خصوصي بانکونه د مالي سواد پوهنتونونه (یو اصلاحي نقد)

Image

وړمه ورځ مې د افغانستان د خصوصي بانکونو او صرافانو په تړاو یو مقایسوي کوچنۍ لیکنه وکړه او په عملي مثال کې مې هر څه لیکلي.

غیر رسمي وخت وو، ماښام مهال وو، چې لومړی د AIB بانک، ورپسې د عزیزي بانک او ورسره سم د افغانستان بانک څخه ملگرو احوال واخیست، له ټولو یو نړۍ مننه! خو ما هر یو ته جلا-جلا وویل چې زما موخه یو خاص بانک او شخصي ستونزه نه بلکې عمومي ستونزه وه، چې دلته بیا هم هغه ټکیو ته اشاره کوم چې پر بانکونو د باور فضا یې خرابه کړې ده.

بل تاسو دا مه هېروئ چې په افغانستان کې د مالي سواد  (Financial Literacy) ټیټه کچه کې د خصوصي بانکونو ناسم او غیرکافي رول د خلکو د بانکي سیستم سره د کمزوري اړیکې لرلو یو ستر لامل دی.

اصلي ستونزه چېرته ده؟ رښتیا به وایو:

دکارمندانه سړه او بې خونده رویه: کارمندان باید پوه شي چې مشتري پاچا دی او دلته د سوال کولو لپاره نه بلکې د خپلو پیسو د سنبالولو او ستا ادارې ته د مالي گټې د پاره راغلی دی.

بطي او پېچلې ادارې پروسې (بیوروکراسي): د پیسو د جمع کولو یا ډیپوزیت په څېر ساده کارونو لپاره هم ډیرې گامونه او کاغذپرانۍ ته اړتیا وي. د اسنادو د راجستر، د لاسلیکونو تایید، او د مختلفو څانګو ته ورګرځېدل خلک ستړي کوي – افغانستان بانک مسولیت لري چې د دا ډول پروسو په ساده سازۍ کې له خصوصي بانکونو سره کار وکړي.

د ازدحام نه مدیریت او د وخت ضایعه: تاسو زموږ بانکونو ته ورشئ،  وبه گورئ چې د مشتریانو د ډېرېدونکې شمیر سره سم بیا دوی کوم سیسټم نه لري، په پایله کې خلک ساعتونه-ساعتونه انتظار باسي. دا نهایت نفرت زیږوي او پر بانکونو د باور فضا خړوي.

شفافیت باید تل لومړیتوب وي: ځینې بانکي چارې، لکه د پور ورکړه یا د گټې-وټې حسابونه، په ډاگه نه دي چې مشتریانو ته څومره مفاد لري، ځینې وختونه مشتریان احساسوي چې بانکونه پټې فیصدۍ اخلي یا ناڅرگند شرایط لري. موږ وطن کې ژوندي مثالونه لرل چې ځینې د نماینده گیو مسوولین حتا له صرافانو سره جوړ وو او زموږ او ستاسو په پیسو یې بزنسونه کول. (دې موضوع کې ډېر بحث کېدای شي).

اوسمهال ولې خلک باور نه کوي؟
د ۲۰۲۱ز له سقوط وروسته د باور فضا بېخي راټیټه شوې او عمده علت یې د خصوصي بانکونو له لوري د خلکو پیسې قید کولو وو. ستا که په بانک کې ۲۰زره ډالر هم وو، نو اوونۍ کې د سل ډالرو د راویستو لپاره به دې په شین سهار قطار کې ځان ځای کولو او ۴ساعتو کې به درته سلگون رسېدو، دا استثنايي حالت وو خو بدبختانه بانکونو د بایللي باور د بیا احیا لپاره هېڅ پلان جوړ نه کړ.

خصوصي بانکونه د خپلو کارمندانو سره حتا هغه ظلم کوي، چې د ویلو/لیکلو نه دی. کله به پرې بیا پوسټ وکړو. دا ځکه مهم ړی چې د کاروبار مشر یا رییس د خپل کارمند ستاینه په مالي او روحي ډول ونه کړي، له هغه کارمند بیا دا تمه چې مشتري خوشاله وساتي، خواب اس و محال…

یو ټکي ته مو پام شوی دی؟ زموږ د خصوصي بانکونو تمرکز اکثرا په ښارونو دی، د کرنیزو پورونو د ورکړې خبره کوي خو په لوی ښارونو او مرکزونو کې، کلیو کې خلک والاکه د پیسو ویستلو او ټوکن اخیستلو باندې پوهېږي.

موبایل بانکوالي صفر ده: زموږ بانکونه لا هم د آنلاین یا موبایل بانکدارۍ په برخه کې ډېر شاته دي. دغه راز، د انټرنیټي خدمتونو کمزوري کوالېتي او د ټرانزیکشنونو مکررې ستونزې خلک سخت ناراضه کوي. زموږ د موبایل بانکداري همدومره ده چې یا د معاش کوم پېغام راشي، یا د ماسټرکارت مو کله پیسې کټ شي.

فکټورونه ډېر دي خو دا په دې مانا نه دي چې صرافۍ دې له خصوصي بانکونو غوره وگڼل شي، صرافیانې سره د دې چې مجوز مالي بنسټونه دي، خو تور بازار لاسونه یې دومره اوږده دي، چې لږ څېړنیز لیکل پرې ښايي د څېړونکي یا لیکوال په مرگ تمام شي ـــ خدای مو مه خبروه!

عبدالوافي نایبزی

Share via
Copy link