«موږ یوازې نه یوو»!

Image

د ۱۸۸۹ کال اخېر منی و، د امریکا د میزوري ایالت په مارش‌فیلډ ښارګوټي کې باد وچې پاڼې یوې او بلې خوا ته ځغلولې. په دې کوڅو کې لرګین کورونه یو د بل تر څنګ کتار وو. له نزدې غرونو به د وچو وښو بوی هم ور ته راته.

د کوڅې د بر سر په یوه کور کې جان پال هبل د نومبر په شلمه دوه اولادونه یوازې پرېښودل او مېرمن یې په سوې ساه د آس ګاډۍ ته وخېژوله، نزدې روغتون ته لاړل. دی هلته په انتظار خونه کې وغځېد، نرسانو یې ښځه بلې کوټې ته یووړه. کابو له دوه ساعته انتظار وروسته د طبیبانو له شور سره د یو ماشوم ژړا هم ګډه شوه. یوې نرسې را ولټوله، جان ته یې د زوی د زوکړې او مېرمنې د روغتیا مبارکي ورکړه.

د جان او ویرجینیالي کور ته نوی راغلی ماشوم ادوین پال هبل ونومول شو. دی له کوچنیتوبه غلی هلک و، خو د زړه په دنیا کې یې ډېر لوی شور حساوه. مارش فیلډ صافه هوا لري، هبل هر وخت ستورو ته کتل او له ځان سره به یې بڼا وه. دی پنځه کلن و، یوه شپه له مور سره د کور پر بام پروت و چې وړې شونډې یې وخوځېدې:
ـ مورې دا په اسمان کې دومره ډېر څراغونه هره شپه څوک بلوي؟
مور یې په ناز ور ته وویل:
زویه دا ټول د خدای څراغونه دي!
ـ نو دا خو ډېر زیات دي، څرنګه یې بلوي؟
ـ خدای ته هېڅ هم سخت نه دي، ټول په یوه وخت روښانولای شي.
په همدې سوالونو کې د ماشوم سترګې سره ورغلې. سهار چې یې پر مخ د لمر د وړانګو تودې څپېړې ولګېدې، په ذهن کې یې لوی څراغ روښانه شو او بیا پوښتنو ور سره واخیست.

د ده پلار قانون‌پوه و، زړه یې غوښتل چې په زوی هم حقوق ولولي. خو بچي یې له ساینس او ورزش سره مینه لرله. ښوونکو یې ویل دې هلک ته خدای ډېر تېز ذهن ورکړی، مګر لږ بې جرآته دی.

په  ۱۹۰۶ کال چې هبل د شیکاګو پوهنتون د ریاضیاتو او فزیک په څانګه کې داخله وکړه، هغه شپه یې پلار غوسې شین او سور اړاوه، له ازادو غاښونو یې ناړې باد شوې:
ـ ته د یو قانون پوه زوی یې، باید حقوق ولولې او له ځانه وکیل جوړ کړې، ستوري په درد نه خوري، ډېر لرې دي!
زوی یې مجبور و چې په یو وخت کې حقوقو ته هم اماده شي او خپل ذوق هم وپالي، خو د پلار زور پرې ډېرشو؛ هبل د انګلستان له اکسفورډ پوهنتون څخه د لوړو زده‌کړو سکالرشیپ واخیست، هلته یې په حقوقو کې لوړ تعلیم پای ته ورساوه. ټولګیوالو به یې ویل دا عجب لېونی ځوان دی، مسلک یې حقوق دي، خو اسمان ته حیران ګوري او ساینسي کتابونه لولي.

دی چې بېرته امریکا ته لاړ، په شیکاګو پوهنتون کې یې تر دوکتورا پورې فزیک ولوست او خپل ارمان یې وپاله، مګر کله چې یې ځان په ساینس کې عملا غرقاوه، دا وخت یو بل څه وشول. نړۍ تازه په ټکنالوجیک ډګر پښه ایښې وه، هر چا خپل زور بل ته ور پیمانه کاوه، امریکا په نړیواله جګړه کې ښکېله شوه. هبل هم کمربند وتاړه او د وطن په پوځ کې ودرېد. دا ځل د زده‌کړو په ځای تقدیر د جنګ لپاره اروپا ته واستاوه. له پوځي خدمت وروسته هېواد ته لاړ او ویې ویل چې نور به خپل باقي ژوند د ستورو رازونو ته وقف کوم.

ټوپک یې کېښود، له سل اینچه هوکر تلسکوپ سره د کلیفورنیا ماونټ ویلسن غره ته وخوت، هلته به یې له ماښامه تر سهاره ستورو ته کتل. شپه یې ورځې او ورځ شپې ته اړولې وه. همکارانو یې ویل هبل د ستورو څار ته داسې متوجه وي لکه یو فوځي چې په مورچه کې غوږونه څک او سترګې رڼې نیولې وي.
ده د خپلې خونې په دېوال لیکلي و: «کاینات یوازې هغوی ته خپل رازونه ور ښکاره کوي چې صبر لري.»

