هغه مجاهد چې د ژبې تابو ماتوي!

Image

مرکه کوونکی: عزیز رويش

بیا لیکنه: نعمت الله رحیمي

ژباړه: میرویس میوندوال

سریزه:

د شیشه میډیا درنو ملګرو، سلام!

زموږ د دې پاډکسټ مېلمه، شاعر او خبریال، هادي میران دی. هغه د سویډن په وسټ پوهنتون کې په ټولنیزه ښوونه او روزنه کې د لیسانس په کچه زده‌کړې کړې دي او د سویډن په ګوټنبرګ پوهنتون کې یې په ټولنیزو علومو کې ماسټري کړې ده. دویمه ماسټري یې هم د سویډن په ګوټنبرګ پوهنتون کې د بشر حقونو په برخه کې کړې ده. د هادي میران اته شعري ټولګې چاپ شوې دي.

هغه په افغانستان کې د جمهوریت په وخت کې دولتي دندې هم ترسره کړې دي. وروستی ځل چې کله هغه د افغانستان د دولت اداري کارکوونکی ګڼل کېده، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر کارکوونکی و. د دې کېسې جزییات به پخپله له ښاغلي میران څخه واورو.

ښاغلی میران د پېچلي او له بدلونونو ډک ژوند په زړه‌پورې تاریخ لري. په شخصي لحاظ، زه له هغه سره له ډېر پخوا راهیسې بلد یم او پېژنم یې؛ یعنې ښايي هغه وخت به موږ دواړه په قانوني لحاظ یا ماشومان وو او یا به هم د ماشومتوب دورې ته نږدې وو. په هر حال، په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې تحولات او بدولونونه دومره چټک وو چې د تحول لوړې او ژورې یې زموږ په ذهن کې له انځورولو ډېرې تېزې تېرېږي. له همدې امله، کله چې له یوه وخت څخه بل وخت ته ځو، دا په سختۍ منو چې دا بدلون په رښتیا هم په همدې موده کې رامنځته شوی دی، خو په فردي ژوند کې د انسانانو شخصي کېسې، تجربې او روایتونه بیا دا درک اسانوي.

موږ د خپل شخصي ژوند او په شخصي ژوند کې د تحول په اړه له کېسو څخه دا ډېر مهم ټکی زده کوو چې زموږ په ذهن کې منعکسې شوې پېښې او برداشتونه انساني یا فردي کړو. کله چې موږ دغه شیان انسانی کړل، بیا موږ هغه ستر واک هم درک کوو چې د تحول په رامنځته کېدو، منلو او د هغو ستونزو په زغملو کې، چې د تحول په وخت کې رامنځته شوې دي، ونډه ولري.

ښاغلی ميران جنجالي څېره ده. نن د ښاغلي میران د ژوند په دغو برخو ډېر تمرکز او خبرې کوو. ښاغلي میران په وروستیو کلونو کې په ټولنه کې د نوموړي د مدني او سیاسي فعالیتونو او اکاډمیکو هڅو ترڅنګ د شعر او ادبیاتو په حوزه کې یوه متفاوته ژبه را پېژندلې ده.

دا ژبه یو څه نا اشنا ده، خو ایا هادي میران یوازې په همدې ژبه پېژنو، که له دې ژبې ورهاخوا هم له ښاغلي میران څخه یو څه اورېدلای شو؟

دا چې په رښتیا هم هادي میران په همدې ژبه کې لیدل کېږي او یا تر دې ژبې ورهاخوا هم یو څه لري چې د ښاغلي میران په اړه یې واورو؟ دا په دې خبرواترو او کېسه کې له پخپله ښاغلي میران څخه اورو. دا هر څه به په دې خبرو اترو او کیسه کې له خپله ښاغلي هادي میران څخه واورو.

د بدلون زڼي را زرغونېږي

رویش: ښاغلی میران، د شیشه میډيا پاډکسټ ته ښه راغلاست! ښايي په دې لړۍ کې به تاسې په ټولنه کې د فکر او ژبې په برخه کې د بدلون د نښو په توګه زموږ لومړی ادیب مېلمه یاست. غواړم په پیل کې له تاسې وپوښتم چې په کوم ځای او کله مو دې نړۍ ته سترګې غړولې دي او اوس څو کلن یاست؟ له دې ورهاخوا، هغه څوک چې نن یې غواړئ د هادي میران په توګه یې نورو ته ور وپېژنئ، رښتیا هم هماغه څه دي که نه، یو بل څه دي تاسې یې پټوئ او د پېژندنې لپاره یې شاعرانه استعاره کاروئ؟

هادي میران: مننه، ښاغلي رویش صاحب! ډېره مهرباني مو وکړه. تاسې او د دې پاډکسټ ټولو اورېدونکو ته سلامونه وړاندې کوم. له تاسې څخه مننه چې په هر حال کې زموږ د ملګرو د خاطرو، خوږو او ترخو تجربو او فکر ثبتولو په برخه کې ډېر تکلیفونه ګالئ. زه ډېر خوشحال یم چې ستاسې په خدمت کې یم.

ښه، لکه څنګه چې تاسې اشاره ورته وکړه، له بده‌مرغه زموږ ژوند له تحولاتو، لوړو او ژورو، ستونزو او سختیو سره غوټه شوی دی. افغانانو په وروستیو پينځوسو کلونو کې ډېرې خوارۍ او سختۍ زغملې دي. زموږ او ستاسې نسل په همدې ترخو وختونو کې را پیدا او لوی شو. لکه تاسې چې په سریزه کې وویل، ډېر وخت کېږي چې له تا سره د بلدتیا ویاړ مې په برخه دي. فکر کوم دېرش کاله او یا به تر دې هم ډېر وخت وتلی وي. زما د زوکړي نېټه د یو کتاب د پښتۍ پر شا ۱۳۴۷هجري لمریز کال ته لیکل شوې وه.

د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ دویمې برخې اړوند په یوه لرې پراته کلي کې زېږېدلی یم. لومړنۍ زده‌کړې مې کور کړې دي، خو فکر کوم زما خدای بښلې انا کوښښ وکړ چې زه لیک او لوست زده کړم. هغې ما ته قرآن‌کریم را زده‌کاوه او لیک او لوست مې له هماغو دودیزو زده‌کړو، چې په عربي پیلېدې، پیل شوی دی. بالاخره وروسته د ژوند په خوږو او ترخو کې مصروف شوم. د جګړو په کلونو کې مې ځينې ستونزې وګاللې. هغه وخت په کابل کې وم او فکر کوم چې د ښوونځي په اووم ټولګي کې به وم. پلار مې د دولت مامور و چې له یوه جهادي ګوند سره د اړیکو په تور ونیول شو او بندي شو.

دا پېښه په ۶۰م هجري لمریز کال کې وشوه او پلار مې شاوخوا شپږ کاله په پلچرخي زندان کې بندي و. زه په هغو کلونو کې له کابل څخه ووتم او جهادي ډلو ته ورغلم. فکر کوم چې ما او تاسې یو ګډ جهادي بستر درلود. له هماغه ځایه زموږ سرګردانۍ شروع شوې او همداسې تر پېښور، کوټې، ایران او بالاخره اروپا پورې را ورسېدو. زه هم د نورو زرګونو وطنوالو په څېر په دې لوړو او ژورو کې را لوی او ځوان شوم. ځوانۍ هم تېره شوه او دا دی زوړ شوم.

کورنۍ او د ژوند مصروفیتونه

رویش: ښاغلی میران، دلته بیا غواړم چې ستا کورني چاپېریال ته را وګرځم. څو خویندي او وروڼه یاست او مور او پلار مو اوس چېرې دي؟ ایا هغوی اوس هم ژوندي دي؟

هادي میران: زه درې خویندې او دوه وروڼه لرم. زما پلار له دوو ښځو شپږ اولادونه درلودل. زما له موره يوه خور او دوه وروڼه یو، چې مور مې له دې نړۍ سترگې پټې کړې دي؛ خور مې هم په کوچینوالي کې وفات شوې او پلار مې هم شاوخوا څلور کاله مخکې رحلت کړی دی او اوس یوازې موږ او د ژوند خوږې او ترخې شېبې سره پاتې يو.

رویش: د مور له خوا ورور دې تر تا مشر دی که کشر؟

هادي میران: ورور مې تر ما کشر دی، خو له بده‌مرغه د ژوند شرایط داسې شول چې هغه ته د زده‌کړو مناسب فرصت برابر نه و. د ډېرو نورو کسانو په څېر هغه هم له زده‌کړو پاتې شو.

رویش: درې خویندې او بل ورور مو چېري دي؟

هادي میران: بل ورور مې په کلي کې د خپلو ځمکو په کرکېله مصروف دی. دوې خویندې مې په کابل کې دي او درېيمه خور مې وفات شوې ده.

رویش: ښاغلی میران، تاسې اوس تر ډېره په ادبي او هنري کارونو مصروف یاست. حداقل شعر او شاعري کوئ، هغه هم داسې شاعري چې طنز، هجو و هزل او ټوکې پکې وي. ایا تاسې يوازې همدا مصروفیت لرئ، که بل کار هم کوئ؟

هادي میران: د سړي انساني خواهشات او غوښتنې زیاتې وي. دا شعرونه چې ستاسې په خبره، ژبه يې لږ غیرمعمول، نابرابره او د ژبنيو تعريفونو د حاکمو اصولو له دايرې څخه وتلې ده، زما د مصروفیت یو برخه ده. له دغو شعرونو ورهاخوا، نوره ليکوالي هم کوم. کابو تر یوې میاشتې مخکې پورې په سويدن کې پر زده‌کړو مصروف وم؛ ځکه د بشر حقونو په برخه کې ماسټري مې همداسې نيمايي پرېیښې وه او افغانستان ته تللی وم.

له ۲۰۱۳ زېږدیز کال څخه را په دې خوا کابو اته کاله له زده‌کړو لرې وم. کله چې بېرته راغلم، بيا مې پاتې زده کړې پیل کړې، چې  کابو یوه میاشت مخکې پای ته ورسېدې. د دې ترڅنگ لیکوالي هم کوم. له کابل څخه مې له ځان سره ډېر يادداښتونه راوړي دي. البته ډېر يادداښتونه مې په ذهن کې وو. غواړم چې په کابل کې د اتو کلونو ژوند پر مهال مې پخپلو سترگو ليدلي يادداښتونه يو څه سره منظم کړم. دا یادداښتونه اوس لولم او پر فېسبوک يې خپروم.

رویش په سويډن کې مو ژوند څنگه چلوئ؟

هادي میران: تر هغه وخته پورې چې زده‌کړې مې کولې، دلته يې د تحصیلي مرستې په توګه یو څه پيسې راکولې، په هغو مې ځان چلاوه. دغه مرسته يې يو څو بلاعوضه او يوه اندازه یې قرض دي، چې د زده‌کړو تر ختمېدو وروسته او د کار کولو پر مهال په قسطوار شكل لږ لږ ورکول کېږي. تر اوسه مې همداسې ژوند كاوه، اوس د کار په لټه کې یم. هیله‌من یم چې کار پیدا شي، چې ځان پرې وچلوم. مېرمن مې په زده‌کړو بوخته ده او تحصیلي پیسې اخلي. اوس په همدغو تحصیلي پيسو خپل ژوند چلوو.

رويش: د مېرمنې يادونه مو وکړه، مېرمن مو څه نومېږي؟ چېرې ورسره بلد شوئ او واده مو څه ډول وكړ؟

هادي میران: گورئ، شاعران یو څه متفاوت ژوند لري. ځینې وخت د احساساتو او عواطفو پر اساس حرکت کوي. له کومې ښځې سره چې اوس ژوند کوم، دا زما درېيمه مېرمن ده. له هغې سره په کابل کې بلد شوم. هغه په قوم تاجکه او د مزارشريف د اهل سنت او جماعت مذهب خلکو له ډلې ده. په افغانستان کې له يو او بل سره بلد شوو؛ بیا مو اړيکې يو څه ښې او عاطفي شوې او بيا بالاخره ما ترې وغوښتل چې که د ژوند په خوږو او ترخو شېبو کې له يو او بل سره یو ځای شو، ښايي له يو او بل سره به مرسته وکړای شو. هغې هم ناځواني و نه کړه او غږ زما خبره يې پر ځمکه و نه غورځوله. تاسې پوهېږئ چې که څه هم د ټولنيزو مناسباتو په لحاظ يو څه ستونزې موجودې وې، خو ډېرې او جدي نه وې او حل لاره ورته پیدا شوه. کابو لس کاله کېږي چې يو ځای ژوند کوو.

درېیم بریالی واده!

رویش: تېر ودونه مو څنگه کړل؟ ما له يو چا واورېدل چې د کورنیو چارو یوې متخصــصـــې ډاکترې ته ورغلی و، چې د بريالي واده او بریالي ژوند په برخه کې مرسته ترې وغواړي. دغې سلاکارې ډاکترې ور ته ويلي وو، چې زه هيڅکله واده ته ناکام واده نه وایم. ورته ويلي يې وو چې ما پخپله څلور ځله بريالي ودونه کړي دي. کولای شئ ووایاست چې کله مو درېیم بریالی واده وکړ، د دوو مخکنیو ودونو برخلیک مو څه شو؟

هادي میران: لومړی واده مې د کورنۍ په خوښه کړی و. هغه وخت به مې خدای بښلی پلار به مې تر ډېره تصیم ‌نیوه. ما ډېره جدي مداخله نشوه کولای. کله چې یو سړی په یوه ډېره مهمه او برخلیک ټاکوونکې موضوع کې مداخله و نشي کړای، قطعاً هغه د پام‌وړ پایلې نشي لرلای. واده مې وکړ او څلور اولادونه مو پیدا شول، چې هغوی اوس ځوانان شوي او د زده‌کړو او خپل ژوند خاوندان دي.

بيا سويډن ته راغلو او کابو لس کاله مو یو ځای گډ ژوند وکړ. په سويډن کې له لس کاله گډ ژوند وروسته سره بېل شوو. دویم ځل مې له یوې ډېرې درنې او قدرمنې ښځې سره واده وکړ، خو وروسته مې پام شو چې موږ د گډ ژوند د دوام لپاره ډېر مشترکات نه لرو. بيا مو سره وویل، ډېره به ښه وي چې موږ يو او بل ته د روغتيا او بریالیتوب هيلې وکړو. که له یو او بل څخه جلا او بېل ژوند وکړو، ښايي خپلو هیلو ته په ښه شکل سره ورسېږو. له هغې سره مې هم خدای پامانی وکړ او دعا مې ورته وکړه. هغې هم ښايي ما ته دعا کړې وي. هغه هم د تېرو خاطرو برخه شوه او همداسې ولاړه.

هغه ماشوم چې مجاهد شو!

