Image

د میرمن «مرجان متین» مرکه له شیشه میډیا سره

ګرانو دوستانو سلامونه. د شیشه میډیا دې پاډکسټ ته ښه راغلاست

د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د تعلیمي نصاب د پراختیا او د ښوونکو د روزنې پخوانۍ مرستیاله او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د « لومړۍ مېرمنې» سلاکاره مېرمن مرجان متین « په شیشه» کې زموږ مېلمه ده. په دې مرکه کې، مېرمن متین، په افغانستان کې د یوې فعالې مېرمنې د ژوند په اړه د خپلې الهام بخښونکې تجربې په اړه خبرې کوي. دوی اوس په امریکا کې ژوند کوي د یوي نړیوالي موسسي سره په افغانستان کې د دې ادارې په پروژو کې همکاري کوي. آغلې متین په افغانستان کې د ښځو د حقونو د یوې فعالې او د بشري حقونو د فعالې په توګه د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو سره د مقابلې تجربه د خپل ترټولو کلیدي مسؤلیتونو څخه ګڼي.

د ژوند یوه طرحه

شیشه میډیا: آغلې متین، زموږ د نن ورځې خپروني ته ښه راغلاست او له تاسو څخه مننه چې دې خبرو ته مو وخت راکړ. په پیل کې غواړم تاسو د خپل شخصي ژوند په اړه په لنډه توګه ووایئ، چې چیرته، کله او په کومه کورنۍ کې زیږیدلي یاست؟ د خپل موراو پلار او د کورنۍ د غړو په اړه خبرې وکړئ او د هغو اجزاوو په اړه ووایئ چې د «شیشه میډیا» لیدونکو سره به ستاسو د شخصیت او په ټولنه کې ستاسو د شخصیتي ودې په ډیر ښه پوهیدو کې مرسته وکړي.

مرجان متین:سلامونه او احترامات تاسو او د شیشه میډیا ټولو اوریدونکو ته وړاندي کوم. زه هیله لرم چې وکولی شم د خپل ځان په اړه په لنډه او روښانه توګه خبرې وکړم. که څه هم د یو چا لپاره دا ستونزمنه ده چې د خپل ځان په اړه خبرې وکړي؛ مګر زه هڅه کوم هغه معلومات وړاندي کړم چې ستاسو لیدونکي وکولی شي ما ښه وپیژني.

زه د مهاجرت ماشومه یم؛ ځکه چې زه د پاکستان په پیښور کې زیږیدلی یم، کله چې زما مور او پلار په پاکستان کې کډوال وو. کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور شو، زما کورنۍ په پاکستان کې وه. زه شاوخوا نهه کلنه وم چې افغانستان ته راستنه شوم.

زما پلار له افغانستان سره مینه درلوده او دا طبیعي وه چې موږ بیرته افغانستان ته راستون شو. زما پلار د افغانستان څخه د لریوالي توان نه درلود او د دې حقیقت سره سره چې زما مور په پاکستان کې د څلورو ځوانو او تنکیو لوڼو او دوو زامنو سره وه، زما پلار د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او د قرطایسو د اخیستلو او پلورلو له امله تګ راتګ کاوه.

کله چې طالبان ووتل او هېواد ارام شو، زموږ هیلې هم له رڼا ډکې شوې؛ ځکه په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو شرایط برابر شوي وو. زما په یاد دي، پلار مې پاکستان ته راغی او له مور او مشر ورور سره مي یې له مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې بېرته افغانستان ته راستون شو. ماته هغه شپه ښه په یاد ده چې موږ باعث شوو افغانستان ته راستون شو. تل پاتي او له خاطرو څخه ډکه شپه وه. موږ ټول په شوق او احساس او په خوشحالی راغلي وو. کله چې افغانستان ته راغلو، د قلعه فتح الله په «زرغونه» لېسه کې مې له څلورم ټولګي څخه ښوونځی پیل کړه او څو کاله وروسته له همدې لېسې فارغه شوم. په هغه وخت کې چې زه ښوونځي ته تللم، هر څه بدل شوي وو او د نجونو د زده کړې په اړه د خلکو لیدلورئ ښه شوي وو؛ خو کورنۍ لا هم د نجونو د زده کړو په اړه اندېښمنې وې. خو زما کورنۍ، په ځانګړې توګه زما مور او پلار تل زموږ د زده کړو ملاتړ کاوه. په پاکستان کې د ډېرو کلونو د پاتې کېدو لامل دا و، چې ما او خویندو مي زده کړې کولې.

زه په لسم ټولګي کې وم چې مور مې له افغانستانه بهر د افغانستان نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو په اړه خبره شوه. زه د هغو زده کوونکو په ډله کې وم چې د نمرو سلنه مي ښې وې او زه د دولتي تحصیلي بورسیي لپاره په شرایطو وړ وم چې د ښوونځي لخوا معرفي شم؛ خو زما پلار او مشر ورور د دې مسلې په اړه اندیښمن وو، چې طبیعي خبره هم وه. زما مور یو اراده لرونکی ښځه وه او هغې زما د علم او ​​​​پوهې حاصلولو په لاره کې زما ډیر ملاتړ وکړ ترڅو زه وکولی شم په بهر کې د زده کړې لپاره د ښوونځي درسونو سربیره انګلیسي هم زده کړم.

په ورته وخت کې چې ما انګلیسي زده کوله، د افغانستان په یوه دولتي پوهنتون کې د ارواپوهنې په څانګه کې هم قبوله شوم. زما مور یوه محتاطه ښځه وه او ویل یې چې دا معلومه نه ده چې زه به د هند بورسه (سکالرشپ) ترلاسه کړم که نه؛ له همدې امله هغه ټينګار وکړ چې زه بايد په هغه برخه کې چې د افغانستان په يوه پوهنتون کې بريالى شوي يم، ضرور زده کړه وکړم. زما د کورنۍ غړي سل په سلو کې موافق نه وو چې بهر کې زده کړه وکړم؛ له همدې امله مې مور وویل چې زه باید ارواپوهنه برخه زده کړم، چې زه ورته بریالی شوی یم. د هغه استدلال دا و چې که د کورنۍ ټول غړي مې په بهر کې د زده کړې لپاره راضي شي، نو زه به داخلي دولتي پوهنتون پریږدم او بهر ته به د زده کړې لپاره لاړه شم، که نه نو زه به د ارواپوهنې په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.

هغه ورځې مې په یاد دي چې کله پوهنتون ته تلم، په ورته وخت کي به مي بهر ته د زده کړو لپاره د تحصیلي بورس کارونه هم پرمخ وړل. زما دا هم یاد دي چې تر وروستۍ شېبې پورې ډاډه نه وم چې هندوستان ته به لاړه شم؛ ځکه چې زما مور او پلار زما په اړه ډیر اندیښمن وو. له همدې امله، کله چې زما د هندوستان بورسیې پریکړه وشوه، زما مور او کشر ورور هم له ما سره هندوستان ته راغلل. زما مور او کشر ورور داسې انګیرل کیده چي په موقتي توګه او د لنډ وخت لپاره په هندوستان کې وي؛ خو د یوې ناڅرګندې پیښې له امله چې زموږ ټولې پیسې او قیمتي شیان غلا شول، دوی په هند کې پاتې شول.

مخکې له دې چې هېر کړم، ښه ده چې ووایم چې مور او پلار مې دواړه له لوستو کورنیو او د کابل دي. پلار مې په اصل کې د لوګر دی؛ خو هغه په ​​کابل کې زیږیدلی دی. زما مور هم د کابل یوه نجلۍ ده. یوه لوستې جوړه چې دواړه ښوونکي وو. مور مې ښوونکې پاتې شوه او پلار مې له څه مودې وروسته خپله دنده بدله کړه. زما پلار یو مسلکي ورزشکار و او د باسکیټبال سره یې مینه درلوده. دوه شیان زما د پلار مینه وه، یو ورزش دی او بل افغانستان؛ له همدې امله يې نه خوښېده او اوس هم له افغانستانه وتلو ته زړه نه ښه کوي. مور مې د یوه دولتي ښوونځي سر ښوونکې وه. خو زما د زده کړې لپاره، هغه قرباني ورکړه او خپله دنده یې پرېښوده.

زما مور او پلار دواړو زموږ لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي، زما مور په بهر کې د خپلو دوو کوچنیو ماشومانو د پاللو ​​مسوولیت په غاړه واخیست او پلار مې هم له موږ څخه د یوازیتوب او څو کلونو لرې پاتې کیدل وزغمل.

د دې ټولو قربانیو سره، زما مور او پلار تل دا هیله درلوده چې موږ به بیرته افغانستان ته راستون شو او د زده کړې له بشپړولو وروسته به هلته کار وکړو. ما په هندوستان کې پنځه کاله زده کړي وکړي. ما د پنجاب پوهنتون څخه په ارواپوهنه او سیاسي علومو کې لسانس او د ډیهلي د جواهر لال نهرو پوهنتون څخه په نړیوال سیاست کې ماسټري ترلاسه کړه. په ۲۰۱۵ کال کې، کله چې زه افغانستان ته راستنه شوم شاوخوا ۲۲ یا ۲۳ کلنه وم. په هغه وخت کې په دولتي ادارو او نړیوالو موسسو کې د کار زمینه ډیره مساعده وه؛ خو د ما خوښیدل چې په پوهنتون کې درس ورکړم. پوهیدم چې په پوهنتون کې درس ورکول اسانه کار نه دی؛ ځکه چې زه له افغانستان څخه ډېر کلونه لرې وم او په هېواد کې په رایجو ژبو سره په تدریس کې پوره مسلکي مهارت مي ندرلود، مګر ما د دي کار سره مینه درلوده. ما خپل ټول د پوهنتون دوران ژوند په هندوستان کې تېر کړی و او طبيعي خبره وه چې د افغانستان پوهنتونونو کې به د يوه دوديز ښوونکي په څېر نه وم.

