له « نادر یما» سره د شیشه میډیا خبرې اترې

Image

شیشه میډیا :د شیشه میډیا درنو لیدونکو، سلام .

د شیشه میډیا په دې پادکسټ کې زموږ مېلمه نادر یما دی. نادر یما به په دې خبرو کې لا ډېر وپېژنو او له کارونو او ژوند سره به یې اشنا شوو؛ زما په نظر، هغه د افغانستان په سیاسي نظام کې یوه پاراډوکسیکاله کړۍ، او زموږ د نوي نسل یوه ښکلې او د اوریدو وړ کیسه تمثیلوي.

نادر یما د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال او سرپرست و. سیمه ییز ارګانونه، هغه ځای و، چې له یوه لوري یې د هېواد د لوړې اتوریتې لرونکو چارواکو سره سر و کار و( هغه اتوریته، چې له بده مرغه په افغانستان کې د متمرکز قدرت د دود له مخې او په وروستیو کې پر قومی سیاست د تکیې له مخې له خلکو ډېر واټن نیسي او لا ډېر توتالیتر او متمرکز کیږي) او له بل لوري په سیمه ییزه کچه خلکو سره سرو کار لري. سیمه ییز ارګانونه، په واقعیت کې له دواړو لوریو د دغه فشار شاهد دی.

له ښاغلي نادر یما سره په خبرو کې غواړو، چې دغه پارډاوکس پرانیزو. د یما کیسه، له بل لوري تر ډېره د افغانستان د هغه نسل کیسه ده، چې« د افغانستان نوی نسل» یې بولو؛ دغو خلکو په هم په دې دوره او هم د ماشومتوب د ستونزو او سختیو پر وخت د ژوند واقعیتونه درک کړي. دغه نسل، د همدغو واقعیتونو په منځ کې، په خپلو شخصي هڅو او نوښتونو خپل مزل لنډ کړ. غواړو دا کیسه هم د نادر یما له خولې واورو.

ماشومتوب

شیشه میډیا: ښاغلی یما، مننه، چې شیشه میډیا سره مو د خبرو بلنه ومنله. هیله من یم، چې د دغې دوستانه او صمیمانه مکالمې په ترڅ کې درڅخه د هغه څه په اړه، چې د افغانستان د نوي نسل تجربې یې بولو، نوي ټکي واورو او خپلو مخاطبانو سره شریک کړو.

تاسې به قاعدتاً ‌ډېر زاړه شوي نه یاست؛ خو د سر ویښتان مو سپین شوي دي. غواړم ووایم، چې د سر دغه ویښتان مو څه کیسې لري؟ آیا ریښتیا مو عمر هغه پړاو ته رسیدلی، چې د سر ويښتان مو باید سپین شي، یا فکر کوئ، چې دغه تصویر بل پیټی ځان سره لیږدوي او هغه باید د دغو سپینو ډکو په یوه ـ یوه ډکي کې ولټوو.

نادر یما: سلامت اوسئ. مننه ستاسې له بلنې څخه. مننه ستاسې له درنو همکارانوڅخه. یقیناً موږ ټول د هغه داستان بیانولو ته اړتیا لرو، چې ژوند مو ورسره کړی دی. زموږ ژوند، زموږ پر چاپېریال او هغو خلکو، چې زموږ شاوخوا ته یې ژوند کړی، اغېز لرلی دی. دغه اغېز، په ځانګړي ډول پر هغه هېواد، چې موږ ته ډېر ګران دی، ځانګړی ارزښت لري. د دغه ژوند انځورګري او په دې اړه د خبرو زمینه برابرول، ډېر مهم او ارزښتناک دی. د دې کیسې بیانول یوه اړتیا ده، هغه هم ډېره مهمه اړتیا. دا چې تاسې هڅه کوئ په یوه ځانګړي موقعیت کې زما د پخواني موجودیت لپاره دغه تصویر یا انځورګري وړاندې کړئ او د دې فرصت مو برابر کړی، ډېره مننه درڅخه کوم.

یقیناً موږ ټول داسې خبرې لرو، چې مخاطبانو سره یې باید شریک کړو. ټول داسې ټکي لرو، چې ورسره ځان، ځانته او نوروته معرفي کړو،څو ځانونه وپېژنو، چې څوک وو، څه ستونزې مو لرلې، تېروتنې مو کومې وې او بریالیتوبونه مو کوم وو. هغه نسلونه، چې د تاریخ له تکرار سره مخامخیږي، زموږ له تجربو اوسر ګذشت څخه ډېر څه زده کوي. دا چې کوم شیان ورسره په ورځیني ژوند کې مرسته کوي او کوم شیان دوی د لیدلوري او تعهد لرلو لپاره رهنمایي کوي، څنګه دا لیدلوری او تعهد په دوام داره ډول په خپل ذهن او عمل او ټولنه کې رواجوي. څنګه اغېزناک کیدای شي او باورمن شي، چې خپله د بدلون او هیلې یوه برخه کیدای شي. له همدې امله، بیا هم مننه کوم، چې د دغې غوښتنې د تحقق زمینه مو مساعده کړه.

ما ته د کورنۍ ډېر غړي او ملګري وایي، چې ولې ویښتان نه رنګوې؟ صادقانه درته وایم، چې له دې مسئلې سره ډېر مخ کیږم. غواړم ویښتان رنګ کړم، غواړم ځوان ښکاره شم؛ خو په واقعیت کې داسې شیان شته، چې دا سپین ویښتان یې ځان سره کازي او ما مجبوروي چې رنګولو ته یې نه ووایم او ووایم: پریږده، چې د دغو ویښتانو هر تار یا ډکی، یا زما دغه تصویر، همداسې چې دی، همداسې پاتې شي.

دا سپین ویښتان له یوه لوري ډېرځورونکي هم دي. زه د عمر له پلوه په داسې پړاو کې یم، چې ویښتان مې نه باید په ژوند کې زما ماتې ښکاره او رسوا کړي. په عین وخت کې، دا سپین ویښتان داسې ډالۍ دي، چې ما سره د لا ډېرې انګېزې او تعهد په لرلو کې مرسته کوي. دا ویښتان زما ژوند نور هم مانا داره کوي او سبب کیږي، چې دغه وضعیت ته دوام ورکړم. له همدې وجې راته ګرانه ده، چې د ویښتانو د رنګولو پریکړه مې نه ده کړې.

شیشه‌میډیا: تاسې کله دې نړۍ ته راغلئ، څو د عمر او ویښتانو د سپینیدو ترمنځ موتناسب رامنځته کړای شوو.

نادر یما: سلامت اوسئ. زه په ۱۳۵۸ کې وزیږیدم. د جګړو او بد مرغیو پرمهال، هېواد مو په خواشینۍ سره په بېلابېلو ستونزو اخته و.

شیشه‌میډیا: د کورنۍ په اړه مو ووایئ. د پلار و مور په اړه، چېرته نړۍ ته راغلل ؟

نادر یما: زه په کابل کې وزیږیدم. د مور له لوري د کابل د چهاردهي او د پلار له لوري د چهارآسیاب یم. تر ډېره وخته نه پوهیدو، چې زموږ قوم څه شی دی؛ ځکه مور مې دومره معلومات نه لرل، چې په دې اړه څه راته ووایي. پلار مو په انقلاب کې، له نورو عزیزانو سره، چې له منځه لاړل، له لاسه ورکړ.زه ډېر ووړ وم. مور مې د دې لپاره، چې ناسکه تره سره واده ته مجبوره نه شي، بیرته خپلې کورنۍ ته ور ګرځي. موږ یې هم د دې لپاره، چې د پلارګنۍ له لوري د بیول کیدو ګواښ سره مخ وو، په روزنتون کې شامل کړو.

د پښتنو یا ټوله کې د افغانانو فرهنګ کې دا دود ده، چې کله یوه مېرمنه کونډیږي، د کورنۍ دود دا دی، چې هغه یې لیور یانې د خاوند ورور ته ودوي. دا په داسې حال کې ده، چې مېرمنه مجرد لیور ولري. له دې پرته، باید د کورنۍ یوه بل خپلوان سره واده وکړي. زما مور دې کار ته راضي نه وه. په همدې خاطر، مجبوره شوه، چې موږ وطن روزنتون ته وسپاري. دا یوازینی ځای و، چې فکر یې کاوه، موږ ښایي پکې خوندي پاتې شوو. خپلې هڅې او وس یې دومره نه و، چې زموږ محافظت ورباندې وکړي.

شیشه میډیا: کله چې «موږ» وایئ، موخه مو څوک دي؟ یانې نورې خویندې او وروڼه مو هم لرل، یا تاسې ځانته وئ؟

نادر یما: هو،هو. موږ له مور و پلاره دوه خویندې او دوه وروڼه یوو.

شیشه‌ میډیا: پلار مو کومه پېښه کې د لاسه ورکړ؟

نادر یما: پلار مې یو نظامي سړی و؛ خو په عین حال کې یې، په نظامي برخه کې ملکي کار کاوه.هغه مهال یې په مختلفو ډولونو او ناسمو معلوماتو خلک نیول او له منځه وړل. موږ هیڅ پوه نه شوو، چې دلیل څه و؛ د مورپه وینا مې، همدا چې ورځې او میاشتې تېرې شوې؛ خو پلار مې را ستون نه شو.

شیشه‌ میډیا: پلار مو چیرته لاړ؟ یانې څه کاره و؟ چېرته یې کار کاوه او څنګه نادرکه شو؟

نادر یما: په کابل کې، د کابل د دهمزنګ په یوه پوځي برخه کې یې کار کاوه. د پوځ کارکونکی و.کله، چې یوه ورځ دندې ته ځي، بیرته نه را ګرځي. هیڅ پوه نه شوو، چې څه شوي او پلار ولې را ستون نه شو. ځینو ویل، چې کیدای شي مجاهدینو سره یې مرسته کړې وي او دولت نیولی او له منځه وړی وي.

زموږ کورنۍ، یا قوم چې ورسره تړلي یوو، علي خېل نومیږي او د احمدزي قوم یوه برخه ده. د دوی اکثره کسان په پاکستان کې مجاهدینو سره ول. په خاص ډول زما ناسکه ترونه، ټول په همدغه لوري کې ول. ځينې وایي چې ښایي پلار مې په همدې دلیل له منځه وړل شوی وي؛ خو زما پلار ډېر متعهد سړی و، آشپز و او په اردو کې یې هم آشپزي کوله. د دې ترڅنګ، چې کار یې کاوه، تل یې دې ته فکر و، چې بېوزله او بې وسه کورنیوسره مرسته وکړي. غیور، ساده او غریب پالونکی انسان و.

شیشه‌ میډیا: مور مو زده کړې لرلې کنه؟

نادر یما: ښوونځی یې تر یوه ځایه لوستی و، خو بشپړ کړی یې نه و؛ یانې زده کړې یې نه وې تمامې شوې. مور مې د کابل ولایت څخه وه، د کابل له چهادرهي څخه.

شیشه ‌میډیا: د مور نوم مو څه و؟

نادر یما: نفیسه.

شیشه‌ ‌میډیا : ښوونځی یې په چهارآسیاب که چهاردهي کې لوستی و؟

نادر یما: په چهاردهي کې، په هغه سیمه کې چې ده دانا نومیږي. د چهاردهي یوه سیمه ده ‌دانا نومیږي، چهل ستون ته نیږدې سیمه ده. مور مې همدلته زیږي، لوییږي، ښوونځي ته ځي، واده کوي اوبالاخره، کله چې پلار مې شهیدیږي، بیرته د خپل مور څنګ ته ځي. یانې مجبوریږي، چې هلته لاړه شي، ځکه ځوانه ښځه وي. هغه په ټولنه کې د شته فشارونو له امله مجبوریږي، چې بیا واده وکړي او ځانته بله کورنۍ جوړه کړي. زه ډېر خوشاله یم، چې مور دغه کار وکړ او ویې کړای شو، ما، نورو اولادونو او ځانته یې یو نسبتاً ښه ژوند برابر کړ.

شیشه میډیا: مور مو تراوسه ژوندۍ ده؟

نادر یما: له ښه مرغه تراوسه هم ژوندۍ ده. زه یو ورور او شپږ نورې خوږې خویندې لرم.

وطن روزنتون

شیشه‌ میډیا: په روزنتون کې د خپل ژوند په اړه ووایئ. وطن روزنتون هغه مهال په کابل کې د ډېرو بې سرپرسته ماشومانو پالنه او سرپرستي پر غاړه لرله. تاسې دغه روزنتون نه څه تصویر په ذهن کې لرئ؟ له هغو ورځو چې ورغلئ او هغې دورې څخه، چې هلته وئ، څه خاطره لرئ؟ هلته ستاسې د پالنې بڼه څنګه وه؟ د روزنې او پالنې نظام مو څنګه و؟

نادر یما: له وطن روزنتون څخه دوه تصویره په ذهن کې لرم: یو د مظلومیت تصویر دی، چې کورنۍ سره څنګ کې نه وم. زه، له ما نه یو مشر ورور او یوه مشره خور لرم، یوه کشره خور مې هم وه. روزنتون ته تګ، زما او کشرې خور لپاره مې ډېر ستونزمن و. زما عمر تر څلورو کلونو زیات نه و. فکر کوم، چې کشره خور به مې لږ ترلږه درې کلنه وه. موږ ته له کورنۍ څخه لیرې والی ډېر ستونزمن و. سره له دې، چې پوهیدو مور مو شته او کولای شوو ویې ګورو؛ خو لیرې والی یې راته ډېر ګران و. د پایوازۍ په هره ورځ، چې والدین راتلل، ماشومان به ډېر خوشالیدل. ځینو کورنۍ لرلې، ځینو خپلوان لرل، چې لیدو ته یې راتلل. زما یادیږي، چې څومره د مور لیدو ته منتظر وو. مشره خور مې کیسه کوي، چې زه تل د روزنتون د کړکۍ شاته دریدم او فکر مې کاوه، چې اوس به مې مور راشي. ځینې وخت مې مور راتلی شوه، خو ډېر کله نه توانیده. نه یې غوښتل، چې زموږ د بایللو خطر ومني. فکر یې کاوه،چې بې احتیاطي به یې د تعقیب او زموږ پلرګنۍ ته د دې د پوهولو سبب شي، چې موږ په روزنتون کې یوو او ښایي ورسره مو بوځي. لهدې کبله فکر کوم، چې مور ته مې د دغه وضعیت زغمل سخت وو، خو بله چاره یې نه لرله.

شیشه‌ میډیا: یانې ستاسې پلرني خپلوان نه پوهیدل، چې تاسې په وطن روزنتون کې یاست؟

نادر یما: نه، اصلاً نه. په روزنتون کې زموږ د موجودیت یو اصلي دلیل همدا و، چې زیانمن نه شوو. اوس فکر کوم، چې مور فوق العاده پرځای پریکړه کړې وه.وروسته مې هڅه وکړه، چې خپل قومیان ومومم، پوه شم او د خپل قوم او کورنۍ خپلوانو سره وصل شم، پوه شوم،چې ډېر زیانونه ما او کورنۍ ته مې پېښ وو، له دې امله مې دغو اړیکو ته دوام ورنه کړ.

شیشه‌ میډیا: یانې د پلار له لوري ستاسې خپلوان نه پوهیدل، چې تاسې په وطن روزنتون کې یاست؟

نادر یما: نه، اصلاً نه؛ ځکه چې په روزنتون کې زموږ د شاملیدو یو اصلي دلیل همدا و، چې موږ زیانمن نه شوو، اوس چې فکر کوم مور مې فوق العاده پرځای پریکړه کړې وه.

شیشه ‌میډیا: هغه مهال ستاسې پلرنیوخپلوانو، ستاسې د مور پلټنه ونه کړه؟ یانې هڅه یې ونه کړه، چې د مور له لارې ستاسې ځای پیدا کړي؟ ځکه د کورنۍ د ماشومانو را ټولول هم زموږ په قومي او قبیلوي دودونو کې یوه مهمه برخه او عام چلند دی. زموږ په ټولنه کې کورنۍ او افراد داسې احساسوي، چې که ستاسې په شان اولادونه را ټول نه کړي، عیب به یې لرلی وي. آیا هغوی هڅه نه ده کړې، چې په یوه ډول تاسې یا مور مو پيدا کړي؟

نادر یما: اولو وختونو کې یې هڅې وکړې. ډېره هڅه یې دا وه، چې مور مې د پلرګنۍ د کورنۍ غړې وي او بالآخره د پلار یوه خپلوان سره مې واده وکړي. د هغوی یو فشار دا او بل دا و، چې فکر یې نه کاوه، موږ به روزنتون کې یوو. دوی فکر کاوه، چې موږ به له خپلې مور سره یوو. د هغوی فشار د دې لپاره و، چې موږ له موره واخلي او هغه په دې ډول زموږ میرني تره سره واده ته مجبوره کړي.

په عین حال کې، د هېواد امنیتي وضعیت په عمومي ډول خراب و او زموږ یوه برخه خپلوان یا مجاهدینو سره وو او یا له هېواده بهر تللي ول. دوی نه شول کولای، چې کابل کې پاتې شي. له دې امله، پر موږ فشارونه یو څه کم شوي وو، هغوی په ډاډه زړه موږ پسې نه شول ګرځیدای، پرځان ډاریدل.

شیشه ‌میډیا: د روزنتون د چاپېریال کیسه مو کوله. د روزنتون د مسوولینو او ستاسې د پالونکو چلند درسره څنګه و؟

نادر یما: زموږ روزتنون داسې ښوونځی یا مرکز و، چې د کابل د ډېرو ښوونځیو په پرتله موږ پکې ښه امکانات لرل. هغه مهال ځينو کورنیوهم د فقر او لوږې له امله خپل ماشومان روزنتون ته راوستل؛ یانې په روزنتون کې د ماشومانو د موجودیت دلیل یوازې د دوی بې سرپرستي نه وه، فقر هم و. واقعیت دا دی، چې وطن روزنتون یو فوق العاده ښوونیز او روزنیز مرکز و.

شیشه‌ میډیا: ټول څومره ماشومان پکې ول؟

نادر یما: ډېر ول. زه د دارلامان لور ته، د روسیې سفارت په مخامخ روزنتون کې وم.هلته تر دوه سوو ډېرو ماشومانو ژوند کاوه. د افشار لور ته روزنتون کې تر موږ مشرانو ماشومانو ته ځای ورکړل شوی و. د هغوی شمېر کیدای شي تر موږ هم ډېر و.ځينې وخت موږ هم د درس ویلو لپاره هلته تلو، خو بیرته راتلو.

شیشه‌ میډیا: دا د شوروي سفارت مخکې، روزنتون کې چې وئ، د څومره عمر ماشومان درسره ول؟

نادر یما: فکر کوم، چې له څلورو- پينځو کلونو ان تر دولس کلونو پورې عمرونه یې ول. دې نه یې چې عمر زیاتیده، د افشارو روزنتون ته یې لېږدول.

شیشه ‌میډیا: درسونه یې هماغه درکول، چې د افغانستان په ښوونځیو کې د معارف نصاب له مخې تدریسیدل، که درسي پرګرامونه مو جلا او ځانګړي ول؟

نادر یما: هماغه د هېواد د عامو ښوونځیو درسونه وو؛ خو فرق یې دا و، چې موږ روزنتون کې وو، له ورځینیو درسونو وروسته مو نور روزنیز پروګرامونه هم لرل، مثلاً:ورزش، د کیسو لوستل یا ویل. ځينې پروګرامونه او کارونه موږ خپله کول، لکه: د ځینو حرفو زده کول. د افشار روزنتون کې چې امکانات یې ډېر وو،جانبي پروګرامونه او حرفوي زده کړې هم زیاتې وې. په ټوله کې مو ټلویزون ډېر لیده.موږ د باندې ماشومانو نه ډېر فرصت درلود، چې خپلو همزولو سره په یوه امن او له تاوتریخوالي لیرې چاپېریال کې یو ځای واوسو.

