ورور مې له ولسوالۍ تر ولایته کوچنی موټر چلاوو، پیسې یې له همدې لارې ګټلې. بله یې ورځ له ټېلر موټر سره ټکر وکړ، دی او دوه نور ملګري یې ځای پر ځای شهیدان کړل، د درېیو نورو هم وضعیت خراب و.
جنازه یې کلیوالو راوړه د سرای په منځ کې کېښوده. پلار مې له خپل حالته ووت، مور بدې ورځي کولې، ورینداره بېچارهګۍ پیریانو نیولې وه، له چوترې وغورځېده لاسونه یې غوټ مات کړل، واړه زامن خو یې تر هدیرې راسره ولاړل.
د پلار پخوانی بانډار ورک شو، یوازې ناست وي، هغه ورځ د ولسوالۍ ډاکټر ته تللی و، دوه رکمه ګولۍ یې ورکړې وې؛ ویل تشویش لري، خو دې تشویش دولس میاشتې دوام وکړ. د وطن ډېرو ډاکټرانو ته ورغلو، یوه اوونۍ به د ټولو له دوا سره ښه و، بیرته به حالت پخوا ته وګرځید. یوازېتوب یې غوښت، کوټې ته به یې څوک نه ور پرېښول.
نه پوهېږم چا ملا ورښوولی و، چې که تعویذ وکاږي، ژر به دې حالت ښه شي. په سبا یې ولېږلم چې موټر پیدا کړم او ملا ته ولاړ شو، ګوندي ورسره ښه شي.
ملګري ته مې زنګ وکړ، کور یې ودان ژر یې موټر راوست، یو ساعت وروسته د ملا کور ته ورسېدو. د خټین کور تر مخ څو زاړه موټرسایکلونه او دوه بایسکلان ولاړ دي. موټر مې د توت سیوري ته وداروه. ورغلو.
بوټونه مو په چوتره و ایستل، په غټ دهلیز کې ښځې او نر یو ځای ناست وو، د دهلیز په اخیر کې کوچنۍ دروازه وه، ملا ته خلک په هغه دروازه ور ننوتل. یو نفر د دراوزې مخته ولاړ و، هر څوک یې په نوبت ور پرېښول. ورغلم، هیله مې ځنې وکړه چې له لیري راغلي یوو، که زموږ نوبت رامخکې کړئ، موټر مې هم پردی راوستلی دی. ویل کښېنئ، ملاصاحب ته به ووایم، انشاالله چې څه به نه وایي، که دې نورو مریضانو اجازه درکړه.
په دهلیز کې یوه ښځه په تخته پرته وه، فلج شوې وه. یوې بلې اولاد نه درلود، مېړه ویل ستونزه یې په مېرمن کې ده. د دروازې هلک را غږ کړل، ویل راشه!
ورغلم، په دیوالونو سرې، سپینې او تورې چېرې راځړېدې، مخامخ ښکاري ټوپک خوله د کوټې چت ته نیولې وه. په سپینو جامو کې ناست ملا له ستړې مه شې وروسته وویل، مریض په څه دی؟ حال مې ورته بیان کړ، ویل خدای به یې ښه کړي، تاسې څو دقیقې کښېنئ.
ما ورته کتل له دیواله یې سپینه پرده پورته کړه، څو ځایه پاڼې پرتې وې، په هرې یوې ځانته ربړ اوښتی و. له دوو بنډلونو یې جلا جلا کاغذونه راويستل. څه وخت یې څادر پر سر راکش کړ، ما په کوټه کې کتل راکتل پلار مې هغه ته متوجې و. په یوه المارۍ کې د تیلو څراغ و، یو زوړ بې پوښه کتاب پروت و. یو ځای په مېخ پسې د پرداګه واګه راځړېده. قبلې خوا ته په پرده کلیمه لیکل شوې وه.
څاښتونه او تعویذونه یې راکړل. ویل پلار به دې یوه شپه و ورځ یوازې پرېږدئ، څو د څراغ پېلتې به ورته دود کړئ، څاښتونه اوبو ته واچوئ، تر لسو ورځو پورې دې هر سهار هماغه اوبه څښي، تعویذ ته یو سپین، درې تور او یو شین پوښ ورکړئ. پلار مې زر افغانۍ تر توشکې لاندې کېښودې، راولاړ شو. ما المارۍ ته وکتل، ډېر واړه کاغذونه پراته و، له هر بنډل سره د هماغې ناروغۍ نوم لیکل شوی و. ملا راته وویل، څاښتونه مې پخوا لیکل اوس مې تیار کاپي کړي دي. د هرې ناروغې یې بېل بېل پراته دي. که دې کوم شناخته یا نږدې خپلوان مریضان درلودو، رالېږه یې.
زما په پلار خو یې د یوې افغانۍ تاثیر نه وکړ، نه شدیدې ناروغۍ په تعویذونو سمېږي. یوه میاشت وروسته مې د اعصابو له متخصص سره مشوره وکړه، هغه ویل په هېڅ وجه یې یوازې مه پرېږدئ، مصروفیت ورته برابر کړئ، یو رکم ګولۍ را ته ولیکلې چې په وطن کې نه وې. له پاکستانه مې ورته راوړې، اوس په عادت دی، خو تر پخوا ډېر سم شوی دی. رووف ناصري
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