ډېری پښتانه نن هم داسې فکر کوي، چې څوک اسمان ته نهشي ختلای. لنډۍ ده چې وايي:
اسمان ته لار د ختو نهشته
د ځمکې سر دې را ته بلې لمبې کینه
دا لنډۍ په اصل کې زموږ له برخلیک سره ژور تړاو لري. په هېواد کې د بل په لمسون ۳۵ کاله پرلهپسې جنګ په لکونو هېوادوال د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړل. ماشومان مو یتیمان، خوېندې مو کونډې او مېندې مو بورې شوې. ښوونځي مو وتړل شول او هېواد مو ۳۵ کاله وروسته پاتې شو. بادار یې د کابل د سوځولو امر کړی و؛ خو غلامانو يې ټول هېواد بلې لمبې کړ او په همدې بلو لمبو کې یوازې یو ۲۹ کلن ځوان اسمان ته د ختو لاره پیدا کړه. دا ځوان عبد الاحد مومند نومېده، چې له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې په همدې ورځ [۲۹-اګسټ-۱۹۸۸] د پخواني شوروي په مرسته میر فضايي اډې (Mir Space Station) ته په نهه ورځني سفر ولاړ.
مومند صاحب په ۱۹۵۹م کال کې د غزني په سرده سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې د کلي ملک و او د خلکو روغې جوړې به یې کولې. لومړنۍ زدهکړې یې په خپل کلي او منځنۍ یې د اندړو ولسوالۍ په علي هجویري نومي منځني ښوونځي کې ترسره کړې دي. دوولسم ټولګی یې بیا د کابل په حبیبیه او اندړو ولسوالۍ په سلطان شهاب الدین لېسو کې لوستی دی. په ۱۹۷۶م کال کې يې په کابل پوليتخنیک کې د دوو کلونو لهپاره د ځمکپوهنې [کشف معادن] څانګه ولوستله. په ۱۹۷۸م کال کې پخواني شوروي ته د پیلوټۍ لهپاره ولاړ او کله چې روسي پوځونه افغانستان ته راغلل، مومند صاحب هغه مهال په شوروي کې په خپلو زدهکړو بوخت و. په ۱۹۸۴م کې د زدهکړو تر بشپړولو وروسته بېرته افغانستان ته راغی او په هوايي ځواکونو کې د جېټ الوتکې یو تکړه پېلوټ شو.
پخواني شوروي د انټرکوزموس (Interkosmos) په نوم یو فضايي پروګرام جوړ کړی و، چې له سوسیالېستي هېوادونو سره په فضايي څېړنو کې مرسته وکړي او افغانستان هم د اتحادي هېوادونو په کتار کې و. عبد الاحد مومند او محمد دوران غلام معصوم په افغانستان کې له ۵۰۰ کسانو څخه سیالي وګټله او د دې فضايي ماموریت لهپاره وټاکل شول. د مومند صاحب د واده میاشت لا نه وه پوره شوې، چې په ۱۹۸۷م کې له محمد دوران سره د زدهکړې او روزنې لهپاره شوروي ته ولاړ. هغوی د سټار سيټي (Star City) په نوم د مسکو په یوه روزنځي (training center) کې د ستورمزلو په توګه روزل کېدل؛ خو خبره همدومره نه وه، په هغوی کې باید یو فضا ته تللی وای، چې دا پرېکړه به د هغوی د روزنیز پروګرام په پای کې کېده. بلاخره مومند صاحب تکړه را وخوت او اسمان ته د ختلو پچه هم د همده په نامه وختله.
افغانستان ته نهه کلنه کورنۍ جګړه په کابو ۱،۵ ملیون شهیدانو تمامه شوه. د شوروي ولسمشر میخايل ګورباچوف (Mikhail Gorbachev) نور دا حالت نهشو زغملای؛ نو له افغانستانه یې د روسي پوځونو د ایستلو اعلان وکړ. له اعلان سره سم، کریملین هم له سټار سيټي (Star City) څخه وغوښتل، چې فضايي ماموریت دې له افغانستانه د پوځونو له راوتو مخکې ترسره شي. وخت ډېر لږ و او مومند صاحب هم له کومې دمې او رخصتۍ پرته خپل روزنیز پروګرام ته دوام ورکړ.
