ډاکټر یوزف برویر چې د ویَن مشهور ډاکټر دی یوه ورځ لیک ترلاسه کوي چې پکې لیکلي: یوزف برویره! د المان د فلسفې راتلونکی د خطر سره مخ دی، سبا سهار باید پلانکۍ قهوه خانه کې وګورو، نهه بجې…. لوسالومه.
د امریکایي روانپوه ډاکټر او د سټانفورډ د پوهنتون د استاد پروفېسور اروین ډ. یالوم دا کتاب پۀ دې جملو پېل شوی. د ډاکټر برویر زړۀ ته سل وسوسې غورځېږي، لوسالومه، دا څوک ده؟ څنګه یې د وین دومره مشهور ډاکټر ته داسې بې نزاکته لیک لیکلی؟ او وخت یې هم خپله ټاکلی چې سبا نهه بجې؟… سبا نهه بجې پروفېسور یوزف برویر د لو سالومه پۀ نوم یوې روسۍ یوویشت کلنې انجلۍ سره قهوه خانه کې ویني او پۀ تمه وي چې د ملاقات پۀ اصلي موخه ځان پوه کړي، لو سالومه ډاکټر یوزف برویر ته کیسه کوي چې پروفېسور نیچه چې د المان تر ټولو لوی فېلسوف دی ممکن ځانوژنه وکړي.
زۀ د یو ملګري پواسطه نیچه سره اشنا شوم، زۀ او نیچه هم سره ملګري شوو خو وروسته چې مې ولیدل پۀ ما مین دی اړیکه مې ورسره پرې کړه، هغه فکر کوي چې ما ورسره خیانت کړی لۀ همدې کبله پۀ ژور خپګان اخته شوی، کۀ ځان وژنه وکړي زۀ به ګرمه یم، د ګناه احساس به ولرم. یوزف برویر لوسالومه نه بښنه غواړي او ورته وایي چې ژور خپګان طبي ناروغي نۀ ده ( تر دې دې وخته روان درملنه نۀ وه رامنځته شوې) او نشي کولای چې درملنه یې وکړي، خو د لو سالومه د ډېر اسرار لۀ کبله مجبورېږي چې د نیچه د درملنې پۀ اړه د هغې غوښتنه ومني؛ د یوزف برویر د موافقت نه دستي وروسته لوسالومه لۀ یو بل رازه پرده پورته کوي او وايي چې نیچه به د خپل غرور لۀ کبله هېڅکله تیار نشي چې ډاکټر ته ووايي چې پۀ ژور خپګان اخته دی، دا ستاسې دنده ده چې د هغې د ژور خپګان درملنه داسې وکړﺉ چې هغه خپله هم پوه نشي چې درملنه یې روانه ده؛ یوزف برویر: دا څنګه امکان لري؟
لو سالومه: پۀ نیچه د نیم سري حملې راځي چې لۀ کبله یې ډېرو ډاکټرانو ته مراجعه کړې خو درملنه یې نۀ ده شوې، زۀ به د کوم چا پۀ واسطه هغه تاسې ته د نیم سري د درملنې لپاره درولېږم خو تاسې به یې د ژور خپګان درملنه هم کوﺉ، باید پوه نشي، او ريښتیا! خبر درنه نشي چې تاسې ته زما لۀ اړخه درپېژندل شوی ګنې باور به یې بیا ژوبل شي او دا به ځان سره بل خیانت وګڼي؛ یوزف برویر ویني چې ډېر سخت کار ورسپارل کېږي خو بیا یې هم مني، ولې؟ ځکه چې یوزف برویر خپله له عشقي وسوسو کړېږي او روح یې سم شکنجه شوی وي.