زما په یاد دي کله چې زه په لومړي ټولګي ته لاړم، ما ولیدل چې ډیری زده کونکي زما څخه په عمر کي لوړ وو؛ یوه ستونزه چې د افغانستان په څېر هېواد کې د یوه ځوان او په ځانګړې توګه د یوې ځوانې ښځې لپاره جدي ننګونه کېدای شي؛ مګر ما یوازې د خپلو خوبونو په اړه فکر کاوه او د بل څه پروا مي نه کوله. له ماشومتوبه مې هیله لرله چې په پوهنتون کې تدریس وکړم یا ښوونکي اوسم؛ ځکه چې زما مور او پلار دواړه ښوونکي وو. زما په یاد دي کله چې زه ماشومه وم او ښوونځي به وتړل شوي، هغه علاقه او مینه چي ما د ښوونکیتوب سره لرله، له خپل ځان سره مي د ښوونکي رول لوبولو او خپلي کتابچي مي بیا کتلي نمري مي ورکولي هغه پاڼي چي ښوونکي په سره رنګي قلم سره کتلي وي بیا مي په ډیره شوق سره آفرینئ ورکولو او ورته مي وکتل شو، لیکل.

ما یو څه وخت په پوهنتون کې تدریس ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان پوهنتون د علمي مرستیالي په توګه وټاکل شوم. دا یوه ښکلې او نوې تجربه وه. زه نوي افغانستان ته راغلي وم او غوښتل مې چې له خپلو محصلینو او همنسلانو سره خبرې وکړم او ورسره په اړیکه کي اوسم. ما غوښتل چې د خپلو زده کړو تجربې له دوی سره شریکې کړم، دوی ته ور زده کړم او له دوی څخه زده کړه وکړم. زما نه خوښیدل چې په پوهنتون کې د کلیشه‌ای چلند ، لکه څنګه چې ښوونکئ جدي وي، سیاست ولري او ټولګي کنټرول کړي، تکرار کړم. زه په یو بل چاپیریال کې روزل شوي وم چیرې چې د زور او جبر کلمه نه وه. زما خوښیدل چي د خپلو زده کوونکو سره صمیمي او په ملګرتیا سره چلند ولرم؛ خو د افغانستان د پوهنتونونو فرهنګ دا نه ښيي چې استاد دې له خپلو محصلینو سره صمیمې اوسي. له بلې خوا، زه ډیره ځوانه وم او دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه او زه يې محدوده کړي وم؛ خو ما داسې طريقه غوره كړه، چې هم د ټولګې چاپیریال صمیمي وي او هم نزاکتونه او متقابلي درناوي په كې وساتل شي.

د لومړۍ میرمنې د دفتر سلاکاره

شیشه میډیا: بیا څه وشول؟ څنګه وشول چي پوهنتون او تدریسي دنده مو پرېښوده؟

مرجان متین:په ۲۰۱۷ کال کې، کله چې زه په پوهنتون کې وم، ما ته د لومړۍ میرمنې په دفتر کې د کار کولو فرصت برابر شو. زه نوي افغانستان ته راستون شوي وم او د کورنۍ له اړخه مې هیڅ سیاسي یا ګوندي تمایل نه درلود. چي په دولت کي به کار وکړم که نه، ماته یې شک پیدا کړی و؛ ځکه ما تل خپله فکري خپلواکي ساتلې ده او غوښتل مې چې ځوان نسل د تېرو ترخو تجربو له امله خپلواک او د ګوندونو او سیاسي ډلو له جوړښتونو لرې پاتې شي. زه پخپله خوښه نه وم چې سیاسي ټاپه راباندي ولګي؛ له همدې امله زه د لومړۍ میرمنې دفتر ته لاړه نه شوم. د پوسټ عنوان اداري همکاري وه او ما احساس کاوه چې زه د اداري مامور نه په پوهنتون کې ډیر اغیزمنه یم.

دوهم ځل بیا د لومړۍ میرمنې په دفتر کې د کار کولو فرصت برابر شو. دا ځل زه لیواله شوم چې د هغه دفتر وپیژنم. ما غوښتل پوه شم چې دوی څه کوي او د دوی پالیسۍ څه ډول دي. په داسې وخت کې چې د حکومت پر وړاندې د خلکو شکايتونه ډېرېدل، پرېکړه مې وکړه چې د پوهنې او ځوانانو په رياست کې د لومړۍ مېرمنې سلاکاره شم. کله چې ما څیړنه وکړه، نو پوهه شوه چې د لومړۍ میرمنې په دفتر کې ډیری مسؤلیتونه غیر اجرایوي دي او د ښځو او ځوانانو ستونزو ته د لومړیتوب ورکولو په موخه هڅې روانې دي. هلته به د خلکو او ښځو د ستونزو د حل لپاره حق غوښتنه کیدله او هڅه يې کوله چې هغو کسانو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې له دولت څخه بهر دي. د اړیکو په برخه کې، د لومړۍ میرمن دفتر کولی شي د خلکو او دولت ترمنځ پل وي. کله چې ما د لومړۍ میرمنې د دفتر فعالیتونه بشپړ کړل، زه هلته کار کولو ته لېواله شوم، ځکه زما کار هم د زده کړو او ځوانانو په برخه کې و. ما احساس وکړ چې زه پدې پوسټ کې اغیزمنه یم او ما خپل ځان ته وویل چې دا هغه لاره ده چي پري لاړه شم. ما په پوهنتون کې د خپلو همکارانو سره او د خپلې کورنۍ له غړو سره مشوره وکړه، چي د هرچا نظر مثبت و. ما هم د ځوانانو سره ډیر کار کولو سره مینه درلوده. او که زه د دوی د ژوند وضعیت او کار او اغیزمنتیاوو کې بدلون راوستلی شم. که څه هم دا بدلون خورا لوی به نه وو، بیا هم زما لپاره ښه وو؛ ځکه چې ما احساس کاوه چې زه پدې لاره کي ډیره اغیزمنه یم.

د لومړۍ مېرمنې په دفتر کې د کار لومړۍ درې میاشتې آزمایښتي وې. هم د دفتر لپاره چې زما وړتیا وڅیړي او هم زما لپاره چي په دې پوسټ کې ځان و ازمویم ترڅو وګورم چې زه اغیزمنه کیدی شم که نه؟ درې میاشتې وروسته، ما ښه احساس لرلو. ځکه چې زه له خلکو سره په اړیکه کې وم او کولي مي شوئ چي د ولس، ځوانانو او حکومت تر منځ د اړیکو پل شم. که څه هم د لومړۍ مېرمنې په دفتر کې اجرایوي کارونه نه وو؛ مګر موږ کولی شوئ له دولتي بنسټونو سره په اړیکه کي اوسو. دا زما لپاره ښه وه؛ ځکه چې د دې بنسټونو سره د مرستې په وخت کې زه کولی شم خپل ظرفیت او وړتیاوې هم ډیري کړم.

زموږ کار د ځوانو بنسټونو همغږي کول وو. لږ تر لږه، په ارګ کې د برنامو په جوړولو سره، موږ هڅه وکړه چې ځوانان راشي او کار له نږدې څخه وګوري؛ په هغه وخت کې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر وو او پخپله ولسمشر هم غوښتل چې ځوانان په دولتي ادارو کې اغېزمن رول ولوبوي؛ له همدې امله په ټولو ادارو کې ځوانانو شتون درلود. ما هڅه وکړه چې ځوانان ولسمشر ته او نورو دولتي ادارو ته لاسرسی ولري. د پوهنې په برخه کې زما مسوولیت یوازې د قضاوت ترکچي پورې و. د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې چې کله د ولس او ځوانانو ستونزې تر موږ پورې ورسېدې، له اړوندو ادارو سره مې شریکې کړې او هڅه مې وکړه چې هغوی سمبال کړم.

د خلکو د ستونزو په حل کولو سره، ما اغیزمنتیا احساس کوله. زما د هڅو په پایلو سره ترڅو د بشري پانګو د عالي شورا غړیتوب ترلاسه کړم چې مشري یې پخپله ولسمشر کوله. په هغه شپه زما غړیتوب یوازې تر یوې حق غوښتني پورې محدود و؛ دا چې ما اجرایوي رول نه درلود؛ له دې څخه زیات نه. زما په یاد دي چې د ښووني او روزني د نصاب په اړه په غونډو کې ما خپل مسلکي لیدلوري درلودل. په هغه وخت کې د ښوونې او روزنې په نصاب کې بیا کتنه پیل شوي وه، ځکه چې ما څېړنه کړې وه، پوهیدم چې د پوهنې وزارت طرحه څه ده او د نصاب د بدلون لپاره څه کارونه کول غواړي.

دا زموږ لپاره مهمه وه چې تعلیمي نصاب، په داسې حال کې چې ټول شموله وي، باید د زده کونکو د پیاوړتیا په موخه وي. ځکه چې موږ له هغه پړاو څخه تېر شوي یو چې یوازې متن باید اصلاح شي او موږ باید په نصاب تمرکز کړی وای ترڅو د زده کونکو سره مرسته وکړي چي ځواکمن شي. موږ د ښوونځي له زده کوونکو غوښتل چې د درسونو د یادولو پر ځای په خپلو وړتیاوو او نورو قابلیتونو کار وکړي. موږ په منظم ډول خپل نظرونه د پوهنې له وزارت سره شریک کړل؛ دا چې وزارت هغه منل او که نه، دا بل بحث دی. خو هڅه مو وکړه چې د ښووني او روزني په نصاب کې اړین بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړو.

