د ادبستان څو خبري

ډاکټر صاحب درمل د استاد پسرلي د شاعرۍ په تشریح کې لیکلې دي؛ چې د استاد پسرلي د شاعرئ یو راز دادی چې د هغه د شاعرۍ موضوعات ګڼ ول؛ د درمل صاحب د خبري په تایید به ووایم چې د استاد د شاعرۍ سره زما د ډېر پاتي کیدلو یو لامل همدا دی چې دده په شاعرۍ کې یوازي له میني او د میني له خبرو سره نه مه کیږم البته دا خبره په دې مانا نده چې زه په شعر کې مینه یادول ضروري نه بولم؛ بلکي زه خو داسې ګمان کوم مینه د شاعرۍ اصلي روح دی مګر انسان د تغیر زوی دی او څه چې نن خوښوي ممکنه نده سبا یې هم خوښ واوسي او کله کله د انسان زړه او ذهن هم بدل بدل څه غواړي نو د استاد په شاعرۍ کې په مینه سربیره د فکر له قوت د ټولني له نقد او د طبیعت د ښکلا له رنګیني عکاسۍ سره هم مخ کېږو؛ همدا لامل دی چې که هر اوونۍ نه وي په میاشت کې خو حتمن د استاد د شاعرۍ لوست را په غاړه وي او هر وار داسې ګمان کوم چې نظر او فکر ته مې وسعت او پراخ والی راکړی دی.

ادبیات دی هنر دی او هنر هیڅکله محدود ندی؛ زموږ ادبیات له بده مرغه تر اوسه یوازي په دوو موضوعاتو کې بند پاتي دی مینه او د ټولنیز ژوند مشاهده هغه هم د ژوند په رواجي الفاظو خو دا مناسب چلند ندی؛ مناسب ځکه ندی چې اوس د هنر او ادبیاتو دنیا پراخه ده؛ او د میني او طبیعت له خواږه وږم سره د لوستونکو ذوق ته باید ادبي تاریخي او حتا فلسفي څه هم انتقال کړو.

په پښتو کي راز محمد راز په دې اړوند اوچت قدمونه اخیستي دي؛ د هغه په عاشو لمر او باران اوري ناول کې عاشو څوارلس کلنه نجلۍ په جنسي اړیکو اخته کیږې؛ کورنۍ ورباندي خبریږي او کله چې علت پوښتي نو دا وایې چې زه د څوارلس کلونو نجلۍ وم او مور پلار به زما تر مخ جنسي اړیکي ساتلي او دي شي زه اړه کړم چې هغه کار وکړم چې زما مور او پلار یې کوي.

د پورته مثال له یادولو مې هدف دادی چې ادبیات پراختیا غواړی موږ کولی شو حتا د انسان رواني او جسمي ستونزي ته د کیسې ژبه ورکړو او هنر ترې ساز کړو.

شاید زموږ غوندي په بنده ټولنه کې دغسې الفاظ کله کله د خلګو په زړه او رهن مناسب ونه لګیږې مګر د انګریزي عالم سوسکلیا مشهوره خبره ده چې ” هنر اذادي ته اړتیا لري؛ که موږ د رښتني هنر د پنځولو اړتیا حس کوو باید د هنر وزرونه خلاص کړو؛ لکه څنګه چې مارغان کله هم په ځالو کې سندري او اوازونه نه وایې دغسې هنر هم په محدوده او بنده فضا کې لویول نا ممکن دي “

د هنر ازادي څه ده؟ او څنګه کولی شو هنر ته ازادي ورکړو؟ دا سوال ممکن مختلف ځوابونه ولري مګر زما په ګمان د هنر د ازادي یا که ووایم د ادبیاتو ازادي داده چې له تاریخ فلسفي ساینس ارواپوهني او طبیع نه پکي پراخه اندازه کار واخلو.ک

که زموږ ګمان دا وي چې دا کار ممکن ندی نو غني خان ذهن ته درولۍ؛ د ټولنیزو ستونزو په نقد باندي له کومو مرغانو چنګښو او حتا مار او لړ استفاده کړي ده؛ موږ ته مږه بي مانا او غیري هنري څه ښکاري مګر د غني په شعر کي ښکلي راځي لکه وایې

اوسي په کندو کې یاره غل یې پلار دي غل وو

مور دي غلچکۍ وه ستا نیکه د بدو مل وو

دا شعر مږي ته لیکل شوی دی مګر د غني د نقد اندازه څومره خوندوره ده؛ دا ځکه هغه هنر ته وزرونه نه وو ورکړي څه چې په مخه ورغلي د هنر او ادبیاتو لپاره یې ترې استفاده کړیده.

زموږ لیکوالان باید دا درک کړي چې اوس زمانه بدله ده؛ که موږ دا ګمان کوو چې یوازي مینه او په ټولنیزو موضواتو لیکل هغه په ساده او کلیوالي الفاظو او خبره به خپل ادبیات په مخ بوځو نو دا کار ناشونی دی.

اوسنی انسان د زده کړي تږی دی؛ او زده کړه په ادبیاتو کې تر بل هر هنر ښه زده کیږي؛ تاسي فکر وکړئ د استاد بینوا میرویس نیکه څړنیز کتاب د میرویس نیکه په اړه زموږ په ټولنه کې د نیکه محبوبیت زیات کړ که د احمدي صاحب نیکه.

زما د خبري مانا هیڅکله دانده چې د بینوا صاحب کار ته خدای مکړه په سپکه وګورم خو دا ویل غواړم چې هنري تاریخ تر وچ لیکل شوي تاریخ ډېر اثر لري.