هغه ډېر ژر لۀ ښایسته انجونو اغېزمن کېږي نو ځکه د لوسالومه نه هم اغېزمن او غوښتنه یې مني؛ ماتیلیده د برویر مېرمن ده خو دی ورسره خوشاله نۀ دی، څۀ وخت مخکې یې خپلې یوې ناروغې سره چې برتا نومېده او د دې د عمر نیمایي یعنې شل کلنه وه جنسي اړیکه لرله، دی پرې مین شوی و او کله چې رسوا شول اړیکه یې ورسره پرې او ژوند یې تریخ شو، حتی خلکو ته چې کوم یوزف برویر تکړه ډاکټر ښکاري هغه هم پۀ ژور خپګان اخته دی او سر کې د ځانوژنې فکرونه ګرځوي، خو…
برویر وروسته دا موضوع لۀ فرويډ سره شریکوي چې فرویډ ته قابل تعجب او د خندا وړ وي، څنګه به د داسې چا درملنه کوې چې خپله هم خبر نه دی(فرويډ)؟ پۀ هر صورت نیچه یوه ورځ د برویر کلنیک ته ځي او د نیم سري د حملو شکایت کوي، یوزف برویر معاینات پېلوي او هڅه کوي چې درملنه یې وکړي، د درملنې پۀ جریان کې د بېلا بېلو خنډونو سره مخ کېږي، نیچه ډېر پوه او د خپل حالت د ساتلو لپاره منطقي دلایل لري، مثلا لۀ څو ملاقاتونو وروسته نیچه د برویر سره خپله درملنه ودروي، کله چې برویر ورته د نیم سري د بدۍ پۀ اړه وايي نو نیچه یې مقابل د نیم سري ښۀ والي او ګټې هم او ګټې هم بیانوي، وایي چې نیم سري یې ورته دا ګټه کړې چې تدریس یې پرېښود او ټول وخت فلسفي کارونو ته وقف کړ، د نیچه پوهه برویر ته لوی خنډ وي، لۀ همدې کبله دا ملاقاتونه بې پایلې پای ته رسېږي او نیچه خپل ښار ته روانېږي، خو پۀ یو هوټل کې پرې د نیم سري شدیده حمله راځي او یوزف برویر مرستې ته ور رسېږي.
برویر یوه بله لاره خپلوي، نیچه ته وایي چې زۀ به ستا د نیم سري درملنه کوم او تۀ زما د ژور خپګان درملنه کوه، ځکه چې یوزف برویر ته د برتا د شکنجوي مینې نه ډېره ناراحتي او ژور خپګان ورپاتې وي او غواړي چې نیچه سره ځان پۀ دې درد کې شریک کړي، د برویر دوه موخې وي: یوه دا چې ممکن ریښتیا یې هم د نیچه د افکارو پواسطه د ژور خپګان درملنه وشي، دویم دا چې کله نیچه وګوري چې مشهور ډاکټر برویر د خپل ژور خپګان پۀ اړه ورته لۀ رازونو پرده پورته کوي نو شاید د صمیمیت د احساس لۀ مخې خپله هم دا کار وکړي، نیچه دا وړاندیز مني، یعنې نیچه پوهېږي چې برویر پۀ ژور خپګان اخته دی، خو پۀ دې نۀ پوهېږي چې برویر خپله د نیچه د ژور خپګان نه هم خبر دی، وروسته لۀ دې د دوی ترمنځ ملاقاتونو کې ډېر سنګین او جالب بحثونه کېږي، پروفېسور اروین ډ یالوم هڅه کوي چې پۀ دې ملاقاتونو کې د انسان د احساساتو ریښې او تر شا یې پټ او زړه راښکونکي واقعیتونه رابرسېره کړي، بحث يې پۀ اګزیستانشیال روان درملنې راڅرخي، د انسان ظرفیتونو او هیلو سره هم مهال د هغۀ د محدودیتونو او ورسره د عیارېدلو پۀ اړه غږېږي، د احساساتو ماناګانې پېدا کوي، مثلا یوزف برویر ولې لۀ هغه کسانو کرکه کوي چې برتا ورسره اړیکه جوړوي؟
د دې کینې ریښه څۀ ده او تر شا يې پټ واقعیت څۀ دی؟ برتا یو بېل وجود او برویر یو بېل وجود دی، ولې دا ناراحتي احساسوي؟. یو ځای برویر نیچه ته د برتا پۀ اړه خپل احساسات داسې بیانوي: زۀ چې کله فکر کوم چې برتا به اوس بل چا سره جنسي اړیکې ټینګوي دومره ناراحتېږم لکه وجود ته چې مې زهر زرق کېږي، یو ډول د ګناه احساس کوم، زۀ نۀ پوهېږم چې ولې باید اصلا داسې وي. نیچه ترې یو ځای پوښتي چې برتا ستا لپاره څۀ مانا لري؟ دی وایي سکون، ارامي، نۀ پوهېږم هغه څۀ چې احساسوم څنګه یې ووایم.
ځینې ځایونو کې لیکوال د احساس او د هغۀ د علت ترمنځ د اړیکې پۀ پیدا کولو کې پاتې راځي، مثلا یو ځای د یوزف برویر لۀ خولې د برتا نه د متاثره کېدو پۀ اړه وایي: ښایست یوه معماء ده، زۀ فکر کوم چې ښایسته ښځې یوه فوق طبیعي وړتیا لري چې نارینه پرې ځانته مایل او سوځولای شي. نیچه یو ځای لۀ برویر پوښتي، ولې هغه وخت له خوشالۍ پۀ جامو کې نۀ ځایېدې چې برتا درسره غږېده؟ دا دومره ساده پوښتنه نۀ ده، د دې خوشالۍ ریښه څۀ ده؟ مانا یې څۀ ده؟ د لیکوال هڅه د دغه پوښتنو ځواب او احساساتو د ریښو پیدا کول دي.
