مرکه کوونکی: عزيز رويش
ژباړه: ميرويس ميوندوال
ايډيټ: صديق دقيق
پيل:
د شیشه میډیا درنو ملګرو ته سلامونه!
نن د پوهنې وزارت له پخواني معین ښاغلي محمد ابراهیم شینواري سره مرکه لرو. ښاغلی شینواری د طب ډاکتر دی؛ د عامې روغتیا د مدیریت په برخه کې ماسټري لري او د عامې تغذیې په برخه کې يې هم تخصص کړی دی.
نن په افغانستان کې د ښاغلي شینواري ځانګړیو ښوونیزو او روزنیزو هڅو او نورو فعالیتونو ته تم کېږو او بحث پرې کوو. هیلهمن یم چې د ښاغلي شینواري تجربې د افغانستان په اوسني بد وضعیت کې زموږ همځولو ته یو ښه لارښود شي؛ چې په دې وپوهېږو چې موږ څه ډول د خپل عصر د خلکو له تجربو څخه ګټه واخلو او په راتلونکې کې د ښه او ارام ژوند لپاره لار پرانیزو.
د شیګل ولسوالي يو شينواری هلک
رویش: معین صاحب، د شیشه میډیا ځانګړې خپرونې ته ښه راغلاست. ډېر خوښ یم چې زموږ بلنه مو ومنله.
محمد ابراهیم شینواری: ډېر مننه، ښاغلی رویش صاحب. مبارک دې وي، تاسې یو ډېر صمیمانه او خوږ پلټفارم جوړ کړی دی. زه ستاسې خپرونې تعقیبوم. انشاءالله ډېر بریالي یاست.
رویش: ډېره مننه. معین صاحب، موږ معمولاً خپلې خپرونې په یوه ډېره ساده شخصي پوښتنه پیلوو. د زېږېدو په اړه مو را ته ووایاست، چې چېرې پيدا شوي یاست؟ د مور او پلار، لومړنیو زدهکړو او پرمختګ په هکله مو راته ووایاست. که څه هم اوس مو په ږېره کې سپين لګېدلي، خو که مهرباني وکړئ او یو ځلې د خپل ماشومتوب دورې ته ور وګرځئ. په دې کې شک نشته چې تر ما سپینږېری یې، خو کله دي دې نړۍ ته سترګې غړولې دي؟
شینواری: زه باید په پښتو او فارسي دواړو ژبو وغږېږم؟
رویش: هو، په دواړو ژبو خبرې کولای شئ.
شینواری: زه په ۱۳۴۸ هـ.ل کال کې د کونړ ولایت په شینکوړک کلي کې زېږېدلی یم. دا په کونړ کې یو مشهور کلی دی. شمس الدین مجروح او پوهاند بهاءالدین مجروح هم په همدې کلي کې زېږېدلي دي. موږ د پښتنو د شینوارو د قوم یو. زما پلار حکومتي مامور و او مور مې زدهکړې نه وې کړې، خو دوی دواړو د خپلو ماشومانو د ژوند په اړه ښه لرلید درلود. زه چې اوس د شخصي پرمختګ په اړه کتابونه لولم؛ نو حیرانېږم چې زما مور هغه وخت څنگه په دې پوهېدله.
هغې کیسه کوله چې ستاسې د وړوکوالي په وخت کې به ما تاسې ته درېشۍ جوړولې. هغې ویل، نورو ښځو به را ته ویل چې تاسې خو کور او باغ لرئ، نو څه پلان لرئ او ولې دې زامنو ته درېشۍ ګنډئ؟ ما به هغوی ته ویل چې زما زامن باید په کابل کې ژوند وکړي او افغانستان ته خدمت وکړي. زما مور زموږ په اړه دغسې یو لرلید درلود. پلار مې حکومتي مامور و او ډېر ارام او پاکنفسه شخصیت تېر شوی دی. هغه ډېرې خبرې نه کولې خو پلان یې درلود چې اولادونه یې باید زدهکړې وکړي.
د دوی لرلید پوره شو. موږ اووه وروڼه په ښوونځي او پوهنتونونو، داوړو کې اولنمرهگان وو. څو وروڼه مې ډاکټران شول؛ څو نور انجینران شول او یو پکې ارکان حرب او ماسټر شو. هغه تصویر چې مور او پلار مې زموږ په اړه جوړ کړی و، هماغسې وشول. هغوی موږ ته لارښوونه کړې وه چې په ټول ژوند کې به پر ځان تکیه کوئ او له انسان، وطن او ان کایناتو سره به یوه زره خیانت هم نه کوئ. فکر کوم انشاءالله په فساد او خیانت کې به نه یو شریک شوي. که مو ډېر خدمت نه دی کړی، نو حد اقل خیانت مو هم نه دی کړی.
رویش: څو وروڼه او خویندې لرئ؟
شینواری: موږ اووه وروڼه او څلور خویندې يو. دو وروڼه تر ما مشران وو؛ یو یې په انجنیري کې ماسټري لري او بل یې په نظامي برخه کې ماسټر او ارکان حرب دی. نور وروڼه تر ما کشران دي. په کشرانو وروڼو کې مې دوه انجنیران دي، یو یې د طب ډاکتر دی او په امریکا کې یې د عامې روغتیا په پالیسي کې ماسټري کړې ده او یو بل له اقتصاد څخه فارغ دی.
رویش: خویندو مو هم ستاسې په څېر زدهکړې کړې دي؟
شینواری: خویندو مې تر نهم ټولګي درسونه ویلي دي. په هغه سیمه کې چې موږ ژوند کاوه، هلته یو خوا انقلاب و او بل د نجونو ښوونځي نه وو؛ نو شرایط برابر نشول چې هغوی هم درس ووايي. کوچنۍ خور مې دارالمعلمین لوستی دی.
د کونړ شینواري
رویش: ستاسو په خبرو کې دوه ټکي را ته ډېر جالب ښکاره شول چې باید د هغو په اړه یو څو پوښتنې وکړم. ښايي دا به ستاسې لپاره بدې خاطرې وي، خو هیلهمن یم چې ستاسې له خولې یې واورم. لومړی، تا وویل چې په قوم شینواری یې. د امیر عبدالرحمن په وخت کې د شینوارو قوم ډېر زیات وځپل شو. د امیر عبدالرحمن یو ډېر مشهور شعر دی: « دوه کسه ستاسي نه خپلېږي؛ یو مار او بل شینواری». تاسې د دې کیسو په اړه له خپلې کورنۍ، خپلوانو او یا له هغو کسانو چې هغه وخت هلته موجود وو، څه اورېدلي دي؟ امیر عبدالرحمن خان په خپل کتاب کې لیکلي چې د شینوارو له سرونو یې منارونه جوړ کړي وو، د هغه اصلي کیسه څه وه؟ امیر عبدالرحمن ولې شینوارو ته دومره په غوصه او غضب و؟
شینواری: ښاغلی رویش صاحب، دلته دوې خبرې دي. موږ د کونړ شینواري یو. په کونړ کې د شیگل په نوم ولسوالي ده، چې اوسېدونکي یې شینواري دي. امیر عبدالرحمن چې کوم منارونه جوړ کړي وو، هغه یې د ننگرهار د شینوارو له سرونو جوړ کړي وو.
رویش: په قوم خو شینواري یاست؟
شینواری: هو، په قوم شینواري یو. امیر عبدالرحمن د ننگرهار د شینوارو له سرونو منارونه جوړ کړي وو. تاریخ یې ما هم لوستی دی. که څه هم زه د امیر عبدالرحمن په اړه متفاوت نظر لرم؛ یعنې هغومره چې هغه بد یادېږي، ما ته هغومره بد نه ښکارېږي، ځکه قدرت او سیاست که ځينې انساني اړخونه لري، خو له بده مرغه خراب اړخونه یې هم ډېر دي. له بده مرغه له جنگونو وروسته ملوک الطوایفي راځي او دولت جوړول د ملتونو د انکشاف او ودې هغه تر ټولو لوړه کچه ده؛ یعنې کله چې یو ملت کورنۍ، کلی او ښار جوړ کړي او نوره هم وده وکړي بیا دولت او ملت جوړوي. په افغانستان کې دولت وران شوی و او امیر عبدالرحمن سره له دې چې تشدد او ظلم کړی و، ظلم ته یې هيڅکله څوک ښه نه وايي، حد اقل مثبت اړخ یې دا و چې حکومت یې جوړ کړ.
هغه لیکلي، د شینوارو دغې قبیلې له ماهیپر څخه تر پېښور او تهکال پورې لارې لوټلې. وايي، څو ځله مې د وروري، پښتونولي او افغانیت پیغامونه ور ولېږل چې دا کارونه مه کوئ، خو دوی نه اصلاح کېدل. وايي، یو وار مې وړه جزا ورکړه، خو بل ځل مې يې له سرونو څخه په غنيخېلو او جلال اباد کې ترې دوه کله منارونه جوړ کړل. له بده مرغه سیاست دا وحشيانه اړخ لري.
زموږ مشرانو بیا برعکس د امیر عبدالرحمن په وخت کې گټه کړې وه. امیر عبدالرحمن ورته ویلي وو چې تاسې له ما سره بیعت وکړئ. هغوی ورته ویلي وو، موږ هغه وخت له تاسره بیعت کوو چې د دغې سیمې قباله موږ ته راکړې. بیا یې قباله ورکړې وه او دوی جنگ نه و ورسره کړی. د ننگرهار د شینوارو یوې ډلې له امیرعبدالرحمن سره ډېر شدید مخالفتونه لرل، خو برعکس د کونړ شینوارو بیا تفاهم ورسره کړی و.
د خلقیانو په وخت کې د کونړونو ټول وژنه
رویش: د امیر عبدالرحمن د حکومتولۍ یوه طریقه دا وه چې له قومونو څخه یې د نورو سیمو د ځپلو لپاره کار اخیست او بیا به یې وروسته یا د هغوی ځکمې دوی ورته ورکولې او یا به یې هغوی بل ډول نازول. له بده مرغه د حکومتولۍ دې طریقې افغانستان ته ډېر تاوان وکړ.
غواړم چې د یوې بلې خاطرې په هکله درڅخه وپوښتم. د خلق دموکراتیک ګوند د راتګ په لومړیو کې په کونړ کې ډېره وحشتناکه عاموژنه وشوه. ویل کېږي، هغه کس دغه عاموژنه وکړه چې ظاهراً د والي په توګه ټاکل شوی و او یا له کابل څخه د دې لپاره راغلی و چې خلک وهڅوي چې د دولت پر وړاندې له بغاوت څخه تېر شي. ټول خلک یې په یو ځای کې سره را ټول کړل او ويې وژل. ځینې خلک ادعا کوي چې په دې عاموژنه کې له لسو څخه تر دولس زره تنه ووژل شول. زه فکر کوم د ارقامو په اړه په دې ادعا کې غلو شوې، خو په هر حال دا ډېرې حشتناکې عام وژنې وې.
