شکردخت جعفري؛ د خوبونو نجلۍ!

Image

شکردخت جعفري؛ د خوبونو نجلۍ!

لساني: د ستر څښتن تعالی په سپېڅلي نامه

 درنو اورېدونکو، لیدونکو او لوستونکو سلامونه او درنښت مې ومنئ.

زه حمیده لساني یم، دا ځل په دې خپرونه کې له یوې بریالۍ مېرمنې سره ستاسې په خدمت کې یم. اغلې «شکردخت جعفري» افغانه مخترع او د طبي فزیک متخصصه ده. نوموړې په خپل مسلک کې د ایران له «ساري» نومي ساینس پوهنتون څخه جایزه هم تر لاسه کړې ده؛ هغې د راډیو اکټیو شعاوو د اندازه‌ کولو داسې طریقه موندلې، چې کارول یې اسانه او لګښت یې کم دی.

 ژوند لیک

اغلې جعفري په کال ۱۹۷۷ز کې د افغانستان د ډایکنډي ولایت په تخت سنګ ولسوالي کې زېږېدلې ده. نوموړې په شپږ کلنۍ کې د شوروي جګړې له پیل سره سم، ایران ته کډواله شوه. شکردخت څوارلس کلنه وه چې پلار یې غوښتل له خپل وراره سره یې کوژدن کړي، خو له ډېرو زاریو وروسته یې پلار، مور او د کاکا زوی راضي کړل چې په کم عمر واده نه کوي او غواړي خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. اغلې جعفري په ۲۰۰۰ز کال کې د تبریز له طبي علومو پوهنتون څخه د وړانګو ټیکنالوژي په برخه کې ليسانس واخیست. وروسته بېرته افغانستان ته ستنه شوه او په کال ۲۰۰۳ز کال کې یې د کابل په طبي پوهنتون کې د استادې په حیث دنده پیل کړه. هغې له دې سره هم همهاله په شعاوي فزیک کې ماسټري وکړه. په ۲۰۱۰ز کال کې په ایران کې «ساري» پوهنتون له خوا په طبي فزیک کې د ماسټري پروګرام ته بریالۍ شوه. په ۲۰۱۴ز کال کې یې له «من و تو» ټلوېزوني شبکې سره پر خپل مسلک او زده کړو مرکه وکړه. نوموړې د خپل اکاډمیک سفر پر دویم کال د «شلومبرجي بنسټ» جایزه هم خپله کړه. هغې په ۲۰۱۵ز کال کې د لومړۍ افغان مېرمنې په حیث په طبي فزیک کې د دوکتورا سند واخیست.

دا متن له ویکي‌پیډیا څخه اخیستل شوی و، خو اوس له دې مبارزې افغان مېرمنې سره مخامخ د هغې پر څېړنو، هڅو، نوښتونو او تابو ماتولو خبرې اترې کوو. راسره پاتې شئ چې د اغلې شکردخت خوږې خبرې په ګډه واورو.   

له سنګ تخته د تهران تر طبي علومو!

لساني: اغلې ډاکټر شکر دخت جعفري شیشه میډیا ته ښه راغلاست. مننه چې له ډېرو بوختیاوو سره سره مو بیا هم وخت راکړ او پر خپله ژمنه ودرېدئ. په پیل کې دا راته ووایاست، چې ډاکټر شکردخت جعفري څوک ده؟ چېرې زېږېدلې ده؟ د خپل ښکلي ولایت او خپلې کورنۍ په اړه را ته ووایاست؛ وروسته به پر نورو اړخونو هم رڼا واچوو.

شکردخت: زما سلامونه هم ومنئ. ډېره مننه چې ما ته مو وخت راکړ او خپرونې ته مو بلنه راکړه. ښه، تاسې زما بیوګرافي ولوستله او فکر کوم چې ټول پر دې پوه شول چې زه د ډایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالي په ارل کلي کې زېږېدلې یم. زما د پلار نوم میرزا علي دی او مور مې فاطمه نومېږي. که څوک په دې اړه نور معالومات هم غواړي، زما په خپل ژوند لیک کې يې، چې د کتاب په بڼه چاپ شوی دی، لوستلای شي.

زه هغه وخت شپږ کلنه وم چې د کورنیو جګړو له کبله مو وطن پرېښود او کډوال شوو. په دښتو، غرونو او خامو لارو کې له شاوخوا شپږو میاشتو مزل وروسته ایران ته ورسېدو؛ پر دې لار زما اتلس میاشتنۍ وړه خور رقیه د ناروغۍ او د ډاکټرانو او دوا له نشتوالي مړه شوه. بیا مې په ایران کې ښوونځی پیل کړ او خوشبخته وم چې د اوستوګنې کارت مې تر لاسه کړ. د اقامې په کارت مو په ښوونځي کې نوملیکنه کولای شوه. لومړنۍ زده کړې مې په ایران کې پای ته ورسولې. هلته مې د لارښوونې دوره تېروله چې پلار مې راته وویل چې له پیدايښته مې د کاکا له زوی سره چې د خاله زوی مې هم کېږي، کوژدن یم.

دوی غوښتل په څوارلس کلنۍ کې مې واده کړي او دې له هغه څه سره چې ما د خپل راتلونکي په اړه له ځان سره انځور کړي وو، ډېر توپير درلود.

کله چې ماشومه وم، موږ ايران ته لاړو. پلار مې د ګلانو په باغ کې کار کاوه. زه به نیمه ورځ ښوونځي ته تلم او نیمه ورځ به مې له خپل پلار سره مرسته کوله. پلار به مې د ګلانو پرې کولو، اوبه ورکولو او د ګلدانونو بدلولو د را زده کولو پر مهال په افغانستان کې د خپل ژوند کیسې هم کولې.

د هغه دا کيسه مې ډېره ښه په یاد ده چې ويل يې کله ته د ۹ میاشتو وې، زموږ کلي ته د شري ناروغي راغلې وه او زما په عمر ټول ماشومان په شري اخته شوي وو او له ما او زما د کاکا له زوی پرته ټول مړه شوي وو. د کاکا زوی مې  شري نه و نیولی؛ وروسته چې ما بیولوژي ولوسته، وپوهېدم چې هغه د مور له ګېډې څخه مورزادي معافیت درلود او د معافیت او انټي باډي سیسټم یې درلود.

زه هم درې ورځې په کوما کې له پاتې کېدو وروسته په معجزوي توګه ژوندۍ پاتې شوې وم. کله یې چې دا کیسه راته وکړه، ما له ځان سره غوښتل چې ډاکټره شم او یوه ورځ خپل کلي ته ستنه شم او ټول ماشومان واکسین کړم چې نور د شري په څېر د ساري ناروغیو له امله مړه نشي.

له همدې امله، زما ټول ذهنیت زما د زده کړو پر دوام متمرکز و. په داسې حال کې چې کورنۍ د واده لپاره چمتووالی نیولی و. زما د پلار په دې اړه زما خپګان ته پام شو. په داسې حال کې چې مېلمانه په کور کې پر خبرو بوخت وو او د مراسمو د ترسره کولو د څرنګوالي پرېکړه یې کوله، زه بهر لاړم او د حویلۍ په یوه کونج کې ډېره خپه او غمجنه ناسته وم. پلار مې څنګ ته راغی او راته و یې ویل: له دې معلومېږي چې ته هيڅ راضي نه یې.

ما وویل: نه پلار جانه. بیا یې راته وویل: په حقیقت کې ستا هغه کرکټر چې زه یې پېژنم او هغه تمه چې د خاله او کاکا کورنۍ یې له خپلې نږور څخه لري، له یو بل سره هيڅ سمون نه خوري.

ويې ويل: ته چې کله ماشومه وې، داسې ژمنه دې نه شوای کولای، خو زه د خپل مشر ورور خبره نه شم ردولای. دا یې را ته وویل او خپله بېرته د مېلمنو اطاق ته ورغی او ما ته یې دا جرأت راکړ چې که زه د دې تصمیم پر وړاندې ودرېږم؛ نو پلار مې ملاتړی دی. پخلنځي ته لاړم او د کاکا زوی ته مې یو لیک ورکړ، په هغه کې مې هغه دلایل ولیکل چې ولې نه غواړم له هغه سره واده وکړم.

په پای کې مې هم ترې وغوښتل، سره له دې چې ما مجبورولای شي، خو ښه به دا وي چې دا کار و نه کړي؛ ځکه په دې صورت کې به هم خپل او هم زما ژوند پر دوزخ بدل کړي. له نېکه مرغه دوی و منله، خو دومره په اسانۍ سره نه. د کورنیو تر منځ ډېر جنجالونه وشول، خو و یې منله او ما په هغه کال کې د منځنۍ دورې وروستيو درسونو ته دوام ورکړ، خو بل کال د کورنۍ تصمیم دا و چې دا ځل د خپلې عمه له زوی سره واده وکړم او پلار مې ځان په یو ډول د دوی سرپرست او مسوول هم ګاڼه؛ ځکه د خور له کورنۍ څخه یوازې دی پاتې و. دې هلک چې ماما یې ځآن د هغه په اړه مسوول ګاڼه، غوښتل چې کوژده ورسره وکړم، خو ما تصمیم درلود چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.

که غواړئ په جزییاتو یې پوه شئ؛ نو کیسه داسې وه، چې لومړی مې ومنله چې درې کاله به وخت راکوي چې د لېسې دوره پای ته ورسوم، که څه هم د لېسې دوره څلور کلنه وه؛ خو ما یوازې درې کاله وخت وغوښت او و مې ویل، یو کال د سویې ازموینه ورکوم او چټکه یې پای ته رسوم؛ له هغه سره کوژدن کېدل مې ومنل.

ښه مې په یاد دي، د پنج ‌شنبې شپه وه چې ما دا خبرې وکړې او د عمه زوی مې زموږ له کوره ډېر خوشحاله لاړ. په سبا یې له خپل بل ماما سره چې هماغه کاکا مې کېږي؛ خبرې کړې چې څنګه د خپلې شیریني‌خوري مراسم د شعبان پر ۱۵مه نېټه چې د بلې اوونۍ سه‌شنبه کېده، چمتو کړي، خو پر شنبه بېرته راغی او پلار ته مې وویل، زه ولاړم له کاکا او د کاکا له مېرمنې سره مې خبرې وکړې او له دې ښه خبر څخه مې خبر کړل، خو دوی راته وویل چې تاسې له موږ عبرت وا نه خیست چې دې نجلۍ ته درې کاله وخت ورکوئ او هغه هم پرته له دې چې کومه ځانګړې ژمنه مو ترې اخیستې وي؟

بیا یې وویل، زه اوس دا شرایط منم، خو باید تړون وکړو چې یوه نکاح وتړل شي؛ نو بیا زه درې کاله وخت ورکوم.

ما مې پلار ته وویل، پلار جانه! موږ چې خبره سره کړې ده له هغه راهيسې څومره وخت تېر شوی دی؟ ویې ویل، دوې ورځې. ما وړرته وویل، یو څوک چې دوې ورځې پر خپله خبره نه وي ولاړ، څه فکر کوئ؛ ایا زه دا باور پرې کولای شم چې درې کاله به پخپله خبره ودرېږي؟

ومې ویل، د ایران د قانون پر بنسټ، (هغه وخت په اېران کې کډوال وو)، کله چې نکاح و تړل شي، نور ټول قوانین د نارینه په طرف دي او که یې په سبا را ته ووایي چې راځه خپل کور او ژوند ته، بیا يې زه کله ردولای شم؟ ورته ومې ویل، بیا که فرضاً زموږ تر منځ دعوه وشي، تاسې چېرته پسې ګرځېدای شئ، چې راشه یا دې ښځه درسره بوزه او یا هم طلاق ورکړه؟

دا خبرې مې وکړې، پلار مې چوپ شو او د ویلو لپاره یې څه نه درلودل. مراسم ګډوډ شول او بل کال مې بیا د کاکا زوی راغی ډېره بښنه یې وغوښته او ویې ویل، ټول شرایط منم، خو نور ما و نه منل او هغه وخت مې پلار غوښتل چې په زور یې را باندې ومني. ویې ویل، که یې و نه منې زه دې عاق کوم او نوره زما لور نه یې.

اوړی و. ښه مې په یاد دي، د ښوونځیو پیلېدو ته کم وخت پاتې و؛ لومړی باید لېسې ته تللې وای. په هغه ګرم اوړي کې چې مې کله و نه منله، پلار مې ډېر غوسه و. ورته و مې ویل، پلار جانه! خپله دې وویل چې خدای، پلار او مور ته اولادونه امانت ورکړي دي، چې لوی او تربیه یې کړي، مګر تاسې ته یې واک نه دی درکړی؟ کله چې هغه عمر ته رسېدلي وي چې پوهېږي له ژونده څه غواړي؛ نو تاسې نه شئ کولای د دوی ژوند او لاره بدله کړئ او د دوی پر ځای د دوی لپاره تصمیم و نیسئ. پلار مې ډېر غوسه شو او ویې ویل، واک دې چې نه لرم، له کوره مې ووځه!

زما د ډبولو لپاره یې جارو راپورته کړ؛ ما منډه کړه. ښه مې په یاد دي چې د «نورد آهن» په کارخونه کې مو ژوند کاوه؛ ځکه چې هغه وخت مې پلار هلته کار کاوه، خو کارخونې لا کار نه و پیل کړی. د کارخونې غولی په تورو لمر وهلو ډبرو پوښل شوی و چې په رېل پټلۍ کې یې اچوي، ما هم د بوټانو پښو کولو فرصت نه درلود په منډهکې مې پښو سوی کاوه. همداسې په تېښته وم، د اوبو یو ټانکر هم د حویلۍ د ننه و، پلار مې له شا منډې راپسې وهلې چې په جارو مې ووهي او له کوره مې بهر کړي.

اخر ستړی شو، بېرته کور ته لاړ، زه هم د حویلۍ په یوه څنډه کې کېناستم؛ خونې ته د ننوتلو جرأت مې و نه کړ. د شپې مې مور یوه مړۍ ډوډۍ راوړه، ان د پلار له وېرې یې جرأت و نه کړ چې خبرې راسره وکړي. په هماغه وضعیت کې ډېره اندېښمنه وم چې اوس به څه کېږي؟ بېرته اجازه لرم چې کور ته ننوځم که نه؟ لېسه به څنګه کېږي؟ غوښتل مې چې هرومرو درس ولولم. له دې موضوع څخه څه موده تېره شوه.

په سبا یې چې ښوونځي پیلېدل، مور مې وویل: پلار دې وایي چې کوچنۍ خور دې ښوونځي ته بوځه او نوملیکنه یې وکړه. هغه مې چې د نوملیکنې لپاره بوتله، د ښوونځي مدیرې اغلې «نرګس باستاني» وویل؛ نجلۍ ته ولې خپل ټولګي ته نه یې تللې؟ ستونی مې راډک شو او په سترګو کې مې اوښکې راغلې. نه مې شوای ورته ويلای چې ولې، خو هغه پوهېده؛ ملګرو مې ورته ویلي وو. بیا یې وویل، زه دې د خور نوملیکنه نشم کولای. پلار ته دې ووایه پخپله راشي، ځکه باید مشر یې راشي، ته تر اوسه هغه عمر ته نه یې رسېدلې چې نوملیکنه یې وکړې. بېرته کور ته راغلم او پلار ته مې وویل چې د حکیمې نوم یې و نه لیکه او ویې ویل چې باید پلار دې راشي.

پلار مې که څه هم له ما سره خبرې نه کولې، همدومره یې وویل چې هرو مرو دې کوم بد کړي. و مې ویل؛ نه ما څه نه دي ویلي، خو «مېرمن باستاني» وویل چې ته يې نوم‌لیکنه نشې کولای.

کله چې مې پلار ورغلی و، بیا اغلې باستاني ورته ویلي وو چې ته زما تر ټولو ښه زده کوونکې درس لوستو ته نه پرېږدې؛ نو ولې دې کوچنۍ نجلۍ ته نوملیکنه کوې؟ پلار مې چې هر دلیل او هره بهانه کړې وه، هغې د قناعت وړ ځواب ورکړی و او په پای کې یې له ده څخه اجازه اخیستې وه چې یو بل کال هم ښوونځي ته لاړه شم او د لېسې دوره پیل کړم.

پلار چې کور ته راغی، وروسته موږ کتابونو پېرلو ته ولاړو. ما د یوه کال د کتابونو پر ځای د دوو کلونو کتابونه واخیستل؛ په دې ورځ مې د کتابونو اخیستو پر مهال ورور راسره تللی و، هغه وویل، پلار دې کله پرېږدي چې دوه کاله ښوونځي ته لاړه شې، ولې دې د دوو کلونو کتابونه واخیستل؟

ما ورته وویل ښايي ښوونځي ته مې پرې نږدي، خو ښايي د کال په وروستیو ازموینو کې مې ګډون ته پرېږدي.

غوښتل مې د لېسې لومړی او دویم کال په کور کې په یوه وخت ولولم. په دې ترتیب مې لېسې ته داخله وکړه. د لېسې لومړی کال مې په بریالیتوب سره تېر کړ، په کور کې له ټولو کړکېچونو سره سره تل د ټولګي لومړۍ او ممتازه زده کوونکې وم. کله چې په کور کې پلار له چا سره خبرې نه کوي، ډېرې روحي ستونزې رامنځته کېږي، ما ته هم ډېرې روحي ستونزې پیدا شوې او د کور چاپېریال هم ډېر تنګ و.

دویم کال چې کله ښوونځي پیلېدل، ما له ځان سره فکر کاوه، هغه یو کال چې «اغلې باستاني» مې یې له پلاره اجازه اخیستې وه، پای ته رسېږي، اوس به څه کېږي؟ هغه شپه په اندېښنو کې ویده شوم، که څه هم جامې، کتابونه او هر څه مې چمتو کړي وو، خو ټول وخت اندېښمنه وم چې په سبا یې ښوونځي ته تلای شم که نه؟

د شپې مې خوب ولید، له یوه لرې چپ اړخ څخه مې خوا ته یوه رڼا را روانه وي. را نږدې کېده تر دې چې تر یو، دوه مترۍ پورې را ورسېده؛ ما وکولای شوای هغه ولولم، د قران یو ایت و «ن والقلم و ما یسطرون». خپل خوب مې چې تفسیر کړ، و مې ویل پر دې معنی دی چې هيڅوک زما د زده کړو مخه نشي نیولای. کله چې ويښه شوم، ما ته یې دا زړورتیا او جرأت راکړ چې لاړه شم او چمتو شم. د ښوونځي جامې مې واغوستې، البته دا چې مور او پلار مې ملاتړ نه کاوه، جامې مې ډېرې زړې شوې وې او پخپله مې د جامو ټولې بخۍ خلاصې کړې وې  او بېرته مې په چپه خوا ګنډلې وې؛ ځکه چې لمر یې د یوه اړخ رنګ وړی و او د بل اړخ رنګ یې تازه و.

چمتو کړې جامې مې واغوستې او کتابونه مې را واخیستل. ډېره په ډار او وېره د ګوتو پر سرونو دروازې ته ورسېدم. پلار مې سهارنۍ خوړله؛ د کډوالۍ په نړۍ کې مو یو اطاق درلود. کله چې دروازې ته ورسېدم، پام مې شو چې پلار مې هيڅ ډول غبرګون نه ښيي. دا پر دې مانا و چې مخه مې نشي نیولای یا نه غواړي چې ویې نیسي، په دې ډول مې د لېسې دورې ته دوام ورکړ.

کله چې د لېسې څلورم کال ته ورسېدم، تل مې له مور څخه اورېدل چې پلار دې وايي: لور ته دې ووایه چې د پوهنتون چورتونه دې نه وهي. پوهنتون د یوې افغانې کډوالې لپاره نه دی، ښه ده چې له یوه مناسب کس سره واده وکړي او خپل ژوند ته پام وکړي، خو زما موخه پوهنتون ته تګ او د زده کړو دوام و. له همدې امله به د شپې راوتلم او د حویلۍ په یوه څنډه کې به مې خپلې لاسي جوړې کړې لمپې ته درسونه لوستل. په یخو شپو کې به بیا تشناب ته ننوتلم او درس به مې لوست او خدای خدای به مې کول چې اوس څوک را نشي. په همدې ترتیب مې خپل کتابونه لوستل او کانکور ته مې چمتووالی نیوه.

کډوالو ته د ایران کانکور ډېر ستونزمن و، ځکه چې په هغو کلونو کې، هم سهمیه‌بندي وه او هم دا چې کډوال د ايران پر پينځو لویو ښارونو باندې وېشل شوي وو چې باید د دې ښارونو پوهنتونونه وټاکي، خو کله به مې چې خپلې ټولګیوالې لیدلې چې د کانکور د چمتووالي ټولګیو ته ځي، هره یوه یې کیسه کوي چې ښوونکي یې څومره لایق دي او کوم کتابونه لولي. زما پر ځان باور به يې لا ډېر را کم کړ. ان له ځان سره مې فکر کاوه چې اصلاً امکان نه لري چې  په دغو شرایطو کې دې  د کانکور ازموینه ورکړم.

