افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کې!

راتلونکی تګلوری او ستراتیژیک عمق:

منطقوي سیاست رهبري کول د احساساتو ژبه نه ده، بلکې د غبرګون پر ځای د محاسبې غوښتنه کوي. سیاست هغه هنر دی چې د قدرت توازن درک کړي او له شته محدودیتونو اعظمي ګټه واخلي. که افغانستان یوازې په اوسني وخت کې د سخت غبرګون ژبه وکاروي، ښايي لنډمهاله داخلي ملاتړ ترلاسه کړي؛ خو اوږدمهاله سیمه‌ییزه انزوا رامنځته کوي. برعکس، که یوازې دفاعي او خاموش دریځ خپل کړي، د حاکمیت تصور کمزوری کېږي. نو اړینه ده چې متوازن ډیپلوماتیک مسیر غوره شي.

زه به خپل تحلیل د روسیې د ولسمشر، پوتین له یوه ښایسته تحلیل څخه پیل کړم.

ښاغلی پوتین وايي، او په رښتیا هم سم وايي:

«روسیه یو استعماري هېواد نه دی او هېڅکله د غلامانو په سوداګرۍ کې ښکېله نه وه. روسیې څو ځله جګړې کړې دي، خو د خلکو ترمنځ د توازن ساتلو او د بشریت د خیر لپاره یې جګړې کړې دي.»

هغه زیاتوي:

«له دوو سوو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې لوېدیځ هڅه کوي روسیه له منځه یوسي. د ناپلیون لویې امپراتورۍ پر موږ یرغل وکړ، خو هغه د روسیې له یخ او واورو څخه په تېښته بریالی شو او ووت. جرمني زموږ پر ضد تر ټولو ستر یرغلیز جنګ پیل کړ. د سړې جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو هڅه وکړه چې زموږ اقتصاد خفه کړي او موږ محاصره کړي، خو موږ لا هم دلته یو او روسیه لا ژوندۍ ده؛ ځکه چې موږ یوازې د خپلې خاورې لپاره نه، بلکې د خپل تمدن، خپلو ارزښتونو او خپل عزت لپاره هم جنګېږو.»

اصلي خبره هم دلته پیلېږي چې یو هېواد او ولس یې د خپل تمدن او خپلو ارزښتونو لپاره جګړه کوي، هغه جګړه به حتماً ګټي.

تاسو ګورئ چې چین نن په کوم موقف کې دی. اسیايي هېوادونه او افریقا ورو ورو ځانونه له بهرني تسلط څخه ازادوي. دا نو نور هغه نړۍ نه ده چې د یوې واحدې قوې یا یوه واحد بلاک تر واک لاندې ژوند وکړي.

موږ د څو قطبي نړۍ پړاو ته داخل شوي یو او هېڅوک نه شي کولای د دې مخه ونیسي.

زه د افغانستان سیاستوالو او خپلو همکارانو ته وایم:

تاسو نه شئ کولای تل د اوبو پر خلاف لامبو ووهئ. تاسو د ارزښتونو خبرې کوئ، خو د خپلو خلکو انتخاب ته درناوی نه کوئ. تاسو د نړیوالو قوانینو یادونه کوئ، خو کله چې ستاسو په ګټه نه وي، هغه تر پښو لاندې کوئ. تاسو د سولې خبرې کوئ، خو هر ځای چې ستاسو ګټې خوندي نه وي، د جګړې او تعصب تخم شیندئ.

افغانستان د هېچا شخصي کور او د هېچا شخصي ملکیت نه دی، خو موږ به هېڅکله هېچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ راتلونکی زموږ پر ځای وټاکي. موږ همکارۍ ته لېواله یو، خو د برابرۍ پر بنسټ. موږ سوله غواړو، خو نه د خپلې ازادۍ او هویت په بیه.

راځئ رښتیني واوسو:

هېڅوک به هېڅکله زموږ هېواد مات نه کړي. موږ پېړۍ پېړۍ سختۍ زغملې دي، د امپراتوریو راختل او لوېدل مو لیدلي دي او لا هم دلته یو، او سبا به هم همدلته یو.

په دې نوي څو قطبي نړۍ کې چې د زېږېدو په حال کې ده، زموږ موقف څه دی؟

افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کې ولاړ دی او د خپل برخلیک په تمه دی.

نړۍ په چټکۍ سره د یوقطبي نظم له مرحلې څخه د څو قطبي نړیوال جوړښت پر لور روانه ده. د روسیې او لوېدیځ ترمنځ روان ټکر، د چین مخ پر ودې ځواک او قدرت او د نړیوالو هېوادونو تدریجي بیداري؛ ټول د دې بدلون نښې دي.

