د زوکام او سر درد له لاسه ماښام تر ناوخته وېښ وم، سهار چې مې لمونځ وکړ، ویده شوم، په اته بجې د اطاق ملګري اسد راکېنولم. راپورته شوم، چای تیارې وې، سره نوش مو کړې، په موبایل کې ګرځېدم، فېسبوک کې د ښځو نړیوالې ورځې په پار مبارکۍ ویلې، ماول زموږ لپاره به دا څه ورځ وي چې ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړل شوې وي، د کار او راوتلو اجازه نه ورکول کېږي. د سیال کېدو او پوهې تر لاسه کولو حق ترې اخیستل شوی وي، د واده او مېړه انتخاب یې د ورور یا پلار په لاس کې وي. نو دا به د افغانو نجونو لپاره څنګه نړیواله ورځ وي چې نړیوالو یې هم په اړه خولې پټې نیولې دي. خپه شوم، موبایل مې کېښود، ځان سره مې وویل؛ د ناتوانۍ دې زوی مړ شي، د استبداد دې خانه خرابه وي، هېڅوک له ځان سره لا څه نه شي ویلای.
ساعت او مهالوېش مې وکوت، درسي ساعت ته دیرش دقیقې پاته وې، هیندارې ته مخامخ ودرېدم، په ویښتو کې مې ګوتې ووهلې، سدرۍ مې واغوسته، خولۍ مې پر سر کړه، بوټونو ته مې بورس ونیو، خو پاک نه شول، روان شوم. ټکسي را ته ودرېده، ور وختم. پنځلس دقیقې وروسته پوهنتون ته نږدې ښکته شوم. د پوهنتون دروازې ته نږدې، دوې پېغلې په حجاب او حیا کې ناستې وې، تر مخ یې د بوټو رنګونه، بورسونه پراته وو. بوټونه مې ور وکښل.
یوې په زاړه بورس خاورې ترې پاکې کړې، دویمې څو ځایه رنګ ورباندې وواهه، بورس یې ورته ونیو، ژر ژر یې رنګ کړل. په ډېر زحمت مې پوښتنه ځنې وکړه، خورې نارینه څوک نه لرئ، چې کار وکړي، دا عمر خو ستاسې د کار نه دی!؟
هغه یوه په بوټونو مصروفه وه، غږ یې نه وکړ، خو دویمې له ځنډ وروسته وویل:
ـ که کار و نه کړو، څه شی به خورو؟
ـ نه مې دې ویلي چې کار مه کوئ، وام ولې کور کې نور څوک نه لرئ؟
ـ نه، نشته. پلار مو په ښوونځي کې ښوونکی دی، خو د هغه معاش د کرایې، برق او اوبو شي. دوه وروڼه لرو، هغه مکتب ته ځي، تر اوسه لا د کار نه دي. موږ دواړې د دې پوهنتون محصلانې یوو، خو څلور کاله کېږي، بیا په دې دروازه د ننوتلو اجازه چا نه ده راکړې. هیله لرو چې یوه ورځ د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې خلاصې شي، خو ورځ تر بلې مو دغه هیلې کمېږي.
دویمې یې بوټونه رنګ کړ، هغې وویل:
استاده! ته مې دوه واره په پوهنتون کې لیدلی یې، هغه وخت زموږ لومړی سیمسټر و، که بند شوي نه وای، اوس به مو دفراغت درېیم کال و. یو ځای به بوختې وو، د پلار له اوږو به مو د ستړیا دغه اوږد بار لري کړی و.
د پوهنتون دروازې پر سر سپين د طالبانو بیرغ رپیدی، تر لاندې ولاړو عسکرو د محصلینو کارتونه کتل، خو یوه نظامي تر ډېرو پورې نظر پر ما باندې و. بوټونو مې په پښو کړل، پنځوس افغانۍ مې ورته ونیوې، خبرو یې زما وجدان دومره ملامت کړ، چې تر پایه مې هم کوم لفظ تر خولې نه ووت. چې روانېدم، دوو محصلینو هم د رنګېدو لپاره بوټونه ورته وکښل.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