په هر حال، له دې ټول وضعیت سره سره ناهیلې نشوم. خپل درسونه مې په جدیت لوستل. په دې پړاو کې مې له ورور څخه مرسته غوښته. تر ما کشر ورور مې «محمد باقر» نومېږي؛ هغه له خپلو پيسو چې په کونجۍ کې یې ځان ته ټولې کړې وې، لږ ما ته پور راکړې او ما پرې د تېرو لسو کلونو د کانکور د پوښتنو نمونوي کتابونه وپېرل او همدارنګه مې په اوړي کې له مور سره په کرنیزو ځمکو کې کار کړی و او پیسې مې سپمولې وې چې د کانکور د نوملیکنې او نورو مسالو فیس ورکړم.

د کانکور د لومړي پړاو له ازموینې ورکولو وروسته مې ډېره ښه درجه ترلاسه کړه. همدارنګه مې خپل چمتووالي ته دوام ورکړ او له بل پلوه مې پلار څو میاشتې په بل ولایت کې کار کاوه؛ نو چاپېریال را ته مساعد و، چې دویم پړاو ته ښه او لا ډېر چمتووالی ونیسم. لږ تر لږه د ورځې مې په کور کې کتاب لوستلای شو. د کانکور د دویم پړاو ازموینه مې چې ورکړه، سربېره پر دې چې د طب نومرې مې پوره کړې وې، خو د پینځو ښارونو د محدودیت د شرط له امله لومړي انتخاب، طب ته، و نه منل شوم، خو د تهران په طبي پوهنتون کې نورو انتخابونو ته چې ټکنالوژي او راډیولوژي څانګې وې، ومنل شوم.

زموږ په ښار کې هغه کال زه یوازېنۍ نجلۍ وم چې په پېشوا (پیشوای ورامین، زینبیه ښوونځي) سیمه کې مې ژوند کاوه او و مې کړای شو چې دولتي کانکور ازموینه ورکړم او د تهران طبي علومو پوهنځي ته بریالۍ شم. په دې سره زه سملاسي په ښار کې مشهوره شوم چې سږ کال یوازې یوه افغانه نجلۍ منل شوې ده. له بل پلوه مو د «حاجي اقا صالحي» په نامه یو کورنی دوست درلود؛ په ماشومتوب کې زما د پلار شاګرد و. په خپل کلي کې مو ښوونځی نه درلود او ټولې زده کړې مو په سنتي ډول او خپله خوښه وې. هر څوک چې باسواده و، ماشومانو ته یې درس ورکاوه. دا چې پلار مې په کلي کې یو باسواده کس و، په خپل کور کې یې ماشومانو ته درس ورکاوه. ده مې پلار ته زنګ وهلی و، مبارکي یې ورکړې وه او ډېر یې هڅولی و چې پرېږده شکردخت درس ووایي. دا یوه ډېره لویه لاسته‌راوړنه ده چې په اېران کې یوه کډواله نجلۍ، د کانکور په دې شرایطو کې د ایران د طبي علومو په تر ټولو ښه پوهنتون کې ومنل شي.

ما د پلار له وېرې، له هيڅ ډول امکاناتو پرته لیلیه نیولې وه. له دوو اوونیو وروسته چې په وېره او ډار کور ته راغلم، کله چې کور ته راغلم او د دروازې زنګ مې وواهه، په حیرانتیا د پلار له خلاصې غېږې سره مخ شوم. زما د سلام ځواب یې راکړ. موږ بېرته د پخوا په څېر هماغه صمیمي ملګري شوو. پلار مې له دې وضعیت څخه درې کاله وړاندې له ما سره ډېر صمیمي و او خپلې ټولې خبرې یې ما ته کولې. وروسته تر هغه چې ویې لیدل، یوه کډواله نجلۍ کولای شي خپل کورني اصول وساتي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، د نجونو د زده کړو په اړه یې لیدلوری ډېر بدل شو. تر هغه وروسته یې زموږ نور وطنوال، دوستان او خپلوان هڅول چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي.

یوه ورځ یې په رسمي ډول د ټولو خپلوانو او دوستانو په مخ کې له ما څخه د بندیزونو له امله بښنه وغوښته. ویې ویل، ما فکر نه کاوه چې یوه کډواله نجلۍ دې په دې شرایطو کې بریالۍ شي. ما ستا ښه والی غوښت او فکر مې کاوه چې که واده وکړې، خپل کور او ژوند ته به را وګرځې؛ یو ارام ژوند به ولرې، خو تا راته ثابته کړه چې نه؛ زه د کډوالۍ په نړۍ کې تر دې لا لوړ الوت کولای شم. زما تر بري وروسته یې ذهنیت ډېر بدل شوی و. ان کله چې موږ بېرته افغانستان ته راغلي وو، زما د دویمې خور «معصومې» چې هغه وخت یې په هرات کې ژوند کاوه، د کانکور کارت نه و راغلی، پلار مې د ژمي ټوله خرڅه، خور ته ورکړه او د الوتکې ټکټ یې ورته واخیست، بیا یې کابل ته ولېږله چې د کانکور په متفرقه ازموینه کې ګډون وکړي؛ یانې تر دې کچې یې لیدلوری بدل شوی و او د نجونو د زده کړو ملاتړی شوی و. همدارنګه د قومیانو او دوستانو تر منځ یې یو بل لوی بدلون هم راوست، چې وروسته نورو هم د زده کړو او د خپلو لوڼو د زده کړو ملاتړ وکړ.

ستاسې پوښتنې ته مې ډېر اوږد ځواب درکړ.

نجلۍ څه ارزښت لري؟

لساني: ډېر ښه و، زه ستاسې په خبرو کې دومره غرقه شوې وم چې څو ځایه راته پوښتنه پیدا شوه، خو زړه مې و نه کړ چې ستاسې ښکلې خبرې او غمجنه خو په عین حال کې ښکلې کیسه ودروم. کله چې تاسې خبرې کولې، څو ځله مې ستونی را ډک شو چې واقعاً نجونې او مېرمنې له څه ډول فشارونو سره مخ دي.

اغلې ډاکټرې، غواړم د کورنۍ په اړه مو لا ډېره پوهه شم. دا چې مور او پلار دې څه ډول وو؟ د کورنۍ له نورو غړو سره یې چلند څه ډول و او ایا ستاسې په اړه یې چې تنګ نظري درلوده ایا ستاسې د ورور په اړه یې هم درلوده که نه؟

شکردخت: د ځواب لنډيز دا دی چې نه. پر ورور مې یې دا محدودیتونه نه راوستل. ورور مې تر ما یوازې دوه کاله کشر و، خو په ښوونځي کې تر ما یو کال شا ته و او دا د دې لامل کېده چې زموږ د ښوونځي ډېر کارونه به تقریباً په یوه وخت وي. ما په ځلونو اورېدلي وو چې هلک باید درس ووايي او ډېر ټینګار یې هم ورباندې کاوه، ځکه ویل یې چې هلک به د یوې کورنۍ سرپرست شي، هلک هغه څوک دی چې باید په زړښت کې د مور او پلار پالونکی وي او دا یې زما ورور ته ور اورول، ډېر فشار یې هم ورباندې راووړ چې ته خپل درسونه ښه ولولي. د درس تر څنګ یې دی د کار زده کړې ته هم لېږه چې ژر تر ژره په خپلو پښو ودرېږي، خپلواک و اوسي او لاس یې خپل جیب ته وي. یا کله به مو چې لانجه کوله، په هر حال د خور او ورور تر منځ جګړه وي، خو دوی تل د هغه پلوي کوله او راته ویل به یې: دا یو هلک دی، پام ورباندې کوه. مور هم ډېرې خبرې نه کولې، ډېره ارامه او د مېړه د خبرو تابع مېرمن وه او پلار مې هم یو باسواده سړی و.

د خپل کلي له ملا او همدارنګه خپل پلار څخه یې زده کړې کړې وې. دا چې پلار یې بې وزله و مجبور و چې خپل اولادونه په کار پسې ولېږي او خپله یوازې مذهبي چارې او د کلي خلکو ته د زده کړې چارې پر مخ بوځي؛ ځکه نو زما پلار هم پخپله په سختۍ درسونه لوستي وو. یانې هم یې باید په ماشومتوب کې مثلاً غوا او پسونه څړځای ته بېولي وای او هم یې خپل درسونه لوستي وای. نېکه به مې یو درس سهار او بل درس ماښام ورته وایه او ویل به یې: ان په خوب کې به مې د پلار راکړي درسونه تکرارول او درسونه به مې په خوب لیدل؛ سهارې چې به راویښ شوم، کتل به مې چې زده کړي مې دي؛ ځکه چې په خوب کې به مې تکرارول. خو د هغه چاپېریال، چې پکې لوی شوی و او هغه ارزښتونو له امله چې ټولنې ورباندې تپلي وو چې نجلۍ کوم ارزښت لري او هلک کوم ارزښت لري؛ دوی هم همدا مفکوره درلوده او له دې مفکورې سره یې ژوند کړی و. د دودیز او همدارنګه روښانفکره چلند یوه ګډوله و.

لساني: څو خویندې او وروڼه لرئ؟

شکردخت: شپږ خویندې او وروڼه یو؛ که څه هم دوې خویندې مو له لاسه ورکړې چې له هغوی سره اته خویندې او وروڼه کېدو.

لساني: خدای دې رحم ورباندې وکړي.

شکردخت: یوه یې د کډوالۍ په لاره کې ډاکټر ته د نه لاسرسي له امله وفات شوه او یوه بله یې زما د مور د ميندوارۍ په وروستیو میاشتو کې، د ډاکټرانو د ناسمو درملو له امله چې زما مور ته یې ورکړي وو، مړه وزیږېده. اوس درې خویندې او درې وروڼه یو.

لساني: تاسې مو د ورور په اړه وویل چې ډېر فشار یې ورباندې راووړ چې درس ووایي، ورور مو هم ستاسې په څېر لایق و؟

شکردخت: هو، په لومړیو کې به یې ډېر درس لوست، خو وروسته چې د ښوونځي تر څنګ کاري چاپېریال ته ننوتلی و، دې کار یې پر روحیه او فکر ډېر اغېز وکړ. له همدې امله یې د لېسې دوره په نیمایي کې پرېښوده چې یوازې کار ته لاړ شي. کله چې مې ډېر ټینګار ورباندې وکړ چې ولې درس نه وايې، په ځواب کې یې راته وویل: په خالي جیب څوک درس نشي لوستلای. د خیاطۍ کار یې پیل کړ او وروسته له څو کلونو خیاطي کولو د اروپا پر لوري کډوال شو، څو کاله یې په ترکیه او یونان کې تېر کړل او تر هغې وروسته اسپانیا ته لاړ. اوس په اسپانیا کې رسټورانټ لري او له خپلې مېرمنې او لوڼو سره هلته ژوند کوي.

لساني: مور مو په کور کې ‎تر کومې کچې ملاتړ کاوه؟ سمه ده چې په ډېرو لویو مسالو کې یې ملاتړ نشو کولای او لکه څرنګه چې تاسې وویل ستاسې د پلار تابع وه، خو په ټوله کې، ستاسې ملاتړې وه که نه، مور مو هم د پلار په څېر ویل چې ته باید واده وکړې؟

شکردخت: هره خبره به مې چې پلار کوله، مور به مې را ته تکراروله چې پلار دې سم وايي، د پلار خبره دې منه.

هغه تاوان چې زما په ګټه پای ته ورسېد!

لساني: تاسې له ډېرو زیاتو فشارونو سره سره درس ولوست او پوهنتون ته بريالۍ شوئ، وروسته د خپلو محدودیتونو له امله طب څانګې ته نه لاړئ، اوس چې د تېر په اړه فکر کوئ، که طب ته تللې وای ښه وه  او که همدا د راډیولوژي ټکنالوژي چې ومو لوسته؟

شکردخت: وروسته له دې چې د راډیولوژي د ټکنالوژي په برخه کې مې مسلکي سند ترلاسه کړ، په هغه وخت کې په ایران کې د راډیولوژي ټکنالوژۍ ساحه دوامداره نه وه. په دې مانا چې لومړی مو باید د راډیولوژي زده کړې کړې وای او بیا مو د ليسانس لپاره د کانکور بله ازموینه ورکړې وای. کله مې چې دا درس پای ته ورساوه، هم مې د قزوین پوهنتون د نړیوالې ازموینې په بورس کې د ګډون فرصت ترلاسه کړ او هم مې په ورته وخت کې د ايران په عمومي کانکور کې د راډیولوژي ټکنالوژي په څانګه کې د ليسانس لپاره فرصت ترلاسه کړ، د دواړو لپاره مې یو ځای چمتووالی ونیو او ګډون مې پکې وکړ.

د قزوین په نړیوال کانکور کې مې چې ګډون وکړ، څلوېښت ورځې او شپې مې سخت چمتووالی ورته ونیو چې طب ته بریالۍ شم. کله چې پایلې اعلان شوې، زما نوم پکې نه و. په تهران کې د افغانستان سفارت ته لاړم چې د جزییاتو پوښتنه وکړم چې څو نمرې مې اخیستې دي او زما نتیجه څنګه وه؟ د سفارت په دروازه چې ننوتلم، ټولو مبارکي راکړه چې تاسې د سږ کال د نړیوال عمومي کانکور اول نمره شوې یاست؛ په داسې حال کې چې نوم مې د بريالیو په لېست کې نه و.

وروسته پوهه شوم چې د «تمنا» په نامه د سفارت یوه کارکوونکي چې په کلتوري برخه کې یې کار کاوه، زما پر ځای یې د خپلې خور نوم ليکلی دی او په پوهنتون کې یې طب پوهنځي ته لېږلې ده او د پوهنتون مسوولانو ته یې ویلي دي چې دې مېرمنې یعنې «ما»، یو ځل د ايران دولتي پوهنتون لوستی دی، نور په دولتي پوهنتون کې د تخصص لوستلو حق نه لري؛ په داسې حال کې چې د ايران قانون داسې و چې څوک چې یو ځل په دولتي پوهنتون کې تر ليسانس پورې درس ووایي، بيا بله څانګه نشي پکې لوستلای. ښه، په هر حال ما چې هر څومره نیوکه وکړه او دا موضوع مې تعقیب کړه، کومه لاره مې پیدا نه کړه. په یاد مې دي چې تر دوو دریو شپو له ډوډۍ خوړلو لوېدلې وم او زما په حق کې شوي ظلم ته مې یوازې ژړل. دا تېره شوه، وروسته لاړم د راډیولوژي ټکنالوژۍ ازموینه مې ورکړه او د تبریز طبي علومو پوهنتون ته بریالۍ شوم.

له هغه ورځې پینځه کاله وروسته د کابل په طبي پوهنتون کې استاده وم او د طب د پینځم ټولګي محصلانو ته مې تدریس کاوه. بیا دا نړۍ وګورئ که ما طب لوستلای، باید د هغو محصلانو پر ځای ناسته وای، خو زه یې پینځه کاله وروسته استاده وم. له هغه وروسته مې په کابل کې د استادۍ د رتبې لوړولو په پار د لارښود استاد «پوهاند عبدالحی نظیفي» تر لارښوونې لاندې د شعاوي فزیک څانګه ولوسته. بیا برتانیا ته راغلم، په «ساري پوهنتون» کې مې تر ماسټرۍ پورې د طبي فزیک څانګه ولوسته او تر دوکتورا پورې مې دوام ورکړ. اوس چې تېر ته وګورم له راغلې لارې ډېره راضي یم او ډېر شکر کوم چې ښاغلي «تمنا» هغه کار وکړ.

لساني: هو، ځینې وختونه انسان پر خپل خیر نه پوهېږي.

شکردخت: رښتیا هم.

تل د یوې بلې «لارې» په لټه وم!

لساني: څه چې د انسان په خیر وي، که تل هغسې پېښ شي، ښه دي. تاسې له ډېرو فشارونو سره له تعصبونو سره مخ وئ، هغه که په کور د ننه وو که په ټولنه کې؛ دغو فشارونو، سختيو او تعصبونو ستاسې مبارزه لا پیاوړې کړه؟ او که تر دې په یوه هوسا چاپېریال کې وای څه ډول به وئ؟

شکردخت: ښه، هغه څه چې مې نه دي تجربه کړي، په اړه یې څه نشم ویلای، خو د هغو فشارونو په اړه چې ما تېر کړي دي، زه هم د نورو نجونو په څېر بشپړ عادي انسان وم، د دې تر څنګ چې فشارونو لا لانجمنه کولم، کله چې به یوه دروازه تړلې وه، د بلې په لټه کې به وم، خو منفي اغېزې یې هم درلودې. زه له فشار او ځینې وخت له خپګانه رنځېدم، خو هيڅکله ناهیلې نشوم، تل د یوې بلې لارې په لټه وم او چې هيڅ تمه به مې نه درلوده، هلته په ځلونو بله لاره را ته خلاصه شوې ده.

لساني: تاسې یوه متخصصه او مخترعه یاست؛ ستاسې په اند ستاسې اوسنی پرمختک یوازې ستاسې د هڅو له امله دی او که ستاسې د فطري وړتيا رول هم پکې دی؟

شکردخت: زه فکر کوم موږ او تاسې هر یو دا پوټنشیل لرو چې یو مخترع او متخصص شو، خو باید هڅه وکړو او په دوامدارو هڅو له هغو وړتیاوو څخه ګټه واخلو چې خدای ج زموږ په وجود کې نغښتې دي. دا ښايي شعار ته ورته وي او وپوښتئ چې څه ډول؟ څرنګوالی یې داسې دی چې ټول ماشومان له هماغه ماشوموالي څخه له ځينو کارونو سره ځانګړې مینه لري. که شرایط ورته چمتو شي، کورنۍ او ټولنه یې پرېږدي، له هماغه څه سره چې مینه او وړتیا یې لري، په هماغه لاره مخ ته لاړ شي، هر یو به یو نابغه شي. مګر دا چې د ټولنې ډېر شمېر وګړي احساس کوي چې وړتیا نه لري یا بریالي نه دي؟ دا له دې امله ده چې په هغه لاره نه دي تللي چې مینه ورسره لري او وړتیا یې لري. مثلاً که یو کس په ادبیاتو کې وړتیا ولري، ده ته یې ویلي چې هرو مرو ډاکټر شه یا انجنیر شه. هغه چې هم هر څومره خپل سر وهي، ډېره ورته ستونزمنه وي چې په هغه لاره مخته لاړ شي. ښايي په سختو هڅو او کوښښونو یو سند ترلاسه کړي، خو پکې ځلېدای نشي، ځکه په هغه څه کې انسان ډېر ښه ځلیږي چې مینه او لېوالتیا ورسره لري.

یونیفورم جامې مې نه درلودې!

لساني: ډېر ښه، رښتیا هم ډاکتر صاحب. ستاسې په خبرو کې یو ټکی چې هم زما لپاره ډېره غموونکی او هم ډېره جالبه وه هغه دا چې تاسې وویل، ان نوې جامې مو نه درلودې چې په ښوونځي کې یې واغوندۍ، زړې جامې مو په چپه مخ ګنډلې وې، ځکه د چپ مخ رنګ یې روښانه پاتې و. یانې تاسې په داسې وضعیت کې ښوونځي ته تلئ، هرو مرو ستاسې تر منځ داسې نجونې وې چې ښه امکانات یې درلودل او ومو ویل چې بېلابېلو کورسونو ته تلې؛ له دې ښکاري چې له هره اړخه زمینه ورته برابره وه. تاسې ته ستونزمنه نه وه چې په دې وضعیت د دوی په منځ کې ګرځېدئ؟ زما په یادېږي، کله چې مې په کابل کې له ډېرو نجونو سره خبرې کولې او پوښتل مې چې ولې ښوونځي ته نه ځئ؟ دوی به ویل چې زه سمې جامې نه لرم، څه ډول ښوونځې ته لاړه شم؟ د نورو په مخ کې کمه راځم. دا د دې بهانه کېده چې دوی ښوونځي ته ولاړې نشي، البته حق یې هم درلود، خو تاسې دا موضوع له ځان سره څه ډول حلوله؟

شکردخت: کله مې چې ښوونځی پیل کړ، ما هم جامې نه درلودې. یونیفورم جامې مې نه درلود، په کورنیو جامو کې به ښوونځي ته تلم. اوس مې هم هغه جامې لا هم په یاد دي. یو جوړ قهوه‌یي کالي چې کوچني سپين ګلان پرې شوي و. په لومړیو ورځو کې ډېره شرمېدم، چې ولې نور ماشومان یونیفورم لري او زه یې نه لرم، خو څنګه په درسونو کې وړاندې ولاړم او زما وړتيا ته د ښوونکو پام را واوښت؛ نو شرم خپل ځای یو ډول پر ځان باور ته پرېښود. زما لپاره مهمه نه وه چې د نورو په څېر نه وم او جامې مې له کاره لوېدلې وې، ان د هغه سړي د لسمۍ و چې زما پلار کار ورسره کاوو. د کتابونو بکس مې ډېر پخوانۍ او له موډه لوېدلی و. نارینه بکس و، په لومړۍ ورځ ډېره شرمېدم، خو لږ لږ مې خپل ځانګړی شخصیت موندلی و او نور را ته مهم نه وو.

