له محمدانور وفا سمندر سره د شِشه ميډيا مرکه

Image

مرکه: عزيز رويش

ژباړه او ايډيت: صديق دقيق

پيل:

د شيشه ميډيا درنو ملګرو سلام!

په دې ځانګړې خپرونه کې ښاغلی انور وفا سمندر راسره دی.

سمندر صاحب د پښتو ژبې لیکوال او شاعر دی.

تر اوسه يې په پښتو او فارسي ژپه ۲۲ عنوانه کتابونه هغه ډېر کتابونه ( ناولونه، د سپين شعر تجربې، فلسفي ـ ارواپوهنيزې ليکنې، د پوهاوي د تحول په برخه کې فردي موندنې، له فارسي څخه پښتو ته ژباړې او نور) چاپ شوي دي. په دې مرکه کې به د هغه د ژوند، تجربو او لیکوالي په هکله معلومات ترلاسه کړو.

زېږون

رویش: سلامونه سمندر صاحب. خوښ یو چې د شیشه میډیا په دې صمیمانه خپرونه کې راسره یاست. که لومړی د خپل ځان په هکله را ته ووایاست. عمر مو څومره دی؟ چېرته زېږېدلي یاست؟ د خپلې کورنۍ، مور او پلار، وروڼو او خویندو په اړه معلومات راکړئ.

سمندر: قدرمن رویش صاحب تاسې او ټولو ليدونکو ته سلامونه وړاندې کوم. خطرناکه پوښتنه مو را مخکې کړه. عمر انسان ته دا ور یادوي چې نور نو د بوډاتوب پر خوا روان یې. زه شپېته کاله وړاندې د میدان په دره کې زېږېدلی یم.

ارواښاد پلار مې ويل چې په چنګاښ کې زېږدلی يې، خو خدای بښلې مور به مې ويل چې زويه د غنمو لو ګډ و چې پيدا شوې. په هر صورت، ما ځان ته ۱۳۴۱ د تلې ۳۰مه په دې فزيکي قالب کې د زېږون ورځ ليکلې ده.

رویش: په فارسي کې يو متل دی. وايي «شصت و شکست»! تاسې په دې په  شصت و شکست څومره باور لرئ؟

سمندر: دقیقاً، همدغه د شصت او شکست حال مې دی. په هر حال، زه کوښښ کوم چې د مولانا رومي شاګرد و اوسم. کوښښ کوم چې هره ورځ بیا وزېږم او هڅه کوم چې د حال یعنې ژوندۍ زمانې وږی واوسم؛ په دې ډول زړښت مري او ماشومتوب هم له منځه ځي. انسان په حال زمانه کې همیشه ژوندی او تازه وي، خو فزیکي قالب او څېره یې زړېږي، له کاره لوېږي او هغه انرژي چې د ځواني په موسم کې لري، ورسره نه وي.

اوس زه په همدې وضعيت کې يم، تاسې هم دعا را ته وکړئ او نور دوستان چې موږ ويني هم دې دعا را ته وکړي چې دا شپېته کلني مې مات نه کړي.

رويش: زه يو مدني ښوونکی يم. معمولاً چې مې له زده کوونکو سره خبرې کوم، ورته وايم چې عمر دوه ډوله دی: يو تاريخي عمر او بل طبيعي عمر. ټول موجودات چې زموږ په طبيعت کې دي، طبيعي عمر لري. يو وخت ژوندي کېږي، تر يوه وخته وي او بيا مري. ونه، لېوه، غوايی، يا پسه چې خپل شاوخوا يې وينئ، ټول طبعي عمر لري؛ مګر انسان له دې امله چې د طبيعت غړی دی او طبيعي عمر لري، يو تاريخي عمر هم لري. د انسان تاريخي عمر ممکن د هغه له زېږېدو پيل شي، ځکه له هماغه موجوديته يې را پيل کېږي، خو په مړينه يې نه ختمېږي.  

د انسانانو تاريخي عمر د هغوی له کاره اندازه کېږي. کار په حقيقت کې د انسان د خلاقيت ساحه ده. د اسلام پيغمر ۶۳ کاله  عمر وکړ؛ مګر تاريخي ژوند يې هغه تر اوسه ژوندی ساتلی دی. اپلاتون، ارستو، سقراط او ډېر نور کسان چې په تاريخونو کې يې نومونه وينو، مانا يې دا ده چې د هيڅ يوه تاريخي عمر نه دی ختم شوی. يا په بل عبارت، هغوی داسې کارونه کړي دي چې په هغو سره تلپاتې دي. اوس نو ممکن د يو کار اخلاقي ارزښت ته وګورو، چې ښه دی که بد؛ ممکن د هغه سپکوالی او دروندوالی وسنجوو، خو هر انسان دخپل کړي کار او د هغه د کيفيت په کچه تاريخي عمر کوي.

خوښ يم چې د يو شاعر او ليکوال په توګه مو د مولانا يادونه وکړه. غواړم پوښتنه مې هم له همدې پيل کړم. څنګه مو له مولانا سره اړيکه پيدا شوه؟

سمندر: مولانا د خپلې زمانې استاد و او يوه داسې خزانه يې په ميراث پرېښوده چې تر اوسه د ژوند او عشق انګازې کوي. کله چې ما د ژوند تر لوړو ژورو وروسته د ايډيولوژيکې مطالعې او کلکو متنونو، روانو او ژونديو متنونو ته مخه کړه، مولانا مې وموند او دا چې د کلونو او عمرونو تږی وم او د روحي ژوند ونه مې په خزانېدو او مړاوي کېدو وه، غوښتل مې چې د مولانا جام وڅښم او بيا وزېږم او نوی شم. د مولانا جام مې وڅښه او واقعاً يې بېرته را ژوندی کړم. 

رويش: سمندر صاحب مولانا په يوه شعر کې وايي: «آب کم جو تشنگی آور به دست / تا بجوشد آب از بالا و پست». دې شعر ستا پر فکر څومره اغېز درلود؟

سمندر: رویش صاحب زه داسې فکر کوم چې د هر لوستونکي مولانا بېل دی. هر څوک چې مولانا لولي یو جلا مولانا مومي، ځکه هر انسان یو ه آګاهي ده. عزیز رویش یو آګاهي ده، انور وفا یو آګاهی ده، مولانا هم یوه آګاهي ده. زه ده ته د خپلې آګاهۍ له درېڅې ورګورم. داچې څومره دی موندلای شم، دا بېله خبره ده خو په هر حال، داسې فکر کوم چې د هر وګړي د ذات او جوهر حکمت آګاهي ده ځکه د انسان ذات، ګوهر یا وجودي هسته د هغه روح دی او روح آګاه دی. دا چې د يوه قالب په پوښ کې نړۍ ته راغلی او په دغه فزیکي ډانچه کې پروت دی؛ نو مجبور دی چې پر ذهني آګاهي، حسي آګاهي او عاطفي آګاهي باندې تکیه وکړي او په همدې قالب کې وده وکړي او داسې تجربه پيل کړي چې ځان‌پېژندنې او د هغې له لارې خدای پېژندنې ته ورسېږي؛ نو ځکه په انسان کې دا تنده شته. انسان هر څه لولي. کله چې د آګاهي او لارې د ټاکنې موضوع وي، زه چې خپلو ماشومانو، اولادونو او ملګرو ته په دې اړه چې څه شی ولولي، مشوره ورکوم؛ نو ورته وایم هغه شی ولولئ چې ستاسې زړه پرې اوبه څښي.

همدا دليل و چې مولانا رومي د کلام د برخې يوه نوميالي په توګه زما تنده ماته او روحي اور يې را مړ کړ او ما ته يې دا فرصت راکړ چې بيا وزېږم.

وفا سمندر

رویش: سمندر صاحب د خپل نوم او تخلص په اړه را ته ووایاست. په افغانستان، خصوصاً په پښتنو، کې چې کورني نومونه ډېر دود نه دي او ډېر لوستي کسان خپله ځان ته تخلص ټاکي، ډېر کسان حتمي د تخلص یوه کیسه هم لري. یو وخت عصمت قاننع صاحب هم د خپل ځان او ځینو نورو مشهور لیکوالو د تخلصونو کیسې لیکلې وې. ستاسو نوم او تخلص هم تر عادي نومونو یو څه لوی دی. د خپل تخلص کیسه مو را ته وکړئ. څنګه «وفا سمندر» شوې؟

سمندر: په لومړي ځل چې ما ځانته تخلص ټاکه؛ هغه وخت زه په کابل پوهنتون ته داخل شوم. زما د پلار نوم محمد اکبر دی. هغه وخت چې زه په دولسم ټولګي کې وم، کله کله به مې ځان ته «اکبري» وایه، خو په پوهنتون کې مې ځان ته «وفادار» تخلص وټاکه. وروسته مې ولیدل چې د افغانستان په تاریخ کې د «وفادار» په نامه څه څه کارونه او څه غمېزې وشوې؛ نو هغه «دار» مې ترې ایسته کړ او تنها «وفا» مې پرېښود. هڅه مې کوله چې همداسې وفا پاتې شم، نه پوهېږم چې شوی به یم که نه، دا جلا خبره ده او  دا بايد زما د باور او عمل ثابته کړي، خو داچې ولې سمندر شوم، د دې کيسه ډېره جالبه ده.

د طالبانو د حاکميت لومړۍ دوره وه. ما هغه وخت ډېر ليکل کول. تقريباً په يوه وخت کې مې پر څلورو ناولونو کار کاوه. د لومړي ناول دليکلو په وخت کې مې، ارواښا استاد اسد اسمايي، ممکن تاسې يې هم نوم اورېدلی وي، په کابل کې ژوند کاوه او واقعاً يې زه تر خپل سيوري لاندې ساتلی وم؛ ځکه ما ليکل کول، خو شرمېدم چې دا زما ليکل سم دي که ناسم.

د «زرګر او زرلاسي کوډګر» کيسه

رويش: يعنې دا چي خلک دا ليکنې لولي که نه؟

سمندر: هو، دا چې ټولنه زما ليکنې مني که نه. دا د ټولنې د هر وګړي حق دی چې انتخاب وکړي، خو ما يې د ليکلو په وخت تشويش او اندېښنه درلوده چې اوس مې ټولنه تر پښو لاندې نه کړي چې ته له چتې وتلی يې ( خپل حدونه دې هېر کړي دي!) دا دې څه ويلي دي! دا خو کيسه نه ده، خو د ارواښاد اسد اسمايي ياد دې پخير وي؛ پر ما يې د ملاتړ سيوری خپور کړ او دا جرات يې راکړ چې څنګه يې ليکلای شم، هماغسې يې وليکم.  د زرګر او زرلاسي کوډګر په نوم زما د لومړي ناول د چاپېدو هم عجيبه خاطره وه. د دې کتاب ژباړه، يا بيا ليکنه تېر کال په ايران کې د «جاردوگر هزاردست» په نوم خپره شوه. هماغه وخت مې غوښتل چې دا رمان په پېښور کې چاپ کړم، خو دا وېره را سره وه چې زه خو دلته په کابل کې اوسېږم، هسې نه ستونزې را ته جوړې شي.  

د دې په ضمن کې مې هماغه وخت، يو څه ځانغوښتنه، که کوم بل څه هم لرل او فکر مې کاوه چې زموږ لوستی نسل ژوره مطالعه نه کوي. سطحي شيان لولي او ليکي. هماغه وخت زما فکر همدا و، ممکن دا به ځانعوښتنه وه، يا به کوم بل څه و.

استاد اسد اسمايي ته مې وويل چې غواړم دا کتاب د انور وفا په نوم چاپ کړم. ورته ومې ويل چې غواړم پرې وليکم چې د انور وفا ژباړه. ويې پوښتل: ولې؟ ما ويل: که داسې وکړم خلک به دا ناول ولولي. ويې ويل: ولې داسې وايې؟ ما ورته وويل: د روسيې کلاسيکو ادبياتو ته وګوره چې څومره لويه خزانه لري؛ مګر داستايفستيکي هغه وخت خلکو وپېژاند چې نور په دې نړۍ کې نه و. تولستوي او پوشکين هم همداسې. په هغه وخت کې د روسيې په لوستي نسل کې فراسنوي ناولونه موډ وو، خو روسي ادبياتو ته هغه وخت د يوې خزانې په سترګه وکتل شول چې لوېديځې نړۍ ته ورسېدل او هلته دود شول. دلته هم قضيه همداسې ده. که ژباړه پرې وليکو، ممکن خلک يې لوستلو ته لېوال شي.

ښاغلي اسمايي وخندل، ويې ويل خبره دې بېځایه نه ده؛ نو ما هغه کتاب فقط د وفا سمندر په نوم چاپ کړ. تر هغه وروسته د ۲۰۰۰ کال په مارچ کې مې له بي بي سي سره همکار شوم. هلته هم بهر چا د «وفا سمندر» په نوم نه پېژندم، خو د «وفا سمندر» په نوم مې خپرونې جوړولې او وړاندې کولې. تر هغه وروسته مې نوم همداسې پسې پاتې شو، خ تر دې ور هاخوا زه له ډېر پخوا له ځنګل او سمندر سره ډېره مينه لرم. زما په درون کې يو نا اشنا سمندري اقليم شته؛ نو ځکه مې هم سمندر په خپل نوم پسې ور زيات کړ.