ما د خپل ماشومتوب په دوره کې، چې هغه مهال د خلق دموکراتیک ګوند لومړي وختونه وو، په کابل کې ډېرې وحشتناکې کیسې اورېدلې وې، چې یوه یې د کونړ اړوند وه. فکر کوم اسمار هم په کونړ کې ده. هغه وخت مې د اسمار نوم هم اورېدلی و. غواړم په دې اړه هم لږ معلومات راکړئ. څه خاطره ترې لرئ او معلومات مو څه دي؟
شینواری: زه په دې اړه تقریباً اول لاس معلومات لرم؛ ځکه زه خپله د هغې ولسوالي یم. لومړی وسلهوال جهادي پاڅون په شیګل ولسوالي کې پیل شو. سره له دې چې د افغانستان د خلق دموکراتیګ ګوند د حکومت پر ضد لومړی جهادي فیر د پکتیا په زیړوک کې د جلال الدین حقاني لهخوا وشو، خو هغه سمبولیکه بڼه لرله او بیا وروسته جګړې و نه شوې. د شګیل ولسوالي په جګړه کې عملاً فیرونه وشول او خلک په زخمیان او شهیدان شول. کشمیر خان او وحیدالله سباوون غوښتل چې خلک را ټول کړي او یوه جرګه جوړه کړي چې وروسته بیا د جرګې په تفاهم پاڅون وکړي، خو حکومت وار له مخه کړ او پر هغوی یې برید وکړ. کشمیر خان چې د جګړې ډېر ځانګړی استعداد او مهارت یې درلود، تصادفاً يې کلاشینکوف لاس ته ورغی چې په پایله کې یې یو څو نفره صاحب منصبان ووژل شول او حکومت ماتې وخوړله.
تر دې وروسته جګړې شروع شوې او ورو ورو د پیچ ولسوالي ته هم ورسېدې. پیچ د کونړ تر ټولو ډېر با نفوسه ولسوالي ده. د پیچ ولسوالي خلکو پلان درلود چې زموږ د ولسوالي له خلکو سره په ګډه د کونړ ولایت مرکز فتح یا اشغال کړي، هر څنګه چې یې تاسې بولئ. دوی زموږ د ولسوالي له خلکو سره د ګاونډيتوب ښې اړیکې لرلې. د کونړ مرکز ته څېرمه نږدې د کراله په نوم یو پر نفوس کلی و. د دغه کلي اوسېدونکو هم له مجاهدینو سره اړیکې لرلې؛ ځکه د افغانستان ډېرو خلکو له مجاهدینو سره خواخوږي لرله. دولت په پرو اکټیف شکل دا کلی کلابند کړ او تر دولس او دیارلس کلني غټ ځوانان یې ټول ونیول او په هماغه شپه یې شهیدان کړل. ممکن شمېر یې څو زرو ته و نه رسېږي، خو شاوخوا له ۱۲۰۰ څخه ۱۸۰۰ ځوانان اولويان یې شهدان کړل.
رویش: ډېر خلک وايي چې د ډېر وحشت له وېرې ان نجونو او ماشومانو ځانونه سیند ته وغورځول او غرق شول. دا رښتیا دي؟
شینواری: فکر کوم دا به مبالغه وي؛ ځکه خلقیان هم د دې ملک خلک وو او د خلکو په ناموس، ښځو او لوڼو یې تجاوز نه کاوه. برعکس، هغوی په دې برخه کې په تقوا کې افراط کاوه.
رویش: ویل کېږي هغه خلک یې سیند ته ور وغورځول چې له دې وحشت څخه تښتېدل، ایا خلک یې په رښتيا هم سیند ته ور وغورځول؟
شینواری: نه، ما داسې څه نه دي اورېدلي. يوه خبره مې اورېدلې چې هغه وخت یو خلقي کادر ته، چې د کونړ اوسېدونکی و او په ننګرهار کې د ولایتي شورا غړی و، دنده سپارل شوې وه چې کونړ ته ولاړ شي او اخوانیان او افغان ملتیان پیدا او لیست کړي. خلک وايي چې هغه سړي څاوېښت – پنځوس نفره را ټول کړل او په یوه شپه یې د کونړ سیند ته وغورځول، خو د دې خبرې ثبوت نشته.
په کونړ کې د جهاد پیلوونکي
رویش: تاسې د کشمیر خان او سباوون په نوم د کونړ د دوو مشهورو څېرو نومونه واخيستل، کولای شئ چې د هغوی په اړه لږ معلومات را کړئ؟ هغوی په لومړیو کې څه رول درلود او وروسته یې برخلیک څنګه شو؟
شینواری: دوی دواړه د ثور د کودتا یا انقلاب، هر نوم چې د خلکو خوښ وي، پر مهال له دولسم ټولګي څخه فارغ شول. فکر کوم وحیدالله سباوون په انجینیري پوهنځي کې شامل شوی و او کشمیر خان په ۱۳۵۴هـ.ل کال کې له حکمتیار او مسعود سره پاکستان ته تللی و. کله چې انقلاب شو، انجنیر سباوون هم پاکستان ته ولاړ.
د ثور تر انقلاب سملاسي وروسته په جوزا کې شيګل ولسوالي ته راغلل. هغه وخت لا شیګل د اسمار ولسوالي اړوند وه. د کشمیر خان کلی ډېر لرې او په غرنۍ سیمه کې و. دوی راغلل. فکر کوم د نورو ولایتونو خلک هم ور سره وو. ما اورېدلي چې مارشال فهیم هم د کشمیر خان مجاهد و او له هغه سره یو ځای تللی و. د نورو ولایتونو مجاهدین هم ور سره وو.
د دوی پلان دا و چې لومړی یوه قومي جرګه جوړه کړي، د قوم مشران ورته راوغواړي او هغوی ته ووايي چې کمونیستان راغلي دی. دوی غوښتل د قوم مشرانو ته ووايي چې کمونیستان زموږ د دین او عقیدې خلاف دي؛ موږ د هغوی پر وړاندې پاڅون او جهاد کوو؛ تاسې هم له موږ سره یو ځای شئ.
هغه وخت د دوی ولایتي امیر مولوي حسین و، چې وروسته بیا د مولوي جمیل الرحمن په نوم مشهور شو. هغه د پېچ ولسوالي و. پېچ ډېره غټه ولسوالي ده او ډېر زیات نفوس لري چې اوس په څلورو یا پنځو بېلابېلو ولسوالیو وېشل شوې ده. مخکې له دې چې جرګه جوړه کړي، حکومت پر هغوی برید وکړ، خو دولت هغوی و نشول نیولای. تر دې وروسته د دوی پاڅون شروع شو او بالاخره کمشیر خان او سباوون د اسمار لېوا خپل لور ته جلب کړه او هغه ورته تسلیم شوه. دا د افغانستان یوه ستره لېوا وه او زیاته وسله پکې وه. تر هغه وخته هلته یوازې حزب اسلامي و، خو تر دې وروسته جمعیت اسلامي ګوند هم هلته پیدا شو او په دې سره دو ګوندونه شول. زه هغه وخت د کابل په سروبي کې د څلورم ټولګي زدهکوونکی وم او هغو خلکو کیسې را ته کړې وې چې په دې مسالو کې شریک او ترې خبر وو.
له بدهمرغه مجاهدینو دا ټولې وسلې و نشوې ساتلای؛ ځکه په دغو وسلو کې قومونه شریک وو او هر قوم خپله برخه وسلې غوښتې. د کشمیرخان پلان دا و چې د دغو وسلو په زور اسعداباد ونیسي او بیا وروسته د اسعداباد د وسلو او تجهیزاتو په وسیله ننګرهار ونیسي، خو داسې ونشول او دا وسلې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو ترمنځ ووېشل شوې او بیا وروسته هر قوم خپل برخه وسلې ترې وغوښتې، خو دومره یې وکړل چې له هماغې ورځې د دولت تر ماتې پورې يې همدا سیمې په خپله ولکه کې وساتلې.
رویش: بیا د کشمیرخان او سباوون برخلیک څنګه شو؟
شینواری: حزب اسلامي هم وروسته له جمعیت اسلامي سره ایتلاف وکړ. کله چې د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدینو دولت په کابل کې ماتې وخوړه، وحیدالله سباوون له مسعود سره شمال ته ولاړ او کشمیرخان بېرته خپل کلي ته ستون شو. هغه جنګ و نه کړ، خو طالبانو ته هم تسلیم نشو. طلبانو ورباندې برید وکړ، خو ماتې یې وخوړه. د امریکایانو تر راتګ وروسته هغه بیا غرونو ته وخوت او ویل یې چې ما د یوه اشغال پر وړاندې جګړه کړې، بل ته هم نه تسلیمېږم. جګړه یې نه کوله؛ سړک، پل او پلچک یې نه وراناوه او خلکو ته یې ویل چې خپل ماشومان مو ښوونځیو ته ولېږئ. هغه ویل، زه کېنم که باعزته سوله راتله، سوله کوم. د سیمې امنیت یې ډېر ښه نیولی و. فکر کوم د افغانستان د جمهوری دولت په وروستي کال وفات شو او خلکو په ډېر درناوي او عزت خاورو ته وسپاره.
وحیدالله سباوون د حامد کرزي او اشرف غني د حکومت پر مهال د ولسمشر سلاکار و. هغه ډېره هڅه کوله چې سوله راشي؛ ځکه هغه له تاجکو، هزارهګانو او پښتنو سره ډېرې ښې اړیکې لرلې. کرزي صاحب به تل هغه قومي جرګو ته لېږه. هغه په دې برخه کې ډېر بریالی و.
د کونړ یو جامع انځور
رویش: له استاد سباوون او کشمیرخان داوړو سره ما ډېر زیات شخصي بحثونه او خبرې کړې دي. د کورنیو جګړو پر مهال مې په کابل او بیا وروسته په پېښور کې ورسره لیده کاته کېدل. په هر حال، اوس په کونړ کې یوې بلې موضوع ته ور ځو. د ژبني او قومي جوړښت له مخې په کونړ کې بېلابېل قومونه ژوند کوي. د دوی جوړښت او خپلمنځي اړیکې څه ډول دي؟ د بېلګې په توګه، له ټولنیز اړخه د دوی په منځ کې ودونه او نورې راکړې ورکړې شته که نه؟
شینواری: هلته ډېر قومونه مېشت دي؛ تر ټولو غټ قوم یې صافیان دي. صافیان په پېچ ولسوالي، چې اوس په څو نورو ولسوالیو وېشل شوې، نرنګ، بادیل دره، څوکۍ، دېوه ګل دره او ان په نورګل ولسوالي کې مېشت دي. بل قوم زموږ شینواري دي. شینواري دومره زیات نه دي. د ظاهر شاه د وخت د سرشمېرنې له مخې، هغه وخت هلته ۳ زره شینواري مېشت وو او بیا چې کله زه په ۱۹۹۸ز کال کې هلته د کلنیک امر وم، ما یوه سروې وکړه چې هغه مهال ۳۶زره تنو ته رسېدل. اوس ښايي شاوخوا ۵۰ زره نفره وي. بل د مومندو قوم دی. مومند هم په مروره او د شلتن په نوم په نوې جوړه شوې ولسوالي کې ژوند کوي.
د سالارزي او مشواڼي په نومونو دوه نور قومونه هم هلته ژوند کوي. مومند، سالارزي او مشواڼي درې واړه د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي. بل د ګجرو قوم دی. د انګریزانو په وخت کې له ګجرات څخه مجاهدو ګجرو دغې سیمې ته هجرت کړی او اوس هم زموږ په غرونو کې اوسېږي. په کونړ کې یو څه تاجکان هم ژوند کوي، چې خلک یې دیګانان بولي. هغوی په پښتو خبرې کوي، خو فکر کوم تاجکان دي.
تقریباً د کونړ ټول خلک په پښتو خبرې کوي. یوازې په ناړۍ ولسوالي او کړنګل دره کې یوڅه خلک په کوهستاني ژبه خبرې کوي. دوی نورستانیان نه دي. تر انقلابونو مخکې کونړ او نورستان یو ځای وو او له همدې امله نورستاني ژبې هم ډېر ویوونکي لرل، خو دا چې نورستان اوس یو بېل ولایت دی نو ویلای شو چې د کونړ ټول قومونه په پښتو ژبه خبرې کوي.
رویش: په کونړ کې پشهیان هم شته؟
شینواری: د نورګل ولسوالي په مزار دره کې یو کم شمېر پشهیان ژوند کوي. ډېری پشهیان په ننګرهار کې اوسېږي چې د دره نور په نوم یوه مستقله ولسوالي لري.