لویه اندېښنه مې دا وه، چې غیر دولتي بنسټونه، مدني ټولنې، فعالان او د پوهنې متخصصین د پوهنې وزارت په جوړښت، د پرمختګ او پالیسیو په جوړولو او د دغه وزارت په مهمو پرېکړو کې رول نه درلود. له بلې خوا موږ ته څرګنده شوه چې په هغه وخت کې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو په برخه کې د تخنیکي کارونو لپاره لازم تخصص نه درلود. پوهنې وزارت ته زموږ وړاندیز دا و چې د مدني ټولنې فعالان، کارپوهان چې د پوهنې په بېلابېلو برخو کې په خپلواکه توګه کار کوي، د پوهنې وزارت په کارونو او برنامو کې ګډون وکړي؛ خو حالات داسې وو چې دا کار به له ډېرو ستونزو سره به مخ وو. قانون او مقرارات یو عذر ګرځیدلئ وو تر څو د پوهنې له وزارت څخه بهر د ډېری مسلکیانو د دغه وزارت له لویو پرېکړو لاسونه لنډ وي. دوی وویل، هغه کسان چې له حکومته بهر دي، له قانوني پلوه مسؤلیت نه قبلوي. له ډېرو خنډونو سره سره مې خپلو غوښتنو او هڅو ته تر هغه وخته دوام ورکړ چې د پوهنې وزارت رهبري بدله شوه او ښاغلی «میرویس بلخی» د پوهنې وزیر شو. زه له نورو سره ستونزه نه لرم او نه د چا سپکاوی کوم؛ خو باید ووایم چې ښاغلی بلخي یوازینی وزیر و چې ما لیدلی و چې د پوهنې او روزني له الفبا سره بلد دئ. هغه د پوهنې په وزارت کې د لویو ستونزو او ننګونو د اداره کولو وړتیا او تکتیک درلود.

هغه وړاندیز وکړ چې د پوهنې وزارت ته لاړه شم او هلته له خپلو وړتیاوو کار واخلم. هغه وړاندیز چي زه يې په دوه لاري کي راوستلم؛ ځکه چې د لومړۍ میرمنې په دفتر کې، کارونه په بشپړ ډول غیر اجرایوي وو او زما اوږې سپکې وې او زما لاسلیک د هیواد په یوه برخه کې د یوه ماشوم د برخلیک د بدلولو لپاره قطعي اجرایوي ضمانت نه درلود؛ خو د پوهنې په وزارت کې داسې نه وه ما باید اجرایوي مسؤلیت په غاړه لرلئ او د ښځو لپاره لاره خلاصه کړم تر څو دوی وکولای شي د هیواد د پوهنې په کلیدي رول او مهمو پریکړو کې برخه واخلي.

د پلار او مور د نقشي په لاره حرکت کول

شیشه میډیا: آغلې متین، د پوهنې په وزارت کې ستاسو د کارونو په اړه به په تفصیل سره خبرې کوو؛ مګر خوښیږي مي چي تاسو ما ته د خپل پلار او مور په اړه نور ډير څه ووایاست. تا وویل چې دواړه لوستي او ښوونکي وو. زه غواړم د یوې روښانفکره کورنۍ اغیزه وپیژنم ستاسو د مور او پلار رول د خلکو په پرمختګ او ستاسو او ستاسو د کورنۍ د نورو غړو په بریالیتوب کې څومره و؟

مرجان متین: زه باید ووایم چې کله ماشوم لوی شي، له ماشومتوب څخه تر نوی ځوانۍ او ځوانۍ پورې، په دې شاید پوه نشي چې مور او پلار یې د ده د شخصیت په جوړښت، فکر او چلند کې څومره رول درلود؛ مګر کله چې هغه لوی او ډیر لوی شي، هغه پوهیږي چې د هغه د شخصیت په وده او جوړښت کې د مور او پلار رول څومره مهم و. زما شخصیت، کله چې ما زده کړې کولي او اوس چې زه مور یم، دا زما د مور او پلار د فکر او لیدلوري له لارې رامینځته شوی. اوس چې زه پخپله ماشومان لرم، زه هڅه کوم چې هماغه “لار” نقشي ته دوام ورکړم چې زما مور او پلار موږ ته د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره چمتو کړی وه.

په نوئ ځوانۍ او ځوانۍ کې د یو کس لپاره دا ستونزمنه وي چې د خپل مور او پلار ځینې لارښودونه او لارښوونې ومني او موږ له ځانه سره ووایو، اوهو، د مثال په توګه، زما مور څومره سخته ده، چې هغه تاسو ته وایي چې د خپل ژوند په اړه فکر وکړئ، مطالعه وکړئ، ژر ویده شئ، تلویزیون مه ګورئ، فلمونه مه ګورئ، د سریالونو لیدلو څخه لرې پاتې شئ او … د هر چا لپاره دا ستونزمنه ده چې په نوي ځوانۍ او ځوانۍ کې په دې شیانو پوه شي او ويي مني؛ خو کله چې د نن ورځې نوي ځوانان او ځوانان زما عمر ته رسېږي؛ بیا دوی پوهیږي چې مور او پلار سم وو. لارښودونه چې په پای کې د نیکمرغی لامل کیږي. لکه څنګه چې زه اوس د خپلو والدینو د زړه سواندئ او قربانیو له امله دلته یم. زموږ په کورنۍ کې، زما مور او پلار دواړه خپل موقف درلود، زما مور د پیل څخه یوه خپلواکه ښځه وه او زما پلار تل د هغې خپلواکي ته درناوی درلود. دوی په ګډ ژوند کې د ملګرتیا ریښتیني ممثلين وو. یوه ستونزه چې په چي ډیر لژ زموږ او ستاسو په ژوند کې پیښیږي ، نو دا چې میړه او میرمن کولی شي خپل ژوند په یوه سطحه او یوه سویه او په مساوي ډول اداره کړي. دوی دواړو زموږ د کورنۍ په برخلیک کې مساوي رول لوبولی دی؛ له ښوونې او روزنې نیولی تر زده کړو او دا زده کړو چي تل باید صادقه اوسو او صداقت ولرو.

زما په یاد دي چې هرکله به زما د خویندو لپاره یو څوک د ریباری لپاره زموږ کور ته راغلل، زما د مور لومړی شرط زما د خویندو مالي خپلواکي او کار و. هغه وويل چې زه ښوونکې يم، لوڼې مې هم زده کړې کړي او بايد کار وکړي او که کار نه وي، لږ تر لږه بايد ښوونکې شي. دوی باید په کور کښینني.

زما شخصیت زما د مور او پلار په قربانیو جوړ شوی دی. زما مور زما له امله خپله رسمي دنده له لاسه ورکړه او پلار مې په کابل کې پنځه کاله یوازیتوب او له موږ څخه لریوالی په کابل کي وزغملو. له همدا نن چي هرڅه لرم نلرم د همدي له امله زه د هر څه پوروړی یم.

کله چې د پوهنې وزارت وړاندیز ماته راغی، ما په دې اړه له خپل پلار سره مشوره وکړه. پلار به مې ویل، لور مې اوس په خصوصي سکتور کې نه یې. کله چې په دولتي دندو کې داخلېږئ، پوهه شئ چې ستاسو وخت، انرژي، ځواک او پوهه په خلکو پورې اړه لري. محتاط اوسئ، ستاسو لاسلیک د هرې پاڼې لاندې د خلکو برخلیک سره تړلی دی. هڅه وکړئ چې تل خلک په یاد ولرئ او شرافت او صداقت مه هیروئ. زما پلار به ویل چې په دولتي دفترونو کې لوی مالي وړاندیزونه کیدی شي موجود وي؛ خو په یاد ولرئ چې د خلکو سترګې تاسو ته دي او د دوی برخلیک ستاسو په پاکوالي او صداقت پورې اړه لري، محطاطه اوسی اوبیلاري نشئ!

پلار مې ډېر ښه مشاور و او کله به چې کومه ستونزه پیدا شوه، ما به ورسره خبرې کولې او د هغه له مشورې به مې کار اخیست، هغه مشوره چې تل يي زما سره مرسته کړې.

اوس زه په امریکا کې یم او ما کار نه کاوه او د تیر کال لپاره په کور کې وم ځکه چې ما یو کوچنی ماشوم درلود. په دې موده کې مې مور څو ځلې راته وویل چې تا زده کړي ندي کړې چې د کور ښځه شې او په کور کې پاتې شې. زما د مور لپاره، دا مهمه ده چې زه فعاله او ګټوره اوسم او مالي او فکري خپلواکي ولرم. هغه وايي چې زه اوږده لاره لرم او باید له خپلو وړتیاوو او پوهې څخه کار واخلم. که څه هم زه لویه شوي یم، د کورنۍ تشکیل مي وکړئ او کار مي کړې؛ مګر بیا هم، زما مور او پالر زما لپاره مسؤلیت احساسوي او زما لارښود دي.

د پوهنې وزارت په تعلیمي نصاب کې اصلاحات

شیشه میډیا: آغلې متین، تاسو سمه وايئ. له پخوانیو وختونو راهیسې ویل شوي چې اولاد هر څومره لوی شي، بیا هم مور او پلار ته هماغه ماشومان دي. خدای دې ستاسو مور او پلار وساتي او د دوی سیوري دې ستاسو په سر وي. اوس مهرباني وکړئ د پوهنې په وزارت کې د خپل معینیت په اړه راته ووایاست له هغه وخته چې تاسو له متعلیمی دوري څخه نیولې تر هغه وخته پورې چې تاسو د پوهني په اړه پریکړه کوونکي یاست، د افغانستان په تعلیمي نصاب، طریقو او میتودنو کې کوم توپیرونه لیدل شوي؟

مرجان متین:د پوهنې په وزارت کې زما د کار پر مهال یوه مسله چې تل زما په ذهن کې وه، همدغه بدلونونه په تعلیمي نصاب او تدریسي میتودونو کې وو. زه د همدې تعلیمي نظام محصول وم او د هیواد د تعلیمي نظام د ټولګیو په څوکۍ ناست او د کلونو کلونو زده کړې تجربه مې درلوده. دا زما لپاره ډیره ښه تجربه وه او هیڅوک دا شکایت نه شي کولی چې زه ځوانه یم یا په بهر کې مي زده کړې کړي دي، زه باید د هیواد د نظام او تعلیمي نصاب په اړه نظر ورنکړم.

کتابونه د محتوا او بڼې له لحاظه له هغه وخته چې ما د زده کړې له وخته د پوهنې په وزارت کې دنده درلوده، ډېر توپیر درلود. کتابونه بدل شوي وو؛ خو علمي ستونزې او طريقې په هماغه دودیزه بڼه پاتې شوې.