رویش: ښاغلی میران، ۵۳ یا ۵۴ کاله ژوند، ډېر اوږد عمر دی، هغه هم په افغانستان غوندې هېواد کې چې موږ يې د تاریخ شاهدان يو او تجربه کړی مو دی. تاسې ډېر کوچنی وئ، چې له کابل څخه یو جهادي چاپېريال ته ولاړئ؛ داسې چاپېریال چې د مجاهدينو مذهبي باورونو خلک هڅول او د جگړو ليکو ته د تلو انگېزه يې ورکوله. د دوی په باورونو کې داسې ټکي وو چې چا نشوای پلټلای او د سنجولو وړ نه وو، خو په همدې باورونو به یې خلک جگړې ته وربلل او خلک به هم ورتلل. پخپله رښتینولي او د مقابل لوري په بطلان سل په سلو کې باوري وو او پایلې يې هيڅکله د سنجولو وړ نه وې. ويل يې چې موږ خپل زیار او تکلیف کوو او د خپل کار ثمره او اجر د دې کوچینۍ او حقیرې دنیا پر ځای په جنت کې له خپل خدای څخه غواړو.

تاسې له دې چاپېریال څخه ووتئ او یو بل داسې چاپېریال ته ورغلئ چې که نور هر ډول و، خو ډېر ازاد و. په ایران، پاکستان او پېښور کې یو بل ډول فضا وه. داسې خلک مو وليدل چې په طبیعي ډول يې په دغو پړاوونو کې ستاسې پر ذهن اغېز وکړ او دا پخپله د يو بل تحول پړاو و. غواړم د دې بحث په پیل کې همدا تحول په تاسې کې ولټوم چې په رښتيا هم له کابل څخه جهادي ليکو ته تگ؛ د مجاهدينو په منځ کې اوسېدل؛ له مجاهدینو څخه پېښور ته راتگ او له هغه ځايه يوه داسې ازاد چاپېریال ته تکر راتګ تاسې ته څه شی در کړي دي؟

د دې تحول په اړه ستاسې تصور څه دی؟ د خپلو شخصي تجربو هغه بېلګې مو دلته په مشخص ډول بیان کړئ چې له اوسني نسل سره مرسته کولای شي، چې که دا نسل کله هم په خپل ژوند کې له داسې تحول سره مخ کېږي، هغه تحول په ښه شکل درک کړي.

هادي میران: گورئ، زه په ۱۳۶۲ هجري لمريز كال كې له کابل څخه ووتم. هغه وخت د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم. د ناڅآپې پېښې له امله زموږ په ژوند کې ۱۸۰ درجې بدلون راغی. زه له هغه چا سره بلد شوم چې هغه وخت یې د افغانستان له نصر سازمان سره کار کاوه.

 وروسته چې کله زموږ ترمنځ باور او اعتماد رامنځته شو، زه له کابل څخه «سیاه‌خاک» ته راغلم. لومړی ځل زه د مجاهدینو په چوکاټ کې د افغانستان د نصر سازمان قرارگاه ته لاړم. حاجي عبدالحسين محمدي د دې قرارگاه قومندان و. زه پوره ژمی هلته پاتې شوم. یو څوک چې د کابل له يوې ازادې فضا څخه يوې جهادي قرارگاه ته راځي، دا ۱۸۰ درجې تغيير دى. هلته په ډېر منظم ډول لمونځ ادا کېده. د ماښام له لمانځه وروسته «توسل» و. د غرمې ډوډۍ به مو يو ځای خوړه او بیا به ټولو بهر خپل لاسونه مينځل او په اصطلاح هيچا به د يو او بل اوبو ته لاسونه نه ور نږدې كول.

مانا هلته ډیر متفاوت شيان وو. له ژمي وروسته د پسرلي په شپو او ورځو کې موږ پاکستان ته لاړو. له پاکستان څخه بیا ایران ته لاړو. يو څه وخت په ایران کې پاتې شوو او بيا هلته یوه ستونزه پېښه شوه او موږ یې پاکستان ته واړولو. په ایران کې ما په داسې ځای کې کار کاوه چې هلته ډېرو نورو افغانانو هم کار کاوه. هغوی هلته لاریونونه وكړل او لاریونونه یې هم د یوې داسې غوښتې لپاره وو، چې هغه هم و نه منل شوه. وروسته بالاخره هغوی پرېکړه وکړه چې موږ له ایران څخه پاکستان ته واړوي. موږ بېرته پاکستان ته لاړو او له هغه ځايه بېرته هغې جبهې ته ورغلم چې کار مې ورسره پیل کړی و. بیا دوه کاله په هماغه جبهه کې پاتې شوم. ما په بېلابېلو جګړو کې ګډون وکړ او ټوپک مې هم درلود

ما پر دولت باندې په ترسره کېدونکو بريدونو کې ګډون کاوه. اوس چې کله د تېر په اړه فکر کوم، ډېر حیرانېږم او له ځان سره وایم چې څه ډول ژوندی پاتې شوی یم. ډېر بختور سړی وم چې له هغو ټولو جګړو، دودونو، باروتو او غمونو څخه روغ ځان راووتم.

دلته اوس زه لیکوالي کوم او شعرونه وايم. هغه وخت مې په دې اړه هيڅ تصور لا نه کاوه. کله چې دویم ځل پاکستان ته لاړو، ښاغلی رحیمي په کويټه کې د نصر سازمان د دفتر مسوول و. یو ژمی هلته پاتې شوم. هلته ما لومړی ځل د انګلیسي ژبې زده‌کړه پیل کړه. هلته بیا د جولای د شپږمې پېښه وشوه. دا په کويټه کې ډېره بده پېښه وه. له هغه وروسته زه ایران ته لاړم او يو څه وخت په ایران کې وم. بيا بېرته له ايران څخه پاکستان ته لاړم. يو څه وخت په کويټه کې پاتې شوم او بيا پېښور ته لاړم. هلته تازه نصر سازمان راغلی و او د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره يې دفتر جوړ کړی و. زه او ته (رویش) هلته سره بلد شوو. دا له ډېرو لوړو او ژورو ډكه لار وه. په ورته وخت کې یې په ما کې په ذهني لحاظ ډېر د پام‌وړ بدلونونه رامنځته کړل.

‎رویش: هغه تحول چې تاسې يې يادوئ، هغه كوم تحول و؟

مثلاً؛ كله چې تاسې له کابل څخه ووتئ، هغه وخت ډېر کوچنی وئ او مذهبي مسايل او مذهبي باورونه مو نشوای درک کولای. بيا وروسته یوې داسې جبهې ته ولاړئ، چې هلته یې د خلکو پر اوږو ټوپکونه ايښودل او جگړو ته يې بېول. د دې کار لپاره د یوه پياوړي باور ملاتړ ته اړتيا ده، چې په هغوی کې یوه پیاوړې انګېزه رامنځته کړي. ايا تاسې د ماشوم‌توب یا ځواني د احساساتو او عواطفو له مخې پر دې مفاهيمو له زړه باور درلود؟ کله چې به جگړې ته تلئ، ټولې پایلې مو د مذهبي باور له مخې منلې؟ که به له شک او تردید سره مخ کېدئ او تل به مو پخپلو کړنو شک درلود؟

هادي میران: هغه څه چې ډېر جالب و او تاسې هم اشاره ورته وكړه، دا و چې دا يو ډېر بنسټي تحول و. د باورونو له پلوه يې زه ډېر بدل کړم؛ ځکه زه له بېخې بدلې او غيرمذهبي فضا څخه يوې داسې مذهبي فضا ته راغلم چی هلته په جماعت سره منظم لمونځ ادا كېده؛ له جماعت وروسته د توسل دعا كېدله او له دعا وروسته هم سمدستي سياسي او عقيدتي بحثونه پيلېدل. موږ هلته يو معلم درلود او ډېر عقيدتي بحثونه به يي کول. هغه په دغو بحثونو کې تر ډېره د ښاغلي مطهري له كتابونو څخه کار اخیست.

هلته د شريعتي کتابونه هم موجود وو. دا چې ما له مطالعې سره ډېره لېوالتيا لرله، د شريعتي کتابونه به مې لوستل. د شریعتي ليکدود، ژبه او ادبیات مې ډېر خوښېدل، خو پرې پوهېدل او درک یې راته ډېر سخت و . مثلاً؛ ځينې وخت به مې یوه پاڼه درې ځله لوستله، خو هغسې نه پرې پوهېدم چې باید پرې پوه شوی وای، خو بيا هم ښه وم، لږ لږ پرې پوهېدم. په هر حال، دا ډېر ژور تحول و. زما عقيده هم زما د ملګرو د عقایدو او باورونو په څېر شوې وه. کله چې به جگړې ته تلو، له جگړې مخکې به مو داسې کالي اغوستل چې که ووژل شو، شهیدانېږو. همداراز به مو د شهادت غسل کاوه او د شهادت کلیمه به مو ویله؛ ځکه کومو جګړو ته چې به موږ تللو، ډېر کم خلک به بېرته ترې ژوندي راتلل. دغو عقايدو او باورونو موږ په خونړیو جګړو کې ګډون ته چمتو کولو.

‎لومړی شک؛

په کومه خوا روان یو؟

رويش: ستاسو د دغو جګړو يوه برخه د روسانو پر وړاندې وه، چې هغه وخت يې يوه ډېره ستره او غالبه توجيه لرله. په دغو جګړو کې کورنۍ جګړې هم شاملې وې. هغه وخت چې د نصر سازمان له حرکت سره په کورنۍ جګړو کې ښکېل و، ایا تاسې هماغه وخت دغې جبهې ته ورغلئ او له حركتيانو سره مخ شوئ؟

ميران: هلته یوه ډېره جالبه پېښه وشوه؛ د نصر سازمان او حرکت انقلاب گوند ترمنځ په «میدان دره» کې جگړه شروع شوه او بالاخره حرکت اسلامي د حرکت انقلاب ترڅنګ ودرېد او حزب اسلامي بیا د نصر سازمان ترڅنگ ودرېد. دې جګړو شاوخوا شپږ میاشتې، یا تر شپږو میاشتو ډېر دوام وکړ. په لومړیو څو میاشتو کې زه په هغو کسانو کې وم چې په دې جګړه کې مو ګډون کاوه او څو جګړو ته ولاړم. فکر کوم ډېر نېکمرغه یم چې ژوندی پاتې یم.

‎دې جگړې هم توجيه لرله. د دې جگړې لپاره دا توجيه وه چې ديني عالمانو د جګړې امر کړی و او د خپلو امرونو لپاره يې شرعي او مذهبي دلايل وړاندې کول. هلته موجودو کسانو ته دا توجيې‌ګانې د منلو وړ وې. موږ له کوم جبر او زور پرته په دې جگړه کې ګډون کاوه. فکر کوم هغه وخت دا توجيه د منلو وړ وه. اصلي کیسه داسې وه چې د نصر سازمان یو کاروان له پاکستان څخه راغلی او له جمعیت اسلامي سره يې د وسلې تبادله درلوده. نصر سازمان دا وسله په کوم بل ځای کې جمعیت ته ورکړې وه، وروسته جمعیت وويل چې موږ له پېښور څخه دا تبادله اجرا کوو؛ تاسې يې له پېښور څخه میدان ته یوسئ. دغه کاروان چې له پېښور څخه را روان شوی و، په «میدان دره» کې خلع‌سلاح شو. حرکت انقلاب د قومندان موسی خالقي په مشرۍ، چې هغه وخت د معلم موسی په نوم مشهور و، دا کاروان خلع‌سلاح کړی و. بيا حاجي عبدال د منځګړیتوب لپاره ورغلی، خو هغوی حاجي عبدال ونيو او بندي يې کړ. حاجي عبدال بیا یوه میاشت وروسته د حزب اسلامي د يوه غړي په مرسته را وتښتېد او راغی. جگړه له همدی ځایه پیل شوه. دا جگړه ورو ورو له میدان درې څخه بهسودو او مرکزي سيمو ته را وغځېده. زه د جگړې په منځ کې پاکستان ته لاړم او په هغه جګړه کې مې ډېر ګډون و نه کړ.

‎رویش: ستاسي د تحول يو بل پړاو دا دی چې له دغو مذهبي باورونو راووتئ. تاسې اوس يو بل چاپېریال ته تللي یاست او هلته موجوده فضا د مذهبي باورونو پر اساس حرکت نه کوي. دا تحول څه وخت تاسې ته جوت شو او څه وخت متوجه شوئ چې په خپلو مذهبي او ديني باورونو کې په ډېرو بنسټي نکتو باندې شکي او دوه‌زړي شوي ياست؟

مثلاً؛ پر شریعت، پر فقیه ولایت، د اخوند پر پاکي او پر سنتي زده‌کړو باندې باور کول، يا پر دې باور کول چې زما په دين کې ټول موجود شیان، زما په ژوند کې د پلي کېدو وړ دي او يا دا چې بریالی او ښه ژوند یوازې په دین او مذهب کې ممکن دی؟

دا ټول په هغه وخت کې زموږ د اعتقادي باورونو بنسټونه وو. تاسې څه وخت دا احساس وکړ چې نور مو دا شیان په ذهن کې پوښتنې راپاروي؟ ستاسې د شخصي تجربې پر بنسټ هغه ځانګړې بېلګې کومې دي؟

هادي میران: ښه. گورئ، کله چې د میدان درې جگړه، سیاه‌خاک بهسودو او نورو مرکزي سيمو ته وغځېده، د هغه چا په توګه چې په ډېر شدت له دې قضیی سره مخ وم، زما په ذهن کې دا پوښتنه پیدا ‎شوه چې موږ مثلاً د څه لپاره جنګېږو؟ د دې جګړو پایله به څه وي؟ په دې جګړو کې اصلي ګټه څوک کوي؟ مثلاً؛ له يوې خوا له روسانو سره جګړې دي، چې له اعتقادي اړخه د توجيې وړ دي، خو بلې خوا ته بيا له هغو کسانو سره جګړه کوو چې له موږ سره گډې کروندې او سيمې لري او يا قومي تړاو سره لرو، دلته موږ کومه شرعي توجيه لرو؟

‎دا يوه ډېره جدي پوښتنه وه. هغه وخت د دې پوښتنې ځواب د عقيدتي يا نورو مسالو له امله ممکن نه و، خو دا ما ته يوه جدي او مهمه پوښتنه وه. ما داسې حس کړه چې که له چا څخه دا پوښتنه نشم کولای، دا خو کولای شم چې له دې وضعيت څخه ځان وباسم. همدا وه چې پاکستان ته راغلم. په کويټه کې دا باورونه يو څه کمزوري شوي او بنسټونه يې لړزېدلي وو. زه بیا پېښور ته راغلم. تاسي په جریان کې یاست چې په پېښور کې شرایط ډېر بدل وو. هلته په موجودو جهادي ګوندونو کې بې‌نظمي ډېره شوې وه. مجاهدینو ته په واک کې د ورکړل شویو امکاناتو د استفادې په برخه او همداراز په اخلاقې برخه کې ډېرې ژورې ګډوډۍ او بې‌نظمۍ موجودې وې. دا ټول شیان زما په ذهن کې د يوې پوښتنې په توګه مطرح وو. دا خلک چې د دین، مذهب او اسلام له روايتونو څخه په استفادې جګړې کوي، په راتلونکې کې غواړي څه شى وکړي؟ که دوی واک ته ورسېږي، څه شی به کوي؟ که دوی د يوې سيمې واکمنان شي او يا د افغانستان حاکمان شي، څه به وکړي؟ دا فعلاً چې دوی د خپل ځان کوم ظرفیت څرگند کړی دی، دا ظرفیت په هيڅ ډول نه له ديني باورونو او اعتقاداتو سره همغږی دی؛ نه له شریعت سره او نه هم له مصلحت سره.