په تاشکند کې د ښوونځي دوره

شیشه ‌میډیا: د روزنتون ټوله دوره مو دارالامان کې وه، که وروسته دافشارو روزنتون ته هم ولیږدول شوئ؟

نادر یما: ټوله موده مې په دارالامان روزنتون کې وه.که په یاد مو وي، هغه مهال د پخواني شوروي یولس کلن پروګرام و،چې ماشومان او د ښووځیو زده کوونکي یې د بورسیې په بڼه وړل. زه مې له ورور او یوې خور سره، چې ما نه مشره وه، د همدغې بورسیې له لارې روسیې هېواد ته لاړو. ما او مشرې خور مې ښوونځی په تاشکند او ورور مې قزاقستان کې بشپړ کړ. یوه کشره خور مو، چې هغه مهال کوچنۍ وه، په روزنتون کې پاتې شوه.

کله چې مې کشره خور په روزنتون کې یوازې شوه، مورنۍ نیا مې هغه ځان سره یوړه. البته موږ له دې مسئلې خبر نه وو. وروسته، چې زه له تاشکند څخه را وګرځیدم او پوښتنه مې وکړه، چې خور مې چېرته ده، ویل یې هغه نوره په روزنتون کې نه ده.

زما د ماشومتوب ښایسته دوره په تاشکند کې وه. سره له دې،چې اولو وختونو کې راته ډېره ستونزمنه وه؛ ځکه کله چې افغانستان کې وم او روزنتون کې وم، تل مې د مور د لیدو هیله لرله، خو کله چې تاشکند ته لاړم، دا امکان هم نور راڅخه واخیستل شو. هغه مهال نه پوهیدم، چې تګ مې ښه و کنه؛ خو فکر کوم چې شوروي او په خاص ډول تاشکند ته تګ مې ښه و؛ ځکه په داسې ښوونځي کې مې د درس ویلو فرصت وموند، چې هلته انسانیت ترویجیده، اخلاق تدرسیده او انسانان یې په پياوړي ډول روزل. ما په دې ښوونځي کې زده کړل، چې زما واقعي ژوند او د یوه انسان په توګه مې مسوولیتونه کوم دي. په واقعیت کې نن چې زه هر څه لرم، دا د هماغه ښوونځي برکت دی. زه د دغه ځای او خپلو استادانو منندوی یم.

شیشه‌ میډیا: په تاشکند کې مو کوم ټولګي ولوستل؟

نادر یما: جالبه وه، چې افغانستان ته له ستنیدو وروسته ډېرځله ما نه شو ویلی، چې په شوروي کې مې زده کړې کړي دي. په خاص ډول د اسلامي دولت له بریالیتوب وروسته؛ ځکه له روسیې څخه یې برداشت او تصویر ډېر بد و او کیدای شي تاوان یې را اړولی وای. په داسې حال کې چې ما دین او بنسټونه یې، لمونځ او د قرآن کریم تلاوت ټول په تاشکند کې زده کړل. له دې امله، دا تصور چې ګواکې روسیې ته ماشومان بیایي او له دین او اسلامه یې باسي، غلط و. موږ د دین اساسات هم هلته زده کړل، انساني روزنه یې هم راکړه او ویې پوهولو، چې نورو انسانانو سره مرسته وکړو او د ځوریدو لامل یې نه شوو، صادق او امین واوسو او ټولو سره مهرباني او شفقت ولرو.

هلته موږ دري او پښتو ژبې، چې زموږ د تعلیمي نصاب برخه وې، په معیاري ډول زده کړې.نور مضامین ټول په روسي ژبه وو. نور مضامین ټول په روسي ژبه وو، یانې ساینسي مضامین لکه: هندسه، فیزیک، ریاضي او نور مضامین ټول په روسي ژبه تدریسیدل، د ټولنې ژبه هم روسي وه. هغه مهال، د شوروي اتحاد په ښوونځيو کې د روسیې د بېلابېلو سیمو زده کوونکو زده کړې کولې. بېلابېل ښوونځي وو. مثلاً: د فیزیک ښوونځی، د ورزش ښوونځی، د روسي ژبې ښوونځی، د ابیاتو ښوونځی او نور… هلته یې د ماشومانو استعدادونه له هماغه پيله تشخصول او مشخص ښوونځي ته، چې د هغوی د استعداد او علاقې اړوند وو، ور استول یې.

کله چې ماشوم په یوه ښوونځي کې درس وایي، هم یې استعداد وده کوي او هم د خپل راتلونکي لپاره ښه پلان جوړولی شي. زه خپله یو وخت د روسي ادبیاتو او ژبې او ریاضیاتو په ښوونځي کې وم، وروسته یې پام شو، چې په ورزش کې لکه ځغاسته او فوټبال کې ښه استعداد لرم. د همدې لپاره یې د ورزش ښوونځي ته ولېږدولم. له هماغه وخته راته ورزش مهم و، دا مې د خپلې سلامتۍ لپاره هم راته اړتیا وه او هم د دې سبب شو، چې په هېواد کې د جګړو پر مهال ناوړه او خرابو کارونو ته لاسرسی پيدا نه کړم او د ورزش له زده کړې سره د نورو مرسته وکړم.

شیشه‌ میډیا: تاسې په څو کلنۍ کې تاشکند ته لاړئ؟

نادر یما: زه په پينځه کلنۍ کې تاشکند ته لاړم.

شیشه‌ میډیا: بیا خو ډېر ماشوم وئ؟

نادر یما: هو، په ماشومتوب کې لاړم.

شیشه میډیا: یانې ډېره لږه موده په وطن روزنتون کې پاتې شوئ، بیا شوروي ته لاړئ؟

نادر یما: فکر کوم، چې له دوه درېیو کلونو ډېر په وطن روزنتون کې نه وم. وروسته تاشکند ته لاړم. زما په یاد دي، چې په تاشکند کې مو په لومړي کال یوازې ژبه زده کوله؛ ځکه ماشومان وو او ښوونځي ته د تګ جوګه شوي نه وو. زه د عمر له لحاظه هم د ښوونځي د تګ په پړاو کې نه وم. یو کال وروسته ښوونځي ته لاړو او زه د هغه ښوونځي له تر ټولو کوچنیو زده کوونکو څخه وم. زما شمېره هلته لومړۍ وه، وروسته په هر درس او ټولنیز کار کې هم لومړی کیدم.

شیشه‌ میډیا: هلته د شته افغان زده کوونکو شمېر دریاد دی، چې څومره وئ؟

نادر یما: هو، د ورزش په ښوونځي کې شاوخوا سل تنه وو. په همدې ډول، له پنځوسو تر سلو پورې نور افغان زده کوونکي، چې عمرونه یې مختلف وو، د تاشکند په نورو ښوونځیو او د منځني اسیا په نورو بېلابېلو ښوونځیو کې زده کړې کولې. هغه مهال، چې زه هلته وم، له پينځو څخه تر لسو کلونو مې عمر و.

شیشه میډیا: تاسې چې کله تاشکند کې وئ، احتمالاً د ښوونځي د منځنۍ دورې زده کړې مو کولې، چې روسان له افغانستان څخه وځي او د دیموکراتیک ګوند رژیم سقوط کیږي. هغه مهال تاسې تاشکند کې پاتې شوئ، چې زده کړو ته دوام ورکړئ، یا ترې ووتئ؟

نادر یما: له ښه یا بده مرغه، کله چې نظام سقوط شو، زه د رخصتۍ لپاره افغانستان ته راغلی وم. دا د دې لپاره وایم، چې په تاشکند او د روسیې په نورو ایالتونو کې افغان محصلان ډېرو ستونزو سره مخامخ شول. زه د درېیو میاشتو لپاره افغانستان ته راغلی وم، چې کشره خور مې هم ځان سره یوسم. د هغې د وړلو غوښتنه تر ډېره زما مشر ورور او مشرې خور کړې وه. هغه مهال زه ریښتیا نه پوهیدم، چې په افغانستان کې دا درې میاشتې پاتیدل به دېرشو کلونو ته وغځیږي. زه په رخصتۍ وم، چې نظام سقو شو او ما ونه کړای شو، بیرته بهر ته لاړشم. هغه خور مې، چې زه یې باید پالونکی وای، له دېرشو کلونو وروسته وتوانیدم، چې له کورنۍ سره یې، د مشرې خور په مرسته، چې اوس په اروپایي ټولنه کې د ډنمارک د استازې په توګه کار کوي، وژغورم او هالینډ کې پناه ورته واخلو.

شیشه میډیا: هغه وخت، چې تاشکند نه کابل ته وګرځیدئ، په څووم ټولګي کې وئ؟

نادر یما: د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم او په ډېرو ستونزو مې وکړای شول، چې ژوند مخته یوسم. ورور مې کار کاوه، چې بالآخره یوه اندازه پیسې ټولې او ښوونځي ته ورکړو، څو دوی موږ سره زموږ د خور د وړلو زمینه مساعده کړي. ورور مې سره له دې، چې ډېر کوچنی و؛ خو ډېر با مسوولیته و. زما په یاد دي، چې د ماشومتوب په هماغه پيل کې یې د جیب خرڅ ورکول کیدونکې پیسې ټولولې او د میاشتې پای کې مور ته ورکولې، چې اوړه او غوړي پرې واخلو. هغه اوس پينځه دېرش کاله کیږي، چې په اوکراین کې ژوند کوي. څه موده مخکې په ډېرې سختۍ وتوانیدو، چې هغه له هغه ځایه وباسو؛ خو څه موده وروسته مو پام شو، چې بیرته دغه هېواد ته ورګرځیدلی دی. ور نه مې وپوښتل، چې ولې بیرته ور ګرځیدلی یې؟ ویل یې: دغو خلکو زه په خپله غېږه کې لوی کړی یم- هغوی زه خپل ګڼلی یم، ښه ژوند یې راته برابر کړی؛ اوس د دې فرصت را رسیدلی، چې جبران یې کړم. زه نه شم کولای، په دې سخت وضعیت کې د دغه هېواد خلک یوازې پریږدم. هغه د همدې لپاره بیرته اوکراین ته ورستون شو.

په تاشکند کې ښوونیز او روزنیز پروګرامونه

شیشه‌ میډیا: کله چې تاسې د زده کړو پر وخت په تاشکند کې وئ، مسکو یا د منځني اسیا هېوادونو ته د علمي – سیاحتي سفر کوم فرصت درته برابر شو کنه؟

نادر یما: هو، د هر کال په اوړي کې د روسیې مختلفو سیمو ته تلو. په اروپا کې د «سامر کمپ» یا دوبني کمپ په نوم یو پروګرام دی. تابستانی. موږ یې په اوړي کې هر کال د روسیې بېلابېلو ته بیولو، دا چې وخت له درېیو میاشتو څخه کم و، هڅه یې کوله چې موږ هر څو اونۍ په مختلفو سیمو کې پاتې شوو. دا سفرونه د پروګرام برخه وو، څو طبیعت سره اشنا شوو، له سیمه ییز ژوند سره اشنا شوو، نورو ځوانانو سره اشنا شوو او د رهبرۍ، پياوړتیا، همکارۍ او ملاتړ په اړه څه زده کړو.

په یوه اوړي کې، مخکې له دې چې د افغانستان نظام سقوط شي، موږ شاوخوا لس که دولس افغان محصلینو وویل، چې د دوبني پروګرام پر ځای سږ کال، غواړو افغانستان ته ستانه شوو. غوښتنه مو وکړه، چې موږ افغانستان ته واستوي، څو درې میاشتې هلته پاتې شوو. ویې منله او موږ وطن ته راغلو. دلته وو، چې نظام سره وپاشل شو او ما ونه کړای شو، چې د اوسیدو اسناد مې تمدید یا د الوتکې ټکټ واخلم او بیرته وګرځم. د حمل میاشت وه. د نظام تقریباً هرڅه پاشل شوي وو، زه مجبور شوم، چې پاتې شم. یوه میاشت وروسته، په ثور میاشت کې نظام په بشپړ ډول سقوط شو.

شیشه‌ میډیا: کله چې تاشکند کې وئ، د اوسیدو او زده کړو لګښتونه مو د افغانستان د وخت دولت که شوروي اتحاد ورکول؟

نادر یما: شوروي اتحاد ورکول. لګښتونه د بورسیې اړوند وو. زموږ بورسیې لس کلنې وې، په پام کې وه چې ښوونځي بشپړ او بیا پوهنتون ته لاړشوو.اساساً پروګرام دا و، چې باید تر نهم ټولګي زده کړې وکړو او بیا کالج ته لاړ شوو، چې درې کاله وخت یې نیوه او ورپسې باید پوهنتون ته لاړ وای. د کالج دوره د دې لپاره وه، چې زده کوونکي د خپلې خوښې تخصص او مسلک سره لا ډېره اشنایي پيدا کړي.

شیشه‌ میډیا: لکه د پوهنتون له دورې نه مخکې دوره؟

نادر یما: هو، تقریباً همداسې یوه دوره وه. په دې درېیو کلونو کې هم ښوونځی بشپړیده او هم زده کوونکي د خپلې خوښې تخصصي څانګې سره بلدیدل.

شیشه میډیا: اوس چې کله تېر ته ګورئ، د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو چې ورغلي یاست، کوم جالب تصویر په ذهن کې لرئ، چې ستاسې پر ذهن و روان یې اغېز کړی وي؟ اوس دېرش یا دوه دېرش کاله وروسته، کوم ټکي در یادیږي چې فکر کوئ له دغو سفرونو او علمي سیاحت څخه مو زده کړي دي؟

نادر یما: هغه روزنتون یا ښوونځی چې زده کړې مو پکې وکړې، زما پر شخصیت او فکر یې فوق العاده اغېز درلود. هلته زه کل نه وم، جز وم او ما ته را زده شول، چې لومړیتوب زه نه یم؛ بلکې هغه کسان دي، چې زما په شاوخوا کې دي او زه د هغوی یوه برخه یا جز یم.

وګورئ، زموږ په درسونو کې یو جالب ټکی دا و، چې موږ یې ښار و بازارته وړو، څو اخلاقي چلند پکې زده او تمثیل کړو. مثلاً: موږ ته ویل کیدل، چې نن باید ۱۰ نومرې واخلئ او دا ۱۰ نومرې به د دې لپاره وي، چې لاړشئ، څوک پيدا کړئ، چې مرستې ته اړتیا ولري او مرسته ورسره وکړئ. داسې ځای پيدا کړئ، چې ناپاک وي، پاک یې کړئ، یا څوک اړتیا لري، چې له سړکه تېر شي، یا څوک په سودا پېرلو کې مرستې ته اړتیا ولري، یا په ښاري او عمومي سروېسونو کې یاست، ځای مو بل چا ته چې تاسې نه زیاته اړتیا لري، پریږدئ.

موږ ته ویل کیدل، چې ماشومان او سپین ږیري یا هغوی، چې درنه مشران دي، له خدماتو او اسانتیاوو څخه په برخمن کیدو کې باید لومړیتوب ولري. یا هغه مېرمنې، چې تکلیف ولري، لومړیتوب ورکړئ. حتا دا یې موږ ته وی، چې که دوه تنه سره دوستان وي او د خبرو په حال کې وي، که څه هم عمر یې ډېر فرق نه درسره لري، هغوی باید لومړی کیښني؛ ځکه موږ باید ټولنیزو اړیکو ته درناوی وکړو.

شیشه ‌میډیا: دغه فضا، چې تاسې د تاشکند په ښوونځي کې لرله، په نورو ښوونځيو یا ټول ښوونیز نظام کې موجوده وه یا یوازې تاسې ته زده کړو کې داسې ښودل کیدل؟

نادر یما: نه، د ټولو ښوونځيو همداسې فضا وه؛ ځکه موږ داسې پروګرامونه لرل، چې ځینې وخت نورو ښوونځیو ته تلو، یا له نورو زده کوونکو سره، چې له نورو ځایونو راتلل، یو ځای به وو. په واقعیت کې د پخواني شوروي د ښوونځیو روزنیز نظام همداسې و.فکر کوم دا هماغه تصویر و، چې زه یې اوس ښوونځیو ته زموږ د اولادونو د تلو پر وخت وینم، په لویدیز کې یې وینم، یا هغه سیستم، چې تاسې د برچي په معرفت ښوونځي کې رامنځته کړی و او ما لیدلی و او معلومات مې لرل، دا ډېر سره متفاوت وو. ښوونځی باید دغسې وي؛ سم لکه د معرفت ښوونځی. هغه ښوونځی، چې ما پکې زده کړې وکړې، واقعاً د انسانیت د ترویج په هڅه کې و. ما هغلته له مور څخه ډېرې مهربانه پالونکې ولیدې. په دغه ښوونځي کې یې له کورنۍ څخه زما د لېرې والي تشه را ډکه کړې وه. نن هغه شیان، چې بد متصور کیږي، په ښوونځیو کې رامنځته کیږي، ما دا موضوع هم په هېواد کې او هم په لویدیز کې تجربه کړې ده. اصلاً فکر کوم، چې ټولنه، د ټولنې ارزښتونه او انسانان بدل شوي دي.

په یاد مې دي، چې هره جمعه زموږ د ښوونځي د شاوخوا کورونو عمر خوړلې ښځې هلته راتلې او موږ سره یې خبرې کولې څو له کورونو ځانونه لیرې حس نه کړو. دوی موږ ته مربا راوړه. هرڅه یې چې پخول، موږته به یې راوړل. د دوی دا چلند اودا مسئله هیڅکله نه قضا کیده، دوی تل زموږ خوا ته راتلل.

زموږ ښوونکي، په ځانګړي ډول شپني ښوونکي بې حده مهربانه او نېک چلنده خلک وو. زموږ ښوونکي دوه ډلې وو: یوه برخه یې د ورځې او بله یې شپني ښوونکي وو. ښوونکو بېلابېلې دندې لرلې: ځينې د ورزش ښوونکي وو، ځین په کورنیو کارونو کې مرسته راسره کوله، ځینو درسونه راکول او ځینو زموږ سرپرستي کوله. دوی ریښتیا با مسوولیته خلک وو، هڅه یې کوله چې زموږ ښه پالنه وکړي، ډېره مینه راکړي، مهرباني را باندې و لري او ټولنیز ارزښتونه را کې وروزي او بنسټي کړي، څو وکړای شوو نه یوازې په ټولنه کې ښه ژوند وکړو؛ بلکې له ښو کړنو سره، ټولنه هم بدله کړو.

همداسې چې مو وویل، شپني ښوونځي مو تر نورو ډېر مهربانه وو او دا احساس یې راکاوه، چې موږ واقعاً له خپلو کورنیو او والدینو سره یوو. دوی لکه د پلار و مور رویه، شفقت او مهرباني را باندې لرله؛ خو په عین حال کې زموږ روزنه داسې وه، چې خپل کارونه موږ خپله ترسره کول، په اشپزخانه کې مو له اشپزانو سره د ډوډۍ برابرولو کې مرسته کوله، دهقاني مو کوله، نجاري مو کوله او په ټولنه کې فعال وو.