یو ښه والی چي ما درلود هغه دا و چې په ښوونځي کې زما د درسونو او په وزارت کې زما د مسؤلیت تر مینځ واټن ډیر نه و. له همدې امله زما استدلالونه معمولا قوي او ښه وو. زه ښه پوهیدم چي زموږ تعلیمي نصاب څه نیمګړتیاوې لري هغو کسانو چې د تیرو نسلونو څخه وو او دا کتابونه یې په ښوونځي کې نه وو لوستلي. هغوی د ما په اندازه نشوای کولای چي درک کړي چي یو ځوان او یا نوی ځوان څنګه د یوه کتاب مواد جذب کړي. ښه ده چي د دې نکتي یادونه وکړم کتاب په دیخاطر یادوم چي زما مسؤولیت د پوهني په وزارت کي د نصاب اړونده او د ښوونکو د روزنې مشره وم.

ما د تدریسي موادو، میتودونو او تدریسي میتودونو ترمنځ په مناسبوالي او همغږي ټینګار کولو؛ ځکه ما ليدلي وو چې د استادانو درسونه د زده کوونکو تخنيکي او علمي استعدادونه نور هم زياتوي، هغوی هڅوي چې د درسي مواد وساتي. زما په یاد دي کله چې ښوونکي په ټولګي کې زموږ لپاره شعر تفسیر کولو، د دې پر ځای چې د هغې په معنی او مفهوم پوه شو، موږ یوازې د هغې معنی لیکله تر هغه چې ښوونکي ترڅو له موږ څخه پوښتنه وکړي، چی کومه خبره د ویلو لپاره ولرو. زما د کورنۍ ژبه فارسي – دري ده. خو په ښوونځي کې زما لپاره تر ټولو سخت مضمون فارسي – دري و؛ ځکه چې د تدریس طریقې او میتودونه داسې نه وو چې زه یي درک کړم او پرې پوهه شم. زما په یاد دي چې ما د دولسم ټولګي د کتاب شعرونو بشپړ مطلب لیکلي او حفظ کړي مي دي. زه د هغې په یوه کوچنۍ برخه پوهیدم؛ مګر پاتې برخه مي یي حفظ کوله.

دا هغه ستونزې وې چې ما لیدلې او تجربه کړې وي؛ هغه ستونزې چې ما ته یې الهام راکړ. زما په اند تعليمي نصاب بايد د علم او ​​ټکنالوژۍ له پرمختګ سره سم بدل شي. زما خوښیدل چې بدلونونه د هغه څه څخه هاخوا وي چي وو؛ ځکه چې د راتلونکو نسلونو غوښتني اړتیاوې او اندیښنې د نن ورځې سره توپیر لري؛ لکه څنګه چې پرون نسل له نن څخه توپیر لري. زموږ په وخت کې انټرنېټ نه و، ټلوېزيون دومره پراخ نه و لکه د جمهوريت په کلونو کې چې په افغانستان کې وو او زموږ په وخت کې ټيکنالوجۍ ته لاسرسى دومره پراخه نه و لکه اوس چې دى. زما د خپل ژوند تجربه او د کورنۍ د ماشومانو لیدل چې عصري ټکنالوجۍ او معلوماتو ته لاسرسی درلود، دې ما ته د سمې تعلیمي لارې موندلو او تیر د حال او حال د راتلونکي سره د وصل کولو په اړه فکر کولو ته اړ کړلم. موږ تل دا خبره په نظر کې لرله او په فکر مي کولو چې د راتلونکي او حتی شلو کلونو لپاره باید کوم تعلیمي پروګرامونه او پلانونه ولرو.

زما په یاد دي چې زه د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم، د منځني کال په ازموینو کې او د کیمیا په مضمون کې، سره له دې چې ما ځوابونه سم لیکلي وو، زموږ ښوونکي ماته په غلطی سره نمري نه وي راکړي. ما احتجاج وکړ او ما د ازموینې د پارچي د بیاکتنې غوښتنه وکړه. ښوونکی خپه شو، خبره د پوهنې وزارت هیأت ته لاړه او ثابته شوه چې استاد غلطي کړي ده، خو دا مسله د دې سبب شوه چې ښوونکی په زړه کې زما لپاره یوه لویه عقده پیدا کړي. هغه زما لپاره د کال په پای کې د ازموینو په جریان کې فضا خورا ستونزمنه کړي وه. دا یوه تجربه وه چې وښودله چې موږ د ښوونکو روزنې ته او بیا غور کولو ته هم اړتیا لرو. موږ باید دا زده کړو چې یو ښوونکی باید د خپلو زده کونکو سره څنګه چلند وکړي. البته، دا پدې معنی نه ده چې زموږ ټول ښوونکي زما د کیمیا استاد په څیر وي. موږ په زړه پورې ښوونکي هم لرو چې زما نمونه (الګو) وو کله چې ما په پوهنتون کې تدریس کاوه.

زموږ ښوونځي او پوهنتونونه باید د ښوونې او روزنې له نویو او پرمختللو میتودونو سره اشنا شي چې خورا اغیزمن دي او هر کله چې کیږی، موږ باید په خپله ښوونه او روزنه کې هرڅه بدل کړو. هغه بدلونونه چې عملي وي او د راتلونکي لپاره روښانه لید ولري. دا مهمه ده چې پوه شو چې یو افغان ماشوم کله چې له ښوونځي څخه فارغ شي کوم مهارتونه ولري. موږ باید په دې هم پوه شو چې زموږ ښوونکي څه وړتیاوې لري. زه باور لرم چې د ښوونکي رول تر درسي کتاب ډیر مهم دی؛ ځکه چې هر څومره ښه کتاب ولرئ، که داسې ښوونکی ونه لرئ چې په سمه توګه یې تدریس کړي، بې ګټې ده.

په یو وخت کې ټول تمرکز د کتابونو په تدوین او علمي محتوا باندې و؛ خو زه وایم چې که استاد د معلمئ د سمولو او تشریح کولو لپاره اړین مهارتونه ونه لري، ستونزه یوازې په کتابونو کې د املا غلطۍ په سمولو سره نه حل کیږي. ما غوښتل چې د پوهنې وزارت او د حکومت د مشرتابه لیدلوري بدل شي او په ورته وخت کې لکه څنګه چې کتابونه اصلاح شوي وئ، زموږ تمرکز د خپلو ګرانو ښوونکو د علمي کچې او تدریسي میتودونو په روزنه او ښه والي کي وو.

د تعلیمي نصاب د اصلاح په لاره کې سیاسي خنډونه

شیشه میډیا: ډیر ښه، هغه پوښتنه چې زه غواړم له تاسو څخه وپوښتم د نسلي توپیرونو په اړه ده. تاسو یادونه وکړه چې د نن او پرون نسلونو ترمنځ د دوی د غوښتنې او ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ توپیرونه شتون لري. دا مسله د پوهنې په برخه کې هم تطبيقېږي او تاسې هم لکه د پوهنې په وزارت کې چي د يوي مسؤولي په توګه وئ، ښه ده چې ووایئ چي څومره وتوانیدلی چې د پوهنې وزارت تعلیمي نظام له نړیوالو معیارونو سره نږدې کړئ او یا لږ تر لږه د کیفیت له لحاظه د افغانستان د نږدې هیوادونو لکه ایران، پاکستان، هند او ترکیې سره پرتله کړئ.

مرجان متین: په ریښتیا، ستاسو د پوښتنې ځواب زما لپاره خورا دردوونکئ دی؛ ځکه چې د پوهنې په وزارت کې اصلاحات په بهرنیو او کورنیو عواملو پورې تړلي وو. هغه څانګې چې ما په غاړه درلودي دوه مهمې دندې درلودې: د استادانو د پوهې او وړتيا د کچې لوړول او د کتابونو نوي کول، چې دواړه په يو کال او دوو کلونو کې د بدلون امکان نه درلود.

د هغه کاري لید چې موږ د ځان لپاره ټاکلی و، د دوو کلونو په موده کې چې زه په وزارت کې وم، دا ممکنه نه وه چې پایلې ترلاسه کړي. له هغې ورځې چې وزارت ته راغلم، هر څومره مي چې ډیرکار وکړ دې نتیجې ته ورسېدم چې په لنډه موده کې د پوهنې وزارت په ښوونیز نظام کې د پام وړ بدلون نه شم رامنځته کولای. ما هڅه وکړه چې د هیواد په تعلیمي نصاب کې د کړنو او شخصي ذوقونو د مخنیوي لپاره اصول او قوانین تنظیم کړم. له بده مرغه چې د پوهنې په وزارت کې په ډېرو لویو پرېکړو کې شخصي ذوقونه پلي کېدل او د تعلیمي نصاب د پراختیا پر مهال مې دا مساله نوره هم محسوسه کړه.

موږ باید دا مسله ورو ورو حل کړي وئ، ترڅو د هغې په رڼا کې، موږ د تعلیمي نصاب لپاره یو پیاوړی بنسټ جوړ کړی وئ او موږ به د راتلونکي لپاره یو وړ میراث پر ځای پریښئ وئ. په ورته وخت کې، ما په وزارت کې د چوکاټ، مقرراتو او مسلکي او بې طرفه کاري طریقې د رامنځته کولو لپاره لږې هڅې وکړې، چې د معمول ذوق له لومړیتوبونو څخه لرې وي.

تعلیمي نصاب په هر هیواد کې خورا مهم او ننګونکی دی؛ ځکه چې د ملي هويت، کلتوري او ځایي ارزښتونو مسله د علمي مسايلو ترڅنګ شتون لري کوم چې باید د ځانګړو معیارونو په نظر کې نیولو سره په ساینسي او تخنیکي موضوعاتو کې په پام کې ونیول شي. د بشری علومو او ټولنیزو علومو په برخه کې داسې کتابونه موجود وو چې د په هغه کې شخصي ذوقونه پلي شوي وو. د مثال په توګه، د تاریخ په کتابونو کې داسې درسونه وو چې په بشپړ ډول کوم چې شخصي ذوقونه پکښې په بشپړ ډول له ورایه ښکاریدل. د جغرافیې په کتابونو کې باید زموږ زده کوونکي د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه څه ولولي، شخصي ذوقه په څیر وو؛ حتی هغه ژبه او ادبیات چې موږ لوستل ټول ړنګ شوي او د خلکو له شخصي ذوقونو څخه اخیستل شوي وو.

