لویدیځ ته د راغلو کډوالو څو اړخیز رول

ما په تېر پوست کې دا دوه پوښتنې مطرح کړې وې چې د افغان او مسلمانو کډوالو په توګه موږ کوربه ټولنو ته څه ورزیاتولای شو، او له لوېدیځو علمي، ټکنالوژیکي، اقتصادي او ټولنیزو تجربو څخه خپلو اصلي هېوادونو ته څه لېږدولای شو؟ له ټولو دوستانو مننه کوم چې د دې پوښتنو په ځواب کې یې زما تر توقع هم ژور او مهم ټکی رابرسېره کړل. راځئ په غرب کې د مهاجرو افغانانو پر مخ د موجودو فرصتونو او د دوی د ممکنې مثبتې برخه اخستنې په باب دغه او نور ټکي لا هم وارزوو:

لومړی. کډوال له ځان سره څه راوړي؟

که څه هم زیاتره کډوال له ستونزوله امله له خپل هیواده نورو هیوادونو ته راغلي دي، خو دوی ټول یوازې د کار ځواک نه، بلکې زیاترو یې  پوهه، مهارتونه، ژبې، اړیکې، ارزښتونه، تجربې او هیلې هم له ځان سره راوړي دي. په دوی کې پوهان، متخصصین، متشبثین، ښوونکي او د ټولنیزې اصلاح کسان هم شته. د دوی له مثبتو کلتوري تجربو څخه تر یوه حده د کورنۍ او ټولنې ملاتړ، مېلمه‌پالنه، د ګاونډیتوب حق، متقابله مرسته او د ټولنیز مسؤولیت احساس یادولای شو. کډوالي یوازې له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د خلکو انتقال نه دی؛ بلکې د استعداد، پوهې، تجربې، کلتور، اړیکو او بشري پانګې د انتقال او تبادلې پروسه هم ده.

دوهم. آیا لوېدیځې ټولنې له ستونزو خالي دي؟

نه. له سترو پرمختګونو سره سره، لوېدیځې ټولنې تر یوه حده له اقتصادي نابرابرۍ، ټولنیزې انزوا، تبعیض، د کورونو له لوړو لګښتونو، د ادغام له ستونزو او د عامه اعتماد له کمزورۍ سره مخ دي. کډوال کولای شي د علمي څېړنو، روغتیا، تعلیم، ټولنیزو خدمتونو، خیریه فعالیتونو او کلتوري تفاهم له لارې مثبته برخه واخلي؛ خو دا کار تعلیم، مسلکي وړتیا، ژبه، قانون‌پالنه، ټولنیز مشارکت، متقابل اعتماد او همدا راز یو څه موده وخت غواړي.

دریم. کډوال په نوو ټولنو کې څه ترلاسه کولای شي؟

دا برخه تر ټولو مهمه او عملي ده. زیاتره غربي ټولنې د زده‌کړې، کار، نوښت، پانګې، څېړنې او تشبث ډېر زیات فرصتونه لري، او کولای شي د استعدادونو غوړولو ته زمینه جوړه کړي. د امریکا تجربه یوه مهمه بېلګه ده: د American Immigration Council  د ۲۰۲۵ کال د تحلیل له مخې، د Fortune 500  شرکتونو له ډلې ۲۳۱ شرکتونه، یعنې ۴۶.۲٪، د مهاجرینو یا د هغوی د اولادونو له خوا تاسیس شوي دي. د دغو شرکتونو ګډ عواید په ۲۰۲۴ مالي کال کې شاوخوا ۸.۶ ټریلیون ډالر وو او په نړۍ کې یې له ۱۵.۴ میلیونو ډېرو کسانو ته دندې برابرې کړې وې. پر دې سربېره د ساینس، ټکنالوژۍ، روغتیا، بشري علومو او څېړنیزو برخو کې د کډوالو برخه ډېره مثبته ده.

دا تجربه ښيي چې په راغلو کډوالو کې ځلانده استعدادونه موجود وو/ دي او هغه وخت یې نتیجې ورکړي دي/ ورکوي چې مناسب بنسټونه، بازارونه، زده‌کړې، پانګه، مسلکي شبکې او قانوني ـ اقتصادي فرصتونه ورته برابر شول/ شي.