د کابل جګړې: پاشلتیا او ویجاړتیا

شیشه ‌میډیا: تاسې چې داسې چاپېریال کې له روزنې وروسته کابل ته ستانه شوئ او د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط او د مجاهدینو له راتلو وروسته په هر څه کې یو لوی او ژور اساسي بدلون راغی: نظام وپاشل شو، بنسټونه له منځه لاړل او په کابل کې کورنۍ جګړه پيل شوه. تاسې ته قاعدتاً د یوه ځوان په توګه، چې هغه مهال د بلوغ عمر ته رسیدلي وئ او ارمانونه مو په لوړیدو او زیاتیدو وو، دغه وضعیت باید ډېر سخت تمام شوی وي.

غواړم د دغه دوران په اړه خپله تجربه راته ووایئ، چې د کابل جګړو څه ډول نوی او دردونکی احساس درکړ؟ له دې نه مخکې فضا له یو ډول کانترست څخه اغېزمنه وه: په ښوونځي کې مو چې کومه روزنه او پالنه لرله او یادونه مو وکړه، چې رحم، محبت، انسان دوستي او همکاري پکې موجوده وه، خو دلته له پاشلتیا او شیندلتیا سره مخ شوئ.

نادر یما: هو، دوه متفاوته تجربې وې. کله چې پوه شوم بیرته په تاشکند کې خپل ښوونځي ته نه شم ستنیدای، وضعیت مې خراب شو. ښایي په تاشکند کې د روزنې او زده کړو له امله مې وو، چې ژر بیرته پر ځان مسلط شوم او خور او د مور کورنۍ ته مې ورسیږم.

په مزارشریف کې زموږ ځینې دوستان او عزیزان وو، چې راسره د مرستې وړتیا یې لرله او کولای یې شول، چې تاشکند ته مې ستون کړي. سره له دې، چې ماشوم وم، خو پوهیدم چې شرایط ورځ تربلې بدتر او نور هم پېچلي کیږي. کله مې چې دوستانو د وتو وړاندیز وکړ، ومې نه منله. ما حس کوله، چې که خور او کورنۍ سره پاتې شم، غوره به وي. ریښتیا، د تلو په انتخاب مې ډېر فکر نه کاوه- ذهن مې د هېواد پر وضعیت متمرکزو. زموږ له را پېښو ستونزو سره مې فکر بوخت و او په دې اندیښمن وم، چې شرایط مو نور هم ستونزمنیږي.

هغه مهال ستونزې زیاتې وې: د اوبو ستونزه، بې پروګرامه والی، جګړه او بدمرغي چې هرې خوا ته یې لمن غوړولی و او ما هیڅکله داسې وضعیت نه و تجربه کړی. له دې سره، لکه څنګه چې مې یاده کړه، په تاشکند کې یې موږ ته ښودلي وو، چې ژوند همېش ستونزې لري، باید عادت شوو ورسره او یا هڅه وکړو، چې حل یې کړو. په ښوونځي کې زه داسې روزل شوی وم، چې ستونزو سره د مخ کیدو پر وخت څنګه اوسم. ما زده کړي وو، چې له جګړې، بدمرغۍ او ننګونو سره څنګه مبارزه وکړم.

شیشه ‌میډیا: کله چې افغانستان ته وګرځيدئ، حتما به مو مور سره ژوند کړی وي که بل کور کې وئ؟ د ژوند اړتیاوې او لګښتونه مو څنګه تامینول؟

نادر یما: د مور د کورنۍ ژوند هم سره خراب شو؛ ځکه خاوند یې د ډاکټر نجیب د دولت په پوځي برخه کې کار کاوه. د مور مېړه مې وزګار شو، دوی ونه کړای شول، چې له هېواده ووځي؛ ځکه که نیول شوي وای، ځانونه یې خطر کې وو. هغه مهال مې مور په یوه ښوونځي کې معلمي کوله.

شیشه ‌میډیا: کور یې چېرته و؟ د کابل په کومه سیمه کې یې ژوند کاوه؟

نادر یما: په درېیم مکروریانو کې وو. کله چې جګړه پيل شوه، هرڅه له منځه لاړل. ښوونځي او هر څه نابود شول. سره له دې، چې یوه موده هر څه ښه پریمانه شول؛ خو وروسته ټول له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول. زه ماشومتوب نه متوجه وم، چې باید د ژوند په مخته وړلو کې ونډه ولرم؛ له همدې امله د کورنۍ لپاره نفقه راوړنکی شوم. د کابل د فروشګاه په بازار کې مې اوبه خرڅولې، یو بانګ به مې پر اوږو و، یخې اوبه مې پکې پلورلې.

شیشه ‌میډیا: بیرته وطن روزنتون ته لاړئ؟ هدف مې د افشارو وطن روزنتون دی؟

نادر یما: نه، نه. کله چې ستون شوم، د مور له کورنۍ سره مې ژوند کاوه. په هغو درېیو میاشتو کې هم د ځينو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره روزنتون ته تلم او بیرته راتلم. په پام کې وه، چې بیا روزنتون ته لاړ شم څو ما هوایي ډګر ته ولیږدوي، چې هر څه سره وپاشل شول. په دغو ورځو کې تقریباً دیارلس کلن وم او څه مې په لاس کې نه لرل. په همدې دلیل مې پریکړه وکړه، چې د هغه وخت د ډېرو نورو ماشومانو په شان شاقه کارۍ ته مخه کړم. ما خپل کار له اوبو پلورلو را پيل کړ، د کابل ښار په فروشګاه بازار کې مې یخې اوبه پلورلې.

شیشه میډیا: له اوبو پلورلو نه مو هدف څه دی؟ اوبه مو له کومه کولې؟

نادر یما: هر چېرته، چې دولتي ودانۍ وې، له هماغه ځایه مې اوبه را اخیستې، څو ټوټې یخ مې پېرلو، چې اوبه یخې ساتي، د فروشګاه او منډيي ټولو لاس پلورونکو ته مې اوبه وړلې او یو ګیلاس مې په څو روپیو خرڅوه. دا زما کار و. زه داسې روزل شوی وم، چې باید صادق اوسم او شفقت او مهرباني ولرم.خلکو سره مې ښه چلند کاوه، د اوبو کیفیت مې هم ښه و. دا مسایل سبب شوي وو، چې د ټولو اوبه پلورونکو ماشومانو په نسبت، زه ډېر عاید ولرم.

زه خلکو سره ریښتینی وم، ورته مې ویل چې اوبه پاکې دي او له کوم ځای نه یې راوړم. د اوبو زېرمه به مې په اوږه وه، کله چې به اوبه ګرمې شوې، بیا تلم او سړې اوبه مې را اخیستې؛ ځکه پوهیدم چې زحمت ویستونکي خلک چې اوبو ته یې اړتیا وي، که سړې اوبه وڅښي، ډېر خوند ځنې اخلي. په همدې خاطر ډېر پلورونکي زما راتلو ته په تمه وو، چې راشم او اوبه ورکړم.هغوی پوهیدل، چې زه پاکې، رڼې او سړې اوبه ورته راوړم.

شیشه ‌میډیا: ستاسې به درسونه هم ځنډیدلي وي؛ ځکه نور خو ښوونځي ته نه تلئ.

نادر یما: هو، هو. ښوونځي ته لا نه ړم، خو وروسته چې وضعیت ښه شو، د کورنۍ په مرسته مې درسونه پيل کړل او پریکړه په دې شوه، چې د سویې ازموینه ورکړم او بالآخره یو تحصیلي سند ترلاسه کړم.

شیشه میډیا: هدف مو دا دی، چې د سویې ازموینه مو د طالبانو له سقوط څخه وروسته ورکړه؟

نادر یما: نه. د طالبانو له سقوط څخه مخکې. ما د شپږم ټولګي د سویې ازموینه ورکړه، څو د ښوونځي سند راکړي؛ ځکه روسیې نه مې هیڅ سند ځان سره نه و راوړی. بالآخره د لسم، یوولسم او دولسم ټولګي مې په ښوونځي کې په حضوري ډول ولوستل.

شیشه میډیا: د مجاهدینو په دوره کې؟

نادر یما: هو، د مجاهدینو په دوره کې.

شیشه میډیا: په مکروریانو کې؟

نادر یما: هو، په مکروریانو کې. زه په استقلال ښوونځي کې وم، چې وروسته یې نوم په عبدالهادي داوي بدل شو. دولسم ټولګی مې د شهر نو په یوه ښوونځي کې پای ته ورساوه او د ښوونځي تحصیلي سند مې ترلاسه کړ.

شیشه میډیا: د جګړې ټوله موده مو کابل کې تېره کړه که ترې ووتئ؟

نادر یما: هو، زه د جګړې او بدمرغۍ په ټولو کلونو کې، د سپټمبر تر یوولسمې او تر هغې وروسته کابل کې وم.

شیشه میډیا: جګړې نه څه شخصي تجربې لرئ؟ یانې د لومړي لاس کومې خاطرې ترې ذهن کې لرئ، تاسې ته کورنیو جګړو په ذهن کې کوم وحشت رامنځته کړی و؟

نادر یما: بېلابېلې تجربې ورڅخه لرم. ما په زړو مکروریانو کې ژوند کاوه، چې په بېلابېلو پړاوونو کې د جګړې لومړۍ لیکه وه. په درېیمو مکروریانو او زړو مکروریانو کې د ګوندونو ترمنځ جګړه د ۱۳۷۲ د جدي په ۱۱ پيل شوه. وروسته اړ شوو، چې د هېواد لویدیز ته لاړ شوو. په ماشومتوب کې، چې پلار مې ژوندی و، موږ د لویدیز په کارته سخي کې ژوند کاوه. د کورنیو جګړو پر مهال ټول کابل د بېلابېلو تنظیمونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه وه. ژوند خورا سخت و، ډېر دوستان او عزیزان مو له لاسه ورکړل، زما یوه خور په مرمۍ ټپي شوه.

شیشه میډیا: د هېواد له لویدیز نه مو هدف، د کابل لویدیز دی؟

نادر یما: هو، د کابل لویدیز – په کابل کې مو، چې په عمومي ډول هرچېرته ژوند وکړ، جګړې ځپلی و او موږ هم لومړۍ کرښې ته نیږدې وو؛ یانې د تېښتې لاره مو نه لرله. لوږه او دا وېره، چې که ومونیسي او موضع او سنګر جوړلو ته مو بوځي، تل راسره وه. زما یادیږي، چې کورنۍ مې د اوړو اخیستو وس نه درلود؛ سره صلیب راغلی اوړه راوړل او وروسته له دې، چې اوړه وېشل کیدل، ما پر ځمکه د اوړو لویدلې دوړې ټولولې او کور ته د پخولو لپاه وړې. اوړه به له خاورو او شګو ډک وو، خو موږ پخولې او خوړې.

ډېرې سختې او ستړې ورځې وې؛ خو له ټولو ستونزو سره ما هیڅکله هیله او خپلې غوښتنې ونه بایللې. هڅه مې کوله او باور مې و، چې سبا ښایي متفاوت حالت رامنځته شي او زه باید ورته چمتو اوسم.

په هغه وخت کې مې کتاب ښه ملګری و. ریښتیا، ما له ځوانانو سره د ګرځیدو توان نه درلود؛ ځکه دغه ګرځیدو لګښت درلود، که زه ورسره ګرځیدای، باید چپس مې اخیستی وای، چې ما یې وس نه درلود. په مکروریانو کې د بلاک مشران هر مازیګر یو ځای ټولیدل او د سیاست، جګړې، بد مرغیو او هر کار په اړه یې خبرې سره کولې؛ ما دوه انتخابه لرل، یا په کور کې پاتې کیدم، کتاب مې لوست او کله به چې ستړی شوم، د کم عمرۍ باوجود د مشرانو مجلس ته ورتلم، هملته به وم، تر دې چې شپه به شوه او کور ته به ستون شوم.

ما ټولو سره مرسته کوله؛ مثلاً: کومو کورنیو چې خپلو کورونو ته د اوبو وړلو وس نه درلود، ما اوبه ور وړې. شخصیت مې همداسې جوړ شوی و. د خلکو سودا مې وړله. د همدې لپاره د یوې کورنۍ د زوی پرځای د ټولنې زوی وم. همدا چلند مې سبب شوی و، چې د سیمې د مشرانو په زړه کې ځای پيدا کړم او ور ته ګران اوسم. داسې ورځې راغلې، چې زما له ګډون پرته یې مجلسونه نېمګړي وو.

شیشه میډیا: په دې مجلسونو کې معمولاً د څه په اړه کیسې کیدې؛ یانې دوی چې کومې خبرې کولې، په کومه سطحه وې؟

نادر یما: زه یې په ډېرو خبرو نه پوهیدم، چې څه وایي، زه ماشوم وم، نه پوهیدم، چې د سیاست په اړه څه وایي؛ خو ورو- ورو متوجه شوم چې د ژوند مهم درسونه ورڅخه زده کوم. هرکله چې به یې د څه په اړه خبرې کولې،د مجلس د ځوان غړي په توګه به ما ته متوجه ول او که به په څه نه پوهیدم، متوجه کولم یې. د مثال په ډول، تل به یې ویل چې یما جانه درسونه دې هیڅکله مه هېروه، یا به یې پوښتنه وکړه چې نن دې کوم کتاب ولوست؟ استاد مسعود چې د اقتصاد پوهنځي استاد او له دغو مشرانو څخه و، تل به یې د خپل زوی په سترګه را ته کتل. اجتماع دغسې وه.هر هلک د ټول بلاک زوی و او د بلاک هر مشر، د ټول بلاک مشر و.

مکروریانونه؛ د جګړې او نفرت د میدان متفاوته جزیره

شیشه میډیا: د مکروریانونو د اوسیدونکو ترمنځ د اړیکو د فضا ښه ټکي ته مو اشاره وکړه. واقعیت دا دی، چې مکروریانونه له لومړنیو تجربو څخه دي، چې د مختلفو قشرونو افراد په یوه واحد دهلیز کې تر یوه واحد چتر لاندې راولي. مکروریانونو داسې فضا رامنځته کړې وه، چې د مختلفو ژبو، فرهنګونو، مذهبي او اجتماعي سطحو اړوند خلک پکې په یوه حالت کې سره تعامل وکړي او یو ډول ژوند ولري. دا یو ښه نوښت و، چې په مکروریانونو کې رامنته شوی و او یو نسبتاً متعادل او متوازن فرهنګ و. تاسې د یوه داسې کس په توګه هلته وئ، چې د جګړو د وخت ستونزمنه دوره مو هلته تېروله، د مکروریانو له دغۍ ځانګړنې څه خاطره لرئ. د کابل د هغه مهال عمومي چاپېریال له ایډیالوژیک، سیاسي، قومي، مذهبي او ژبني نفرت او تاوتریخوالي څخه ډک و. اساساً د جګړې ماهیت همدا ټکي ورسره لرل. تاسې هغه مهال دغه وضعیت د مکروریانونو په چاپېریال کې څنکه احساسوه؟ آیا مکروریانونو له هغو اړیکو سره، چې افرادو یې له یو بل سره لرلې، په دې مناقشو اخته وو کنه، تاسې لیدل چې خلک په عمومي ډول دغه عمومي آفت سره مقابله کوي؟

نادر یما: همداسې وه. ما دغه قومي نفاق وروسته درک کړ. په مکروریانونو کې اصلاً دا مسئله نه وه. لږ ترلږه زموږ په بلاک کې نه وه، پوهیږم چې نورو بلاکونو کې هم نه وه. خلکو په هر ډول سختو او جنګي شرایطو کې هڅه کوله، چې یو بل سره مرسته وکړي؛ ځکه یو کورنی تړاو رامنځته شوی و، خلکو یو بل پېژندل او د یو بل پر وړاندې یې تعهد او ځان تېریدنه لرله. وروسته کورس ته تګ او ورزش راسره مرسته وکړه، چې له مشرانو او ځوانانو سره نور هم اشنا شم. په ټوله کې، وضعیت داسې و، چې تاسې نورو سره تړلی، ورته متعهد او ورسره د همدردۍ احساس کاوه او باید ستونزو په حل کې مو ونډه ورسره اخیستې وای. هلته داسې مشران او خلک وو،چې د جګړې او بدمرغۍ په هماغه دوران کې یې د جګړې د هېرولو او د دې حس راکاوه، چې اصلاً هیڅ پر دې فکر ونه کړم، چې جګړه موجوده ده.

د جګړې پر مهال، ستونزې ډېرې جدي وې. برق نه و، فقر او لوږه هره خوا حاکمه وه؛ خو په مکروریانو کې ټولو هڅه کوله، چې د یو بل په احوال خبر او د یو بل مرسته وکړي. یاد مې دي، چې د ۱۳۷۲ د جدي د ۱۱مې جګړه کې موږ په زړو مکروریانو کې وو. ډېر وخت هلته په یوه زیرزمینۍ کې پاتې شوو. موږ ځوانان په دې فکر کې وو، چې څنګه ټولو ته غذایي امکانات برابر کړو. هرچا چې به یو شی راوړ؛ مثلاً یوې کورنۍ اوړه لرل، بلې غوړي؛ موږ ټول را ټولول او ټولو استفاده ورڅخه کوله. داسې نه وه، چې یو کور اوړه ولري او بل ونه لري. که څه وو، د ټولو لپاره وو، که نه وو، د ټولو لپاره نه وو.له دې امله و، چې کورنیو تر اوربنده پورې دوام وکړ او له دغه ځایه روغ ووتل. کورنۍ له اوربند وروسته له سیمې ووتل او ځینې پاتې شول، چې زه له د پاتې شویو له ډلې وم. زما د پاتیدو دلیل دا و، چې ځان مې د یوې لویې کورنۍ اړوند باله.

یادیږي مې، چې له اوربند وروسته او هغه مهال چې کورنیو غوښتل له مکروریانو ووځي، زه د هرې کورنۍ په کډه وړلو کې ورسره وم. له خطر او وژل کیدو هم نه ډاریدم؛ ځکه دا موږ ته یو مسوولیت و.په همدې خاطر له هرې کورنۍ سره لاړم. موږ تل له کورنیو سره مرسته کوله، خدای وساتلو کنه د وژل کیدو مو څه نه وو پاتې.

شیشه ‌میډیا: تاسې په جنګي شرایطو کې د مکروریانو ډېر ښه او ځانګړی تصویر وړاندې کوئ. د کابل جګړه، داسې جګړه وه چې له هر لوري پکې نفرت او تاوتریخوالی وریده. یانې کابل له سمت ګیریو، سیاسي، قومي، مذهبي او ژبنیو جبهه ګیریو ډک و. په حقیقت کې دا ښار سوزیدلی و او اور یې اخیستی و. د مکروریانو کوم تصویر چې تاسې وړاندې کوئ، لکه دا چې یوه بلاک شوې جزیره وي او د ټول تاوتریخوالي او نفرت پر وړاندې یې دروازې بندې وي، په داسې حال کې چې کابل جګړه کې ښکېل دی، خو په مکروریانو کې د جهت ګیریو او قطب بندیو هیڅ اغېز نه لیدل کیږي. آیا وضعیت همداسې و یا تاسې شاهد وئ،چې ړندو توکمیزو، قومي، مذهبي او نورو بلاک بازیو کابل کې ټول د یو بل پر وړاندې درولي وو، په مکروریانو کې یې هم ریښې کړې وې او کله، چې خلکو خبرې کولې، هر چا ځان هغه او دغه جریان سره تړلی باله؟

نادر یما: په مکروریانو کې هغه مهال اوسیدو او ژوند تاسې ته دا احساس درکاوه، چې تاسې د مکروریانو یاست؛ فرق یې نه کاوه، چې د کوم ځای یاست او د کوم قوم اړوند یاست. کله چې د یوه بلاک اړوند وئ، یانې د مکروریانو یوه برخه وئ، هلته اوسیدل خپله یو هویت و او دغه هویت تاسې دغې سیمې سره نښلولئ. زه سره له دې، چې کشر او نوی ځوان وم، د دې تجربې شاهد پاتې شوی یم. زه له جګړې وروسته د طالبانو پر مهال هم مکروریانو کې وم. بیا هم له رامنځته شویو ستونزو سره، که پخواني خلک نه وو او نوي یې پر ځای راغلي وو، خو بیا هم دغه پخوانی فرهنګ تر یوې اندازې په مکروریانو کې موجود و. د عمومي ملاتړ او یو بل سره د تړاو روحیه تقریباً موجوده وه.