لساني: ډېر ښه، کاشکې ټول پر ځان همدې باور او عزت النفس ته ورسېږي. په ښوونځي کې مو څومره ملاتړ کېده؟

شکردخت: په ښوونځي کې مې ډېر زیات ملاتړ کېده، ښوونکو له ما سره ډېره مینه درلوده. زما یاد دي، اعلان به یې وکړ، هر څوک چې په املا یا ازموینو کې لس ځله پوره نمرې یوسي، جایزه ورکوو. همدا هڅونه وه چې ټولې نمرې مې پوره وې او ډېر ژر ژر مې په اصطلاح جایزه اخیسته او د سهارني صفونو په پروګرام کې به یې د هغو کسانو نومونه اعلانول او جایزه به یې ورکوله چې په دې شرایطو به بریالي شوي وو. همدا د ښوونکو ملاتړ زما د ژوند لوری بدل کړ؛ که څه هم پخپله د ايران په ټولنه کې موږ له ډېر تعصب سره مخ وو، خو د ښوونځي د ننه داسې نه وو. ښوونکو مو تر ټولو ډېر ملاتړ کاوه، چې موږ  پر ټولنیزو ستونزو سربېره خپله روحیه وساتو او لا ډېر درس ولولو. وړاندې مې کیسه درته وکړه چې که زموږ د ښوونځي د مدیرې، چې زما د لومړي ټولګي ښوونکې هم وه، ملاتړ نه وای زده کړو ته مې دوام نشو ورکولای. دومره جرأت مې نه درلود چې د پلار له خبرو سرغړونه وکړم.

زموږ د ادبیاتو ښوونکې اغلې « ملیحه شکوري» به په تفریح کې د دې پر ځای چې لاړه شي او له نورو ښوونکو سره یوه پیاله چای وڅښي، د ښوونځي حویلۍ ته راتله او زما احوال به يې اخيست. هغې ماته هیله را کوله. د اوړي په رخصتيو کې یې وخت او نېټه ټاکل او ویل یې ښوونځي ته راشه چې یو ځل سره ووینو. ما ته به یې کتابچه ډالۍ راوړله چې د حافظ فال به یې ورباندې لیکلی و، همدې څيزونو ما ته ارزښت درلود او په هغو بدو شرایطو کې یې ډېره هیله راکوله.

لېوالتیا انرژي زېږوي!

لساني: تاسې چې هم مو له پلار سره کار کاوه او هم مو زده کړې کولې، لکه تاسو چې وویل، تل اول نمره هم وئ او په درجه کې وئ، څه ډول مو هم کار کاوه او هم مو په هغو ستونزمنو شرایطو کې دومره سخت درس لوست؟

شکردخت: ګورئ کله چې لېوالتیا وي انسان د ستړیا احساس نه کوي او کار هم، داسې کار نه و چې جبري وي او باید ځمکو ته لاړ شئ او کار وکړئ. ما هم له مور سره مرسته کوله، ځکه زه د کورنۍ مشر اولاد وم، خپل ورور او خور ته مې پاملرنه کوله او که به مې اضافه وخت درلود، پلار ته مې ورتلم. کله به چې د کورنۍ دندې خبره کېده. په یاد مې دي سربېره پر دې چې په درېیم یا څلورم ټولګي کې وم، یعنې نهه یا لس کلنه وم، خپل د ریاضي تمرینونه مې حل کول، کله چې مې وروستۍ پوښتنه حل کړه، د سهار اذان وشو، یانې دومره د ریاضي پوښتنو په حلولو کې ډوبه شوې وم چې هيڅ پوهه شوې نه وم چې وخت څه ډول تېرېږي. په سبا یې هم له یو دوه ساعته خوب وروسته خپل ښوونځي ته لاړم او هيڅ ستونزه هم نه وه. همدا مینه او لېوالتیا انسان ته انرژي ورکوي او بيا په اسانۍ سره څو کارونه کولای شي.

لساني: رښتیا هم؛ ځینې وختونه به مې په کورنیو کې نجونې لیدلې چې په هره طریقه له زده کړو لرې کېدې، دلایل یې دا وو چې زموږ کار ډېر دی، پلار او مور اجازه نه راکوي. په واقعیت کې يې دروني انګېزه نه درلوده؟ دا دروني انګېزه څه ډول په خپل ځان کې موندلای شو؟

شکردخت: فکر کوم دلته پلار او مور هم ډېر رول لري. که څه هم زما پلار د نجونو د لوړو زده کړو مخالف و، خو هغه پخپله زما د ماشومتوب په وخت کې د زده کړې ارزښت په ما کې راښکاره کړ؛ د یو لوستي انسان د ځواکمن کېدو ارزښت. هغه راته د یو وخت په اړه کیسه کوله چې پخپله یې د عسکري دوره تېروله، د سواد درلودو له امله ورته ډېرې ښې دندې ورکړل شوې وې او وروسته ډېر هوسا و او په مستقيم ډول له عسکري څخه په دولت کې ګومارل شوی و، ښه تنخوا يې درلوده، ښه دنده يې درلوده او همدارنګه له مذهبي او ټولنیزه اړخه یې هم د زده کړو له امله ښه مقام درلود. هغه به ویل، څوک چې زده کړې کوي هم ځواکمن کېږي او هم یې سترګې خلاصېږي. همدا خبرې چې یو ماشوم په کوچنیوالي کې له مور او پلار څخه اوري، ډېر اغېز ورباندې کوي؛ ځکه چې پلار او مور د انسان لومړۍ الګو وي. خبرې یې ډېرې ارزښتناکې او اغېزناکې وي.

شکردخت؛ د کاکا نږور!

لساني: تاسې وویل په لومړي ځل مو چې غوښتل د کاکا له زوی سره کوژدن شئ، پلار مو په یوه طریقه اشاره در رسولې وه چې پخپله انتخاب کولای شئ، خو یو کال وروسته یې تاسې مجبور کړئ چې د عمه له زوی سره مو کوژده وکړئ، دده فکر ولې په یوه کال کې دومره بدل شو او ويې ویل چې نه باید کوژده وکړې؟

شکردخت: ځکه چې فکر یې کاوه، د عمه زوی مې تر ټولو ښه انتخاب دی، ځکه چې د عمه زوی مې تر یوې کچې سواد هم درلود او ډېر په اصطلاح هڅاند هلک و او څوک يې هم نه درلودل. پلار مې فکر کاوه چې که زه له ده سره واده وکړم هيڅوک به زموږ په ژوند کې هيڅ ډول لاسوهنه نه کوي او له بل پلوه لکه څرنګه چې ډېر پاک او کاریګر هلک دی، خپل ژوند به ښه پر مخ بوځي. فکر یې کاوه چې زه دا مسایل سم نشم درک کولای، ده غوښتل چې پخپله زما په اړه تصمیم ونیسي.

لساني: کله مو چې پلار تاسې ته غوسه و او ستاسې د زده کړو مخالف و، د کورنیو، خپلوانو او دوستانو چلند څه ډول وو؟ ځکه په دې ډول ټولنو کې، هر څوک ځان ته حق ورکوي چې د نجلۍ په اړه تصمیم ونیسي، خپله خبره وکړي یا کنایه او په غوږ وهنه وکړي.

شکردخت: ښه، زه په یو ډول د کورنۍ په لمن تور داغ شوې وم، د پلار له خبرې مې سرغړونه کړې وه. کله به چې د قوم او کورنۍ تر منځ چا غوښتل په اصطلاح خپلې لور ته پېغور ورکړي یا یې وغندي، ورته ویل به یې، په دې لاره چې ته ځې یوه ورځ به د شکردخت په څېر کېږي.

لساني: هغه وخت مو څه احساس درلود؟

شکردخت: ښه، ښکاره خبره ده، کله چې داسې شیان وینئ، انسان ډېر نا ارامه کېږي. له بل پلوه له دوی څخه نه ناراحته کېدم، ځکه پوهېدم چې په هغه وخت کې چې کوم لیدلوری لري، عقل یې همدومره کار کوي. دا د دې لامل کېده چې له ټولو هغه تورونو سره سره چې پر ما یې پورې کوي، له هيچا خپه نشم.

لساني: ډاکټر صاحب ولې يې ستا نوم شکردخت کېښود؟ یو ډیر ښکلی او ځانګړی نوم چې زما په اند یوازې ستاسو لپاره دی.

شکردخت: کله مې چې نړۍ ته سترګې وغړولې، تره یانې د پلار مشر ورور مې د «وامق و عذرا» یو ناول لوست چې د دې کتاب یو کرکټر، د چین د امپراطور لور، د شکردخت په نامه ده، دا چې تره مې خپله لور د یوې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړې وه او خدای بله لور نه وه ورکړې، زه یې په یو ډول د خپلې له لاسه ورکړې لور د ځایناستې ګڼلم. ویلي یې وو، دا زما نږور ده او باید زما کور ته راشي؛ نو نوم پخپله ورباندې ږدم. همداسې شوي وو چې له هماغه لومړۍ ورځې زه هم د تره د زوی په نامه شوې وم او هم مې نوم تره ټاکلی و.

د ماسټرۍ زده کړې

لساني: ډاکتر صاحب ستاسې په څېر ښه نوم یې درته ټاکلی دی. اوس که له دې پړاو تېر شو، راشو د پوهنتون پړاو ته مو. تاسې پوهنتون څنګه پای ته ورساوه؟ د لیسانس او ماسټرۍ د دورې په اړه مو وغږېږئ؟

شکردخت: ما چې د تهران په طبي علومو پوهنتون کې درس پیل کړ، تر هغه ور مخکې اوړي کې مې د کروندې له کارونو یو څه سپما کړې وه، چې تر یوې کچې د تګ راتګ لګښتونه راپوره کول او مور مې هم چې له پلار سره یو ځای کار کاوه، له خپلو پيسو یې ځينې وخت له ماسره مرسته کوله، خو د تګ راتګ لګښتونو، د کتاب پېرلو او خوړو لپاره یې بسنه نه کوله. لیلیه وړیا وه، خو باید د خوړو، کتاب او قلم، توکو او تګ راتګ پیسې مې درلودای.

لومړی سمستر ډېر په سختۍ تېر شو، ځکه چې ډېر ژر مې پیسې خلاصې شوې، ان په یاد مې دي، دوې اوونۍ مې پر دې بهانه چې روژه مې ده، په ورځ کې یوازې یو ځل ډوډۍ خوړله، ځکه چې ډېرې کمې پیسې راسره پاتې وې. د ډوډۍ په نورو وختونو کې به مې خواړه نه خوړل، ملګرو ته به مې ویل، زما روژه ده او یوازې د شپې ډوډۍ به مې له ټولو سره یو ځای په اطاق کې خوړله.

له نېکه مرغه، د «فاطمه بربري» په نامه د لېسې دورې یوه ملګرې مې چې تر ما یو کال وړاندې پوهنتون ته راغلې وه، له بورسیو څخه خبره وه. دې راته وویل: د ملګرو ملتونو سازمان د «دافي» په نامه یوه بورسیه لري چې په ځانګړې توګه د طبي علومو او انجنیرۍ څانګو ته لومړیتوب ورکوي او هغه کسان تر پوښښ لاندې راولي چې نمرې یې لوړې وي. ډېره هڅه مې وکړه چې نمرې مې باید هرو مرو لوړې شي. په لومړي ټرم کې مې دې بورسیې ته نوملیکنه وکړه، له نېکه مرغه په دویم ټرم کې بورسیه راکړل شوه، شرایط سملاسي ډېر بدل شول.

د بورسیې تر روپیو را رسېدو له مجبورۍ ډېره بخیله شوې هم وم، اوس نو نه یوازې دا پیسې ما ته کافي وې؛ بلکې ما ته د راکول کېدونکو مرستندویو تحصیلي لګښتونو په وسیله مې ان له مور سره هم مرسته کوله. په دې ډول مې د ماسټرۍ دوره پای ته ورسوله او د لېسانس په اړه مې وړاندې هم کیسه وکړه، چې د کانکور ازموینه مې ورکړه او د تبریز طبي علومو پوهنتون ته بریالۍ شوم. هلته مې خپل لېسانس پای ته ورساوه او بیا مې هم «دافي» بورسیې ته نوملیکنه وکړه، یو ځل بیا بورسیه راکړل شوه. د لېسانس دورې په وروستي کال مې له مېړه سره مې وپېژندل او کوژده مو سره وکړه چې هغه هم بیا خپله ډېره پېچلې کیسه لري.

رويباران!

لساني: هغه کیسه هم وکړه ډاکټر صاحب!

شکردخت: نو لومړی راځو ماسټرۍ ته، بیا دوکتورا او زده کړو ته او وروسته زما له مېړه سره پېژندنې ته، که څنګه؟

لساني: نه، همدا کیسه وکړه، وروسته له هغې به د زده کړو دوام ته راشئ.

شکردخت: سمه ده. زه وروسته له هغې چې لا هم د تهران په طبي علومو پوهنتون کې وم، هغه وخت مې له پلار سره روغه کړې وه، هغو فشارونو ته مې پام شو چې خپلوانو مې پر پلار او مور راوړل. کله به یې چې دوی لیدل ویل به یې، ولې دې لور واده نه دی کړی؟ څه عیب لري؟ او داسې نورې خبرې؛ زه چې به هر ځل له پوهنتونه کور ته راتلم راته ویل به یې، ته چې ډېر خواستګاران لرې، ولې یې یو نه منې؟

بیا به زه مجبوره شوم ورته ووایم، ښه، ګورئ زه په پوهنتون کې درس وایم، هغه فکر او د ژوند لاره چې زما په ذهن کې دي، له هغه چا سره ډېر توپير لري، چې ان یو ډيپلوم هم نه لري. زما ډېرو غوښتونکو له بده مرغه درس نه و لوستی، دلیل یې دا و، هغه کډوال چې له موږ وروسته اېران ته راغلل، موقتي کارت به ورکول کېده او ښوونځیو موقتي کارت نه مانه چې له همدې امله ټول بې سواده پاتې شول؛ ځکه د ښوونځیو دروازې یې پر مخ تړلې وې او دې باسوادو ته د واده شرایط ډېر ستونزمنول. ډېر باسواده وګړي مجبور شول له یوه داسې کس سره واده وکړي چې ډېر ابتدایي سواد لري یا ځینې وخت له داسې کس سره واده وکړي چې هيڅ سواد نه لري او دا زما لپاره ډېر سخت او د نه منلو وړ وو.

پلار چې زما خبرې اورېدې، راته ویل به یې؛ ګوره لورې، یوه نجلۍ باید دې ته نه کېني چې یو مناسب هلک مې غوښتلو ته راشي، که په پوهنتون یا بل ځای کې خپله کوم هلک وینې، چې ستا سره د ژوند کولو لپاره مناسب وي، را ته ووایه زه ورځم.

لساني: لیدلوری یې ډېر بدل شوی و!

شکردخت: لیدلوری یې له هماغه لومړیو څخه له نورو ډېر توپير درلود، خو د عمه د زوی په برخه کې یې غوښتل چې خپله خبره یې عملي شي. بیا داسې شوه چې ما د شاوخوا کسانو، چې مناسب معلومېدل، یو لېست چمتو کړ، د ورور له ملګرو مې نیولې تر هغو خپلوانو او قومیانو چې اورېدلي مې وو او زامنو یې لږ تر لږه د لېسې دوره لوستې وه. دا لېست مې چمتو کړ؛ البته دا د لېسې دوره وه او هغه وخت و چې پلار مې خبرې نه راسره کولې، خو مور ته مې ویل، لور ته دې ووایه که مناسبه مرکه راځي ویې مني او خپل کور او ژوند جوړ کړي.

په خپل دې لېست کې مې په اصطلاح هغه شرایط چې غوښتل مې کس یو یې ولري، هره یوه ته مې یو ځانګړی وزن ورکړی و. مثلاً څوک چې لوړې زده کړې لري، لس نمرې. څوک چې ښه اخلاق لري، پينځه نمرې، په همدې ترتیب یوازې مې د ریاضي ساده حساب و کتاب په پام کې نیولی و او هغه ټول وګړي چې دا پوټینشیل یې درلود چې زما له غوښتنې سره یې کولای شول، په اصطلاح د انسان د ژوند ملګری وي، په خپل لېست کې درلودل.

د پوهنتون په لومړي کال کې وم، یوه ورځ مې د تره کور ته تللې وم، د تره له نږور سره ډېره ملګرې شوې وم، هغې بیا زما پر ځای زما د کاکا له زوی سره واده کړی و. هغه زما له ستونزې او هغو فشارونو خبره وه چې کورنۍ او خپلوانو پر ما راوستي وو. هلته یې راته وویل، نن مو یو مېلمه درلود، له صالحي صاحب سره راغلی و، دې هلک ډېر ښه او جالب شخصیت درلود، هم په پوهنتون کې محصل و او هم یې په حوزه کې درس لوستی و، یانې هغه ټول شرایط درلودل چې ما لیکلي وو؛ هڅه مې کوله چې مېلمستیاوو او مراسمو ته لاړه شم، زما په لېست کې د دې کس خور یا مور پیدا کړم، تر څنګ یې کېنم چې لا ډېره ورسره وپېژنم.

ښه، هغه ظاهراً ساده او ارام ښکارېده، خو د دې تر څنګ، ما په هوښیارۍ سره غوښتل چې اړيکې ورسره پيدا کړم او لا ډېر ورسره وپېژنم. کابو هغه ټول کسان چې زما په لېست کې وو، یو وخت  زما غوښتو ته هم راغلي وو، چې یو دوه تنه یې زما له پوهنتون ته تر تګ وړاندې راغلي وو، مجبوره شوم هغوی رد کړم او ورته ومې ویل فکر کوم، د دې لپاره چې داسې یو تصمیم ونیسیم، لا وختي دی.

له دې امله چې له دې کس سره، چې اوس مې يې نوم د لېست په سر کې ولیکه، وپېژنم، مور ته مې وړاندیز وکړ، تاسې تل غوښتل چې د مشهد زیارت ته لاړه شئ، زه اوس بورسیه لرم، ستا د ټکټ پیسې درکولای شم، سږ اوړی راشه چې مشهد ته لاړ شو، خو موخه مې دا وه چې د صالحي کور ته لاړ شو او وګورم هغه کس څوک دی چې له ښاغلي صالحي سره مې د تره کور ته راغلی و. مور مې هم ومنله، د صالحي کور ته لاړو او له معمول سره سم دا خبره رامنځته شوه چې تاسې ولې واده نه دی کړی؟ ما ورته وویل، ځانګړی دلیل نه لري، یوازې هغه کس مې نه دی موندلی چې له هغو شرایطو سره برابر وي، چې زما په ذهن کې دي.

دوی وویل، باید څه شرایط ولري؟ ورته ومې ویل، کوم خاص عجیب و غریب شرایط نه دي، لکه زه، لږ تر لږه په همدې کچه زده کړې ولري، ښه اخلاق ولري او خپلو اصولو او عقایدو ته ژمن وي. ویې ویل، دا خو ډېر ساده دي او پيسې څنګه؟ ومې ویل، ما ته پیسې مهمې نه دي، شخصیت مهم دی. ویې ویل، که داسې وي، زه یو کس پېژنم.

زه پوهېدم چې څوک ښیي. بیا یې وویل، تاسې سره معرفي کولای شم؛ ومې ویل ښه ده. مور مې څنګ ته ناسته وه، لږ خجالته هم شوم او ومې ویل، اوس خو درس وایم، د هغه سفر په پای کې د ښاغلي صالحي مېرمن انځور را نه وغوښت او ویې ویل موږ څه ډول خپلوان یو چې یو د بل انځور نه لرو. انځور مې ورکړ او پوهه شوم چې د څه لپاره یې غواړي، منتظره شوم چې څه پېښېږي، یو کال تېر شو، خو هېڅ و نشول.

یو کال انتظار!

