نن يې له سهاره چورت چنداني برابر نه وو. له ځان سره يې وويل چې خدای يو؛ روزي يې ډېري ــ سبا رخصتي (شنبه) ده او راځه نن لږ وختي له دوتره ووځه. را ولاړ شو؛ ښي اړخه ته پر کاري مېز پروت ساعت يې پر لاس کړ او څنګ ته ايښی لاسي بکس يې را واخيست؛ نېغ کاپي شاپ ته راغی او د دويم پوړ په ښيښهخونه کې يې پر يوه څوکۍ کونه ولګوله او شاګرد ته يې ور ږغ کړ چې وهلکه! ته راوړه يوه چاينکه ښې ترخې شينې چايې له شيدوکيک سره راوړه کنه.
دا وخت نو د جمعې لمونځ شوی او ملا لا دوعا نه ده کړې خو دانه مانه زما غوندي تلواري له جوماته راوزي. له تاسو څه پټه؛ د ده خو خدای مخ تور کړی او په ټپه تور دی ــ څو کاله وړاندې يې پلرنی دين يهوديت پرېښود. نوم يې له يدديش هرښېل (Yiddish Herchel) څخه هېنرېښ (Heinrich) ته بدل کړ خو د ګاونډيانو له شرمه په پروسا (لرغوني ښار) کې د پروټيسټانو کليسا ته کله ناکله سر ورښکاره کوي. وبښئ؛ ها د چا په اصطلاح د دوی ملايان پر ماشومانو ډېر سخت او اوږده نومونه ږدي ــ خدای دې وکړي چې سم به مې ليکلي وي!
سړي سيګار ولګاوو؛ تر ډنډه ډنډه سرو برېتو يې غوړسکه غوړسکه شين لوګی راوزي چې شرنګګګ؛ وتزپ ته يې زنګ راغی. ده؛ سيګار د ايرنۍ (سيګرېټ دانۍ) اړخ ته تکيه او فون راپورته کړ چې سوفيا (Sophie) خور يې تر سلام و جوړ پخير وړاندې وار پرې مخکې کړ:
– هېنرېښ لالا! زېری مې در باندې.
– مننه، د څه شي زېری؟
– هانرېيت ورېندارې ته خدای د درېيم ځل لپاره ښايسته زوی ورکړ.
– ښاا؛ خدای دې مرغ راپسې ښه کړي.
– آمين، خو ګوره زېری غواړم!
– سمه ده سورمخې!
هېنرېښ مسکی شوی، فون یې بند کړ، او مخ پر کور را روان شو چې د مېرمني احوال واخلي او د زوی پر ليدو سترګې خوږې کړي. دا نو د ۱۸۱۸ د مې پينځمه ده.
هېنرېښ د بچي د زوکړې پر درېيمه غټ پسه حلال کړ؛ ملګري او ګاونډيان يې را وبلل او ملا صاحب پر هلک باندې کارل هينرېښ مارکس Karl Heinrich Marx)) نوم کېښود. [غرق شې په دې سخت نوم!]
د کارل نيکونه کټر يهودان ول؛ خو پلار (Heinrich Marx) يې په تنکۍ ځوانۍ کې د سيکولريزم تر لوستلو او د ايمانوېل کېنټ (Immanuel Kant) او والټېر (Voltaire) تر پیلونۍ روسته له پلرنۍ دين سره مخه ښه کړې وه او په ۱۸۱۵ کې یې وکالت ته را دنګلي ول.
کارل مارکس چې شپږ کلن شو؛ مور يې په (Lutheran) کليسا کې تر اوبو ويست. کارل؛ کال دوه روسته يې پلار ته وويل چې پلانی او پلانی ملګری مې ښوونځي ته ځي؛ سږکال به ما هم ښوونځي ته ور اچوې. پلار يې پر خبره غوږ کوڼ واچاوو؛ دوه درې دوبي يې د خپلو انګورو باغونه له مرغيو ور باندې وساتل او ژمی به یې په کور کې درس ورته وايه. په ۱۸۳۰ کې يې د Trier ښوونځي (Gymnasium zu Trier) ته ولېږه. کارل چې دویم جومات (ټولګي) ته ولاړ نور يې بخت ياري ور سره ونکړه؛ د ښار پوليسو زموږ د اوسنيو حاکمانو غوندې د ښوونځي له سرښوونکي سره خټه پر ښکر واخيسته چې ګواکې ته له ښوونځي د سياسي ليبراليږم ادبيات (روښاندي) خپروې او لکه نن سبا چې زموږ د نجونو ښوونځيو ته نيم کيلويي ډبرين کلوپونه پراته دي؛ همدومره غټ کلوپ يې د کارل دوی ښوونځي ته هم واچاوو. څه سر به مو ګرځوم؛ کارل بېرته باغ ساتنې او ملګري يې په شپنۍ او لنډغرۍ سر شول. په ۱۸۳۵ کې کارل د بون پوهنتون ته لاره ومونده خو کال روسته يې د عسکرۍ پچه وختله. دا چې د سږو ناروغي يې درلوده؛ نو، حکومت وباښه.
