افغانستان د نړۍ فقیرترین هیواد دی؛ د نفوسو د ورستیو ارقامو پر بنسټ تر جنوبي سوډان هم ورسته پاتی دی او د منابعو کمبود(scarcity) او انحصار ددې پرځای چې آزادې راکړي ورکړې ته زمینه برابره کړي د قدرت ناندرۍ را منځته یې را منځته کړې دي!
دا چې افغانستان کې د ثروث غیر طبعي تراکم موجود دی: حد اقل د یو تریلیون(زر میلیارده ډالرو) طبعي منابع قانونآ باید د حکومت ملکیت وي، دولتي املاک او دولتي مالي انحصار له ګمرکونو محصول او مالیات یواځې دولت ته ځي او حتی اوسنی حالت کې هم میلیاردونه ډالر نقدینګي ددولتي بودجې په چوکاټ کې را ټولیږي همدا د اقتصادي منابعو انحصار د سیاسي_نظامي محرکاتو لامل کیږي!
دا مسله زموږ د څو اوږد تاریخ برخه ده او په تیرو پنځوس کلونو کې د ایډیالوژیانو تر نوم او مقدسو شعارونو لاندي یې ظهور کړی دی. که څه هم زموږ په نږدې معاصر تاریخ کې د هیڅ سیاسي حرکت شعار او هدف هم د ملي مالي منابعو تصاحب نه وو خو مالی او اقتصادي منابع همیشه د تړلو ګټو او انعام په شکل پیژندل کیدلې. سیاسي مبارزین پوهیدل چې ددولت ترلاسه کول یعني پراخو مالي او اقتصادي منابعو ته لاسرسی دی.
شاید پوښتنه مو دا وي چې حل لاره څه ده؟ حل لاره موږ د ستونزې په ریښه کې موندلی شو او هغه ددولتي اقتصادي انحصار راکمول دي. دا دقیقآ د افغانستان د کمونیستو دولتونو برعکس سیاست دی؛هغوی ځمکې املاک او هرڅه تر دولتي کنټرول لاندي راوستل او پراخې اقتصادي منابع یې د ناسالم وسلوال رقابت لپاره ایجاد کړلې خو اوس باید دا منابع د وسلوال رقابت پرځای د بازار منصفانه رقابت ته د تل لپاره وسپارل شي!!
مالیاتي او ګمرکي محصول او دولتی بودجه باید د امکان تر حده د تل لپاره کمه شي ترڅو دا د ملت په وینو د یوې حاکمې ډلې د غړو د خرمستیو د تمویل وسیله پاتي نشي. دا مسله تنها د نن نه ده. په تیرو ٥٠ کلونو کې دولتي بودجه د لچرو ځوانانو د خرمستي بیمه وه او هر بیکاره او بې مسلکه ځوان چې په بازار کې یې ځان ته مړۍ نشوی موندلی د قدرت دستګاه ته ننوتل یې د بقا لاره بلله؛ دې چاري همیشه حاکمیتونه اول اشباع کړي بیایې مخالفان زیږولي او بیا نزاع همداسې ادامه موندلې ده.
البته په دې حل لاره کې یوه سرطاني غده(د افغانستان کانونه او طبعي منابع) د حل او تداوي وړ ندي. د افغانستان طبعي منابع که څه هم زموږ ټولو افغانانو لمړۍ او ورستۍ هیله ده ولې متأسفانه زموږ د سیاسي ثبات لپاره اوږدمهاله خنډ دی او دا مسله یواځې افغانستان کې ستونزه نده بلې ټولو له ضعیفه هیوادونو کې د یو مصبت په سترګه ورته کتل کېږي او اقتصادي پوهان دې ته (The curse of Natural resources) وایي؛ داسې چې د طبعي منابعو پرسر رقابت د وسلوال خشونت او بلاخره د سیاسي بې ثباتي لامل کیږي. ځیني د طبعي منابعو له اړخه شتمن او خوار افریقا هیوادونه د همدې مصبت ښه مثالونه دي او بدخشان کې هم د طلا د معدنونو پر سر جنجال د همدې ناروغۍ نښې نښاني دي.
دا بحث د یوې علمي مسلې په حیث د افغانستان سیاسي-اقتصادي ډسکورس کې باید په لا ډیرو جزیاتو وڅیړل شي.
د یو باثباته او مرفه افغانستان په هیله
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