رازي محبي له شیشه میډیا سره په خبرو کې:

Image

پام دې وي، ښکلا ماتېدونکې ده!

کوربنه: نسرين حسني

نسرین حسیني: درنو لیدونکو سلام.

نن د هېواد د یوه ښه هنرمن ښاغلي رازي محبي په خدمت کې يو. غواړو له هغه څخه واورو چې څوک دی؟ څنګه د هنر پر لاره راغلی دی، مزل یې کړی او دغه بریالیتوب ته رسېدلی دی.

سلام تاسې ته، خوشحاله یم چې ستاسې په خدمت کې یم.

رازي: تاسې ته هم سلام؛ زه هم ډېر خوشحال یم چې کلونه وروسته، له لرې واټن څخه، تاسو وينم.

نسرین: ژوندي اوسئ. زه هم ډېره خوشحاله یم؛ ځکه تاسې مې په هنر پېژندلي یاست او زموږ ویاړ یاست.

رازي: اوس زه ستاسې په خدمت کې یم او هڅه کوم چې خپرونه مو د لیدونکو خوښه شي. هیله ده داسې لوبه وکړو چې ټول پکې بوخت شو.

نسرین: ډېرښه. ستاسې په خدمت کې يو. را ته وواياست چې څوک یاست او څنګه مو د هنر پر مسیر پښه کېښوده او دغومره بریالیتوبونو ته ورسېدئ؟

رازي: د ځان ډېر دقیق تعریف نه لرم. دا دې اوس پاتې وي. همداسې به مخکې ځو، کېدای شي ځينې خبرې خپله را پيدا شي. زه د غزني په جاغوري ولسوالي کې، هغه مهال وزېږېدم چې جګړه پيل وه. څه موده په کابل کې وم. دلیل يې دا و چې پلار مې تر ډېره په ښار کې و او کارونه یې هلته وو. د جګړې تر پيل وروسته موږ بېرته جاغوري ته لاړو. هلته وو. وروسته پاکستان ته لاړم. بیا ایران او بېرته څو ځله وطن ته لاړم. وطن ته وروستي سفر، چې ډېر راته په زړه پورې و، د ۲۰۰۱ په وروستیو کې و، چې تر ۲۰۰۷ پورې یې دوام وکړ. دیارلس کاله په ایټالیا او دوه نیم کاله په انګليستان کې وم. اوس بیا په ایټالیا کې یم. دا یو لنډیز و، اوس که وخت وي چې توضیحات درکړم.

 نسرین: هو؛ حتماً. غواړو پوه شو چې څنګه د هنر پر مسیر برابر شوئ؟

رازي: هغه مهال چې په جاغوري کې وو، پلار مې یوه لویه کلا لرله. دې کلا تر شلو- دېرشو زیاتې کوټې لرلې؛ ځکه زموږ کورنۍ لویه وه. هغه وخت موږ څه باندې څلوېښتو تنو یو ځای ژوند کاوه او پر یوه دسترخوان مو ډوډۍ خوړه. د دې کلا په یوه څنډه کې مې پلار یوه خونه لرله. د هغې خونې څلور خواوې ښیښه‌یي وې چې موږ اُرسي ورته وايو. برجونو کړکۍ ډېرې لویې وې. له هغه مو ځایه ټول کلی، باغونه او کروندې تر نظر لاندې وې. زه به معمولاً له پلار سره وم. د کورنۍ نور غړي به د کلا په بله څنډه کې وو. د شپې که به د پلار له څنګه- چې ورپسې خپه کېدم هم- د نورو خوا ته تلم، باید اوږد واټن مې وهلی وای. په دغه واټن کې ټول حیوانات وو، تیاره هم وه.

 موږ څو غواوې لرلې، زه ور څخه وېرېدم. کله به چې راغلم او وېرېدم به، ټول حیوانات مې په خپل تخیل کې، د دېوال د مخ پر یوه پرده نقاشي کول او ګومان مې کاوه چې ټول حیوانات په یوه تابلو کې دي. ما به په دې ډول خپله لاره نیوه، چا به کار نه را باندې درلود.

 ډېرکوچنی وم. کله داسې کېدل چې ساعتونه- ساعتونه په دې تخیل کې پاتې کېدم. که به د کوم حیوان غږ پورته شو، زما د تخیل لړۍ به ورسره وشلېده. بيا مې نو بايد ټولې تابلوګانې له سره جوړې کړې وای، بیا باید کومه پېښه نه وای شوې، چې له دغه واټنه تېر شوی وای. چا پر ما اندېښنه نه کوله؛ پلار به مې فکر کاوه چې زه له مور سره یم او مور به مې فکر کاوه چې له پلار سره یم. ممکن زه په شپو او ساعتونو په دغه مسیر کې له حیواناتو سره پاتې وای، په ذهن کې مې تابلوګانې جوړولای او که ورانې شوې وای، بيا به مې له سره جوړولې؛ ځکه تیاره زیاته وه، وېرېدم چې له څه شي سره ټکر نشم.

 په لومړي ځل چې مې ځان اوبو ته واچاوه، پام مې شو چې پکې لمبلای شم. په لومړي ځل چې مې قلم په لاس کې ونیوه، پام مې شو چې په اسانۍ سره نقاشي کولای شم.

نسرین: يعنې له دې پرته چې استاد ولرئ؟

رازي: هو. زه اصلاً نه پوهېدم چې نقاشي څه شی دی؛ ځکه هغه مهال ښوونځی نه و. زه چې دویم ټولګي ته لاړم، انقلاب شو، ښوونځي وتړل شول. موږ د نقاشي په نوم څه نه لرل. پلار مې هڅولم، خو ویل یې پام کوه چې سترګې دې کمزورې نشي.

په لومړي ځل چې مې نقاشي وکړه، ځان مې کشف کړ. هغه مهال په یوه اخندي مکتب کې وم. کله چې هلته لاړم، له روسانو سره د جګړې وخت و، خلک شهیدانېدل. ما د هغوی تصویرونه نقاشي کول، پر تشویق سربېره یې پیسې هم راکولې.

کار کول او پنځول مې هم‌مهاله زده کړل. وروسته پاکستان ته لاړم، هلته مې هم لږ کار وکړ. بیا ایران ته لاړم، هلته مې دغه کار ته ښه ډېر وخت ورکړ، ومې لوستل، تجربه مې کړل او هغو شیانو ته ورسېدم چې ځان او خپل احساسات مې پکې بیاناوه.

 دا اوس هم چې کله په حساسو شرایطو کې يم، لیکل نشم کولای. کله چې غواړم ځان توضیح کړم، په نقاشي، خط خطي کولو او نورو هنرونو خپل ځان بیانوم، هغه هم له اضطراب، استرس او رنځ پرته.

نسرین: هنرمن سړی يعنې همدا نو!

رازي: زما د نقاشي داستان همداسې پيل شو. وروسته مې بېلابېل فورمونه او تکتیکونه لکه د اوبو، روغني رنګ، مشواڼۍ او سکرو نقاشۍ وکړې. دا کارونه مې په شوق کول. وروسته مې کارونه کم کړل؛ ځکه په وخت نه پکې پوهېدم. ځينې وخت به مې ځانته چای راووړ، خو چې غوړپ به مې ترې وکړ، ډېر به سوړ شوی و، پوه به شوم چې ډېر وخت تېر شوی دی.

 یو وخت مې ملګري راتلل، کیسې یې کولې، خو زما یې خبرو ته نه پام کېده. مثلاً؛ یو وخت مې دوشنبه او سه شنبه نقاشي کوله. که به مې څلوېښت ساعته هم خوب و نه کړ، د وخت پر تېرېدو نه پوهېدم. ګومان مې کاوه چې څو ساعته را باندې اوښتي دي. وروسته، له دا ډول کاره ووېرېدم او ځان مې ترې لرې کړ. د سېنما پر لور لاړم؛ البته دا ښه تصادف و. نقاشي هم د سېنما پر لور په تلو کې ډېره مرسته راسره وکړه.

نسرین: بیا نو ممکن چې عشق او مینه همداسې تعریف کړو.

رازي: هو. دا د مینې یو ډول دی چې انسان ځانته را کاږي، خو د دوو انسانانو ترمنځ له مینې سره لږ فرق لري. د دوو انسانانو ترمنځ په مینه کې باید یو شور، شوق او هیجان موجود وي چې په دغو شیانو پيل شي او تر ډېره په شهوت کې تجسم پيدا کړي. وروسته باید یوه صمیمت ته ورسېږي. په درېیمه ضلع کې، باید دواړه لوري د دغه شور او شوق د زېږولو تر وړتیا ورسېږي؛ دغه حالت وساتلای شي او قوي یې کړي؛ ځکه دا د مینې اساسات دي. مینه یا وي، یا نه وي. که وي، ښه که نه درد، رنځ او کړاو رامنځته کېږي. موږ ټولو د یوې مینې استعداد تجربه کړی، خو له بده مرغه چې زموږ د ډېرو مینو پايلې سقط کېږي.

 نسرین: د انسان او هنر د مینې ترمنځ نو فرق څه دی؟

رازي: له هنر سره مینه لېوالتیا ده. هغه لېوالتیا چې هنرمن د هنر خوا ته ور کشوي، هنرمن یې د هنر خلق کولو پر وخت خوښي حس کوي، هغه ډېر خوښېږي، خپله خوښي له نورو سره هم شریکوي.د خوښي حس، د ښایست په فورم کې تکثیرېږي. هنرمن متوجه کېږي چې ښکلا ترې ماته نشي؛ ځکه ښکلا د هستۍ فورم دی او هستي په حقیقت کې ښکلې ده.

 ما څو کاله په دې اړه څېړنه وکړه چې څوک یم او په کوم وخت کې هنرمن یم؟ لس کاله مې څېړنه وکړه او په پينځو کلونو کې مې یو کتاب ولیکه چې نوم یې« شاه هیچستان» دی. د دې ترڅنګ مې د هیچستان، شهروندان هیچستان و سیب او انار آبي په نومونو درې فلمونه هم جوړ کړل. پوښتنه مې دا وه چې زه ولې زه یم؟ څه شي له ما، زه جوړ کړی يم؟ پینځه کاله مې لیکل چې لږ ارام شوم. زما پام شو چې د ځان د درک لپاره، داسې ریفورمنټ ته اړتیا لرم چې په مرسته یې ځان وپېژنم او ومومم.

 په ځان کې مې د لټون د پيل هیله، خیال او لېوالتیا وموندله. پوه شوم چې کله د یوه شي هیله کوم، له ځانه پوښتم چې هیله مې را ته څه ويل غواړي؟ هغه شیان چې زه یې هیله کوم، یا هیله مې غواړي راته ووایي چې ته د دغه شي استعداد لرې.

 که دې ځينو نورو پېښو ته پام شي او ویې څارې، دغه هیله او استعداد په واقعیت بدلېږي. په یوه پروسه کې چې هیله تخیل، تخیل تعقل او تعقل عمل ته رسېږي، هلته په وجود کې فکر او احساس له عمل سره اړیکه لري.

دغه راز، هیله او لېوالتیا، څه راته وایي؟ ما ته دا مهمه وه چې لېوالتیا را ته څه ويل غواړي. له یوه شي سره چې دې لېوالتیا پيدا شي، په دلیل یې نه پوهېږې چې څه شی دی، خو له هغه سره لېوالتیا لرې او هماغه لور  ته کشول کېږې.

 که خپله لېوالتیا پيدا کړې، دغې لېوالتیا ارادې او اراده ارزښت او هدف ته رسېږي. کله چې هدف ته نږدې کېږو، څرګندېږي چې هدف ته رسېدل ستراتېژي غواړي.

ستراتېژي يعنې ستا هدف، ته باید یوه نقشه ولرې. يعنې هغه ټولې لارې چې تا هدف ته رسوي. وروسته تر ټولو مناسبه لاره ټاکې؛ ځکه ته په هم مهاله توګه له سلو لارو هلته نشې رسېدای. په درېیم ګام کې باید پروګرام ولرې. يعنې وخت سره ووېشې. په یوه شېبه کې هدف ته نه رسېږې. باید کال په میاشتو، میاشتې په ورځو، ورځې په ساعتونو، ساعتونه په دقیقو ووېشې.

 په دې ډول هغه څه ته رسېږې چې غواړې یې. زه خپل ځان ته داسې وایم:« په لومړي ګام کې اړتیا ده چې خپله لېوالتیا پيدا کړم. بیا د لېوالتیا جهت، يعنې مخ مې لېوالتیا ته واړوم، دا راته کافي ده.» که داسې مې نه وي کړي، هیڅ هم نه کېږي، خو که خپله لېوالتیا او د لېوالتیا جهت پيدا کړم، ممکن ورته د رسېدو په لاره کې تېروتنه وکړم. د کږو کوڅو له لارو لاړ شم. که مې تېروتنې تکرار نه کړم، را ته تجربه به شي. تجربې به مې ما د خپلې لېوالتیا پر لور نږدې کړي، خو که مې لېوالتیا پیدا نه کړم، په هزاره ګۍ اصطلاح «راه نرفتم، جغول کردم». یا د چارپای په شان به« پر خپل ځای را څرخېږم».

 زه په ۴۵ کلونو کې اکثره پر ځان او خپل ځای را څرخېدلی یم. زه پر لاره نه یم تللی، خو همدا چې پوه شوم، دا دومره کلونه پر ځان څرخېدلی یم او بوخت وم، ارام یې کړم. ومې ویل:« تېر باید پرېږدې چې تېر شي، داسې نه چې درسره پاتې شي او عمري ملګری دې شي». دا چې اوس هم له خوبه ویښ او له کوما ووځې، بیا هم د شکر ځای دی. دا څه موده هم چې پر لاره ځې او ښایستونه وینې، ډېره ده.

نسرین: هو چې لېوالتیا نه وي، حرکت هم نشته.

رازي: هو. همدا خبره وه. زه فکر کوم چې د انساني ټولنې په ژوند کې څو لویې پېښې شوې دي. یو ځل موږ په ځنګل کې وو، ورنه وواتو، کلي ته راغلو، له کلي ښار ته راغلو او له ښاره ډیجيټل نړۍ ته د کډې وړو په حال کې يو.. له یوې خوا د دې پېښو په لیدو نېکمرغه یم، خو له بلې خوا زر نورې ستونزې وينم. زما ماغزه کلي، ښار او ډیجيټل نړۍ ته د تلو شاهد دي. له یوې خوا دا هم ښه ده چې یو ذره یې درک کولای شم.

 د حافظ په قول چې وایي: «در بزم عیش یک دو قدح درکش و برو…» دا یې ښه ده، خو له بل لوري ستونزې هم لرم.

 زه داسې سړی نشم کېدای چې ټول په کلي یا ښار کې ژوند کوي، یا له ډیجيټلي امکاناتو سره اتوماتیک شم. د زوی غوندې مې نه یم چې ډیجيټل یې ورځنی ژوند شوی دی. د ډیجیټل په اړه زما او د هغه درک، ډېر توپير سره لري. زه باید هغه د دویمې ژبې په توګه زده کړم، خو هغه ته بیا مورنۍ ژبه ده. زه چې هرڅه وکړم بیا هم خپله لهجه لرم او د دې نړۍ درک را ته ستونزمن او ناراموونکی دی. زه په دې تولیدي او چټکه نړۍ کې، ارامتیا دا ګڼم چې ډېر وپنځوم، لږ فعالیت او کار وکړم.

 کار يعنې دا چې ته باید یو میاشتینی عاید ولرې. دا چې دا عايد له کومه راځي، فرق نه کوي، خو دا عاید باید پلان شوی وي، څرګند او د وړاندوینې وړ وي، هره میاشت باید د یوه کار په بدل کې یوه اندازه پیسې ترلاسه کړې او څښتن یې شې، مالیات یې ورکړای شې، خپلې لومړنۍ اړتیاوې هم پوره کړې، دا د کار اساس دی.

 بیا فعالیت وکړې چې خپلې ټولنیزې اړتیاوې پوره کړې. تر هغه زیات باید خلاقیت وکړې چې خوښ اوسې؛ ځکه خوښي په ښه خلاقیت او پنځونه کې ده. پنځول بې بایللو لوبه ده، په دې لوبه کې ګټل او رقابت هم نشته.