‎په هماغه وخت کې مې په لومړي ځل ذهن یوه ډېره جدي اعتقادي او سياسي جټکه وخوړه او تحول مې وکړ.

مذهبي سپیڅلتیا تر پوښتنې لاندې راځي!

رویش: دا یوه داسې ټکی دی چې ښايي تاسې په لوړه کچه د جهاد او د هغو مجاهدینو پر وړاندې تر سوال لاندې راولي، چې تر یو چتر لاندې مو د یو دښمن پر وړاندې جګړه کوله. معمولاً په دغسې مواردو کې زما شخصي تجربه تر ډېره له اشخاصو او یا افرادو شروع کېږي؛ ځکه مذهبي باورونه په طبیعي ډول د اشخاصو په څېرو کې انځورېږي.

تاسې پر خدای باور لرئ او د خدای له لارې د هغه پر پیغمبر باور کوئ. سره له دې چې پخپله پیغمبر د خدای د پېژندلو واسطه شوی، خو کله چې تاسې پرې باور کوئ، هغه خدای پخپله د هماغه پیغمبر په رنګ او څېره کې وینئ چې خدای رالېږلی دی. په همدې دلیل د شريعت د احکامو په سرچینه کې یا د شارع اصطلاح په کارولو سره معمولاً خدای او پیغمبر د یو او بل په ځای کې واقع کېږي. په همدې ترتیب، تاسې له پیغمبر څخه امامانو، دیني سرلارو او همداسې نورو ته رسېږئ. همداسې په ټیټه کچه کې، کله چې تاسې په خپله ډله یا جبهه باور لرئ، هلته داسې خلک شته چې د دې باور ممثلین دي. داسې احساس کوئ چې زه د پلانکي نفر له خاطره، چې زموږ سرلاری دی، په همدې لار ځم او احساس کوم چې دا سړی پاک او سپېڅلی دی. تقدس او سپېڅلتیا د دیني باورونو لپاره لازم دی. تاسې خپل سرلاري د سپېڅلتیا په حالت کې ګورئ. په همدې دلیل، استحاله یا په اصطلاح هغه شک چې رامنځته کېږي، په لومړي سر کې له همدې شخصي تجربې پیدا کېږي، چې تاسې هغه سړی ته ګورئ چې هغه هغسې نه دی، چې تاسې ورته په کومه سترګه کتل.

ایا په دغه جریان کې ستاسې په جبهه یا ډله کې کومې ځانګړې څېرې یا مثلاً د هغو کسانو په ډله کې چې ستاسې هم‌فکره وو او له سیاسي او عقیدتي اړخه په یوه مسیر کې وئ، داسې څوک و چې ستاسې د دې شک په را پیداکولو کې یې ونډه لرلې وي؟ داسې څوک مو ولید، چې یو ځل مو ور پام شوي وي چې دا خو لکه څنګه چې موږ ته ښکارېده، هغسې نه دی؟ یا دا ښاغلی چې څنګه ځان په نورو خرڅوي یا ځان نورو ته ښيي، په واقعیت کې د پردې تر شا بل ډول دی؟ 

هادي میران: د مشهد پېښې تر یوه حده د جهاد او جبهې اړوند مسایلو په اړه زما پر دیني باورونو یو څه اغېز وکړ. فکر کوم دا وخت ۶۵ یا ۶۶م هجري لمریز کال و. هلته مې، خدای دې وبښي، له ښاغلي مزاري سره ډېر نږدې شناخت درلود. هغه ته مې، د یو داسې چا په توګه چې په دې برخه کې فعال و، ډېر درناوی درلود. په دغه وخت کې په مشهد کې ځينې داسې کسان، چې ما پېژندل، ونیول شول او بندیان شول. وروسته د هغو ملګرو له لارې چې د دوی د زنداني کېدو په جریان خبر وو، خبر شوم چې هغوی له ښاغلي مزاري سره د اړیکو درلودلو له امله بندیان شوي دي.

ښاغلی مهدي هاشمي هغه وخت د نهضتونو د یووالي مسوول و او ښاغلي منتظري ته ډېر نږدې و. ویل کېدل چې له ښاغلي مزاري سره د مهدي هاشمي اړیکې خرابې شوې دي او ښاغلي محسني ته نږدې شوی دی او بیا د ښاغلي محسني په غوښتنه غواړي چې ښاغلی مزاری هم زنداني او له منځه یوسي. ویل کېدل چې ښاغلی مزاری هم له ایران څخه تښتېدلی دی. د ځينو ملګرو او ځينو همکارانو له خولې مې دا شایعات اورېدل، دا چې واقعیت څه و او څه پېښ شول، زه نه یم پرې خبر، خو بحث دا و چې خدای بښلی انصاري بلوڅ وفات شوی و او نورو خلکو ته یې ویلي وو چې بندي شوی دی.

بالاخره د قضیې پای تر ښاغلي مزاري رسېده. ویې ویل چې ښاغلی مزاري هم تښتېدلی دی او د افغانستان خوا ته تللی دی. دې پېښې ما ته یوه ستره عقیدتي ضربه راکړه. د ایران اسلامي جمهوریت هغه وخت په یو ډول د شعیه‌ګانو اعتقادي ممثل و او ولایت فقیه هم یوه ډېره سپېڅلې مذهبي مرجع وه او موږ هم مسلمانان او هغه هم ډېر بااحساسه او عقیدتي ځوانان وو. په ذهن کې مې یوه پوښتنه را پیدا شوه چې یا موږ مسلمانان نه یو او مسلماني مو مشکل لري او یا هغه کسان چې دلته په دې مناسباتو کې پرېکړې کوي، د دین او مذهبي عقایدو په کیسه کې نه دي. ویل به مې چې مثلاً ښاغلي مزاري جهاد کړی؛ یو مسلمان دی؛ شیعه مسلمان دی؛ د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه هم نېک نظر لري او د اسلامي جمهوریت له ډېرو مشرانو سره په زندان کې یو ځای پاتې شوی او ورسره بلد دی؛ نو پلانکی سړی څنګه په هغه غوسه شوی او په کوم قضايي صلاحیت یې دا حکم صادر کړی دی.

دا هغه څه وو چې بحث به پرې کېدی او دغو بحثونو پر موږ هم اغېز کړی و. همدلته و چې زموږ باورونو ډېره جدي جټکه وخوړه او دا د دې لامل شو چې موږ هم ایران پرېږدو. ویل یې چې که هر څوک له ښاغلي مزاري سره اخلاص او یا نږدې اړیکه ولري او یا دلته د ستونزو او خطر احساس کوي؛ نو ښه ده چې پاکستان ته ولاړ شي. د پاکستان فکر را پیدا شو او ومو ویل چې پاکستان تر ایران ډېر ښه دی؛ ځکه هم یې فضا ازاده ده او هم پراخې اړیکې ورسره لرو. همداسې پرېکړه مو وکړه او پاکستان ته راغلو. همدې مسالو لومړی زموږ په ذهن بدلولو کې ونډه لرله.

د جهاد او اسلامي ورورولۍ پاراډاکسونه

رویش: ښايي دې پېښې په ستره کچه؛ مثلاً، د ایران د اسلامي جمهوریت او چارواکو د اخلاص او رښتینولۍ په اړه ستاسې په مذهبي باورونو کې شک او بې‌باوري رامنځته کړي وي. لږ په ټیټه کچه کې تاسې داسې قومندانان او مشران لرل چې هغوی هم په په ټيټه کچه ستاسې عقیدتي ممثلان وو. تاسې هغوی په امر جګړه کوله او د هغوی په امر جبهې ته تلئ. ایا یوه بله داسې پېښه مو هم لیدلې ده چې مثلاً پر دغو افرادو مو هم باور مات شوی وي او له ځان سره مو ویلي وي چې یوازې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي په دین او مذهبي باورونو سیاسي لوبې نه کوي، بلکې په ټیټه کچه هم داسې خلک شته چې د جهاد له نومه ناوړه استفاده کوي؟ ایا دا ډول خلک مو لیدلي دي؟

هادي میران: نه، ما ډېر وخت له جهاد، دین او مذهب سره هغوی ډېره مینه او اخلاص لیدلی دی. مثلاً؛ زه په کویټه کې له مرحوم استاد حکیمي سره بلد شوم. تاسې هغه پېژنئ، هغه یو ډېر مسلمان، عارف او پاک سړی و. له اعتقادي اړخه او د اخلاقو له نظره هغه نورو ته یوه ډېره ښه الګو ګڼل کېده. مثلاً؛ د بیت‌المال د لګولو اړوند، له نورو سره د چلند او احتیاط اړوند او نورو برخو کې هغه د ټولو اخلاقي الګو و. البته هغه وخت یو ډول وړې طرف‌دارۍ موجودې وې، خو ښاغلی مزاری د تقوا او فردي ځانګړنو له مخې تر ډېرو لوړ و.

مثلاً ډېر کم به یې بهر ډوډۍ خوړله؛ تر ټولو ارازن‌بیه کالي به یې اغوستل؛ د نورو په څېر به یې شخصي چارو ته هيڅ توجه نه کوله او د سیاست په ستره حوزه کې د هغه ټولې هڅې د هغه د خپل فهم او اخځ په ساحه کې وې. هغه په دې ټولو برخو کې الګو و.

په همدې ترتیب، ښاغلي شفق هم، خدای دې روغ لري، چې چېرته سفر کاوه پیسې به یې نه لرلې. ډېر وخت به یې پیسې قرضولې او یا به نورو مرسته ورسره کوله. کورنی ژوند یې هم ډېر غریبانه و. همداراز د نصر په قوماندانو کې حاجي عبدال د نورو پر پرتله یو څه ښه امکانات لرل او له دې امله چې ملا نه و، یو څه ملاحضې پر موجودې وې، خو ډېر هغه قومندانان چې ملایان یا روحانیون وو، ما په هغوی کې په اخلاقي لحاظ هيڅ ډول کمی نه دی لیدلی.

رښتیا هم هغوی ډېرې ثابتې عقیدې لرلې. موږ خپل ځانونه د یوې کورنۍ غړي احساسول. د کورنۍ په پرتله موږ هلته په جبهه کې ښه احساس درلود او خوښ وو. په اخلاقي لحاظ یا د خپلو هیلو پر اساس، موږ داسې خلک لیدل چې تر خپل ورور او کورنۍ پر موږ ډېر زهير وو او ډېره خواخوږي يې راسره درلوده.. موږ عملاً وښودله چې يو بل ته له ډېرو شیانو ورتېرېږو او دا احساس لرو.

تاسې هم په پېښور کې وئ، ما ته دا ډېره جالبه وه چې د نصر سازمان په دفتر کې ځانګړې پروګرام اجرا کېده. هغه وخت محترم ډاکتر طالب د پېښور دفتر مسوول و. موږ د اوونۍ څو شپې سیاسي درسونه درلودل. ډاکتر به ویل چې تاسې د راډيو خبرونه واورئ او د بي بي سي په شمول له بېلابېلو سرچینو د افغانستان اړوند خبرونه یادداښت کړئ او په اوونۍ کې یوه شپه راشئ چې یو ځای پر هغو مسایلو بحث وکړو او پوه شو چې هغوی څه وايي، چېري دي او څه غواړي؟. دغو بحثونو د سیاسي قضیو په اړه زموږ خاموش، راکد او بې‌حرکته ذهن  یو څه را خلاص کړ او دې ته متوجه شوو چې سیاست زموږ له باورونو سره اړیکه نه لري. سیاست یو ډول لوبه ده. هغه کسان چې دلته سیاست کوي، هغوی سیاسي لوبغاړي دي. هغه وخت مو دې ته پام شو چې موږ له مسالو ناخبره او ډېر ترې لرې یو. مثلاً؛ زه لومړی ځل په پېښور کې قومي چلند ته متوجه شوم او هلته مې درک کړه چې موږه هزاره‌ګان لا تر اوسه په قضیو کې شریک نه یو او نور مو شریکان هم نه بولي.

زه یوه ورځ د جمعیت اسلامي دفتر ته ورغلی وم. هغه چا ته ورغلم چې بیا د استاد رباني په دولت کې د بهرنیو چارو وزیر شو. اوس مې یې نوم هېر شوی دی. دې سړي ویل چې موږ د نصر سازمان په رسمیت نه پېژنو. ویل یې، د نصر سازمان څه شی دی چې موږ پیسې ورکړو؟ ما ورته وویل چې د نصر سازمان یو فعال جهادي سازمان دی؛ جنګیالي لري؛ جګړه کوي؛ جبهه لري او بالاخره د افغانستان د یوې برخې خلکو استازولي کوي، تاسې یې څنګه نه پېژنئ؟ ویل یې، زه یې نه پېژنم. دا ډول ډېرې پېښې وشوې. دغو کارونو مې د هغو ټولو قضیو په اړه سترګې خلاصې کړې چې مخکې مې پام نه ورته کاوه. زه پوه شوم چې موږ له قضیو څخه ډېر لرې یو او هغه څه چې نور زموږ په اړه فکر کوي، هغه زموږ له ذهني اخځونو سره یو ډول نه دي او موږ د واقعیت خلاف فکر کوو.

موږ د دوستۍ، برابروالي او مینې څرګندولو ته چمتو یو، خو هلته داسې خلک وو چې موږ ته یې په ټیټه سترګه کتل او ځانونه غوره ورته ښکارېدل.

له سیاست سره د مذهب دښمني

رویش: کله چې په یوه دیني او مسلمانه ټولنه کې د یوه دین‌دار سړي په توګه، دین د خپلو ستونزو حل‌لاره نه بولئ او یا دا احساسوئ چې تر دې دیني چتر لاندې توپیرونه تر دې حده دي چې ستاسې او نورو تر منځ د تجانس احساس نه پیدا کېږي، دا د یو بل تحول متفاوت پړاو دی.  دا یو تحول دی. ایا د دغو تحولاتو ټولګه، چې ورو ورو سره یو ځای شوه، په ټوله کې په تاسې کې پر دیني باورونو شک او شبهه پيدا نه کړه؟

د ژوند په همدې دورو کې یو بل داسې پړاو لیدلای شئ چې د یوې حل‌لارې په توګه له مذهب څخه تېرېږئ او د دې پر ځای چې مذهب یو حل‌لاره وبولئ، داس احساسوئ چې حداقل په ټولنیزو مسالو، په ځانګړې توګه کله چې سیاست پکې داخلېږي، پخپله یو کړکېچ دی یا د کړکېچ په لامل بدلېږي؟

هادي میران: ګورئ، البته دې تحولاتو ډېرې جدي اغېزې لرلې. هغه وخت چې موږ په جبهه کې وو، له دیني مناسکو سره زموږ تړاو ډېر ګرم، عاشقانه او عارفانه و. مثلاً؛ تل مو دعا کوله او په دعا مو باور هم درلود چې ستونزې حلوي او د ستونزو او جنجالونو غوټې خلاصوي. همداراز، کله چې په جګړه کې ګډون کوو، موږ ته کامیابي را په برخه کوي. بیا چې به مو یوه ورځ یا یو وخت لمونځ قضاء کېده، موږ ته یو ډول د وجدان عذاب پیدا کېده چې ګنې یو ډېر مهم کار، چې د الله تعالی عبادت دی، مو له لاسه وتلی دی، خو کله چې پاکستان ته راغلو او کومې لوړې او ژورې چې مو په دې څو کاله کې تېرې کړې، په لومړیو کې یې د د  یني باورونو په اړه زما لیدلوری د مذهب د چوکاټ پر ځای د دین چوکات ته نږدې کړ.

