې پنځه یا شپږ کلنه پوځي او کاري تجربه یې درلوده ازموینه واخیسته او د درې سوه ښځینه پولیسو ښځینه قوماندانه شوم. دا درې سوه پولیسې نجونې چې زیاتره یې د سویلې سیمو او زموږ پښتو ژبې نجونې وې، د ترکیې سیواس ښار ته لاړې. د ځینو کلتوري جوړښتونو او د ښځو د موجوديت ښودلو له امله، د سویلي سیمو نجونې قصداً غوره شوې وي. ځکه چې په سویلي سیمه کې کلتور، سيمه ييز دودونه او خلک د ښځو پر وړاندې ډېرحساس وو. موږ غوښتل چې پولیسې پښتنې او د دې سیمې وي، چې له شپږ میاشتنۍ روزنې وروسته خپل ولایت ته ولاړې شي او هلته دنده ترسره کړي.

ترکیې ته تر تللو یوه میاشت وړاندې درې سوه نجونې په پوځي برخه کې د چمتووالي په موخه په یو میاشتني لنډ مهالو کورسونو کې شاملې شوې وې. وروسته له دې چې زموږ ویزې راغلې وای، موږ به شپږ میاشتې ترکیې ته تلو. کله چې ما د درې سوو نجونو د قوماندانۍ مکتوب ترلاسه کړ؛ باید د پولیسو اکاډمي ته تللې وای؛ ځکه چې درې سوه نجونې زما په انتظار وې، ما باید له هغوی سره لیدلې وای او ور معرفي شوې وای، له هغوی سره مې خبرې کړي وای او ځان مې ور پېژندلی وای چې د دوی قوماندانه یم.

له بده مرغه په هماغه ورځ زما تر وینا وروسته ما ته زنګ راغی چې طالبان کابل ته ننوتلي دي. موږ ټولو پوځي یونیفورم درلود. په دې وخت کې یوه اتلس، يا نولس کلنه نجلۍ ودرېده او ویې ویل قوماندان صاحب موږ ډېر ډاریږو. ما ورته وویل مه ډارېږئ ژوند ډېرې لوړې او ژورې لري، ډېر سیاسې بدلونونه راځي؛ خو په یاد ولرئ چې تاسو د افغانستان نجونې او ځوان نسل یاست، تاسو باید تل مبارزه وکړئ. موږ د پېښې وړاندوینه نشو کولای، خو نننۍ پېښه ښه و نه شوه. اوس لاړې شئ خپل پوځي یونیفورم وکاږئ او ملکي جامې واغوندئ، هیڅ پوځي اسناد له ځانه سره مه وړئ. خپل کارتونه په الماریو کې واچوئ او له پولیسو اکاډمي بهر شئ.

ما هم خپل نظامي یونیفورم بدل کړ او ملکي جامې مې واغوستې. کله چې د پولیسو اکاډمۍ له دروازې څخه ووتم، ما فکر کاوه چې قیامت شوی دی. ټولو خلکو پورته او ښکته منډې وهلې او موټر په سړک قطار شوي وو، هوایي ډزې کېدې. خلکو په بېړه منډې وهلې. داسې بد حالت ما په خپل ژوند کې هیڅکله نه و لیدلی. ما یوازې دعا کوله چې خدایه رحم وکړې. هغه وخت زما مور زنګ وهلې وه. مور مې په کرونا اخته شوې وه. هغې وویل، ژر کور ته راځه، اوازه ده چې طالبان راغلي دي. له کارته مامورین څخه تر چهارراهي ترافیک پورې ډېر واټن نه دی. ممکن یو ساعت مزل وي، خو په هغه ورځ زه په درې نیم ساعته کې ورسېدم. کله چې کور ته ورسېدم، ومې لیدل چې خلک یو په بل پسې روان دي. د پښې ايښودلو ځای نه و. کور ته ورسېدم. ستړې او ستومانه وم. هیڅ نه پوهېدم چې څه به پېښېږي. داسې احساس مې کاوه چې طالبان دروازه ټکوي، ما بیايي او وژني مې. یو ډېر بد احساس و. ډېره ګډوډي وه. ما په خپل هېواد کې د پرديتوب احساس درلود. د خپل ژوند د ژغورلو په اړه مې فکر کاوه. په هغه شپه ما او زما خور، چې هغه د اردو صاحب‌منصبه وه، پرېکړه وکړه چې هوایی ډګر ته لاړې شو. ویل کېدل چې هلته خلک بهر ته لېږدوي، خو موږ کره معلومات نه درلودل. موږ هوايي ډګر ته لاړو، د ستاره ها د ودونو تالار څنګ ته ولاړې وو، چې يو طالب زما خور پر شا په کېبل ووهله. کله چې مې سر را پورته کړ ومې لیدل چې ټول خلک په کېبلو وي. زه نه پوهېدم چې څه ډول و. کله چې يې زما خور پر شا په لوی کېبل ووهله، هغه زما له پښو سره پر مخ ولوېده. ما هغه تر لاس ونیوله او هڅه مو وکړه چې په یوه کونج کې کښېنو. په همدې وخت کې یوه طالب وویل چې که ځانګړي ځواکونه ونیسو؛ نو په سر به یې ولو، وژنو يې او ټوټې ټوټې به یې کړو.

په دې وخت کې زما سترګې تورې شوې، سر راباندې وګرځېد؛ ومې ویل: سودا مې شوه چې ايا دوی زه په نښه کړې یم؟ دوی ولې په عام محضر کې دا خبره کوي؟ ما سر ټیټ واچاوه او غوږ مې ونیو چې څه وایي. په داسې حال کې چې عمومي عفوه علان شوې وه، خلک يې په کېبلو وهل. دوی د ټانک څراغونه لګولي وو او له ټانک سره پر خلکو ورتلل. د تفنګچو او کلاشنکوف هوایې ډزې يې کولې. ډېره ګډوډي وه. زه او زما خور کور ته را ستنې شوو. زه ټول وخت په دې فکر کې وم، چې څه به کېږي؟ بله ورځ، مو ژر تر ژره خپلې مور، زما د ورور مېرمن، زما خور او ځان ته یوه یوه څادري واخیسته چې د کندهار له لارې پاکستان ته لاړې شو، خو ما دا مناسبه و نه ګڼله چې د کندهار له لارې لاړه شم؛ ځکه چې ما فکر کاوه چې زه  سل په سلو کې پېژندل شوې یم. له همدې امله موږ په دوو ډلو ووېشل شوو. زما دوه وروڼه، چې په دایکنډي ولایت کې وو، او زه پاتې شوو، خو زما مور، زما خور، زما د ورور مېرمن، زما بل ورور او د هغه ماشومان او زما د خور زوی وو چې سهار له کندهار څخه د پاکستان په لور و خوځېدل او لاړل.