رویش: د کتاب په هکله را ته ووایاست. خلکو هغه کتاب خوښ کړ او ويې مانه؟

سمندر: د کتاب د کیسې سوژه واقعي ده. دا يوه عيني او تراژيديکه کيسه وه. د کابل په یوه سیمه کې یوه مېرمن وه چې پرلپسې یې لوڼې زېږولې، خو مېړه یې زوی غوښت. هغه ته زوی اولاد ښکارېده. تر هغه وروسته چې ښځې یې یو څو لوڼې وزېږولې، مېړه یې ګواښ ورته وکړ چې که دې دا ځل هم لور وزېږوله، وژنم دې.

د دې ښځې په ذهن کې د خپل مېړه همدا ګواښ چې وژنم دې شپه او ورځ تکرارېده. د ميندوارۍ نهه مياشتې يې په همدې وضعيت ژوند وکړ او نور يې وضعيت يو مخ خراب شو. دا ځل چې مېرمن ماشوم زېږوي؛ نو داسې کار کوي چې د تراژيدي اوج دی. زه چې په دې کيسه خبر شوم؛ نو ناول مې پرې وليکه. په ناول کې د کيسې اتله، چې زرګره نومېږي، خپله کيسه کوي. هغه د  شپې په هغه هديره کې پرېوځي چې ټولې لوڼې يې پکې خښې دي. دا مېرمن خپلو لوڼو ته خپله کيسه کوي. دا ورته د خپلې عاشقي، ځواني او پوهنتون ټولې کيسې ټکي په ټکي کوي.

رويش: خلکو د دې کتاب څنګه هرکلی وکړ؟ کله چې تاسې د ژباړې په نوم خپور کړ، خلکو يې هرکلی وکړ؟

سمندر: له بده مرغه په هغه وخت کې زما اقتصادي وضعيت خراب و. هغه کتاب مې د يوه ملګري په مالي مرسته، چې له لندنه پېښور ته راغلی و، چاپ کړ. کله چې لندن ته روانېده، زنګ يې را ته وواهه او را ته ويې ويل چې هوايي ډکر ته راشه چې سره ووينو او خدای پاماني وکړو.

هوايي ډګر ته ورغلم. تر دې مخکې چې الوتکي ته وخېژي، په جېب کې يې يو شی را کېښود. چې ومې کتل پنځه زره کلدارې وې. ما ويل دا ولې: را ته ويې ويل: په دغو پيسو دې اولادونو ته يو څه واخله. ما ورته وويل: نه؛ زه په دغو پيسو يو کتاب چاپوم.

له هغو پيسو سره مې يوڅه نورې يو ځای کړې او خپرندوی ته مې ورکړې چې کتاب مې را چاپ کړي. هغه وويل: په دغو پيسو، پر زېړ کاغذ ۳۰۰ ټوکه در چاپولای شم. ناځوانه ۳۰۰ چاپ نه کړ. ۲۴۰ ټوکه يې راکړ او ويې ويل چې نور په ماشين کې خراب شوی دی. د خپرندوی نوم نه اخلم، خو په هر حال بيا يې هم له ما سره نيکي وکړه.

فکر کوم هماغه ۲۴۰ ټوکه هم چا وا نه خيست. هغه مې هم خلکو ته ډالۍ کړ. د استاد اسماعيل اکبر ياد دې پخير وي. هغه وخت مې نه پېژاند، خو کتاب مې ور رسېدلی و. ما په بي بي سي کې کار کاوه، يو څوک راغی، يو ليک يې راکړ او را ته ويې ويل چې دا مې پلار راکړی دی. په هغه ليک کې په پنسل ليکل شوي وو:« خلک دې کتاب نه خوښوي، خو زما پارښتنه درته دا ده چې همداسې مخکې لاړ شه. پروا نه لري. اوس يې څوک نه درک کوي.

د يوه بدلون څرک

رويش: اوس به ستاسې د ودې وخت ورشو. په کوم ښوونځي کې مو درس ولوست؟ وروسته مو د زده کړې په وخت کې څه پېښې وشوې او څه بدلونونه راغلل؟ څه مو وکړل؟ څنګه له ښوونځي پوهنتون ته لاړئ چې بيا يو شاعر او ليکوال شوئ؟

سمندر: دقیق کال یې زما نه په یادېږي، خو دا چې په ۱۳۴۱ کال کې زېږېدلی يم، فکر کوم په ۱۳۴۷ یا ۱۳۴۸ کال کې مې پلار زه د میدان په دره کې د ميدان په جمعیت لیسه کې شامل کړم. هلته یوازې همدا یو ښوونځي و.

رویش: دا ښوونځي د میدان په کومه دره کې دی؟

سمندر: دا ښوونځي د میدان په دره کې و. هلته به له جلریزه نیولې بیا د وردګو تر ځینو لریو پرتو سیمو پورې هم زده کوونکي را تلل. یو ټولګی مې هلته ولوست.

رویش: زده کوونکي په پښو راتلل؟

سمندر: نه. هغه زده کوونکي چې د لرې پرتو سیمو وو، هغو کسانو چې پیسې درلودې، هغوی به په بایسکلونو راتلل، خو نورو به په ډېر تکليف ځانونه په لیني موټرونو کې را رسول. زما یادېږې چې یوه ورځ ډېره دردناکه او تراژیکه پېښه وشوه. موږ له ښوونځي څخه د کور پر لور تلو. دغه لوی سرویس جنګله لرونکي موټر به راتلل، هغو هلکانو به لار ورته نیوله چې کورونه به یې لرې وو. د کلینر به لرګی په لاس کې و؛ دوی به یې وهل او نه به یې ور پرېښودل. یوه ورځ دغو هلکانو په یوه ګولایی   کې لار ورته ونیوله؛ ډرېور هم عصباني شو، مخامخ پرې ورغی او څو نفره ځوانان یې ووهل او هماغلته ووژل شول.دا پېښه مې تر اوسه له یاده نه ده وتلې. بیا زموږ له کور سره نږدې د رستم خېلو د لومړني ښوونځي په نوم یو ښوونڅی جوړ شو او زه هلته تبدیل شوم. تر پنځم ټولګي پورې ماهلته ښوونځي ولوست او بیا بېرته جمعیت لیسې ته میدان ته راغلم، تر څو چې د ثور دوزخ راته، ما هلته درس لوست. زه په دغه وخت کې په لسم ټولګي کې وم. یو کال هلته وضعیت ښه و او درس مو ولوست. په یوولسم ټولګي کې وو چې زموږ لیسه یې وسوځوله.

رویش: مجاهدینو وسوځوله؟

سمندر: هو، مجاهدینو وسوځوله. هغه هم زما ډېره ترخه خاطره ده، ځکه کله چې سهار راغلو ګورو چې ښوونځي مو سوځېدلی دی. زموږ په لیسه کې دولت ټانګ درولی و او لیسه یې په ټانګ ساتله. په کومه ورځ چې ټانګ ولاړ. په سبا چې راغلو له ښوونځي دود جګېده. ښوونځي دوې ودانۍ درلودې، چې دواړې مکملې سوځېدلې وې.

رویش: په دې لېسه کې یوازې هلکان وو، که نجونې هم وې؟

سمندر: دا د هلکانو لېسه وه. په غریو نیولي حالت کې په ایرو کې وګرځېدو. ما د ایرو په منځ کې یو پلاس پیدا کړ، دا پلاس بیا ډېر کلونه له را سره و او ویل به مې چې دا د میدان د لیسې يادګار دی. دا لېسه چې يې وسوځوله موږ کابل ته را کډه شوو. پلار مې هغه وخت د شاهي دورې د کورنيو چارو وزارت ملکي مامور و، خو له دولت او هغه ګوند سره یې نور کوم تړاو نه درلود. پلار مې هغه وخت کډه راوړله او موږ په ۱۳۵۸ کال کې کابل ته راغلو. زه به څو میاشتې بیا له دغه ځایه هر ورځ ښوونځي ته تلم. موږ په دې هیله و چې د جګړې ستونزه به ژر حل شي. یوولسم ټولګی مې هلته خلاص کړ، خو بیا و نشوه. په دوولسم ټولګي کې د کابل غازي لیسې ته را تبديل شوم. دوولسم ټولګی مې د کابل په غازي لېسه کې ولوست. جالبه دا ده چې زه همیشه وایم چې ما یوازې درې ټولګي، لسم، یوولسم او دوولسم، لوستي دي.

تر هغه وړاندې ښوونځی را ته سور دوزخ و. هره ورځ چې به تلم، نيمه ورځ به مې پر دې ژړل چې اوس به مې بيا مور د ښوونځي په بکس کې ډوډۍ ږدي او وايي به چې ښوونځي ته لاړ شه. هغه وخت موږ د ماسپښين له خوا ښوونځي ته تلو، نيمه ورځ به مې په ژړا تېرېده. له ښوونځي تر راتلو وروسته به مې بيا ژړل، چې سبا به بيا ځم. خدای بښلي پلار به مې وهلم نه، خو دا يو اخطار به يې هر وخت راکاوه چې انوره که ناکام شوې وژنم دې.

رویش: په دې اړه دې کومه کیسه لیکلې که نه؟

سمندر: ښوونځی مې په دې ډول ویلی. تر لسمه ما یوازې د پلار په خاطر ښوونځی ویلی او فقط ځان مې کامیاباوه، خو لسم، یوولسم او دوولسم مې سم وويل.

رویش: ولې، دلیل یې څه و؟

سمندر: دلیل یې دا وه چې له ماشومتوبه مې یو عادت درلود چې هيڅ شی مې په زور نه مانه او پلار د خپلې دودیزې روزنې له مخې له زوره کار اخیست. که یې ما ته اخلاقي روزنه راکوله، یا یې ښوونځی را ښوو او یا یې د ژوند شرایط او قوانین راښوول، غوښتل یې چې ټول د جبر او د یوې زړې او د ده د منل شوې بستې په شکل زما په ذهن کې ځای پر ځای کړي او په ما کې بیا دننه یو بغاوت و. سره له دې چې هيڅکله مې د هغه بې احترامي نه ده کړې، خو دا بغاوت را پکې و او تر اوسه مې ژوندی ساتلی دی.

د الهام بښونکي بنجاره کيسه

رويش: کله چې له ښوونځي فارغ شوئ او پوهنتون ته لاړئ، بيا مو کورنۍ کابل ته راوسته که نه؟

سمندر: هو. موږ په ۱۳۵۸ کال کې کورنۍ کابل ته راوسته. دا وخت د ميدان په غرنيو سيمو کې جګړه روانه وه. لومړی هزاره مېشتې سيمې او وروسته د ميدان لوړې غرنۍ سيمې د دولت له واکه ووتې. هغه وخت مې پلار کورنۍ کابل ته راوسته؛ ويل يې چې دوې درې اوونۍ دلته پاتې کېږو، جګړه ختمېږي، بيا بېرته کلي ته ځو.

دوې درې اوونۍ تېرې شوې او موږ په کابل مېشت شوو. له همدې امله زه د يوولسم ټولکې دوې درې مياشتې هر سهار ميدان ښار ته ښوونځي ته تلم، يوولسم ټولګی مې هلته ختم کړ. په ۱۳۵۹کال کې مې پلار را ته وويل چې ځان کابل ته را ‌سه‌پارچه کړه. هغه وخت د غازي لېسې نوم شېرشاه سوري لېسه و. دوولسم ټولګی مې په غازي لېسه کې ولوست او د کانکور په ازموينه کې تر بريا وروسته لومړي انتخاب ته، چې د کابل پوهنتون ژورناليزم پوهنځی و، بريالی شوم.  

رویش: په پوهنتون کې کومې څانګې ته بريالي شوئ؟

سمندر: جالبه دا وه چې پوهنتون ته تر تلو وړاندې مې د الوتلو شوق او هيله درلوده. سترګې به مې تل په اسمان کې وې. له هماغه وړکتوبه مې اسمان ته تلوسه وه. مرغان او الوتکې مې ليدې او ويل به مې چې کاشکې يو د شيشې اطاق وای او زه په اسمان کې پکې اوسېدای. داسې خيالونه را سره وو؛ نو کله چې دوولسم ټولګي ته ورسېدم، پلار ته له ويلو پرته د افغانستان هوايي ځواک ته ورغلم، خو هلته په صحي ازموينه کې ناکام شوم. په يوه څوکۍ کې يې کېنولم او هغه يې وڅرخوله؛ نور نو زه ښکته را ولوېدم؛ ځکه له ماشومتوبه سر را باندې ګرځېده.