روزنیز پروګرام پایته ورسېد او مومند صاحب هم د سفر موزې په پښو کړې. د ۱۹۸۸م کال د اګسټ ۲۹مه نېټه وه، چې عبد الاحد مومند، ولادیمیر لیاخوف (Vladimir Lyakhov) او ډاکټر واليري پولیاکوف (Valery Polyakov) په قزاقستان کې له بایکونور اډې (Baikonur Cosmodrome) څخه [د مسکو مهال] د سهار پر ۸:۲۳ بجو د سویوز ټم-۶ (Soyuz TM-6) توغندي له لارې میر فضا تمځای (Mir Space Station) ته روان شول. په څو شېبو کې د توغندي سرعت په یوه ثانیه کې ۸ کیلو مترو ته ورسېد او ستورمزلي نهه دقیقې وروسته د ځمکې مدار ته ننوتل او دوې ورځې وروسته بیا میر فضا تمځای ته ورسېدل. که څه هم دا د مومند صاحب او ډاکټر پولیاکوف لومړی سفر و؛ خو د لیاخوف درېیم او وروستی سفر و. میر (Mir) ته له رسېدو سره سم، مومند صاحب له نورو ستورمزلو سره په بېلابېلو ساینسي، ستورپوهنیزو، ژوندپوهنیزو او طبي ازمېښتونو (experiments) کې برخه واخیسته او د سمې نقشې جوړولو په موخه یې له فضا څخه د افغانستان ګڼشمېر انځورونه هم واخیستل.
میر (Mir) په روسي ژبه کې سوله مانا ورکوي. میر فضا تمځای د شوروي اتحاد یوه مېشتوړه لاسي سپوږمکۍ (artificial satellite) وه، چې د ۱۹۸۶م او ۲۰۰۱م کلونو ترمنځ د ځمکې په ټیټ مدار (low Earth orbit) کې په ۲۷۷۰۰ کیلو متره سرعت/ ساعت سره پر ځمکې را څرخېده، یانې په هرو ۹۱ دقیقو کې یو وار او په يوه ورځ کې کابو ۱۶ واره پر ځمکې را څرخېده. هغه مهال دا په فضا کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ وه، چې کله نا کله له ځمکې څخه په لغړو سترګو هم لیدل کېدای شوه. میر په فضا کې یو څېړنیز لابراتوار و، چې په دې کې به د څېړنډلو له خوا د ژوندپوهنې، وګړ- ژوندپوهنې، پنځپوهنې (فزیکپوهنې)، ستورپوهنې، هسکاڼپوهنې (meteorology)، او نورو پوهنیزو ډګرونو اړوند څېړنې او ازمېښتونه ترسره کېدل.
په ۱۹۶۱م کال کې د روسي یوري ګاګارین (Yuri Gagarin) له لومړي سفر راهیسې، د ۳۸ هېوادونو ستورمزلو له فضا څخه لیدنې کړې، چې افغانستان په دې کې شلم (۲۰) هېواد دی. مومند صاحب د نړۍ په ۵۳۸ ستورمزلو کې لومړنی افغان او تر عربستاني سلطان بن سلمان السعود، سوري محمد فارس او آزربایجاني موسی مناروف وروسته څلورم مسلمان ستورمزلی دی، چې فضا ته ختلی دی.
