له ممثلې «صغرا ستایش» سره د شیشه میډیا مرکه
مرکه کوونکې: نسرین حسیني
ژباړه او اډيټ: صديق دقيق
نسرین: ګرانو لیدونکو سلام.
په نننۍ خپرونه کې مو د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي له سینما څانګې فارغه اغلې صغرا ستایش میلمنه ده. اغلې ستايش د افغانستان یوه بریالۍ سینماګره او ممثله ده.
ستایش: مننه، اغلې حسیني. زه هم په افغانستان او بهر کې د شیشه میډیا ټولو درنو لیدونکو ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم او هیله لرم چې ټول به خوښ او روغ وي. صغرا ستایش یم، افغان فیلم جوړونکې؛ زده کړې مې په ۲۰۱۴ کال کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په سینما او فیلم جوړونه کې بشپړې کړې دي.
په کوچنیوالي کې هنري ذوق؛
نسرین: اغلې ستایش، که څه هم دا واضح خبره ده چې دا اسانه کار نه دی، دا راته ووایه چې اوسني موقف ته څنګه را ورسېدې؟ چېرته او څنګه مو په دغه برخه کې زده کړې پیل کړې، د خپل ماشومتوب په تړاو راته ووایه چې چېرته زېږېدلې یې او څنګه دې له سینما سره مینه پیدا شوه؟
ستایش: زه د ایران په قُم ښار کې زېږېدلې یم. ښوونځی او لېسه مې هم په یاد هېواد کې لوستي او د لیسانس ترکچې زده کړې مې په کابل کې کړې دي. دا چې څنګه د فیلم جوړنې نړۍ ته راغلم کيسه يې دا ده چې ما له کوچنیوالي له سینما، هنر او کیسو سره ډېره مینه او علاقه لرله. زما په یاد دي چې د ښوونځي په څلورم او پنځم ټولګي کې مې د کيسو لومړی کتاب ولوست.
باید یادونه وکړم چې تر دې وړاندې هم ما د خپل ښوونځي د کتابتون غړیتوب درلود او ډېر وخت به مې پکې بېلابېلې کیسې او ناولونه لوستل، خو لومړی کتاب چې ما په خپل کور کې ولوست « د ښو ماشومانو لپاره ښې کیسې » نومېده. دا کتاب مهدي ازار یزدي لیکلی و. دا کتاب مې مشر ورور کور ته راوړی و. ما د کتابونو له مطالعې، په ځانګړې توګه د داستانو او لنډو کیسو کتابونو له لوستلو سره ډېره مینه لرله. د لنډو کیسو تر لوستلو وروسته مې ورو، ورو له لوستلو سره مینه نوره هم ډېرېده او تر هغه وروسته مې د ناولونو په لوستلو پیل وکړ، اوس مې هم په یاد دي چې لومړی ځل مې د ویکټور هوګو «لالهی سیاه»
او بیا «گوژپشت نتردام» ولوستل.
همدا لامل و چې ورځ تر بلې مې د ناولونو او کيسو له لوستلو سره شوق او مینه ډېرېده او اوس هم له ناولو او کیسو لوستلو سره بې حده زیاته مینه لرم.
په ایران کې مې د لیسې په دوره کې په لومړیو کې عمومي زده کړې کولې، خو وروسته مې باید په « انساني علومو، فیزیک، ریاضي، يا تجربې او هنر» کې د خپلې خوښې څانګه انتخاب کړې وای. ما له هنر سره مینه لرله، خو له بده مرغه هغه وخت په ایران کې افغان کډوالو ته اجازه نه ورکول کېده چې د هنر څانګه انتخاب کړي او د هنر نړۍ ته راشي.
ما له ادبیاتو او کيسو سره مینه لرله او له دې څانګې سره مې خپله اړیکه ډېره ښه ساتلې وه، خو مجبوره شوم چې د انساني علومو څانګه غوره کړم. دا چې هغه څانګه زما د خوښې خلاف وه؛ نو د ښکلو هنرونو د څانګې لوستل مې پر زړه یو داغ پاتې شو. ما ډېر ایراني ملګري لرل چې هغوی هم د ښکلو هنرونو له څانګې سره مینه لرله او ورته بریالي شوي وو. هر ځل به مې چې هغوی لیدل پوښتنه به مې ترې کوله چې د هنرستان زده کړې مو څنګه روانې دي؟ کله به چې هغوی د خپلو زده کړو کیسې راته کولې او د هغوی عملي کاورنه به مې لیدل، زه به ډېره خفه کېدم. کله چې مې د لیسې دوره پای ته ورسوله، د ۱۳۸۹ کال په مني کې خپل هېواد افغانستان ته را ستنه شوم او څو میاشتې وروسته مې د ۱۳۹۰ کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ چې له نېکه مرغه په همدې کال د خپلې خوښې څانګې ته
بریالۍ شوم.
مخکې له دې چې د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې زده کړې پیل کړم، د هنر په ځینو برخو کې مې معلومات درلودل؛ مثلآ انځورګري مې د ښوونځي په دوره کې زده کړې وه او په دې برخه کې مې کار هم کړی و او چې رښتیا خبره وي، انځورګري مې هم ښه وه. دا باید ووایم چې ما د کانکور تر ورکولو وړاندې دا معلومات نه لرل چې کابل پوهنتون د هنرونوپوهنځی هم لري. هغه ورځې مې په یاد نه دي چې ما غوښتل کوم پوهنځی انتخاب کړم او دا هم راته مهمه نه وه چې کومه څانګه انتخاب کړم. ما یوازې غوښتل چې زده کړې وکړم، هغه څه چې ما مینه ورسره لرله او غوښتل مې په ایران کې ولولم، خو زه په ایران کې ترې بې برخې شوې وم.