 زه فکر کوم یوازې په هغو شېبو کې هنرمن یم چې خوښ یم او په هغو شېبو کې خوښ یم چې تخلیق کوم. په هغه شېبه کې چې تخلیق کوم، خوښ نه یم، خو پر تخلیق فکر کوم، دا سخته ده او زه خوښ نه یم. یوه بله شېبه ده چې زه پکې خوښ نه یم او ان دردمن  يم، هغه شېبه ده چې نه تخلیق کولای شم او نه یې فکر کولای شم. په دې وضعیت کې دردمن یم. د درد خاصیت دا دی چې انسان په حرکت راولي او وایي« له دې شرایطو ووځه! په دې شېبو کې نو درد نعمت کېږي».

 زه زجر او رنځ ته اړتیا نه لرم، خو له بده مرغه په ذهن کې ورته ځای لرم او هڅه کوم چې برخه یې کمه شي. دا د هنري ژوند څرخ دی چې تاوېږي.

 یوه شېبه احساسوم چې انسان یم. په هغه شېبه کې احساسوم چې داسې انسان یم چې پرېکړه کولای شم، تېروتنه نه کوم او دا ډېرې کمې شېبې شي. نور نو یو حیوان یم، هڅه کوم چې ژوندی پاتې شم.

 له هنر سره د انسان اړیکه ډېره نږدې ده؛ ځکه انسان پرېکړه کولای شي او هنرمن تخلیق کولای شي. هغه څوک چې پرېکړه او تخلیق کولای شي، خوښ هم پاتې کېدای شي. خوښي باید له نورو سره شریکه کړل شي. خلاقیت یوه ښایسته لوبه ده؛ د دې لوبې درک او خلق کول، د مهربانۍ او عشق ژبه غواړي.

نسرین: دقیقاً؛ هرڅوک، که په هره برخه کې دي،چې کله خلاقیت نه لري، داسې احساسوي چې یو بې خاصیته کس دی.

 ګران رازي! زما په نظر تاسې د انسان او هنر اړیکه ښه درک کړې ده او ښه یې په اړه وغږېدئ. اوس راته ووایئ چې تاسې څه شي سېنما ته راکش کړئ؟

رازي: سېنما زما لېوالتیا ده؛ دلیل یې دا دی چې د هنر بېلابېل متفاوت فورمونه پکې یو بل ته رسېږي او دا یو بل ته رسېدل او سره غاړه کېدل ښکلا ده. ښکلا بیا له پاشلتیا، شورماشور او غوغا څخه ځان ژغورل دي. ما خپله لېوالتیا موندلې ده. کله چې دیارلس یا څوارلس کلن وم، دې پایلې ته ورسېدم چې ډېر کارونه نشم کولای؛ ځکه زه تل درس وایم. زه اوس هم په یوه بله برخه کې زده کړې کوم. دا زما د ژوند یوه برخه ده. زه پوه شوم چې درس ته باید ښه غوږ شم. داستاد خبره باید ښه درک کړم؛ ځکه چې باید عملي یې نه کړم.

 نسرین:عملي یې کړئ که یې نه کړئ؟

رازي: نه؛ چې عملي یې نه کړم.

نسرین: ولې؟

رازي: دا ډېره متفاوته خبره ده. په دې اړه ډېرو ځایونو کې ځواب نه ویل کېږي، مثلاً: که زه یو ډاکټر او ښه تخنیکي کس يم او دقیقاً د خپل استاد لارښوونې عملي نه کړم، ممکن ناورين را نه پېښ شي. زما پام شو چې زه هغه وخت د استاد خبره ښه اورېدلای او درک کولای شم چې عملي یې نه کړم او کار بل ډول وکړم.

 هنر یوازې په داسې وخت کې پنځېدلای شي؛ ځکه د ډېرو لویو خلکو شهکارونه، د هغوی د تېروتنو نندارتونونه دي. یوه شېبه د انسان حواس پاشل کېږي چې له یوه قانونه تېرېږي، یا یو محدودیت ماتوي. دا تېرېدل، وروسته د یوه شهکار او خلاقیت سبب کېدای شي.

 زه چې کله په دې پوه شوم، پسې روان شوم. ځينې محدودیتونه وو، ما سېنما غوښته، خو باید د ور رسېدو لارې مې پيدا کړې وای. هغه مهال په ایران کې شرایط ډېر سخت وو. زه هم چې پر پوهنتون او دغو شیانو ميين وم، د دې لپاره چې سېنما ته ننوځم، شل- پینځه ویشت کاله علمیه حوزې ته لاړم.

 د دې لپاره لاره دا وه چې باید ساختماني کارګر شم، پیسې پیدا کړم او درس ووایم. له دې پرته، د درس ویلو او حوزې ته تلو لپاره بله لاره نه وه. کله چې حوزې ته لاړم؛ نو دا چې په نقاشي هم پوهېدم، د داسې فرصت په لټه وم چې پوهنتون ته پرې ورشم.

 یوه پېښه وشوه، د شلو داسې کسانو لپاره چې له مخکې یې د لیکوالۍ، نقاشي، موسیقۍ او … نورو هنري برخو تجربه لرله، بورسيه اعلان شوه، ازموینه یې اخیسته، هر څوک چې بریالی کېده، بورسیه یې ورکوله. زه هم بالآخره خبر شوم، ازموینه مې ورکړه، پکې ومنل شوم. دا چې امکانات او درس ځانګړي وو، داسې خلک راغلي وو چې استثینايي چمتووالی یې درلود. زموږ کار ژر برابر شو، پيل مو کړ. کار او زده کړې مې دواړه هم‌مهاله کولې. دغه کار راسره مرسته وکړه چې په ښو کاري شرایطو کې له مصروفو خلکو سره بلد شم او وروسته په سېنما، ټلویزون او مستندو کارونو کې بوخت شم.

 ۲۰۰۰ کال پای ته ورسېد، خو موږ کار وکړ. له روایت فتح، صدا و سیمای ایران سره مې همکاري لرله، د طالبانو تر سقوط وروسته، افغانستان ته ستانه شوو. د مخکیني چمتووالي له مخې مو، کابل فلم تاسیس او پر کار پيل وکړ. وروسته یوه نړیواله ډله رامنځته شوه چې زه هم پکې وم. په دې ډله کې دیارلس- څوارلس تنه افغانان وو.

 ښاغلی مخمل باف او یوه بله مسلکي ډله، له ایرانه راغلي وو. د سمیرا مخملباف له پنج عصر او د صدیق برمک له اسامه فلم نه پيل شوه. وروسته عتیق رحیمي، د اوساوا فلم او د برمک اکرم دوپون فیلي فلمونه. زما یو ښه چانس دا و چې د دوی همکار وم.

 دا زما لپاره ډېر ښه فرصت و. خپله مې هم د لنډو فلمونو جوړول پيل کړل. دا مې د ژوند یوه استثنایي تجربه وه چې ما سېنما، له طرحې او فلم نامې لیکلو څخه پيل او د نړۍ په کچه له ډېرو لویو کسانو سره تجربه کړه. د دې ترڅنګ مې په دغه فرصت کې، ژوند له لومړنیو ورځنیو خصوصي مسالو، تر مرګه تجربه کړ؛ ځکه څو ځلې د نورو په نظر ووژل شوم او په یوه لرې ځای کې وغورځول شوم، خو قسمت دا و چې باید ژوندی پاتې شم او نور کارونه وکړم. ما، سېنما، ژوند او مرګ درې واړه څکلي، خوند مې ترې اخیستی او ستونزو ته مې حل‌لارې پيدا کړې دي.

 ما ته په فردي او عمومي سطحه، د دې فرصت او امکان و چې تېروتنه وکړم او له خپلوتېروتنو درس واخلم. همدا شان، په حساسو شېبو کې، چې اکثره د مرګ او ژوند ترمنځ ایسار شم، انتخاب وکړای شم، د تاوان بیه پرې کړای شم او خپله هم د انتخاب خوند او خوښي درک کړای شم، وروسته مې خوښۍ ووېشلای شم، درد او رنځ مې تعدیل کړای شم او له ځان سره يې وساتم، نه دا چې نورو ته يې ولېږدوم؛ ځکه کله چې درد او زجر زما نه خوښېږي، دا ډېره غیر منطقي ده چې له نورو زما د درد او ځور د خوښولو تمه وکړم او دا ورڅخه وغواړم چې پام ورته وکړي.

له ځانه مې پوښتل چې څه چې زه خپله نه غواړم نور ولې غوږ ورته ونيسي؟ پوه شوم چې نور خلک زما د درد او ‎ځور لپاره نه دي.

 نسرین: د هغوی خوښېږي چې وایې وري.

رازي: هو. وروسته، پوه شوم چې کولای شم، هغه حل لارې چې په خصوصي ژوند کې مې له درد او ځور څخه موندلې دې او هغه شرایط چې بدل کړي مې دي او ترې تېر شوی یم، له هغوی سره د شریکولو وړ دي.  هڅه کوم چې دا شریک کړم، البته که فرصت و. کولای شم، توضیح ورکړم چې د خصوصي ژوند حل‌لارې مې څه وې؟ تاسې ته په تمه یم چې پوښتنه وکړئ، زه څه ووایم؛ ځکه زه لګیا یم درته وایم، نه پوهېږم، ستاسې په اند کومو خبرو ته اړتیا ده؛ ځکه زه خپلې اړتیاوې وایم.

 نسرین: تاسې فرصت لرئ، هغه تجربې چې تاسې په خپل ژوند کې کړې دي له موږ او اورېدنکو سره شريکې ګړئ، ځکه یو درس دی. هم ستاسې لپاره چې درک کړي مو دي، پوهېدلي یاست او حل لارې مو ورته موندلي، هم د نورو لپاره د اورېدو وړ دي او فکر کوم چې موږ ټول باید یوه لاره او مسیر باندې لاړ شو، له ستونزو او ننګونو سره مبارزه وکړو، ځانونه پيدا کړو، چې وکړای شوو د خپل ژوند لاره ومومو او مخکې لاړ شو. تاسې ډېرې ښې او خوږې خبرې کوئ، زړه مې غواړي چې د پوښتنې پر ځای یوازې ستاسې خبرې واورم، یا ستاسې په خبرو کې د پوښتنې څه پيدا کړم او بیا يې وپوښتم.

 ښه نو، هنر دومره ساده نه دی چې څوک راشي، فلم جوړونکی او هنرمن شي. يعنې یو هنرمن خپله پر ډېرو لارو تللی وي، ډېر مسیرونه یې تجربه کړي وي، ډېرې لوړې- ژورې یې شاته پرېیښې وي، چې یوه ځای ته رسېدلی وي او یو تخلیق یې کړی وي، همداسې ده؟

 رازي:زما خصوصي تجربه دا ده چې زه د ژوند په لټه یم. نور شیان زما په اند یا وسیلې دي، یا تکنیکونه او یا پلمې دي، دغه پلمې د ژوند امکان او کیفیت زیاتوي؛ ځکه زه یقین لرم چې ژوند او مرګ سره تړلي دي او له موږ سره هماغه د زېږېدو له شېبې مزل پيلوي. مرګ حتمي دی. سمه ده چې ما خپل واقعي مرګ نه دی تجربه کړی، خو ورنږدې شوی یم.

نورو ویلي چې مرګ و، خو ما نه دی تجربه کړی؛ ځکه بیرته راګرځېدلی یم، خو د نورو مرګ مې لیدلی دی او له دې امله باور لرم چې مرګ یوه حتمي پدیده ده، خو ژوند یوه احتمالي پدیده. موږ چې هرڅومره په کم درده یا بې ځوره ژوند کې مړه شو، د ژوند د کیفیت احتمال مو هغومره پورته ځي.

 نسرین: هغه څنګه؟

رازي: د دې لپاره چې ځور په ذهن کې د هغه ځای ناستی دی. زجر یو ډول شرایط دي. که پکې ګېر شوې، هغه تر رنځ هم پورته دی. يعنې ته د هر څه په اړه بې تفاوته کېږې، هیڅ شی تا نشي خوښ کولای او هیڅ شی دې نشي غمجنولای، دا شرایط له تر ځور او ناروغي ور پورته دي. ماغزه پکې هنګېږي(قلفېږي)، معلومات اصلاً تجزبه او تحلیلولای نشي. په هغه وخت کې د ذهن حل لاره یوازې ځان‌وژنه ده.

 په دې یوازې هغه کسان پوهېږي چې ځان‌وژنه یې تجربه کړې او هیڅکله یې دا له چا سره نه دي شریک کړي. دا شرایط او تجربې د یوه آتش فشان په شان دي، موږ پکې یوازې لوګي او اور وینو، خو د تودوخې هغه شدت، ته چې په منځ کې یې دي، نه متوجه کېږو.

 د رنځ ځای په ذهن کې دننه دی، په باندنۍ نړۍ کې نه دی. یوازې د درد علت یې په باندنۍ نړۍ کې وي. کله چې مغز په دغو شرایطو او وضعیت کې د نه پاتې کېدو او ورڅخه د تېرېدو لپاره یوه حل‌لاره پیدا کړه، دغه حل‌لارې، د ژوند کیفیت جوړوي او د ژوند احتمال زیاتوي. کنه، له هرې شېبې او ستونزې سره چې مخامخ کېږې، د دې امکان شته چې نور ژوندی پاتې نشې، یا دې د ژوند کیفیت ډېر ښکته شي.

 په حقیقت کې درد، رنځ او زجر انسان نه پیاوړی کوي. ستونزې انسان نه پياوړی کوي، که انسان یوازې ستونزې ته دقت وکړي او خبرې پرې وکړي، ستونزې یې زیاتېږي.

 نسرین: نو څه وکړي؟

رازي: که انسان د هرې ستونزې پر حل تمرکز وکړي،څو حل‌لارې لري. هره حل‌لاره چې پيدا کوي، هره غوټه چې پرانیزي، د انسان مغز هڅېږي. له دغو حل‌لارو وروسته، هغه انرژي، خوښي او جایزه چې ماغزه یې انسان ته ورکوي، د ژوند کیفیت او احتمال ورسره، د ژوند پر واقعیت بدلېږي. ژوند خوند پيدا کوي. که د مرګ په حتمي والي او قطعي والي باور ونه کړي، د انسان توقعات لوړېږي او وجدان یې ټيټېوي، سترګې، غوږونه، خوله، لاسونه، خیټه او معده یې ټول خرابېږي.

که څه هم هغه له بدیو نه ډکېږي. دا د انسان وجود او ماغزه خواران دي چې باید زحمت وباسي، چې تا ډک کړي؛ ځکه ډارېږي چې له لوږې مړ نشې. په داسې حال کې چې ته ډک او پر نعمتونو ویده یې، خو ځورېږې. که د واقعي مرګ مانا درک کړې او ووایې یوه ورځ راځي چې ته یوازې ژوند ته، کیفیتونو ته یې او دې ته اړتیا لرې چې د خوښولو او خوښېدو وړتیا ولرې، له هغې وروسته پوهېږې چې نړۍ هم لویه او هم ښکلې ده، ته محدود یې او باید د دې ښکلا یوه برخه خپله کړې.

 نسرین: يعنې سترګې پرانیزه او هر څه ته په بل نظر وګوره.

رازي: هو. په دې اړه بیا غږېږم: اوس د «پلي فولنس» په نوم یوه تکنیک ته رسېدلی یم، دا تجربه کوم چې څنګه خپل درد، رنځ، وېره، غوسه، غم او د ګناه احساس کم او خپل رنځ او درد د زغم وړ کړم؟

له رنګ، رڼا، غږ، کلا، موسیقي، نڅا، کیسې اورېدو، کیسې کولو او له ځان سره یو ځای کېدو یوه لوبه ده. دوه- درې کاله کېږي چې پر دې کار کوم.

نسرین: د اورېدو لېواله یې يو.

رازي: هو. په انګلستان کې یې پايله مثبته وه. دمګړۍ پرې کار کوو، یو فلم مې ترې جوړ کړی. د تصویر تدوین بشپړ شوی، غږ او د غږ ډیزاین یې هم شوي، خو خپرېدو ته لا چمتو شوی نه دی. د نهایي کېدو لپاره یې په هڅه کې یم چې بشپړ شي، کولای شم شریک یې کړم.