لساني: یو کال؟

شکردخت: یو کال! وروسته تر هغه چې بیا د اوړي رخصتۍ شوې، ما سره له دې چې د تهران طبي علومو پوهنتون مې پای ته رسولی و، بېرته تهران ته لاړم چې ډېر زیات کلتوري او مذهبي کمپونه پکې جوړېدل. په هغه کال کې یې د مشهد سفر هم درلود، پوهنتون ته لاړم او ومې ویل پوهېږم چې له تاسې سره مې زده کړې پای ته رسېدلې دي، خو خوښېږي مې چې په دې سفر کې درسره لاړه شم. دوی وویل؛ نو کولای شې د ذخیرې په لېست کې و اوسې، ځکه شمېر ډېر زیات دی، شاوخوا زر زده کړیالان یې بېول. تل دا شونتیا وه چې یو ځل د پروګرام په وروستیو شېبو کې کنسل شي. په ارامۍ مې خپل بکس وتاړه او د سفر پر ورځ پوهنتون ته لاړم، دقیقاً له اټکل سره سم ځای راته پیدا شو، لاړم مشهد ته چې یو کال وروسته بیا کیسه تعقیب کړم چې څه وشول؟

له دوی مې اجازه واخیسته، د ښاغلي صالحي کور ته لاړم، دروازه مې ټک ټک کړه چې یو ناپېژانده کس خلاصه کړه. پوښتنه مې وکړه، دا د ښاغلي صالحي کور نه دی؟ ویې ویل نه، خپل کور یې پر موږ پلورلی دی. د ټلیفون شمېره او ادرس یې نه لرئ؟ ویې ویل نه. دروازه یې وتړله، دومره نا ارامه شوم لکه یو سطل یخې اوبه چې يې پر مخ را خالي کړې وي.

څو شېبې وروسته را په خود شوم او له ځان سره مې وویل، ایا ته د خدای پر ځواک عقیده نه لرې؟ نو ته ځای وټاکه او خدای صالحي درته را رسوي. پرېکړه مې وکړه چې د جمعې په ورځ، د امام رضا حرم ته د جمعې د لمانځه لپاره لاړه شم، لمونځ مې وکړ، لاړم چې زیارت وکړم، ستړې شوې وم. یوه بغل ته کېناسم او خوب یوړم، نه پوهېږم څومره وخت ویده وم، څو دقیقې وې که څو ساعته، اوس مې نه دي په یاد. سترګې مې چې وغړولې، اغلې صالحي د خپل زوی لاس نیولی و، د سترګو پر وړاندې مې ولاړه وه.

ویې ویل دلته څه کوې؟ ورته ومې ویل زه په علمي سفر راغلې یم، ستاسې کور ته هم درغلم، کور مو پلورلی و، ستاسې پته او د ټلیفون شمېره مې نه درلوده، را نه ورک وئ، ښه شوه چې تاسې مې دلته ولیدئ. ویې ویل د خدای قدرت وینې؟! زه د حرم له هغه بلې دروازې وتلم، خو خلک ډېر وو، د خلکو سېل زه دې خوا ته په ټېلو راوستم، اوس پوهه شوم چې دلیل یې څه و. لنډه دا چې کېناستو او کیسې مو وکړې، زه یې خپل کور ته ور وبللم، ما ترې وپوښتل، رښتیا تاسې وویل یو څوک پېژنئ چې کولای شئ ما ورسره معرفي کړئ، هغه څنګه شو؟

ویې ویل چې لاړه شم، که مې اړیکه ورسره ونیولای شوه هغه هم را غواړم، سبا زموږ کور ته راشه.

سبا د غرمې ډوډۍ ته د دوی کور ته ورغلم، هغه نه و راغلی، چای مو هم تقریباً څښلی و چې له غرمې وروسته راپيدا شو. ښایي سهار به په کار کې و، تر کار وروسته يې پیغام ترلاسه کړی و او په چټکۍ سره يې د صالحي کور ته ځان را رسولی و. ښاغلي صالحي موږ یو له بل سره معرفي کړو او ویې ویل، تاسې سره کېنئ او یو له بل سره خبرې وکړئ. موږ د مرکې په څېر یو له بل سره خبرې وکړې او یو بل ته مو د ژوند موخې وویلې، چې یو د بل لپاره مناسب یو که نه؟ وروسته له دې چې زموږ خبرې اترې درې ساعته اوږدې شوې وې، ښاغلی صالحي بېرته راغی او ویې ویل لا هم ستاسې کیسه دوام لري؟

ما ډېر وخت نه درلود او باید کمپ ته تللې وای، د وتلو پر مهال یې وپوښتل، ښه، څه فکر کوئ؟ و مې ویل که دقیقاً هماغه څه چې وایي هماغه شان وي، زما په اند مناسب دی، ځکه ټول هغه شرایط لري چې د یوه مناسب کس لپاره مې په پام کې نیولي وو. ویې ویل نو څه وخت په رسمي توګه خواستګاري ته درشو؟ و مې ویل، اوس له علمي سفر وروسته مې درسونه پیلېږي، باید تبریز ته لاړه شم. د نوي کال رخصتۍ چې راشي، ښايي مناسب وي. لاړم کمپ ته او له هغه ځایه بېرته کور ته راغلم او هڅه مې وکړه چې د داسې مورد په اړه مې د پلار او مور ذهنیت چمتو کړم، ځکه په هر حال زموږ خلک د ولور او نورو مواردو په اړه خپل ځانګړی کلتور لري.

تر دوو اوونیو ډېر وخت نه و تېر چې یوه ورځ مې خپل کوچنی ورور راسره کړ او بازار ته لاړم، د ښار په څلور لارې کې مې ښاغلی صالحي او اغلې افتخاري ولیده. ښاغلي صالحي وویل، وګوره، کله چې خدای وغواړي کېږي، موږ ستاسې د کور پته نه درلوده. دوی خبر نه و چې موږ کډه کړې او د نوي کور پته هم نه وه ور معلومه، په ښار کې ورک شوي وو، ما د ښار په منځ کې پیدا کړل، ما پوښتنه ورسره وکړه او کور ته مې راوستل. مور ته مې وویل، ښاغلی صالحي او يو بل کس دي ، دا جرأت مې هم نه درلود چې ورته ووایم چې ما دوی مخکې لیدلي دي. ومې ویل، دوی مې د تره کور ته تلل، ما ننګ ورته وکړ چې راشي کور ته او چای وڅښي. بیا چې د ننه راغلل له پلار او مور سره مې یې موضوع شریکه کړه. پلار مې راته وویل، ښه لورې، زما په اند داسې ښکاري چې د دې کس په برخه کې باید هيڅ بهانه و نه کړې.

ما وویل پلار جانه! هر څه چې تاسې ووایئ، ویې ویل، داسې چې ده، سبا دواړه لاړ شئ د وینې معاینات وکړئ، وګورئ چې له جنیټيکي اړخه یو له بل سره سمون لرئ که نه؟ همدارنګه ځانونه چک کړئ، موږ دا سړی نه پېژنو، کوم اعتیاد یا بله ستونزه و نه لري. په اېران کې دا چک او معاینات ډېر معمول دي. په دې ډول مې له مېړه سره وپېژندل او یو له بل سره مو واده وکړ.

لساني: یو کال چېرته و چې مرکې او غوښتو ته نه وو درغلی؟

شکردخت: په خپلو کارونو کې ښکېل و.

لساني: څومره ښه. دا تا یوه تابو ماته کړه. په پای کې ستا پلار او مور خبر شول چې تاسې د ده په لټه وتلې وئ؟

شکردخت: نه، خدای بښلی پلار مې نه دی خبر شوی، خو راته ویې ویل، زه اټکل کوم چې تاسې به له وړاندې یو بل سره لیدلي وي. ویې ویل، کله چې انسان یو اټکل کوي یا عقلي وي یا نقلي. دا دواړې ګنګوسې مې ترشا ډېرې وې. هم خلک وايي چې دې دواړو له وړاندې سره پېژندل او هم له عقلي اړخه، کله چې دوی خواستګارۍ ته راغلل، تا د فکر کولو لپاره هيڅ وخت و نه غوښت او په ډېرې اسانۍ دې مثبت ځواب راکړ، دا ښيي چې مخکې دې خپل فکرونه کړي وو. ورته و مې نه منله او مور مې ښايي اوس خبرې اورېدلې وي، له مرکې څخه پوهه شوې وي چې کیسه څه وه.

د محصلۍ واده!

لساني: ډېر ښه. ډاکتر صاحب! نوموړی محصل و، ښايي اقتصادي وضعیت يې ښه نه و، ځکه معمولاً ډېر محصلان په دې وضعیت کې دي، بیا مو د واده مسایل او ولور په څېر څیزونه څه ډول کړل؟

شکردخت: ښه، پلار مې چې ولیدل، زه یې منم او پوه شو چې دی محصل دی، نه یوازې دا چې پیسې نه لري؛ ځکه ازاد اسلامي پوهنتون کې زده کړې کوي، بلکې د پوهنتون پوروړی هم دی. ویې ویل، لومړی خو ولور اخیستل سم نه دي، ان له مذهبي اړخه هم مناسب کار نه دی؛ ما ته یې وویل، مهر هم چې ټاکې باید د ده د وس له کچې سره برابر وي. د واده مراسم مو هم جوړ نه کړل، ستا په خبره تابو ماتونه مو وکړه. پلار مې وویل، له یوه محصل سره نه ښايي چې لاړ شي پیسې پور کړي او په ناحقه بېځایه لګښت وکړي. له همدې امله مو په هغه ورځ چې غوښتل واده وکړو، یو نذر مو تیار کړ او د نذر غوښه مو خپلوانو ته خامه ووېشله چې یوازې خبر شي چې موږ واده وکړ. نور واده زموږ د کورنیو تر منځ و.

هماغه ورځ مو د رېل‌ګاډي دوه ټکټه اخیستي وو او له دوو بکسونو سره تبریز ته لاړو. ما په په تبریز کې درس لوست. لومړی مې فکر کاوه، اوس چې متاهله یم، پوهنتون به د متاهلۍ لیلیه راکوي، خو کله چې د لیلیې دفتر ته لاړم، دوی وویل نه؛ د قانون پر بنسټ، نارینه باید زموږ محصل وي چې موږ ورته د متاهلۍ لیلیه ورکړو، ځکه دا د نارینه مسووليت دی چې سرپناه چمتو کړي. لنډه دا چې موږ ته یې لیلیه را نه کړه.

د واده لومړۍ شپه مو په رېل ګاډي کې تېره کړه، د واده په دویمه شپه زه خپلې لیلیې ته لاړم او ابراهیم په نارینه لیلیه کې خپلو ملګرو ته ورغی. په سبا یې د ځای په لټه وګرځېدو، اخېر مو په یوه تهکوي کې کوټه ونیوله، وروسته لاړو یو فرش، یوه کیلو رومي بانجان، هګۍ، یوه د ګاز ډبه او یوه هرکاره مو واخیستل او خپل ګډ ژوند مو له واده درې ورځې وروسته، د هغه کور په تهکوي کې پیل کړ.

لساني: ډېر ښه، ډېر ښکلی. (ماه عسل) مو هم په دې ډول تېره شوه؛ اوس له خپلې ټاکنې، له هغه ټول زحمت څخه چې و مو ایستلو، راضي یاست؟

شکردخت: سل په سلو کې خوښه یم. که بېرته هغو کلونو ته ولاړ شو، بیا هم همدا لاره ټاکم. ابراهیم زموږ په ګډ ژوند کې ډېره قرباني ورکړې ده، په ځانګړې توګه کله چې ما غوښتل بریتانیا ته د ماسټرۍ لپاره راشم. هغه وخت د افغانستان د خلکو کلتور دا نه منله چې یوه مېرمن، هغه هم یوازې، بهر ته لاړه شي او دوه کوچني ماشومان پرېږدي چې مېړه یې پالنه وکړي. زموږ د ټولنیز کلتور له لیدلوري ښه نه ښکارېده، خو ده مې ملاتړ وکړ او ویې ویل، په دې لاره به ته بریالۍ شې او زه دې تر شا ولاړ یم، مور مې هم ډېر ملاتړ وکړ. یو کال چې بریتانیا ته د ماسټرۍ لپاره راغلم، اولادونه مې له مېړه او مور سره وو چې په ښه توکه یې د هغو پالنه وکړه.

کله چې «ساري پوهنتون» ما ته د دوکتورا د بورسیې وړاندیز وکړ، له ابراهیم سره مې خبرې وکړې چې څه وکړم؟ ده وویل، زما په اند که ته دوکتورا ووایې، ډېره به بریالۍ شې؛ زه خپله دنده پرېږدم، سربېره پر دې چې د جمهوري ریاست د دویم سلاکار په دفتر کې یې یوه لوړ رتبه دنده درلوده. دنده یې پرېښوده او اولادونه یې دلته راوستل. پخپله یې هم د جرم پېژندنې حقوقو ماسټري درلوده، خو دلته يې د حقوقي سیستم د متفاوتوالي له امله اسناد نه چلېدل. یو کس باید یا کاریګري وکړي یا خپلې زده کړې له سره پیل کړي او پوهنتون ووايي. دی حاضر شو چې خپل کار پرېږدي، له ماشومانو سره دلته راشي او بېرته ډېر درانه کارونه پیل کړي. مثلاً په رستورانت کې اشپزي وکړي، لوښي ومینځي او تر هغه وروسته موټرواني وکړي. له دې امله چې د محصلۍ په وېزه راغلي وو، موږ نړیوال محصلان حسابېدو، خو ده د اقتصادي ستونزو له امله هماغه څانګه بیا دلته ونشوه لوستلای، مجبور و چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ د ژوند لګښت برابر کړي. کله چې دا وینم اصلاً د دې لپاره د پوښتنې هيڅ ځای نه پاتې کېږي چې راضي یم که نه؟

د بریالیتوب په لوري لوړ ګامونه!

لساني: بدبختانه په ختیځو ټولنو کې لومړی دا چې نجلۍ اصلاً ځان ته جرات نه ورکوي چې د هلک په لټه ووځي او که لاړه ښايي دا موضوع تل ورته یو پېغور پاتې شي، خو ستاسې مېړه ډېر رسېدلی، پوه او تل ستاسې ملاتړی و، باید ستاسې پر ټاکنه افرین ووایو. نارینه او مېرمنې تل او په هر حالت کې باید د یو بل ملاتړي وي.

ښه ډاکټر صاحب! که بېرته ستاسې د زده کړو بحث ته راشو، اوس غواړم له تاسې څخه د ماسټرۍ او دوکتورا دورې په اړه واورم.

شکردخت: کله مې چې په کابل کې د پوهنتون د استادې په توګه کار پیل کړ…

لساني: ډاکتر صاحب تاسې په کوم کال کې کابل ته راغلئ؟

شکردخت: ۲۰۰۴ کال کې.

لساني: څنګه مو وغوښتل چې کابل ته راشئ؟

شکردخت: کله چې طالبانو سقوط وکړ، موږ ورځې شمېرلې چې افغانستان ته راشو او خپلې ټولنې ته د خدمت مصدر شو، په ځانګړې توګه دا چې په ايران کې کډوالو د ګومارل کېدو او کار حق نه درلود، چې دا تل موږ ته پېغور و. موږ ته نورو خلګو ويل: دا دومره کلونه مو زده کړې وکړې او د سر ماغزه مو اوبه کړل، په پای کې تاسې هم هم لکه موږ په کروندو او پټيو کې رومي بانجان او بادرنګ کرۍ؛ نو زموږ او ستاسې توپير څه دی؟

یوازې مو خپل وخت ضایع کړ، ځکه چې موږ په خپله تحصیلي حوزه کې کار نشو کولای. ما په خصوصي کلینیکونو کې کار پیدا کړی و، خو امکان یې نه درلود چې رسمي وګومارل شم. په ځانګړې توګه کله چې مې لور وزیږېده، ډېره ستونزمنه وه چې روغتون ته لاړه شم، خیاطي مې کوله او د خیاطي له لارې مې خپل لګښتونه پوره کول.

کله چې طالبانو سقوط وکړ، موږ د اسنادو په را ټولولو او د هغو په کارونو پسې لاړو، دا ډېره اوږده پروسه وه، کابو یو کال یا تر هغه ډېر وخت یې ونیو چې اسناد واخلو او طی مراحل یې کړو. ما چې په دولتي پوهنتون کې لوړې زده کړې کړې وې، باید د خپلو زده کړو دوه چنده وخت مې په اېران کې خدمت کړی وای یا به مې د ژمنتیا دوره تېروله او له بل پلوه دا چې کډواله او بهرنۍ وم؛ نو د ګومارل کېدو حق مې نه درلود؛ نو د ژمنتیا دوره مې باید په پیسو اخیستې وای. هغه وخت یې راته وویل، درې سوه زره تومنه کېږي، په داسې حال کې چې د یوه کارکوونکي تنخوا شاوخوا دېرش زره تومنه وه.

ډېرې زیاتې روپۍ وې او موږ دا روپۍ نه درلودې، له همدې امله مو بېرته د ملګرو ملتونو سازمان ته مراجعه وکړه او په دې اړه مو مرسته وغوښته چې دا پروسه هم ډېره اوږده وه، تر دې چې دوی له ما سره له هغه درې سوه زره تومنو څخه دوه سوه زره تومنه مرسته وکړه او پاتې مې له پلار او مور، ملګرو او خپلوانو څخه پور واخیستې او بالاخره مې د فارغ التحصیلانو له ادارې څخه خپل سند را خلاص کړ، وروسته مې تایید کړ او افغانستان ته لاړو .

په ۲۰۰۴ کال کې لومړی ابراهیم افغانستان ته لاړ. د ژمي په پای کې اعلان وشو چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغان کډوالو یوه ډېره پراخه کتله چې ښایي بېرته افغانستان ته راشي ، په پام کې نیولې ده؛ موږ لاړو خپل اسناد مو وسپارل، موږ ته یې کابو درې میاشتې وخت راکړ، چې خپل ژوند را ټول کړو او لاړ شو. ابراهیم وختي لاړ چې په افغانستان کې د کار او ژوند وضعیت وسنجوي او هڅه وکړي چې کار پیدا کړي، زه پاتې شوم چې د کور څښتن د ګروي هغه روپۍ چې باید راکړې وای او هغه وخت یې ویل نه یې لرم، ترلاسه کړم. کله چې د کورونو څښتنان پوه شول چې د کډوالو اسناد راټول شوي دي او ډېر کم وخت لري، چې باید افغانستان ته لاړ شي، دا یې یو ښه فرصت وګاڼه چې ووايي د ګروي پیسې نه لرو، له دې کیسې لوی جنجال جوړ شوی و.

په پای کې یې یو کمیسیون جوړ کړ، د ملګرو ملتونو سازمان، ایران او افغانستان درې اړخیز کمېسیون چې د کډوالو شکایتونه وڅېړي. ما دې کمېسیون ته مراجعه وکړه، ما ته یې ټاکلې نېټه راکړه چې په هماغه نېټه د کور څښتن له ځان سره ور ولم. ما ورته وویل، کمېسیون جوړ شوی دی، راځه لاړ شو ښايي دولت تاسې ته پور درکړي چېزموږ د ګروي روپۍ بېرته راکړئ؛ زما د کور څښتن او هم زما د پلار د کور څښتن د پور په تمه له ما سره راغلل. هلته پوه شول چې په محکمه کې دي او محاکمه شول. ورته وویل شول، هر ډول چې کېږي د کډوالو روپۍ بېرته ورکړئ، که نه موږ ستاسې کور پلورو او د کډوالو د ګروي روپۍ ورکوو. دوی ډېر خپه شول، خو زما لپاره ډېر ګټور و، دوی په یو دوو میاشتو کې د ګروي روپۍ چمتو کړې او بېرته یې موږ ته راکړې.

له ډېرو زیاتو ستونزو وروسته موږ خپل بار او بستره را ټول کړل، هر چا د یوه بکس وړلو اجازه درلوده. زموږ کورنۍ یانې ما او زما لور سارا چې هغه وخت دوه دوه نیم کلنه وه، یوازې دوه بکسونه درلودل، ابراهیم خو وختي تللی و. یو بکس تقریباً زموږ کتابونه وو، یو جوړ جامې او اړین وسایل مو چې درلودل، هغه مو له ځان سره راوړل.

زه مې د پلار له کورنۍ سره افغانستان ته راغلم. ابراهیم هم چې درې میاشتې وړاندې تللی و، شرایط یې لیدلي وو، خو کار يې نه و پیدا کړی، خپله کورنۍ یې په هرات کې وه؛ نو هرات ته لاړو. کلونه وروسته چې بېرته وطن ته لاړو، لومړی مې غربت حس کړ. غربت د غریبوالي په مانا نه، تر ډېره د کمي حس؛ دوړې، د زرغونتیا نشتوالی، خټین کورونه، له سرحده نیولې د ښارونو تر منځه د خلکو تر منځ له تاوتریخوالي ډک چلند، په مرمیو سوري سوري دېوالونه، دې ټولو ډېر عجیب حس را کاوه.

څه موده په هرات کې وګرځېدو چې کار پیدا کړو، ما په پای کې، د هرات په ۴۰۰ بستیریز روغتون کې د کار ژمنه ترلاسه کړه، خو ابراهیم چې هر څو وګرځېده کار یې پیدا نه کړ. د خپل قوم، نژاد او مذهب له امله یې چې هر پوسټ ته اپلای کاوه، رد کېده؛ بیا یې پرېکړه وکړه چې کابل ته لاړ شو، خو په کابل کې هم له همدې ډول ستونزو سره مخ وو.