څلورم. کډوال په نوو ټولنو کې خپل هویت تر کومه ساتلای شي؟

د امریکا د بېلګې له مخې، ژبه عموماً تر دوهم نسل نسبتاً قوي پاتې کېږي، خو په درېیم نسل کې کمزورېږي. قومي هویت تر درېیم نسل او حتی وروسته پاتې کېدای شي، خو شدت یې کمېږي. ځینې کلتوري مظاهر لکه خواړه، جامې، موسیقي، اخترونه، واده او کورني دودونه تر درېیم، څلورم او حتی راتلونکو نسلونو پورې پاتې کېدای شي؛ خو بڼه یې بدلېږي او له نوي کلتور سره ګډېږي. دین او مذهب عموماً تر اوږد مهاله دوام کوي، که څه هم یو شمیر کسان یې ممکن تر څلورم نسل وروسته پرېږدي، خو په مقابل کې نور کسان اسلام قبلوي.

پنځم. آیا کډوال خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته څه ورکولای شي؟

هو، تر یوه حده. د کډوالو ونډه یوازې په کوربه هېواد کې نه محدودیږي. هغوی کولای شي د مالي مرستو، پانګونې، خیریه فعالیتونو، زده‌کړو، مسلکي تجربې، ټکنالوژۍ، علمي اړیکو او ټولنیز مشارکت له لارې خپلو اصلي هېوادونو سره یو څه مرسته وکړي. په ځانګړي ډول د تعلیم، روغتیا، سوداګرۍ، کرنې، ټکنالوژۍ، مدیریت او بشري ظرفیتونو په پراختیا کې د هغوی تجربه ارزښت لري. البته دا ورکړه په هغه اندازه نه دی چې دوی په نوي چاپیریال کې څه تر لاسه کوي، او اغیز کوي.

شپږم. څنګه کولای شو د دواړو ټولنو ترمنځ اغېزناک پل جوړ کړو؟

مهاجرین کولای شي د علم، تجربې، پانګې، ټکنالوژۍ او کلتوري تفاهم د انتقال پلونه شي؛ خو دا کار په اتومات ډول نه کېږي. د پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو همکاري، د متخصصینو روزنه او مشوره، پانګونه او تشبث، د ټکنالوژۍ انتقال، خیریه پروګرامونه، کلتوري تفاهم او د اداري تجربو شریکول هغه لارې دي چې دا پل پیاوړی کولای شي. د دې هڅو بریالیتوب د متقابل اعتماد، مناسبو بنسټونو او د دواړو خواوو د همکاریو په ظرفیت پورې اړه لري.

نتیجه‌ګیري: کډوالي د متقابلې ودې او ګډ پرمختګ فرصت

د غرب مېشتو افغانانو او مسلمانانو رول باید یوازې په اقتصادي بریا یا د اصلي هېوادونو ته د لېږل شوو پیسو له مخې ونه سنجول شي. د هغوی رول اقتصادي، علمي، کلتوري، ټولنیز او بشري اړخونه لري.

له بلې خوا، کډوالي له ننګونو هم خالي نه ده: ژبه، کلتوري توپیرونه، مسلکي ادغام، تبعیض او د هویت ساتل د مهاجرینو د ژوند مهمې مسئلې دي. د دې ستونزو حل د مهاجرینو او کوربه ټولنو دواړو مسؤولیت دی.

اوس چې په لکونو تعلیم یافته افغانان کډوالۍ ته مجبور شوي دي د دوی (په ځانګړي ډول ځوانانو) اساسي هدف باید دا وي چې خپل استعدادونه وغړوي، د کوربه ټولنو له فرصتونو مثبته استفاده وکړي او یو مسؤول، ګټور او نوښتګر اوسیدونکي شي. په عین وخت کې اصلي هېواد (ګران افغانستان) ته د خپلې پوهې، وړتیاوو، شرایطو او امکاناتو سره سم هر ممکن خیر ورسوي. همدا راز خپل دیني او مثبت کلتوري ارزښتونه وساتي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000