د کانکور تر ازموینې څو ورځې وړاندې مسوولانو را ته وویل چې ولاړ شئ او هغه پوهنځي وګورئ چې له تاسو څخه د ازموینې د اخیستلو لپاره ټاکل شوی دی، نو به د ازموینې په ورځ لارهنه در نه ورکېږي. دا چې ما او خور مې دواړو غوښتل چې یو ځای د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړو، کابل پوهنتون ته ولاړو. له موږ څخه ازموینې د اخیستلو لپاره ځای د کرنې پوهنځی ټاکل شوی و. موږ د پوهنتون د جنوب لوري له لویې دروازې څخه پوهنتون ته ننوتلو. چې څو ګامه مخکې ولاړو، چپ لور ته یوه ښکلې او لوکسه ودانۍ وه چې په دروازه یې په ډېر ښکلي ليک لیکل شوي و:« د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی» د کابل پوهنتون او دې پوهنځي په لیدو مې د خوښۍ داسې احساس وکړ لکه ټوله نړۍ یې چې ماته راکړې وي. ډېره خوشحاله وم، بېخې ډېره؛ له ځان سره مې وویل چې دا زما ځای دی او بايد دلته زده کړې وکړم. فکر مې کاوو چې خپلو هیلو ته رسېږم.
د ازموینې په ورځ مې يوازې یو پوهنځی انتخاب کړ؛ هغه هم د ښکلو هنرونو پوهنځی. په کوم کال چې ما د کانکور ازموینه ورکوله د ځانګې انتخاب نه و، یوازې د پوهنځي انتخاب و چې ما د ښکلو هنرونو پوهنځی انتخاب کړ.
د کانکور په ازموینه کې بریالۍ شوم. کله چې په پوهنتون کې شامله شوم، باید د خپلې خوښې ځانګه مې انتخاب کړې وای. چې رښتیا خبره وي زړه مې نه و چې سینما انتخاب کړم؛ ځکه چې په دې برخه کې مې تجربه او معلومات نه درلودل، خو یوه موضوع واضح وه، هغه دا چې په هنر ميینه وم. باور به مو ونشي ټولې هنری څانګې، لکه مجسمه جوړونه، انځورګري، ګرافیک او نورې مې خوښېدې؛ ځکه نو پکې د یوې ټاکل را ته سخته پرېکړه وه.
باید یادونه وکړم چې ټولو ګډونوالو دې ته هم پام کاوه چې داسې څانګه انتخاب کړي چې د کار بازار يې هم ښه وي. ما هم هغه موضوعات په نظر کې ونیول چې ماته مهم وو؛ مثلآ د کار بازار او زموږ په ټولنه او هېواد کې ځینې نور موضوعات. فکر مې وکړ چې ایا دغه څه چې ما په نظر کې نیولي و به منل شي که نه؛ ما موسیقي او ډېر نور شیان په نظر کې ونیول، بیا دې پایلې ته ورسېدم چې دا هر څه په سینما کې شته او سینما مې انتخاب کړه.
د ښکلو هنرونو زده کړیاله
نسرین: ایا د څانګې په ټاکلو کې مو له کوم چا سره مشوره هم وکړه که نه؟
ستایش: هو؛ د کورنۍ له غړو او مورسره مې مشوره وکړه. ما هغه مهال له موسیقي او انځورګري سره مینه لرله. لکه څنګه چې مخکې مې یادونه وکړه په انځورګري کې ښه وم، خو مور مې ویل چې نه؛ که په ایران او یا کوم بل هېواد کې وای؛ نو په ازاد ډول دې کولای شول چې د موسیقي په برخه کې کار وکړې. اوس دې موسیقي انتخاب کړې ده؛ زه کومه ستونزه نه لرم او مخکې مې هم له موسیقي سره کومه ستونزه نه لرله. ته په خپله ښه پوهېږې، خو زما په نظر که کومه بله څانګه وټاکې ښه به وي.
ما تر موسیقي خط را تاو کړ او ور پسې مې د نورو څانګو کتل پيل کړل. دا چې پوهېدم انځورګري چندان بازار نه لري، د انځورګري په اړه مې ډېر فکر و نه کړ، ما غوښتل چې د ګرافیک برخه وټاکم، خو له بده مرغه په هغه وخت کې فضا ډېره رقابتي وه او واسطو ډېر زور اخیستی و. ما چې ازموینه ورکړې وه زه د انځورګري برخې ته بریالۍ شوې وم؛ ځکه انځورګري مې ښه وه. انټروي مې هم ښه وه؛ پر ګرافیک او انځورګري څه ما څه پوهېدم، خو له بده مرغه واسطه مې نه لرله؛ نو د ګرافیک برخه مې له لاسه ورکړه او نقاشي ته بريالۍ شوم.
همدا لامل و چې پرېکړه مې وکړه باید یوه داسې برخه وټاکم چې له دې ټولو سره سره ښه راتلونکی هم ولري. له ځان او د کورنۍ له غړو سره تر مشورې او څېړنې وروسته مې د سینما څانګه وټاکله.
په هر حال د سینما برخې ته ننوتم. ما چې د ایران او نړۍ د سینما په اړه کوم لیدلوری درلود؛ د افغانستان له سینما سره یې ډېر توپیر درلوده. دلته امکانات کم و، د فلم توليد کم و، خو دا چې ما له هنر سره ډېره مینه لرله؛ سختۍ مې وزغملې. په لومړیو ورځو کې مې د سینما په اړه ډېر معلومات نه درلودل او نه پوهېدم چې څه وکړم او څنګه يې وکړم. له کومه ځايه یې پیل کړم، کوم فلم جوړ کړم، څه باید وړاندې کړم، په دې نه پوهېدم چې تمثيل څنګه کېږي، کار څنګه مخته وړل کېږي. پر دې او دې ته ورته نورو ډېرو موضوعاتو نه پوهېدم؛ زه پوهېږم ستاسو په ذهن کې به ډېرې پوښتنې پیدا شوې وي.
په لومړیو کې زه بېخي حیرانه وم. فکر کوم دا وضعيت به د هنر د ډېرو زده کوونکو لپاره حیرانوکی وي. وروسته مې له ځانه پوښتل چې اوس غواړې څه کار وکړې؟ ویل مې په دې برخه کې باید د ډېرو په وړاندې ودرېږې او مبارزه وکړې.
