فراغت‌غونډې ته یې مور هم راغلې وه

له کاره ستړی راغلم، د چایو پیاله مې را ته ډکه کړه، پر فېسبوک پاڼه، د سړو سیمو پوهنتونونو د فراغت غونډو عکسونه او مبارکیانې وې، ټولو ملګرو ته مې په کمینټونو کې مبارکیانې ولیکلې. یوه ویډیو ډېره ښکته پورته کېده.

په ویډیو کې فارغ محصل ته چې کله ملګري، وروڼه او پلار ګلونه ور په غاړه کړل، زرک یې په ویښتانو ور وشیندل، پلاستیکي د خوښۍ ټکان یې ورباندې وکړل، ټول د تالار له مخې د موټر خوا ته روان شول. له موټره د هغه مور راښکته کېږي او په خپل زوی غېږ ګرځوي، په مخ یې مچوي او د خوښۍ اوښکې د یو بل په مخ روانېږي. زوی یې لاسونه مچوي او حیرانېږي، چې له لیري یې مور فراغت‌ غونډې ته ورته راغلې ده.

موبایل مې له لاسه ولوېدی، خپل فراغت را په یاد شو؛

خلک څومره بختور دي، مور، پلار، وروڼه او ملګري یې ټول ورته راغلل. مګر ما ته له ورور او ملګرو ماسېوا بل نږدې ملګری څوک نه و چې د فراغت په ورځ راغلی وای او له ګلانو پرته یې تشه غېږه راکړې وای هم ښه و. د کلتوري او پښتني زندان له ویرې، زما مور د دروازې مخه هم نه ده لیدلې، فراغت خو لیري خبره ده. جګړې د پلار له سیوري محروم کړم، نو زه د سټیج پر سر یوازې وم. زما ښه په یاد دي، یوازې انانسر چې هغه زما ښوونکی تیر شوی و، په لوړ اواز یې زما ستاینه کوله او د غونډې ټولو ګډونوالو ته یې وښوولم چې دا نو ځانګړی محصل دی، له شوخۍ سره سره لایقه هم دی.

ملګري په اوږه یې وښورولم، محموده په څه سوچونو کې ډوب یې!؟

ـ هېڅ، دغسې یوې ویډیو، خپلې بېوسۍ رایادې کړې.

ـ څنګه ویډیو وه؟ کېنه اوس خو ځوای شوی، دې وړو شیانو ته اصلا فکر مه کوه.

ـ ولا کله کله په تیرو شویو خاطرو بېخي سړی ماشوم شي او ټولې هغه ورځې وریادې شي چې پکې مایوسه شوی او بېوسه شوی وي. لومړی مې ویډیو وربانډې وکتله، بیا مې د خپل فراغت کیسه ورته وکړه. هغه وویل:

ـ ستا مور او پلار په فراغت کې چیرته و؟

ـ موږ پښتانه یوو، ښځې په هېڅ وجه بهر نه پرېږدو؛ له غم، ښادۍ او ډاکټر ته له وړلو پرته، زما هېڅ نه په یادېږي چې زما مور دې چېرته تللې وي. پلار بې‌وزله په ځوانۍ کې لا شهید شو، د پوهنتون په څلورم کال یتیم شوم.

ـ ولا ستاسې ژوند لږ سخت دی، له ښځو سره چلند مو تر بدو لا بدتر دی، خو پلار دې په څه باندې شهید شو؟

ـ پلار مې په بازار کې ریړۍ درلوده او مېوې به یې پکې خرڅولې، بس چې د هرې مېوې موسم به ورسېدی، له مارکیټ څخه به یې سهار وختي یو زرنج مېوه کور ته راوړه، په ریړۍ یا لاسي ګاډۍ کې تر ماښامه چوک ته نږدې د سړک پر غاړه ولاړ و. د نوي کال لومړۍ ورځې وې، په ښار کې د ژمي په پرتله ګڼه ګوڼه ډېره شوې وه، ګټه یې هم تر نورو ورځو اضافه راوړله. خوښ و، ویل پورونه به په نږدې ورځو کې ادا کړم.

یو مازیګر په بازار چې والي له ښاروال سره په ښار کې ګرځیدی، درنه چاودنه ورباندې وشوه، دوه ساتونکي یې ووژل شول او والي روغ ووت، خو عام خلک یې زما د پلار په ګډون پنځلس نور شهیدان او ټپیان کړل.

ـ خیر ژوند دی، حوصله به نه بایلو، اوس خو د هغه ډېر وخت وتلی، الله دې ورته مفغرت نصیب کړي، باقي به وطن ته دعاوې کوو چې خدای پکې د امن او علم سیوری وغوړوي.

ـ هو، بالکل. ناهیلي باید هېڅکله و نکړو.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000