رویش: پشهيي او نورستاني ژبې له پښتو سره ډېر توپير لري؟
شینواری: هو، ډېر توپير لري. پشهيي او نورستاني لږ شباهتونه سره لري او ممکن له پښتو سره هم یو څه شباهت ولري؛ ځکه دا خلک په خپل منځ کې اړیکې، خپلوۍ او راکړې ورکړې لري.
د هغې بلې پوښتنې په ځواب کې مو باید ووایم چې په کونړ کې د قومونو ترمنځ اړیکې ډېرې ښې دي. زما د ماشومتوب وختونه د کابل په سروبي او جلالاباد کې تېر شوي، خو تر فراغت وروسته زه شاوخوا یو نیم کال د شیګل ولسوالي په کلینیک کې ډاکتر وم. کونړیان ډېر زیات مینهناک، صمیمي او باعزته خلک دي او هيڅوک د بل توهین نه کوي. یو متل دی:« د پښتون سړي یا وهل دي، یا ټېل وهل». یعنې که دې څوک وواهه یا دې ټېله کړ، دا دواړه یوه مانا او پور لري. توهین او تحقیر نشته او قومونه له یو و بل سره په ډېر زیات نزاکت کې ژوند کوي. ساپیان هلته تر ټولو ډېر دي، خو مساوي حیثیت لري. هلته مومند، سالارزي او مشواڼي ډېر جګړهخوښي خلک دي، خو له نورو قومونو سره یې اړیکې ډېرې دوستانه او ښې دي او ټول په خپل منځ کې له یو و بل سره دوستي او خپلوي هم لري.
رویش: د صافیانو خبره مو وکړه. د صافیانو په اړه ویل کېږي چې د دوی ريښه له خېوې ده. ایا دوی له مرکزي اسیا څخه دغې سیمې ته راغلي دي، که د همدې سیمې اوسېدونکي دي؟
شینواری: دا تاریخي تحلیلونه دي. هسې خو د پښتنو په اړه هم وايي چې له اوکراین څخه منځنۍ اسیا ته راغلي، هماغسې پر امو را تېر شوي او اریایان دي، خو دا ټول ثبوتول غواړي.
د ساپياتو په اړه چې ما څومره اورېدلي او عملي ښکاري، دوی له کوه ساپي خپاره شوي دي او همداسې لاندې نجراب او تگاب ته ښکته شوي دي، همداسې بیا لغمان او له لغمان څخه تر کونړ او باجوړ سیمې پورې تللي دي.
د ساپيانو په اړه دا نظر هم دی چې د هغوی په منځ وزیرستاني قومونه هم ساپيان دي. په کونړ کې ساپيان په ودیر، گوربز او مسودو وېشل شوي دي. په وزیرستان کې هم وزیر، ودیر او مسود موجود دي او گوربز بیا په پکتیا کې دي. دوی وايي چې که دغه درې قومونه د ساپيان برخه شي، نو دا که په افغانستان کې تر ټولو غټ قوم نه وي، نو په غټو قومونو کې خو خامخا راځي.
ژوند او ټولنيز خدمات:
رويش: په کونړ کې د ښوونې وضعیت څه ډول ارزوئ؟ د بېلګې په توګه، د ښوونیزو خدماتو او د سواد د سطحې له اړخه کونړیان د ننګرهار او لغمان د خلکو پر پرتله څه ډول دي؟
شینواری: تر انقلاب او د کرزي صاحب تر حکومت مخکې ننگرهار او لغمان تر کونړ ډېر مخکې وو؛ ځکه ننگرهار مرکزي ولایت دی او د لغمان خلک بیا کابل ته نږدې وو او هلته د تعلیم کچه لوړه وه، خو د کونړ جغرافیه لږ څنډې ته وه. د نوي حکومت په راتگ سره په کونړ کې یو ډېر ښه حرکت پیل شو او ډېر هلکان او نجونې مکتب ته تللې؛ د بېلګې په توګه، سره له دې چې زموږ کلی لږ لرې پروت دی، خو هلته هم د نجونو لېسه وه او څلور پينځه دورې فارغانې یې ورکړې دي.
په هغو ولایتونو کې چې ناامني او د نړیوال ایتلاف پر ضد جگړه پکې روانه وه، یوازېنی ولایت چې مکتوبونه پکې نه وو بند شوي، کونړ و. هلته موجودو مجاهدینو، مخالفینو، طالبانو او یا هر څوک چې وو، هغوی خپلو خلکو ته ویلي وو چې د نجونو او هلکانو په گډون خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږئ، زدهکړې وکړئ او د انکشافي کارونو مخه مه نیسئ، ځکه دا ستاسې حق دی. موږ خپلو سیاسي او نظامي کارونو ته پرېږدئ، هغه زموږ خپل کار دی. کونړ په همدې برخه کې د نورو ولایتونو پر پرتله ښه و.
یو ځل موږ کرزي صاحب ته ورغلي وو. هلته د افغانستان د ټولو سیمو مشران راغلي وو. کرزي صاحب د لوی کندهار مشرانو ته مخ ور واړاوه او ورته ويې ویل چې اې د لوی کندهار مشرانو! تاسو د سیاسي تاریخ تجربه لرئ او تل مو د افغانستان مشري کړې ده، خو ټول ښوونځي مو بند دي. که جنگ کوئ، هغه ستاسو خپل کار دی، خو له کونړیانو یې زده کړئ، مکتبونه مو مه بندوئ! په کونړ کې خلک له زده کړو سره مینه لري او له همدې امله هلته زده کړې ډېرې ښې روانې وې. بل دلیل یې دا دی چې د کونړ ځمکې هم کمې دي؛ نو خلک یې مجبور دي چې تعلیم ته ډېره توجه وکړي.
د ژوند شرایط او اسانتیاوې
رویش: په کونړ کې روغتیايي خدمتونه څه ډول دي؟ ایا عام خلک په تېره بيا ښځې، ماشومان او میندې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو، درملو، درملنې او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري؟
شینواری: تر ۲۰۰۱ وروسته زیات پرمختنګ شوی دی. په هره ولسوالي کې دوه درې روغتیايي کلینکونه یا روغتیايي پوستې جوړې شوې دي. د ولایت په مرکز کې بیا ولایتي روغتون جوړ شوی او د نورو ولایتونو په څېر هلته هم روغتیايي کارکوونکي روزل شوي دي. زه د افغانستان ډېرو ولایتونو ته تللی یم. کونړ هم د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د روغتیا په برخه کې ښه دي. زابل، ارزګان، هلمند او بادغیس هغه ولایتونه وو چې هلته جګړه وه او د روغتیايي خدماتو په برخه کې یې زیاتې ستونزې لرلې.
رویش: د میندو او مشاومانو مړینه څه ډول وه؟ ایا ماشومان په وړوکوالي او میندې د حاملګي او زوکړې پر مهال له روغتیايي ستونزو سره مخ وې، که نه؟
شینواری: د هغې محاسبې له مخې چې ما لیدلې ده، په بدخشان کې د میندو مړینه زیاته وه. کونړ په دې برخه کې له هماغه پيله د متوسطو ولایتونو په کتار کې و. تر هغه وروسته چې روغتیايي خدمتونه نسبتاً ښه شول، د کونړ خلک په ډېر دواطالبانه شکل او خوښي کلینیکونو ته تلل.
په مجموع کې د کونړ په ګډون په ټول افغانستان کې د میندو د مړینې کچه را کمه شوه، خو بیا هم د نورو پرمختللیو هېوادونو پر پرتله حالات ډېر ښه او ایډیال نه دي.
رویش: کونړ یو غرنی او اطرافي ولایت دی چې ګڼ ځنګلونه او پرېمانه اوبه لري. د کونړ سیند اوبه د پاکستان په لور ځي، د سیمې خلکو د دغه سیند له اوبو څخه څومره استفاده کوي؟
شینواری: ډېره کمه استفاده یې ترې کړې ده. د کونړ سیند خو د افغانستان یو غټ سیند دی او زیاتې اوبه لري، خو له بده مرغه لږ ژور تللی دی ځکه په غرنیو سیمو کې اوبه تېزې او ژورې ځي؛ ځکه نو ولس ترې استفاده نه ده کړې. له بده مرغه هغه پلانونه چې د اوبو او برېښنا یو لوی بند به جوړ شي، عملي نشول.
کونړ همداراز بهترین ځنگلونه لرل، خو له بده مرغه اکثره یې په دې څلوېښت کاله انقلاب کې چور شول. دغه ځنگلونه بېرحمانه ووهل شول او په غیر مسلکي توګه قطع او خرڅ شول. یوازې یو څو نفره پکې شتمن شول، خو زیاته گټه ترې گاونډي هېواد وکړه. هغوی به زموږ لرگي په ډېر ښه شکل منظمول او بهر ته به یې صادرول. یو ځل په تلویزیون کې یو دوست غږېده. هغه ویل چې په دې حساب افغانستان ته څو میلیاره ډالره تاوان رسېدلی دی. یوازې زموږ د شيگل ولسوالي ځنګل تر اوسه نه دی وهل شوی او هغه هم مشرانو همت کړی دی او قطع کېدو ته یې نه دی پرېیښی او بل چپهدره ولسوالي هم یو ډېر لوی ځنگل لري او هغه هم نه دی وهل شوی. ما اورېدلي چې په دې وروستیو کې یې هغه ته هم په غرونو کې ډېرې لارې ور جوړې کړې دي او قطع کېدل یې شروع شوي دي. که اوسنۍ اداره د دې کار مخه ونیسي، دا به یو ډېر غټ خدمت وي.
رویش: د پولې له هغې بلې غاړې خلکو سره د کونړیانو اړیکې څه ډول دي؟ راکړه ورکړه، تګ راتګ، ودونه او دې ته ورته نورې اړیکې لري که نه؟
شینواری: هو، ځکه مومند، سالارزي او مشواڼي د پولې دواړو غاړو ته پراته دي. څو لسیزې مخکې یې ان ځمکې په خپلو منځونو کې سره وېشلې. هلته د شېخ مالي د ځمکو د وېش سیستم پلي کېده. شېخ مالي د پښتنو په منځ کې یو غټ حقوقپوه و. د دغه سیستم له مخې به هرې کورنۍ ته د هغې د غړیو د شمېر په تناسب ځمکه ورکول کېده. ځينې وخت داسې شوي چې د کونړ د مومندو یوۍ کورنۍ په باجوړ کې ځمکه ترلاسه کړې او یا د باجوړ یوه کورنۍ دلته ځمکه پیدا کړې ده. که څه هم څولېښت یا پنځوس کاله مخکې دا لړۍ درېدلې ده، خو اوس هم د دوی ترمنځ اړیکې، خپلوي او دوستي شته.
رویش: په دغو غرنیو سیمو کې د کونړ او پاکستان ترمنځ مواصلاتي لارې هم د تورخم په څېر دي ؟
شینواری: د تورخم په څېر نه دي، ځکه د تورخم لارې سرک خو جوړ او قیر دی. هلته دوه درې ځایه لارې شته، خو ډېری وخت یې پاکستانیان بندوي او ستونزې جوړوي، خو خلک ځانته یوه لار پیدا کوي.
رویش: د پاکستان خوا ته د شاګي په سیمه کې د کونړ اوبه ور ننوځي، نه پوهېږم تاسې هلته تللي یاست که نه؟
شینواری: نه، نه یم تللی.
رویش: د مهاجرت پر مهال په دغه سیمه کې د مهاجرو یو ډېر خطرناک کمپ و، چې ډېر بد وضعیت یې درلود. ما د مهاجرت پر مهال یو څه وخت په شاګي کې ژوند کړی دی. د کونړ له خوا ور روان سیند ډېر طوفاني و او اوبه به له غره راولې. ایا اوس هم د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۴ کلونو په غوندې زیاتې اوبه پاکستان ته روانې دي؟
شینواری: تقریباً.