بالاخره د هغه خدای په اړ چې ما فکر کاوه، متوجه شوم چې دا ډېر وړوکی دی او له هغه وروسته دا خدای لږ لږ د ټول عالم، تورو او سپینو او بالاخره د سني او شیعه پر خدای راته بدلېده. د دیني مناسکو په اړه زموږ د هغو ثابتو عقیدو پایلې ولړزېدلې. ان د اسلامي نظام باور، چې موږ یې د راتګ لپاره دعا کوله او ویل مو چې له دې جګړو او جهاد څخه زموږ موخه د اسلامي نظام ټینګښت دی، مې پوره له لاسه ورکړی وو.

ښاغلی خلیلي، خدای دې روغ لري، ژوندی دی. ما یوه ورځ په پاکستان کې له هغه سره خبرې کولې. هغه وخت هغه د اته‌ګونو شوراګانو د ایتلاف ویاند و، له همدې ادرسه پاکستان ته راغلی و او بيا جنجالونه جوړ شول، چې ټول پرې خبر دي. ما په خپلو خبرو کې ښاغلي خلیلي ته وویل چې ښاغلی خلیلي ته اوس د ډیپلوماټیکو مناسباتو او مراوداتو له نظره په يو ډېر برخلیک‌ټاکوونکي موقعیت کې یې. که همدا مجاهدین بریالي شي، یوه ډېره ستره بدبختي او مصیبت به رامنځته کړي. ما ورته وویل، ښه ده چې سر له اوسه له روسانو سره د اړیکو کانالونه جوړ کړئ او پرېنږدئ چې مجاهدین بریالي شي؛ ځکه د هغوی بریا د یو ډېر ستر مصیبت پیلامه ده.

ښاغلي خلیلي ما ته وویل چې ته تر اوسه ماشوم یې او احساسات دې را پارېدلي دي. هغه وویل، موږ نه غواړو چې د افغانستان په تاریخ کې زموږ نوم د اسلامي نهضیت د مخالفانو په توګه ولیکل شي. ويې ویل چې دا د افغانستان په تاریخ کې یوه ډېره ستره بدنامي ده. ما ان ورته وویل چې دا بدنامي څه کوې، زموږ پر وړاندې پروت مصیبت ښايي تر دې بدنامۍ ډېر دروند وي. تصافاً هغه څه چې موږ یې وړاندوینه کړې وه، بالاخره وشول.

رویش: یادېږي مو چې دا د کوم کال خاطره ده؟

هادي ميران: دا دقيقاً هغه کال و چې د مجاهدینو موقت دولت جوړېده او ښاغلى خليلي د ایتلاف شورا د پلاوي ريیس ټاکل شوی و. له هغه وروسته ایران ته را وگرځېد او بیا فکر کوم بېرته پاکستان ته راغی. دا هغه وخت و چې ښاغلی خلیلي لومړی ځل پاکستان ته راغلی و او يوه ورځ يې همدا موضوع یاده کړه.

‎رویش: تاسې چې د کوم وخت خبره کوئ، په دې وختونو کې ښاغلي خليلي له یو بل کانال څخه استازي او يا حداقل یو ډېر باوري استازی له ډاکتر نجیب‌الله او سلطان‌علي کشتمند سره د ملاقات لپاره کابل ته لېږلی و. دا پېښه دقیقاً په همدې وختونو کې شوې وه. استازي يې په ډېر رسمي شکل د هند له خوا ولېږل شول او په کابل کې یې له کشتمند، نبي‌زاده او د ډاکتر نجيب‌الله له چارواکو او ملگرو سره وکتل.

ټاکل شوې وه چې په دې برخه کې خپلې ډيپلوماټیکي لارې يو څه بدلې کړي. کله چې ښاغلي خليلي تاسې ته دا خبره وکړه، تاسې په هغه کې داسې نښې ولیدې چې غواړي یو شی در څخه پټ کړي؟ معمولاً کله چې ښاغلی خلیلي په ذهن کې یو څه ولري او وغواړي چې پټ يې کړي، په خندا او يا يوه بله طريقه یې تېروي. کله نا کله بيا ډېر شدید غبرگون ښيي، چې داسې احساس رامنځته کړي چې څوک له دې پټې مسالې خبر نشي. تاسې څه ډول وئ؟

‎هادي ميران: ههههه. ښايي زما درک به ډېر کمزوری و، خو په هر حال، ما د ښاغلي خليلي په خبرو او کړو کې داسې څه و نه ليدل، چې ګواکې یو شی دې پټ کړي. دا مې په یاد دي چې هغه ويل، زه نه غواړم چې زما نوم د افغانستان په تاريخ کې د اسلامي نهضت د بریالیتوب او يا د هیلو د پوره کېدو د یو خنډ په توگه ثبت شي. دا خبره يې ما ته وکړه. ښايي زما دې وړاندیز به اغېز پرې کړی وي او يا به يې مخکینۍ یا وروستۍ اړیکه وه.

‎رویش: ښايي له دې به وروسته وي، خو که تاسې د مجاهدينو د انتقالي حکومت د جوړېدو خبرې کوئ، ښاغلی وقار د ښاغلي خليلي په استازيتوب دې خبرو ته تللی و. هغه زموږ او ستاسې گډ ملگری دی او د دې مسالې په جزيیاتو خبر دی. په هر صورت، له ديني يا مذهبي سياست څخه قومي سياست ته  راګرځېدل، پخپله ستاسې او موږ ټولو یو تحول دی. دا تحول د هغو ټولو پخوانیو باورونو او فکرونو بنسټونه لړزوي او را نسکوروي یې؛ ځکه تاسې يو ځل داسې حس کوئ چې دین، شریعت، خدای او یا له مرگ وروسته حساب او کتاب تاسې ته يو معیار دی، خو بیاځلې یې داسې احساسوئ چې ان د دیندارۍ په برخه کې ځينې ملموس او محسوس شیان لکه؛ د ژوند حق او یا مثلاً د خبرو کولو، څرگندولو، کار کولو، ژوند کولو، په پرېکړو کې د گډون او دې ته ورته لومړني حقونه، شامل دي . کله چې دا مطرح کېږي، داسې احساسېږي چې هغه باورونه دې نور يوازې په ذهني باورونو کې، چې یوازې تا له خدای او بلې نړۍ سره په اړیکه کې کوي، نه خلاصه کېږي.

د ژوند ډېر مسایل ډېر پېچلي وي، چې تاسې باید په دې دنيا کې د هغو لپاره حل‌لاره پیدا کړئ. دا یو تحول دی. ایا ويلای شئ چې په رښتيا هم د مذهبي سياست له مرحلې څخه په افغانستان کې د غالب قومی سیاست مرحلې ته ورسېدئ ؟ ايا د دې تحول په ځانګړې مرحله کې مو دا حس کړه چې د قومي او نژادي حقونو مسالې درته مهمې شوې دي که نه، مستقيم مو له هغه ځايه کډه وکړه او د سویډن پراخ او ستر ژوند او فرهنگ ته، چې لیبرالیزم، بشرحقونه او ډموکراسي پکې تمثیلېږي، راغلئ؟ غواړم وپوښتم چې ایا دا پروسه هم ستاسې د تحول په لار کې يو خنډ وه که نه؟

هادي ميران: په پاکستان یا پېښور کې اوسېدل او هلته له جهادي گوندونو او په ځانگړې توگه، د جهادي گوندونو له تبعيضه ډکو سیاستونو سره بلدتيا، ما ته ډېر جدي ټكان راكړ. زه هلته لومړی ځل متوجه شوم چې په افغانستان کې هزاره‌توب جرم دی. له دې وروسته چې کله کابل ته راغلم، ما په تېرو وختونو کې په کابل کې موږ ته د تحقير او اهانت خبرې حس کړې. هغه ښکنځلې مې ورو ورو پر ذهن باندې بوج‌کېدې چې په کابل کې مو په ښوونځيو کې اورېدلې وې. ان يادېږي مې چې زموږ ښوونکيو، موږ د هزاره‌توب په خاطر تحقیرولو. موږ هره ورځ دا ښکاره تحقیر او سپکاوی حس کاوه. کله چې په کابل کې جگړې پیل شوې، خدای دې وبښي، استاد مزاری یو ډېر مهم او سټراټېژیک شعار ورکړ:«زه غواړم چې هزاره‌توب نور جرم نه وي!». ما دا حس کوله.

په پېښور کې مې د مجاهدیونو چلند هم لیدلی و او بيا چې کله په کابل کې اسلامي دولت جور شو، موږ ټول له ډېرو زړه بوږنوونكو تجربو سره مخ شوو. البته هغه وخت ما د هزاره‌گانو د تېر په اړه هيڅ تاریخي معلومات نه درلودل او په دې اړه نه پوهېدم. يوازې زما شخصي تجربې وې او په هغه څه خبر وم چې له نورو مې اورېدلي وو. داسې مې حس کوله چې موږ له تحقیر، سپکاوي او محرومیت څخه ډکه دوره تېره کړې ده او هغه څه چې ښاغلی مزاري وایي، یو تریخ واقعیت دی. ټولو هزاره‌گانو دا تحقیر او محرومیت په کابل کې تجربه کړی دی. هغه شعار پر ما ډېر اغېز وکړ او ور جلب یې کړم.

ما له ښاغلي مزاري سره نږدې اړیکې نه لرلې. په کابل کې موږ یوازې د سلام تر حده اړيکې لرلې او زموږ ترمنځ کوم گډ کار یا همکاري هم نه وه. زه بيا د ټولنیزو علومو لپاره ښاغلي مزاري ته ورغلم. خدای دې هغه وبښي. هلته مې ورته وویل چې زه راغلی یم او له تاسو سره کار لرم. ور ته مې وویل چې غواړم له خپلو ټولو وړتیاوو سره ستاسې په خدمت کې واوسم. زه یې بیا ښاغلي سجادي ته ور معرفي کړم. خدای دې وبښي، سيد محمد سجادي د فرهنگي چارو مسوول و. هغه وویل چې فرهنگي دفتر ته راشه، دلته به گډ کار وکړو. اتفاقاً هغه، په هغې ورځ يو ځای د نظر په نوم د یو سړي چې په «نظر بچه دولت» باندې مشهور و، مېلمه و. مېلمستيا په کارته سخي کې وه او ډېر خلک یې مېلمانه کړي وو. هلته مو ډوډۍ وخوړله. بيا يې وویل چې راشه.

ما ونشو کولای چې په دوامداره توگه هلته ورشم، خو له هماغه وخته مې استاد مزاري ته په زړه کې یو ځانگری درناوی پیدا شو. فکر مې کاوه چې هغه په رښتیا هم د وضعیت بدلول غواړي. دا د يوه نوي ليدلوري یا د محرومیت د ترخو څرکونو درک و، چې له قومي ادرسه مو په افغانستان کې زغملی و. دې تجربې ورو ورو د ځان‌پوهنې څرکونه پیدا کول. فکر کوم په دې برخه کې د هزاره‌گانو په اړه زما په ليدلوري کې د عطف ټکی پیدا شو. له دې وروسته په ذهني او ان علمي لحاظ په دغو پېښو کې دخيل شوم.

د مذهبي باورونو بنسټونه نړېږي!

رویش: د هزاره‌گانو په منځ کې په کتله‌يي توگه له مذهبي سياست څخه قومي سياست ته راگرځېدل یو ډېر سخت بهیر و. احتمالاً د وحدت گوند رامنځته کېدل د دې تحول پیل و، چې داسې احساسات یې رامنځته کړل چې موږ د هزاره‌گانو په توگه سره یو ځای شو. البته هغه وخت هزاره او شيعه د یو او بل د مترادف په توگه کارېدل.

شیعه‌گانو له هزاره‌گانو سره په خپل ټولنیز برخلیک کې مشخصه پوله نه لرله، خو په هر حال، کله چې وحدت گوند، سره له دې چې اساسنامه او د وحدت ميثاق يې له مذهبي اصطلاحاتو او تعبیرونو ډک و، په لومړي ځل ایډیالوژیک تمایلات څنډې ته کړل او په عمل کې يې داسې لار خپله کړه چې ټولنه له ايډيالوژيکو تمایلاتو پرته سره یو ځای کړي. له همدې امله و چې د وحدت گوند دروازې د اربابانو او روڼ‌اندو ملایانو په څېر خلکو او د عبدالحسین مقصودي او هغه ته د ورته نورو هغو کسانو پر وړاندې چې په تېرو حکومتونو کې يې موقفونه لرل او کولاى يې شول چې په ټولنه کې ونډه ولري، پرانیستې وې.

يعنې ورو ورو وحدت گوند ته د ټولو خلکو او ډلو لپاره د ورتګ لارې پرانیستل شوې. تر دې مخکې د مذهبي تنگ‌نظري دېوال تر هغه حده د اړیکو دايره محدوده کړې وه چې ان د حرکت او نصر؛ حرکت او سپاه؛ حرکت او شورا او د شورا، حرکت، سپاه او دې ته ورته نورو ډلو ترمنيځ مو په ډېر مشکل سره يو او بل زغملای شول.

دا یو تحول و؛ داسې تحول چې د هزاره‌گانو ټولنه یې یوه نوي مسير ته برابره کړه، خو د کابل جگړو، لکه څرگه چې تاسې وایاست، دا تحول ډېر چټک کړ؛ ځکه د کابل په جگړو کې جگړو قومي څرنگوالی پیدا کړ. جگړه، قومي شوه. هزاره‌گان تر قومي يرغل لاندې راغلل. د هزاره‌گانو په ټولنه کې ډېر ژر د مذهب او سیاست تړاو وشکېده. هغه خبرې چې د مزاري له خولې اورېدل کېدې؛ مثلاً چې ویل به یې، هزاره‌توب باید جرم نه وي يا مثلاً ويل به يې چې بايد موږ هم په پرېکړو کې شریک شو او یا غواړو  چې مساوي او برابر حقونه ولرو، دا ټولې له ایډیالوژیک مذهبي سياست څخه غالب قومي سیاست ته يو لېږد گڼل کېده.