له نېکه مرغه زما کورنۍ زما طرفداره وه او تل یې زما ملاتړ کاوه، خو زه بیا هم تل په دې فکر کې وم چې څه کار وکړم؟ لکه څنګه چې مخکې مې وویل په لومړیو کې ډېره حیرانه وم، خو د وخت په تېرېدو سره ورو، ورو له خپلې برخې سره بلده شوم. هر څه تېر شول او دا برخه راته ډېره ښکلې او جذابه شوه.
د سینما په څانګه کې زما هنري فعالیتونه د تیاتر له تمثيله پيل شول. د پوهنتون په لومړي ټولګي کې وم، چې په تیاتر کې مې کار وکړ. زه په هغه غونډه او نمایش کې ډېره ارامه وم؛ ځکه هڅه مې کوله چې طبعي و اوسم. دې هوسا او خوندورې اجرا ماته دا جرات راکړ چې د سلګونو کسانو تر مخ په دریځ راڅرګنده شم او پر وړاندې یې په ډېرې اسانۍ تمثيل وکړم.
پر لامل یې نه پوهېږم، خو هغه زما لپاره ښې ورځې وې. زه په دریځ ارامه وم؛ ممکن دليل به يې دا هم و چې هغه وخت لا ما ته سينما ډېره جدي نه وه، يا ممکن دا خبره هم وي چې وخت دا فضا را ته ډېره خوندوره وه او دا هر څه داسې را ته ښکارېدل لکه یوه ډالۍ. هغه وخت زه دومره د خپل هنر په مینه کې غرقه وم چې تحلیل مې نشو کړای.
په لومړي ځل د حقوقو څانګې په تالار کې د سلګونو خلکو پر وړاندې دریځ ته راغلم چې تيآتر اجرا کړم. په دې ورځ د ټولو پوهنځيو زده کړیالان او استادان هم راغلي وو. په هغه ورځ یې له نمایش څخه وروسته زه وستایلم او د ډېرو باور نه کېده چې دا دې زما لومړۍ اجرا وي؛ ځکه ډېره ورته جالبه وه.
په هغو ورځو کې ما خپله د تياتر له اجرا سره ډېره مینه درلوده، خو یوه ستونزه دا وه چې د نمایش د وړاندې کولو لپاره مې سټېج نه درلود؛ مانا دا چې د پوهنځي سټېج به هر وخت مصروف و؛ ما یوازې دوه ځله نمایش پرې وړاندې کړ. بله دا چې موږ د لومړیو کلونو زده کړیالان وو، له همدې کبله به هم پر سټېج ډېر وخت موږ ته نوبت نه راکول کېده. دا ښکاره خبره وه چې پر موږ یې ډېر حساب نه کاوه؛ نو مې د خپل ټیم له ملګرو او دوستانو وغوښتل چې زموږ د کور په سالون کې تمرین وکړو. سره له دې چې له هغو دوستانو سره مې ډېره پېژندګلوي هم نه وه، خو بیا مو هم دا کار وکړ او زموږ خپل کور مو د نمایش د وړاندې کولو لپاره په تیار بدل کړ.
زموږ لومړی وړاندې شوی نمایش له تود هرکلي سره مخ شو؛ هغوی ستاینلیک هم را کړ. دا زما لپاره جالبه وه او ما ته يې ډېره انګېزه راکړه. هغه وړاندې شوی نمایش په هنرونو پوهنځي کې زما د فعاليت د عطف ټکی شو. تر هغه وروسته زموږ نمایشونه کرار کرار جدي او اوږده شول چې د زده کړیالانو په شپږمه او اومه جشنواره کې مو د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې اجرا کړل.
زما هغه وړاندې شوی نمایش هم له تود هرکلي سره مخ شو او ډېره وستایل شوم؛ ان تر دې چې ورو، ورو دا زمینه مساعده شوه چې و په سینما کې لوبېدو ته لاره پیدا کړم.
بریالی تمثيل
نسرین: اغلې ستایش، ستاسو په پرمختګ کې تشویق څومره رول درلود او که تشویق شوې نه وای، بیا به هم مخته تللې وې که نه؟
ستایش: سره له دې چې ما له هنر او تمثيل سره مینه لرله، خو بیا هم میدان زما لپاره خلاص و. له بده مرغه، یا له نېکه مرغه زموږ په ټولنه کې د تمثيل په برخه کې د ښځو ونډه ډېره کمه وه او همدا لامل و چې ما تل د تمثيل چانس درلود. دا چې زه دوستانو ډېره تشویقولم، ممکن یو دلیل یې دا هم و چې د تمثيل په برخه کې د ښځو ونډه کم کمه یا په نشت حساب وه. ما هم د نورو انسانانو په څېر غوښتل تشویق شم.
هغوی زما تمثيل خوښاوه او ویل به یې چې ډېر طبیعي تمثيل کوې. دا چې ولې زما مخاطبانو دا حس درلود، پر لامل یې زه هم نه پوهېږم باید لامل یې له هغوی وپوښتل شي، خو یوه موضوع چې ډېره مهمه ده هغه دا ده چې ما خپله له هنر سره بې حده زیاته مینه درلوده او دا پرېکړه مې کړې وه چې باید په دې برخه کې مخته ولاړه شم او ځان يو ځای ته ورسوم.
نسرین: سره له دې چې ښځینه ممثلانې کمې وې، خو تاسو حتماً دا وړتیا درلوده او زما په نظر تا دا وړتيا درلوده چې خپل استعداد ښکاره کړې او وهڅول شې!
ستایش: زه هیله لرم چې رښتیا همداسې وي لکه تاسو چې وویل.
نسرین: حتمآ همداسې ده. ښه وروسته مود زده کړو په دې څلور کلنه دوره کې او د زده کړو تر پای ته رسولو وروسته نور کوم فعالیتونه وکړل؟
نسرین: د تیاتر تر دوو نمایشونو لوبولو وروسته تر یوه حده د ښکلو هنرو د څانګې زده کړیالانو ترمنځ مشهوره او وپېژندل شوم. وروسته مې لږ لږ سینمایي فعالیتونه پیل کړل. د پوهنتون په دويم کال مې په څو فیلمونو کې د زده کړیالې رول ولوباوه. لومړی فیلم چې ما پخپله جوړ کړی و، فیسبوک نومېده.