ښه‌والی یې دا و چې زموږ دوست ښاغلی «رشید محمدي» مخکې له مخکې کابل ته راغلی و، دوی یوه کوټه درلوده چې موږ ته یې هم ښه راغلاست وویل او ویې ویل تر هغه چې کار مو نه وي پیدا کړی، دلته اوسئ. په دې موده کې ابراهیم هر ځای په کار پسې ګرځېده او زه هم همداسې. ځو ځایه مو اقدام کړی و، وخت یې نیوه چې د غوښتنو پایلې مو راشي؛ اخېر مو په کارته سخي کې یوه کوټه په کرایه ونیوله، له ښاغلي «محمدي» څخه مو یو دوې کمپلې او توشکې په پور واخیستې، همدارنګه یو ديګ بخاراو ګاز ډبه مو واخيستل.

شپږ میاشتې مو په دې شرایطو تېرې کړې تر دې چې ابراهیم په ماليې وزارت کې وګومارل شو، ما هم یوه ورځ له تلویزیون څخه د وهاج کلینیک اعلانونه واورېدل چې ویې ویل، لومړی ځل مو افغانستان ته سي‌ټي سکن راوړی دی. هغه وخت سي‌ټي سکن یوازې په ۴۰۰ بستر کې و چې هغه هم د نظامیانو لپاره و او دا ډول معاینات د عادي خلکو لپاره نه وو او ډېری مجبور وو، چې پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي؛ زه لاړم کلینیک ته، خپل سند مې ور وښود او و مې ویل، زده کړې مې د راډیولوژي ټکنالوژۍ په څانګه کې دي، له ټلوېزیون څخه مې واورېدل چې تاسې دا دستګاه راوړې ده، لېواله یم چې ستاسې په کلینیک کې کار وکړم. دوی سمدلاسه ومنله او میاشتنۍ تنخوا یې ۲۵۰۰ افغانۍ وټاکله. هغه وخت مو د کوټې کرایه ۲۵۰۰ افغانۍ وه. ابراهیم هم چې په مالیې وزارت کې ګومارل شوی و، تنخوا یې ۲۵۰۰ افغانۍ وه. هغه وخت د تنخوا سیستمونه ډېر ښکته وو.

په هر حال، د سختیو دوره بیا هم پيل شوه. له اېران څخه راوړې د ګروي سپما روپۍ مو چې پنځوس زره افغانۍ کېدې، په شپږو میاشتو کې خلاصې کړې. اوس په ۲۵۰۰ افغانۍ تنخوا داسې شول، چې ‎په مازې مړۍ ګذاره وه.

هغه وخت چې ما د وهاج کلینیک په سي‌ټي سکن برخه کې کار کاوه، په کابل پوهنتون کې د خپلې ګومارنې په کارونو پسې هم وم، چې د پوهنتون په علمي کدر کې د استادې په توګه کار وکړم. زما غوښتنه یې اخیستې او منلې وه، ویل یې د کدري ازموینې لپاره چمتووالی ونیسه. کله مې چې وپوښتل څنګه چمتووالی ونیسم؟ ویې ویل، هماغه کتابونه مو چې په اېران کې لوستي هغه ولولئ. په څومره سختۍ او زحمتونو مې په هغه نادارۍ کې یوڅو کتابونه را پیدا کړل، البته یو شمېر مې یې له ايرانه له ځان سره راوړي وو.

کېناستم، ډېر شدید درس مې ولوست چې د کدري ازموینې لپاره چمتووالی ونیسم. تر ازموینې یوه اوونۍ وړاندې یې احوال راکړ چې موږ په دې څانګه کې څوک نه لرو چې ازموینه واخلي؛ نو تاسې هم د هغه ډاکترانو په څېر چې د راډیولوژۍ ازموینه ورکوي، لاړه شئ د راډیولوژي تخصص ته ازموینه ورکړئ. وخت ډېر کم و. ومې ویل؛ نو کتاب یې چېرته دی؟ ویې ویل، یوه نسخه یې د طب پوهنځي په کتابتون کې ده. لنډه دا چې د پوهنتون ریاست ته لاړم او ومې ویل، داسې خبره شوې ده او کتاب هم نه راکوي او وایي چې زموږ پرسونل نه یاست تاسې ته کتاب نشو درکولای.

په ډېرو ستونزو مې يې د رییس امر واخیست چې څو ساعته کتاب امانت راکړي، کتاب مې کاپي کړ او ازموینې ته یوه اوونۍ پاتې دو. کتاب مې لوست، خو هيڅ مې نه زده کېده؛ ځکه چې یا عربي اصطلاحات وو او یا ډېر پخواني چې اصلاً په مډرنو کتابونو کې نه پيدا کېدل. ښه، دا مې ولوستل او تر هغو اصطلاحاتو لاندې مې کرښه کش کړه چې نه ورباندې پوهېدم، په وهاج کلینیک کې مې همکار «ډاکټر مهدي» ته وویل، که کېږي د دې اصطلاحاتو انګلیسي معادل راته ووایي چې وپوهېږم دلته څه لیکل شوي دي. د ده په مرسته چې اصطلاحات یې په انګلیسي راته وویل، بالاخره مې چمتووالی ونیو او په کدري ازموینو کې مې ګډون وکړ. د کدري ازموینې نمرې مې ډېرې ښې وې، په تقریري ازموینه کې دوې دفاعيې وې چې دفاع مې هم ډېره ښه وکړه.

دلته نو علمي مرستیال هم بالاخره ومنله چې زه هم کولای شم او یو افرین یې هم راکړ، خو اداري پرسونل مې لا هم پر وړاندې و، سربېره پر دې چې د کدري ازموینې نمرې مې اخیستې وې او ټول اسناد یې چې غوښتي وو، راوړي مې وو، هره ورځ یې یو نوی سند غوښت.

بالاخره دې پروسې ۹ میاشتې دوام درلود، له ۹ میاشتو وروسته مې خپله «پي ۲» پاڼه راوړه، چې لاسلیک شوه، د استادانو مدیریت، «مدیر نصیر» را ته وویل اوس مو چې «پي دو» راغله؛ نو یوه سمه شیریني باید راوړئ. ما هم چې له شیرینۍ څخه کوم برداشت درلود او دا چې په ايران کې مو څه ډول شیریني ورکوله، لاړم د پل‌سرخ رضوي شیریني پلورنځي ته، ملایي داره عالي کیک مې ورته واخیست. په سبا مې یې چې شېریني ور وړه، ګورم چې یو هم د شېریني پر لوري نه ګوري او یوازې ما ته ګوري، حیران حیران راته وايي، زموږ موخه دا ډول شیریني نه وه. هلته تازه پوهه شوم چې په دې ټوله موده کې چې زه به یې په یوه نوي څیز پسې لېږلم، موخه یې دا وه چې رشوت ورکړم او زه له خپلې سادګۍ په دې څېزونو نه پوهېدم؛ البته که پوهېدای هم فکر نه کوم چې د دې لپاره به مې رشوت ورکړی وای. ښه، په هر حال شېریني یې وخوړه او درس یې واخیست چې نور له ما څخه شېریني و نه غواړي.

وروسته له هغې، د تحصیلي سند او زده کړو له امله مې په پوهنتون کې ډېر ښه ځای وموند، ان کله به چې په فزیک څانګه کې له ما څخه د څو پوړۍ لوړو استادانو موضوع شعاوي فزیک ته راجع کېده، مقاله به یې ما ته راجع کوله چې که دا مېرمن جعفري تایید کړي، ته کولای شې رتبه واخلې که نه، نه کېږي. هماغه استادانو چې زه به یې د فوټبال د توپ په څېر د راډیولوژي او فزیک څانګو تر منځ یو بل ته پاس کولم، اوس به یې یوه ویل چې باید په دې څانګه کې وګومارل شئ او بل به ویل چې باید بېرته په فزیک کې وګومارل شئ. لنډه دا چې هماغه ۹ میاشتې مې چې ویلې وې، زه یې ډېره سرګردانه کړې وم او هره ورځ یې له ما څخه نوی سند غوښت، هماغه کسان به وروسته کله چې د پوهنتون له دروازې را ننوتلم، سربېره پر دې چې ظاهري جلال یې درلود او ږیره یې تر ملا پورې وه، زما پر وړاندې به په ملا ټيټېدل او احترام به یې کاوه، دا ډېره راته جالبه وه.

تر هغه وروسته زه په طب پوهنځي کې د راډیوټراپي او انکلوژي مرکز د بیا رغولو پروژې مسووله شوم، د هغو علمي فعاليتونو او سمینارونو له امله چې ما وړاندې کړي وو، خپل ځای مې پوخ کړی و، خو په بهرنیو چارو وزارت کې، لا هم زما په اړه هغه کینه او نفرت و؛ بیا هم بدبختانه د ژبې، مذهب او نژاد له امله تعصب را سره کېده. کله چې له بهرنیو چارو وزارت څخه د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ته تعرف ‌پاڼه استول شوې وه، څه موده وروسته یې ما باید له ارشیف څخه کاپي اخیستې او د اداري تعقیب په موخه مې یې کاپي له ځان سره درلودای.

له فایل څخه یې ایستلې وه، چې ګورم مکتوب يې څیرې کړی دی. هرو مرو یې غوښتل لرې یې وغورځوي، وروسته تر هغه چې پوهېدلي دا یو رسمي مکتوب دی او دا کار نشي کولای، بېرته یې سرېښ کړی و او ټوټه ټوټه سریښ شوی مکتوب یې په فایل کې ايښی و. دا شرایط هم تېر شول. زه د اټومي انرژي د نړیوال سازمان په بورسیه برتانیا ته د ماسټري لپاره راغلم.

هماغه وخت چې د راډیوټراپي او انکلوژي مرکز د بیا رغونې پروژې مسووله وم، د محصلانو یو څوارلس کسیز ټیم مې جوړ کړ. دوی ټول د خپلو فاکولتو اول نمره ګان وو او له  هر ډول کلتوري او نژادي مسالو پرته، په دې ټیم کې وو. دا څوارلس تنه مې بېلابېلو هېوادونو ته، په اړوندو څانګو کې د زده کړو د دوام لپاره واستول او خپله هم په طبي فزیک کې د محصلې په توګه یا دا چې طبي فزیکپوهه شم، برېتانیا ته راغلم. دا ډول مې خپله ماسټري وکړه او وروسته د دوکتوار بورسیې وړاندیز را ته وشو، دا چې مرکز لا چمتو شوی نه و، له لوړو زده کړو وزارت او طب پوهنځي څخه مې اجازه واخیسته چې دوکتورا ته ادامه ورکړم.

د دوکتورا په دوره کې مې اختراع ګانې وکړې، تر دوکتورا وروسته یې د صنعتي کولو بحث و؛ نو بېرته طبي پوهنتون ته لاړم او له دوی مې اجازه واخیسته چې دلته یې د صنعتي کولو لپاره کار ته دوام ورکړم. خپل نیمايي وخت دلته او نیمايي په طبي پوهنتون کې تېر کړم. سربېره پر دې چې د کابل طبي پوهنتون د رهبري پلاوي له دې مسلې سره موافقه کړې وه، خو په راډیولوژي ډيپارټمنټ کې مې همکارانو د دې پر ځای چې زما د موافقې مکتوب ولېږي، زما د منفکي مکتوب یې ولېږه او زه یې منفکه کړم.

دې کار ډېر راته اسانه کړ، ځکه خپل ټول تمرکز مې پر صنعتي کولو او خپلو څېړنیزو کارونو وکړ. په برتانیا کې مې شرکت ثبت کړ او د «برېتانیا د نوښت سازمان» څخه مې «په نوښت کې د مېرمنو جایزه» ترلاسه کړه.

دا جایزه زما د شرکت په نامه شوه او ما په دې پیسو یو انجنیر وګوماره چې د لوستلو ټول اتومات سیستم يې، چې په تیوریکي لحاظ مې ډیزاین کړی و، جوړ کړ. وروسته تر دې چې سیستم جوړ شو، پخپلې پروژې ته مې پانګوال را جلب کړل او په هغه پانګونه مو په امریکا، اروپايي هېوادونو، هند او چین کې دوې اختراع‌ګانې ثبت کړې.

هغه اختراع ګانې په ډېرو هېوادونو، روغتونونو او همدارنګه څېړنیزو ډلو کې کارول شوې دي او قانوني طی مراحل یې ترسره شوي دي او اوس د پانګونې یوه بل دور ته منتظر یو چې ډېر محصول تولید کړو او په روغتونونو کې یې کارونه پيل کړو. له بده مرغه کرونا پيل شوه او پخپله هم د سرطان په ناروغي اخته شوم او زموږ په کارونو کې یوه وقفه او ځنډ راغی چې تمه لرم د وروستیو هڅو په وسیله اړینه پانګونه ترلاسه کړو او له دې پړاو څخه هم تېر شو.

د ژوند څو اړخیز انځورونه

لساني: ان شاءالله. ډاکټر صاحب وړاندې تر دې چې لا مهمو خبرو ته راشو، دلته مې یو دوه ټکي چې ښايي مهم نه وي، ذهن ته راغلل. دا چې یو ځل له واده وروسته د محصلۍ په دوران کې تبریز او هغې تکاوۍ ته لاړئ او ډېر ستونزمن ژوند مو پیل کړ او بیا له کډوالۍ وروسته، بېرته کابل راغلئ او بیا مو ستونزمن ژوند پيل کړ، دا دویم ځل پيلول څه ډول وو؟ څه احساس مو درلود؟ له څه سختيو سره مخ شوئ؟

شکردخت: ګورئ، د يو څه يا يو ځای پرېښودل تل لویو موخو ته د رسېدلو په هيله وي، له همدې امله دا  پرېودل هیڅ سخت نه و او له سختو شرایطو سره پیل هم همدا ډول و. زغمل یې اسانه وو، ځکه موږ ډېر لرې کتل، که نه که موږ هرې ورځې ته کتلای ډېرې زیاتې سختۍ وې. مثلاً وحشي ژمی چې د کور تودولو سم سیستم مو نه درلود. هغه وخت مې سارا لور دوه نیم یا درې کلنه وه. په هغه ژمي کې مې د معاش له کموالي سارا ته یوازې یو جمپر اخيستی و، هغه هم ماشومه وه، هره ورځ به یې جمپر په وړکتون کې چټل کړی و، بیا به چې کور ته راغله ور و به مې مینځه او د بخارۍ له نل سره به مې وځړاوه، چې تر سبا سهار پورې وچ شي، ځکه بل جمپر یا تودې جامې یې نه درلودې چې وایې غوندي. تودې اوبه نه وې، په هغه یخني کې به مو بهر جامې او لوښي مینځل. د پخلنځي نه لرل بله ستونزه وه او مجبور و د کوټې په یوه کونج کې د مېوې یو دوه کارتونه یو د بل پر سر کېږدو او لوښي پکې کېږدو او داسې نورې ډېرې ستونزې، خو له موږ سره د سختۍ یا ستړیا احساس نه و. هغه مو زغمل؛ ځکه چې لرلید مو درلود، ځکه له رواني اړخه ډېر ډاډه او ارام وو.

موږ په ايران کې ډېر توهین او رټل کېدو، کله چې افغانستان ته راغلو، ما به ښه احساس درلود، د همدې لپاره مې ډېره هڅه کوله. مثلاً، د راډیولوژۍ په څانګه کې د طبي پوهنتون هيڅ درسي مواد نه وو نوي شوي. ما مې رییس او نورو همکارانو ته یوه رونیزه دوره ورکشاپ ورکړ، خپل کتابونه مې له کوره راوړل او دوی ته مې پريزينټېشن جوړاوه او د نوې ټکنالوژي بنسټونه لکه د سي‌ټي سکن بنسټونه، (MRI) بنسټونه او نور مې ذره ذره ورته تدریسول. کله چې به مې ولیدل په روغتون کې مې همکاران په دې درسونو پوهېږي او ناروغانو ته اساني رامنځته کوي، د ارام احساس به مې کاوه چې د دې لاسته راوړنې پر وړاندې هغه فزیکي سختۍ هيڅ وې.

موږ په تبرېز کې واده کړی او کورنۍ مو جوړه کړې وه، غوښتل مو خپل اسناد واخلو او طی مراحل يې کړو، تهران ته لاړو چې په تهران کې ژوند وکړو؛ نو په تبرېز کې مو ټول کور او ژوند پرېښود. په تهران کې مو بېرته کور او ژوند له سره پیل کړ، کله چې اسناد بشپړ شول او افغانستان ته د بېرته تګ شرایط چمتو شول، بیا مو بېرته په تهران کې هر څه پرېښودل او افغانستان ته راغلو. په هرات کې یوه میاشت د خسر په کور کې پاتې شوو او له هغه ځایه کابل ته لاړو چې کیسه مې یې وکړه چې څه ډول ژوند مو وکړ او وروسته له هغه مې په اسانۍ کور او ژوند پرېښود او برتانیا ته راغلم او بېرته مې هر څه له صفره پیل کړل.

لساني: کله مو چې د ژوند کيسه اورم، ستونزې مو په ټول وجود حس کوم، دا چې تاسې له ستونزو په ډک بستر، له لوړو ژورو ډکه لاره وړاندې راغلئ او اوس یوه متخصصه یاست چې د انسانانو ژوند ژغورئ، په رښتیا هم فوق العاده کار دی. هر څوک چې ستاسې د ژوند کيسه اوري او ویني چې تاسې له څه ستونزو سره وده کړې ده، وړاندې راغلي ياست او بریالیتوب ته رسېدلي یاست، بیا نو هيڅوک بهانه نشي کولای چې زه دا ستونزه لرم او یا هغه ستونزه لرم، نشم کولای درس ولولم، نشم کولای پرمختګ وکړم. لنډه دا چې د ژوند کیسه مو فوق العاده ده.

له همدې علم او پوهې سره چې درلودل مو، د افغانستان د ننه هم له ډېرو تعصبونو او کرکو سره مخامخ شوئ. دا چې ومو ویل، د فوټبال د توپ په څېر یې تاسې له دې څانګې څخه هغې څانګې ته پاس کولئ او له ۹ میاشتو وروسته مو په ډېرو ستونزو د خپل تقرر مکتوب واخيست، دغو تعصبونو او کرکو تاسو ته څه احساس درکاوه؟ دې ته په کتو سره چې تاسې افغانستان ته له یوې فوق العاده انګېزې او ځانګړي سند سره راغلې وئ او هيڅ تمه مو نه درلوده چې داسې دې وشي.

شکردخت: هو، داسې هيڅ تمه نه درلوده او هر ځل به چې ځورېدم، طبیعي ده چې نا ارامه کېدم، خو پوهېدم چې افغانستان داسې چاپېریال دی چې انسان باید د خپل حق اخیستو لپاره مبارزه وکړم او همدا د دې لامل کېده چې پر شا نشم. زه چې کله کابل ته راغلې وم، د دې تر څنګ چې په طب پوهنتون کې مې علمي کادر ته غوښتنلیک ورکړی و، د ښځو چارو وزارت کې مې یوه روغتیايي پوسټ ته هم غوښتنه لېږلې وه، چې د هغې کارونه ژر وشول. په هغه ورځ مې چې خپله «پي دو» را اخیستې وه او اداري رییس ته ورغلم چې دا لاسلیک کړي، یوازې او یوازې یې زما د نژاد له امله لاسلیک نه کړه او ویې ویل، تا ته چا ویلي چې دلته مقررېدای شې؟

یعنې کله چې «پي دو» راغله، د ګومارنې ټول کارونه مې خلاص شوي و او وروستی لاسلیک مې اخيست چې کار پیل کړم، همالته مې کار ودرېد. کله چې په طب پوهنتون کې وګومارل شوم، مجبوره شوم چې لاړه شم له ښځو چارو وزارت څخه خپله منفکي واخلم، هغه دنده چې یوه ورځ مې هم کار نه و پکې کړی، خو د ناهیلۍ حس مې چې پر شا شم، هيڅکله تجربه نه کړ.

تل به یې یوه بهانه راته کوله، یو او بل سند به یې غوښت؛ ما هم یوازې د هغو د چمتو کولو او بهانې ختمولو هڅه کوله. ښايي زما ځواب بشپړ نه وي، نه پوهېږم څه ډول ځواب درکړم، ځکه هغه احساس مې تر اوسه نه دی تجربه کړی چې ناهیلې شم او له کاره لاس واخلم.

له سرطان سره مبارزه!