شیشه ‌میډیا: د جګړې پر وخت آیا د دې شاهد وئ، چې د سیمې خلکو دې یا هغې ډلې ته، چې تازه راتله، څوک د دښمن په توګه معرفي او ووای، چې دا سړی له هغې یا دغې ډلې سره تړاو لري؟

نادر یما: نه، نه. اصلاً او ابداً داسې نه دي شوي. د ۱۳۷۲ د جدي د ۱۱ مې له جګړې وروسته، کله چې وضعیت لږ ښه شو، له ټولو عزیرانو سره اشنا وم او څومره چې لوییدم، اړیکې مو زیاتیدې او پياوړې کیدې. زما شخصاً نه یادیږي، چې زموږ د بلاک کوم غړی، لږ ترلږه همدوی چې سره مو پېژندل، د کومې بیروني ډلې غړی وي. زما داسې څه نه یادیږي، چې زموږ کوم دوست داسې چا ته، له دې امله چې تاسې ویل، چا ته زیان رسولی وي.

د جګړې پر مهال کتاب لوستنه

شیشه ‌میډیا: د جګړې د دورې یادونه مو وکړه، چې تاسې په کور کې مطالعه کوله. کتاب مو له کومه کاوه؟

نادر یما: زه له هغه وخته، چې اوبه مې خرڅولې، ورو- ورو د یوه دوست په مرسته، چې د دولت مامور و، اجیر شوم.اول په معارف ریاست کې وم، وروسته په معارف وزارت کې.

د «شعیب» په نوم مې یو ښه ملګری و، چې پلار یې په سره صلیب کې کار کاوه. هغه ډېر پياوړی او کتاب لوستونکی هلک و، ما ته یې هم تل کتابونه راوړل. یو له هغو کسانو، چې ډېره مرسته یې راسره وکړه او حتا د انګلیسي ژبې کورس ته یې بوتلم، هغه و. اوس چې هر ځای وي،دعا کوم، چې آرامه او خوشاله وي. موږ اکثره وخت له هغو کتابونو سره تېراوه، حتا ژبې مو رڼولې، چې ده راته راوړل. د «پرویز قاضي سعید» کتابونه مې یادیږي، د جاسوسۍ کتابونه او…

شیشه ‌میډیا: یا: د امیرعشیري کتابونه.

نادر یما: هو، د عشیري کتابونه هم وو، موږ به د شپې تر سهاره کوښښ کاوه، چې کتاب ولولو او سبا یې بل چا ته وسپارو. داسې وخت هم و، چې برق به نه و، موږ د ګاونډي د کړکۍ لاندې تلو، چې د هغوی د کړکۍ له رڼا په استفادې کتاب ولولو. په اول وخت کې همدا کتابونه وو، وروسته ورو- ورو د «ډیل کارینګي» له کابونو سره اشنا شوم، چې زما پر ژوند یې فواق العاده اغېز وکړ. د ویناوالۍ له فن څخه د دوست موندلو تر هنر او د بریالیتوب تر لارو چارو پورې کتابونه مې ولوستل. د دغو کتابونو په لوستو مې فکر کاوه، چې یو څه پکې شته او ما له نورو کتابونو او په شوروي کې د زده کړې او پالنې له بڼې سره نښلوي.

ما عملاً چې هرڅه لوستل، سبا مې عملي کول. داسې احساس مې کاوه، چې هره ورځ د مخ کیدونکو ستونزو پر وړاندې همدا کتابونه دي، چې مرسته راسره کوي او حل لارې راکوي. له دغو کتابونو څخه مې زده کړل، چې خپلې ټولنیزې اړیکې څنګه پياوړې کړم. یادیږي مې، چې کله سره صلیب ته راغلم، د نوې ځوانۍ د یوه ملګري« باري سلام» خوا ته لاړم. د معلوماتو برخه کې راته وویل شول، چې د دننه تلو اجازه درته نشته. کله چې هغه لیکل کول، ډېر ښایسته خط یې و. زه پرته له دې، چې د دننه تلو لپاره د ځان خوږولو نیت مې وي، ورته مې وویل: ډېر ښکلی خط لرې، له لیکلو دې خوند اخلم. په تمه وم، چې کله د باري سلام د لیدو نوبت را ته رسیږي.

دا سړی را نیږدې شو او ویل یې: څوک غواړې ووینې؟ ما ویل: باري سلام. ویل، کولای شې ورشې، همدا اوس ورسره اړیکه نیسم.

کله، چې تاسې یو مثبت لید لرئ، یوه ښکلا وینئ خپل تاثر ورڅخه څرګندوئ. که څوک مرستې ته اړتیا لري، مرسته ورسره کوئ، یو چا ته ښه خبره کوئ، چې د هیلې، انرژۍ او مننې کولو سبب یې ګرځي. دا ټول ستاسې د اړیکو کړۍ پراخوي. زه په داسې شیانو انرژي اخلم، د وابستګۍ احساس کوم او یو ډول ښایسته انګېزه او مثبته انرژي را کې پيدا کوي. ما فکر کاوه، چې کولای شم په خپله شاوخوا کې چاپېریال بدل کړم، دا ټول هغه څه وو، چې له کتابونو مې زده کړل.

کابل ته د طالبانو را ننوتل

شیشه ‌میډیا: تاسې په دې دوره کې د طالبانو د لومړي ځل راتلو شاهد هم وئ؟

نادر یما: هو.

شیشه ‌میډیا: د مجاهدینو د دورې، کورنیو جګړو، د طالبانو د راتلو او په کابل کې د بدلون کوم تصویر ذهن کې لرئ، چې راته ووایئ.

نادر یما: د مجاهدینو په دوره کې سره له ټولو ستونزو، یوه اندازه ناڅېزه امکانات راسره وو، خو د طالبانو راتګ سره ټولې دروازې را باندې وتړل شوې. مثلاً ما نه شو کولای، چې خپلو دوستانو سره کیښنم، موږ چې هر چېرته لیدل کیدو، یوه ستونزه راته جوړیده. مثلا ماد فوټبال لوبه کوله او تر ۱۵۰ پورې ماشومان مې زړو مکروریانو کې روزل، چې دا کار مې له لاسه ووت. ما نور نه شو کولای، چې دغو شاګردانو سره اوسم او د دوی روزنه وکړم. له بل لوري کتابونو ته لاسرسی هم نه و، حتا دا ذهنیت رامنځته شوی و، چې نه باید پاکې جامې واغوندو. له هره پلوه محدود شوي وو؛ ذهن محدود، ټولنه محدوده او هر څه محدود. له دې امله ویلی شم، چې زه هغه مهال وژل شوی وم اوتر ډېره مې په دې فکر کاوه، چې څګه ځان او خپله کورنۍ ژوندۍ وساتم.

شیشه ‌میډیا: آیا په ښار و بازار کې مو له ښځو، ماشومانو او نارینه وو سره د طالبانو تاوترخوالی په خپلو سترګو لیدلی؟

نادر یما: خورا ډېر او په ځلونو- ځلونو مې لیدلی. ما ته د داسې فرد په توګه، چې زده کړې مې لرلې او را زده شوي وو، چې مهرباني او شفقت د انسان او انسانیت له اساسي ارښتونو څخه دي او زه د یوه فرد په توګه د دغو ارزښتونو د ترویج مسوول یم او د هر چا ستونزې ته باید رسیده ګي وکړم، د طالبانو په دور کې د ژوند شرایط را ته ډېر ستونزمن شوي وو.په خاص ډول کله مې چې لیدل یو طالب له یوې مېرمنې سره بد چلند کوي او په درو یې وهي.دغو شیانو نه یوازې ځورولم؛ بلکې داسې مې حس کول لکه یو خنجر چې پر زړه را منډي او زه یې درد ګالم.

شیشه ‌میډیا: تاسې خپله د طالبانو د دغه تاوتریخوالي شاهد وئ، په خاص ډول د ښځو پر وړاندې مو د دوی داسې چلند لیدلی؟

نادر یما: په ځلونو مې لیدلی. په ځلونو د دې شاهد وم، چې د ځوانانو او حتا زما خپل ویښتان را خرییي.په ځلونو یې د دې په پلمه، چې ځوانان یوو، موږ شکنجه کړي یوو او په روحي لحاظ فشار لاندې راوستي وو. هغه وخت، چې هره خوا تلئ، داسې لړزونکې صحنې مو لیدې.

هر څه شکنجه کولو، ازادي محدوده شوې وه. تاسې تاوتریخوالی لیده، خو څه مو له لاسه نه کیده. دغه شرایط، زما لپاره چې یو ټولنیز انسان وم، ډېر سخت وو، کولای شم ووایم چې زما روحیه، فکر او خیالات یې را وژلي وو.

په تیاره کې د رڼا هیله مندي

شیشه ‌میډیا: د دغه وضعیت په دوام، تاسې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې ، د طالبانو د سقوط او نوې دورې شاهد وئ، چې له هغې وروسته د نوي نسل د لومړنیو کسانو په توګه ځانته لاره پرانیزئ او د دغې دورې له امتیازاتو او فرصتونو څخه برخمن کیږئ او ستاسې په خپل قول اغېز پرېباسئ. د طالبانو آخرې دورې او په افغانستان کې د بدلون لومړۍ ورځې مو څومره په ذهن مې پاتې دي، د هغې دورې کوم شیان مو ذهن کې حک شوي دي؟

نادر یما: له دې مخکې غواړم دوو ټکیو ته اشاره وکړم. دا مهم دي؛ ځکه د طالبانو د لومړۍ دورې په شان زموږ ځوانان بیا هم د هماغو ورځو او وضعیت د تکرار شاهدان دي. زه فکر کوم، چې ننني ځوانان زموږ له هغه وخت څخه هم ډېر ستونزمن وضعیت سره مخامخ دي؛ ځکه د طالبانو په لومړۍ دوره کې موږ ډېرو معلوماتو او اطلاعاتو ته لاسرسی نه درلود او په کافي اندازه پر مسایلو خبر نه وو، وضعیت مو یو څه په اسانۍ سره زغملی شو؛ له همدې امله وایم، چې موږ تر اوسنیو ځوانانو لږ څه د لاسه ورکړي وو. نننیو ځوانانو خپل هر څه له لاسه ورکړل. دغو ځوانانو درسونه وویل، کار یې وکړ، شپه او ورځ یې زحمت وویست؛ خو نن په خپل وطن کې د پردو په شان چلند ورسره کیږي او دا واقعاً ډېر ځورونکی او د نه زغملو وړ دی.

ما سره له دې چې یوه ټاکلې اندازه ستونزې لرلې؛ نه مې شول کولای، چې شرایط وزغمم، له ځان سره مې ویل چې د دومره دردونو زغمل ښایي ما له منځه یوسي. ما د یوه ملګري په مرسته، چې بېلابېلو تنظیمونو او بیا طالبانو سره یې همکاري لرله او د زړو مکروریانو د «لامعه شهید» ښوونځي د امنیت د تامین مسوول و، وکړای شول، چې د ورځې لخوا په ښوونځي کې له زده کوونکو سره اوسم. دغه حالت راسره مرسته وکړه، چې لږ ژوند ته وګرځم او نویو ځوانانو ته د هیله بښونکو او پياوړي کوونکو کیسو د کولو فرصت ولرم.

شیشه ‌میډیا: دا دوست مو څوک و ؟

نادر یما: دا دوست مې عبدالله نومیده.

شیشه ‌میدیا: عبدالله دغه مهال طالبانو سره کار کاوه؟

نادر یما: هو، طالبانو سره یې کار کاوه، له هغې مخکې جمیعت سره و.

شیشه ‌میډیا: دغه قطعه چې وایئ امنیت یې تامینوه، موقعیت یې چېرته و؟

نادر یما: د قطعې په اړه نه پوهیږم؛ خو دغه فرد د ښوونځي د امنیت تامینولو مسوول و. په هره دولتي ودانۍ کي یو- دوه طالبان د امنیت تامینولو لپاره موجود وو. دغه ملګري مې طالبانو سره خبرې وکړې او ما په یوه ډول اجازه ترلاسه کړه، چې د ښوونځي شاګردانو سره اوسم او خبرې ورسره وکړم. ما په ښوونځي کې زده کوونکو سره کیسې کولې؛ ځکه نه کتاب و او نه نصاب.

شیشه ‌میډیا: موخه مو دا ده، چې هغه مهال یوازې نارینه زده کوونکي وو؟

نادر یما: هو، هغه وخت یوازې هلکان زده کوونکي وو. هڅه مې کوله، چې زده کوونکي د خپلو لیدلورو او هیلو په اړه وغږیږي. ډېره هڅه مې دا وه، چې دوی په ذهني لحاظ له هغو سختو شرایطو او ټولنې څخه لیرې بوځم.

شیشه ‌میډیا: له هغو زده کوونکو څخه، چې تاسې په دغه دوره کې کار ورسره کاوه، په مشخص ډول څوک پېژنئ، چې له هغې وروسته هم درسره په اړیکه وي یا اوس پوه شئ، چې چېرته دي، څو لږ لږ ترلږه د هغوی د راتلونکي یو تصویر را ته وړاندې کړئ.

نادر یما: د هغوی ډېر کسان ډېر لږ پېژنم؛ خو په افغانستان کې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته، د هغو ماشومانو ځینې مې پېژندل، چې فوټبال مې ور زده کاوه او یا ښوونځي کې وو. دوی هغه مهال ډېر کوچنیان وو، وروسته بدل شول، لوی شول؛ خو ځین یې زه پېژندم، په ځینو برخو کې چې مې دوی لیدل او په ځینو موسسو کې مې کار کاوه، ورسره مې مرسته کوله، څو کار پيدا کړي؛ خو له بده مرغه په وورستیو کې هیڅ اړیکه نه ورسره لرم، چې چېرته دي او څه کوي.

شیشه ‌میډیا: د طالبانو د وروستیو دورو خبره مو وکړه. له دغې دورې په ذهن کې کوم تصویر لرئ؟ په خاص ډول، له هغې وروسته چې هر څه بدل شول، څه په ذهن کې لرئ؟

نادر یما: فکر کوم، چې که د سپټمبر د ۱۱ مې پېښه نه وای رامنځته شوې، ممکنه وه چې یو بل بدلون، یا په کور دننه د یو بل بدلون زمینه برابره شوې وای. د دې لپاره، چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو. وضعیت داسې و، چې هره شېبه د ټولنې د چاودیدو او د نظام پر وړاندې د خلکو د دریدو امکان و؛ ځکه رنځ، فقر او لوږه ټول نور له حده اوښتي وو. ما لږ ترلږه د ځوانانو په منځ کې احساسوله، چې د پخوا په پرتله په جرئت له یو بل سره وصل شوي وو او خبرې یې کولې. ما لیدل، چې له محیط سره بلد، یا خپله د طالبانو دننه خلک او ایډیالوژیک مخالفان یې له ټولو محدودیتونو سره همداسې خبرې کوي. طالبانو په خپل منځ کې هم جدي ستونزې لرلې. زما په نظر شرایط داسې وو، چې باید بدل شوي وای. ما لیدل، چې ټولنه له طالباني فکر سره همغږې نه هد او په همدې حاطر یې په کورونو کې پټ ښوونځي لرل.

هغه مهال ما په(هبیتات – د ملګرو ملتونو د مېشتونې ادارې په یوه برخه کې) د ټولنو د پراختیا لپاره کار کاوه. د دوی کار د خلکو پياوړتیا او د دیموکراسۍ ترویجول وو؛ خو موږ طالبانو سره په بله ژبه غږیدو؛ ځکه فرصت نه و مساعد شوی، هغه فرصت چې له پيله نه و مساعد شوی.

زما کار داسې و، چې باید ټول افغانستان ته تللی وای. موږ د ځینو ټولنیزو پراختیایي شوراګانو له رامنځته کولو سره،خلکو ته پیسې ورکولې،چې ځینې کوچنۍ عایداتي پروژې عملي اوله عوایدو څخه یې ټولنې ته خدمت وکړي. له ځوانانو سره مو کار وکړ، څو د کاري فعالیتونو په مرسته یې ټولنیزې ستونزې حل او په ټولنه کې مثبت رول ولري. زموږ پروژو کولای شول په ټولنه کې لوی بدلون راولي او له فرصتونو ښه استفاده وشي.

جالبه ده، چې وایم د هېواد په شمال کې وضعیت ډېر مساعد و، هلته چې تلوو، د پروژو اغېز ډېر و. په مرکزي سیمو کې، په شمال او شمال لویدیز کې د دغو پروژو اغېز د ځوانانو او ټولنې پر بدلون ډېر و؛ خوپه سویل او سویل ختیز کې موږ ډېرې ستونزې لرلې؛ ځکه ټولنیزې ستونزې او محدودیتونه ډېر وو.

شیشه ‌میډیا: دا بحث د هغه وخت اړوند دی، چې تاسې په سیمه ییزو ارګانونو کې کار کاوه، که د طالبانو د دورې خبره ده؟

نادر یما: نه، دا مسئله د طالبانو د دورې اړوند ده، هغه وخت ما له ملګرو ملتونو سره کار کاوه.

شیشه ‌میډیا: یانې د طالبانو وخت کې اجازه درکول کیده، چې سیمه ییزو شوراګانو سره د سره صلیب له لارې کار وکړئ او اړیکې ولرئ؟

نادر یما: هو، ما په ۱۹۹۷کال کې د همسبتګۍ یا سولیډریټي په نوم یوې فرانسوي موسسې سره خپل کار پیل کړ. د دغې موسسې مرستې تمرکز پر ژمنیو او لومړنیو مرستو و. وروسته یې زیربنایي کارونه او د ښاروالیو خدمات ترسره کول. وروسته سره صلیب ته لاړم، چې بیا هم ولایتونو، په خاص ډول د هېواد شمال ته ډېر په سفر تلم. په سره صلیب کې زما دنده دا وه، چې پر ماینونو پوښلې سیمې او ماین ځپلي کسان په نښه او راپور یې ملګرو ملتونو او د ماین پاکولو موسسو ته واستوم، څو له ماینونو یې پاک کړي.

د دې ترڅنګ مې د خلکو د ژوند کیسې لیکلې، څو له دې لارې عامه پوهاوی وکړای شم او اغېزناک واوسم؛ د ځوانانو او ماشومانو ډېرې غمجنې کیسې مو لرلې، دوی ټول د جګړې قربانیان وو. داسې خلک پکې وو، چې له ناچارۍ به د لرګیو یا خس ټولولو لپاره تلل او پر ماینونو به برابر شول.