په هغه وخت کې په ټولنه کې زموږ زده کړیالانو، یا ښه به دا وي چې ووایم د افغان ځوانانو شتون ډېرې لوړې کچې ته رسېدلی و. د زغم کچه لوړه شوې وه، مینه او شوق ډېر و او ټولو غوښتل چې خپلې ټولنیزې اړیکې قوي وساتي او ډېر ملګري او دوستان پیدا کړي.
ډېرې ستونزې هم وې چې بدبختانه هره ورځ به په ټولنیزو رسنیو کې خلک پکې ښکېل وو او دا کار په يوه عادت بدل شوی و. لویه ستونزه دا وه لکه څرنګه چې اوس له ټولنیزو رسنیو ناوړه استفاده کېږي، هغه وخت هم ناوړه استفاده ترې کېده، خو په هغه وخت کې یادې ستونزې اوج ته رسېدلې وې.
د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې د ټولنیزو رسنیو د کارولو په اړه پکې عامه پوهاوی نه وي شوی او ټلیفون او انټرنېټ پکې نوي دود شوی وي؛ ډېر ځوانان د ټکنالوژي په کارولو سم نه پوهېدل او اوس هم نه پوهېږي چې څنګه له انټرنېټ او له مجازي نړۍ څخه ګټه واخلي، دا ستونزې حتمي دي.
په هغه وخت کې موږ له دې ستونزو سره مخ وو؛ ځکه مې له ځان سره فکر وکړ چې باید دا پر سناريو بدل کړم او یو فیلم پرې جوړ کړم؛ نو مې د فيسبوک په نوم خپل لومړی فیلم پر همدې موضوع جوړ کړ.
نسرین: هو دا فیلم ما لیدلی دی او فکر کوم د پیل لپاره ډېر ښه فیلم و.
ستایش: هغه وخت زما د پوهنتون درېیم کال و؛ نو هغه فیلم به حتماً نیمګړتیاوې لرلې، خو فکر کوم ښه پیل و: پر دې سوژه د نور ډېر کار اړتيا هم شته.
تر هغه فیلم یو کال وروسته مې بل فیلم جوړ کړ، خو په دې لړ کې مې په ډلییزو او د محصلانو په فعالتونو کې هم برخه اخیسته.
د زده کړیالانو او ټولګیوالو له مختلفو ټیمونو سره مې تیاتري فعالیتونه کول، خو ډېره توجه مې خپلو سینمایي فعالیتونو ته وه او غوښتل مې، په هغه لاره کې چې زده کړې کوم، مخته ولاړه شم او فعالیتونه وکړم.
باید ووايم چې په تمثيل کې ډېره زیاته فعاله وم او په بېلابېلو فیلمونو کې مې رول درلوده.
تر درېیم کال وروسته مې ډېر تمثيل کاوه، ځکه چې د فیلم جوړونې کار سخت دی او تاسو دې ته اړتیا لرئ چې یو څوک ستاسو د فیلم د ویډیو اخیستلو مسوولیت په غاړه واخلي، بل د نور د تنظيم ، بل د غږ ثبتولو، بل د صحنې لپاره پلان درته جوړ کړي، د جامو انتخاب، د موقعیت انتخاب او ګڼ شمېر نور کارونه دي، چې هر یو ډېر سخت دی. دغو کارونو هر یوه ټیم ته اړتیا لرله؛ ځکه په سینما کې داسې نه کېږي چې د ټولو کارونو مسوولیت یوازې پخپله پر غاړه واخلې.
د فیلم جوړونې لومړۍ مرحلې چې باید د فیلم تر تولید وړاندې او د فیلم جوړنې پر مهال او تر هغه وروسته ترسره شي. مثلآ، ایډيټ او دې ته ورته نور کارونه یې ډېر سخت او ستړي کونکي دي چې دا د هر چا کار نه دی او په یوه کس نه کېږي.
د زده کړیالۍ د کارونو ښه والی دا دی چې تاسو ډلییزه کار کولای شئ او ټول له یو بل سره تړلي او يو بل ته اړ ياست.
مثلآ زه د دې لپاره د خپلو دوستانو په فیلمونو کې لوبېدم چې هغوی هم له ما سره زما په فیلمونو کې ولوبېږي. همدا وه چې ما له هغوی سره رول لوبوباوه او هغوی به له ماسره زما د فیلم په ځینو برخو کې کار کاوو. فکر کوم د پوهنتون په درېیم او څلورم کال کې زموږ سینمایي فعالیتونه ډېر شول، ما له بېلابېلو ټیمونو سره همکاري کوله. ما د صحنې تر شا هم کار کاوه. ان تر دې چې د رڼا په تنظيم او نورو بېلابېلو برخو کې مې هم کارونه پر مخ وړل؛ ځکه موږ ګروپي کار او له يو بل سره همکاري کوله او هم مو ډېره تجربه ترلاسه کوله چې موږ ورته اړتیا لرله. کله به مو یو څه زده کول، کله به مو تېروتنه کوله، مخته تلو او تجربه مو ډېرېده. په هر حال، ښه دوره وه.
په افغانستان کې د سینما او تمثيل پر وړاندې شته خنډونه
نسرین: ایا د فیلم ټول ممثلان چې تازه په دې برخه کې کار پیلوي همداسې کوي؟ ځکه چې بودیجه به نه لري چې ویډیو اخیستونکي، غږ ثبتونکي، رڼا تنظيموونکي او د تخنیکي چارو لپاره نور کسان وګوماري.
