پښې یې پرې شوې دي

د کندهار برېښنا په باور نه وي، ځي راځي. چې نه وي، خوب حرام دی. که برېښنا وه، نو بیا به ویده وم. په دوبي بادپکې ته ګذاره نه کېده، د اوبو کولر بیا هغومره له غوماشو او ګرمۍ خوندي کړي وو. یو ماښام له ډودۍ وروسته مې د اطاق وال خالد په نس درد […]

Read More

شپانه ووژل شول

وزیر کلوشې و ایستلې، د پوندو چاودې یې له خاورو ډکې وي، څو ګامونه یې واخیستل، په ټغره واړه د پښو چاپونه پاته شول. د تندي ویښتان یې په خولۍ کې بند کړل، شونډې یې د ګنډلي منګي په ژۍ کېښودې، اوبه کمې وې، منګی یې په غاړه واړاوه، په جاغه کې یې لیکه اوبه […]

Read More

پروجيکشن

دا سمه ده، چې د بشر د شخړو تر شا به اقتصادي او سياسي لاملونه وي؛ خو رواني لاملونه هم پکې نشو هېرولای، چې زموږ ورته پام  نه ورګرځي. د دوو وګړيو د ساړه او تاوده جنګ تر شا رواني لاملونه هم وي او دا لاملونه ښايي د دوو هېوادونو په شخړو کې هم لاس […]

Read More

تهمت

سپینه زنه یې لنده وه، په زینه کې یې خیرنې کوچنۍ پښې کېښودې، په لاس کې یې لسګون ټینګ نیولی و. رانږدې شوه، وای دوکاندار کاکا د دې پاپړ را. پاپړ مې ورکړ،  وزرنو مې ونیول، تر زینو مې ښکته کړه. مخامخ یې واړه ګامونه واخیستل. معلیم عزیز راته وای، دوکانداره سات دې تیر دی، […]

Read More

منفي استعلام

په کندهار کې د جمعې په شپه بانډار او د جمعې په ورځ میله کول اوس یو دود ګرځېدلی دی. د جمعې په شپه سمیع الله او عزت چې زما د لېسانس ټولګیوال و، زنګ وکړ چې خوا ته مې راځي. دوکان ته ولاړم، لږ سودا مې راوړه، د چایو لپاره مې وچه میوه هم […]

Read More