د طالبانو تر راتګ وروسته تر یو کال زیات د طالبانو تر ادارې لاندې په کابل کې اوسېدم او له سختو ګواښونو سره مخ وم. طالبانو زما پر ټویټر برید وکړ. همدارنګه د عمر منصور پر نوم په یوه ټویټر اکاونټ، چې د طالبانو د غړي و، زما پوځي انځورونه خپاره شوي وو. زما پر واټس اپ هم برید وشو؛ نو زه اړه شوم چې تلیفون او سیم کارت بدل کړم او پټ ژوند وکړم. په کابل کې د خپل وخت په اوږدو کې ما شاوخوا پنځه ویشت کورونه بدل کړل. کله به مې چې د کشف کېدلو احساس کاوه له یوې سیمې څخه به بلې ته تلم.

قسمت مې ښه و او د تقدیر پرېکړه وه چې ژوندۍ پاتې شوم. په پای کې مې له یوه خصوصي شرکت څخه په پنځه لس سوو ډالره د پاکستان ویزه واخيسته. ما تر هغه وخته ويزه نه وه اخيستې، خو له بده مرغه طالبانو زما يو ورور علي په دايکنډي کې ونيو. هغه يې ۲۷ ورځې شکنجه کړی و. لاسونه، پښې او غاښونه یې ور مات کړي وو. د شکنجې پر مهال یې څو ځله ترې پوښتنه کړې وه، چې ستا خور، چې قومندانه وه، چېرته ده ؟ تفنګچه او دولتي موټر راوړه. په داسې حال کې چې د قوماندانی دندې ته تر تللو یوه میاشت مخکې مې تفنګچه او دولتي موټر حکومت ته سپارلي و؛ ځکه چې زما دنده بدله شوې وه،. زه مجبوره وم چې د قوماندان په توګه له نجونو سره ترکیې ته لاړه شم، چې نور مې ورته اړتیا نه لرله. زما ورور تر خوشې کېدو وروسته له ما سره یوځای شو او موږ پرېکړه وکړه چې په هر قیمت چې وي، هغه ته د پاکستان وېزې ترلاسه کړو؛ ځکه چې ما قانوني وېزه ترلاسه کړې وه. ما وویل، خدای مه کړه چې ستا قاچاقي تک، ما ته کومه ستونزه جوړه نه کړي. زه باید له هېواد څخه په وتلو بریالۍ شوې وای. دا زما لپاره مهمه وه چې بهر شم.

یو کال وروسته ما ولیدل چې هغه کسان چې ژوند یې په خطر کې نه و، د وتلو په لیست کې وو او و ایستل شول، خو هغه کسان چې واقعاً د خطر په لومړۍ درجه کې وو، ژوند یې تر سخت ګواښ لاندې و، دښمن په دې لټه کې و چې پر هغوی تېری وکړي، ويې وژني او ترور یې کړي؛ په کابل کې پاتې وو او یا ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شول چې هلته هم سخت ژوند تېروي.

هغه شېبې ډېرې سختې وې. ما تل خپل ځان ته ویل چې باید نا هیلې نشم. تر دې بدې ورځې مې لیدلې وې. تر دې سختې ورځې مې تیرې کړې وې، د ژمي په سړو ورځو کې مې عملیات کړي وو،په وظيفه کې مې لوږه، ناروغي او کورنۍ څخه لریوالی مې لیدلی وه. په صداقت سره مې خدمت وکړ او په ډېرو سفرونو لاړم. کله چې زه د نجونو او ښځو د ډلې مشره وم، سویلي کوریا، مصر، هند او بحرین ته لاړم. په دې ټولو سفرونو او د ټولو دندو په اجرا کې مې د مدیر او مشر په توګه خپلې دندې ترسره کړې وې. اوس زه د دومره تکلیف مستحقه نه وم. ما خپله هڅه وکړه چې د افغانستان نجونو ته الهام بښونکې رول ماډله شم. ما غوښتل چې دوی ما وویني او له ما څخه انرژي ترلاسه کړي. ما په رښتیا ډېر زیار ایستلی و.

لساني: تاسو په رښتیا سره هڅه کړې او زیار مو ایستلی دی. د یو داسې شخص په توګه چې کلونه مو په پوځ کې کار کړی دی، که هېواد سقوط نه وای کړی، اوس به پوځي جنراله وای. د ډېرو ژوندونه او ارمانونه همداسې له منځه لاړل. ستاسو په نظر د افغانستان د سقوط لامل څه دی؟

شجاعي: د افغانستان د سقوط لومړی لامل زموږ ناکام سیاستوال وو. كه زموږ سياستوالو د خپلو شخصي ګټو او هوسا ژوند په اړه فکر نه واى كړى، زړه سوانده وای او وطن دوست واى؛ نو افغانستان به سقوط نه کاوه. که دوی هم  دومره منډې او هځې کړې وای لکه ما چې د یوې ښځې په توګه وکړه، افغانستان به هیڅکله له دې ستونزي سره نه مخ کېده. البته دا خبره په سیاستوالو پورې اړه لري. دویمه مساله هغه استخباراتي لوبې دي چې په منځني ختیځ کې روانې دي او افغانستان د دغو استخباراتي لوبو قرباني دی. درېیمه مساله، زه فکر کوم چې اوس هم ډېر ناوخته نه دی. موږ باید د افغانستان د ټولو توکمونو د یووالي او خواخوږۍ په اړه فکر وکړو چې دا به د افغانستان په ژغورلو کې مرسته وکړي. دا د افغانستان د ژغورلو لاره د ټولو توکمیزو ډلو یووالی دی. موږ او تاسو ډېر ځوان، غښتلی او با احساسه نسل لرو. هیله ده چې دا نسل به افغانستان ودان کړي.

لساني: تاسو ډېر فعالیتونه کړي دي. په مختلفو پوسټونو، ‎مختلفو ادارو او مختلفو برخو کې له کوم ډول تاوتریخوالي سره مخ شوې يې؟ کله چې د تاوتریخوالي بحث کېږي، هدف یوازې فزیکي تاوتریخوالی نه دی. تاوتریخوالی دا هم دی چې څوک ستاسو پر شتون سترګې پټوي، سپکاوی مو کوي ، کوچني مو ګڼي، یا د بیلګې په توګه، له جنسي تاوتریخوالي سره مخ کېږي. تاسو د خپلو کاري فعالیتونو په جریان کې له کوم ډول تاوتریخوالي سره مخ شوي یاست او ستاسو په نظر کوم ډول تاوتریخوالی تر ټولو بد دی؟

شجاعي: زما په نظر هر ډول تاوتریخوالی که لفظي وي، که سپکاوی وي او که جنسي، فزیکي، روحي او یا رواني وي، بد دی. تاسو ان یو چا ته کتو له هغوی سره تاوتریخوالی کولای شئ، په بدو او وحشيانه کتلو، په غوسه کتلو او داسې نورو ډولونه تاوتریخوالی ممکن دی. لکه څنګه چې ما وویل، د تاوتریخوالي مختلف ډولونه شته. زما په اند په افغانستان کې ښځې له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ دي. یو وخت به ځينو نارينه وو رييسانو له خپلو ښځينه کارمندانو غوښتل چې که له ما سره اوسئ ښه، کنه ګوښه کوم مو. دا د تاوتریخوالي یو وحشتناک ډول دی؛ يعنې غوښتل يې له دوی څخه جنسي استفاده وکړي. دوی له هغو کونډو چې څلور اولادونه یې درلودل، خاوند یې هم په جګړو کې شهید شوی و او د خپلو ماشومانو د خېټې د مړولو لپاره يې دندې تر سره کوله، داسې ناوړه غوښتنې درلودې. زموږ ډېرې مېرمنې په جبر، د دوی د خوښې خلاف ځورول کېدې. د دوی زړه به هم نه غوښتل، خو مجبوره وې چې د ظالم ريیس غوښتنې ته غاړه کېږدي؛ ځکه پر دوی به یې فشار راووړ چې د هغه غوښتنې ومني.