ستایش: هو موږ هم باید پيل له همدې ډلییز کار څخه کړی وای او لاسرسی هم ورته له همدې لارې ممکن و. د پوهنتون او زده کړیالۍ په دوره کې ما دوه لنډ داستاني فیلمونه جوړ کړل او د تمثيل تجربه مې ډېره شوه. د پوهنتون تر دورې وروسته مې په سینمایي فیلمونو او تیاتر کې رول ولوباوه. فکر کوم د پوهنتون په دوره کې او تر هغې وروسته ما تر دېرشو په ډېرو لنډو فیلمونو کې رول لوبولی دی. د تیاتر په برخه کې مې په شاوخوا لسو نمایشونو کې رول لوبولی دی چې دا زما لپاره د تمثيل په برخه کې ډېره ښه تجربه وه.
کله مې چې د پوهنتون دوره پای ته ورسوله، ما یوازې دوه لنډ فیلمونه جوړ کړي وو او دې ته مې فکر کاوه چې اوس باید څه وکړم. له بده مرغه په افغانستان کې په دې برخه کې څو لويې ستونزې موجودې دي. لومړی محصلان د زده کړیالۍ پر وخت کې نه پخېږي، یا دومره کار نشي زده کولای چې تر فراغت وروسته پخپله خپله لاره پیدا کړي.
دویم د هنر په وړاندې د خلکو او دولتونو فکر او لیدلوری دومره کمزوری او ناوړه دی چې هر څومره کوښښ او هلې ځلې کوې، ځان د خلکو له سختو کلتوري او ټولنیزو بندیزونو څخه نشې ژغورلای.
تاسو مجبور یاست چې له هرچا او هر څه سره جګړه وکړئ، ټولنه او خلک مو نه مني، ارزښت نه درکوي، ستاسو په وړاندې منفي لیدلوری لري، لرې له ښو او پاکو هنرمندانو، خلک داسې فکر کوي چې ټول هغه کسان چې له دار څخه تښتېدلي هنر ته یې مخه کړې ده؛ په داسې حال کې چې داسې نه ده. په ساده ژبه به ووایم موږ په دې نه یو بریالي شوي چې په افغانستان کې هنر خلکو ته ښه ور معرفي کړو او پر ټولنه د هنر اغېز وپېژنو.
پر دې نه یو بریالي شوي چې یوه ملي سینما ولرو. پر دې هم نه یو بریالي شوي چې په اوسنۍ تصویري نړۍ کې د ځان او د افغانستان سینما ته ځانګړی ځای پیدا کړو، پر دې نه یو بریالي شوي چې د خلکو په ذهن او زړه کې ځان ځای جوړ کړو او پر دې هم نه یو بریالي شوي چې د سینما کلتور عام کړو.
نسرین: دا موضوع په تېره بيا مېرمنو ته سخته هم ده.
ستایش: هو، زما په نظر یوه مېرمن که هنرمنده، فیلم جوړونکې یا ممثله وي د نارینه په پرتله دوه برابره له ستونزو سره مخ کېږي. همدا لامل و چې تر هغه وروسته ما د مستندو فیلمونو جوړولو نړۍ ته مخه کړه.
دا سمه ده چې زه له پوهنتون څخه د سینما د کارکونکې په حیث فارغه شوې یم، خو حقیقت دا دی چې له بده مرغه په پوهنتون کې مو مستند جوړونه بېخي درلوده نه؛ یوازې په یوه سمستر کې مو مستند جوړونه ولوستله؛ هغه هم ډېره لنډه وه، خو زما په ذهن کې د یوه خوځښت لامل شوه چې بیا راشم او تعقیب یې کړم.
زما په نظر موږ په افغانستان کې مستند جوړونکو، په ځانګړي ډول ښځینه مستندجوړونکو ته ډېره اړتیا لرله. د دې لپاره چې د افغانستان په سنتي ټولنه کې یو نارینه فیلم جوړونکی یا فیلم اخیستونکی په ډېرو ستونزمنو ځایونو کې هم را څرګندېدلای شي او ښځینه فیلم جوړونکې په اسانۍ سره موضوع ته لاسرسی پیدا کولای او مرسته ورسره کولای شي.
په افغانستان کې دومره ډېر ناویلي موضوعات او سوژې وې چې زه یې مستندجوړونې ته جذب کړم. له ځان سره مې وویل دا ټولې ستونزې او لوړو ژورې باید یوه اړخ ته کړم او ځان ته لاره پرانيزم.
نسرین: تاسو په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې په پوهنتون کې مو د مستندجوړنې په برخه کې ډېر څه نه و لوستي؛ یوازې یو سمستر مو لوستی و او څه مو چې لوستي وو هغو هم بسنه نه کوله، څنګه مو په خپل کار کې پرمختګ وکړ او یوه بریالۍ مستندجوړونکې شوئ؟
ستایش: لکه مخکې مې چې وويل، له بده مرغه په هغه وخت کې د کابل پوهنتون د مستندجوړونې څانګه یا کوم خاص مضمون نه درلود؛ آن تر هغه وروسته یې هم نه درلوده. تاسو له دوو لارو پرته نورې لارې نه لرلې، یا مو باید په پوهنتون کې مسلکي درس لوستی وای او یا باید بېلابېلو کارځایونو او ټولګیو ته تللې وای چې هغه پیدا کړئ، خو له بدمرغه دا زمینه هم نه وه مساعده.
د مستندجوړونې زمینه نه وه مساعده او په دې برخه کې د زده کړو ټولګي هم نه وه مشاعده؛ نو ځکه مې پرېکړه وکړه چې د مستندجوړونې په انلاین ټولګیو او مرکزونو کې برخه واخلم. په لومړي ځل مې د مراکش په یوه ورکشاپ کې ګډون درلود. دغه ورکشاپ درې دورې لرلې چې په هره دوره کې مو ډېر څه زده کړل او دا چې زما د مستندجوړونې پیل؛ نو ډېر څه مې پکې زده کړل.
