له کابل سره جګړه؛ ستراتیژیک هدف او ډیپلوماټیکه غوسه

د تېرې میلادي میاشت په وروستۍ اوونۍ کې پاکستان یو ځل بیا پر افغان خاوره یرغل وکړ. دا دقیقاً په څلور میاشتو او شل ورځو کې د پاکستان دویمه جکړه شوه چې له کابل سره په‌کې ښکېليږي. جنګ لا روانه دی او نږدې راتلونکې کې یې د اوربند کومه نښه نه ښکاري.

دواړو هېوادونه د دې جګړې لپاره بېلابېل روایتونه وړاندې کوي. د پاکستان روایت دا دی چې ګواکې کابل د هغوۍ په ټکو د پاکستاني طliبانو تحریک ملاتړ کوي. کابل بیا په دې اړه د افغان خاورې د نقض په غبرګون د دفاع روایت وړاندې کوي.

له شکه پرته دا کیسه تر شا نور ډېر اړخونه درلودلی شي؛ خو د ژورنالیستک لیدلوري پر بنسټ، پاکستان دې جګړه کې یوازې یو ستراتیژیک هدف او یوه ډیپلوماټیکه غوسه تعقیبوي.

ستراتیژیک هدف:

ایا پوهېږئ، پاکستان ولې یوازې له هوايي ځواک کار اخلي؟ راځئ د دې پوښتنې له ځواب دمخه له دې پیل کړو:

پاکستان دا مهال په ښکاره ټکو په افغانستان کې د هند احتمالي نفوذ او د پاکستاني جنګیالیو خبره کوي؛ خو د پردې تر شا کیسه تر دې ډېره پېچلې ښکاري. د طliبانو له بیا واکمنېدو سره اسلام‌اباد هیله لرله چې ګواکې دا ځینې پخواني انډیوالان(؟) به یې د مجاهدینو حکومت په څېر نظامي تجهیزات لیلام کړي، د پوځ شمېر به محدود او ستراتیژیکې وسلې به نه ساتي.

خو واقعیت برعکس شو. ظاهرا معلومېږي چې، د کابل اوسنیو واکمنانو؛ نظامي توانمندۍ ته لومړیتوب ورکړ. د شاوخوا ۱۸۰ زره پوځ د جوړولو ترڅنګ یې د استخباراتو او ځانګړي ځواک قطعات جوړ کړل، چې شمېر یې تراوسه پټ ساتل کېږي. همدارنګه د ډرون الوتکو ټکنالوجۍ ته پر لاسرسي سربېره یې د پخوانیو حکومتونو پاتې ځینې ستراتیژیکې وسلې لکه BM-21، BM-40، سکاډ، لونا، اُورال او زرهي‌دار  ترمیم او فعال کړل.له دغو وسلو ځینې یې څو سوه کیلومتره واټن وهلی شي. که ساده یې بېلګه کړو، له ننګرهار ولایته تر اسلام‌اباده په مستقیمه هوايي کرښه ۲۵۳ کیلومتره واټن دی او تر پېښوره دا واټن نور هم کمېږي. فکر وکړئ که د خوست، پکتیا او ننګرهار په پوځي مرکزونو کې دا ډول وسلې وي؛ دقیقا دا محاسبه به پاکستان د ځان لپاره د اندېښنې وړ وبولي.

طliبانو د خپلې واکمنۍ په لومړي کال، دا وسلې پټې وساتلې؛ خو په دویم کال کې یې په ځینو پوځي مراسمو او د واکمنۍ د کلیزو په مناسبت پوځي پرېډونو کې رسنیزې کړې. همدې کار اسلام‌اباد اګاه او لا زیات اندېښمن کړ. که تاسو د افغان کورني جګړو تاریخ وپلټئ، لیدل کېږي چې پاکستان له هغوو افغان ډلو چې په کابل بریالي شوي، همېشه دا غوښتنه کړې چې ستراتیژیکې وسلې له منځه یوسي او پوځي تجهیزات د هېواد کچې ته محدود کړي؛ خو اوس ظاهرا ښکاري چې دا ځل دا غوښتنه نه ده منل شوې.(؟)

اسلام‌اباد د دې وسلو د محدود کولو لپاره بېلابېلې لارې وازمایلې؛ خو کله چې نړۍوال اقدام و نه‌شو، د شننونکو په وینا په “یوه ناروا محاسبه” خپله لاس په کار شو.