زه د سيمای هستی په نوم د ښځو د خدمتونو د موسسې مشره هم وم. ما په دغه موسسه کې ښځو ته د حرفه يي زده کړو او ټولګیو د جوړولو په برخه کې ډېر زیار و ایست. ما په دایکنډي کې د سینګار، خیاطي، ویډیوګرافي او عکاسي کورسونه او ان د ابوالفضل په نوم د معتادینو لپاره یو کمپ جوړ کړ. په دې څو کلونو کې چې زه په افغانستان کې وم، ډېره هڅه مې وکړه چې د ښځو ټولنیز، سیاسي، کلتوري او اقتصادي کچه را لوړه کړم. ما ان ښځې هڅولې چې راشي او صاحب‌منصبې شي. ما به دوی ته لاره د کار لاره ښووله. دا ټول وخت مې د خدای د رضا لپاره د افغان ښځو او د افغانستان د مثبت بدلون، اباداي او پرمختګ لپاره کار کړی دی.

لساني: تاسو څنګه له دې تاوتریخوالي سره مبارزه او مقابله کوله؟ ایا کله نا‌هیلې کېدئ؟

شجاعي: زه داسې نه وم چې یوازې د یوه انتخاب په اړه فکر وکړم او ووایم چې زه په همدغه مستقیمه لاره ځم او دې پایلې ته ځان رسوم. ما ځان ته شل انتخابونه مخې ته ښودل. د مثال په توګه، د غره سر ته د رسېدو لپاره مې پر مستقیمه لاره، فرغي لاره او ان د چورلکې په وسيله د ختلو او ډیساینټ کېدو په اړه فکر کاوه. یعنې نه ناهیلې کېدم؛ ان که له ماتې سره مخ کېدم او په خپلو انتخابونو کې به څو ځله نه بریالۍ کېدم. د افغانستان تر سقوط مخکې مې په پیام نور پوهنتون کې د جزا حقوقو په برخه کې زده کړې کولې، خو د دیپلوم د دفاع په وخت کې، له بده مرغه افغانستان شقوط شو؛ نو دوام مې ور نه کړای شو. د خپلو فعالیتونو په جریان کې به ډېره ستړې کېدم، خو ما به ویل چې نه؛ زه باید ډېره هڅه وکړم.

زه یوه خبره د زړه له تله کوم؛ هغه دا چې انسان باید په ژوند کې مایوسه نشي او له هڅو لاس وانخلي. ان که ستړی هم شي، بايد ځان ته ووایې چې زه یو رباټ یم او نه ستړی کېږم. زه یو بریالی او متشبث شخص یم او د افغانستان راتلونکی روښانه ، کولای شم او خپل هېواد له هیلو څخه په ډک ځای بدلولای شم.

لساني: موږ په ټولنه کې لیدل چې کله به یوه ښځه په لوړ پوست یا نظامي پوست کې وګومارل شوه؛ نو هر چا به پرې یو ډول ملنډې وهلې، یا په يې پرې نامناسب تورونه لګول. د مثال په توګه، دوی به ویل: مبارک شه، پلاني قوماندانه شوه، پلانۍ جنراله شوه، پلانۍ د یوې فلانۍ څانګې مرستیاله شوه. دوی به څو ورځې خنداوې او مسخرې پرې کولې. ایا تاسو له داسې قضیو سره مخ شوي یاست؟

شجاعي: په ټولیز ډول ما په افغانستان کې ، اوولس کاله په سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او نظامي برخو کې فعالیتونه کړي دي. زما په یاد دي چې د کورنیو چارو وزارت ارشد معین جنرال مراد په وخت کې د زرو نارینه کسانو په منځ کې زه په دې ازموینه کې بریالۍ شوم او د کابل د د ۱۰۱ اسمايي زون د یوې حوزې د امرې په توګه بریالۍ شوم. جدول جوړ شو، جنرال صاحب مراد ته وړاندې شو. هغه وويل چې د دې نجلۍ پر ځای یو سړی معرفي کړئ. په هماغه سهار معین صاحب ارشد ته ورغلم، ومې ویل ولې؟ ما هڅه کړې ده، کار مې کړی دی، د دې ټولو نارینه وو په منځ کې مې ازموینه ورکړه او د یوې مېرمنې په توګه دا زما حق دی چې د لومړۍ، دریمې یا ديارلسمې حوزې امره شم. پر ما يې فرق نشته چچې د دوه ویشتو حوزو له امریتونو څخه کوم امریت راکوي؛ خو هغه راته بهانه وکړه چې وویل چې اوس امنیتي شرایط ښه نه دي.

ما په رښتیا سره ډئر زیار ایستلی و. ودرېدم او ورته ومې ویل چې زه یوه پوځي ښځه یم، تاسو باید لومړی د جنډر مساوات په پام کې ونیسئ. تاسو باید د ښځو ملاتړوکړئ. یوې ښځې څومره هڅه کړې ده، جرأت یې کړی دی چې د زرو نارینه وو په منځ کې یې ازموینه ورکړي. کله چې زه بریالۍ شوم، تاسو بايد دا بست ماته راکړی وای، خو دا چې ته امر او مشر یې او دا ستا نظر دی، زه یې منم؛ ځکه چې ته دا اړینه نه ګڼې چې زه د حوزي امره شم. زه داسې ډېریېتجربې  لرم او هڅه مې کړې چې ځان یوه بریالۍ مېرمنه ثابته کړم او لوړو څوکیو ته ورسېږم؛ مګر هلته مې ولیدل چې دوی د یوې نرواکې ټولنې فکر او چلند کاوه. د مثال په توګه دوی فکر کاوه چې یوه مېرمن بايد د حوزي امره نه وي؛ ځکه چې داعش د شپې رانشي هغه اختطاف یې نه کړي. زه تل ټولو مشرانو ته دا خبره کوم چې که ښځې ته چانس ورکړل شي؛ د سړي په پرتله ډېر ښه کار کولای شي.