تاسې د قوم حق مطرح کوئ. په دې بهیر کې د هزاره‌گانو د ديني باورونو دوې بنسټي ستنې (پايې) را ونړېدې. په دې دوو بنسټونو شک پیدا شو او د دې مذهبي باور څلی را ونړېد. دا دوې ستنې يو ملا و او بله هم د سادات یا سید ډله وه چې د هزاره‌گانو په ټولنه کې د روحانيونو ترڅنگ یوه ځانگړې ډله وه، خو تر ډېره یوازې په ساداتو پورې منحصره نه وه. په هر حال، د ملایانو ترڅنگ داسې سادات هم وو چې پرته له دې چې د هغوی علمي صلاحيت او يا مثلاً مذهبي وړتیاوې په پام کې ونیول شي، د ديني باورونو يوه ځانگړې ستنه گڼل کېده. دا هم يو اصلي لوری گڼل کېده. د کابل جگړو دا دواړې ديني ستنې را ونړولې؛ يعنې ملا او سید دواړو خپله بنسټي ونډه بايللې وه. د کابل په جگړو کې دې پروسې عملا داسې جريان وموند چې جنگي قومندانان یا ټولنیز شخصيتونه ان د مسجدونو په شوراوو، ټولنيزو متنفذینو او دې ته ورته نورو چوکاټونو کې را څرگند شول او د هغو کسانو ځای یې ونيو چې یوازې د خپل ملايي يا اخوندي فکر له امله په وحدت گوند کې وو. له بلې خوا د کابل په جگړو کې د قومي ډلو په را څرگندېدو سره د هزاره‌گانو په ټولنه کې د «سيدانو» ونډه له پوښتنې سره مخ شوه؛ ځکه د «سيدانو» ډېرې مخکښې او نوموتې څېرې د کابل د لویدیځ له جبهې يا له هغې جبهې سره په مخالفت کې واقع شوې، چې د مزاري په محوریت سره را ټوله وه. مثلاً؛ ښاغلی سید ابوالحسن فاضل، ښاغلی سید مصطفی كاظمي، سید حسین انوري، سيد جاويد، سيد عالمي بلخي او دوی ته ورته نورو کسانو خپل صف مشخص کړ. هر څومره چې د کابل په جگړه‌ییز سیاست کې قومي ونډه جوتېدله، دغه څېرې له صحنې څخه لرې کېدلې، تر دې چې د ۱۳۷۳م هجري لمریز کال د سنبلې پر ۲۳مه دا پرېکون په پوره بېلتون بدل شو. وروسته بیا بابه مزاري د ۱۳۷۳م هجري لمريز کال د جدې پر پینځمه د امام خميني په مسجد کې په خپله وينا کې وويل چې په افغانستان کې مذهبي شعارونه او نژادي کړنې کېږي. هغه ځينې داسې بېلگې بیان کړې چې دا پرېکون يې نور هم ډېر کړ. پخپله یې هم دا پرېکون یو ډول جوت وښود.

په هر حال، وروسته له هغه چې د هزاره‌گانو په ټولنه کې دا دوې ديني ستنې ونړېدې، ملا او سید دواړو خپله پخوانۍ سپیڅلتیا له لاسه ورکړه. د دې ترڅنگ، په طبيعي ډول هغه مذهبي څلی هم ونړېد چې د ایران اسلامي جمهوریت یا د ايراني مراجعو له خوا تمثلېده.

له هغه وروسته د هزاره‌گانو ټولنه په خپل منځ کې د پراخو او کتلوي حرکتونو شاهده وه، چې دې حرکتونو مستقیماً د هزاره‌گانو د ټولنې په اړه د فتوا او حکم د صادرولو په برخه کې فقيه ولایت یا د ایران اسلامي جمهوریت ونډه تر پوښتنې او شک لاندې راوسته. ایا تاسې په خپلو شخصي تجربو کې داسې بېلگې لرئ چې په ملا يا سيد مو په یوه ځانگړې برخه کې د يو قشر په توگه، هغه قشر چې د دین له ساحې څخه د سیاست حوزې ته داخل شي او د خلکو پر برخلیک اغېز ولري، شک وکړئ او داسې احساس کړئ چې ملا او سید نور زموږ د برخلیک ستنې نه دي او ان برعکس، د ټولنې په منځ کې سترې موانع دي، چې وروسته بیا دا مساله ستاسې په وروستيو موقفونو کې او هغو تحولاتو کې ونډه ولري چې ستاسې په ژبه کې راښکار کېږي؟

هادي ميران: ښه. البته ډېر جدي څه نشته، خو داسې بېلگې شته چې زموږ هغه ثابته عقيده چې مثلاً زما کورنۍ هم لرله، پلار مې هم لرله او ما هم د جهاد په لومړيو کې کلونو کې په شیعه ټولنه کې د روحانيت د سپېڅلي موقف او يا د ساداتو د سپېڅلتیا پر وړاندې لرله، هغه نوره ختمه شوه. دقیقاً د مذهبي سپېڅلتیا لیدلوری مې په يوه انساني يا يو ډول د گډو گټو پر ليدلوري بدل شو. مثلاً؛ په دې اړه مې فکر کاوه چې څوک له موږ سره گډې گټې او گډ احساسات او عواطف لري او هغه څوک چې له موږ سره د گډو گټو یا گډو مناسباتو په حوزه کې نه وي؛ هغه که ملا یا سادات هم وي، هغه نور د خپل قشر یا د نژادي تعلقاتو له ادرسه هيڅ سپېڅلتيا نه‌لري. يا نور د هغوی بې‌قيده او شرطه درناوی لازم نه دی. دا وضعیت دقیقاً هماغه د کابل د لويديځ له پېښو را پیل شوی و. ما، خدای دې وپښي، ښاغلی فاضل له نږدې پېژاند او هغه وخت چې د دولت د عالي شورا غړی و، د پلار له خوا به د هغه دفتر ته ورتلم. په همدې ډول د فاضل له کورنۍ سره ورو ورو بلد شوم. له هغه وروسته ما له مذهبي اړخه د نورو په څېر باورونه نه درلودل. زموږ ډېرې اړیکې او مناسبات د هماغه ورځنيو گټو پر بنسټ وو. زه هيڅکله د هغه پر وړاندې نه یم درېدلی او نه هم د نورو په څېر د هغه په خدمت کې واقع شوی یم، خو د کابل د لويديځ د پېښو په اړه زما ليدلوري بېخې بدل شو.

له بده مرغه هغه پېښې چې موږ یې په گډه هلته شاهدان وو، په رښتيا يې هم ډېرې جدي اغېزې لرلې.

مزاري؛

په هزاره ټولنه کې د مدني بدلون بنسټګر

 رویش: د يو داسې کس په توگه چې پخپلو سترګو لیدلې شخصي تجربې هم لرئ او د دې تحولاتو په منځ کې هم وئ، د هزاره‌گانو د تحول په پروسه کې د بابه مزاري ونډه څه ډول ګڼئ؛ یعنې هغه په دې مسیر کې چې تاسې یې مخکې یادونه وکړه څومره دخیل و؟ مثلاً، له یو بېخې دیني جهاد څخه د قومي حقونو مبارزې یا هڅو ته راګرځېدل چې وروسته له دې ملا په مشخص ډول استحاله شي او خپله عام او تام ونډه له لاسه ورکړي او په ټولنه کې مدیریتي او د مشري واک یې تر پوښتنې لاندې راشي.

هادي میران: ښه، زما اخځ دا دی چې ښاغلی مزاري په دې تحولاتو کې د بحث او تحلیل وړ دی. دا تحولات د استاد مزاري له پوهې، درک او سیاسي دریځونو څخه اغېزمن وو. تاسې استاد مزاري له نږدې پېژاند، هغه ډېر مسلمان او معتقد انسان و؛ خپل لمونځ یې په خپل وخت ادا کاوه او هيڅکله داسې نه کېدل چې استاد مزاري دي لمونځ له خپل وخت څخه ناوخته ادا او یا قضا کړي وي.

له اخلاقي اړخه هم ډېر پاک‌نفسه انسان و، خو ښاغلی مزاري چې کله په ایران کې و، له همدې پاک نفس سره بیا هم د ولایت فقیه لاروی و، خو یوه ډېره په زړه‌پورې لړزه،چې زه نه پوهېږم له کوم ځایه پیل شوه، د ښاغلي مزاري په ذهن کې پیدا شوه او هغه عقیدوي باورونه، چې د ایران پر وړاندې یې لرل، په ډېر ډراماټیک ډول مات شول او نور یې د ولایت فقیه پیروي نه کوله. مثلاً، یو بېخې متفاوت انسان شو. زه نه پوهېږم چې دا تحولات له کوم ځایه پیل شول او لامل به یې څه و؟ البته دا زما برداشت و. کېدای شي سم او یا غلط وي. ښاغلی مزاري چې کله وروسته مرکزي سیمو ته راغی، د شیعه ګوندونو ترمنځ یې کورنۍ جګړې ختمې کړې او هغوی یې ټول سره راټول؛ د وحدت ګوند یې جوړ کړ او بېرته ایران ته لاړ. نور هغه، د هغه شپږ کاله مخکې مزاري نه و. کله چې وروسته کابل ته راغی، هغه د بامیانو مزاري نه و. ښاغلی مزاري د سیاسي قضیو پر وړاندې ډېر بدل شوی و. زه فکر کوم مزاري د افغانستان له هغو پېښو، چې شاوخوا یې پېښېدلې، ډېر متأثر شو او د هزاره‌ګانو برخلیک هم فکر کوم د ښاغلي مزاري له دریځونو متأثر شو.

د افغانستان د وضعیت او د ښاغلي مزاري د ذهني تحولاتو او دریځونو ترمنځ یوه متقابله اړیکه موجوده ده. ښاغلي مزاري دا په دقیق ډول درک کړې وه چې هزاره‌ګان له انسانیت څخه لرې شوي او لومړی کار باید دا وشي چې هزاره‌ګان بېرته انسانیت ته را وګرځول شي؛ په رسمیت وپېژندل شي؛ هزاره‌ګان هم د افغانستان د نورو قومونو په څېر ټولنیز موقف ولري او د نورو په څېر په اداري جوړښتونو او پرېکړو کې شریک وي.

دا د تاریخ یو ډېر ژور او دقیق درک و، چې نورو دا درک نه درلود او اوس یې هم نه ‌لري. اوس هم زموږ ډېر هزاره‌ګان پر دې نه پوهېږي چې هزاره‌ګان له انسانیت څخه څنډې ته شوي، خو ښاغلي مزاري دا مساله په دقیق ډول درک کړې وه. د ښاغلي مزاري ټولې هڅې، غرور، غوسه او چلند د هزاره‌ګانو د وران شوي انسانیت بیارغول و. زه فکر کوم ښاغلی مزاري لومړی سړی و چې په ښي اړخ، يا په اصطلاح د مجاهدیونو په اړخ، کې یې د هزاره‌ګانو د وران شوي شخصیت د بیاجوړولو لپاره ډېر جدي ګامونه واخیستل.

د هزاره‌ګانو او پښتنو په ټولنو کې د تحول د ګراف پرتله

رویش: ښاغلی میران، دلته غواړم چې د یوې ګډې تجربې په اړه خبرې وکړم او وګورم چې دوی په کوم ځای کې سره نږدې‌ کېږي. ستاسو د دیني او مذهبي باورونو کچه تقریباً زما په څېر ده. تاسې هم ډېر د ملايي درسونه نه دي لوستي، خو په ملایي چاپېریال کې مو ژوند کړی دی. د کمیل او توسل دعا مو ویلې ده او مثلاً د جهاد توپک مو په اوږه ایښی دی؛ له مجاهدینو سره پاتې شوي یاست او لمونځ مو ادا کړی دی. نه ‌پوهېږم چې د «سید» لاسونه به مو ښکل کړي وي که نه. په هر حال، زما تجربه هم تقریباً همداسې ده؛ یعنې د اسلامي علومو په حوزه کې مې له استاد حکیمي سره ځينې ابتدايي درسونه تعقیب کړي دي. تر هغه وروسته مې د دین په حوزه کې پخپله مطالعه کړې ده. مثلاً، له قران کريم او نهج‌البلاغه سره بلد شوم او له دیني بنسټونو سره مخکې ولاړم، خو زه د هزاره ټولنې د تحول په مسیر کې یو ډېر جالب شی ګورم چې هغه مثلاً په تاجکانو کې یو څه په نسبتي شکل لیدل کېږي؛ په ازبکانو کې په لږ توپير سره لیدل کېږي او په پښتنو کې بیا تقریباً برعکس ده. هغه تحول دا دی چې د وخت په تېرېدو سره په هزاره‌ګانو کې د سیاست په ډګر کې د مذهب او مذهبي مشرانو ونډه ورو ورو پيکه شوې ده.

مثلاً، په داسې حال کې چې ۴۰ یا ۴۴ کاله مخکې جهاد د مذهبي څېرو له خوا پیل شو او وحدت ګوند ته داسې کسان راغلل او د ګوند په رهبرۍ کې وو چې سل په سلو کې ملایان وو او له ملا پرته یې هيڅوک هم د دې ګوند په رهبرۍ کې نه پرېښودل. یوه دوه مورده وو، خو هغه استثنا دي او د ملاحظې وړ نه دي. کابل ته چې هم راغلو، د وحدت ګوند په رهبري کې ټول ملایان وو، خو کله چې له کابل څخه ووتل، له هغه وروسته ځینې داسې پېښې وشوې چې خلیلي، محقق او یا دوی ته ورته نور په نوم ملایان د سیاسي پرېکړو مرجع ته راغلل او سیاست نور ملایي سیاست نه و.

دې بهیر همداسې دوام موندلی دی. مثلاً، کله چې اوس تاسې تر مزاري دېرش کاله وروسته وګورئ، یا له وحدت ګوند څخه دوه‌دېرش یا دره‌دېرش کاله وروسته وګورئ او یا له جهاد څخه څلوېښت یا څلورڅلوېښت کاله وروسته وګورئ، دې ته متوجه کېږئ چې د هزاره‌ګانو په ټولنه کې تقریباً نور مذهبي سیاست له منځته تللی دی. یعنې نور څوک د مذهب په نوم سیاست ته نه راځي. ان که یو ملا یا طالب وغواړي چې سیاست ته راشي، لومړی د مذهب په نوم ټول شیان څنډې ته کوي؛ خپلې لونګۍ لرې کوي او خپل سر او ږيره جوړوي او له هغه وروسته د سیاست حوزې ته داخلېږي او په سیاست کې هم د ډيموکراسي، بشر حقونو، ليبرالیزم او ازادیو خبرې کوي.

دا هره یوه یې هماغه نښې دي او دا ښيي د هزاره‌ګانو په ټولنه کې څه ډول تحول پېښ شو. که د هزاره‌ګانو په منځ کې سبا یو ګوند جوړ  شي، غالب احتمال دا دی چې د دې ګوند نوي سلنه غړي به پلورالیزم، ډيموکراسي او یا مثلاً د بشر حقونه د لومړنیو اصولو په توګه پېژني. ډېر کم داسې کسان به وي چې راشي او ووايي چې موږ د ولایت فقیه د اصل پر اساس حکومت جوړوو. ښايي د دې تصور به هم ناممکن وي چې مثلاً د رهبري یا د رهبري پلاوي د غړیتوب شرط روحانیت شي. یا داسې څوک پیدا شي چې په ګوندي اسنادو کې د روحانیت نوم ولیکي. یا مثلاً فرض کړو چې کله خپله اساس‌نامه شروع کوي، په هغه کې د خپل سیاسي حرکت بنسټونه او توجیهات د اسلام د پیغمبر پر سنتونو کېږدي. دا یو ډېر ژور او بنسټي تحول دی.