کله چې موږ دا موضوع درک کړه، موږ هڅه وکړه چې شخصي ذوق او شخصیي ذوقوالی د پوهنې وزارت څخه لرې کړو. زموږ د همکارانو لخوا لیکل شوي نوي کتابونو د بیاکتنې په یوه غونډه کې، زما په یاد دي چې یوې لیکوال چې زموږ همکار هم وو، د یوې کارکونکې ښځې مثال ورکړ. هغه لیکلي وو چې یوه ښځه څنګه کولای شي چي په ورته وخت کې هم د خپلې کورنۍ سرپرستي وکړي او هم کار وکړي؛ یوه بیلګه چې زموږ د یوه همکار د خفګان سبب شوه. د یوه مېز په شاوخوا کې چي ډیري نارینه وو استدلال کاوه چې ډیرئ د افغانستان ښځې نا لوستې دي او په کور کې پاتي دي او دا مثال د هیواد د ښځو استازیتوب نه کوي او نه باید په کتاب کې وي.

ما اعتراض وکړ او ومې ویل چې په با وجود چي زه نشم کولی یو چاته نالوستئ ووایم؛ ځکه چې خلک خپل سواد له ګډو تجربو او د ژوند په اوږدو کې ترلاسه کوي؛ خو داسې ښځې هم شته چې کار کوي او کافي زده کړې لري. هغه څوک چې د دې ټولنې غړي دي او له همدې امله هغه کتاب چې موږ خپلو ماشومانو ته ور زده کوو باید د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي. دا یوه بیلګه وه چې د تاریخ په اوږدو کې زموږ په پریکړو او نصاب کې شخصي ذوقونو څومره رول لوبولی دی.

هغه معیارونه چې موږ یې پلي کول غوښتل په وزارت کې د ډیرو لږ کسانو غوښتنه وه او موږ په بشپړ ډول په اقلیت کې وو، او طبیعي وه چې د بدلونونو څرخه په ډیرو ستونزو سره حرکت کاوو. زه پوهیدم چې د ډیرو نظر دا وو چې ما په بهر کې د زده کړې کړي دي او ځوانه او بې تجربې یم. له همدې امله زما د وړاندیزونو سره جوړښتي مقاومت شتون درلود.

کله چې ما په وزارت کې توکمپالنه او سخت کار ولید، ما هڅه وکړه چې د وزارت د مشرتابه په کچه یو میکانیزم پلي کړم د پوهنې له وزارت څخه بهر د متخصصینو او هر هغه چا لپاره چې د پوهنې په برخه کې لازم تخصص ولري، لاره پرانیزي. د ټولو کارپوهانو د نظر د اوریدو لپاره یوه کمیټه جوړه شوه او زما په یاد دي چې ښاغلی رویش، میرمن فرشته کریم، ښاغلی دلیلي او… دا هغه کسان وو چې باید د مدني ټولنې په استازیتوب راغلي وئ او د تعلیمي نصاب په اړه چي کومي پریکړي کیدلي دوی باید پکښي برخه اخیستي وئ.

موږ باور درلود چې خلک به هغه وخت د زده کړې ملکیت احساس کړي کله چې د دوی لیدلوري واورېدل شي او په پام کې ونیول شي. موږ په یوه مقرره کار کولو ترڅو په نصاب کې د ټولو متخصصینو نظرونه پلي شي، مقرره نوي بشپړه شوې وه او د نهايي کیدو په حال کې وه چې د پوهنې وزیر بدل شو او زه هم له وزارته لرې شوم.

کله چې زه د پوهنې په وزارت کې وم، په درسي کتابونو کې املایي او انشایي ډېرې ستونزې وې، چې موږ سمې کړې او چاپ ته مو ولېږلې. البته، هغه مهال چې زه په وزارت کې وم، د تدارکاتو د اوږد بهیر او شته بیوروکراسۍ له امله کتابونه چاپ شوي نه وو؛ خو دا زما د پوهنې په وزارت کې یوه مهمه لاسته راوړنه وه چې په پای کې دغه کتابونه چاپ شول.

شیشه میډیا: ډیر ښه، نور څه وشول؟

مرجان متین:ټول هغه طرزالعملونه او نور کارونه چې موږ یې غوښتل د پوهنې په وزارت کې پلي کړو، د متن پر مخ پاتې شول او په اوسني نظام کې زه هیڅ تمه نه لرم چې یوه کرښه یې هم ولولي او یا پلي کړي.

شیشه میډیا: په اوسني حالت کې هیڅوک تمه نه لري؛ ځکه څرګنده نه ده چې وضعیت به څنګه شي. ته چي هغه مهال د پوهنې په وزارت کې وې چې ښاغلي میرویس بلخي د افغانستان د معارف د لسیزې تر سرلیک لاندې یو لړ اصلاحات په لاس کي نیولي وو. زه غواړم پوه شم چې تاسو په پوهنې وزارت کې د ښاغلي بلخي اصلاحات څنګه لیدلي؟ ستاسو په اند ستاسو د کار د دې دورې او د افغانستان د پوهنې د نظام د اصلاح لپاره ستاسو د نورو فعالیتونو تر منځ څه توپیر دی؟

مرجان متین:د ښاغلي بلخي یوه ځانګړنه دا وه چې د هر چا نظر يي اوریدلو، هغه د نورو خبرو ته غوږ نیولو او هره هغه برنامه او سند چې د پالیسۍ او اصلاحاتو په نوم د پوهنې وزارت له آدرس څخه چمتو کیدلو، مطالعه کولو او په اړه به يې خپل نظر ویلو. د وزارت ډېری مرستیالانو او مسؤلینو د خپلو مصروفیتونو له امله دومره وخت نه درلود چې دا ډول کارونه مطالعه کړي؛ خو ښاغلي بلخي دا هر څه بیاکتنه کوله او خپلو همکارانو ته یې لارښوونه کوله چې په څه کار وکړي. هغه نه یوازې دا چې ټول اصلاحي پلانونه یې مطالعه کول، بلکې بېلابېل موډلونه او طرحي یې له یو بل سره پرتله کولي او خپل لیدلوري یې هم ویل. ښاغلي بلخي معمولاً په داسې مواردو کې د وزارت د مشرتابه له ټولو غړو نظرونه غوښتل او په پای کې به یې یوه پخه او ښه طرحه وړاندې کوله.

ډیری اصلاحي اسناد او اصلاحي برنامي د «معارف لسیزه» په څیر، دا د ښاغلي بلخي یوه له لاسته راوړنو څخه ده. هغه لاسته راوړنې چې موږ ټول پکښي شریک یو. په هغه وخت کې زموږ نظر اورېدل کیدو او که ښه و، پلي کیدو. همدا لامل و، چې په ډېر لنډ وخت کې يې د هېواد د پوهنې په جوړښت کې ډېر اصلاحات راوستل. د بېلګې په توګه، د درجه بندئ سیستم په هغه دوره کې چې په ټولګیو او زده کوونکو کې شتون درلود، د ناکامۍ او مشروط کیدلو مسله لمنځه لاړه؛ ځکه چې دا مسلې د ماشوم په روحیه منفي اغیزه درلوده.

دا په هماغه وخت کي وو چې د دولتي چارواکو او پارلمان د هرکلي لپاره د ښوونځيو د زده کوونکو د ورتګ مخه ونیول شوه. په ښوونځیو کې عام تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه د ښوونکو تاوتریخوالی خورا جدي ونیول شوه. د ښوونځیو اداره کولو څرنګوالی وڅیړل شو. زما په یاد دي چې د څو فاسدو مدیرانو دوسیه چې د تبدیلی لپاره یې له ښوونکو څخه بډې او پیسې اخیستې وي، په جدي توګه وڅیړل شول او سمبال شوه. د ښاغلي بلخي په وخت کې د پوهنې په وزارت کې ډېر بدلونونه راغلل او د دغه وزارت په رګونو کې نوې وینه روانه شوه. له بده مرغه د وزارت له پرېښودو وروسته د دوی برنامي په ټپه ولاړ پاتې شولي او دا د افغانستان په دولتي ادارو کې یو له لویو نیمګړتیاوو څخه و، چې شخص بنسټه وو؛ سیستم بنسټه. یو چا چي د خپل ټیم ​​سره زیار ویستلو او یوه ښه طرحه یې په لاره اچوله؛ خو کله به چې بل نفر راغی، هغه ټول پخواني کارونه درول او خپلي طرحي یې تعقیبولي.

شیشه میډیا: آيا په دې مانا چې هغه خپلې شخصي ګټې په دولتي کارونو کې راوستې؟

مرجان متین:هو، یو ډول کاري سیالي رامنځته شوي وه. له همدې امله نوي راغلي وزير د پخواني وزير او کارکوونکو د طرحو، تګلارو او پلانونو ته اهمیت نه ورکولو او هڅه يې کوله چې خپله لاره او طرحي تعقيب کړي؛ له همدې امله د پوهنې له وزارت څخه د ښاغلي بلخي په لرې کېدو سره ټولي هغه برنامي چې زموږ ټولو او زما په څېر مرستیالانو، عمومي رئیسانو او تخنیکي اشخاصو او بهرنیو کارپوهانو په کې کار کړی وو، په صفر کي ضرب شوي. ما تمه درلوده چې نه یوازې په معارف کې، بلکې په ډیرو دولتي ادارو کې باید اصلاحات او مثبت بدلون اړین ثبات ولري، چې له بده مرغه داسې نه وه؛ ځکه ټولو شخصي ذوقه کړني کولي او په ځای پاتي او دوامداره سیستم وجود نه درلود.

شیشه میډیا: تاسو یو ښه ټکی یاد کړ، چې د ښاغلي بلخي د وزارت پر مهال د ډېرو ښوونځیو د زده کوونکو د ناکامۍ او مشروطي مسله تر یوه حده له منځه ولاړه.