لساني: افرین مو! ښه، د خپل سرطان په اړه راته ووايئ، دا چې تاسې سرطان درلود او د خدای شکر دی چې د درملنې پروسه مو په ښه توګه تېره کړه او څومره چې زه خبره یم، کله مو چې سرطان درلود، زوی مو هم په نس کې و؟

شکردخت: هو، ۲۰۱۸ز کال و، ټول څېړنیز کارونه مې ښه پرمخ تلل، هماغه کال مې د مور او مېړه د کورنۍ د لیدو لپاره افغانستان ته یو سفر درلود. کله چې په سپټمبر میاشت کې له سفره راغلم، حمام مې کاوه چې پام مې شو په سینه مې یوه دانه ده. ډاکټر ته مې زنګ وکړ، سملاسي یې وخت راکړ او لاړم معاینه مې وکړه، ویې ویل: ممکن جدي شی نه وي، خو بیا هم لاړه شه چې بشپړه معاینه شې! دوې یا درې اوونۍ وخت يې راکړی و؛ له ذهني اړخه مې هيڅ چمتووالی نه لاره، خو کله یې چې مې ماموګرافي وکړه او د ډاکټر اطاق ته ننوتلم، همدا چې سترګې مې د ماموګرافۍ په انځور ولګېدې، پوهه شوم چې څه کيسه ده. ځینې وخت ښه نه ده چې انسان ډېر پوه شي، ‎شاک مې وخوړ. وروسته له هغه یې سونوګرافي وکړه او یوه ټوټه یې د نمونې لپاره ترې واخیسته.

په ماموګرافۍ کې ښکارېده چې سرطان خپور شوی دی او لنفاوي غده یې هم نیولې ده. یانې انځور ته په یو ځل کتلو مې سملاسي پام شو چې سرطان لرم، درجه یې هم، نسبتاً پرمختللې ده او هيڅ ډول ذهني چمتووالی مې هم نه درلود، په چوپتیا کې مې یوازې اوښکې تللې. له نمونې اخیستلو وروسته، بېرته جراح ته ورغلم چې د درملنې پروسه یې راته تشريح کړه او بیا یې غوښتل چې «سي‌ټي سکن او ام ار ای» معاینات پلان کړي چې کله یې ما فورم ډکاوه، وروستۍ پوښتنه یې دا وه، چې ميندواره یې که نه؟ و مې ویل نه، فکر نه کوم، خو فکر کوم د میاشتني عادت یو دوې ورځې مې تېرې شوې دي.

نرسې وویل، هرو مرو لاړه شه او ټيسټ واخله. هغه وخت کور ته راغلم او په سبا مې یې ټسټ وکړ، ټسټ مثبت و، فکر مې وکړ چې د سرطان له امله ښايي هورموني ګډوډي د دې لامل شوې وي چې ټسټ مثبت راشي. خپل ډاکټر ته مې زنګ وکړ، چې ټسټ مثبت دی او ومې ویل ښايي د هورموني ګډوډۍ له امله وي. ویې ویل نه، لاړه شه د وینې معاینات وکړه. په سبا یې لاړم د وینې معاینات مې وکړل، تر څ، چې د هغه پایله راتله د نوښت سازمان په یوه بله سیالي کې مې ګډون وکړ او زه یې په لندن کې مرکې ته وبللم.

ښه مې په یاد دي، له خپل همکار سره چې هلته تللم، و مې ویل لکه دا کیسه چې یوه ټوکه وي، ځکه چې په تر ټولو جدي حالت کې را پېښه شوې؛ د معایناتو پایله مثبت شوې ده. دا مې په خندا ورته وویل. کله چې ډېره نا ارامه او غوسه کېږم، بیا خاندم. غونډه ډېره له بریاوو ډکه وه او زموږ شرکت ته فنډ هم ورکړل شو، کور ته راغلم.

بله ورځ، د وینې د ازموینې پایلې هم راغلې چې مثبت وې، ډاکټر ته مې زنګ وواهه. هغه وویل؛ نو تصمیم دې څه دی؟ ومې ویل، ښه، معلومه ده چې تصمیم مې څه دی، سربېره پر دې چې موږ کلونه دې ماشوم ته ماتل وو، خو په داسې شرایطو کې دی چې فکر نه کوم زما د روغتیا او د ماشوم د روغتیا لپاره یې ساتل مناسب وي. بیا یې راته پته او د مرکزي ټلیفون شمېره راکړه چې د جنین له منځه وړو لپاره وخت واخلم.

زنګ مې ورته وواهه او وخت مې ترې واخیست او په هغه موده کې چې زه هغه وخت ته منتظره وم، پام مې شو چې دانه په یو غیر عادي حالت کې ده او ډېره زیاته وده لري. بېرته د جراحي ټیم ته ورغلم او ورته و مې ویل: دا په چټکۍ سره وده کوي او زه اندېښمنه یم، ما ته یې چې کوم وخت راکړی دا ځل، جراح، د «معصومه زیدي» په نامه یوه پاکستانۍ ښځه وه، له ما یې وپوښتل، مګر تاسې دا ماشوم نه غوښت؟

ومې ویل، موږ غوښت، زه نه ميندواره کېدم، خو بدبختانه په داسې شرایطو کې ميندواره شوم چې فکر نه کوم ماشوم دې د کېمیاوي درملنې زغم ولري. بیا یې وویل، موږ کولای شو ستا د درملنې پلان بدل کړو، کولای شو لومړی جراحي وکړو. د نمونې پایلې هم راغلې وې چې دوه ډوله سرطاني وژونکې حجرې وې. په هر حال، باید پراخ عملیات یې کړي وای.

دوی وویل، د تومور نوعیت ته په کتو، باید پراخ عملیات وکړو او نور سي‌ټي‌سکن ته اړتیا نه لري، موږ عملیات کوو او وروسته له دې چې ‎د ميندواري درې میاشتنۍ دوره مو تېره شي، بيا کېمیاوي درملنه پیل کړئ، ځکه تر درې میاشتو وروسته د ماشوم د بدن ارګانونه رامنځته کېږي، د کیمیاوي درملنې خطر ډېر کمېږي، خو لا هم پینځه سلنه شونتیا شته چې ماشوم سقط شي یا مړ وزیږي.

ویې ویل، ډېره هیله‌منه کېږه مه. کله چې یې دا خبره را ته وکړه، په کور کې مې له ابراهیم او لوڼو سره د دې قضیې په اړه خبرې وکړې او ټولو وویل، ستا خپله روغتیا ډېره مهمه ده او ما وویل ښايي په تر ټولو بدو شرایطو کې ماشوم نړۍ ته راشي او زه ژوندۍ پاتې نشم، ایا تاسې زما له پرېکړې سره موافق ياست ؟ بیا دوی وویل، هو.

لورانې مې هغه سن ته رسېدلې دي چې د خپل پلار ملاتړ وکړي او دا ماشوم لوی کړي. له همدې امله مو د ډاکټر وړاندیز ومانه او پړاو په پړاو یې چک کېده. کله چې د پینځمې میاشتې سکن واخیستل شو، ما ولیدل چې د ماشوم، زړه، بډوډي او داخلي غړي سم دي. هغه وخت مې همکارانو او د کورنۍ غړو ته  وويل چې مېندواره يم؛ ځکه تر هغه وړاندې مې چندان هیله نه درلوده او دا د دې لامل شو چې تمرکز مې پر ماشوم باندې وي او پر فوق العاده سختو شرایطو سربېره، له فزیکي اړخه په بریالیتوب سره درملنه پر مخ یوسم. په فزیکي حالت کې شرایط دومره ستونزمن وو چې د وینې د شدید کموالي له امله ډېرې ستونزې راپېښې شوې؛ مثلاً ساه‌بندي را پېښېده، په ژمي کې واوره ورېده او ما باید کړکۍ خلاصې پرېيښې وای چې اکسیجن لرونکې هوا را ته ورسېږي او له بل پلوه مې باید د شرکت کارونه هم مخ ته وړي وای، بل څوک نه وو چې ځينې برخې پر مخ بوځي. مثلاً هغه ورځ مې په یاد ده چې پر تخت د ناستې نه وم، خو له کارپوهانو سره به مې د اختراع په غونډه کې ګډون کاوه، چې غونډه مې د ټلیفون له لارې، په بنده کامره او په داسې حال کې چې اوږده غځېدلې وم، وکړه.

لنډه دا چې په هر ډول چې وه دا دوره تېره شوه او اوس د خدای شکر دی، پرون موږ د خپل زوی څلورمه کلیزه ونمانځله او د خدای زر ځله شکر کوم چې لا هم د خپلو اولادونو او کورنۍ تر څنګ یم.

لساني: موږ هم همدارنګه شکر کوو چې تاسې ژوندي یاست او ته د خپلو اولادونو تر څنګ ژوند کوې. رښتیا هم سختې ورځې مو تېرې کړې دي او هیله‌منه یې تر دې وروسته مو له محترمې او مینه‌ناکې کورنۍ سره ارام ژوند ولرئ.

شکردخت: ان‌ شاء الله.

د اختراع‌ګانو کیسه

لساني: ښه، د خپلو اختراع‌ګانو په اړه مو ووایاست چې څه اختراع‌ګانې مو وکړې او دا اختراع‌ګانې مو څه ډول ذهن ته درغلې او څنګه مو په واقعیت بدلې کړې؟

شکردخت: ما چې کله د دوکتورا پروژه پیل کړه، هم‌مهاله مې نیمه ورځ په «رویال ساري» روغتون کې د طبي فزیکپوه په توګه کار کاوه او و مې لیدل چې ان د برېتانیا په څېر پرمختللي هېواد کې، که د ټولو سرطانونو اوسط په پام کې ونیسو، د سرطاني ناروغ د درملنې عمومي بریالیتوب شاوخوا پنځوس سلنه دی. په ځینو سرطانونو لکه د ځیګر سرطان کې، له پینځو کلونو وروسته، د ناروغ د ژوندي پاتېدو شونتیا ان اته سلنه ده؛ دې ما ته لویه پوښتنه پيدا کړه، سره له دې چې چې ټول امکانات مو په واک کې دي، ولې د ناروغ درملنه نشو کولای؟

د طبي فزیک په برخه کې، زه څه کار کولای شم؟ د شمېرنو پر بنسټ، مې ولیدل هغه ناروغان چې په شعاع یې درملنه کېږي، شعاع اخلي، دېرش سلنه درملنه یې یا بریالۍ نه ده یا له درملنې وروسته ناروغ له ډېرو شدیدیو ګډوډیو سره مخ کېږي. یوه ستونزه دا وه چې موږ به ناروغ سکن کاوه او د ده له سکن څخه په ګټه اخیستنې به مو د درملنې پلان جوړاوه، خو هغه ورځ به چې د ناروغ درملنه کېده، د غبرګون هيڅ ډول سیستم نه و چې موږ ته ووایي هغه شعاع چې ناروغ ترلاسه کړه، هماغه پايله يې ورکړه چې ډاکټر یې سپارښتنه کړې وه که نه؟ ځکه د بدن داخلي غړي د شعاع په اوږدو کې حرکت کوي او ځینې وخت تومور کله د شعاع له مخې وځي او د بدن سالم غړی شعاع ته برابرېږي او دا د درملنې د نه بریالیتوب او همدارنګه د دې لامل کېږي چې ناروغان له درملنې وروسته له عوارضو سره مخ شي.

په دې اړه مې فکر وکړ چې ایا زه کولای شم د دزیمتري یو داسې سیستم ومومم چې لومړی خو دا د دزیمتري تخنیکي ننګونې و نه لري او دومره کوچنی وي چې د ناروغ بدن ته ننوځي او ما ته فیډبک راکړي چې د درملنې په ورځ څه پېښ شوي دي، چې د درملنې د بلې جلسې لپاره اړین اصلاحات راولو؛ نو پر ټولو هغو دیزیمترونو باندې مې کتابتوني څېړنه وکړه چې په تېرو لسو کلونو کې مطالعه شوي وو او د هغوی له منځه مې نوري فیبر چې ډېر کوچنی دیزیمتر و او سل میکرون ډبلوالی، یانې د انسان د وېښته په اندازه و، دا دیزیمتر ډېر نری و، خو دا چې ښيښه‌يي او روڼ و، کله به مې چې په کوچنیو ټوټو غوڅاوه، هيڅ مې نشو لیدلای او بيا پر هغو ټوټو باندې کار کول ډېر ستونزمن وو. له همدې امله د ورته موادو په فکر کې شوم چې څه شی د نوري فیبر په څېر کېدای شي؟ ښيښه‌يي مرۍ مې ذهن ته راغلې، هغه وخت چې ما به پټ درس لوست، لښتۍ او لاسبند به مې ترې جوړول، پلورل به مې چې د قلم او کتابچې پیسې پرې برابرې کړم، هغه د توکو د علم له اړخه نوري فیبر ته ورته دي. دوکان ته لاړم او یو پاکټ مې واخیستې، هغه مې د شعاع لابراتوار ته ورکړې او پایلې مې یې ولوستې، زښته ډېره راته جالبه وه، په منډه منډه روغتون ته لاړم او خپل سوپروایزر «ډاکټر کاترین کلارک» ته مې ور وښودل، هغه چې کله پایلې ولیدې، راته ویې ویل، ډېره جالبه ده، خوښه دې نه ده چې د دوکتورا ټوله پروژه دې پر همدې موضوع وي؟

تر هغه وړاندې مې د دوکتورا پروژه پر نانو ذرو باندې وه. موږ غوښتل چې په شعاوي درملنه کې له نانو زرو کار واخلو، خو د دې کار د کولو لپاره له نانو زرو استفاده د تیوري په کچه دي او د انسانانو له اوسنۍ ټکنالوژۍ سره په نننیو درملنو کې د کارونې وړ نه ده؛ نو هغه پروژه مې پرېښوده چې ۹ میاشتې مې کار ورباندې کړی و او پر ښيښه‌يي مریو باندې مې د دیزیمتر په توګه پر کار تمرکز وکړ.

له نېکه مرغه، په دریو میاشتو کې مې دومره ډېرې ازموینې وکړې چې هغه نهه کاري میاشتې یې راته جبران کړې، چې په بله پروژه مې تېرې کړې وې. پر وخت مې خپل پروپوزل دفاع کړ او تر دوه نیمو کلونو وروسته د دوکتورا ټوله پروژه پای ته ورسوم او خپل پایلیک ولیکم، چې د دوکتورا دورې په پای کې په وروستي کال مې هم شرکت ثبت کړ او هم مې د لوستې د یوه اتومات سیستم تیوريکي شکل ډیزاین کړ؛ ځکه چې د دوکتورا پروژې پر مهال ما له لاسي سیسټم څخه کار اخیست چې د هرې بېلګې د لوستلو لپاره یې دوې دوه‌نیمې دقیقې وخت اخیست. له سهاره تر ماښامه مې ټولې ۳۰۰ تر ۴۰۰ بېلګې بېلګې لوستلای شوې او دا د روغتون په چاپېریال کې علمي نه وو چې موږ غواړو ډېر چټک پایلو ته ورسېږو او د درملنې بلې جلسې ته تصمیم ونیسو. له همدې امله مې د لوستلو ټول‌اتومات سیستم ډیزاین کړ چې د هرې بېلګې لوستلو یوازې لس ثانیې وخت نیوه، يعنې د کار چټکتیا لس برابره شوه.

په ۲۰۱۶ز کال کې د دوکتورا دورې تر پای ته رسولو یو کال وروسته چې مې په نوښت کې د مېرمنو جایزه ترلاسه کړه، د دې کارېدونکې بېلګه مې جوړه کړای شوه او هماغه ډول چې وړاندې مې وویل، قانوني طی مراحل یې هم وشو. د دوکتورا تر بشپړولو وروسته مې د طبي فزیک په کلینیکي برخه کې د تخصص لپاره په «کوین الکساندرا » Queen Alexandra Hospitalروغتون کې کار هم پیل کړ. د کابل له طب پوهنتون څخه زما د منفکۍ له راتګ سره یوځای مې سملاسي هماغه وخت د کار غوښتنه وکړه، یوازې یو اپلیکېشن مې ډک کړ او دنده یې راکړه. کار مې پیل کړ او دوه کاله وروسته مې خپل تخصص هم واخیست او هم‌مهاله مې د شرکت کار هم مخ ته ووړ.

لساني: انسان څومره اغېزمن کېږې چې په خپل هېواد کې يې څوک پوهې ته ارزښت نه ورکوي او د تعصب او کرکې له امله مو ردوي. که څه هم دا ستاسې په ګټه شوه، ځکه کله چې تاسې منفک شوئ، په یوه بل هېواد کې مو لا ښه دنده ترلاسه کړه او لا ډېر بریالیتوبونه مو ترلاسه کړل، خو له بده مرغه د خپل هېواد دننه ستاسې له تخصص څخه کار وانه خيستل شو، په رښتیا هم ډېره د تاسف خبره ده. ښه، د اختراع‌ګانو په اړه مو خبرې وکړې، دا چې دوې اختراع ګانې وې، دواړې مو وویلې؟

شکردخت: لومړۍ اختراع مې په دیزیمتري سیستم، چې ما کشف کړی و، د لوستلو ټول اتومات سیستم و. دویمه اختراع مې له همدې ښيښه‌يي مریو څخه د دوو بعدي او درې بعدي سیستمونو جوړول وو چې هغه مې هم ثبت کړه. د اختراع د ثبتولو دلیل تر ډېره دا دی چې پانګوال د هغې اېډیا پر خونیتوب ډاډه کېږي که نه، د اختراع ثبتول ډېر لګښت غواړي او که یې څوک د صنعتي کولو هوډ نه لري، له مادي اړخه د ثبت ارزښت نه لري، له عملي اړخه ارزښت لري.

په خپل مفکوره ایمان لرم!

لساني: تاسې پانګوال وموندل؟

شکردخت: هو، موږ له نېکه مرغه تر هغه وروسته چې د دستګاه لومړنۍ بېلګه مو جوړه شوه، پانګوال وموندل او دومره پانګونه وشوه چې د دستګاه نورې بېلګې جوړې شي او قانوني طی مراحل يې وشي او دا سیستم په روغتون کې پر ناروغانو باندې و ازمویل شو.

لساني: ساينسي ټولنې ستاسې د اختراع‌ګانو هرکلی وکړ؟

شکردخت: له ساینسي ټولنې سره چې په لومړي ځل ښکېله شوم، لومړی کنفرانس مې په چِک کې د دزیمتري او شعاع کارونو په نړیوال کنفرانس کې وړاندې کړ. تر هغه وروسته، نه یوازې په هماغه کنفرانس کې ډېره وهڅول شوم، بلکې له استرالیا، المان، مالیزیا، ایټالیا او امریکا له نورو څېړنیزو ډلو څخه مې د نمونې غوښتنې ترلاسه کړې او دا د کار دوام ته زما د لا هڅولو لامل شوې. تر هغه وروسته تر چې خپل پایلیک مې ولیکه، پام مې شو چې څو علمي مقالې چاپ شوې او پایلیکونه ولیکل شول، خو لا هم په روغتون کې ناروغان دې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لري، ځکه چې د صنعتي کولو قانوني پړاوونه یې باید تېر شي. له ما پرته بل څوک پر دې ټکنالوژۍ واکمن نه وو چې وغواړي کار وکړي؛ نو شرکت مې ثبت کړ او د صنعتي کولو کار مې یې پیل کړ.

لساني: تر هغه وروسته چې تاسې دوې اختراع‌ګانې وکړې، څه احساس مو درلود؟ تجربه مو څه وه؟ یعنې کله چې تاسې پوه شوئ چې د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره مو یوه نوې علمي طریقه اختراع کړې ده، په هماغو شېبو کې مو مو څه احساس درلود؟

شکردخت: انسان ډېر د خوښۍ احساس کوي، په تېره بيا توګه لومړنۍ پایلې مې چې ولیدې، د همدې لپاره مې سوپروایزر ته په منډو منډو ورغلم او پایلې مې ور وښودې. یو سوپروایزر مې «پروفیسور نیکولاس سپیرو Nicholas Spyrou Professor» چې ډېر جدي سړی و، په ۲۰۱۸ ز کال کې ومړ، هغه چې پایلې ولیدې ډېرې یې خوښې شوې، په مینه یې راته وویل، ستاسې دا کار به په نړۍ کې مشهور شي.

هغه وخت یې په خبره سمه پوهه نشوم چې څه وايي، یوازې دې ته خوشحاله وم چې زما مفکورې ته یې مثبت ځواب راکړ او له هغه وروسته روغتون ته لاړم «ډاکټر کلارک» ته مې هم ور وښودې. د هغه حالت بیانول لږ ستونزمن دي، ځکه هغه حالت چې انسان یې تجربه کوي، ډېر استثنايي دي. هم ډېر خوشحال یاست او هم مو ډېرې زیاتې ننګونې په مخ کې وي، ځکه چې یوه نوې مفکوره لرئ، خو بودیجه نه ورته لرئ. دوو سوپروایزرانو هڅولم او په عین حال کې مې بل سوپروایزر اندېښمن و چې موږ په دې برخه کې هيڅ ډول بودیجه نه لرو، ښه ده چې خپل مخکنې څېړنیز کار ته دوام ورکړې.

