بيرته ستنېدنه؛ د هيلو او واقعیتونو ترمنځ واټن

Image

په افغانستان کې د ولسمشر محمد داود د حکومت له نسکورېدو وروسته د وحشتونو د پيل، د يرغلونو په وړاندې مقاومت، د واک په سر کورنيو جګړو، غربت، بې عدالتي  او په پرله پسې توګه د پرديو په نوښت د حکومتونو د نسکورولو لپاره د جګړو  د تسلسل له امله ډېر افغانان مجبور شول چې هېواد پريږدي. د هغوى له جملې څخه ځينې يې غواړي په خپله خوښه راستانه شي او ځينې نور يې د کوربه هېوادونو لخوا د زور له لارې را ايستل کېږي. د خپلواکي او اسلامي نظام لپاره د افغانانو سپېڅلې هيلې او سرښندنې د پرديو لخوا د خپلو ستراتیژیکو اهدافو قرباني او د افغان کډوالو شتون په افغانستان کې د جګړو د دوام، سياسي نفوذ، نړیوالو مرستو د جلب او نورو استخباراتي موخو وسيله وکرزيده.

متأسفانه افغان حکومتونو هم له خپل هیواد څخه د هجرتونو د مخنیوي او د خپلو هېوادوالو د راستنولو لپاره نه بنیادي پريکړې وکړې او نه يې هم ملي تګلاره جوړه کړه. اوس، چې ستراتيژيک وضعیت بدل شوي دى، هماغه پخواني کوربه هېوادونه افغان کډوال په زور، جبر، توقیف، او سپکاوي سره بېرته افغانستان ته شړي. شک نشته چې هېواد ته د راستنيدو پرېکړه،  د زړه له درده وي، له هېواد سره د مينې له امله وي او که د ناوړه حالاتو له امله د مجبوريت پربنسټ وي،  درنه قرباني غواړي او ستونځمنه پريکړه ده. افغان کډوالو په ګاونډيو هيوادونو کې د څو لسيزو له تيريدو وروسته په هغه ټولنه کې ځانونه مدغم کړي دي. هغوى د زور له لارې د بيرته راستنيدو په مهال له ځانه سره هيلې  لري، خو په پلارني هېواد کې ورته هر څه بدل وي او طبیعي خبره ده چې ځينې يې د مختلفو عواملو په اساس له  ستونځو سره مخامخ کيږي.

داسې فکر کول چې که یو څوک بېرته هېواد ته راځي،  وطن به ورته نورو خلکو تیار، ښېرازه او د ژوند له هر ډول اسانتیاوو څخه ډک کړى وي، یوه خيالي او غیرواقعي تمه ده. هېڅ هېواد نشي کولای چې د ستنېدونکو لپاره د هغوى له هيلو سره سم حالت وضعیت رامنځته کړي. په نړيواله کچه بډايه او ښېرازه هېوادونه  د پرديو لخوا نه بلکې د خپلو خلکو په زحمت، نوښت، عزم، ګډو هڅو او ګډ کار ښېرازه شوي دي.

البته زما مطلب کله هم دا نه دى  چې حکومت او دلته ميشت ولسونه د خپلو خلکو د راستنيدو په برخه کې هیڅ مسؤلیت نه لري. برعکس، دولت مکلف دی چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره لږ تر لږه هغه اساسي او لمړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي چې د ژوند د پیل لپاره ورته اړتیا ده. د بيلګي په توګه د سرپناه جوړولو لپاره د ځمکې ورکول، د کورونو جوړولو لپاره اجازه لیکونه، مالي تخفیفونه ورکول، د ښوونځي، کلينيک، سړک، د څښاک اوبو  ته لاسرسی، ماین‌پاکي، امنیت او د امکاناتو په چوکاټ کې د کار پیدا کولو لپاره د فرصتونو برابرول هغه څه دي چې د حکومت په لمړنيو مسئولیتونو کې راځي. دلته ميشت ولسونه مکلفيت لري چې په ټولنه کې د بيرته ادغام لپاره په نفسياتي او اخلاقي برخه کې د راستنيدونکو کډوالو ملاتړ وکړي.

په تېرو څو لسیزو کې موږ ولیدل چې سلګونه زره افغانان له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه راستانه شول یا هم د جبر له لاري راوايستل شول. له شنو امیدونو سره راغلل. ډېرى په خپل هیواد کې ارام او اسوده شول، خو يو شمير ځمکنيو حقیقتونو وخوړل او ناهيلي شول. حکومت له یوې خوا “د راستنېدونکو پالیسي” خبرې کولې، خو له بلې خوا ډېری پنډغالي له هر ډول بشري اسانتیاو لکه ښوونځي کتنځي سرکونو او پاکو اوبو څخه بې برخې پاتې وو. ډېری خلک له ستونځمن حالت سره مخامخ شول او په حکومت باندي يې د باور کچه صفر ته راښکته شوه. تعجب دى چې ډيرى راستانه شوي کډوال د څو کلونو لپاره د کور لپاره د ځمکې د يوې ټوټې ورکولو ته منتظر پاتې کيدل.