ښځینه مستندجوړونکې
نسرین: تاسو په مستندجوړونه کې پر کومو موضوعاتو ډېر کار او فکر کاوه؟
ستایش: په داستاني فیلمونو کې به مې ډېر کوښښ کاوه چې په ټولنیزو موضوعاتو کار وکړم، خو په مستندجوړونه کې مې په دې ډېر فکر کاوه چې داسې څه باید ووایم چې د خپلې ټولنې کومې ستونزې او کړاونه پکې تر نورو ورسوم. کله مې چې تحقیق او څېړنې وکړې دې پایلې ته ورسېدم چې د خپلې ټولنې د محروم قشر، یعنې ښځو، درد تر نورو ورسوم. زما په مستندونو کې مېرمنې ډېره ونډه لري.
نسرین: تاسو تر اوسه څو مستند فیلمونه جوړ کړي دي؟ په یاد مو دي چې دا فیلمونه په کومو کالونو کې جوړ شوي دي او د هغو فیلمونو د جوړولو پر وخت مو تجربې تر لاسه کړې دي؟
ستایش: تر اوسه مې اووه مستند فیلمونه جوړ کړي دي چې د دوو وروستیو فیلمونو ویډیو په فرانسه کې اخیستل شوې ده او پنځه نور مې په افغانستان کې جوړ کړي دي.
ما په ۲۰۱۶ کې په «چاپان پرایز» پرګرام کې ګډون درلود، چې په جاپان هېواد پورې یې تړاو درلود او ما په هماغه پرګرام کې د (دختران اسکی باز) مستند طرحه وړاندې کړه. په هماغه پروګرام کې زما طرحه ګټونکې شوه او د یونسکو ځانګړې جایزه مې تر لاسه کړه. د دې جشنوارې په تشویق او ملاتړ سره مې د (اسکی در سرزمین بودا) فیلم جوړ کړ چې موضوع په نجونو پورې اړوند وه. دا فیلم په ۲۰۱۷ کال کې تولید شوی و او مستند جوړونه مې په همدې کال کې پیل کړه. دوه فیلمونه مې په ۲۰۲۰ کال کې، دوه فیلمونه مې په ۲۰۲۱ کې او دوه نور فیلمونه مې په ۲۰۲۲ کال کې په فرانسه کې جوړ کړي وو.
نسرین: فعلاً؛ د خپلو فیلمونو نومونه درته یاد؟
ستایش: هو داستاني فیلمونه چې ما جوړ کړي:
فیسبوک، ۲۰۱۳ او سکوت، ۲۰۱۴.
زما مستند فیلمونه: اسکی در سرزمین بودا، ۲۰۱۷؛ درسرزمین جمیله، ۲۰۱۹؛ لحظات خاکستری، ۲۰۲۰؛ برای مادرم، ۲۰۲۱؛ خروج، ۲۰۲۱؛ فصل دلتنگی، ۲۰۲۲؛ قیصه های اگست، ۲۰۲۳؛ او خاکستری ( در مورد چادر برقع)، ۲۰۱۹.
د تياتر په نمایشونو کې مې کار کاوه، ادم او حوا؛ کوچنی شهزاده [پانتویموم]؛ خواږه؛ یوازیتوب او له دېرشو څخه په زیاتو لنډو فلمونو کې مې کار کړی دی.
په ورته وخت کې، ما د بلجیم انلاین نړيواله جشنواره کې په ۲۰۱۸ کال کې په (حبیبه فیلم) کې په ښځینه ممثلانو کې د غوره ممثلې جایزه وګټله.
نسرین: ډېر ښه؛ ستاسو هڅې د ستایلو وړ دي. کوم خنډونه وو چې د فیلم جوړونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه فیلم جوړونکو په وړاندې پر وړاندې موجود و؟
ستایش: خنډونه خو بېخې ډېر وو. د یوې فیلم جوړونکې په حیث زما پر وړاندې لومړی خنډ د بودیجې کمښت و؛ مانا مالي ملاتړ مو نه درلود او له خپلې شخصي سرمایې څخه به مې په سختۍ بودیجه ځانګړې کوله او فیلم به مې پرې جوړاوه. په پیل کې انسان له هرې لارې بودیجه برابره کړي؛ ځکه په پیل کې شوق او مینه ډېره وي، خو وروسته باید په دې فکر وکړې چې وروسته به څه کېږي. موږ یوه نړيوال مرکز، یا داسې ځای ته اړتیا لرله چې هلته خپل فیلمونه نندارې ته وړاندې کړو او ويې پلورو. زه يوازې خپل فیلمونه نه، بلکې زه د ټولو ممثلانو فیلمونه یادوم. فیلم جوړونکي هم زحمت باسي او فیلم جوړوي تر کله به په خپله شخصي سرمایه ادامه ورکړي. د مثال په ډول یو انځورګر په دې نېت یوه منظره انځوروي چې یوه ورځ هغه وپلوري او خپل مصارف بېرته پوره کړي. که چیرې هغه و نه پلورل شي، تر کله به د منظرو نقاشي دوام ورکړي او تر کله به انځورونه په کور کې انبار کړي؟
موږ هم یوه داسې مرکز ته اړتیا لرله چې خپل جوړشوي فیلمونه ورته وړاندې کړو، پرې ويې پلورو او حداقل خپل لګښتونه پوره کړو، خو له بده مرغه داسې کوم مرکز نه و او له دې ستونزې سره يوازې موږ مېرمنې نه، بلکې ټول مخ وو.
په سینما کې، په تېره بيا د تمثيل په برخه کې د مېرمنو شتون ډېر کمرنګه و او موږ هر وخت د ښځینه ممثلانو له کمښت سره مخ وو. کله به مو چې د فیلم جوړولو پرېکړه وکړه، له ځانه به مو لومړۍ پوښتنه دا کوله چې ممثله څنګه ورته پیدا کړو، که پیدا به مو هم کړه هغه به ډېره مسلکي نه وه او ډېرې به پرې ډاډه نه وو. یا که به مو د بېلابېلو عمرونو ممثلو مېرمنو ته اړتیا لرله، په ډېره سختۍ به پیدا کېدلې. دا ټول خنډونه د دې لامل کېدل چې یو فیلم جوړونکی بايد ډېرې ستونزې وزغمي او زحمت وباسي چې پرمختګ وکړي. ظاهراً هیڅوک دې سختیو ته نه متوجه کېږي. پر دې ستونزو یوازې هغه خلک پوهېږي چې ورته معلومې وي او په دې برخه کې يې کار کړی وي.