مرجان متین: په ډېرو ښوونځیو کې نه، بلکې په ټولو ښوونځیو کې.

شیشه میډیا: دا په ډیری نورو هیوادونو کې هم ورته دی چیرې چې ناکامي شتون نلري. دوی هڅه کوي زده کونکي ته لاره وښيي او بیا په کوم ډګر کې لیوالتیا لري او څومره وده کولی شي د دوی په خپلو هڅو پورې اړه لري. دوی هڅه کوي چي زده کونکي ته لاره وښيي او بیا په کومه رشته (څانګه) کې لیوالتیا لري او څومره وده کولی شي د دوی په خپلو هڅو پورې اړه لري. اوس په افغانستان کې د نوي ښوونیز نظام له پیله ۲۱ یا نږدې ۲۲ کاله تېر شوي چې اوږد وخت دی؛ ستاسو په نظر د هېواد د پوهنې پر وړاندې اصلي ننګونې کومې وې؟

مرجان متین: موږ معمولا وایو چې بنسټونه یا سیسټمونه کارونه پرمخ وړي؛ په داسی وخت کې خلک په بسټونو کې کار کوي او دا هغه خلک دي چې د هغې بریالیتوب یا ناکامي ټاکي. زما په اند، د اغیزمنو او متخصصو بشري سرچینو رول په هر ځای کې مهم دی. د یوې ادارې مدیریت او پالیسي جوړول هم خورا مهم دي. تر ټولو ستره او مهمه ننګونه چې د افغانستان د پوهنې وزارت تل ورسره مخ دی دا دی چې د جوړښت، کیفیت او حتی ورځنیو کارونو له اړخه په بشپړه توګه سیاسي شوی دی. د دې وزارت په سر کې تل داسې کسان ټاکل شوي چې سیاسي موخې یې درلودې. د دې پر ځای چې د زده کړو لپاره د کار په لټه کې وي، دوی د مشرتابه په سطحه، د مرستیالانو او ریسانو په ټاکلو تمرکز کړی دی. ډیری یې د خپلو شخصي، قومي او سیميزو غوره توبونو له مخې وزارت ته راغلي دي.

غواړم ووایم چې د پوهنې وزارت کي یو بد او ډېر ناوړه تهداب ایښودل شوی وا. یوه اداره هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې مشرتابه یې ثبات ولري او له بده مرغه زموږ د پوهنې وزارت هېڅکله هم د مشرتابه په کچه دا ثبات نه درلود. هر هغه څوک چې دغه وزارت ته راغلی له یوه یا دوو کلونو په موده کي د خپل ګوند او ډلې د سیاسي موخو په لټه کې وو او تللي دي.

د پوهنې وزارت له تېر څخه تر اوسه د ټولو ننګونو او ناکامیو بنسټیزه ریښه هغه خلک دي چې د دې بې ثباته ادارې په مشرتابه کې وو. د پوهنې وزارت د هېواد په کچه یو له ډېرو نفوسه او غوړو وزارتونو څخه و. څومره چې موږ ډېر ښوونکي درلودل، په اداري څانګو کې هم ډېر کارکوونکي ول. دغه وزارت شپږ معینیتونه درلودل او په زړه پورې خبره دا ده چې دغه شپږ معینیتونه د شپږو قومونو د سهمیه پر بنسټ وو. ځکه هر قوم باید یو سهم د وزارت په مشرتابه کي درلودی؛ له همدې امله، څانګې ډیرې وې او د هغو کسانو څخه ډکې وې چې هلته د توکمیزو تکت په کارولو سره شتون درلود؛ نه د تخصص او مسلک پر بنسټ.

زما په اند دا د دې وزارت د ناکامۍ یو قانع کوونکی دلیل دی، چې هېڅکله ثبات نه درلودی. هیڅکله د یو او بل سره نه یو ځای کیدل.

د پوهنې وزارت د مسوولینو لخوا د نصاب د اصلاح مخه نیول کیدل

شیشه میډیا: ښه، بله پوښتنه مې دا ده چې د پوهنې وزارت د نصاب د پراختیا او د ښوونکو د روزنې د دورې په وخت کې، تاسو د لومړۍ میرمنې او پخپله ولسمشر سره نږدې اړیکې درلودې، آیا دې اړیکو د پوهنې په وزارت کې ستاسو په اصلاحي پلانونو اغیز لرله او که نه؟

مرجان متین: ما له لومړۍ مېرمنې سره کار کړی و او طبیعي وه چې چي باید تصور وشي د هغې له طریقه وزارت ته راغلی یم؛ خو حقیقت دا و چې ښاغلی بلخي زه پیژندلم او زما مسلکي وړتیاوې یې لیدلې وې. په یوه زمانه کې په داسې وخت کې چې ډېرو خوښیدل یوه ښځه د وزارت مشري ته راشي، هغه له ما وغوښتل چې وزارت ته لاړ شم. تر دې مهاله د پوهنې وزارت په مشرتابه کې کومه ښځه نه وه.

د لومړۍ مېرمنې لپاره، وزارت ته زما تګ ډېر ستونزمن و. ځکه یې د خپل دفتر د پوهنې او ځوانانو څانګه یي باید غیر فعاله کړې وی.

په هر صورت، د وزیر په غوښتنه وزارت ته راغلم؛ مګر ټولو فکر کاوه چې زه د لومړۍ میرمنې لخوا ټاکل شوی یم. طبیعي وه چې ما د لومړۍ میرمنې او ولسمشر ملاتړ له ځانه سره درلود؛ ځکه چې کله د لومړۍ مېرمنې دفتر ته ورغلم، هغوی زما تخصص او شخصیت په بشپړه توګه مطالعه کړی و. هغه مهال ولسمشر پخپله د مهمو پوستونو لپاره له خلکو سره مرکې کولې او له ما سره یې هم مرکه وکړله. ما د لومړۍ مېرمنې او ولسمشر ملاتړ درلود؛ خو په وزارت کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ وم.

د تعلیمي نصاب په اصلاح کې ډیرې ستونزې او مداخلې وې چې په حقیقت کې یي موږ تر فشار لاندې راوستې وو. ما د نصاب پراختیایي برنامي په جدي توګه ترسره او پرمخ یوړله، او بیړه همدا وه چي زر تر زره باید تعلیمی نصاب بدلون ومومي. د رسنیو، مدني ټولنو، د بشري حقونو… د بنسټونو او نورو له خوا انتقادونه ورځ په ورځ زیاتیدل. هرڅوک، حتی ولسمشر، هم غوښتل چې نصاب بدل شي؛ خو هیچا د کار نوعیت او هغو نیمګړتیاوو ته پام نه دی کړی چې باید د تعلیمي نصاب په جوړولو کې ورته پام وشي. هیچا نه درک کول چې د یوه هیواد د نصاب بدلول او اصلاح کول د یوي او دوو ورځو کار ندی. د ښه کارکونکو د نه شتون لامل دا دی چې کار تل موقتي او دوه ورځې وي. هر وزیر چې وزارت ته راځي، لومړی فشار یې دا دی چې باید ژر تر ژره په تعلیمي نصاب کې بدلون راولي. په هغه وخت کې تل دا نیوکه وه چې کتابونه بې ګټې دي او باید بدل شي.

باور وکړئ، له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول نصاب نوي او تازه کول ګران کار دی. پر هغو مامورینو فشار دی چې په وزارت کې د تعلیمي نصاب د بدلون لپاره ټاکل شوې وو او حتی دوی ته ویل شوي وو چې دوی باید په ورځ کې دوه پاڼې ولیکي دا خورا ډیر وو يعنې د کيفيت پر ځای په کميت باندې ټينګار وشو.

په لنډ وخت کې، دا زموږ لپاره یوه لویه ننګونه وه. موږ له نړیوالو همکارانو سره خبرې وکړې، هغوی ویل چې د تعلیمي نصاب بدلول د ډیر وخت نیسي او ستونزمن کار دی او په یوه کال کې تر سلو زیات کتابونه لیکل امکان نه لري.

موږ د نصاب د تعدیل او بدلون لپاره له ټولو داخلي او بهرنیو کارپوهانو سره سلا مشورې وکړې او د بدلون لپاره مو وخت وټاکه. کله چې دا ټاکل شوي نا کافي وخت مناسب نه و چې د نصاب د تدوین شي؛ خو ولسمشر دا ومنله او ټولو ته یې امر وکړ چې د نصاب د اصلاح له برنامي سره همکاري وکړئ. خو هغه خلک چې په وزارت کې وو او زما شتون یې د خپلو ګټو خلاف لیدلو، بالاخره، دوی بریالي شول او هغه برنامي یې بیرته راوګرځوي چې تر شا یې د ولسمشر لاسلیک و.

له هغې وروسته ما باید له صفر څخه پیل کړي وای. ما باید یو ځل بیا حق غوښتنه کړي وای ترڅو د باکیفیته کار کولو اجازه راکړي. دوی شخړې او ستونزې دومره زیاتې کړې وې چې په سیاسي مسلو بدلې شوې. دا حقیقت چې زه ځوانه او ښځینه وم زما لپاره یوه ستونزه وه. د افغانستان د ادارو ستونزي دا وي چې هر څه د لیاقت او تخصص پر بنسټ نه، بلکې د دوستۍ له مخې کېدل. يعنې که غوښتلئ چې زما کار په ښه توګه او له سر درده پرته پر مخ ولاړ شي، نو بايد له يو شمېر خلکو سره ملګرتيا وکړم او دا کار زما لپاره ناشونی و.

هلته تاسو باید د داخلي شبکو او ټیمونو غړی به وئ او که نه نو، مهمه نه وه چې تاسو څومره لوستې او ماهر یاست، دو هیڅ ګټه نلره. یو څوک به خامخا را پیدا کیدلو چې ستاسو د برنامو او کار لپاره ستونزې رامینځته کړي.

