د وطني څیړنو ارزښت!

Image

د وطن د علمي کهول د ډیرو ناخوالو برسیره یوه ستره کاستي  د څیړنو د کیفیت ده.  متاسفانه له ډیر پخوا تر نن ورځې زموږ علمي څیړنې هغه که د استادانو د ترفیعاتو اثار دي، که د علومو اکاډمي او د ماستري او دکتورا تیزیسونه دي که مونوګرافونه فقط د معلوماتي لیکنو ټولګې دي.  یعني د یوې موضوع تشریح چې دوی ورته کتابتوني تحقیق وایی. ددې څیړنو ارزښت نن ورځ بیخي کم شوی دی مثلا تاسو کولی شئ د Chat GPT په یو پرمټ د یو پوهاند د پوهاندي رتبې ته تیار شوي اثر غوندي مقاله تولید کړئ.

ځوانانو او هغوئ ته چې په دې اړوند علاقه لري د څیړنې د موډرنو میتودونو او Quantitative Research  زده کړه مهمه ده په دې ډول څیړنو کې تاسو د یوې پدیدې اړوند معلومات او ارقام راټولې او بیایی د علمي او احصایه وي اصولو مطابق تحلیل کوئ. او په دې شکل تاسو د علم لمن یوه زره نوره هم پراخوئ خو کتابتوني تحقیق هسي له موجوده معلوماتو نوي کیسې جوړول دي.

د علومو اکاډمي د څیړنو د کیفیت او ارزښت اړوند دډاکټر مایار لیکنه دلته لوستلی شئ.
څېړونکي ټولنه، د نوي علم او پوهې په رامنځته کولو سره، رهبري کوي. دوی مفکورې، مېتودونه، نوي وسایل، … طرح او په هر اړخیز ډول ازمویي. د دوی تر ارزونو او تاید وروسته هغه په ټولنه کې کارول کېږي.

خو متاسفانه زمونږ په ټولنه کې دا پروسه تقریبا برعکس ده. څه موده وړاندې مې د افغانستان د علومو اکاډمۍ پانه تعقیب کړه. هلته د طبیعت علمی مجلې په ګډون څو نورې مجلې هم خپرېږي. خو له بده مرغه محتوا یې د دې پر ځای چې مخکښ علم او معلومات وي، داسې څه وي چې هغه د کابل په کوڅو کې کورسونه تدریسوي. د بېلګې په ډول یوه علمي مقاله د GIS د کارونې په اړه وه.

معنی دا چې تر اوسه څوک له دې وسیلې خبر نه و او ښاغلي څېړونکي د خپل کار په ترڅ کې دا درک کړه او ټولنې د معرفت لپاره یې پرې مقاله لیکلې. په داسې حال کې چې دا سافټویر نېږدې ۲۰ کاله مخکې د محصلینو او انجنیرانو زده و او په دومره موده کې په دېرو پروژو کې کارول شوی. دویمه دا ډول بېلګه یې په وروستۍ ګڼه کې راغله. هلته یوه مقاله د اوبو په ارزښت لیکل شوې وه. سړی تعجب شي چې ایا زمونږ ټولنه د اوبو ارزښت تر اوسه نه پېژني؟ که داسې وي بیا نو ولې یې په ډېرو برخو کې اوبه کاروو.

د یو څه ارزښت معلومول یا تشرېح کول د هغه تر کارونې دمخه اغېزمن وي څو خلک یې په ګټه او زیان پوه شي. خو اوبه داسې یو څیز نه دي.
موږ چې دا خبرې چا ته وکړو، ځواب یې دا وي چې «دا افغانستان دی». په دې پوهېږو، خو والله که وضعیت دومره هم خراب وي چې وخت دې په داسې موضوعاتو تېر کړل شي.

دا وضعیت هغه مهال بدلېدی شي چې د ادارې مشر مسلکي او تر کارکوونکو تکړه وي.
په یاد ولري هېڅکله ضعیفه کس، کارمندان نشي لیډ کولی. ځکه که مشر یې په کار نیوکه وکړي. کارمند ورته وايي چې مهرباني مشره تاسو دا ترسره کړئ، یا دا چې تاسو یې ما ته راوښیی چې زه یې همغسې ترسره کړم.

د پورتنیو علتونو له کبله خلک/لوستونکي خپرې شوې علمي مجلې لولي نه، اخیستل او په هغې پیسې ورکول خو لا څه کوئ. زما په اند که وضعیت بدلون ونکړي، معاش بې ځایه مصرف دی. مصرف هغه مهال ګټور وي چې تولید یې اغېزمن وي.
نوټ: استثنا طبعا شته خو د پورتنیو مواردو ثبوت هم زه کړی شم.
و ما علینا البلاغ

ليکوال: جانداد جهاني

Share via
Copy link