وروسته وروسته برویر ویني چې د نیچه درملنې پرې چندان اغېز نۀ ده کړې او حالت یې نور هم بدتر شوی نو د فرويډ پواسطه ځان هيپنوټایز کوي او ځان لۀ دې وسوسو خلاصوي، نیچه چې کله ویني برویر ښۀ شو د خپل اصلي حالت پۀ اړه ورته ریښتیا وایي او بیا برویر د نیچه درملنه کوي.
د کتاب بل مهم خو کمرنګه کرکټر فرویډ دی چې د ناخود اګاه او د خوبونو د ماناګانو پۀ اړه ځای ځای خو جالب غږېږي، پروفېسور اروين ډ یالوم هڅه کړې چې د رانپوهنې او فلسفې اغېز پۀ یو بل ښکاره کړي، نیچه او یوزف برویر پۀ تاریخي لحاظ ریښتیا هم همعصره خلک دي. نیچه ريښتیا هم دا ژور خپګان درلود او د کتاب اکثره لیکونه اصلي او خپله د نیچه دي، هغه ریښتیا هم د لوسالومه د مینې لۀ کبله پۀ ډېپرېشن اخته و، یوزف برویر ریښتیا هم د برتا پۀ مینه کې شکنجه شوی و، خو دې دواړو هېڅکله پۀ ریښتیا یو بل سره ملاقات نۀ و شوی، اروین ډ یالوم دوی دواړه پۀ خیالي نړۍ کې سره ملاقات ته کېنول، د دواړو ممکنه درملنه یې وکړه او بیا یې دا ملاقاتونه کتاب کړل، او د دې خبرې د روښانولو هڅه یې وکړه چې څنګه د خبرو پواسطه روان درملنه کولای شو، د کتاب له منځه:
(مرګ سخت دی، خو زه باور لرم چې هغه هم ښه والی لري، د مړ انسان دپاره ښۀ خبره دا ده چې بیا به هېڅکله ونۀ مري.)
(هغه وخت ظلم نکول چې وسه یې نلرې چندان هنر نۀ دی، ځینې وخت باید ظالم اوسې، بښنه د کمزورو خلکو کار دی.)
(تل مې فکر کاوۀ چې غمونه ولې د شپې ډېرېږي؟ بلاخره پوه شوم چې غمونه د شپې نۀ ډېرېږي، غمونه ستوري دي د شپې یې رڼا ډېرېږي او د ورځې پۀ رڼا کې ورکېږي.)
(مونږ زیاتره خپل شوق سره زړۀ تړلی وي، نه هغه څۀ سره چې زمونږ شوق یې راپارولی.)
(پای کې دا خبره مهمه ده چې تا ژوند وکړ که ژوند تۀ وکړې؟ ملګریه پۀ خپله خوښه او خپلو ټاکنو ژوند وکړه، زۀ درته نشم ښودلای چې باید څنګه ژوند وکړې، ځکه بیا به دې زما د نظر مطابق ژوند کړی وي نه خپل.)
(د هر ښایسته ښځې پۀ ژوند کې یو بدبخته نارینه وي چې نور لۀ دې ښځې ستړی شوی وي، کۀ ښځه یوازې ښایسته وي او د درک وړتیا ونلري ژر به خپل نارینه ته د کور د یوې بې کاره پرزې پۀ شان بې ارزښته شي.)
(زۀ ډېر خلک پېژنم چې ځان یې نۀ خوښېږي او د خوشالۍ لپاره غواړي چې نور دې یې پۀ اړه مثبت نظرونه ولري، خو دا د حل لاره نۀ ده، دا لکه خپل د خوشالۍ ریموټ چې بل چاته لاس کې ورکوو، زۀ وایم چې هر څنګه یې ځان ومنه او د نورو نظریاتو پسې مۀ ګرځه.)
(نیچه لو سالومه ته ولیکل: تۀ څۀ رقم معشوقه یې چې د شپې مې څنګ کې نۀ وېدېږې؟
لو ځواب کې ولیکل: تۀ څۀ رقم فېلسوف یې چې مینه د یو بل تر څنګ ویدۀ کېدل ګڼې؟)
نوټ: کتاب لۀ حده ډېر خوندور و، نۀ پوهېدم چې څنګه او کوم ځای یې رالنډ کړم، احساس کوم چې نۀ یم توانېدلی چې داسې لنډیز یې ولیکم څۀ رقم چې د کتاب حق دی، اصلا نۀ مې خوښېږي چې د کتاب لنډيز ولیکم، خو د دې مې ولیکۀ، کۀ وخت مو پیدا کړ کتاب یې ولولی.
ليکنه: رفیع الله حليم