په بحثونو کې د افغان نارينه د استبدادي رویې سرچینه!

Image

دغه لیکنه خاص د هغو څو تنو نارینه وو لپاره ده چې په ایکس پاڼه کې سپیسونه جوړوي، په ځانګړي توګه هغه ګوته په شمار کسان دې ولولي چې په جمهوریت کې ېې کار کړی او اوس په لودیځه نړۍ کې د ډیمکراسۍ ننګه کوي خو  په خپله ېې کله هم په دغو اصولو باور نه دی کړی او حتی اوس ېې هم چلند نه دی بدل شی. په دغې لیکنې کې هڅه دا ده چې دوي متوجه شي او په سیاسي او ټولنېزو بحثونوکې  خپل چال چلند اصلاح کړي او د مخالف نظر د اوریدا تمرین وکړي خصوصن د میرمنو په وړاندې  سپک چلند سم کړي. دوي تر هر څه وړاندې باید فکر وکړي چې د جمهوریتي په نوم د دوی په سپیسونو کې ولې افغان میرمنې نه شته ایا همدغه کسان نه دي چې عام افعانان د طالب لمنې ته غورځوي. دا عقده ای لیکنه نه ده یوازینی هدف ېې د دغو کسانو اصلاح ده.

د بهرمیشتو افغانانو په تېره بیا د جمهوري نظام د مامورینو او په تبعید کې د دغو کسانو بحثونه له ډېرې مودې څارم او د خپل مسلک په اساس نمرې ورکوم دغه لیکنه د همدغو مشاهداتو نتیجه ده. ممکن ځینې کسان وایي دا محدود کسان دي او په دومره اوږده لیکنه نه ارزي خو همدغه کسان د جمهوریت د وخت تعلیم یافته پرګنه ده او په دوي کې حتی وزیران هم شته چې کدرونه ېې بللی شو نو که  د دوي  بحثونه له رواني پلوه وارزول شي ممکن د ټولنې د ډېرې برخې ستونزه ورسره حل شي.

په جلاوطنۍ کې مونږ هر یو له ځان سره د تجربو، ارزښتونو، توقعاتو ستونزو او د ماشومتوب د تراوما پیټي لیږدوو د ډیرو افغانانو لپاره خصوصا د هغو لپاره چې په تیرو دریو کلونو کې راغلي د دغه بار لیږدول سخت شوي وي. دغه کسان چې اوس په لویدیځه ټولنه کې ژوند کوي هغه ارزښتونه او معیارونه چې د هیواد په نیم ژواندې دیموکراسۍ کې ېې اوریدلي وو عملا ګوري خو په عملي کولو کې ېې ستونزې لري ځکه چې دوي ورته له زړه معتقد نه و او له لویدیځه وارده شوی جمهوریت ته وفاداره هم نه وو. البته په حقیقت کې د دیموکراسۍ اصول او ارزښتونه هیڅکله د بې حجابۍ، بې حده ازادۍ او له چوکاټه د وتلو ارزښتونه نه دي، خو له بده مرغه هماغه ډول چې مونږ له اسلامه ناسم اخیستون کوو همداسې مو د لویدیځ ډیموکراسي هم د ملنډو کړه.

په دغو بحثونو کې ګورو چې دغه قدرمن کسان چې د جمهوریت په وخت کې ېې په بیلابیلو ادارو کې کار کړی څنګه مخاطب لوری توهینوي او په تېره بیا میرمنو ته په څومره ټيټ نظر ګوري.  زه تقریبا په هر بحث کې ګورم چې دغه جمهوریتي مفکران څه ډول میرمنې توهینوي او له پامه ېې غورځوي او ورسره بحث کول ورته د منلو نه وي.
ډیری ناریننه له بده مرغه په دغو بحثونو کې د نورو  په تېره ببا د میرمنو د مخالف نظر د اوریدا توان نه لري.  په دغسې حالت کې د دغو نارینه وو غبرګون د اواز اوچتول، مقابل لوري ته د بیسواده او ناپوهې په شان د کلمو کارول او حتی  سپکې سپورې  ویل وي. دغه چلند د افغان او په خاصه توګه د پښتون نارینه له لوري ځکه لیدل کیږي چې  له کوچنیوالي د قدرت او برلاسي په جنګ کې لوي شوی وي خصوصا  د میرمنو په وړاندې باید حتمن دې برلاسه وي دا هغه څه دي چې زمونږ هلکان ېې په کورنیو کې زده کوي.