نسرین: ایا مېرمنو علاقه نه درلوده چې د ممثلې رول ولوبوي؟ اصلي ستونزه څه وه؟
ستایش: زما په نظر لویه ستونزه د هنري، تمثيلي او سینمايي فعالیتونو پر وړاندې د خلکو په لیدلوري کې وه؛ مانا دا چې فکر کېده که یوه مېرمنه ممثله شوه؛ نو په زرو ګناهونو او تېرونو کې ورګډه شوې ده. له بده مرغه مېرمنو،په تېره بيا ممثلو مېرمنو ته په ډېره کمه سترګه کتل کېدل؛ له همدې امله په دې برخه کې د مېرمنو شتون ډېر کمرنګی و.
موږ د ښځینه فیلم جوړونکو له کمښت سره هم مخ وو. همدارنګه ویډیو اخیستونکې مېرمنې هم کمې وې. کله مې چې د پوهنتون دوره پای ته ورسوله او د مستندو فیلمونو جوړولو ته مې مخه کړه، یوه لویه ستونزه مې دا وه چې ښځینه ویډیو اخیستونکې مې نه لرله.
ښځينه ويډيو اخيستونکې ډېرې کمې وې. همدا لامل شو چې خپله لږ لږ ویډیواخیستل زده کړم. وروسته مې د خپلو فیلمونو کمره ميني پخپله کوله؛ يوازې د اسکي په نوم زما د لومړي فلم ويډيو ګرافي بل چا کړې ده. فیلم جوړنکو ته په دواړو برخو کې بې شمېره خنډونه شته، چې دا یې په مخ کې ډېرې لویې پرتې ستونزې ګڼلای شو. یوه بله لویه ستونزه چې موږ درلوده، دا وه وه چې تر فراغت وروسته د کار پیدا کول ډېر سخت و. ته چې څلور کاله زحمت باسې، سند تر لاسه کوې فعالیتونه کوې، خو وروسته چې وګورې د هغو کسانو غوندې دنه نه درته پيدا کېږي چې نه یې زحمت ایستلی وي او نه یې هم کلونه کلونه په زده کړو کولو وخت تېر کړی وي. له بده مرغه د سینما لوبغاړو ته دنده نه پیدا کېده او په دې برخه کې دندې بېخي په نشت حساب وې. يوازې له افغان فیلم و، خو هلته دومره ظرفيت نه و چې ټول فارغان جذب کړي او دندې ورکړي.
نورو داسې بنسټونه نه وو چې د سینما لوبغاړو ته یې دندې ورکړې وای او یا یې د کار زمینه ورته مساعده کړې وای. دا یوه لویه ستونزه او خنډ و چې تر فراغت وروسته یې موږ ته کار سخت کړی و.
دا ستونزې دومره ډېرې وې چې له موږ يې د فیلم جوړونې خنډونه بېخې هېر کړي و او ځینې وخت به مو له ځان سره ویل چې څه بد مو وکړل چې هنر ته راغلو. کله به چې فارغه شوې؛ نو د بدمرغیو او سختیو دوره به دې پیل شوه. نور بايد په کار پسې ګرځېدلې وای، خو کار نه و.
په سینما کی د میرمنو ځای
نسرین: د افغانستان په سینما کې د ښځو حضور په کومه کچه و او د افغانستان د سېنما د راتلونکي په اړه څه نظر لرئ؟
ستایش: لکه څنګه چې موږ او تاسو ټولو پوهېږو د افغانستان د سینما او هنر په برخه کې د مېرمنو ځای هیڅ وخت نه دی ډک شوی او هر وخت کمرنګه و؛ که څه هم په وروستیو کلونو کې ډېرې هڅې وشوې، خو چندان اغېز یې و نه کړه؛ مګر بیا هم یوه هیله وه چې شاید شرایط ښه شي. زما په نظر زموږ هنري او سینمایي ټولنې ته بايد دا پوښتنه ډېره مهمه وي چې څنګه او څه وخت د هنر او خلکو تر منځ فاصله له منځه وړلای شي. د دې کار د ترسره کولو لپاره ضرور ده چې لومړی ستونزې او دردونه وپېژنو. هغه دا چې په ټوله کې ولې داسې وشول چې ټولنې د سېنما او هنر پر وړاندې مثبت لیدلوری نه درلود. اول باید د دې پوښتنې ځواب پیدا کړو او وروسته په دې هڅه کې شو چې دا خنډونه څنګه له منځه یوسو او دا ستونزې حل کړو. زموږ د هېواد په اوسنیو شرایطو کې چې موږ یې لرو د هنر او سینما خبرې کول داسې مثال لري لکه اوبو ته چې له شګو بندونه تړې.
البته د دې ستونزو د حل لپاره په هېواد کې يوڅه هڅې وشوې چې لوستو هنرپالو ډېره ونډه پکې درلوده. هغه هڅې د هنر په برخه کې د مېرمنو د تشویق لپاره خورا ګټورې وې.
په ورستیو کلونو کې د ښځو په سينما کې د ښځو ونډه نسبتاً هيله بښونکې وه او دا هیله وه چې پنځه یا لس کاله وروسته به يې ونډه لا لويه شي؛ ټولنه به هم لږ ښه شي او د هغوی هنري فعالیتونو ته به د قدر په سترګه وګوري.
