پښې یې پرې شوې دي

د کندهار برېښنا په باور نه وي، ځي راځي. چې نه وي، خوب حرام دی. که برېښنا وه، نو بیا به ویده وم. په دوبي بادپکې ته ګذاره نه کېده، د اوبو کولر بیا هغومره له غوماشو او ګرمۍ خوندي کړي وو. یو ماښام له ډودۍ وروسته مې د اطاق وال خالد په نس درد و، نږدې دواخانې ته ولاړم، د درد ګولۍ مې ورته راوړې، چې وې خوړلې د یو ساعت لپاره یې ارام کړ. بیا یې را ته وویل چې ښه نه یم،  نږدې روغتون ته مې په موټرسایکل سپور کړ. روغتون ته ورغلم، ډاکټر چې وکوت، نښې یې د اپنډیکس وې.

ډاکټر سیروم راکړ، ویل دا ورته ولګوئ، که یې درد ارام سو، نو بیا ښه کېږي او که نه و، بیا ورته تلویزوني معاینات کوم. له هغه وروسته به بیا د عملیات پرېکړه وکړو. خالد تر سهاره ښه و، خو تر چایو له مخه یې حالت مخکینی غوندې و. همغه ډاکټر ته ولاړ وو، معاینات یې وکړل، ویل اپنډیکس دی. که پیسې لرئ خو عملیات درته کوم، که پیسې نه لرئ، میرویس حوزوي(چینایي) روغتون ته یې یووسئ.

خالد مې میرویس روغتون ته یووړ، هلته د ناروغانو دومره ګڼه ګوڼه وه چې په سختۍ نوبت رسیدی. څه مو کړي وای، مجبوریت و. انتظار سو، ماسپښین دوې بجې زموږ د عملیاتو نوبت و، خالد ته یې کالي ور بدل کړل، د عملیات کالي یې ور واغوستل، زه په انتظار خونه کې ورته په تمه سوم.

د جراحي واټ په دوهم منزل کې یوه ځوان تر څنګ ناستې ښځې ته تسلي ورکوله. ښځې بدې ورځې کړلې؛ زوی مې، زوی مې، زوی مې….

لږ ور تیر سوم، یو بل کلیوال سړي سره مې ستړې مه شې وکړه. کاکا خیرت دی، څه غم ور پېښ دی؟

ـ ولا خدای دې په چا نه ویني. دا له شاولي کوټ ولسوالي څخه راغلي دي. سهار یې په کلي کې د زرنج والا سودا خرڅوله. دغه پاپړ، ژاولي، بیسکوټ او نور شیان ماشومانو ته د لوښو، اوسپینو او زړو څپلیو په بدل کې ورکوي. د کلي په منځ کې ګڼ هلکان ترې راټول وو. سوداګر راټولې شوې اوسپنې، په څټک وهلې، څو په زرنج کې ځای شي. په هغو کې یوه اوسپنه چاودلې ده. له سوداګر سره پنځه نور هلکان وژل شوي او دلته چې یې راوړی، د هغه پښې پرې شوې دي، اوس په کوما کې دی.

ـ خدای دې رحم وکړي، دا څه حال دی. ملامت نه دي، ولې به نه ژاړي د زړه ټوټه یې خوږ شوې ده. ډاکټران څه وایي!؟

ـ ولا تر اوسه یې غږ نه دی کړی. د دوی دغه یو زوی دی، دوې لوڼې لري. ډېر غریب خلک دي.

ـ الله دې چاره وکړي.

پښې مې بې‌سېکه شوې، داسې مې احساسوله چې حالت مې ښه نه دی. یو نرس را غږ کړل.

ـ د خالد پایواز کوم یو دی؟

ـ زه یم، یو کاغذ یې را ته ونیو، دوا پکې لیکل شوې وه؛ ورغلم له دواخانې مې ورته راواخیسته.

ناوخته یې خالد راویست، په حال کې نه و. مازیګر په حال راغی، ویل دردونه مې بېخي ډېر دي؛ ډاکټر ویل دردونه به یې ژر ښه سي. په سبا چې له روغتون څخه راوتم، هغه ځوان مې ولید چې ښځې ته یې تسلي ورکوله. نږدې ورغلم، ماول زوی مو اوس څنګه دی؟ ویل د خدای فضل دی، ژوندی دی. پښې او د یوه لاس ګوتې یې ترې پرې کړې دي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000