زما یاد شي یو ځل مې په میدان وردګ کې یو ځوان وپوښت، چې ته نه پوهیدې، چې په دغه سیمه کې ماین دی، چې ورتلې؟ ویل یې، پوهیدم؛ خو فقر او لوږه دومره وه، چې مجبور وم کور ته خس راوړم، څه پاخه کړو، چې څوک تلف نه شي. هغه د لاس په لور یې ماین وهلی و، چې متاسفانه پرې چاودیدلی و او معلوم کړی یې و.

شیشه ‌میډیا: دا کیسې مو را ټولې کړي؟

نادر یما: هو، هغه مهال مې دا کیسې لیکلي او سره صلیب هغه چاپ کړي دي. سره صلیب هڅه کوله، چې له هرې ممکنې لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي، څو کورنۍ له هغو خطرونو چې دوی ته بالقوه په کمین وو، خبر شي او نورې موسسې د ماینونو د پاکولو لپاره اقدام وکړي.

د لوږې کمربند

شیشه‌ ‌میډیا: تاسې د هغې دورې کیسه وکړه، چې له ملګرو ملتونو سره مو کار کاوه او له هغې مخکې مو د افغانستان په مرکزي او شمالي سیمو کې د خپلو کارونو یادونه وکړه. طالبانو د هزاره جاتو په شاوخوا کې یوه اقتصادي محاصره هم رامنځته کړې وه. وروسته ملګرو ملتونو د لوږې د کمربند په نوم، په دې سیمو کې یو پروګرام درلود. تاسې دغه مهال فرصت درلود، چې مرکزي سیمو لکه: بامیان، دایکندي، غور، بادغیس او نورو ته لاړشئ؟

نادر یما: هو، په یاد مې دي. د طالبانو په لومړۍ دوره کې، دوی پریکړه وکړه چې موسسې یا له هېواده ووځي او یا دې د کابل پولیتخنیک ته ولېږدول شي. له همدې امله د «سولیډریټي» موسسه، د نورو موسسو په شان وتړل شوه؛ هیچا د طالبانو دغه خبره نه منله. له بهرنیو همکارانو سره مو خبرې وکړې او ومو ویل، چې نه باید غیر فعال پاتې شوو، بالآخره پریکړه په دې وشوه، چې بامیان ته لاړ شو او دفتر پکې پرانیزو. زه د دغه دفتر د عملیاتي مسوول په توګه بامیان ته لاړم. دا هغه مهال و، چې بامیان کې جګړه پیل شوې وه. دغه مهال بامیان لاس په لاس کیده، زه هملته وم. زه د ډاکټر شکور او دوو نورو همکارانو سره، او یوه بهرني همکار سره چې هغه مهال زموږ آمر و، د ټولو جګړو او بدمرغیو پر وخت بامیان کې وو او باندې نه شو وتلی؛ ځکه که هر چېرته تللي وای، د له منځه تلو خطر مو موجود و.

کله، چې طالبانو بامیان ونیوه، موږ فقر او لوږه ولیده او لیدل مو، چې څومره خلک تلف شول؛ موږ ژمن شوو، چې هلته پاتې شوو او کار وکړو. موږ یوازینی بنسټ وو، چې بامیان کې پاتې شوو؛ د همدې لپاره نورو موسسو خپلې مرستې زموږ له لارې ترسره کولې.

شیشه ‌میډیا : سولیدرټي؟

نادر یما: هو. تاسې د فقر او لوږې خبره وکړه. زه دوو ملګرو سره، چې یو یې خپله د بامیان و او نوم یې رانه هېر شوی، د یکاولنګ، پنجو او ورس سیمو ته لاړو، دا سیمې مو سروې کړې؛ ځکه د ملګرو ملتونو خوراکي سازمان راپور راکړ، چې په دې سیمو کې فقر او لوږه بې حده زیاته شوې ده. موږ لږ بیسکوټ ځان سره وړی و. تاسې باور وکړئ، چې کله کلیو ته ننوتو، تر څو چې بیرته را ستنیدو، باور وکړئ یو ماشوم له لوږې تلف شوی و. ډېرو خلکو یو ډول واښه او ګیاه خوړله. موږ دوه شپې او دوه ورځې په کوه بابا کې وو، د خوراک لپاره مو هیڅ نه لرل؛ ځکه هر څه مو پر خلکو وېشلي وو. حتا د دې وس مو نه و، چې بیرته را وګرځو او یوه مړۍ ډوډۍ ځانته واخلو. ځان سره مو ویل، چې ممکن همدا یوه مړۍ ډوډۍ د یوه ماشوم ژوند وژغورلی شي. سره له دې، چې لارې ډېرې صعب‌العبور وې، د سقوط او د حیواناتو د برید خطر و؛ خو په سړه اویخ وهلې هوا کې مو کار کاوه.

شیشه‌ میډیا: په دغه وخت کې د فساد راپورونه هم وو. ویل کیدل، چې د خلکو له ستونزمن ژوند سره هم مهاله، راپور ورکول کیده، چې د ملګرو ملتونو له مرستو، پرته له دې چې خلکو ته ورسیږي، خیالي راپورونه جوړیږي، خلک له مرستې اخیستو پرته تلف کیږي؛ خو د خوړو نړیوال سازمان، یونوچا او نورمرستندوی بنسټونه ادعا کوي، چې خلکو سره یې همېشنۍ مرستې کړي دي. تاسې د ملګرو ملتونو په ارګانونو کې داسې فساد او حیف و میل لیدلی؟

نادر یما: نه، نه. هغه مهال چې زه هلته وم، دنده مې د اطلاعاتو را ټولول زما دنده وه، یوازینی بنسټ موږ وو، چې هلته یې حضور و. زموږ دنده دا وه، چې لاړشوو، سروې وکړو، چې خلک په کوم وضعیت کې دي،څومره خلک دي او څه ورته کولای شوو.

هغه مهال موږ تر ټولو ډېر لومړني امکانات په واک کې لرل. ډېرو ځایونو ته، چې د صعب‌العبور په خاطر لیرې وو، یا د ژمي او یخ بندان او یا د لارې مسیر کې د امنیت د نشتوالي له امله زموږ تګ نه کیده. له دې سره، ترڅلورومیاشتو تقریباً بامیان کې پاتې شوو، وروسته شرایط ښه شول او موږ بامیان نه ووتو. دا چې وروسته څومره موسسې بامیان ته لاړې، زه دقیق خبر نه یم.

په سولیډټي بنسټ کې زموږ تمرکز دا و، چې د بامیانو- کابل لاره جوړ کړو. زموږ کار دا و، چې د سړک شاوخوا کلیو کې خلکو ته غنم ورکړو، څو سړک جوړ کړي، پاک کړي او د ټرانسپورت بهیر جریان ولري.

له بامیان څخه زما د وتو دلیل دا و، چې شش پل ته نیږدې د موټر د چپه کیدو له امله مې ټپي شوی وم. زه یې اسلام اباد ته د درملنې لپاره ولېږدولم، له هغې وروسته بیرته بامیان ته لاړ نه شوم.

د سپټمبر یوولسمه، نوې دوره، نوی فصل

شیشه‌ میډیا: تاسې د طالبانو د سقوط پر وخت کابل کې نه وئ؟

نادر یما: د طالبانو د سقوط پر وخت کابل کې وم. زه د یوې نېمې میاشتې لپاره پاکستان ته لاړم او بیرته را ستون شوم. په کابل کې د «آی او ایم» په نوم یوه موسسه وه، هلته په کار بوخت شوم. بهرنیانو ته مې فارسي ژبه زده کوله.

شیشه ‌میډیا: د طالبانو د سقوط له دورې څه خاطره لرئ؟ د احمد شاه مسعود د وژلو پېښه، چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې سره په لږ واټن کې رامنځته شوه، کابل کې یې انعکاس څه ډول و؟

نادر یما: هرڅه ډېر چټک رامنځته شول، د طالبانو د سقوط پر مهال ما په کابل کې د ملګرو ملتونو له هبیتات موسسې سره کار کاوه. زموږ رییس موږ را ټول او راته وویل، چې داسې پېښه شوې، ممکن شرایط په بشپړ ډول بدل شي. انجنیرصاحب اکرم سلام، یو ډېر زیات خوږ ملګری او داسې انسان، چې افغانستان باید پرې وویاړي، هغه مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هبیتات رییس و. د ملګروملتونو ټولو موسسو ته ویل شوي وو، چې افغانستان نه باید ووځي؛ ځکه وضعیت ښایي ډېر خراب شي. د همدې لپاره زموږ ډېرو همکارانو پریکړه وکړه، چې افغانستان نه ووځي؛ خو د ټولو له منځه انجنیر اکرم سلام او ځینو نورو همکارانو پریکړه وکړه، چې موږ هملته پاتې شوو. زما یاد شي چې د «اکبر» په نوم یوه بله موسسه، چې د نړیوالو موسسو ترمنځ د همغږۍ مسووله وه، په یوه غونډه کې، چې هملته ترسره شوه، اعلان وکړ، چې ټول باید ووځي؛ ځکه هیڅوک نه پوهیږي چې وضعیت به ترکومه حده خرابیږي.

موږ د یوه ټیم په توګه پریکړه وکړه، چې پاتې شوو. له نورو موسسو مو هیله وکړه، چې که هره سرچینه لري، زموږ په واک کې یې راکړي، چې پرې کار وکړی شوو. مثلاً: موږ له سره صلیب څخه وغوښتل، چې خپلې موټرې زموږ په واک کې راکړي. هغه وخت، حتا هغوی چې باید د بدمرغۍ پر وخت د خلکو ترڅنګ پاتې وای، د تګ پریکړه یې کړې وه.

موږ غوښتل، چې د سره صلیب له موټرو څخه دمرستو لپاره استفاده وکړو؛ ځکه د سره صلیب د موټرو څلورو خواوو ته د سره صلیب نښې دي. موږ ویل که الوتکې احیاناً راځي، ټولې سیمې بمباروي، د سره صلیب موټرې ښایي وویني او موږ بمبار نه کړي. همدا و، چې موږ بیا هم کورنیو ته مرستې پيل کړې. له صندلیو، تر ډبرو سکرو او خوراکي توکیو چې هرڅه ممکن وو، خلکو سره یې مرسته وشوه؛ ځکه پوهیدو چې کابل کې پاتې خلک، عام خلک دي. ډېرو خلکو هڅه کوله، چې کابل نه ووځي؛ ځکه وېریدل او ویل یې، چې دا ځل یو بهرنی او ډېر پياوړی قوت د طالبانو خلاف اقدام کوي.

شیشه ‌میډیا: یانې کابل کې خلکو د سپټمبر له یوولسمې وروسته، اټکل کړې وه، چې امریکا حتماً برید کوي؟

نادر یما: هو، لږ ترلږه زموږ رییس یا هغه کسان، چې ورسره په اړیکه کې وو، همداسې یې ویل. د دې ترڅنګ په خبرونو کې هم ویل کیدل، چې امریکا ښایي، طالبان ژر هدف وګرځوي. موږ پوهیدو، چې دا کوڅه په کوڅه جګړه نه ده او ممکن وضعیت ډېر ژر خراب شي. خلک واقعاً ډاریدل. ځينو ښار پریښوده، ځینو چې څه لرل او نه لرل، ټول یې پلورل، چې ځانته لومړني خوراکي او نور توکي واخلي، ځکه کیدای شي څه موده کورونو کې پاتې شي او له لوږې باید تلف نه شي.

ځينې خلک له ښاره د باندې، یا داسې سیمو ته تلل، چې دولتي او پوځي تاسیسات ورته نیږدې نه وي. داسې ځایونو ته تلل، چې طالب او خطر دواړو نه لیرې وي.

موږ یوې ډلې همکارانو پرکیړه وکړه، چې کابل کې پاتې شوو او که وکړای شوو، چې د خلکو مرسته وکړو.د «سمنتا رینولد» په نوم زموږ رییس د پاکستان په اسلام آباد کې و. هغه ډېره مهربانه او ښه انسانه و. دې په افغانستان کې د ټولنیزې پراختیا د پروګرامونو بنسټ هم ایښی و. موږ ورته وویل، چې افغانستان نه، نه وځو، همدلته پاتې کیږو. ورته مو وویل، چې که کولای شئ، موږ سره مرسته مرسته وکړئ. دغې مېرمنې بې نهایته هڅه وکړه، چې نسبي مرستې همغږې او موږ ته واستوي. موږ په هغو بدو شرایطو کې ځینې غذایي پروګرامونه او خلکو ته یې د رسولو چارې پيل کړې.

له هغې څخه وروسته، په درې – څلور میاشتو کې وضعیت په بشپړه توګه بدل او طالبان سقوط شول. کله، چې بګرام سقوط شو، د «ملګرو ملتونو» الوتنې هم له دغه ځایه پيل شوې. موږ هماغسې فعال وو او په لومړۍ دوره کې مو د ډېرو مسایلو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه درلود.

سیمه ییز ارګانونه، دولت سره د کار تجربه

شیشه ‌میډیا: په نوې دوره کې، چې د سپټمبر له ۱۱مې، وروسته رامنځته شوه، تاسې په سیمه ییزو ارګانونو کې د حکومت دننه خپل ډېر اغېزناک رول ولوباوه. غواړم پوه شم، چې واقعاً څنګه حکومت ته ننوتئ؟ حکومت ته له کومې لاړې ورغلئ؟

نادر یما: ډېره مننه. د سپټمبر د ۱۱مې، له پېښې وروسته په حکومت کې ظرفیت نه و؛ له دې امله د موسسو، په خاص ډول د ملګرو ملتونو د موسسو یو هدف دا و، چې د نظام جوړونې او سیستم جوړونې په برخه کې ظرفیت رامنځته کړي. په همدغه دوره کې، ما د نظام له مختلفو برخو سره، په داسې حال کې چې معاش مې ملګرو ملتونو راکاوه، کار کړی.

دولت کې زما دنده له ۲۰۰۹ کال څخه پيل شوه. تر دې مخکې زه د ملګرو ملتونو له هبیباټ سره وم. یوه دوره د افغانستان د بشري حقونو په کمیسیون کې وم. په دولت کې مې دننه د یوه کارپوه په توګه پيل شوه. د افغانستان د ملي انکشاف د ستراتیژۍ د تدوین له پروګرام سره مې کار پيل کړ او مسوولیت مې دا و، چې د ښې حکومتولۍ د ستراتیژۍ پروسه تسهیل کړم. سره له دې، چې زما رشته خصوصي سکتور وه او د سوداګرۍ برخه کې مې زده کړې کړې وې؛ خو هیڅوک نه و، چې دا کار وکړي؛ ځکه کار ډېر پېچلی و. زه د حکومت له سکتوراو د نظام جوړښت سره هلته اشنا او ډېر دې ته لېواله شوم، چې په دې برخه کې ډېر کار وکړم.

کارمې په مشخص ډول له مالیې وزارت سره پيل کړ. وروسته مې اقتصاد وزارت سره کار وکړ. د اقتصاد وزیر سره مې تر ډېره د دولت لپاره د ظرفیت جوړونې د مرستو د همغږۍ په برخه کې کار وکړ. کله، چې د حکومت له اړوندو بنسټونو سره اشنا شوم، له سیمه ییزو ارګانونو سره هم اشنا شوم. کله، چې د افغانستان د ملي انکشاف د ستراتیژۍ د تطبیق بحث مطرح شو، ما په دې برخه کې چې څوک باید د دغې ستراتیژۍ د تطبیق مسوولیت ولري او کوم بنسټونه، په کومه کچه کار پکې وکړي، روښانه لیدلوري لرل.

کله، چې سیمه ییزو ارګانونو سره اشنا شوم، پردې مې ډېر فکر کاوه، چې که حکومتولي بدلیږي، غوره به وي چې داسې یوه جوړښت کې کار وکړم، چې حکومتولي له ښکته، څخه د پورته پر لور بدله کړي. همدا و، چې په سیمه ییزو ارګانونو کې کار کولو ته وبلل شوم.

ځان سره مې فکر وکړ، چې دا ښه پریکړه ده، باید ورشم؛ ځکه دلته اغېزناک کیدای شوم. ما په ۲۰۱۰ کې له سیمه ییزو ارګانونو سره، چې معاش مې ملګرو ملتونو راکاوه، کار پيل کړ. په پيل کې مې مسوولیت د سیمه ییزو ارګانونو د انکشافي پروژو په برخه کې و. وروسته د دغې ادارې د پالېسۍ او ستراتیژۍ د تسهیل مسوولیت را وسپاړل شو، په همدې ډول د سیمه ییزې حکومتولۍ په برخه کې د پروګرامونو او پالېسیو د جوړولو د یوه ټیم مسوولیت او په دې برخه کې مشاوریت هم زما مسوولیت و. دا مسوولیتونه سبب شول، چې له سیمه ییزې حکومتولۍ، جوړښت، د سیمه ییزو ادارو خپلمنځیو اړیکو، د مرکزي او سیمه ییزې حکومتولۍ د اړیکو او په ټوله کې د دغه سکتور له ستونزو او پېچلتیاوو سره اشنا شوم. چې روښانه یې ووایم، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره کار کول مې سبب شول، چې په ځانګړي ډول د چارو ادارې، سکتوري وزارتونو، امنیتي بنسټونو، عدلي او قضایي ادارو او په سیمو کې د خدماتو له وړاندې کولو سره بلد شوم.

سیمه ییز ارګانونه، زما په نظر د چارو ادارې ته ورته یو ارګان دی، چې د سیمه ییزو چارو مسوولیت لري. دغه ارګان له لویه پلوه په فوق العاده ډول ډېر اغېزناک و او له بل لوري د چارو ادارې له امکاناتو برخمن نه و. ما فکر کاوه، چې د افغانستان د ملي انکشاف د ستراتیژۍ د تطبیق مسوولیت باید د چارو اداره واخلي، ماليې او اقتصاد وزارتونه د بودیجې او همغږۍ اړوندې چارې ترسره کړي او سکتوري وزارتونه، د خدماتو د وړاندې کولو مسوولیت پر غاړه ولري. د سیمه ییزو ارګانونو په اړه مې نظر دا و، چې د سیمو په کچه، د ملي پالېسیو او پروګرامونو د تطبیق تسهیلونکی وي او په سیمه ییزه کچه له دې پروګرامونو ملاتړ وکړي. سیمه ییز ارګانونه، سیمه ییزې ادارې پياوړې کړي، څو په سیمو کې د خدماتو د وړاندې کولو، اغېزناکتوب او بدلون د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه ولري. دا د نظام د جوړښت او کار په اړه زما لومړنی لیدلوری و.

شیشه‌ میډیا: له سیمه ییزو ارګانونو سره، ستاسې د کار بيل د ښاغلي کرزي په دوره کې و. وروسته، د ډاکټر غني په دوره کې تاسې د سیمه ییزو ارګانونو رییس کیږئ.

نادر یما: دا باید اصلاح کړم، چې ما د سیمه ییزو ارګانونو د پالېسۍ معینیت مسوولیت درلود او یوه موده مې د سیمه ییزو ارګانونو سرپرستي هم پر غاړه واخیسته.