زموږ لوی خنډ له ټولنې د مېرمنو ګوښه کېدل و. اوس ډېره هیله منه نه یم، خو راتلونکي ته هیله لرم. په وروستیو کلونه کې چې د هنرمندانو او د سینما لوبغاړو فعاليتونه اسانه نه و، خو بیا هم تېر ته په کتو هیله بښوونکي وو. زه او نور فیلم جوړونکي نه غواړو چې سینمایي فعالیتونه کم شي یا ودرېږي. د فیلم جوړولو لپاره ضرور نه ده چې حتماً باید په افغانستان کې يې. زما په فکر اوس چې موږ په بهر کې ژوند کوو مسوولیت مو لا ډېر او دروند دی چې لا ډېر فعالیتونه وکړو او له دې لارې د افغانستان سینما ژوندۍ وساتو. موږ باید اجازه ورنه کړو چې دا ښکلی او له مینې ډک هنر ودرېږي. په دې ډول سینما ته هیله لرلای شو. باید ووایم چې زما خبرې تر نورو ليدونکو د سینمالوبغاړي، هنرمندان او د سینماپوهان ډېرې درک کوي. سينما یو پاک او سپېڅلی عشق دی چې یو پوه، زړه سواند او په هېواد ميین انسان یې لري. تاسو د سینما او هنر له لارې ډېر ژور مسایل او موضوعات مطرح کولای او د ټولنې او ژوند تر ټولو لوی خنډونه پرې حل کولای شئ. سینما تر هغه هم ډېر لوی ارزښت لري چې یو څوک یې تصور کوي. نن د سینما او تصویر زور تر اټومي بم او ډېرو نورو شیانو زیات دی. موږ نور تر هر وخت مخکې د سینما لوبغاړي، هنرمندان او په تېره بيا مستند جوړنکو ته ډېره اړتیا لرو. موږ ویلو او انځورولو ته اړتیا لرو چې د هغو په وسيله د خپل هېواد ستونزې هوارې کړو. که هنر دا ستونزې حل نه کړای شي؛ هيڅ زور، پیسه او کتاب هغه ستونزې نشي حل کولای.
موږ د سینما لوبغاړۍ څو میاشتې د اوونۍ په اخرو کې سره را ټولېدو او هغه دوستان به هم را ټولېدل چې د فیلم له نقد سره یې مینه لرله. د هرې اونۍ په اخر کې به مو خپل فیلمونه نقدول او فعلاُ هم موږ د خپلو فیلمونو د نقد پروګرامونه لرو، چې وروسته نړيوالو او بهرنیو فیلمونو ته نوبت ورسېږي. دا کار د دې لامل شو چې د هنري فعالیتونو په برخه کې يوڅه بوخته شم. د تېرو شلو کلونو په لړ کې موږ په افغانستان کې د هنر او سینمایي علومو اکاډمي په نوم یو هنري او سینمایي بنسټ درلود، چې مسووليت يې زما د مېړه ښاغلي «کیهان» پر غاړه و.
يه دې بنسټ کې زموږ يو مهم فعاليت د مهرګان نړيوال فیلم فيسټيوال جوړول و. موږ په کابل کې د مهرګان فیلم پینځه دورې نندارې ته وړاندې کړې، د شپږمې دورې پلان مو هم درلود، خو له بده مرغه کابل سقوط شو او هر څه پای ته ورسېدل.
نسرین: یوه شخصي پوښتنه درنه کولای شم؟
ستایش: هو مهرباني وکړئ.
نسرین: ایا ستاسو واده ستاسو له هنر سره اړیکه لرله؟ مانا دا چې هنر د دې لامل شو چې تاسو له ښاغلي کیهان سره واده وکړئ؟
ستایش: تر یوه حده همداسې و. همدا هنر د دې لامل شو چې زه د هنر له اکاډمي سره بلده شم او وروسته همدې بلدتیا موږ واده کولو ته سره تیار کړو. فکر کوم په هنر اکاډمي کې زما لومړی فعالیت د مهرګان فیلم فيسټيوال و. د فيسټيوال په دویم کال موږ سره وپېژندل.
نسرین: ستاسو په نظر دوه هنرمندان چې واده سره وکړي ژوند یې څنګه دی؟
ستایش: موږ ځینې وخت فکر کوو چې د فیلم په یوه صحنه کې لوبېږو. زما په نظر که هنري جوړه وي یا هم همسلکه جوړه وي، هغه که هر مسلک وي باید یو پر بل مثبت او ښه تاثیر ولري. زه خوشحاله یم چې موږ پر یو بل مثبت اغېز درلود او په فعالیتونو کې مو له یو بل سره مرسته کوله.
نسرین: تاسو د داورۍ تجربه هم لرله؟
ستایش: په لومړي ځل مې په کابل کې د مهرګان فیلم په نړيواله فيسټيوال کې د داورۍ دنده تر سره کړه او هلته د کمېټې غړې وم. وروسته مې د بامیان فیلم په لومړۍ جشنواره کې هم د داورې په حیث ګډون درلود. په ۲۰۲۲کال کې مې هم د چاپان پرایس د فيستيوال په فیلمونو کې انلاین داوري کوله.
نسرین: تاسې اوس په فرانسه کې پر کومو کارونو بوخته یاست او څه کوئ؟
ستایش: د فرانسې د هنرونو نمایشي مرکز هغو افغان هنرمندانو ته زمینه مساعده کړې چې تازه فرانسې ته راغلي دي. موږ په نورماندي ایالت کې ژوند کوو. هغوی هم پرېکړه کړې چې د نورماندي ښار هنرمندان سره راټول کړي چې د کابل سقوط وروسته خپل هنري فعالیتونه له سره پیل کړي او خلکو ته ور وپېژندل شي. د همدې کار په موخه پرېکړه وشوه چې په ګروپي ډول د تیاتر یو نمیاش وړاندې کړو. زموږ د نمیاش موضوع هم د اګسټ ۱۵مه ده. همدارنګه دا نمايش د فرانسې په مختلفو ښارونو کې وړاندې کېږي او اوس روان دی. د اپریل په لومړۍ نېټه په پاریس کې به زموږ نمیاش ترسره شي.
نسرین: ډېره مننه چې زموږ په خپرونه کې مو ګډون وکړ او خپلې خبرې مو را واورولې، ډېره خوشحاله یم چې ته مې لا ډېره وپېژندلې.
ستایش: ژوندۍ اوسې مننه چې زه مو خپرونه کې میلمه کړم خدای په امان.