دوي فکر کوي کمزوري کسان نورو ته درناوی کوي او زړور کسان درناوی نه کوي دا هغه وخت وي چې درناوی د قدرت قرباني کبږي. دغه کسان بل کس بیخي نه اوري او تل داسې فکر کوي چې دوي په سمه دي. له رواني پلوه دغه چاره د دوي په ماشومتوب کې ریشې لري.  په پښتنې ټولنه کې دغه جملې هر ماشوم ته په زرګونو ځله ویل کیږي هیچا ته کمه مه وایه، ته نارینه ېې د ښځو په شان کمزوری نه ېې، غیرت په برلاسي کې دی ، ته ځوان ېې ، نارینه ېې او دغسې نورې جملې چې له افغان نازینه وو ېې د ښه اوریدونکي او نقد مننوونکي انسان وړتیا اخیسې وي بله مهمه ستونزه په مقایسوي ډول د ماشومانو روزل دي،  په یوه کور کې چې یوه مور ځو ماشومانو وزیږوي نو په خپله دغه ماشومان له بو بل سره د قدرت لوبه کوي، په تېره بیا کله چې مور او یا پلار یو ماشوم ونازوي او بل سپک کړي نو د قدرت دغه جنګ نور هم سخت شي او د هلک ټول ژوند همدغسې روان وي.

بیا دغه ډول کسان د تېروتنو زغم هم نه لري، د جمهوریت ډېری چارواکو هم همدغه روحیه درلوده او تېروتنه ېې د حقارت نښه ګڼله. مونږ کله هم ماشوم ته نه ورزده کوو چې تېروتنه عادي چاره ده او هر څوک تېروتنه کوي. له همدې امله زمونږ زیاتره ماشومان په دروغو عادت شي او ځانتهً کاذب شخصیت جوړوي او ټول عمر د قدرت په جنګ بوخت وي. کله ناکله ټولنېزه ارواپوهنه د ډېرو ستونزو حل راباسي . دا چې په افغانستان هیڅ یوه نظام نتیجه نه ده ورکړې او هر نظام او ایډیالوژي د دغه نظام پلویانو خرابه کړې ښايي ټولنېزه اروا پوهنه ېې حل راوباسي. د ډېرو ټولنو د ستونزو اصلي سرچینه په نظامونو کې نه بلکه د ماشوم په روزنه او د تعللیمي نصاب په ښه کیدا کې وي.

له بده مرغه مونږ د هرې ایډیالوژۍ او تفکر منفي اړخ خپلوو، ځکه خو په هر ډول نظامونو کې زمونږ هیلې نه پوره کیږي. د اصلي ډیموکراسۍ یو مثال ممکن خبره واضحه کړي:
د ناروې په ملي ټلویریون کې د ټولو ګوندونو د مشرانو مناظره وه  له توهین او تحقیره لرې سخت بحث وشو او ډیرو داسې احساس کړه چې دغه مشران به سخت سره وران  وي خو له بحث وروسته د یوه  مخالف ګوند مشر بل مشر ته وویل زه او ته په یوه مسیر کې ژوند کوو  ښه به دا وي چې یوه ټیکسي ونیسو او کور ته به لاړشو، له بحث وروسته دوي ملګري ول او په یوې ټیکسي کې کورونو ته لاړل.
دغه د ډیموکراسۍ اصل دی، دغه اخلاق له بهره په نورو هیوادونو کې نه شو تپلی بلکه مونږ باید په خپله له ماشومتوبه دغسې روحیه خپلو ماشومانو ته ورکړو چې بیا په لوینې کې عقدې ونه لري.

