ستئ یو شهکار نظم! 

تېره شپه مې د لایق صاحب هغه مرکه اوریده؛  چې ده خاص د لنډیو اړوند کړي ده دا مرکه څو جالب ټکې لري مګر یو جالب ټکی یې دادی چې لایق صاحب وایې د پښتو لنډیو په لمن کې د پښتنو په ستونزو دومره خبرې شوې دې چې نا ممکنه ده په بل ژانر کې دې وموندل سې؛  دی وایې چې ستۍ یو ناوړه دود دی او ما یوازې په دې موضوع باندي شاوخوا درۍ سوه لنډۍ موندلي دې.

ستۍ په عامیانه اصطلاح کې په اور اړول سوي ته وایې؛  دا دود په هند کې داسې بڼه لري یا شاید لرله چې کله به د کومي ځواني نجلۍ خاوند مړ سو میرمن یې مجبوره وه ځان وسځوي؛  په پښتنو او بیا په تېره زموږ په علاقه کې دا دودو بدل دی؛  ستۍ سوي نجلۍ هغې نجلۍ ته وایې چې خاوند یې ونه موندل سې او دا د پلار په کور سر سپین کړي.

د لایق صاحب تر مرکي ور ها خوا یو بل څه هم دې موضوع ته جلب کړم؛  میرمن نغمه یوه مرکه کې وایې چې کله مې د بابرزي شعر او مشهوره سندره ” الا پوره مې نکړې د ځوانۍ خوبه زره زره یم ” سندره کړ نو په امریکا کې یو کس راته وویل چې نغمي دا سندره دې ویلې ده؛  ماته دې غم جوړ کړی دی؛  ما ویل څنګه وایې زما یوه خور ده؛  هغه مو ستۍ کړیده اوس چې دا سندره اورې نو تل ژاړي او کور یې په غم کې اچولی دی.

په فکر او ذاتي حواله د پښتنو ځینې بد کردارونه داسې زړه بوږنونکې دې چې سړی یې د الفاظو د بیان وس نلرې؛  د غم او خوشنۍ خبره داده چې دا ستونزې د وخت په تیریدا سره نه یوتزې دا چې حل نسوې بلکې لا پسې پراخې سولي.

زموږ ادبیات او زموږ ټولنه په ذاتي توګه یوه تړلي ټولنه ده؛ د هیڅ شي د مکملي ازادۍ امکان نستع پکې په تېره بیا هنر خو بیخې پکې تړلی دی؛ د تړلي هنر تر ټولو لوی تاوان هغو بیچارو او شعور دارو کسانو ته ورسید؛ چې د ټولنې ستونزې یې درک کولې مګر له وسه یې څه پوره نه ول.

په داسې حالت کې د ټولنې په شته ستونزو او بیا په تېره د ښځو په وړاندي هغو ناوړو دودونو چې له کلونو را هیسې یې په دې خرافاتي ټولنه راج او تاج کړی وو؛  د هنر مندانو ژبي ګونګي کړي او ستونزي یې په هغه حواله تر خلګو ونه رسولي چې اړتیا یې وه؛  بلکې د تړلي هنر له امله لا د خلګو نه د سم او ناسم توپیر ورک شو.

خو میرمن پرون ملال له هغو ګوتشمیرو میرمنو وه چې دې له ګواښه ډک میدان ته یې را ودانګل؛  په ذاتي توګه د هغې ژوند له یوې اوږد مهالي تراژیدۍ یانې کونډتون نه تېر شوی دی؛  دې د خپل ژوند په بیخې لومړنیو وختونو کې د ژوند ملګری له لاسه ورکړ؛  دا په ذاتي تړګه هسې هم شاعره وه خو دې تراژیدۍ لا ښه شاعره ځنې. جوړه کړه؛  دې ستر غم که له یوې. خوا دا نا وسه کړه له بلې نوا یې جرات وکړ چې د پښتنو ښځو د ژوند په داسې اړخونو خبرې وکړي چې نورو یا نشوای کولای یآ یې کولای شوای کولي یې نه ده.