خو که همدا بېلګه په نورو ټولنو کې پلي کړو، یو بېخې متفاوت انځور وړاندې کېږي. البته دا ډېره ستونزمه ده چې ډېر ښکاره ووایو، خو که وګورئ د تاجکانو په ټولنه کې مذهبي څېرې د سیاست له ډګره یو څه څنډې ته شوې دي، خو تشه یې تقریباً د حزب‌التحریر او یا مثلاً جمعیت اصلاح په واسطه د ډېرو راډیکالو ځوانانو د نسل له خوا ډکه شوې ده. د اوزبکانو په ټولنه کې هم همداسې ده، خو د پښتنو په ټولنه کې بیا دا قضیه برعکس ده. یعنې تاسې وګورئ چې رامنځته کېدوونکي تغییرات بېخې د یو او بل برعکس دي. د هزاره‌ګانو په ټولنه کې ملا دیني او مذهبي سیاست د ډموکراسۍ په ګټه بدلوي؛ مثلاً، مزاري د یوه ملا په توګه حرکت کوي، راځي او په ټولنه کې یو سیکولر جریان رامنځته کوي. د سیکولر جریان مانا دا ده چې مثلاً بېلابېل خلک تر یوه چتر لاندې را ټولوي چې د خپل ګډ ټولنیز برخلیک په اړه خبرې وکړي او خپل دین او دیني باورونه خنډ و نه ګڼي. ته د یو انسان په توګه، چې د خپلو ځانګړیو حقونو او ځانګړي درک خاوند يې، له هر چا سره اړیکه ټینګولای شې او له هر چا سره خبرې کولای شې.

د هزاره‌ګانو په ټولنه کې دا تحول په ډېرې اسانۍ سره پېښ شو. د دې وضعیت ممثلین هزاره ملایان وو. دا هر یو ملا چې تاسې ګورئ، مثلاً شفق د هزاره‌ګانو په ټولنه کې د دې تحول د یوې پروسې استازولي کوي. یا مثلاً خلیلي او محقق هم دا کار کړی دی. مزاري په مشخص ډول منظم او سیستماتیک کار کړی او حرکت یې، که ښه و که بد، بلاخره یو داسې ځای ته رسېدلی دی چې نور په ټولنه کې په مذهبي څېره سیاست و نشي.

دا مساله د تاجکانو په ټولنه کې توپير لري. مثلاً، کله چې تاسې غواړئ چې د مدني او فرهنګي تحول په لحاظ دا ټولنه  مطالعه کړئ، داسې راډيکالې څېرې وینئ چې د ماډرنو زده‌کړو او علومو له مرکزه راځي او ټولنه مذهبي کوي. دوی په اصل کې له مدرسې نه دي راغلي. دوی له ښوونځي څخه راغلي دي. مثلاً، احمدشاه مسعود، انجنیر دی او یا مثلاً رباني په یوه عصري پوهنتون کې شرعیات لوستي دي. قانوني، ډاکتر عبدالله او نور له مدرسو څخه نه دي فارغان شوي. کله چې تاسې د پښتنو ټولنې ته ورځئ؛ مثلاً، ګلبدین حکمتیار یا هغه کسان چې د اخوان‌المسلمین ډلې غړي وو، هغوی ټولو عصري زده‌کړې کړې دي. دغه عصري لوستي چې کله ټولنه بدلوي، دوی هغه حرکت چې د مدنیت، ډيموکراسي او ازادي په طرف ځي، هغه بېرته د شریعت خوا ته بیايي.

اوس د دې منفي تحول اوج په طالبانو کې ګورئ. یعنې طالبان اوس په پښتني ټولنه کې د سیاست غالبې څېرې دي او هغه کسان څنډې ته شوي دي چې په سیکولر یا نورو څېرو کې له مدني لیدلوریو او تمایلاتو سره راشي او په سیاست کې ور ګډ شي. له دې وروسته به دا ډېره لرې وي چې د پښتنو روڼ‌اندې څېرې د دین، مذهب او سنتي او مذهبي باورونو د ډېرو پوښونو له لرې کولو وروسته بېرته د سیاست په ډګر کې را څرګندې شي. ان که وغواړي هم، بیا هم ډېر زیات وخت او امکاناتو ته اړتیا لري. که د دې تحول رامنځته کوونکي هم ډاکتران او انجینران وي، هغوی هم مجبور دي چې د دودونو او مذهب ډېر پنډ پوښونه پر خپل ځان راکش کړي، چې سیاست ته دننه شي او خپل ځان ته یو ځای پکې پیدا کړي.

مثلاً اشرف غني احمدزي ډېر کوښښ کاوه چې خپل ځان د قران مفسر وښيي؛ یا مثلاً کوښښ یې کاوه چې کعبې ته ولاړ شي او هلته عکسونه واخلي؛ یا یې هڅه کوله چې په خپل شاوخوا کې ملایان ورسره وي او یا یې هڅه کوله چې د قران د ایاتونو او د رسول الله د سنتو خبرې وکړي. دا ټول د دې لپاره وو چې داسې احساس یې کاوه چې له دې پرته د سیاست په ډګر کې مشروعیت نه لري. دا یو داسې تحول دی چې د هزاره‌ګانو په ټولنه کې په ډېره پياوړې بڼه رامنځته شو.

 له همدې امله مې وويل چې دا مساله يو څه شخصي کړم؛ ځکه موږ په دې برخه کې گډې تجربې لرو. غواړم وپوښتم چې ایا تاسې هم په دې بهير کې همدا تحول همداسې په نښه کړی دی، لیدلی او باوري شوي یاست چې دا یو سم برداشت دی؟ ایا تاسې هم داسې احساسوئ چې په رښتیا هم هزاره ملایان نور هغه ملایان نه دي چې د حرکت او ودې پر وړاندې خنډ وي؟ مثلاً داسې احساسوئ چې «واعظ‌زاده» چې د ټولنې د ودې او حرکت په مخ کې خنډ و، اوس هغه ملا د مدنیت او پرمختګ پلوی دی یا بالعکس داسې ملا چې حرکت ته زمینه برابره کړي؟ مثلاً؛ ایت الله فیاض به د یوه هزاره ملا په توگه په ټولنه کې د عقلانیت د تحکیم، ودې او متمدن کېدو په لار کې يو خنډ وي که نه، داسې احساسوئ چې هغه په دې بهیر کې اسانتياوي رامنځته کوي؟

هادي ميران: ښاغلی رویش صاحب، زه ستاسې له دې ليدلوري سره بېخې موافق یم. په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې د دین او مذهب په محور کې د ټولنیزو او سياسي تحولاتو د سير په اړه زما برداشت او پوهه هم دقیقاً ستاسې د همدې برداشت په څېر ده. کېدای شي د دې عوامل ډېر وي، خو زه فکر کوم چې د ډېرو هزاره‌گانو په پرتله ما او تا له پښتني ټولنې سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې؛ ځکه تاسې هم په پښتو پوهېږئ او ما هم په افغانستان کې پښتو ژبه زده کړه او د پښتنو له بېلابېلو ډلو سره مې ډېرې نږدې اړیکې لرلې.

پښتانه يو ډېر ستر مشکل لري، چې د سیاسي دلایلو له امله یې فارسي ژبه تحریم کړې ده او پښتو ژبه بيا د فسلفي اصولو او مسایلو د درک ظرفیت نه لري. دا يې يوه خوا ده. بل اړخ دا دی چې پښتو ژبې ته ډېر کم فلسفي متنونه ژباړل شوي دي. ما داسې څوک و نه ليد چې د غربي فلسفې متنونه دې يې پښتو ژبې ته ژباړلي وي او يا يې بېلابېلې سرچينې ژباړلې وي، چې هغه بیا وروسته د بحث او خبرو او يا په هر حال، د پښتنو ځوانانو د مطالعې سرچينې شي. هغه متنونه چې فارسي ژبې ته ژباړل شوي او ډېر يې ايرانيانو ژباړلي دي، دې کار هم په وروستيو شلو کلونو کې د پښتنو په منځ کې له فارسي سره د ضدیت یو څپه رامنځته کړې ده، دوی هغه نه لولي او له همدې امله ډېر لوستي پښتانه ځوانان له فارسي څخه لرې پاتې شوي دي. له همدې امله، مذهب هلته يو ډېر بې‌بديله ځای خپل کړی او له مذهب سره چې هر ډول مخالفت شوی، لومړی یو سم استدلال نه لري او بیا هغه ډېر پراخ نه وي. دوى تر بل هر مذهبي سړي ځان ډېر مذهبي ښيي. دا ټول لاملونه سره يو ځاى شوي او عقيدتي باورونو ته يې ډېر بې‌بديله ځای جوړ کړی دی او ملايان، مولویان او بل هر هغه څوک چې یو څو ورځې مدرسې ته تللي دي، د پښتنې ټولنې د سیاسي ډگر لوبغاړي شوي او د خلکو پر برخلیک لوبې کوي.

د تاجکانو او اوزبکانو په ټولنو کې هم قضیه همداسې ده. که څه هم د تاجکانو په ټولنه کې ژبه بالاخره يوه وسيله ده، خو له بده‌مرغه د تاجکانو په قومي ټولنه کې روڼ‌اندي او فکري هڅې ډېرې محدودې دي. تاسې په تېرو شلو کلونو کې د تاجکانو هيڅ داسې قومندان، شتمن او د مقام خاوند نه دی لیدلی چې یوه فرهنگي مؤسسه دې يې مدیریت کړې وي او هلته يې بالاخره فکر تولید کړى وي.

سره له دې چې دا زموږ او ستاسې په ښاغلي دانش، خدای دې روغ لري، ډېرې نيوکې کېږي او ډېرې نيمګړتياوې لري، خو حداقل دا ځواني یې کړې چې د «اندیشه» په نوم يې يو بنسټ درلود او د هغه له لارې يې په بېلابېلو حوزو کې کتابونه او مقالې چاپولې. دا چې څومره مخاطبان به يې لرل، دا د قضيې یو اړخ دی، خو دا د فرهنگی او فکري کارونو لپاره یوه انگېزه وه. مثلاً؛ تاسې په خپله په فکري او فرهنگي حوزه کې يو ډېر برجسته مثال یاست، چې د «معرفت» ښوونځی مو مدیریت کاوه. سره له دې چې دا یوازې ښوونځی و، خو په هر حال، یو فرهنگي او فکري بنسټ و. هر څوک چې به د دې ښوونځي له دولسم ټولگي فارغېده، هغه به د نورو ځایونو د پوهنتون له فارغانو سره یو شان معلومات، زده کړې او ظرفیت درلود.

له همدې امله د هزاره‌گانو په ټولنه کې د کتاب لوستلو انگېزه لوړه وه او هزاره روڼ‌اندو له فلسفې سره ډېره ټينگه اړیکه درلوده. ډېرو کسانو په ایران کې د ټولنیزو علومو، سیاست او فلسفې په حوزه کې لوړې زده‌کړې کړې وې. په افغانستان کې دننه هم د هزاره‌گانو په منځ کې دا موضوع ډېره جدي وه. فكر كوم وروسته بيا دې شيانو د هزاره‌گانو د سیاسي دریځونو پر څرنگوالي ډېرې جدي اغېزې لرلې. د هزاره‌گانو ملايانو او غير مذهبي روڼ‌اندو تر ډېره د راډیکال مذهبي ليدلوري پر ځای د سیاسي عقلانیت له ليدلوري د گډو گټو په اړه هڅې کولې. واعظ‌زاده يو ملا دی او اوس د ټولنې د یوې سترې برخې لپاره ديني مرجع ده، خو همدې ملا څو کاله مخکې د ابوحنیفه د افکارو د پېژندلو لپاره یوه سیمینار جوړ کړی و.

دا په خپل ذات کې يو ډېر بې‌مخینې کار دی. مثلاً؛ هم تعصب كموي او هم بالاخره له اهل سنت او جماعت سره ټينگې اړیکې رامنځته کوي او د ابوحنیفه پر افکارو د پوهېدو لامل کېږي. ابوحنیفه په رښتيا هم د اسانۍ، تساهل او نېکو ټولنیزو اړیکو په اړه يو مدني حرکت و. زه فکر کوم چې دا هغه لاملونه دي چې هزاره‌گان یې خپل ټولیز برخلیک او ټوليزو باورونو او اعتقاداتو ته يو څه متوجه کړې ده.

هغه شاعر چې د خپلو خلکو د غلامۍ دردونه ورپاتې دي

رويش: هو. له دې ځايه ستاسې شخصي، په ځانگړې توگه د ژبې برخې تجربو ته را ځو. ژبه د خلکو د شخصیت او فکر هينداره ده، خو کله کله ژبه ډېره رسواکوونکې هم وي. ډېر وخت خلک د خپلې ژبې په هنر خپل مخاطب له ابهام او گمراهی سره مخ کوي او دا هم ممکنه ده چې پخپله هم له ابهام او گمراهي سره مخ شي؛ يعنې خپل ځان د خپل اصلیت پر ځای بل ډول ښيي او وړاندې کوي. غواړم تاسې د هغه چا په توگه چې هم مو په فرهنگي برخه کې ډېر کار کړی دی او په ځانگړې توگه د شعر په حوزه کې تخصص لرئ او هم د شعر له حوزې ورهاخوا د ټولنيزو مسالو پر وړاندې حساس یاست، وغږېږئ. تاسې ډېر وخت او حداقل په وروستیو کلونو کې پخپله شعري ژبه کې دا روحیه ډېره جوته ښوولې ده چې له شعر څخه په سياسي او ټولنيزه مبارزه کې د یوې موخې په خاطر د يوې وسیلې په توگه استفاده کوئ، ايا دا رښتيا ده؟

هادي ميران: ههههه. مننه، تاسې سم وایاست. ښاغلی رویش، گورئ په هر حال موږ د ټبر له لحاظه د هزاره ټولنې غړي یو او په وطني تعبير، د افغانستان په نوم د یوې ټولنې د غړي په توگه، په دې خاوره کې د ټولو ښو او بدو پېښو څخه ځان اغېزمن گڼو. اوس یې په مستقیم یا نا مستقیم ډول زما اړوند پېښو کې زما پر برخلیک، روحیې او ليدلوري اغېز کړی دی. دا چې دا اغېز یې په شعوري که په لاشعوري ډول کړی دی، دا د قضیې بل اړخ دی.

زه په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې له سويډن څخه کابل ته لاړم. ما په افغانستان کې د پاتې کېدو هوډ نه درلود. ما په سويډن کې زده کړې کولې. يو عملي کار مې درلود او له پرکټيک وروسته مې باید مونوگراف لیکلی وای. ما دا پرېکړه کړې وه چې شپږ میاشتې به په افغانستان کې پاتې کېږم او بيا به بېرته ځم. کله چې کابل ته لاړم، په خپل ذهن کې د جوړو کړيو پلانونو خلاف، په افغانستان کې پسې پاتې شوم. سویډن ته له تګ پرته مې اته کاله په افغانستان کې تېر کړل. په دغو اتو کلونو کې د افغانستان د پېښو او هلته زموږ شاوخوا ښکارندو په اړه زما لیدلوری او دریځ بېخې بدل شو.

د ولسمشرۍ په لومړيو ټاکنو کې د نورو قومونو اړوند خلکو سره د حشمت غني ليدو ته ورغلو. همدا ستاسې ملگری، د اشرف غني ورور درښيم. د هغه کور ته ورغلو او بالاخره خبرې شوې او بيا يو ملگري موږ ټول معرفي کړو. زه يې داسې ور معرفي کړم، هغه فکر وکړ چې زه هزاره نه یم. زما رنگ ته یې هم ډېر و نه کتل. یو شی يې وويل او خلاص شو؛ ځکه هلته په هغه ډله کې ټول غيرهزاره وو او یوازې زه پکې هزاره وم. بالاخره هلته سره معرفي شوو. کله چې خبرې پيل شوی، د هزاره گانو او نورو قومونو اړوند خبرې پکې وشوې.