زموږ کره کتونکو کمي لاري ښودلي چې ادبیات ورسره پراخ کړو خو د استاد اکبر کرګر او اجمل ښکلي استاد موږ پوروړي یو چې د ادبیات د پراخیدو ځانګړي لاري چاري یې ښودلي دي.

د استاد ښکلي په ادبستان کې په دې اړه اعلي لیکل شته؛ د هغه یوه مقاله ارواپوهنه او ادبیات دي هلته استاد ویلي چې فرویډ د انسان د جنسي غریزو لپاره د یو لړ اسطورو نه ګټه واخیسته او خپله څیړنه یې. ورباندي سرته ورسوله؛ یا په دي مانا چې ادبیات یې د خپلي څیړني وسیله کړل؛ که فرویډ دا کار کولی شي چې په ارواپوهنه کې له ادبیاتو کار واخلي موږ ولي دا کار نشو کولی.

د استاد د خبري په دوام به ووایم چې ارواپوهنه د ادبیاتو له تشریح او د هغه په روح کې د نوي ساه پوکلو بیخې خوندوره موضوع ده؛ د ارواپوهني د ژورو برخو ښه خو لا په ځای موږ حتا د ادبیاتو او کیسو په برخو کې له بیخي عادي شیانو هم استفاده کولی شو.

استاد دوهمه مقاله تاریخ او ادبیات نومیږي؛ هلته وایې چې کله کله که موږ غواړو چې خپل تاریخ تر ډېره د بوستوالو په ذهن کې وساتو نو موږ باید د تاریخ نه استفاده وکړو او دا خبره بیخي سمه هم ده؛ د میرویس نیکه مثال خو مو پورته ذکر کړ د بل مثال راوړلو ته به اړتیا وي هم نه مګر دا منل شوي ده چې کیسۀ یزي تاریخي کیسې تر وچ تاریخ زیات په ذهن کې دوام داره پاتیږې.

استاد دریمه مقاله د فلسفي او ادب په اړه ده؛ دا مهمه موضوع ده موږ ادب او تاریخ بیل ګڼو مګر واقعیت داسې ندی ستونزه داده چې فلسفیانو تل له ادب استفاده کړي ده مګر ادبیانو دا کار ندی کړی د دوی دلیل دادی چې فلسفه سخته ده؛ مګر دلته دا پوښتنه باید وشې چې ایا ادب اسانه دی؟ هیڅکله نه دواړت اسانه او سخته نلري؛ توپیر د علم په کم والي او ډېر والي کې دی؛ زموږ ادیبان ویره لري چې.که په فلسفي موضوع خبري وکړم سبک به مې سخت شې؛ خو دا مناسبه نده ځکه هر هنرر یو بل ته لازم او ملزوم دی او دا خو دلیل نشې کیدای چې که زه په یوه موضوع پوهیږم او نه یې لیکم چې بیا به لوستونکي ته لوست اسانه نه وي نو موږ د لوستونکي بار په ځان اچوو حال دا چې موږ کولی شو له ادبیاتو د فلسفي په تشریح او له فلسفي نه د ادبیاتو په تشریح کې زیاته برخه واخلو ښه مثال یې د سوفي نړۍ او د غني خان یو لړ نظمونه ده چې څومره په هنر په یو بل کي پییل شوي دي.یا ویل ډورانټ نومی. فلسفي چې د فلسفي د اصلي روح په عامولو کې یې خورا هڅه کړي ده؛ هغه خو لازمه دا ګڼي چې که ښه فلسفه لولو باید د بیلګو په واسطه یې زده کړو ؛.په پښتو کې یې ښه مثال د استاد کرګر کتاب دی چې فلسفي او ادبي مسایل یې خورا ښه سره غاړه غړئ کړي دي.د

استاد ښکلي بله موضوع ساینس او ادب دی ؛ ساینس فکشن کیسې نن سبا د نړئ د ادبیاتو ښکلا یادیږې خو موږ دا کتر ندی کړی ځکه مناسبه نه بولو او ساینس غیري هنري څیز راته ښکاري خو استاد ښکلی وایې چې موږ کولای شو په یوې ساینس فکشن کیسې د خلګو منفي ذهنیت بدل کړو او مثبت ته یې را واړوو.

د هالیوډ خو نن سبا پیشه هم داده چې له شاینس نه د فلم په جوړولو کې کار اخلي.

د پورته یادي شویو موضوعاتو په ادبي کولو سره به موږ دوه ګټي ضرور لاس ته را وړي وي یو دا چې دا تصور به مو بدل کړی وي چې ادبیات یوازي د خیال او خوب دنیا ده او بله دا چې لوستونکی به د یو ادبي اثر په لوستلو سره یوازي خوند نه احساسوي بلکي پوهه به مو هم ور انتقال کړي وي.دا

دا خبره له یاده ویستل ندي په کار چې په دې کار سره ادبیاتو ته پایښت هم ورکولای شو.

د کره کتونکو کار دادی چې دا رقم موضوعاتو ته د لیکوالو پام واړوي او استاد ښکلي چې دا کار کړی د داد لایق دی کور یې ودان غله یې ډېره.

ما یوازي د ادبستان په یوه اړخ خبري وکړي چې زما خوښ شوی وو خو دې کتاب کې نوري زیاتې خبرې هم شته چې لړست یې درته فایده من تمامیدلی شې. نو که مو وموند ښې شیبې ورسره ولرئ

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000