رویش: ډېرې تیزې اوبه وې. تقریباً اوبه یې د پنجشیر سیند څلور، یا پينځه برابره وې.
شینواری: هو، د کونړ سیند اوبه ډېرې زیاتې دي.
رویش: په کونړ کې له دغو اوبو څخه استفاده نه کېږي او ټولې د پاکستان په لور بهېږي؟
شینواری: که ووایم چې هو، تقریباً دلته هيڅ استفاده نه ترې کېږي، ناسمه خبره به نه وي. ښايي یوه ډېره کمه استفاده ترې وشي، ان کېدای شي د ټولو اوبو یو فیصد هم نه وي.
په کونړ کې سیاسي جریانونه
رویش: تاسې مخکې د مولوي جمیل الرحمن یادونه وکړه. ایا دا جمیل الرحمن هماغه مولوي دی چې یو وخت د وهابیت په ترويج تورن شوی و او بیا یې ډېرې جګړې وکړې؟ سلفیت هم تر ډېره هغه ته منسوبېږي. هغه همدا سړی دی که هغه بیا بل څوک و؟
شینواری: هو، مولوي صاحب جمیل الرحمن یو ډېر معزز سړی دی او په خپل قوم کې ټول هغه ته په ډېر درناوي قایل دي؛ ځکه ساپيان تر ټول غټ قوم دی. هغه لومړی کس و چې له کشمیرخان او سباوون، چې هغه وخت یې امیر و، سره یې یو ځای جهاد شروع کړ. هغه په دیني مسالو کې ډېر لایق و، خو تحلیل فرق کوي او ځينې وخت د یو چا په معلوماتو کې تغییر راځي او له یوه مذهب څخه بل مذهب ته اوړي.
هغوی په دې نظر و چې تر ټولو ښه نظر د اهل حدیثو دی. هغوی قرآن کریم او د پیغمبر احادیثو ته ډېره ترجيح ورکوي. تر هغه وروسته چې له حزب اسلامي څخه خپه شو، د «جماعت الدعوه الی القرآن و السنه» په نوم یو نوی ګوند يې جوړ کړ او پخپله د همدې ګوند امیر شو او سفلي عقیده یې ترویج کړه. هغه ویل چې، د اهل تشیع په ګډون، همدا څلور مذهبونه په خپل ځای ښه دي، خو تر ټول ښه مذهب هغه دی چې د قران کریم، سنتو او صحیح احادیثو پیروي کوي.
هغه په څو ولسوالیو کې نفوذ پیدا کړ، خو بریالی نشو چې پر ټول کونړ فکري او نظامي تسلط ولري. د کونړ د مجاهدینو تر ټولو ښه صفت دا و چې په خپل منځ کې یې جګړه نه کوله، خو له بده مرغه په دې وخت کې د جماعت الدعوه او حزب اسلامي ترمنځ یوه ډېره بده جګړه وشوه، خو په کونړ کې د قومي سیستم د موجودیت له امله قوم دوی د دې جګړې دوام ته پرېنښودل او جګړه ودرېدله.
رویش: په کونړ کې له پخوا څخه د خلقیانو، حزب اسلامي او افغان ملتیانو درې اغېزمن جریانونه موجود وو. خلقیانو د خلکو په منځ کې کار کړی و او له همدې امله یې یو څه نفوذ پیدا کړی و. البته په وروستیو کلونو کې د دغو جریانونو شمېر تر دریو واوښت. د نفود له اړخه، په رښتيا هم کوم جریان په ټولنه کې ډېر منلی و او ډېر نفوذ یې درلود؟
شینواری: رویش صاحب، د افغانستان جوړښت داسې دی چې ثبات یې د ملا، ملک او دولت ترمنځ په مثلث پورې تړلی دی. که دوی سره متحد وو، ثبات هم موجود وي. هر هغه حکومت کامیاب دی چې ملا او ملک په خپل څنګ کې وساتي.
د ګوندونو په منځ کې اول د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند جوړ شو. د دوی پر وړاندې بیا د افغان ملت ګوند جوړ شو، خو هغوی په ټولنه کې شدیده انګېزه تولید نکړای شوه؛ ځکه د هغوی رهبر ډېر سوله خوښی انسان و او تل یې د اتحاد، یووالي او زغم خبرې کولې. افغان ملتیانو بهرنۍ اړیکې هم پیدا نکړې؛ ځکه بهرنیان هم ګوري چې څوک څومر پوتنشیل لري او څومره خلک په خپل ځان راټولولای شي. د هغوی د سوشیل دموکراسی شعار خلک په خپل ځان راټول نکړای شول. له همدې امله د افغان ملتیانو شمېر زیات نشو.
دويم ګوند، حزب اسلامي و. سره له دې چې حزب اسلامي له خلق دموکراتیک ګوند څخه پينځه شپږ کال وروسته جوړ شوی و، خو ډېرو خلکو د دې ګوند ملاتړ وکړ. د بېلګې په توګه، پلار مې د کونړ په مستوفیت کې دنده لرله. هغه ویل، یوه ورځ په کونړ کې لاریون وشو. یو څو نفره خلقیانو، پرچمیانو او افغان ملتیانو دغه لاریون پیل کړ. اخوانیان چې تازه صحنې ته راغلي وو او تعداد یې هم د ګوتو په شمېر و، یو ځل یې چیغه کړه چې دوی کمونیستان او بېدینان دي او موږ مسلمانان یو. ويل يې چې ټولو هټیوالو، ډرېورانو او بازار ته راغليو خلکو د اخوانیانو خوا ته ور منډه کړه او دا نور ګوندونه یې وځغلول او په وهلو وهلو یې له صحنې وایستل.
اصلي خبره دا وه چې خلقیانو د ځوانانو په منځ کې ډېر نفوذ درلود. هغه خلقیان چې ما لیدلي او پېژنم یې، ډېر پاک نفسه خلک وو او یوه افغانۍ خیانت یې هم نه دی کړی، خو له بده مرغه د خلکو، ملایانو او ملکانو له دودونو سره جوړ را نغلل او خلک يې پر ځان را ټول نکړای شول.
رویش: تاسې د افغان ملتیانو د رهبر یادونه وکړه چې ډېر سولهخوښی سړی و او د عدم تشدد پلوی و، ستاسې هدف غلام محمد فرهاد دی که احدي؟
شینواری: نه، احدي صاحب خو وروسته راغی. احدي هم ډېر ارام او سولهخوښی سړی دی. که څه هم ما غلام محمد فرهاد پخپله له نږدې نه دی لیدلی، خو اخونیانو، خلقیانو او افغان ملتیانو درې واړو دا خبره راته کړې ده چې هغه جګړه او کودتا نه غوښته.
رویش: حرکت انقلاب ګوند، چې وروسته ډېرو طالبانو له دغه ګونده سرونه را پورته کړل، او سنتي ملایانو په کونړ کې نفوذ درلود؟
شینواری: نه، هغوی ډېر نفوذ نه درلود. یوه جبهه یې لرله او هغه هم د حاجي صاحب میرعالم خان وه. هغه مشواڼی و او د همدې کم نفوذ علت یې هم خپل قوم و، نه ملایان. په کونړ کې اکثره ملایان د پنج پیر مدرسې وو او د خدای بښلي مولوي صاحب محمد طاهر شاګردان وو. هغوی د مولوي خالص، حزب اسلامي او جمعیت په ګوندونو کې وو.
رویش: په کونړ کې اوس د اهل حدیث او سنت وضعیت څه ډول دی؟ مولوي جمیل الرحمن او پیروان یې په کوم وضعیت کې دي؟
شینواری: اوس هم خپل پيروان لري. هغوی چې په کوم حالت کې وو، اوس هم تقریباً په هماغه وضعیت کې دي، خو د پخوا په پرتله یې امکانات کم شوي دي. سعودي او نور ځایونه اوس د هغوی ملاتړ نه کوي، خو ملایان يې د قرآن او حدیثو نظریات خلکو ته وايي او خلک یې هم قانع کړي دي. زموږ په ولسوالي کې نشته؛ ځکه زموږ په ولسوالي کې مولوي خالص او حزب اسلامي وو.
رویش: هلته د تدریس لپاره خپله مدرسه لري؟
شینواری: هو، مدرسه لري.
د پوهنې وزارت په رهبري کې یو طبیب
رویش: تاسې د روغتیا په برخه کې ډېر فعالیت کړی دی او دا مو تخصص هم دی. په افغانستان کې د روغتیا وضعیت څه ډول ارزوئ؟ د روغتیا په برخه کې تر ټول مهمه او غټه ستونزه څه ده؟
شینواری: روغتیا د انسان یوه مهمه اړتیا ده. موږ د روغتیا وضعيت د میندو د مړینې، تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړینې، تر یوه کال د کمعمره ماشومانو د مړینې او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې ارقامو ته په کتو سنجوو.
تر ۲۰۰۱ز کال مخکې په دې برخه کې افغانستان په ډېر بد وضعیت کې و. د بېلګې په توګه، په ټول افغانستان له یو لک ښځو ۱۶سوه ښځو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه، چې د میندو د مړینې له اړخه په نړۍ کې دویم بد هېواد و. د ماشومانو مړینه هم زیاته وه؛ یعنې ۲۵۷ پر ۱۰۰۰ وه. تر یوه کال د کم عمره ماشومانو د مړینې کچه هم زیاته وه، خو په وروستیو شلو کلونو کې په دې برخه کې ډېر تغییرات راغلل.
د وروستیو سروېګانو له مخې د مړینې کچه ۳۷۵ ته راښکته شوې ده. که څه هم زه په دې سروېګانو ډېر باور نه لرم او کېدای شي یو څه سیاسي اړخ ولري، ځکه په دوولسو یا پنځلسو کلونو کې له ۱۶۰۰ څخه ۳۷۰ ته راښکته کېدل، ډېر ډارماتیک بدلون دی. په هر حال، اوس تر پخوا حالت ښه شوی دی او د ماشومانو د مړینې کچه کمه شوې ده. د ماشومانو د مړینې کچه اوس ۱۹۰ او بالاخره ۱۱۹ ته را رسېدلې ده. مخکې په افغانستان کې لایف ایکسپیکټینسی یا د عمر منځنۍ کچه ۴۳ کاله و، خو ویل کېږي چې اوس خلک په نورمال ډول خلک تر ۶۵ یا ۶۸ کلونو ډېر عمر کوي.
دې حساب ته په کتو ویلای شو چې روغتیايي خدمتونه ګټور واقع شوي دي. لامل یې هم دا دی چې تر ټولو ډېر پام اطراف او کلیو ته شوی دی. عامه روغتیا د ټولو لپاره ده او باید داسې کړنلارې ورته په پام کې ونیول شي چې ډېرو خلکو ته ډېر خدمتونه وړاندې شي. که تر ټولو ډېره ښه او تخصصي خدمتونه هم وي، خو چې یوازې ۱۰۰۰ نفرو ته ورسېږي، دا په ټولنه کې ګټور نه تمامېږي. د واکسیناسیون خدمتونه چې په میلیونه ماشومانو ته رسېږي او یا د میندو د روغتیا خدمتونه، چې تقریباً د افغانستان نیمايي نفوس ته رسېږي، په عامه روغتیا کې شمېرل کېږي.
له هماغه پيله یو ډېر ښه او ستراتېژیک پلان جوړ شو، چې پکې د بنسټي روغتیايي خدمتونو کڅوړې او د روغتوني خدمتونو کڅوړې ډېرې ګټورې وې؛ ځکه په دغو خدمتي کڅوړو کې تر ټولو ډېر تمرکز پر ماشومانو او ښځو شوی و او بل ښه والی یې دا و چې پر اطراف متمرکزې وې. په دې حساب، ښايي په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ډېر پرمختګ د روغتیا او تعلیم په برخه کې شوی وي.