د روښانتیا او بدلون په دوران کې چې پښتني میرمنې را اوچتي شوي او خپلو مشکلاتو ته یې د شعر ژبه ورکړه؛  یوه پکې اغلي ملال وه.

د کونډي نومي نظم ستۍ او پالنګ ملګری او داسې لسګونه شهکار ددې شعرونه سته چې د پښتنې ښځې د تراژیدۍ اړخونه پکې روښانه سوي دي.

ستۍ نظم یې د هغې ښځې تابلو ده چې په کور د وادت په ارمان زړه شوي؛  ما دا نظم په وارو وارو ویلی دی او هر وار مې دومره درد حس کړی دی؛  ژړولی یې یم؛  پکار ده د پښتنو ښځو د ژوند انځورګري او په ستونزو یې خبرې داغسې وشې لکه اغلې ملال چې کړي دي.

زموږ شاعراني او لیکوالي په ذاتې توګه. د نارینه ذهینت تر اغیز لاندي پاته سوي دي؛  دا ځکه خو یې شاعري هم لکه پردۍ شاعري چې لولي خو میرمن ملال داغسې نکوي؛  بلکي دا چې کله شعر لیکې.  حتا غوره شوي مثالونه لا د ښځو اړوند وي.

په دې هیله چې داسې ښه او اعلي نظمونه نور هم وپنځوي.

نظم اوږدی دی؛  خو که مو ولوست تاسې به دا تراژیدي حس کړئ چې د ښځي سپین سر والی د هغې له ارمانونو سره څه ډول نا خونده ټوکه ده.

موسم د میني او ودونو راغی

وږمي سندرې سر کړې

نګهت نکاح د ګلو ولوستله

ستوري یو بل ته د رڼا په لیمو لار جوړوي

د اوږده ژمې د تلتک وریځ یې څهري کړله

نریو وړانګو د لمر بوډۍ ټال کې د رنکونو ټالۍ ووهلي

زموږ د کور د برنډي په چت

 چوغکو کور جوړ کړی

شور د چیچانو یې د ژوند ترانه ویښه کړله

د لي ټولي رمې لنګي سولي

سپینو شیدو یې د کوچۍ د نغرې

څوکې ښکل کړي

د ځ.انکي وراره وړوکی زوی مې

اوس په مسجد کې د الف د قد صراط لولي

لور یې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي

دا تېره شپه یې د نکریزو شپه وه

زما همزولي غوټۍ سږ کال میړه سره و حج ته درومي

زموږ د بزګر دویمه لور توپیکۍ

د خپل خواند سره په سره بګۍ کې

د ښار میلو ته ولاړه

د دیوال هغې خواته زما د تره کور دی

د الماسي ویاله په خوا کې د شاتوت د زړي وني لاندې

زما ترله شیرینه

د زوی لپاره د شاتوت څانګو کې ښکلي زانګو جوړوي

پرون د پلار کره په شپو راغلي

زه د دالان په تیاره کونج کې ناسته

زما نجلۍ توب؛  زما پیغلتوب

ددې دالان تر درشل

ددې دالان په حد کې

نه مې سینګار نه اینه

نا د پاولو شړنګهار

زما دورځو په محراب کې زما د خال ملا امام

سجده کړیده نده

زما د بارخو په ګلابي پاڼه کې

یو.چا د عشق کیسه لیکلي نده

زما د ویښتانو شپي سوي

د سپینو تورو ډکې

زما د موڅو کهکشانونه ت حساب وتلې

سنت او فرض مې د نه په خد کې

د تهجدو اجرامي باج کې مې

لکه زما د ځوانۍ بوج د وخت تاراج کې

زه یم ستۍ ستۍ

زه د بابا زه د نیکه د غور نیکه ستر نیکه

ان تر دې دمه پوري

د مځکي زر او سپین په زور وړمه

زه د بابا کاله کې سپین اوربل خور وړمه

زه یم ستۍ ستۍ

د ژوند په باب کې یو سپینه پاڼه! !.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000