په ۲۰۱۳ کال کې، کله چې ما سویلي کوریا ته سفر درلود، د کورنیو چارو وزارت مرستیاله یې یوه ښځه وه. ما له هغې سره یو ګډ انځور هم  واخیست. هلته مې وليدل چې ښځو ته ډېر قدر او درناوی کېده. دا ما ته جالبه وه. ما فکر کاوه چې ولې هغه سړي چې د واک په سر کې دي نه غواړي چې د افغانستان تجربه لرونکې او تکړه نجونې په لوړو څوکيو و ازمايي؟ ممکن دوی تر نارینه وو خپلې دندې ښې ترسره کړي. دوی ولې منع کېږي؟ زه په افغانستان کې څو ځله د دې ډول سیاستونو قرباني شوې یم. ازموینه به مې ورکړه، په خپله وړتیا به بریالۍ شوم، خو دا چې ښځه وم، دوی به د کار اجازه نه راکوله.

یو بل مثال به درته ووایم؛ کله چې ښاغلی جاهد د کورنیو چارو وزارت سرپرست و، د دایکنډي ولایت د امنیت امریت لپاره مې ازموینه ورکړه او بریالۍ شوم. د دایکنډي ولایت دوه تنه وکيلان چې نارینه هم وو، (زه یې اوس نومونه نه اخلم) سرپرست وزیر ښاغلي جاهد ته راغلي وو، چې ولې یوه نجلۍ د دې ولایت د جګړې قوماندانه ټاکئ؟ موږ دغه بست ته خپل نوماندان لرو. دوی ماته اجازه نه راکوله چې د دایکنډي ولایت د امنیت امرې په توګه دنده ترسره کړم.

لساني: که کومه ستونزه نه وي، د دوی نومونه راته ووایاست.

شجاعي: ښه خیر دی، دوی چې دا ویډیو وګورې بیا خپله پوهېږي؛ ځکه چې زه نه غواړم سیمې ته زیان ورسوم. هغه دوه تنه وکیلان خپله پوهېږي. د کورنیو چارو وزیر ته ورغللم ورته و مې ویل چې وزیر صاحب ما د دایکنډي ولایت د امنیت امریت ته ازموینه ورکړه او بریالۍ شوم؛ ښاغلي جاهد سملاسي زما هماغه مکتوبونه راوړل او پر مېز يې کېښودل. و یې ویل: لطيفه جانې زه دا لاسلیکوم، خو ستاسو د ولایت دوه وکیلان چې په صالون کې حضور لرې، وایي چې یوه ښځه ولایت ته د جنګې قوماندانې په توګه مه رالېږه. ما وویل علت یې څه دی؟ ایا ما دوی ته ویلې چې پارلمان ته د دايکنډي د وکیلانو په توګه مه ځئ؟ یا ما د دوی په کار کې مداخله کړې ده؟ دا زما حق دی. زه په ازموینه کې بریالۍ شوم. وزیر صاحب زه باید د امنیت د امرې په توګه لاړه شم. هغه راته وویل چې ته خبره یې چې که وغواړې یو عسکر هم وټاکې باید د پارلمان له وکیل سره مشوره وکړې، ځګه چې دوی ځان د ولایت وکیل او واکدار ګڼي. بیا یې وویل، ان شاالله دا ستونزې به په راتلونکې کې حل شي.

وکیلانو به تل په ګومارنو کې ونډه درلوده. تر دې ور هاخوا به یې کمیشنکاري هم کوله. که به یې غوښتل یو څوک د حوزي امر وټاکي، یا به یې له هغه پیسې اخیستې، یا که يې پیسې نه اخیستي؛ نو خبره به دا وه چې هغوی به رایه ورکړې وه او تل به د دوی د رایې پوروړې وو او کار به يې ورته کاوه. هغوی به راتلل ز ما په څېر خلکو ته به يې، چې یوه معمولي نجلۍ وم، زده کړې مې کړې وي او په خپل زیار سره یو ځای ته رسېدلې وم، ستونزې جوړولې. دا ډول لاسوهنې وې چې کار به یې اهل کار ته نه سپاره. راتلل به او خپلو کسانو ته به یې واسطه کوله. دا مهمه نه وه چې هغه نفر کار کولای شي که نه.

په پای کې وزیر وویل چې ستاسو د ولسي جرګې دوو وکیلانو ویلي چې ښځه باید د دایکنډي ولایت د امنیت امره نه وي. دواړو وکیلانو ته ورغلم، ورته ومې ویل چې کومه ورځ مې کومه خبره تاسو ته کړي ده؟ ستاسو په کارونو کې مې مداخله کړې ده؟ ما ازموینه ورکړې ده، د دایکنډي د امنیت امریت مې حق دی؛ خو تاسو راغلي ياست او وایاست چې دا نجلۍ باید رانشي. هغوی وویل نه، موږ داسې څه نه دي ویلي. ما وویل چې وزیر صاحب حاضر دی او وزیر صاحب مې د دوی میز ته راووست. هغه شېبه ټول وکیلان د غونډو په تالار کې د وزیر لیدو ته راتلل. دا ډول هغه دوه وکیلان و شرمېدل. هغو دوو وکیلانو که زه ډېره نه پېژندلم پلار مې یې پېژاند. کله چې سترګې په سترګو شول و شرمېدل. ورو ورو له تالار څخه ووتل. کله چې کور ته راغلم، ډېره خپه وم. له ځانه سره مې وویل: خدایه زه په ټولنه کې دومره مبارزه کوم، په خپلو حقونو پسي منډي وهم، خو د دې پر ځای چې د ولسي جرګې وکیلان زموږ ستونزې حل کړي، راځې او سنوتزې را ته جوړوي. دوی د دې پر ځای چې زموږ د درد درملنه وکړي، زموږ پر زخمونو مالګه او مرچ دوړوي.

دا زما د کلونو زیار او تجربې پايله وه. غوښتل مې چې په نړیواله کچه د خپلو زده کړو او تحربو پر مټ یوه جنراله شم؛ خپل واک او ځانګړی شخصیت ولرم، خو قسمت را سره ياري و نه کړه. د اګست په ۱۵مه د افغانستان تر سقوط مخکې که زه د ترکيې په سفر تللې وای، شپږ میاشتې وروسته چې بېرته راستنه شوې وای د ښځو په کالج کې د جنرالۍ په بست کې ټاکل کېدم. که هغه وخت پخوانی ولسمشر وای، ما به په مستقیمه توګه خپله د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړې وای، خو بریالی نشوم؛ مګر په دې برخه کې زه د هر هېواد د جنرالانو په څېر د کار تجربه لرم.

ما په خپلو هڅو، د خپلو مټو په زور، په خپل زیار او ذهني کړاو سره خپلې رتبې ترلاسه کړې دي. زما دوې کشرانې خویندې مړې شوې. په ډېر بد روحې وضعیت کې وم؛ له دې ټولو سره سره بیا هم ناهیلې نشوم، مبارزه مې وکړه. په هره لاره چې لاړم، په نیمه کې مې پرېنښودله. ما خپل تګ ته دوام ورکړ او مخ پر وړاندې روانه شوم.