د سالم بحث ځانګړتیا دا وي چې د مخالف نظر وزعمل شي،  هر لوري ته درناوی وشي او ټول په بحث کې ځان خوندي او امن احساس کړي، له بده مرغه د افغانستان په جمهوري غوښتونکو کې هیڅ یوه مېرمن ځان خوندي نه احساسوي او فکر کوي چې دغه ټول نارینه د دې د تېروتنو فکر کوي او ممکن هره شېبه ورته توهین وشي او يا حتی  وښکتځل شي. د ټویټر یا ایکس په پاڼه کې د بحثونو دوه کلنه ارزیابۍ دا راو ښودله چې افغان جمهوري غو ښتونکي د میرمنو اصلي دښمنان دي. او طالبي رژیم په کابل کې نه بلکه د هر افغان په مازغو کې واکمن دی . د سالم او رغنده بحث بله مهمه ځانګړتیا اوریدل دي  او باید سړی واوري بیا ځواب ورکړي او دغه راز هیڅ ډول جنسیتي تبعیض په سالم بحث کې د منلو نه وي یوازې متطق، استدلال او درناوی باید اصل وي خو د جمهوریتي پلویانو غوږنه کاڼه او خولې خلاصې وي.
خو ولې افغان نارینه دغسې دی؟
ډېر ځله دغه چلند د نارینه په پټ ضمیر او یا لاشعور کې د یوه ژور ټپ له امله وي، زیاتره افغان نارینه په جنګونو، لوږې، نا ډاډمنه کورنۍ او چاپریال کې لوي شؤي دغه کسان تل د دفاع په حالت کې وي او ډېر ژر کاوړ او عصبانیت ته مخه کوي.
اروا بوهان وایي  د برلاسي او د نورو د کنټرول سترتیژي  په ژوند کې د یوه څه د بایللو په نتیجه کې رامنځته کیږي دا هغه څه دي چې هر افغان ممګن دغسې یوه ضایعه ولري، بله داچې نا ډاډمن او پر ځان نامتکي کسان د نورو له سپکولو خوند اخلي. بله دا چې هغه کسان چې له تاوتریخړالي په ډک چاپریال کې لوي شوي وي هغوي تل د جنګ او تهاجم وضیعیت لري .  په پښتنې ټولنه کې یوه بله ستونزه دا ده چې مونږ خپل دودونه او رواجونه هم ډېر محترم ګڼو او د زرګونو کلونو مخکې کلتوري او ټولنېزې حل لارې اوس په یوویشتمې پیړۍ کې کاروو، او په ډیرو پخوانیو کودونو د یویشتمې پیړۍ د ستونزو کولپونه خلاصوو.  کله چې مډرن ژوند او ډیموکراټیک ارزښتونه غواړو او  کله چې ایفون په لاس او اوږدې څڼې مو پریښي وي او جین پطلون مو اغوستی وي خو د ژوتد ، فکر کولو او د ستونزو د خل لاره مو زرګونه کاله زړه  وي څرنګه بیا د یوې مډرنې او له تبعیضه د لیرې ټولنې غوښتنه ګولی شو. په تېره بیا کله چې په لودیځه ټولنه کې د پښتنې ټولنې افراطي دودونهً غواړو نو ستونزه ولاړیږي. له دې لیکنې زما هدف دا نه دی چې څوک توهین یا ملامت شي بلکه هدف مې دا دی چې پوه سو او له ځان سره فکر وکړو چې څه غواړو.

البته مونږ اوس سیسټم نه سو جوړولی او داسې ادارې هم نه شته چې دغو مسلو ته قوانین او رودې وټاکي خوًمونږ دا کولی شو چې یو بل ته ووایو چې څنګه خپل مخالف نظر وزغموو او څنګه له یو بل سره بحث وکړو.نو سپسونو او د بحث ډګر ته تر تګ مخکې باید پر دغو مسلو فکر وشي:
بحث ته تر تګ مخکې ایا زه چمتو یم چې واورم، اوریدل په دې معني چې پوه شم او خبره درک کړم.
ایا زه میرمنو ته د نارینه وو په شان د خبرو اجازه ورکوم چې ازاد بحث کوي او ورته درناوی کوم
تردې مخکې چې بحث وکړم له چیلنج سره د مخامخیدا وړتیا لرم او وار مخکې له  دفاعی حالت پرته ایا نقد اوریدلی شم
چې کله  د بل چا په تیره بیا د بوې مېرمنې له مخالفت سره مخامخ شم زما غبرګون باید څه ډول وي.

تر ټولو مهمه دا چې له ځان سره ووایئ چې ایا زه هغه نارینه یم چې وغواړم لور او یا زوي مې هم زما په شان وي. انسان له تېروتنو زده کړه کوي او د نوې ارواپوهنې په اساس انسان په هر عمر کې د بدلون او د عادتونو د بدلیدا وړتیا لري.
بله دا چې فکر وکړئ ولې مونږ خپل وطن پریښی ایا زمونږ  د اخلاقو، کړنو، چال چلند په نتیجه کې جمهوریت سقوط نه شو اوس چې بهر کې یو څه کولی شو هغه به دا وي چې  د یو بل د زغملو چل زده کړو او که دغه کارونه نه شو کولی غوره به نه وي چې د ملابانو تر سیوري لاندې له ښکلې مردسالارې ټولنې خوند واخلو او بېرته ګډې بار کړو.
له دغسې افراطي فکرونو سره په غرب کې ژوند نه شي کیداي.

ليکوال: عیسی ستانکزی

Share via
Copy link