ته په کابل کې یې؛ کابل په افغانستان کې دی؛ افغانستان په اسیاکې پروت دی؛ اسیا پر ځمکه ده؛ ځمکه په لمریزه منظومه کې اوسي، لمریز نظام په کهکشان کې دی او کهکشان د کهکشانونو په وږي یا کلسټر کې ګرځي او داسې نور؛ خو دا هر څه چېرې پراته دي؟ او په دا کوم ځای کې چې دوی اوسي هماغه ځای په څه شي کې اوسي؟ او دا دنیا چې نه وه؛ نو څه شی موجود و؟
د پاس پوښتنو لپاره لنډ ځوابونه دا کېدای شي چې فضا پخپله د هستۍ غېږه ده، پخپله مکان یا ځای ته اړتیا نه لري، ځکه فضا په خپل ذات کې مکان یا ځای دی چې هر شی پکې پراته دي. د کایناتو تر پیل مخکې فضا او ماده هېڅ موجود نه وو، بلکې د هستۍ له درې بُعدي ظهور سره فضا هم وغوړېده، البته فضا د هستۍ درې بُعدي غوړېدو ته زمینه برابره کړې ده. کله چې د فضا نوم یادوو، زیاتره خلک داسې فکر کوي چې زموږ هدف پاس نړۍ او اسمانونه دي، مګر داسې نه ده. له فضا څخه مو مطلب «ځای» دی.دا د فزیک یوه له سختو او پېچلو مسایلو څخه ده.
هر علم موضوع او هدف لري. د فزیک د علم موضوع «وخت» او «فضا» ده، خو هدف یې دا دی چې په کایناتو او په هغو کې په موجودو پدیدو باندې مو سر را خلاص کړي. مانا کله چې کاینات پلټو، په اول قدم کې له وخت او فضا سره مخ کېږو. دا داسې ده لکه د کریکټ لوبې لپاره چې میدان او نورو امکاناتو ته اړتیا ده، خو د لوبې کولو اساسي هدف بریالي کېدل دي. یعنې د دې لپاره چې په کایناتو کې بېلابېلې پدېدې وپېژنو، د وخت او فضا له لارې به ځان پرې پوهوو.
د اوسنو کایناتو د مادي ظهور لپاره فضا داسې یوه وسیله ده لکه د کایناتو د طبیعي قوو د لېږد لپاره چې ځانګړو ذرو ته اړتیا ده، مثلن الکترومقناطسي قوه د فوتون په نوم ذره کې انتقالېږي، زوروره هستوي قوه په “ګلوان” ذره کې لېږدي او داسې نور. نو فضا هم د کایناتو د اوسنۍ بڼې د ظهور یوه داسې وسیله ده چې همدا کاینات پکې اوسي او دوی دوه (فضا و کاینات) یو له بله هیڅ جلا کېدای نه شي. یعنې فضا هغه ځای دی چې د معلومو شرائطو و قوانینو په رڼا کې یې د کایناتو شتون ته زمینه برابره کړې ده او پخپله هم د کایناتو یوه داسې برخه ده چې وجود یې هېڅکله نه نفي کېږي. آن په کایناتو کې ټول موجود شیان د فضا برخه دي. فضا داسې ظرف دی چې بل ظرف ته اړتیا نه لري، یعنې په خپل ذات کې هم ظرف دی او هم مظروف. ظرف ځکه دی چې د کایناتو وجود پکې هست دی او مظروف هم ځکه دی چې پکې موجود شیان هم بېرته د فضا برخه دي.
د نیوټن تر زمانې، یعنې اوولسمې پېړۍ پورې د فضا په اړه بحثونه نه وو را پورته شوي. د نیوټن په راتګ د وخت او فضا مساله یو څه را میدان ته شوه، خو هغه وخت د ده په ګډون ټولو فزیکپوهانو باور لاره چې فضا مطلقه او نه بدلېدونکې ده. د مطلیقت مطلب دا و چې ګواکې هره پېښه په هر موقیعت او وخت کې د هر لیدونکي لپاره یو شان ده. یعنې که تا د وزیر اکبرخان له تپې څخه د کابل هوايي ډګر کې یوه الوتکه پر ځغاستلیکه لیدلای او بل ملګري د قصبې له بلاکونو ور ته کتلای، ستاسې دواړو لپاره به د الوتکې مشاهده یو شان بلل کېده. همداراز د الوتکې په منځ کې چې کوم مسافر وو، هغوی به هم خپل ځانونه او الوتکه داسې لیدل لکه تاسې. یعنې د نیوټن د مطلقې فضا د نظریې له مخې د الوتکې د حرکت ټوله پېښه د تا، ملګري او مسافرو له لیدلوري باید یو ډول وای.