دې سړي هلته وويل چې هزاره‌گان ډېر بې‌مخي او بې‌تربیه شوي دي. ويې ويل چې موږ هغوی په انسانانو کې نه حسابوو. نارينه يې زموږ مزدوران او ښځې يې زموږ مينزې وې. دوی اوس راغلي دي او حق غواړي. بالاخره هلته يې يو څو ډېرې عجیبې ښکنځلې، چې د ده د ذهن او ژبې سره مناسبې وې، وكړې. زما ملگري ما ته اشاره وکړه چې اوس خو تېروتنه شوې ده، ما بيا ډاډ ورکړ چې ډاډه اوسه څه نه وايم.

کله چې له هغه ځايه راووتم، په ذهن کې مې یوه ډېره غټه پوښتنه پیدا شوه، چې دا سړی څه وايي؟ او ولې داسې وايي؟ څو ورځې ووتې، خو زما په ذهن کې لا همدا پوښتنې راگرځېدې. د شپې له خوا مې هم په ذهن کې همدا پوښتنې وې او د ورځې هم ورسره مخ وم. بالاخره په هر ځای کې چې به وم، يو دم به مې هغه پوښتنې ذهن ته راغلې. يوه ورځ تصادفاً «اميري خپرندويه ټولنې» ته چې په «جوى شير» كې و، ورغلم. د سراج التواريخ كتاب يې د میز پر سر ایښی و. اميري ما ته وویل چې د سراج التواریخ کتاب نوی راغلی، ته د مطالعې لېوال يې، دا کتاب واخله او ويې لوله

پوښتنه مې ترې وکړه، چې په څو دی؟ قیمت یې ووايه او بالاخره مې دا کتاب واخیست. کله چې کور ته راغلم، کتاب مې خلاص کړ. ستاسې به هم ور ته پام وي چې د سراج‌التواریخ په متن کې عربي کلمې ډېرې دي. کله چې ما دا کتاب ولوست، ډېر سخت و، خو پرېکړه مې وکړه چې دا کتاب به تر پایه لولم. د دې کتاب لومړۍ لس یا پنځلس صفحې سختې وې، خو ورو ورو د کتاب له ادبیاتو سره بلد شوم او بالاخره د دې کتاب لوستلو ته لېوال شوم او کتاب مې ولوست. دا کتاب مې له لومړي تر وروستي جلده ټول ولوست. سرور مولايي ایډيټ کړی و او ډېر ښه یې ایډیت کړی و.

دې کتاب ما ته ډېر زیات، بې‌اندازې، ټکان راکړ. سراج‌التواریخ کتاب داسې دی چې سربېره په دې چې تاریخي پېښې یې په ډېر تشریحي ډول بیان کړې دې، د افغانستان د انټروپولوژی یو ډېر کره انځور دی. د هغه وخت د خلکو رسم، رواج، دودونه او عقلي ظرفیت ټول پکې بیان شوي وو، چې هغه وخت خلکو کوم کارونه کول او څومره عقل‌من وو. مثلاً؛ په یو ځای کې یې لیکل شوي وو، چې پلانکی د کفن د غلاکولو په جرم نیول شوی دی. هغه تللی و او کفن یې غلا کړی و او بیا یې له هغه ځانته کالي جوړ کړي و او بهر د خلکو په منځ کې ګرځېدی. بیا به خلکو ویل چې د پلانکي کفن یې غلا کړی دی. ښه، دا یو ډېره جالبه پېښه ده چې هغه وخت رښتیا هم داسې خلک وو چې کفن به یې غلا کاوه. هغه اوس موږ د متل په توګه یادوو. بیا مثلاً لیکل شوي وو چې په پلانکي ځای کې یې څو هلکان یووړل او وتښتېدل او د هغوی پر حق یې تېری وکړ او دې ته ورته نور مثالونه.

بيا وروسته د سیاست او هزاره‌گانو ته د ورپېښو شيانو په اړه د خلکو لیدلوري پر ما ډېر اغېز وکړ. د بېلگې په توگه، د هزاره‌گانو پلورل او د هغوی غلامول او بیا په انسانانو کې د هزاره‌گانو نه شمېرل او يا په هغه علمي اصطلاح، د هزاره گانو «ډي‌هيومنايزيشن» ما ته ډېر سخت ټكان راكړ. وروسته د سیاست، قومونو او په ټولنه کې د موجود ظرفیت په اړه زما لیدلوری ډېر بدل شو. دې درد هم زه شپه او ورځ ځورولم. د سیاسي قضيو په اړه زما ليد هم لږ ژور او کره شو. همدې مسالې ورو ورو زما ژبه هم د معيار له قيده را خلاصه کړه. د سراج‌التواريخ مطالعې په ټوله کې د قومونو په اړه زما موجود لیدلوری هم بدل کړ. د هزاره‌گانو د سياسي ظرفيت په اړه يې زما لیدلوری هم بدل کړ او د پخوا په پرتله یې مزاري ما ته ډېر مهم سړی را معرفي کړ.

هغه کوم داسې غټ کار کړی دی چې بالاخره زموږ انسانیت لا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ زموږ انساني ارزښتونه او کرامت تر پوښتنې لاندې دي؛ موږ له نورو سره برابر نه يو او اوس هم موږ ته د غلام او مزدور په سترگه گوري. مزاري راغی او ويې ويل چې موږ غواړو له نورو سره برابر واوسو. دې ليد زما ذهن، ضمير او روان ډېر بدل کړ. زما ژبې بيا معياري کليمې نشوای زغملای. فکر کوم زه لومړی نفر یم چې په افغانستان کې د گډوډۍ د موضوع په اړه مې تر گډوډۍ مخکې بحث ورباندې کړی دی؛ ځکه ډېرو بحثونو د سړي په ټولنيز او سياسي موقف پورې اړیکه لرله او کله چې له یوه ټيټ موقف څخه يوه مهمه موضوع مطرح کړې، ډېر پام نه ورته کېږي.

ويل به يې چې دا خبره چا کړې ده، ورته ویل به یې چې پلانکي نفر ويلي دي. ويل به يې چې پلانکی پخپله څه کاره دی، چې خبره يې ارزښت ولري. وروسته مې ولیدل چې دې خبرو ته هيڅ پام نه کېده. فکر کوم په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې په ارگون کې ځمکه ښوېدلې وه. زه ارگون ته ولاړم او له هغه وروسته بیا د بدخشان څو ولسوالیو ته هم ولاړم. یو بدخشانی ملگری مې و، له هغه سره يو څه وخت په بدخشان کې پاتې شوم او په څو کليو وگرځېدلو. زما هلته دې ته پام شو چې دیني مدرسې د ډېرې چټکې ودې په حال کې وې او چا د هغوی ښوونیز نصاب ته هم هيڅ پام نه کاوه او نه کنټرولېدې او د خپلې خوښې شيان يې پکې تدریسول.

زه هلته پوه شوم چې لس کاله وروسته دوى بالقوه طالبان دي. دوى اوس یوازې ټوپکونه نه لري. که ټوپکونه ولري، تيار طالبان دي او جگړې ته چمتو دي. کله چې کابل ته راغلم«هشت صبح» ورځپاڼې ته مې يوه مفصله ليکنه وکړه او په هغې کې مې ولیکل چې د ملي امنيت له اړخه، دوى ډېر خطرناک او جدي گواښ گڼل کېدای شي.

ما وويل چې دوی څو کاله وروسته پر بالفعل طالبانو بدلېږي او یوازې د ټوپکونو له کمښت سره مخ دي. بیا هيچا هم هيڅ و نه ویل، چې تا ښه ويلي دي که بد. وروسته چې کله د دولت کارکوونکی شوم او هلته مې تحقيرونکې ليدلوري او سوء‌استفادې ته پام شو؛ د سلاکارانو بد او پست چلند مې ولید او د رهبرانو په شاوخوا کې هم همداسې کسان سره راټول شوي وو، ما د هغوی په اړه د شعر په ژبه ډېر سپین او د معيار له چوکاټ څخه وتلي شيان بيانول.

بيا به مې ليدل چې ټولو به خندل او هيچا هم د هغو منځپانگې ته نه کتل چې زه څه وايم؟ مثلاً؛ ښار له خځلو (کثافاتو) ډک دی، د دې خځلو ريښه چېرې ده. د دې خلکو ذهن تر دې حده چټل دی چې دا ښار لا نشي پاکولای؛ ځکه کله چې څوک یو کار کوي اول يې په ذهن کې زېږي او بيا وروسته هغه عملي کوي.

بالاخره دا بحثونه او دا دروند درد ما هره ورځ حس کاوه. ښايي نورو به تر ما کم یا ډېر حس کړی وي، خو ما فکر کاوه چې نور اصلاً دې ته متوجه نه دي چې هزاره گان له کوم ځای څخه کوم ځای ته ورسېدل. هغه کسان چې له دې خطرناکې جگړې څخه ژوندي راوتلي دي او د وينو له دې سیند څخه را تېر شوي او بالاخره له انسانیت څخه د لرې‌والي یو دروند بار یې پر اوږو لېږدولی او اوس موږ ته په میراث را پاتې دي. دا بار زما پر اوږو هم ډېر دروند دی. دې مسالو په رښتیا هم زه لیونی کړی وم. له هغه وروسته، ستاسې په اجازه، ورو ورو زما ژبه خرابه او له چوکاټه ووته. ما وويل چې موږ ته څه شی نه دې را پاتې. زه بالاخره خرڅ شوی يم، اسیر شوی یم، زما خور، زما مور او هغه نجونې چې په «پل یک‌پیسگي»، کندهار او یا جلال اباد کې خرڅې شوې دي، حتماً په یو ډول نه یو ډل له ما سره اړیکه لري.

داسې نه وه چې ما به له هغوی سره اړیکه نه لرله. حتماً یې په کوم ځای کې له ما سره کومه اړیکه لرله. زه هم د هغوی له ډلې یم. اوس چې زما انسانیت، انساني ارزښتونه، زما شخصيت او ټول هغه شيان، چې زه د انساني ارزښتونو په توگه پرې باوري یم، تر پښو لاندې شوي او زه له يوه څاروي او پسه څخه ټيټ گڼل شوی یم، دا به څنگه حس وي. اوس پسه تر موږ ډېر ارزښت لري. ان هغه کسان چې له هزاره‌گانو سره خپلوي لري، هغوی لا په خپلو خپلویو اعتراف نشي کولای.

مثلاً ويل کېږي چې د اکرم عثمان مور په خټه هزاره وه. زما يادېږي او پخپله مې هم واورېدل، چې يو نفر له هغه څخه د هغه د مور په اړه وپوښتل، خو هغه چپ پاتې شو او دا اعتراف یې و نشو کړای. ما په کابل کې له سليمان لایق سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې. يوه ورځ يې پخپله وويل چې زما انا هزاره وه. ويې ويل چې هغه یوه هزاره مينزه وه. بيا يې څو نور کسان هم یاد کړل چې د جنرال گل‌نبي مور یا انا هم په خټه هزاره ده او د یو بل نفر هم هزاره ده او همداسې د نورو …. ما چې کله دا شيان ولیدل، له ځان سره مې وویل چې نور داسې څه نه دې را پاتې، چې خپله ژبه په حجاب باندې وپوښم او مثلاً زموږ ژبه خرابه نشي.

لنډه دا چې موږ څه شی نه لرو. موږ ته څه شی را پاتې دي؟ موږ ته کوم شخصیت او ارزښت را پاتې دی چې زړه ور پورې وتړو؟ تېر له دې ژبې. هر هغه څه چې زموږ په زړه کې دي، په همدې ژبه يې څرگندوو. که څوک دا ښکنځل گڼي او یا سپکې سپورې، خو موږ په همدې ژبه خبرې کوو.

ايا هادي ميران، هزاره ایرج میرزا دی؟

رویش: اوس چې تاسې له ایرج میرزا سره ورته گڼي، څومره د نږدې‌کت احساس کوئ او څومره ځان ترې لرې احساوئ او له یو او بل سره توپیر لرئ؟

هادي ميران: والله، کوم درد چې زه حس کوم، ایرج میرزا هيڅکله هغه درد نه دی حس کړی. هغه له دې ادرسه نه دی دردمن شوی او درد یې نه دی حس کړی. هغه په ټولنه کې د ناسمو سياسي کړنو پر وړاندې انتقادي ژبه کاروي، خو هغه ته قطعاً په هيڅ صورت د خپلو نیکه‌گانو د درد میراث نه دی ور پاتې. زه پر خپلو اوږو داسې یو درد یا زخم احساسوم چې له مشرانو څخه را پاتې دی، دوام یې موندلی او همداسې ما ته را رسېدلی دی.

رویش: د هزاره‌گانو په منځ کې طنز ویل او په ځانگړې توگه هغه شوخي، چې ډېر تريخ مفهوم او بار پکې پروت وي، بې‌مخینې نه دي. د هزاره‌گانو په ورځنيو خبرو اترو کې تاسې تقریباً ډېر وخت دا شیان ګورئ او لیدلي دي، خو د پرمختللي او گټور ادبي صنعت په توگه د شعر په ژبه هغه درد، چې تاسې يې يادونه وکړه او يا په اصطلاح هغه پېچلتوب چې د هزاره‌گانو په اړیکو، احساساتو او عواطفو کې موجود دی، ډېر کم څرگند شوی دی. تاسې، موسى ظفر او یا مثلاً سخي‌داد هاتف به ښايي هغه لومړي کسان یاست چې په شعر کې مو د طنزي ادبياتو لپاره لار پرانیستله.

په ټولنه کې د تحول بهير بالاخره ځينو دودونو، سنتي اخلاقو او عادتونو ته پایبند وي، چې دا عادتونه بيا په ډېرو سپېڅليو پوښونو کې پوښل شوي دي او ټولنه له وړاندې تگ څخه راگرځوي او دروي يې. ټولنه د خپل تحول په لاره کې له دې ځایونو تېرېږي. د لېږد یا سیر دا پړاو په طبيعي ډول یو سهولت او اساني ته اړتيا لري او لازمه ده چې يو څه بار له خپلو اوږو لرې کړي. طنز یا د طنز ژبه په دې بهير کې اسانتياوې رامنځته کوي؛ داسې چې یو سړی خپل پخوانی بد او غیرضروری میراث څنډې ته کړي او په یوه ترخه خندا خدای پامانی ورسره وکړي. یعنې دا احساس و نه لري چې کله زه ځم، را پاتې شیان د کمترۍ احساس را ته پیدا کړي.

