زرلښته په مات لاس واده شوه

سردار ټوله ورځ له ملګرو سره په مجلسونو ورک وي، پلار یې د ایرانیانو مزدور دی. منی و، کشر ورور یې دوه نور ملګري په اشر ورسره راوستلي وو، غوښتل یې د ژمي لپاره د خونو بامونو ته کاګل ورکړي. ماسپښین ناوخته کار خلاص شو، ډودۍ یې وخوړه، اشر باڼي کورونو ته ولاړل.

مازیګر د سردار خور زرلښتې د خټو لوښي ټولول. له چوترې یې په بېلچه خټه پاکوله چې په یوه لاس کې یې وبرېښیدل. په لاس یې داسې درد و چې ټوله شپه یې په وېښه ځنې تیره کړه. زرلښته یې پلار په ایران کې د یوه بل کلیوال ملګري لور ته ورکړې وه. نه هلک خبر و، نه نجلۍ خو ترمنځ یې نکاح د مسافري په اطاق کې تړل شوې وه. هغه وخت دوی کوچنيان وو، خو اوس یې د واده وخت و.

پلار یې سردار ته زنګ راکړی و چې د واده لپاره تیاری ژر ونیسي، چې د زرلښتې خسرګنۍ ترې واده غواړي.

د زرلښتې مور سردار ته زارۍ وکړې، هغه یې خبرې غوږ نه نیوی، ویل زرلښته نخرې کړي، لاس یې په هېڅ هم نه دی. واده غواړي، چې واده شي، پخپله به سمه شي.

مور یې اندېښمنه وه چې سبا به یې لور په عیبي لاس پردي کور ته واده کېږي، هلته به په یوه لاس ځنګه د نورو خدمت کوي. زرلښتې د درد کرارولو او جوړېدو، ټولې کورنۍ دواګانې وخوړلې، څو ځله یې لاس غوړ کړ، پلستر یې کړ، په غاړه کې یې وتړی، خو هماغسې و. د سردار له ویرې دومره څوک نه و، چې په نږدې بازار کې یې جراحي ډاکټر ته ور وستلې وای.

سردار تر بازاره تلی راتلی، د زرلښتې د واده سامان یې پوره کول. د رواج په خاطر یې ټول شیان ورته راوړل.

مور یې د کلي له نږدې دوکانونو د کوچني زوی په لاس پټې د درد ګولۍ ورته راوړې، له هغو سره به یې درد ارام و، مګر کار یې نه شو ورباندې کولای.

مازیګر د ورا موټرونه راغلل، د کوټو ترمخ دیګونه باندې شول، غرمه یې ټول کلي ته ډودۍ ورکړه، جومات او نږدې ټولې کوټې له خلکو او کلیوالو ډکې وې، واړه ماشومان د دروازې ترمخ لمر ته په اوږده پلاستیکي ترپال لیکه ناست و. په وریځو، یو نیمه پټاټه ښکارېده. د دوو کوچنیانو د نانوایي په ډوډۍ سره جنګ و.

څو نجونو په خونه کې زرلښته سینګاروله. هغې ژړل، رنجو یې په سپینو غومبرو، تورې لیکې ایستلې وې. سردار داسې ځان برابر کړی و، فکر به دې کاوو چې واده یې دی. په کوڅه کې دوړې وې، تر کلا کتار موټرونه راوګرځېدل، څو ځوانانو د کلاشینکوف خولې اسمان ته پورته کړې، جاغورونه خالي شو، خېښان په کوټه کې کېناستل.

د کلا په منځ کې ښځو لوی اتڼ اچولی و، څو پېغلو د ناوې مخته تیزه چمبه(دریا) وهله، مور او خویندو یې په پټ مخ خونې ته بوتله. نجونې همیشه د ناوې د لیدو تږې وي. د زرلښتې مخ یې ټولو ته ورښکاره کړ، یوه کوچني بوټونه ځنې وکښل، بلې شنې سترګې نجلۍ په دهلیز کې سپیلني دودول. سهار یې خواښي زرلښته په ناز دالان ته بوتله، په دې چې حلوا ورباندې پخه کړي، څو راغلي مېلمانه ټول د ناوې په لاس پخه شوې حلوا وخوري. زرلښته په یوه لاس دیګ ته ودرېده، مخامخ ولاړې خوښینې ته یې د مرستې اشاره وکړه. خواښي ژر ور نږدې شوه، د هغې سترګې له اوښکو ډکې وې، دیګ ته یې روڼې نیولې وې، هېڅ یې نه ویل. مهربانې خواښي یې حلوا پخپله پخه کړه، زرلښته یې مازي تر څنګ ورسره ودروله، ډاډ یې ورکړ چې هېڅ فرق نه لري.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000