آیا پر لومړۍ مېرمن د مالي فساد تور دی؟

شیشه میډیا: په افغانستان کې غمجن حقایق شته چې یو یې دا دی چې تاسو یې وایاست. کله چې څوک غواړي د خلکو لپاره صادقانه او مسلکي کار وکړي، هغه ته ستونزي رامنځته کيږي، په دې ډول د میلیونونو انسانانو له ژوند سره لوبې کیږي.

اوس به بیرته هغو ورځو ته وروګرځو چې تاسو د لومړۍ میرمنې په دفتر کې کار کاوه، ووایه چې هغه خپله څنګه ښخه وه؟ ایا هغه تصویر چې تاسو له هغې درلود د هغه په ​​​​څیر وو چې تاسو په واقعیت کې لیدلي وو که یي توپیر درلود؟ څه نور تورونه هم لکه نوموړی په مالي فساد هم تورنه وه. ما ته د دې په اړه ووایاست او تاسو هغه موخي ته څومره نږدې یاست چې تاسو یې ترلاسه کول غواړئ؟

مرجان متین: ښه ده چې دا پوښتنې اوس پوښتل کېږي؛ ځکه که دا پوښتني په هغه وخت کي کړي وئ چې ما ورسره کار کولو، هر ځواب می چي درلودئ ، تاسو شاید ویلي وائ چي بي طرفه ندي. زه مخکې هیڅکله د لومړۍ میرمنې دفتر ته نه وم تللي. ما د دوی په اړه اړین پیژندنه نه درلوده او ما هیڅ قضاوت هم نه درلود؛ ځکه چې زه عادت لرم چې خلک له نږدې ونه پیژنم، زه مخکې له مخکې قضاوت نه کوم.

په حقیقت کې، کله چې د لومړۍ مېرمنې دفتر ته لاړم او خپله دنده مې پیل کړه، له هغې مې ډېر څه زده کړل. له بلې خوا، ما د هغه څخه د مدیریت او رهبري زده کړه. هغه یوه لوستی او تجربه لرونکی ښځه وه چې له نړیوالو بنسټونو سره یې کار کړی و. د دوی د مدیریت لاره او طریقه زما لپاره یوه بیلګه وه، هغه د میز تر شا مدیره نه وه. د هغه څه برخلاف چې زموږ په دولتي دفترونو کې دود و. هغه به زموږ دفتر ته راتلل او کارونه به یې سمبالول. هغه ټولو بریښنالیکونو او غوښتنو ته په سمدستي او وخت سره ځواب ورکولو ، کوم چې زموږ لپاره خورا په زړه پورې وو.

هغه د خلکو ډیرو کوچنیو غوښتنو ته هم ځواب ویلو او داسې کسان یې مؤظف کول چې د خلکو ستونزي په مناسب وخت کي سمبال کړي. د خلکو هیلو ته غوږ نیول او په پریکړو کې د هغوی هیلې شاملول په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو لپاره برنامي ماته په زړه پوري وي. هغه هڅه کوله چې د هغو با ظرفیته کسانو ملاتړ وکړي چې په حکومت کې پوره پیژندګلوي نه درلوده. د هغه خوښیدل چي حکومت او خلکو د باصلاحیته او نامعلومو کسانو له استعدادونو او ظرفیتونو څخه کار واخلي.

شیشه میډیا: د مالي فساد مسله څه رنګه وه؟

مرجان متین: یو تر ټولو لوی تور د پروموټ پروژه وه. په خواشینۍ سره، څو ورځې وړاندې په دې اړه یو سیاسي مشر په ټویټر کې لیکلي و، چې زما لپاره خورا جالبه وه دوی څومره په اسانۍ سره پرته له دي چي یوې مسلې د تدقیق کولو لپاره خواري وکړي تورونه لګوي؛ ځکه چې ما هلته کار کړی دی او زه د مسلې له واقعیت څخه خبره یم. د پروموټ پروژه په بشپړه توګه یوه امریکایی پروژه وه. هر هغه څوک چې واقعیا غواړي دا موضوع بیطرفانه او په دقیق ډول وڅیړي، هغه باید لاړ شي او وګوري چې پروموټ څه شی دی، پروژه څه وه، د چا لخوا وه او د چا لخوا پلي شوي ده.

پروموټ د امریکا او پراختیايي ادارې « USAID» یوه ځانګړې پروژه وه. دوی د دې پروژې د پرانستلو دوه مراسم درلودل، یو ځل لومړۍ مېرمن پرانېستله او دوهم ځل یې ډاکټر عبدالله ته بلنه ورکړل شوې وه. په دې پروژه کې د لومړۍ مېرمنې رول یوازې دا و چې هغې یې پرانیسته. ټوله پروژه په امریکایانو پورې اړونده وه، او هیڅ شی د لومړۍ میرمنې دفتر او حتی په ټولیزه توګه د افغانستان حکومت په واک کې نه وو. په ورته وخت کې، موږ په پروژه کې د شاملولو لپاره پرله پسې بریښنالیکونه ترلاسه کول؛ خو په ځواب کې مو ورته وويل چې د ګمارني لپاره دې د “USAID” دفتر ته ولاړ شي.

کله چې د پروموټ برنامه ناکامه شوه، چارواکو او مسولینو یي پریکړه وکړه چې پاتې پیسې د افغان نجونو لپاره د بورسونو په برخه کې ولګوي. د هغې مدیریت هم یوې بلې ادارې ته ورکړل شو؛ خو کله چې نجونې هندوستان ته لاړې، نو شکایت یې وکړ، چې د دوی د ځای، خوراک او نورو مسلو هیڅ پروا نه کوي. ما دا شکایت لومړۍ مېرمنې ته ورساوه، هغه ډېره خپه شوه او موږ حتی د شکایت رسمي مکتوب ولیکه. دا د پروموټ پروژې څخه ده چې د لومړۍ میرمنې دفتر هیڅ رول پکښي نه درلود.

دوهم تور د مورا پوهنتون پر وړاندې و، چې د پروموټ پروژې قضیي ته ورته وه. د ښځو لپاره لومړنی پوهنتون چې ښه اسانتیاوې او ښه فضا یې درلوده. دوی د لومړۍ میرمنې څخه وغوښتل چې د دي پرانیسته وکړي. هغه څوک چې د دې پوهنتون مشر و، ډاکټر عزیز امیر نومیږي. يعنې دوی د امتياز او مسؤوليت خاوندان وو او د لومړۍ مېرمنې مسؤوليت دا وو چې لاړه او پوهنتون يې پرانيست، بس همدغه.

نور تورونه لکه د ارګ دننه د کلیسا جوړول او… نورهم داسیي بې بنسټه او درواغجن تورونه ول. زه فکر کوم چې د سیاسي مسلو سربیره نورې قضیې او تورونه هم د امان الله خان په دوري په څیر وو

دوی د دواړو مشرانو کمزوري په خپلو ښځو کې لټوله او هره ورځ به یې په یو څه نوي تورنول.

ښايي ستونزه دا وه چې د اړوندو دیپارتمنتونو له خوا د معلوماتو په برخه کې ناکامي وه. دوی خلکو ته کافي معلومات نه ورکول؛ له دې امله، په کافي اندازه د منفي تبلیغاتو مخه نه نیول کیده. زه تاسو ته خپلو سترګو لیدلی حال وایم چې ما له نږدې لیدلي وو. لومړۍ میرمن ډیره عاجزه ښځه وه چې حتی د عیش او عشرت په لټه کې نه وه. هغه څوک و چې د پیسو او مادي شیانو لپاره یې کار نه کاوه. دوی د هغه په ​​اړه وویل چې د دفتر بودیجه ډیره ده؛ په داسې حال کې چې د دفتر ټوله بودیجه چې پخپله د ولسمشر تنخوا وه، د لومړۍ مېرمنې د دفتر د کارکوونکو معاشونه کیدل کوم چې د حکومت د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ ټاکل شوی وه، او هغه هیڅ معاش نه اخیستو او یوه رضاکاره وه. ما هلته دوه کاله کار وکړ؛ دفتر نه بودیجه درلوده او نه نور امتیازات. دا زما د لومړۍ میرمنې له دفتر څخه شخصي تجربه ده.

شیشه میډیا: تاسو د طالبانو له راتګ مخکې د لومړۍ مېرمنې دفتر څخه جلا شوی. زه غواړم ستا د جلاوالي او لریوالي په علت پوه شم.

مرجان متین: لکه څنګه چې ما مخکې وویل، کله چې د پوهنې وزارت ته لاړم، د لومړۍ مېرمنې له دفتره جلا شوم. ما د هغه سره د یو همکار په توګه اړیکه درلوده او زموږ اړیکې پري شوي نه وي؛ خو کله چې وزارت ته لاړم له هغه سره زما رسمي همکاري پري شوه.

هغه انځور چي د طالبانو د حکومت په ذهن کي لرم

شیشه میډیا: په خواشینئ سره، په دې ورځو کې د طالبانو حکومت د ټول هېواد او په ځانګړې توګه ښځي له سترو ننګونو سره مخ کړي دي. ښځې په ټولو برخو کې له کار کولو منع شوي او په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړې مخه نیول شوې ده. یوه پیښه چې ډیره ترخه او دردونکې ده. په دې پړاو کې، زه غواړم تاسو ماته د طالبانو د حکومت خپله خاطره ووایئ.

مرجان متین: د طالبانو د پخواني حکومت پر مهال لکه څنګه چې ما وویل، موږ په پاکستان کې کډوال وو؛ خو موږ افغانستان ته تګ او راتګ درلود. په هغه وخت کې زه شاید شپږ یا اوه کلنه وم او زما په یاد دي چې هماغه اوه کلنې نجلۍ ته اجازه نه وه چې د باندي لاړه شي او لوبې وکړي. هغه وخت حالت دا ډول وو. متروکه ،کمچینه او وحشت و چې ما دا ټول په خپلو سترګو لیدلي دي. زما د کورنۍ غړي چې په دې ورځو کې په کابل کې اوسېدل د متروکي ، کمچیني خوړلو تجربه یې درلوده. د کورنۍ نجونې څو ځله په متروکه وهل شوي، د بیلګې په توګه، چي ولې د دوی د ټکري پیڅکه پورته یا ښکته وه. د طالبانو په اړه زما د ماشومتوب انځور تیاره او ډارونکی دی.