نسرین: استاد، تاسې چې دا فلم جوړ کړ، څنګه او له کومې لارې یې غواړئ له خلکو سره شریک کړئ؟

رازي: دا فلم، مې څه باندې څلور کاله کېږي چې فلمبرداري کړی. کله چې يې تدوین بشپړ شي، د فیسټیوالونو او تلویزونونو له لارې به یې شریک کړم.

نسرین: که ممکنه وي د دې فلم په اړه مو لږ معلومات راکړئ؟

رازي: دا فلم د «پلای فولنس» په نوم دی. ډېر ټوټې- ټوټې دی. ډېر خوښ یم چې له تاسې سره يې په اړه غږېږم، د دې لپاره چې ستاسې د رسنۍ نوم شیشه میډیا ځان ته را جذب کړم، په شیشه کې ته ځان له بېلابېلو متفاوتو زاویو، په متفاوتو حالتونو کې وینې.پلای فولنس هم همداسې دی.

درې لوښي مې انتخاب کړي، یو ګیلاس، یو نعلبکی او یو قاب. په هغه ګیلاس کې قهوه اچوم، لږې شیدې او زعفران، قهوه څښو. بیا یو لوښی څرخوو او له انسانانو پوښتنه کوو، ورته ګورو چې د اوبو دغه څاڅکي څنګه څرخېږي؟ او هره شېبه يې څنګه دغه فورمونه په حرکت راځي، بدلېږي، کومسې بڼه غوره کوي او موږ یې څنګه وینو؟ هر ځل یې چې څرخوو، دغه بڼې بدلېږي، بلاخره یوه داسې ځای ته رسېږي چې د اوبو دغه څاڅکي وچېږي او نور بدلون نه پکې راځي.

 له دې وروسته، انسان کولای شي خپل ځای بدل کړي. که ځای بدل هم نه کړي، ګیلاس ښکته- پورته کولای شي او د خپل لید زاویه بدلولای شي. وروسته وايو چې دا د ژوند امکانات دي او ژوند هر څه لري.

 کله چې له یوه شي ستړی شوې، کافي ده چې خپل لیدلوری او د لید زاویه بدله کړې، هغه نوی کېږي او یوه نوې پېښه کېږي. ځان ته یو فرصت ورکړه، یو حرکت وکړه، داسې لکه موږ چې د اوبو یو څاڅکی يو، له یوه لوښي، بل ته اچول شوي وو او هغه وخت چې تویېږو، زموږ بڼه پيل شوې، په بله بڼه، هره شېبه بدلېږو.

 ژوند همدا دی. ما ژوند پر اوو- اوو کلونو وېشلی دی؛ د ژوند له لومړيو اوو کلونو تر درېیمو اوو کلونو، يعنې يوویشت کلنۍ پورې؛ زه باور لرم چې زموږ د ژوند فلم‌نامه ټوله همدغه ده. وروسته یې نور یوازې تکراروو یا پخوو.

 ورو- ورو ویده کېږو، خو ځينې خلک شته چې له دغې کوما او خوب څخه ویښېږي او پوښتنه ورته پيدا کېږي چې زه څوک یم او ولې دلته راغلی یم؟

 نسرین: او ځان پېژندنې ته رسېږي.

رازي: هو. دا شیان چې زموږ د ظاهر ښکارندوی دي، زموږ د ژبې، دین، فرهنګ او تر ډېره د زده کړې پایله ده. پوښتنه دا ده چې ددغو ظواهرو تر شا زه چېرته یم؟ دا یوه لوبه ده، یو مسیر دی. يو څوک خپله ځان په دغه مسیر کې پیدا کوي، یا يې نه پيدا کوي،یا یو ذره پيدا کوي، یا يې نه پيدا کوي. زموږ درد و ځور، یا د هغو د درک څرنګوالی، تر ډېره له همدغو یوویشتو کلونو او په خاص ډول له لومړیو اوو کلونو او د دغو کلونونو له احساساتو او هیجاناتو سره تړلی دی. په واقعیت کې، زموږ د ژوند فلم‌نامه په لومړیو پینځو کلونو کې لیکل شوې ده چې په موږ پورې ډېره اړه نه لري، خو لاشعور ته مو تللې ده او ډېر وخت له بده مرغه، په حساسو شرایطو کې بهر راوځي او پرېشانوي مو.

 هغه وخت، انسان وارخطا کېږي، یا له حده زیات ډارېږي، یا ډېر غوسه کېږي، یا تر حد زیات غمجنېږي. په حقیقت کې وېره، غوسه او غم خپله د باقي ژوند لپاره نعمت دی، خو که له حده زیات او مبالغه شي، هغه وخت ژوند ورسره سوځول کېږي.

 څه وکړو چې وېره، غوسه او غم مو له ژونده لرې وي او ژوند مو پکې و نه سوځي؟ زموږ لوبه په همدې اړه معلومات وړاندې کوي. وروسته، زه په دې اړه نقاشي کوم. د خبرو لوبې هم لرو چې انسانان پکې غږېږي، د ځان کیسې کوي، کیسې هم ښایي له نقاشي، نڅا، سندرې ویلو، کیسو، لیکلو، شعر او نورو بڼو سره ملګرې وي، يعنې په هره بڼه چې کولای شي ځان بیان کړي. انسانان، خپل ځانونه بیانوي؛ ځکه زه باور لرم چې پېښې هر وخت کېږي، خو ځینې پېښې د انسان پام ځان ته اړوي.

یوه پېښه چې وکړای شي د انسان پام ځانته واړوي او انسان ورته متوجه شي، دومره انرژي باید ولري چې ورڅخه وروسته، له دوه- دریو نورو پېښو سره یې تړاو پيدا کړو. کله چې داسې وشي؛ نو د بدلون یوه بهیر ته متوجه کېږو، کنه بدلون همېشنی دی، خو موږ یا ویده يو یا په کوما کې يو او نه مو وي لیدلی.

 بدلون یو بهیر دی او د بدلون بهیر یوه کیسه او داستان، د هرې کیسې شا ته یو ژوند پټ دی. کیسه کوونکی پر دې پوهېږي چې د هرې کیسې تر شا یو ژوند، یا د یوه ژوند ځینې برخې پټې دي. انسان په کیسه کولو، هغه ژوند، یا د هغه ژوند یوې برخې ته رسېږي.

 څوک چې کیسه کوي، ورو- ورو پر هغه راز پوهېږي چې په کیسه کې نغښتی دی او کیسه کوونکی یا راوی، د کیسې په راز پوهېږي. انسان پوهېږي چې څوک یم او څنګه تر اوسه د زده کړو، ژبې، فرهنګ، دودونو، دین او زده کړو تر شاپټ شوی یم.

 کله چې دا کیسې کوي، الفاظ یې موږ ته مهم نه دي؛ بلکې د جملې جوړولو بڼه یې چې څنګه الفاظ ټاکي، څنګه جمله جوړوي چېرې سکوت کوي او چېرې کامه ږدي مهم دي. په دې اړه غور او تحلیل کوو. کله ژاړو، کله خاندو، کله خپه کېږو، خو آخر خوشالېږو.

 دا لوبه ده او دا فلم یې پایله؛ ځکه زه باور لرم چې که انسان د بدلون بهیر ته په مثبته سترګه وکتل او هم‌سفر یې شو، له نفرت، کینې، بدبيني او په ځانګړي ډول د غچ اخیستو له حس څخه خلاصېږي؛ ځکه نور له چا څخه کرکې کولو ته وخت نه لري او د غچ اخیستو حس، له ذهنه بهر وجود نه لري. دغه حس، یوازې د انسان په مغز کې موجود وي. انسان، له دغه حس سره خپله، یو کس په خپل ذهن کې زنداني کوي او د هغه په ساتونکي بدلېږي. یو وخت متوجه کېږي چې څه یې ترلاسه کړي دي؟ وروسته وایي چې دغه کس خو ما ته نه پیسې، نه ښه حس او نه بل کوم ښه شی راکوي، نو بیا زه ولې هغه په ذهن کې ساتم او نفرت ورڅخه وکړم؟

 زه لېونی یم چې له تا غچ واخلم؟ دا چې ته متوجه نه وې او دا کار دې وکړ، خپله له ځانه غچ اخلې. له دې پورته، بل غچ نشته. زه یوازې تا خوشحاله کولای شم؛ ځکه په دې مینه کولو یو څه ترلاسه کوم. که در نه نفرت وکړم، ته خو مې هسې هم له لاسه ورکړی یې، ځان هم له لاسه ورکوم. دا لوبه ده، لوبغاړي پکې یو ځای کېږي، سره خاندي، سره ژاړي، کیسې اوري، کیسې جوړوي، چې ځانونو ته ورسېږي، دوی د کیسو شا ته ورک شوي وي. دا فلم، د دريو- څلورو تنو کیسه ده.

 یو انسان چې خوب یې لیدلی دی چې په ژوند کې یې درې توپانه راځي: مایا توپان، وایا توپان او کرونا توپان. دا خوب هغه ځوروي؛ ځکه دا توپانونه یې، په عملي ژوند کې یو بل پسې عملي کېږي. یو توپان یې په خصوصي ژوند کې راځي، بل په غره، دښته او د ونو وجود کې، بل هم د انسان په وجود کې او د انسان وجود  سره پاشي، لکه کرونا.

 د هغه انسان په اړه څه وایئ چې دغه خوب ویني او وایي:« کله چې توپان راشي، د ځان ژغورلو لپاره بهر لاړشه، توپان څه له ځان سره وړي دي او څه یې پرېیښي دي، توپان ولې راغلی دی او څه غواړي؟

 که د توپان په خبره پوه شوې، هغه مهال ارامېږې. که ورسره هم‌سفر نشوې او په لاره کې یې کیناستې، تا وړي او ویجاړوي، له ځان سره دې هغه لور ته بیایي چې خوښه یې وي. یوه ښځه ده چې غواړي یوه ورځ د ښار په میدان کې سندرې ووایي، خو هیڅکله یې سندرې نه دي ویلي، هغه د سندرې ویلو او د دې لپاره د ځورېدو زرګونه دلیله لري.

هغه زموږ په لوبه کې برخه اخلي، هاخوا دېخوا یې له ځان سره بیايو. له پينځو- شپږو میاشتو وروسته له عادي سندرو پيلوي، یو وخت ګوري چې د ښار په میدان کې سندرې وایي. هغې له ځان او خپلو ټولو شیانو سره ستونزه لرله. کله چې ناڅاپه متوجه شوه ویې ليدل چې یوې لویې هیلې ته رسېدلې ده، هغه بیرته خپل وجود ته راګرځي او له ځان سره پخلا کېږي. د هغې ستونزې اوس کمې شوې دي، تېر ژوند ته ستنه شوې ده، هغه یې انتخاب کړی دی او کومه خاصه ستونزه نه لري. یو بل سړی معتاد و. لس- یوولس کاله په اروپا کې ګرځېده. اسناد یې نه لرل، په لوبه کې شامل شو او د اعتیاد د پرېښودو پرېکړه يې عملي کړه. دانګليستان سیاسي پناه، د موټر چلولو لایسنس او کور یې ترلاسه کړل، اوس د خدای شکر چې خوښ دی، ځان او نړۍ ته په مثبت نظر ګوري. هغه زموږ غوره ملګری هم دی. یو بل سړی و چې جنون یې درلود. هغه هم په دغه لوبه کې د ګډون پرېکړه وکړه. ده مخکې هم پر ځان لږ کار کړی و. دی ښه ډېر ښه شاعر هم دی، مخکې د ځان لپاره شاعر و، خو اوس ټولنې ته شاعري کوي. اوس خپلې نقاشۍ نندارې ته ږدي او حالت یې ښه دی.

نسرین: يعنې ستاسې فلم مستند ډوله دی؟

رازي: بلې. داستاني مستند دی، تر ډېره زما خصوصي ژوند او د نورو درې کسانو کیسه بیانوي، د دې فلم په فلم اخیستو څلور کاله وخت لګېدلی دی، دا مې وروستی کار دی چې تر دې ځایه رسېدلی. یو بل کار هم دی، پر کورنۍ مې کار کوم. هغه لوی کلی چې ومې ویل چې ګڼو کسانو، د دغو جګړو په کلونو کې ژوند پکې کاوه، په خاص ډول د کابل تر وروستي سقوطه پورې.

 هغوی ټول اوس په څه باندې ۲۵- ۳۰ هېوادونو کې پاشل شوي دي، یو څو کسان یې، چې ډېر چالاک دي او له هر ډول شرایطو سره جوړېدای شي، هغوی له موجوده وضعیت څخه ګټه اخلي. یو دوه نور هم ایسار پاتې دي،هغوی د خدای بنده ګانو ته دا فرق نه لري چې دا د چا او هغه د چا مال دی. هغوی ساده زړونه او ژوند درلود چې ټولو لېوني بلل. هغوی پاتې دي.

اوس غواړم پر همدې فلم هم کار وکړم. يعنې کورنۍ ته مې، پر کورنۍ فلم جوړوم چې خپل تاریخ ولري. د افغانستان د قضیې په بګراونډ کې هم، شرایط زموږ تر کورنۍ غوره نه دي، دغه کورنۍ د افغانستان د وضعیت یوه میناتوري ده. پر دې فلم څه موده کېږي چې کار کوم او فلمبرداري ورته کوم.

نسرین: ښه، بنیادي فلم جوړوئ، عالي کار دی.

رازي: زما سېنما ساده او کم مصرفه او اکیپ یې ډېر کم دی. داسې یې پيلوم چې تر یوه ځایه ورسېد، نور شیان یې خپله راځي. زما په اند فلم باید یو ځل لکه پېښه رامنځته شي. کله چې رامنځته شوه، هغه وخت د ژوند د کیفیت لپاره پر یوه تخلیق شوې لوبه بدلېږي او په دې صورت کې له نورو سره هم شریکېږي. کنه، درد او رنځ خو له نورو سره نه شریکېږي. که له درد و رنځه مې، د وتو حل‌لاره پيدا نه کړه، بس پکې ګېر به یم او یوازې ځان به ورسره پخوم.

نسرین: تاسې بختور یاست. کاشکې، ټول ستاسې په شان ځان پېژندنې ته ورسېږو، کله چې ستونزه راغله، ورته ووایو ښه ته ستونزه یې، دلته کینه زه وګورم چې څه درته کولای شم. ان شاءالله دا پېښه به رامنځته شي.

رازي: هو، وروستی فلم مې (playfulness) نومېږي.

لکه له نومه چې يې ښکاري، د لوبې په ملګري پسې ګرځي. داسې لوبه چې نه سیالي، نه ګټل، نه بایلل او نه مسابقه پکې شته. دا لوبه بېلابېلې برخې لري. فلم هم بېلابېلې برخې لري، تصویر، موسیقي، خاصتاً غږ، ډیالوګ، مونولوګ او… زما لپارهو مونولوګ مهم دی؛ ځکه دا فلم تر ډېره له سلګونه ساعته راش( خامو موادو) څخه جوړ شوی دی، زه ورته کېناستم او دا ټول مې څو ځله ولیدل. يعنې، زرګونه ساعته مې راشونه ولیدل، هدف مې دا و چې ځان پکې پيدا کړم او لږ ښه ژوند وکړم.

 غوښتل مې ووینم چې زه د دوی په منځ کې چېرته ورک شوی یم. دې پایلې ته ورسېدم چې په کار کې بايد تر ډېره بريده  له مونولوګ څخه ګټه واخلو؛ ځکه مونولوګ، يعنې له ځان سره خبرې اترې. ماویل، رازي! ته له تر ټولو نږدې، مهم، ملګري او ډېر بلد کس سره غږېږې، د هغه خبرې وزن او اغېز لري، ته له ځان سره غږېږې. نو ځان ته دې پام وي چې له ځان سره غږېږې؛ ځکه که یو ځل دې خبره له خولې ووته، بیا نه راګرځي.

 لکه، غشی چې له کمانه ووځي، بېرته ستنېدل یې ستونزمن دي. باید پام دې وي چې څه غواړې وایې، ستا ژوند، ستا د غږ پژواک دی. د فلم په اړه همدا خبرې وې.