له سرګردانۍ سره د خوښۍ یو احساس چې نه پوهېږې څه ډول خپل سوپروایزران قانع کړې، په عین حال کې په خپل کار کلک باور ولرې چې هغه ته دوام ورکړې او له هغو کشمکشونو سره مې یو ځای خپل معاینات پر مخ وړل، لا ډېرې ازموینې مې کولې. په پای کې پروفیسور سپيرو را ته وویل، دا ستاسې پروژه ده او تاسې په ژوند کې هيڅکله ټول خوښ نشئ ساتلای؛ نو باید پخپله پرېکړه وکړئ. د ده دې خبرې ډېره لاره را ته خلاصه کړه. ومې ویل ډېر ښه، په خپله مفکوره ایمان لرم او پوهېږم چې څومره نتيجه ورکوي؛ نو هغه بله پروژه پرېږدم او پر همدې باندې تمرکز کوم.

علمي جایزې

لساني:. ډاکټر صاحب د خپلو جایزو په اړه هم لږ را ته ووایاست.

شکردخت: لومړۍ جایزه چې راکړل شوه، د دوکتورا په دوره کې یا ښه ده چې ووایم تر دوکتورا وروسته، دوکتورا مې پای ته رسولې وه؛ دا جایزه «په نوښت کې د مېرمنو جایزه» وه. تر هغې وروسته څو نورې جایزې هم راکړل شوې. یوه یې هم هغه جام یا کپ و چې په « UK trade and Investment» یا «د برېتانیا د سوداګرۍ او پانګونې ارګان» په «SIRUS program of UKTI» پروګرام کې ما ته جایزه ځانګړې کړه. په ساري پوهنتون کې «Best game changing award» راکړل شو چې د پوهنتونونو په اتحادیه کې دا سیالي د «set squared» په نوم جوړه شوې وه. همدارنګه په ۲۰۱۵ز کال کې یوازې «grant Thornton award» جایزه راته ځانګړې شوه، چې جایزه یې د امریکا په «MIT Massachusetts institute of Technology» بوسټون کې د دوو اوونیو تېرول وو چې د امریکا له سوداګریز سیستم سره بلده شم. د برېتانیا د نوښت سازمان «Innovate UK» موږ ته درې ځله له بېرته ورکړې پرته پور ځانګړی کړ، چې یوه یې په نوښت کې د مېرمنو جایزه وه او بیا یې وروسته له هغې موږ ته biomedical catalyst award» راکړه.

د کرونا په دوره کې «Sustainability award» زموږ شو او همدارنګه په ۲۰۱۵زکال کې یو بل پروګرام و د « ICURE» په نامه چې د پوهنتونونو اتحاديې له لوري چې په «set squared» نامه یادېده، جایزه یې زموږ شوه. «Innovation voucher from innovate UK» یوه کوچنۍ ۵۰۰۰ پونډي جایزه هم زموږ شرکت ته ورکړه.

دا هغه جایزې وې چې له مالي اړخه زموږ شرکت خپلې کړې او موږ له دې لارې ډېر کارونه پر مخ یوسو. نورې جایزې هم راکړل شوې او همدارنګه تحسین‌پاڼې چې که له وړاندې په جریان کې وای باید یو لېست مې یې لیکلی وای چې اوس مې یې حساب هېر دی.

لساني: ډېر ښه، موږ هم د ټولو جایزو ترلاسه کولو مبارکي درته وایو. د شرکت د ثبت په اړه مو ووایئ چې شرکت مو په کوم کال کې ثبت کړ؟ له ننګونو سره پکې مخ شوئ که نه؟

شکردخت: که مو شرایط پوره کړي وي په برېتانیا کې د شرکت ثبتول سخت نه دي. هو اسانه مې ثبت کړ، د ۲۰۱۵ز کال په پیل کې مې شرکت ثبت کړ او د شرکت د ثبتولو لوی دلیل دا و چې هغه جایزه چې زموږ د شرکت لپاره ځانګړې شوې وه، یوازې په رسمي ډول کېدای شوای د شرکت حساب ته جمعه شي او هغه لومړی دلیل شو چې شرکت مو ثبت کړ.

لساني: نو ډېر ښه شو چې دا شرط یې اېښی و. په شرکت کې مو څو کارکوونکي لرئ؟

شکردخت: اوس له ډېرو سختو اقتصادي شرایطو سره مخ يو؛ ځکه چې موږ لومړني کارونه ترسره کړي دي او غواړو بیا هم پانګوال را جلب کړو او تولید ډېر کړو. مجبور شوو چې ډېر کارکوونکي تر هغه وخته اضافه بست کړو چې د شرکت مالي وضعیت ښه کېږي؛ اوس په شرکت کې څلور تنه لرو چې ټوله ورځ کار کوي.

لساني: څه ډول له اقتصادي ستونزو څخه تېرېدای شئ، یانې که وغواړئ دا ستونزې ختمې شي، څوک مرسته درسره کولای شي او څه ډول؟

شکردخت: پانګوال، هر څوک چې غواړي پانګونه وکړي، توپير نه کوي چې انفرادي وي که د شرکت له لارې وي، هر څوک چې غواړي په دې ټکنالوژي کې پانګونه وکړي، له موږ سره مرسته کولای شي.

لساني: په دې هیله چې هر څومره ژر پانګوال له تاسې او شرکت سره مو همکاري وکړي، ځکه چې دا بشري ټولنې ته خدمت دی. د مقالو په اړه مو ووایاست چې څو مقالې او څه مو لیکلي دي؟ فکر کوم په دې وروستیو کې مو کوم کتاب چاپ کړی دی، په دې اړه مو هم نظر اورم ؟

مقاله او کتاب لیکل

شکردخت: د علمي مقالو، چې په ټکنالوژۍ پورې اړوند دي، په ليکلو مې له هماغه ۲۰۱۳ز کال څخه پيل وکړ، چې تر اوسه مې په نړیوالو باوري ژورنالونو کې ۵۰ علمي مقالې چاپ کړې دي او په یوه کتاب کې مې د دې ټکنالوژۍ په اړه هم لیکل کړي دي، چې اوس مې هم هماغه لیکنه موجوده ده.

د کتاب نوم «د راډیولوژۍ او انکولوژۍ ټکسټ بوک» «Textbook of radiotherapy and oncology by Walter and miller» دی. هغه کتاب چې په دې وروستیو کې مې لیکلی او تاسې اشاره ورته وکړه، زما د ژوندلیک کتاب دی. تر هغه وروسته چې پانګوالو ته مې د خپل ژوند لنډيز ووایه یا په هغو غونډو کې چې زه به یې وربللم؛ لکه په کمبرېج پوهنتون، اکسفورډ پوهنتون او نورو علمي بنسټونو کې چې به کنفرانسونه کېدل او زه یې ور بللم چې دوی ته د خپلې شخصي مخینې او اختراع‌ګانو کيسې وکړم، هر وخت به مې خپل تېر ژوند ته اشاره کوله، اورېدونکو رانه وغوښتل چې کتاب یې ولیکم او د دوی په واک کې یې ورکړم.

تل مې غوښتل چې ژوندلیک مې ولیکم، خو وخت مې نه مونده، تر دې چې له بده مرغه افغانستان سقوط شو او زه په افغانستان کې د ډېرو نجونو او مېرمنو د ناهیلیو شاهده وم. دوستانو ته د انګېزې ورکولو لپاره، ډېرو مدني فعالانو را نه غوښتل چې په ويبنارونو کې ګډون وکړم او د خپل ژوند لنډیز ووایم چې نورو نجونو او مېرمنو ته انګېزه ورکړي؛ نو دا د دې لامل شوه چې د یوه لیکوال ملګري په مرسته خپل ژوندلیک ولیکم. ما دا احساس کړه چې که يې ولیکم او دوستان مې یې ولولي، پوه به شي چې سختۍ دوامداره نه دي او هر څوک که وغواړي خپله موخه تعقیب کړي، مجبور دی چې له دې تیارو هم ووځي. کتاب په انګلیسي ژبه د «شکر» په نامه دی. هر څوک چې په انګلیسي ژبه پوهېږي خو ښه، که نه پوهېږي د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره هم ښه دی چې هغه کتاب ولولي.

لساني: څو مخه دی؟

شکردخت: اصلي کیسه شاوخوا ۱۷۰ مخه ده، خو ټول کتاب ۲۲۵ مخه دی.

لساني: څومره ښه، ان شاءالله زه به يې هم ولولم. د سفرونو په اړه مو را ته ووایاست. څومره سفرونه مو کړي دي؟ چېرته مو سفرونه کړي دي؟

شکردخت: ما تر ډېره علمي سفرونه کړي دي. دا سفرونه مې د غونډو او کنفرانسونو لپاره کړي دي. لومړي سفرونه مې په ۲۰۰۹ز کال کې په ویانا کې د اتومي انرژي سازمان ته و. تر هغه وروسته مې جاپان ته د تدریس د طریقې د زده کړې د یوې دورې لپاره سفر وکړ. تر هغه وروسته د زده کړو د دوام لپاره برتانیا ته راغلم او له زده کړو سره هم‌مهاله مې په ترکیه او ویانا کې کاري غونډې درلودې. بیا مې هم په چِک جمهوریت، مالیزیا، امریکا، المان او د اسپانیا په بارسلونا کې بېلابېل کنفرانسونه درلودل. لنډه دا چې ډېر سفرونه کاري وو. دومره ډېر کاري سفرونه مې درلودل چې زه ان کله په دې فکر نشوم چې د تفريح لپاره یو ځای ته سفر وکړم.

لساني: له تخصصي کتابونو پر ته، نور کتابونه هم مطالعه کوئ؟

شکردخت: هو، که فرصت وي کتاب لولم. ناول او همدارنګه علمي کتابونه مې خوښېږي. ډېر کتابونه مې چې لوستي د نوې ځوانۍ او د محصلۍ په دوران کې وو، په ځانګړې توګه د لېسې دورې په وروستیو کلونو کې، د دې لپاره چې کتابتون ته لاسرسی ولرم، پخپله خوښه به مې غوښتل چې د کتابتون مسووله شم او کیلي يې را سره وي. دا د دې لامل کېده چې د اوونۍ په پای کې او د اوړي په رخصتیو کې، کتابونو ته لاسرسی ولرم او ټول کتابونه مو چې هلته درلودل، کابو ټول مې لوستي وو، له ناولونو نیولې د هستوي فزیک تر ډېرو درنو کتابونو پورې. دا ټول زما لپاره ډېر جالب وو، خو د ټولو علومو له منځه لکه ساینس، فزیک، ایډيولوژۍ، نړۍ پېژندنې، فلسفي کتابونه، زما د ځان پېژندنې او خدای پېژندنې د سرګېچیو ځواب په فزیک کې وو. ما چې کله د فزیک علم له اړخه دا نړۍ وپېژنده، له ایډيولوژيک اړخه مې هم ټول ځوابونه ترلاسه کړل.

افغان نجونو ته د انلاین ښوونځي جوړول

لساني: تاسې یو انلاین ښوونځی هم جوړ کړی دی، د انلاین ښوونځي په اړه مو ووایاست.

شکردخت: کله چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شول، زموږ ځینې لوستې ملګرې د نړۍ له بېلابېلو ځایونو را ټولې شوې وې، یوه ډله یې جوړه کړې وه، دوی له ما سره اړیکه ونیوله او ویې ویل، موږ غواړو په دې برخه کې یو کار وکړو. له څو ناستو وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې انلاین ښوونځی جوړ کړو چې لومړی د نجونو درېدلي درسونه روان کړو او دویم دا چې په برتانیا کې یوه اوږدمهاله خیریه موسسه ثبت کړو، چې د هغې له لارې یو نړیوال باوري ښوونځی رامنځته کړو، چې په افغانستان کې د کېدونکو زده کړو او له هېواده بهر د زده کړو د دوام تر منځ یو پل شو. د همدې لپاره مو پر ښوونځي «Education bridge for Afghanistan» یا «د افغانستان لپاره د زده کړو پل» نوم کېښود.

تر ډېره غواړو چې د خپلو زده کوونکو لیدلوری پراخ کړو او ورته ووایو چې جغرافیه د افغانستان په داخل پورې نه محدودېږي. باید پوه یې کړو چې له دې سرحدونو بهر یې ډېر زیات چانسونه په مخ کې دي، په دې شرط چې دوی په نړیواله ژبه واکمن وي او همدارنګه له فردي اړخه فردي مهارتونه او اړینه پوهه ولري. د افغانستان د درسي کریکولم تر څنګ مو د ژبې زده کړه او فردي مهارتونو زده کړه پیل کړه او هيله‌من یو چې هغه چانسونه وروښیو چې زموږ نجونې ترې برخمنې شي او همدارنګه دوی په اړینو وړتیاوو سمبالې کړو چې له دې فرصتونو څخه ګټه واخلي.

زه ټینګار کوم د دې ښوونځي مفکوره یوازې زما نه وه، د دوستانو یوه ډله وه چې زه یې هم ډلې ته ور وبللم او موږ ټولو یوځای دا ښوونځی تاسیس کړ.

د مور شکردخت

لساني: ډېر ښه، خوښه یم چې داسې با احساسه انسانان شته چې په اوسنیو سختیو کې د افغانستان د ژمنو نجونو تر څنګ ولاړې دي. د خپلو خوږو اولادونو په اړه ووایاست، دا چې څومره ملاتړ مو کوي او څومره افتخار درباندې کوي؟

شکردخت: ښه، زه درې اولادونه لرم، دوې لوڼې لرم چې یوه یې یوویشت کلنه ده او په «ګلسکو پوهنتون» «Glasgow University» کې د ارواپوهنې محصله ده. بله لور مې په دې ورځو کې پوهنتون ته د کانکور ازموینې چمتووالی نيسي او زوی مې سېنا اوس څلور کلن دی. دوی زما ډېر ملاتړ کړی دی. ګورئ، ما دوی په هغو عمرونو کې چې مور ته یې ډېره اړتیا درلوده پرېښودل، يوه لور مې پینځه کلنه وه او بله اته کلنه وه چې برتانیا ته د ماسټرۍ لپاره راغلم، دوی مې يې له پلار او زما له مور سره پرېښودې. ډېره سخته وه، خو درک یې کړم او له هماغه ماشوموالي یې زما ملاتړ وکړ. په ځلونو مې له دوی څخه زما د کارونو له امله، زما د مجبورۍ له امله د دوی د پرېښودو له امله او دا چې ښه مور نه وم له دوی څخه مې وپوښتل، خو دوی تل ویلي چې تا سم کار کړی دی او تل په هغه پایلو افتخار کوي چې ترلاسه کړې مې دي.

لساني: ډېر ښه، غواړم د یوې ورځې فعالیتونو په اړه مو واورم، دا چې ډاکټر صاحب شکردخت له سهاره تر ماښامه څه کوي؟

شکردخت: ډېر توپير کوي چې د اوونۍ کومه ورځ وي. یوه ورځ یې تاسې ووایئ چې زه ووایم.

 لساني: اووه واړه ورځې توپير لري ډاکټر صاحب؟

شکردخت: هو، تقریباً توپير لري.

لساني: تر ټولو له کارونو ډکه ورځ مو کومه ده.

شکردخت: ټولې ورځې له کاره ډکې دي. پرېږدئ چې یوه یې درته ووایم مثلاً؛ دوشنبه. زه شاوخوا اووه یا اووه نیمې بجې له خوبه پاڅېږم، په هماغه وخت چې لا سمه نه يم ويښه شوې او پخپل تخت کې یم، په هماغه خوبولي حالت کې خپل ایمیلونه چک کوم، هغه چې مهم دي، ستوری یې وهم او هغوی چې چټک ځواب ورکول کېدای شي په هماغه حالت کې يې ځوابوم. له هغه وروسته سهارنۍ چمتو کوم. معمولاً خپلې ناستې د سهار له ۹ بجو وروسته تنظیموم. سهار ۹ بجې چې شوې ناستې پیلېږي او د غرمې تر ۱۲ بجو کاري بحثونه دوام کوي، دا کارونه د شرکت لپاره کوم.

د غرمې ۱۲ بجې د روغتون په لوري ځم چې رسمي کار مې پیلېږي او د شپې تر ۹ بجو هلته یم. د شپې ۱۰ بجې کور ته رسېږم. بیا هم که د سهار کوم بېړنی اېمیل پاتې وي، ځوابوم یې. هغه دوستان او ملګري چې د ورځې په اوږدو کې یې پیغام راته پرېښی وي او لارښوونه یې غوښتې وي، ځواب یې ورکوم. که د کورنۍ غړو، مور، خور او ورور پیغام پرېښی وي، ځواب یې ورکوم. کابو د شپې ۱۲ بجې کېږي. د شپې ۱۲ بجې ځم استراحت کوم او سبا بیا هم همدا ډول، خو په بېلابېلو ډولونو فعالیت کوم.

لساني: د رخصتۍ ورځ مو څه ډول او په کومه ورځ ده؟

شکردخت: دلته شنبه او یک شنبه رخصت وي، دا چې د اوونۍ په اوږدو کې، زه کار کوم مېړه مې د سينا پالنه کوي، درې بجې سینا وړکتون ته ځي. شنبه او یک شنبه زما دنده ده چې د اوونۍ په پای کې د سينا پالنه وکړم او دی کار ته لاړ شي. د شنبې په ورځ د کور په تنظیمولو او شاته پاتې کارونو او له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره په خبرو باندې تېرېږي. د یکشنبه په سهار، د انلاین ښوونځي غونډه ده، معمولاً هغه کارونه چې د ښوونځي اړوند دي د یکشنبې په نیمه ورځ کې ترسره کوم. د یکشنبه په ورځ له غرمې وروسته، زموږ د کورنۍ نوبت دی چې زه او مېړه مې هيڅ یو کار نه کوو او هڅه کوو چې یو کورنی پروګرام جوړ کړو. لکه د سیند تر غاړي ګرځېدل، پلی تګ، پيکینګ کول یا مېلمستیا او … او دوشنبه خو مې هم درته وویل.

لساني: بیا د کار پیل!

شکردخت: هو.

لساني: ډاکټر صاحب ما دا پوښتنه باید مخکې کړې وای، خو له یاده مې وتلې وه، دا چې د درملنې دوره مو په کابل کې وه که په انګلستان کې؟

شکردخت: نه، په انګلستان کې وه. زه له هغه سفر څخه راغلې وم چې کابل ته مې درلود.

لساني: که په کابل کې وای ښايي تر دې کچې بریالۍ نه وای؟

شکردخت: نه بدبختانه، په کابل کې دومره امکانات نشته او په کابل کې به ما سل سلنه شعاوي درملنه نه درلوده، دا شونتیا چې په هغه پړاوونو کې چې دلته معلومه شوه، هلته نه معلومېده. همدارنګه نه پوهېږم چې افغانستان کې د درملو کیفیت څنګه دی.

د کابل سقوط ستر شاک و!

لساني: باکل، هو تاسې پر حق یاست. مخکې مو وویل کابل سقوط وکړ، نجونې په رښتیا هم ناهیلې دي، تاسې او ملګرو مو په رضاکارانه توګه افغان نجونو ته انلاین ښوونځی تاسیس کړ. د دې فعالیتونو په اړه مو وویل، اوس غواړم پوهه شم، د کابل د سقوط په اړه مو احساس څنګه و؟

شکردخت: ښه، د کابل سقوط موږ ته لوی شاک و. ما هيڅ باور نه کاوه چې کابل دې دومره ژر ‎سقوط شي. که څه هم له هغه ورځې چې نړیوالې ټولنې په دوحه کې هوکړه لیک لاسلیک کړی و، پرته له دې چې د افغانستان دولت پکې ګډون وکړي، اصلاً هیڅ خوشبینه نه وم او دا ښکاره وه چې افغانستان یې په دواړو لاسونو تروریستانو ته ډالۍ کړ، خو فکر مې نه کاوه چې دومره او په دې چټکتیا سره دې افغانستان طالبانو ته وسپاري.

لساني: ډاکټر صاحب! ویل کېږي چې اختراع د یوې ستونزې په نښه کولو او د هغې د حل لپاره له هڅو څخه را پیدا کېږي، هغه څه چې تاسې هم وویل. که تاسې د خپل کلي د ماشومانو په اړه نه اورېدای، ایا بیا به هم د دې اختراع‌ګانو په فکر وئ او دا اختراع‌ګانې کېدلې؟

شکردخت: ډېره ستونزمنه پوښتنه ده؛ ځکه هغه څه مو چې تجربه کړي نه وي او ورسره مخ شوي نه ياست او د هغه لپاره د تصمیم نیونې په شرایطو کې نه وئ، دا نشئ ويلای چې ایا دا کار مو کاوه که نه؟ خو په ټوله کې وایي چې اړتیا د اختراع مور ده. د ټولنې د هر وګړي په ژوند کې، کله چې اړتیا رامنځته کېږي، وګړي په دوو ډلو وېشل کېږي، داسې چې هغه کس چې نوښتګر ذهن ولري، هڅه کوي چې یوه حل‌لاره ورته پیدا کړي، خو دویمه ډله پرېکړه کوي چې تسلیم شي او ووایي همدا چې دي، دي نو؛ نو نشم ويلای چې په دې لاره تلم که نه، خو پر دې پوهېږم چې په ذاتي ډول هغه انسانان چې هڅه کوي ستونزو ته حللاره پیدا کړي، نوښت رامنځته کوي.