شیشه ‌میډیا: هو، یانې تاسې د ښاغلي غني په دوره کې د سیمه ییزو ارګانونو سرپرست وئ. غواړم د دواړو دورو د کار مقایسه مو په سیمه ییزو ارګانونو کې ولرم. آیا واقعاً د افغانستان د حکومت په لوړو مقامونو کې، چې اتوریته یې تمثیلوله، تاسې دا مفکوره لیده، چې قدرت د سیمه ییزو ارګانونو له لارې په ریښتیا خلکو ته ولیږدول شي، یا دا چې دا مسئله تر ډېره د یوې فورمالیټې رعایت و، چې د قانون په چوکاټ کې، یا د ملګرو ملتونو سازمان له لوري دولت ته دا خبره ننویستل شوې وه او پر دولتي چارواکو فشار راوړل کیده او دوی له دې مخې، مجبور ول، چې ځینې افراد په سیمه ییزو ارګانونو کې کار وکړي، خو عملاً یې د سیمه ییزو ارګانونو له لارې د قدرت له وېش سره لېوالتیا نه وه؟ غوښتل مې وپوښتم، چې تاسې د دغه تعارض شاهد وئ کنه؟

نادر یما: د پالېسۍ له مخې، دوه لیدلوري موجود وو: خاصتاً د ښاغلي کرزي په دوره کې، لیدلوری دا و، چې موږ په ظواهرو کې دا ښوده، چې په سیمو کې د بدلون تعهد لرو او پریکړه مو کړې، چې په سیمو کېد رهبرۍ او پریکړو مسوولیت، سیمو ته ولېږدوو. دا تعهد د دغو بنسټونو د نقش او مسوولیتونو او هم د سرچینو د لېږد له مخې موجود و؛ خو په عمل کې تر هغه ځایه چې سیاسي ګټې نه مختل کیدې، دا ګټې که په سیمو کې وې، یا مرکز کې، د ریفورم او اصلاحاتو د پروګرامونو پر وړاندې کوم خنډ نه و موجود. په ځانګړي ډول نړیوالې ټولنې د مختلفو برخو د ملاتړ او بدلون داعیه لرله؛ خو همدا چې کله د واک خاوندان پوهیدل، چې دا مسایل ممکن د مرکزي حکومت سیاسي موقف کمزوری او سیمه ییز افراد پياوړي کړي، له دې پروګرام څخه یې ملاتړ نه کاوه.

تاسې همېش په دوو برخو کې د عمل شدت لیده: له یوه لوري د نړیوالې ټولنې د پروګرامونو شاهدان وو، چې په ملکي او پوځي برخو کې یې دسیمه ییزو ادارو د پياوړتیا او په رهبرۍ کې د ډېرې ونډې د لرلو لپاره فشار راوړه. دا سیمو ته د سرچینو د وړلو یوازینۍ لاره وه، څو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ځایي چارواکو ته سرچینې په واک کې ورکړل شي. «پي آر ټي» یا د بیارغونې ولایتي ټیمونه، د خدماتو د وړندې کولو سیمه ییز موازي جوړښتونه وو، چې نړیوالې ټولنې رامنځته کړي وو. سیمه ییز چارواکي تر ډېره، د دغو ولایتي پرمختیایي ټیمونو اړوند وو. پي آر ټي ګانې، هم د ولایت او هم د ولسوالیو په کچه فعاله وې. د ولایتونو په کچه یې پي آرټي، یا په بل عبارت د بیارغونې ولایتي ټیمونه ګڼل او د ولسوالیو په کچه یې ډي ایس ټي یا په ولسوالیو کې د بیارغونې ټیمونه ورته ویل.

دغو بنسټونو د دې لپاره ډېرې مرستې برابرې کړې، چې والیان یا د ولسوالیو چارواکي خلکو ته ځواب ویونکي وي او سیمه ییزو ستونزو ته رسیده ګي وکړي. که مو په یاد وي، له ۲۰۱۰ څخه وروسته د ښاغلي کرزي او نړیوالې ټولنې ترمنځ په دې اړه ځینې ستونزې رامنځته شوې، چې ویل یې: تاسې دولت څنډې ته کوئ، سرچینې سیمو ته ځي او مرکز سره د سیمو تړاو کمیږي.

شیشه ‌میډیا: پي آرټي ګانو د سیمو په کچه، د بیارغونې دغه پروګرامونه له سیمه ییزو ارګانونو سره همغږي کول کنه؟

نادر یما: ځينو یې همغږي لرله او ځینو نه. ډېرو یې همغږي نه لرله؛ مثلاً کله چې انکشافي مسئله رامنځته کیده، سیمه ییزو ارګانونو د انکشاف مسوولیت نه درلود؛ له دې امله، ځینې پي آر ټي ګانې له اړوندو وزارتونو سره په اړیکه کې وې. ځينو یې هیچا سره اړیکې نه لرلې؛ مثلاً پي آر ټي ګانو هیڅکله له مرکز سره خبرې نه کولې. موږ په سیمه ییزو ارګانونو کې د پي آر ټي ګانو د همغږۍ یوه کمېټه لرله، هلته تر ډېره پر پالېسیو بحث کیده، نه پر مرستو او په سیمو کې د دغو جوړښتونو د عملي کړنو په اړه.

ډېرو امریکایي کمپنیو حتا د سیمه ییزې حکومتولۍ د انکشاف په اړه، له سیمه ییزو ارګانونو سره خبرې نه کولې. هغه مهال، چې زه سیمه ییزو ارګانونو ته راغلم، کله چې مې په پروګرامونو او پالېسۍ کې کار کاوه، ورو- ورو مو هڅه وکړه، چې دا پروګرامونه تر ډېره د سیمه ییزو ارګانونو له لیدلوري او پالېسیو سره همغږي کړو، څو سیمه ییز ارګانونه وکړای شي، د دغو پروګرامونو د لومړیتوبونو په برخه کې د رهبرۍ او پریکړو نقش ولري، یا د پروګرامونو په تطبیق کې همکار وي، یا په ځینو مواردو کې دغه مرستې حکومت او سیمه ییزو ارګانونو ته راشي، څو د تطبیق رهبري یې موږ سره وي.

شیشه‌ میډیا: تاسې چې کله د سیمه ییزو ارګانونو د معینیت مسوولیت درلود، په ځانګړي ډول کله چې سرپرست شوئ، د سیمه ییزو ارګانونو پر وړاندې مو کومې ننګونې لیدې. دا ننګونې څومره ساختاري او څومره د افرادو د سلیقو له مخې وې؟هدف مې هغه مفکوره ده، چې په خاصه توګه په جمهوري ریاست کې افرادو لرله، سیمه ییز ارګانونه یې ازارول او په سمه توګه یې د کارونو د سرته رسولو اجازه نه ورکوله.

نادریما: د سیمه ییزو ارګانونو د نقش په اړه به یو وضاحت ورکړم، څو موږ سره مرسته وکړي، چې د دغو د ننګونو د ځانګړو هغو او لاملونو په اړه یې ښه وپوهیږو. د ښاغلي غني په دوران کې په دې خبره وشوه، چې هغه په ټوله کې د نظام او محلاتو په اړه د اصلاحاتو واضح پروګرام لري. دا هم وویل شول، چې هغه ژمن دی، څو د محلاتو وضعیت بدل شي او موږ ته، چې د دولت او حکومت د منځ پوړو چارواکو په توګه اغېزناک وو، د دې فرصت راکړل شي، څو د دغه پروګرام په جوړښت او عملي کیدو کې ونډه ولرو. کله، چې د منځني پوړ خبره کوم، هدف مې هغه متخصص او متعهد ځوانان دي، چې اکثره یې ډېر پاک او رغونکي وو، تر یوه ځایه مو اړیکې لرلې او د ریفورم او اصلاحاتو په پروګرامونو کې مو له یو بل څخه ملاتړ کاوه.

زه شخصاً په سیمه ییزو ارګانونو کې دې پایلې ته رسیدلی وم، چې له والي څخه موثر ملاتړ هغه مهال ممکن دی، چې زه د اړوند وزارت له تخنیکي مسوولینو سره، که هغه د روغتیا وي یا معارف ، مستقیمې اړیکې ولرم او د هغوی ستونزې حل کړای شم. له دې امله، همکاري، ملاتړ اوجوړونه نه یوازې زما خپل کاري اصول وو؛ بلکې د نورو لپاره هم اغېزناک وو.

د سیمه ییزو ارګانونو نقش له یوه لوري په سیمو کې د حکومت د پالېسیو برنامه ریزي او تطبیق و، ورسره یې د سیمه ییزو ادارو اړوند د ولسمشر هدایات عملي کول. که دا هدایات د سولې بهیر په برخه کې وو، که د امنیت د تامین په برخه کې وو، چې هلته خلکو موثره ونډه لرلی شوه، یا د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې، چې هلته والي، ولسوال، ښاروال یا سیمه ییزه شورا پکې موثره رول درلود، موږ به یې اسانتیاوې برابرولې.

بل لور ته، زموږ دنده دا وه، چې مرکز کې له سیمه ییزو ادارو څخه یو روښانه او سم تصویر ولرو، څو له مخې یې پریکړې وشي. زما د معینیت پر مهال، د چارو ادارې او د ولسمشر د دفتر ترمنځ د خدماتو، امنیت او سیاسي وضعیت په اړه معلوماتو د جریان یو سیستم رامنځته شو، څو ولسمشر د پریکړو لپاره یوازې د وزارتونو له اړخه پر ورکړل کیدونکو معلوماتو تکیه ونه کړي. د دې هڅه مې هم کوله، چې د دغو معلوماتو جریان پراګنده او مقطعي نه وي، ترلاسه شوي معلومات تحلیل او تجزیه شي او هر څه ولسمشر ته د پالېسۍ او وزارتونو ته د اړتیا اصلاحاتو په توګه وړاندې شي.

شیشه‌ میډیا: دا کار تاسې ترسره کړ؟

نادر یما: هو، دا کار موږ ترسره کړ.

شیشه‌ میدیا: اغېزې یې څه وې ؟ واقعاً څه پایلې یې ورکړې؟

نادر یما: اغېزې یې پر دوو جهتونو وې: له یوه لوري یې موږ ځینو ستونزو سره مخ کړو؛ ځکه تاسې چې کله د سیمې له وضعیت څخه معلومات راوړئ، په حقیقت کې دا حس رامنځته کیږي، چې تاسې د خدمتونو په وړاندې کولو کې د یوه کم کاره وزارت معلومات راوړئ او کمزوری یې ښیئ. دا مسئله ډېره سخته وه، چې موږ نور وپوهوو، چې موږ په واقعیت کې له وزارتونو سره د ستونزو په حلولو کې یې مرسته کوو. په همدې خاطر ما تل ویل، چې اول معلومات را واخلئ، هغه له وزارت او اول لاس مسوول سره یې شریک کړئ، څو خأه وزارتونه په خپله کچه، خپل اقدامات ترسره کړي او بیا که په ځینو مواردو کې اړتیا وي، په کابینه کې بحث کیږي، مسوولین یې خبر وي او په رغونکې بڼه یې په لوړه کچه د رسیده ګۍ احساس ولري او زموږ پر ضد واقع نه شي.

جوړونه یاسازندگي، زما له کاري اصولو څخه یو اصل و؛ خو ستونزه دا وه، چې اکثرو وزارتونو نه غوښتل، چې د پروژو د تطبیق رهبري او مسوولیت سیمو ته ولېږدول شي. په دې بېلابېل دلایل موجود وو. کله، چې تاسې سرچینې په واک کې لرئ، قدرت لرئ، زموږ دنده دا وه، چې وزارتونه خپل صلاحیتونه په موثره ډول ترسره او ګټه ورڅخه واخلي. د دې ترڅنګ مو غوښتل، چې یوه اندازه مسوولیتونه او سرچینې سیمه ییزو ادارو ته ولېږدول شي.

شیشه‌ میډیا: فکر کوئ، چې وزارتونو د خپلو سرچینو د وېش لېوالتیا لرله کنه؟ که نه، خو کله چې جمهوري ریاست ورته لېواله وي، امر کوي چې څومره بودیجه او امکانات سیمو ته لاړ شي، یا د دغو پریکړو صلاحیتونه دې سیمې او هغو مراجعو ته لاړ شي، چې د محلاتو په سطحه اتوریته تمثیل کړي.

نادر یما: درې ټکي وو، چې باید تمرکز پرې وکړو: یو دا چې دولت په ټوله کې مجبور و او باید متعهد وای، چې سیمه ییزې ادارې پياوړې شي او په موتره توګه کار وکړي؛ دویم، دا چې د دې کار لپاره باید سرچینې او صلاحیتونه ورکړل شوي وای؛ درېیم دا چې موږ متعهد وو څو د هغو اصلاحاتو د عملي کیدو لپاره پالېسي جوړه کړو، چې سیمه ییزه حکومتولي ورسره ښه کیده او عملي کیدو ته یې شرایط برابر وو. له دې امله، له یوه لوري د ښاغلي غني په دوره کې په عمومي ډول دا ذهنیت موجود و، چې واقعاً پر پالېسۍ کار وشي او په محلاتو کې له اصلاحاتو سره سیمه ییزې ادارې غښتلې شي. په عین حال کې، د پالېسیو تطبیق د وزارتونو اړوند دی، یوازې د سیمه ییزو ارګانونو نه اړوند کیږي. د چارو ادارې دنده لرله، چې د دولت عمومي پالېسي او د تشکیلاتو قانون تدوین کړي. د دغې پالېسۍ او قانون په رڼا کې، د سیمه ییزو ادارو جوړښت، مسوولیتونه او په اړه یې د حکومت او مرکزي ادارو پالېسي روښانه کیده. په دې برخه کې اصلاً کار ونه شو، دا کار خورا سیاسي او ستونزمن هم و.

د ښاغلي غني په دوره کې یوه لویه تېروتنه دا وه، چې د حکومت قدرت په بې نهایته توګه په ارګ کې متمرکز و. له چارو ادارې سره زما استدلال او ستونزه تل دا وه، چې د محلي حکومتولۍ پالېسي، د سیمه ییزو ارګانونو پالېسي نه ده، دا پر محلاتو د حکومت پالېسي ده؛ له دې کبله کله چې د سیمه ییزې حکومتولۍ پالېسي وایو، ټول حکومت باید دغه پالېسي جوړه کړي، یانې ټول حکومت متعهد شي، چې سیمو ته صلاحیتونه تفویض کړي. دغه لیدلوری اصلاً موجود نه و. لږ ترلږه، تر کومه ځایه چې ما له تطبیقي اړخه لیدل، دغه لیدلوري ډېر پلویان نه لرل. په پالېسي او عمومي بحث کې دا ډېره ساده وه، چې ویل مو دغه کار کوو؛ خو په عمل کې هیڅ کار نه کیده.

د بېلګې په ډول، یو وخت ولسمشر پریکړه وکړه، چې څلویښت سلنه بودیجه دې سیمو ته لاړه شي. وزارتونو ته هم لارښوونه وشوه. تر یوې اندازې پیسې هم واستول شوې؛ خو قانون ورته نه و موجود او مقرره یې نه وه موجوده. د دغه ریفورم تطبیق رهنمودونو او ظرفیت ته اړتیا لرله، چې د سیمو په اړه موجود نه وو. مثلاً: تاسې چې کله څلویښت سلنه بودیجه را اخلئ، باید محلي تدارکات ورته وکړئ؛ خو د مقررې، اصولو او رهنمودونو له پلوه هیڅ ورته نه و موجود.

هغه مهال زما بحث دا و، چې موږ د سرچینو لېږدته اړتیا نه لرو. تر هر څه لومړی دې ته اړتیا لرو، چې صلاحیتونه او مسوولیتونه سیمو ته انتقال کړو. له دې سره، بودیجه او او نورې اړتیاوې خپله سیمو ته ځي. موږ له همدې امله، د دغه ریفورم د ملاتړ لپاره مقررات او تطبیقي چوکاټ غوښت، چې په سیمه ییزو ادارو کې د اصلاحاتو ملاتړوکړي.

اندیښنه او وېره؛ د سیمه ییزو ارګانونو پریښودل

شیشه ‌میډیا: تاسې له ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ څخه، چې سیمه ییزو ارګانونو ته ورغلئ، د کار د پيل له ستونزو سره مو تر ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ پورې کار ته دوام ورکړ. د ډاکټر غني په دوره کې سره له دې، چې صلاحیتونه مو هم زیات شول، لږ تر لږه دا چې سرپرستي مو کوله، ډېر لږ وخت په سیمه ییزو ارګانونو کې پاتې شوئ او بیا مو هغه ځای پریښود. غواړم وپوښتم ولې؟

نادر یما: دوه دلیله یې لرل: لومړی دلیل دا و، چې زه ډېر وخت کیده په حکومت کې پاتې وم، له حکومت څخه د وتو د پریکړې یوه برخه زما شخصي ستونزې وې، ما باید خپل ډېر وخت خپلو اولادونو ته پریښی وای، چې دغه وخت مې نه درلود. کله چې د سیمه ییزو ارګانونو خبره کوو، باید پام مو وي، چې زه په ۲۴ ساعتونو کې په متوسط ډول دوه ساعته، څلور ساعته او نهایتاً پينځه ساعته ویده کیدم.کله چې مې د سیمه ییزو ارګانونو مسوولیت واخیست، ځینې وخت به د شپې تر سهاره وېښ وم؛ ځکه ټوله شپه باید والیانو سره غږیدلی وای. ما ځانته هیڅ وخت نه درلود. رسمي او غیر رسمي وخت مې یو ډول شوی و. له دې سره، څه چې زه له سیمه ییزو ارګانونو څخه وتو ته ډېر مجبور کړم، دا موضوع وه، چې فکر مې کاوه، د سیمه ییزو ارګانونو له لارې د کوم بدلون امکان نشته.

تاسې چې کله په یوه موقف کې راځئ، د پالېسیو د بدلون لپاره د ډېر توان د پيدا کولو احساس پيدا کوئ. ما غوښتل، چې د پریکړو کولو بهیر بدل کړم؛ خو څومره چې مې په حکومت، کابینه، امنیت شورا او د حکومت لوړو ځایونو کې د کار کولو فرصت پيدا کاوه، لا نور نهیلی شوم، ډېر خپه شوم او له هغه څه نه چې پېښیدونکي وو، وډار شوم.

شیشه‌ میډیا: ولې؟ په څه ډېر مایوسه شوئ او وډار شوئ؟

نادر یما: اکثره، چې د کابینې او امنیت شورا د غړو ترمنځ یا بل ځای کوم بحث کیده، ما تر ډېره د یوه ښاروند په توګه خپلو کړنو ته کتل او خپل مسوولیت مې باله، چې د یوه فرد په توګه، څومره چې ممکنه ده، اغېزناکه رول ولرم؛ هغه که په امنیتی مسایلو کې وو، که د سولې بهیر و، که عدلي او قضایي مسایل ووو یا عامه خدمات او د سیمه ییزو ادارو مسایل. زما دنده دا وه، چې د سیمه ییزو چارواکو او رهبرۍ استازیتوب وکړم او دغو مسوولینو سره د دوی د موثریت، د اړوندو چارو د همغږۍ او انسجام لپاره مرسته ورسره وکړم.

مثلاً کله چې یو والي راته وایي یوه مېرمنه ښایي سنګساره شي، یا امنیتي ځواکونه موممکن په دغه سیمه کې د جبهې لومړۍ کرښه پریږدي، یا یو څوک، چې د روغتیا یا معارف مسوولیت لري، په فساد ککړ دی، یا دا چې له خپلو سیمه ییزو شوراګانو او ولسي سرچینو څخه خبریدو، چې والي متاسفانه په موثره توګه کار نه کوي. ماباید یو شمېر ساختاري جوړښتونه داسې رامنځته کړي وای، چې سیمه ییز مسوولان حساب ورکوونکي وي. په عین حال کې، وضعیت باید داسې مدیریت کړم، چې په کابینه کې د دغې موضوع په اړه سمه او منطقي پریکړه وشي.