هغه استاد چې ازموينه را نه اخيسته، را ته وويل چې ته يوازې د هليکوپترو پيلوټ کېدای شې. ما ورته وويل چې نه يوازې هليکوپتر خوند نه راکوي؛ ځکه تېز نشي تلای. سر مې هم خرېيلی و چې په هوايي ځواکونو کې شامل شم خو ونشوه، خو کله چې د کانکور د پایلو کتلو ته لاړم، ومې ليدل چې لومړي انتخاب ته بريالی شوی يم. په هغه وخت کې د لېسې دورې زده کوونکو په دوو برخو( ټولنيز علوم او ساينس) کې زده کړې کولې او په ټولنيزو علومو کې زما لومړی انتخاب ژورناليزم و. نومرې مې لوړې وې. لومړي انتخاب ته بريالی شوم. ژورناليزم هغه وخت د د ټولنيزو علومو پوهنځي يوه څانګه وه. اوس خپله بېل پوهنځی دی.

رويش: ژورناليزم يوه تخصصي څانګه ده. تاسو څنګه ليکوالي او فرهنګي کارونو ته مخه کړه؛ ځکه دا ژورناليزم ته ډېر نږدې نه دي؟

سمندر: همداسې ده. زما مسلک ژورناليزم دی، خو همېشه دا هڅه کوم چې د ادبياتو شاګرد و اوسم. درته ومې ويل چې زما او درس او زما او کتاب ترمنځ سخته دښمني وه. دا دوزخي وضعيت مې په لومړي ځل يوه بنجاره په سر کې مات کړ. فکر کوم د ښوونځي په اووم، يا اتم ټولګي کې به وم چې دغه بنجاره د ښځو د سينګار د شيانو تر څنګ ځينې کتابونه هم راوړو او پلورل به يې. په يوه کتاب کې د ادم خان او درخانۍ منظومه وه. بله ورځ يې« یتميمه نجلۍ» او «د کاونډې لور» کتابونه راوړي وو.

نه پوهېږم څنګه شوه؟ سره له دې چې اصلاً په فارسي نه پوهېدم، خو بيا مې هم له دغو کتابونو سره لېوالتيا پيدا شوه. په لومړي ځل مې چې د ادم خان او درخانۍ منظومه ولوستله، زه يې ځان ته جذب کړم او دا لومړۍ ورځ وه چې زه له خپلو همزولو بېل شوم او ځان مې ګوښه کړ.

يوه ورځ مې پلار «يتمه نجلۍ» کتاب ته متوجه شو. د دې کتاب پر پښتۍ د يوې ښځې عکس و. پلار مې را ته وويل چې وه هلکه ته دا کتابونه لولې؟! پلار مې فکر کاوه چې حتمې بېلارې کېږم، خو دا يوازې د کيسو کتابونه وو. دا بنجاره عزيز نومېده چې زه يې وژغورلم.

هغه پښتانه چې په فارسي ليکوالي کوي

رويش: سمندر صاحب د پښتو ځينې ليکوالان او شاعران، د فارسي ډېر تکړه شاعران او ليکوالان هم وو، لکه ارواښاد استاد حبيبي او ارواښاد سليمان لايق؛ تاسې هم په فارسي پوخ او روان نثر ليکئ؟ څه فکر کوئ؛ د پښتو او فارسي ژبنی توپير ته په کتو له پښتو فارسي ته، يا د يوه پښتون په توګه فارسي ليکوالي او شاعري اسانه ده که سخته؟

سمندر: که د خپلې شخصي تجربې پر بنسټ درته ووايم، کله چې مې په ذهن کې يو مفهوم پيدا کېږي او وغواړم چې هغه د کليمو چوکاټ ته واچوم او ويې ليکم، وضعيت ته ګورم چې زه په کومه ژبه دا مفهوم ښه بيانولای شم. کله چې مې «دوازده بال» ناول په فارسي وليکه، د هغه علت دا و چې هغه ناول له عرفان او د نفس له تزکيې سره تړاو درلود. فارسي ژبه په دې برخه کې ډېره ښه او غني وه. وېرېږم چې اوس ځينې ملګري و نه وايي چې زموږ، يعنې د پښتو نثر هم ښه دی. زه دا منم.

پښتو خپل ځانګړي ظرفيتونه لري. پښتو ډېره عالي رنګيني لري. په پښتو کې ډېره ښه خيال پردازي کېږي، خو په هغه برخه کې ما ته فارسي تر پښتو اسانه وه. کله چې د ادبياتو په برخه کې څه ليکم، کوښښ کوم چې هغه ټول قلفونه او دېوالونه چې د غږ مخه مې نيسي له منځه يوسم؛ ان که په دې برخه کې ژبه را ته خنډ وي هم ترې تېرېږم. زما تجربه دا ده چې ځينې شيان پخپله مورنۍ ژبه کې ډېر ښه بيانېږي، خو ځينې نور داسې شيان شته چې ما غوندې کس ته دا اسانه ده او پکې راحت يم چې هغه په فارسي بيان کړم. زما شخصي تجربه همدا ده.

رويش: زما دا پوښتنه ممکن يو څه ننګوونکې وي. ډېر پښتانه شخصيتونه دي په فارسي هم ډېرې روانې خبرې کوي، ليکوالي پکې کوي او ښه شعر پکې ليکي؛ مګر د هغو فارسي‌ژبيو شمېر چې پر پښتو دې مسلط وي او دا جرات دې وکړي چې په پښتو ليکل وکړي؛ په تېره بيا يو څه ژور متنونه لکه، کيسه، شعر او نور؛ ستاسې په نظر د دې دليل څه دی؟

تاسو د پښتو ژبې د يوه ليکوال او شاعر په توګه، چې پر فارسي هم مسلط ياست، ستاسو په نظر د پښو او فارسي تر منځ په دې پل او اړيکه کې، د دواړو لوريو ترمنځ دا توپير ولې دومره ډېر دی؟ ولې فارسي ژبې په پښتو کم ليکل يا د ليکلو جرات کوي، خو پښتو ژبې ډېر په اساني د فارسي نړۍ ته ننوځي او په فارسي ليکل کوي؟

سمندر: دقیقاً. زه فکر کوم پر دې موضوع بايد ډېر بحث وشي چې موږ ولې په داسې وضعيت کې يو. فکر کوم يوه اندازه دا مساله هم ده چې زموږ انساني خوی او بوی څه ډول دی. انسانان هغه وخت پر يوه دسترخوان کېني او له هغه خواړه خوري چې د هغه په اړه ذهني پوهاوی ولري، د ده او هغه دسترخوان ترمنځ يوه دروني سوله وشي او هغه خواړه ومني چې په هغه دسترخوان کې دي. له بده مرغه زموږ فرهنګي فضا دومره وده نه ده کړې چې خلک خپل وطنوال د خپل ملت غړي وګڼي، يعنې هغه ښکلا اوښېګڼه چې په ځان کې ويني هغه په يوه ازبک کې هم وويني.

هغه ښکلا اوښېګڼه چې يو پښتون يې په ځان کې ويني، هغه په يوه تاجک کې هم وويني. هغه ښکلا اوښېګڼه چې يو تاجک يې په ځان کې ويني، په قزلباش کې يې هم وويني. ممکن يو علت يې دا وي چې که څه هم پښتو د شعر له پلوه غني ده، خو زموږ نثر نسبتاً ځوان دی؛ په تېره بيا هغه نثر چې اوس په پښتو کې د مسلط نثر په نوم منل شوی دی، ډېر ځوان دی. د دې تر څنګ په ادبي لحاظ هم له فارسي سره ښه انډول نه لرو.

د فارسي ژبې ځانګړنې

رويش: غواړم د فارسي ژبې د اغېز په اړه ستاسو نظر واورم. مثلاً، ترکان راغلل او د فارسي حوزي ته ننوتل. ازبکان، مغلان، عرب او پښتانه راغلل او د فارسي حوزې ته ننوتل. دا ټول، له استثنا پرته، په زور او غلبه د فارسي حوزې ته ننوتلي دي. یعنې مغلانو هم فتح کړې ده، ترکانو او ازبکانو هم فتح کړې ده او دا سيمه يې نيولې ده، عربو هم فتح کړې ده او پښتانه هم په ډېرو مواردو کې په غلبه ورننوتلي دي؛ مګر دا ټول په فارسي کې هضم شوي دي، يا يې ان فارسي د خپل هويت برخه ګڼلې ده. برعکس پر فارسي د دوی اغېز ډېر کم دی.

له اغېزه مې موخه دا نه ده چې له هغو ژبو يې کلمې نه دي را اخيستې؛ که اوس فارسي ته وګورئ، له اسکليټ پرته يې ممکن تر نوي سلنه ډېرې کليمې له نورو ژبو را اخيستې وي او پکې کارول کېږي. مثلاً، که تاسې له فارسي ژبې اته هغه عربي کليمې چې اوس پکې کارول کېږي وباسئ، تقريباً زموږ او تاسو خبرې ټولې له منځه ځي او مانا نشي رسولای.

که له فارسي هغه کليمې وباسئ چې له عربي، يا ترکي راغلي دي؛ نو و به ګورئ چې د فارسي اتيا، نوي سلنه يا تر هغه هم ډېرې کليمې له منځه ځي. 

يعنې دغو ټولو ژبو فارسي ته کليمې ورکړې دي، خو د فارسي اسکليټ دا ټولې په ځان کې هضم کړې دي. برعکس په دغو ژبو کې هيڅ يوه هم پر فارسي نه ده مسلطه شوې او هغه يې له ميدانه نه ده بهر کړې. تاسې د هغه کس په توګه چې په پښتو کې مو ژور کار او فکر کړی دی، په تېره بيا په پښتو کې مو ادبي او عرفاني متنونه توليد کړي دي، څه فکر کوئ چې په فارسي کې کومې ځانګړنې دي چې له نورو ژبو يې دومره کليمې هم اخيستې دي، خو پر هغو ټولو مسلطه شوې هم ده او له خپل اصلي مسيره هم نه ده اوښتې؟

سمندر: له بده مرغه زه په دې برخه کې تخصصي پوهه نه لرم او بايد په خپله کم‌سوادي اعتراف وکړم؛ مګر که د شخصي تجربې پر بنسټ درته ووايم، یو دليل يې د فارسي ډېره غني کلاسيکه زېرمه ده. له شک پرته هر څوک چې راشي له دې زېرمې اغېزمن کېږي. بله موضوع دا وه چې هر لښکر او د حاکميت هره لړۍ چې راغلې ده، پر کومو ښارونو چې مسلط شوي دي، د هغو د بازار، سوداګري، محاورې او دفتر ټولو ژبه فارسي وه او فکر کوم دا هم ډېر قوي اغېز لري.

رويش: غواړم په دې برخه کې يو مثال وړاندې کړم. مثلاً، تاسو انګرېزان او فرانسويان وګورئ. هغوی داسې ځايونو ته چې له دوی بشپړ پردي و، د زور له لارې تللي دي، خو خپلې ژبې يې پر هغو ټولو ځايونو تحميل کړې دي. هر ځای ته چې انګرېزان، فرانسويان او هسپانويان تللي دي، همداسې يې کړي دي. مثلا، په لاتينه امريکا کې قضيه همداسې وه، خو د فارسي شاوخوا ټول ځواکونه لکه مغل، ازبک، عرب، پښتانه او هندوان پر فارسي نه دي غالب شوي.

سمندر: دقيقاً. فارسي د ژوندي پاتې کېدو او تداوم لپاره ډېر لوی ظرفيت لري او ان فکر کوم څو کاله مخکې په افغانستان کې دا بحث را پورته شو چې البفا بايد بدل شي، په تېره بيا د پښتو الفبا.

رويش: د ترکانو غوندې؟

سمندر: هو. که الفبا توري عربي نه وای او ځينې هغه ستونزې نه وای چې اوس د مروجې الفبا له امله د ځينو غږونو د ادا کولو په برخه کې شته او فارسي ژبه په خپل لرغوني او لومړي شکل پاتې وای، فکر کوم فارسي به تر اوس څو ځله ډېره پر يوه حوزوي او سيمه‌ييزه ژبه بدله شوې وه.

رويش: تاسو د يو ژبپوه او شاعر په توګه چې په اديياتو کې مو کار هم هم کړی دی، ولې او په څه دليل دا خبره کوئ؟ مثلاً، مخکې مې وويل چې د فارسي ژبې اسکليټ ته وګورئ، تقريباً تر اتيا سلنه ډېرې کليمې ورته له نورو ژبو راغلې دي؛ یعنې د نورو ژبو راغليو کليمو د فارسي داخلي ظرفيت محدود کړی نه، بلکې لوړ کړی او ځواکمن کړی دی. تاسو په کوم دليل دا خبره کوئ؟

سمندر: د کليمو په اړه نه وايم. زه د فارسي او پښتو د الفبا په اړه دا خبره کوم. په دغو دوو ژبو کې موږ د ځينو غږونو لپاره توري نه لرو. مثلاً په فارسي کې د «ی» په برخه کې ستونزه شته. دغو ډېرو ظرافتونو ته ستاسو پام دی. په پښتو کې پينځه «یا ګانې» لرو. دا د دې لپاره چې هر غږ يو شکل ولري، ښه ظرفيت لري، خو له بده مرغه په فارسي کې له دغه کمي سره مخ يو او ممکن علت يې هم د عربي رسم الخط او البفا کارول وي، خو پر دې بايد ډېر مسلکي او متخصص خلک بحثونه وکړي.

د انار د دانو کيسه!