په روحي لحاظ تر هغو کسانو ډېره راحته یم چې زما پر هېواد یې معامله وکړه. د وجدان عذاب نه لرم. د دوی چې څومره وس و، هغومره فساد يې وکړ، د افغانستان خاوره یې خرڅه کړه، د وتلو په نوملړ کې هم دوی لومړي کسان و چې ووتل. زه ډاډه یم چې دوی له د وجدان عذاب لري، دوی ارامه خوب نه لري، خو الحمدلله سره له دې چې د کډوالۍ په سخت حالت کې یم، ارامه خوب لرم او د وجدان عذاب نه لرم. تر دې ځایه چې راورسېدم هم خدای راسره مل او ملګری و. د خدای شکر ادا کوم.

لساني: ډېر عالۍ اغلې شجاعي، تاسو ډېر داسې فعاليتونه کړي دي چې په اورېدو سره يې د پياوړتیا او وياړ احساس کېږي. په افغانستان کې چې به ښځې یوه مقام ته رسېدې؛ که څه هم تاسو همدا اوس تشریح کړل چې ستاسو ټول فعالیتونه، ستاسو ټولې لاسته‌راوړنې ستاسو د هڅو  او د کلونو زیار پایله وه، خو له بده مرغه کلتور داسې و چې په چا به یې ټاپه لګوله، ویل به یې چې هغه ځکه وګومارل شوه چې ښځه وه. په داسې حال کې چې په ډېرو مواردو کې داسې نه وه. په افغانستان کې ولې دا ذهنیت رامنځته شو چې د یوې ښځې ټول صلاحیتونه او فعالیتونه دغو مسالو ته را ټيټ کړي؟

شجاعي: نرپاله ټولنې غواړي چې زموږ ښځې کمزورې او د زده کړو او مسلک په برخو کې په ټیټه کچه وساتي. زه غواړم ټولو هغو خویندو ته چې دا خپرونه ګوري ووایم: دوی باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي، صبر، کلک هوډ، استقامت او عزم ولري. هڅه دې وکړي هر هغه څه ترلاسه کړي چې دوی یې غواړي. که غواړي چې ډاکټره، سیاستواله، نظامي، یوه نمونه مور شي او یوه  ښه اشپزه شي، په هماغو برخو کې دې هڅه وکړي چې تر ټولو غوره وي. که دوی وغواړي او هڅه وکړي، خدای به د دوی لپاره د هیلو دروازې پرانیزي، دوی ته به لاره وښيي.

دا چې ولې افغانستان دا ډول دی دليل يې دا دی چې افغانستان ډېر دښمنان لري، دښمنان وېرېږي چې که افغان مېرمنې پوهې شي، د افغانستان ټولنه پوهې ښځې ولري؛ نو دا هېواد به هيڅکله د جګړې، بربادۍ، تاوتریخوالي او بدبختۍ پر لور لاړ نشي. بيا دا ټولنه شاته نه ځي؛ بلکهې مخ پر وړاندې ځي. لوستې میرمنې ټولنې ته نیک او وطن دوسته ماشومان وړاندې کوي. دوی خپلې ستونزې په ښه توګه حل کولای شي؛ نو دا زموږ د استخباراتي او سیمه يیزو دښمنانو کار دی.

د پوهنې په برخه کې باید پر دودیزو او اصلي ټولنو کار وشي. زموږ د پیغمبر حضرت محمد (ص) وینا ده: «له زانګو څخه تر قبر پورې علم زده کړئ!» دا حدیث داسې بیانوي چې ماشومان، ښځې او نرينه بايد له زده کړې لاس وانخلي؛ نو دا د هرې مسلمانې او افغانې نجلۍ دنده ده چې زده کړه وکړي او هره څانګه چې خوښه يې وي ولولي.

لساني: تاسو په ټولنه کې د تاوتریخوالي، د ښځو پر ضد چلند او نرپالنې په اړه ډیر څه وویل. موږ پوهېږو چې طالبان د افغان مېرمنو پر وړاندې ښکاره تاوتریخوالی کوي. تاسو څومره فکر کوئ چې د طالبانو د دې  تاوتریخوالي بنسټ په افغان ټولنه کې پروت دی؟

شجاعي: په حقیقت کې طالبان پخپله یوه افراطي تروریستي ډله ده چې د محلي، دودیز، کلیوالي او اخواني کلتور پر اساس جوړه شوې ده او په حقیقت کې دوی له افغان ښځو وېرېږي؛ ځکه افغانستان مېرمنو تر نارينه وو وړاندې د همدې طالبانو پر ضد «ډودۍ، کار او ازادي» په شعار سره مظاهرې وکړې. طالبان له افغان ښځو سره لویه ستونزه لري. په لومړۍ دوره کې يې د افغانستان ښځې ښوونځي ته له تلو منع کولې او شکنجه کولې؛ خو په دې دوره کې یې په رسمي ډول بندي کوي، وژني او په زرګونو نورې ستونزې ورته جوړوي.

لساني: همدغه طالباني فکر چې تاسو یې یادونه وکړه، د افغانستان په کلتور، دود او ټولنه کې د ننه څومره ریښې لري؟ دجمهوریت په دوره کې فضا داسې وه چې باید د ښځو ملاتړ وشي، چې نړیواله ټولنه پروژې ورکړي. ځينو نارینه وو هم هڅه وکړه چې همدا تمثیل کړي، خو کله چې طالبان راغلل، اکثره نجونې او ښځې شکایت کوي چې زموږ له کورنیو سره هم د طالبانو فکر پیدا شوی دی. د بېلګې په توګه دوی وایي چې ورور یا مېړه مې ما محدودوي، یا وایي چې کله بهر وځو، له نارینه وو اورو چې ښه وشول چې طالب راغی چې دا په کور شوې. دا خلک طالبان نه دي، خو طالباني فکر لري. زه غواړم پوهه شم چې دا برخه د افغانستان په ټولنه کې څومره شته؟

شجاعي: اغلې لساني، زه دا منم، خو که موږ د افغانستان ټولنه په نظر کې ونیسو، یوازې زموږ ۳۵ سلنه خلک لکه کوچیان، ځینې پښتانه، ځینې تاجک، هزاره او ازبک طالباني فکر لري. ۳۵ سلنه یې د طالبانو فکر غواړي او یا هم په همدې دودیز ډول پرمخ تلل غواړي؛ مګر پاتې ۶۵ سلنه زموږ لوستې طبقه ده، موږ داسې طبقه لرو چې دودونه او د طالباني فکر موانع ماتوي. موږ داسې هلکان او نجونې لرو چې د لیبرال سیستم ملاتړي دي. کله چې موږ خپل تاریخ مطالعه کړو، موږ یو وخت په افغانستان کې هندوان، یهودان او عیسویان درلودل. ټول مذهبونه په دې خاوره کې وو.

