د لیدو وړ کاینات په نهتصورېدونکي ډول ستر او پراخ دي: د شاوخوا ۹۴ میلیارد نوري کلونو په اندازه. دا ستر والی د رڼا د چټکۍ له مخې تصور کېدای شي، چې په یوه ثانیه کې شاوخوا ۳۰۰ زره کیلومتره مزل کوي، نو ۹۴ میلیارد کلونه به څومره فاصله وي! په مقابل کې، د ځمکې قطر یوازې ۱۲،۷۴۲ کیلومتره دی، او انسان، چې منځنی قد یې ۱٫۷ متره او وزن یې نږدې ۷۰ کیلوګرامه دی، په دې پیمانه کې نږدې هېڅ نه ښکاري.
که په هره فزیکي کچه وکتل شي، انسان ډېر کوچنی دی. د دې کوچنیوالي او د کایناتو د ستر والي پرتلنه په لاندې ډول ده:
• زموږ قد د کایناتو د پراختیا په مقابل کې دومره کوچنی دی، لکه د ۲۷ صفرونو لرونکي یو عدد څخه یوارې یو.
• زموږ د فزیکي بدن حجم د کایناتو په پرتله کې دومره کوچنی دی، لکه د ۸۰ صفرونو لرونکي یو ستر عدد څخه یوارې یو.
• یوازې ځمکه زموږ څخه دومره درنه ده؛ لکه له ۱ څخه چې د ۲۳ صفرونو لرونکی عدد ستر دی.
• ټول کاینات بیا زموږ په نسبت د داسې عدد په اندازه ستر دي، چې ۵۲ صفرونه ولري. یعنې زموږ فزیکي ځای په کایناتو کې دومره کوچنی دی چې له هیڅ سره نږدې دی.
• د انسان منځنی عمر ۷۰ کاله دی، او د کایناتو د تیر څه کم ۱۴ بیلیونه کلونو په منځ کې دومره کم دی، لکه په ۷۰۰ میلونه شیبو خواوشا کې فقط یوه شېبه. او د لایتناهي عمر په تناسب څومره؟!!!
• خو له نیکه مرغه زموږ پوهه د ژبې، نښو، او ساینس څخه د استفادې او له وحې څخه د سمې پیروۍ له لارې په نامحدود ډول پراخېدای شي. په کایناتو کې زموږ د حیرانوونکي کوچنیوالي په تناسب زموږ پوهه، زموږ تر فزیکي کتلې د ۴۹ صفرونو لرونکي یو ستر عدد په اندازه زیاته ده، او دا موږ ته د هغه لا زیات او تقریباً ناپایه پرمختګ هیله راکوي، چې قرآن یې زیری راکړی دی.
• الله د آدم په بدن کې خپل روح پوکلی (الحجر: ۲۹)، او هغه ته یې د هر څه نومونه ورښودلي دي (البقره: ۳۱).
دا دوهم آیت انسان ته دوه مهم پیغامونه لري:
1. نومونه یوازې لیبلونه نه دي، بلکې د پوهې، ژبې، طبقهبندۍ او مانا جوړونې وسیلې دي. د نومونو په مرسته انسان بڼې پېژني، مفاهیم ټاکي، پدیدې بیانوي، او د استفادې لارې یې زده کوي. نومونه د پوهې سمبولیکې کیلي ګانې دي.
2. انسان ته یوازې نومونه ورکړل شوي، نه د شیانو د ذات بشپړه پوهه. انسان کولای شي تشریح وکړي، لکه د اتومي ذرو (کوارک، بوزان، الکترون، نیوترون او پروتون) تشکیلي جوړښت، د مالیکولونو، حجرو، نسجونو او غړو بدلونونه، د ایکوسیستم اغیزې او د بدن پرمختګ، خو د شیانو بشپړ باطن او د الله ذات نشي درک کولای.
انسان له فزیکي لحاظه ډېر کوچنی دی، خو په دې کوچنیوالي کې یو حیرانوونکی پارادوکس موجود دی: هغه د ښو کړنو کولو توان هم لري، او د تخریب، بېلارۍ او تباهۍ توان هم. د ده نوښتیزې وړتیاوې کولای شي درمل، ټکنالوژي او ستر سهولتونه رامنځته کړي، خو په همدې ډول بشریت ته ټپونه، درد، مرګ، وېش او ټکرونه هم راوړلی شي.
له همدې کبله، انسان باید د خپل طبیعت رغنده اړخونه وروزي، زده کړه وکړي او روزنه، تزکیه او تربیه تر لاسه؛ او د همدردۍ، همکارۍ او نوښت وړتیاوې پراخې کړي، تر څو د بشریت او چاپېریال خدمت په غوره او مثبت ډول ترسره کړي، او له تخریب او ورانۍ مخنیوی وکړي. په دې توګه نه یوازې نړۍ روښانه کېږي، بلکې د انسان مسؤولیت او ژور هدف هم عملي کېږي: د خپل خالق او پالونکي سره اړیکه ټینګول، چې انسان ته یې دا ستر مسوولیت سپارلی دی.
کله چې د انسان د پوهې وړتیا د بدن له وزن سره پرتله شي، توپیر یې حیرانوونکی دی. په فزیکي ډول انسان د کایناتو هېڅ برخه نه جوړوي، خو ذهناً او روحاً دا وړتیا لري چې له خپلې اندازې ډېر لېرې او لوړ ځای ته ورسېږي. د پوهې، تفکر او ایمان توان ده ته د فاني او ابدي ترمنځ د وصل پُل برابروي.
قرآن کریم دا موضوع لا ښه روښانوي: دا مفهوم چې الله تعالی په انسان کې خپل روح پوکلی دی (الحجر: ۲۹). دا مانا نه لري چې انسان د الله له ذات څخه دی، بلکې ښيي چې انسان ته د ازادې ارادې، عقل، اخلاقو او ایمان مسوولیت ورکړل شوی دی. له همدې کبله، سره له دې چې د ده بدن ډېر کوچنی دی، انسان ته د صالح والي په صورت کې د ځمکې د خلافت وعده ورکړل شوې ده.
نو، که څه هم د انسان بدن په کایناتو کې هېڅ وزن نه لري، ذهن او روح یې د بدن په نسبت ډېر زیات وزن لري. نومونه د پیل ټکی دی، او د ځان، کایناتو، او د الله د قدرت د نښو په پېژندلو کې د کیلي په څېر عمل کوي. همدا پوهه انسان ته وایي چې که په مادي لحاظ کوچنی دی، خو فکري او روحاني ظرفیت یې بېپایه دی.
د انسان په کیسه کې یو حیرانوونکی او فکر پاروونکی پارادوکس موجود دی: د ظاهري اندازې له مخې د دوړو د یوې درې په څېر کوچنی، خو په وړتیاوو کې بېپایه. د دې ستر توان سره مسوولیت هم تړلی دی. انسان باید انتخاب وکړي چې د طبیعت رغنده، لوړ او مثبت اړخونه فعالوي، که د تخریب، بېلارۍ او غرور سیوری خپروي. د انسان لوړ هدف په دې کې دی چې د ښو، پر پوهه ولاړو او ډاډمنو کړنو پالنه وکړي او د بدو کړنو له کولو او اغېزو ځان وساتي. په دې توازن کې مسؤولیت، عزت او هدف نه یوازې څرګندیږي، بلکې عملي کېږي هم.
ليکوال: ډاکتر محمد ابراهيم شينواری