همينګوې څه وایي؟

Image

ما له دې کتاب وړاندې دوه نور د کیسو شننو کتابونه لوستي و ، چې دواړه یې استاد ایمل پسرلي لیکلي و. یو پر داخلي او بل یې پر نړیوالو کیسو … دا کتاب عصمت څاروان ژباړلی او شنلی دی. دې کتاب کې ټول ټال ۱۲ لنډې کیسې راغلې دي. چې امریکايي لیکوال همېنګوې لیکلې دي. کله مې چې دا کتاب لوستلو نو په سر کې مې دا پوښتنه ذهن ته راغله چې؛ دا خو یو نړیوال لیکوال دی. کیسې یې هم نړیوال ارزښت لري. نو زموږ د ادبیاتو لپاره د نورې نړۍ د ادب لوستل څه ګټه لري؟ استاد اجمل پسرلي راته ولیکل: ” لنډې کیسې او ناولونه له نورو ولسونو موږ ته راغلې دي. د لنډیو او چاربیتو په څیر نه دي چې یو مخ مو خپلې دي. نو د بهرنیو کیسو لوستل زموږ د کیسه لیکوالو د لیکنې مهارتونه پياوړي کوي. په دې مو پوهوي چې د نړۍ منلي لیکوال یوه موضوع څرنګه رااخلي، کلمات څرنګه کاروي، مکالمه څرنګه د دوی په کیسو کې مخته ځي. د کیسې پيل، پای، صحنه….
هنرونه هسې هم سره تړلې دي، زه باور لرم که یو څوک ښه رسم ته دقت وکړي، ممکن ښه شعر ولیکي پرته له دې چې شعر یې له دې رسم سره ارتباط ولري، یا ښه کیسه ولیکي. ځکه چې عالي هنر الهام بخښونکی وي.

عادي لوستونکو ته یې ګټه دا ده چې له نویو کرکټرونو، ځایونو، ارزښتونو او کلتورونو سره یې اشنا کوي او له فکري پلوه لوستونکي له خپل محدود چاپيریاله بهر کوي.
هغه کسان چې لیکل کوي هغوی د ژبې له نویو مهارتونو سره ممکن بلد کړي او د لیکنې طرز یې د تکړه لیکوالو د کیسو له لوستلو سره ښه شي.

ښې لیکنې د دې سبب کیږي چې د استدلال او بیان قوت ورسره زیات شي. د نړۍ ښې کیسې لوستونکي ته انتقادي فکر ورکوي، تخیل یې پراخوي چې فکر وکړي، ښه دا نو څه وشول؟ “


دې کتاب کې ویل شوي و چې د همینګوې د کیسو نثر ساده و. یانې ده به داسې الفاظ کارول چې ووړ او زوړ به ټول پرې پوهیدله. ده په خپلو کیسو کې د ایس برګ اصل په پام کې نیولی و . له استاد اجمل پسرلي مې وپوښتل چې ؛ د همینګوې د نثر د سبک په اړه څه وايئ ؟ یانې ده د کیسو لپاره ساده الفاظ ولې کارول؟
هغه په ځواب کې راته ولیکل:
” په انګلیسي ادبیاتو کې ارنست همینګوې د لیکلو خپل طرز لري دې ته ( ایس برګ) تیوري وایي، یعني نیم کنګل په اوبو کې نیم بهر. مطلب له دې څخه دا دی چې همینګوې هر څه لوستونکي ته نه واضح کوي لوستونکی له ځان سره په کیسه کې شریکوي چې هغه د ده له نثره څه استنباط کړي. خو په ورته وخت کې دا نثر ساده او واضح دی. که یې څوک لولي ممکن له داسې جملې سره مخامخ نه شي چې له ځانه پوښتنه وکړي چې ښه دا نو څه معنا؟ دا هغه مهمه پوښتنه ده چې همینګوې قضاوت لوستونکي ته پریږدي او همدا پوښتنه د دې سبب کیږي چې د همینګوې د کیسو له لوستلو سره د لوستونکي ذهن پراخ شي، خو په ورته وخت کې د ده هاغه د ( ایس برګ) په سټایل برابر نثر دی چې د دې نثر شاته نورې پټې خبرې شته چې لوستونکی به یې درک کوي.