رویش: د اوږدمهاله اغېز له اړخه، روغتیا او پوهنه تقریباً له یو بل سره په مخالف جهت کې حرکت کوي. تاسې په طب کې تخصص کړی دی، خو وروسته د پوهنې وزارت ته راغلئ او د دغه وزارت د معین په توګه مو کار وکړ. روغتیايي خدمتونه د مړینې کچه را ټيټوي او په طبیعي توګه په ټولنه کې د نفوس د زیاتوالي غټ کړکېچ رامنځته کوي. کله چې ماشومان ژوندي پاتې کېږي او میندې هم د میندواري دوره په ښه ډول تېره کړي، د هغوی د عمر منځنۍ کچه یا لایف ایکسپیکټینسی لوړېږي. دا په طبیعي توګه د نفوس د زیاتوالي کړکېچ رامنځته کوي. په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په کليوالي سیمو کې نفوس په ډېر وحشتناک ډول زیات شوی دی. زه فکر کوم موجود تاوتریخوالی او افراطیت تر ډېره د همدې محصول دی، چې د کډوالۍ له وخته زموږ د نفوس زیاتوالي بې کنتروله دی.
بله برخه د پوهنې اړوند ده. برعکس، پوهنه یو ډېر مهم خدمت دی او د نفوس له کنترول سره مرسته کوي. کله چې د سواد کچه لوړېږي، د واده عمر هم ورسره په طبیعي ډول پورته کېږي. د بېلګې په توګه، بیا خلک په دوولس کلني، یا څورلس کلني کې ودونه نه کوي. له دې سره په طبیعي ډول د ماشومانو شمېر هم راټیټېږي؛ یعنې لوستې کورنۍ یا لوستې ښځه دې ته ترجیح ورکوي چې د زیاتو ماشومانو پر ځای دوه، یا نهایت درې ماشومان ولري او هغوی ته ډېره پاملرنه وکړي. د هغه چا په توګه چې په دواړو برخو کې مو کار کړی دی، په افغانستان کې د نفوس د زیاتوالي اغېزې څه ډول ارزوئ؟ دلته نفوس بېکنتروله زیاتېږي، خو خدمات کم دي، دې ته څومره اندېښمن یاست؟
شینواری: رویش صاحب، ډېرو ستراتېژیکو مسالو ته دې اشاره وکړه. یو ځل ما د افغانستان له ولسمشر سره په همدې خبرې کولې. ځينې مسایل عاجل او ځينې ستراتېژیک دي. هغه ما ته ویل چې که زه محدوده بودیجه ولرم، ته ما ته څه مشوره راکوې. ما ورته وویل چې که ته محدوده بودیجه ولرې، لومړی باید عسکر ته معاش ورکړې او خپل نظام وساتې. دویمه ستراتېژیکه ساحه دا ده چې خلکو ته اوبه ورکړې، چې د کابل خلک له تندې و نه مري. درېیم، عاجله روغتیا ده ځکه چې میندې او ماشومان مري. تر دغو ژوند بښوونکیو کړنلارو وروسته بیا باید پوهنې ته ستراتېژیکه توجه وشي، هغه ما ته وویل: «بهترین؛ همدغه زما لومړیتوبونه دي.»
د یو دولت د مشر په توگه لومړیتوبونه همدغسې تعینېږي چې لومړی باید نظامي او اقتصادي برخې ته، دویم روغتیا او درېیم پوهنې ته پاملرنه وشي. ستاسې د پوښتنې په تړاو، له نېکهمرغه ما د ملگرو ملتونو د نفوس په صندوق کې کار کړی دی. د نفوسو په اړه ما یوه لیکنه هم کړې وه چې څنګه د بېکنتروله نفوس مخینوی وشي؟ هغه وخت د ځينو دوستانو له لارې ما کرزي صاحب ته هم دغه وړاندیز ولېږه ،چې د نفوسو د کنترول یوه پالیسي یا ستراتېژي جوړ کړي، خو له بده مرغه هغه جوړه نشوه او دولت پر نورو شیانو مصروف و.
دا ښه او بد اړخونه دواړه لري. ښه اړخ یې دا دی چې بشري قوه تر لېتیمو، نفتو او گازو ډېره گرانه ده. که چېرې موږ پوهنې، روغتیا او د نفوسو کنترول ته په یوه وخت کې پام وکړو، بیا دا پر فرصت بدلېږي. هغه چې زیاتره هلکان او نجونې مسلکي او تخنیکي زدهکړو ته ولاړې شي؛ کِسب او مهارت زده کړي او لږې یې لوړو مسلکي او تخصصي زدهکړو ته ولاړې شي. داسې چې ډېر یې تر لسم، یولسم او دوولسم ټولګي وروسته په ټولنه کې کار وکړای شي. له بده مرغه هغه بیا بله ستونزه ده چې موږ په دې برخه کې کارخانې، فابریکې، وړې کمپنۍ او واړه تجارتونه نه لرو؛ نو هغه به کسب چېرته زده کوي.
ولسمشر د هغه لپاره ښه پلان درلود او موږ هم همغږي ورسره لرله چې تر نهم ټولګي وروسته تر اویا سلنه پورې هلکان او نجونې دې تدریجي تخنیکي او مسلکي زدهکړو ته ولاړ شي. که بیا نفوس ډېرېږي هم، هغه به په ټولنه نه بارېږي، خو دا چې په افغانستان کې د نورو جگړه روانه وه او د پينځوسو ملکونو جنگیالي دلته راغلي وو؛ نو هغه وخت دا لومړیتوب نه و، ځکه هلته نور مسایل په لومړیتوبونو اوښتي وو. ستاسې خبره معقوله ده چې که نفوس بېکنتروله زیات شي، دا د ټولنې لپاره افت دی.
رویش: اوس له دې زوایې څومره اندېښمن یاست؟ ورځ په ورځ نفوس په بېکنتروله ډول ډېرېږي، خو پالنه، کنترول او خدمتونه ډېر کم او کمزوري دي. څه فکر کوئ چې تر راتلونکو لسو کلونو به په افغانستان کې څه ډول کړکېچ رامنځته شي؟
شینواری: د نفوسو زیاتوالی څو مسایل رامنځته کوي. ډېر خلک بیا ښارونو ته راځي، ځکه په کلیو کې خو هيڅ شی نشته او ځمکې هم کمې دي او په ښار کې هم کار نشته. کله چې په ښار کې کار نه وي، بیا جنایتونه ډېرېږي، روغتیايي وضعيت بېرته خرابېږي، ټولنیز نظم له منځه ځي؛ د ناامني خطر ډېرېږي او نامسوولې ډلې جوړېږي. په مجموع کې یې خطرونه ډېر دي. ناورغۍ، ټولنیز جنجالونه او ټکرونه، ناامني او بانډونه ترې جوړېږي، خو فکر کوم د افغانستان جغرافیه لویه ده او که حکومت لږ قاطعیت او ډسپلین ولري، دغه ډول خلکو ته ورو ورو په راتلونکې کې کار هم پیدا کولای شي. یوازې دا بسنه نه کوي چې روغتیا، پوهنې او د نفوسو کنترول ته دې د توازن یوه پالیسي جوړه شي. زه د دې پلوی نه یم چې نفوس دې بېکنتروله زیات شي، خو هغومره ډېره د تشویش خبره هم نه ده. مهمه دا ده چې څه ډول روغتیايي پروگرامونه جوړ شي چې دوی روغ پاتې شي. که سړی روغ وي، بیا هغه تولید هم کولای شي.
د ځينو هېوادونو نفوس ډېر زیات دی، خو نورو ملکونو ته یې د مسلکي کارگرو په توگه لېږي او خپل ملک ته ډېرې پیسې راوړي. د هند نفوس سره له دې چې بېحده ډېر دی، خو دا ورته فرصت دی او د هند اقتصاد اوس مخ پورته روان دی. هغه اروپايي هېوادونه چې نفوس یې ډېر زیات کنترول کړ، اوس له ستونزو سره مخ دي او زموږ او ستاسې له هېوادونو کارگر غواړي.
په اصل کې انسان یوه سرمایه ده، خو بايډ په داسې اندازه تولید شي چې ده ته هم خیر وي او ابرومند او مرفه ژوند ولري؛ ټولنې ته هم بېنظمې ورسره رانشي او ټولنه هم ورسره مخکې ولاړه شي؛ نو مهمه خبره هماغه وه چې کاشکې په ۲۰۰۲ یا ۲۰۰۳ کې د نفوسو یوه پالیسي جوړه شوې وای، خو له بده مرغه تر اوسه لا نه ده جوړه شوې.
رویش: په پوهنې وزارت کې تر ډېره ستاسې فعالیتونه د پوهنیز نظام پر اصلاح او سمون را څرخېدل، د خپل کار پر مهال له کومو ستونزو سره مخ شوئ چې په افغانستان کې یې پوهنیز فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي وو؟
شینواری: له بدهمرغه کیفیت ډېر ټیټ و. له ښهمرغه د زده کوونکو شمېر یو دم زیات شو او له اته لکه څخه نهه میلیونو ته ورسېدل، ښوونکی هم په همدې شکل څو چنده زیات شول او ښوونځي هم زیات شول، خو په ورته وخت کې د دې برعکس، کیفیت ټیټ شو. ښوونکي ډېر په تلوار وګومارل شول. ځینې خلک په جعلي شهادتنامو ښوونکي شول. ځينو خلکو بیا یوازې په نوم دوولسم ټولګی لوستی و او یا یې خپله ځواني په مقاومت، سپاه انقلاب او یا مجاهدینو کې تېره کړې وه، راغلل شهادتنامې یې جوړې کړې او ښوونکي شول.
موږ یوه سروې وکړه چې له بده مرغه د افغانستان په تر ټولو مرکزي سیمه، مکروریانو، کې د شپږم ټولګي ښوونکی په د دې رقمي اعدادو پر جمع نه پوهېده. د کیفیت ستونزه ډېره جدي وه. یو لامل یې دا و چې ډېر عصري، خو په ورته وخت کې پراخ او د ډېرو مضمونونو درلودنکی نصاب جوړ شو. د بېلګې په توګه، له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې اووه مضمونونه تدریسېدل. ماشوم باید په ډېره خوښي او ساعتیري سره په تفریحي فضا کې درس ولولي، خو دلته هغه ته یو من کتابونه ور په شا کړي چې له ښوونځي تر کوره یې یوسي. په دغسې حالت کې زده کوونکی څه نشي زده کولای. له څلورم څخه تر شپږم ټولګي پورې څوارلس کتابونه تدریسېدل او په هغو سیمو کې چې دویمه ژبه هم ویل کېده، هلته له اووم څخه تر نهم پورې اتلس کتابونه تدریسېدل. تر دوولسم پورې همدا حال وو.
تر تولو غټ مشکل په نصاب او ښوونکي کې و. که دا دوه اصلاح شي، د پوهنې ټول نظام اصلاح کېږي. تر نصاب لا ښوونکی مهم دی. مثلاً، که تاسې یو لایق انسان واوسئ، نصاب هم جوړولای شئ. تاسې خپل ښوونځي ته جوړ کړی و. ما به هر ځای ستاسې مثال ورکاوه چې که ښوونکی او مدیر ښه وي، درس او نصاب هم ښه کېږي. مدیریت هم ډېر مهم دی.