رويش: په هر حال، مخکې ځو. غواړم د افغانستان په اوسني وضعيت کې ستاسو پر تخصصي حوزه وغږېږو. تاسې د يوه داسې شاعر او ليکوال په توګه چې هم مو په پښتو او هم فارسي کې اثار توليد کړي دي، په تېرو شلو کلونو کې، په تېره بيا چې فضا يو څه ازاده وه او په افغانستان کې د ولسواکي او ازادې ټولنې په نوم تعامل موجود و، شاعرانو او ليکوالو ته ډېر فرصت و چې د بېلابېلو ټولنو تر منځ د اړيکو پر پل بدل شي؛ په تېره بيا دا چې ژبنی واټن بېخې زيات دی او بېلابېلو ژبو ترمنځ تعامل ځکه مهم دی چې د هغه په وسيله مفاهيم او پيغامونه انتقالېږي.

د فارسي‌ژبيو په اړه خو مې مخکې يادونه وکړه چې هغوی ته ډېره سخته وه چې په پښتو ليکوالي یا شاعري وکړي. مثلاً، ما پخپله د پښتو په عادي مکالمو کې ستونزه نه لرله. د جهاد په وخت کې همېشه د غزني او پېښور ترمنځ تلم راتلم او په پېښور کې مې ډېر وخت ژوند وکړ، خو تر ډېره له پښتو په وېره کې وم.

ډېر وخت چې په پښتو خبرې کوم، فکر کوم چې حتماً ډېرې خطرناکې تېروتنې کوم. د همدې وېرې له امله کوښښ کوم چې په پښتو خبرې و نه کړم او پرېږدم چې بل څوک را سره په فارسي وغږېږي، خو داسې مې هم احساسوله چې يو بل کس ممکن زما شل سلنه هم پر فارسي مسلط نه وي، خو په جرات په دې ژبه خبرې کوي.

دا مې په هر ځای کې ليدل. په غزني کې زموږ په سيمه کې د تلخک سراب په نوم يو ځای دی چې هلته په ډېر کوچيان راتلل. په هر حال، د کوچيانو او هزاره وو تاريخچه هم د غلبې تاريخچه ده؛ یعنې هر ځای چې کوچيان راغلي دي، سيمه يې په زور نيولې ده، خو همدې کوچيانو به له خپل ټول زور او قدرت سره، په فارسي خبرې کولې، خو هيڅ هزاره به دې نه و ليدلی چې په پښتو يې خبرې کړې وای. ما ډېرې کوچۍ نجونې ليدلې دي چې راتلې به او تر لس دوولس کليمو ډېره فارسي به يې نه وه زده، خو په هماغو څو محدودو کليمو به يې ډېر په جرات په فارسي خبرې کولې او خپله ستونزه به يې حلوله، په داسې حال کې چې فارسي‌ژبيو به ډېر کم دا جرات کاوه چې په پښتو خبرې وکړي.

غواړم چې دې ته د يوې ادبي او فرهنګي اړتيا له نظره وګورو او د پښتنو روڼ اندو، په تېره بيا ليکوالو او شاعرانو په اړه پوه شم، ځکه هغوی دا ظرفيت درلود چې د دې دوو ژبو ترمنځ د اړيکو پل شي، یعنې داسې کارونه وکړي، یعنې د دواړو ژبو او د هغو د فرهنګيانو ترمنځ تعامل ته زمينه برابره کړي، خو په دې تېرو شلو کلونو کې داسې څه و نشول. له بده مرغه دا واټن لا زيات شو او سياست پر فرهنګ غلبه وکړه.

سياست امتیاز او ګټې درلودې، په تېره بيا په تېرو شلو کلونو کې سياست ډېر مافيايي شو او همدې مافيايي سياست هر څه ټوټه ټوټه کړل؛ پر فرهنګي برخه يې هم ډېر ناوړه اغېز وکړ. تاسو ګورئ چې پښتانه او غير پښتانه فرهنګيان پر همدې سياسي لوريو کې ښکېل شول. ستاسو په نظر ولې داسې وشول؟ یعنې ولې د پښتنو ليکوالو ترمنځ دا بحث مطرح نشو چې له خپل دغه ظرفيت څخه استفاده وکړي؛ فرهنګ پر سياست لاسبری کړي او سياست پرېنږدي چې پر فرهنګ اغېز وکړي.

سمندر: ما دا وليدل او تجربې را وښوول چې د دې ترڅنګ چې موږ په ماشومتوب کې په سزني تړل کېږو، په ځينو فرهنګي مسالو، د قوم، طایفې او سيمې په ميراثي خويونو او عادتونو هم تړل کېږو. دلته د پښتنو د خوی په اړه خبرې کوم. مثلاً، لس تنه راځي، يو ځای کېني او خبرې کوي. په دغو لسو کې اووه تنه پښتانه دي، دوه تاجک دي او يو هزاره دی. ډېر کم داسې پېښېږي چې همدا اووه پښتانه دې په پښتو خبرې وکړي. هغوی هم له دا نورو سره په فارسي خبرې کوي.

په همدې دليل ممکن زما خبرې ډېر ارزښت و نه لري، ځکه دې مسالې ته بايد ښه ژور وکتل شي او د يوه تخصصي او اکاډميک کار په توګه مطالعه شي، ځکه زه د قوم او ژبې څېړونکی نه يم. اوس درسره د درې لسيزې وړاندې يوه خاطره شريکوم. يوه روس د «جګدلک» په نوم يو کتاب ليکلی و. ما څو کاله وړاندې هغه ولوست. په هغه کتاب کې د افغانستان او افغانستان د قومونو يو عجيب تعبير شوی و. د هغه کتاب په يوه برخه کې د امير دوست محمد خان له قوله راغلي دي چې وايي افغانستان لکه يو انار داسې دی. ډېرې خوږې دانې لري او دا دانې له اوبو، خوږوالي او انرژي ډکې دي، مګر نازکو پردو دا خوږې دانې سره بېلې کړې دي.

فکر کوم هغه د افغانستان دوو فزيکي او نفوسي جغرافيو ته اشاره کوي او غواړي چې موږ ته دا پيغام راکړي چې دلته همداسې ده. زما دا توپير ډېر خوښېږي. دا ډېر ښه دی او بايد داسې وي، خو کله چې غواړو د يو انسان په توګه وغوړېږو، بايد دا قدرت او ظرفيت ولرو چې تر دې پردو تېر شو.

رويش: دا هم يو فرهنګي کار نه دی؟

سمندر: هو، فرهنګي کار دی.

رويش: سياست هيڅکله دا نه غواړي چې دا پرديتوب له منځه ولاړ شي، بلکې غواړي چې لا ډېر ځواکمن شي؛ ځکه دا پرديتوب او دښمني د سياست په ګټه دي، خو فرهنګيان بايد دا پرديتوب له منځه يوسي.

سمندر: هو. تر هغه ځايه چې ما وليدل، که د ټولنيزې ارواپوهنې له نظره افغانستان ته وګورو، هر قشر خپل دردونه لري. يو په دې خاطر چې سل يا دوه سوه ساله وړاندې يې په حق کې ناروا شوې ده؛ بل له دې امله چې يوه یو ظرفيت لري، خو همدا ظرفيت يې په بازار کې ارزښت نه لري، بل له دې امله چې د يوه مدنيت په توګه او د یوه فرهنګي هويت په نوم نه پېژندل کېږي. دا هر يو له بېلابېلو دردونو ځورېږي.

فکر کوم زموږ کتابي پوهه به دومره ځواک نه لري چې دا معلوم او نامعلوم دردونه را بهر کړي. د دې جغرافيې د انسان يوه ځانګړنه همدا ده چې چې له بده مرغه چې هر څومره کوښښ وکړي او ان که خپله دا تصميم هم ونيسي چې خپلې دروني غوښتنې را بهر کړي، بيا يې هم هماغه دروني غوښتنې دننه پاتې کېږي او د دې کار علت هماغه په وړوکوالي کې د ماشومانو تړل دي.

له همدې امله فکر کوم چې موږ او تاسو يوه ښه دوره درلوده او هغه مو نږدې پينځوس کاله وړاندې له لاسه ورکړه. فکر کوم د محمدظاهر شاه مشروطه پاچاهي د دې لپاره يو فوق العاده فرصت و چې افغانستان او افغاني ټولنه پکې د يوې فرهنګي حوزې په توګه وده وکړي.

هغه وخت د دې فرصت و چې ښارونډي محوره ارزښتونه رامنځته شي، وده وکړي او دود شي، خو له بده مرغه کله چې ملت د چړې او تورې فرهنګ ته مخه کړه، بيا چې هر څومره فرمانونه صادر شول او د کاغذ پر مخ او رسمياتو کې څومره کارونه وشول، چې غواړو فرهنګ او ټول قومي او ولسي قشرونه مو وده او پرمختګ وکړي او يوه مشترکه پرمختللې فرهنګي زېرمه ولرو، له بده مرغه هغسې ونشول. له همدې امله زه هم په دې برخه کې ډېرې په نه زړه خبرې کوم.

په حسي پوهاوي کې اسارت

رويش: ښاغلی سمندر، غواړم په دې برخه کې داسې بحث مطرح کړم چې زه غواړم د ټولنې په دننه کې د فرهنګي څېرو او شخصيتونو رول او رسالت پياوړی شي. انسان تخيل او خاطره دواړه لري. څه چې تاسو د پخوا په اړه واياست، هغو منفي خاطرو تل زموږ پر روان بد اغېز کړی او محدود کړی يې دی. موږ يې د سريښو په داسې ډنډ کې بند کړي يو چې هر څومره هڅه وکړو، ترې بهر کېدای نشو، دا د ټولو انسانانو يوه عامه ځانګړنه ده، ځکه ټول انسانان حافظه لري. حافظه يا هماغه خاطره، یعنې څه چې له پخوا ورته پاتې دي، په غالب ګومان دا خاطرې د جينونو په بڼه له زرګونو کالو له يوه نسله بل نسل ته را لېږدول شوې دي او پر موږ اغېز کوي.

کله چې د حافظې او ان خاطرې په اړه خبرې کوو، ممکن يوه برخه يې يوازې ذهني اړخ ولري چې هغو ته ډيټا يا معلومات وايي، خو يوه لويه برخه داسې دي چې زموږ په ټول وجود او غړيو کې ذخيره کېږي. زموږ لاسونه هم حافظه لري. کله کله که ان په شپه کې هم د چا پر لاس لاس ور کېږدئ، هغه پېژنئ یا که بوټ په پښو کوئ، بې له دې چې ويې وينئ، سملاسي يې پېژنئ؟ يعنې پښې هم حافظه لري او خپل پوښاک پېژني. داسې بېلګې ډېرې دي. موږ له خپلو جامو سره يو ډول خپلوي حس کوو.

تخيل بيا د انسان يوه بله ځانګړنه ده. يعنې حافظه او خاطرې د انسان د تېر ژوند پانګه ده، چې ډېر وخت ورته ګټه لريو، خو دا چې خاطره د تېر ژوند مال دی او په هغه پسې اړه لري؛ نو د ې لپاره چې د انسان د حرکت خنډ نشي، انسان د تخيل په نوم يو بل څه هم لري. تخيل انسان راتلونکي ته کشوي. هر انسان يو ايډيال او ارمان لري او غواړي يو بل ځای ته لاړشي، پرمختګ وکړي، خپلو ارمانونو ته ورسېږي او په بند کې پاتې نشي.

د فرهنګ کار کټ مټ همدا دی؛ یعنې فرهنګ د سياست خلاف دی چې تل له اوسنيو واقعيتونو سره لوبې کوي. سياست تل له تېرې زمانې د يوې وسيلې او ان خوراک په توګه استفاده کوي چې اوسنی وضعيت ښه توجيه کړي او ويې ساتي؛ ځکه د قدرت خښتې يې پر همدې ولاړې دي، خو فرهنګ تل انسانان راتلونکي ته کشوي. فرهنګ مو هيڅکله په ولاړ حالت نه پرېږدي. فرهنګ مو هيجاني کوي او لرليد او ليدلوری درکوي.

دا هغه څه دي چې موږ يې په افغانستان کې نه لرو او ځای يې خالي دی. هغه کسان چې فرهنګي رول لري او غواړي پر ټولنه څار وکړي، د هغوی کار او مسووليت دا دی چې انسانان د حافظې او خاطرو له لومې راوباسي، راتلونکي او د ارمانونو لور ته يې بوزي؛ مګر په افغانستان کې تر اوسه داسې نه دي شوي، چې دا د فرهنګي حرکت، يا فرهنګيانو تشه ګڼلای شو. همدا دليل و چې زموږ فرهنګيان تل په سياست پسې وو؛ يعنې سياست تل فرهنګ په ځان پسې کش  کړی دی او له همدې امله مو له فرهنګ څخه د زورورو له تبليغ، توجيه، ستاينې او تقديس پرته بل څه نه دي ليدلي او هيڅکله مو له فرهنګه داسې ځواک نه دی جوړ شوی چې ټولنه راتلونکي ته کش کړي او هغو تشو او ګواښونو ته يې ور پام کړي چې په راتلونکي کې ورته متوجه دي.

