غرمه یې په نرۍ لاره کې د بایسکل پایډلونه تیز اړول. د کور په دروازه سیده ننوت. د کوټې په غولي یې وړې خورکۍ په خاورین منګي کې سړې اوبه مخې ته کېښودې. هلک ډک ګیلاس اوبه په غاړه واړولې.
وروسته سترخوان هوار شو، ټول راغلل، شفیقه نه وه راغلې. سلیم دباندې ور ووت. شفیقه لیرې له نورو نجونو سره د ښوونځي په جامو کې راروانه وه.
شفیقه اوس د کلي په یو محلي ټولګي کې له نورو نجونو سره یوازې لیک او لوست زدهکوي.
ټولو ډوډۍ وخوړه، ووتل. سلیم شفیقه بیرته راوغوښته. هغه سلیم ته مخامخ په کړکۍ کې کېناسته.
سلیم: شفیقې بله ورځ به پر وخت راځې، نن دې هم ناوخته کړل، ولې؟
شفیقه: سمه ده وروره، هغه نن…بیرته یې خبره واړوله، خو د سلیم ورته پام شو چې خور ترې خبره پټوي.
ـ شفیقې څه خبره ده، ولې وځنډېدې، زما ځواب راکه.
ـ وروره هېڅ خبره نه ده، هغه زما یوې ټولګیوالې….
ـ ستا په ټولګیوالې څه شوي دي؟
ـ چا ته به نه وایي!؟
ـ نه وایم.
ـ هغې راباندې ناوخته کړل. تاته وایم خو بل چا ته مه وایه.
ـ سمه ده، نو ولې به بل چا ته وایم.
ـ هغه نن ډېره خپه وه، چې موږ راوغږوله نو یې ټوله کیسه را ته وکړه.
کله چې هغه پنځه کلنه وه، پلار ظالم یې، د خپل ملګري زوی ته ورکړې وه. اوس یې لس کاله تیر شوي دي. د کلي ټول خلک خبر دي چې زه یې ورکړې یم. ځکه هغوی دې ته په یوه او بل اختر د اختر لپاره نوې جامې راوړلې، چې هر وخت یې په اخترونو کې خلک ناویانو ته ور وړي.
مګر اوس نه د دې هلک خوښ دی او نه دا د هلک خوښه ده. د دواړو خوارانو په ناخبرۍ کې نکاح تړل شوې ده. هغه اوس غږ نه لري، له پلاره ویرېږي. که ووايي پلار به یې سپکه سپانده کړي چې ولې یې نه دی خوښ. دې او هغه هلک تر اوسه نه دي سره لیدلي.
ـ نو اوس خو به یې د ناخوښۍ خبره کلي ته نه وي راوتلې چې ټولګیواله دې ورته اندېښمنه ده.
ـ یا. تر اوسه خو څوک نه دي خبر. مګر دا وايي چې د هغوی په کور کې یو بل سره وایي او هلک هم څو ځایه ویلي دي چې هغه یې نه ده خوښه. دا ځورېږي، وای که یوار یې خبره دباندې راووځي بیا خو مې هلک بېخي نه کوي.
که خدای مه کړه، هلک ټینګار وکړي او ما پرېږدي، بیا خو خلک حتماً دا فکر کوي چې په دې کې کومه ملامتي شته چې هلک ورسره تړلې نکاح له منځه وړي.
ـ هو، دا خو رښتیا هم بد کار دی، نو پلرونه یې څه وايي؟
ـ په دې کار یې پلرونه هم ښه پېښمانه دي. اوس یو غږ نه لري، پښتو سره نیولي دي. که نکاح لغوه شي، د نجلۍ ژوند ورسره تباه کېږي، د هلک نه. هلک خو به بل ځای هم کوزده وکړي. مګر په نجلۍ که یوار د پرې ایښې نوم کېښودل شو، بیا یې هېڅوک هم نه غواړي. پلار یې بیا مجبور دی چې یا یې د ډېر عمر سړي ته کېنوي، یا یې بل چا ته په دویمه ورکړي.
دا زموږ د نږدې ګاونډي د ژوند یوه حقیقي کیسه ده چې دا د ډېرو پښتو لوڼو د ژوند برخلیکونه دي. نه یوازې زدهکړې نه لري، واکونه او اختیارونه یې هم له نورو سره دي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