زما په یاد دي چې یو وخت کابل ته راغلي وو، کله چې د باندي روانه وم، په سړکونو او د پیک اپ موټرو دننه د طالبانو له څېرې او انځور څخه وېرېدم. هغه ورځې چې نه ښوونځي وي او نه نور څه وو.

په هغه وخت کې له پاکستان څخه افغانستان ته د نه راستنېدو یو لامل دا وو، د طالبانو د وحشتونو د مسلې سربیره په هیواد کې هیڅ ښوونځی نه وه. طالبان له پرونه تر نن پوري نه دي بدل شوي او که له افغانستان څخه یو نسبي شئ پاتې دی، هغه د خلکو او ټولنې د بدلون له امله دی؛ نه د طالبانو اصلاح کیدل. کله چې د سولې پروسه روانه وه، دوی ځان د نجونو د تعلیم پلوی ښوودلو، د نړیوالې ټولنې د راضي کولو لپاره چې واک ته د دوی د بیرته راستنیدو لپاره لابي وکړي. دوی وویل چې طالبان بدل شوي او د پخوا په څېر نه دي؛ پداسې حال کې چې وخت ثابته کړه چې دا ډول نه ده. ځکه چې هغه چا چې په غرونو کې ژوند کړئ وي، تاسو د هغه څخه څه تمه کولی شئ؟ طالبانو د سولې په خبرو کې او اوس هم د ښځو موضوع د یوې وسیلې په توګه کارولې ده.

شیشه میډیا: ستاسو په نظر د طالبانو نظر او فکر له کومه ځایه راځي؟ ولې تل له ښځو سره ستونزه او سر تنبګي لري؟

مرجان متین: د ښځو مخالفت او محرومول د طالبانو ایډیولوژي (نظریه) او سیاسي لیدلوری دی. دا هغه مسله ده چې هیڅوک یي نشي بدلولی. ځینې ​​کسان چې د ښو طالبانو او بدو طالبانو مسله مطرح کوي، دا ځکه چې نړیواله ټولنه دوی په رسمیت وپیژني؛ خو زه باور لرم چې دوی د انسانیت په منل شویو ارزښتونو، د ښځو په تعلیم او پوهاوي او د خلکو په اراده باور نه لري. د دوی د وروستۍ پرېکړې له امله چې نجونې او ښځې یې له تعلیم، زده کړو او کار څخه بې برخې کړې ډېرې نیوکې وشوې او حتی د مصر د الازهر دیني عالمانو او چارواکو هم پرې نیوکې وکړې. دا په ډاګه کوي چې طالبان نه د دین او نه هم د افغانستان د خلکو استازيتوب کوي.

زما په یاد دي کله چې موږ د سولې لپاره د افغانستان د میرمنو ملي اجماع جوړه کړه، ما د هیواد څوارلسو ولایتونو ته سفر وکړ، چې تر ټولو لیرې د نورستان ولایت وو. هیچا تصور هم نه کاوه چې نورستانۍ ښځې به په یوه رسمي مجلس کې د نجونو د تعلیم غوښتنه وکړي؛ خو دا پیښه وشوه او موږ ته يي وښودله چې د افغانستان کورنۍ او خلک غواړي نجونې تعلیم وکړي.

زه بیا وایم چې طالبان نه دي بدل شوي او نه د هیواد نه د هیچا استازیتوب کوي؛ ځکه تجربې ښودلې چې د افغانستان نارینه او ښځې خپلې لوڼې ښوونځي ته تلل خوښوي. زما په اند، د افغانستان د ښځو د ایستلو لپاره د طالبانو پریکړه هیڅ ملي، ټولنیز، کلتوري او مذهبي مشروعیت نه لري او د ناکامۍ لامل کیږي.

شیشه میډیا: د طالبانو له وروستیو پرېکړو وروسته نړیواله ټولنه هم حیرانه شوه او لکه څنګه چې تاسو وویل، دوی واک ته د طالبانو د بیرته راستنیدو لپاره ډیرې هڅې وکړې او دوی فکر کاوه چې طالبان بدل شوي؛ خو داسې نه وه. د طالبانو د وروستیو پرېکړو په اړه ستاسو نظر څه دی؟

مرجان متین: د طالبانو کړنې او پرېکړې زما او ټولو هغو کسانو لپاره چې افغانستان او طالبان پېژني، د حیرانتیا خبره نه ده. زما په اند، دا مسله باید د هغو کسانو لپاره د حیرانتیا وړ وي چې د طالبانو د بیرته راوستلو لپاره یي کار وکړ او د سولې په پروسه کې يې لاس پر اور درلود. زه او زما په څېر کسان پوهېدل چې طالبان نه دي بدل شوي. د افغانستان میرمنو وروسته له هغې مظاهرې وکړې چې ښاغلي «خلیل‌زاد» د سولې بهیر پرانیست. موږ وویل چې طالبان باید واک ته ونه رسیږي. ښځې د معاملي له امله چې ترسره شوې، احتجاج وکړ او خپلې اندېښنې یې څرګندې کړې؛ خو دا وانوریدل شول.

د طالبانو وروستۍ پرېکړه ماته څه عجيبه نه وه او نه هم حيرانه وم؛ ځکه زه پوهېدم چې دا د طالبانو د حکومت پای دی. زه لا دمخه پوهیدم چې په افغانستان کې محرومیت، لوږه، مرګ او متروکي راځي.

شیشه میډیا: ستاسو په اند په افغانستان کې د طالبانو د نظر او دریځ او د نارینه پالنې کلتور ترمنځ کومه اړیکه شته؟ ايا د طالبانو ناوړه سياستونه تر يوه حده د افغاني ټولنې د کلتور، عقايدو او ځانګړو اړيکو له امله نه دي؟

مرجان متین: ما مخکې هم وویل چې دا پرېکړې او تګلارې ښيي چې طالبان له ټولنې لرې دي. دوی د ټولنې او خلکو سره تړاو نلري او دا د دوی لپاره مهمه نه ده چې په خپلو پریکړو کې د ټولنې حاکم لیدلوري پلي کړي. که طالبان په ریښتیا هم د افغانستان خلک پیژني او د هغوی په نظر پوهیږي، دوی داسې د منځنی پیړیو پرېکړې نه کوي. ستونزه دا ده چې طالبان په خپله ځانګړي نړۍ پورې اړه لري. هغه اعتراضونه چې نن په افغانستان کې شتون لري، دا ښیي چې خلک د طالبانو او د هغوی د پرېکړو ملاتړي نه دي؛ خو طالبان چې خلک نه پېژني، درک کولی نشي چي ټولنه بدله شوې او اوس د پخوا په څیر نه ده. طالبان په حقیقت کې د ښځو مسله د خپل داخلي ځواک د کارولو او پر نړیوالې ټولنې د فشار راوړلو لپاره کاروي.

شیشه میډیا: د وروستۍ پوښتنې په توګه غواړم له تاسو څخه د یوې ښځې، چي د یوې مور او د ښځو د حقونو د یوې فعالې په توګه وپوښتم، چې کومه طرحه او برنامه کولای شي د افغانستان خلکو ته هیلې ورکړي او ښځې له دې تور پړاو څخه وژغوري؟

مرجان متین: دا سمه ده چې طالبان د واک او حکومت په نیولو سره اوس د افغانستان د واقعیتونو یوه برخه ده؛ خو دوی اوس هم په اقلیت کې دي. موږ د ۲۰ یا ۳۰ کلونو دمخه په دوره کې نه یو چې موږ د بدلون توان ونلرو. زه هیڅوک نه هڅوم چې خپل ژوند په خطر کې واچوي او د طالبانو د ظالمانه سیاستونو په وړاندې تاوتریخوالي لاس پوري کړي؛ خو دغه مدني او نرم اعتراضونه د طالبانو د رژیم بنسټونه هم کمزوری کولای شي.

زما په اند هغه کسان چې د طالبي فکر مخالف دي، دوی په اکثریت کې دي او د بدلون وړتیا لري او باید په اسانۍ سره هغه متحجر شوي ډلې ته تسلیم نشي چې په اقلیت کې ده. دا سمه ده چې طالبانو واک په لاس کې اخیستی دی؛ مګر موږ باید خپل ځواک کم ونه ګڼو. دا سمه ده چې له سقوط وروسته هر څه له منځه ولاړل او خلک وپاشل شول؛ مګر موږ باید د ښه سبا لپاره مبارزه وکړو او له پښو کښیننو. ټول هغه کسان چې بهر ته راغلي غواړي بیرته راستانه شي او هرچیرې چې دي، دوی مسافر دي. هغوی چې له افغانستانه ووتل د هغوی انتخاب نه و او یوازې د ژوند او مرګ تر منځ یې یو انتخاب کړ.

موږ باید په اتحاد، اتفاق او پیوستون سره د افغانستان ساتنه وکړو. دا زموږ د ځواک ټکی دی. هغه مسله چې د تاریخ په اوږدو کې یې زموږ هیواد د طالب له بدیو او شر څخه پورته ساتلی دی. دا رښتیا ده چې د جمهوریت له ړنګیدو وروسته د یوه سوکاله او ښه هیواد د جوړولو لپاره زموږ ټولې هیلې او آرمانونه له منځه ولاړل؛ خو افغانستان لا هم په خپل ځای ولاړ دی او دا موږ راتلونکي ته هیله مند ساتي.

شیشه میډیا: مننه، آغلې «متین» د هغه وخت لپاره چې تاسو موږ ته راکړه او د خبرو کولو لیوالتیا مو وکړه. ستاسو د ښه صحت او ښو ورځو په هیله.

مرجان متین: هیله لرم چې دغه خبري د خلکو د پام وړ وګرځي او زما ځوابونه به مناسب وي. زه د یو څه مودې لپاره له رسنیو څخه لرې وم او ستاسو څخه مننه کوم چې ماته مو د زړه درد شریکولو فرصت برابر کړ.

Share via
Copy link