سني او شیعه په ګډه ژوند کاوه او کومه ستونزه یې نه درلوده، خو له بده مرغه د طالبانو ایډیالوژي له افراطي اسلامي فکر سره میدان ته راووته او د اسلام دین یې بدنام کړ او د افغانستان ټول خلک یې منحرف کړل. اسلام د سولې او امن دین دی.

سویلي کوریا ته زما د سفر په ترڅ کې دوی وویل چې په بامیان کې د کوریا خلک هم ژوند کوي. د «لي» په نامه يوې ښځينه پروفيسورې ماته دا خبره وکړه. هرچا په سوله کې ژوند کاوه او هیڅ ډول خبرې او روایتونه نه و، دا څنګه وشول چې اوس د طالبانو مفکوره را پیدا کېږي، اسلامي افراطي مفکوره موندل کېږي. دا هغه فکرونه و چې افغانستان ته ننوتلي وو. افغانستان يو وخت د علم زانګو او د شعر، ستورپوهنې او ټولو علمي فعاليتونو د غوړېدو مرکز و. موږ ابو علي سینا درلود. د فقهې او تصوف په برخه کې مولانا جلال الدین بلخي وو. موږ رابعه بلخي درلوده، چې په هغه وخت کې به یې ډېر ښه شعرونه ویل. د رابعه بلخي کيسه به مو خامخا اورېدلې وي، چې د واده په خاطر يې یو څوک خوښېدل او ورور يې هغه ووژله، په کورنۍ کې د غیرت د خبرو له امله تاوتریخوالی دا ښیي چې ښځینه نخبه ګانې هم د نرپال ليد قرباني وې.

په هرصورت، زما په اند، غوره کلتورونو له افغانستان څخه سر چینه اخیستې ده، د بیلګې په توګه زردشتي دین چې پر ښه وینا، ښه عمل او ښه چلند یې  ټینګار کاوه. موږ د افغانستان په تاریخ کې دا ښکلي کلتورونه درلودل؛ نو د افغانستان خلک باید ځان کم و نه ګڼي؛ ځکه افغانستان د ټولو ښو تاریخونو زانګو ده. موږ بايد دېرش، څلوېښت کاله په نظر کې و نه نیسو چې جګړه وه؛ آن که د افغانستان یو موټی خاوره هم پاټې وي، موږ يې باید د بیارغونې په هڅه کې اوسو.

لساني: اغلي شجاعي غواړم له تاسو څخه د ښځینه او نارینه لیدلوريو په اړه واورو؛ د مثال په توګه د مسالو پر وړاندې ښځینه لید ډول دی او نارینه لید بل ډول دی. هغو کارونه چې تاسو کول له هغو کارونو سره يې چې ستا هم‌رتبه نارینه وو کول، څه توپیرونه درلودل او څه ډول وو؟

شجاعي: هغه موضوع چې ټولې نړۍ هم تصدیق کړي ده دا ده چې ښځې زړه سواندې دي. ښځې په جرمونو کې لږ برخه اخلي؛ ځکه چې ښځې د روحي او رواني جوړښت له مخې دا نه خوښوي چې څوک ووژني او قاتلانې شي. ښځې دا نه خوښوې چې جرم او جنایت وکړي. اداري فساد نه خوښوي، د بډو په اخیستلو او ورکولو کې برخه نه اخلي؛ نو زه فکر کوم چې ښځې چې د ټولنې نیمه برخه ده، باید په هره کچه ونډه ولري. پورته مواردو ته په پام په ټولنه کې د ښځو ګډون سل په سلو کې د ټولنې په ګټه دی او مثبته پایله ترې لاسته راځي. اجازه راکړئ ووایم، ښه ده چې موږ خپلو مېرمنو ته هغه ارزښت ورکړو چې له يوې ملکې سره ښايي. ښځو ته اجازه ورکړئ چې کار وکړي، ځان ثابت کړي او ټولنه بشپړه کړي.

لساني: که د مثال په توګه پر همدې موضوع بحث وکړو، تاسو خپلې تجربې ته وګورئ، چې یو نارينه قوماندان یا مدیر چې پر همدې بست او رتبه وای څنګه چلند به يې کاوه او تاسو، چې یوه مېرمنه وئ، څه ډول چلند مو وکړ؟

شجاعي: کله چې مې پر لوړو پوستونو کار وکړ، تل مې لومړی د خپل وطن اړه فکر کاوه. ما هڅه کړې ده چې د خپل هېواد د وضعیت د ښه کېدلو لپاره مثبت ګام پورته کړم او د خپل هېواد نورو خویندو او مېرمنو ته بستر هوار کړم اړ زمينه ورته مساعده کړم. ما خورا ښه او له خواخوږي ډک چلند کاوه، کله به چې هر څوک زما دفتر ته راتلل په ورین تندي مې ورسره چلند کاوه.

لساني: که شخصي خبرې وکړو، تاسو یوه جنراله او نظامي وئ. جنرالان او نظامیان د چلند ځانګړې طریقه لري. ایا تاسو په کور کې له خپل پلار، مور، ورور او خور سره هم جنراله یاست؟

شجاعي: نظام داسې دی چې موږ باید یو ځانګړی نظامي شخصیت ولرو، خو په کور کې زه د امکان تر حده هڅه کوم چې د کورنۍ لور او خور و اوسم. زما نظامي دندې او مسلک به زما پر چلند بې اغېزې نه وي، ځکه چې زه ډېر کلونه په نظامي چاپیریال کې وم. کله ناکله مې مور په خندا راته وایي چې جنرال صاحب په کور کې جنرالي مه کوه. ماته خندا راځې چې خامخا تېروتنه را نه شوې ده. یعنې کله نا کله بې پامه قومانده را څخه کېږي؛ بيا دوی ټول خاندي. اغلې لساني، نظاميتوب په یوه لحاظ ډېر ښه دی، ځکه چې یو کس ډېر رښتینی، منطقي او د ژوند لپاره ډېر باثباته تربیه کوي. يعنې، تاسو زده کوئ چې له ستونزو سره څنګه مبارزه وکړئ. له حالات هر څومره ستونزمن وي، د انسان ځواکمنتیا ور سره زياتېږي.

لساني: په ټولو هغو دندو کې چې کړې مو دي، ستاسو کومه دنده ډېره خوښېدله؟

شجاعي: ټولې دندې مې خوښېدلې، خو یو وخت مې هغه دنده ډېره خوښېدله چې له خپلو همنوعو سره کار وکړم. له چا زده کړه وکړم او یو څوک له مازده کړه وکړي. فکر کوم د ستاف نظامي کالج کې د جرم استادي مې تر ټولو ډېرې خوښېدله.

لساني: کومې دندې ته په بریالي کېدو ډېره خوشحاله وې، چې تر اوسه دې هم په یاد دي؟

شجاعي: کله چې د ښځينه ځانګړو ځواکونو قوماندانه شوم ډېره خوشحاله وم؛ ځکه چې ما هیله درلوده چې یوه کومانډو شم. زه په هېواد کې لومړۍ ښځينه کومانډو وم او دا زما لپاره یو لوی امتیاز و. البته، دا دنده له ډېرو ناخوالو سره مله وه؛ ځکه چې زما یوه خور د دندې له پای ته رسېدو وروسته مړه شوه. يعنې د خوښۍ په اوج مې د خپګان اوج تجربه کړ.