غواړم د یوه اغېزناک ليکوال او فرهنګي په توګه له تاسو وپوښتم؛ په داسې حال کې چې زموږ ټولنه له سختې پاشلتيا سره مخ ده، ستاسو په نظر کوم ظرفيتونه شته چې فرهنګيان ورباندې کار وکړي او له دې پرته چې په ناهيلې اخته او بې پلانه شي، خپل رسالت ادا کړي، ټولنه د محدودوونکو خاطرو له دايرې را وباسي، لارښوونه ورته وکړي او يو ستراتيژیک ليدلوری ورکړي چې تر ډېره وخته د دوی او دوی د اولادونو د ژوند دلارې مشال وي. ستاسو په نظر په افغاني ټولنه کې دا کار څومره شونی دی او څومره ظرفيت پکې شته؟ د يوه پښتون فرهنګي شخص په صفت چې پر پښتنو لوستونکو ژور اغېز لرئ، دا کار مو څومره د ځان رسالت ګڼلی دی؟  

سمندر: دقيقاً. د يو انسان په توګه زما هڅه دا ده چې د زوکړې نېټه مې، د کورنۍ وړوکي چاپېريال مې، کوڅې، بازار او کلي باندې مې چې څه راکړي دي، تر هغو ټولو ور ها خوا يو انساني زېږون ولرم. څومره چې ما ته ښکاري، زموږ ټولنه، يا زموږ نسل يوې دروني سولې ته نه دی رسېدلی. د دې تر څنګ چې پر موږ له يوه پلوه يو بل ګران دي او له يو بل پرته ژوند نشو کولای، خو تر اوسه مو دا جرات نه دی پيدا کړی چې ووایو، په درون کې مو يوه جګړه روانه ده.

دا جګړه ممکن زموږ ډېرو پخوانيو خاطرو يا کوم بل څه ژوندۍ ساتلې وي. تر هغه وخته چې موږ يوې سراسري دروني روغې جوړې ته و نه رسېږو او اوسني وضعيت ته دوام ورکړو، ښې او مثبتې پايلې ته نشو رسېدای. له بده مرغه موږ تر عقلي ودې حسې او ذهني وده ډېره کړې ده. موږ عقلي پوهاوي ته تر داخلېدو ډېر په حسي پوهاوي کې بند يو. موږ تر ډېره يو داسې نسل يو چې شعارونه، کارونه او د جګړې وسايل مو يوازې احساسات دي. 

موږ ډېره زياته انرژي لرو، خو دا انرژي مو د فرهنګ پر ځای، تر ډېره پر يوه ړانده سياست ضايع کېږي. د دې سياست ګټه ممکن يوې تورې ډلې، يا يوې وچې مذهبي ډلې، يا يوې ډېرې وچې او سخت‌زړې ايډيالوژيکې ډلې ته ورسېږي.  

دا چې زموږ ټوله انرژي پر سياست ضايع کېږي؛ نو هغه انقطاع چې نيمه پېړۍ وړاندې پيل شوه، د دې پر ځای چې ختمه شوې وای، ورځ په ورځ نوره هم زياته شوه. موږ يوازې په همدې هڅه کې يو چې يو ځانونه په يو مشترک نقاب کې پټ کړو او هڅه کوو چې تر دې ګډ نقاب لاندې ډېرې لويې لويې خبرې وکړو.

په غلط ادرس کې جګړه

رويش: سمندر صاحب غواړم د دې خبرې په اړه مو هم يو څه واضح نظر واورم. د تولنې اوسني وضعيت ته خو چې ګورو، له ناهيلي، وېشلتوب، انقطاع او ناوړه وضعيت پرته بل څه نشته چې د هغه په پايله کې مو يو ملت کډوال او وشېندل شو، داسې جټکه يې وخوړه چې نه يې په وطن کې سکون شته او نه په بهر کې.

کله چې له ټولنې د تېښتې څپې ته ګورو، داسې ښکاري چې په دې څپه کې هيڅ استثنا نشته. که شپون دی، که بزګر دی، که کارګر، روښانفکر، لوستی او ان سياستوال، ټول له هېواده د تېښتې په فکر کې دي. که څه هم زموږ ډېرو رهبرانو په هېواد کې دننه ډېر لوړ امتيازات درلودل، خو له هېواده تښتېدل يې له زړه و نه وتل. دوی هڅه کوله چې خپلې پانګې هم له هېواده بهر کړي او په دې تکل وو چې له هېواده بهر ځان ته پناه ځايونه جوړ کړي. د دې مانا دا ده چې ټول له هېواده تښتېدلي او يا د تېښتې په حال کې دي.

دا زموږ اوسنی وضعيت دی؛ مګر فرهنګ او فرهنګي انسان له اوسني وضعيته انکار نه کوي او سترګې نه پرې پټوي. فرهنګي انسان، هغه ستاسو خبره عقلي پوهاوی لري او پر دغو مسالو پوهېږي. پر وضعيت پوهېږي، يعنې هيڅ شی نه پټوي او سترګې نه پرې پټوي. په عين حال کې په اوسني وضعيت قناعت نه کوي او تل يې يو مطلوب وضعيت په نظر کې وي. د فرهنګي عناصرو کار د همدې مطلوب وضعيت په ګوته کول دي.  

غواړم له تاسو د يو فرهنګي شخص، شاعر او ليکوال په توګه وپوښتم چې خپله له اوسني وضعيت څخه مطلوب وضعيت ته د ټولنې رسولو لپاره ستاسو فکر څه دی؟ تاسو څومره هڅه کوئ چې ټولنه له دغو وېشنو څخه چې تاسو يې يادوئ او واياست چې د ټولنې د په ټپه درېدو، ماتې او پاشل کېدو سبب شوې دي، ووزي او يو داسې ځای ته ورسېږي چې خلک له يو بل سره ګډ کار وکړي، يو ګډ برخليک ته ورسېږي او ځينې هغه مشترک ټکي ومومي چې الزاماً له هغو څخه نشي وتلای؟

مثلاً سياسي جغرافيه داسې ده چې که وغواړو يا نه، دا جغرافيه نړيوال اعتبار لري او خلک مو په ټوله سيمه او نړۍ کې په همدې نوم پېژني. موږ د همدې جغرافيې په داخل کې ګډ برخليک لرو او چې دليل يې هر څه وي، تاسو د همدې مشترک برخليک له امله له يو بل سره تړلي ياست.

کله چې داسې وي، يوازې دوه انتخابه لرو: يا به په همدې ګډ کور او ګډ برخليک کې يو بل راڅملوئ او پوست به يې باسئ او يا به دا فضا بدلوئ او دا ټولنه به د نورو خلکو غوندې پر يوه سالمه کورنۍ بدلوئ. داسې نه ده چې اروپايي هېوادونو جګړې نه دي سره کړې. هغوی د جګړو اوږده او تاريخي مخينه لري.

امريکا هم د خونړيو کورنيو جګړو تاريخ لري. د لاتينې امريکا هېوادونه هم همداسې وو. افغانستان هم له دې مثتسنی نه دی؛ مګر موږ د نورو له تجربو دا زده کولای شو چې څنګه له دغې بې اتفاقي، وېشلتيا او پاشلتيا را بهر شو او يوه سوکاله، خوښه او ارامه ټولنه جوړه کړو. له تاسو څخه د يو فرهنګي شخص په توګه دا پوښتنم چې تاسو او ستاسو ملګري او همفکره څومره په دې فکر کې ياست چې هېواد له دې وېشلتيا او پاشلتيا وژغورئ او دې ته په تمه نشئ چې نور دې راشي او تاسو ته دې دغه کار وکړي.

سمندر: که د ځان په اړه ووايم؛ نو هر څه چې يم او هر څه مې کړي دي، هغه ټول د فکر، ليکنې، وينا او عمل په بڼه واضح موجود دي او هر ملګری يې لوستلای، اورېدلای او ليدلای شي. د سم او ناسم په اړه قضاوت يې هم نورو ته پرېږدم. زه ځان، تاسو او بل هر وګړی د اګاهي يو خپلواک واحد ګڼم او د ځان او نورو خلکو، ان هغو هم چې له ما سره موافق نه دی، عشق، ازادي او اګاهي ګڼم، 

خو زما په شخصي نظر او ليدلوري، د کار ستونزه دا ده چې موږ له يوه ناسمه ادررسه جنگېږو. همدغه نسل چې له تېرو پنځوسو کلونو د سياست، فرهنگ، اقتصاد او حکومتولي ډگرونو ته راغلی او راځي، زما په اند دوی ټول په دويمو ادررسونو کې په جگړه بوخت دي. دوی له دې مخکې چې ځانونه فتح کړي، خپله جگړه له ځانونو بهر پر مخ بيايي.

موږ يو داسې نسل يو چې د ماشومتوب له ورځو مو ذهنونه په ټاکليو او څرگندو وېرو تړل شوي دي. دغه وېرې، که يو شمېر يې ايډيولوژيکي دي، يوه اندازه نورې يې بيا له زياتو عيني موضوعاتو سره اړيکه لري. د بېلگې په ډول، يوه اندازه يې هغه وېرې دي چې د يوه پښتون په ذهن کې د يوه هزاره په اړه ورڅڅول کېږي او يا هم د يوه هزاره ماشوم په مغزو کې د يوه پښتون په اړه ورپېچکاري کېږي او روزل کېږي. اوس يو داسې نسل چې له يوې خوا له دغو وېرو سره راستر شوی، له بلې خوا هم د سياست او هم د فرهنگ او اقتصاد په ډگرونو کې د ټولنې مشري پر اوږو اخلي او په څنگ کې يې د بېلگې په ډول، مدرسې، ښوونځي، پوهنتون او نورو ځايونو ته ځي او مسلکي زدکړې کوي. همدغه نسل په بهر کې له ټولو سره اشنا دی، پخلا دی او دا ادعا کوي چې د ټولو لپاره کار کوي، خو په ځان کې دننه يو ډبرين بت لري چې د ده د هماغو تېرو وېرو څرگندوونکی او سمبول دی. همدا لامل دی چې وايم اوسنی نسل په يوه داسې ټولنه کې خدمت کول غواړي چې له هغې ټولنې سره پخلا نه دی.

رويش: هماغه سم ادررس چې تاسې يې يادوئ کوم دی؟ د بېلگې په ډول؛ تاسې پخپله د وفا سمندر په توگه دا ادررس چېرته وموند؟

سمندر: انسان بايد را ژوندی کړای شي. زه وايم چې انسان را ژوندی شي. زه نه وايم چې هزاره يا پښتون دې راژوندی شي. تر ټولو ساده خبره دا ده چې د انسانانو په صفت را ويښ شو؟

د ژوند پوروړی نسل!

رويش: له انسان نه مو موخه د انسان په نامه يو بشپړ يا ټوليز مفهوم دی او که مو موخه پخپله يو فرد «انسان» دی؟

سمندر: هو، هدف مې فرد دی. هغه څه چې زه پخپله کېدای شم، زما لپاره هماغه انسان دی.

رويش: نه. دا انسان يوه ټوليزه يا کلي اصطلاح ده او زه د يوه کلي مفهوم په اړه نه غږېږم. بښنه غواړم؛ دا چې تاسې شاعر يئ او شاعران تل په استعارو خبرې کوي؛ ولې زه دا ټکی لا ډېر را څرګندول غواړم.

موږ چې د انسان په اړه غږېږو، دا يوه ټوليز مفهوم دی چې په خپل ذهن کې يې لرو، ولې يو هم د انسان مصداق بولو، يعنې انسانان. موږ چې په کومه رښتينې ټولنه کې اوسو، انسان نه لرو؛ انسانان لرو. انسانان د انسان وگړي دي. سمندر دی، رويش دی، کريم دی، موسی دی، پروين ده. غواړم چې په دې برخه کې تاسې ډېر وپوښتم چې پوی شم چې کله د انسان خبره کوئ، څومره مو موخه په رښتيا يو وگړی دی او څومره مو موخه د انسان په نامه هغه کلي يا ټوليز مفهوم دی؛ دا چې په دې ټولنه کې اوږده جگړه شوې چې تاسې يې په (ناسم ادررس کې جګړه) بولئ. زه که غواړم چې په خپله ژبه يې په سم ځای کې يادونه وکړم؛ وايم چې دا (ناسم ادررس) د کلي مفاهيمو پر سر جگړه ده. موږ د خدای په اړه خبره وکړه، خو هيڅ پوی نشوو چې خدای چېرته دی؟ موږ د اسلام خبره وکړه، خو هيڅکله پوی نشوو چې اسلام يعنې څه؟ موږ د شريعت خبره وکړه، د قوم خبره مو وکړه، د انسان يادونه مو وکړه او همداسې نور، خو هېڅکله مو د يوه وگړي په توگه د يوه رښتيني يا واقعي انسان په ژوند کې د دغو کلي مفاهيمو رښتيني مصداق ته و نه کتل. که همدغه کار وکړو، کټ مټ هماغسې، لکه په لويديځ کې چې شوي دي، هماغسې مو زياتره دعوې له منځه ځي. لويديځ ډېر وگړپالی (فردگرا) شوی دی، خو وگړپالنه يعنې څه؟ يعنې يوه کلي يا ټوليز مفهوم ته يې د هغه په اړوند تړلي (انضمامي) مصداق کې کتلي دي. همدا ده چې رايه ورته رښتينی ارزښت لري. کله چې د ازادي خبره کوي، د هر وگړي يا فرد ازادي يادوي؛ ان په کور دننه د هلک او نجلۍ ازادي يادوي. کله چې د حق خبره کوي، د حق مانا ورته څرگنده ده چې د گاونډي حق مې دا دی؛ قانون دا حقونه ورته ټاکلي دي؛ د موټرچلوونکي حق دا دی، د کارگر حق دا دی او د کار د خاوند حق دا دی. کله چې د عدالت خبره کوي، عدالت ورته يو ټوليز مفهوم نه لري. عدالت ورته په کره يا دقيق ډول په قانون پالنه کې څرگندېږي او د قانون په چوکاټ کې يې مانا کوي. دوی وايي هر څه چې قانون وويل، هماغه عدالت دی.