که غواړئ نوی بحث پيل کړئ، هرڅنګه چې مو خوښه وي، دوام ورکوو. که څه هم، زما د ژوند زیاتې برخې تاسې ته معلومې دي، هره برخه چې تاسې د شریکولو وړ ګڼئ، درته وایم يې. یوه سریزه به ووایم چې ژوند ما ته یوه لېوالتیا ده، هر هغه څه چې ستاسې لېوالتیا وي او غواړئ له نورو سره یې شریک کړئ، ژوند دی. هرهغه څه چې تاسې یې د پټولو لېواله یاست، مرګ دی، خو زه له ژوند سره مینه لرم.

 نسرین: ان شاءالله ستاسې فلم به بشپړ او شریک شي، ټول به یې وویني او خوند به ترې واخلي. حتماً به اغېزناک فلم وي. غواړم، تاسې ماضي او یوې خوږې خاطرې ته یوسم، که اجازه مو وي.

رازي: سمه ده.

نسرین: زه فکر کوم چې تاسې ډېر متفاوت واده کړی. تاسې او مېرمن سهیلا څنګه سره وصل شوئ؟

رازي: ښه، ښه، د شیطانۍ خبره ده. په «ارسباران» کې وو. هغه مهال احمدشاه مسعود، تازه وژل شوی و. د ایران بهرنیو چارو وزارت، پرله پسې غونډې کولې. فرانسوي فلم جوړونکي «دپوند فیلي» چې د جګړې په کلونو کې یې احمدشاه مسعود د یوه اتل په توګه نړۍ ته ور پېژندلی و، اکثره له هغه سره ژوند کاوه، هغه هم دغه کنفرانس ته بلل شوی و. د قسمت خبره وه، له جګړې وروسته کابل ته راغلم، سکرتر یې شوم او کار مې ورسره کاوه. هغه مهال موږ بل ډول فکر کاوه. مزاري هم تازه شهید شوی و، موږ ځوانان او پر شوره وو.  

غوښتل مو دا غونډه خرابه کړو. په همدې دلیل لاړو په آخر کتار کې کیناستوو، سهیلا هم هلته راغله، دوې نورې نجونې هم وې. ما غوښتل ځان د کوڅې او بازار سړی وښیم، هلته استخباراتي کسان هم زیات وو؛ ځکه د بهرنیو چارو وزارت غونډه وه. البته، هدف بل شی و.

 د سهیلا را پام شوی و. کله چې باندې راغلو، را ته یې وویل چې د افغانستان په اړه یې ځينې شیان اورېدلي او غواړي چې ډېر له ما واوري، شمېره یې راکړه، ما هم واخیسته او وروسته مې زنګ ور وواهه. ورور یې غوږۍ پورته کړه، خو ما تر هغو زنګونه ور وهل چې خپله يې ځواب کړي، نه پوهېږم ولې، خو په ما کې یوه لېوالتیا وه او ور جذب کړی يې وم.

بالآخره له هغې سره اشنا شوم او د باندې لاړو. راته یې ویل غواړي افغانان وپېژني. ما په څو مدرسو( ښوونځیو) کې د نقاشي درس ورکاوه. ورته مې وړاندیز وکړ چې یوه ملګرې مې د افغان ماشومانو لپاره ښوونځی لري، که یې خوښه وي او کولای شي ورسره مرسته وکړي. وروسته مې مېرمن حسیني ته یووړه.

 سهیلا د تهران په بالاشهر کې ژوند کاوه او اصلاً یې شاه عبدالعظیم نه و لیدلی، یوازې نوم یې اورېدلی و. هلته راغله او فیروز آباد یې کشف کړ. زموږ اړیکه نږدې او لا نږدې شوه. د طالبانو تر سقوط وروسته، زه کابل ته لاړم او یو کال هلته وم. له ملګري مې واورېدل چې سهیلا نارامه ده. ورته مې زنګ وکړ چې ولې څه شوي؟

ماویل کابل ته راځې؟ ویل: هو، درځم، خو پاسپورټ او ټکټ ته اړتیا لرم. یاد مې شي، یوه اندازه پیسې مې له ملګرو سره لرلې، خو نه پوهېږم څومره وې؟ ماویل لاړه شه، له پلاني پیسې واخله. سهیلا ورغله، هر څه سم شول. پاسپورټ یې واخیست، د ۱۵ ورځو لپاره کابل ته راغله، خو بېرته ستنه نشوه. مور مې کابل ته راغله او ورته یې وویل:« دا رازي زوړ دی، تا غولوي، ته له ایرانه دغه هېواد ته راغلې یې، خپل کور، پلار و مور لرې، ورشه، دا دې تېرباسي.»

 سهیلا و نه منله. ما یو ملګری درلود چې جنرال و. مشوره مې ورسره وکړه، ویل یې:« خو ژوند سره وکړئ. راغلې چې درسره پاتې شي». سهیلا راته ویل چې پينځه کاله ژوند درسره کوم. ماویل:« سمه ده» خو نږدې شل کاله کېږي چې ژوند سره کوو او یو اوولس کلن ښکلی، هوښیار او ذکي زوی هم لرو. په لرلو یې شکر باسم.

 اوږده لاره مو سره ووهله. موږ سره ملګري او همکاران يو، د ژوند ډېرې لوړې- ژورې مو سره تجربه کړې. اوس دې پایلې ته رسېدلي يو چې اړیکه مو باید مستقله وي.

 هڅه کوو چې هرڅوک مستقل ژوند وکړي. خپله وده او موخې ولري. موږ تقریباً داسې ځای ته رسېدلي يو چې سهیلا هم  د ژوند خپله بڼه پيدا کړې ده او ما هم. موږ ممکن د یو بل تر څنګ ژوند وکړو، خو د یو بل په منځ کې ژوند نشو کولای.

ژوند ډېرې لوړې- ژورې لري، موږ هڅه کوو چې د یو بل تر څنګ اوسوو. زه یې منندوی یم، ښه ده سهیلا لږه شوخه ده او شوخي کوي، له احساساتو او هیجاناتو جوړه ده، شور و شوق پکې شته، خو زما د شوخیو دور نور تللی دی، غواړم سره یو ځای اوسو، خو هغه په باغ کې نه ده، روغه او خوښه دې وي چې هر چېرته وي. شل کاله اوږد ژوند دی، ما یې لنډه کیسه درته وکړه. یو کتاب مې لیکلی دی، په هغه کې مې هر څه په جزيیاتو ویلي.

 نسرین: که د کتاب مو په اړه مو هم وغږېږئ، ښه به وي.

رازي: کله چې زه اروپا ته راغلم، د ژوند نورې تجربې مخته راغلې، دا مې له نورو تجربو سره فرق لري، مثلاً، کله چې پاکستان ته لاړم، پوه شوم چې انسان ورکېږي هم او هغه څوک چې یې پیدا کوي، ممکن ورباندې و نه پوهېږي. دا مې په پاکستان کې تجربه کړل.

 کله چې ایران ته لاړم، د وېرې مانا مې تجربه کړه او پوه شوم چې ځينې انسانان د نورو له وېرې، له خونده ډکېږي. کله چې اروپا ته راغلم، پوه شوم چې انسان بې پیسو کېږي هم. د اروپا د ژوند تجربه متفاوته وه، ما له ایټالیا څخه پيل کړه، هلته پر یوه ناورین یا نه پوهېږم پر څه شي اخته شوم. دا پوښتنه را ته پيدا شوه چې زه ولې زه یم؟ دا پوښتنه هم چې زه څوک یم؟ ځوابونکی مې نه و، نه ارضا کېدم، د ځواب په لټه وم، تر دې چې دې پایلې ته ورسېدم: زه د نورو د پاتې شویو ټوټو یوه برخه یم او زما څېرې شوې ټوټې په نورو کې دي. دا تعریف مې، خپله ما ته کافي و. ولې زه یم؟ څه شي، له ما نه، زه جوړ کړی دی؟ په دې اړه مې درې فلمونه جوړ کړل او د ایټالیا او اروپا پارلمان ته مې پرانیستی لیک ولیکه.

پرانیستی لیک مې د هیچستان په نوم، په فلم بدل کړ. وروسته مې ولیدل چې نه راضي کېږم، له یوه ملګري سره مې یو کتاب ولیکه. هغه په فارسي نه پوهېده او زه په ایټالوي ښه نه پوهېدم. دواړو اړیکه سره ټینګه کړه، په پایله کې یې ځينې داسې شیان رامنځته شول چې نه هغه پوهېده نه زه، خو کله چې به دواړه پرې پوهېدو، ښکلی او خوندور کېده.

 دې لوبې پينځه کاله وخت ونیوه، تر دې چې کتاب ولیکل شو. په نوم کې مو ستونزه لرله. وخت مو ټاکه چې یو نوم ورته پیدا کړو، خو نه مو شو پیدا کولای. سپنتا هغه مهال کوچنی و. د کور له یوې څنډې یې غږ کړ: نوم یې د هیچستان پاچا کېږئ، دا نوم مې خوښ شو. د هغه کتاب نوم «شاه هیچستان» دی.

قلم‌رو هیچستان، شهروند هیچستان و شاه هیچستان. د دغو لوبو تولید نږدې دولس کاله وخت ونیو. وروسته مې د بلې لوبې رامنځته کول ذهن ته راغلل، له ایټالیا څخه انګلستان ته لاړم، playfulness، ځای مې بدل کړ؛ ځکه له بلې زاویې مې د ژوند د تجربه کولو اړتیا لرله.

نسرین: ډېرښه، ډېرعالي. اوس غواړو  ستاسې په اړه ډېر وپوهېږو. له دې وروسته څه غواړئ راسره شریک کړئ؟

رازي: والله څه ووایم؟ زه واقعاً داسې ځای ته ورسېدم چې باید کیسه واورم، کیسه جوړه کړم او کیسه وکړم. دا زما لپاره هنر دی. دا که د سېنما، نقاشي ، یو ګیلاس چایو، قهوې، یا شیدو او زعفرانو یا موسیقۍ په چوکاټ کې وي. دا ټول زما لپاره هنر دی. هنر يعنې چې ته وکړای شې کیسه واورې، کیسه جوړه کړې او کیسه وکړې؛ ځکه د دې تر شا ژوند ته رسېدای شې.

 زه نړۍ ته د ژوند لپاره راغلم، څو چې په دې فورم کې یم، یم؛ چې ووتم بيا له دغه فورم سره تړاو نه لرم. ژوند سخت دی او دا سختۍ د ټولو لپاره دي. مهمه دا ده چې څنګه له دې سختو تېر شو، تر دې چې دا سختۍ، رنځ او زجر مو مرګ ته ورسوي.

 د ژوند له کړاوونو د وتو حل لارې موندل کیسې جوړوي. زه، خپله د کیسې اورېدو، کیسې جوړولو او کیسې کولو په لټه یم. کله بې کیسو شم. ما ته مهمه ده چې داسې څه شریک کړم چې نورو ته مهم وي؛ ځکه د ژوند ارامي يعنې دا چې ته خپلې ټولې اړتیاوې ډلبندي کړې او له هغو شیانو تېر شې چې اړتیا ورته نه لرې. ممکن هغو ته بل څوک اړتیا ولري او په ژوند جوړولو کې مرسته ورسره وکړي. کله چې زما د ژوند فلسفه دا ده؛ نو را ته مهمه ده چې له نورو هم وپوښتم چې څه ورته مهم دي؟

 څه چې تا ته مهم دي، ښایي ما ته نه وي مهم، خو دا چې تا ته مهم دي، زه یې ښایي و نه وینم؛ ځکه اوس راته لومړیتوب نه دی. زه به هغه، هغه ته ورکړم او ورسره به شریک کړم. هره هغه څه چې ما ته مهم دي، له هغه سره شریک کړم او ورنه پوښتم چې دا راته مهم دي، ممکن هغه ته عادي شی وي او رایې کړي.

نسرین: ښاغلی محبي! تاسې د هنر په برخه کې ډېر ښه مخته لاړئ، ډېرې تجربې مو ترلاسه کړې او دمګړۍ دیوه استاد په سترګه درته کتل کېږي. تاسې هغو کسانو ته چې تازه غواړي د سېنما هنر، یا په عمومي ډول هنر ته مخه کړي، څه وړاندیز لرئ؟

 رازي: دوی ته دا وایم چې ژوند چې څومره خوښۍ لري، هومره ناخوښۍ هم لري. انسان اختيار لري چې سېنما ته راشي یا نه، خو که راغی تر پایه باید پکې لاړشي؛ ځکه دا داسې ځای نه دی چې پکې ودرېږې، سېنما له چا سره ټوکې نه کوي، بلکې لوبه کوي. که مو لوبه خوښېږي، پيل یې کړئ. څوک چې خپله خوښه پيدا کړي او دا خوښه یې هنر او خلاقیت وي، خپل لوری او لېوالتیا هم باید پيدا کړي، هنر هغه ځان ته ور غواړي، ميين چې لایق وي، معشوقه په پښو څه چې په سر ورته رارسېږي.

 دا ریموټ کنټرول هر ځای کار نه ورکوي. يعنې، سوني یوازې د سوني او پاناسونیک، یوازې د پاناسونیک لپاره کار کوي. خبره مې دا ده چې سوني د پاناسونیک او پاناسونیک د سونیک لپاره مه کاروئ؛ ځکه کار نه کوي. که مو وکاروه، ورته ځورېږئ. تاسې به د دې ځورېدو مستحق هم یاست. هغه وخت ممکن درنه زرګونه کوډونه وغواړي چې له رنځ او زجر پرته بله پایله به نه درته لري. انسان باید لومړی خپله لېوالتیا پيدا کړي، خپل هدف ومومي او پوه شي چې څه شی غواړي؟

نسرین: خپله خوښه او لېوالتیا څنګه پيدا کړو؟

رازي: یو کشش شته چې زه واقعاً نه پوهېږم ولې او له کومه راځي، خو هیله یې لرم او خوب یې وینم. هغه پرته له دې چې په دلیل یې پوه شو، موږ ځان ته راکاږي. د هنر په اړه که مو دغه حس درلود، همدغه ستاسې لېوالتیا او خوښه ده، هغه مو موندلې ده.

نسرین: څوک څنګه پوه شي چې له خپلې خوښې او لېوالتیا سره مخ دی؟

رازي: څومره چې وخت تېرېږي، هغومره په هماغه لور هڅه کوي. که یې حس کړه چې پياوړی کېږي، ځواکمنېږي، ښکلی کېږي او پوهېږي، پوه دې شي چې له خپلې خوښې او لېوالتیا سره مخ دی او خپل لوری یې پيدا کړی دی. نور بیا اسانه دی. تېروتنې، ستونزې او هر څه دې په نعمتونو کې شمېري.

د انسانانو لارې سره متفاوتې دي. مهمه دا ده چې خپله خوښه او لېوالتیا پيدا کړې، ممکن په لاره کې ورک شې. څو دقیقې ورکېږې، بیا پيدا کېږې. ممکن ژر یې نه کړې پيدا او کوڅه بدله کړې. که د لارې په اوږدو کې رنځېږې، کمزوری کېږي او بد حس پيدا کوي، سل په سله دې پوه شي چې د خپلې خوښې لوری یې نه دی موندلی.

له خپل ځان پرته، بل هیڅوک زموږ خوښه او لېوالتیا نشي را پيدا کولای. که زموږ خوښه او لېوالتیا سمه وي، په نړۍ کې ډېر خلک شته چې غواړي مرسته راسره وکړي او تر مرستې ور هاخوا، ډېر مهربان خلک شته چې د خوښیو له وېشلو سره ژوند کوي او له کومې تمې او بدلې پرته مهربان دي.

 زما خصوصي تجربه دا ده چې د هنر او خلاقیت په کار کې چې په واقعیت کې هماغه ژوند او حیات دی، موږ یوازې په هستۍ کې سره شریک يو. که رنګ، غوښه، پوستکی، هډوکی، ملیت او هر څه را نه واخیستل شي، څه چې بیا هم راسره پاتې کېږي، هستي ده.