لساني: زه ستا د خور په مرګ ډېر خواشینئ شوم، ستا د خور ستونزه څه وه؟

شجاعي: د  نورون په نوم یوه ناروغي ده چې لومړی د بدن عصبي سیستمونه له منځه وړي، بیا د بدن عضلات او ماهیچه له منځه وړي او بیا ټول بدن فلج کېږي. په دې ناروغي کې تنفسي سیستم رنځورېږي او بدن له داخله له منځه ځي. ساري ناروغي نه ده. دا په کورنۍ کې د واده له امله رامنځته کېږي. زما مور او پلار د یوې کورنۍ وو. موږ هغه د درملنې لپاره هندوستان ته هم بوتله؛ خو بې ګټې وه.

لساني: زه په واقعیت سره په دې موضوع ډېر خواشینی یم، الله دې اروا ښاده لري، ته څه هیله لرې؟

شجاعي: هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د دفاع وزیره شم.

لساني: ډېرعالي، تاسو وویل د دفاع وزیره، که تاسو د سقوط په وخت کې د دفاع وزیره وای، بیا مو هم اجازه ورکوله چې هېواد سقوط شي؟

شجاعي: زه تل له ځانه سره وایم چې که د سقوط پر مهال د افغانستان د دفاع وزیره وای، هيڅکله به افغانستان دې حالت ته نه وای رسېدلی. کله چې ولسمشر وتښتېد، داسې یو قوماندان او کاریزماتیک مشر ته اړتیا وه چې ټول ځواکونه او خلک سره همغږي کړي او تر وروستۍ شېبې پورې مبارزه وکړي او زه ډاډه وم چې که زه د دفاع وزیره وای، افغانستان به هيڅکله سقوط نه و کړی. د ولسمشر له تېښتې وروسته باید مارشل‌لا، يعنې نظامي حکومت اعلان شوی وای، خو له بده مرغه کله چې ولسمشر وتښتېد، قوماندانان هم وتښتېدل. خلک، عسکر، سرتېرې او چارواکي بې مشره پاتې شول. هیڅوک نه وو چې دوی ته لارښوونه وکړي؛ له همدې امله ډېر ژر منحل شول. په داسې حال کې چې موږ تازه نفسه جنګي ځواک درلود چې د وینې تر وروستي څاڅکي پورې یې جګړه کوله. اوس زما وروستۍ خبره دا ده چې موږ باید افغانستان بیا ودان کړو. د افغانستان خلک له ټولو ستونزو تېر شوي او اوس زموږ خلک د جګړې، زده کړو او کار په برخو کې تجرې لري، چې باید د هېواد د ابادي په ګټه ترې کار واخلو.

لساني: هو، لکه څنګه چې مو تاسو ته وويل او تاسو خپل ټول فعالیتونه بیان کړل. تاسو خپلې وړتیاوې په غوره ډول وکاروئ، ځکه چې دا فطري وړتیاوې د هر انسان په وجود کې زېرمه شوې دي. ستاسو په څېر افغان مېرمنې له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره له خپلو وړتیاوو څنګه اغېزمن کار واخلي؟

شجاعي: زما په اند د افغانستان مېرمنې باید لومړی پر خپلو پښو ودرېږي. ځانونه مالي خپلواکۍ او بسیا کولو ته ورسوي. که پر مسلک نه پوهېږي، په مسلک پسې دې لاړې شي، که مسلک لري، خپل مسلک دې پراخ کړي او پرمختګ دې پکې وکړي. هر ډول چانس یا مرسته لومړی له کورنۍ څخه پیل کېږي، د کورنۍ له ټولو غړو څخه ګټه واخلئ. د هرې موخې او هر فکر لپاره چې د دوی د پرمختګ لامل کېږي او دوی یې په ذهن کې لري، باید حل‌لاره ورکړي او ټولې لارې وکاروي؛ حتی که له ناکامۍ سره مخ شي، نه دې مایوسه کېږي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره دې تر مرګه مبازره وکړي.

لساني: ستاسو د خبرو په تعقیب، یوه هغه مساله چې د ښځو په پیاوړتیا کې رول لري اقتصادي خپلواکي ده، خو په کليو اوبانډو کې ښځې ټوله ورځ او شپه په کور او ځمکه کې کار کوي، خو دوی د خپل لاس تڼاکې پر پیسو نشي بدلولای. موږ پوهېږو چې پیسې خلکو ته ځواک ورکوي او نارینه خپل ځواک له پیسو ترلاسه کوي او دا د ښځو لپاره لویه ستونزه ده، چې باید د حل‌لاره ورته ولټول شي. اوس مهال د کليو او باڼډو ښځې په خورا بد حالت کې دي.  

بله پوښتنه چې زما په ذهن کې راغله، تاسو وویل چې تاسو د کندهار، کاپیسا، جلال اباد، بامیان او دایکنډي په ګډون مختلفو ولایتونو ته سفر کړی دی. په هر ولایت او آن په هر کلي کې د کلتوري تنوع په پام کې نیولو سره، تاسو په مختلفو ولایتونو کې ښځې څنګه و موندلې؟ څه توپیرونه یې هم درلودل؟

شجاعي: هغه ښځې چې ما په ولایتونو کې ولیدل، په څو کټګوریو مې و ویشلې. په لوستو، نیمه لوستو او نالوستو ښځو چې دا هم ويلای شم په ټیټه، منځنۍ او لوړه کچه مې ووېشلې. کله چې ما ولایتونو ته سفرونه کول، تر ټولو زیاتې لوستې نجونې په مزارشریف، جلال اباد او بامیان کې وې. يو وخت د ځینو ​​ولایتونه لکه دایکنډي ښځو د خرابو مواصلاتي لارو له امله د زده کړو اسانتیاوې نه درلودې، خو اوس دایکنډي هم ډېر ښه شوی دی. هغه وختونه چې ما ولایتونو ته سفر درلود، د سواد کچه ډېره ټیټه وه، د بېلګې په توګه په کندهار کې ښځې محدودې وې، له همدې امله بې سواده وې. هغوی ان له ګرځېدلو هم محرومې وې او که بهر هم وتلې؛ نو له محرم او چادرې سره به ګرځېدې. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه دومره ډېر وو چې ښځې يې له زده کړو محرومې کړې وې. په سویل، لکه هلمند او خاص روزګان کې ډېر زيات محدودیتونه وو او آن ښځې د سودا لپاره بهر نشوې تلای، آن موږ په بازار کې ښځه و نه لیده.