پر ځان باور باندې مې ویاړم!

لساني: ستاسې اختراع‌ګانو، نوښتونو او فعالیتونو ته په کتو، په څه شي ډېر افتخار کوئ؟

شکردخت: پر دې چې ما هم د هغو کسانو په څېر چې په پرمختللې نړۍ کې لوی شوي دي، په هماغه کچه مې څېړنه وکړم. د یوې ستونزې حل‌لاره پیدا کړم او هغه پر ځان باور مې چې نه درلود، ترلاسه کړم، ښايي د پر ځان باور ترلاسه کول زما تر ټولو لوی وياړ دی.

لساني: کله چې تېر ته وګورئ، له هغه ټولو ستونزو سره چې تېرې مو کړې، فکر کوئ که مو مبارزه نه کولای او په سختۍ کې مو زغم نه لرلای، اوس به ډول انسان وئ؟

شکردخت: زه یې وینم، هغه کسان چې په یوه حالت کې وو؛ چې تسلیم شول، اوس یې د ژوند وضعیت څه ډول دی. هرو مرو به زه هم د کور یوه مېرمن وم چې ټول فعالیت به مې  د اولاد پالنه او د کور کارونه وو.

 زما د بریالیتوب ملګري

لساني: وایي د یوه مربي یا لارښوود یا داسې کس درلودل چې په پرمختګونو، د اختراع په ثبت او نوښت کې لارښوونه درته وکړي ډېر اړين دي او په دې ډول بریالیتوب پیلېږي. هغه سړي ته لارښوونه کوي، ګام پر ګام مخ ته ځي او بیا بریاته رسېږي؛ ایا تاسې داسې څوک درلود چې له تاسې سره مرسته وکړي چې دا اختراع‌ګانې وکړئ؟

شکردخت: هو، ما هم د دوکتورا په دوره کې، تر ټولو لومړی را سره سوپروایزران وو، «پروفیسور ډيويډ براډلي، Professor David Bradley»، «پروفیسور نیکولاس سپیرو Nicholas Spyrou Professor»، «ډاکټر کاترین کلارک، Dr. Catharine Clark» «پروفیسور اندرو نسبیت Professor Andrew Nisbet» څلور تنه سوپروایزران مې درلودل، چې هر یو یې په خپل نوبت سره ما ته لارښوونه کړې ده.

وروسته له دې چې پرېکړه مې وکړه چې د صنعتي کولو په برخه کې یو کار وکړم د ساري پوهنتون، د ریسرچ او انټرپرایز Research and enterprise office دفترمې ډېر ملاتړی و. کله چې مې د پوهنتون له لوري د نوښت په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ، دوی ما ته د «نایجل بګز Nigel Biggs» په نامه یو استاد وګوماره چې ډېر مرستندوی و او تل ورته وایم چې د بېزنس الفبا مې له تا زده کړي دي.

ده ګام په ګام د صنعتي کولو او یوه بيزنس رامنځته کولو لاره را ښووله. ده دې کار ته دومره وخت ورکړ چې ان په «ساري پوهنتون» کې یې، چې د کار رامنځته کولو او نوښت مربي و، خپل کار پرېښود، وروسته راغی زما د تاسیس شوي شرکت اجراييوي مدیر شو او یو له بل سره یو ځای مو پر دې پروژه کار وکړ او په دې پروژه کې یې د زحمتونو په خاطر ډېره پوروړې یم.

لساني: داسې ښکاري چې د ښو انسانانو په لاره کې نور ښه انسانان وي، لکه څنګه چې ستاسې په لاره کې ښه انسانان رامخې ته شول. تاسې د پوهنتون استاده هم یاست، څه ډول د محصلانو د ذهنیت بدلولو کوښښ کوئ؟

شکردخت: هغه څه چې زما لپاره مهم دي چې محصلان پرې پوه شي، هغه دا دي چې په ځانګړې توګه هغه کسان چې چې طبیعي علوم لولي یا څېړنه کوي، باید څېړنې یې د ستونزې پر حل ولاړې وي چې د انسانانو ژوند بدل کړي. غواړم پوه شي چې کله حل‌لاره وړاندې کوي، د ژوند او ټولنې واقعیتونه په پام کې ونیسي.

مثلاً، هغه ستونزه چې ما خپله وغوښتل حل یې کړم، موږ یو مناسب دیزیمتر نه درلود چې د ناروغ بدن ته ننوځي او د ناروغ د شعاع ډوز وکچي. ښه، په لابراتواري کچه ډېرې څېړنې شوې وې، ان سلګونه او زرګونه علمي مقالې ليکل شوې وې او بېلابېل دیزیمترونه یې ارزولي وو، خو لویه ستونزه یې څه وه، پوهېږئ؟

دا چې حل لارې  یې عملي نه وې.

په لابراتوار کې په کنټرول شوي چاپېریال کې، ډېره ښه پايله لري، خو کله چې هماغه حل‌لارې په واقعي دنیا کې پلې کوئ، ګورئ چې د پلي کولو وړ نه دي او ننګونې لري. له وړاندیز شویو دیزیمترونو څخه یو د نوري فیبر دیزیمتر و چې په لابراتواري کچه یې ډېره ښه پايله ورکړې وه. نوري فیبر د انسان د وېښته په اندازه نازک دی، د ښيښې دی او کله چې په کوچنیو ټوټو غوڅېږي، هيڅ د لیدلو وړ نه دی او دا وړتیا نه لري چې د انسان وجود ته يې د ننه کړو.

که څه هم د فزیک د علم پر بنسټ، تشعشع د دې وړتیا درلوده چې د شعاع ډوز اندازه کړي. د هغه ټولو علمي مقالو او حل‌لارو چې وړاندې شوې وې، ستونزه په عملي توګه نه وه حل شوې او دا په کلینیک کې نه وه عملي شوې، له همدې امله غواړم چې محصلان مې پر دې پوه شي چې کله غواړي يه یوه حللاره وړاندې کړي؛ نو ټول علمي اړخونه او د ژوند واقعیتونه دې په پام کې نیسي.

زما د خوښې انځورونه!

لساني: ډېر ښه! ډاکټر صاحب تاسې په ژوند کې ځانګړې الګو درلوده چې غوښتل مو هماغسې شئ؟

شکردخت: هو؛ لومړۍ الګو مې پلار و، د هغه صداقت او زړورتیا چې د یوه ناسم کار پر وړاندې به درېده. تر هغه وروسته مې ښوونکي په ژوند کې ډېر الهام بښونکي وو او تر ښوونکو وروسته، د پوهنتون استادان او د بېزنس په نړۍ کې ښاغلی « نایجل بِګز، Nigel Biggs» و.

لساني: ستاسې په اند د ريسک اخیستلو ځواک ذاتي دی که اکتسابي؟

شکردخت: ذاتي دی.

لساني: ستاسې په اند صبر څه شی دی؟

شکردخت: صبر دا دی چې په سختیو کې، د تسلیمېدو پر ځای، له هغه حالته د وتلو لپاره د یوه مناسب ځای په لټه و اوسو، یعنې تل د فرصت په لټه کې شو، نه د تسلیمېدو په چورت کې.

لساني: مثبت فکر کول یعنې څه او ستاسې په بریالیتوب کې یې څومره رول درلود؟

شکردخت: زه پر دې عقیده لرم چې زموږ نړۍ زموږ د خپلو افکارو او ذهن محصول دی. د هر څه په اړه چې فکر وکړئ او هڅه ورته وکړئ، هماغه څه ته رسېږئ؛ نو افکارو ته مو ډېر زیات پام کوئ، که منفي فکر وکړئ، له منفي عواقبو سره مخ کېږئ او که مثبت فکر وکړئ مثبتې پايلې ترلاسه کوئ، ما په خپل ژوند کې په ځلونو تجربه کړي دي.

لساني: ستاسې د کار تر ټولو ښه او بده برخه کومه ده؟

شکردخت: زما کوم کار؟ زه څو کارونه کوم.

لساني: په ټوله کې.

شکردخت: تر ټولو بده برخه یې دا ده چې خپلې کورنۍ او ځان ته کم وخت لرم. تر ټولو ښه برخه یې دا ده چې د خدای یو بنده زموږ د کار له پایلې ګټه اخلي، هغه که ناروغ وي، که نجلۍ وي، چې زموږ په ښوونځي کې زده کړې کوي او که هغه محصل چې د خپلې پروژې له لارې راشي، نوې زده کړې وکړي.

لساني: ډاکټر صاحب، تاسې يوه څېړونکې او مخترع مېرمن یاست او په عین حال کې د دریو اولادونو مور او د یوه کس مېرمن ياست؛ نورو مېرمنو ته څه سپارښتنه لرئ چې دا ټولې چارې یو ځای پر مخ یوسئ او نورې مېرمنې هم ستاسې په څېر شي؟

شکردخت: خبره دا ده چې په دې دنیا کې هيڅ شی بې ارزښته نه دي. که تاسې وغواړئ چې مثلاً د کور ښه مېرمن شئ، هيڅ وخت نورو مسایلو ته وخت نشئ ورکولای او که یوه اېډیاله مور شئ، په عین وخت کې په اصطلاح یوه ښه کارکوونکې نشئ کېدای؛ نو ژوند، داسې صحنه ده چې تاسې مجبور یاست په ټولو برخو کې يې یو توازن رامنځته کړئ. کله مو چې توازن رامنځته کړ، مانا يې دا ده چې تاسې به یې په هيڅ یوه کې هم بهترین نه ياست. مثلاًګ د کور یوه مېرمن چې وسایل یې پر ځای وي او کور یې هره ورځ جارو شي، د څېړنې د کار فرصت نه مومي او دا واقعیت باید ومنل شي.

لساني: د کور کار څه ډول کوئ؟

شکردخت: زه، مېړه مې او اولادونه مې په ګډه د کور کار کوو، هر څوک چې هومره ونډه اخلي چې کولای شي. د کور له مېرمنې څخه مو که موخه ښه اشپزه وي او یا هم د کور نورې چارې وي؛ نو په منځنۍ کچه کې یم، یعنې ډېره صفتي نه یم، خو داسې هم نه ده چې زده مې نه وي.

پوهه د بدلون بنسټ دی‎!

لساني: تاسې خپلې تجربې ته په کتو، د مېرمنو د ژوند او د مېرمنو د ټولنې په بدلون کې د زده کړو، سواد او پوهې رول څه ډول ارزوئ؟

شکردخت: زموږ د اوسنۍ ټولنې یوه تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې مېرمنې خپل حق او حقوقو ته لاسرسی نه لري او د حقوقو ترلاسه کولو لپاره دوو څېزونو ته اړتیا ده، تر ټولو لومړی دا چې مېرمنې بايد له خپلو حقوقو خبرې وي. پوهه د بدلون بنسټ دی. د دې مسالې اهمیت ته په کتو، د زده کړې رول پیاوړی کېږي. کله چې له خپلو حقوقو خبرې شي، تر هغه وروسته بايد د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او د هغه چا پر وړاندې ودرېږي چې حق یې ترې اخلي. مثلاً، غواړي واده وکړي، ښايي له واده وروسته یې مقابل اړخ ووایي، نوره اړتیا نشته چې درسونو ته دوام ورکړې او اړینه نه ده چې کار ته لاړه شې.

دا کس چې کله له خپلو حقوقو خبره شوه، چې زه د یوه نارینه په څېر، دا حقوق باید ولرم، وروسته له هغه حقوقو د تضمین اخیستلو لپاره، کولای شي مثلاً د کوژدې پر مهال، په خپله نکاح نامه کې دا شرطونه ولیکي. یانې کوژده یې مشروطه وي، داسې که مقابل لوري له هغه شرطونو څخه هر یو مات کړ، پخپله په اتومات ډول یې د کوژدې هوکړه لیک هم ماتېږي، بیا اړتیا نشته چې مېرمن داسې واده ته ژمنه وي؛ دا یوازې د زده کړو او پوهې له لارې ترلاسه کېږي چې زموږ لوڼي باید په خپلو کورنیو او ټولنیزو شرایطو باندې پوه شي چې څه وکړي چې وکولای شي خپل حق او حقوق ترلاسه کړي.

اړیکو ته احترام کوم!

لساني: تاسې ډېر زیات فعالیتونه لرئ. د کور د کارونو مدیریت، شرکت، روغتون، څېړنې، مقاله لیکنه، انلاین ښوونځی او لکه څرنګه چې موږ وینو، ان په بېلابېلو رسنیو کې ډېرې مرکې هم کوئ، تاسې څه ډول کولای شئ دا ټول مدیریت کړئ او ټولو ته یې ورسېږئ؟ ما خپله یو انساني ارزښت چې په تاسې کې ولید دا دی، کله چې پیغام درته راځي سمدلاسه او هرو مرو ځواب ورکوئ. ډېره راته جالبه ده چې تاسې څه ډول کولای شئ دومره ښه مدیریت وکړئ؟

شکردخت: ښه، وګورئ، کله چې یو څوک له چا سره اړیکه نیسي او غواړي خبرې سره وکړي، کله چې زه په غونډه یا کار کې وم چې پيغام وینم، کولای شم هغه نالیدلی پرېږدم یا یو کوچنی ځواب ورته ولیکم چې اوس په غونډه کې یم یا اوس په کار کې یم، وروسته له تاسې سره اړیکه نیسم. همدا یوه کوچنۍ جمله، له څو ثانیو ډېر وخت نه نیسي، خو دا پخپله کارونه تنظیموي. په همدې ډول نور مسایل، مثلاً که یوه مقاله يا کتاب لیکم او خپروونکی له ما پوښتي چې له موافقه شوي ډیډلاین سره سم پشپړېږي که نه؟

زه سملاسي ځواب ورکوم چې په دغو دلایلو ممکن وځنډېږي، دا کار د نورو تمې مدیریت کوي. زه خپلو اړیکو ته احترام لرم. داسې نه ده چې زما ټول کارونه پر وخت وي، خو وضعیت او شرایطو ته په کتو، هغه ستونزې حل کوم چې رامنځته کېږي. مثلاً، ژمنه مې کړې چې په دې اوونۍ کې یو کار وکړم، کله چې ګورم چې نه يې شم کولای، مقابل لوري پر وخت خبروم، چې په دې اوونۍ کې دا کار په دې دلایلو نه کېږي.

مجبوره یم چې مثلاً یوه یا دوې اوونۍ وروسته دا کار وکړم. په همدې توګه، ټول کارونه، ان کورني مسایل ښه پر مخ ځي. فرض کړئ له اولاد سره مو ژمنه کړې چې سودا اخیستلو ته ورسره ځئ، کله چې وینئ بوخت یاست، له دوی څخه اجازه واخلئ چې بله اوونۍ ورسره لاړ شئ. توپير نه کوي، هغه که کاري چاپېریال وي یا کورنی چاپېریال. زما په اند انسانان یو له بل سره د تعامل کولو او خبرو کولو له لارې خپل کارونه مدیریت کولای شي.

یوه ورځ به روښنایي راشي! ‎

لساني: ډېر ښه ډاکټر صاحب، تاسې یو علمي کادر یاست او یو سیاستمدار نه یاست، خو بلاخره د مېرمنو غم درسره دی، ستاسې په اند ولې مېرمنې یو ډول پاشلې دي؟

شکردخت: زما په اند د پاشلتیا ريښه په بې باورۍ کې ده او دا د هغو ترخو تجربو له امله دي چې زموږ د ټولنې مېرمنو په تېر کې له سیاستمدارانو سره په چلند کې کړې دي. دا بې باوري له هغو ټولو هغه ښکېلو کسانو سره له ناوړه تجربو پيدا شوې ده چې باید د مېرمنو د حقوقو ساتندویان وای، خو ډېر د شعار په کچه کې وو او تاوان یې هم بېرته مېرمنو پرې کړ. کله چې دې باور له منځه تللی وي، ډېره سخته ده چې بیا پر یو چا باور وکړې. زه لکه نه ټولنپوهه یم او نه سیاستواله؛ نو د دې موضوع حل‌لاره نه لرم، خو زما شخصي نظر دا دی چې تر هغو چې باور رامنځته نشي، موږ ځانګړی کار نشو کولای.

لساني: د انګلستان په څېر پرمختللي هېواد کې ستاسې د ژوند تجربې ته په کتو، فکر کوئ افغانستان څه ډول له دې وضعیته وتلای شي؟ له دې ناورین او دې زندۍ څخه چې مېرمنې ورځ په ورځ پکې ښکېلېږي او ان خپل لومړني حقوق هم نه لري؟

شکردخت: زما په اند بیا هم اصلي ستونزه د ټولنې بستر دی. که زموږ خلک د ټولنیزې او کلتوري ودې هغه کچې ته ورسېږي چې یو بل ومني او یو ملت شي، هغه وخت دی د ځان لپاره تصمیم نيولای شي، خو له بده مرغه اوس موږ ټوټه ټوټه یو؛ له نژادي وېشنو نیولې تر لاندې پوړونو پورې. ان که یوه ولایت ته هم ځئ، بیا هم د دوی تر منځ وېشنې او بې اتفاقي وینئ او زما په اند دا د اوسنیو ستونزو اصلي ريښه ده. بیا هم وایم چې نه ټولنپوهه یم او نه سیاستوالهاو حل‌لاره نه لرم، خو پوهېږم چې ولې له دومره ستونزو سره مخ يو.

لساني: ډاکتر صاحب که کومه خبره پاتې وي چې نه مو وي کړې او یا ما نه وي پوښتلې چې هغه ووایاست؟

شکردخت: ښايي یوازېنۍ پاتې خبره دا وي چې خپلو عزیزانو ته ووایم چې لرلید ولري، که نن تیاره حاکمه شوې ده، یوه ورځ به سپېدې وچوي او موږ باید هغې ورځې ته ځان چمتو کړو. بله دا چې نړیوال فکر وکړو، ځان یوازې د افغانستان په جغرافیه کې محدوده و نه ګڼو، باید پوه شو چې نړۍ د افغانستان تر داخلي سرحدونو ډېره لویه ده او دا چې په ټوله نړۍ کې ډېر فرصتونه شته، په دې شرط چې موږ له هغو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې ظرفیت ولرو.

لساني: له تاسې څخه مننه

شکردخت: له تاسې هم مننه او مننه چې زه مو خپل عالي پروګرام ته راوبللم.

لساني: له تاسې هم ډېره زیاته مننه، ښه راغلاست ډاکټر صاحب.

د اختراع‌ګانو او د سوداګریزو نښو د ثبت دفتر راپورونه ښيي چې مېرمنې د اختراع ثبتولو فعالیتونو له اړخه په اقلیت کې دي او دا موضوع د مېرمنو پر وړاندې له اوږدمهاله تعصب څخه راپورته شویو تاریخي او جغرافیایي لاملونو څخه نیولې د علم او ټکنالوژۍ حوزې تر ځانګړې فضا پورې، ریښې لري. البته په دې برخه کې د مېرمنو تر منځ استثناوې هم تر سترګو کېږي، یعنې د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو ښځینه مخترعانو شاهدان هم یو. یوه بریالۍ مېرمن شکردخت جعفري ده چې په دې مرکه کې مو د دې د ژوند ټول اړخونه، ستونزې، تابو ماتونې، له سختيو سره مبارزه او د دې څېړنې را اخیستې دي.

که شکردخت جعفري د یوې مبارزې مېرمنې په توګه هڅه نه وای کړې، لکه څنګه چې دې پخپله وویل، دا شکردخت به نه وه. په دې پروګرام کې، ډاکټر صاحب شکردخت داسې خبرې وکړې چې په واقعیت سره د اورېدو وې، هم مو خوند ترې واخیست او هم مو زده کړه ترې وکړه. هیله‌من یو چې تاسې هم یوازې لوستونکي یا اورېدونکي و نه اوسئ؛ بلکې دا درته د ژوند دلارې مشال شي او په رڼا کې يې خپله موخه او لاره وټاکئ.

ساینس‌پوهه، مخترع او څېړونکې اغلې ډاکټر صاحب شکردخت جعفري، په پروګرام کې مو له ګډون مننه چې له ډېرو بوختیاوو او مصروفیتونو سره سره بیا هم له موږ سره وئ او له خپلو خبرو مو برخمن کړو. زما لپاره په ځانګړې توګه لکه څنګه مې چې مخکې وویل، له زده کړو ډکه او الهام بښونکې وه؛ هرو مرو زموږ د دوستانو او هم‌لارو لپاره هم همدا ډول وه. همدارنګه له تاسې درنو دوستانو څخه هم مننه، ستاسې نیوکې، وړاندیزونه او د پروګرام د ښه والي لپاره هر اړخیزې همکارۍ، رغوونکې دي؛ نو له موږ سره یې شریک کړئ.

تر بیا، د خدای پامان!

#

پای

Share via
Copy link