هبل له ۱۹۲۰ څخه تر ۱۹۲۴ کلونو پورې د اسمان ډېر ستوري ډلبندي کړل او د هرې ډلې لپاره یې اړوند ځانګړنې هم بیان کړې. تر هغه وخته د کایناتو په اړه داسې فکر حاکم و چې یوازې زموږ کهکشان موجود دی، ټول کاینات همدا یو کهکشان بلل کېده. د ۱۹۲۴ کال په یوه شپه هبل په اسمان کې یوه نااشنا رڼا ولیده، هېڅ یې سر خلاص نه شو چې دا چیشی دی!؟ ځکه له ټولو ستورو بدله روښنايي یې لرله. دی بیا ورسته پوه شو چې دا رڼ شی زموږ له کهکشانه بهر اوسي، خو په دې خبره چا باور نه شو کولای، ځکه عام تصور دا و چې زموږ له کهکشانه هېڅ شی بهر نه دي.

په دې وختونو کې د هبل تر ټولو لوی رقیب هارلو شاپلي و چې په هېڅ ډول یې زموږ له کهکشانه بغیر نور کاینات نه منل. دوی ډېرې مناظرې سره وکړې خو یو او بل ته یې قناعت ور نه کړ. هبل خپلې هڅې روانې وساتلې، شاپلي به په هر مجلس کې ویل چې دا سړی چټي وخت ضایع کوي. خو، ده یې پروا نه کوله او په خپلو موندنو یې باور لاره.

باالاخره کله چې ډېرو ستورپوهانو د هبل د نااشنا رڼا پلټنې وکړې، ثابته شوه چې دا اصلا د اندرومیدا په نوم یو جلا کهکشان دی. د ده موندنه چې ثابته شوه، نو په خوشالۍ یې خپلو ملګرو ته مخ را واړاوه او اوږدې شونډې یې سره بېرته شوې:
«موږ یوازې نه یوو»

د دې لوی کشف خبر چې په نړیواله کچه خپور شو او شاپلي هم په اخبار کې ولوست، داسې اعتراف یې وکړ: «هبل کاینات دومره لوی کړل چې زه اوس بېخي پکې ورک یم.»

دی له دې موندنې وروسته نور هم وهڅېد، کار ته یې کش ورکړ او بیا یوه داسې ورځ راغله چې د ټولو کائناتو د پیل نظریې ته یې شواهد پیدا کړل. کیسه داسې وه چې د ۱۹۲۹ کال په جریان کې هبل تر نهو پورې نور کهکشانونه هم پیدا کړي وو، له دقیقې مطالعې وروسته پوه شو چې دوی ټول یو له بل څخه د لرې کېدو په حال کې دي. د دغې خبرې مانا دا شوه چې یو وخت ټول کهکشانونه سره نزدې وو، که بېرته رېورس فکر ور ته وشي نو دا پایله اخلو چې ګواکې د کائناتو د پیل سرچینه له یوې وړې نقطې څخه را شروع ده.
د هبل دغې موندنې د کایناتو د پیدایښت په اړه لوی بحثونه را پورته کړل چې په ۱۹۶۴ کال یې عملاً نړۍ ولړزوله. خبره داسې وه چې په همدې کال پینزیس او ویلسن په خپلو راډیويي وسایلو باندې لګیا وو او د اسمان له طرفه راتلونکې وړانګې یې پلټلې. یو نابلده اواز واورېد، اولو کې یې د تخنیکي ستونزې شک پرې وکړ، خو ګوري چې هر څه سم دي، بیا یې ولیدل چې شاوخوا کوترې ګرځي، ګمان یې وکړ چې د کوترو د حرکت له وجهې راډیويي دستګاه ته اوازونه راځي، خو د کوترو له شړلو وروسته هم شور ورک نه شو. دوی ته په ۵۰ کیلومتري کې نظامي قرارګاه پرته وه، فکر یې وکړ چې شاید د مخابرو اوازونه یې وي، له هغوی سره یې اړیکه ونیوه چې په همدې فریکونسي خو به تاسې کوم پیغام نه وي مخابره کړی؟ د قرارګاه جواب منفي و. خو وروسته متوجه شول چې دوی دوه د بشر په تاریخ کې اولني انسانان دي چې د کیهان د زېږېدو غږ اوري. اوس هم چې تاسې په راډیو یا ټلویزون کې د کوم چینل په لټولو لګیا یاست او کښهاری اورئ، په همدې اوازونو کې یو فیصد د نړۍ د پیدایښت د وخت اواز دی.

د هبل موندنو د کایناتو د برخلیک په اړه زموږ د موجود علم او فکر بنسټ کېښود، د ده له برکته مو تر ۲۰۰ میلیارد پورې نور کهکشانونه پیدا کړي دي او د هستۍ د پیل و پای په اړه ډېرې خبرې کولای شو.

ليک: وکيل احمد عزيزي

Share via
Copy link