 زه وایم همدا چې موجود یم، کافي ده، زه کافي یم؛ ښکلی یم. ځکه ښکلی یم او ماتېدونکی یم. هم ډېر ښکلی او هم ډېر ماتېدونکی. یوازېنی کار چې باید وکړم، هغه دا دی چې د ښایست د نه ماتېدو په فکر کې مې اوسم. مراقبت یو ټولنیز امر دی. همدا چې د ځان مراقب او په فکر کې اوسم، همدا د هستۍ او هر څه ساتل دي. بله دنده نه لرم.

موږ باید یوازې د دې مراقب اوسو چې دغه ښکلا چې د هستۍ فورم دی، مات نشي. خپله د هستۍ لپاره چې څه نشو کولای؛ ځکه موږ پر هغه فورم پوهېږو چې شته، هغه چې نشته، په موږ پورې اړه نه لري او موږ یې د درک وړتیا هم نه لرو. نه موجودیت، یا مرګ، د هستۍ نشتوالی نه دی. دا په یوه ځانګړي فورم کې د هستۍ نه موجودیت دی. هغه ممکن، په دې فورم کې نه وي، په بل کوم فورم کې وي. موږ د هستۍ د فورم له درک پرته، یوازې پر ځان تور لګوو چې په ډېرو شیانو پوهېږو. موږ تازه د هستۍ په فورم کې ګیر يو. موږ د هستۍ پر دغه فورم نه پوهېږو. علم، د هستۍ له فورمونو سره سروکار لري. خپله هستۍ چې نشته. علم په اوس وخت کې ډېر بوخت او راګېر دی، ما غوندې سړی ته به څه ورسېږي.

اوس د هستۍ په خپل فورم وپوهېږو، چې مخکې لاړشو، یا په هستۍ وپوهېږو. هغه اصلاً په موږ پورې اړه نه لري. د ناهستۍ په اړه، اصلاً زموږ مغز درک کولای نشي. په یوه فورم کې د نه موجودیت په اړه یې فکر کوم چې نیستي ده چې په حقیقت کې د نیستۍ مرګ نشته. په همدې خاطر، هنر له موږ سره مرسته کوي چې ووایو، یوازېنی ژغورنکی خپله یې او خپله ښکلی یې.

 ته د خپلې ښکلا ساتونکی او مراقب اوسه؛ ځکه ښکلا ماتېدونکې ده. څه چې ماتېدونکی دی، ته یې، نه خپله هستي، هستۍ ته تاوان نه رسېږي، ته رنځېږې او ځورېږي، د هستۍ نه رنځ خوښېږې، نه زجر او نه دا چې ته ورنځېږې او وځورېږې.

د هستۍ چې کله کوم فورم نشي خوښ، بهر ورنه وځي. همدا چې ووت، طبیعي نه وځي. هغه په یوه بهیر کې تښتي؛ ځکه بدې یې راځي. همدا چې وتښتېد، مانا يې دا ده چې د ښکلا فورم مات شوی دی. ته مراقب اوسه چې دا فورم مات نشي او هستي ستا په منځ کې وي.

 موږ له یوې جامې اخوا څه نه يو چې هستي مو پوښلې ده. باید مراقب یې اوسو. ګوره، څومره د لباسونو په فکر کې يو؛ ځکه زموږ وجود یې په منځ کې دی. زموږ په وجود کې څه دي؟ هستي. زموږ تن چې له لباس سره تړلی نه دی، همدا لباس کثیف شو، لرې یې غورځو.

 یو، دوه ځلې هڅه کوو چې ویې مینځو. که پاک شو ښه، کنه لرې یې غورځوو. هستي هم همداسې ده. زموږ په تن کې تظاهر پیدا کوي. که دغه تن ښه وي، خو ښه، که نه و بهر وځي او په یوه بل شي کې ځي. دا میل یا لېوالتیا ده. هنر له انسان سره مرسته کوي چې خپله لېوالتیا پيدا کړي، د لېوالتیا یا میل پيدا کول د غوښتونکي او غوښتل شوي ترمنځ یوه عاشقانه اړیکه ده. دا اړیکه مینه یا عشق ده. مینه یا عاشقي دا نه ده چې یوازې ووایو زه ميين یم.

 مینه یا عاشقي يعنې دا چې زه عاشقانه ژوند وکړم، دا نه چې د مینې خبره وکړم،یا د مینې له تاریخ سره بلد اوسم، دا نه چې په کتابونو کې د ميينانو او معشوقو په نومونو پوه شم، دا نه چې د ميين په لټه اوسم. مثلا، پوښتنه او مینه، دوه هغه شیان دي چې خپله مهم دي، ځوابونه یې نه دي مهم.

 که زه د مینې وړ شم او د مینې کیفیت ته ورسېږم، معشوقه په پښو څه چې په سر را ته راځي. دا راتګ په دې پورې اړه لري چې ميين، د مینې وړ شي. پر معشوقې چې کار نشي کېدای، پر معشوقې چې هر څومره کار وکړې، خو چې ميين یې لایق نه وي، یو بل ته نه رسېږي، خو که ميين، ميين وي او یو کیفیت ته ورسېږي، معشوقه ور رسېږي.

 پوښتنه هم، همداسې ده، که په ښه ډول وشي ځواب پيدا کوي. کله چې ځواب نه ترلاسه کېږي، يعنې پر پوښتنې کار وکړه.

د همدې لپاره، زه له ۱۲-۱۳ کلونو راهیسې پر دوو پوښتنو کار کوم. بیا هم نه یم ورته رسېدلی؛ ځکه لا کار ته اړتیا لري. مینه، يعنې اړیکه، اړیکه د مهربانۍ ژبه غواړي، که خدای قسمت کړی وي، دا د انسان مورنۍ ژبه شي او یا یې زده کړی وي او حسي ژبه لکه د انسان سترګې، غوږونه، دماغ، خوله او ټول بدن سم کار وکړي. که تېروتی وي.مثلا، که آبي رنګ زرغون ووینو؛ نو زموږ په لید کې ستونزه ده. کله چې په حسي ژبه غږېږو، که پر مساله خبر او پوه نه يو، هغه حقیقت او واقعیت ته چې ورته رسېږو، یا غواړو له نورو سره یې شریک کړو، په اشتباه یې شریکوو او کلامي ژبه، که د تورو مواظب نه اوسوو، صفت د نوم او نوم د مانا پر ځای راځي.وروسته مانا ورکېږي. یا قید د فعل پر ځای کېني، وروسته وینې چې د اضافت توری یوازې او یوازې خپله پاچاهي کوي. نور نو ژبه ورکېږي. کله چې ژبه ورکه شي، زمان ورکېږي. موږ یوازې د ژبې په بستر کې زمان پېژنو. کله چې زمان ورک شي، هغه مهال مکان هم ورکېږي. مکان هغه ځای دی چې د یو انسان پر وړاندې د بل انسان د درولو وړتیا لري، کله چې دوی د یو بل پر وړاندې ودرېږي، ډیالوګ سره پيلوي، انسان رامنځته کېږي؛ ځکه دوی کولای شي سره وغږېږي او پرېکړه وکړي.

 یو جریان د خلکو له بطن او ورځني ژوند څخه راغی. پرته له دې چې پوهنتوني تجربه، کاري پوهه او نور شیان یې تجربه کړي وي، د ټولنې، کوڅې، سړک او بازار له زړه راغلل او دا ټول یو فرصت و چې په افغانستان کې یوه سېنما رامنځته شي، ډېر فلمونه جوړ شول. ډېر جشنوارو ته لاړل او هر یو په متفاوتو سطحو، په خپل حد کې څوک وو. له بده مرغه، دغې اړتیا نور فرصت هم غوښت او لږ مدیریت یې په کار و. مدیریت خو اصلاً نه و. له بده مرغه له شته انرژۍ او امکاناتو هم سمه استفاده ونشوه.

موږ تر ۲۰۰۷ پورې په افغانستان کې وو. له هغه وروسته ډېرې راډیوګانې او تلویزونونه جوړ شول. یو وخت یې ویل چې تر سلو پورې تلویزونونه او ورځپاڼې خپرونې کوي، دوی سېنما ته وخت نه ورکاوه، يعنې مزاحمت یې کاوه.

له ۲۰۰۰ څخه وروسته، که مصداقي خبره وکړم، د سمیرا مخملباف له ساعت ۵ عصر او د صدیق برمک له اسامه فلم سره، په افغانستان کې یو اکیپ رامنځته شو. په ډېرو برخو کې، په ځانګړي ډول یوه ډله فلم جوړونکي پر ځان بسیا شول، خو د رڼا، غږ، فلم اخیستو او برخو کې مو ستونزه لرله. که مو دا ډله له یوې بهرنۍ ډلې سره یو ځای کړې وای، د یو بل څنګ ته یو اکیپ رامنځته کېده او رامنځته شوی هم و.

تر ۲۰۰۷ پورې چې موږ هلته وو په نړیواله کچه څو سېنمایي فلمونه جوړ شول. په نړیواله کچه درې فستیوالونه لومړی مقام لري، «ونیز، کن او برلینا او اسکار مراسم.»

د دغې ډلې تولید تر ۲۰۰۷ پورې اکثره تر دغې سطحې ورسېد. اسامه، ګلډن ګلوب وګاټه او کولای یې شول چې اسکار ته هم لاړشي. ځينې لنډ فلمونه چې نومونه یې دقیقاً زما نه دي په یاد، اسکار ته لاړل او ډېرو دغو فلمونو ونیز، کن او یا برلین ته لاره ومونده.

هغه سېنماګران چې له ترکیبي ډلې رامنځته شوي وو، دغو ځایونو ته یې لاره ومونده. د نړۍ سېنماګران هم، همدغو ځایونو ته لاره مومي. هغوی هم تر دې مخکې نه ځي، خو په نورو هېوادونو کې، خپلې اړتیاوې خپله تامینوي، په افغانستان کې ټولې اړتیاوې، خپله د دوی له لوري نه تامینېدې، دا په دې مانا ده چې افغانستان سېنما نه لري، خو د نړۍ په کچه سېنماګران لري او دغه سېنماګران د غږېدو، کیسې اورېدو، کیسې جوړولو او  کیسې روایت کولو وړتیا لري. دوی مخاطبان هم اورېدای شي. دا کار هم وشو.

له ۲۰۰۷ څخه وروسته وضعیت ډېر خراب شو. زه خپله لږ ترلږه په افغانستان کې د لوړې سېنما د داسې فلم د بیا تولید شاهد نه وم چې د نړۍ د سېنما په کچه وي. تر هغې مودې چې د لوړې سېنما هر فلم جوړ شوی و، ما د لوبغاړي، مرستیال، جوړونکي یا بل څه رول پکې درلود او په یو ډول پکې ښکېل وم. له هغه وروسته ما او ډېرو نورو ته وضعیت مناسب نه و.

 داسې نه چې د افغانستان پر موضوع فلم نه دی جوړشوی، جوړ شوی، خو لوکیشن یې نور هېوادونه وو. ممکن د جوړونکو په ډله کې به افغانان وو، یا به څو تنه پکې شامل وو، خو هغه د افغانستان له سېنما سره تړاو نه لري، که څه هم د افغان سېنماګرانو اړوند به وي. د لنډو فلمونو جوړونکي ځوانان وو. دا بهیر ډېر هیله پښونکی و؛ ځکه په دې جریان کې داسې لنډ فلمونه هم جوړېدل چې ځواکمن، له وړتیا او انرژۍ ډک، په ډیجیټل ځواک اپډیټ وو، هغو ځوانانو جوړول چې له ایران څخه راغلي وو، د ایران او په ځانګړي ډول د اروپا او فرانسې په سېنما پوهېدل.

 دوی یو ځانګړی، ژور او مهم جریان رامنځته کړ چې فرصت ته یې اړتیا لرله. له بده مرغه، دغه فرصت ورته کم و.

یوه بله کاپي د هندي سېنما وه. يعنې د هندي سېنما له پوهې یې الهام اخیست. پر کیفیت یې کار نه لرم. زه یې په رامنځته کېدو غږېږم. د هیڅ یوه په ارزښت نه غږېږم. که حقیقت یې وسنجوو، دا افغانستان ته نږدې وو؛ ځکه په افغاني پیسو، افغان انسانانو، افغاني کیسو، افغاني شرایطو او افغاني سېنما مصرفېدل او نندارې ته وړاندې کېدل. د نړۍ په سطحه یې خبره نه لرله. ممکن د ټولنې د ټولو قشرونو په سطحه یې هم د ویلو خبره نه لرله. البته د خلکو له خاص قشر پرته، خو دوی هم وو، خپل کار یې تکراراوه.

 دغو فلم جوړونکو بیا هم فلمونه جوړ کړل. اوس که راشو او ویې ارزوو چې څومره سېنمایي دي او څومره نه، جلا بحث غواړي. په ټوله کې دا جریانونه وو چې وروسته بیا له بده مرغه طالبان راغلل.

 ما یو فلم جوړ کړی و چې درې برخې یې لرلې او د برخو نومونه یې دا وو: افغانستان ۲۰۱۴ لانگ شاټ، ۲_ افغانستان ۲۰۱۴ کلوزآپ، 3_ افغانستان ۲۰۱۴ اینسرټ.

 پر دې فلم مې په ۲۰۰۹ کې فکر کړی و، څه چې په ۲۰۲۱ کې وشو، ما وړاندوینه کوله چې په ۲۰۱۴ کې به وشي، درې فلمه مې هماغه وخت جوړ کړل.

 هغه مهال مې فکر کاوه چې افغانستان کې درې ډوله خلک ژوند کوي، یا مبهم انسانان دي، نوم ورکي او نا تعریف شوي، يعنې چېرته نه دي لیکل شوي. یوازې په شفاهي ژبه کې موجود دي. بل ډول یې جنګیالي دي چې جګړه یې کار دی. پیسې اخلي او جنګېږي. بل ډول هم، هغه انسانان چې نه غواړي نوم ورکي وي. نه غواړي یوازې په شفاهي ژبه کې موجود وي. دوی غواړي په متن، تصویر، سېنما، میډیا او نړۍ په ژبه کې، د نړیوالو لپاره موجود وي. دوی نه غواړي جګړه او جنګېدل یې کار وي.

 ما دا خلک، د دوی د مړینې له بڼې بیانول. يعنې دغه انسانان چې مري، قبرونه یې څه ډول دي؟

۱_ د نوم ورکي سړي قبر چې نه یې زمان، نه مکان او نه دا چې څوک هلته خښ دی.

2_جنګیالي چې پر قبرونو یې بیرغ دی، دوی ټول شهیدان دي،اصلاً مهم نه دي چې ولې او په کوم سنګر کې جنګېدلي. دوی د هغوی له لېده چې د ګټې لپاره یې جنګېدلي، شهیدان دي.

3_د بل ډول انسانانو مرګ متحرک دی. ساه اخلي، روان وي، دوی په سړکونو او کوڅو کې وي، هر ځای ولاړ وي، خو مړه وي. دوی نور پر هیڅ شي باور نه لري، هغه چې ته وایې پر ټولنې راغلی دی؟

ما دا کار په ۲۰۰۹ کې کړی و. اوس له بده مرغه، همدغه وضعیت پر انسان راغلی دی.

نسرین: ستاسې له بشپړو توضیحاتو ډېره مننه.

ګران رازي؛ موږ ته ووایئ، په دومره کلونو کې مو چې کار او فعالیت کړی، له فلم، هنر او خپلو لیکنو سره بوخت وئ، دغو کارونو څه فکر کوئ چې پر تاسې او ټولنې څه اغېز کړی دی؟

رازي: ستاسې دا پوښتنه دومره ژوره ده چې انسان د ژوند اصل ته ستنوي. یو له هغو دلایلو چې سېنما مې په هنر کې انتخاب کړه، دا و چې سېنما له ژوند سره متقابله اړیکه لري.

زما په ژوند کې داسې شیان شته چې سېنما ته په ګټه دي او په سېنما کې ځينې شیان شته چې زما له بقا سره مرسته کوي. زه په همدې خاطر، په دغه موده کې چې په سېنما او په ټوله کې له هنر سره په اړیکه وم، اصلي پوښتنه مې دا وه چې زه څوک یم؟ ولې زه، زه یم؟ او څه له ما نه، زه جوړ کړی یم؟ په رښتیا رازي محبي یم. ولې زه د دغې کلیمې پر وړاندې حساسیت لرم او غبرګون ښیم؟

 په هر ډول شرایطو کې یې چې اورم. له کله مې پرېکړه وکړه چې زه رازي محبي اوسم. دې پایلې ته ورسېدم چې یوازېنی چې، ما په تېرو دورو کې د دې پرئکړې ځينې کارونه کړي چې اوس مې نو نه یادېږي چې چا زما د رازي محبي توب پرېکړه کړې ده او نور مې دا موضوع اپډیټ( تازه) کړې نه ده.