ما د پوهنې په وزارت کې ډېر جامع اصلاحات پیل کړل، ځکه ولسمشر صلاحیت راکړی و او د اصلاحاتو به برخه کې یې زما ملاتړ کاوه. ما په دېرشو ساحو کې خپل اصلاحات پیل کړل. د مالي، اداري او د تربیه معلم په ګډون، په ټولو تعلیمي برخو، تعلیمي نصاب، تعلیمي ارزونې او تعلیمي څارنې لپاره په تیوري کې یو ډېر ښه سند جوړ کړ، خو له بده مرغه هغه تیوري عملي نشوه.
په پوهنې وزارت کې ستاسې لاستهراوړنې
رویش: کېدای شي د پوهنې وزارت د جوړښت او ان د ښونکو د روزنې اصلاح کول به ډېر ستونزمن نه وي، خو تاسې د تعلیمي نصاب په برخه کې له ډېرو جدي او مهمو ستونزو سره مخ شوئ. تعلیمي نصاب ډېر جدي مشکلات لرل. د افغانستان په تېر پينځه څلوېښت کلن تاریخ کې تعلیمي نصاب د ټولو سیاسي او ایډیالوژیکو حرکتونو تر بریدونو لاندې و او لاسوهنه یې پکې کوله.
نه پوهېږم ستاسې قضاوت به څه وي، خو زه فکر کوم د داوود خان په وخت کې جوړ شوی تعلیمي نصاب یو څه معیاري و. د ظاهرشاه په وخت کې تعلیمي نصاب یو څه ابتدايي او بدوي و، خو د داوود خان په وخت کې ډېر ښه شوی و، خو د خلق دموکراتیک ګوند په راتګ سره تعلیمي نصاب د انقلاب د مدافعینو د مخکښې طبقې د روزنې پر ډګر بدل شو. مجاهدینو هم له خلق دموکراتیک ګوند سره د مخالفت له امله ټول نصاب د مجاهدینو او جهاد له ایډیالوژي ډک کړ.
په دې نوي دور کې د ډيموکراسي، بشر حقونو او د ښځو حقونو په نوم د بهرني وارداتي فرهنګ یرغل، له دې پرته چې زموږ د تعلیمي نصاب جوړښتونه په سمه بڼه را جوړ کړي، نصاب یې نور هم وپړساوه. کوم شی چې تاسې د زدهکوونکي پر اوږو بار یادوئ، دا بار په حقیقت کې د تعلیمي نصاب دی. په دې برخه کې تاسې د خپلو فردي تجربو له مخې کومو حساسو ټکیو ته متوجه شوی یاست، چې غوښتل مو هغه اصلاح کړئ؟
شینواری: جناب رویش صاحب، فکر کوم په دې کې شک نشته چې د ظاهرشاه او داوود نصابونه نسبتاً ښه وو، ځکه هغه وخت شاواخوا پنځوس کاله سوله راغلې وه او په سوله کې بیا هنر، علم او شخصیتونه هم وده کوي او هغه وخت داسې خلک وو چې مغزونو یې کار کاوه، خو ډېر معیاري نصابونه هم نه وو. په را وروسته کلونو کې په نصاب کې انقلابي، جهادي او د طالبانو مفکورې شاملې شوې.
هغه نصاب چې د کرزي صاحب په وخت کې جوړ شوی و، په اصولو کې ښه نصاب و، خو بېحده یې ډېر کړی و او چې چېرې یې په دنیا کې د څه شي نوم اورېدلی و، هغه یې په نصاب کې شامل کړی او یو مضمون یې ورته جوړ کړی و. وروسته چې یې د بشر حقونه، وطندوستي او د مدني تعلیماتو مضمونونه هم پکې اضافه کړل؛ نو اتلس مضمونونو ته ورسېدل.
ما د نورې نړۍ نصابونه وکتل. امریکا ته ولاړم، د شانگهای، جرمني، ایران، پاکستان او سعودي نصابونه مو و ارزول. زموږ د پلان په ریاست کې ډېر فعال او تکړه ځوانان وو، هغوی هره یوه د یو- یو هېواد نصاب واخیست او همداسې مو د څلوېښتو هېوادونو نصابونه و ارزول، خصوصاً زموږ د گاونډیو، د نړیو د بهترینو او یو څو اسلامي هېوادونو نصابونه مو وکتل.
اساسي مساله دا وه چې زموږ په نصاب کې هيڅکله زده کوونکو ته ژبه په سم ډول نه ور زده کول کېدله، حال دا چې د ټولو علومو اساس ژبه ده. په قران شریف کې هم وايي:«علمه البیان». لومړی یې ژبه ور زده کړې ده. د ظاهرشاه له وخته نیولې د ډاکتر صاحب اشرف غني تر وخت پورې چې به زدهکوونکي له دوولسم ټولګي څخه فارغېدل، پښتو او دري یې په سم ډول نشوای لیکلای. د ډېرو غټو او مشهورو خلکو املا اوس هم غلطه ده ځکه په ښوونځي کې ژبه نه ور زده کېدله. په پښتو او دري مضمونونو کې د شاعرانو تاریخچې ور زده کوي، چې رحمان بابا په کوم کال کې زېږېدلی دی، مولانا په کوم کې زېږېدلی دی او محجوبه هروي چېرې زېږېدلې ده، خو لیکل، لوستل، ویل، اورېدل، وينا او خبرې کول یې نه ور زده کوي.
دویم، د ساینسي مسالو مور ریاضي ده، خو ریاضي يې سمه نه ور زده کوله. تاریخ او جغرافیه یې پرې حفظول، خو پر مفهوم یې نه پوهول. ما په نصاب کې د جغرافیې له متخصص څخه پوښتنه وکړه چې جغرافیه څه ګټه لري؟ هغه فکر وکړ چې دی لکه چې د جغرافیې خلاف دی، وارخطا شو. ما ورته وویل چې ګټه یې ووایه، خو ويې نه ویله.
زه چې له دوولسم ټولګي او فاکولتې څخه فارغ شوم، د جغرافیې پر اهمیت چا نه وم پوه کړی، خو یو سیاسي سړي ما ته د جغرافیې اقتصادي، سیاسي، بشري او نظامي ګټې را وښوولې. هغه را ته وویل، بشري ګټه یې دا ده چې څنگه قومونه او ولسونه له یو بل سره نښلوي او د نظامي او سوق الجیشي سیمو په نښه کول یې بیا نظامي ګټه ده. زه له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې اول نمره وم، خو معلم پر دې پوه نکړای شوم چې جغرافیه یعنې څه. تاریخ یې را ته نه و ښوولی چې تاریخ یعنی څه. یوازې دا چې شاه شجاع په پلاني کال کې پیدا شوی او په پلاني کال کې مړ شو او احمد شاه بابا په پلاني او فلاني کال کې هند ونیو؛ نو نصاب په مفهومي ډول شاگرد نه پوه کاوه او بل یې د کار مارکېټ ته نه چمتو کاوه. زدهکړه خو د ژوند د خوشبختۍ او فکر جوړولو لپاره یوه وسیله ده؛ نو نه یې سم فکر ور جوړاوه او نه یې سم مهارت ور زده کاوه.
د ظاهر شاه او داوود نصابونو حد اقل فکر جوړاوه. له یو چا څخه یې یو رښتینی افغان جوړاوه، چې افغانستان یو واحد وطن دی، موږ پکې اوسېږو او پر موږ گران دی. وروستيو نصابونو ان هغه احساس هم نه ورکاوه؛ نو زموږ ټول کوښښ دا وه چې فکر یې جوړ کړو چې افغان، مسلمان او متمدن وي؛ له خپل هېواد او خلکو سره مینه ولري؛ د بشریت لپاره د خیر وسیله شي او دا افغان باید له دې ښه فکر سره دا وړتیا هم ولري چې یو کار او کسب وکړای شي؛ خپلې کورنۍ ته روزي وگټي او د هېواد په پرمختگ کې هم ونډه واخلي. په تیورۍ کې مو ډېر ښه نصاب، فرم ورک او مفردات جوړ کړل، ان د لومړي، دویم او درېیم ټولګي کتابونه مو هم ولیکل.
زه څلور میاشتې سرپرست وزیر وم. په دې څلورو میاشتو کې هم فرم ورک پوره شو، هم مفردات پوره شول او هم د لومړي، دویم او درېیم ټولګي کتابونه ولیکل شول. بیا وروسته دا نور ملگري راغلل، هغوی نهایت شریف خلک او زما ډېر دوستان دي، خو د کار ډول بیا توپیر لري. هغوی مشورې او نظر غوښتنې کولې، خو وخت ډېر تیز تېرېږي؛ ځکه د وزیر او معین په پوزېشن کې چې یې، حداقل د ورځې تا ته پينځه شپږ سوه عریضې راځي او حد اقل لس میټینگونه لرې؛ نو ته چې په دې شیانو مصروف شې، بیا ستراتېژیکو شیانو ته نه خلاصېږې. له بده مرغه هغه نصاب چې موږ ډېر تیز روان کړی و او هیله مو لرله چې تر دوو کلونو به بشپړ شي؛ هماغسې نیمايي پاتې شو. دا اوسني دوستان چې راغلي، فکر کوم هغوی بېخې بله خوا روان دي.
اصلاح له پوهنې څخه پیلېږي!
رویش: معین صاحب، بیا هم یوه شخصي پوښتنه کوم. ستاسې تخصصي رشته طب وه، څنګه مو له پوهنې سره شوق پیدا شو؟
شینواری: دوه دلیله لري. لومړی دا چې زما له اوله لیکوالي او ټولنیز مسایل خوښېدل. کله چې له ښوونځي څخه فارغ شوم، غوښتل مې چې د ورځې له مخې د حقوقو پوهنځي ته ولاړ شم او د شپې له خوا ادبیات ولولم. دا چې هغه وخت افغانستان د شوروي له خوا اشغال شوی و او زما نه خوښېدل چې هغوی ته ښه ووایم، ځکه که مې د هغوی پر ضد وسلهواله جګړه نشوه کولای، حد اقل په بدو خو مې باید یاد کړي وای.
زه په سروبي ولسوالي کې وم او دوه ځله خاد ونیولم. تر یو څو پوښتنو وروسته یې را ته وویل چې پلار دې ډېر بېطرفه، غیرسیاسي او سولهخوښی سړی دی؛ د هغه له خاطره تا ته هم څه نه وایو. کور یې اباد چې زه شکنجه او بندي نه کړم. له همدې امله مې پلار ویل چې زه باید طب ولولم، ځکه چې طب غیرسیاسي پوهنځي دی او درسونه یې هم زیات دي. هغه غوښتل چې زه ډېره مصروف شم او له سیاسي خبرو او بحثونو لرې شم. له همدې امله ما حقوق او ادبیات ونشول لوستلای، خو فطرتاً مې دا دواړه پوهنځي ډېر خوښېدل.
په طب پوهنځي کې تر درېیم ټولګي پورې یو متوسط محصل وم، خو کله چې پر دې پوه شوم چې طب ډېر مهم پوهنځی او د انسان ژوند زما په لاس کې دی، تر هغه وروسته مې سم درسونه وویل او بیا تر پایه اول یا دویم نمره وم. کله چې فارغ شوم، یو نفر راغی او را ته یې وویل چې ابراهیمه اول نمره شوی یې، خو بل نفر بیا ویل چې نه دویم نمره فارغ شوی يې. خو خیر اول يا دویم به وم.