کارل په پوهنتون کې د سياسي بنسټپالو او شاعرانو له ډلو ټپلو سره د ملګرتيا تارونه وغځول او لږ روسته د (Tavern Club) مرستيالي ور پر غاړه شوه چې پوليس په منډه پسې ګرځېدل. کارل طبيعتاَ شوخ ځوان وو؛ د شر په هره سوړه به يې لاسونه منډل چې په پوهنتون کې یې هم په ځينو شخړو او شولانګو کې لاس درلود چې دې کړدو له پوهنتوني لوستونو او اکاډميکو چارو څنګ ته کړ او د پوهنتون په روستيو سيميسټرو کې به یې په مټې د ليليې د ډوډۍ خپلولو نومرې تر لاسه کولې. د پلار يې سر خلاص شو چې زوی مې پل له کرښې چپ ږدي. نو يې ژر د برلين يوه سخت پوهنتون ته ولېږه چې هلته يې حقوق او فلسفه ولوسته او روسته ورڅخه د نړۍ اوڅار فيلسوف، ژور وټپوه (اقتصاد پوه)، لوی تاريخپوه، ځيرک ژورناليسټ، د نومهالې ټولنپوهنې بنسټګر، او سرښندی سوشليسټ جوړ شو. کارل د نړۍ له اغېزناکو څېرو څخه ګڼل کېږي چې د نړۍ ډېری روښاندان او سياسي مشران يې خپل لېربه [= لارښود] و بوميا بولي او د ده نښيرونه [= اثار] د خپلې لارې ډېوټ ګڼي. هرګوره؛ هيڅوک هم تر ګوتنيونې لوړ نه دی او پر ده هم ځينې نيوکې شوې/کېږي.
کارل په ۱۸۴۳ کې د مجردتوب له خوږې دايرې څخه سر بهر او د ډرامې ليکوالې او سياسي فعالې؛ جيني فون وسټفالين (Jenny von Westphalen) د زلفو کړۍ يې د خپلې غاړه زولنې کړې.
د کارل هم لکه په افغانستان کې د پاتي ځينو هېوادپالو ليکوالو؛ پر حاکم نظام نيوکو کولو ته ګوتې ډېرې تخېدې. ها چې وايي خپله ژبه هم کلا ده و هم بلا؛ ده ته بلا شوه او موده روسته د سياسي ليکنو له کبله د هېواد تابعت ورڅخه واخيستل شو او لنډن ته وشړل شو چې هلته يې لسيزې خورا په بې وسۍ او غربت کې ژوند وکړ او چلاو يې د خپل اخښي؛ ليون فيليپس (Lion Philips) د بسپنې مانا خيرات، زکات، و سرسايې په پيسو وو.
په دې سخته سنګړه کې کارل ته خدای وکتل؛ په لنډن کې يې جرمني فيلسوف فريډرېښ اينګلز (Friedrich Engels) ور سره مخ و ملګری کړ او دواړو يوځای څېړنو او ليکنو ته مټې و بډې را ونغښتې او د امپرياليسټي نړۍ د پښو وهلو تبرونو يې لاستي سازول.
کارل مارکس د شړنې (تبعيد) پر مهال زرګونه ليکنې او لسګونه کتابونه وليکل چې کمونيسټي څرګندونې [= مانيفيسټ] او ډس-کاپيټل (Das Kapital) يې د بشر په تاريخ کې له اغېزناکو و ګټورو کتابونو څخه ګڼل کېږي. د ټولنپوهنې، اقتصاد، او سياست په اړه د کارل اندونو و واندونو ته مارکسيږم وايه شي چې د کمونيزم لپاره بستر جوړوي.
د کمونيزم له لوستلو ورسته به د ځينو پيټرول-طبعو مجاهدزيانو غوني زيږه و سوچونه خټه شوي وي او په ناخبرۍ کې به يې پر کارل لعنتونه ور شغولولي وي. غواړم په لنډو ووايم چې؛
په اصطلاح؛ زموږ د ډېری کمونيسټانو (خلقيانو، پرچميانو، ماويسټانو، او شعلهيانو) د مارکسيزم/کمونيزم په الفبې خدای که اروا شکه وه او پاتې ګوتشمارو بيا د سياسي لالچ په ټس کې د مارکسیزم پر ځي د لينينزم ډول ته څڼې غورځولې. مانا د دوی مشر؛ لېنين به ويل چې بايد د کمونيسټي ژريم بېخ و بنسټ د تورې او زور له لارې کېښوول شي او د بولشويک (اوکټوبر) اوښتون؛ مارکسيږم د کمونيزم ځای ناستی کړ.
ځيني مشران ملګري کله ناکله وايي چې مارکسيږم/کمونيږم ځکه زموږ د خلګو درد ته دارو نه شو چې افغانستان نه ورهڼيز [= صنعتي] هېواد وو او نه هم دلته پروليټاريټ (کارګران) و بروژوا (فابريکهوال) او همداراز ورهڼيزو بهير روان وو. هو، له تيورټيکي اړخه؛ دا چې افغانستان کرنيز هېواد دی نو، د کمونيږم د نسخې پر ځي د ماويزم هغه لږ کارنده ښکارېده. خو څه يې کوئ؛ اوس اوبه تر ورخ تېرې دي.
د پخوا په څېر بيا راڅخه ليک اوږد شو خو ګومان کوم د مطلب ټکي مې را واخيستل. په هره توګه؛ ډېر ويل د قرآن ښه وي. نو، د کارل مارکس پر څو خبرو به يې را ونغاړو:
– سياستوال که سره ملګري/همغږي شي؛ شتمني مو لوټي او که سره وران شي؛ ژوند مو تروړي.
– د انسان خېټه/لوږه تر دين، ساينس، او هنر وړاندې ده.
– که غربيان د بې روزګارۍ او ګرانۍ له کبله ځانوژنې پيل کړي؛ پانګوال به رسيو جوړولو او پلورو ته را ودانګي.
– ما د داسې نړۍ ليدل غوښتل چې واک يې له بې وزلو کارګرانو سره وي؛ ظلم په کې نه وي او له زبېښاکه پاکه وي ځکه خو پانګوال او شتمن له ما څخه کرکه کوي.
– د ځمکوالو، کرل نه دې خوښ خو رېبل (حاصل اخيستل) خوند ورکوي.
– سړي خپل برخليک/تاريخ په خپله جوړوي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