اوس بېرته خپلې پوښتنې ته راګرځم:

له کابل سره اوسنۍ جګړه کې پاکستان ولې یوازې هوايي ځواک کاروي؟

که رښتیا ووایم زه نظامي ستراتیژۍ نه تحلیلوم؛ ځکه واقعا نه پرې پوهېږم؛ خو د جګړې د سیمې د یوه ژورنالیست په توګه او د رسنیو د رپوټونو راته داسې برېښي چې پاکستان هڅه کوي په واضح لټون د طliبانو پوځي مرکزونه په نښه کړي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د پاکستان جیټ الوتکو څو ځله هڅه کړې چې د کندهار قول اردو، د ننګرهار سرحدي لېوا، د کونړ د سرکاڼو اډه، د خوست او پکتیا نظامي تاسیسات، د کابل ځانګړو ځواکونو مرکز او د بګرام پوځي اډه هدف وګرځوي. که څه هم دا حملې تر اوسه په بشپړ ډول بریالي نه بلل کېږي، خو یو هدف څرګندوي چې: پاکستان کوښښ کوي له طliبانو سره شته احتمالي ستراتیژیکې وسلې له منځه یوسي.

ځینې شنونکي استدلال کوي چې، د پاکستان ځمکنی ځواک د افغانستان پر وړاندې کمزوری دی؛ خو اصلي کیسه ښايي دا نه وي، ځکه په ځمکنۍ جګړه کې که یو لوری قوي هم وي، بیا هم د دې ډول وسلو بشپړ له منځه وړل اسانه نه وي. له همدې امله پاکستان تر ډېره په هوايي عملیاتو تکیه کوي ترڅو ستراتیژیک اهداف په نښه کړي.

پاتې شوه په نړۍ کې د هېوادونو په کچه د سرحداتو جګړې، دا یو معمول نظامي عمل دی، چې ستراتیژیک هدف ترې نشي ترلاسه کېدای او په اسانۍ له ډیپلوماټیکو لارو حل کېږي….

ډیپلوماټیکه غوسه

د ۱۹۹۲ م کال په اپریل کې د ډاکټر نجیب‌الله حکومت سقوط وکړ او افغانستان کورنۍ جګړې ته داخل شو. تر هغه وروسته نږدې درې لسیزې، د جمهوریت تر وروستیو او د طالبانو د دویمې واکمنۍ تر لومړي کال (اپریل ۲۰۲۲) پورې په کابل کې د پاکستان سفارت د یوه ځواکمن ډیپلوماټیک او استخباراتي مرکز په توګه فعالیت کاوه.

دا موضوع ډېر روایت شوي او ناافشاء شوي جزئیات لري، خو د یو شمېر افغان پخوانیو استخباراتي چارواکو له وروستیو اعترافونو او خپله د پاکستان د پخوانیو سفیرانو له مرکو ښکاري چې دغه سفارت په تېرو ۳۰ کلونو کې د افغانستان په ولسي، قومي، نظامي او سیاسي سټیجونو کې تر حده ډېرې ژورې اړیکې جوړې کړې وې.

خو د ۲۰۲۲ کال له اپریل وروسته د دې سفارت فعالیتونه تر ډېره محدود کړای شوي ښکاري. په افغانستان کې ځینو خبریالانو او رسنیو د رهبرۍ کچې ژورنالیستان ته داسې جوتېږي چې، د طliبانو استخباراتي ادارو هڅه وکړه چې د یاد سفارت جاسوسې سرچینې وچې او غیررسمي اړیکې وپاشي. حتا افغان وګړو ته یې د پاکستاني ویزو د اخذ بهیر تر شدید څار لاندې دی، هم‌مهال هغه کسان چې دې سفارت سره په همکارۍ تورن بلل کېدل، له صحنې ووتل یا تبعید شول.

وروسته اسلام‌اباد هڅه وکړه یو ځل بیا د اړیکو جوړولو لارې نوې لارې ولټوي. ښایي همدا وجه وه چې کابل ته یې داسې نوی سفیر ولېږه چې مذهبي بشاشیت یې درلود؛ خو ویل کېږي مطلوبه پایله یې تر لاسه نه کړه. دا مهال جګړه کې د پاکستان د استخباراتي معلوماتو یوه تشه شاید له همدې ځایه هم درک شي، چې تر اوسه یې په هوايي حملو کې ډېر واضح او ټاکلي اهداف نه‌دي اعلان شوي.

او پاتې شوه د کابل او اسلام‌اباد د پیل شوي اقتصادي جنګ، د پاکستاني طالبانو د احتمالي ملاتړ، په افغانستان کې د هند ممکنه نفوذ، د بګرام اډه او… دا موضوعات ټول کېدای شي د سیاسي بحثونو برخه وي؛ خو له ژورنالستیک دیده د کیسې اصلي ټکی دا دی چې:

له کابل سره جګړه کې؛ پاکستان خپل یو ستراتیژیک هدف او یوه ډیپلوماټیکه غوسه تعقیبوي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000