د دې لامل دا وه چې ما له شپږم ټولګي څخه ځينې شیان لیکل. موږ مخکې پر دې خبرې وکړې چې د یو ملت د ودې تر ټولو ستراتېژیک ځای معارف دی. که وغواړو چې یو ملت ويښ او ژوندی کړو چې پر ښه لار روان شي، معارف یې ښه ځای دی. ما له معارف سره علاقه لرله. لومړی مې په ننګرهار کې په یونسیف کې دنده لرله، بيا له هغه ځایه کندهار ته ولاړم. له کندهار څخه کابل ته راغلم. ملګرو مې ویل چې ته له معارف سره ډېره مینه لرې، اوس د دې فرصت راغلی چې د معارف د ودې لپاره یوه مدني ټولنه یا انجمن جوړ کړو. وروسته موږ « دافغان کلتوري ټولنو جرگه» په نوم یو انجمن جوړ کړ. موږ هلته ډېر بحث وکړ چې په کومو سیمو کې چې ښوونځي بند دي، هغه باید پرانیستل شي او یا بدیلې لارې ورته پیدا شي او د دې ترڅنګ د نجونو د تعلیم کچه ډېر ټیټه ده، هغه هم باید وده وکړي.
زموږ د همدغو فعالیتونو په لړ کې څو ځله د دې فرصت برابر شو چې له کرزي صاحب سره وګورو او هلته یو پریزنټیشن وړاندې کړو. هغه ډېر هوښيار سړی و او قناعت يې کاوه. موږ یوه غټه جلسه جوړه کړې وه چې زیات رهبران مو ورته را بللي وو، په هغوی کې ډاکتر صاحب اشرف غنی هم موجود و. ما ډاکتر صاحب اشرف غني پېژانده. ما هلته یو پریزینټیش وړاندې کړ، هغه یې په یاد و او چې کله ولسمشر شو، له ما څخه یې وغوښتل چې د پوهنې وزیر شم. ما ورته وویل، زه نه غواړم چې د پوهنې وزیر شم؛ ځکه زما په څېر خلکو ته، چې معاملې مو نه دي زده، له پارلمان څخه د باور رایه اخیستل سخت دي. که څه هم وروسته ما ولیدل چې د پارلمان وکیلان هم ښه خلک وو او زه باوري یم چې که زه یې لیدلی وای، مفتې رایې يې هم راکولې. ولسمشر را ته وویل که وزارت نه غواړې، راشه چې د پوهنې وزارت د معین په توګه دې وګومارم. ما ورته وویل چې د قانون له نظره معین صلاحیت نه لري. ولسمشر ډېر جدي شو او ويې ویل چې زما ملاتړ درسره دی. هغه ویل، د عامې روغتیا وزارت هر څوک مخکې بیولای شي، خو هغه لیدلوری چې ته یې د معارف په اړه لرې، بل څوک دا وزارت هغسې مخکې نشي بیولای. له همدې امله زه د پوهنې وزارت ته راغلم.
وروسته مې ولیدل چې مهمه مساله علاقه ده. که مو علاقه لرله، بیا اسانه خبره ده. وروسته بیا په خپله ښه ټیم او د ښه فکري وسعت او د قرباني احساس لرونکي خلک پیدا کېږي.
رویش: ډاکتر ماهاتیر محمد ستاسې یو هممسلکه دی او په مالیزیا کې اوسېږي. نه پوهېږم کومه کیسه چې ما د ده په اړه اورېدلې ده، هغه به رښتيا وي که نه، خو مهمه خبره دا ده چې د هغه پیغام ډېر جالب او عالي دی. ویل کېږي چې هغه یو ډېر بریالی ډاکتر و او خپل کلینیک یې درلود. یو ورځ خلک د ده کلینیک د دروازې مخې ته راغلل چې د کلینیک د دروازې په لوحه یې لیکلي:« ملت رنځور دی. تر بلې خبرتیا کلینیک تړلی دی، زه ځم چې د ملت درملنه وکړم.» ویل کېږي چې هغه ډاکتر له هغه ځایه ولاړ او هر چا چې به پوښتنه ترې کوله، ده به ورته ویل چې ما تر اوسه د افرادو درملنه کوله، خو اوس مې پام شو چې په مجموع کې ټول ملت روغتیا ته اړ دی. ماهاتیر محمد په مالیزیا کې یو ډېر ستر خوځښت پيل کړ او د ډېر ستر بدلون او پرمختګ لامل شو. که څه هم وروسته پر هغه ځینې هم تورونه ولګېدل، خو لکه مخکې چې تاسې یادونه وکړه چې دا د سیاست یو برخه ده چې کله تاسې سیاست ته ور دننه کېږئ؛ نو په طبیعي ډول به د سیاست بدې اغېزې پر تاسې پرېوځي. ماهاتیر محمد هم د هغو کسانو له ډلې و چې بې زیانه پاتې نشو، خو په هر حال هغه سړي یو تحول رامنځته کړ. تاسې هم د همدې ډاکتر یوه نمونه یاست چې د دې پر ځای چې د انسانانو وجود ته پام وکړئ، وایاست چې ذهن او لید لوری یې باید جوړ شي.
په نوي او ماډرن پوهنیز نظام کې د روغتیا په اړه دا بنسټي ټکی مطرح شوی چې روغتیا هم اوس یوازې فزیکي اړخ نه لري. کله چې تاسې چاپېریال، فضا او په تېره بيا په رواني او ذهني لحاظ ټول شیان یو ځای په پام کې ونیسئ، یوه ښه صحتمند ژوند ترې جوړېږي.
غواړم وپوښتم چې په رښتيا هم له پوهنې سره په چلن کې ستاسې د ډاکتري لیدلوري څومره مرسته درسره کوله او څومره یې تاسې احتياط ته هڅولئ؟ مثلاً؛ ویل به مو چې زه ډاکتر یم او پوهېږم چې دا ځای عیب لري، خو یو څه احتياط باید وشي او داسې درمل ور نه کړل شي چې یو ځای یې جوړ او پينځه نور ځایونه یې خراب شي.
شینواری: ښاغلی رویش صاحب، زه ستاسې د خبرې په تایید تاسې ته عملي مثال وایم. په بنگلهدیش کې یې په یوه سیمه کې د میندو د روغتیا عاجله څانگه جوړه کړه او په بله سیمه کې یې ښځې باسواده کړې. لس کاله وروسته یې سروې وکړه، د لومړۍ سیمې پر پرتله په هغه ځای کې د میندو مړینه کمه شوې وه چې روغتیايي خدمتونه یې نه درلودل، خو ښځې یې باسواده شوې وې.
ستاسې خبره سمه ده. فرهنگ، ذهنیت، تعلیم، پوهه او معلومات په یوه ټولنه کې ستر ځواک دی. ما مخکې په تغذیه کې هم کار کړی دی او ډیپلوم مې پکې اخیستی دی. زه په دې باور یم، که تغذیوي نظام ښه شي او خصوصاً د ښځو، نجونو او کورنیو پوهه او معلومات لوړ شي، نوي سلنه ناورغي کمېږي.
په همدې اساس، ما همدا ستراتېژیکه پرېکړه کړې وه چې زه باید معارف ته ولاړ شم. که څه هم دې ما ته شخصاً تاوان کړی و؛ ځکه زما کرییر پکې له منځه ولاړ. په اقتصادي لحاظ، ما ډېره ښه معاش درلود او هغه څلور چنده کم شو، خو کار مې لس چنده زیات شو، خو ما اضافي توقع نه لرله، کنه که ما غوښتي وای همکاري یې راسره کوله؛ ما دا نه غوښتل. ما هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې په دفتر کې کار کاوه او په پينځه کلنو کې مې یوازې پينځه ورځې رخصتي اخیستې وه او هغه هم د خپلو روغتیايي معایناتو لپاره هند ته تللی وم. ډېر خوند یې درلود؛ ځکه هغه ستاسې خبره، ما فکر کاوه چې زه دلته دوولس میلیونه ماشومانو ته خیر رسوم.
ما هلته خپل وخت له خپلې پخوانۍ دندې سره نه مقایسه کاوه. زه هغه وخت سهار ۸ بجې وظیفې ته تلم او تر ۱۰ بجو مې خپل کار خلاصېده. ما خپل رییس ته ولیکل چې د کار په پرتله زما معاش ډېر دی؛ ځکه زما کار لس بجې خلاصېږي، خو هغه ما ته وویل چې ستا معاش ستا د کار پر اساس دی، نه د وخت پر اساس او ته په خپل کار کې کامیاب یې او دا معاش دې په همدې دوه ساعته کار ارزي، خو دلته ما د پنجشنبې او جمعې په گډون ټوله اوونۍ هره ورځ ۱۴ ساعته کار کاوه، خو نه ستړی کېدم او لا یې ډېر خوند کاوه. دا د خدای فضل و، په همدې پينځه کاله کې مریض شوی هم نه یم، ځکه ته چې کله د خدمت احساس وکړې او خوند درکړي، بیا تا ته پیسې، قدرت او شهرت هيڅ خوند نه درکوی. زه ده شهرت شوقي نه یم. زه رسنیو ته هم ډېر نه تلم؛ ځکه ما سنجولې وه چې په یوه مرکه مې درې ساعته وخت لگېږي او زه په درې ساعته کې یوه ستراتېژي جوړولای شم.
په پوهنې وزارت کې ټیمي او ګډ کار
رویش: تاسې بیا هم یوه ډېره او ظریفه نکته مطرح کړه چې کله انسان په کار مصروف وي، هغه نه بیا ناروغ کېږي. د مولانا شعر دی چې وايي:« چون به جد مشغول باشد آدمی / او ز دید رنج خود باشد عمی» دا زما او ستا ګډه تجربه ده. زه هم په ژوند کې ډېر کم مریض شوی یم. ما به خپلو شاګردانو ته ویل چې مریضان نشئ، ځکه تاسې د کولو لپاره ډېر څه لرئ او بیا به مې ورته ویل چې احتياط کوئ چې مړه نشئ، ځکه په ژوند کې تر ټولو بد کار مړه کېدل دي. تر هغه وخت چې مو کار درلود، خپل کار وکړئ. کله چې مو کار نه درلود، مړه شئ ځکه نور نو پر ژوند بار یاست.
تاسې یوې بلې ډېرې په زړه پورې نکتې ته هم اشاره وکړه چې له کار سره د شخصي مینې او علاقې تر څنګ تاسې ټیمي او ګډ کار ته هم ډېر پام کوئ. د افغانستان د اداراتو په کچه په پوهنې وزارت کې کار کول تر ټولو ډېر جنجالي کار دی او د همدې لپاره باید ټیمي او ګډ کار ته پام وشي. زه چې څومره تاسې پېژنم، په پوهنې وزارت کې ستاسې د کار پر مهال د پلان، نصاب او نورو کارونو په برخه کې ټیمي او ګډ کار ډېر ښه شوی و. کولای شئ چې په پوهنې وزارت کې د خپل ټیم په اړه خبرې وکړئ چې څه ډول ټیم مو درلود ، څومره سره همنظره وئ او ټیم ناکارۍ له امله، په کومو ځایونو کې له ستونزو سره مخ وئ؟
شینواری: که څه هم پرتله ښه نه ده، خو بیا هم زه یوه پرتله کوم. سره له دې چې تر ټولو لایق شاګردان او اولنمرهګان طب پوهنځي ته ځي او زه د هغوی په منځ کې ډېر ښه، پاک او متعهد ملګري لرم، خو کوم ټیم او خلک چې ما په پوهنې وزارت کې پیدا کړل، بل ځای مې نه وو لیدلي. وزارت ته تر راتګ مخکې ما داسې فکر کاوه چې د پوهنې وزارت یو ډېر جنجالي او له تعصب او اختلافاتو ډک وزارت دی، خو کله چې هلته ورغلم د پرښتو په څېر انسانان مې پکې پیدا کړل. هغوی ته مې وویل چې زه له تعهد او ژمنې سره راغلی یم. هغوی هم را ته وویل چې موږ هم د یو داسې چا د راتګ هیله لرله چې تعهد ولري او موږ کار ته وهڅوي او رهبري مو کړي.