د همینګوې نثر داسې دی چې اوږدې جملې نه کاروي، لرې استعاري مفاهیم په خپل نثر کې نه رااخلي دی هڅه کوي چې هغه څه ولیکي لکه څرنګه چې دي. “

همینګوې هغه لیکوال و چې پر معاصرو ادبیاتو یې ژور اغیز وکړ. ده د نثر داسې لاره خپله کړه چې وروسته پرې ډیرو لیکوالو لیکل وکړل. څاروان صیب د کتاب پر پښتۍ لیکلي دي:
” پر معاصرو ادبیاتو د همینګوې اغېز له دې خبرې اټکلولی شو چې وايي، د امریکا او اروپا د ادب تاریخ په دوو دورو وېشل کېدای شي؛ یوه تر همینګوې مخکې او بله وروسته. ده نه یوازې د نثر لیکلو شېوه بدله کړه بلکې د خپل وخت د انسانانو د ژوند پر طریقې یې اغېز وکړ. هیمینګوې د ډرامه لیکوالو په شان خپله کیسه نه ډراماټایز کوي او غیرضروري تفصیل نه ورکوي. دی تر وسه وسه هڅه کوي چې د خپل کرکتر او د هغه د عمل په اړه معلومات حداقل ته کم کړي. “

استاد اجمل پسرلي یې پر معاصر ادب اغېز داسې روښانه کړ.
” همینګوې په داسې نثر کیسې ولیکلې چې تصنع پکې نه شته او کلمات یې پیچلي نه دي. له ده وروسته دا ډول لیکل په نړۍ کې ډير شول.
د همینګوې کیسې په دې اصل ولاړې دي چې ( لږ ډیر دي) تر ده مخکې به له یوه نیم لیکوال پرته لکه چیخوف ډیرو اوږدې پرپړې لیکلې او له همینګوې وروسته لیکوالو اختصار ته مخه کړه.
په معاصرو لیکوالو کې یوه هم د نوبل جایزې ګټونکې لیکواله الیس مونرو ده چې له همینګوې څخه یې دا اصل خپل کړی دی چې په ساده ژبه ژور مفاهیم او احساسات بیان کړي.

همینګوې د چخوف په څیر په خپلو کیسو کې هڅه وکړه چې پيښه ښکاره کړي بیان یې نه کړي. تر چخوف وروسته لږو لیکوالو دې کمال ته توجه وکړه خو تر همینګوې وروسته ډیرو دا لاره خپله کړه. “

ما چې د دې کتاب کیسې لوستلې نو پای به یې تل راته جالبه و. یانې زما د توقع خلاف به راووته. فکر کوم د دا ډول پای یوه ګټه دا وي چې لوستونکی فکر کولو ته هڅوي. په کیسه کې یې له ځان سره شریکوي. او نه پریږدي چې لوستونکي ته کټ مټ هر څه په زور او زیر سره وښايي.

استاد اجمل پسرلی یې د کیسو د پای په اړه راته وویل :
” زه فکر کوم چې د همینګوې د کیسو پای داسې نه وي چې د توقع خلاف وي، د ده د کیسو انجام داسې وي چې ډیر واضح نه وي. دی لوستونکي پریږدي چې هغه خپله معنا ترې واخلي. همدا علت دی چې څوک د همینګوې یوه کیسه نن لولي او بیا یې میاشت وروسته لولي ممکن مختلفې نتیجې ترې ترلاسه کړي.
همینګوې د کیسو په اخره کې په غیر مستقیم ډول یو تشویش بیانوي چې لوستونکی یې له فکر وروسته درک کولی شي. “

ليکنه: محمدالله مسعود

Share via
Copy link