خو کله چې د شلمې پېړۍ په پیل کې اینشټاین راغی او د وخت و فضا په اړه یې یو څو پوښتنې پر را ایله کړې، د کلاسیک فزیک واڼې ووتلې. اینشتاین ویل وخت و فضا مطلق نه، نسبي دي او هره پېښه د مشاهده کوونکي په وخت او موقعیت پورې اړه لري. یعنې د ده د نظریې له مخې اوس ته، ستا ملګری او د الوتکې مسافر هر یو جلا جلا د طیارې د حرکت پېښه مشاهده کوئ.
مثلاً که چېرې دا الوتکه په یوه ثانیه کې د څلوېښت متره سرعت سره پر ځغاستلیکه منډې وهي او په منځ کې یې یو مسافر بل ته یو توپ په یوه ثانیه کې د لس متره سرعت په لرلو ور غوځار کړي، د طیارې دننه کسانو لپاره د توپ سرعت همدا لس متر فې ثانیه دی، خو ستا او د ملګري لپاره د ټوپ چټکتیا په یوه ثانیه کې پنځوس متره کېږي، ځکه په الوتکه کې د ناستو کسانو لپاره د توپ په مشاهده کې د طیارې سرعت هېڅ په نظر کې نه نیول کېږي، وجهه یې دا ده چې په داخل کې د مسافرو لپاره د توپ په سرعت د الوتکې چټکتیا هېڅ تاثیر نه لري، ځکه مسافر او توپ ټول په یوه شریک متحرک سیستم کې دي. خو د بهر خلکو لپاره د توپ له سرعت سره یو ځای د طیارې چټکتیا هم جمع کېږي. البته ته او ستا ملګری چې د الوتکې دا پېښه مشاهده کوئ، تاسې یې هم په یوه ډول نه ګورئ، هر یو یې په جلا جلا بڼه وینئ، ځکه له وزیر اکبرخان تپې څخه پېښه له یوه اړخه ښکاري او د قصبې له طرفه بل ډول مالومېږي. د همدې دلایلو له مخې اینشټاین وویل چې په فضا کې هره پېښه د مشاهده کوونکي په موقعیت او متحرک مقایسوي سیستم پورې تړاو لري او هر یو یې جلا جلا ویني، نو ځکه یې وړاندیز وکړ چې فضا مطلقه نه، نسبي ده. مخکې مو وویل چې د کایناتو ټولې پدیدې د وخت او فضا له لارې څېړو، نو کله چې فضا نسبي شوه، مانا دا چې هلته واقع کېدونکې پېښې او پدیدې هم ټولې نسبي دي. دا کیسه په دومره اسانۍ پای ته نه رسېږي چې لنډ ووایو فضا نسبي ده، بلکې ټولې پېښې ور سر نسبي کېږي، ځکه د طبیعت هر څه په فضا پورې تړلي دي. نو ځکه د شلمې پېړۍ په پیل کې د همدې موندنو له خاطره کیسه بېخي ګلجانۍ شوه.
کله چې اینشتاین د فضا مطلقیت ته خار ور کړ، خلکو باور نه کاوه، ځکه د دې مسایلو تشریح څو ترموزه چای غوښت. دی مجبور و، پایڅې یې پسې را پورته کړې او په دې سېلاب سم ور ګډ شو. اینشټاین دا وار جانداري لا پسې زیاته کړه، د جاذبې قوې او فضا تر منځ موجود تار یې هم رسوا کړ. ده وویل چې فضا داسې عاجزه نه ده چې همداسې بې تفاوته هواره پرته وي او پېښې پرې واقع کېږي، بلکې د کتلې او انرژۍ په موجودیت کې غبرګون ښکاره کوي. اینشټاین په زغرده وویل چې د لویو کتلو، مثلا لمر او ستورو په موجودیت کې فضا کږېږي او همدا کوږوالی یې د یاد جسم جاذبه ونوموله. تر دې مخکې فضا د فرش غوندې هواره بلل کېده، خو اینشټاین کیسه سرچپه کړه. د فضا په کږېدو د ساینس مسیر هم کوږ شو. په دې سره د جاذبې قوې اړوند هم لیدلوری بدل شو.
اینشټاین د خپلې دغې لویې ادعا لپاره شواهدو ته اړتیا لرله، مګر دومره لوی لابراتوار چېرې شته چې د لمر له خوا په فضا کې جوړه شوې انحنا یا کوږوالی پکې تجربه شوی وای، خو له دغې نظریې څلور کاله وروسته یعنې په ۱۹۱۹ کال یوه لویه لمرنیونه پېښه شوه چې په رڼا ورځ اسمان تور شو او د لمر له شا د پرتو ستورو رڼا د لمر په احاطه کې د جوړ شوي کوږالي له سببه منحني ښکارېده. همدا د اینشټاین د خبرې ښکاره ثبوت شو.
فضا نسبي شوه، د مادې په شتون کې کږېږي او مطلقیت یې هم له منځه لاړ. د فضا او جاذبې تر منځ د دې مهمو اړیکو د شتون له برکته فزیکپوهان نور هم نېغ شول او د کایناتو د بېلابېلو برخو پلټلو او برخلیک موندو ته یې کار وویل.