موږ په دې غونډو کې لیدل، چې په ټوله کې د افرادو سیاسي ګټې د ناسمو پریکړو سبب کیدې او وروسته یې موږ په عملي کیدو کې ستونزو سره مخ کیدو. مثلاً: زموږ اکثره ولسوالان چې ټاکل کیدل، پروسه یې دا وه، چې ولسمشر خپله مرکه ورسره کوله او خپله یې د سیمو اوله درجه مسوولین ټاکل. ویل یې د سیمو لپاره تخصص او لیدلوری باید ولري؛ خو د کارونو طی مراحل په چارو اداره کې ډېر ستونزمن و، هلته سیاسي پریکړو د پریکړو د تطبیق چارې ستونزو سره مخامخ کولې.

ځينې وخت داسې کول زما له وسه د باندې وو؛ مثلاً یو وخت پریکړه کیده او پرته له دې، چې سیمه ییز ارګانونه په جریان کې وي، دا پریکړه په مستقیم ډول سیمو ته ابلاغیدله، یا سیمو سره اړیکې نیول کیدې. له دغو مسایلو څخه یو هم امنیت شورا وه. ما د اشرف غني په وخت کې په بشپړه توګه احساسوله، چې امنیت شورا تر حد زیات مسوولیتونه اخیستي وو، چې باید نه یې وای اخیستي. امنیت شورا په امنیتي، انکشافي، د خدماتو د وړاندې کولو او لنډه دا چې ټولو مسایلو کې مداخله کوله. په واقعیت کې زما په سلو کې اویا سلنه مجلسونه په امنیت شورا کې امنیتي مسایلو ته وقف شوي وو، د سیمه ییزې حکومتولۍ د پياوړتیا او ورته د رسیده ګۍ مسایلو ته ډېر کم وخت پاتې کیده. زه د دې پرځای، چې د سیمه ییزې حکومتولۍ پر مسایلو تمرکز ولرم، یا د خدماتو د وړاندې کولو بنسټونو سره کار وکړم، د امنیت شورا په غونډو کې بوخت وم. دا مسئله کیدای شي له یوه اړخه توجیه هم شي، چې امنیت مهم و؛ خو موږ په لومړیو وختونو کې سل نا امنۍ ولسوالۍ لرلې. نورې ولسوالۍ په سره امنیتي خطر کې نه وې، موږ باید ټولو ولسوالیو ته توجه کړې وای.

شیشه‌ میډیا: دا هماغه وخت و، چې ښاغلي اتمر د امنیت شورا رهبري پر غاړه لرله؟

نادر یما: هو، دا د اتمر دوره وه.

شیشه ‌میډیا: تاسې وویل، چې له سیمه ییزو ارګانونو څخه د بېلیدو یو دلیل مو په دغه اداره کې ډېره موده کار و او غوښتل مو، چې ځینو شخصي مسوولیتونو، کورنۍ او اولادونو ته مو رسیده ګي وکړئ. دې ته په کتو سره، چې تاسې د خپلې روزنې، پالنې او فکر یادونه وکړه، دا توجیه، ډېره کلکه توجیه نه ده. تاسې له دې مخکې هم، نورو سره د مرستې په اړه فکر کاوه.

دویم بحث دا، چې وایئ په نظام کې دننه ننګونو سره مخ شوئ او دغو ننګونو اندیښمن اوحتا وډار کړئ. غواړم پر همدې ټکي نور تمرکز وکړئ او ووایئ، چې په واقعیت کې کومې تجربې او مسایلو اندیښمن او مایوسه کړئ؟ آیا دا د حکومت جوړښت و، چې په نظر مو د اصلاح وړ نه و او موثر کیدای نه شو؟ تشه چېرته وه؟ په واقعیت کې چېرته متوجه شوئ، چې د دې نظام پر اصلاح کولو ستاسې زور نه رسیږي او تر دې نور نه شئ کولای کوم کار وکړئ؟

نادر یما: غوره ده، چې دې ټکي ته له دوو لیدلورو ووینو. یو دا، چې ما په سیمه ییزو ارګانونو کې ځینې شیان زده کړي وو. دویم دا، چې زه د یوه فرد په توګه، له خپلو ارزښتونو سره سیمه ییزو ارګانونو ته راغلم او د پالېسۍ مسوولیت مې واخیست، کله چې د دغې ادارې سرپرست شوم، غوښتل مې هماغو راوړو ارزښتونو ته، چې مخکې مو بحث ورباندې وکړ، عملي جامه ور واغوندم. لومړنی کار چې باید ما کړی وای، د یوه ټیم ساتنه وه؛ ځکه هغوی کافي تجربه لرله او په سیمه ییزو ارګانونو کې د بدلون او پروسو او جوړښتونو د ښه کیدو لپاره ژمن وو.

له ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو څخه وروسته، یانې د ښاغلي غني په دوره کې ډېر هېوادونه له بده مرغه یو ګام شاته لاړل او پخواني امکانات نور زموږ په واکې نه وو. زما هدف دا نه و، چې ټولې سرچینې سیمه ییزو ارګانونو ته راشي؛ بلکې غوښتل مې داسې باور رامنځته کړم، چې دا اداره کولای شي، له خپل جوړښت او کادرونو سره موثر وي او د سیمه ییزې حکومتولۍ د پياوړتیا او د سیمو د وضعیت په بدلون کې ښه رول ولوبوي.

موږ هغو سرچینو ته اړتیا لرله، چې زموږ په کاریدل؛ نه هغه سرچینې چې یوازې یې ستړي کولو او هدف ته یې نه رسولو. یو له هغو کارونو، چې مخکې مې درته وویل، دولت ته د معلوماتو وړاندې کول وو. د همدې لپاره موږ له ولسوالیو، ښاروالیو، سیمه ییزو شوراګانو، ولایتونو او محلو څخه معلومات را ټولول. موږ له یوه نوي جوړښت سره، چې رامنځته مو کړ، اطلاعات ترلاسه کول، تجزیه کول او تحلیلول مو او د په محلاتو کې د مثبت بدلون لپاره مو استفاده ورڅخه کوله.

د دغه کار لږ ترلږه ښه والی دا و، چې ټول سره په اړیکه کې وو. زموږ د واټسپ ګروپ له رامنځته کیدو سره ټول والیان د ولایاتو له شرایطو خبر وو. د یوه ولایت والي چې به هر څه کول، په همدغه ګروپ کې یې اچوه او د ولسمشر په ګډون، څوک چې په ارګ کې وو، ورڅخه خبریدل. دې کار له یوه لوري والي ځواب ویونکی کاوه، فعالوه یې او له بل لوري یې په داسې وضعیت کې راوست، چې نور یې هم کړنې وویني او په یوه سالم رقابت کې راشي. په عین حال کې یې والیان او نور سیمه ییز چارواکي سره وصل کول، دوی د یو بل ستونزې لیدې او د حل لپاره یې اقدام کاوه.

شیشه‌ میډیا: دغه جریان چې تاسې یاد کړ، څه یې نهیلي او حتا اندیښمن کړئ، دا کوم شیان وو؟

نادر یما: یو خو امنیتي مسایل وو؛ ځکه د سیمه ییزو ارګانونو دنده دا وه، چې په ټولو امنیتي مجلسونو کې برخه ولرو او تر هغه ځایه، چې له نظام څخه د ځایي خلکو، ځایي چارواکو او ښاروال د ملاتړ اړتیا وه، یا امنیتي مسایلو کې یې د مرستې اړتیا وه، وکړای شوو ټول همغږي او په خاص ډول له عملیاتو وروسته د سیمه ییزې حکومتولۍ او خدماتو د وړاندې کولو چارې پياوړې کړو.

له بده مرغه په امنیتي مسایلو، عملیاتو، د سیمو د بدلون لپاره د مرکز په پریکړو، د موثرو مسوولینو په ګومارلو، د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ، حکومتولۍ او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې سمه همغږي نه کیده، په خاص ډول امنیتي اړتیاوې په سمه توګه نه تامیندې. دا ستونزې له یوه لوري په مرکز کې د ناسمو پریکړو له امله وې، یاننې سیمه ییزو واقعیتونو سره یې مطابقت نه درلود. ځینې وخت زه امنیت شورا ته تلم؛ د امنیتي مسوولینو ترمنځ غونډه جوړیده؛ خو په همدې امنیتي مجلسونو کې دومره سیاسي مسایل ښکېل وو، چې په سیمه کې د یوه امنیتي مسوول ستونزو ته رسیده ګي نه کیده. سره له دې، چې ولسمشر قاطع پریکړه کوله، خو امنیتي مسایل او حکومتولي فردي کار نه دی، د یوه سیسټم کار دی. د ښاغلي کرزي پر مهال، کابینې تر یوه حده په خپلو کړنو کې همغږي لرله، له دې امله د ښاغلي کرزي حکومتولي له دې اړخه په مراتبو اغېزناکه راته ښکاریده. هغه مهال، د وزارتونو مسوولینو صلاحیت درلود، د خدماتو د وړاندې کولو او پروګرامونو په عملي کیدو ې یې رهبري لرله، خو د ښاغلي غني پر مهال دا اجرائات په بشپړ ډول مختل شوي وو. په دې دور کې، ادارو صلاحیت نه درلود، د تطبیق رهبري ورڅخه اخیستل شوې وه او هر څه د چارو ادارې او ولسمشر دفتر سره متمرکز شوي وو.

د ښاغلي کرزي په دور کې، سیاسي مصلحتونو د یوه اقدام په نسبي موثره ترسره کیدو کیدو کې د ملاتړ او مرستې په توګه، لږ ترلږه رول درلود. مثلاً وایي دیموکراسي یو ډېر منظم شی نه دی؛ ځکه ځینې وخت سل په سلو کې سم وي؛ خو ځینې وخت نه. بیا هم تاسې باید د یوه بهیرد دوام لپاره جوړجاړی ولرئ، څو د یو بل پېژندنه وشي، یو بل درک کړئ او تاسې یو کار وکړای شئ.

د ښاغلي غني په دوره کې، دغه چاپېریال له نورو مسایلو څخه اغېزمن شوی و. موږ له دې پرته، چې سیسټم، ظرفیت او کافي سرچینې ولرو، په شدت سره عمل کاوه. موږ ډېر جدي وو او دغه جدیت ځينې خپګانونه رامنځته کول. په یوه هېواد کې، چې لا هم د سولې او زغم فرهنګ نه دی موجود او هم یو فرد کولای شي خپل رول ولوبوي؛ ورو- ورو هر څه سره پاشل کیدل.

د حامد کرزي او اشرف غني احمدزي پرتلنه

شیشه ‌میډیا: تاسې په طبیعي ډول داسې یوه پړاو ته ورسیدئ، چې د دوو چارواکو پرتلنه کوئ، ځکه دواړه مو د خپلې کاری دورې پر مهال تجربه کړي دي. که د سیمه ییزو ارګانونو له لوري، د اتوریتې مرجع؛ په ځانګړي ډول جمهوري ریاست ته وګورئ، د کرزي او غني دورې په عمومي ډول څنګه پرتله کوئ؟ که درې ټکي ووایئ، چې د کرزي پر مهال بهتره وو، خو د غني په دوره کې بدتره شول او دغه راز د کرزي پر مهال بدتره وو او غني بهتره کړل، دا درې مورده به څه وي؟

نادر یما: ما د ښاغلي غني په دوره کې، د کرزي د دورې په پرتله، مرکزي نظام ډېر دې ته ژمن لیده، چې غوښتل یې پالېسۍ او اسناد بدل کړي. د کرزي د دورې ښیګڼه بیا دا وه، چې یو منسجم ټیم موجود و، حکومت او وزارتونو له یو بل سره بحث کاوه او لږ ترلږه د سیمو په کچه یو بدلون رامنځته کیده. د ښاغلي غني په دوره کې د یوې پالېسۍ او برنامې د تطبیق بڼه، د دې پرځای چې پر مشورو او همکاریو ولاړه وي؛ تر ډېره حده تحمیلي وه .مثلاً د ښاغلي کرزي په دوره کې، ما د چارو رهبري تر ډېره له وزارتونو سره لیده؛ البته تر دې سطحې چې وکړای شي موثر وي او کارونه مخته یوسي. د ښاغلي غني په دوره کې، د پالېسیو او پروګرامونو د تطبیق بهیر له حده ډېر مرکزي شوی و. په عین حال کې، ټول مسوولین د چارو د رهبرۍ له جرئت کولو وېریدل- وېره دا وه، چې هسې نه ولسمشر نارامه شي او دغه نارامي له مقامونو څخه د دوی د ګوښه کیدو سبب شي. له دې امله وایم، چې یو د یوه نظام لپاره یو اغېزناک او جوړونکی رهبر ډېر مهم دی، دغه رهبر باید د خپل ټیم مسوولیت او رهبري په موثره توګه وکړي او له خپل ټیم څخه ملاتړ هم وکړي.

شیشه ‌میډیا: په یوه ایډیال تصویرکې، که تاسې د سیمه ییزو ارګانونو د ریاست په موقعیت کې اوسئ، دې ته په پام سره، چې د سیمو په کچه د قدرت د وېش په اړه دیموکراتیک نظر لرئ، که د نظام جوړښت د دې اجازه درکړي، چې سیمه ییز ارګانونه په واقعي مانا داسې ارګان کړئ، چې د سیمو په سطحه خلک پياوړي کوي او په قدرت کې شریکوي، د اوسني وضعیت د اصلاح لپاره به څه وکړئ؟ یانې څه باید وکړئ، چې د افغانستان د یوه موډرن سیاسي نظام په چوکاټ کې سیمه ییز ارګانونه په یوه فعال او موثر ارګان بدل شي؟

نادر یما: فکر کوم هره اداره او نظام چې رامنځته کیږي، په لومړي سر کې موږ یوه بنسټ ته اړتیا لرو، چې سیمه ییزو ادارو سره مرسته وکړای شي. د نظام په مرکزي بڼه کې، د حکومت په لوړه کچه دوو خورا مهمو او پياوړو ادارو ته اړتیا لرو، چې وکړای شي د دولت د مقام پالېسۍ عملي او له بل لوري د مرکز او سیمو په سطحه د حکومت همغږي او د چارو څارنه وکړي. په دې ادارو کې یوه یې د چارو اداره ده، چې د حکومت د ښي لاس حیثیت لري او بله اداره د سیمه ییزو ارګانونو اداره ده، چې د ولسمشر د چپ لاس حیثیت لري او د سیمو په سطحه د ولسمشر د اوامرو د تطبیق او خدمتونو د وړاندې کولو اسانتیا مساعدوي.

په عین حال کې، تاسې مختلطې پالېسۍ ته اړتیا لرئ، څو وزارتونه وکړای شي د هغو له مخې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مشخصې او موثرې کاري پالېسۍ او پروګرامونه ولري او سیمه ییزې ادارې د دغو پروګرامونو د تطبیق لپاره کافي صلاحیت او د همدغو صلاحیتونو په چوکاټ کې، حساب ورکونه ولري.

د دې ترڅنګ، تاسې پياوړي او عملګرا مالیې وزارت ته اړتیا لرئ، څو د سرچینو او تدارکاتي مقرراتو په برخه کې د وزارتونو او سیمه ییزو ادارو موثر ملاتړ وکړي. زموږ د مالیې وزارت نه د ښاغلي کرزي او نه د ښاغلي غني په دوره کې له لازمو سرچینو څخه برخمن و. دغو دوو ولسمشرانو هیڅکله، په صادقانه ډول په مرکز او ولایتونو کې د اصلاحاتو بهیر د پروګرامونو ملاتړ نه کاوه.

موږ باید تشخیص کړو، چې سیمه ییز رهبران، د پریکړو لپاره کومو مسوولیتونو او سرچینو ته اړتیا لري. دا د پالېسۍ یوه شاخصه ده. د پالېسۍ بله شاخصه، له خلکو څخه استازیتوب دی. د ښاروالیو په شان خدماتي ادارې، چې د خدمتونو د وړاندې کولو له پلوه، مستقیم اغېز لري، مسوولین یې باید په انتخابي ډول وټاکل شي. خلک باید په خپلو سیمو کې د خدمتونو د وړاندې کولو په رهبرۍ کې ونډه ولري. په عین حال کې، د ټولنیز بافت له پلوه داسې جوړښت ته اړتیا لرو، چې خلک پکې خپل غږ ولري او دغه غږ یې اغېز پریباسي. موږ باید دا هم روښانه کړو، چې مرکز د موثرو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په بدلون راوستو کې څه مسوولیت لري او سیمه یا محل د خدمتونو د وړاندې کولو د رهبرۍ له پلوه تر کومه حده صلاحیت او مسوولیت لري. دا هم باید وویل شي، چې سرچینې او چوکاټ جوړونه باید د صلاحیتونو او مسوولیتونو له چوکاټ سره سم تنظیم شي. د دغو پالېسیو د وضاحت او تطبیق لپاره د زیربنا رامنځته کول هم حتمي دي. د دغو اصلاحي پالېسیو او پروګرامونو لپاره، د داسې اصولو، قوانینو او مقرراتو رامنځته کول هم ضرور دي، چې په واضح ډول د پریکړو او حساب ورکونې په اړه وضاحت وړاندې کوي.

د دغو ځانګړنو له مخې باید خلکو او سیمه ییزو رهبرانو ته صلاحیت او سرچینې ورکړل شي، چې د همدغو امکاناتو په اساس ظرفیت جوړونه وشي. موږ د سیمه ییزو چارواکو، لکه والي او ولسوال رول او مسوولیتونه باید په بېلابېلو برخو؛ په ځانګړي ډول د امنیت او انکشاف په برخو کې باید روښانه کړو. په حکومتولۍ کې دا کار کیدای شي؛ خو د امنیتي مسایلو او په ځانګړي ډول د عدلي او قضایي سکتور په برخو کې لا ډېر وضاحت ته اړتیا ده؛ ځکه داسې والیان وو، چې تل د امنیه قومندانانو تر اغېزې لاندې وو، یا یې په عدلي او قضایي سکتور کې مداخله کوله.

شیشه‌ میډیا: که د دوو اشخاصو په توګه ښاغلی کرزی او غني در ته ودروو، که تاسې په سیمه ییزو ارګانونو کې اوسئ، له کوم یوه سره کار کول غوره بولئ؟

نادر یما: زما په نظر د ښاغلي کرزي ستونزه دا وه، چې د افغانستان د جوړښت بدلولو او پياوړتیا لپاره یې یو واضح لیدلوری او تعهد نه درلو؛ له دې امله، زه د یوه فرد په توګه، چې تر ډېره حده تخنیکي یم، دا را ته ډېره مهمه ده، چې نظام باید متعهد وي، لیدلوری او پروګرام ولري او په دې اړه پروګرام ولري، چې څنګه کولای شي هېواد بدل کړي.

د ښاغلي غني په اړه غواړم ووایم، دی سره له دې، چې متعهد سړی و او د حکومتولۍ د بدلون لپاره یې واضح لیدلوری درلود؛ خو ډېرې کمزورۍ یې لرلې او دغو کمزوریو یې له بده مرغه ډېرې تشې رامنځته کړې او دا تشې د خطرناکې پاشلتیا سبب شوې. د مثال په توګه: هغه د عمل د شدت له امله ونه کړای شول، چې یو پياوړی او متعهد ټیم رامنځته کړي او دغه ټیم له اصلاحاتو سره مرسته وکړي. هغه د خپلې حکومتولۍ په بهیر کې جدي ستونزې لرلې. غني د حکومتولۍ له چارو سره تل په فردي ډول چلند کاوه، چې په پایله کې یې د هېواد ستونزې ژورې او پاشلتیا چټکه کړه. هغه کیدای شي په ځینو برخو کې صادقانه فکر کړی وي؛ خو د هغو پایله هم له بده مرغه منفي وه.