هو، موږ په پر له پسې ډول خپل قانون اصلاح کوو چې لا ډېر عادلانه شي، خو زما موخه دا ده چې هماغه قانون بايد واک وچلوي. د بېلگې په ډول؛ دوی د شتمني په اړه غږيږي، د دوی موخه د يوه وگړي انسان لپاره شتمني ده او وايي چې هر وگړی انسان يا هر کس بايد شتمن وي او بايد د خپلې شتمني څښتن وي. همدا دليل دی چې هلته زياتره دوديزې او سنتي دعوې ختمې شوې دي. د ټرمپ او د امريکا د ډيموکراتې او مدني ټولنې تر منځ يوه دعوه روانه وه چې د کلياتو پر سر وه، خو دې ټولنې ټرمپ د خپلې دعوې غځولو ته پرېنښود.

د سپين پوستو، يا د امريکا د بومي وکړو لوړتيا لټونه يا په اصطلاح تفوق او پورته والی د ټرمپ لپاره يو شعار شوی و، خو د امريکايي ټولنې هر وګړي به له ده پوښتل چې کله چې ته وايې «امريکايي»؛ نو موخه دې څه او څوک دی؟ داسې نشي کېدای چې ته د امريکا پر اساسي قانون سترگې پټې کړې او هغه خلک چې په امريکا کې ژوند کوي او د قانون پر بنسټ د ژوند حق او مساوي فردي حق لري، ته هغوی پر دې دليل چې دوی د امريکا نه دي، ايسته غورځوې. يعنې د ټرمپ توکمپالنه د امريکا د وگړپالي اساسي قانون پر وړاندې ننگول کېږي.

دا خبرې په دې مانا نه دي چې مثلاً هغه بحران به چې ياد مو کړ، اوس په امريکا کې نه وي. په هغو اروپايي هېوادونو کې چې تاسې پکې اوسئ، داسې بحرانونه په پراخه کچه شته. زموږ په افغانستان کې هم همداسې ده. د کلياتو پر سر جگړې موږ و تاسې له لارې ايستلي يو. که مو غوښتي وي چې دا جنگ پای ته ورسوو، هماغه سم ادرس چې تاسې يې يادوئ،  د انسان په فرد کې مانا کړو او ويې وينو چې دا کار بيا هم د يوه فرهنگي سړي کار دی. يو څوک چې فرهنگي اغېز لري، بايد راشي او خلکو ته ووايي چې له حق څخه زما موخه دا ده، له ازادي څخه مې موخه دا ده، له خونديتوبه مې موخه دا ده او له امنيت نه مې دا موخه ده.

ولې لوی، لوی شعارونه غږوو چې گواکې موږ د خپل هېواد امنيت خوندې کوو، خو هيڅوک مو په هېواد کې دننه نه پاتې کېږي؟ د دې چارې مانا دا ده چې موږ امنيت سم نه دی تعريف کړی. موږ وايو چې خپلو خلکو ته خدمت کوو، خو ټول خلک را نه تښتي. دا يوه جالبه کيسه ده. فکر کوم، دا ډېره ساده کيسه ده چې وايي؛ يوه ډېر بدرنگي کس يو ماشوم په غېږه کې اخيستی و، ټينگ ټینګ يې ښکلاوه يې او لاس يې پرې را تېراوه چې کرار شي، خو ماشوم به لا ډېر ژړ‎ل. هر څومره به چې سړي د ماشوم نازول زياتول، د ماشوم ژړا به ور سره لا زياتېده. يوه ښځه راغله او له سړي يې ماشوم واخيست. همدا چې ور وايې خيست او يو څه لرې لاړه، ماشوم ارام شو. سړی حيران شو او ويې ويل چې تا خو هيڅ کار و نه کړ، نه دې ماشوم ښکل کړ، نه دې ونازاوه؛ ولې کرار شو؟ ولې زما په غېږ کې کرار نشو؟ ښځې وويل: دا ماشوم ستا له څېرې او چلند له بڼې وېرېدلی دی؛ دا مهمه ده چې ته دا زده کړې چې د مور غوندې چلند ورسره وکړې. ماشوم د مور په غېږه کې کرارېږي.

موږ له ناسمو ادرسونو سره په ناسمه جگړه کې ښکېل یو؛ انسان چې د سياست، فرهنگ، ودې او مدنيت اصلي موضوع ده، را نه پکې ورکېږي. موخه مې له انسان نه يو وگړی دی. د يوه شاعر او ليکوال په توگه په خپل ذهن کې څومره يو فردپالی انسان ياست؟ د انسانانو فردي حقونو ته په څومره اعتبار باورمن ياست؟

سمندر: زما لپاره وگړی يوه وړوکې نړۍ ده. د ټولې هستۍ يوه وړه ټولګه ده.

رویش: تا مخکې وویل چې د خپل پلار پر وړاندې دې هم همداسې چلند درلود. په زور او فشار دې څه نه منل؟ دا یو څه روښانه کولای شې؟

سمندر: زما د فکر بنسټي خبره دا ده چې ټول وگړي له يو بل سره توپيرونه لري. زما په فکر عزیز رویش یو افغانستان دی، خو یو جلا افغانستان. یو داسې افغانستان چې له دې څلوېښت میلیونه نفوس سره متفاوت دی. تر هغو چې عزیز رویش له دې وضعیت سره پخلا نشي، دا و نه ‌مني او د یوه همدغسې بې ساري افغانستان په بڼه و نه غوړېږي او وده و نه کړي، نه دی پخپله ژوند کولای شي او نه نورو ته څه ورکولای شي.

په همدې خاطر زه وایم چې دا نیمه پېړۍ موږ په ناسم ډگر کې جنگېدلي یو. موږ ټول کرايه شوي موجودات یو. موږ ټول د پردي فکر، پردۍ پلان، پردي خوی او عادت، پردي باور او پردۍ انگېرنې لپاره کرایه شوي یو او تر ننه د اجیرو او غلامو موجوداتو په بڼه، پرته له دې چې د غلامۍ کړۍ مو په غاړه کې وي، د غلامانو په شکل سره لوبول شوي یو؛ ځکه مو ژوند نه دی کړی. موږ د ژوند غیرحاضران یو، ځکه نو زما بلنه ژوند ته ده. هغه بلنه دا ده چې لومړی بايد له دغو دروغو ځان خلاص کړم چې زه افغانستان ژغورم، يا ملت ژغورم. دا دروغ دي. ایا زه پخپله ژغورل شوی موجود یم؟ زه په رښتیا انور وفا یم؟ که نه، زه د نورو د فکر، احساس او عاطفې یوه ټولگه یم.

زما په نظر لویه ستونزه دا ده چې موږ اوس هم د یوه ښاروند په توگه ځان نشو را څرګندولای، لامل یې دا دی چې موږ ښاروند شوي نه یو.

موږ لا تر اوسه پورې ښاروند شوي نه يو. په همدې دليل زموږ نسل د ژوند پوروړی دی. يو داسې نسل چې تش کالبوت مو زموږ په نامه دی. د دې کالبوت په دننه کې راټول شوي شته زموږ نه دي، بلکې له موږ سره په جگړه اخته دي، خو دا ده چې موږ يو غيرت کړی، له ماشومتوبه تړل شوي، کلک شوي او وېلډينگ شوي يو او اوس له دې بند او زولنو ځانونه نشو ازادولای.

د زور زياتي په فرهنگ کې د مينې ننگونه

رويش: وفا صاحب! دې برخې ته له دوو، دريو پوښتنو وروسته بېرته راځو. غواړم، ستاسې د عرفاني ــ فرهنگي ليدلوري، په تېره بيا، په ټولنه کې ستاسې شته اغېز ته يو څه کتنه وکړو. په پښتني ټولنه کې دننه د يوه ډېر اوڅار ليکوال په توگه ستاسې په اړه له دوو بېلابېلو نظرونو سره مخامخ شوو: ځينې وايي چې ستاسې ليکنې ډېرې مبهمې دي، ډېرې درنې خبرې کوئ او خبرې مو په ټولنه کې د درک وړ نه دي؛ يعنې ډېر وخت ان د دې اړتيا وي چې يو څوک راشي او د سمندر خبرې تفسير او وژباړي. يو بل نظر دا دی چې نه، تاسې پخپله د يوه فرهنگي په توگه خپل رول سم لوبوئ، روښانه غږېږئ او خبره څرگنده کوئ ، خو هغه مخاطبان چې له تاسې سره دا ډول چلند کوي، د فرهنگ په اړه يې برداشت، لکه تاسې چې وويل، ډېر سطحي دی؛ يا دا چې نور خلک د سياسي انگېزو له مخې له تاسې سره دا ډول چلند کوي.

ستاسې خپل قضاوت څه دی:  ايا رښتيا هم ستاسې په ويندود (د وينا ډول)، کې داسې نيمگړتيا شته، چې ډېرې درنې خبرې کوئ او پر دې نه ياست بريالي شوي چې ټولنې ته مو روښانه او پاکه خبره وکړئ او که په ټولنه کې دننه ستاسې د خبرو په اړه غبرگون، يا سياسي دی او يا مو د مخاطبانو کچه ټيټه او ليد سطحي دی او ستاسې د خبرو ارزښت نه درک کوي؟

سمندر: ساده خبره دا ده چې ټولنې ته حقيقت ويل ډېر درانه تمامېږي او ممکن يوازېنی ممنوع شی حقيقت وي. 

که رښتيا ووايم، کلونه کېږي چې په همدې لټه کې يم چې که هر څه بايلم پروا يې نشته، خو د پوهې او حکمت د جوهر پر لور خوځښت مې بايد و نه درېږي. په هره بيه چې را ته لوېږي، دا خوځښت بايد ژوندی او خوځنده وي. پخپله زه هم څو څو ځله له همدې پوښتنې سره مخامخ شوی يم. ډېر ملگري مې وو او شته، نږدې ملگري مې هم همداسې نظر لري. يو وخت يې زه تلويزيون ته ور وبللم او کوربه راته وويل چې ځينې خلک وايي چې وفا د پېريانو په ژبه ليکل کوي. يو بل ملگری مې عبدالنافع همت، اوس هم په افغانستان کې دی او ښايي دا خپرونه وګوري. ډېر با شخصيته انسان دی. هغه يوه مجله چلوله او زما ځينې به يې هم پکې خپرولې. وروسته به يې نورو ته په ټوکه ويل چې که څوک مې وپوښتي چې د وفا سمندر ليکنې دې ولې خپرې کړې دي؟ ورته و به وايم چې بله ليکنه پاتې نشوه، دا پاڼې سپينې پاتې کېدې؛ نو له مجبوري د ده ليکنه خپره کړه.

باور وکړئ کله، کله پخپله دا احساس کوم چې ښايي په دې ټولنه کې به تر ټولو لوی ګواښ او ننگونه د حقيقت غږ پورته کول وي. ځينې وختونه فکر کوم چې ښايي په دې ټولنه کې به تر ټولو زيات ناوړه او حرام کار حقيقت وي.

رويش: سمندر صاحب! غواړم بيا هم همدا ټکی يو څه نور هم مشخص راته وواياست چې له حقيقت نه مو موخه څه ده چې ستاسې په نظر په دې ټولنه کې تر ټولو زيات حرام کار دی.

سمندر: پرېږدئ چې خپل عرض مې بشپړ کړم چې ولې مې پښې دومره ډېرې د سمبول او استعارې پر خوا ځي. زه د هغه څه د اورېدو چمتووالی نه لرم چې له خپله ځانه يې را ايستل غواړم.

رويش: غواړم يوه مثال وړاندې کړم چې ښايي له تاسې سره مرسته وکړي چې زما د پوښتنې ځواب يو څه لا زيات روښانه راته وواياست. تاسې د خپل عرفاني ليد په اړه راته وغږېدئ او د هغو اړيکو کيسه مو هم وکړه چې د ځوانۍ په کلونو کې د مولانا پر خوا ولاړئ او وروسته مو هم وويل چې پر تاسو د مولانا تر ټولو کم اغېز دا و چې تاسې يې له يوې ايډيالوژيکي نړۍ څخه يوې ډېرې بېلې (متفاوتې) نړۍ ته راوستئ، چې تاسې يې اوس عرفان بولئ.