د شلمې پېړۍ د درېیمې لسیزې په جریان کې امریکایي ستورپوه، ایډوین پال هَبل د کلیفورنیا له هسکو غرونو څخه په خپل لوی تلسکوپ اسمان ته کتل. هبل زموږ د میلکيوې کهکشان په څار لګیا و چې یوه کونج ته یې یو څو نااشنا “ستوري” ولیدل. کله چې یې ښه په ځیر ور ته وکتل، پوه شو چې ستوري نه دي. په دې سره هبل توانېدلی و چې د یو څو کهکشانونو وړوکې ډله یې موندلې ده. د هبل دغې موندنې کیسه نوره هم خوندوره کړه. ده چې کله دغه کهکشانونه سم مطالعه و مشاهده کړل؛ نو پوه شو چې هر کهکشان له یوه او بل څخه د لیرې کېدو په حال کې دی! دا موندنه ډېره هېښوونکې وه، ځکه له دې څخه دا پایله اخیستل کېدله چې یو وخت ټول کهکشانونه سره نزدې ول او د وخت په تېرېدو سره له یو او بله لیرې شوي دي/لیرې کېږي.
په دې سره د کایناتو د پیل اړوند د سترې چاودنې نظریه را وټوکېده، خو مغزنو شواهدو ته بیا هم اړتیا وه.
مګر یوه ډېره مهمه خبره چې تر ډېره له پامه غورځول کېږي هغه دا ده چې د هبل تر موندنو یو دوه کاله مخکې د بلجیم یوه کشیش جوج لیمیترا د کائناتو په اړه د سترې چاودنې نظریه وړاندې کړې وه. لیمیترا فزیکپوه هم و او خپله نظریه یې په ساینسي ډول وړاندیز کړې وه، خو هغه وخت یې ځکه د چا پام ور جلب نه کړ چې د کایناتو په اړه د دغسې یوې نظریې په اړه چا تصور هم نه شو کولای، خو کله چې په مشاهدوي ډول د هبل موندنو خلک یو څه قانع کړل نو د کایناتو د پیل په اړه خبرې بیا تودې شوې.
په ۱۹۳۲ کال روسي ستورپوه، جورج ګامو وړاندیز وکړ چې له سترې چاودنې څخه خپرې شوې وړانګې اوس هم په کایناتو کې موجودې دي، که یې ومومو، په ډېر څه به پوه شو. بالاخره په ۱۹۶۴ کال همدا وړانګې هم وموندل شوې او د سترې چاودنې نظریه نوره هم د قوت خوا ته نزدې شوه.
له دې وروسته چې په نظري او عملي ستورپوهنه کې نور پرمختګونه هم وشول؛ د کایناتو د پیل اړوند د سترې چاودنې تیوري ته شواهد نور هم زیات شول او زیاتېږي.
د کایناتو د پیدایښت په اړه تر ټولو د باور وړ نظریه د سترې چاودنې تیوري ده. د دغې نظریې په اړه شواهد ورځ تر بلې قوي کېږي. د شواهدو قووت د انسانانو له ساینسي پرمختګ سره مستقیمه اړیکه لري. انسانانو د پخوانیو کایناتو داسې وړانګې موندلې دي چې د هغوی له تحلیل او تجزیې څخه د سترې چاودنې د نظریې حقانیت خړوبېږي.
په ۱۹۹۸ کال د هبل فضايي ټلسکوپ له خوا د لیرې پخوانو کهکشانونو د وړانګو له تحلیله پوه شوو چې کاینات نه یوازې دا چې پراخېږي، بلکې لحظه په لحظه یې د پراخېدا سرعت پسې زیاتېږي. په دې پراخېدا کې د کهکشانونو حرکت مطرح نه دی، بلکې فضا سره کشېږي. په دې ټولو خبرو کې مهم ټکی دا دی چې د کایناتو پراخېدل او چټکېدل د یوه انفرادي کهکشان یا یوې سیمې دندنه نه ده، بلکې دا کیسه ټوله د فضا له فطرته را پېښه ده. اوس که د کایناتو د پراخېدا مساله بېرته رېورس تصور کړو او د پیل لحظې ته ورسېږو، هلته هم خبره بېرته فضا ته رسېږي چې څنګه یې له نېستۍ څخه ظهور کړی دی!؟
اوس که موږ په لویه کچه په پراخو کایناتو کې د فضا د مزاج په پېژندنه پسې را وتلي یوو، هماغسې په ذروي او وړه کچه هم د فضا پر طبیعت د پوهېدو تلاش کوو، خو هېڅ نه پوهېږو چې اصلا دا څه شی ده؟ موږ یې فقط څو نسبي اړخونه او ځانګړنې پېژنو یا مطالعه کوو، خپله د فضا په پلټنه هغه تاریخي معما ده چې فزیکپوهان یې د حل په لټه دي او دا لټون به دوام لري.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