ښاغلی غني رهبر نه و. غوره به وای، چې په تخنیکي برخه کې د نظام مشاور وای، نه رهبر؛ ځکه رهبري دروند مسوولیت دی او یوازې په پروګرام او لیدلوري لرلو نه شي کیدای. په رهبرۍ کې اړتیا ده، چې په ځانګړو شرایطو کې، سیاسي نوښت او چلند وشي- له همکارانو سره مشوره او مصلحت وشي او له دې سره سرې کرښې هم باید واضح وي. په عین حال کې، په ټیمي توګه باید پریکړه وشي، چې څنګه پالېسۍ جوړې شي، څنګه ټیم رامنځته شي، څو اغېزناک وي او ټول پالېسۍ عملي کړلای شي. ښاغلی غني، زما له نظره، له بده مرغه په رهبرۍ کې یو رغونکی او اغېزناک شخصیت نه و.

له دې امله، زه ښایي د هېواد د راتلونکې رهبرۍ لپاره له ښاغلي کرزي او غني څخه یو جوړ مختلط شخصیت وړاندیز کړم. په دې مانا، چې راتلونکی رهبر باید د کرزي په شان د هېواد قومي او اجتماعي جوړښت سره ښه بلد وي، د سیمو په وضعیت پوه شي، څو په لازمو وختونو کې محلي سیاستونه درک کړي او د هغو په قالب کې ښه او بد، تور و سپین تشخیص کړي او د بدلون لپاره فضا رامنځته کړلای شي. همداسې د ښاغلي غني په شان باید د چارو تخنیکي او ساختاري اړخونه درک کړي- لیدلوری او پروګرام ولري او بدلون ته تعهد او تصمیم ولري. داسې کس ښایي په یوه واحد نوم پيدا نه کړای شو، خو جوړښت او ټیم په اسانۍ سره داسې سالم او اغېزناک رهبر رامنځته کولای شي. په دې ډول موږ کولای شوو، چې شته تشې، کمزورۍ او ناکارۍ حد اقل سطحې ته ورسوو. زه د هېواد په ځوانو رهبرانو کې د دا ډول رهبرۍ پوتانسیل وینم؛ خو له بده مرغه چې د هېواود رهبرانو هیڅکله داسې شرایط رامنځته نه کړل، چې دغه نسلي بدلون رامنځته شي. ښاغلی غني د داسې بدلون مدعي و؛ خو په عمل کې یې برعکس، ځوان نسل لا نور بدنومی او زیانمن کړ.

د خوشبینۍ ریښې

شیشه ‌میډیا: تاسې د ژوند ډېرې سختې دورې تجربه کړي دي. اوس شاوخوا ۴۳ یا ۴۴ کاله عمر لرئ. راتلونکي ته څومره خوشبینه یاست؟ خوش‌بیني په دې مانا، نه چې خلکو ته د هیلې یو پيغام ورکړئ؛ د یوه کارپوه په توګه خوشبیني مو راته ووایئ، د داسې چا په توګه چې کار مو وکړ، له اوسنیو واقعیتونو هم اغېزمن یاست او پوهیږئ، چې بې دلیله نه خوشبینه کیږئ.

نادر یما: ډېره مننه. زما خوشبیني تر ډېره زما د خپل ژوند له بڼې او تجربو څخه ده. که زه کولای شم، چې د طالبانو لومړي دور کې له هغومره ستونزو سره او له هغې مخکې د جګړې دور کې له هومره ستونزو سره هیله من اوسم او بیا د فرصت له برایدو سره، داسې یو نقش ولوبوم، ډاډمن یم، چې په راتلونکي کې هم وضعیت تر هغې نه خرابیږي. په معاصر تاریخ کې چې د یوه شي شاهد وم دا ده، چې رژیمونه پاتې نه شول، یو بل پسې لاړل؛ اوسنی رژیم هم نه پاتې کیږي او بالآخره ځي. زه ډېر له دې امله هیله من یم، چې د افغانستان اوسنی نسل تر اویا سلنې له ځوانانو جوړ دی او تر ډېره له دېرشو کلونو څخه لږ عمرونه لري. زموږ د هېواد تر شلو میلیونو ډېر خلک ځوانان دي. دوی متعهد دي، یوه لویه برخه خلک یې په لویو ښارونو کې د پوهیدو زمینه مساعده شوې او کولای شي، چې ټولنه کې فعاله رول ولوبوي.

زه د نهیلیو، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو عمر لږ ګورم، یا به خلک ورسره جوړ راشي، عادت به وکړي، ځانونه به عادت کړي او یا به بدلون راولي؛ د طالبانو د موجود نظام داستان دوامداره نه دی.

دویمه مسئله دا ده، چې د ظرفیت او توانمندۍ له پلوه، په خاص ډول د هېواد په ځوان نسل کې، د طالبانو د لومړي دور په پرتله وضعیت ډېر متفاوت دی. اوس ډېر خلک با سواده شوي، لیدلوری او معلوماتو ته لاسرسی لري، له افغانستانه د باندې یې لاسرسی موندلی او زما هیله مندي دا ده، چې دغه نسل به نهیلیو ته نه وایي او د یوه بدلون زمینه به برابروي.

شیشه ‌میډیا: که په افغانستان کې زمینه درته مساعده شي، مثلاً شرایط داسې شي، چې بیا د یوه کار جوړونکي او کار مخته وړونکي په توګه، چې د افغانستان له مسایلو سره اشنا یاست، د نقش لرلو فرصت وي، بیرته ور ګرځئ؟

نادر یما: هو، باور وکړئ، چې هره ورځ له ټول هغو عزیزانو سره چې افغانستان نه وتلي، هغو کسانو سره چې پېژنم، اړیکې نیسم او په دې اړه خبرې او د نظرونو تبادله کوو. زه په فیسبوک او ټولنیزو رنسیو کې نه یم، ځکه ډېر ځوریږم؛ خو له ټولو دوستانو سره چې هېواد نه بهر دي، که په امریکا، اروپا، اسټرالیا یا هر ځای کې دي، ټولو سره په اړیکه کې یم او ټول د همداسې یوې ورځې انتظار یوو.

«اعتماد»، اساس «امید» او «کار»

شیشه ‌میډیا: په اوسني افغانستان کې، په ځانګړي ډول اوسنی نسل یې چې دېرش کلنۍ نه کم عمره خلک یې تراویا سلنې زیات نفوس جوړوي، خلکو سربېره پر دې چې خپلې هیلې بایللي، له یوې بلې ستونزې سره هم دي، هغه دا چې د ټولنې دننه اړیکې زیانمنیږي. مثلاً د ټولنې یو مهم ارزښت، چې اعتماد دی زیانمن شوی، نننی نسل نور د پخوا په څېر نه دی، چې په اسانۍ سره را ټول شي او کوم ګډ کار وکړي، یا پر داسې کار باور ولري چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه اغېزناک وي. د دغه اعتماد بیرته رامنځته کول ډېر سخت دي؛ خاصتاً دا چې خلک پر یوه محور لکه ګوندونو، نویو ډلو را ټول کړل شي.

تاسې که وغواړئ چې د یوه فرد په توګه، د «یما»، په توګه موثر رول ولرئ، د دغه رول د ملموس والي لپاره، چې په ټولنه کې په سمبولیک ډول تمثیل شي او الګو ورکړل شي، څنګه کیدای شي د دغه رول لپاره خلک سره را ټول او باور یې خپل شي، دا رول به مو څه وي؟ «یما»، به د یوه داسې فرد په توګه، چې احساس کړي هلته دی او رول لوبوي، څه کار کوي؟ په ټولنه، خپل ځان، افرادو او ډلو، بنسټونو او د ټولنې د جوړښتونو ترمنځ د باور بیرته پيدا کیدو لپاره څه غواړئ وکړئ؟

نادر یما: زه په افغانستان کې دننه او د باندې د خپلو دوستانو وضعیت یو ډول وینم. موږ ټول له اوسني وضعیت څخه اغېزمن یوو، ټول نهیلي یوو، ټول ممکن ستاسې په وینا پر ځان باور ونه لرو او فکر کوو، چې زموږ د هیلو د بیارغونې او اغېزناکتوب فضا نه ده مساعده، خو زه وایم چې باید صبر ولرو. اوسنی وضعیت لنډ مهاله دی. ما د طالبانو په لومړي دور کې دا زده او د جګړې او بدمرغیو پر وخت مې داسې احساس کړه، چې هرڅه له لاسه ووتل؛ خو زما باور، مثبت فکر کول او اغېناکتوب له هماغه وخته پيل شوه. ما هماغه مهال ورو-ورو د یوه فرد په توګه پر ځان او خپل رول باور پيدا کړ. زه پوهیږم، چې «اعتماد» د «امید» او «امید» د «کار» اساس دی. پر دې عنصر باید فکر وکړو.

کله چې وکړای شوو په ورځیني ډول ځینې رولونه یا مسوولیتونه( حتا که په خپله کورنۍ کې مو وي) پر غاړه واخلو، کولای شوو له هماغه ځایه یې پیل کړو. زه نه غواړم چا ته نسخه ورکړم؛ خو زما خپل ژوند له دې څخه اغېزمن و، چې څنګه کولای شم خپل لید او فکر بدل کړم. ما ډېرې ستونزې حتا دلته په لویدیز کې لیدلي، چې فکر یې هم نه شئ کولای. ما په لویدیز کې د دې لپاره، چې زده کړې وکړای شم او بیا رول ولرلای شم، شاقه کارونه ترسره کړي دي. دلته مې په ځلونو داسې کسان لیدلي، چې داسې کارونه کوي،چې ښایي شان سره یې برابر نه وي. زه هم له دغو افرادو څخه وم؛ خو ما ته دا مهمه وه، چې د کورنۍ په فکر کې اوسم، زده کړې وکړم او که بیا فضا برابره شي، لاړ شم او په هېواد کې مې رول ولوبوم. دلته، چې څوک راځي خوښیږي مې، چې تل مرسته ورسره وکړم او هڅه مې کړې، چې ګران افغانستان مې هېر نه کړم. موږ د کورنۍ په توګه تل هڅه کړې، چې درس ووایو او اولادونه مې هره ورځ ما او خپلې مور ته ویاړ راوړي، لاسته راوړنې وګټي او ډاډ راکړي، چې ژوندي او با مسوولیته انسانان به وي، خپلو هم نوعانوسره به مرسته کوي او په دې نړۍ کې به رغونکی رول لري.

شیشه‌ میډیا: غواړم په مشخص ډول ستاسې د رول په اړه پوښتنه وکړم، چې عملاً څه ډول ګام غواړئ واخلئ. «یما» د ټولنې د بایللي باور د بیرته رغولو او د هیلو د ژوندي کولو لپاره څه کوي؟

نادر یما: فکر کوم اوس چې څه کولای شم، له نهیلو خلکو سره اړیکې دي، له هغو خلکو سره اړیکې، چې فکر کوي هیڅ کار نه شي کولای. زما په نظر، دا ډېر مهم کار دی. د همدې لپاره له هغو دوستانو سره، چې په افغانستان کې دي، هلته حکومت کې یا موسساتو سره کار کوي، اړیکې لرم، هغوی سره هم اړیکې لرم، چې ښایي هیڅ کار ونه لري، خبرې ورسره کوم، خبرې یې اورم او هغه ټکي ورسره شریکوم، چې لږ ترلږه ما سره یې مرسته کړې ده.

دویمه مسئله دا ده، چې هیڅ ستونزه باید د دې سبب نه شي، چې څوک فکر وکړي رغونکی نه دی. له دې امله، هغه کسان چې د وصل نقطه نه لري، سره وصل کوم. زما ملګري که لا هم د حکومت په تخنیکي برخو کې دي، که موسساتو سره کار کوي، ښه ده چې بوخت دي؛ خو دا کافي نه ده. موږ باید په پراخه کچه، که له هېواده بهر یو یا دننه، په منسجم او رغونکي ډول باید سره یو ځای شوو او اغېزناکه واوسوو.

شیشه‌ میډیا: د وروستۍ پوښتنې په توګه غواړم ستاسې شخصي، تخصصي او کاري ژوند جمع بندي کړم. تاسې له ستراتیژیک تفکر او پروګرام سره ژوند وکړ، په ملګرو ملتونو سازمان کې مو کار وکړ، هر چېرته چې وئ، لید مو دا و، چې یو ستراتیژیک پروګرام چېرته او څه ډول د وضعیت د ښه کیدو یا انکشافي پروګرامونو د تطبیق لپاره څنګه پایله لرلای شي. په سیمه ییزو ارګانونو کې هم ستاسې کار همدغسې و.

اوس که وغواړئ، چې دغه الګو درسره مخته کیږدئ او د یوې ستراتیژیکې برنامې په توګه ووایئ، چې تر یوه یا دوو کلونو پورې اوسنی وضعیت بدلوو، دا مسئله په یوه ممتد خط او مشخصه او مدونه پروګرام کې حلیږئ؛ مثلاً له دغه ځایه یې پيلوو، پينځه میاشتې یا یو کال وروسته دغه ځای ته رسیږو، آیا داسې کومه طرحه په ذهن کې لرئ؟ تراوسه موپه دې اړه فکر کړی؟ له کومو دوستانو سره چې وایئ په اړیکه یاست، دا اړیکې مو په یوه ستراتیژیک خط هم بدل کړي کنه؟

نادر یما: تراوسه نه. زه د یوه فرد په توګه فکر کوم، تاسې دوو ټکیو ته اشاره وکړه، چې هغه اعتماد او هیله دي. زه لږ ترلږه دا فکر لرم، چې په افغانستان کې د باور او هیلې د رامنځته کیدو لپاره هڅه وشي. هغهکه د ژوند د کیسې د ویلو له لارې وي، که د خپلو تجربو د شریکولو له لارې وي، یا د داسې فضا رامنځته کول، چې د خلکو د پوهاوي سبب شي او که په افغانستان کې دننه د ځینو کارونو د ترسره کولوهڅه وي؛ځکه زه فکر کوم چې لا هم ډېر فرصتونه موجود دي.

سره له دې چې د طالبانو دغه دوره له تېرې دورې سره د پرتلې وړ نه دی؛ خو بیا هم فرصتونه موجود دي او په ځينو برخو کې دا دور، له تېر دور سره ډېر متفاوت دی. اوس هرڅه په یو ډول اغېزمن شوي دي. ښوونځي، پوهنتونونه، خلک، ښځې او نارینه ټول ستونزې لري؛ خو بیا هم باید یو کار وکړو، داسې کار چې سیاست سره هیڅ تړاو ونه لري، خو د خلکو د یو ځای کیدو سبب شي. مثلاً موږ داسې شوراګانې لرلې، چې خلک پکې را ټولیدل، خپلې تجربې یې یو ځای کولې، تولیدي پروګرامونه یې پیلول او له عوایدو یې د خپلو سیمه ییزو ستونزو او خدماتو لپاره استفاده کوله.

دا کار په اصل کې یو فکر او ډله ییز اغېزناکتوب ترویجوي. زه هر کار، چې د هیلې او باورمندۍ د رامنځته کیدو لپاره اغېزناک وي، ترسره کوم، په ځانګړي ډول که دا کار وکړای شي ځينې جرقې تولید کړي او فرد په همدغه فضا کې د بدلون لپاره وهڅوي.

بله مسئله د لیدلوري بدلون دی. زموږ خلک اکثره که په هېواد کې دننه دي یا بهر، نهیلي شوي او په رواني ستونزو اخته شوي دی، دا لیدلوری باید بیرته رامنځته کړو، چې افغانستان له دغو شرایطو وروسته، ژر یا په ځنډ بیرته بدلیږي. دا تصویر باید ووینو، ځکه د هیلې د رامنځته کیدو سبب کیږي. موږ باید خلکو ته انګېزه ورکړو، چې مثبت فکر وکړي او پوه شي، چې دا وضعیت که هر څومره هم دوام وکړي، بادي نه دی او یوه ورځ به له منځه لاړ شي.

ما خپله هیڅکله په ژوند کې هیله له لاسه نه ده ورکړې، کله به چې خپه او نهیلی شوم، د یوه روښانه راتلونکي د جوړولو په هڅه کې به شوم. زموږ ځوانان او خلک هم باید پر خپلو وړتیاوو ایمان ولري او مثبت فکر وکړي. له پخوا نه یې ویل، چې هرې تیارې پسې رڼا ده.

موږ باید خلکو او خپلو ځانونو ته هیلې ورکړو. دا چې دا کار څنګه کولای شوو، په دې اړه باید فکر او بحث وکړو. دا که د عدالت غوښتنې له لارې کیږي، که په کورونو کې د روزنیزو پروګرامونو له لارې، یا له لیرې د روزنیزو پروګرامونو له لارې. یا د داسې خلکو د وصلولو له لارې، چې په افغانستان کې رول لرلای شي، یا داسې فرصتونه وي، چې کولای شي د ملګرو ملتونو او غیر دولتي بنسټونو پروګرامونه حمایه کړي، لنډه دا چې هر ډول موثر او خلاقه فعالیتونه باید ترسره او ملاتړ ورڅخه وکړو.

په عین حال کې پر نړیوالې ټولنې، په خاص ډول زه چې په کاناډا کې یم، باید فشار راوړو، چې دغه نظام هیڅکله کوم انتخاب نه شي کیدای، له همدې امله ټول هغه کسان چې له افغانستانه د باندې دي، پر بهرنیو هېوادونو نه تکیه کیږي او هیله لري، چې یوه ورځ بیرته پلو هېوادونو ته ور وګرځي. په دې اړه اړتیا ده، چې ډېرې خبرې وشي، څو له خوبه را وېښ شوو او پر هغو موضوعاتو، چې هره ورځ موږ اغېزمنوي او رواني ستونزې مو زیاتوي، غلبه وکړو او خلکو ته باور پيدا کړو.

شیشه ‌میډیا: ګران یما، تاسې نه مننه، چې ډېر وخت مو زموږ په واک کې راکړ او خپل ژوند مو راسره شریک کړ. هیله من یم، چې دا خبرې زموږ شاوخوا ته د ډېرو عزیزانو د را ټولولو یوه مقدمه وي. کله چې وکړای شوو یو ګډ لیدلوری پيدا کړو، په طبیعي ډول ګډ عمل ته رسیږو او هیڅ عمل ښایي زموږ په افغانستان کې تر دې ډېر اړین، مهم او بېړنی نه وي، چې هلته د یو ښه ژوند مستحق انسانان، چې د داسې ژوند کولو وړتیا او توانمندي ټول لري، وژغورل شي. ښایي زموږ نسل او په خاص ډول ستاسې نسل، چې په افغانستان کې له جګړې وروسته نسل دی او په هېواد کې دننه د اداري او سیاسي کارونو تجربه لري، د ټولنې دغه هیله پوره کړلای شي.

نادر یما: اول ډېره مننه له دې فرصت راکولو څخه، دا فکر کوم چې یو فوق العاده مهمه، رغونکې او اغېزناکه تګلاره ده. د داسې فعالیتونو دوام سبب کیږي، چې موږ او په افغانستان کې پاتې عزیزان انګېزه پيدا کړو او اغېزناک واوسوو.

شیشه ‌میډیا: تاسې نه مننه، ښه شپه ولرئ.

نادر یما: تاسې نه هم مننه، ښه شپه، زموږ د ټولو دې خدای مل شي.

Share via
Copy link