 ایا زه هماغه رازي محبي یم چې هغه ورځ یې ما پرېکړه وکړه؟ یا ډیر شیان په ما کې راغلي او ډېر شیان را څخه تللي دي؟ کوم لاملونه زما د رامنځته کېدو سبب شوي دي؟ زه فکر کوم چې زه د ډېرو فکرونو، احساساتو، احساساتو، هیجاناتو، بدن، چلند او اړیکو ټولګه یم. زه په خپلو هنري کارونو کې، د دې ټکیو یوه یا څو برخې تر څېړنې لاندې نیسم.

 زه له ځانه وپوښتم چې زما افکار څه دي؟ څنګه یې له نورو سره شریکولای شم؟ زموږ اړیکې له څه شي جوړېږي؟ زه کوم احساسات او هیجانات تجربه کوم؟ زما بدن او چلند څه دی؟

  هر هنري کار چې ما سوکه- سوکه کړی دی، هغه که نقاشي وي، لیکنه که سېنما، زما پر رغونکو عواملو مې کار کړی. د بیلګې په توګه، ما پر خپلو افکارو کار وکړ او ومې ویل چې زه باید خپل افکار دومره جدي و نه ګڼم. اوس مهال د ځمکې پر کرې تر اتو ملیاردو زیات انسانان ژوند کوي. هره ثانیه څو فکرونه د دوی په ذهن کې تېرېږي. که زه خپل فکر دومره جدي وګڼم او باور وکړم او د حقیقت معیار ورکړم او قضاوت وکړم چې زما فکر سم او غوره دی.

 نو که زه عزت ولرم، زه به نورو ته هم دا حق ورکړم چې دا کار وکړي. که ټول خلک په خپلو فکرونو باور وکړي او هره ثانیه قضاوت وکړي، په نړۍ کې به د انساني ژوند لپاره هیڅ ځای پاتې نه وي.

موږ ټول یو بل خورو. د سېنما او خپلو هنري کارونو په اړه، زه دې پایلې ته ورسېدم چې پر خپلو افکارو باور مه کوه، مګر دا چې فکرونه دې ژوند جوړوونکي ثابت شي.

 هغه فکر چې ژوند جوړوونکی وي، خپله رامنځته کېږي. دا رامنځته کېدل یا واقع کېدل وخت او لړ لاملونو ته اړتیا لري چې باید پوخ شي، او که نه، فکر به پخپله راشي او لاړ شي. لکه څنګه چې ځانته نشې ویلای، فکر مه وه، همداسې مغز ته نشې ویلای چې فکر مه کوه.

 زه له خپلو افکارو سره ډېره ستونزه نه لرم، دا پړاو مې ډېر په چټکۍ تېر کړ، له ځان سره مې ومنله او په خپل کار کې مې تجربه وکړه. احساسات، هیجانات او عواطف ډېر پېچلي دي؛ ځکه چې ټول په ذهن کې جوړېږي او عمومي دي، زه يې په برخو نشم وېشلای؛ ځکه چې دا اکثرا زما په لاشعور کې دي او له کنټرول څخه بهر دي. سېنما هم تر ډېره، زما د وجود له همدغو برخو سره تړاو لري، هغه فلمونه چې زه یې جوړوم په هغه کې وېره، غوسه او خپګان چې د درد، رنځ او کړاو لامل کېږي له همدې برخې څخه راځي. سېنما دا امکان راکوي چې خپل احساسات، عواطف او هیجانات په صادقانه او مستقیم ډول تجربه کړم. زه له خپل بدن سره راحت یم، پېژنم یې، هغه هم ما پېژني او ښه چلند راسره کوي. که یو شی مې په تاوان وي، اصلاً مې نه خوښېږي. مثلاً، ډېر سګریټ مې څښه. همدا چې ډاکټر ویل، تاوان درته لري، د هغې ورځې په سبا مې نور و نه څکاوه. بیخې مې هېر کړل.

نسرین: څومره عالي! څومره ښه اراده؟

رازي: له هغه چلند سره مې چې عاقلانه وي، ستونزه نه لرم. هغه برخې یې چې زما له لاشعور څخه راځي او اکثره زما له احساساتو، هیجان او عواطفو سره تړاو لري، ما په خپلو اړیکو کې ځوروي. زه هڅه کوم چې تر ډېره سالمې اړیکې ولرم. خو نا سالمې اړیکې هم لرم، کله چې مې ور پام شي، پرې کوم یې، یا که د اصلاح وړ وي، اصلاح کوم یې.زما نه خوښېږي چې په مسمومو اړیکو کې ګېر شم. يعنې زه وکړای شم مقابل لوری وځوروم او هغه وکړای شي ما وځوروي. زه و نه کړای شم، تر هغه مخکې لاړ شم او هغه و نه کړای شي ما له منځه یوسي. يعنې په هر حالت کې، په همېشني زجر کې اوسو.

 په سېنما کې هم ورته کار کوم. سېنما پر برخو وېشم، بیا وینم چې څه راکولای شي چې ما له درد، رنځ او د ژوند له ستونزو خلاص کړي یا حل‌لارې راکړي چې له نورو سره يې شریکې کړم او یوه ذره غوره ژوند وکړو.

زه ځان ته اجازه نه ورکوم چې درد او رنځ مې له چا سره شریک کړم؛ ځکه چې دا د شریکېدو نه دي.

 زه خپله، درد او رنځ نه خوښوم. له درد او رنځ سره مې، خپل ځان هم نه خوښېږي. څه چې مې خپله نه خوښېږي، له نورو سره يې هم نشم شریکولای. که يې شریک هم کړم، د هغو حل‌لارو لپاره دي چې پيدا کړي مې دي او نورو ته يې ښیم چې په دغه ډول له درد او رنځ څخه خلاص شوی یم. په ځانګړې توګه په سېنما کې؛ ځکه چې په سېنما کې، زما لپاره دا امکان ډېر دی چې خپلې تجربې شریکې کړم. که څه هم ممکنه نه ده چې له ټولو سره شریکې شي. یوازې له هغو کسانو سره شریکېدای شي چې یو څه د مخه دا تجربه لري؛ ځکه څوک چې دا تجربه نه لري، د دغو تجربو شریکول ورته د درک وړ نه دي. له همدې امله، ماته ډېر مخاطبان او شهرت مهم نه دي.

 ما ته لوبه مهمه ده، د یوې لوبې رامنځته کول. زه د یوې لوبې د رامنځته کولو هڅه کوم چې څو تنه پکې ولوبېږي. پرته له ګټې و بایلنې، پرته له مسابقې او پرته له جایزې. کله چې ته لوبېږې، په هغې لوبه کې ژوند کوې، سم د ماشومانو په شان، هغوی چې کله په لوبو بوختېږي، د همدې لوبې له لارې باندنۍ نړۍ، ځان او نور کشفوي.

همدا کشف او شهود دي چې پایله یې یو وخت د عمر په تلو کېږي. انسان له لږ درد او رنځ سره دا وخت په ښه ډول تېر کړی وي او د غچ اخیستو حس نه وي پکې رامنځته شوی. يعنې د نفرت، کینې، حسات او نورو شیانو په لومه کې نه وي لوېدلی.

 هغه په لوبه کې بوخت وي او مقابل لوری ورته په زړه پورې کېږي. لوبه باید د مهربانۍ په چاپېریال کې وي چې خوښي او خوند ولري. په سېنمایي کارونو کې مې زه لانګ شاټ، کلوزآپ یا انسرټ لرم. په سېنما کې زما د الفبا ټکي همدا درې دي؛ ځکه زه یا چاپېریال، یا ښایسته فرم ته اړتیا لرم؛ ځکه خو لانګ شاټ اخلم. یا احساساتو او هیجاناتو ته اړتیا لرم، د دې لپاره کلوزآپ اخلم، یا د معنا پنځولو لپاره انسرټ اخلم. همدا مې بس دي، نور څه ته اړتیا نه لرم. له بلې خوا مې مخکې هم وویل چې زما ذهن، په یوه دریزه ډلبندۍ کې، زما اړتیاوې سنجوي.

زه په سېنما کې یا اصلي یا فرعي( تور لښکر والا) لوبغاړي لرم. په واقعي ژوند کې هم چې څوک لرم د زړه له تله مې خوښېږي، ځان ورسره شریکوم. له هیڅ ډول بلې تمې پرته، نشم کولای چې ځان له چا سره شریک کړم. وخت نه لرم. اصلاً امکان نه لري، خو له یوه کس سره په خاصو شرایطو کې شریکېږي چې ورسره په اړیکه کې یې، نه حاضر او نه غایب، کولای شم چې ملګري ولرم.

 ملګري هم ډېرنشي لرل کېدای. هغه ملګرتیا چې صمییت ته ورسېږي، هغه اړیکه چې خبرو اترو او ډیالوګ ته نه دی رسېدلی، خو پوهېږم چې نوم یې څه دی او چېرته ده؟ لیدلی او اورېدلی مې دی، خو ډیالوګ مې نه دی کړی. له هغه سره د یوه مېز شا ته نه یم ناست چې څو دقیقې وغږېږو. صمیمي نه يو، خو بلد شوو. داسې اشنایان ښایي په ژوند کې ډېر وي.

 خو په عاشقانه اړیکه کې، برخه- برخه لکه د یوه انسان مینه له بل سره، اړیکه باید دوه اړخیزه وي او د اړیکې دواړه خواوې مستقلې وي، د دوو سرو مڼو په شان د یو بل څنګ ته کیني او د یو بل له حضوره، له شور، شوق، اشتیاق او صمیمیت څخه ډک شي. زه د سرې مڼې په دې اړیکه کې د هیچا د مڼې نیمایي نه یم، یوه پوره مڼه یم، د یوې بلې مڼې ترڅنګ. کله چې دا دواړه د یو بل څنګ ته کېږدې، داسې اړیکه رامنځته کېږي چې خپله دا اړیکه هم خپلواکه کېږي. دا عاشقانه اړیکه ده. کله چې زما څوک عاشقانه خوښ شي، هغه هم باید بشپړ وي. زما لپاره مینه د ګل او پروانې اړیکه ده، نه د شمې او پروانې.

نسرین: ستاسې په نظر څوک شته چې بشپړ وي؟

رازي: نسبي به وي، د ځان لپاره به بشپړ وي، خو زما لپاره نه. که زما لپاره بشپړ وي، هغه یوازې زما اړتیاوې پوره کوي، نه خپلې اړتیاوې. زما اړتیاوې هم څو ورځې پوره کوي، بیا مې د سړک پر سر پرېږدي؛ ځکه ستړی کېږي او په خپله مخه ځي. څوک چې وکړای شي په یوه اړیکه کې خپلې اړتیاوې پوره کړي، نور ما ته اړتیا نه لري. له ما سره په اړیکه کې یوازې خوند اخلي او خوښ دی، زه یې هم په خپل څنګ کې په لرلو خوښ یم.  زه په خپلو اړیکو کې هڅه کوم چې اړیکه کمال ته ورسېږي او مستقله وي. مقابل لوری چې تر څو زما څنګ ته وي، ورسره یم.

 د مینې له کل سره د جز اړیکه، یو اړخیزه اړیکه ده. سیند څاڅکي ته ارزښت نه ورکوي، خو څاڅکی خپل هر څه سیند ته ورکوي. کله چې سیند ته لاړ، هیڅوک نه وایي دا څاڅکی دی. هیڅوک په سیند کې په څاڅکي پسې نه ګرځي. دا لکه د شمعې او پتنګ اړیکه داسې ده.

 دا عرفاني تجربه ده. د دې تجربې لرونکي عارفان لرو. زما سېنما، د دغو اړیکو ټولګه ده. زما لپاره په ژوند او سېنما کې د درېیو ژبو اړیکه ډېره مهمه ده: د مهرباني ژبه، حسي ژبه او کلامي ژبه.

 د مهرباني ژبه هغه ژبه ده چې هر کار د نورو لپاره کوي، په هیڅ ډول بدل او جایزې پسې نه ګرځي. دا کار د دې لپاره کوې چې خوښ شې، ژوند کوې، دا دې مینه ده او خوښېږې دې. دا ژبه تر ډېره په دې پورې اړه لرې چې په ماشومتوب کې مو دا ژبه زده کړې وي، هغه سړی ډېر نېکمرغه دی چې دا یې مورنۍ ژبه وي، خو ممکن چې وروسته هم تر یوه ځایه دا ژبه زده شي.

 دا که د چا مورنۍ ژبه وي یا یې زده کړې وي، هغه خلک د هنر، فلسفې او تصوف په کارونو کې بریالي کېدای شي.

 2- د انسان د سترګو، غوږونو، پوزې او خوند حسي ژبه باید ښه کار وکړي او بدن باید ښه لمس کړي. دا خلک په ساینسي کارونو، څېړنو او ټیکنالوژي کې ډېر بریالي دي.

د مهرباني ژبه له حقیقت سره ډېر سر و کار لري. دا موقعیت برابروي چې انسان حقیقت ته ډېر نږدې شي. حسي ژبه انسان ته دا امکان ورکوي چې هغه څه درک کړي چې پېښېږي.

 3- لفظي ژبه له انسان سره مرسته کوي چې د واقعیت او حقیقت ترمنځ اړیکه پيدا او درک کړي. دا درې واړه ژبې په ژوند او سېنما کې خورا مهمې دي. که څوک په دې درېيو ژبو پوهېږي او مورنۍ ژبه يې وي، دا يوه نېکمرغي ده. ما دا نېکمرغي نه لرله، خو هڅه مې کوله چې زده یې کړم. که يې څوک زده کړي، دا درې ژبې په سېنما کې ور سره ډېره مرسته کوي. د مهربانۍ ژبه، انسان حقیقت ته ډېر نږدې کوي، حسي ژبه انسان له واقعیت سره نږدې کوي او کلامي ژبه یې د حقیقت او واقعیت ترمنځ اړیکې ته نږدې کوي. انسان او مسایل یې تقریباً په دغو ژبو کې تحقق پيدا کوي؛ ځکه موږ په کلامي ژبه د زمان او مکان مفهوم درک کوو. دا د زمان او مکان درک دی چې تېر، حال او راتلونکی د درک او فهم وړ ګرځوي. زمان هغه دی چې تېر پکې روښانه وي، له روښانوالي سره، تېر، نه دی راڅخه تېر شوی، بلکې راسره دی. هغه ماضي چې له انسان څخه جلا وي، په دې حالت  او روښانوالي کې، له ځان سره لرلای او خپل زمان ورسره درک کولای شي. کله چې يې تېر درک کړ، تر یوه وخته خپل راتلونکی هم د تېر په شان په روښنایي سره درک  کوي، کنه انسان په زمان کې سرګردانه پاتې کېږي.

په دې مانا چې سړی یوازې یو اوږد مهاله “حال” لري. هغه فکر کوي چې ماضي لري؛ مګر په یوه اوږد حال کې را ګېر دی. یعنی کوم شی چی د انسان په ذهن، یاد او خاطر کې راځي، هماغه لومړی درد، تکلیف او زجر ورسره دی، پر دې هیڅ غور نه دی شوی چې ذهن ارامي ته رسېدلی وي او ترې تېرشوی وي. که ماضي روښانه وي، ورسره د حال او راتلونکي درک کول ممکن دي.

 سېنما، انسان په داسې سفر کې بیایي چې د ژوند سفر پکې احساسېږي. دا پېښه داسې د سړي پام ځانته را اړوي چې له ځان سره د راتلونکو پېښو تړاو درک کوي او پوهېږي چې دلته یو څه بدلېږي. کله چې د بدلون د بهیر په اړه د یوه کس نظر مثبت شي، هغه په ​​کیسه پوهېږي، بیا کیسه بیانولای شي.