زه غواړم د هغوی د حق د ادا کولو لپاره د هغوی نومونه دلته یاد کړم. مثلاً په پلان کې محسني صاحب، د هغوی رییس ارین صاحب، کربلایي صاحب، عبدالحق رووف، حسیب امیني، ډاکتر صاحب غني امین، حیدري صاحب، ډاکتر صاحب نیازی او ډاکتر صاحب شېرعلي ظریفي ډېر فوق العاده خلک وو چې ټولو ډېر علمیت، پوه او ژمنتیا لرله. دوی ټول به د سهار په اووه بجې کار ته راتلل او د ماښام تر اوو بجو به مو ګډ کار کاوه. د هغوی کار خوښېده او په امتیاز پسې نه ګرځېدل، خو دا چې کله انسان کار وکړي، امتیاز او موقف پخپله په اتومات شکل ورته رسېږي.
ما به د هغوی نظرونه اورېدل، په تخته باندې به مې لیست کول او بیا به مو پرې ګډ بحث کاوه؛ ځکه یو انسان په یوازې ځان ټول کارونه نشي کولای. ټول شیان به مې په مسلسل او شماره وار ډول پر تخت لیست کول او کله چې به مو په هره شماره هوکړه وکړه، هغه بې مې ټیک مارک کوله او بیا به یو تعلیم یافته او با استعداد ځوان په داوطلبانه شکل حاضر شو او سهار ته به یې هغه په لیکلې بڼه راوړله او په همدې شکل به یوه مساله حل شوه.
ټیمي او ګډ کار هغه وخت ګټور او اغېزناک وي چې د بېلابېلو تخصصونو ترڅنګ د ټیم د ټولو غړیو ترمنځ قوي تعهد او همغږي وي او د څوکۍ او شهرت تنده ونه لري. زموږ د ټیم ټولو غړیو دغه ځانګړتیاوې لرلې او له همدې امله زموږ کار په ډېر ښه شکل روان و. که یو سړی وغواړي چې يو ښه ټیم جوړ کړي باید په قومي، سیمهییزو او ژبني، فکري، سیاسي، دیني او مذهبي تمایلاتو پسې و نه ګرځي او هغوی ټولو ته د تخصص، ژمنتیا او ظرفیت له مخې صلاحیتونه ورکړي. اړینه نه ده چې هغوی ته غټې څوکۍ ورکړئ، ځکه ما د خپل ټیم ډېرو غړیو ته د ریاست څوکۍ پيشنهاد کړې، خو هغوی ویل چې موږ د ریاست شوق نه لرو او غواړو چې یوازې ستا تخنیکي همکاران و اوسو. له همدې امله زموږ ټیم په ډېرې علاقهمندۍ کار کاوه او کار ته یې د عبادت او سرګرمي په سترګه کتل.
رویش: تاسې په پوهنې وزارت کې په لوړ موقف کار کاوه، ښايي دا تاسې ته ډېره دردناکه وي چې طالبانو اوس د پوهنې ټول نظام مختل کړی او په تېره بيا د نجونو پر مخ یې د پوهنې دروازه تړلې ده. د پوهنې په برخه کې د یو متخصص په توګه، لومړی د دې لرليد څومره خطرناک ارزوئ او بیا پرته له دې چې د نجونو زدهکړو ته له سیاسي لیدلوري وګورئ، ځکه د نجونو تعلیم یوه انساني او په ژوند پورې تړلې مساله ده، په دې تړاو مو سپارښتنې څه دي؟
شینواری: رویش صاحب زه له تاسې سره موافق یم. د هېوادونو او ملتونو د جوړولو بنیاد معارف دی؛ هغه معارف چې نوي نسل ته د یووالي او اتفاق فکر ورکړي، د هر کار کولو باور ورکړي او درېیم ورته علم، مهارت او ځواک ورکړي؛ نو هم ملتونه په پښو درېږي او هم بشریت خپل سهم اخیستلای شي. زه خو یو بېالایشه سړی یم. کله چې زه په کابل کې وم، دوی راغلل. ما ورته دا پیغام لېږلی و چې زه ټول هغه ریفورم تاسې ته درکوم چې موږ شروع کړی و، خو وظیفه درسره نه اجرا کوم؛ ځکه ستاسې ذوق، سټایل او د کار ډول له ما سره فرق کوي او تاسې یوه مشخصه ډله یاست او پردی سړی په تاسو کې نه ځایېږي.
ما ورته وویل، وظیفه نه درسره اجرا کوم، خو د معارف د پرمختگ لپاره په داوطلبانه توگه هر ډول مشوره په وړيا ډول درکوم. اوس مې هم ورته همدا پیغام دی چې زموږ له خوا شروع شوی ریفورم او نصاب بهترین دی؛ ځکه په هغه کې هم ملي او اسلامي ارزښتونه شته او هم پکې ماشومانو ته د ۲۱مې پېړۍ مهارتونه ور زده کېږي. تاسې به هغه وخت یو بهترین افغان ولرئ، چې سالم فکر او پیاوړی بدن ولري، خو فکر هغه طالبان په معارف کې کار کوي، هغوی دا ظرفیت نه لري.
هغوی یو وخت ما ته یو کاغذ رالېږلی و چې پر هغه خپل نظر ورکړم. ما ورته وویل، ما خو تاسې ته تر دې ډېر زیات نظرونه درکړي دي، دا خو ساده پوښتنې دي، خو د دې لپاره چې هغوی مایوسه نشي، هغه خبرې مې هم په لیکلې بڼه ور ولېږلې چې نصاب او د ښوونکو روزنې مرکزونه څه ډول اصلاح کړي، ځکه دا دواړه ډېر مهم دي. د دې ترڅنګ ما ورته ولیکل چې په اداره کې شفافیت راوړئ او کار اهل کار ته وسپارئ، خو هغوی دا نه غواړي.
کله چې به ما خپلو کشرانو وروڼو ته یوه مساله ښودله او ورته ویل به مې چې ولې نه کېږي؛ نو پلار به مې ما ته یو خبره کوله چې ستا په عقل بل سړی نه چلېږي، هغه باید خپل عقل ولري. له بده مرغه طالب زما او ستا په عقل نه چلېږي، دوی باید پخپله عقل پیدا کړي. دوی عقل لري، خو باید خپل عقل په کار واچوي او له نوې نړۍ څخه ځان خبر کړي او په دې باید پوه شي چې افغانستان نه جزیره ده او نه د حقانیې وړوکې مدرسه ده؛ بلکې افغانستان یو غټ هېواد دی، څلوېښت میلیونه خلک لري او د غټې نړۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده. افغانستان نه له نړۍ بېلېدلای شي، نه یې په مقابل کې درېدلای شي او نه هم ټول عمر ورسره په ټکر کې اوسېدلای شي. د دې تر څنگ، دا نسل هم د نورې نړۍ د انسانانو په څېر انسانان دي، نه ټول عمر په زندان کې پاتې کېدای شي، نه یې مغز ته قلف اچولای شئ او نه یې بدن په پنجرو کې ایسارولای شئ؛ نو دوی ته باید د اسلام د عمومي احکامو، زموږ د قومي او فرهنگي ارزښتونو او ملي یووالي او ملي گټو په رڼاه کې هماغه مهارتونه ور زده کړئ چې په ۲۱مه پېړۍ کې په کارېږي.
زما نظر دا دی چې کله یو سړی خپل ذهنیت ولري، له بده مرغه دا ډېره سخته ده چې هغه ستا په ذهنیت وچلېږي. تربیه کېږي، خو لږ وخت غواړي. په دې اړه هم ما یو نظر لوستی و چې تاسې په خپل پلار او امر په ډېره سختي اغېز کولای شئ. دوی خو اوس امران دي، په امرانو باندې اغېز کول ډېر سخت دي.
د معرفت ستاینه
رویش: شینواری صاحب، زه شخصاً د معرفت له وخته له تاسې ښې خاطرې لرم. تاسې یو وخت معرفت ته راغلئ او معرفت ښوونځي ته مو د میرمسجدي خان مډال ورکړ. په افغانستان کې په پوهنیز ډګر کې ترسره شویو کارونو او فعالیتونو ته په کتو تاسې د معرفت ښوونځی څه ډول وارزاوه او بېلګه یې نورو ته څه ډول توصیه کوئ؟
شینواری: ما هغه وخت څو ښوونځي په نښه کړي وو. فکر کوم ستاسې ښوونځی یو تر ټولو بریالی ښوونځی و. وروسته کاکړ صاحب هم یو ښه ښوونځی جوړ کړی و، خو ستاسې د ښوونځي ښهوالی دا و چې فیس یې کم و، ټولو لاسرسی ورته درلود او ډېر ښه ټیم مو جوړ کړی و. ستاسې خپل شخصیت هم د معرف ښوونځي په بریا کې ډېره ونډه لرله؛ ځکه تاسې دا په عمل کې ثابته کړې وه چې هدف مو د خلکو خدمت او په پوهنیز ډګر کې د ماشومانو ودې ته زمینه برابرول دي.
رویش: د میرمسجدي خان مډال د افغانستان ډېر مهم او د فخر وړ مډال و، څنګه مو هغه موږ ته راکړ؟
شینواری: هغه ستاسې حق و. یو سوداګر چې د معارف په برخه کې یې ډېر خدمت کړی و او یو ښوونځی یې جوړ کړی و، هغه ته مې هم همدا مډال ورکړ. په مجموع کې ۳۵ مډالونه وو چې څلور یې د بنسټونو اړوند و چې ستاسې ښوونځی هم په هغه کې شامل و. نور مډالونه مې هغو ځوانانو ته ورکړل چې شپه او ورځ یې له ما سره کار کاوه. ولسمشر ما ته هم دوه مډالونه منظور کړي وو، خو د ډېر مصروفیت له امله ما تر پایه مې هغه ترلاسه نکړای شو. ښه شوه تاسې خپل مډال ترلاسه کړ.
ځوان نسل ته پیغام
رویش: اوس غواړم ډېره دوستانه او صمیمانه وروستۍ پوښتنه در څخه وکړم. د افغانستان نوي نسل ته مو پیغام څه دی؟ هغه نسل چې ویل کېږي اوس د ټول هېواد له ۷۰ څخه تر ۷۵ سلنه نفوس تشکیلوي او تاسې ډېر وخت غوښتل چې د معارف له لارې د سالمې ودې زمینه ورته برابره کړئ.
شینواری: ځوان نسل ته زما پيغام دا دی چې لومړی دې پر ځان باور وکړي، دوی هر څه کولای شي. دویم، اوس موږ خدای په همدې هېواد کې پیدا کړي یو، دوی ته مې پیغام دا دی چې له خپل هېواد او خلکو سره مینه وکړي. درېیم، هيڅوک باید د هېواد او کور ترمنځ تفاوت و نه کړي، باید ټول هېواد خپل کور وگڼي. څلورم، دوی دې ځانونه په علم، پوهه، مسلک، کسب او مهارت باندې ملبس کړي؛ چې ځان، ټولنې او بشریت ته خدمت وکړي. پنځم، له تعصب، کینې او بد نېتي څخه دې ځانونه وساتي؛ ځکه انسان ډېر عالی دی. په قرآن شریف کې راغلي: «و انتم الاعلون…». تاسو عالي یاست. تاسې هغه وخت عالي کېدای شئ، چې عالي فکر ولرئ. ټول شیان لومړی په فکر کې جوړېږي، که دوی فکرونه خپل عالي کړل، شخصیتونه یې هم په اتومات ډول عالي کېږي او بیا عالي خدمات هم وړاندې کولای شي. انشاءالله زه په دوی باور لرم. نوی نسل به همداسې یو مقام ته رسېږي.
رویش: ډېره مننه، شینواری صاحب!
شینواری: له تاسې هم ډېره مننه، رویش صاحب. تاسې همیشه مبتکر او مهربان یاست. خدای دې توفیق درکړي.
رویش: مننه!
شینواری: مننه! ډېر خوښ شوم.