لساني: هغوی باید څنګه مبارزه وکړي؟

شجاعي: دوی باید بندیزونه مات کړي. لومړی بايد له خپلو کورنيو پیل وکړي. دوی بايد کار وکړي، زیار وباسي او د افغانستان ټولنه باید ښځو ته د زده کړې زمینه برابره کړي. د نجونو ښوونځي باید ډېر شي. ښځو ته بايد حرفې فعالې شي لکه د سینګارتون، خیاطي او پخلي کورسونه او هغه مسلکونه چې د مېرمنو لپاره ګټور وي. په دې ډول به دوی په راتلونکي کې سوداګري وکړای شي او مالي خپلواکي به ترلاسه کړي چې دا هم د افغانستان په حکومت پورې اړه لري.

لساني: اغلې شجاعي دلته دوې مسالې دي: له یوه اړخه بايد خپله مېرمنې هڅه وکړي، زیار وباسي، قرباني ورکړي او بنديزونه مات کړي. له بله اړخه باید موږ پر خپلې ټولنې کار وکړو او د ټولنې د ښځو ضد کلتور بدل کړو. موږ باید د ټولنې کلتوري کلیشې له منځه یوسو. ستاسو په نظر دا مبارزه څنګه کولای شو؟

شجاعي: موږ باید د نړۍ په کچه له ټولو افغان مېرمنو سره همکاري وکړو. هغه ښځې چې ليکوالانې دي بايد ليکنې وکړي. هغه ښځې چې سندرغاړئ دي بايد د افغانستان ښځو د ټولنيزو ستونزو په اړه سندرې ووايي او خپرې يې کړي او هغه ښځې چې رضاکارانې، سوداګرې او فیمینیسټې دي بايد له افغان ښځو سره مرسته وکړي. زه فکر کوم چې ښځې د ښځو په وړاندې ډېرې مهربانه دي او د ښځو لپاره لومړی کار دا دی چې په کور دننه او نړیواله کچه له ښځو سره مرسته وکړي. همدارنګه د افغانستان راتلونکي متعهد او پرهیزګاره نارینه او وروڼه چې غواړي د افغان خویندې او ښځې په یوه ښه، هوسا او خوشحاله ځای کې وویني، له ښځو سره دې مرسته وکړي، د دوی تر څنګ وي او ملاتړ یې وکړي. کله چې موږ مرسته وایو، هرڅوک سملاسي فکر کوي چې زه اقتصادي مرسته يادوم، يا دا چې را دې شي او یوه میاشت دې خواړه ورته چمتو کړي. یو چینایې متل دی چې وایي:« چا ته تيار کبان مه ورکوئ، بلکې کب نیول ور زده کړئ». کله چې موږ وایو چې راځئ نجونو ته ښوونځي جوړ کړو، د دې مانا دا ده چې تاسو هغوی ته د کب نیولو درس ورکوئ. موږ همدا وايو چې د کب نیولو مانا دا ده چې نجونو ته ښوونځي، پوهنتونونه او روغتونونه جوړ کړي.

لساني: البته، کله چې موږ وایو چې مبارزه وکړئ، موخه مو دا نه ده چې موږ ښځې د نارینه وو پر وړاندې دروو او له هغوی سره يې ټکر کوو. همدارنګه زه فکر کوم، لکه تاسې چې وویل، نارینه او ښځې باید یو د بل تر څنګ موازي پر مخ ولاړ شي، یو له بل سره مرسته وکړي او په ګډه خپله ټولنه جوړه کړي. نارینه د ښځو په ځواکمنتیا کې لوی رول لولای شي. دوی ته ښايي چې د ښځو ملاتړ وکړي، د هغوی لپاره ننګونې او خنډونه جوړ نه کړي.

ښه، اغلي شجاعي، خبرې ډېرې زیاتې دي، خو د پروګرام په پای کې غواړم ستاسو وروستی پیغام واورم.

شجاعي: غواړم یو لنډ مطلب درته وړاندې کړم. تر هر څه لومړی غواړم له تاسو ګرانې لساني څخه مننه وکړم چې د ښځو په برخه کې ډېر زیار باسئ او خپل پور ادا کوئ. کور مو ودان. زما وروستۍ خبره دا ده چې زه فکر کوم ټولې نړۍ پرېکړه کړې چې باید په حکومت یا ادارو کې ښځې په مشرتابه کې وي، څومره ښه ده چې د افغانستان ښځې هم راشي او په دې موضوع کار وکړي. پلان و سنجوې قوي او ځواکمنې تګلارې ولیکې. دا ځل هڅه وکړو چې د افغانستان ولسمشره یوه پیاوړې او بااحساسه ښځه شي چې نوی تاریخ جوړ کړي. ښځه سوله راوستلای شي، هېواد بډایه کولای شي، د افغانستان په نوم په یوه جغرافيايي سیمه کې ټول ټولنیز قشرونه او طبقې یوځای کولای شي، چې له ټولو سیاسي، ټولنیزو او کلتوري ستونزو څخه خلاصون ومومي.

لساني: مېرمن شجاعي ستاسو پيغام د راتلونکي لپاره و، چې د طالبانو له دورې وروسته باید همداسې وي. زه غواړم چې هغو افغان مېرمنو ته تاسو خپل پیغام ورسوئ چې دا مهال په افغانستان کې دي او د طالبانو په څېر ډلو په وړاندې مقاومت کوي، مبارزه او مظاهره کوي چې د همدغو اتلو ښځو حضور د دې سبب شوی دی چې د افغانستان مساله هېره نشي. که نن د افغان ښځې غږ غلی وای، د افغانستان مساله به بشپړه هېره شوې وه؛ خو ښځې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي او خپل غږ رسنیو ته رسوي. له همدې امله نړۍ افغانستان او د افغان ښځې  او د هغوی ستونزې ویني، دغو اتلو مېرمنو ته ستاسو پیغام څه دی؟

شجاعي: اتلو ښځو ته زما پیغام دا دی چې که له مبارزې ستړي نشي، بریا زموږ ده. نړۍ چې تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، دليل يې دا دی چې د افغان ښځو حقونه یې نه دي ورکړي. دوه کاله کېږي چې نجونې له زده کړو منع دي. زموږ دغو انقلابي مېرمنو طالبان  ننګولي دي، تر وروستۍ شېبې به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو هڅې کوي، غلي به نه کېني، انشاالله دا ظلم به پای ته ورسېږي.

لساني: ډېره مننه، خبرې مو ډېرې عالي او ګټورې وې. له وخت راکولو مو بیا هم مننه چې خپلې خبرې مو له موږ او د شیشه میډیا له لیدونکو، اوریدونکو او لوستونکو سره شریکې کړې. هیله‌منه یم چې د ژوند په ټولو برخو کې بریالۍ شئ او ان شا الله یوه ورځ به په افغانستان کې سوله راشي او ته به د افغانستان جنراله، د افغانستان د کورنیو چارو وزیره او د افغانستان ولسمشره یې.

همدارنګه د شیشه میډیا له ټولو لیدونکو، اورېدونکو او لوستونکو مننه؛

 خدای مو وساته!

Share via
Copy link