د مولانا د عرفان جوهر عشق او مينه ده. تاسې هم په خپلو اثارو کې د مولانا له عرفاني ليدلوري اغېزمن ياست او ډېر زيات پر عشق مين ياست. تاسې د (مينې) خبره ډېره کوئ او بې کچې ټينگار پرې کوئ. غواړم دا ستاسو مينه له يوې بلې ننګونې سره پرتله کړم او وګورم چې تاسو څنګه له دې ننګونې تېرېږئ او خپلې لارې ته دوام ورکوئ.

د پښتنې ټولنې غالب فرهنګ، د قدرت، سياست او غلبې فرهنګ دی او په پښتنه ټولنه کې جکړه، توره، لوړه شمله او داسې نور شيان ډېره اوږده مخينه لري او تر ډېره په پښتو کې اغېزناک شعرونه هم حماسي دي. مثلاً د ملالۍ خاطره انسانان ډېر په ولولو راولي؛ ځکه حماسه پکې ده.

وروسته همدې ځانگړنې د خپلو غالبو اغېزو له امله له واک، حکومت او ان د کورنۍ له غړو او خپلو خلکو سره د انسانانو په اړيکو کې ډېر کوچنی کوونکی او يا ان ورانوونکی چلند را منځته کړی دی.

ما دا يادول غوښتل چې ستاسې عرفاني ليدلوری چې زياتره پر عشق او مينه راټول دی، په ټولنه کې دننه له يوې ډېرې درنې ننگونې سره هم مخ دی. په پښتني ټولنه کې برلاسی يا غالب فرهنگ يو داسې فرهنگ دی چې زياتره له واک، زور او برلاسۍ سره مل دی. له همدې امله هغه ادبيات چې په دې ټولنه کې دننه د ډېر پام وړ ادبيات حماسي وي او د واک، زور، تورې، سوبې او نورو شيانو يادونې پکې زياتې وي. البته په دې منځ کې اسلامي عنصر چې پر پښتني فرهنگ باندې يې سيوری زيات دی، هم بې اغېزې نه دی، دې فرهنگ ته يې د اسلامي سوبې او برلاسۍ (غلبې) ځانگړنه هم ورننه اېستې ده او تر ډېرې کچې يې پرې ديني او مذهبي بار هم ور زيات کړی دی.

په هر حال؛ پايله يې دا ده چې په پښتني ټولنه کې واکمن فرهنگ له مينې، زغم او بښنې سره زيات واټن لري. دا واکمن فرهنگ ډېر غچ اخيستونکی دی. ما له همدې شيشه ميډيا سره په خبرو کې وويل چې د پښتني ټولنې يوه ځانگړنه، چې د دې ټولنې روڼ اندي بايد پرې تمرکز وکړي، دا ده چې دا ټولنه د غوسې پر وړاندې ډېره زيانمنېدونکې ده او د خپلې غوسې د کنترول ځواک نه لري. د دې ټولنې وگړي چې کله په غوسه کېږي، بيخې زيات په غوسه کېږي. کله چې غوسه کېږي، يو ورور يې بل ورور ړندوي؛ کله چې په قهر کېږي، يوه قبيله يې بله قبيله له منځه وړي؛ ښاغلی کرزی به هم چې په غوسه کېده، بې واکه کېده به؛ اشرف غني به هم په غوسه کې له کنتروله ووت؛ امير عبدالرحمن خان به هم په غوسه کې له واکه ووت. دا ټولنه د غوسې پر وړاندې ډېره زيانمنېدونکې ده، خو اوس چې له تاسې سره د خبرو فرصت لرم، غواړم، ووايم چې پښتني ټولنې چې د خپل واکمن فرهنگ له مخې له زور او برلاسۍ سره کوم ډول اړيکه لرلې، د زغم او عشق پر وړاندې يو څه بې زغمه شوې ده.

تاسې چې اوس د يوه فرهنگي په توگه غږېږئ، داسې مثال لري، لکه تاسې چې په ټولنه کې دننه يو واکمن فرهنگ ننگوئ. پوهېږم چې ستاسې کار ډېر بنسټي دی او کټ مټ مو د اپلاتون د اکاډيمي غوندې (د مينې اکاډيمي) جوړه کړې وه او غوښتل مو چې د دې اکاډيمي له لارې په ټولنه کې مينه دود کړئ او مينه وروښيئ. پر دې سربېره هم، غواړم وپوښتم چې کله چې تاسې د مينې په اړه غږېږئ او يا يې په پښتني ټولنه کې دودوئ، څومره له منفي غبرگونونو سره مخامخېږئ او په دې ډگر کې مو خپل ځان څومره گوښی او يا اغېزمنونکی احساسوئ، يا برعکس، څومره احساس کوئ چې ځواکمن ياست او تر څنگ مو ډېر کسان ولاړ دي چې په ملتيا يې بايد تاسې ځان يوازې و نه گڼئ او دا فکر و نه کړئ چې دې ډگر ته يوازې راوتلي ياست؟

سمندر: لومړی خو اجازه را کړئ چې ووايم، چې غوسه په پښتانه يا بل مشخص قوم پورې اړه نه لري. غوسه او قهر د نفسي ذهن يوه ځانګړنه ده، چې ممکن دا ذهن د يوه پښتانه وي، يا د يوه ازبيک وي، يا د يوه هزاره، بلوڅ او ان یوه سپين پوستي امريکايي وي. په دې اړه بحث به بل وخت ته پرېږدو، خو ستاسو د پوښتنې په اړه به ووايم چې په همدغو ورځو کې يو چا په فېسبوک کې ليکلي وو چې که يو ماشوم وزېږي، نو څوک يې بايد په غوږ کې اذان وروکړي. يوه ملگري مې «اجمل تورمان» ورته ليکلي وو چې که هر څوک پکې اذان کوي، و دې يې کړي، خو وفا سمندر مه پرېږدئ چې د ماشوم په غوږ کې اذان وکړي، ځکه که سمندر يې په غوږ کې اذان ور وکړ، ماشوم به تر دوه کلنۍ مخکې ميين شي.

په هر حال؛ زما برداشت همدا دی چې د انسان جوهر، ذات او د انسان د پيدايښت لامل مينه ده. زما پر اند عشق د انسان د خبرتيا او شتون اوج دی. زه له هغې زمانې راهيسې چې ښی او کيڼ لاس مې سره پېژندلي، د دې ملت لپاره ژړېدلی يم. البته يو وخت مې د خپل کار لپاره اډيالوژيکي توجيهات لرل، خو هغه وخت چې ميين شوم او ومې غوښتل چې د يوه وگړي په توگه نوی زېږون ولرم، دې ټکي ته ورسېدم چې دا نسل د ژوند پوروړی دی.

دوه ويشت کاله مخکې مې په پېښور کې يو کتاب (زرگر او زرلاسی کوډگر) چاپ کړ. د کتاب په پيل کې مې وليکل: هغو کسانو ته چې ژوند نه کوي، يوازې تېروي يې. له بده مرغه دوه ويشت کاله تېر شول، خو اوس هم هماغسې حالت دی چې موږ ژوند نه کوو، یوازې ژوندي يو. اوس مې بلنه همدا ده چې هر څه چې ليکلای او ويلای شم، ويې ليکم او ويې وايم. زما بلنه د پخلاينې لپاره ده او دا پخلاينه بايد له ځانه پيل شي. تر هغه وخته چې عزيز رويش له خپل ځان سره پخلا نشي او خپل ځان يو بشپړ، بې جوړې او استثنايي موجود و نه ګڼي او په خپل وجود کې له دغه جوهر سره مينه و نه کړي، زما په نظر تر هغه وخته د خپلې کورنۍ له تر ټولو نږدې کس سره مينه نشي کولای.

زموږ تاريخ او اخلاق له دغو خبرو او لاپو ډک دي چې پلاني خپل ځان تر پلاني شي ځار کړ. کله چې زه د (ځارولو) ټکی اورم، له ځانه سره فکر کوم چې يو انسان چې خپل ځان ته ژوند نشي ورکولای، څنگه نورو ته يو څه ورکولای شي؟ يو بندي څنگه د نورو ژغورونکی کېدای شي؟ بښنه غواړم چې اوس ځينې کسان داسې و نه وايي چې دا سړی له کومه راغلی چې موږ ته پېغورونه راکوي. موږ په ډېر بد ذهني حالت کې يو. مخکې مې هم وويل، زموږ د ودې وضعيت تر ډېره حسي دی؛ په همدې دليل، کله چې عقل او اګاهي وتړل شول او له بلې خوا احساسات د اور غورځوونکو غرونو غوندې فوران کوي. دا دواړه چې هر وخت سره يوځای کېږي، له شک پرته د ثور اوومه، اتمه او تر هغې زياتې بدې ناخوالې منځته راوړي.

د ژوند تازه ناره

رويش:  زما په اند د هغې مينې يا عشق چې تاسې يې  په اړه غږېږئ، هغه تفسير چې تاسې وکړ، ډېر روښانه دی. ان که ستاسو مخاطبانو ستاسو د خبرې جوهر نه وي درک کړی، له ځانه سره مينه له بل سره د مينې پيل دی. ستاسې په تعبير، يو څوک چې له ځان سره مينه و نه کړي او پر ځان هم بې رحمه وي، هغه درواغ وايي چې پر نورو رحم کوي. پر چا چې خپل بدن او د بدن غړي گران نه وي، درواغ وايي چې د يوه بل کس بدن او يا غړي ورته ارزښت لري؛ نو دا د عشق يا مينې پيل دی او دا اوس زموږ و ستاسې په افغانستان کې يوه بشپړ تفسير ته اړتيا لري چې همدا ځانگړنه چې تاسې يې د یوه اتوم په نوم هر وګړي ته وایاست؛ نو که په رښتيا هم له هر انسان سره همداسې واقعي مينه ولرو، او بيا د مينې همدا لړۍ د ټولو تر منځ وغځوو يوې ښې پايلې ته به ورسېږو، موږ د همدې تشې له امله په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې سخته سره پاشلې ده او له خطرناک فردي نفاق سره لاس و گرېوان يو، بې له دې چې فرد ته په درنښت قايل شو.

پر همدې بنسټ دې ته اړتيا ده چې لومړی وگړی پخپله ځان ته په درنښت قايل شي او په دويم گام کې په ټولنه کې خلک ورته په درنښت قايل شي، يعنې يو وگړی له ټولنې سره داسې يو ځای کړو چې ځان‌غوښونه يې بيا ترې را بېل نه کړي. فرد بايد دا احساس وکړي چې د ده له خپل ځان سره د ملگرتيا پوله همدا ده چې له بل کس سره ملگری وي. پر ما که په رښتيا خپل ځان گران وي، هيڅکله له تاسې سره زياتی نه کوم؛ ځکه که له تاسې سره مې زياتی وکړ، تاسې يې بېرته له ما سره کوئ او ما ځوروئ. دا يوه ډېره منطقي خبره ده. زه هيڅکله تاسې نه شکنجه کوم؛ دا ځکه چې پر ما خپل ځان گران دی او پوهېږم چې تاسې د زياتي په بدل کې غچ اخلئ او بېرته ما شکنجه کوئ او دا چې زما له خپل ځان سره مينه ده؛ نو ځکه نه غواړم چې بل څوک وځوروم. له ځان سره د مينې پای کټ، مټ له بل سره مينه ده، تاسې له بل کس سره يو ځای کوي، ور رسوي مو او دا چاره زموږ و ستاسې په افغانستان کې يوې ژورې بياکتنې ته اړتيا لري.

غواړم چې خپلې پوښتنې ورو، ورو په همدغه ځای کې راټولې کړم. مثلاً، وفا سمندر څومره دې ته چمتو دی چې وگړي ته د درنښت په لړ کې پخپله د يوه بل کس په څنگ کې ودريږي او دواړه ووايي چې راځئ! موږ و تاسې يو څو کسان چې يوه و بل ته ارزښت ورکوو او له يوه و بل سره مينه لرو، يوه نمونه يي ټولنه جوړه کړو. دا د دې لپاره نه چې پر يوه و بل باندې احسان بار کړو چې گواکې زه ستا او يا د نورو لپاره دا کار کوم، بلکې له خپل ځان سره د بې حده مينې او له خپلو اولادونو د بې کچې مينې په خاطر دا کار وکړو. له يو بل سره ښېگڼه وکړو، خير ور ورسوو او دې لارې ته دوام ورکړو. د بېلگې په ډول، د خبرې تر حده ښې خبرې وکړو؛ له بدې خبرې او بد چلند نه ځان و ساتو. له شکه پرته که موږ دوه کسه يو، څلور کېږو، که څلور يو اته کېږو او همداسې پسې زياتېږو. کله چې تاسې د يوه ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دې کار ته دوام ورکړئ، هيڅ شک مه کوئ چې دا کار خپل اغېز کوي. که په ټولنه کې دننه بد خلک برلاسي دي، دا له دې امله ده چې دا بد خلک خپلې شخصي گټې د خپلو ځانونو په بدۍ کې ويني او د هماغو گټو پر شاوخوا سره راټول دي. غله، رشوت خواره او مافيايي عناصر ټول همداسې دي، خو په ټولنه کې د دوی شمېر ډېر زيات نه دی. دوی د ناروغۍ په څېر دي او ناروغي په ټولنه کې معمولاً لږه ده. د ټولنې طبيعت روغ او صحتمن دی او روغ کسان پکې زيات دي.