 کله چې هغه کیسه بیانوي، د کیسې تر شا د هغه ژوند، یا د هغه د ژوند یوه برخه ده. کله چې موږ ژوند درک کوو، پوهېږو چې سېنما، نقاشي، فلسفه، تاریخ، فرهنګ او دین ټول د لوبې کولو یوه بڼه ده چې انسان ته د ژوند امکان ورکوي. دا په دې پورې اړه لري چې سړی د لوبې په کوم سټایل ښه پوهېږي. څه یې خوښېږي، هغه مهال هر څوک کولای شي د لوبې لپاره خپله بڼه غوره کړي. انسان لوبه خوښوي؛ ځکه انسان له ژوند سره مینه لري او له ژوند سره د مینې لېوالتیا، انسان په لوبه کې ګډون ته هڅوي. هر هغه څه چې د مشارکت وړ نه وي، لوبه نه ده. هغه هم لوبه نه ده چې لېوالتیا، مهرباني او له بدل پرته مینه پکې د ګډون وړ نه وي، هغه یوه سیالي یا مسابقه ده. په سیالي کې حسادت، کینه او د غچ اخیستو حق موجو وي. که ژوندی یې، یا ګټونکی یې، ته له نورو سره حسادت کوې، که دې وګټله نور له تا سره حسادت کوي. له دې پرته په سیالۍ کې نور څه امکان نه لري. البته، کچه به یې فرق کوي.

دا پېښه چې څو ځلې رامنځته شي، د غچ اخیستو حس رامنځته کېږي. کله چې دا حس رامنځته شي، هغه مهال انسان د نورو په وړیا کارګر بدلېږي، په ماغزو کې له هغه څخه نفرت کوي او دی یې په ذهن کې په ساتونکي او بندي کوونکي بدلېږي. ماغزه، له نفرته ډکېږي، څښتن یې د خپل ژوند لپاره فرصت نه لري، کاپیټالیزم خو له بده مرغه انسان په سیالي بوختوي، چې په دې ډول د پیسو څرخ زیات تاو شي او په دې بې مفهمه لوبه کې ولوبېږي.

نسرین: ښاغلی محبي، ستاسو خبرې دومره ژورې دي چې شخصاً ما فکر کولو ته اړ باسي. هره، جمله چې تاسې یې وایاست، ژور فکر ورته کوم. واقعاً همداسې ده. یو هنرمن چې لومړی یې ځان پېژندلی دی، په خپله لیکنه پوهېږي او درک کوي یې، ډیالوګونه او نور هرڅه چې د هغه په ذهن کې دي او غواړي جوړ او رامنځته یې کړي، پرې ښه پوهېږي. هغه کولای شي چې دا شیان ښه وړاندې کړي. اغېزناک واوسي. ستاسې له خبرو ډېره مننه، د دوام لپاره یې ستاسې په خدمت کې يو.

رازي: هیله کوم. سېنما چې زه پکې بوخت یم او خوښېږي مې، داسې لوبه رامنځته کوي چې څو تنه پکې یوه شېبه ژوند وکړای شي. سېنما ما ته مهمه ده؛ ځکه زه د لوبې په لټه یم. هغوی چې له ما سره لوبېږي، زما خوښېږي، مینه ورسره لرم، یا يې درناوی کوم. فرق نه کوي چې په سېنما، لیکلو یا نقاشي کې دي. په هر یوه کې چې لوبه رامنځته شي، نعمت دی؛ ځکه شېبې همېشنۍ نه دي.

 د خوښي او ناخوښي شېبې لرم. هغه شېبې چې رامنځته کوم يې او هغه شېبې چې نه يې رامنځته کوم، خو فکر کوم چې په درد لرونکو شېبو کې خلاقیت نشم کولای، په دغو شېبو کې پر خلاقیت فکر نشم کولای. دا درد دی، درد ما اړ کوي چې له دغو شرایطو ووځم. له دغو شرایطو څخه د وتو هڅه، خپله پر تخلیق فکر کول دي. دا خوښي، ناخوښي او درد زما د ژوند دایره ده.

 نسرین: تاسو ویل، تر هغه وخته چې یو څه ښه درک نه کړئ، نه يې تخلیقوئ. له دغه طرز فکر سره، څه فکر کوئ چې ستاسې پر مخاطبانو به ستاسې لیکل، فلم او هنر څه اغېز کړی وي؟

رازي: زه پر خپل ځان کار کوم. خپله د خپل کار سوژه یم، ځان ته حیران یم چې د یوې کوڅې په خم کې را ګېر یم. د نورو اغېز منل، د هغوی په خپله تجربې پورې تړاو لري. زه په خپلو مسایلو کې ننوځم، په خپله شاوخوا کې، په خپله نړۍ کې، په خپلو افکارو، احساساتو او هیجاناتو، په خپل وجود، خپل چلند او اړیکو کې ژوند کوم.  په همدې شیانو کې غور او څېړنه کوم، چې یوه ښه لوبه رامنځته کړم. دا ټول د دې لپاره کوم چې په یوه سطحه کې ژوند وکړم، له پېچلتیاوو وروسته په ساده ګي کې، نه دا چې ژور ژوند وکړم. ژوند په سطحه کې نه دی، نه په عمق کې.  لامبوزن که څو ساعته په اوبو کې وي، اکثره وخت د اوبو پر سر وي. څوک چې د اوبو له تله خبر وي، د سیند تل، د اوبو ژورتیا او خپل ځان پېژني. له اوبو سره ملګری وي. که اړتیا وي کولای شي داوبو ژور تل ته لاړ شي، خپله اړتیا پوره کړي، بېرته د اوبو سرته راشي. ژوند هلته خوند او خوښي پيدا کوي او مانا‌دار کېږي چې هغه بېرته د اوبو سر ته راشي.

 ژورېدل، يعنې تېرو تجربو ته تګ، فردي شوي ژوند ته ورتګ، یا د ډله‌ییز شوي ژوند عمق ته ورتګ، انسان هلته ورځي، غوټې وهي چې یو څه ترې وباسي او بیا راشي، په عادي او ورځني ژوند کې خوند ترې واخلي.

 د بېلګې توګه زه چې تاسې وینم، خوند راکوي، یا دا چای چې زما څنګ ته دی، ورنه خوند اخیستلای شم، یا داسې اړیکه پيلوم چې خوشالوي مې او ځواکمنوي مې، غواړم په ساده ګي او له کوم حجاب او نقاب پرته، هغه وپېژنم، واورم، لمس کړم او د یو بل په خوی بوی وپوهېږو له یو بله خوند واخلو، خوښ شو او مینه سره وکړو. دا ټول په سطح کېږي. عمق، هماغه د فکر کولو شېبه ده، هغه شېبه د ناخوښۍ ده. خوښي هغه وخت ده چې زه قلم را اخلم چې نقاشي وکړم، یا له دوربین سره فلم اخلم، یا مایک را اخلم چې غږ ثبت کړم، یا د تدوین د مېز ترشا کینم، لوبه پيلوم، د لوبې ټول لوبغاړي او وسایل وینم. ښه دا سطحي دي، دا د یوه عمق سطحه ده.

دا چې زما په شاوخوا کې څوک دي او څه تیرېږي، دا زما لپاره د تېر وخت په پرتله ډېر مهم دي.

 ماضي همدا ده چې موږ ته درس راکوي. زما لپاره دا کافي ده چې شاوخوا ته مې شته خلک درک کړم او پرې پوه شم.  

زه باید په خپلو تجربو کې وګرځم چې کوم ځای یې ما ته مثبت احساس او انرژي راکړې او کومو برخو یې له ما څه اخیستي دي، چې وکړای شم سطحي، ساده او صمیمي اوسم. انسان که تجربه ولري، په زجر نه مري. يعنې په لږ درد او زجر مري. د ژوند کیفیت یې پورته ځي؛ ځکه خوښ ژوند یې کړی دی، ژوند تر خوښي او خوند پورته نور څه له موږ نه غواړي.

زما لپاره یوازې هغه څوک هنرمند نه دی چې د موسیقي، نڅا، لیکلو او نورو هنري فعالیتونو کارونه کوي، د ښاروالي یو کارګر هم زما لپاره هنرمند دی، کله چې د سړک د غاړې د تېږو جدول په ریتم، نظم او خوندور برابروي او پر دې فکر کوي چې که یوه ورځ څوک له دې ځایه تېرېږي، د دې په لیدو خوښ شي او خوند ترې واخلي، نه دا چې د تېږو خرابوالی یې د ناخوښي سبب شي. زما په نظر، دا فرد هنرمند دی؛ ځکه تخلیق یې کړی دی.

 د بېلګې په توګه، د باغبان او نقاش تر مینځ توپیر څه دی کله چې هغه ګلونه وکري؟ یا یو اشپز چې خپل کار په هنرمندانه ډول کوي او نور یې د خوړو له بوی، خوند، رنګ او ترتیب څخه خوند اخلي. زما په اند، دا هنرمندان دي.

 هنر، يعنې ژوند، يعنې خپله ژوند. د دې لپاره چې په هره شېبه کې، که هر څومره کمه هم وي، یو کس ترې ښه ډېر خوند واخلي. هر څه چې خوند لري، د هنر زمینه برابرولای شي. که خوښي پکې وي، بیا بشپړ هنر دی.

نسرین: یوه جمله تل زما په ذهن کې وي «په هر هغه کار کې چې یې، غوره اوسه او په غوره بڼه یې وکړه چې هم ته او هم نور ترې خوند واخلي.»

رازي: هو. هغسې ښه اوسه چې خپله یې ښه بولې، نه نور. په نورو کار مه لره. د ځان لپاره اوسه. همدا چې په داسې شرایطو کې اوسې چې ځان ته کافي یې، د استرس، اضطراب او اندېښنو سطحه دې کمېږي. وېره، که واقعي نه وي، واقعیت ته نږدې کېږي. غوسه ځنډېږي، غم په فکر کولو بدلېږي، غوسه په قدرت بدلېږي او وېره په شناخت.

  کله چې په دې حالت کې یو څه شریک کړې، د ژوند هره برخه چې دې وي، خپله یو نعمت دی. که انسان خپله، په دې شرایطو کې وي، کولای شي د مقابل لوري له شرایطو هم خوند اخیستلای شي.

نسرین: هیله منه یم چې ټول دغه نعمت ته ورسېږو او د ژوند سمه لاره پیدا کړو. هرکار چې کوو، پکې غوره اوسو. بلې پوښتنې ته چمتو یاست؟

رازي: هو. زه هم ژوند کوم.

نسرین: مننه. ګران رازي، موږ ته ووایاست چې د افغانستان سېنما چېرته ورسېده؟ اوس د څه وخت لپاره وقفه راغلې ، ستاسې په نظر  د افغان سېنما پر وړاندې د سېنماګرانو مسوولیت څه دی؟

رازي: که ډېر رښتیا ووایم، سېنماګران او سېنما دوه‎ جلا بحثونه دي، موږ په افغانستان کې سېنما نه لرو، سېنماګران لرو. افغان سېنماګران د خپل ژوند پر وړاندې مسولیت لري.

زه کولای شم پر دې وغږېږم چې افغان سېنماګر د ځان په اړه څه مسوولیت لري.

دا چې دوی د افغاني سېنما پر وړاندې کوم مسوولیت لري، ډېره لویه خبره ده. زه به خوښ یم او هیله من به شم چې که افغان سېنماګران د خپل ژوند پر وړاندې مسولیت منونکي وي، يعنې دا چې خوښ، روغ او پياوړی اوسې او دا زده کړې چې څنګه نور خوښ کړې او دوی د نورو خوښ شي.

 که دوی د ځان پر وړاندې همدا مسوولیت ولري، زما لپاره کافي دي. اصلاً اړتیا نشته چې دوی د افغانستان او خلکو په غم کې وي؛ ځکه که دوی خبر او پياوړي وي، هره شېبه نور خلک خوښ کړي او ځان د نورو د خوښې جوګه کړي. کله چې دا کار وشي، نور هرڅه خپله کېږي، په ضمانت یې وایم.

 هغه مهال شونې نه ده چې افغانان به يې نه خوښوي، که سېنماګران دې حد ته ورسېږي، په راتلونکي پړاو کې به په افغانستان کې سل په سلو کې سېنما جوړه شي. افغانستان په ټولیزه توګه یو داسې وضعیت لري چې که نړیوال دی که نه، خو په افغانستان کې سېنما رامنځته کېدونکې وه، د دې سېنما مخاطبان نړیوال وو، انسانان وو؛ ځکه چې په افغانستان کې کیسې زیاتې دي، خو کیسه کوونکي کم دي. انسان کیسې اورېدو ته اړتیا لري. په افغانستان کې ژوند، حقیقیت او واقعیت ته ډېر نږدې دی. زه په کورنۍ کې درې وروڼه او درې خویندې لرم. دوی هیڅ یو هم بل ته ورته نه دی. دوی یو بل ته نږدې نه دي. د دوی ژوند د شپې او ورځې په څېر، توپیر سره لري. دا توپیرونه يعنې کیسې. موږ د ویلو لپاره ملیونونه کیسې لرو او دا کیسې د سېنما ، هنر ، ژوند او هرڅه سرچینې دي. نړۍ او په نړۍ کې خلک دې کیسو ته اړتیا لري.

موږ اصلاً نفتو، اټوم او هر څه ته اړتیا نه لرو. موږ کیسه لرو، خو کیسه کوونکی نه لرو؛ ځکه د ژوند په راز نه يو خبر.  که موږ د کیسې په راز خبر شو، هغه وخت کولای شو، خپله کیسه کوونکي شو. د کیسې راوي، د کیسې په زړه کې له پټ راز سره بلد دی. که دې حد ته ورسېږو، له کیسې سره نه یوازې دا چې خپل ژوند ته ټکان ورکولای شو، خوشالېدای شو، بلکې ممکن په نړۍ کې د انسان ژوند ته ټکان ورکړو.

 له هغو کیسو سره چې موږ یې لرو، لوبه نشي جوړېدای؛ ځکه ګونګ او سرګردانه يو. موږ یا ویده يو، یا په کوما او مغزي سکته کې. سېنماګران فرصت لري چې کیسه واوري، جوړه کړي، ويې وایي او په آګاهانه ډول راوي او کیسه کوونکي شي. هغه سېنماګران چې په افغانستان کې دي، د نړۍ په هره سیمه کې له زېږېدلو کسانو څخه ډېر دغه نعمت ور په برخه دی.

   په افغانستان کې، د هغو لویو پېښو ترمنځ واټن زیات نه دی چې په تاریخ کې د انسان لپاره پېښې شوې دي. په ځنګل کې وو، کلي ته راغلو. له کلي ښار او له ښاره ډیجیټل او مجازي چاپېریال ته راغلو. په افغانستان کې څلور مهمې تاریخي پېښې چې موږ یې په یوه انځوریز چوکاټ کې په ګډه لیدلای او درک کولای شو؛ مګر د نړۍ په ډېرو برخو کې د دغو پېښو ترمنځ اوږد واټن دی. دا نسلونه،اصلاً له خپلې ماضي څخه غوڅ شوي دي.

په افغانستان کې، زه پخپله له کلي ښار او له ښاره ډیجیټل نړۍ ته د تګ تجربه لرم. ما دا ټول تجربه کړي دي. اوس کولای شم، پر کلي وپوهېږم. که زه پر ځان کار وکړم، په ښار پوه شم؛ کولای شم ډیجیټل نړۍ زده کړم. دا سمه ده چې زه خپله لهجه لرم؛ ځکه کلی زما مورنۍ ژبه ده. ښار مې زده کړ. زه لږه لهجه لرم، په ډیجیټل نړۍ کې ډېره خپله لهجه لرم؛ مګر زه دا نعمت لرم چې دا په یو بل پسې وصل کړم، ووینم او کیسه ترې جوړه کړم.

 کیسه چې وشي، تر شا یې ژوند پیدا کېږي. ننني انسان تر هر څه زیات ژوند ورک کړی دی. موږ په چټکۍ سره، په ناخبرۍ کې د ژوند د لاسه ورکولو په حال کې يو، خوښي له لاسه ورکوو، لا نور پرېشانه کېږو. اصلاً اروا پوه ولې پيدا شوی دی؟ ولې یې دومره وده کړې ده؟ هره ورځ د دوی یو نوی نسل رامنځته کېږي. ولې؟ ځکه چې زموږ روان درګرده ویجاړېږي.