له همدې امله، دا اړینه ده چې حکومتونه یوازې د شعارونو له کمپاين او له نورو څخه د مرستو غوښتلو ورهاخوا د حکومتي لګښتونو د کمولو له مخې او د خپلو امکاناتو کارولو په چوکاټ  د مهاجرو بېرته را ستنېدنه مدیریت کړي. یوازې په تورخم اسلام قلعه او بولدک کې راتلونکو کډوالو ته د خيمو او خپلو ولاياتو ته د ترانسپورت ورکول بسنه نه کوي. هغه مشران چې د پلان نشتوالي، د فساد، بې غوري، بې کفايتي یا سیاسي رقابتونو له کبله د دغو خلکو د بدمرغیو سبب ګرزي، باید د سياسي مصلحتونو له مخې ورباندې سترګې پټې نشي بلکې د قانون پر وړاندې مسؤل وګڼل شي.

راستنېدونکي کدوال هم باید له واقعیتونو څخه سترګې پټې نه کړي. زموږ هېواد له سترو ستونځو سره لاس او ګریوان دى او حکومت محدودو امکانات په لاس کې لري. یوازې هغه مهال مثبت پرمختګ رامنځته کيداى شي، چې بېرته ستنېدونکي پخپله د کار، زغم او قرباني په اوږده پروسه کې برخه واخلي.  حکومت نه يوازې د راستنيدونکو لپاره د سملاسي بوختياو لپاره د فرصتونو برابرولو  په برخه کې محدود امکانات لري، بلکې په هېواد کې د ميشتو افغانانو لپاره هم د کاري فرصتونو په برابرولو کې سترې نيمګړتياوې لري.

په پرديو هېوادونو کې د څو لسيزو له تيرولو وروسته هېواد ته راستنيدل که څه هم له شک پرته ستونځمنه خو ابرومندانه پريکړه ده او د ژوند اساسي اړتیاوې یو دم نه پوره کېږي. راستنېدونکي افغانان باید راستنيدل  خپل مجبوريت وګڼي، د غوښتنو هيلو او ننګونو ترمنځ انډول رامنځته کړي. که د هغوى هڅې د ولس نفسياتي او اخلاقي ملاتړ او د حکومت لخوا د امکاناتو په اډانه کې اړينه همکاري دوام ولري، نو له دغې راستنېدنې سره به یوازې راستون شوى کورنۍ نه، بلکې هېواد هم ورو ورو پر خپلو پښو ودریږي.

د کډوالو تمه په بشپړه توګه بې‌ځایه نه ده او نه هم دولت بې‌مسؤلیته ده. دا دواړه باید يو بل ته اوږه ورکړي. دولت باید اساسي تسهیلات برابر کړي، او ولسونه باید د دې وطن د بیا رغونې اتلان شي. که تمه له حقیقت سره همغږې نه وي، مایوسي زېږوي . او که مسؤلیت له احساس سره یو ځای نشي، ناکامي رامنځته کيږي.

موږ نه وایو چې کډوال دې راستانه شي او د هېواد د بیا رغونې هیله دې یوازې د هغوی له راستنېدو سره وتړل شي. نه قطعاً نه. وطن د ټولو ګډ کور دى او د ابادولو په هکله يې ټول هېوادوال ګډ مسؤلیت لري. نه هېواد ته راستنېدل  او نه هم د راستنيدونکو خلکو منل احسان دى. د کډوالو راستنېدنه باید د ګډ حرکت او ملي همکاري پیل وي، نه دا چې له هغو خلکو څخه داسې تمه وشي، چې خپله اوږدمهاله محروميت یې یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه وه، نه د وطن د جوړولو مسئولیت.

موږ باید اوس درک کړى واى چې د سياست په اصطلاحاتو کې “اسلامي ورورولي” هم د نورو ډېرو اصطلاحاتو ترڅنګ  يو غولوونکي شعار دى او داچې افغان کډوال نور د کوربه هېوادونو لپاره د ستراتیژیکو، اقتصادي، نفوذي او استخباراتي ګټو وسیله نه، بلکې په سيمه کې د بدلونونو په پايله کې اوس پر افغانستان باندې د فشار  اله ګرزېدلي دي. د افغان حکومت او کډوالو لخوا د اسلامي ورورولي او ښه ګاونډيتوب اصطلاحات کارول  او له پاکستان څخه د وخت غوښتنه ځان غولونه ده.

کوربه هیوادونو ته د عذرونو وړاندې کولو پرځاى باید ټوله توجه د راستنېدونکو ته د لمړنيو اړتياو په پوره کولو او اوږدمهاله ادغام په ستونځه باندي متمرکزه شي. بېرته ستنېدنه نه باید یوازې یوه خوشبینانه تمه وي، او نه هم یوه مجبورانه پرېکړه؛ بلکې دا باید د هوښیار تصمیم، واقعي درک، او ګډ مسؤلیت پایله وي. که دولت، ولس، او پخپله کډوال هر یو خپل رول ونه لوبوي، دا بهیر به د هېواد د رغونې پر ځای د نوې بې‌باورۍ او ژورې ناکامۍ لامل شي. افغانستان هغه وخت ودېږي، چې هر افغان ځان د حل برخه وګڼي، نه دا چې د حل تمه له نورو ولري.

ليکنه: عبدالوحید وحيد

Share via
Copy link