اوولسمه ګڼه فرمان او د نجونو تېښته

اوولسمه ګڼه فرمان لس مادې لري، یوه ماده یې دا هم وه چې په نکاح کې د نجلۍ رضایت شرط دی. که د نجلۍ له رضایت پرته نکاح وتړل شي او نجلۍ محکمې ته عارضه شي، حق لري چې نکاح یې فسخه شي. ښاري ژوند لرونکي او متمدون پښتانه له وخته دې خبرو ته تیار و او ډېر وخت یې د لور یا خور د ورکړې پر مهال د هغوی رضایت غوښت او د هغې له خوښي پرته یې چا ته نه ورکوله.

اما په کلیو کې بیا برعکس ډېر وخت هغوی ته نه ویل کېدل. یا به یې په نکاح کې پلار، ورور یا بل نږدې قریب د وکیل په حیث د هغې په نماینده‌ګي خبرې کولې.

دا فرمان شرعي دی او خلک ورباندې خوښ دي، مګر په هغو ټولنو کې چې باید خلک پوهېږي او لوستي وي، نه داسې اطرافي او کلیوالي سیمو کې چې هغوی ترې بل برداشت لري.

د طالبانو دغه فرمان د مخابراتو وزارت لخوا په موبایلونو کې ثبت شو، د زنګ وهلو پر مهال زنګ وهونکي ته لومړی فرمان ویل کېږي او بیا وروسته اړیکه نیسي.

دا کیسه په کلیو کې خورا ګرمه سوې. د فرمان موخه دا وه چې هغه پلرونه یا وروڼه چې لوڼې یا خویندي نورو ته په جبري نکاح ورکوي، یا د ډېرو پیسو په مقابل کې، یا په بدۍ کې، یا هم د لوی عمر لرونکو ته؛ څو هغوی وپوهېږي چې د نجلۍ د ورکړې حق دوی نه لري، باید نجلۍ په خپله خوښه ورکړل شي، چې دا یې مثبت او د خلکو د خوښي وړ وګرځېدی.

مګر دا چې پښتني سیمو کې زده‌کړې نشته، د نجلۍ راوتل بېخي کفر یادېږي، هغه لکه یوه بندیوانه مرغۍ په هېڅ هم نه پوهېږي. نه خوښه ورمعلومېږي او نه د ځان قابل څوک انتخابولای شي. نه یې مشخص هدف او کار معلوم وي. بس چې څنګه رالویه شي، د کوژدې او واده خبرې ورته کېږي، په هغه کې هم دوی ډېر د شرم احساس کوي او په زغرده څه نه شي ویلاي، ځکه هغه په هېڅ هم نه پوهېږي.

په دا تیره میاشت کې یوازې زموږ په کلي کې درې څلور نجونې له هلکانو سره په پټه له کوره تللې دي، نه یې د والدینو خوښه وي او نه نجلۍ داسې څوک انتخاب کړی وي چې هغه دې د ژوند دایمي ملګری واوسېږي. د کلي هغه لوفر هلکان نجلۍ په یو چم خطا کړي او ولسوالي ته یې یووسي. دواړې کورنۍ یې راوغواړي، که څه بد فعلي یې نه وي کړې، نکاح یې ور وتړي کنه سزا ورکړي.

نجونو فقط ا اورېدلي دي، چې هسې یې هم کورنۍ نور نه شي راګرځولای. مګر دا په پښتنو کې ډېر لوی عیب دی، دا دواړې کورنۍ په بدۍ سره اخته کېږي. دا بیا دوستي نه وي، نه بیا هغه نجلۍ خپل کور ته راتلای شي او نه یې څوک نوم اخلي. طالبان حیران دي، خپل فرمان ورته سرخوږی جوړ کړی. ټوله ورځ په ولسوالي کې د نورو کارونو ترڅنګ د نجونو د تېښې او نکاح اړوند په لسګونو ښځې او ځوانان ناست وي. دې فرمان د خلکو د ترمنځ د خوښۍ پر ځای نفرت زېږولی او خلک ترې ناخوښه دي. ځکه چې په ټول کلي کې به یوه یا دوو کسانو له لور یا خور سره ظلم کاوو؛ نورو خلکو خپلو اولادونو ته سمه کورنۍ او سم هلک انتخابوی، څو یې د لور یا خور ژوند له خوښیو ډک واوسي.

د هغو څو کسانو د راګرځولو لپاره یې، اوس ډېرې نورې کورنۍ په جنجال او غم سره اخته کړې.

پلار لور ته په سمه سترګه نه ګوري، وای شمله دې په ټول ټبر کې را ټېټه کړه، لور سپین سترګې او بې‌ شرمه یادېږي، ځکه چې له کوره په پټه وتلې ده. دا دوستي یوازې د نجلۍ او هلک ترمنځ وي، نور نه کورنۍ اړیکې وي، نه تګ راتګ وي، نه یې خلک په ښه نوم یادوي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000