  هغه انسانان چې مختل کېږي، يعنې د واقعي علت او معلول درک له لاسه ورکوي. دا يعنې، کیسې ته مو پام نه دی. د ځنګل، کلي، ښار او ډیجیټال واټن ډېر ځپونکی کېږي. دیزالونه کېږي. جام کات کېږي. جام کات ښه دی؛ د دې لپاره چې ته مقابل لوری یا ځان له کوما څخه وباسې یا له خوبه وېښ کړې، خو انسان نه را ويښېږي او هره شېبه ورسره داسې نشې کولای، هغه بیا کوما ته ځي؛ ځکه فني ضربه خوري. هلته باید دیزالو یا مچ کات ووهې. هغه موټر چې په ۱۰۰ سرعت کې ځي، ته یې های سټارټ ووهې نه کېږي؛ ځکه سوځېږي. دا افغان سېنماګر ته یو فرصت دی او د دغه فرصت درک کول، با خبره انسان ته نعمت دی.

په ساده ټکیو، افغان سېنماګر دې خپله ګټه په پام کې ونیسي، هغه په داسې موقعیت کې دی چې انسان او نړۍ ته خبرې کولای شي.

 افغان فلم جوړونکی، فرانسوي او امریکایي فلم جوړونکی نه دی چې د تولید په خط کې لوېدلی وي، ووایي لوبغاړی غواړم، سل زره لوبغاړي، د بېلګې په توګه، قد دوه متره، وزن ۴۵ کیلو، او سترګې آبي. افغان فلم جوړونکی، د کیسې زېږولو وړتیا لري، نه د کیسې د تولید. هغه په کارخانه کې نه دی بوخت شوی. له اقتصادي پلوه، خو ټیکنالوژیکه نړۍ ډېرې ستونزې حلوي. ما وروستی فلم د چرګ په هګيو جوړ کړ.

 خواړه مو نه لرل چې چا ته يې ورکړو. هرڅوک چې راته، له لارې یې د چرګ هګۍ راوړه، سره خوړه مو. ګډ کار مو کاوه. د شپې هر څوک خپل کور ته تلو، خو خپله تجربه او پوهه مو سره شریکوله.

 څلور کاله مو فلم اخیست. په لګښت یې نه پوهېدو چې څومره دی؛ ځکه ورځينی ژوند مو و. که مو فلم نه جوړولای ښایي لګښت مو تر دې هم زیات شوی و. داسې نه ده چې سړی ووایي:« زه پیسې نه لرم، فلم نشم جوړولای»؛ ځکه نورې لارې هم شته.

 انسان چې فکري تولید ونه کړي، کولای شي کیسه وکړي. ممکن انسان متفاوتې کیسې وکړي او متفاوت مخاطبان ولري، خو د کیسې تاریخي جریان چې په افغانستان کې پېښ شو، په ځانګړې توګه د 2001-2002 په پای کې، په افغان سېنما کې یوه لویه پیښه وه.

 په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته ښه فرصت و. هغه وخت افغان فلم او کابل فلم وو. په هغه وخت کې له ایران څخه راغلو هلکانو بچه های فردوس جوړ کړی و. محسن مخملباف هم کابل ته راغی، ساعت پنج عصر یې جوړ کړ، یوه اوونۍ وروسته اسامه فلم جوړ شو، بیا ایډیټ شول.

دا فلمونه په ۲۰۰۳ کې نړیوالو فستیوالونو ته لاړل او په سېنما کې یې ښه ځای پيدا کړ، په هم مهاله توګه ۵ نور فلمونه هم په کابل کې جوړ شول. دا لنډ فلمونه له اسامه او ساعت پنج عصر فلمونو سره، هغه کال په ډېرو فستیوالونو کې وګرځېدل او ډېر ښه ځای یې ځایګی يې پیدا کړ.

 وروسته، عتیق رحیمي راغی او خاک و خاکستر فلم یې جوړ کړ. بیا دوپون فیلي، ساوا له جاپان څخه راغی، هغه په ډېرو فلمونو کې د کوروساوا مرستیال و، برمک اکرم په ۲۰۰۷ کې راغی، فلم یې جوړ کړ.

یو بل جریان چې لنډ فلمونه یې جوړول، هم رامنځته شو. دوی په شوق او هیجان، په نړیواله کچه خپل فلمونه په افغانستان کې جوړ کړل، په دوی کې داسې کسان وو چې په افغاني او هندي سبک یې فلمونه جوړول.

 دوی ټولو، لاسونه سره ورکړي وو، عجیبه شور یې جوړ کړی و، که هماغسې مخته تللي وای، په افغانستان کې د سېنما جوړولو ډېر امکان یې رامنځته کاوه.

 زه تر ۲۰۰۷ پورې په افغانستان کې وم، له سېنما سره مې ډېر سرو کار و، له ټلوېزيون سره نه و. که څه هم ما څو لنډ فلمونه جوړ کړل، خو تر ډېره په سېنمایي کارونو کې مرستیال، لوبغاړی، پروډیوسر او جوړونکی وم. هلته مې ډېرې تجربې ترلاسه کړې. په ټوله کې څو جریانونو د طالبانو له سقوط وروسته په افغانستان کې د سېنما په رامنځته کېدو کې له یو بل سره مرسته کوله.

 ایران دوه ځلې سېنمایي بورسیې ورکړې، یوه بورسیه په ۲۰۰۰ کې بشپړه شوه، دا د بچه های باغ فردوس په نوم مشهور شوه. هلته ۲۱ تنو په مناسبو شرایطو او امکاناتو کې له ډېرو ښو استادانو څخه زده کړې وکړې. دوی په دغه تجربه، له دویم کال وروسته ټلویزون، سېنما او فلم ته مخه کړه. ښه کار یې وکړ. لس تنه نور وروسته په بورسيه لاړل او فارغ شول. د طالبانو تر سقوط وروسته، دوی ټول د افغانستان د کار مارکېټ ته ننوتل.

 له دوی نه اکثره یې د ټلوېزونونو له رامنځته کېدو سره، هلته په کار کې جذب شول. دا یو اوږد جریان و. دوی باانرژي، ځوان، باتجربه او ځانګړي خلک وو. ډېرې ښې اړیکې یې لرلې. دوی له ټولو امکاناتو سره افغانستان ته راغلل. یو بل ځواک هم و چې مخکې یې په روسیه کې زده کړې کړې وې او په روسیه کې او د طالبانو تر واکمنېدو مخکې افغانستان کې یې د کار تجربه لرله. هغوی اکثره په افغان فلم کې ځلېدلي وو. یوه ډله له اروپا راغلې وه چې فرانسه مېشتي یې په سر کې وو، خپله په افغانستان کې هم یو جریان و چې د هند له سېنما یې الهام اخیست او ځينې ښه کارونه يې کول. زه له هغوی څخه دوه تنه ( سلیم شاهین او مجاهد) پېژنم. دوی کار کاوه او په حقیقت کې، افغاني سېنما کې د افغانانو لپاره همدوی وو.

 د ډېرو خلکو نومونه نه اخلم؛ ځکه ځینې بیا پاتې کېږي او داسې مې نه خوښېږي. حافظه هم دومره یاري نه کوي چې ټول یاد کړم، خو ځینې اغېزناک خلک وو چې کار یې کاوه. په ټوله کې دوه ډوله تخنیکي مسایل  وو، یو هغه چې له ۲۰۰۷ مخکې په سېنما کې موجود وو. دغې سېنما له نګاتیو سره کار کاوه او تدوین یې په لاس هم کېده. دوی ظهور، چاپ، وړلو او راوړلو ته اړتیا لرله. دلیل یې دا و چې ټول امکانات یې په افغانستان کې دننه نه وو. یا باید د مینځلو او ټولو تخنیکي کارونو لپاره هندوستان، ایران یا بېرته اروپا ته وړل شوي وای چې دا ډېر پېچلي کار و، دا له ۲۰۰۷ څخه د مخکې سېنما اړوند وو.

 لوی فلم جوړونکي راغلل، فلمونه یې جوړ کړل. دوی په افغانستان کې د یوې سېنمایي ډلې له جوړېدو سره ډېره مرسته وکړه، يعنې وروسته کېدای شول چې په افغانستان کې دننه لیکل، جوړول او خپرول ټول شوي وای. دا ډېر اغېزناک وو؛ ځکه سېنما، روزنه، تولید او خپرول دي. که دا درې واړه په یوه هېواد کې دننه ونشي، هغه هېواد سېنما نه لري او نیمګړی دی. ځينې ډیجیټل فلمونه چې ارزښتي بحث نه ورباندې کوم چې کوم قوي او کوم کمزوری و؛ ځکه زما لپاره سېنما، يعنې چې څوک کولای شي کیسه روایت کړي، که څه هم د تخنیک له پلوه متفاوت وي او توپير یوازې د جوړونې په بهیر کې دی.

 بل جریان تر ۲۰۱۴ مخکې ډېر پياوړی شو. هغه کسان چې په ۲۰۰۷ کې وو، اکثره په یو ډول له افغانستان څخه ووتل او یو واټن رامنځته شو. له دې وقفې وروسته، یو نوی نسل پیدا شو چې زیاتره ښځو پکې رول درلود او دې کار په سېنما کې نوی روحیه پیدا کړه. داسې خلک وو چې فلمونه یې جوړول، فلمونو یې کیسې او نړۍ ته خبرې لرلې. ډېر خلک ټلوېزيوني جریانونو ته لاړل؛ ځکه خو ټلوېزيونونه پياوړي هم شول.

 د امریکا، له افغان سېنما ډېر ښه نه راتلل. ټلوېزيون یې ډېر خوښېده؛ ځکه خو په زرګونه ښکاره او پټو دلایلو بېلابېل ټلویزيونونه رامنځته شول. د طالبانو په راتګ سره، له بده مرغه دا مساله نوره نه ده پاتې. سېنما په پوهنتون کې رسمي شوه. تر دې وړاندې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو او تياتر څانګه وه. خو سېنما نه وه یا ډېره کمرنګه وه.

د ښوونې برخه رامنځته شوه. ډېر کسان وو چې نه ایران او نه اروپا، نه بل هیڅ ځای ته تللي وو، بلکې په وطن کې یې زده کړې کړې وې. ښه کارونه یې کول، په کار یې پيل کړی و، دوی ټولو وخت ته اړتیا لرله، خو موږ له بده مرغه دا فرصت په یوه شپه کې له لاسه ورکړ.

 دا ستاکیسه ده، څوک چې کولای شي تا ته وخت او فرصت درکړي. هر کله چې هغه وغواړي، هغه وخت او فرصت بېرته درنه اخلي. د افغان سېنماګرانو تر ټولو مهم مسوولیت دا دی چې د ځان لپاره وخت پیدا کړي. فرصتونه رامنځته کړي. که دوی دا کار وکړي، نو بل څوک نشي کولای دا فرصت له هغوی څخه واخلي.

زموږ تېروتنه دا وه چې موږ د داسې فرصت په لټه کې وو چې نور به یې موږ ته راکړي. له همدې امله زه به د نورو یادونه و نه کړم. سلیم شاهین، سمه ده چې زما سېنمایي نه دی او ډېر متفاوت دی. ما ممکن د هغه فلم هیڅکله نه وي لیدلی. زه ورسره وم. حتی د پردې تر شا، زه د هغه د فلم کولو او ایډیټ کولو پرمهال وم. زما خوښېده؛ ځکه چې هغه پخپله فرصتونه رامنځته کول، هغه، هغه و چې و. هر فلم یې جوړاوه، یو څه ښه کېدای هم شو. د هغه په ​​لومړیو او وروستيو فلمونو کې، که تاسو پام وکړئ، ښه والی موجود و او تاسې یې احساسوئ.

 اوس که د دې ټولو تولید ته د تخنيک، ښوونې او روزنې، نشراتو او توليد په برخه کې په ډېره ژوره، علمي، هنري او ډېر سينمايي سطحه وګورو، که د فرصتونو په لټه کې وای، نو دا ډول فرصتونه به مو له لاسه نه ورکول.  

دا د ژوند په ټولو اړخونو کې؛ په سیاست، اقتصاد، هنر، فرهنګ او په ځانګړې توګه په تعلیم کې، موږ هر ځای د فرصت په لټه کې وو او فرصتونه مو له نورو غوښتل. هغوی دا فرصت د ډالۍ په توګه راوړی و او موږ په دې ډالۍ کې دومره بوخت او مست وو چې موږ هېر کړل چې پخپله فرصتونه رامنځته کولای شو. دوی په یوه شپه دا فرصت را ډالۍ او په بله يې بېرته واخیست. يوه شپه يې یوه ډالۍ ورکړه او په بله شپه یې بېرته واخیسته. د دوی د ډالۍ په راکولو، موږ کوما ته لاړو. موږ را وېښ نشوو، د هغوی له تلو سره موږ ډېر تاوان وکړ او دا را ته سخت ګوزار شو.

هیله من یم چې موږ به بیا له دې کوما څخه راووځو او د دې وړتیا به ولرو چې خپلې کیسې ووایو. اوس چې هر چیرې يو. په هره ممکنه طریقه؛ په لیکلو، فلم او نورو هنرونو چې کولای شوو، خپلې کیسې بیان کړو.

نسرین: ان شاءالله ښه افغان سېنماګران به نه یوازې د افغاني سېنما لپاره، بلکې دا د افغانستان د ټولو خلکو لپاره ښه توليدات وکړي او افغانان به یو ځل بیا ځان ومومي او د ژوند په هر اړخ او هنر کې به پرمخ ولاړ شي او ښه او خوشحاله ژوند به ولري.

رازي: هو، زه هم همداسې هیله لرم. موږ باید زده کړو چې په کومه سطحه ژوند وکړو.

نسرین: ژور فکر وکړو او سطحي واوسېږو.

رازي: فکر وکړو. ښه غوږ ونیسو، ښه ووینو، چې وکړای شوو سطحي ژوند وکړو، له درد او رنځ څخه خلاص او ورڅخه د تېرېدو لپاره د حل لارې پيدا کړو. خپلې حل‌لارې هم باید شریکې کړو.

هیله من یم دې ورځې ته ورسېږو، یوه محدوده ډله همدومره ژور فکر کوي، ځينې نور محدود خلک بیا د هماغه سطحي ژوند کولو فرصت نه لري. آن نه پوهېږي چې عملاً سطحي ژوند کوي. که څوک، په آګاهانه ډول سطحي ژوند وکړي، دا ښکلی ژوند دی. خو موږ په ناآګاهانه ډول داسې ژوند کوو. له یوه نظره، زموږ ژوند ښایي د یوه واښه په څېر وي. واښه ښایي د ځان لپاره زر قانونه، فلسفې او د ژوند بڼې ولري چې موږ نه ورباندې پوهېږو.

 هیله من یم چې موږ آګاهانه ژوند وکړو او خبر اوسو؛ ځکه پوهېدل ښکلا ده او انسان ژغوري.

 موږ ښایسته لیدو، اورېدو، خلاقیت او ښکلا وېشلو اړتیا لرو. فکر کوم چې دا موږ ژغوري؛ ځکه دومره درد، رنځ، غم، غوسه او تاوتریخوالی مو وېشلی چې فکر کوم، نور ورته اړتیا نه لرو.

نسرین: ډېره مننه چې وخت مو راکړ. ستاسې خبرې ښې او ګټورې وې.

رازي: هیله کوم. زه هم ډېر خوښ شوم. په دې خوښ شوم چې ته هلته یې او کار کوې.

نسرین: ژوندي اوسئ، مننه. په هر حال، ټول باید هڅه وکړو.

رازي: هو. پایله مهمه نه ده، خو هڅه ښه ده.

نسرین: دا چې پایله څه راوځي، دا یو راز دی، خو موږ خپله هڅه کوو.

رازي: هو، زه دې په لیدو خوښ شوم.

نسرین: زه لا ډېره خوښه شوم. تاسې ته ارادت لرم، خدای مو مل شه.

رازي: خدای دې ستاسې هم مل شي.

Share via
Copy link