یوه اوونۍ وروسته، مومند صاحب او لیاخوف په میر (Mir) کې له نورو ملګرو سره مخه ښه وکړه او د ۱۹۸۸م کال د سپټمبر پر ۶مه نېټه په سویوز ټم-۵ (Soyuz TM-5) توغندي کې بېرته ځمکې ته را ستانه شول. توغندي پر لار ځینې تخنیکي ستونزې پیدا کړې او د هغوی راتګ هم وځنډېد. هغوی په توغندي کې نه د خوړلو او څښلو لهپاره توکي لرل، نه د ساکښلو (تنفس) لهپاره زیاتوب آکسیجن او نه هم د تشناب اسانتیا لرله. هغه مهال د نړۍ زیاتو رسنیو په فضا کې د افغان او روسي ستورمزلو د ورکېدا ډنډوره خپره کړه. کابو یوه ورځ وروسته د توغندي ماشینونه ولګېدل او ستورمزلي وتوانېدل، چې د سپټمبر پر ۷مه نېټه [د مسکو مهال] د سهار پر ۴:۵۰ دقیقو د قزاقستان په ژزقازغان (Dzhezkazgan) نومي سیمه کې ناسته وکړي. روسي فضايي ادارې (Roscosmos) څه موده وړاندې داسې راته وویل: ((مومند د سویوز ټم-۵ (Soyuz TM-5) په راتګ کې حیاتي رول ولوباوه. هغه نه یوازې خپل ژوند، بلکې د خپل ملګري لیاخوف ژوند هم وژغوره.))
له الوتنې وروسته مومند صاحب او لیاخوف کابل ته راغلل او د ډېرو افغانانو لخوا وستایل شول. مومند صاحب ته د افغانستان او شوروي اتحاد د اتلولۍ مډالونه ورکړل شوه او په هېواد کې د هوانوردي د مرستیال وزیر په دنده هم وګومارل شو.
مومند صاحب په فضا کې کابو نهه ورځې [یانې: ۸ ورځې، ۲۰ ساعته، او ۲۶ دقیقې] تېرې کړې، چې ځینې مهمې کارنامې یې په لاندې ډول دي:
- د نهو ورځو په اوږدو کې کابو ۱۳۸ واره پر ځمکې را څرخېدلی دی، چې ۱۳۸ لمر خاته او ۱۳۸ لمر لوېده یې لیدلي دي.
- هره ورځ یې ۱۶ لمر خاته او ۱۶ لمر لوېده لیدل.
- لومړنی کس دی، چې قرآنکریم یې فضا ته وړی دی.
- پښتو په فضا کې څلورمه ویل شوې ژبه ده؛ ځکه چې له شهید ډاکټر نجیب الله سره یې له فضا ویډیويي خبرې وکړې.
- په فضا کې یې خپلو روسي ملګرو ته افغاني چای هم چمتو کړی.
د (نه روز در کیهان) په نوم کتاب کې یې فضا ته د خپل سفر ټوله کیسه لیکلې ده. مومند صاحب د ۱۹۹۲م کال په اپرېل کې د مجاهدینو له راتګه کابو یوه اونۍ مخکې المان ته په دې موخه وکوچېد، چې څو میاشتې وروسته به بېرته خپل هېواد ته راستون شي. په ۲۰۰۳م کال کې یې د المان تابعیت ترلاسه کړ او اوس هم له خپلې مېرمنې، دوو لوڼو او یو زوی سره د المان په شتوتګارت (Stuttgart) ښار کې اوسېږي. کابو ۲۲ کاله وروسته په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان ته یوه پلا راغلی و.
له مومند صاحب څخه مې د افغانانو لهپاره د یو پیغام غوښتنه وکړه؛ خو د چا هېواد چې ۳۵ کاله پرلهپسې جګړو سوځلی وي، هغه به نور څه پیغام لري.
په افغانستان کې د تېرو څو کلونو راهیسې پر ښوونځيو، پوهنتونونو، هوايي ډګرونو، کوڅو، څلورلارو، سړکونو، څلو او… باندې د چا نومونه کېښول شول؟؟؟ خو نن زموږ رښتینی اتل نن هېڅوک هم نه پېژني.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