زموږ ټولنه څلوېښت ميليونه نفوس لري. له دغو څلوېښتو ميليونو نه، که ډېر زيات يې وگڼو او ووايو چې يو ميليون يې په رښتيا هم ډېر بد انسانان دي، پاتې نهه دېرش ميليونه يې ښه انسانان دي. که ستاسې په کوڅه کې سل کورونه وي، امکان لري چې پنځه کورونه يې د غلو وي، ولې لږ تر لږه پنځه نوي نور کورونه غله نه دي. د دغو پنځه نوي کورونو له ډلې يې لږ تر لږه پنځه کوره داسې دي چې تل دې ته چمتو دي چې تاسې ته لاس درکړي، مرسته درسره وکړي، سلام درواچوي او يو خير درورسوي.

که دغسې وي؛ نو موږ يوه داسې ټولنه لرو چې نوي يا پنځه نوي سلنه انسانان يې روغ او ښه دي، خو دا ښه انسانان ولې ښېگڼه او ښه والی نه ساتي؟ دا يوه ستراتيژيکه پوښتنه ده چې که ښه انسانان په رښتيا ښگېڼه او ښه والی وساتي،  ايا بد انسانان دومره برلاسي کېدای شي چې په ډاډه زړه او خلاص لاس پر نوي يا پنځه نوي سلنه ښو خلکو باندې، پرته له دې چې د شرم احساس ولري، واکمني وکړي؟ دا شونې نه ده، خو د دې چارې د ترسره کېدو لپاره يوې ژمنتيا او ډله‌ييز کار ته اړتيا لرو. يعنې کله چې زه د عشق خبره کوم، «وفا» پخپله رامخته کېږي او وايي چې زه به دا عشق په خپل کاري چوکاټ کې پر يوه ستراتيژيک پلان بدلوم او هڅه کوم چې عشق يا مينه د کلمې په رښتينې مانا پلويان ومومي. د حافظ له ډلې بايد نشو چې وايي:

حافظ وظیفه‌ی تو دعا گفتن است و بس

در بند ان مباش که نشنید یا شنید

(حافظه! ستا دنده دعا کول دي، نور هېڅ نه دي.

د چا په کيسه کې مه اوسه چې ستا خبره اوري که نه).

موږ بايد دا خبره و نه کړو. برعکس، بايد ووايو، دا چې پر موږ خپلې خبرې گرانې دي او دعا چې کوو، د خير دعا ده. ژمن يو چې خلک دا خبرې واوري. ژمن يو چې نه يوازې دا خبرې واوري، بلکې دې خبرو ته پام وکړي او باور پرې وکړي، ځکه که باور او پام پرې و نه کړي، د حق خبره پر تش ډگر پاتې کېږي. کله چې د حق خبره پر تش ډگر پاتې شوه، باطل پخپله برلاسی کېږي او ميدان گټي. اوس نو که له «وفا» په اړه پوښتنه کوم چې که مثلاً، وپتېيل شي چې سبا يو خوځښت پيل شي، يو داسې خوځښت چې په ټوک، ټوک او پاشلې افغاني ټولنه کې د زغم، مينې او عشق خبره وکړي؟ په يوه کال کې به څه کار وکړي؟ په پنځو کلونو کې به څه کار کوي؟  ايا دی باوري دی چې په يوه پنځه کلن ستراتېژيک پلان کې به د ده يو کس پر پنځو سوو کسانو بدل شي؟ که کېږي، دی ولې منتظر دی او ولې يې نه پيلوي؟ که دی پر دغه بدلون او اغېزمنتيا باوري نه دی، دليل يې څه دی؟ ستاسې پر وړاندې څه دي چې په رښتيا سره تاسې د خپل کار د اغېز په اړه بدبين کوي؟

سمندر: نه پوهېږم چې څومره حق لرم چې دا ادعا وکړم، خو په هرحال؛ تر ټولو لوی کار چې د ځان په مخ کې يې وينم، په ټولنه کې د يوه فکري بدلون لپاره زمينه برابرول دي. مخکې مې هم وويل چې زما د ټولو خبرو له منځه به تر دريو او يا څلورو زياتې نورې د گټې نه وي:

لومړی دا چې موږ په ناسمو ادررسونو کې جنگېږو. دويم، زموږ عقلي پوهاوي ته نه يو رسېدلي. موږ د عاطفي – حسي پوهاوي سرتېري يو.

له همدې امله هم ډېر لوړ ظرفيت، ډېره ځواکمنه انرژي او دروني اسارت لرو، د ويجاړولو ډېر ځواک لرو  او داسې ويجاړی کوو چې په تېر کې انسان نه وي تجربه کړي.

اوس تاسې وويل چې د نورو لپاره څه کولای شئ. زه چې د شخصي اخلاقو په نامه څه پېژنم، دا دي چې نه مې بايد فکر، نه مې خبرې او نه مې هم کار او چلند د نورو ژوند او فردي ازادي ته تاوان ورسوي. يعنې زما د مينې په کار کې هم دا نشته چې نور بدل کړم. زه غواړم له نورو سره مرسته وکړم، چې د ژوند يوه تازه ناره واوري او بېرته ژوند پيل کړي.

مينه؛ ښکلي ژوند ته لاره

رويش: سمندر صاحب، که د کورنۍ پوښتنه درنه وکړم، څو اولادونه لرې؟ څو يې نجونې او څو يې هلکان دي؟

سمندر: زه اته اولادونه لرم چې درې يې نجونې او پنځه يې هلکان دي.

رويش: زه هم اته اولادونه لرم؛ دوه زامن او شپږ لوڼې. له لوڼو او زامنو سره مو اړيکه څنگه ده؟

سمندر: زه ورته وايم چې د دې ترڅنگ چې پلار مو يم، ستاسې سلاکار هم يم. هڅه وکړئ چې ما ملگری وگڼئ او هر ډول خبره چې لرئ، راته ويې کړئ؛ ځکه د دې ترڅنگ چې پلار مو يم، فکر وکړئ چې داسې يو څوک يم چې يوه ښه مشوره درکولای شم.

رويش: ستاسې اولادونه په يوه فرهنگي پښتني کورنۍ کې رالويېږي. پلار يې ليکوال و شاعر دی او په ټولنه کې مينه دودوي، خو په هر حال؛ په ټولنه کې د پښتنو سياستوالو له خوا په واکمن سياسي فرهنگ کې داسې تمثيل شوې چې دوی له ډېرو زمانو راهيسې د مينې پر وړاندې بې زغمه دي. اوس چې لږ تر لږه په دې وروستيو کې چې طالبانو کوم نظام جوړ کړی دی، زموږ او تاسې ټولو د ماشومانو په ذهن کې وه ډېره لويه پوښتنه شته، چې موږ چېرته يو. مثلاً يو ماشوم نه د سياست فکر کوي، نه د واک او پيسو، بلکې د يوه ماشوم په توگه يو عادي طبيعي ژوند لري، د بل هر ماشوم غوندې خندل غواړي، ښوونځي ته تلل غواړي، د بل هر ماشوم غوندې خوښي، ساتېري او لوبې کول غواړي او په خپله شاوخوا کې يوه خوشحاله کورنۍ لرل غواړي. دا يو تر ټولو زيات طبيعي حق دی چې يو ماشوم يې لري او بايد لاسته يې راوړي.

تاسې څه فکر کوئ چې په خپل کور دننه مو د خپلو ماشومانو په ذهنونو کې دغه پاراډاکس څنگه له منځه وړی دی؟ اوس يو وخت دوی دا احساس کړې چې د هغو واکمنانو له خوا، چې د پښتنو په نامه پر دوی واکمن کړل شوي دي، له خپلو تر ټولو بنسټيي حقونو يعنې په هېواد کې له زدکړو او ژونده بې برخې شوي دي. د يوه روڼ‌اندي او لوستي کس په توگه مو د خپلو ماشومانو په ذهنونو کې دا خبره څنگه تفسير کړې ده؟

سمندر: ښه، که څه هم موضوع په دغسې بڼه نه ده مطرح شوې، خو يو څه ورته وايم چې څه چې اوس په افغانستان کې روان دي، يوه اګاهي ده. ښايي، پښتانه په ټوله کې بېلابېلې اګاهۍ ولري، خو اوس واکمن ځواک ممکن په پښتو خبرې وکړي، خو ښايي، د پښتني اګاهي څرگندوونکي يا سمبول و نه اوسي.

زما هڅه او لټه دا ده چې دوی د دې ترڅنگ چې يو وار له مور و پلاره زېږي، يو وار خپل زېږون پخپله هم تجربه کړي او تر ټولو بريالي کسان هغه دي چې د دې کار لپاره کافي زړورتيا لري. يو په بشپړ ډول پر خپلو فردي ځانګړنو پېژندل شوی، خو مسوول انسان. اولادونو ته مې سپارښتنه دا ده چې ازادي زړورتيا غواړي او هر څوک د ازاد اوسېدو ځواک نه لري؛ په دې دليل چې کله ازادي غواړې؛ نو مسووليت به منې. اګاهي د اخلاقو يا عواطفو د انرژۍ په مانا نه ده، بلکې ازادي په دې مانا ده چې ته د يوه فردي الماس په څېر وځلېږې. ستا په دننه کې ټول پراته فردي رنگونه له ټول ځواک سره راووځي او ته ستا له ټولو ظرفيتونو سره چې لرې يې، بهر ته راووځې. په دې ترتيب شتون يا هستي زياتېږي، د ټولنې گټور او اغېزناک ځواکونه په داسې زېږون سره زياتېږي. په داسې حال کې چې تړلي او کتلوي فکرونه پر دې باور دي چې دا وضعيت يوه ناروغي ده چې پر ټولنه تپل شوې ده. په هر حال؛ دوی خپل کار کوي او زه خپل.

رويش: سمندر صاحب، زما و ستا د خبرو وروستۍ پوښتنه درنه کوم. خوښېږي مې چې د يوه فرهنگي، شاعر او ليکوال په حيث ځواب راکړئ، نه د يوه سياستوال او يا سياسي مبارز په توگه. تصادف دی چې تاسې هيڅکله ځان ته د سياسي مبارز نوم نه دی ورکړی. په هر حال، غواړم چې يو فرهنگي ځواب در نه واورم.

په افغانستان کې اوسنی واکمن حالت د يوه شاعر او ليکوال په حيث تاسې ته څه مهمه پوښتنه در ولاړوي چې کله چې دغه پوښتنه په خوب کې درځي، له خوبه مو راويښوي؟ تاسې يو فرهنگي ياست او يادونه مو وکړه چې د ښي او کيڼ لاس د پېژندلو له زمانې راهيسې مو د دې هېواد د انسان پر حالت ژړلي، ورته ځورېدلي ياست او لټه مو کړې چې دغه انسان ته ژوند د يوه سوغات او د ژوند په جوهر کې مينه د امانت په ډول ور وپېژنئ. اوس چې د هېواد حالت وينئ او مثلاً پخپله هم له ناچارۍ له هېواده تېښتې ته اړ شوي ياست او د کډوال په توگه بهر ژوند کوئ، داسې څه دي چې د يوې لويې او مهمې پوښتنې په ډول مو په ذهن کې راگرځي؟

سمندر: ښه، اوسمهال موږ له هېواده بهر يو، خو په هر حال اوس موږ په هېواد کې له وژلو پر ته بل څه نه لرو.

له بده مرغه په تېره نيمه پېړۍ کې د وگړي درې شيان تر پښو لاندې شوي چې ژوند، ازادي او شتمني يې پکې راځي. اوسمهال دا ناورين په اوج کې دی. له همدې امله، له بده مرغه وضعيت ډېره تياره دی. داسې حالت دی چې چوپتيا شته، خو رښتينې سوله نشته.

رويش: ښاغلی سمندر، له موږ سره له خبرو، اترو مو ډېره زياته مننه. په پای کې که د مخاطبانو لپاره کومه ځانگړې خبره يا پيغام لرئ، مهرباني وکړئ.

 سمندر: نور هېڅ ويل نه لرم، يوازې يوه خبره ورته کوم چې د دوی هر کس او هر وگړی د مينې يوه رڼا ده. هڅه دې وکړي چې خپلې رڼاوې ښې وځلوي او يو بل انسان هم د مينې يوه ځانگړې رڼا وګڼي؛ موږ به په دې بڼه د مينې د رڼاوو يوه رنگارنگه ټولگه شو او ژوند به ښکلی شي.

رويش: گران سمندر صاحب، ډېره مننه. ډېر خوښ شوو. خبرې مو ډېرې له پيغامونو ډکې وې. ما ترې ډېر روښانه پيغامونه واخيستل او په ډېرو برخو کې يې نويو شيانو ته زما پام واړاوه. هيله‌من يم چې زموږ و ستاسې مخاطبانو ته به يې همداسې پيغام لرلی وي. منندوی مو يو.

سمندر: له تاسې هم مننه!

Share via
Copy link