ایا تاسې دا احساسوئ چې ستاسې شعر هم د تحول په دې بهير کې يوه داسې موخه تعقيبوي چې د ميراث، د هغو ترخو خاطرو ميراث چې تاسې يې يادونه وکړه، څنډې ته کولو له دروند بار څخه يو څه ارام تېر شي؛ يعنې له دې ځایه تېر او دا ميراث په اسانۍ سره څنډې ته کړي؟

هادي میران: ښه. ګورئ، د دې ژبې تر شا دوې موضوع‌ګانې وې او هغه لږ ژورې او درنې وې. لومړۍ موضوع دا چې موږ د تحقیر شویو هزاره‌ګانو په نسل پورې تړلي یو. په عمومي ډول په افغانستان کې، له قومي تعلقاتو پرته، په تېرو شلو کلونو کې زموږ پر برخلیک د واکمنو سیاستوالو د کم‌کارۍ، ځانغوښتنې او ناغیړیو له امله زموږ برخلیک داسې مدیریت شو چې له هغه څخه وتل د طالباني نظام له ختمېدو او یا له هغو سره له یوځای کېدو سره تړاو لري.

هغه نسل چې په افغانستان کې ژوند کوي، هغه که هزاره وي یا تاجک، په ډېر کم توپیر سره تقریباً یو ډول اغېزمن شوی دی. بله برخه یې موږ، هزراه‌ګانو، ته راګرځي. ښه، زه د یوه هزاره په توګه تحقیر شوی، رټل شوی او توهین شوی یم. زما هزاره‌والی د یوه ټولنیز درد او بدبختۍ په توګه، د دې لامل شوی چې زه له خپلو ډېرو لومړنیو او بنسټي حقونو بې‌برخې شم.

زما پلرونه تحقیر شوي او هغه مصیبت چې پر موږ تپل شوی او په څه ډول چې زموږ عام‌وژنه شوې ده، موږ په هيڅ صورت د غمشریکۍ او یا له دې درد څخه د وتلو فرصت نه دی پيدا کړی. دا درد بلاخره نسل په نسل موږ ته را لېږدول شوی دی.

په هر حال، تر هغه وخته پورې چې موږ د خپل تېر تاریخ په اړه پوهېږو او بیا دا حس کوو چې د روزګان، د هزاره‌ګانو د عام‌وژنې او د غلامۍ په بازار کې د هزاره‌ګانو د ښځو، لورګانو او زامنو د خرڅلاو په اړه په تاریخ کې هره لیکل شوې جمله بالاخره په یوه درد بدلېږي او دا درد بیا راځي او زموږ په رګونو، ځان او ذهن کې ننوځي.

دا یو طبیعي وضعیت که چې زموږ ژبه ترخه کوي؛ زموږ ژبه ځپونکې کوي او بیا زموږ ژبه له معیاره باسي. ما هڅه وکړه چې دا درد هغو کسانو ته ولیکم چې د تېرې شل کلنې فاجعې لامل دي او یا بالاخره د تېرې څلوېښت کلنې فاجعې اصلي لامل دي. مثلاً؛ ما د استاد سیاف دعا په یو بل ډول ولیکله. د استاد سیاف په اړه چې زه څومره پوهېږم او پېژنم یې، هغه د افغانستان د کنډواله کېدو یو عامل دی. ښايي سیاف به اوس بدل شوی وي، خو په کورنیو جګړو کې د هغه ونډه ډېهر ورانوونکې وه او د افغانستان د خلکو پر جمعي برخلیک یې ډېرې بدې منفي اغېزې کړې دي.

زه غواړم سیاف ته دا ور وفهموم چې په تا پسې داسې کسان دي چې ستا پر ورانوونکې ونډه پوهېږي او غواړي تا په همدغه ژبه، چې ته یې په اورېدو او لوستلو د ناارامي احساس کوې، ناارام کړي. اوس د ټوپک دوره تېره شوې ده او ستاسې په خبره، موږ نه غواړو چې بیا د وسلو پر مټ مبارزه وکړو. موږ غواړو چې په همدې ژبنيو امکاناتو او بې‌تاوتریخوالي خپل مخالفت څرګند کړو. دا یې یوه برخه ده. بله برخه یې دا ده چې موږ غواړو پر همدې ژبه ټولنیز واقعیتونه هم د دې قضيې اصلي لاملینو ته ور وفهموو او هم دا د تاریخ پاڼو ته وسپارو.

له موږ وروسته به په راتلونکي نسل کې خامخا یوه ورځ داسې څوک پيدا کېږي چې دا وګوري، ویې لولي او پوه شي چې څومره ستر درد او مصیبت موجود و او له هغو همدا لوڅ شعرونه په یادګار کې را پاتې دي.

له دې ورهاخوا، تاسې طنز ته اشاره وکړه. په منثور طنز کې زه ډېره تجربه نه لرم. ډاډه یم چې که زما ذهن متمرکز شي، ښايي یو شی ولیکم، خو فکر کوم چې د منثور طنز په پرتله، منظوم طنز تر ډېره وخته پاتې کېږي. همداراز، منظوم طنز بېلابېلو مخاطبانو ته د پیغام د لېږد ظرفیت لري؛ ځکه د خلکو ذهن منظوم مطالب خوښوي. کله چې یو منظوم شی واوري، هغه یې د منثور څیز پر پرتله تر ډېره وخته پورې په ذهن کې پاتې کېږي.

د خپل بدن له غړیو سره باید تبعیض و نه کړو!

رویش: زما موخه هم همدا ده. تاسې اوس دلته د یوې وسیلې په توګه خپلې اوسنۍ موخې ته د رسېدو تر څنګ، لنډمهاله موخې ته هم پام کوئ. مثلاً؛ کله چې اوس تاسې د سیاف او یا د دغه ناورین د اصلي لاملینو په اړه خبرې کوئ، په هر حال، هغوی یو ډول چیچۍ چې ډېر زیات ارام و نه اوسي. «برټولد برشټ» یو تعبیر کوي او وایي:« نه پوهېږم چې په ژوند کې مې څه اثر درلود، خو پر دې پوهېږم چې زما په نشتون کې به ظالمانو ارام خوب درلود.»

ځينې خلک په خپله دوره کې له ځانه مچان جوړوي او بیا د ځينو خلکو په مغزو کې کېني او هغوی حداقل ارام خوب ته نه پرېږدي. دا زموږ د کار یوه برخه ده، خو زه له بلې خوا تر ډېره د مدني ښوونکي په توګه په ټولنه کې د مدني تحول بهیر ګورم.

خاطرې ساتل په ټولنه کې د تحول یوه ډېره مهمه برخه ده. خاطرې د تېر اړوند وي. دا خاطرې که په پوهاوي بدلې شي، راتلونکې لار روښانوي، خو که په میراث بدلې شي او ستاسې په ذهن بوج شي، دا بیا ستاسې د حرکت پر وړاندې په ډېر ستر خنډ بدلېږي؛ ځکه تاسې چې د راتلونکې د جوړېدو لپاره هرڅومره انرژي لرئ، هغه په تېر کې مصرفېږي. له همدې امله، ځينې وخت تاسې اړ کېږئ، چې ځينې پخواني میراثونه همداسې په خپل ځای پرېږدئ او پرې تېر شئ.

د طنز ژبه له دغو خاطرو او ستاسې په ذهن کې له ځينو میراثونو څخه د تېروېدو لار اسانوي. سم وایم؟ ځينې شیان تابويي اړخ لري او د یوې سپېڅلتیا په څېر دي، خو خلک نه هغه په ځان پسې کشولای او لېږدولای شي او او نه سترګې پرې پټولای شي. په دې کشمکش کې مخکې‌ تګ ډېر سخت دی.

سیاف ته ډېره سخته ده چې خلک په هغه پورې له تړلیو خاطرو څخه تېر کړي او ولاړ شي. ان هغه کسان چې له سیاف څخه کرکه کوي، هغوی هڅه کوي چې دا را کش کړي او سیاف په خپل ځای او موقف کې پاتې نشي. باید په تاریخ کې راشي، خو یو دم د طنز ژبه راځي او دا عمليه ډېره اسانوي. ورته وایي چې له یوه څخه تر څلور ځله چې دې وتخناوه، همالته یې پرېږده او نور ډېر کار مه پرې لره؛ ځکه کومه لار چې زموږ په مخ کې ده، هغه تر دې ډېرې لوړې او ژورې لري چې موږ یوازې پر سیاف ځان مصروف کړو.

یا مثلاً ان هغه دودیز اخلاق چې هر یو یې د درنو بارونو په څېرو زموږ پر باورونو بار دي. موږ په اسانۍ سره دا دودیز اخلاق نشو پرېښودلای؛ ځکه موږ له دوی سره ژوند کړی دی. زموږ ځينې عواطف له دغو سره غوټه شوي دي. ما یو طنز غوندې شی لیکلی و. زموږ د یوه خپلوان خر مړ شوی و، هغه یې نه خښاوه. بیا ټول کلی د خره د جسد بوی نیولی و. خلک ورغلل چې هغه هلک ته ووایي چې ولې خپل خر نه خښوې؟ هغه ورته ویلي و چې «خدای دې وبښي، له دې خره زما د پلار بوی ځي» ډېر هغه ارزښتونه چې له پخوا څخه را پاتې دي، دقیقاً د همدغو خرو په څېر دي چې پخوا ژوندي وو، بارونه یې وړل او کارونه یې کول، خو اوس مړه شوي دي. له بوی، تعفن او پرته له دې چې یو ځای ونیسي، بل شی نه لري. موږ باید دوی خښ کړو، خو دا چې موږ د خپل پلار بوی ترې بویوو، ډېر کم داسې کېدای شي چې هغه له زړه وباسو. له همدې امله، د طنز یو اغېز دا دی چې د ځينو هغو پخوانیو میراثونو پرېښودلو بهیر اسانه کوي، چې د لېږد وړ نه وي.

تاسې باید له هغوی سره خدای پامانی وکړئ، خو باید په ځيرکتیا سره هغه پرېښودل شي. زه چې کله له دې زاویې ورته ګورم؛ نو د هغو کسانو لپاره د طنز ونډه ګټوره ګڼم، چې په سخو شرایطو کې ژوند کوي او په ټولنه کې تاوتریخوالی، کرکه او افراطیت ډېر وي او په طبیعي دول تاوتریخجنه، درنه، ویاړمنه او جګړه‌ییزه ژبه کاروي. په داسې وضعیت کې طنز له ټولنې سره مرسته کوي چې دا فضا ښایسته او ارامه کړي او ان په جګړه کې هم وخاندي. د تاوتریخوالي په منځ کې یو ځل وخاندي. مثلاً؛ داسې احساس کړي چې زه کولای شم چې راحته شم. دا په خپله یو ستر کمک دی. ایا تاسې هم خپل کار ته په همداسې یوه باور قایل یاست؟

هادي میران: بالکل، تاسې یوه ډېر ښه ټکي ته اشاره وکړه. د کابل تر سقوط یو کال وړاندې د همدې طنزي شعرونو یو ټولګه د «غزل‌های فروپاشی» په نوم چاپ شوه. په دې کې ډېر لوڅ او شوخ شعرونه وو. د هغې ټولګې منځپانګه د اداري او ټولنیزو مناسباتو او په ټولنیزو او اداري مناسباتو کې د حاکمو اخلاقو په اړه ده، چې موږ عملاً په افغانستان کې د هغو شاهدان وو. په همدې ډول د ټولنې د مدیرانو او د ټولنې له مبتکرانو سره اړیکې هم په یو ډول نه یو ډول په دې ټولګه کې راوړل شوې دي.

دا ټولګه هم لکه څرنګه چې تاسې مخکې اشاره ورته وکړه، په ټولنه کې د موجود وضعیت په اړه د ټولنیز او انتقادي لیدلوري په توګه یوه خاطره ده چې له موږ وروسته د هر نسل لپاره او یا همدا زموږ نسل ته ښايي یو ذهني ټکان ورکړي. بالاخره زموږ په شاوخوا کې د پېښېدونکیو پېښو په اړه د هغه لیدلوری ډېر استثنايي او نوی لیدلوری دی چې هغه د قضیو له هغې برخې سره بلد کړي چې تر اوسه ورسره نااشنا وو. دقیقاً دا کومې موضوع ته چې تاسې اشاره وکړه، هغه همدا موضوع وه.

 زه تاسې ته د یوه بل ټکي په اړه هم اشاره کوم چې موږ له ویاړمنې ژبې سره کار لرو. ژبه د یوه انسان د ژوند کور دی. د ژبې یو فلیسوف وايي، ژبه د انسان د ذهن، ضمیر او بالاخره د فکرونو څرګندول دي، خو یو وخت موږ په رسمي ژبه کې بندېږو.

بالاخره څه ستونزه ده چې ځينې کلیمې په ژبه کې د تابو په توګه پېژنو، یا دا چې د بدن د ځينو غړیو نومونه په ډېر صراحت سره په ژبه راوړو، خو زموږ د بدن ځینې غړي چې د هغو له کارولو خوند اخلو، خو له نوم اخیستلو څخه یې کرکه کوو؟ څه توپیر کوي چې که موږ د خپل بدن د هغو غړیو نومونه هم په اسانۍ سره یاد کړو چې له یادولو يې کرکه کوو او په خپله ژبه او ټولنیزو مناسباتو کې یې وکاروو. په هر حالت کې باید همدا تابو لرې شي.

رویش: له تن، بدن او وجود سره د یووالي حس همدې ته وایي. هیله‌من یم چې موږ په نورو فرصتونو کې په یو څه بدلون سره د دې موقع پیدا کړو چې له تاسو سره له بدن سره د ژبې پر یووالي بحث وکړو. غواړم چې دا ډېر دوستانه ډیالوګ یا خبرې‌اترې ستاسې په یوه شعر سره ختمې کړو. هغه شعر درڅخه اورو چې ستاسې پخپله خوښ وي او داسې احساس کوئ چې هادي میران په دې شعر سره یو ډول اغېزمنېږې او له هغه سره انس لري.

ځان ته مې شعر!

هادي میران: جوړ اوسئ.

رویش: نور خلک وایي چې د مخاطبانو لپاره مو شعر ووایاست، خو زما خوښېږي چې د خپل ځان لپاره شعر ووایاست. هغه کوم شعر دی چې هادي میران یې د خپل ځان لپاره وايي؟

هادي میران:

نشسته پشت چرخ عاشقی با سوزن و تارش / دلم را برده می‌دوزد، به چشمان غزل کارش

فرو می‌ریزد از شاخ لبانش آلوبالوها / میان آب عکس ماهتاب افتاده رخسارش

میان ظرفی از گل، سیب‌ها را چیده می‌آید / شبیه مریم قدیس در هنگام دیدارش

شبی که گیسویش در امتداد باد می‌رقصید / فروپاشید ایمان من و دل شد گرفتارش

به حکم اعتقاد سنتی‌ام فال دیدم گفت / غزل‌بافی بود کار تو پس از این به دربارش

چنان شد تا که آخر سرنوشت بوسه‌های من / گره افتاد با لب‌های از گل‌پونه سرشارش

مننه!

رویش: مننه، ښاغلی میران! ډېر مننه، چې د خپل بوخت ژوند یو څو شېبې مو موږ ته په واک کې راکړې، خبرې مو وکړې، کېسې مو وکړې او خپلې ځينې خاطرې مو را تازه کړلې.

هادي میران: مننه، زه هم ډېر خوښ شوم چې دا خاطرې مې له تا سره بیان کړې. دا به کلونه کلونه د یوه سند په توګه پاتې وي. مننه!

رویش: ستاسې د بریاوو په هيله، الله مو مل شه!

هادي میران: ژوندي اوسئ، تاسې ته د روغتیا هیله لرم!

Share via
Copy link