شیشه میډیا

«شيشه میډیا» په ټولنیزو شبکو کې د همغږو او موازي رسنیزو پلیټفارمونو یوه ټولګه ده، چې پکې ویب‌پاڼه، د یوټیوب چینل، فیسبوک پاڼه، انسټاګرام، ټلیګرام او د ایکس شامل دي.  «شیشه» نوم په ډېر فکر او ځانګړي هدف سره غوره شوی، ترڅو دا رسنۍ وکولای شي د ښيښې ځانګړتیاوې لکه: روڼوالی (شفافیت)، ښکلا، بې رنګي، ژوروالی او انعکاس په ځان کې راونغاړي او نندارې ته یې وړاندې کړي.

«ښیښه» دا امکان برابروي چې یوې «هندارې» (آینې) ته ورسېږو – داسې یو ځای چې هلته د انسان انځور پخپله هغه ته منعکس کېږي، نه «بل» چا ته. په هنداره کې انسان له خپل ځان سره مخ کېږي او د خپل قضاوت لاندې راځي. همدا داخلي قضاوت دی چې د هغه ارزښت بنسټ جوړوي چې موږ یې د اخلاقي وجدان او انساني اخلاقو په توګه درناوی کوو.
خو «ښیښه» یوازې د انعکاس وسیله نه ده. دا یو داسې ډګر هم دی چې ګڼ شمېر انځورونه پکې له بېلابېلو زاویو څخه په یو وخت کې لیدل کیدی شي.

که هنداره په معمول ډول یو انځور یوازې له یوې زاویې ښيي، نو ښیښه دا امکان ورکوي چې واقعیتونه او روایتونه – څنګ په څنګ او په یوه ځانګړي تناسب – له بېلابېلو اړخونو وکتل شي.

«ښیښه»، د هندارې په څېر، د واقعیت په اړه پرېکړه (حکم) نه کوي. دا نومونه، څېرې او واقعیتونه هغسې منعکسوي لکه څنګه چې دي او یا هغسې چې هغوی یې د لیدلو هیله لري – پرته له دې چې د قاضي په څوکۍ کیني. له دې سره سره، دا روښانه ده چې موږ هر څه د ښیښې مخې ته نه ږدو او نه هم هر څه پکې منعکس کوو. زموږ لپاره، «شيشه» یو نازک او د درناوي وړ امانت دی: هغه امانت چې له یوه نسل څخه نسل ته او بیا له هغه څخه راتلونکو نسلونو ته سپارل کېږي– داسې امانت چې ساتنه یې په هوښیارې کارونې او مسؤلانه محافظت سره کېږي.

په «شیشه» کې، موږ د کینې، عقدې او کرکې ګردونه نه خپروو. موږ د منعکس کولو لپاره سوژې او څېرې پخپله ټاکو، خو بیا هم هر انسان او هر واقعیت په «شيشه» کې خپل آزاد او خپلواک شتون ساتي. موږ د هېچا تر خبرو لاندې پټو شیانو پسې نه ګرځو او نه هم کوم واقعیت له طبقو لاندې څه سپړو. هر څه هغسې منعکس کېږي لکه څنګه چې دي او لکه څنګه چې سرچینه یې غواړي. کله چې یوه څېره یا واقعیت په «ښیښه» کې منعکس شو؛ نو د هغه انځور قضاوت خلکو او تاریخ ته سپارل کېږي – او دا دقیقا هغه څه دي چې «شيشه» یې په لټه کې ده.

د خبرو اترو او ډیالوګ ترڅنګ، «شیشه» زموږ د پرون، نن او سبا د هنر، ادبیاتو او تخلیقاتو د انعکاس ځای هم دی. په «شیشه» کې، موږ د هر هنرمند او خالق لاسونو ته درناوي کوو.

موږ د ښیښې له ځانګړي نازکوالي څخه هم خبر یو – هغه نازکوالی چې په اسانۍ نه رغېږي. له همدې امله «شیشه» ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري. موږ شيشه له هرې تیږې سره نه جنګوو؛ ځکه پوهیږو چې که ښیښه ماته شي، نو پښېماني یې تل پاتې کېږي. دا رښتیا ده چې «ښیښه چې ماته شي، لا تیره (خطرناکه) کېږي»، خو ماته شوې ښیښه بیا هغه ښیښه نه وي چې انسان ترې د ښیښې په څېر د ګټې تمه ولري.

راځئ چې ښیښه ماته نه کړو
راځئ د هغې د ماتولو هڅه ونه کړو…
راځئ چې ساتنه یې وکړو…
د «شيشې» په ملتیا، موږ ستاسو حضور ته د میلمنو په توګه راځو؛
خپل مهربانه لاسونه د «شيشې» هرکلي ته خلاص کړئ.