په همدې تاریخي بدلون کې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو په څلورلارې کې ولاړ دی او امنیت یې له ګواښ سره مخ دی. خو دا ځل له کمزوري دولت، داخلي انزوا او ناپېیلې ستراتیژۍ سره.

افغانستان ولې ستراتیژیک اهمیت لري؟

افغانستان یوازې یو جغرافیایي واحد نه دی، بلکې د مرکزي او سوېلي اسیا د نښلوونکې کړۍ حیثیت لري. نن سبا د افغانستان اصلي ستراتیژیک عمق پوځي نه دی، بلکې اقتصادي او جیواکونومیک دی. که هېواد ثبات ومومي، کولای شي د سیمې د سوداګرۍ او انرژۍ په مرکز بدل شي. د چین د یو کمربند او یوې لارې (One Belt One Road) پروژه چې نړۍ محاصره کوي او د روسیې، ایران، هند او لوېدیځ د ګټو د تقاطع نقطه، همدا زموږ زرخېزه خاوره ده.

همدا موقعیت د افغانستان ستراتیژیک عمق جوړوي، خو تر اوسه افغان سیاستوال ونه توانېدل چې دا عمق د ملي ګټو په چوکاټ کې تعریف او مدیریت کړي او له یوقطبي تجربې څخه زده‌کړه وکړي.

د تېرو دوو لسیزو ترخو تجربو وښوده چې پر یوه نړیوال قطب تکیه کول، د کورني مشروعیت له پامه غورځول او د ملي اجماع نشتوالی څه معنا لري او څومره لوی قیمت باید پرې ورکړل شي؛ نن او پرون مو ولیدل؟ موږ جګړې کړې دي او ویې به کړو، خو افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهل کېږي. تاسو وګورئ، د امریکا او ناټو وتلو دا ثابته کړه چې بهرني ځواکونه د خپلو ستراتیژیکو محاسبو له بدلون سره سم خپل متحدین پرېږدي.

په نوې څو قطبي نړۍ کې افغانستان کولای شي فعال بې‌طرفه سیاست او لار غوره کړي او ځان د تقابل پر ځای د همکارۍ دهلېز معرفي کړي. خو دا یوازې هغه وخت ممکن دي چې افغانستان له اوسنیو نیابتي جګړو څخه ووځي او د بل چا د ستراتیژیک عمق کېدو پر ځای، خپل ستراتیژیک عمق پخپله تعریف کړي.

زما په اند، د ستراتیژیک عمق او نوې ستراتیژۍ معنا د افغانستان لپاره نور یوازې نظامي مفهوم نه لري، بلکې نوې ستراتیژي او ستراتیژیک عمق باید پر لاندې ستنو ولاړ وي:

سیاسي مشروعیت: ټول‌ګډونه نظام چې د ولس اراده منعکس کړي.

اقتصادي نښلونې: سیمه‌ییز تجارت، ټرانزیټ او سولییزه اټومي انرژي یې یو اړخ وي.

امنیتي توازن: نه د چا پر ضد اډه وي، نه د چا تابع.

خو خطرونه هم شته. هغه خطرونه چې که زموږ سیاسیون او موږ د سیاست لوری بدل نه کړو او که افغانستان همداسې په انزوا کې پاتې شي، بیا به د لویو قدرتونو د سیالیو ډګر وي. دا وضعیت افغانستان د څو قطبي نړۍ له فرصتونو بې‌برخې کوي.

دا د افغان سیاسي قشر تاریخي مسوولیت دی؛ که په داخل کې وي او که په مهاجرت کې، افغان سیاسي، فکري او علمي قشر خصوصاً هغه سیاسي قشر چې سیاسي نبوغ ته رسېدلی دی، باید ملي اجماع ته زمینه برابره کړي او نړیوالو ته د افغانستان د نوي سیاست او نوي رول روښانه طرحه وړاندې کړي. په ځانګړي ډول، افغان سیاسي قشر کولای شي د فکري ډیپلوماسۍ له لارې دا تشه ډکه کړي، چې منطقوي سیاست څنګه رهبري شي ترڅو روان کړکېچ ختم شي.

افغانستان د تاریخ په یوه حساسه څنډه کې ولاړ دی. څو قطبي نړۍ که له یوې خوا خطرونه زېږوي، له بلې خوا بې‌سارې فرصتونه هم وړاندې کوي.

د افغانستان راتلونکی تګلوری باید د احساساتو، نیابتي جګړو او بهرنۍ تکیه‌ګاه پر ځای، پر ملي عقلانیت، متوازن سیاست او فعالې بې‌طرفۍ ولاړ وي.

که افغانان وکولای شي خپل ستراتیژیک عمق د ملي ګټو له زاویې تعریف کړي، افغانستان به نور د لوبې میدان نه وي، بلکې د سیمې د توازن یو اغېزمن لوبغاړی به وي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000